تبلیغات

محمد،على چې دوه ويني په سترګو – په دا کار کې احـــــــــولي ده احوالي

محمد (ص) ،على (ک)   محمد،على چې دوه ويني په سترګو په دا کار کې احـــــــــولي ده احوالي   زياد بن مطرف (رض) ويلي ،وامې ورېدل،چې آنحضرت(ص) وويل: (( د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او پالونکي مې،چې د تلمېشتي جنت ژمنه راسره کړې ورننوزي […]

د جهان دولـــــــس امام دي – په حديث کې نام په نام دي

دولس امامان   د جهان دولـــــــس امام دي په حديث کې نام په نام دي د دولس ګونو امامانو نومونه : (لومړی) له روایتي پلوه: له جابر بن سمرة(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم(ص)ويلي:(( اسلام به د دولسو خلفاوو د واکمنۍ په بڼه کې د عزت او دبدبې خاوند وي،بيا يې يوه خبره وکړه،چې ما […]

صـــــــــــــلوات له ما په واړو – تحـــــــــــــــيات له ما په واړو

پر محمد(ص) او آل يې د درود فضيلت خوشال بابا وایي : صـــــــــــــلوات له ما په واړو تحـــــــــــــــيات له ما په واړو زه دوســـــــــــتدار دده دآل يم په دوستۍ کې يې خوشحال يم [1]       1_ په ” کنزالعمال” کې له “حسن ” (رض) نه د څښتن له استازي (ص) نه روايت دى […]

د خوشحال خټک دې حـــــــــــــشر له هغو شي – چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم وي

پنجتن پاک، چهارده معصوم   د خوشحال خټک دې حـــــــــــــشر له هغو شي چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم وي   د نبوي کورنۍ مشرتوب (الف) : له روايتي اړخه : د پېغمبراکرم(ص) له اړخ د مسلمينو مرجعيت په بېلابېلو عبارتونو کې بيان شوي : ١- په يو لړ رواياتو کې د “اهل بيت” […]

که په کار دې ده دخداى پېژند ګلوي – پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه دعلي

د خداى پېژندګلوي   که په کار دې ده دخداى پېژند ګلوي پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه دعلي   د نبوي کورنۍ علمي مرجعيت ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا[1]= مؤمنانو! له خداى […]

محبت د خانـــــدان لرم په زړه کې دوولس واړه امامان مې دي بصر

خوشحال بابا وايي : محبت د خانـــــدان لرم په زړه کې دوولس واړه امامان مې دي بصر له اوله ترآخـــــــره که ګروهېږي د بتول اولاد مې واړه نور بصر دي د پېغمبراکرم(ص) په څېر ژوند او مړينه ابن عباس (رض) وايي،رسول اکرم(ص) ويلي: د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او […]

پاک سني هغه آدم دی چې د آل په عشق محکم دی

سني   پاک سني هغه آدم دی چې د آل په عشق محکم دی  د پېغمبر اکرم عترت (عترت النبي)  له زيد بن ارقم (رض) نه روايت دى،چې پېغمبر(ص) ويلي دي : انی تارک فیکم الثقلین کتاب الله وعترتی ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا بعدی: کتاب الله حبل ممدود من السماء الی الارض وعترتی […]

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي

اهلبيت د امت امامان دي ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[1] ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛نو […]

زه دوســتدارد ده دآل يم په دوستۍ کې يې خوشــحال يم

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي   زه دوســتدارد ده دآل يم په دوستۍ کې يې خوشــحال يم[1] ( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي : حضرت اباذر غفاري مې وليد، چې د کعبې ور يې نيولى […]

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې     دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٥٠ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چاچې له […]