تبلیغات

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې     دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٥٠ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چاچې له […]

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې

 

 

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي
بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٥٠ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چاچې له موږ اهلبيتو سره دښمني کړې؛نو خداى ‌به يې په اور کې کړي.)) بيا وايي : دا حديث د مسلم په شرطونو سم ‏دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٤٣ مخ کې راوړى او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې نقل کړى او احمد، ابن حبان او حاکم ته يې نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ: درېم ټوک، ١٢٢ مخ ) د حضرت ابن عباس له خولې له رسول الله (ص) روايتوي،چې وايي :که عابد زر کاله په رکن او مقام کې د خداى عبادت وکړي او بيا يې د ډېر عبادت له امله هډوکي ورژېږي او له اهلبيتو سره په دښمنۍ مړ شوى وي؛نو خداى به يې پړمخ دوزخ ته ورګوزار کړي .

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې،محب طبري د ذخاير په ١٨ مخ کې او د وينا له مخې یې احمد په مناقب او مناوي د کنوزالحقايق په ١٣٤ مخ کې او د وينا له مخې یې ديلمي راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له موږ سره دښمن به د اور په کوړو د خداى له رحمته لرې کړاى شي . ))

( هيثمي؛مجمع :څلورم ټوک،٢٧٨ مخ ) له معاويه بن خديج څخه روايتوي چې وايي : حضرت معاويه زه امام حسن بن علي ته ولېږلم، چې پر لور يا خور يې يزيد ته مارکه وکړم؛ورغلم او کيسه مې ورته وکړه، راته يې وويل :په دې اړه لوڼې يا خويندې پوښتو او زه هم په خپله خپلې لور ته ورغلم او د يزيد د مارکې خبره مې ورته وکړه، لور مې راته وويل : پر خداى چې دا ناشونى چار دى؛خو دا چې ملګرى دې _ معاويه _ په موږ کې هغه کار وکړي،چې فرعون په بني اسراييلو کې وکړ؛خپل زامن يې ووژل او لوڼې يې ژوندۍ ښخې کړى . امام حسن ته مې وويل : زه دې د اور ټوټې ته ورلېږلې وم ،چې زموږ اميرالمؤمنين ته يې فرعون ووايه . معاويه ! له موږ سره له دښمنۍ لاس واخله،چې رسول اکرم وويل: څوک چې له موږ سره دښمني او کينه کوي؛نو د قيامت پر ورځ به په کوړو د حوض کوثر له غاړې لرې کړاى شي .

هیثمی دا روايت د مجمع نهم ټوک په ١٧٢ مخ کې هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٩١ مخ ) او د وينا له مخې یې، ديلمي له ابي هريرة (رض) او زمخشري په کشاف کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٠ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او صواعق المحرقه په ١٤٣ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې وروستى يې دا دى، که څوک موږ اهلبيت وکنځي ؛نو مرتد به وي او څوک يې چې وکړوي؛نو خداى به پرې نه لورېږي او خداى جنت پر داسې کسانو حرام کړى او پينځه کسان دي چې ټول مستجاب الدعوة انبياء پرې لعنت وايي :١_څوک چې د خداى په کتاب کې لاسوهنه وکړي او لږ يا یې ډېر کړي .٢_څوک چې د خداى له قضا و قدره منکر شي .٣_څوک چې د خداى حرام حلال وګڼي .٤_څوک چې زما د عترت حرمت و نه ساتي .٥_څوک چې سنت پرېږدي .

( فيض القدير:لومړى ټوک،٥١٥ مخ ) او ( کنوز الحقايق :١٣٤ مخ ) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ او همداراز د لومړي ټوک په ٦٧ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : (( د خداى غضبونه خورا ډېر شول، چې يهودو وويل : عزير د خداى زوى دى او چې عيسويانو وويل : عيسى د خداى زوى دى او ډېر ژر به هله ډېر شي چې څوک له موږ اهلبیتو د کوم یو وینه تويې کړي. ))

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!