تبلیغات

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي   زه دوســتدارد ده دآل يم په دوستۍ کې يې خوشــحال يم[1] ( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي : حضرت اباذر غفاري مې وليد، چې د کعبې ور يې نيولى […]

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي

 

زه دوســتدارد ده دآل يم
په دوستۍ کې يې خوشــحال يم[1]

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي : حضرت اباذر غفاري مې وليد، چې د کعبې ور يې نيولى و او په جيګ غږ يې ويل : (( خلکو ! څوک مې چې پېژني؛نو پېژني مې او که څوک مې نه پېژني؛نو پوه دې شي،چې زه ابي ذر يم او د خداى له استازي مې اورېدلي : (( زما د اهلبيتو مثال د نوح د بېړۍ په څېر دى، که څوک پکې سپاره شول؛نو خلاصون به يې موندلاى وي او که چا سرغړونه ترې وکړه؛نو غرق به وي . ))

دا روايت يې د درېم ټوک په ١٥٠ مخ کې هم له بلې لارې راوړى؛متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې . هيثمي؛مجمع: نهم ټوک،١٤٨ مخ . علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٦١٠ مخ کې. حلية الاولياء د څلورم ټوک په ٣٠٦ مخ کې له سعيد بن جبير څخه او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او د وينا له مخې یې ملا هم په خپله سيره کې او بزار له حضرت ابن عباس او ابن زبير (رض) څخه نقل کړى دى .

خطيب بغدادي ( دولسم ټوک،١٩ مخ ) له حضرت انس بن مالک او سيوطي په درمنثور کې تر [وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُواْ هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُواْ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُواْ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ (بقره/۵۸) لاندې له ابن ابي شيبه له علي بن ابيطالب څخه روايت کړى چې وايي : (( موږ په دې امت کې د نوح بېړۍ او “باب حطه” يو. ))

همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٥٠ مخ کې له عباد بن عبدالله اسدي او شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې له طبراني له ابي ذر (رض) څخه نقل کړى دى او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٦٨ مخ کې له حضرت ابي سعيد خدري روايت نقل کړى،چې په پاى کې يې راغلي دي : (( لکه څنګه چې که بني اسراييل باب خطه ته ورننووتي وو؛نو بښل شوي به وو (نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ)؛نو همداراز که څوک زما په امت کې هم پر اهلبيتو منګولې ولګوي؛نو و به بښل شي .))

ذخاير العقبى هم په ٢٠ مخ کې دې مضمون ته ورته يو بل روايت له علي (ک) نقل کړى او همداراز کنوزالحقايق په ١٣٢ مخ کې او فيض القدير(درېم ټوک،٣٥٦ مخ ) او مناوي په فيض القدير کې د حديث تر نقلولو وروسته ويلي : (( يعنې لکه څنګه چې خداى باب خطه د بني اسراييلو لپاره د بښنې وسيله ګرځولې وه ؛نو که څوک ورته په تواضع او سجده ورننووتي واى؛نو بښل شوي به واى؛نو په دې امت کې که څوک له علي سره مينه وکړي او کړلار يې خپله کړي او پر لارښوونه يې ولاړ شي؛نو جنتي او له اوره به خلاص شي .

[1] .       ارمغان- ٨٠٤مخ

 سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست