تبلیغات

خوشحال بابا وايي : محبت د خانـــــدان لرم په زړه کې دوولس واړه امامان مې دي بصر له اوله ترآخـــــــره که ګروهېږي د بتول اولاد مې واړه نور بصر دي د پېغمبراکرم(ص) په څېر ژوند او مړينه ابن عباس (رض) وايي،رسول اکرم(ص) ويلي: د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او […]

خوشحال بابا وايي :

محبت د خانـــــدان لرم په زړه کې
دوولس واړه امامان مې دي بصر
له اوله ترآخـــــــره که ګروهېږي
د بتول اولاد مې واړه نور بصر دي

د پېغمبراکرم(ص) په څېر ژوند او مړينه

ابن عباس (رض) وايي،رسول اکرم(ص) ويلي: د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او د پالونکي په تلمېشتي جنت کې وي؛نو تر ما وروسته دې علي خپل ولي وګڼي،دعلي دوستان دې خپل دوستان وګڼي او تر ما وروسته دې زما په اهلبيتو پسې ولاړ شي؛ځکه دوى مې عترت دى،زما د خټې له خاورې پيدا شوى،زما له علم او فهم ځنې برخمن شوى؛نو زما د امت پرهغوى کسانو دې افسوس وي،چې د اهل بيتو فضيلت ناليدلى وګڼي،زما او د دوى ترمنځ نښلون پرې کړي،خداى دې یې زما له شفاعته نه برخمنوي[1].

خوشحال بابا وايي :

شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى
دا په داچې د درست جهان آخص دي
د موسى د عيسى کله دا صـــــــفت وو
د لولاک نعت پرده باندې مختص دى
اولياوو يې د امت واړه ممــــــــــتاز دى
هر ولي يې په ارشاد کې مرخـــــــــــــص دى
سرحلقه د اولياوو هغـــــــــــــــــــــــه شماره
چې شيطان يې بــــــــــــند کړى په قفس دى

 د شرافت سرچينې

پېغمبراکرم په يوې وينا(خطبې) کې ويلي : اې خلکو! فضل،شرف،مقام او ولايت د خداى د استازي او اولادې يې دى؛نو له همدې امله بې ځايه او باطلې خبرې مو بې لارې نه کړي.

خوشحال بابا وايي :

                   امامان يې داولاد واړه برحق دي
ترمهدي پورې د واړو خدمتګار يم [2]

د قرآن او عترت لاروي

پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي : له قرآن او عترته مه مخکې کېږئ،چې هلاک به شئ په باب یې ناغیړي مه کوئ او شاته ترې مه پاتې کېږئ،چې پوپنا کېږي،عترت ته يې مه ورښيه،چې درنه ښه پوهېږي[3].

خوشحال بابا وايي :

د امت يې برګزين دي اثناعــــــشر
په بزرګى دهمه جهان مخدوم دي
رسول اکرم (ص) ويلي دي : زموږ د اهل بيتو په مينه ټينګ وسئ! چې څوک له خداى سره ويني او موږ يې ښه ايسو زموږ په شفاعت به جنت ته ورننوځي. پر هغه خداى قسم،چې زما اختيار ورسره دى ،د هر چاعمل ،هله ګټورېداى شي،چې زموږحق يې پېژندلى وي[4].

رسول اکرم (ص) ويلي دي :

د آل محمد پېژندنه له اوره بېزاري ده،له آل محمد سره مينه له صراط نه د تېرېدو اجازه ليک دى، د آل محمد ولايت له عذابه د بچ کېدو او امنيت لامل دى.

په قيامت کې ،انسان لا له ځايه خوځېدلي نه وي،چې د څلورو څيزونو په اړه پوښتل کېږي :

عمر دې په کومه لار کې تېر کړى او بدن دې کومه لار کې زوړ شوى، شتمنۍ دې په کومه لار لګولې او څنګه دې لاس ته راوړې.زموږ د اهل بيتو د مينې په اړه پوښتل کېږي[5].

  پېغمبراکرم(ص) ويلي:

که څوک ټول عمر د رکن او مقام په منځ کې په ولاړه تېر کړي او پر لمونځ بوخت وي او روژې نيسي؛خو که له ((آل محمد)) سره کينه لري دوزخ ته به ورننوځي[6].

خوشحال بابا وايي:

                       چې دوستي يې د سيد نه وي په زړه کې
دهغو سړيو تل خاورې په ســـــــــر وي

[1] .حاکم نيشاپوري،مستدرک الصحيحين ٣/٢٨مخ. ابونعيم،حلية الاوليا١/٨٦ السعاده چاپ . ابن حجرعسقلاني،الا صابة. متقي هندي،کنزالمعال٦/٢١٧مخ (٩/٣٨حديث ). قندوزي حنفى ينابيع المودة، ٢١٤ مخ ( الحيدريه چاپ). ابن عساکر شافعي،دمشق تاريخ ٢/٩٥مخ ( ٥٩٦حديث). ابن الحديد معتزلي شافعي ،((شرح نهج البلاغه )) ٩/١٧٠مخ د مصر چاپ د محمد ابوالفضل له له څېړنې سره . خوارزمي،((مناقب)) ٣٤ مخ. طبراني په ((جامع الکبير)). شيخ الاسلام ابراهيم حمويني،((فرائد السمطين)) ١/٥٣. ابن حجر شافعي،الصواعق المحرقه ١٠٥مخ، دمصردالميمنيه چاپ.د زرندي حنفي نظم در رالسمطين ٢٠٧ او ٢٠٨مخونه ،د شيخ سليمان قندوزي حنفي ينابيع المودة ١٦٩ او١٠٣ مخونه .

 [2].ارمغان ٧١ مخ

[3] .د ابن اثيراسدالغابة ٣/١٣٧ .د سيوطي الدرالمنثور٢/٦٠.د متقي هندي کنزالمعال١/١٦٨(٩٥٨حديث) دويم چاپ. د ابن حجر شافعي الصواعق المحرقه ٨٩- او١٣٦ مخونه د مصر دالميمنيه چاپ. د هيثمي شافعي مجمع الزوائد ٩/١٦٣مخ . د قندوزي حنفي ينابيع المودة ١٣٧- او ٢٩٦مخونه .

[4] .د سيوطي شافعي احياً الميت ١١١مخ د شبراوي په الاتحاف حاشيه کې. د صبان شافعي اسعاف الراغبين ١٠٣مخ د شبلنجي پر نورالابصارحايشه،العثمانيه چاپ. د قندوزي حنفي ينابيع الموده ٢٤٦/٢٧٢/٣٠٣- او٣٠٤مخونه،د اسلاممبول چاپ ترکيه.دهيثمي شافعي مجمع الزوائد٩/١٧٢ . د ابن حجر شافعي الصواعق المحرقه ١٣٨مخ الميمنيه چاپ مصر.

[5] .د قاضى عياض الشفا دويمه برخه ٤٠ مخ د ١٣٢٨هه کال د آستانې چاپ . د شبراوي شافعي الاتحاف بحب الاشراف ٤مخ . د حمويني فرائد السمطين ٢/٢٥٧ (٢٥٧حديث) .د قندوزي حنفي ينابع المودة ٢٢/٢٤١/٢٦٣مخونه ،ترکيه اسلامبول چاپ . دهيثمي شافعي مجمع الزوايد١٠/١٤٦ . د ابن صباغ مالکي الفصول المهه١٠٩مخ .د خوارزمي مقتل الحسين ١/٤٢مخ . د ابن مغازلي شافعي المناقب١١٩مخ (١٥٧ حديث) .د شيخ قندوزي حنفي ينابيع المودة ٢١٣/٢٧٠- او٢٧١ مخونه .

 [6] .د شيخ يوسف نبهاني جواهر البحار ١/٣٦١ .د قندوزي حنفي ينابيع المودة١٩٢/٢٧٧/٣٠٥مخونه .د محب الدين طبرني شافعي ذخائرالعقبي ١٨مخ. د سيوطي احيا الميت ١١١مخ د شبراوي پرالاتحاف حاشيه . د ابن حجر شافعي الصواعق المحرقه١٠٤ مخ .د حاکم نيشاپوري مستدرک ( د حاکم ترمستدرک لاندې)

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!