تبلیغات
دسته :ژونددود

سپېڅلې وېناوې

د بدمرغيو کونجي امام حسن عسکري (رح) وويل : لوى څښتن (ج) بدمرغيو او شرونو ته  قلف اچولى،چې کونجي  يې شراب دي او دروغ  تر شرابو ‏هم  بد دي . (٢٥) لنډه شرح : د بدو او ناوړه چارو په لار کې لوى خڼد عقل ‏دى،يو کلک  قلف دى، چې بدو چارو ته اچول شوى […]

ژوند دود

پوهه، تدبر، اندنه – تفکر باخبره وسئ ! هغه پوهه،چې تاسې پر سمې پوهې سمبال نه کړي؛ نو ګټوره نه ده. باخبره وسئ ! د قرآن په تلاوت کې چې له تدبره کار وا نه خلئ ؛نو ګټور نه  دى . باخبره وسئ!په هغه عبادت کې چې اندنه ‏نه وي؛ نو بې اغېزى دى . […]

الهي رزاقیت

  کېداى شي د ځينو ماغزو ته دا شبهه راشي،چې موږ موحدان يو، خداى خالق او رازق ګڼو او داچې زموږ اسماني کتاب په ډاګه وايي : رزاق او متکفل خداى دى،هغه روزي پنځوونکى او روزي ورکوونکى دى او داسې ساه کښ به نه وي،چې خداى يې رزق او روزي پر غاړه اخستي نه وي. […]

سختۍ او کړاوونه د خدای پېرزوینې

د قرآن پاک په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ سختۍ او کړاوونه الهي ډالۍ ده. د ساري […]

د ايمان ګټې او اغېزې

د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې لوري ته راکاږي؟په بله وينا […]

علم د اسلام له نظره

په دې ويينه ده،چې آيا دين او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟ دين د علم په هکله او علم د دين په هکله څه نظر لري او په دې هکله له پخوا راهيسې خورا ارزښتمن کتابونه ليکل شوي دي. دوو ډلو کوښښ کړى،چې دين او علم د يو بل مخالف و […]

له پسرلي زده کړه

تجدد او تنوع ته لېوالتيا انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې دا لېوالتيا پر کرکه اوړري،چې […]

د مېږې هېښنده ځانګړنې

    مېږى د حضرت علي (ک) له نظره حضرت علي په نهج البلاغه (٢٢٧ خطبه) کې وايي: ((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي.يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي.)) […]

ښه کار کم نه دى

امام زین العابدین وويل: يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛خو که له اخلاص سره اغږل ‏شوى وي،کم نه دى،څنګه څوک داسې ويلای شي،چې يو عمل به د څښتن (ج) په درګاه کې قبول وي او ورته کم او وړکى وويل شي؟! لنډه شرح : په قرآن مجيد کې راغلي: ((څښتن (ج) يواځې […]

د ټولنۍ د بربادى لاملونه

حضرت پېغمبر اکرم (ص ) وويل : څلور څيزه دي، چې که يو يې هم کوم کور ته ورننوت؛ نو ويجاړ به شي او د څښتن (ج) برکت به يې اۤباد نه کړي : خيانت،غلا،د شرابو څښل او زنا . (نهج الفصاحه ) لنډه شرح : پورتنى قانون نه يوازې د يوې کورنۍ لپاره دى […]