تبلیغات

د بدمرغيو کونجي امام حسن عسکري (رح) وويل : لوى څښتن (ج) بدمرغيو او شرونو ته  قلف اچولى،چې کونجي  يې شراب دي او دروغ  تر شرابو ‏هم  بد دي . (٢٥) لنډه شرح : د بدو او ناوړه چارو په لار کې لوى خڼد عقل ‏دى،يو کلک  قلف دى، چې بدو چارو ته اچول شوى […]

د بدمرغيو کونجي

امام حسن عسکري (رح) وويل : لوى څښتن (ج) بدمرغيو او شرونو ته  قلف اچولى،چې کونجي  يې شراب دي او دروغ  تر شرابو ‏هم  بد دي . (٢٥)

لنډه شرح :

د بدو او ناوړه چارو په لار کې لوى خڼد عقل ‏دى،يو کلک  قلف دى، چې بدو چارو ته اچول شوى او چې کله دا قفل (عقل) د شرابو په کونجي خلاص شي؛ نو ټول بد او ناوړه کارونه له دې بنده راخلاص شي او په مستۍ کې ډوب انسان ځان پر ډول ډول ګناهونو ککړوي؛خو که شرابخور په مستۍ او لېونتوب کې پر ګناه ککړ وي،دروغجن په پوره هوښيارتوب د ټولنيز ژوند بنسټونه له منځه وړي،د ويسا روح  له  منځه  وړي او د ډول ډول ګناهونو سرچينه ګرځي؛نو دورغ او دروغجن  تر شرابو او شرابخور ‏هم  بد وي .

د جنتيانو نښې

امام صادق (رح)  وويل :جنتيان څلور نښې لري : ورين تندى، پسته اوخوږه ژبه،مينه ناک زړه او ورکونکى لاس  . (٢٦)

لنډه شرح  :

تر ټولو اصيل او غوره انساني  ښوونځى هغه  دى،چې انسان یې په ټولنه کې وويني او ټولنه د باارزښته انسانو روزنتون وبولي؛ځکه ‏ټولنه د ټولو توکیزو- مادي او مانیزو- معنوي برکتونو سرچينه ده .

په پورتنۍ وينا کې هم د نېکمرغيو او د ځينې خلکو په اړه ‏څلور خبرې راوړي دي،چې دا څلور واڼه د ټولنې اړيکې ټينګوي او د ټولنې په پټي کې د انسانيت تخم شيندي .

ورين تندى،پسته خوله،خوږه ژبه،هغه زړونه،چې د انسانانو په مينه اۤباد وي او هغه لاسونه،چې په مرسته ورکولو نه ستړى کېږي .

هو! ګرانو دا دي  د  جنتى انسانانو نښې !

 د منافقينو نښې

امام صادق  وايي : لقمان حکيم خپل زوى ته وويل : منافق وګړي درې ځانګړنې لري : “ژبه يې له زړه سره سمون نه خوري،زړه يې له کړنو سره او ظاهر يى له باطن سره”. ( ٢٧)

لنډه شرح  :

نفاق او دوه مخي ستر درد دى،چې سرچينه يې د وګړتیا- شخصيت نشتوالی ‏او د ارادې کمزوري ده . هغوى چې کوښښ کوي،‏‏له خپل واقعي حالت پرته ځان نورو ته وښيي،چې د دوى ژبه او زړه ،ظاهر او باطن او وينا او کړه يې يو شان نه دي؛دا کمزوري ‏وګړي دي،چې دومره سړيتوب اومړانه پکې نه وي،چې خپله اصلي وګړتیا ‏خلکو ته ښکاره کړي او نه د خپل ځان سمونې زړورتیا ‏او هوډ لري؛نو په  ډول  ډول څېرو کې راښکاره کېږي او په عمل کې تر ټولو ان له ځان سره خيانت کوي او تر دوى خو ټولنې ته هغه خطرناک ‏دي،چې ظاهر يې ښکلى او له  دننه ‏وروست وي .

عبرت

حضرت علي (ک ) وويل :له مخکنيو ‏مو عبرت واخلئ، مخکې تر دې،چې  راتلونکي  درنه عبرت واخلي . (٢٨)

لنډه شرح  :

تاريخ د عبرت له زده کړو،د ظالمانو له پايلو،اړپېچونو- اختلافونو، ماتو،فکري تحجر، د مکاني او زماني  وضع له بې خبريو نه ډک دى، چې دا ټول د تاريخ  په هنداره کې ښکاري . حضرت علي (ک)‏ خبردارى راکوي،چې له پخوانيو مو عبرت واخلئ،مخکې تر دې چې راتلونکي له تاسو عبرت واخلي او هغه نېکمرغه ملت ‏دى،چې پخوانۍ غلطۍ تکرار نه کړي او له پخوانيو عبرت  واخلي او له  دې لارى  خپل  روښانه راتلونکى  انځور  کړي .

چوپتيا او وينا

حضرت علي وويل :نه د عالم  چوپتيا ګټه لري او نه  د ناپوه وينا . (٢٩)

لنډه شرح  :

څښتن (ج) له پوهانو ‏ژمنه اخستې،چې د کږو لارو،کږو تلنو، ظلمونو، له حق  وژنې او د دښمن زهرجنو پروپاګنو پر وړاندې چوپ پاتې نشي او په خپل سول- منطق او ګرمو مستدللو ويناوو د خلکو په زړونو کې د لارښوونې،حق او د نیاو -عدالت تخم وشيندي او همداسې هغوى چې پر مسالو نه پوهېږي؛نو نبايد په خپلو ناروا لاسوهنو خلک بې لارې کړي،چې نه پوهېږې؛نو غلى کېنه!او هغه “چوپتيا” او دا “وينا ” دواړه د بدمرغيو سرچينې دي .

 د  بښنې خوند

پېغمبراکرم (ص ) وويل : چې کله  پر دښمن  برلاس شوې؛نو بښنه ‏ددې بري زکات کړه .(٣٠)

لنډه شرح  :

د اسلام  له  نظره ( بې له استثناء) هر نعمت زکات لري او د ځواک ‏زکات بښنه ده.ظاهري برياوې به هله ريښه پېدا کړي،چې د دښمن  زړه له  کينې ووينځل  شي او د مخالف اصلي  جړره  راونړول شي،چې  ددې خبرې حل يوازې د ځواک ‏د زکات  په  ورکولو؛يعنې بښنه کې دى؛نو هله به دې دښمن د زړه له  کومې ‏دوست شي،چې پرونى دښمن ‏دې نننى دوست شي او برى به له ظاهري او باطني دواړو اړخ بشپړ شي؛خوهغوى چې د ځواک ‏پر مهال پرغچ لاس پورې کوي؛نو نه يوازې له ستر انساني فضيلته يى ځان بې برخې کړى؛بلکې خپل  برى  يې خطر ته  نږدې کړى دى .

د  زهد  واقعي  مانا

حضرت علي (ک) وويل : په دنيا کې واقعي زاهد هغه دى،چې  حرام مال يې د ځان  ژغورنې او مقاومت  ځواک له  منځه  يو نه سي او حلال يې  د څښتن (ج)  له  ياده او شکر ايستنې غافل او ناخبره نه کړي . (٣١)

لنډه شرح  :

ځينو بې خبرو او ناپوهو د زهد کږه مانا ‏کړې او ورته يې داسې منفي بڼه ورکړې،چې بايد له الهي نعمتونو ‏لرې شئ او ټولو اقتصادي امکاناتو او مادياتو ته شا‏ کړئ او د نشتمنو ‏په څېر ژوند وکړئ . ‏حال داچې  دا خبره  بې بنسټه ده او سمه  نه  ده، د زهد واقعي مانا ‏هماغه ده،چې حضرت علي راوښووه؛ يعنې (( د حرامو پر وړاندې مقاومت او سترګې ترې پټول)) او د حلالو پر مهال د مسئوليتونو او دندو نه هېرول؛نو که زهد هماغسې ‏ ‏تعريف شي؛لکه حضرت علي،چې وکړ؛نو د ټولنې ‏رغوونکى او پر مخ  وړونکى لامل  به  وي، نه منفي او د ټولنې په پرمختګ کې خنډ.

 د شهيدانو هم پوړى

حضرت علي (ک) وويل : څوک چې د څښتن (ج) په لار کې جهاد کوي او د شهادت جام وڅښي او څوک چې د يوې ګناه کولو وس ولري؛خو ګناه نه کوي؛نو دا  دواړه د مرتبې او مقام  له  مخې په يوه مقام دي .(32)

لنډه شرح  :

د اسلام سول وايي،چې ستر جهاد له سرغړاندو ځاني ‏غوښتنو سره جهاد دى،په  تېره بيا په هغو چاپېريالونوکې،چې ګناه کول پکې د اوبو څښلو په څېر اسان وي؛ان هغه جهاد ثمره ورکوي،چې په اخلاص، يووالي،پاک نيت او بې له ځانمنۍ او شخصي غرضونو ‏وي او دا ټولې چارې هله کېداى شي،چې بسیا اخلاقي  روزنه  ولرو او له  خپل نفس  سره  مبارزه وکړو .

غوره وګړي

حضرت علي (ک) :غوره وګړي هغوى دي،چې ورمندون-قضاوت يې د حق پربنسټ وي . (٣٣)

لنډه شرح  :

په  حقوقي، ټولنیزو ‏او اخلاقي چارو ‏کې به ‏عادلانه ورمندون-‏قضاوت هله شونی ‏و‏ي،چې موږ خپل او د نورو ګټو ته په يوه سترګه ووينو او شخصي اړيکې او دښمني پکې ښکېل نه وي او دا کار يوازې د هغوى ‏دى،چې د ايمان رڼا،انساني فضايلو او د خلکو مينې يې وجود او ذهن داسې روښانه کړى وي،چې د ځانمنۍ او شتمنۍ توپانونه يې په اسانۍ د ذهن او زړه د عدالت ډيوه مړه نه کړاى شي او همدا خلک دي،چې  د غوره خلکو د  مقام او نوم  وړ دي .

امام صادق (رح) ‏وويل : عبادت کوونکي درې ډلې دي:

1_ هغوى چې د دوزخ د اور له وېرې څښتن (ج) نمانځي،چې دا د مريانو ‏عبادت دى .  2_ هغوى چې د ثواب لپاره د څښتن (ج) نمانځنه کوي،چې  دا د اجيرانو عبادت  دى . 3_ هغوى چې عشق او مينې ته څښتن نمانځي،چې دا د اۤزادو وګړيو عبادت دى، )) ( ٣٤)

شرح  : که څه د څښتن (ج)  د سزا او ثواب وعده ‏حق ده،ثواب يې خورا ارزښت لري او سزا يې ډېره زياته دردونکې ده؛ خو هغه اۤزاد وګړي،چې  بې له الله (ج) ‏ بل څه نه ويني او بې له هغه له بله څه نه غواړي او د زړه  کاسه  يې  يوازې د څښتن (ج)  په  مينه او عشق  ډکه  وي،هغوى يوازې په څښتن (ج) مين دي او د هغه د خبرې او حکم پلي کولو ته ‏دا کار کوي؛ځکه مينه يې له پېژندګلو او معرفت سره اغږل شوې ده؛نو دا خلک نه د عذاب په کيسه کې دي او نه  د ثواب؛بلکې يوازې د څښتن (ج) حکم  ورته  مهم دى،نه جنت او نه دوزخ .

څه چې ملاماتوي

امام باقر‏ (رح) وويل:درې څيزونه ملاماتوي:هغه چې خپل ښه کړنې لويوي، هغه چې خپله کړې ګناه هېروي او هغه چې استبدادي نظر ولري . ( ٣٥)

لنډه شرح  :

هغوى چې خپل نېک کړه شر ګڼي؛نو په هماغه قانع کېږي او همدا اند یې د تکامل او پرمختګ مخه نيسي .هغوى چې خپل کړي ګناهونه ‏هېروي؛نو ددې پرځاى چې سکېنده – جبران يې کړي،ورځ په ورځ  په ګناهونه ککړېږي او يو دم  به  ترې  ورخ اوبه يوسي او هغوى چې يوازې پر خپل اند اډانه کوي؛نو د عمومي اندونو،عقلونو او د نورو خلکو له  ډېرو عملونو ‏بې برخې پاتې کېږي،چې پر له پسې تېروتنې ‏ يې پر اوږو سپرېږي او ملا به  يې ورماته کړي .

پاک وسئ

پېغمبر اکرم (ص ) وويل :څښتن (ج) ته مو د رسېدو يوه لار ده،هغه خوله په څښتن (ج) ګرانه ده،چې تر ټولو ‏ښکلى بوى ولري؛نو څومره، ‏چې مو له لاسه کېږي خوله مو پاکه او خوشبويه  وساتئ. ‏ (٣٦)

لنډه شرح  :

دا حديث چې د مسواک وهلو په اړه ‏راغلى،يوه ظاهري  بڼه  لري او يوه باطني : ظاهره  يې  دا ده،چې انسان په خپله خوله د څښتن (ج)  ذکر کوي د قرآن اۤيتونه پرې لولي،د څښتن (ج) درشل ته پرې عذر او زارۍ کوي؛ نو بايد پاکه او خوشبويه  وساتل شي .

باطن  يې دا دى،چې خوله له څښتن (ج) سره د اړیکې  ‏يوه لار ده؛ نو څومره چې په ښو،پاکو او مينه ناکو خبرو سمبال پاکه او خوشبويه او له چټياتو،کنځلو،دروغو او ناوړو خبرو لري وساتل شي؛نوهومره به پرڅښتن (ج)  ګرانه وي .

 د  ناپوهۍ  پايله

امام جواد (رح) وويل : هغه چې له علم او پوهې ‏پرته عمل کوي؛نو  تر سمونې  ‏يې ورانى  ډېر وي . ‏ (٣٧)

لنډه شرح  :

د ناپوهۍ تاوان يوازې په دې برخې پورې نه راايسارېږى،چې انسان د ژوند ارزښتونو ته نه رسي؛بلکې يو ستر خطر دى،چې هغوى ګواښوي او کله همدا ناپوه انسان غواړي له خپل اولاد سره نېکي وکړي؛نو هغه بدمرغوي،غواړي اسلام ته خدمت وکړي؛خو د اسلام له حيثيت سره لوبې کوي،غواړي په خلکوکې سوله راوړي؛خو پر ځاى  يې  د اړپېچ اور نور هم تازه کوي ،لڼده داچې هر کار ته ‏چې لاس  وروړي ،تر خېره يې شر ډېر وي .

 د لارښوونې ارکان

امام جواد وويل : مؤمن دريو څيزونو ته اړتيا لري : د څښتن (ج) تعالى توفيق، د زړه  له  کومې ناصح او  پر نعمت عمل . ( ٣٨)

لنډه شرح  :

دا کومه لار،چې انسان ته په ژوند کې وهل  پکار دي،ډېره کړکېچنه ده او داچې ځان له هغوخطرونو  وژغوري،چې ‏نېکمرغۍ ته یې ګواښ دی او ټولنې ته ګټور ثابت شي؛نو په لومړي پړاو کې له خپل  څښتن تعالى سره يوه پياوړې اړیکه ‏اړينه ده،چې  د څښتن (ج) له سپېڅلي ذاته مرسته  وغواړي،په دويم پړاو کې  يو ويښ وجدان ته اړتيا ده،چې ورته لارښوونه وکړي او په درېم پړاو کې اورېدونکي غوږونه ولري،چې د نورو له اندونو،لارښوونو اوسلامشورو  ګټنه  وکړي .

 د جاهليت  د  وخت  نارې  سورې

امام  باقر وويل :د پېغمبر اکرم (ص) يوه لنډه خبره دا ده،چې ‏مخکې ترې چا نه وه کړې : نارې سورې د جاهليت د وخت کارونه  ول( ستونزو ته ژړل نه دي پکار؛بلکې  ‏ هواروي ته یې ملا تړل پکار دي . (٣٩)

لنډه شرح  :

دا حديث يوه ظاهري او يوه باطني مانا لري .

ظاهر يې د جاهليت د وخت هغه ناوړه چارو ته اشاره ده،چې څوک به مړه شول؛ نو نارې سورې وهونکي به يې ورته راوړل،چې پخپلو ځانګړو شعرونو مصنوعي وير وکړي؛خو باطني مانا‏ داده : شونې ده د امام باقر هم همدا مطلب وي،چې بايد ناوړه پېښو او کړکېچنو ستونزو ته مو غړي  سست  نشي؛بلکې بايد له عقل، تدبير، زغم او استقامت سره یې د حل  لپاره لار را وباسو .

له  ځان  سره  ورځنۍ  محاسبه وکړئ

امام کاظم (رح) وويل :څوک چې هره ورځ له خپل ځان سره حساب و نه کړي؛ نو له موږ ځنې نه دى! ( ٤٠)

لنډه شرح  :

له  تاوانه  مخنيوى او ډېرې ګټې ته هڅه په هر کار کې ورځني حساب ته اړتيا لري،د دنيا خلک د خپلو شتمنيو او د پلورنځيو حساب ورځ  په ورځ  خلاصوي؛خو په ټول عمر کې ان يو ځل هم سر په  ګرېوان  کې  نه ښکته کوي او د يوځل هم له خپل ځان سره انساني،اخلاقي او مانیز حساب کتاب نه کوي،چې  دا ‏وېرونکى غفلت دى ؛خو د امام کاظم  په  وينا  ويښ او مسئول مسلمان هغه دى،چې  تل هره ورځ  له  ځان سره حساب کوي؛که ‏کوم نېک کار یې کړى وي،کوښښ وکړي،چې دا نېک کار به نور هم وکړي او که ګناه يى کړې وي،چې توبه  وباسي .

سرچینه: یکصدو پنجاه درس زندګي: ناصر مکارم شیرازی

٢٥ – وسايل ٢/ ٢٢٣

٢٦ – ارشادالقلوب

٢٧ –بحارالانوارجلد١٥ .

٢٨ – نهج البلاغه ،خطبه ٣١ .

٢٩- نهج البلاغه ،کلمات قصار.

٣٠ –سخنان محمد(ص ) .

٣١ –کتاب تحف العقول .

٣٢ –نهج البلاغه ،کلمات قصار

٣٣ –اسلام درقلب اجتماع .

٣٤ – وسائل .

٣٥ وسائل ١ / ٧٣

٣٦ – وسائل ١ / ٣٥٨

٣٧ –منتهى الاما ل

٣٨ – منتهى الامال

٣٩ – وسائل / ٩١٥ .

٤٠ –اقوال الائمه ١/ ٢١٤

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست