دنيا او آخرت
دنيا او آخرت ځينې،چې د اسلام د(( انقلابي فرهنگ )) د حقيقي روحیې له پوهېدنې بې برخي وي ؛نو له تبليغاتو او ذهنيته یې داسې ښکاري ،چې گنې اسلام خلک داسې روزي ،چې ((دنيا)) ته شا او(( آخرت )) ته مخه کړى ،حال دا چې که د (( اسلام )) په (( اصيل فرهنگ)) کې […]
د روژې ټولنيزې ،روغتیایي اوتشکيلاتي گټې
د روژې ټولنيزې ،روغتیایي اوتشکيلاتي گټې روژه د اسلام د (( انسان جوړوونکي )) دين له پنځو بناوو ځنې يو ده او د رمضان دمياشتى روژه نيول پرمسلمانانو فرض ده . يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(بقره/۱۸۳) = مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده لكه […]
شیطان
د شيطان په باب خبرې اترې *پوښتنه : آيا شيطان شته؟ ځواب: د شيطان په شتون کې هيڅ اړنګ- شک نشته؛ځکه هم خداى يې د شتون په باب خبر راکړى او هم هر څوک چې خپل ژوند ته پام وکړي؛نو پوه به شي،چې شيطان ورته وسوسې وراچولي دي او له دې لارې کړای شي د […]
مفسد
سترې ګناهګانې د خداى له هر امره سرغړونه ګناه ده،يو لړ مسايل د ګناه خطر زياتوي؛ لکه : ١ _ د ګناه مورد :د بېلګې په توګه : د خلکو مال خوړل حرام دي؛خو د پلارمړي مال دا ګناه زياتوي . ٢ _وخت او ځاى: ګناه په هر وخت او ځاى کې ناوړه چار دى؛خو […]
د علم فریضه
د علم فریضه ((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر/۹) = ووايه : “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي،يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي .)) د علم پر فریضه ويينه ده . رسول اکرم وايي : (( طلب العلم فریضة علی کل […]
اسماء الحسنى
اسماء الحسنى د سني او شيعه وو په روايتونو کې راغلي : خداى نهه نوي نومونه لري، چې که څوک پر هر نوم خداى وبولي؛نو دعا يې منل کېږي ( ٢٢٥)،چې دا خبره د صدوق د توحيد په کتاب کې ( ٢٢٦) او په صحيح بخاري، صحيح مسلم او صحيح ترمذي که هم راغلې ده […]
د “بسم الله” انځور
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه ټکي : *د نړۍ په بېلابېلو قومونو او ملتونو کې دود دى،چې خپلې مهمې چارې د خپل يو مشر په نوم پيلوي،چې مينه ورسره لري او درناوى يې کوي،چې هغه چار سپېڅلى او مبارک شي؛البته هغوى دا کړنه د سمو يا فاسدو ګروهو […]
ځمكه؛ انسان ته اېل شوې ده
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ (الملک/۱۵) ژباړه: (الله) هغه دى،چې ځمكه يې درته اېل كړه؛ نو په څنډو كې يې ګرځئ او (د خداى حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ،چې د مړيو) ژوندي راپورته كېدل يوازې هماغه ته دي . ((ذَلول)) د […]
ولې ښه انسانان هم د خپګان ښكار کېږي؟
په هر ځاى كې چې کېنې ټول يوه خبره كوي او وايي: صداقت مو درلود او خورا زحمتونه مو وګالل ، چا ته مو د خس هومره ضرر هم نه دى رسولى، له چا سره مو بد هم نه دي كړي، څومره چې مو له لاسه كېدل، له خلكو سره مو ښه كړي؛ خو بيا […]
د انسان ارزښت
د انسان ارزښت حضرت علي (ک) وويل : تلپاتې نيکمرغي او منت ستاسې د نن بيه ده (؛نو باخبره اوسئ) چې بې له دې يې و نه پلورئ. ( نهج البلاغه) لنډه شرح : که څوک وپوښتې،چې د نن پانګه او ژوند دې په څومره بيه خرڅوې؛نو هغه انسان به ونشي کړاى،چې د خپل وجود […]