تبلیغات

اسماء الحسنى د سني او شيعه وو په روايتونو کې راغلي : خداى نهه نوي نومونه لري، چې که څوک پر هر نوم خداى وبولي؛نو دعا يې منل کېږي ( ٢٢٥)،چې دا خبره د صدوق د توحيد په کتاب کې ( ٢٢٦) او په صحيح بخاري، صحيح مسلم او صحيح ترمذي که هم راغلې ده […]

اسماء الحسنى

د سني او شيعه وو په روايتونو کې راغلي : خداى نهه نوي نومونه لري، چې که څوک پر هر نوم خداى وبولي؛نو دعا يې منل کېږي ( ٢٢٥)،چې دا خبره د صدوق د توحيد په کتاب کې ( ٢٢٦) او په صحيح بخاري، صحيح مسلم او صحيح ترمذي که هم راغلې ده ( ٢٢٧)

له ځينو روايتونو ګټنه کېږي،چې دا نومونه په قرآن کې دي (٢٢٨) ؛نو ځکه پوهانو هلې ځلې کړي،چې دا نومونه او صفتونه له قرآنه راوباسي؛ خو په قرآن کې د خداى لپاره تر نهه نوي زيات نومونه راغلي؛نو امکان دې ولري،چې اسماءالحسنى يې په منځ کې وي؛ نه داچې په قرآن کې پر دې نهه نوي نومونو سربېره خداى ته نور نومونه نه وي راغلي.

د صدوق د توحيد په کتاب کې له امام صادق څخه خداى ته دا نومونه روايت شوى دي.

((الله،الا له،الاحد، الصمد،الاول،الآخر، السميع، البصير،القدير، القادر،العلى،الاعلى، الباقي، البديع، الباري، الاکرام،الباطن،الحى، الحکيم ، الحفيظ، الحق، الحسيب، الحميد، الحفى، الرب،الرحمن، الرحيم، الذارىء، الرازق، الرقيب، الروف، الرائى،السلام، المؤمن، المهيمن، العزيز،الجبار، المتکبر، السيد، السبوح، الشهيد،الصادق، الصانع ، الظاهر،العدل، العفو،الغفور،الغنى،الغياث،الفاطر،الفرد،الفتاح،الفالق،القديم،الملک،القدوس،القوى،القريب،القيوم، القابض، الباسط،قاضى الحاجات،المجيد، المولى، المنان، المحيط، المبين، المغيث،المصور، الکريم، الکبير، الکافى، کاشف الضر،الوتر، النور، الوهاب، الناصر، الواسع، الودود، الهادى، الوفى، الوکيل، الوارث، البر، الباعث، التواب، الجليل،الجواد، الخبير، الخالق، خيرالناصرين،الديان،الشکور،العظيم، الطيف،الشافى .)) (٢٢٩)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!