تبلیغات

اصحاب کهف دا چې ((اصحاب کهف )) د ځمکې پر کومې سيمې اوسيدل او دا غار،چېرته دى ؟ په دې اړه د پوهانو او مفسرانو ترمنځ زياتې خبرې اترې شته ؛خو په دې اړه دوه خبرې سمى په نظر راځي . ١_   دا پيښه د (( افسوس )) په ښار کې پيښه شوى ،چې دا […]

اصحاب کهف

دا چې ((اصحاب کهف )) د ځمکې پر کومې سيمې اوسيدل او دا غار،چېرته دى ؟ په دې اړه د پوهانو او مفسرانو ترمنځ زياتې خبرې اترې شته ؛خو په دې اړه دوه خبرې سمى په نظر راځي .

١_   دا پيښه د (( افسوس )) په ښار کې پيښه شوى ،چې دا غار ورسره نژدى پروت دى .

د افسوس ښار کنډوالى اوس هم د ترکیې د ازمير ښار ته نژدى ليدل کېږي او د ((اياصولوک )) کلى ته نژدى د ((ينايرداغ )) په غره کې اوس هم يوغار دى ،چې له ((افسوس )) سره نژدى دى .

٢_ د اردن له پايتخت (( عمان )) سره نژدى د (( رجيب )) بانډى ته نژدې يو غار دى ،چې ددى غار له پاسه د (( صومعى )) اثر ليدل کېږي .

او د ځينې قرائنو له مخې تر پنځمې زېږیزې پيړۍ پورې اړه لري.

مسلمانانو،چې هغه ځاى وينو؛نو((صومعه )) یې ورانه کړه او پرځاى یې ((جومات)) جوړ کړ.

په دقيقه توگه ددې ځاى پيدا کول د قصې په اصل ،د قصې په تاريخي اهميت او له قصې څخه په راولاړو شويو روزنیزو زده کړو څه اغيز نشي غورځولاى . په هر صورت دا پيښه د دکيوس ( ،چې په عربۍ کې ورته دقيانوس وایي ) باچا په وخت کې تېره شوى ،چې د سلطنت په وخت کې یې مسيحيان سخت ځوريدل .

د ظالم مشر دقيانوس له لاسه چا ساه نشوه ايستلاى او نه مبارزاتي فعاليتونه کيداى شول ،په دې ترڅ کې ( ٧) يا ( ٧٠) تنه د ((طاغوت دقيانوس )) پرضد د طغيان او پر حق د ايمان پړاو ته رسيدلى وو.

فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ ( بقره/۲۵۶) =(( څوك چې پر طاغوت [ =بوت، شيطان او هر سرغړانده] كافر شي او پر خداى ايمان راوړي؛ نو په رښتيا، چې کلکه کړى يې ټينگه نيولې.))

څارونکي یې په لټې پسې شول او دوى ترې يوغار ته ننوتل او د غار خوله د زلزلې له امله ټپه شوه،څارونکيو ټوله سيمه وڅارله ؛خو پرموندو یې بريالى نه شول . دا ډله ٣٠٠ کاله په غار کې ويده کېږي؛ خو بې له دې چې پوه شي څومره وخت پرې تېر شوى ،له ٣٠٠ کلونو وروسته ،چې راويښېږى؛نو فکر کوي ،چې يو ساعت په خوب ويده وو. د لوږى احساس کوي او پيسې له ځان سره اخلى ،چې له نژدې ابادې خواړه راوړي،ابادې ته ، چې راورسيدل ګوري ،چې هرڅه بدل شوي . کوم خلک یې ،چې پېژندل او ورسره یې ناسته ولاړه درلوده اوس یې نه ويني ،نوى کهول او نوى منظرى یې تر سترگو کېږي ، چې دخوړو اخستنې ته دوکاندار ته پيسى ورکوي ؛نو دوکاندار په حېرانتيا وپوښت،چې دا پيسې دې له کومه کړى ؟ آيا خزانه دې موندلى ؟ دوى ورته وایي : دا رايجى پيسى دي، دوکاندار ورته وایې دا د درې سوو کلونو مخکې روپۍ دى اوس له رواجه لويدلى .

په دې قصه کې خورا زيات مطالب پراته دى؛خو دلته موږ د خپلې پوهى په اندازه څو ټکيو ته په لنډ ډول اشاره کوو:

١_ ړوند تقليد او کورکورانه تگ بايد له منځه ولاړ شي او له فاسد چاپېریال سره له يو رنگوالى ځان بچ وساتل شي .(( اصحاب کهف )) د اکثريت بې لارې او ضاله چاپېریال پر وړاندى خپله (( اندیزه خپلواکي- فکري استقلال )) له لاسه ور نکړه،چې بريالي هم شول .

اصولاً انسان بايد (( محيط جوړوونکى )) اوسى ،نه دا ،چې له (( محيط سره سازښت )) وکړي .

ته ناز کړى چې بدل کړى زمانى يم

مردهغه دى چې بدله زمانه کړى

بې وګړې- شخصيته او سست عنصره وایي ((که غواړى ،چې رسوا نشي؛نوله ټولنى سره ځان يو رنگ کړﺉ )) ،خو مؤمن او د خپلواکو اندونو خاوندان وايي : (( له ټولنې سره يو رنگي رسوایي ده ))

٢_ انسان بايد د خپل ايمان او ودې له توکیزو- مادي نعمتونو برخمن ژوند پرېږدي        او هر ډول بې برخیتوبونو ته غاړه کېږدي.

٣_   د(( خوالې – راز ساتنه )) له دې قصې يوه بله روزنیزه زده کړه ده . (( اصحاب کهف )) په دې ټينگار کاوه ،چې د ښار خلکو ته یې حال رابرسيره نشي او مسئله همداسې چوپه خوله پاتې شي،هسې نه چې وړيا له منځه ولاړ نشي او يا په زور بيا فاسد نظام ته رانه ښکل شي .

٤_ د څښتن پاک په لار کې د تلونکيو انسانانو ترمنځ توپير نشته . ګورو ،چې وزير له شپون ( حتى هغه سپى ،چې د دوى ساتنه یې کوله ) سره يوځاى د حق لار وهي،توکیز-مادي امتيازات او مختلف ټولنيز مقامونه هغوى پرحق لارې له تگه نشي منع کولاى ؛ځکه د(( حق)) لار د ((توحيد)) لار ده او د (( توحيد لار)) د ټولو انسانانو د يو رنگې لار ده.

٥_ په سختو شېبو کې څښتن تعالى هېښنده- حيرانوونکى غييى مرستې کوي ، خداى پاک له ناوړو ټولنيزو شرايطو څخه (( اصحاب کهف )) داسې خلاص کړل،چې کلونه يې په خوب ويده کړل او بيا یې په مناسب وخت کې راويښ کړل او د (( توحيدي لارې )) د اتلانو په نامه یې وستايل او همداراز هغوى یې له خطرونو وژغول او د دوى د ساتنې لپاره یې د څارونکيو په زړونو کې ويره او وحشت پيدا کړ.

٦_   انسان ،چې په سختو شرايطو کې واقع هم وى بايد (( پاک اوحلال خواړه )) وخوري ؛ځکه خواړه پر روح ،فکر او زړه اغېز کوي؛نو له دې امله (( ناولي اوحرام خواړه )) انسان د څښتن تعالى له لارې او تقوى څخه لرى کوي .

٧_   انسان بايد خپل ځان د خداى پاک ارادې ته وسپاري له هغه مرسته او استمداد وغواړي او کوم کارونه ،چې ترسره کوي بايد (( ان شاء الله )) ووایي .

٨_   قرآن مجيد (( اصحاب کهف )) د ميړنو په نامه ياد کړي‏ حال دا چې د ځينو روايتونو له مخې هغوى د عمر له نظره ځوانان وو او که دا ومنو ،چې هغوى په لومړيو وختونو کې د ظالم پاچا له وزيران ځنې ول؛نو بيا هم څه عمر ورباندې تېر شوى وو او دا مسئله راته  راښیي،چې قرآني سول – منطق ميړني هغو ته وایي ،چې د ميړانې اصول ( پاکوالى ، ميړانه ، سرښندنه …) ته پاملرنه وکړي.

٩_ (( اصحاب کهف )) کله ،چې پر ټولنې واکمن شرکي غونډال- نظام غندي ؛نو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره سولیز – منطقى دلايل راوړي .

اصولاً ټولو پېغمبرانو عليهم السلام او الهي مشرانو له خپلو مخالفينوسره ازاد او سولیزه- منطقي ویینه- بحث کوله او له زوره یې هغه وخت کار اخسته،چې سولیزې ویینې به اغېز نه کاوه او يا به یې د ویینې مخنيوى کېده .

١٠_ د (( اصحاب کهف )) قصه راته راښیي،چې ((جسماني معاد)) شونې دی او په قيامت کې انسانان بيا په همدې تن او وجود را ژوندي کېږي .

١١_   که ټولنه د ((باطلو او ناروا ځواکونو)) له لارې رهبرى کېده او په ټولنه کې له ( ٧) تنو څخه زيات ګډ اندي- همفکران هم نه ول او ټول پرباطلو روان وی او د راتلونکي زمانې په اړه هم څه اميد نه و او نه د حالاتو اوښتو لپاره څه احتمالات ول؛نو دا ( ٧) تنه بايد نهیلي نشي ،چې گنې د ظلم ماڼۍ به تل ودانې وي.

١٢_ که ټوله نړۍ د ( ٧) تنو پر وړاندې ودرېږي،بيا هم له دوى څخه مسووليت نه لرى کېږي؛بلکې د خپل ځان د خلاصون لپاره بايد هلې ځلې وکړي،که څه هم ټولې لارې پرې تړلې وي .

١٣_ د حق پيروان ،چې د ظلم پر وړاندى یې دريځ نيولى وي بالاخره بريالي کېږي ؛ځکه د(( ظلم کاسه )) نسکوره ده او رواجي پيسې یې له چله لوېږي او دا يو (( الهي قانون )) دى .

١٤_ هغوى ،چې له ظلم سره د مبارزى (( هوډ)) کړى وي د خپلې مبارزاتې مودې سختۍ او تکليف به پرې پاک څښتن داسې اسانې تيرې کړي،لکه د (٣٠٠) کلونو په خوب ويده ،چې راپاڅېږي او وننګیري- احساس کړى ،چې گنې يوساعت ويده و.

١٥_ چا چې د څښتن تعالى لپاره د ظلم پر وړاندى دريځ ونیو؛نو خداى پاک ورته پناه ورکوي او د ظالمانوله ازاره یې خوندي ساتي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!