تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ  (الملک/۱۵) ژباړه: (الله) هغه دى،چې ځمكه يې درته اېل كړه؛ نو په څنډو كې يې ګرځئ او (د خداى حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ،چې د مړيو) ژوندي راپورته كېدل يوازې هماغه ته دي .   ((ذَلول)) د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ  (الملک/۱۵)

ژباړه: (الله) هغه دى،چې ځمكه يې درته اېل كړه؛ نو په څنډو كې يې ګرځئ او (د خداى حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ،چې د مړيو) ژوندي راپورته كېدل يوازې هماغه ته دي . 

 ((ذَلول)) د اېل پر مانا د ځمكې په هكله يو كېدونى هر اړخيز مانا کړن – تعبير دى؛ ځكه دا پر لار ګړندۍ سپرلۍ، داسې ارامه په نظر رسي، چې ته وا په مطلق ډول ولاړه ده. ويلي يې دي: ځمكه څوارلس ډوله حركتونه لري، چې درې ډوله یې دا دي: پر خپل چورليز راچور لېدل، د لمر پر شاوخوا حركت، او په ستور ټليځ كې له لمريزې ټولګې سره حركت. دا ګړندي حركتونه دومره نرم او پاسته دي، تر هغې د ځمكې حركت چا نه باوراوه، چې پرېكنده دلايل ورته ويل شوي نه وه. بلخوا د ځمكې مخ نه دومره ځيګ دى، چې ژوند پرې كېداى نشي او نه ځمكه دومره پسته ده، چې درېدل پكې نشي؛ بلكې پوره د بشر ژوند ته اېل ده. فرض كړئ كه د ځمكې مخ دومره نرم واى، چې هرڅه پكې ډوبېدل يا د شګو په څېر، چې انسان تر زنګنو پكې ډوبېده يا يې تېرې تيږې درلوداى، چې په لږ تګ د انسان پښې پرې ټپې كېدې؛ نو هله د ځمكې نارامي په سترګو ليدل كېده. بلخوا، له لمره يې واټن نه دومره لږ دى، چې هرڅه له سختې ګرمۍ وسوځي او نه دومره ډېر دی، چې هرڅه له يخنۍ وچ شي. پر ځمكه د هوا فشار دومره دى، چې د انسان ارامي خوندي كوي. د ځمكې جاذبه نه دومره زياته ده، چې هډوكي مات كړي او نه دومره لږه ده، چې انسان مازې په حركت له ځايه والوزي. لنډه دا، ځمكه له هر پلوه انسان ته اېل ده. په زړه پورې خو دا، د ځمكې د اېلېدو تر يادولو وروسته امر كوي، چې پر اوږو یې وګرځي؛ ته وا ځمكه دومره ارامه ده، چې انسان یې پر اوږو پښه ايښو واى شي او خپل انډول وساتي (نمونه تفسیر، 24: 337 مخ)

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!