تبلیغات

عقیدتي دوستي

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کېږي                                                    په دوستۍ يې د علي ده مصقلي (خوشال بابا ) عقيدتي دوستي د امام علي خورشيد بى غروب پښتو ژباړه ليکوال: محمدابراهيم سراج ژباړه: ډاکټر ذبيح الله اقبال   خپلې خبرې.. 13 حضرت علي (ك) په قرآن مجيد كې ستايل شوى.. 17 د […]

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې – موضوع: دوستي او دوستان 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع: دوستي او دوستان  دوستي، خپلوي ده. چې دوستي ټينګه شي؛ نو یو له بله ملاتړ لازم شي. دوستي، په ښه چلن غځېږي. په انصاف، د دوستۍ رسۍ ټينګېږي. مینه او محبت، په دوستۍ پایښتېږي. ښه چلن، دوستان یو له بل سره مینناکوي. […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې- موضوع : علم او پوهه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : علم او پوهه د عالم ښکلا، پر علم یې عمل کول دي. د علم ښکلا، په خورولو یې ده، پایله یې پرې عمل دی او ساتنه یې، پر خپل ځای ایښودل دي. د علم او پوهې ثواب، تر کړنو غوره دی. پر […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې/ موضوع :ملګری

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع :ملګری   غوره ملګری هغه دی، چې ستا او د هغه ترمنځ منځګري ته اړتیا نه وي. غوره ملګری هغه دی، چې پر اخرت دې میین کړي، په دنیا کې دې متقي او د الله تعالی د اطاعت په لار کې دې مرستندوی […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : زغم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : زغم خلکو تېروتنې نالیدې ګڼل ستر زغم دی. د زغم په څېر، ملاتړ نشته. د عفوې په څېر، زغم نشته. د زغم په څېر، هېڅ غوراوی نشته. د چوپتیا په څېر، زغم نشته. هر کړاو ته زغم شته. زغم کوه، چې عزتمن […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې – موضوع : مینه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : مینه   د خلکو زړونه لالهانده دي، چاچې مینه ورکړه، ورمخ کوي. ډالۍ، مینه راولاړوي. ډېر ځل یوه مینه په تش کتو پیدا کېږي. سمچاري، مینه ده. مینه او محبت، په دوستۍ پایښتېږي. څوک چې په مینه چلي، پر ځان نعمتونه وروي. […]

خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي. حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي. د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې – موضوع : قناعت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ   موضوع : قناعت   قناعت، پتمني ده قناعت، پاکلمني ده. قناعت، نعمت دی. قناعت، سرلوړي ده. مړانه، قناعت او ښکلا ده. قناعت، د تنګلاسۍ مرستندوی دی. قناعت، پایښتی عزت دی. قناعت، د پرهېزګارانو نښه ده. قناعت، عزت او شتمني ده. قناعت، […]

د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوی – موضوع : کبر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ   موضوع : کبر کبر او ځانمني، سرټيټی راوړي. کبر، خورا بده کړنه ده. کبر او سرغړونه، ستر کوشنی کوي. ځانمني او کبر، ښویېدنه ده. ځانمني (کبر)، د شرف آفت دی. تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی. کبر، د دښمنۍ او […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې – موضوع : شکر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ    موضوع : شکر شکر، د پرېمانۍ لامل دی شکر ایستنه، نعمت پرېمانوي. د نعمتونو ښه شکر ایستل، د نعمت ورکړه ده. په نعمت کې د هغه حالت غوره دی، چې نعمت په شکر ایستو وغځوي او له نعمته چې څه تللي، […]