تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : سیرت النبي

د نبوي سیرت لنډه څېړنه (۴) تر اسلام وړاندې د عربو ټولنيزه او سياسي وضع

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تر اسلام وړاندې د عربو ټولنيزه او سياسي وضع د بشري ټولنو نظام يا الهي دی يا بشري. په کومو ټولنو کې چې الهي نظام وي، وګړي يې پوهاوی، نړۍ ليد او د ژوند احکام د پېغمبرانو له لارې، له خپل نړۍ پال، پالونکي زده کوي. په دې ډول ټولنو کې […]

د الله استازي ته سترګې په لار

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله استازي ته سترګې په لار د قريشو سوداګر په کال کې يو ځل شام او يو ځل يمن ته تلل. ابوطالب د قريشو مشر او شيخ کله نا کله هم په دې سوداګريزو سفرونو کې ګډون کاوه. پيغمبراکرم (ص)، چې د خپل نيکه عبدالمطلب تر مړينې وروسته د خپل […]

حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي د حضرت محمد(ص) اقتصادي وضع ښه نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و، چې واده وكړي؛خو د خديجې بي بي د وكيل په توګه يې شام ته سوداګريز سفر اقتصادي وضع ښه كړه.محمد(صلی الله عليه […]

د ام المومنین حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د ام المومنین حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه   حضرت  خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې  نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو […]

د پېغمبر اکرم (ص) وګړيز سيرت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) وګړيز سيرت  الهي نعمتونه به يې ډېر او ستر ګڼل که څه لږ او واړه به وو او هېڅکه به يې نه رټل . د دنيوي او مادي او توکيزو چارو په پار به […]

د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) ژړا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اكرم (ص) ژړا   رسول الله (ص)  يوه شپه له خپلې يوې مېرنې ام سلمه بي بي )رض) كره و. نيمه شپه له خوبه راپاڅېد او په يو كونج كې په دعا، ژړا او زاريو لګيا شو. ام سلمه (رض) وليدل، چې رسول الله (ص) په خپل ځاى كې […]

د پېغمبر (ص) موسكا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر (ص) موسكا يوه ورځ پيغمبر اكرم (ص) اسمان ته كتل او موسكى شو. چا وپوښت: يا رسول الله ولې موسكى شوې؟ ورته يې وويل: هو! اسمان ته مې كتل، ومې ليدل، چې ځمكې ته دوه پرښتې راغلې، چې د هغه مؤمن بنده د شوا روز لمانځنې بدله وكښي، چې […]

د قرآني آیتونو په رڼا کې نبوي سیرت

سریزه ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.)) د پېغمبر اکرم سيرت […]

فدک

 فدک “فدک”،”خيبر” ته نژدې ښېرازه سيمه وه،چې له مدينې140 کيلومټره لرې پرته وه. تر “خيبر” وروسته د “حجاز” د يهودو اډانه وه. د اسلام لښکر، د “خيبر” د “وادي القرى” او د “تيما” د يهودو تر ځپلو او د مدينې په شمال کې ترشته تشه، د اسلام په پوځي قوتونو ډکه کړه او په هغه […]

د موته جګړه

د اتم هجري کال پېښې  د موته جګړه د اتم هجري کال په لومړيو کې،چې د “حجاز” په ډېرو سيمو کې يو څه امنيت و او د اسلام غږ ډېرو سيمو ته رسېدلى و او يهود د شمال او “قريش” د جنوب له لوري اسلام ته ګواښېداى نه شول؛نوځکه پېغمبر اکرم خپل پام “شام” ته […]