تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) وګړيز سيرت  الهي نعمتونه به يې ډېر او ستر ګڼل که څه لږ او واړه به وو او هېڅکه به يې نه رټل . د دنيوي او مادي او توکيزو چارو په پار به […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) وګړيز سيرت

 الهي نعمتونه به يې ډېر او ستر ګڼل که څه لږ او واړه به وو او هېڅکه به يې نه رټل .

د دنيوي او مادي او توکيزو چارو په پار به نه غوسه کېده .

که اشاره به يې کوله؛نو په ټول لاس يې کوله .

موسکا يې خندا وه او په خټ خټ يې نه خندل .

په غونډه کې به تر ټولو په وروستي ځاى کې کېناسته (له خلکو به نه تېرېده،چې ځان مخکې ورسوي)

له خلکو سره يې داسې چلن کاوه،چې هر چا به خيال کاوه، چې تر ټولو نږدې وګړى ورته دى .

چا به چې ترې کومه اړتيا وغوښته؛نو  يا يې ورته پوره کوله او يا يې په ورين تندي او پسته ژبه رخصتاوه .

د ټولو خلکو لپاره پلار و او ټول خلک ورته حق ته د رسېدو لپاره يو شان وو .

غونډه يې د حلم،حيا،رښتينولۍ او صداقت غونډه وه او له دې غونډې به غږونه نه راپورته کېدل .

د بوډاګانو يې دروناوى کاوه او پر کوچينانو لورين و .

اړمنو ته سرښندويه او د نشتمنو ساتونکى و .

تل يې تندى ورين و .

تاوتريخوالى،ناروا خبره،د خلکو نيمګړتيا راسپړل او بېځايه ستاينه پکې نه وه .

که څه ته به يې ډډه نه لګېده؛نو خبرې يې پکې نه راايستې .

څوک يې له ځانه نه نهيلاوه .

شخړې يې نه کولې او له چا سره يې خوله نه وهله .

څوک يې نه راټه .

يوازې د ثواب د خبرو لپاره به ګړېده .

د خندا پر مهال به يې له خلکو سره خندل او د خلکو په غم او ښادۍ کې شريک و .

که څوک به ناشنا و او په کړو وړو او ويناوو کې به  له پېغمبر اکرم سره جفا کوله؛نو هغه به يې  زغامه .

تر هغه به يې د چا خبره نه پرېکوله،چې د حق له بريده به نه و اوښتى او همدا چې څوک به د حق له بريده واوښوت يا به يې منع کاوه او يا به له غونډې پاڅېده .

ويل يې :مبعوث شوى يم د اخلاق له مکارمو او محاسنو سره .

د مريانو په څېر پر ځمکه کېناسته .

په خپلو لاسونو به يې خپلې پڼې ګڼدلې .

پر بې کتې خره به سپرېده او بل څوک به يې هم په ځان پسې کېناوه .

کورنۍ ته يې ويل :هغه پردې مې له مخې لرې کړئ،چې انځورونه پرې وي .

د خداى له وېرې به يې  ډېر ژړل .

د خداى په ذکر به ډېر بوخت و .

هره ورځ يې اويا ځل استغفار وايه .

 تر ټولو سخي،رښتين،پتمن او نرم خويه و .

هر څه يې چې درلودل د خداى په لار کې يې ورکول او يوازې د يوه کال د اړتيا هومره يې له ځان سره ساتل .

له نشتمنو سره به کېناسته او له مسکينانو سره يې خواړه خوړل او فاضلو وګړيو ته ځانګړى پام و .

له چا سره يې جفا نه کوله او د بښنه غوښتونکيو بښنه يې منله .

په خوراک څښاک کې له خپلو مريانو سره يو شان و .

يوه شېبه يې هم چټي نه تېروله .

 (د ستړيا پر مهال به)د خپلو اصحابو بڼونو ته تله .

نه يې څوک د نشتمنۍ له امله راټه او نه يې د چا د ځواک له امله درناوى کاوه .

ژر نه غوسه کېده؛خو ژر خوښېده .

موعظه يې جدي،غوسه يې الهي او د پېښو پر مهال يې له خدايه هدايت غوښته او هر  څه به يې خداى ته ورسپارل او پر خپل ځواک به يې تکيه نه کوله او ددې خبرې روښانه مصداق (( و على الله فليتوکل المتوکلون ))[1] (( افوض امرى الى الله ))[2] (( الا له الخلق و الامر ))[3] او  ((ان الى ربک المنتهى ))[4] دى .

په جامو کې يې په خپله پيوند لګاوه ،څاروي يې لوشل،له مريانو سره يې خواړه خوړل او د خپلې اړتيا سودا به يې په خپله په بازار کې اخسته ، له شتمن او نشتمن سره يو شان چلېده او تر څو به چې مقابل لوري خپل لاس نه و  کش کړى؛ نو پېغمبراکرم به ترې خپل لاس نه راکش کاوه .

پر ټولو يې سلام اچاوه او ويل يې،چې د عمر تر پايه به پر ماشومانو سلام اچول پرېنږدم،چې تر ما وروسته دا عادت پاتې شي .

په غونډه کې يې پښې نه غځولې .

د دوو چارو په ټاکنه کې به يې ستونزمنه ځانته ټاکله .

د خوړو پر مهال يې تکيه نه کوله .

خطبه يې لنډه وه .

په خوږ بوى مشهور و .

په خپله مخه کې يې خواړه خوړل او د نورو مخې ته يې لاس نه اوږداوه.

اوبه به يې په درې ساه ګانو څښلې .

ټولو خلکو ته يې په يوه سترګه کتل او د خلکو د خوشحالۍ لپاره يې ټوکې هم کولې؛خو په ټوکو کې له حقه نه  واته .

يوه ورځ يوه عربي ورته ډالۍ راوړه او بيا يې له آنحضرته د ډالۍ د بيې غوښته وکړه ،آنحضرت وخندل او بيا به چې آنحضرت خپه و؛نو ويل يې چې کاشکې هغه عربي راشي .

مخ په قبله کېناسته .

پر سپرلۍ به چې سپور و؛نو اجازه يې نه ورکوله،چې څوک ورسره په څنګ روان وي يا يې له ځان سره سپاراوه او يا يې ويل : ته مخکې ولاړ شه او په پلانۍ سيمه کې به سره ګورو .

هېڅکله يې له چا غچ وا نه خست؛بلکې بښنه يې کوله .

که درې ورځې به يې کوم يار و نه ليد؛نو د هغه پوښتنه به يې کوله او که نه به و او يا به مسافر و؛نو دعا يې ورته کوله او که رنځور به و؛نو پوښتنې ته به يې ورتله او که روغ به و؛نو ليدو ته به يې ورتله .

حضرت انس وايي : نهه کاله د پېغمبر اکرم خادم وم،ياد مې نه دي،چې ان يو ځل يې هم راته ويلي وي،چې داسې او هغسې وکړه او ان که مېرمنو به يې د کوم کار لپاره رټلم، پېغمبر اکرم به ويل،چې څه ورته مه واست او پرېږ يې دئ؛ځکه داسې به مقدر شوي وو .

په درناوي يې د خلکو نوم اخسته (په کنيه او لقب) او له ماشومانو سره يې هم داسې چلن درلود او له دې لارې به يې د هغوى زړونه لاس ته راوړل .

ډالۍ يې منله؛خو صدقه يې نه منله .

د لمر تر راختو وروسته به د کار لپاره له  کوره واته .

څېره او سر به يې پر سدرو وينځل .

برېتې او نوکان يې اخستل او خخول .

رانجو،مسواک،پاکوالي،عطر،د بېځايه وېښتانو وهلو، نوره او عود وهلو ته يې ځانګړى ارزښت ورکاوه، تردې، چې د  عطرو لګښت يې تر خوړو ډېر و او که د جمعې پر ورځ به يې عطر نه درلودل؛نو د مېرمنې پړونى،چې معطر به و، نمناکاوه او پر سر به يې موږوده،چې سر او څېره يې خوږ بويه شي .د فطر د اختر پر ورځ به يې لومړى پر خپلو مېرمنو عطر پور ې کول او بيا پر ځان او پر ځينو غوړيو به يې خپل بدن غوړاوه.

د سفر لپاره يې د پنجشنې (پينځه نۍ) ورځ ټاکله او سفر ته به يې هنداره،رانجه او مسواک له ځان وړه .

پر لار تګ يې طبيعي و او مخ پر ځوړ به چې و؛نو ((لا اله الا الله )) يې ويله او مخ پورته به يې تکبير وايه او په هر سفر کې به يې چې هر ځاى د دمې لپاره ټاکه؛نو هلته به يې دوه رکعته لمونځ کاوه، ويل يې : چې د ځمکې دا ټوټه ځمکه مې پر لمانځه شاهده وي .

مؤمنانو ته به يې د سفر پر مهال دا دعا کوله : خداى مو تقوى ډېره کړه او خداى مو خير مخې ته راوړه،دين او دنيا مو روغه او روغ بېرته راستانه شئ .

سپينې او شنې جامې يې ښه ايسيدې .

د جمعې د ورځې لپاره يې ځانګړې جامې درلودې .پګړۍ يې پر سروله او ګوته يې پر ښي لاس کوله .

له ښي اړخه به يې جامې اغوستې او زړې جامې به يې مسکين ته ورکولې،ويل يې : څوک چې د خداى لپاره مسکين ته خپلې جامې ورکړي؛نو تر څو چې دا مسکين له دې جامو ګټنه کوي؛نو د خداى په امن او امان کې به وي .

پر پوزي سملاسته،جامې يې له پومبې وې او په ځانګړيو ځايونو کې به يې پشمي جامې هم اغوستې .

له خوبه تر پاڅېدو وروسته به يې خداى ته سجده کوله .

ويل يې : د سترګو رڼا مې په لمانځه او خوندونه مې په مېرمنو کې دي .

د خپل ځوځات (حسن او حسين) لپاره به يې د زوکړې پر اوومه ورځ عقيقه کوله او د ماشومانو د وېښتانو د وزن هومره به يې مسکينانو ته سپين زر ورکول .

حضرت علي وايي : که څه حضرت عيسى زاهد و؛خو د اسلام پېغمبر تر هغه هم زاهد و .

ان د مريانو د مېلمستيا بلنه يې هم منله .په لاس يې خواړه خوړل .که پر دسترخوان به کجوره وه؛نو خواړه به يې پرې پيلول .

د دوو کپونو ترمنځ يې د خداى شکر کاوه .

تر خوړو وروسته يې غاښونه خلالول .

تر اوبو څښلو مخکې يې “بسم الله ويله .

اوبه يې رولې او په يوه غړپ يې نه څښلې او په درې ساه ګانو يې څښلې .

اوبه يې نه پو کولې .

تر خوړو مخکې يې لاسونه ښه وينځل .

ډوډۍ يې روټه او حلوا يې له کجورو وه .

ګرم خواړه به يې نه خوړل .

خربوزه او انګور به يې خوړل .

له خلکو سره د کتنو له امله يې پياز او اوږه نه خوړه .

يوازې به يې خواړه نه خوړل او يو کس به يې له ځان سره  مېلمه کاوه .

 د غټ اختر پر وځ به يې دوه څاوري حلالول :يو به يې ځانته او بل به يې د امت هغه وګړيو ته چې د قربانۍ وسه به يې نه درلوده .

د جنازې او مړي د خخولو پر مهال به خپه و،لږې خبرې به يې کولې او هغه به يې هم له ځان سره کولې .

په ډېرو لږو اوبو به يې اودس او  غسل کاوه  .

تل به ورسره مسواک و .

د فرضو لمونځونو دوه ګرايه يې مستحبي لمونځونه  کول .

د شپې لمانځه ته به چې پاڅېد،اسمان ته به يې وکتل او د آل عمران د سورت وروستي آيتونه به يې ويل .

په رمضان کې به يې خپل مستحبي لمونځونه ډېرول،ويل يې :نفل لمونځ په جمعه نه کېږي .

څوک به چې ورسره ترڅنګ کېناست او کار به يې ورسره و؛نو پېغمبر اکرم به خپل لمونځ لنډاوه،پوښتل به يې که څه  کار راسره لرې،چې اجراات درته وکړم .

د رمضان په درېمه لسيزه کې به په جومات کې معتکف شو او که په کوم رمضان کې به بريالى نه شو؛نو په بل رمضان کې به يې دوه ګرايه؛يعنې شل ورځې اعتکاف کاوه او د رمضان په درېمه لسيزه کې به يې خپله بستره ټولوله او نه به ويدېده .

د  رمضان مياشت به چې شوه؛نو ټول بنديان به يې ازاد کړل او ټولو سوالګرو او نشتمنو ته به يې ډالۍ ورکولې

د رمضان پر درويشتمه (د قدر شپه) داچې خپله کورنۍ ويښه وساتي؛نو د هغوى پر مخونو به يې اوبه پخنکولې، ويل يې :بې برخې دى هغه چې ددې شپې له خيره بې برخې پاتې شي .

 

سرچینه : المیزان تفسیر۶ ټوک/۳۲۱ مخ

[1] .ابراهيم /١٢

[2] .مؤمن /٤٤

[3] .اعراف /٥٤

[4]  .نجم /٤٢

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!