تبلیغات

سریزه ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.)) د پېغمبر اکرم سيرت […]

سریزه

((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.))

د پېغمبر اکرم سيرت انسانانو ته غوره بېلګه ده .

د پېغمبر اکرم سيرت عبرتناک او د انسان د ودې لامل دى .

د پېغمبر اکرم پر سيرت ټول انسانان پوهېداى او عملي کولاى يې شي .

د پېغمبر اکرم سيرت د روحي او جسمي ناروغيو درملنه ده .

د پېغمبر اکرم سيرت د انسان ټولنيز پوهاوى زياتوي .

د پېغمبر اکرم سيرت د انسان کړنې مانيزې کوي .

د پېغمبر اکرم سيرت تل نوى او تازه دى .

د پېغمبر اکرم سيرت يو اخلاقي،عبادي،عرفاني او ټولنيز کړندود دى .

د پېغمبر اکرم سيرت انسان بيمه کوي .

د پېغمبر اکرم سيرت انسان ته شخصيت او مقام وربښي .

په دې کتاب کې ليکوال د قرآن له نظره د نبي کريم خويونه تشريح کړي او د يوه روايت له مخې،چې ” د حضرت محمد (ص) ګرد سره خويونه قرآن و”؛نو ددې کتاب په لوستو به د روايت پر هر اړخيزه مانا هم پوهېداى شو.د کتاب لوستنه ځوان کهول ته اړينه ده،چې خپلې ناستې ولاړې او راشه درشه د کتاب د منځپانګې له مخې تر سره کړي،د هغې پېر په تمه،چې راتلونکى کهول مو نړيوالو ته د بشپړ محمدي اخلاقو بېلګه وي

 بېلګې ته اړتيا

د روزنې يوه غوره لار د برياليو بېلګو پېژندنه ده . بېلګو ته نظر،کلياتو او تئوري ګانوته  ژوند ورکوي . ښه بېلګه انسان په بدې بېلګې پسې له تګه ژغوري . ښه  بېلګه عملي بلنه او تبليغ دى .

د امامانو د تلين د ورځې نمانځنه د همدې لپاره ده،چې په تاريخ کې د ايمان او زغم  د بېلګو بېرغ اوچت وي .

خداى به تل خپل استازي ته حکم ورکاوه،چې د انسانيت غوره بېلګې خلکو ته  ور وپېژني،چې هېر نشي .

په يو آيت کې وايي : د ابراهيم ياد ژوندى  وساته (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ) او په يو بل آيت کې وايي :د مريم ياد ژوندى وساته . (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ )

د بېلګې ليدل، تصوري،ذهني او محال ته د تجسم او عينيت بڼه ورکوي .

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا(احزاب/۲۱) = (( په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او خداى ډېر يادوي .))

“أُسْوَةٌ” په ښو چارو کې له نورو د لاروۍ لپاره په کارېږي  .

په قرآن کې دوه ځل دا ټکى کارول شوى دى؛يو ځل د حضرت ابراهيم لپاره او بل ځل د حضرت محمد(صلی الله علیه و اله وسلم) لپاره،چې د پام وړ خبره خو دا ده،چې حضرت ابراهيم له شرک او مشرکانو په برائت کې بېلګه دى؛خو د اسلام پېغمبر د ټولو ښو چارو بېلګه دى .

پېغمبر اکرم په هر څه کې ،هر کهول ته په هر وخت کې بېلګه دى :

په مشرۍ کې؛تر لاس لانديو باندې لورنه،ورين تندی،مشوره، اخلاص،ساده ژوند،علم ته راهڅونه، عبادت استقامت،زغم،کړه وړه، له ظلم او تېري سره مبارزه،نظم،پاکوالي او خوږ بوى،مساوات ، کورني ژوند، له  ماشومانو سره  مينه او ……….

پېغمبر اکرم په ټولو چارو کې بېلګه دى؛نو که وغواړو د هر يو لپاره بېلګه راوړو؛نو ستړي به مو کړي؛خو په تاريخ کې د پېغمبر اکرم پر بېلګه توب د لېينې- شاهدۍ لپاره ډېر روايتونه او آيتونه شته؛ لکه د احزاب په جګړه کې د پېغمبر اکرم ونډه، د مشرانو او رهبرانو بېلګه دى : لښکر او سرتېرو ته لارښوونه،هيله ورکول،خندق (کنده) کنل،ټوکې کول ، ډاډه کول، دښمن ته تر ټولو په  لومړۍ ليکه کې پروت و.

حضرت علي (ک) وويل : د جګړې لمبې به،چې بلې شوې؛نو موږ به رسول اکرم ته پناه وړه،چې په هغه شېبه کې به په موږ کې څوک د پېغمبر په څېر دښمن ته ورنژدې نه و. ( نهج البلاغه/٢٦٠ حکمت ).

که څه پورتنی آيت د احزاب د جنګ د آيتونو په شمېر کې راځي؛خو د اسلام پېغمبر په  ټولو چارو کې  تاريخ ته بېلګه دی .

څو ټکيو ته  پام  وکړئ :

١_  آيت  پر “لَقَدْ” پيل شوى،چې هم  د “لام” ټکى د قطعاً پر مانا دى او هم  د “قد” ټکى؛ يعنې پېغمبر اکرم  (ص) قطعا‌ً او حتماً  درته بېلګه دى، چې په دې خبره کې اړنګ- شک مه کوئ .

٢_  د “كَانَ” ټکى د ثبات او دوام لپاره دى؛يعنې پېغمبر اکرم په ټولو وختونو کې  د ټولو نسلونو لپاره  بېلګه دى .

٣_  ددې  پر ځاى،چې  ووايي (( رسول الله بېلګه دى ))، وايي : په رسول الله کې “أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ” ده؛يعنې تاسې کله هم د رسول الله په څېر نشئ کيداى؛خو کړاى شئ په اخلاقواو کړنو کې يې ځان ته بېلګه ومومئ .

پېغمبر اکرم په څو اړخونو او يا چارو کې بېلګه نه؛بلکې ټول کارونه يې بېلګه دي .

د آيت په پاى کې وايي: هغوى کړاى شي پېغمبر اکرم ځان لپاره بېلګه کړي،چې پر خداى ايمان لري .(لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ).

 پېغمبر اکرم  (ص) د  قرآن انځور دى

سيره ليکونکيو د تاريخ او روايتونو په رڼا کې د پېغمبر اکرم سيره لیکلې ده . نن  هم د کامپيوټر له لارې کړاى شو په قرآن کې د “کان رسول الله”عبارت وپلټو او د پېغمبر اکرم د سيرت پرځينو اړخونو ځان پوه کړو؛خو خداى موږ ته لار راښوولې ده،چې د قرآن د آيتونو په رڼا کې د پېغمبراکرم  سيرت ته ځان ورسوو،د قرآن په رڼا کې  پوهېداى شو،چې  پېغمبر اکرم څه ځانګړنې درلودې او سيرت يې څه و؟

د اسلام  د پېغمبر ځانګړنې

په  يتيمۍ کې خداى “ماوا” ورکړه :

((أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيماً فَآوَى ( الضحی/۶) =يا ته يې يتيم نه وې موندلى؛نو(چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه.))

د هغه  تحير او  هېښنه- حېرت يې لرې کړ  :

((وَوَجَدَكَ ضَالّاً فَهَدَى‏ ( الضحی/۷) = (( او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو(بيا) يې لار دروښووه. ))

بېوزلي يې ترې لرې کړه :

((وَوَجَدَكَ عَائِلاً فَأَغْنَى (الضحی /۸)  = (( او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛نو شتمن يې كړې ))

اروایز دباو يې ترې لرې کړ :

((أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ (الشرح /١) = (( ايا سينه درپراخه نه كړه))

ملا ماتوونکي ټولنيز دباوونه يې ‏هم ترې لرې کړل :

((وَوَضَعْنَا عَنكَ وَزْرَكَ (الشرح /۲) = (( او دروند پېټى مو درنه واخست ؟!))

((الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (الشرح /۳) =[ (هماغه پېټى) چې ستا ملا يې درنه كړې وه. ))

که يوه ورځ هجرت ته اړ شو او خپل ټاټوبى يې پرېښود؛نو يوه ورځ  يې  پر عزت مکه سوبه کړه او خپل ټاټوبي  ته راستون شو.

که  يوه ورځ يې چا خبرې ته غوږ نه نيوه؛نو بله ورځ ډلې ډلې خلک راغلل اواسلام يې راوړ.

((وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجاً (نصر/٢) = (( او خلک وينې، چې ډلې ډلې د خداى دين ته ننوځي))

د پېغمبر اکرم (ص) څېره

بشريت ته د پېغمبر اکرم شتون يو منت او احسان و :

((مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ)) ( آل عمران / ١٦٤ )

هستۍ ته رحمت و. (رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ) (انبياء / ١٠٧ ) .

بشر ته تل بېلګه و : (فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) (احزاب / ٢١) .

پر ټولو پېغمبرانو او انبياوو لووى-شاهد او ګواه و،(وَجِئْنَا بِكَ عَلَى‏ هؤُلاَءِ شَهِيداً ) ( نساء/ ٤١) .

خداى له خپلو ځانګړنو ځنې د پېغمبر اکرم   لپاره هم  راوړي دي :

(رَؤُوفٌ رَحِيمٌ) ( توبه/١٢٨ ) .

که خداى پرمکه قسم خوري؛ځکه پېغمبر اکرم هلته دى :

((لاَ أُقْسِمُ بِهذَا الْبَلَدِ (البلد/۱) = په دې ښار (= مكه) قسم خورم!))

((وَأَنتَ حِلٌّ بِهذَا الْبَلَدِ (البلد/۲) = (( او حال داچې ته په دې ښار كې اوسې))

که موږ يوې شېبې ته پر پېغمبر اکرم درود وايو؛نو د هستۍ پنځوونکى او پرښتې پرې تل درود وايي :

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب /٥٦) = [ په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ]

که قرآن دنيا لږه ګڼلې او د “قليل” لقب ورکوي : (مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ) (نساء / ٧٧ ) ؛خو وايي چې د پېغمبراکرم  خوى ستر دى : ((وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم/ ٤٠ ) = (( او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې .))

که موږ هېرونکي يو؛نوخداى ژمنه کړې؛څه يې چې پېغمبر اکرم ته ورلېږلي،هغه به يې نه هېروي : ((سَنُقْرِئُكَ فَلاَ تَنسَى (اعلى /٦) = (( موږ  ژر (قرآن) پر تا لولو؛نو نه به يې هېروې))

کله په يو آيت کې د پېغمبر اکرم  ډېر کمالات پرله پسې راغلي دي  : (( يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً. وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً  (احزاب/ ٤٥ ، ۴۶) = [پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې. ]

خداى ته تر ټولو نږدې،د خداى استازى دى؛يوازې دهغه په باب دا آيت نازل شوى دى : (( ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى‏ (نجم/۸) = (( بيا نژدې شو او راكېووت))

امام سجاد وايي : خداى خپل استازى معراج ته يووړ،چې د خپل صفت عجايب او نوښت په ملکوت کې وروښيي . (تفسير نور١١/٣٠٧) .

پېغمبر اکرم په خبرو کې معصوم دى او د ځاني غوښتنو له مخې خبره نه کوي : ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى‏ (نجم / ٨) = (( او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي .))

په کتنه او ليدنه کې معصوم دى : ((مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى (نجم /١٧) = نظر(يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد(څه يې،چې وليدل، واقعيت و).

زړه او اروا يې کله هم نه دي تېروتي : ((مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى‏ ( نجم / ١١ ) =څه چې (د پېغمبر پاک)  زړه وليدل، ترې منکر نه شو. ))

په قرآن کې څوځل د پېغمبر اکرم نوم د خداى د نوم ترڅنګ راغلى دى،څو بېلګې يې دادي :

عزت يوازې د خداى او استازي لپاره يې دى : (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ) (منافقين /٨) .

له خداى او استازي یې لاروي وکړئ 🙁 أَطِيعُوا اللّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ).

او وايي د هغوى بلنه ومنئ (اسْتَجِيبُوا لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ) ( انفال /٢٤) .

له خداى او استازي  سره يې مرسته وکړئ : (( وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوْا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلاَ يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى‏ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (حشر/ ٩) = [ او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) له هغوى سره مينه لري،چې دوى ته يې هجرت كړى دى او څه چې هغوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي،پخپلو زړونو كې هغوى ته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (مهاجرين) تر خپلو ځانو (غوره او) لومړي ګڼي او كه څه هم هغوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې له کنجوسۍ او د خپل نفس له حرصه خوندي شو؛نو همدوى بريالي دي.]

سرغړونه ترې  سخته رټل شوې ده  : (( وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ ناراً خَالِداً فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ ( نساء / ١٤) = او څوك چې د خداى او د هغه له پېغمبره سرغړونه کوي او د خداى له ټاكليو پولو تېرى وكړي، هغه به اور ته وغورځوي،چې تل به پكې وي،چې دا ورته رسواكوونكى عذاب دى . ))

((وَمَن يَتَوَلَّ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ (مائده /٥٦) = او څوك چې د خداى او دهغه د پېغمبراو مؤمنانو ولايت ومني (بريالي دي؛ځكه) د خداى ګوند بريالى دى . ))

((إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَاباً مُّهِيناً (احزاب / ٥٧)  = (( په حقيقت كې هغوى چې خداى او استازى يې ځوروي (؛نو) خداى هغوى په دنيا او آخرت كې له خپل رحمته لرې كړي دي او ورته يې سپكوونكى  عذاب چمتوكړى دى . ))

د ((رب)) ټکى د پالونکي پر مانا دى،چې ډېر زيات په قرآن کې راغلى دى او هر ځل يو شي ته نسبت ورکړ شوى دى؛لکه : “رب الناس” ؛يعنې د خلکو پالونکى؛ “رب العالمين”؛يعنې نړۍ پال اوهمداراز “رب المشارق”؛خو د رب ټکى،چې د اسلام پېغمبر ته خطاب کوي ،چې زه ستا پالونکى يم، تر دوو سوو څخه زيات په قرآن کې راغلى دى او دا جوتوي،چې خداى پر خپل استازي  ځانګړى پام درلود.

کله شپږ ځل پرله پسې د اسلام پېغمبر ته خطاب شوى؛ لکه : ((إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحاً مُبِينا. لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطاً مُسْتَقِيماً ً (فتح/۱، ۲) = [ په حقيقت كې موږ ستا په چارو کې څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛چې خداى ستا له هغو تېرو او راتلونکيو ګناهونو تېر شي،چې په تا پورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړى) او پر تا خپله پېرزوېنه بشپړه كړي او سمه لار دروښيي.]

په قرآن کې کله داسې ټکيو سره مخېږو،چې خداى پر خپل استازي ځانګړې لورنه درلوده؛لکه :

(ينصرک) (طه ،٩ )؛يعنې خداى به دې مل وي .

(( أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ = ايا سينه درپراخه نه كړه ( انشراح/١)

خداى خپل استازي ته وايي : قبله مې واړوله،چې ته خوښ او راضي شې(او يهودان ونه وايي،چې زموږ د قبلې پر لور لمونځ کوې .( قِبْلَةً تَرْضَاهَا) .(بقره/٤٤)

په راتلونکې کې به دومره څه درکړم،چې ته خوښ شې : ((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى (الضحى/٥) = او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي،چې خوشحاله شې .))

(( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (کوثر/1) = کوثر مې درکړ.

((‏وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ (مائده/٦٧ ) = د خلکو له شره به دې وساتم .))

له حالاتو او جامو اغستو دې خبر يم : (( يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّل (مزمل/١) = اى ( د تفکر او چوپتيا) په جامه (ډوب) ځان نغښتونكيه ! ))

 ((يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (مدثر/١) = ځان نغښتونكيه! (او په بستر كې پروته)!

خبر يم ،چې د مخالفانو ناروا خبرو دې خلق تنګ کړى دى : (( وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ (حجر/٩٧) = او په يقين موږ پوهېږو، څه چې هغوى وايي،ستا سينه ورته تنګېږي (او تا خورا خپه كوي )

کوثر مې درکړ،غوڅه اراده دا ده،چې ستااهل بيت له هر ډول رجس او پليدۍ پاک کړم . ته مې نړيوالو ته رحمت ولېږلې .

 ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ ( انبيا ء/ ١٠٧ ) = ((او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې. ))

خداى له خپل پېغمبره دفاع کوي او چې کله به مخالفانو په يو ډول پېغمبر  کمزورى کړ؛نوخداى به ترې دفاع کوله،هغوى به ويل : ((يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ )) (نحل /١٠٣)؛يعنې يوسړى پېغمبرته څه ورزده کوي؛خو خداى يې ځواب ورکوي  : ((عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (نجم/۶) = (( هغه ته پياوړى ځواکمن [=جبرئيل امين] ورښوولي دي . ))

کفارو به ويل : پېغمبر(ص) شاعر دى؛نوخداى وويل : ((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْر ( یس/۶۹) = [ او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر نه دى ښوولى]

آنحضرت(ص) ته يې مجنون وایه؛خوخداى ويل : ته د خداى د نعمت تر سيورې لاندې مجنون نه يې .

آنحضرت (ص) یې پر سحر او کوډګرو تورناوه؛نو خداى پرسخته دا تور ردواه او چېرته به،چې هر ډول تور پر پېغمبر اکرم ولګېد؛نو خداى به پر بشپړ پرېکندتوب رداوه .

پېغمبر اکرم د قرآن انځور و،چې دا خبره هم اهل تشيع اوهم اهل سنتو د پېغمبر اکرم له مېرمنې رانقل کړې ده .

((کان خلقه القرآن)) ( شرح ابن ابي الحدید ۶/ ۳۴۰، سنن النبي علامه طباطبايي/۵۶مخ)

اوس به دا حقیقت له قرآنه، د پېغمبر اکرم  د خبرو او اهل سنتو د روايتونو په رڼا  کې راوڅپړو:

هم قرآن په قيامت کې شفيع دى ((نعم الشفيع القرآن لصاحبه يوم القيامه = نهج الفصاحه ٦٣٣ مخ ) اوهم پېغمبر اکرم وويل : زه لومړنى شفيع يم .( فضائل الخمسه١/٤)

هم قرآن د نړيوالولپاره ګواښنګرى دى : ( لِلْعَالَمِينَ نَذِيراً)( فرقان/۱) اوهم د سبا د سورت په ٢٨م آيت کې راغلي : (( كَافَّةً لِّلنَّاسِ)) پېغمبر اکرم  وويل : زه ټولو نړيوالو ته رالېږل شوى يم .( فضائل الخمسه ١/٤٥)

هم پېغمبر اکرم [لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا(فرقان/۱) ] نهج البلاغه/٢٦ خطبه).

هم قرآن  د خلکوخيرغواړي ((هوالناصح) نهج البلاغه/١٧٦ خطبه )او هم پېغمبر اکرم  ((فبالغ مى النصحيه )) نهج البلاغه/٢٦ خطبه) هم قرآن پند دى (مَوْعِظَةٌ مِن رَبِّكُمْ) (يونس/٥٧)اوهم پېغمبر اکرم خلک  پند ته رابلي . ((والموعظه الحسنه ))( نهح البلاغه/١٠٩).

هم  قرآن  خلک  پرغوره  توګه  رابلي؛یعنې په قرآن کې کږنې او انګېرنې -خرافات او اوهام او ځانګړى وخت نشته‏:(يَهْدِي لِلَّتي هِيَ أَقْوَمُ) (اسرا‌ء  /٩)

حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم په هکله وايي : د پېغمبر اکرم پر لار روان شئ ،چې د هدايت تر ټولوغوره لار ده اوخپل  کړه وړه مو د پېغمبر اکرم پر کړنلاړ سم کرئ،چې تر ټولوغوره کړنلار ده . (نهجالبلاغه /١١٠ خطبه ).

قرآن ته کتل هم عبادت دي .(وسايل الشيعه ٤/٨٥٤ مخ) او پېغمبر اکرم هم وويل : ما ته کتل  عبادت دي ( فضائل ١/١٧)

هم قرآن هغه وسيله ده،چې خلک له تيارو رڼا ته راباسي : (( كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ (ابراهيم)او هم د پېغمبر اکرم په هکله  لولو،چې ‏پرحقه معبوث شو،چې خلک د بوتانو له عبادته د خداى عبادت او د شيطان  له لاروۍ يې د خداى لاروۍ ته راوبلي . (نهج البلاغه ١٤٧خطبه ) .

هم قرآن د لاروۍ کتاب دی : (( وَهذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( انعام /١٥٥) = ((او دا له بركته ډك كتاب دى،چې موږ پرتا نازل كړى دى؛ نو لاروي يې وكړئ او پرهېزګاري وكړئ،ښايي خداى درباندې ولورېږي .))

اوهم بايد د پېغمبر اکرم له احکامو لاروي وشي . ( وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ) (حشر/ ٧)

هم قرآن د رحمت کتاب دى : (( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِكُلِّ شَيْ‏ءٍ وَهُدىً وَرَحْمَةً وَبُشْرَى‏ لِلْمُسْلِمِينَ)) ( نحل/ ٨٩) اوهم پېغمبر اکرم هستۍ ته رحمت دى : (( وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء / ١٠٧)  = (( او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې.))

څومره،چې د قرآن تلاوت زيات وي؛نوغوره به وي او هم څومره،چې د پېغمبر اکرم درود زيات وي؛لکه امام حسن عسکرى چې وايي 🙁 اکثروا….تلاوه والصلاه على النبى ) ( تحف العقول/٤٨٨ مخ ) هم قرآن رڼا ده : (إِلَيْكُمْ نُوراً مُبِيناً) (نساء/ ١٧٤) اوهم پېغمبر اکرم رڼا ده : (السلام عليک يا نورالله ) (موسوعة زيارات المعصومين۱/ ۴۲) هم قرآن بيان دى : (هذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ) (آل عمران/١٣٨) اوهم د پېغمبر اکرم کلام بيان دى.(کلامه بيان ) (نهج البلاغه/٩٦خطبه ) .

هم قرآن مبارک دى:(كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ) (ص/٢٩) اوهم آنحضرت (ص) مبارک دى (صحيفه سجاديه ،دو يمه دعا) .

هم قرآن د خلاصون بېرغ دى اوهم پېغمبر اکرم (صحيفه سجاديه ،دويمه دعا ) .

هم قرآن د کريم لقب لري : (لقرآن کريم ) اوهم د پېغمبر اکرم د کرامت سرچينه ده ( موسوعة زياره المعصومين ا/١٧) خپل اولاد هم بايد د قرآن پر کړنلار وروزو او هم د پېغمبر اکرم او د هغه د اهل بيتو پر کړنلار. (کنزالمعال ، ٤٥٤٩).

هم قرآن بشپړ يقين دى ( وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ) (حاقه/٥١) او هم د خداى رسول دومره عبادت وکړ،چې ځان يې د يقين او باور درجې ته ورسو (موسوعة زياره المعصومين ۱/ ۹۵ ).

هم قرآن شفا ده (وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ) (يونس/٥٧) اوهم پېغمبر اکرم طبيب دى . ( نهج البلاغه/١٠٦خطبه ) .

هم قرآن روښانوونکى ځانګړنه لري(وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ) ( الحجر/ ١) او هم پېغمبر اکرم : (( وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ ( الحجر/ ٨٩ ) = او ووايه : په واقع کې زه هماغه څرګند وېروونكى يم .))

هم قرآن عزيز دى،( لَكِتَابٌ عَزِيزٌ) (فصلت/ ٤١) او هم پېغمبر اکرم د عزت وسيله ده : (اعزبه الزله) ( نهج البلاغه/ ٩٦خطبه ) هم قرآن خلک ودې ته رابلي( يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ)(جن/٢٢) او هم پېغمبر اکرم خلک ودې ته رابلي : (نهج البلاغه/١٩٥خطبه) قرآن د ټولو اسماني کتابونو د اصولو ساتونکى دى (وَمُهَيْمِناً عَلَيْهِ) (مائده /٤٨) اوهم پېغمبر اکرم د ټولو تېرو انبيا وود اصولو ساتونکى دى (نهج البلاغه، ٦٣).

هم قرآن امام دى (نهج الفصاحة/٩٧٩اح) اوهم پېغمبر اکرم . (بحارالانوار٩/٢٩٤)

هم په هغه زړه کې،چې قرآن وي، پرې عذاب نه راځي (کنزالعمال/ ٢٤٠٠ح ) اوهم په هغه امت کې ،چې پېغمبر اکرم وي،عذاب پرې نه راځي  :  ((وَإِذَا تُتْلَى‏ عَلَيْهِمْ اياتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هذَاإِنْ هذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (انفال/٣٣) = [خو (پېغمبره!) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه چې بښنه غواړي؛ خداى به يې عذابونکى نه وي . ]

نه په قرآن کې بېلاري ‏شته (وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجا) (کهف/ ١) او نه په پېغمبر اکرم کې بېلاري شته (إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ.عَلَى‏ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (یس/٤،۵ )

هم د قرآن خبره د اړپېچ- اختلاف پرمهال د کاڼي کرښه ده (إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ) (طارق/١٣) او هم دپېغمبر اکرم کلام د کاڼي کرښه ده (نهج البلاغه /٢٧٩خطبه ) .

هو! د خداى رسول د قرآن انځور دی او داچې د خداى رسول د مباهلې پرمهال حضرت علي (ک) خپل ځان بللى و؛نوحضرت علي هم د قرآن انځور دی؛نوکه په روايتونو کې راغلي،چې بې د حضرت علي (ک) د ولايت له منلو لمونځ نه قبلېږي؛نوهسې خبره يې نه ده کړې؛ځکه د “خم غدیر” ‏په آيت کې خداى خپل استازي ته وويل،چې بې د ولايت له ابلاغه رسالت نه بشپړېږي .

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ (مایده/۶۷) =پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه کړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى.))

هو! الهي رسالت بې له ولايته بشپړ نه دی . حضرت علي (ک) وايي : قرآن هغه سمندر دى،چې ژورو ته يې لاس رسى نشته .

نو پېغمبر اکرم هم پر ژوره نشو پېژنداى،چې دا خبره يې د اهل بيتوپه اړه هم صادقه ده؛نو که چا د پېغمبر اکرم او د اهل بيتو په اړه څه ليکلي؛نو په حقيقت کې يوازې خپل علم يې بيان کړى دى؛لکه هماغسې،چې څوک يو لوښى په سمندر کې ورغوپه کوي او څه اندازه اوبه را اخلي او وايي دا سمندر دى،حال داچې سمندر‏ کله هم په کوزه کې نه ځايږي .

له آنحضرت (ص) څخه بښنه غوښتل

اوس چې پېغمبر اکرم د قرآن بشپړ انځور دى؛نو داچې سيرت یې ليکم، ترې بښنه غواړم؛ځکه د حضرت علي (ک) په څېر انسان بايد پېغمبر اکرم توصيف کړي،هغه پېغمبر،چې خداى يې ستاېنه کړې ده،هغه پېغمبر،چې خداى اسمانونو ته بوته او د پرښتوځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ،هغه پېغمبر،چې يوې اسماني سپرلۍ له “مسجدالحرام” څخه “مسجدالاقصى” ته په يوه شپه کې بوته .

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى (اسراء/١) =پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت .))

هغه پېغمبر،چې د ظرافت ،عاطفې او دقت نړۍ ده او کله به دې د هغه عاطفي کارونه داسې هک پک کړي،چې ګوته پرخوله به ورته ودرېږې. یوه ورځ يې اودس کاوه،چې يوه تږې پيشو يې وليده،اودس يې پرېښود او د اودس اوبه يې پيشو ته کېښووې . هغه پېغمبر،چې له دښمن سره په چلن کې لکه د غره کلک او له دوست سره په چلن کې تر اوبوڅخه نرم دى ؛له خپل حقه،ان له دښمنه ډېر په اسانه تېرېږي؛خو د قانون په پلي کولو کې دومره پرېکنده دى،چې قسم خوري،چې که لور مې هم د اسلامي احکامو پرخلاف څه وکړل؛نو الهي حدود به پرې جاري کړم . هغه مهال،چې د ډېرو لږو ليک لوست زده و؛ نو ویې  ويل :[طلب العلم فريضته على کل مسلم ومسلمه] (بحارلانوار٦٠٧/٦٨)،چې له څوارلس پيړيو تر تېرېدو وروسته د پوهې د زده کړې د اهميت په باب دومره څرګند شعار لا نه دى راغلى. په هغه وخت کې،که له يوه ټبره به چا يو تن وواژه ؛نوپه غچ کې به يې د وژنکي د ټبرڅوکسان وژل او بې رحمي ډېره زياته وه؛خوپېغمبراکرم حکم وکړ،چې که څوک د مکې په سفرکې وي او خپل څاروى مکې ته د ژر رسېدو لپاره وکړوي؛نو د هغه انسان لېینه – ګواهي اعتبار نه لري؛ځکه هغه چې خپل څاروى کړولى،په زړه کې خيرى لري او د داسې کس د لېینې – شاهدۍ منل ناروا دي .

هو ګرانه! دا احکام او مينه يې وه،چې هغه مړ ملت يې راژوندى کړ.

(( دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ (انفال /٢٤) = هغه تاسې داسې څيزونوته راوبللئ ، چې راژوندي یې کړئ .))

((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ ( نساء/ ٨٠) =چاچې د رسول لاروي وکړه، په حقيقت کې يې زما لاروي کړې ده .))

((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى (نجم /٣) = هغه هېڅ کله د ځاني غوښتنو له مخې څه نه وايي .))

((إِنَّكَ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (زخرف/ ٤٣) هغه تل پرسمه دى . ))

څنګه به وکړاى شم د هغه چا سيرت وليکم ،چې خداى په ځانګړې توګه تاييد کړى دى .

((وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْراً عَزِيز ا ( فتح /٣) ً= او خداى درسره په ناماتې بريا مرسته وكړي .))

په څو کرښو کې‏ څنګه ‏هغه پېغمبر معرفي کړم،چې خداى يې نوم  او ښوونځي ته مقام ورکړى دى (وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ) (الشراح /۴) .

ايا دا به شونې ‏و‏ي،چې د يو داسې انسان اخلاق په يوه وړوکې کتاب کې راټول کړو ،چې خداى یې په اړه ويلي ‏دي : (( وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم /٤ ) = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې.))

همدا قرآن،چې دنيا په “متاع قليل” يادوي، د پېغمبر اکرم اخلاقو ته ((عظيم )) وايي .

څنګه به وکړاى شو هغه پېغمبر وستايو،چې خداى ورته په دنيا کې کوثر او ډېر خېر ورکړى دى : ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ ( کوثر/١) = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ.))

او په آخرت کې يې هم ورته د شفاعت لوړ مقام ورکړى دى . د هغه چا په هکله به څه ووایم ،چې زوکړې يې د فارس اورتون مړ کړ او بعثت يې د فساد لمبې مړې کړې .زوکړې يې د کسرى د ماڼۍ ستنې وخوځولې او بعثت يې د خلکو زړونه او مغزونه .

د هغه چا په اړه به څه به وليکم ‏،چې قرآن ټولو نړيوالو ته رحمت ګڼلى دى :(( رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ)).

دهغه چا په اړه به څه ‏ووايم،چې په ستروي‏ کې داسې ځاى ته ورسېد، چې يو خوا معراج ته ولاړ او د خداى مېلمه شو او بلخوا وايي : (( که په يو لرې ځاى کې يومريى راته بلنه راکړي؛نو پر سر سترګه به يې ومنم )).

ستروي ته یې همدومره بس،چې د اسماني سفر لپاره ورته اسماني سپرلۍ راوړل شوه او دومره تواضع لري،چې پر بې کتې خره سپرېږي .

باید ستروي ته یې‏ ووایم : جبرائيل پرې د خداى له لوري اسلام وايي او د تواضع په هکله به يې ووایم،چې د مکې پرماشومانوبه يې سلام اچاوه،د سجدې پرمهال به يې خپل تندى او زړه خداى ته سپاره او د کور ماشومانو به،چې د سجدې پرحال وليد؛ نو پرې سپرېدل او هغه هم سجده اوږدوله،چې ماشومان ترې ونه غورځېږي .

الله اکبر! څومره ستر دى دا انسان،چې په يوه شېبه کې به يې هم له خداى سره راز و نياز کاوه او هم به يې له ماشومانوسره مينه! د هغه د شخصيت ټول اړخونه نه کښل کېږي،نه يې ويلاى شو او نه يې انځورولاى شو.

نړۍ بايد کوچني ته دا احترام وويني او له خپلو بې محتوا شعارونو څخه ،چې د انسان د حقوقوپه هکله يې ورکوي خجالت وباسي ……….

ټوکې يې کولې؛خو کله به هم له بريده نه تېرېده ،د خپل زوى ابراهيم د مړينې پرمهال يې وژړل ؛خوکله يې هم د حق پرخلاف خبره و نه کړه .

په سهار کې به يې له خپل خداى سره راز و نياز کاوه او د ورځې به پر کار بوخت و. د خپلو يارانو اولادونو ته يې سیالي ايښووه او ګټوونکي ته يې انعام ټاکه؛خوڅنګه سیالي‏؟ هغه سیالي،چې اس چلونکى او غشى ايشتونکى يې له دينه د دفاع لپاره پر کار راشي،نه هغه سيالۍ، چې د ټولنې کوم درد درمل نه کړاى شي؛خو انعام يې څه و؟ د کجورې ونه،چې ټولو به يې له لر ګي ،پاڼو، مېوې او سيوري ګټنه کوله (توليدي انعام نه مصرفي) .

د  سيرت پوهنې غوره لار  

    سيرت جوړونکي حکمونه

خداى به پر خپلو څرګندو او کله په پرله پسې حکمونو د پېغمبر اکرم کړلار او د ژوند سيرت ټاکه . څو بېلګو ته پام وکړئ .

١_ همدا چې حکم يې ورته وکړ،چې ووايه : پالونکيه ! پوهه مې زياته کړې (وَقُل رَبِّ زِدْنِي عِلْماً) (طه /١١٤) لار ورښيي،چې کله هم ځان له زده کړې فارغ او خلاص شوى مه ګڼه .

٢_همداچې په سهار او ماښام کې ورته د خداى د ياد حکم ورکوي او ورته وايي،چې له غافلينو مه وسه : ((وَاذْكُر رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ والآصَالِ وَلاَ تَكُن مِنَ الْغَافِلِينَ (اعراف/٢٠٥) = ((او خپل پالونكى دې ګهيځ او ماښام په زړه كې په  زاريو او وېرې، ورو او ارام ياد كړه او له ناخبرو مه وسه!))

دا د پېغمبر اکرم عبادي سيرت انځوروي ‏.

٣_ د سجدې ،تسبيح ،تهجد او تلاوت د حکم په ورکولو يې دهغه عبادي سيرت وټاکه .

حضرت ام سلمه بي بي (د پېغمبر اکرم مېرمن) وویل : پېغمبر اکرم به په نيمه شپه کې ولاړ و،لاسونه به يې پورته ول او اوښکې يې تويولې او ویل يې : (( خدايه! راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله. دښمن مې ښاد نه کړې او له هغو بلا ګانو،چې دې ساتلى يم ،بېرته مې پرې ککړ نه کړې او د سترګې د رپ هومره هم ما پرخپل حال مه پرېږده او حضرت يونس يوې شېبې ته پرخپل حال پرېښوول شو،چې د کب په ګېډه کې راګېرشو)) . (بحاررانوار ١٦/٢١٧) .

هو! د پېغمبر اکرم خوى د الهي احکامو له مخې و. يوې بېلګې ته مو پام را اړوم : همداچې د احد په جګړه کې مسلمانانو د پېغمبر اکرم خبره ونه منله او ماتې يې وخوړه او دوه اويا ياران يې شهيدان شول اوغاښ يې مات شو او د مکې د مشرکينو له راتلونکې پرېشانه و،چې داسې چلن يې وکړ؛نو و یې ویل : (( څنګه به داسې خلک نېکمرغه شي،چې د خداى له رسول سره داسې چلن کوي؟ )) (کشف الغمه ۱/ ۱۸۸)،چې آيت راغى ،چې د خلکو راتلونکى په تا پورې اړه نه لري : ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ))؛يعنې ان که هغوى تر ټولو بد کارونه هم وکړل ؛نو ته مه نهيلېږه کېداى شي همدا مشرکان سبا مسلمانان شي .

 ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ( آل عمران/ ١٢٨) = ته ( د كافرانو د بښنې يا له جګړې د تښتېدليومؤمنانو په باب) هېڅ ډول اختيار نه لرې؛خو داچې (خداى) وغواړي و يې بښي يا سزا وركړي؛ځكه هغوى ظالمان دي . ))

نو د پېغمبر(ص) کړنلار د الهي حکمونو پر بنسټ ده . د پېغمبر اکرم خوى دا و؛پر څه چې پوهېده؛نو هغه يې ويل او پرڅه،چې نه پوهېده،نه يې ويل .

‏خداى ورته وايي : خلکوته ووايه : زما خبرې د وحې پر بنسټ دي او د هماغې وحې تابع دي اوهېڅ کله نه وايم ،چې د خداى خزانې راسره دي يا داچې له ټولو عيبونو خبر يم يا داچې زه پرښته يم .( آل عمران/۱۴۴)

له خلکوسره د پېغمبر اکرم اړيکې داسې وې،چې خلکو به نېغ په نېغه پوښته، کله ‏د روح په هکله،[وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ (اسراء/ ٨٥ ) ] کله د سپوږمۍ د غټېدو او نرۍ کېدو‏ په هکله [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ (بقره/۱۸۹)  کله د د عمومي مالونو په اړه ‏[يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ (انفال /١ ) ] کله د قيامت د ورځې د وخت په هکله [يَسْئَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ (اعراف /١٨٧)] او کله يې د ښځو د حيض په هکله [وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ (بقره/٢٣٢ ) ] او ته هم ( ای پېغمبره!) هره پوښتنه داسې ځوابوه.

د پېغمبر اکرم (ص) خوى

په انبياوو کې يوازې د اسلام پېغمبر دى،چې د ژوند د تاريخ جزئيات يې روښانه ثبت شوي دي،چې دا ‏مسلمانانو ته ‏ستر وياړ دى؛ځکه د نورو پېغمبرانو د ژوند په تاريخ کې يې تر مړينې وروسته ډېرې اړونې ‏راوړي؛نومناسبه به وي،چې دلته د پېغمبر اکرم خوى ته لنډه اشاره وکړو،چې له ژوند او اخلاقو سره به یې اشنايې ټولو ته ګټور وي. څه مو چې دلته راخستي،د بحارالانوار له شپارسم ټوک،سيره ابن هشام ؛ ((کحل البصر)) او د الميزان  تفسير له شپږم ټوکه راخستي دي .

په قرآن کې د پېغمبراکرم (ص) انځور

د اسلام  پېغمبرپه قرآن کې ډول ډول لقبونه اوځانګړنې لري ؛لکه :

احمد

((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ( صف /٦ )  = او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل : ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه درته د خداى استازى يم [حال داچې] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم،چې تر ما وروسته راځي [او] نوم يې “احمد” دى))؛ نو  چې كله هغه [= احمد] ورته له معجزو او روښانه دلايلو سره راغى (؛نو) ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي.))

اُمي

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷) = هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

((وَمَا كُنتَ تَتْلُوا مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلاَ تَخُطَّهُ بِيَمِينِكَ إِذاً لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ (عنکبوت/۴۸) = او تا هېڅكله تردې له مخه، نه كوم كتاب لوسته او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل(حال دا چې که لوستل او ليکل دې کولاى شول؛نو) باطل  فكري (د قرآن په اړه) شكمنېدل .((

))هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ اياتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلاَلٍ مُبِينٍ = (الله) هغه دى،چې په نالوستو كې يې استازى پخپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه،چې د خداى آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت ور وښيي او که څه هم تردې له مخه په بېخي څرګنده بې لارۍ كې ول .)) ( جمعه/۲)

خاتم النبیین

((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيماً (احزاب /٤٠ )= محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى .))

 روف رحيم

((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه/١٢٨) =په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى . ))

رحمة اللعالمين

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء / ١٠٧ ) = او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې .))

 سراج منير

((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً. وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً ( احزاب/ ۴۵ ،۴۶)=پېغمبره!په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېرونكى لېږلى يې؛ او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې .))

 عبدالله

((وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَداً ( جن /١٩ ) = او دا چې د خداى بنده [=محمد عبادت ته] راپورته  شو، چې و يې بلي (؛نو) څه نه وو پاتې،چې يوه ډله پرې راولوېږي .))

محمد

((وَمَا مُحمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى‏ أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنْقَلِبْ عَلَى‏ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئاً وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ ( آل عمران/۱۴۴) = محمد(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او ترې مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي ول؛نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛نوهېڅكله به خداى ته زيان و نه رسوي او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي .))

(( مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى‏ عَلَى‏ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( فتح/۲۹) = محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان،چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي . پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي . هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي،چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسي،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو  درېږي،چې بزګران ورته حيرانېږي . (همدغسې د محمد(ص) ياران له  کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.))

((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى‏ مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ (محمد/۲) = او هغوى چې ايمان يې راوړى دى او ښه (كارونه) يې كړي دي او پر هغه حق يې ايمان راوړى،چې د پالونكي له لوري يې پر محمد نازل شوى دى،خداى يې ګناهونه رژولي او د هغوى حال يې ښه كړى دى .))

((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيماً  (احزاب/۴۰) = محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونک ى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى .))

د پېغمبر اکرم (ص) د کمالونو سرليک

١-  د ستر خوى خاوند :

 ((وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ ( قلم/٤ ) = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې .

٢ – د نرم خوى خاوند :

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) = خلكوته دالهي رحمت (په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي .))

٣ – په تورات کې يې نوم او نښې ثبت شوي دي :

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف /١٥٧ ) = هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

٤ – پرټولو اديانود بري ژمنه ‏ورکړل شوې ده :

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ( توبه/۳۳) = او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق  دين سره ولېږه،چې پرټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه هم  مشركان ناخوښه وي . ))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً ( فتح/۲۸)= (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده.

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (صف/۹) = (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې هغه پر ټولو اديانو بريالى كړي  كه څه هم مشركان پرې خوښ نه وي .))

٥ – د ټول بشريت لپاره راغلى دى :

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ(سبا/٢٨ ) =او موږ ته  ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .))

٦ – د پيريانو لپاره راغلى :

((قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآناً عَجباً=(جن /١ )= ووايه : راته وحې شوې،چې څو تنو پېريانو (زما خبرې ) واورېدې؛نو ويې ويل : (( په رښتيا موږ  هېښنده لوستونى(قرآن)  واورېد. ))

٧ – پر مؤمنانو تر هغوى وړومبى دى :

((النَّبِيُّ أَوْلَى‏ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُولُوا الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى‏ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى‏ أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفاً كَانَ ذلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُوراً (احزاب ،٦ )= پېغمبر مؤمنانو ته د هغوى تر خپلو ځانو ډېر وړ (او نژدې) دى او مېرمنې يې د هغوى [= مؤمنانو] مېندې دي او د خداى په كتاب كې (په ميراث كې) تر عامو مؤمنانو او مهاجرينو (خو)ځينې خپلوان يو تر بله لومړيتوب لري؛خو داچې )وغواړئ(له خپلو دوستانوسره ښېګڼه وكړئ (او د خپلومالونو يوه برخه وركړئ)؛دا (حكم) په (الهي) كتاب كې ليكل شوى دى )).

٨_  پرخپل امت او ټولو انبياوو لووى-شاهد دى :

((فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى‏ هؤُلاَءِ شَهِيداً (نساء ٤١)= څنګه به وي پر هغه ورځ ،چې موږ له هرامته (پركړنو يې ) يو شاهد راولو او تا به هم پرې شاهد كړو؟ ))

٩_  د ډول ډول دباوونو پر وړاندې غوره تسل دى :

((وَلاَ يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّوا اللّهَ شَيْئاً يُرِيدُ اللّهُ أَلاَّ يَجْعَلَ لَهُمْ حَظّاً فِي الآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (آل عمران/۱۷۶) = او تا دې هغوى خپه نه کړي،چې په کفر کې زيار کاږي،بېشکه چې هغوى خداى ته هېڅ زيان نشي رسولاى (پردې سربېره) خداى غواړي (چې هغوى پر خپل حال پاتې شي او) په آخرت کې ورته هېڅ برخه ونه ټاکي او ( په پاى کې) ورته ستر عذاب دى .))

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَواضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئاً أُولئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( مایده/۴۲) =  (دخداى) استازيه! هغوى دې تا اندېښمن نه کړي، چې د كفر په لار كې په بيړه هلې ځلې كوي او په خوله وايي :(( ايمان مو راوړى))؛ خو زړونو يې ايمان نه دى راوړى ! او(همداراز) هغه ډله يهود،چې ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي،چې ستا د دروغجنولو لپاره پلمه پېدا كړي،دوى د نورو ځري دي ،چې تا ته پخپله نه دي راغلي، هغوى خبرې له اصلي مفهومه اړوي او(يو بل ته) وايي:((كه تاسې ته دا( چې موږ يې غواړو) دركړ شو (او محمد ستاسې د غوښتنو له مخې قضاوت وكړ؛) نو و يې منئ او كه نه، (ترې) لرې شئ )) ؟ (خو) خداى چې چا ته ( د هغه په پرله پسې ګناهونو) سزا وركوي؛ نو ته يې د ژغورلو لپاره څه نشې كړاى، دا هغه كسان دي،چې خداى نه دي غوښتي، چې زړونه يې پاك شي، دوى ته په دنيا كې رسوايي او په آخرت كې سترعذاب په برخه دى .))

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِن رَبِّكَ وَإِن لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ( مایده/۶۷) = پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه کړل؛نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري . هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي .))

((قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَيُكَذِّبُونَكَ وَلكِنَّ الظَّالِمِينَ بِاياتِ اللّهِ يَجْحَدُونَ = ( انعام/۳۳) موږ پوهېږو،چې د هغوى خبرې دې ځوروي؛ خو( مه خپه كېږه او پوه شه چې) هغوى تا نه دروغجنوي؛بلكې ( دا) ظالمان د خداى له آيتونو منكرېږي . ))

((وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ( انفال/۳۰) = او(درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې،چې بندي دې كړي يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي ،هغوى لارې چارې سنجولې (او نقشي يې جوړولې) او خداى هم (خپل) تدبير كاوه او خداى تر ټولو غوره تدبيروونكى دى . ))

١٠_  د ملنډو وهوونکيو پر وړاندې یې الهي ژغورنه :

((إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ(حجر/٩٥)=(ځکه) چې موږ به تا د ملنډو وهونكيو له شره وژغورو . ))

١١_  پرخپل دين یې بشپړ يقين دى،چې پوټى يې هم هغه خوا او دې خوا ته فکرنه تله  :

(( وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلاً (اسراء ،٧٤)= اوكه ته موږ (پرحق باندې) ټينګ كړى نه واى (او دعصمت د مقام په رڼا كې له بې لارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه لږ څه به د هغولوري ته ورمات شوى وې .))

١٢_ قرآن ورته ځکه په تدريجي ډول راغى،چې زړه يې پر آيتونو تثبيت شي :

((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلاً (فرقان /٣٢) = او كافران وايي : ((ولې پرې قرآن ټول په يو ځل نه دى نازل شوى؟! ))(هو!) داسې(ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) هغه مو په ځانګړي اوډون د بېلابېلو برخو په بڼه په کراره ورته لوستى دى .

١٣_سترګو نشو وهلاى :

((وَإِن يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ( قلم / ٥٢)  = ( پېغمبره!) دا کافران چې ستا په غږ قرآن اوري (د مانا،غږ او لحن د ډېر اغېز له امله) لرې نه ده، چې په سترګو دې ووهي؛خو د الهى کلام تر اورېدو وروسته د کينې له مخې وايي : (( هغه خو په رښتيا لېونى دى.)).

١٤_ د شفاعت دومره ژمنه ورسره‏ شوې ،چې خوښ ‏شي :

 ((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى(ضحی/۵) = او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي،چې خوشحاله شې .))

١٥_ په يتيمۍ کې ماوا ورکړه شوه،په حيرانتيا کې ورته لار وښوول شوه او بېوزلي يې پر غنا واوخوته :

((مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى. وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى. وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى. أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى.وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى. وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى (ضحی/ ۳- ۸) = [چې] خپل پالونكي نه يې پرېښى او نه درباندې پر غوسه  شوى دى  او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې ،ايا ته يې يتيم نه وې موندلى؛ نو (چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه؟!او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو (بيا) يې لار دروښووه او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛ نو شتمن يې كړې .))

١٦_  د يوې شېبې لپاره هم خداى ځان ته پرې نښود:

((مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى. وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى. وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى. أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى. وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى. وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى(ضحی/ ۳- ۸) = [چې] خپل پالونكي نه پرېښى يې او نه درباندې پر غوسه  شوى دى او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى. او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې ،ايا ته يې يتيم نه وې موندلى؛ نو (چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه؟!او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو (بيا) يې درته لار وښووه. او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛ نو شتمن يې كړې.))

١٧_  خداى ورته پراخه سينه ورکړه،ستونزې يې ورهوارې کړې او نوم يې مشهور شو :

((أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ( الشرح/۱) = ايا سينه مو درپراخه نه كړه؟))

((وَوَضَعْنَا عَنكَ وَزْرَكَ (الشرح/۲) = او موږ ستا دروند پېټى له تا واخست ؟!))

((الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (الشرح/۳)  =(هماغه پېټى)چې ستا ملا يې درنه كړې وه. ))

((وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (الشرح/۴) = او موږ ستا لپاره ستا د يادېدو (اوازه) لوړه کړه. ))

((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً (الشرح/۵) = نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره اسانتيا شته .))

((إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً (الشرح/۶) = په واقع كې له(هرې)سختۍ سره اسانتيا شته .))

١٨- خداى کوثر ورکړ او دښمن يې ورته شنډ کړ:

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (کوثر/١) = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ.))

((فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر/۲) = نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه او قرباني وكړه. ))

((إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ  (کوثر/۳) = [ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ (دښمن ) بې سټې دى !))

١٩- پرڅه چې نه پوهېده ؛نو خداى ورښوول :

((وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْ‏ءٍ وَأَنْزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيماً (نساء/ ١١٣)  = (( او كه پر تا د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو د هغوى (خاينانويا منافقانو) يوې ډلې هوډ درلود؛چې بې لارې دې كړي؛ خو هغوى يوازې خپل ځانونه بې لارې كوي او تا ته هېڅ ډول زيان نشي رسولاى او خداى پر تا كتاب او حكمت نازل كړ او په څه چې نه پوهېدې،در و يې ښوول او(تل) درباندې د خداى لوى احسان دى.))

٢٠- پرحقه کتاب يې ورکړ:

چې هرڅه پکې بيان شوي دي،د مسلمانانو لپاره زېرى او لارښوونه ده او د حق او باطل د پېژندو وسيله ده،چې دا کتاب يې يوځل ورته د قدر په شپه راولېږه او يوځل يې هم په ٢٣ کالوکې په تدريجي ډول .

٢١_ پرسمه دى،د حنيف ابراهيم لاروى دى اوڅه چې وايي ، وحې ده :

په واقع کې د اسلام د پېغمبر اکرم ماموريت يې سيرت دى،په راتلونکې کې به ورته اشاره وکړو.

٢٢_ دنده يې درلوده :

د جاهلانو،کافرانو،مادي تعلقاتو،څو مخومنافقو،د خداى پر ځاى د بل عبادت،له منحرفو ډلو سره له جوړجاړي او د بېوزليو مسلمانانو له پرېښوونې ځان وژغوري او له جاهلانو، کفارو، مشرکانواو منافقانو مخ واړوي .

٢٣_ دنده يې درلوده،چې خلک له ظلم ،تيارې اوتفرقې رڼا ته راوباسي.

((الر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى‏ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ( ابراهيم/١)  = الف، لام، را (دا) يوكتاب دى، چې موږ پرتا نازل كړى دى، چې خلك دهغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان، عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې، د هغه خداى لارې ته چې ناماتى ستايل شوى دى .))

دنده يې درلوده ،چې د مالياتو د اخستوله لارې د خلکو ژوند تامين کړي .

((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ = ( توبه /١٠٣) د هغوى له مالونو (د زكات په نامه) صدقه واخله،چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او (د زكات اخستو پر وخت) ورته دعا وكړه؛ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))

دنده يې درلوده ،چې سوچه او نږه عبادت وکړي :

((قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصاً لَهُ دِينِي .(زمر/١٤) = ووايه :((چې زه خو خداى په داسې حال كې نمانځم چې[خپل] دين (او ګروهه) مې يوازې هغه ته نږه كړې ده.))

د امت لپاره استغفار وکړي :

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) =خلكوته دالهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛ نوخلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه توكل كوونكي دخداى خو ښېږي .))

استقامت ولري :

 ((فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلاَ تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (هود/ ١١٢) = ((نو لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ثابت قدم وسه او همداراز څوك چې درسره د خداى لوري ته راغلي(بايداستقامت وكړي) او له پولو مه اوړئ،بېشكه  څه چې كوئ،خداى مو کړنې ښې ويني.))

د انبياووپه لارښوونوپسې ولاړ شي :

 ((ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ(انبياء /٩ )= بيا موله هغوى سره كړې و عدې پوره كړې . هغوى او څوك چې مو وغوښتل ( د دښمنانو له منګولو ) وژغورل او له پولو اووښتي مو هلاك كړل  ] .

عدالت پلى کړي :

((سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَاؤوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئاً وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (مائده /٤٢) =هغوى (يهودان) د درواغ (ويلو) لپاره ستا خبروته ښه غوږ  ږدي،په مړه خېټه حرام مالونه خوري؛ نو كه دوى درته راغلل،ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه، پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛نو هېڅ زيان نشي در رسولاى او كه پرېکړه دې ورته کوله؛نو په انصاف يې پرېکړه وكړه،بېشکه خداى منصفان خوښوي . ))

پر نېکیو امر او له بدیو منع وکړي :

 (( الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ( اعراف،١٥٧ ) = ((هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي،چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) ورته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

په تيره بيا خپلې کورنۍ ته :

(( وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى(طه ١٣٢ )‏ =خپلې كورنۍ ته د نمانځه حكم وكړه او خپله هم پرې ټينګ ولاړ وسه،موږ له تا روزي نه غواړو (؛بلكې) موږ يې دركوو او د پرهېزګارۍ ښه پايله ده .))

دنده يې درلوده،چې خپلوانو او نورو ته زېرى وکړي او ويې وېروي .

٢٤ – دنده يې درلوده ،چې په ډاګه حرام اوحلال بيان کړي :

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ( اعراف /١٥٧)  = هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .

٢٥ – دنده يې درلوده،چې دخداى نعمتونه پرخوله راوړي او د خداى تسبیح ووايي :

 ((فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ (حجر/٩٨)=(خ و علاج يې دا دى چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو وسه !))

اوهغه ته تسليم شي :

 ((وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفاً أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمّانَ مُتَشَابِهاً وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُوا مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (انعام  ١٤١ ) =او الله هغه خداى دى،چې په ډډونو ولاړ او (هم) پر ځمکه پراته باغونه يې پيدا كړي او همداراز كجورې او هر راز كښتونه يې  زرغون كړي دي،چې د مېوې او خوند له پلوه يو له بله بېل دي او(همداراز) د ښوونه او انارو ونې يې پېدا كړي،چې له ځينو اړخونو سره ورته دي او د ځينو له پلوه توپيرلري؛(پاڼې او بهرنۍ جوړښت يې سره ورته دى؛خو د مېوو خوند يې توپير لري ) مېوې يې،چې ورسېدې؛ نو ويې خورئ او د  فصل رېبلو او(راټولولو) پر وخت د هغه حق وركړئ او اسراف مه كومه(؛ځکه)چې هغه مسرفان نه خوښوي .))

٢٦ – دنده يې درلوده ،چې پخواني کتابونه ومني :

((وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لاَيَعْلَمُونَ (بقره /١٠١ ) = (( او چې كله هغو ته د خداى له لوري هغه پېغمبر راغى،چې د هماغه نښو تصديقوونکى و،چې له دوى سره وې، يوې ډلې يې چې (اسماني) كتاب وركړشوى و،كتاب داسې شاته وغورځاوه؛ لكه چې (هېڅ پرې) خبر ن ه دي!))

پخواني انبياء تصديق کړي :

 ((بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ(صافات/٣٧ )  = [ (داسې نه ده؛)بلكې (هغه) حق راوړى و او (پخواني) استازي رښتين بولي.]

٢٧ – دنده يې درلوده،چې الهي آيتونه تلاوت کړي اوخلک تزکيه،تعلي او تقوى ته راوبلي .

٢٨ –دنده يې درلوده،چې له مؤمنانوسره متواضع وسي،پرخداى توکل وکړي ،په لارکې يې جهاد وکړي،د مؤمنانوايمان راوړو ته حريص وي ، له خدايه ووېرېږى،خلک د حکمت اوموعظې له لارې توحيد او توبې ته راوبلي،د بديو د لرې کولو له لارې خلک ښو،صبر،خلوص او بښنې ته راوبلي،مشوره وکړي،د دښمن له لوري د سولې وړانديز ومني او په ځانګړيو شرايطوکې ورسره بيعت وکړي،له مؤمنانوسره مشوره وکړي او له  کتابيانو سره انصاف .

٢٩ – دنده يې درلود،چې خلک له دښمن سره مقابلې اوجهاد ته راوهڅوي ،له بنديانوسره پر لورنې اوله ټپيانوسره پر ورين تندي چلن وکړي،دنده يې درلود،چې د شپې له خپل پالونکي سره راز و نياز وکړي، خلکوته قيامت ورياد کړي او د معاد لپاره استدلال راوړي ، بيت المال و ايشي، خلک اخلاقوته راوبلي ،ښه او پوه خلک پر شا وټپوي اونا اهلان په تېره بيا له جګوې تښتېدونکي، د تړون ماتونکي او پر هغو نيوکه وکړي،چې پېغمبر اکرم يې د خپل اولاد په څېر پېژانده؛خوايمان يې پرې نه راوړ او همداراز پر هغو شتمنو يې نيوکه کوله،چې د جګړې پرمهال نه حاضرېدل او جبهې ته له نه تلو به خوشحاله ول او کله يې د هوا د ګرمۍ پلمه کوله.

(( فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُوا أَن يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُوا لاَتَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرّاً لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (توبه /٨١ )  = ( د تبوك له جګړې) پاتې شويو له ” رسول ا لله “سره له مخالفته خوشحال ول او دا يې بده ګڼله،چې د خداى په لار كې په خپلو مالونو او ځانوجهاد وكړي او(يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل : ((په دې ګرمۍ كې ( غزا ته) مه ځئ .)) (هغوى ته) ووايه، كه پوهېداى : (( نو د دوزخ اور تردې هم ډېر ګرم دى! ))

کله يې رومي نجونو‏ ته د کتو د فتنې پلمه راوړه .

کله خوانسان په يوه شپه کې ننګېري – احساس کوي،چې د قرآن يوه ستره برخه د پېغمبراکرم(ص) د ځانګړنو،دندو،ستونزو،د پتمنو او بې پتو يارانو او له دوست،دښمن کوچني ،غټ، ښځمنو،نارينه وو، مؤمن،کافر او منافق سره د چلن په باب راغلي دي؛نو پخپله ووياست داسې يو انسان،چې دومره کمالونه اومعجزې لري، نه پېژندل يې بې برخې پاتې کېدل نه دي؟! ايا بې له قرآنه بل شفا ورکونکى ښوونځى راغلى دى ؟! تر حق وروسته، بې له بې لارۍ بله لاره شته ؟!ايا د “تذکر” پر وړاندې ‏بې له غفلته او د “حبل الله” پر وړاندې پر نورو ځواکونو ‏پورې له تړلو پرته او د الهي قانون دپرېښووو ‏او په بشري قوانینوپسې تګ ستر تاوان نه دى ؟

د رسول اکرم (ص) په خوى کې سادګي

 د پېغمبراکرم  ساده جومات،چې د کجورې له لس لرګیو او يو تور مریى،چې حضرت بلال (رض) نومېده او هغه يې مؤذن و ،ټوله دنيا ولړزوله؛خو نن د مدينې جومات د مرمرو د ډبرو د سل ګونوستنو په درلودو،يو هېواد هم نه خوځوي؛نو دلته به بده نه وي،چې د نن  نړۍ ته يو نظر وکړو،چې ووينوايا پرمختګ کوو،که مخ پر ځوړي یو او ايا بې د خداى او رسول له لارې،د خلاصون بله لار هم شته؟ نن  لوبې جدي شوي او جدي چارې لوبې شوي . د سوکالۍ وسايلو پرمختګ کړى؛خو امنيت پر شاتګ کړى . کتابونه ډېر شوي؛خو د مطالعې حوصله لږه شوې ده .منارې لوړې او ډېرې شوي؛خو حضرت بلال نشته. تجملات، اصل شوي او معنويات فرع شوي دي . درآمد مو زيات شوى ؛ خو هوساینه کمه شوې ده . پوهې ‏وده کړې؛خوعاطفه راپرېوتې ده . د مينې اظهار زيات شوى؛خو روح یې کم شوى.لوړ پوړي تعميرونه ډېرشوي؛ خو صبر لږ شوى . واټونه پراخ شوي؛خونظرونه تنګ شوي دي .   مقامونه اوچت شوي؛خو د ژوند ارزښت کم شوي . زده کړې لوړې شوي؛ خو ننګېرنې- احساسات کم شوي .اخستنه مو ډېره شوې ؛خو زېرمه ‏ کمه شوې . زده کوو،چې څنګه درآمد مو زيات شي ؛خو ژونددود نه لرو.

کورونه ستر شوي ؛خو کورنۍ وړوکې شوي .د ژوند کلونه اوږده شوي؛ خو د ژوند حقيقت لږ شوى . شعار ډېرشوى ؛خو مينه لږه شوې . وزلي ډېر شوي؛خو وخت لږ شوى . پوهه ډېره شوې؛خو د ورمندون- قضاوت ځواک لږ شوى . مهارت زيات شوى؛خو د ژوند ستونزې هم زياتې شوي .

درملونه ډېرشوي؛خو پايله يې روغتيا نه ده . سپوږمۍ ته خېژو؛خو د ګاونډي خبر نه اخلو .له ځمکې بهر فضا مو سوبه کړه ‏؛خو د کور له فضا بې خبره یو. درآمد مو زيات ؛خوبېلتون هم زيات شوى دى .هوساېنه ډېره ده؛خوخندا لږه . خواړه ډول ډول دي ؛خو ځواک ‏نه لري ،کورونه ښايسته؛خو سست دي .

د پېغمبر اکرم (ص) عبادت

چې شپه به نيمه شوه ؛نو د خداى رسول به راپاڅېد او د اودس، مسواک وهولو او د قرآن تر تلاوت وروسته به په يو ګوټ کې پر عبادت بوخت شو او اوښکې يې تويولې؛ د پېغمبر اکرم ځينو بيبیانو،چې به کله هغه پردې حال وليد؛نو ورته يې وويل : ((ته خوګناه نه لرې؛نو ولې دومره ژاړې ؟ )) پېغمبر اکرم ورته ويل :  ((اياشکر ونه باسم ؟  ))

حضرت ام مسلمه بي بي وايي : ((پېغمبر اکرم يوه شپه له ما کره و،شپه ، چې نيمه شوه،هغه نه و،ورپاڅېدم،و مې ليدل،چې په تپه تياره کې ولاړ دى ،لاسونه يې پورته کړي او اوښکې تويوي،وايي : ((خدايه!راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله،دښمن مې مه ښادوه،له هغو بلاګانو،چې دې ساتلى يم،بيامې پرې مه ککړوه،ان د سترګې د رپ هومره مې هم پرخپل حال مه پرېږده .)) ورته مې وويل : ((موروپلارمې درځار، ته خو بښل شوى يې . )) ويې ويل : ((څوک هم له خدايه مړه خوا نه دى، حضرت يونس د يوې شېبې لپاره پرخپل حال پرېښوول شو،چې د کب په ګېډه کې بندي شو)).( بحار الانوار١٦/٢١٧)

د روژې مياشت به،چې راغله؛نو پېغمبر اکرم به خپل ټول مريان آزاد کړل،د لمانځه پرمهال لړزېده او چې کله به ځانته پر لمانځه و؛نو رکوع او سجدې يې اوږدولې؛خو چې له خلکو سره لمونځ  یې کاوه؛نو ډېر عادي او ساده لمونځ يې کاوه . خپل يو يار ته يې،چې د نورو مسلمانانو د جماعت امام شوى و،سپارښتنه وکړه : (( چې خلکو ته لمونځ ورکوې؛ نو د حمد تر سورت وروسته يو وړوکى سورت وايه او لمونځ دې مه اوږدوه )).

 زړه سواند او مهربان و

١_يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي  ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته واخله! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې واخستې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه او ساده جامې وې؛ نو غوره به وې؛نو که پلورنکى يې مني؛نو دا جامې بېرته ورکړه)) . حضرت علي (ک) جامې بېرته پلورونکي ته ورکړې اوپيسې يې ترې بېرته واخستې اوپېغمبر اکرم ته راغى .د خداى رسول له حضرت علي سره د بازار پر لوري روان شول ،چې په لار کې يې يوه وينځه په ژړا وليده ،ورغلل او د ژړا لامل يې ترې وپوښت. ويې ويل : د سودا اخستنې لپاره راته څلور درهم راکړل شوي ول؛خو رانه ورک شول او اوس وېرېږم،چې کور ته ولاړه شم . پېغمبر اکرم له خپلو دولس درهمو څلور درهمه وينځې ته ورکړل اوبيا بازار ته ولاړل او خپل ځان ته يې پر پاتې درهمو کميس واخست د راستنېدو پرمهال يې يو بر بنډ وليد ، کميس يې ور وباښه،بيا بازار ‏ته ولاړ اوبل کميس يې واخست. کور ته د راستنېدو پر مهال يې بيا هماغه وينځه خپه وليده،و يې ويل : کور ته په تلو کې مې ځنډ کړى دى اووېرېږم ،چې ومې وهي،پېغمبر اکرم له وينځې سره يې د بادار کور ته ولاړ،د کور خاوند هم د پېغمبر اکرم په راتګ  ډېر خوشحاله شو او پر همدې وياړ يې دا وينځه وبښله او آزاده يې کړه . د خداى رسول وويل : ((څومره له برکته ډک دولس درهم ول،چې دوه بربنډ يې پټ کړل او يو تن يې آزاد ‏هم کړ.)) (بحارالانوار١٦/٢١٥ ) .

٢_  يو يهودي پر پېغمبر اکرم څو درهمه پور درلود.يوه ورځ يې ترې وغوښتل؛خوپېغمبر اکرم د ورکړې لپاره څه نه درلودل،يهودي وویل: همدلته به له ما سره يې،څو خپل پور مې راکړې . ماسپښېن شو، ورپسې مازيګر شو،بيا ماښام شو،چې ماڅخوتن راورسېد او هغه يهودي هماغسې د خداى رسول له ځان سره نيولى و. خلک د يهودي دې کار غوسه کړل؛خو پېغمبراکرم ورته وویل : ((موږ د تېري حق نه لرو)) . د پېغمبر اکرم دا چلن ددې لامل شو،چې هغه يهودى مسلمان شي او د خپل مال يوه ستره برخه هم د اسلام په لار کې ورکړي،ويې ويل : زما دې کار ازميښتي اړخ درلود،د سپکاوي نیت مې نه درلود . که څوک د يوې ټولنې سمونې او بدلولو ته ‏زړه‏ سوی لري او د زړه رڼا ونه لري؛نو ناشونې ده،چې ټولنې ته رڼا راوړي،چې د الهي انبياو يوه ځانګړنه هم  د ټولنې د سمونې لپاره د زړه سواندي ده .

خداى په يوه ځاى کې خپل  استازى داسې ستايلى دى :

 ((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه/١٢٨)  = (( په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو  پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى .))

په بل ځاى کې وايي : ((  لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِين (شعراء /٣)= ((ښايي ته له دې امله چې (مشركان) ايمان نه راوړي، خپل ځان (له ډېره غمه) بايلې .))

((طه . مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى‏ (طه/۱ /۲)  = ((طاها .موږ قرآن ستا د كړولو لپاره پر تا نه دى  نازل كړى . ))

هو ګرانو! ديني زړه سواندي د انبياوو او الهي اولياوو ځانګړنه ده،چې د هر چا لپاره پکار ده، چې وکړاى شي ټولنه بدله کړي؛البته دا زړه سواندي بايد د اخلاص له مخې وي؛ نه دوکاندارۍ لپاره، د پېغمبر اکرم هرلاروى بايد وويني،چې کار په کوم ځاى کې ځنډېدلى او له هماغې ځايه ورته مټې بډ وهي او سرته يې ورسوي،مهم نه دى،چې دا کار څنګه دى ،مهم دا دى،چې يو ښه کار دوام ومومي اوسر ته ورسول شي . د پېغمبر اکرم يوه ځانګړنه د تکلف نه درلودل دي،چې خداى خپل استازي ته وايي : (( قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ (ص / ٨٦)=(پېغمبره!) ووايه : ((زه له تاسې پردې [قرآن او رسالت] ځان ته هېڅ بدله نه غواړم او نه زه له متكلفينو،رياکارانو او له ځانه جوړونکيو يم .(خبرې مې څرګندې او پر دليل ولاړې دي).))

٣_  د پېغمبر اکرم تر بعثت مخکې پر خلکو د ژوند تنګسه راغله،چې سوکړه ‏هم ورپسې راغله اوخلک وارخطا شول،چې پکې  د پېغمبر اکرم تره ابوطالب هم و، پېغمبر اکرم خپل تره عباس ته وويل : ولاړ شو او هر يو له ابوطالبه يې يو زوى خپل کورته راوړو او له دې لارې به یې د ژوند د لګښت لاسنيوى وکړو،چې دا هوډ عملي شو او عباس، جعفر له ځان سره کور ته بوته او پېغمبر اکرم حضرت علي (ک) له ځان سره کور ته بوته او له هماغې وړکتوبه د پېغمبر اکرم (ص ) په کورکې مېشت  شو .

٤ – ډېرى مشران د خطر پر مهال لومړى خپل ځان ژغوري او خلک او خپل لارويان په ستونزه کې پرېږدي؛خوپېغمبر اکرم په خپله په مکه کې پاتې شو او خپلو لارويانو ته يې حبشې ته دهجرت حکم وکړ،چې مدينې ته د هجرت پرمهال يې هم  لومړۍ خلک ولېږل او بيا پخپله ولاړ.

له خلکو سره سلامشوره

په هغه چاور کې، چې د خداى له لوري يې حکم نه و راغلى؛ نو پېغمبر اکرم به له خلکو سره سلامشوره کوله او ان په ځينو ځايونو کې به يې د خلکو نظر ته پر خپل نظر لومړيت ورکاوه او د هغوى نظر به يې پلي کاوه . د احد په غزا کې پېغمبر اکرم يوه شورا جوړه کړه،چې د جګړې لپاره په مدينه کې سنګر ونيسي که له مدينې بهر ووځي . په خپله د پېغمبر اکرم او ځينې نورو نظر دا و،چې په مدينه کې پاتې شو؛خو د پېغمبراکرم ډېرى ځوانانو يارانو له مدينې نه بهر ته تلو ته لېواله وو او ويل يې : رسول الله ! موږ  دې د حکم تابعدار يو؛خو نظر دې رانه وغوښت او زموږ نظر داسې دى،چې بايد د جګړې لپاره له مدينې بهر ووځو.

دلته پېغمبر اکرم د ځوانو لېوالو مؤمنو نظر ته د نورو او ان په خپل نظر لومړيت ورکړ،وسلوال شو او د جګړې ډګر ته ولاړ.په زړه پورې خو داده،چې د ((وشاورهم فى الامر))[1] حکم په احد کې تر ماتې خوړو وروسته راغى او سره له دې،چې د اصحابو په خبره د عمل په پار مسلمانانو د احد په جګړه کې ماتې وخوړه؛خو خداى بيا هم حکم ورکوي،چې بيا هم ورسره مشوره وکړه.[2]البته نهايي هوډنيونه د مشر په غاړه ده؛ځکه قرآن د همدې آيت په پاى کې پېغمبراکرم ته وايي : ((فاذا عزمت فتوکل على الله )) چې کله دې هوډ وکړ،پر خداى توکل وکړه او خپل کار دې پيل کړه .[3]

له يارانو سره اوږه پر اوږه

رسول الله له خپلو يارانو سره په يوه سفر وتلى و،چې د خوړو چمتو کولو پر مهال يې هر يوه يار يوه دنده پر غاړه واخسته او پېغمبر اکرم هم د خسو او خاشاکو راټولو دنده پر غاړه واخسته او څومره يې،چې اصحابو کرامو له دې کاره مخنيوى کول غوښتل؛خو ورسره يې و نه منله .

په بل ځاى کې پېغمبر اکرم له اوښه راکوز شو او د تړلو لپاره يې يو ګوټ ته ولاړ؛اصحاب راغلل،چې اوښ ترې واخلي او و يې تړي؛خو پېغمبر اکرم وويل :کوښښ وکړئ خپل کار مو د نورو پر اوږو وا نه چوئ .

د پېغمبراکرم (ص)پتمني

حضرت عمار ياسر (رض) وايي : تر بعثته مخکې ما او حضرت محمد (ص) يو ځاى شپوڼولي کوله .يوه ورځ مې ورته وړانديز وکړ،چې پلانۍ سيمه د مېږو څرولو ته ښه څرځى دى او راځه،چې سبا هلته ولاړ شو. حضرت محمد (ص) ومنله .زه سبا هلته ولاړم او و مې ليدل،چې  پېغمبر اکرم تر ما مخکې رارسېدلى دى؛خو خپلې مېږې له څرېده ژغوري،و مې پوښت :ولې دې مېږې له څرېدو ژغورې؟ و يې ويل : ځکه ژمنه مې درسره وه،چې يو ځاى به يې پيلوو او و مې نه غوښتل،چې مېږې مې ستا تر مېږو مخکې له دې څرځي ګټنه وکړي .

د پېغمبر اکرم (ص) رښتينولي

د پېغمبر اکرم د يو زوى ابراهيم نومېده،چې په ماشومتوب کې ومړ او تر مړينې وروسته يې لمر تندر ونيو،خلکو ګومان وکړ،چې د لمر تندر نيونه د ابراهيم د مړينې په پار ده؛خو پېغمبر اکرم بې ځنډه خلک راټول کړل، و يې ويل :د لمر تندر نيونه مې د زوى د مړينې په پار نه ده.

هغه په خپل دې چار خلک له ناپوهۍ خرافو او بې ځايه مينې وژغورل؛حال داچې که بل هر سياستوال واى؛نو د خلکو له دې ګروهې به يې د خپل ځان د مطرحولولپاره ګټنه کوله .

په مبارزه کې مخکښ

د احزاب په جګړه کې،چې ټولو اسلامي ضد ځواکونو نقشه ايستلې وه،چې د اسلام پر خلاف کودتاه وکړه؛نو پېغمبر اکرم د دفاع هوډ وکړ؛نو له اصحابو کرامو سره په سلامشوره يې د مدينې په شاو خوا کې د خندق=کندې د ايستو هوډ وکړ او دلته هم د خداى استازى ړومبى تن و،چې د کندې په کنلو يې لاس پورې کړ او سره له دې،چې ځينو مسلمانانو به بې د پېغمبراکرم له اجازې له کاره تلل؛خو پېغمبر اکرم به د کار تر پايه و او د کندې په ايستو به بوخت و .

د پېغمبر اکرم (ص) تدبير

له ستونزو سره د مخېدو پر مهال د خداى استازى د نوون،طرح او رښتينولۍ خاوند و،په تاريخ کې راغلي دي : د عربو ټبرونو لاسونه يو کړل،چې کعبه له سره جوړه کړي؛ خو همدا چې د حجر الاسود د تيږې ايښوولو وار راغى؛نو هر ټبر پر بل ټبر ځان لومړى ګاڼه،چې د کعبې په ديوال کې د تورې تيږې د ايښوولو وياړ يې د ټبر په برخه شي،چې په دې اړه خبرې ترخې شوې او د لاس و ګرېوانېدو امکان راپيدا شو .

يوه وويل : د شخړې پر  ځاى به صبر وکړو او څوک چې لومړى مسجدالحرام ته راننووت؛نو هغه به مو په منځ کې قضاوت او  منځګړتوب وکړي .و يې ليدل،چې حضرت محمد (ص) راننووت او هغه يې خپل منځګړى کړ.پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې يو ټوکر راوړئ او حجر الاسود يې پکې کېښود او هر ټبر يې يوه څنډه ونيوه او د کعبې څنګ ته يې راوسته او بيا حضرت محمد (ص) په خپلو مبارکو لاسونو حجرالاسود په خپل ځاى کې کېښووه او دې شخړې او اختلاف ته يې د پاى ټکى کېښود .

د پېغمبر اکرم (ص) پرېکندتوب

ځينې آنحضرت (ص) ته راغلل،چې ايمان درباندې راوړو؛خو په دې شرط،چې د بوتانو عبادت به کوو او لمونځ به نه کوو؛خو پېغمبر اکرم ورسره و نه منله؛ځکه چمتو نه و،چې د ښوونځي يوه برخه يې زيانمنه شي که څه د لارويانو د نه ډېرېدو په تاوان يې هم وي او دا نور دي،چې د خپلو پلويانو د زياتولو لپاره هره ورځ خپله کړلار، کړچار، نوم او بڼه بدلوي او د سوداګرو په څېر د مشتري په پيدا کولو پسې دي .

پېغمبر اکرم (ص) به کفارو ته ويل : ((لکم دينکم ولى دين))[4]ستاسې دين تاسې ته وي او زما دين دې ما ته وي. حال داچې بې له انبياوو نور په خپل دين کې دومره ثابت قدمه نه دي،د دښمنانو پر لار ځي او کله دښمن ته لېوالتيا پيدا کوي او د سازش او نرمش لاره خپلوي .

د انبياوو دښمنان تل غواړي،چې پېغمبران او لارويان يې سازش ته راکاږي؛قرآن کريم مسلمانان له دې نقشې خبر وي،وايي : (( ودالوتده فيدهنون))[5]  

پېغمبر اکرم (ص) او د مېرمنو ډېروالى

ولې پېغمبر اکرم ډېرې مېرمنې درلودې؟

ځواب : د پېغمبر اکرم ودونه د شهواني او جنسي چارو په پار نه وو؛ ځکه لومړى : له ٢٥ کلنۍ تر ٣٥ کلنۍ؛يعنې مړينې ته يې تر لسو کلونو يې يوه مېرمن درلوده؛هغه هم ام المؤمنين خديجه وه (آنحضرت په ٢٥ کلنۍ کې له څلوېښت کلنې خديجې سره واده وکړ) .

دويم : پېغمبر اکرم ٦٣ کاله عمر وکړ او د پېغمبر اکرم ټول پرله پسې ودونه د ژوند په لسو وروستيو کلونو کې وو .

دلته څو پوښتنې دي :

١-ايا تر ٥٣ کلنۍ وروسته د ژوند په وروستيو لسو کلونو کې، د پنځوسو جګړو ترڅنګ ويلاى شو،چې دا پرله پسې ودونه د شهوت لپاره وو؟

٢-ايا انسان د ځاني غوښتنو او شهوت لپاره له کونډو، زړو،طلاقو شويو او پرېښوول شويو ښځو سره واده کوي؟

د پېغمبر اکرم په مېرمنو کې يوازې يوه پېغله وه او هغه ام المؤمنين عايشه وه او هغه مهال،چې پېغمبر اکرم ورسره واده وکړ؛نو له عمره يې ٥٦ کاله تېر شوي وو.

هو له پرله پسې ودونو يې موخه د ټبرونو راجذبولو وو .

٣-ايا د جګړو پر مهال تر ٥٣ کلنۍ وروسته له داسې مېرمنو سره د خوند اخستو شننه سمه ده؟

واقعيت خو دادى،چې هغه مهال دود و،چې ټبرونو به له خپلو زومانو او خپلوانو ملاتړ کاوه او پېغمبر اکرم هم تشخيص کړ، چې بايد له څو ټبرونو سره خپلوي وکړي،چې د خپلو موخو د پلي کولو لپاره يې له ملاتړه برخمن شي او هم داچې ټبرونه يې له بل سره حسادت او کينه و نه کړي؛نو ګران پېغمبر ان خپلې ځينې مېرمنې و نه ليدې. د بېلګې په توګه، ابوسفيان او معاويه،چې لا مسلمانان شوي نه وو؛د معاويه خور يې له مېړه سره مسلمانان شو او حبشې ته يې هجرت وکړ او مېړه يې په حبشه کې مسيحي شو؛نو دا بېچاره ښځه نه اوس مېړه لري او نه خپل پلرګنۍ ته ستنېداى شي . آنحضرت ورته پيغام واستاوه،چې ته زما مېرمن يې،چې پر روحي او ټولنيزو ټپونو يې مرهم شي .

ځينې ودونه يې د دودونو د ماتولو او نورو ته د لار پرانستو په پار وو .[6]

بل دليل دادى،چې آنحضرت له يوې مېرمنې هم د اولاد څښتن نه شو او د ټولو مهريه به يې يو شان ورکوله (د امام صادق د وينا له مخې د ټولو مهريه ٥٠٠ درهمه وه) .

د ټولو مېرمنو لګښت يو شان و،د سهار تر لمانځه وروسته يې ټولو ته سر ورښکاره کاوه،يوې هم ترې طلاق و نه غوښت او شپې يې پر ټولو ايشلې وې .

لنډه داچې د پېغمبر اکرم ډېرى ښځې کوڼدې وې او د ځوانۍ او ښکلا پېر يې تېر شوى و او هر يوې يې بيا واده کړى و او پلار مړي ور پر غاړه وو او د پېغمبر اکرم واده هم ورسره تر پنځوس کلنۍ وروسته و،چې دا مهال پېغمبر خپل نوم او نښان موندلى و او خورا ښکلې پېغلې ورسره واده ته چمتو وې او پخپله دا يو ستر دليل دى،چې د پېغمبر اکرم د پرله پسې ودونو موخه يې سپېڅلې موخې او مصالح وو او هېڅکله د ځاني غوښتنو او شهوتپالۍ تور پر پېغمبر اکرم (ص) لګېداى نشي .

سره له دې،چې پېغمبر اکرم خورا مېرمنې درلودې؛خو بيا يې هم د شپې ډېرى برخه له خداى سره په خلوت او راز و نياز کې تېرولې،تردې،چې د خداى له لوري ورته حکم راغى،چې لږ ويده کېږه هم[7] او دا موږ يو،چې د يوې مېرمن په درلودو مو هم خداى هېر کړى دى . د مېرمنو ډېروالى که د ودې،معنويت،جهاد،عبادت او د ټولنې د دردمندانو او بېوزليو د خدمت مخه و نه نيسي او د مېرمنو ترمنځ د بې عدالتۍ لامل نشي؛بلکې د هغوى د پالندويۍ،عزت او خلاصون  لامل شي؛نو هېڅ عقلي خنډ يې په لار کې نه ليدل کېږي .که کله د مېرمنو ډېروالى په سترګو بد لګي؛نو يو له دې لاندې دليلونو له امله دي :

١-سړى د مېرمنو حق عادلانه نه ورکوي .

٢-د مېرمنو له ډېروالي د سړي موخه شهوتپالي او ځاني غوښتنې وي؛نه سپېڅلې موخې .

٣- د سړي نور استعدادونه يوازې مېرمنپالي کېږي .

خو که د مېرمنو ډېروالى وي او پورتني خنډونه پر لار نه وي؛ نو پروا نه لري او د تاريخ په ترڅ د بې مېړه ښځو شمېر د بې ښځو سړيو تر شمېره خورا ډېر دى،لرې به نه ځو او زموږ په همدې خپل هېواد کې چې په ميليونو شهيدان مو ورکړي دي او مېرمنې يې کونډې دي.دا يو خوا،بلخوا پلارمړي او يتيمان پالندويۍ ته اړمن دي؛نو پردې بنسټ د مېرمنو د ډېروالي اصل پروا نه لري؛خو يو لړ عوارض لري،چې هغه عوارض،ځاني غوښتنې،شهوتپالي او بې عدالتي يو خوا او د ځينو مېرمنو بېځايه تمې بلخوا له دې مسلې نه يوه ستره ستونزه جوړه کړې ده.

قرآن کريم د مېرمندارۍ په اصولو کې پېغمبراکرم ته وايي : بايد داسې مېرمنداري او ژوند وکړې،چې خپه نشي، (و لا يحزن) . د قرآن د وينا له مخې مېرمنداري بايد داسې وي، چې د ښځې سترګې له مېړه سره روښانه شي (ادنى ان تقر اعيهن) سړى بايد کوښښ وکړي، د وحې،فطرت او عقل په چوکاټ کې خپله مېرمن راضي کړي (و يرضين) او څوک چې ډېرې مېرمنې لري،بايد ترمنځ يې په عدالت چلن وکړي او که د خپل عدالت په اړه اندېښمن وي؛نو په يوه دې اکتفا وکړي (و ان خفتم الا تعدلوا فواحدة) مېرمنداري بايد د قرآن د آيتونو له مخې طبيعي او د عقل په خوښه وي (و عاشروهن بالمعروف)؛يعنې هېڅ کړاو دې پکې نه وي؛البته د ښځې يا مېړه نه خپه کېدل او راضي کېدل د الهي قانون په چوکاټ کې دي؛او يو ځل چې پېغمبراکرم د خپلې مېرمنې د خوښۍ په پار شات و نه خوړل؛نو خداى ورته وويل،چې ولې دې د مېرمنې د خوښۍ په پار د خداى حلال پر ځان حراموې .(لم تحرم ما احل الله لک تبتغى مرضات ازواجک) .

يو ځل د پېغمبر اکرم مېرمنو ترې وغوښتل،چې اوس چې په جګړو کې بري مومې او جنګي غنايم دې لاس ته راځي؛نو موږ ته سره سپين او د ژوند يو لړ د هوساېنې وزلې چمتو کړه،آنحضرت وويل : په غنايمو کې د ټولو مسلمانانو برخه ده؛نه زما د مېرمنو او که د دنيا غوښتونکي ياست؛نو په لورنه به مو مهريه درکړم او  خوشې به مو کړم .

پاک خداى د احزاب د سورت په ٢٨ آيت کې وايي : ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا = پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه : ((كه تاسې د دنيا ژوند او ښکلا يې غواړئ؛ نو راشئ،چې زه درته ګټه (=ښه څورې) دركړم او په ښه وضعيت مو خوشې كړم . ))

١-د مشر ژوند بايد ساده وي او مشر بايد د مېرمنو له غوښتنو اغېزمن نشي .

٢-د بيت المال د در آمد وده بايد د خپلوانو تمې پورته يو نه سي .

٣-الهي مسووليتونه تر کورنيو مسووليتونو او د هغوى د غوښتنو تر پوره کولو پورته دي .

٤-په پرېکندتوب د خپلوانو د تمو مخه ونيسئ؛ځکه د دنياپالۍ خطر ان د نبوت کورنۍ هم ګواښي .

٥-که څه د زر او زيور ساتل حرام نه دي؛خو د نبوت د کورنۍ په شان کې نه دي؛ځکه د خلکو سترګې مشر او کورنۍته يې دي او بايد د مشرۍ د سپېڅلتيا په پار د ژوند له ځينو هوساينو تېر شو .

٦-ښځه ازاده ده، هم کولاى شي په ساده ژوند نېکمرغه ووسي او هم کولاى شي بله لار وټاکي .

٧-که طلاق ته اړ شوئ؛نو د بېلتون لار دې هم په عدالت او نېک چلن ووهل شي .

٨-که بيت المال له چا سره راټول شي؛نو د هغه اوبو په څېر دى،چې د بند تر شا جمع کېږي،چې بايد سمه کړلار ورته جوړه شي او بېځايه لګول يې ستره ګناه ده .

٩- د بقرې سورت له ٢٤٦ نه تر ٢٥١ آيتونو پورې يوه مهمه کيسه راوړې ده،چې په تفسير نور[8] کې يې ورته اتيا ټکي ويلي دي،چې يو له هغه ټکيو ځنې دادى،چې د مؤمنانو مشر جګړې ته د تګ پر مهال خپلو يارانو ته وويل : خداى به د خپلو پتمنو يارانو د پېژندو په پار او داچې له نسپالو هوسا غوښتونکيو يې توپير کړي؛نو په لار  کې به مو د ويالې په اوبو و ازمېيي او چاچې ترې اوبه وڅښلې؛نو له موږ ځنې به نه وي (من شرب فليس منى) او څوک يې چې و نه څښي؛نو له موږ ځنې به وي (و من لم يطعمه فانه منى)؛ خو داچې يوه لپه ترې راواخلي او و يې څښي .

چې د اړتياوو هومره حساب (يوه لپه اوبه څښل) له بشپړې کاميابۍ سره توپير لري .

ددې په پامنيوي کېداى شي وويل شي،چې د مسوولينو په سترګو کې بيت المال د ويالې د اوبو مثال لري؛نو څوک چې پرې خېټه واچوي؛نو (فليس منى) او که څوک يې د اړتيا هومره ولګوي؛نو (فانه منى) دى .

خداى د کهف په سورت کې هغه ځوانان ستايلي دي،چې په غار کې ژوند ته يې پر ټول هوسا ژوند لومړيت ورکړ،تردې چې د هغوى پر مزار يې د جومات د جوړولو سپار‌ښتنه کړې ده،تر څو د تاريخ په تر څ کې ټول په تېره بيا هغه حق پلوي اقليتونه پوه شي،چې بايد په کفري هېوادونو کې د مادي هوسا ژوند په پار له خپلې عقيدې او ګروهې لاس وا نه اخلي او که نشي کولاى،چې خپل دين وساتي او نشي کولاى چې د ژوند له څو ورځو هوساينې تېر شي؛نو خپل دين دې بلې سيمې ته په هجرت وساتي .هو ! د دنيا غواړيو دين پلوريو نومونه له منځه ولاړل؛خو د مهاجرينو نومونه پاتې شول .

دا ده د (والعاقبة للمتقين) مانا او دا د (والعاقبة لاهل التقوى) مانا .

پېغمبر اکرم د قرآن په حکم خپلو مېرمنو ته داسې ځواب ورکړ :

لومړى : د مېرمنو اصلي ځاى کور دى (و قرن فى بيوتکن)

دويم :که پکار وه،چې له کوره ووځي؛نو ناز دې نه کوي . (و لا تبرجن)

درېم : له خلکو سره د خبرو پر مهال دې په ناز او کرشمو خبرې نه کوي،چې په رنځورو زړونو کې ورته تمه پيدا نشي. (فلا تخضعن بالقول فيطمع الذى فى قلبه مرض)

هو ! د رنځورو زړونو خاوندان او ځانپالي ان د پېغمبر اکرم له مېرمنو هم لاس نه اخلي؛نو پردې بنسټ يوازې د ښځې سموالى بسيا نه دى؛بلکې بايد په کوڅو او واټونو کې د نورو هوسونه ځان ته راجلب نه کړي .په زړه پورې خو داده،چې قرآن وايي :ان که يوه د رنځور زړه خاوند تمه وکړي (خو نور وګړي عفيف وي)؛نو تاسې د هماغه يوه تن په پار هم په ناز او کرشمو خبرې مه کوئ . (الذى فى قلبه مرض) او و يې نه ويل ( الذين فى قلوبهم مرض) .

څلورم : که څه د احزاب د سورت په ٣٣ آيت کې د پېغمبر اکرم مېرمنو ته په کور کې پاتې کېدل مطرح شوي دي؛خو په کور کې دا ناسته له پوهې او حکمته د وروسته پاتې کېدو په مانا نه دي؛ځکه په ٣٤ آيت کې وايي : ((او څه چې ستاسې په كورونو كې له  الهي آيتونو او حكمت او پوهې (خبرې) لوستل كېږي (؛نو) ياد يې كړئ،په حقيقت كې خداى ځيرن باخبر دى .))؛يعنې د پوهې، عقل، فهم، درک، ودې او عمل له پلوه د قرآن له رڼا ګټنه وکړئ .

نو په دوو پرله پسې آيتونو کې د پېغمبراکرم مېرمنو ته درې حکمه راغلي دي ؛لومړى : پاتې کېدل (قرن)،دويم :که له کوره بهر وتو ته اړتيا شوه؛نو ساده دې راووځي او ځان دې نه ښيي (لا تبرجن) او درېم : علمي، فکري او عقلي وده (واذکرن …)

پېغمبر اکرم او کورنۍ چارې

خداى د تحريم سورت په لومړي آيت کې وايي :

((َا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =پېغمبره! ولې د خپلو مېرمنو دخوښۍ لپاره د خداى حلال شوي څيزونه (پر ځان) حراموې؟! او خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى .))

داچې پېغمبراکرم ډېرې مېرمنې درلودې؛نو کله ناکله به د عمومي خوښۍ لپاره له ځينو وګړيزو حقونو تېرېده .هو ! د نورو له خوښۍ سره مينه د انسان د ګرفتارېدو لاملېږي؛نو کله قرآن په سخته پېغمبر اکرم ته وايي،چې ولې دې داسې او هغسې وکړل،تر څو خلکو ته ووايي،چې وګړيزې چارې بايد د ټولو لپاره بېلګه نشي او ان د خداى استازى حق نه لري د خداى حلال،حرام کړي او د خداى خوښي د ټولو پر خوښۍ لومړيت لري .هو ! په هره بيه د مېرمنې خوښي په کار نه ده او همداراز له دې ګواښنې څرګندېږي،چې قرآن د خداى له لوري دى؛ځکه انسان کله هم په خپل کتاب کې د تاريخ په ترڅ کې ټولو نسلونو ته ځان د يوې وړې مسلې په پار نه رټي .

ګويا پېغمبر اکرم قسم ياد کړى و،چې له ځينو حلالو ډډه وکړي او داچې په اسلام کې ډپ نشته؛نو خداى ورته د کفارې په وړانديز لار پرانسته تر څو ښوونځى او حلالې چارې زيانمنې نشي (قد فرض الله لکم تحلة ايمانکم) .

پېغمبر اکرم ته چې دنده ورکول کېږي،چې د کورنۍ د خوښې په پار دې حلال پر ځان نه حراموي؛دا دنده هم له رټنې سره يو ځاى ده،چې ولې دې د خداى حلال پر ځان حرام کړي دي ؟ او هم له مينې سره [د آيت په پيل کې (يا ايها النبى) راغلى او په (والله غفور الرحيم) پاى ته رسي .]

د خداى پېرزو داسې ده،چې هم تېر جبرانوي (غفور رحيم) او هم راتلونکي ته لار پرانځي،وايي : “قسم چې دې کړى، چې له حلالو ګټنه و نه کړې،د کفارې په ورکولو يې مات کړه .”د کفارې په ورکولو د وګړي د قسم ماتول د ټول تاريخ لپاره د الهي قانون تر ماتولو غوره دى .

د تحريم په سورت څو آيتونه د يو بل ترڅنګ راغلي او داچې له خورا زده کړو ډک دي؛نو په کار ده،چې د څو دقيقو لپاره ورپسې ولاړ شو : کيسه داسې ده :

پېغمبر اکرم ځينې خبرې خپلې يوې مېرمنې ته امانت کړې وې او ورته يې ويلي وو،چې چا ته به يې نه کوې؛خو په خواشينۍ،چې و يې کړې . خداى پېغمبر اکرم خبر کړ،چې مېرمن دې امانت ساتي نه ده کړې او خبره يې خپره کړې ده . پېغمبر اکرم،چې د وحې له ليارې خبر شوى و؛نو د خپلې مېرمنې د خبرچينۍ يوه برخه يې  ورته وويله او د خبرچينۍ بله برخه يې ورته و نه ويله .مېرمن يې ورته وويل : له کومه پوه شوې،چې ما دې خبره بربنډه او خپره کړې ده ؟ پېغمبراکرم ورته وويل :پوه او آګاه خداى خبر کړى يم .[9]

((وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ (تحريم/٣)= او (درياد كړه) چې كله پېغمبر خپلې يوې مېرمنې [= بي بي حفصې] ته پټه خبره وكړه؛نو هغې، بله [=بي بي عائشه] پرې خبره كړه او خداى [خپل استازى] پر [راز لوڅولو] خبر كړ [پېغمبر] د [راز] يوه برخه همدې مېرمنې ته ښکاره کړه او له بلې برخې تېر شو؛نو چې همدا مېرمن يې د راز له برسېرولو خبره کړه [؛نو] هغې وويل : (( ته چا خبر كړې؟!)) ويې ويل : (( پوه [او] خبر (خداى) پرې خبر كړم! ))

د هغې خبر بربنډول او خپرول،چې له انسان سره امانت وي،ستره ګناه او د فکري از  زړيز کږلارۍ نښه ده؛نو ځکه خداى د هغه راز  بربنډونکې او اورېدونکې،چې د مفسرينو د وينا له مخې ام المؤمنين حفصه او ام المؤمنين عايشه وه،وايي :

 ((إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ  (تحريم/٤)= كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ځكه په دې چار کې د خداى او د هغه د پېغمبر له اطاعته) مو زړونه كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (؛نو زيان ورته نشئ رسولاى)؛ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر هغه وروسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح[10] او پرښتې ملاتړې دي .))

له دې پېښې،چې د تحريم د سورت په درېم او څلورم آيتونو کې راغلي دي د پېغمبراکرم د کورنيو چارو په باب ترې د يو لړ ټکيو لپاره ګټنه کېږي،چې موږ يې په اوډون رااخلو :

١-مېرمن بايد همخواله او راز داره وي تر څو مېړه يې وکولاى شي يو لړ رازونه ورته ووايي . (اسرا النبى)

٢-د کورنيو ټولو غړيو ته د ټولو خبرو ويل اړين نه دي . (الى بعض ازواجه)

٣-د خلکو پت وساتئ او نوم يې مه اخلئ . (بعض ازواجه)

٤-د پېغمبر اکرم مېرمنې معصومې نه وې؛ځکه د آنحضرت راز يې بربنډ کړ او د توبې کولو حکم ورته راغى . (نبات)

٥-پېغمبر اکرم هم په کورنيو چارو کې راګېر و . (نبات به)

٦-خداى پر خپل استازي ځانګړې پېروز لري او د هغوى دسيسې به لنډې او شنډې کړي،چې استازي ته ايستل شوې دي . (اظهره الله عليه)

٧-د ټولنې مشر بايد له خپلو کورنيو چارو هم خبر ووسي . (اظهره الله)

٨-تېروتنې يې په خپله وګړيو ته وواست؛نه نورو ته . (عرف بعضه)

٩-په سمبالنه او مديريت کې تغافل او د سينې پراخوالى په  کار دى . پېغمبر اکرم ټولې بربنډې شوې خبرې خپلې مېرمنې ته و نه کړې (او له ځينو چارو يې ډډه او تغافل وکړ او ځينې بربنډې شوې خبرې يې ورته وکړې) (و اعرض عن بعض)

١٠-هغه چې راز بربنډوي؛نو شونې ده،چې خپل راز يې هم بربنډ شي . (نبات…نبانى …)

١١-د پېغمبرانو د پوهې سرچينه د خداى پوهه ده . (نبانى العليم الخبير)

١٢-خبر ورکوونکى بايد خبير او عالم وي . (نبانى العليم الخبير)

١٣-د خداى په علم او شتون ايمان کولاى شي انسان له هر ډول ګناه او دسيسې وژغوري .

١٤-د يوې تېروتنې په پار ټولې تر پوښتنې لاندې مه راوړئ؛ يوازې د راز بربنډونکې او اورېدنکې بايد توبه وکړي . (تتوبا)

١٥- پښېمانه وګړيو ته د توبې لار پرانځئ . (تتوبا)

١٦-د راز اورېدل هم ګناه ده،خداى د راز بربنډونکې او اورېدونکې ته وايي : که دواړه توبه وکړئ . (و ان تتوبا)

١٧-کله يو عمل يا يوه پېښه يا يو څرک د يو بهير ‌ښکارندوى دى (د يو راز بربنډول جزيي خبره وه؛خو خداى هغه د يوې دسيسې ښکارندوى وګڼله)وايي : “كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ ” (و ان تظاهرا عليه)

١٨-ناسته پاسته او د چا مېرمنتوب او يا د چا مېړتوب يې د همدلۍ او هم فکرۍ نښه نه ده؛په دې کيسه کې د پېغمبر اکرم مېرمنې وې؛خو هم فکرې يې نه وې .

١٩-چا چې راز بربنډ کړ او توبه يې و نه کړه؛نو دسيسه ګر دى . (تتوبا… تظاهرا عليه)

٢٠-فکري او زړيزه کږلاري د عملي کږلارۍ سريزه ده .(صغت قلوبکما) (هو! د ژبې تر تېروتو مهم فکري کږلاري ده)

٢١- د پېغمبراکرم او ښوونځي پر خلاف يې د دسيسو پر خلاف بايد ټول ځواکونه چمتو وي . (هو مولاه و جبرئيل و صالح المؤمنين و الملائکة)

٢٢-د سترو نوم ستر کړئ (سره له دې، چې جبرائيل پرښته ده؛ خو نوم يې بېل اخستل شوى دى) (و جبرئيل …والملائکة)

٢٣-خداى هم د ټولو مولا دى او هم په خپله د پېغمبراکرم مولا دى [ د تحريم د سورت په دويم آيت کې وايي : (هو مولاه) ]

٢٤-حق هېڅکله ځان ته نه پاتې کېږي او له هر لوري پلويان مومي . (هو مولاه و جبرئيل و صالح المؤمنين و الملائکة)

٢٥-صالحتوب انسان د الهي مقربو پرښتو تر څنګ راوړي . (هو مولاه و جبرئيل و صالح المؤمنين و الملائکة)

٢٦-پرښتې د واقعي مؤمنانو ملګرې دي . (والملائکة بعد ذلک ظهير)

٢٧-الهي مرستې هم ظاهري او هم د انسانانو له لوري دي . (صالح المؤمنين) او هم غيبي او د پرښتو له لوري دي (والملائکة)

د پېغمبر اکرم (ص) مېرمنداري

سره له دې،چې د پېغمبراکرم ډېرى مېرمنې پوخ منګې، پلارمړي لرونکې،کونډې او د بېلابېلو اخلاقو او خويونو څښتنې وې؛خو لکه څنګه چې قرآن سپارښتنه کړې ده : (عاشروهن بالمعروف)[11] له هغوى سره د پېغمبر اکرم چلن نېک او طبيعي و او کله ناکله به چې له هغوى ځنې يوې بدخويي کوله او ان د پېغمبراکرم اصحاب به يې له دې چلنه خپه کېدل،ويل به يې : رسول الله  (ص)! پرېږ يې ده . پېغمبراکرم به ويل : د مېرمنو بدخويي يې بايد د مثبتو ټکيو او کمالاتو ترڅنګ راوړل شي او انسان دې د بدخويۍ په پار خپله مېرمن نه پرېږدي .

  • پېغمبر اکرم وايي : له موږ ځنې نه دى،چې شتمني ولري؛خو پر خپله مېرمن او اولاد سخت وي .[12]
  • پېغمبراکرم به حضرت خديجې ته د وفادارۍ او درناوي په پار ان د هغې تر مړينې وروسته هم د هغو ښځمنو درناوى کاوه،چې له حضرت خديجې سره ملګرې وې .
  • پېغمبراکرم وايي : زه مې له کورنۍ سره تر ټولو غوره چلېږم .[13]

آنحضرت به له خپلو مېرمنو سره داسې په عدالت چلېده،چې ان د ناروغۍ پر مهال به يې هم خپله بستره د هغې مېرمنې خونې ته وړه،چې وار به يې و .

ام المؤمنين عايشه بي بي وايي : پېغمبر اکرم به چې له کوره بهر واته؛نو د خديجې ستاينه به يې کوله،ور ته مې وويل : خداى ترې  غوره درکړې ده؛هغه يوه زړه بوډۍ وه .پېغمبر اکرم وويل : پر خداى چې داسې نه ده، هېڅوک به راته خديجه نشي،هغه مهال،چې ټول کافر وو،هغې ځانته راباندې ايمان راووړ او په پخپله شتمنۍ يې زما ملاتړ وکړ او خداى ترې اولاد راکړ .

پېغمبر اکرم به چې کله ګډ حلال کړ؛نو د خديجې ملګرو ته به يې د هغې غوښه لېږله .

حضرت خديجه هغه مېرمن وه،چې په خپله يې حضرت محمد (ص) ته د واده وړانديز ورکړ او د مهر درونوالى يې د پېغمبراکرم له اوږو پورته کړ او نورو مرکو ته يې منفي ځواب ورکړ .

هو ! لکه څنګه چې خداى خپل پېغمبر ته امر کوي،چې د ابراهيم نوم ياد کړه (اذکر فى الکتاب ابراهيم) د مريم نوم ژوندى وساته . (اذکر فى الکتاب مريم) د الهي اولياوو د نوم په ژوندي ساتلو کې په ښځه او سړي کې توپير نشته او موږ هم بايد د ام المؤمنين خديجې بي بي نوم هېر نه کړو .

ويلو ته يې اړتيا نشته،چې د پېغمبر اکرم ټولې مېرمنې په يوه سطحه او کچه نه وې؛ځکه خداى يې ځينو ته ويلي دي : ((كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ځكه په دې چار کې د خداى او د هغه د پېغمبر له اطاعته) مو زړونه كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (؛نو زيان ورته نشئ رسولاى)؛ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر هغه وروسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي .))؛نو څرګندېږي،چې په هغوى کې ځينو ځينې تېروتنې هم درلودې او په بل ځاى کې وايي : خداى په تاسې کې ښو ته مو اجر ټاکلى دى (اعد المحسنات منکن اجرا عظيما)؛نو څرګندېږي،چې د پېغمبر اکرم ټولې مېرمنې په يوه کچه نه وې .

هو ! لکه څنګه چې ټول پېغمبران هم په يوه کچه نه وو (فضلنا بعض نبيين على بعض)؛يعنې ځينو انبياوو ته مو پر ځينو غوراوى ورکړ . ان تر ټولو غوره پېغمبر هم بايدله ځانه د پوهې او معنويت  د لوړې درجې په هڅه او فکر کې وي؛ځکه د انسان وده او پرمختګ محدوديت نه لري، خداى خپل استازي ته وايي : له پالونکي دې  وغواړه،چې پوهه دې ډېره کړي .

پر کوچنيانو لورنه

يو نوزېږى يې دعا که نوم ايښوونې ته پېغمبر اکرم ته راوست .نوزېږي پر آنحضرت متيازې وکړې،د نوزېږي موروپلار سخت خپه شو؛خو پېغمبر اکرم وويل : پرېږ يې دئ، جامې به مې ووينځم؛خو پر ماشوم مو غوسه کېدل لاملېږي،چې دا بې ګناه و ډار شي .

* پېغمبر اکرم به پر ماشومانو سلام اچاوه .

* د ماشومانو او کوچنيانو نوم به يې په درناوي اخسته .

* په تېره بيا د نجونو په باب يې خورا سپار‌ښتنې کولې او د هغه په ښوونځي کې ښځمنو ته په درنه سترګه کتل يو ستايل شوى چار دى .په قرآن کريم کې راغلي دي : د نجونو زوکړه به يې د پلرونو د غوسه کېدو لاملېده،چې له غوسې به يې رنګ اوښته .

((وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ = او چې كله د هغوى يو تن ته د لور(د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې ( له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!) . ))[14]

نو په داسې يو چاپېريال کې د کوچني او په تېره بيا د نجونې درناوى خورا د درناوي وړ دى . هو ! هغه مهال،چې د لور درلودل شرم و،پېغمبراکرم وايي : غوره اولاد مو لوڼې دي او د يوې ښځې د نېکمرغۍ او نېکګامۍ نښه داده،چې لومړى اولاد يې نجلۍ وي .[15]

د پېغمبر اکرم يو يار ورسره ناست و،چې خبر يې کړ : مېرمنې دې لور زېږولې ده،هغه خپه شو . رسول الله چې دا ننداره وکته،و يې ويل : ځمکه يې ځاى او اسمان يې څپرګى دى او روزي يې هم پر خداى ده؛نو ته ولې خپه يې ؟ هغه د يو خوږبويه ګل په څېر ده،چې بويوې يې .[16]

يو سړي د پېغمبراکرم په مخ کې وويل : ما هېڅکله خپل ماشوم ښکل کړى نه دى . پېغمبراکرم وويل : دا دې د سختۍ زړۍ نښه ده .

د ماشومانو په منځ کې په عدالت چلن يې خورا سپارښتنه کوله،ويل يې : که يو دې د بل په مخ کې ښکل کړ؛نو هغه بل به هم ښکلوې .

يوه ورځ پېغمبراکرم اوبه وڅښلې او يو څه اوبه په لوښي کې پاتې شوې،هلته يو ماشوم و، و يې ويل : رسول الله ! پاتې اوبه ماته راکړئ .هماغلته څو غټانو وويل : رسول الله ! د تبرک لپاره پاتې اوبه موږ ته راکړئ . پېغمبراکرم وويل : لومړى د کوچني وار دى بيا يې ورته وويل : اجازه راکوې، چې اوبه غټانو ته ورکړم .کوچني و نه منله او پېغمبر اکرم هم اوبه کوچني ته ورکړې .

د “موته” تر جګړې وروسته حال داچې د حضرت جعفر طيار زامن يې پر سپرلۍ له ځان سره سپاره کړي وو،د اسلامي ځواکونو ښه راغلاست ته ورغى .جومات ته ولاړ او پر ممبر کېناست حال داچې د حضرت جعفر طيار زامن د ممبر پر پاټکيو وو،د جعفر په ستاينه کې يې وينا وکړه او بيا د هغه زامن يې په خپل زنګانه کېنول او د مينې لاس يې ورته پر سر راکښود .[17]

امام صادق وايي : پېغمبر اکرم د ماسپښين لمونځ بې له دوو وروستيو نفلو رکعتونو ژر وکړ .خلکو وپوښتل : رسول الله څه شوي دي ؟ و يې ويل : د ماشوم د ژړا غږ مو وا نه ورېده.[18]

يوه ورځ پېغمبر اکرم خپله يوه سجده خورا اوږده کړه .تر لمانځه وروسته ځينو وويل : رسول الله ! ګومان مو وکړ، چې وحې راغلې ده .آنحضرت (ص) وويل : نه ! زوى مې حسن په سجده کې پر اوږو مې سپور و؛نو صبر مې وکړ،چې کوز شي .

امام حسن او امام حسين به چې پېغمبر اکرم ته راغلل؛نو آنحضرت به ورته له ځايه پاڅېده،په غېږ کې به يې راخستل او پر خپلو اوږو به يې سپرول .[19]

 د پېغمبر اکرم (ص) مېلمه پالنه

حضرت سلمان وايي : د پېغمبر اکرم کور ته ولاړم؛هغه بالښت يې زما شاته کېښود،چې په خپله يې ترې ګټنه کوله او په زړه پورې خو داده،چې دا چلن به يې له هر مېلمه سره کاوه . پېغمبراکرم به تر خپلو مېلمنو لاندې روجايي اچوله او د خوړو پر مهال به تر هغه پر خوړو بوخت و،چې مېلمه به له دسترخوانه لاس نه و اخستى .[20]

يوه ورځ د پېغمبر اکرم يوه رضاعي خور او رضاعي ورور ورته بېل بېل راغلل؛خو پېغمبر اکرم د خپلې رضاعي خور ډېر درناوى وکړ؛ځينو ترې ددې توپير د دليل پوښتنه وکړه،پېغمبراکرم ورته وويل : ځکه دې خور مې د خپل موروپلار درناوى په ښه توګه کاوه؛نو ما يې هم په ښه توګه درناوى وکړ .[21]

کله به تر خوړو وروسته د پېغمبر اکرم مېلمانه نه تلل او په کور کې به يې ناست وو او بنډار به يې کاوه؛خو د خداى استازي به زغمل،چې آيت راغى،چې کله د پېغمبراکرم مېلمانه شوئ؛نو تر خوړو وروسته خپاره شئ؛ځکه ناسته مو د پېغمبر اکرم له نورو ټولنيزو او وګړيزو چارو مخنيوى کوي او د کړاوو لاملېږئ يې .

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا  =مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ننوځئ؛خو داچې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (تر وعدې مخكې مه ځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ؛خو چې كله وبلل شوئ،ننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خپاره شئ او (تر خوړو وروسته) پر خبرو مه بوختېږئ،په واقع كې ستاسې دا كار پېغمبر ربړوي؛خو له تاسې شرمېږي (او څه نه وايي)؛خو خداى د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې كله ترې (= د پېغمبر له ښځو) كوم څيز غواړئ؛نو د پردې تر شا يې وغواړئ،چې دا كار ستاسې او د هغوى د زړونو د سپېڅلتيا او پاكۍ لپاره غوره دى او تاسې حق نه لرئ،چې “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) وروسته يې له مېرمنو سره نكاح وكړئ؛ځكه دا كار د خداى په نزد ستره (ګناه) ده .))[22]

پېغمبر اکرم (ص) او پاکوالى

پېغمبر اکرم پاکوالي ته خورا ارزښت ورکاوه .کله به يې خپل مسواک تر غوږو شاته ايښووه،چې  ژر يې رواخستاى شي .

يوه ورځ يې وليدل،چې د جومات په يوه ګوټ کې توکاڼې پرتې دي؛نو ژر يې پر يوه ټوکر پاکې کړې .

په دوبي کې خپلې جامې په يوه ديګ کې خوټولې .

د هر مرغه غوښه يې نه خوړه؛بلکې د هغه مرغه غوښه به يې خوړه،چې په خپله يې دانه ورکړې وي .

وېښتان يې ږومنځول او تل يې عطر پورې کول .

پېغمبر اکرم (ص)  او ځوانان

١- د “زيد بن حارثه” په نامه يو ځوان و،چې په يو يرغل کې اسير او لاس په لاس شو،چې بالاخره پېغمبر ته يې سر راورسېد . هغه شتمن پلار درلود او د خپل زوى د بيا اخستو لپاره پېغمبر اکرم ته راغى، و يې ويل :دا زما زوى دى،بېرته يې راکړه او فديه يې واخله .

پېغمبر اکرم وويل : واک يې په خپل لاس کې دى،که غواړي ستون شي؛نو زه يې بې فديې درکوم .زيد هلته ولاړ و او دا خبرې يې واورېدې،و يې ويل :زه نه ستنېږم .پېغمبر اکرم هم،چې له اسلام سره د زيد مينه او پتمني وکته؛نو د کعبې تر څنګ يې خلکو ته وويل : هغه مې خپل زوى ويلى کړ او خپله د عمه لور يې،چې يوه ازاده مېرمن وه ورنکاح کړه .په دې حرکت پېغمبر اکرم دوه جاهلي دودونه مات کړل . يو داچې اجازه يې ورکړه،چې مريى زوى شي او دويم داچې اجازه يې ورکړه،چې ازاده ښځه هغه هم د خپلې عمه لور يې د يو مريي مېرمن شي . (هو ! د پېغمبر اکرم په ټولو چارو کې يو ډول حکمت ليدل کېږي)

٢-پېغمبر اکرم د خپل ژوند په وروستيو ورځو کې د “اسامه” په نامه يو ١٨ کلن ځوان سرلښکر کړ او ټولو مشرانو ته يې حکم وکړ،چې له حکمه يې لاروي وکړي، و يې ويل :د خداى لعنت دې پر هغوى وي،چې د اسامه له لښکره سرغړونه کوي .

٣- پېغمبراکرم په مدينه د “مصعب”په نامه يو ځوان د اسلام د تبليغ مسوول کړ . هغه يو ښکلى ځوان او له شتمنۍ کورنۍ ځنې و،چې په  مکه کې يې له خپلې کورنۍ په پټه ايمان راوړى و .موروپلار يې ترې ټول امکانات ان جامې يې ترې واخستې؛هغه له ځانه يو ټوکر راتاو کړ او ځان يې پېغمبر اکرم ته راورساوه او خپله پتمني يې ورته جوته کړه او د احد په جګړه کې شهيد شو .

٤- د علي بن ابيطالب يې خورا درناوى کاوه،چې ٣٠ کاله تر پېغمبر اکرمه کوچنى و .

٥-جعفر طيار د حضرت علي ورور،چې په افريقا کې د اسلام بنسټګر شو .

٦-د خداى د استازي په ارزونه کې عمر مطرح نه و .د اسلام پېغمبر علي خپل ځان ګاڼه . (د مباهلې آيت ته اشاره)

د پېغمبر اکرم (ص) نورې ځانګړنې

د پېغمبر اکرم ځينو مېرمنو،چې ترې وغوښتل،چې په لاس ته راغليو غنايمو کې برخه ورکړي او ويې ويل :تر څو به مو وضع دومره ساده وي ؟ پېغمبراکرم خپه شو ويې ويل :زما ژوند ساده ژوند دى که غواړى ژوند راسره وکړئ،صبر وکړئ که نه غواړئ؛نو چمتو يم طلاقې مو کړم .

يوه ورځ د خپلې لور فاطمې کور ته ولاړ،و يې ليدل،چې بنګړى يې په لاس کړى دى او نوې پرده يې رازوړنده کړې ده، پېغمبر اکرم بې له څه ويلو ووت .فاطمة الزهرا يې په تندي پوه شوه او ژر يې خپل بنګړى پېغمبر اکر م ته ولېږه او پيغام يې ورواستاوه،چې څنګه دې خوښه وي،هغسې يې ولګوه .

رسول الله د چا په مخ کې خپلې جامې نه ايستې .

د چا په مخ کې يې پښې نه غځولې .

په ورين تندي يې خبرې کولې او ټولو ته يې پام و .

کله به يې د مطلب د ښه پوهاوي لپاره درې ځل تکراروه .[23]

ان ماشومانو او ښځمنو ته به يې غږ او ځواب په درناوي ورکاوه .[24]

د ناروغانو پوښتنه يې کوله او ډاډ يې ورکاوه .[25]

د کوره د وتو پر مهال يې ځان سينګاراوه .[26]

نېکچاريو ته يې انعام ورکاوه؛يوه ورځ يې يو سړى پر لمانځه وليد،چې په خورا له مانا په ډکو جملو له خداى سره راز و نياز کوي .و يې ويل :لمونځ يې چې پاى ته ورسېد؛نو ما ته يې راوړئ .چې راغى؛نو آنحضرت ورته د سرو زرو يوه سيکه ورکړه و يې ويل : (( وهبت لک الذهب لحسن ثنائک على الله ))[27] داچې ښه حال دې درلود او ښه دې خداى ستايه؛نو دا سيکه دربښم .

تر خوړو او څښلو مخکې يې “بسم الله” ويله او وروسته يې ترې “الحمد الله” ويله .[28]

ناسته پاسته يې د خداى له ذکر سره وه .

يوه ورځ يې يو کارګر وليد،چې د ډېر کار له امله پرې تڼاکې راختلي دي؛نو د هغه لاس يې ښکل کړ .[29]

د هغو وګړيو به يې ډېر درناوى کاوه،چې خلکو به يې درناوى کاوه او کله به يې د چارو واګې هماغې وګړي ته ورسپارلې .

د بدو چاريو او نېکچاريو پر وړاندې بې توپيره نه و؛بلکې هم هڅاندى و او هم نيوکه کونکى .

د خلکو له ښيون او هدايت سره يې دومره مينه درلوده،چې زړه به يې سوځېده،چې  آيت راغى،چې قرآن مو دې لپاره نه  دى درلېږلى،چې ځان وکړوې (ما انزلنا عليک القرآن لتشقى).

په غونډه کې به يې له بېل بېل وګړي سره  داسې بنډار کاوه، چې هر چا به ننګېرل،چې تر ټولو پېغمبر ته  نږدې يم .

کله به ترې ځينو يارانو غوښتل،چې خپلو دښمنانوته دې ښېراوې وکړي؛خو آنحضرت به ورته ښېراوې نه کولې او تل يې دعا دا وه،چې خدايه دا خلک هدايت کړې .

تر شوني بريده يې سوالګر ته منفي ځواب نه ورکاوه ان يوه ورځ يوې ښځې خپل زوى پېغمبر اکرم ته راولېږه و يې ويل : آنحضرت (ص) ته ووايه،چې خپل کميس دې موږ ته راکړي او آنحضرت (ص) هم ورکړ؛خو آيت راغى : (( لا تبسطها کل البسط ))[30] حق نه لرې هر هغه څه چې لرې، د خداى په لار کې يې انفاق کړې .

په غوڼدو کې به ګرد کېناستل .

د قانون په پلي کولو کې يې په چا کې توپير نه کاوه .

پېغمبر اکرم به د اسيرانو او مريانو په باب خورا سپارښتنې کولې او له يوې اسيرې مېرمنې سره يې واده وکړ،چې په دې عمل يې د خلکو مينه اسيرانو ته راماته کړه او ډېرو مسلمانانو ډېرى اسيران ازاد کړل .

د خداى استازي به ويل : هماغه خواړه او جامې ورکړئ، چې په خپله هم ترې ګټنه کوئ او په پتمنو ټکيو ورته نوم واخلئ،چې د پتمنۍ احساس وکړي او خپه نشي .

له شتمن او نشتمن سره يو شان چلېده . په خبرو اترو کې يې له شخړو او بې ځايه خبرو ډډه کوله او د خلکو په نيمګړتيا راسپړنې پسې نه و .

پېغمبر اکرم د هر افراط و تفريط مخنيوى کاوه .

١-وايې ورېدل،چې يو سړي د اولاد په درلودو خپله ټوله شتمني وقف کړې ده او خپل اولاد ته يې ميراث نه دى پرېښى؛ نو خپه شو، و يې ويل :دا افراط کاري سمه نه ده .

٢- وا يې ورېدل،چې ځينو يارانو يې خوب،خوراک او کوروالى پرېښى دى او پر عبادتونو بوخت شوي دي؛نو ټول يې راوغوښتل او ددې چار له امله يې ورټل .

٣-وا يې ورېدل،چې يوه ښځه يې په جګړه کې اسيره کړې ده او تر اسارت وروسته يې ورته د خپل مېړه مړى ښوولى دى، چې د ښځې زړه ښه وسوځوي؛نو خورا خپه شو،و يې ويل: که څه د دښمن او کافر مېرمن ده او له موږ  سره جګړې ته راغلې ده او زموږ کوټلې دښمنه ده؛خو اوس،چې اسيره شوې ده؛نو موږ بايد په عدالت ورسره چلن وکړو او د مېړه د مړي په مخ کې ددې ښځې تېرول له عدالته لرې چلن و .

د پېغمبر اکرم (ص) عبادي سيرت

د پېغمبر اکرم بندګي او عبادت و،چې کمالاتو ته يې رسولى و .

معراج ته ځکه ولاړ،چې د خداى بنده و . (اسرى بعبده)

ځکه رسول شو،چې  د خداى ‌بنده و . (و اشهد ان محمدا عبده و رسوله)

وحې ورته ځکه راتله،چې د خداى بنده و . (فاوحى الى عبدک)

په مزمل سورت کې ورته لومړي احکام دا وو،چې د شپې عبادت  کوه . (نصفه اوانقض منه قليلا اوزاد)

په هماغه سورت کې ورته خطاب شوى دى،چې پېغمبره ! ته د ورځې تګ راتګ او اوږده کوښښونه لرې؛نو د شپې بايد عبادت وکړې او په هغه پورې زړه وتړې .

د اسراء سورت په ٧٩ آيت کې خپل استازي ته وايي : او د شپې يوه برخه ويښ وسه او تهجد او عبادت وکړه او دا سوا دنده په تا پورې ځانګړې ده . (د شپې لمونځ پر نورو ف رض نه دى) هيله ده،چې (د شپې د لمانځه له امله) دې خداى خوښ او محمود مقام ته ورسوي .

 

 

[1] .آل عمران/١٥٩؛تفسير نمونه ٣/١٤٢.

[2] .د استاد مطهري د سيره نبوي مقالات .

[3] .فروغ ابديت٢/٤٤٣-٤٩٥؛تفسير نمونه د آل عمران تر ١٥٩ آيت لاندې .

[4] . کافرون/٦

[5] .قلم/٩

[6] .د زيد په نامه يو سړى د پېغمبر اکرم زوى ويلى (نه واقعي زوى) و.په جاهليت کې ګروهمن وو؛لکه څنګه چې انسان د خپل زوى له مېرمنې سره واده نشي کولاى،د خپل زوى ويلي له مېرمنې سره هم واده نشي کولاى؛نو زيد چې خپله ښځه طلاقه کړه؛نو رسول الله ورسره د خداى په حکم واده وکړ،چې دا جاهلي دود له منځه ولاړ شي .

[7] .مزمل /٢-٣

[8] .د نور تفسير١/٣٨٩-٤٠٠

[9] .تحريم /٣

[10] . له شيعه او اهلسنتو په دوه پنځوس حديثونو کې رانقل شوي،چې له “صالح المومنين “نه مراد حضرت علي ابن ابيطالب دى .

[11] .نساء/١٩

[12] .مستدرک الوسائل٢/٦٤٣

[13] .وسائل الشيعه ١٤/١٢٢.

[14] .نحل /٥٨.

[15] .مستدرک الوسائل ٢/٦١٤-٦١٥

[16] .وسائل الشيعه ١٥/١٠١

[17] . د حلبي سيرت ٣/٦٨ .

 

[18] .کافي ٦/٤٨

[19] .اخلاق نبوي وچې هغه هم له بحارالانوار ٤٣/٢٨٥ څخه اخستى دى .

[20] . سنن النبي ٥٣ او ٦٧ مخونه .

[21] .بحارالانوار ١٦/٢٨١

[22] .احزاب /٥٣.

[23] .اخلاق نبوي،٢٥ مخ .

[24] .سنن النبي ،٥٣ مخ .

[25] .مکارم الاخلاق ،٣٥٩ مخ .

[26] .سنن النبي ،٤٢ مخ .

[27] .حياة الحيوان٢/٦٣

[28] بحار١٥/٣٣٥

[29] .سيره نبوي، مصطفى دلشاد،چې هغه هم له ” العمل و حقوق العامل فى الاسلام ٣٠٥ مخه اخستى دى .

[30] .طه/٢

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست