حضرت فاطمه الزهرا
د فاطمة الزهرا زوکړه فاطمة الزهرا د جنت مېوه ده : حضرت جبراييل امین پر پېغمبر اكرم نازل شو او و يې وويل: ((خداى درباندې سلام وايي او تر څلوېښتو ورځو پورې حضرت خديجې ته مه نږدې كېږه.)) په دې موده كې به پېغمبر اكرم د ورځې روژه و او د شپې يې لمونځونه […]
د حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه
د حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه حضرت خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو عربو د مظلومانو د ملاټر په موخه […]
په قرآن کې پرښتو ته يوه کتنه
په قرآن کې پرښتو ته يوه کتنه د هستۍ د سنبالنې په چارو کې پرښتې د الهي فرمانونو د اجرا کولو دنده لري . په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې،چې دهماغې دندې نوم پرې ايښوول شوى دى : *النَّازِعَاتِ (نازعات/۱) . *الصَّافَّاتِ(صافات/۱) . * لزَّاجِرَاتِ (صافات/۲). *النَّاشِرَاتِ (الناشرات/۳) . […]
پر نورو ملنډې وهل
پر نورو ملنډې وهل *ملنډې وهل خوخلکو ته يوازې يوه ګناه ښکاري ؛خو په حقيقت کې څو ګناهګانې دي ؛لکه : په ملنډو وهلو کې د بل سپکاوى، د نورو د عيب رابرسېرول، درز اوچول، غيبت ، کینې، فتنې راپارونې او د غچ اخستو ګناوې پکې وي. د ملنډو جرړې په څه کې […]
په قرآن کې سوله
په قرآن کې سوله مؤمنان سره ورونه دي ؛نو د هغوى ترمنځ سوله او روغه وکړئ؛نو ځکه ښه به وي،چې پر روغه او سوله رڼا واچوو: په قرآن مجيد کې د سولې (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ) ( نساء/ ١٢٨ ) ،سمونې(وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ)( انفال /١)، د زړونو لاس ته راوړل (فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)( آل عمران / ١٠٣) […]
ورورولي
ورورولي *د اسلام يوغوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (يونس/ ٦٥)؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک […]
په اسلام کې خبر
په اسلام کې خبر اسلام د خبر په باب خورا ټنګارکړى دى لکه : *الف : په قرآن کې راته حکم شوی،په څه چې نه پوهېږئ؛نو ورپسې مه ځه؛ځکه په قيامت کې مو سترګې ،غوږونه او زړونه پوښتېدوني دي . ((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ […]
غیبت
غیبت څه ته وايي؟ *غيبت دې ته وايي،چې که د يو چا په نه شتون کې يې په باب داسې څه ووايې،چې خلک ترې خبر نه وي او هغه انسان يې په اورېدو خپه شي . ( وسائل ۸/٦٠٠- ٦٠٤) نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا،چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي،غيبت […]
اصحاب کهف
اصحاب کهف دا چې ((اصحاب کهف )) د ځمکې پر کومې سيمې اوسيدل او دا غار،چېرته دى ؟ په دې اړه د پوهانو او مفسرانو ترمنځ زياتې خبرې اترې شته ؛خو په دې اړه دوه خبرې سمى په نظر راځي . ١_ دا پيښه د (( افسوس )) په ښار کې پيښه شوى ،چې دا […]
د قرآن مجيد د تفسير ډولونه
(( د قرآن مجيد د تفسير ډولونه )) قرآن مجيد د څښتن تعالى کلام دى او د څښتن تعالى کلام دهغه د مبارک ذات په څېر بې انتها دى؛نوله همدى امله د قرآن کريم بې پايه سمندر په بشري مقياسونو نشو کچ کولاى او نه یې ژوروالى درک کولاى شو؛خوبيا هم هرڅوک […]