تبلیغات

ورورولي *د اسلام يوغوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (يونس/ ٦٥)؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک […]

ورورولي

*د اسلام يوغوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (يونس/ ٦٥)؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک د هغه دى)( بقره/ ١٦٥) بيا پايله اخلي،چې ولې هره ورځ د يوه له شاو خوا تاوېږې راتاويږئ ؟! دغسې په دې آيت کې وايي : ټول مؤمنان يو د بل وروڼه دي،بيا وايي : اوس نوچې ټول سره وروڼه ياست ؛نو څه ته شخړې کوئ !؟ ټول د يو بل دوستان اوسئ .

نوځکه د يو وګړي او ټولنې سمونې ته بايد لومړى د هغوى اندیز- فکري اوګروهیز- اعتقادي بنسټ سم شي اوبيا د انسان چلن .

*د ورورلۍ طرحه او د ورور د څرګندنې- اصطلاح کارول د اسلام نوون – ابتکار دى . پېغمبر اکرم(ص) له اوو سوو تنو سره په “نخيله” کې و،چې جبراييل راغى،ويې ويل : خداى د پرښتوپه منځ کې ورورلي راوستې. حضرت پېغمبراکرم هم د خپلو اصحابو په منځ کې ورورلي راوسته او څوک چې د چا هم اندى – همفکر و، دهماغه ورورشو؛ لکه : حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره ، حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره ، حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره ، حضرت طلحه له حضرت زبير سره ، حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره حضرت حمزه له حضرت زيد بن حارثه سره ، حضرت ابودردا له حضرت بلال سره ، حضرت طيارله حضرت معاذبن جبل سره،حضرت مقداد له حضرت عمارسره ، ام المؤمنين عايشه بي بي له ام المؤمنين حفصې بي بي سره ،حضرت ام سلمه له حضرت صفيې سره او په خپله آنحضرت (ص) له حضرت علي سره ورورنه شول . ( بحار۳۸/٣٣٥)

د احد په عزا کې پېغمبر ااکرم (ص) حکم وکړ، دوه تنه شهيدان ( حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمربن جموع ) چې سره ورورنه شوي ول ، په يو قبرکې ښخ کړئ . ( شرح ابن ابی الحدید ١٤/٢١٤ – بحار۲۰/١٢١)

*د نسبي ورورلۍ پړى يوه ورځ شلېږي ، (فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ) (مومنون /١٠١) ؛خو د ديني ورولۍ پړى ان د قيامت پر ورځ هم تړلى وي .( إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ )(مجر/ ٤٧)

خورلڼې د مؤمنو مېرمنوو ترمنځ هم شته؛ لکه څنګه چې د اخوت تعبير د ښځوپه هکله په يو بل ځاى کې هم کارول شوى (وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء)( نساء/ ١٧٦)

*ورورولي بايد يوازې د خداى لپاره وي ، که څوک له چاسره د دنيا لپاره ورور شي؛نوخپل مطلب ته به ونه رسى او داسې ورونه به د قيامت پر ورځ يو د بل دښمنان وي . ( بحار۷۴/ ١٦٧)

قرآن وايي :

((الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ(زخرف/۶۷) =پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان د يو بل دښمنان وي.))

*تر ورور موندنې ‏د ورورلۍ پالنه مهمه ده . ډېرو روايتونو هغه کسان رټلي ،چې خپل ديني وروڼه يې پرېښي دي،ان سپارښتنه شوې،چې که وروڼه دې له تا ‏لرې شول ؛نوته ترې ځان مه لرې کوه . ‏( بحار۷۸/ ٧١ )

*روايتونه وايي : په ديني وروڼو کې مو ‏هغوى ته ډېر پام وسه،چې پخواني دي او که خطا ترې وشوه ؛نو خير دى،ته ورته څه مه وايه او که غواړې بې عېبه دينې ورور ‏پيدا کړئ ؛ نو بې وروره به پاتې شې. ( ميزان الحکمة )

*روايتونو د هغو کسانو د ثواب په هکله ډېر څه ويلي ،چې د يو ديني ورورستونزه هواره کړي،ان ويلي يې دي،چې که چا د يو ديني ورور ستونزه هواره کړه ؛نوخداى به یې د قيامت پر ورځ زر ستونزې هوارې ‏ کړي. ( ميزان الحکمه )

*امام صادق وايي : مؤمن د مؤمن وروردى؛لکه د يو بدن په څېر،چې که غړي يې پر درد شي؛نو ټول بدن دردوي .

(ژباړن : رحمان بابا وايي :

آدم زاد په مانا واړه یو صورت دی

هــــر چــې بـل ازاروي هغه ازار شي

 

د ورورولۍ حقوق

*د خداى رسول (ص) وويل : مسلمان پرخپل مسلمان ورور دېرش حقه لري ، چې بايد پرځاى یې کړي لکه :

١_ بښنه او لورنه ‏.٢ د راز ساتنه .٣—د تېروتنوجبران . ٤_ د عذر منل .٥_ د بدانو پر وړاندې ‏يې دفاع .٦_ خيرغوښتنه . ٧_ پر وعده عمل . ٨_ د ناروغۍ پر یې مهال پوښتنه .٩—د جنازې لمونځ . ١٠_ د بلنې او ډالۍ منل . ١١—ورته ډالۍ ورکول . ١٢—د ښه چارو پر وړاندې ترې مننه .١٣—ورسره مرسته . ١٤—‏ د حيا او ناموس يې ساتنه . ١٥—د اړتيا په وخت کې يې په کار راتلل . ١٦_ د ستونزو هواري ته ‏يې واسطه کېدل . ١٧—که ورک وي ورته لار وښيي .١٨—پرشي ته يې یرحمکم الله ويل . ١٩—د سلام ځواب ورکول . ٢٠—د خبرې درناوى . ١٢—له دوست سره يې دوست او له دښمن سره يې دښمن وي . ٢٤—په غم او ناوړه پېښو کې یې ځان ته نه پرېښوول . ٢٥— څه چې ځان ته خوښوي هغه ته دې هم خوښ کړي او ….. ( بحار۷۴/ ٢٣٦)

*په حديث کې راغلي : پېغمبر(ص) چې د (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) آيت ولوست ؛نو ويې ويل : (( د مسلمانانو وينه يو له بل سره برابره ده . که له مسلمانانو يو ساده تن هم وعده وکړه ؛ نو بايد ټول پرې ولاړ اوسئ، د ساري په ډول : ‏که يوعادي مسلمان هم چا ته پناه يا امان ورکړ؛نو ټول بايد پردې تړون ودرېږي او د شريک دښمن پر وړاندې ‏سره يولاس شي (تفسيرقمي۱/٧٣)

*حضرت علي، کميل ته وويل : هغه ورور دې ورور نه دى ، چې ورسره مينه نه لرې . (تحف العقول ، ١٧١مخ )

*انسان په بشپړايمان کړاى شي د خداى د اولياوو په ليکه کې ودرېږي . (سَلمان مِنّا اهل البيت) .( سلمان زما له کورنۍ څخه دى ) ( بحار۱۰/١٢٣مخ )؛لکه څنګه چې په کفر، انسان له کړۍ ‏ووځي؛لکه خداى،چې ‏نوح علیه السلام ته يې د زوى په هکله وويل : (إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ) . ( هود/ ٤٦)( هغه له تا څخه نه دى . )

 

غوره او ښه ورور

روايتونه غوره او ښه ورور داسې ښيي : غوره او ښه ورور‏ دې هغه دى،چې خير دې غواړي او زړه يې درباندې سوځي او ان پر تريو تندي دې د خداى لاروۍ ته اړ کړي،ستونزې دې هوارې ‏کړي او د خداى لپاره درسره ملګرى وي،کړه وړه يې ستا د ودې لامل شي،خبره يې ستا پوهه زياته کړي،په تيروتنو پسې دې ولاړ نشي او که نيمګړتیا يې درکې وليده درته يې ووايي ، پرناسمه له تلو دې وساتي، مات مخى – حياناکه ، امين ، رښتين او لمونځ ته د پام اړولو خوى ولري او په تنګسه او پراخۍ کې دې هېر نه کړي .( ميزان الحکمه )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست