تبلیغات

خداى په دې آيت، ټول انسانان او پېريان له دې واقعيت سره مخامخوي، چې د خداى د نعمتونو په باب غور وكړي او خپل عقل وپوښتي، چې د خداى كوم يو نعمت انكارېدونكى دى او كه نه دى؛ نو ولې د خپل نعمت ولي ونه پېژني، ولې يې سپېڅلي درشل ته سر نه كښته كوي؟ […]

خداى په دې آيت، ټول انسانان او پېريان له دې واقعيت سره مخامخوي، چې د خداى د نعمتونو په باب غور وكړي او خپل عقل وپوښتي، چې د خداى كوم يو نعمت انكارېدونكى دى او كه نه دى؛ نو ولې د خپل نعمت ولي ونه پېژني، ولې يې سپېڅلي درشل ته سر نه كښته كوي؟ ددې آيت بيا ځلي نه يوازې له فصاحت سره په ټكر كې نه دى، چې پخپله د فصاحت يو فن دى. دا كټ مټ دې ته ورته دى، چې يو پلار خپل غافل زوى ته وايي: ايا خپل ماشومتوب او بېوسي دې هېره كړې؟ هېر دې كړل، چې ناروغ شوې؛ نو غوره طبيبان مې درته راوستل او ستا درملو ته مې خوارۍ كولې؛ هېر دې كړل، چې د بلوغ منګ ته ورسېدې او مېرمن ته دې اړتيا درلوده؛ نو پاكه ښځه مې درته وكړه؟ او د كور ټول لوازم مې درته چمتو كړل؛ نو دا سرغړونه او سخت زړي څه ته؟ منان خداى هم خپل ډول ډول نعمتونه دې هېروونكي بشر ته وريادوي او په هر يو نعمتونو پسې ترې پوښتي، چې كوم يو یې نه منئ. (نمونه تفسیر، 23: 113 مخ) د دوزخيانو د ځينو سزاګانو تر يادولو وروسته هم دا آيت راغلى، چې په واقع كې، عذاب يې هم يو نعمت دى؛ البته نه پخپله دوزخيانو ته؛ بلكې د انسانانو او پېريانو د غونډال ټولګې ته. ( تفسیر المیزان ۹/ ۱۰۲)

سرچینه : شرح آیات منتخب قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!