د خداى بندګي
د خداى بندګي حج سرايښوونه،تسليمېدل او رضا ده ،د خداى تر حکم لاندې راتلل دي ، مينه او ستاينه ده . حج د تعبد ننداره ده او تعبد له عبوديت او امره د اطاعت نښه ده او که نه ځاى پرځاى دا پوښتنې رامنځ ته کېږي چې : کعبه ولې په دې توده خاوره کې […]
پر ((زمانې)) پوهېدنه ديني اړتيا ده
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر((زمانې )) پوهېدنه ديني اړتيا ده په قرآن مجيد کې د يو سورت نوم ((عصر)) دى، چې ددې سورت پر منځپانګې تر پوهېدو روسته ، ټولو هېواد والو ته جوتېږي، چې څنګه موږ د ملي، سيمه ييزو او نړيولو شرايطو له سمې ګټنې، په هېواد کې ټیکاو راولو او نظام ټينګ […]
ماعون
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د فرهنګي اړتياوو لرې کول يو ډول ((ماعون )) دى هېواد مو د بيارغاونې په پړاو کې دى، او دا چې مسلمانان يو؛نو ښايي، چې پر ديني بنسټونو د بيا رغاونې چارو ته ورودانګو، چې لاندې ليکنه له دې موخې سره مرسته کوي او له ګردو سياسي او ټولنيزو سازمانو […]
قدر سورت تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قدر د سورت انځور د قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکې سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي. دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې د ارزښت په اړه دوام مومي ،چې تر زرو […]
دعبادت پراخوالى
دعبادت پراخوالى مؤمن نه يوازې دا چې لمونځ کوي؛بلکې د عبادت د فرهنګ خپرولو ته هم هلې ځلې کوي.حق ته بلنه او د تبليغ دنده د هرمؤمن په غاړه ده.تر ايمان او صالح عمل وروسته خداى،انسان دې ته هڅوي،څو خلک حق او صبر ته راوبولي.[ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (عصر/٣) ] که لس سګرټ […]
عبادت نه عبوديت
عبادت نه عبوديت ظاهري ستاينه او غاړه ایښوونه که بې د زړه له قبلېدو وي؛نو بې ارزښته ده. بنده بايد بې قيد اوشرطه د خداى امر ته غاړه کېږدي او پر وړاندې یې له خپلو شخصي سليقو؛خوښو اوغوښتنو تېرشي او دا چې دا کار د نور خلکو ښه راځي که نه،پردې هم بايد سترګې پټې […]
دعبادت آفتونه
دعبادت آفتونه شيطان د انسان پخوانې دښمن دی او تل انسان ته په لار کې ناست وي،څوعبادتونه يې بې پايلي اوتباه کړي. شيطان چې له کومو لارو ګټنه کوي،څو انسان پرې بې لاري او عبادتونه يې باطل کړى هغه دا دي: ( ١) ريا یا ځانښکاري څوک چې د خداى لپاره عبادت نه کوي او […]
کليدي ګناهونه
کليدي ګناهونه لکه څرنګه چې کمزوري او زړښت د ډول ډول ناروغيو د راټوکېدنې لاملېږي؛نو همدا شان کله ناکله ځينې ګناهانو هم نورو ګناهونو ته لار هواروي، چې دا دي : حسادت حسادت انسان پر ډول ډول ګناهونو؛لکه تورلګول، دروغ ويل ، پر نورو بريد کول او …..اخته کوي. امام صادق په دې باب وايي: […]
د شخصيتونو ګناه
د وګړو – شخصيتونو ګناه : کوم کسان چې په ټولنه کې ځانګړى مقام او ځای لري ؛نو ګناه يې له نورو سره يو شان نه ده او ښائي د داسې خلکو صغيره ګناه د کبيره ګناه حکم ولري؛ځکه چې ګناه يې دوه اړخه لري ؛وګړنى اړخ او بل ټولنيز اړخ. له ټولنيز اړخه د […]