تبلیغات

کليدي ګناهونه لکه څرنګه چې کمزوري او زړښت د ډول ډول ناروغيو د راټوکېدنې لاملېږي؛نو همدا شان کله ناکله ځينې ګناهانو هم نورو ګناهونو ته لار هواروي، چې دا دي : حسادت حسادت انسان پر ډول ډول ګناهونو؛لکه تورلګول، دروغ ويل ، پر نورو بريد کول او …..اخته کوي. امام صادق په دې باب وايي: […]

کليدي ګناهونه

لکه څرنګه چې کمزوري او زړښت د ډول ډول ناروغيو د راټوکېدنې لاملېږي؛نو همدا شان کله ناکله ځينې ګناهانو هم نورو ګناهونو ته لار هواروي، چې دا دي :

حسادت

حسادت انسان پر ډول ډول ګناهونو؛لکه تورلګول، دروغ ويل ، پر نورو بريد کول او …..اخته کوي.

امام صادق په دې باب وايي: ((ان الحَسَد يَاكُل الاِيمانَ كَما تَاكُلُ النّار الحَطَب لکه څرنګه چې خس په اور کې سوځي؛ حسادت هم ايمان خوري،حسود هرڅه ته لاس اچوي او تل په دې لټه کې وي چې خپل سيال مات کړي.[1]))

بخل او حرص

بخل د زکات او خمس د نه ورکړې لامل ګرځي او پردې سربېره بخيل د خلکو هم نه خوښېږي؛نو ځکه د ناوړو شکونو او بد رد ويلو لامل ګرځي .

حضرت علي (ک) وايي: ((البُخلُ جامِع لِمساوِى العُيُوب وَ هُو زمام يقادُ بِه اِلى كلّ سوء بخل د ټولو بديو راټولونکى دى او داسې قيضه ده ، چې ټولې بدۍ ځانته راکاږي.[2]))

حرص د لاندې ګناهونو لامل هم ګرځي .

ډنډۍ وهل، ګران پلوروي،بډې اخستنه،غوړه مالي،ډول ډول ناپرهېزي.

دروغ

انسان د دروغو له لارې خپلو ګناهونو ته مخونه ورکوي،چې د همدې مخونو تر سيوري لاندې په سل ګونو نور ګناهونه هم کوي.

روايت دى :(( جُعِلَت الخَبائِثُ كُلّها فى بَيتٍ و جُعِلَ مِفتاحُها الكذب ټولې بدۍ په يوه خونه کې راټولې شوې چې دروغ يې کونجي ده.[3]))

غوسه او بد اخلاقي

غوسه او بد اخلاقي د کنځلو، غيبت، دښمنۍ او ډول ډول بديو لامل ګرځي.روايت دى:((الغضب مفتاح كل شر غوسه د هرې بدۍ کونجي ده.[4]))

داسې نور عيبونه او ګناهونه هم شته،چې نورو ګناهونو ته لار هواروي؛لکه بدګوماني،حرام خوړل،شراب څښل،تېرى کول، وېره ،کبر……….او داسې نور، چې دلته يې له شرح ډډه کوو .

د خطر زنګ :

د بېلابېلو آيتونو او روايتونو له تعبيرونو، د ګناهونو د خطر پر کمزورۍ او سختۍ پوهېدلاى شو.

په قرآن کې له ځينو ګناهونو تعبېر شوى،چې مه يې کوئ . [وَلاَ تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا -؛يعنې : مال يې په اسراف مه خورئ.[5] ] په ځينو ځايونو کې تعبير شوى چې ډډه ترې وکړئ [وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ – له طاغوته لرې اوسئ.[6]] په ځينو ځايونوکې ويل شوي: ورته مه نږدې کېږئ [وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ [7]او ناوړه چارو ته كه ښكاره وي او كه پټ، مۀ نژدې كېږئ]

نه کول او نه نږدې کېدل دوه ډوله خطرونه دي: د مثال په توګه وايو،د خاور تېلو ته اور او تېلى مه اچوئ ؛خو د پټرولو په باب وايو تېلى ورته مه نږدې کوئ ،چې ناورين به رامنځ ته کړي .

زنا،د پلارمړي مال خوړل او د مسلمانانو سنګرونو (مسجدالحرام) ته دکفارو ننوتل د پټرولو په شان دي،چې په قرآن کې د [وَلاَ تَقْرَبُواْ – مه نږدې کېږئ.[8] او [فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ – ((مشرکان نه ښايي چې مسجدالحرام ته نږدې شي.[9])) په غونډلو – جملو کې تعبيرشوي دي؛ دا تعبيرونه د خطر د زنګ په شان دي او دا راښيي، چې ځينې ګناهونه دومره له وسوسو ډک دي ،چې ممکن ورته نږدېوالى انسان تباه کړي او کوم څيزونه چې دې ګناهونو ته د نږدېوالي لارې چارې برابروي، بايد ډډه ترې وکړو.

[1] بحار ٧٣\ ٢٥٥

[2] بحار ٧٣\ ، نهج البلاغه ٣٧٥ حکمت

[3] بحار ۷۲/ ۲۶۲

[4] تحف العقول \ ٥٨٨ -کافى ٢\ ٣٠٣

[5] نساء/۶

[6] نحل /۳۶

[7] انعام/۱۵۱

[8] انعام/۱۵۲

[9] توبه/۲۸

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!