تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د فرهنګي اړتياوو لرې کول يو ډول ((ماعون )) دى   هېواد مو د بيارغاونې په پړاو کې دى، او دا چې مسلمانان يو؛نو ښايي، چې پر ديني بنسټونو د بيا رغاونې چارو ته ورودانګو، چې لاندې ليکنه له دې موخې سره مرسته کوي او له ګردو سياسي او ټولنيزو سازمانو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د فرهنګي اړتياوو لرې کول يو ډول ((ماعون )) دى

 

هېواد مو د بيارغاونې په پړاو کې دى، او دا چې مسلمانان يو؛نو ښايي، چې پر ديني بنسټونو د بيا رغاونې چارو ته ورودانګو، چې لاندې ليکنه له دې موخې سره مرسته کوي او له ګردو سياسي او ټولنيزو سازمانو او دولتي مؤسساتو غواړو، چې په خپلو تشکيلاتو کې دا روحيه دود کړي .

 ماعون

أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ – فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ -وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ -فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ -الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ -الَّذِينَ هُمْ يُرَاؤُونَ -وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

    1   ايا هغه دې وليد،چې د جزا (ورځ) دروغ ګڼي؟!

   2   نو دا هغه دى،چې پلارمړى ټېلوهي،

   3   او اړمن ته په خوړو ورکولو هڅاندى نه دى،

   4   نو پر هغو نمونځ كوونكيوافسوس دى،چې …

   5   له خپل نمانځه غافل دي،

   6   هغوى چې ځان ښوونه کوي؛

   7   د ژوندنيو اړينو وسايلو وركړه منع كوي .

 

دا سورت هغه کسان ګواښي، چې ځان مسلمان ښيي؛ خو خوى يې د مافقينو دى: له لمانځه غفلت؛ يعنې د لمانځۀ په اړه ناغيړي کول، د وخت له تېرېدو او قضا کېدو يې څه بآک نه درلودل؛ که تل ترې قضا کېږي او که کله کله او يا دا، چې د فضيلت وخت يې له لاسه ورکړي او يا دا، چې د لمانځۀ په ارکانو، شرايطو، احکامو او مسايلو نه پوهېږي او باطل لمونځ کوي؛ ؛نو دلته ځير شئ، چې هر لمونځ ارزښت نلري او نه هر لمونځ کوونکى جنتي دى ( فويل للمصلين) ؛نو ځکه که د لمانځه منځپانګه، موخې، ارکان او ټول شرايط په پام کې ونه نيول شي؛ نو لمونځ کوونکى به خپل لمانځه عملا ښيي، چې د جزا د ورځې څه باک نه لري.

( ٤ ) په کړو ورو کې ريا کاري

څوک چې د خلکو په مخ کې عبادت کوي ( او يا د خلکو په مخ کې يې په شدو مد ترسره کوي) دا ډول وګړي ښکاريان دي، چې د ښکار لپاره په ژبه خبرې کوي ( په مسلمانانو کې ځان له دوى ښه مسلمان ښيي او څرګنده ده، که له نامسلمانانو سره وي؛ نو د هغوى په څېر به وي)

کومه ټولنه ، چې په رياکارۍ روږدې شي؛ نه يوازې دا چې له خداى ، ښو خويونو او غوره ځانګړنو لرې کېږي؛ بلکې ګردې ټولنېزې کړلارې يې له منځاپانګې تشېږي او په يو لړ تشو ظواهرو کې رالنډېږي؛ چې دا د يوې ټولنې دردناک برخليک دى؟!

نن مو په ټولنه کې د رياکارۍ بېلابېل ډولونه تر سترګو کېږي او پردې درس تر پوهېدو روسته کړاى شئ، چې په اړه يې مثالونه ورکړئ.

ريا په روايتونو کې غندل شوي، تردې ،چې يو ډول “شرک” ورته ويل شوى.

حديث: ” د قيامت پر ورځ ريا کار ته په څلورو نومونو غږ کېږي:( ۱) کافره! (٢ ) عاجزه! ( ٣) چلي او (٤) زيانمنه! کړه وړه دې پوپنا شول او اجر دې باطل شو؛ نن د ژغورنې يوه لار هم نلرې، خپله بدله دې له هغه وغواړه،چې دا کار دې ورته کړى و.” (وګورئ: وسايل : ١/ ٥١)

حديث: پر خلکو به د اسې وخت راشي، چې په دنيا کې د تمې لپاره دننه او باطن به يې ناوړه او ککړ شي او دباندې او برسېرن به يې ښکلى وي، حال دا چې د خپل پالونکي له ثواب سره به مينه نلري، دين به يې ريا وي، په زړه کې به يې له خدايه ډار نه وي، دوى خداى پر سخت عذاب اخته کوي او د ډوب سړي په څېر، چې څومره دعا وې کوي، خداى به يې نه قبلوي. (وسايل : ١/ ٤٩)

په اسلام کې د هر عمل ازرښت په نيت پورې اړه لري.

او د خداى لپاره نيت، د عمل ماڼۍ ټينګه او شته کوي؛ نو ځکه د فرهنګي زده کړو په ترڅ کې،باید نوی کهول وپوهول شي،چې يوازې په الهى نيت د خلکو د سوکالۍ او د هېواد د رغاونې لپاره په ټولنيزو او فرهنګي فعاليتونو کې برخه واخلئ، نه د ځان ښوونې او ريا کار لپاره ، چې ولس ته ځان خدمتګار وښيئ او دننه مو بل څه وي!

( ١ ) د پلار مړيو رټل:

د پلار مړي، چې د عاطفې او مينې مرکز له لاسه وتلى ؛ نو له اروايي اړخه، انساني عاطفې ته خورا اړين دى. په نبوي احاديثو کې د پلار مړيو د پاللو او نازولو لپاره خورا روايتونه راغلي؛ نو ځکه د جزا د ورځې پر جزا د ايمان يوه ځانګړنه داده، چې بايد يتيم پال اوسې؛ ستونزو ته يې ځان ورسوې او ښۀ چلن ورسره وکړې او هغوى ، چې د يتيم پالنې کړلارې ورسره نه وي؛ نو “يکذب بالدين” پرې تطبېقېږي.

د اسلام دين، له يو بل سره نښتې ټولګه ده، چې پر قيامت باندې ايمان يې له يتيم پالنې بېل نه دى.

د فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو په ترڅ کې هر غړى ته ښايي، چې د خپلې سيمې د شرايطو په پام کې نيوو سره د پلاړ مړيو د پاللو او نازولو لپاره په عملي کړلارو لاس پورې کړي؛ که څه دا پالنه ډېره ناڅيزه وي؛ لکه ورته درس ويل، پټى يې اوبه کول، ژرندې ته غنم يې وړل او د ناروغ پوښتنه يې .

( ٢ ) د وږيو د مړولو پرېښوول

اسلام په ټولنه کې د پاړکیز غونډال – طبقاتي نظام او د وږيو د مړولو لپاره مضبوطه ګروهیزه -عقيدتي اداڼه لري، د مومن ځانګړنه راښیي، چې په خپله به هم دا پازکیز واټنونه له منځه وړي او نفقه به ورکوي او نور به هم راهڅوي؛نه دا چې يوازې په خپله يې کوي او نور نه راهڅوي او دا خو لا څه کوې، چې نه يې په خپله کوي او نه نور راهڅوي!

نو دلته ځېر شئ، چې پر قيامت ګروهه، څومره له پاړکیزې مبارزې سره تړاو لري، د جزا د ورځې پر جزا ايمان درلودل څومره له ټولنې د لوږې له منځه وړو سره تړاو لري!

دا چې “فقر ښايي پر کفر واوړي” يا “فقر، چې د کور په يوه ورۀ ننوځي، نو دين ترې په بل وره وځي” ؛ نو ځکه اسلام وایي: فقر ستره مړينه ده،په بنسټيزه توګه د کفر د جرړې د منځه وړو لپاره پر قيامت د ګروهې اغېز،پاړکیزه مبارزه ښوولې ده.

هر غړي ته ښايي، چې د خپلې سيمې شتمن راوهڅوي،چې د دوى په شتمنيو کې د بې برخو او ګدا ګرو حق ورکړي او نوي کهول ته د پاړکیزې مبارزې روحيه ورکړي.

هر عمل او هر څيز، چې د اړين اړتياوې لرې کړي، ورته ماعون وايي.

لکه چې ځينې وخت ګاونډيان له يو بله جزيي شيان لکه مالګه، اوبه، اورلګيت، لوښي او… اخلي؛ نو څرګنده ده که څوک د دې څيزونو له ورکړې ډډۀ کوي؛ نو ډېر بې ايمانه او پرېوتې دى؛ يعنې دومره کنجوس دى،چې ان دا کوچني څيزونه يې هم پر چا پېرزو نه دي، حال دا چې همدا کوچني څيزونه کله سترې اړتياوې لرې کوي او نه ورکول يې خلکو ته لوى ستونزې راولاړوي .

له “ماعون” منظور زکات هم دى،چې د ټولنې ډېرى ستونزې اواروي، دغسې ماعون ، هغه پور دى، چې يو بل ته يې ورکوئ، د ژوند وزلي دي، چې په عاديه يې نورو ته ورکوئ او همداراز هغه مرستې او ښې چارې دي، چې انسان يې ترسره کوي.

روايت دى چې: ” څوک چې له خپل ګاونډي، اړين وسايل درېغوي نو خداى په قيامت کې له هغه خپل خير دريغوي او پر خپل حال يې پرېږدي؛ نو خداى چې له چا سره داسې چلن وکړي؛ نو څومره بدحال به يې وي” ( نورالثقلين ٥/ ٦٧٩)

دلته ځير شئ، چې د خلکو د اړينو اړتياوو په باب بې توپېره کېدل څومره سزا لري؟

خداى ته د خلکو د اړتياو لرې کول دومره اهميت لري،چې يو سورت (ماعون) يې په باب نازل کړى دى او د مومن ځانګړنه يې دا ښوولې، چې د ولس د اړتياوو په لرې کولو کې به زيار کاږي. خداى ټول خلک خپل عيال ښولي او په عيال کې هغه ورګران دى، چې عيال ته يې چوپړ وکړي او اړتياوې يې لرې کړي.

زموږ جګړه ځپلې ټولنه ډېرې اړتياوې لري،هر هېوادوال که دننه وي يا بهر، چې څه يې له لاسه کېږي، باید خپله ديني او ملي دنده ترسره کړي او ځان د “يکذب بالدين” له مصداقه وژغوري.

د هېواد په ځينو برخو کې، چې په بهر کې مهاجر شوي وو، د خپلو سيمو د ښوونځيو د استادانو او د زده کړو د سويې د لوړولو لپاره يې کورسونه جوړ کړي دي؛ نو ځکه ښايي، چې زموږ هر غړى دا ښې چارې تبليغ او د خپلو سيمو بهرميشتي هم دغسې چارو ته راوهڅوي.

دا مو پر ياد وي، چې له چا سره لاسنيوى او د اړتياوو پوره کول يې د ريا او ځان ښوونې لپاره نه وي بلکې يوازې خداى ته وي.

د “ماعون” سورت موږ ته يو محک دى، چې خپل کړه وړه ورسره وسنجوو، که ورسره يې اړخ لګاوه ؛ نو بايد لا يې پياوړي کړواو که نه، په ځان جوړونه لاس پورې کړو او که نه د مسلمان په نامه به مو په عملي توګه د جزا د ورځې له جزا نټه کړى وي.

ټولو وګړیو ته ښايي، چې د ټولنې د فرهنګي او ټولنيزې پراختيا لپاره د دې درسونو تدريس په ښوونځيو، جوماتونو، دېرو او حجرو کې پيل کړي، چې فرهنګى چارې دود شي او په يو ځانګړې ډلې پورې ونه تړل شي، چې د خلکو د فرهنګي اړتياو لرې کول هم په خپله هم د “ماعون” يو ډول دى.

سرچينې : په دې ليکنه کې له الميزان ، نور ،نمونه اوتفهيم القرآن تفاسيروګټنه شوې ده .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!