تبلیغات

د وګړو – شخصيتونو ګناه : کوم کسان چې په ټولنه کې ځانګړى مقام او ځای لري ؛نو ګناه يې له نورو سره يو شان نه ده او ښائي د داسې خلکو صغيره ګناه د کبيره ګناه حکم ولري؛ځکه چې ګناه يې دوه اړخه لري ؛وګړنى اړخ او بل ټولنيز اړخ. له ټولنيز اړخه د […]

د وګړو – شخصيتونو ګناه :

کوم کسان چې په ټولنه کې ځانګړى مقام او ځای لري ؛نو ګناه يې له نورو سره يو شان نه ده او ښائي د داسې خلکو صغيره ګناه د کبيره ګناه حکم ولري؛ځکه چې ګناه يې دوه اړخه لري ؛وګړنى اړخ او بل ټولنيز اړخ. له ټولنيز اړخه د مشرانو او وګړو ګناهونه کولاى شي د ټولنې د بې لارۍ او د خلکو او د دين د تباه کېدو لامل وګرځي؛نو ځکه له وګړو او مشرانو سره د خداى حساب د نورو کسانو په شان نه دى.

د قرآن له نظره د مشرانو ګناه

د الحاقه په سورت کې راغلي :

وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ. لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ. ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ. فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ. وَإِنَّهُ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ[1]

ژباړه : او كه هغه (په دروغو) پر موږ كومه خبره تړلې واى، موږ يې ښى لاس نيوه، بيا به مو ښهرګ يې پرې کړى واى! او تاسې يو هم د هغه (دمجازاتو) مخه نشوه نيولاى. او په حقيقت كې ( قرآن ځان ساتيو) پرهېزګارانو ته نصيحت دى.

په قرآن کې د بدعت اېښووونکيو او تحريف کارانوخبرې ډېرې راغلي ؛خو خداى د يو چا په هکله هم داسې خبره نه ده کړې ( د مرۍ رګونه به ترې غوڅ کړم )؛خو پېغمبراکرم(ص) ته داسې وايي؛ځکه چې هغه ستره وګړه ده او ګناه يې هم ډېره زياته ده؛نو ځکه د علمي او ديني وګړو پازوالۍ – مسووليتونه او دندې هم ډېرې دي .

په قرآن کې د نا پازوال – غېر مسوول عالم بېلګه

په قرآن کې بې عمله پوهان له خرو او سپوو سره تشبيه او ورته ګڼل شوي دي. دګناه ګار عالم “بلعم باعورا” په هکله وايي:

وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ[2]

ژباړه: او كه موږ غوښتي واى؛ نو پدې آيتونو(او پوهې) مو د هغه (مقام) لوړاوه (؛خو جبر زموږ د سنتو پر خلاف دى؛ نوځكه مو پرخپل حال پرېښود)؛ خو هغه ځمكې [=دنيا] ته سر ټيټ كړ او په خپل نفس پسې ولاړ، د هغه حالت د سپي غوندې دى، چې كه ته پرې حمله وكړې، هم ژبه راځوړندوي او كه پرې يې ږدې، هم ژبه راځوړندوي (؛يعنې دومره د دنيا وږى دى، چې بېخي نه مړېږي ) دا د هغې ډلې مثال دى، چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي؛ نو دا قصې ورته وايه، ښايي چې فکر وكړي ( او راويښ شي ) .

مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[3]

ژباړه: د هغو كسانو مثال؛ پركتابونو د بار شوي خره غوندې دى،چې د تورات پر عملي كولو مكلف شوي وو؛خو عملي يې نه كړ. [وه] د هغې ډلې مثال څومره ناوړه دى، چې د خداى آيتونه يې دروغ وګڼل او خداى ظالمانو ته سمه لار نۀ ښيي.

يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا[4]

ژباړه: د پېغمبرمېرمنو! له تاسې چې هره يوه ښكاره بدكار وكړي (؛نو) هغې ته به دوه ګرايه عذاب وركړاى شي او دا (كار) خداى ته اسان دى.

د پېغمبراکرم(ص) مېرمنو په ټولنه کې ځانګړى موقعيت او مقام درلود؛نو د ګناه عذاب يې هم دوه ګرايه دى . ښايي له ښکاره ګناه موخه د ګناه ټولنېزې اغېزې وي؛نو ځکه يي عذاب هم دوه ګرایه دى.

يو سړي امام زين العابدين ته وويل : تاسې هغه کورنۍ ياست چې د خداى د بښنې ترڅپو لاندې يئ . امام په دې خبره غوسه شو او ويي ويل : څرنګه چې ته وايې، داسې نه ده،موږ د خپل نېک کار په بدل کې دوه ثوابه او د ګناه په بدل کې دوه عذابه اخلو او وروسته يې د احزاب ٣٠ او٣١ آيتونه ولوستل .

په روايتونو کې د مشرانو ګناه

پېغمبراکرم(ص) وايي:(( که د دين عالمان فاسد شول؛نو خلک هم فاسدېږي.[5]))

همداراز انحضرت (ص) وايي: (( زما د امت عوام به سم او اصلاح نشي؛خو دا چې د امت خواص سم او اصلاح شي. وپوښتل شو،څوک د امت خواص دي؟ و يې ويل: څلور ډلې دي: چارواکي، پوهان، نمنځچاري – عابدان او سوادګر. وپوښتل شو دا څرنګه کېداى شي؟ ويې ويل: واکمن د خلکو شپون وي، شپون چې ليوه شي؛نو رمه به څرنګه څروي ؟عالمان د خلکو طبيبان او رنځور پوهان دي.طبيب چې ناروغ شي؛نو څوک به د ناروغانو درملنه کوي.د خداى نمنځچاري – عابدين خلکو ته لارښوونه کوي،که لارښوونکي بې لارې وي؛نو څوک به پر لار تلونکيو ته لارښوونه کوي؟ سوادګر د خلکو امينان دي،چې کله امين خيانت وکړي؛نو پر چا ډاډ وکړو؟[6]))

پېغمبراکرم(ص) وايي: (( د قيامت پر ورځ به خداى له درې کسانو سره نه خبرې کوي او نه ورته پاملرنه او پاک به يې هم نه کړي او دردناک عذاب به ورته چمتو شوى وي؛ – شيخ زان و ملك جبّار و مُقِلّ مُختالزوړ او بوډا زناکار،ظالم واکمن او ښاڅمن – مغرور نشتمن.[7])) (٥١)

امام صادق وايي: ((يغفر للجاهل سبعون ذنباً قبل ان يغفر للعالم ذنب واحد – مخکې تردې چې د عالم يوه ګناه وبښل شي؛د جاهل اويا ګناهونه بښل کېږي.[8]))

امام صادق “شقراني” ته وويل : ((ان الحسن من كل احد حسنٌ و انّه منك احسن لمكانك منّا، و انّ القبيح من كل احد قبيح و انّه منك اقبح څوک چې نېکي وکړي،هغه نيکي ده؛ خو دا چې ته په موږ پورې تړاو لرې؛ نو هغه نېکي به لا ډېره ښه نېکي وي او څوک چې بدي وکړي، هغه بده ده ؛ خو ستابه ډېره بده وي.[9]))

حضرت علي(ک) وايي :(( زَلّةُ العالم تُفسد العَوالِم د عالم ښويېدل ټول عالمونه پوپناه کوي. [10]))

همداراز زياتوي: ((زلّة العالم كانكِسار السّفينَة تُغَرق و تُغرقُ معَها غَيرها – د عالم ښويېدل په سمندر کې دبېړۍ د ماتېدلو په شان دي،چې هم خپله ډوبېږې او هم له ځان سره سپاره کسان ډوبوي [11].))

نو ځکه د چارواکيو، مخورو، علماوو، ليکوالانو او مشرانو ګناه ډېره حسابېږي.

 

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

[1] الحاقه/۴۴ – ۴۸

[2] اعراف/۱۷۶

[3] جمعه/۵

[4] احزاب/۳۰

[5] بحار؛د بيروت چاپ ٧٤ \ ١٥٤

[6] المواعظ العدديه ۲۵ ام مخ

[7] کافى ٢\ ۳۱۱

[8] کافي ١\ ٤٧

[9] سفينۀ البحار ٢\ ٧٠٨

[10] غررالحکم ٢ \ ٤٢٦

[11] غررلحکم ٢ \ ٤٢٦

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!