تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : www.andyal.com

قرآن پوهنه (پرله پسې ۳)

د قرآن د آيتونو ظاهر او باطن قرآن يو ظاهر لري،چې د الهي آيتونو هماغه  ظاهري مانا يې ده؛ خو د رسول اكرم(ص) د وينا له مخې، قرآن هم ظاهر لري او هم با طن او په هر باطن كې يې اوه  نور باطنه  دي . آيا د قرآن ظاهراو باطن سره په ټکر كې […]

قرآن پوهنه

قرآن کریم په احادیثو کې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم فرمايي : (( پر نورو خبرو د قرآن غوراوى داسې دى؛لکه چې خداى پر خپلو مخلوقاتو غوره دى .( مستدرک الوسايل ٤\٢٣٧) د قرآن د ښوونکي او زده کوونکي لپاره ټول موجودات ان کب په سمندر کې بښنه غواړي . ( مستدرک […]

سختۍ او کړاوونه د خدای پېرزوینې

د قرآن پاک په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ سختۍ او کړاوونه الهي ډالۍ ده. د ساري […]

د ايمان ګټې او اغېزې

د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې لوري ته راکاږي؟په بله وينا […]

د حق و باطل شخړه څلورمه برخه

قرآن حکيم ته کتنه د حق او باطل په اړه ځینو آیتونو ته ځیر کېږو: ۱- د بحث په پیل کې د «بسم الله الرحمن الرحیم» په هکله مطالب وويل شول،چې د خدای “رحمانیت”،اصالت لري. قهر، عضب، جباریت او غچ ، هم چې الهي صفتونه دي، “تبعي اسماء” دي او له پېرزوېنې يې راولاړېږي. په […]

د حق و باطل شخړه دویمه برخه

(پر له پسې د حق او باطل دویمه برخه) د تاریخي ماتریالسم اصول: ۱- د فطرت او غريزې نفې انسان په خپل ذات کې نۀ ښه دی او نۀ بد. “مارکسیسم” په خپله انسانپوهنه کې انسان ته غریزه او فطرت نۀ پېژني او هر ډول دنننۍ خټه او ذات نفې کوي؛ځکه د نوولسمې پېړۍ په […]

د امام جعفر صادق (رح) مناظره

د ابن ابى العوجاء بى ځوابي عبدالكريم په “ابن ابى العوجاء” مشهور، يوه ورځ امام جعفر صادق ته ورغى چې خلك ورسره ناست وو او دى هم له امام سره غلى كيناست. امام: “داسې ښكاري چې د ځينو مطلبونو د شننې لپاره راغلى يې” ابن ابى العوجاء: هو اى د رسول الله زويه! امام: حيران […]

د رسول الله (ص) د ځوانۍ پېر

  د رسول الله (ص) د ځوانۍ پېر د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او شخصيت د نورو […]

له واده تر بعثته

له واده تر بعثته له دې څوك نټه نه کوي، چې حضرت “محمد” ننګيالى،غښتلى او غرمټ و؛ ځكه په داسې چاپېريال كې روزل شوى و،چې له هر ډول غوغا لرې و او داسې كورنۍ يې درلوده،چې د ننګ او مېړانې بېلګه وه. د حضرت خديجې په څېر شتمنه ښځه،چې يې په نكاح شوه او د […]

لومړني مسلمانان

  لومړني مسلمانان  لومړنۍ مسلمانه ښځه: په تاريخ كې څرګنده ده،چې حضرت خديجه لومړنۍ ښځه  وه، چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او په دې  باب څوك مخالف نه دي. (79)* حضرت بي بي “عايشه” وايي:(( ما به تل په دې باب زړه خوړ،چې ولې مې د حضرت خديجې روزګار ونه ليد؛له حضرت خديجې […]