تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : www.andyal.com

الزمر سورت تفسیر

د زمر  سورت پېژندګلوي دا سورت پينځه اويا آيتونه  لري او په مکه کې نازل  شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر د خداى او قيامت په هکله دى . ((زمر)) د ډلې په مانا دى او د نوم ايښوونې لامل يې ددې سورت ٧١ او ٧٣ آيتونه  دي،چې وايي : (( دوزخيان او […]

نبوت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عمومي لارښوونه پر وحې او نبوت ګروهه،انسان او نړۍ ته د “ليد” له څرنګوالي راولاړېږي؛ يعنې په ټوله هستۍ کې د عمومي لارښوونې اصل جاري دى،چې دا ډول ليد د “اسلامي توحيدي نړۍ ليد” غوښتنه ده.دا چې خداى بالذات واجب الوجود او واجب الوجود بالذات من جميع الجهات،فياض على الاطلاق دى […]

نبوت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  په الهي نړۍ ليد کې،پېغمبرانو ته د انسان اړتيا څرګنده ده .که هستي موخه لري او په خپل بهير کې پر سمه روانه  وي؛نو انسان هم  چې د نړۍ يوه برخه ده،بايد څرګنده او له هر ډول خطا پاکه لار ولري او که داسې نه وي؛نو نېکمرغه به نشي . په […]

غوره وېناوې

د کربلا تلپاتې حماسه امام حسين وويل : پر څښتن (ج) قسم ! کله به هم د ذليلو په څېر ورسره ﻻس يو نه کړم او د مريانو په څېر به ونه تښتم . ‏مرګ راته ‏نېکمرغي ده او له  ظالمانو سره ژوند را ته  بې غېرتي او  بدمرغي ده. لنډه شرح : کربلا د […]

سپېڅلې وېناوې

شيطان  صفته  وګړي پېغمبراکرم(ص)وويل : څوک چې څه وايي او يا يې په اړه څه ويل کېږي؛ خو دى پرې  بې  پروا وي؛ نو پوه  شه چې  يا يې لمنه ککړه او يا شيطان دى . (٨٠) لنډه شرح  : په ډول ډول ګناهونو کې ډوبېدل ددې ﻻملېږي او کار یې تردې رسي،پر انسان،چې هر […]

سپېڅلې وېناوې

بيړه او تريخوالى حضرت علي (ک)  وويل  :بيړه او تريخوالى لېونتوب دى؛ځکه ددې ځانګړنوخاوند به ډېر ژر پر خپلو کړنو پښېمانه شي او که پښېمانه نشو؛ نو پوه شه،چې هماغسې لېونى دى او په (خپل) لېونتوب کې ټينګ دى . (٧٠) لنډه شرح : عقل خو دا وايي،سره له دې چې انسان ‏بايد له وخته […]

سپېڅلې وېناوې

ولې له انسانه نعمتونه اخستل کېږي ؟ امام باقر (رح) وويل :څښتن (ج) تعالى غوڅ حکم کړى،چې انسانانو ته ورکړ شوي نعمتونه به ترې وانخلئ؛خو داچې هغوى پر ګناه ککړ شي او ترې  واخستل شي .  ( ٥٢) لنډه شرح : د څښتن (ج) نعمتونه نه خلاصېږي او نه خلاصېدونکي دي؛خو بې حسابه نه دي،بې […]

سپېڅلې وېناوې

د ايمان  کلکوالى امام صادق (رح) ‏وايي : مؤمن تر اوسپنې ‏هم کلک دى؛ځکه  اوسپنې ته چې تودوخه ورکړه شي؛نو اوړي؛خو که  يو مؤمن ووژل شي او بيا  ژوندى او بيا مړ شي؛ نو پوټى اوښتون به يې په روحيه کې رانشي. (٤١) لنډه شرح  : ژوند له ستونزو او پېچلو چارو ‏ډک دى،چې بې […]

سپېڅلې وېناوې

د بدمرغيو کونجي امام حسن عسکري (رح) وويل : لوى څښتن (ج) بدمرغيو او شرونو ته  قلف اچولى،چې کونجي  يې شراب دي او دروغ  تر شرابو ‏هم  بد دي . (٢٥) لنډه شرح : د بدو او ناوړه چارو په لار کې لوى خڼد عقل ‏دى،يو کلک  قلف دى، چې بدو چارو ته اچول شوى […]

ژوند دود

پوهه، تدبر، اندنه – تفکر باخبره وسئ ! هغه پوهه،چې تاسې پر سمې پوهې سمبال نه کړي؛ نو ګټوره نه ده. باخبره وسئ ! د قرآن په تلاوت کې چې له تدبره کار وا نه خلئ ؛نو ګټور نه  دى . باخبره وسئ!په هغه عبادت کې چې اندنه ‏نه وي؛ نو بې اغېزى دى . […]