بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر الرّحمن سورت   دا سورت اته اویا آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته «الرّحمن» اخستل شوې، چې د «اللّه» په څېر د الله (ج) له نامو او ځانګړیو ځانګړنو ځنې دی. امام […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

الرّحمن سورت

 

دا سورت اته اویا آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته «الرّحمن» اخستل شوې، چې د «اللّه» په څېر د الله (ج) له نامو او ځانګړیو ځانګړنو ځنې دی.

امام کاظم (رح) وویل: هر څه ناوې لري او د قرآن ناوې الرّحمن سورت دی. (وسایل: ۴ ټ، ۳۵۱ مخ)

په دې سورت کې د «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ» غونډله – جمله ۳۳ ځل تکرار شوې ده، چې په ټول قرآن کې ډېر تکرار دی. په زړه پورې خو داده، چې تکرار شوی آیت هم انسانانو او هم پېریانو ته خطاب دی، چې د الله (ج) د بې شمېره نعمتونو ځنې کوم یو به یې دورغجنوئ؟

په تېر سورت کې ګواښنه تکرار شوې وه: «عَذابِی وَ نُذُرِ»، په دې سورت کې نعمتونه تکرارېږي. (فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما …)

تېر سورت په قیامت پیل او په الهي ځواک پای ته ورسېد: (اِقْتَرَبَتِ السّاعَهُ … مَلِیکٍ مُقْتَدِرٍ)؛ خو دا سورت په لورنه پیل او په الهي اکرام پای ته رسي. (اَلرَّحْمنُ …ذِی الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ)

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

اَلرَّحْمنُ«1» عَلَّمَ الْقُرْآنَ«2»=لوراند (الله)، قرآن (یې) ښوولى،

 

ټکي:

* الله (ج) ،رحمان/ لوراند دی. «الرَّحْمنُ»

پېغمبر یې د لورنې تومنه ده. «وَ ما أَرْسَلْناکَ إِلاّ رَحْمَهً لِلْعالَمِینَ»[1]

قرآن یې هم لورنه ده. «وَ رَحْمَهٌ لِلْمُؤْمِنِینَ»[2]

* «رحمن» د الله (ج) ځانګړې نامه ده، ۱۶۹ ځل په قرآن کې راغلې او 114 ځل هم په هره «بِسْمِ اللّهِ» کې تکرار شوې ده.

* د قرآن په ځینو ځایونو کې د «الرَّحْمنُ» کلیمه د «الله» پرځای راغلې ده:

«قالُوا اتَّخَذَ اللّهُ وَلَداً»[3]

«قالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمنُ وَلَداً»[4]

«أَتاکُمْ عَذابُ اللّهِ»[5]

«یَمَسَّکَ عَذابٌ مِنَ الرَّحْمنِ»[6]

«قُلِ ادْعُوا اللّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمنَ))[7]

* د ویناوالۍ او لیکوالۍ په دود کې، د خبرې سرټکی، د ټولې وینا یا لیکنې څرګندوی دی؛ نو دلته هم چې سورت، الهي نعمتونو ته کتنه لري؛ نو په پیل کې یې «الرَّحْمنُ» راغلی دی.

* د قرآن ښوونه دې د چارو چورلیځ وي، په تېر سورت (قمر) کې څو ځل اوڅار شول، چې قرآن آسان دی: «لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ» الله (ج) یې په دې سورت کې لومړی ښووند ښوول شوی دی. «عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

*هغه پوهه د لورنې یوه پلوشه ده، چې الله (ج) درزده کړې وي. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ»

هغه پوهه د لورنې یوه پلوشه ده، چې پراخه وي. «تِبْیاناً لِکُلِّ شَیْءٍ»[8]

هغه پوهه د لورنې یوه پلوشه ده، چې لاسباړه راځنې نه غواړي او د لورنې پر بنسټ وي. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ»

هغه پوهه د لورنې یوه پلوشه ده، چې په هر وخت کې وچلي.

هغه پوهه د لورنې یوه پلوشه ده، چې بصیرت زېږې او تقوا زېږې وي.

هغه پوهه د لورنې یوه پلوشه ده، چې د وګړي او ټولنې ددې دنیا او آخرت نېکمرغي تامین کړي.

په الله د قرآن ښوونه «عَلَّمَ الْقُرْآنَ» ؛ یعنې:

حق ښوونه. «نَزَّلَ عَلَیْکَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ»[9]

د قضاوت/ورمندون ښوونه. «أَنْزَلْنا إِلَیْکَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ لِتَحْکُمَ بَیْنَ النّاسِ[10]»

د هغه څه ښوونه، چې زده کړه یې په عادي لارو ناشونې وي. «وَ عَلَّمَکَ ما لَمْ تَکُنْ تَعْلَمُ»[11]

برهان ښوونه. «قَدْ جاءَکُمْ بُرْهانٌ»[12]

د صالحو کړنو ښوونه. وَ الَّذِینَ یُمَسِّکُونَ بِالْکِتابِ … إِنّا لا نُضِیعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِینَ))[13]

د موعظې، د زړه شفا، ښیون – هدایت او لورنې ښوونه. «قَدْ جاءَتْکُمْ مَوْعِظَهٌ مِنْ رَبِّکُمْ وَ شِفاءٌ لِما فِی الصُّدُورِ وَ هُدیً وَ رَحْمَهٌ لِلْمُؤْمِنِینَ»[14]

د غیبو ښوونه. «ذلِکَ مِنْ أَنْباءِ الْغَیْبِ»[15]

د غوره کیسو ښوونه. «نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْکَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ»[16]

د حقایقو پېژندو ښوونه. «تِبْیاناً لِکُلِّ شَیْءٍ»[17]

د غوره چارو ښوونه. «وَ لا یَأْتُونَکَ بِمَثَلٍ إِلاّ جِئْناکَ بِالْحَقِّ وَ أَحْسَنَ تَفْسِیراً»[18]

له حقه د باطل پېژندو د کچې ښوونه. «أَنْزَلَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ وَ الْمِیزانَ»[19]

د روغې خبرې ښوونه. «لا یَأْتِیهِ الْباطِلُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ لا مِنْ خَلْفِهِ»[20]

د موعظې ښوونه. «فَذَکِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ یَخافُ وَعِیدِ»[21]

د ودې ښوونه. «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ»[22]

د هغه کتاب ښوونه، چې پاتېینه یې بیمه/ډاډمنه شوې ده. «إِنّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ وَ إِنّا لَهُ لَحافِظُونَ»‎[23]

 

د قرآن سرچینه

ځواک او برم: «تَنْزِیلاً مِمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَ السَّماواتِ الْعُلی»[24]

عزت او حکمت: «تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»[25]

پېرزو او لورنه: «تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»[26]

ربوبیت او وده: «تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ»[27]

 

پېغامونه:

1-د قرآن لومړی ښووند الله (ج) دی. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

2- د شریعت بنسټ رحمت دی. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

3- شبهات دې ځواب شي. د هغو کسانو پر وړاندې چې وايي: قرآن بشر پېغمبر ته ورزده کړی دی: «یُعَلِّمُهُ بَشَرٌ»[28]، باید وویل شي: الله (ج) ورزده کړ. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

4-انسان ته د قرآن ښوونه، د الهي لورنې یوه پلوشه ده. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

5-معلمي، د الله (ج) شان دی. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

6-د ښوونې او زده کړې کار دې د مینې او لورنې پر بنسټ وي. «الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

 7- قرآن بشر ته درک او پېژندوړ دی. «عَلَّمَ الْقُرْآنَ»

 

 خَلَقَ الْإِنْسانَ«3» هغه انسان وپنځاوه.

 

ټکي:

*د انسان پنځون له څو اړخونو پاموړ دی:

د تکاملي بهیر له اړخ، چې څنګه له بې ساه خاورې، ساه او شعور لرونکی موجود جوړ شو.

د توکیزو اړتیاوو د پوره کېدو له اړخ، چې څنګه یې طبیعي نړۍ په تسخیر کې ده.

د منفي او مثبتو لېوالیتاوو له اړخ، چې قرآن یې ځینو ته اشاره کړې ده؛ لکه:

ژر نهیلېږي. «قَتُوراً»[29]

حریص دی.«هلوع»[30]

زړه تنګی دی. «جَزُوعاً»[31]

زیانکار دی. «لَفِی خُسْرٍ»[32]

ډېر غواړی دی. «لَیَطْغی»[33]

ظالم دی. «ظَلُوماً»[34]

ناپوه دی. «جَهُولاً»[35]

بېړندوی دی. «عَجُولاً»[36]

ناشکره دی. «کَفُورٌ»[37]

قدرناپېژاندی دی.«کنود»[38]

نور آیتونه د انسان مثبتې ځانګړنې داسې راوړاندې کوي:

مسئولیت/پازوالي منل، آزادي او د ټاکنې واک درلودل؛

د کړنلار بدلولو شونتیا، توبه، پاڅون او دنننی اوختون؛

ستر دننني ظرفیتونه او وړتیاوې؛

ناپایه غوښتونکې ځانګړنې؛

پر ځمکه د الله (ج) ځایناستی؛

پرښتو ورته سجده کړې؛

د تقلید ځواک لري، اغېزمنېږي، یا بېلګېدای شي او اغېزمنولای شي ؛

د تضادونو تړښت، عقل او فطرت، د غریزې او شهوت پر وړاندې؛

د اندنې او نوون ځواک لري.

*داچې د قرآن ښوونې ویینه ده؛ نو قرآن پر پنځون ورلومړی شوی دی. «عَلَّمَ الْقُرْآنَ خَلَقَ الْإِنْسانَ»؛ خو هلته چې د نورو پوهو زده کړه اوڅار ده، د انسان پنځون ورلومړی دی.(خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ عَلَقٍ … .اَلَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ)[39]

 

پېغامونه:

1- الله (ج) د انسان پنځګر دی؛ نه بې جانه طبیعت. (اَلرَّحْمنُ … خَلَقَ الْإِنْسانَ)

2-د انسان پنځون د الهي لورنې یوه پلوشه ده.( اَلرَّحْمنُ … خَلَقَ الْإِنْسانَ)

3-د “تشریع کتاب” مؤلف، هماغه د “تکوین کتاب” مؤلف دی. «عَلَّمَ الْقُرْآنَ ، خَلَقَ الْإِنْسانَ»

4- قرآن پر انسان شرافت او لومړیت لري.(اند او معرفت پر جسم او توکیز طبیعت ورلومړی دی.) «عَلَّمَ الْقُرْآنَ ، خَلَقَ الْإِنْسانَ»

5-قرآن د ټولو کتابونو مخکښ او انسان د ټولو مخلوقاتو مخکښ دی. «عَلَّمَ الْقُرْآنَ ، خَلَقَ الْإِنْسانَ»

6- انسان د قرآن زده کړې تر سیوري لاندې، د خپل پنځون کمال ته لاسرسی مومي. «عَلَّمَ الْقُرْآنَ ، خَلَقَ الْإِنْسانَ»

 

عَلَّمَهُ الْبَیانَ«4»=او غږېدل يې ورښوولي

 

ټکي:

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي:«لا تجعلن ذرب لسانک علی من انطقک و بلاغه قولک علی من سددک»[40] د ژبې تراخه دې هغه ته مه ږده، چې خبرې کول یې درزده کړي او د ژبې بلاغت، څرګندتیا دې هغه ته په سپین سترګۍ مه وایه، چې ستا وینا یې قاعده منده او ښکلې کړه.

*خبرې کول او د ویناوالۍ ځواک، انسان ته یوه الهي ډالۍ ده او قرآن وینا کولو ته یو لړ احکام ورکړي؛ لکه:

مستدله او کلکه دې وي. «قَوْلاً سَدِیداً»[41]

سمه او په توله دې وي. «قَوْلاً مَعْرُوفاً»[42]

نرمه او په مینه دې وي. «قَوْلاً لَیِّناً»[43]

څرګنده دې وي. «قَوْلاً بَلِیغاً»[44]

کریمانه او په ادب دې وي. «قَوْلاً کَرِیماً»[45]

ښکلې، نېکه او ښه دې وي. «قُولُوا لِلنّاسِ حُسْناً»[46]

غورې خبرې کوئ. «یَقُولُوا الَّتِی هِیَ أَحْسَنُ»[47]

ان شخړې او نیوکیزې خبرې دې هم په غوره توګه وي. «جادِلْهُمْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ»[48]

 

پېغامونه:

1- علم تر ټولو غوره کمال دی، چې الله (ج) انسان ته ورکړی دی.( عَلَّمَ … عَلَّمَهُ) (علم او زده کړه مخکې او ورپسې د انسان پنځون خبره تکرار شوې ده)

2-ځانګړې ژبه او لغت مهم نه دي، د ویناوالۍ د ځواک آر مهم دی. «عَلَّمَهُ الْبَیانَ»

3-ژبه د وینا وزله ده او د وینا آر یوه الهي ډالۍ ده. «عَلَّمَهُ الْبَیانَ»

4-موروپلار د خبرې کولو ځواک، راڅرګندوي او فعلیت ته یې رسوي، چې الله د هر نوزېږي په بنسټ کې ایښی دی. «عَلَّمَهُ الْبَیانَ»

5-د انسان پنځون په دوو الهي ښوونو کې راغلی دی. «عَلَّمَ الْقُرْآنَ ، خَلَقَ الْإِنْسانَ ، عَلَّمَهُ الْبَیانَ»

6-د ویناوالۍ ځواک د الهي لورنې یو ځواک دی.( اَلرَّحْمنُ … عَلَّمَهُ الْبَیانَ)

7-هغوی چې په څو ژبو خبرې کولای شي، خپل هنر دې له الله وګڼي.«عَلَّمَهُ الْبَیانَ»

8-هغه پوهه ستاینوړ ده، چې وویل شي. عَلَّمَ الْقُرْآنَ … عَلَّمَهُ الْبَیانَ

 

اَلشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ بِحُسْبانٍ«5» وَ النَّجْمُ وَ الشَّجَرُ یَسْجُدانِ«6»=لمر و سپوږمۍ په [ټاکلي] حساب [ګرځي]، 6 او بوټى او ونه (په تکویني توګه) سجده (ورته) كوي.

 

ټکي:

* «حسبان» د «غفران» پر وزن، مصدر د «حساب» په مانا دی. لمر وسپوږمۍ حساب لري.

حجم، وزن او کتله یې، بېلابېل حرکتونه، د حرکت کړۍ، یو له بله او له نورو کراتو سره یې واټن، د حرکت څومره والی یې او یو پر بل یې د اغېز څومره والی، دا ټول حساب لري او دومره دقیق دی، چې پوهان د سپوږمۍ تندر نیول، د لمر تندر نیول او د نوي کال راننووتل مخکې له مخکې ټاکلی او وړاندوینه یې کولای شي.

* «نجم» هغه راټوکېدنی دی، چې ډنډرکی نلري او «شجر» هغه راټوکېدني دي، چې ډنډرکي لري. په دې آیت کې له «نجم» مراد، د «شجر» په قرینه، بوټی دی، نه د آسمان ستوری[49].

*د قرآني آیتونو له مخې، لمر، سپوږمۍ او ستوري مدار لري او ټول پر یوه لوري په حرکت او لامبو کې دي، «کُلٌّ فِی فَلَکٍ یَسْبَحُونَ»[50] او ټاکل شوی عمر لري. «کُلٌّ یَجْرِی لِأَجَلٍ مُسَمًّی»[51]

*د شپې او ورځې راتګ او د فصلونو رامنځته کېدل، ټولو خلکو او وختونو ته یوه ساده او په عین حال کې دقیق مهالوېش لري.د اسلام عبادي کړلارې؛ لکه لمونځ او روژه، د لمر د لویدیځ او ختیځ او په کال کې د سپوږمۍ چورلېدو پر بنسټ ده؛ لکه څنګه چې قرآن کریم وايي:«أَقِمِ الصَّلاهَ لِدُلُوکِ الشَّمْسِ إِلی غَسَقِ اللَّیْلِ وَ قُرْآنَ الْفَجْرِ» = د لمر له زواله (ماسپښين) د شپې تر روستۍ تيارې [= نيمې شپې ] لمونځ وكړه او (په تېره) د ګهيځ لمونځ [52]

«وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ غُرُوبِها» = او تر لمر ختو او لويدو مخكې د خپل پالونكي پاکي ستايه [53]

«ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّیامَ إِلَی اللَّیْلِ»[54]

او په روایتونو کې راغلي دي:«صم للرؤیه و افطر للرؤیه[55]»روژه دې، د رمضان میاشت د سپوږمۍ په لیدو پیل او د شوال میاشت په لیدو پای ته ورسي.

* شونې ده په آیت کې د بوټي او ونې له سجدې یې مراد، د الهي احکامو پر وړاندې تکویني خشوع وي، چې هغه مسیر چې الله ورته ټاکلی دی، بې لنډونه او کمۍ یې وهي او د پنځون قوانینو ته تسلیم دي.

 

پېغامونه:

1-ځمکه و آسمان د یوه نظام تر سمبالنې لاندې دي.( اَلشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ … اَلنَّجْمُ وَ الشَّجَرُ)

2-د ځمکنیو بوټیو ژوند او راټوکېدل یې په لمر او آسماني سپوږمۍ پورې اړوند دي.(اَلشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ … اَلنَّجْمُ وَ الشَّجَرُ)

3- هستي هغه نظام ته تسلیم ده، چې مخکې له مخکې الله ټاکلی دی. (بِحُسْبانٍ … یَسْجُدانِ)

 

وَ السَّماءَ رَفَعَها وَ وَضَعَ الْمِیزانَ«7» أَلاّ تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ«8»=او اسمان يې اوچت كړ او تله (او قانون) يې كېښود،چې په تله كې تېرى (او ټګي) ونه کړئ (او د عدالت له لارې وانه وړئ).

وَ أَقِیمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَ لا تُخْسِرُوا الْمِیزانَ«9»=او په انصاف تول وكړئ او په تله كې (ډنډۍ مه وهئ او خلكو ته) زيان مه وررسوئ.

ټکي:

*د الهي لورنې، د زده کړې او وینا د نعمت، د لمر و سپوږمۍ حساب او د موجوداتو سجده، چې په یوه ډول، له انسان او طبیعت سره د الله اړیکه ده، په ویلو پسې، دا آیتونه له ټولنې سره د انسان څرنګوالی اوڅاروي.

* په تله کې قسط هغه دی، چې نه ډېرغواړي وشي او نه تاوان.

* کتاب او میزان/تله متلازم دي. الله (ج) په حدید سورت کې وايي: «وَ أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْکِتابَ وَ الْمِیزانَ لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ[56])) په دې آیتونو کې هم قرآن ته او هم تلې ته اشاره شوې ده:(عَلَّمَ الْقُرْآنَ … أَلاّ تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ)

* تکرار د ارزښت نښه ده. په درېیو پرلپسو آیتونو کې د میزان/تلې کلیمه تکرار شوې ده، چې په بېلابېلو چارو کې د سنجش کچې او مېچوزلې ته اړتیا راښيي. ( وَضَعَ الْمِیزانَ …، أَلاّ تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ …و «لا تُخْسِرُوا الْمِیزانَ»

*د خلکو په حقوقو کې تلې ته توجه نه کول او د انصاف او عدالت نه رعایتول، انسان فسق و فجور ته ورکاږي او فسق و فجور انسان دروغجنولو ته ورکاږي، په مطففین سورت کې لولو:«وَیْلٌ لِلْمُطَفِّفِینَ» افسوس پر ډانډۍ وهوونکیو! بیا وايي: (إِنَّ کِتابَ الفُجّارِ …) او بیا وايي : «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ» حرامه مړۍ د فجور سریزه او فجور د کفر او دروغجنولو سریزه ده.

* عدل او میزان راوستو ته، اسلام دقیق او مهم احکام لري، تردې چې په روایتونو کې راغلي دي: که د قاضي پڼه تنګه وي؛ نو قاضي دې پر هغه مهال قضاوت نه کوي، هسې نه هغه دباو چې تنګه پڼه یې پر پښه راوړي، پر قضاوت یې اغېز وکړي او بیړې او ناوړخلقۍ ته یې اړ کړي او پر حق له قضاوته یې کوږ کړي!

 

د سوداګرۍ آداب

په حدیث کې راغلي دي: هغه سوداګري ارزښتمنه ده، چې د حق او رښتینولۍ پر بنسټ وي.«التاجر فاجر و الفاجر فی النار الا من أخذ الحق و اعطی الحق[57]»

حضرت علي کرم الله وجهه حکم ورکړ، چې نانږه دینارونه په څاه کې واچوئ، چې راکړه ورکړه پرې ونشي.«القه فی البالوعه حتی لا یباع شیء فیه غش[58]»

آنحضرت به هره ورځ په کوفې بازار کې ګرځېده او کله د بازار په منځ کې درېده او ویل یې:

ای سوداګرو!

«قدموا الاستخاره»،له الله خیر وغواړئ.

«تبرکوا بالسهوله»، د خلکو د سهولت په سیوري کې برکت وغواړئ.

«جانبوا الکذب»،په راکړه ورکړه کې له دروغو ډډه وکړئ.

«و تجانبوا عن الظلم»،له ظلم او بې عدالتۍ ډډه وکړئ.

«و لا تقربوا الربا»[59] سود ته مه ورنږدې کېږئ.

 

پېغامونه:

1-د آسمان او ځمکې ځګی تصادفي نه دی، د اسمانونو درېدل، حجم، اندازه او د ستوریو واټن یې حکیمانه او د الهي لورنې یوه پلوشه ده. (اَلرَّحْمنُ … وَ السَّماءَ رَفَعَها وَ وَضَعَ الْمِیزانَ)

2- عدالت د لمانځه په څېر دی او په ټولنه کې دې راولاړ شي. «وَ أَقِیمُوا الْوَزْنَ»

3- تله او سنجشوزله دې عادلانه وي او څه چې تول کېږي.«وَ أَقِیمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ»

4-د هستۍ نظام په تول دی، زموږ ژوند دې هم په تول وي. «وَضَعَ الْمِیزانَ أَلاّ تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ»

5-عدل او میزان، هم په آسمان کې د ټیکاو او پاینې لامل دی، هم پر ځمکه او هم په ټولنه کې. «وَضَعَ الْمِیزانَ أَلاّ تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ»

6- ټولنه بري ته د رسېدو لپاره دوو وزرونو ته اړتیا لري: علم او عدالت.(په نننۍ ټولنه کې علم شته؛ خو عدالت نشته.) (عَلَّمَ الْقُرْآنَ … أَلاّ تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ)

7-پر قرآن عمل، عدالت ته د رسېدو لار ده. (عَلَّمَ الْقُرْآنَ … أَلاّ تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ)

8-په چارو کې نه افراط «أَلاّ تَطْغَوْا» او نه تفریط. «لا تُخْسِرُوا»

9-د کارمندانو، چارواکیو او دیني مبلغانو له لوري کم کاري ډڼدۍ وهل دي. «لا تُخْسِرُوا الْمِیزانَ»

 

وَ الْأَرْضَ وَضَعَها لِلْأَنامِ«10» فِیها فاکِهَهٌ وَ النَّخْلُ ذاتُ الْأَکْمامِ«11» وَ الْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَ الرَّیْحانُ«12»=او ځمكه يې ګردو (ځمکني) مخلوقاتو (پېریانو او انسانانو) ته وپنځوله،چې پكې مېوې او وږيزې ډكې د کجورو ونې دي،او دانې، چې ډنډركي او پاڼې لري (، چې واښه او بوس ترې جوړېږي) او خوږبويه بوټي.

فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«13»=نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «أنام» د پنځول شویو په مانا دي، هم انسانان او پېریان او هم پر ځمکه ټول موجودات. «فاکِهَهٌ» هر ډول مېوې ته او «ریحان» هر خوشبویه بوټي ته ویل کېږي.

* «اکمام» د «کم» جمع او د هغه پوښ په مانا دی، چې مېوه رانغاړي؛ لکه څنګه «کم» د لستوڼي په مانا دی، چې لاس رانغاړي او «کمه» د ((قُبّه)) پر وزن هغه خولۍ ته ویل کېږي، چې سر رانغاړي. شونې ده په آیت کې له «اکمام» مراد وېښته وي؛ لکه د نارګیل/کوپرې دپاسه وېښته او د کجورې د ونې د ډډ وېښته، چې ونه یې رانغاړلې ده.

* «حب» د دانې په مانا او«عصف» د بوټي هغو برخو او پاڼو ته ویل کېږي، چې له بوټي جلا کېږي؛ نوځکه بوسو ته هم «عصف» ویل کېږي.

* «آلاءِ» د «الی» جمع او د نعمت په مانا دی.

*پرله پسې له نیوکو سره د پوښتنو تکرار، ددې دلیل دی، چې هر نعمت ځان ته تصدیق او تکذیب لري.

* په حدیث کې راغلي دي: هغه چې د الرحمن سورت تلاوتوي او چې د «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ» آیت ته رسي؛ نو و دې وايي:«لا بشیء من آلائک رب اکذب»[60]یعنې ای زما پالونکیه! یو نعمت دې هم نه دروغجنوم.

 

د تکرار ویېنه

دلته په الرحمان سورت کې د «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ» د تکرار د لومړي ځای په مناسبت، د تکرار په اړه یوه ویېنه کوو.

مثبت تکرار

د یوه فرهنګ رامنځته کولو ته د مهمو مسایلو تکرار اړین دی.

رسول الله صلی الله علیه و آله څو څو ځل وویل:«انی تارک فیکم الثقلین کتاب الله و عترتی» چې په خلکو کې د قرآن او عترت اړیکه پیاوړې کړي.

د «وَ أْمُرْ أَهْلَکَ بِالصَّلاهِ»[61]آیت تر نزول روسته، څو میاشتې به رسول الله صلی الله علیه و آله، ګیهځ، د حضرت فاطمې بي بي د کور مخې ته ورتله او ویل یې:«الصلاه الصلاه»[62] چې خلکو ته اعلان کړي، اهلبیت مې هغه وګړي دي،چې د علي او فاطمې په کور کې دي.

په حدیث کې راغلي دي: د اذان په پیل کې څلور ځل د «الله اکبر» تکرار په دې مانا دي، چې خلک له غفلته راپاڅي او چې کله متوجه شول؛ نو ورپسې جملې – جملې دوو ځل ویلو ته راکوزېږي[63].

کله به حضرت علي کرم الله وجهه په خلکو کې د حساسیت رامنځ ته کولو لپاره،ځینې الفاظ تکرارول؛ لکه چې خپل زوی ته په وصیت کې لیکي:الله الله فی الایتام…،«الله الله فی جیرانکم»،«الله الله فی الصلاه»،الله الله فی القرآن… [64]چې د «الله» نامه پکې تکرار شوې ده.

په شواروز کې د لمانځه تکرار ددې لپاره دی، چې هره ورځ یو ګام الله (ج) ته ورنږدې شو، څوک چې پر پوړیو پورته خېژي، په ظاهر کې یې پښې تکراري کار کوي، خو په رښتینه کې له هر ګام سره پورته او مخې ته روان دی. هغه چې د څاه کنلو ته کولنګ وهي، په ظاهره خو یو تکراري کار کوي؛ خو په رښتینه کې په هر حرکت د څاه ژوروالی ډېرېږي. انسان په هر ځل لمانځه، ذکر او د آیتونو په تلاوت، یو ګام الله (ج) ته ورنږدېږي، تردې چې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په اړه لولو: «دَنا فَتَدَلّی فَکانَ قابَ قَوْسَیْنِ أَوْ أَدْنی[65])) دومره الله ته ورنږدې شو، چې د دوو لیندیو یا تر هغه هم ورنږدې شو.

د جمعې لمانځه په هره خطبه کې د تقوا تکرار، په دیني روزنیزو چارو کې د تکرار ارزښت راښيي.

له آره خو د ژوند پايښت، د ساه اخستو په تکرار دی او په تکرار دي، چې کمالات ترګوتو کېږي. په یوه ځل انفاق او رشادت، په انسان کې د سخاوت او مړانې روږد نه رامنځته کېږي؛ لکه څنګه چې د تکرار بڼې کې رذایل او خبائث، د انسان په روح کې تلپاتېږي.

 

په قرآن کې د تکرار دلیلونه

تکرار، کله د بېلابېلو نعمتونو رایادونې ته دی؛ لکه د «فَبِأَیِّ آلاءِرَبِّکُما تُکَذِّبانِ» آیت تکرار.

کله د سرغړاندو ګواښنې او خبرداري ته دی؛ لکه د «فَوَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ[66]» آیت.

کله فرهنګ سازۍ ته دی؛ لکه د هر سورت په پیل کې د «بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ» تکرار.

کله غاړې خلاصونې ته وي؛ لکه د «وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ[67]» آیت تکرار.

کله د ډېرې مینې رامنځ ته کولو او بنسټیزولو ته دی؛ لکه د «اذْکُرُوا اللّهَ ذِکْراً کَثِیراً[68]» آیت تکرار.

کله د نویو احکامو ویلو ته وي؛ لکه د «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا..» تکرار.

کله د هرې خبرې او مطلب پرېکړه لیک ته وي؛ لکه څنګه چې په شعراء سورت کې د هر پېغمبر د کار ګزارش تر پای ته رسېدو روسته وايي: «إِنَّ رَبَّکَ لَهُوَ الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ»

کله تکرار، د موخې او کړنلار د یووالي نښه ده؛ په شعراء سورت کې د ډېرو پېغمبرانو له خولې د «فَاتَّقُوا اللّهَ وَ أَطِیعُونِ» غونډلې – جملې تکرار ددې څرګندوی دی، چې د ټولو شعار او موخه یوه وه.

 

پېغامونه:

1- ټوله هستي یو چارسمبالی – مدبر لري؛ نه هاغسې چې مشرکانو هر آسمان او ځمکې ته بېل بېل او ځانګړي چارسمبالي – مدبران ګڼل.( اَلسَّماءَ رَفَعَها … وَ الْأَرْضَ وَضَعَها)

2-ځمکه د ټولو ځمکنیو موجوداتو او له دې ځنې د انسان ګټنې ته ده. «وَضَعَها لِلْأَنامِ»

3- قرآن لومړی مانیز نعمتونه او ورپسې توکیز نعمتونه شمېري.(عَلَّمَ الْقُرْآنَ … عَلَّمَهُ الْبَیانَ … فِیها فاکِهَهٌ وَ النَّخْلُ)

4- مېوه د انسان په خوراک کې مهمه ونډه لري، د ځمکې تر پنځون روسته د مېوې نامه راغلې ده. (وَ الْأَرْضَ … فِیها فاکِهَهٌ)

5-په مېوو کې د کجورو ارزښت تر نورو جلا دی. (فِیها فاکِهَهٌ … وَ النَّخْلُ)

6-پوټکی او ان د مېوې دپاسه پوښ هم نعمت دی. «وَ الْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ»

7-د بوټیو خوشبوی هم یو الهي نعمت دی. «وَ الرَّیْحانُ»

8-د الهي آیتونو د دروغجنولو پایله، رټنه ده. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

9-پېری هم د انسان په څېر، مسئول، مکلف او د ځمکې له نعمتونو ګټه پورته کوونکی دی. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

10- الله (ج) خپل نعمتونه، د انسان او پېري هر اړخیزې ودې او روزنې ته پنځولي دي. «آلاءِ رَبِّکُما»

 

 

 

خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ صَلْصالٍ کَالْفَخّارِ«14» وَ خَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مارِجٍ مِنْ نارٍ«15» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«16»=انسان يې د كودړې په څېر له کړنګېدونکې وچې خټې پيدا كړ،او پېرى يې د اور له (رنګارنګه بې لوګي) لمبې پيدا كړ. 16 نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «صَلْصالٍ» د کړنګېدونکې وچې خټې په مانا دی، «فخار» د سفال (پخ شوې خټې) په مانا او «مارِجٍ» د لمبې په مانا دی.

* قرآن د انسان د پنځون د سرچینې په اړه بېلابېل تعبیرونه لري، چې شونې ده دا تعبیرونه یې بېلابېلو پړاوونو ته اشاره وي:

1.خاوره. «فَإِنّا خَلَقْناکُمْ مِنْ تُرابٍ[69]»

2.له اوبو سره ګډه خاوره. «خَلَقَکُمْ مِنْ طِینٍ[70]»

3.جر او بدبویه خټه. «مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ[71]»

4.وچه خټه. «مِنْ صَلْصالٍ کَالْفَخّارِ[72]»

* جنّ/ پېری په سترګو نه لیدل کېدونکی موجود دی، چې په قرآن کې یې ځینو ځانګړنو ته اشاره شوې ده؛ لکه:

د پنځون سرچینه یې باد او اور دی، «خَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مارِجٍ مِنْ نارٍ»؛ خو د انسان پنځون سرچینه اوبه او خاوره ده. «خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ صَلْصالٍ کَالْفَخّارِ»

د پېري پنځون تر انسان پنځون مخکې و، «وَ الْجَانَّ خَلَقْناهُ مِنْ قَبْلُ[73]» او د انسان په څېر؛ مؤمن و کافر، نر و ښځه، زوکړه و زېږونه یا  توالد و تناسل، علم و شعور او له باطله د حق د تشخیص ځواک لري او داسې چارې کولای شي، چې د انسان له وسې بهر دي او همداراز مړینه، تر مړینه روسته بیا راژوندي کېدنه او ثواب او سزا لري.

 

پېغامونه:

1-تېرو ته کتنه، د بشر د ایمان او تواضع د غوړېدا سبب دی. (خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ صَلْصالٍ …)

2- الله (ج) له بې روحه سوړ توکي «صَلْصالٍ» او بې روحه ګرم توکي«مارِجٍ» ، ژوندي موجودات جوړوي. (خَلَقَ الْإِنْسانَ … خَلَقَ الْجَانَّ …)

3-د انسان د پنځون سرچینه، ناڅیزه او بې ارزښته توکي دي. «صَلْصالٍ» (نکره راتلل یې، د ناڅیزوالي نښه کېدای شي.)

4-پېری یو واقعي موجود دی، نه خرافي، که څه لاسرسی ورته ونه لرو.«خَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مارِجٍ مِنْ نارٍ»

5-پېری او انسان دواړه ځمکني موجودات دي او له توکیزو عناصرو جوړ شوي دي. (خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ صَلْصالٍ … خَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مارِجٍ مِنْ نارٍ)

6-د نعمت دروغجنول د رټنې لامل دی، د هر چاچې وي. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَ رَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ«17»= د دوو (دوبني او ژمني) ختیځونو پالونکی او دوو لويديځونو پالونکى.

فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«18»=نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

*که څه لمر، د کال په هره ورځ کې ختیځ او لویدیځ لري؛ خو د مخ پورته او مخ ښکته قوس د حرکت له لامله یې، په حقیقت کې دوه ختیځونه او لویدځونه لري او نور یې ددې دوو په منځ کې دي او دا نظام د بېلابېلو فصلونو او په شواروز کې د ساعتونو د ادلون بدلون لامل ګرځي؛ خو ځینو مفسرانو، مشرقین او مغربین د لمر او سپوږمۍ ختیځ او لویدیځ ګڼلی دی[74].

* حضرت علي کرم الله وجهه په یوه خطبه کې د (رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ…) آیت تر تلاوت روسته وویل: د ژمي ختیځ پخپله محدوده کې او د دوبي ختیځ په خپله محدوده کې دی[75].

 

پېغامونه:

1-پر ختیځ او لویدیځ د الله (ج) راچاپېري یوشان ده. (رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ … رَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ)

2- قرآن، انسان تشیال پېژندنې ته رابلي.( اَلْمَشْرِقَیْنِ … اَلْمَغْرِبَیْنِ)

3- قرآن، بشر د آفاق و انفس دواړو پېژندو ته ورمتوجه کوي. (خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ صَلْصالٍ … رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَ … اَلْمَغْرِبَیْنِ)

4-طبیعي ښکارندې هم انسان ته نعمت دی او هم پېري ته. «رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَ رَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما»

5-د ځمکې حرکت داسې دی، چې ختیځ او لویدیځ لري او دا پخپله یو الهي نعمت دی. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیانِ«19» بَیْنَهُما بَرْزَخٌ لا یَبْغِیانِ«20» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«21»=دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي، چې سره نښتي دي، (او) ترمنځ يې پرده ده،چې يو پر بل نه ورګډېږي. نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجانُ«22» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«23»=له دې دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راووځي؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

وَ لَهُ الْجَوارِ الْمُنْشَآتُ فِی الْبَحْرِ کَالْأَعْلامِ«24» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«25»= او په سمندر کې د غرونو په څېر روانې بېړۍ، يوازې د ده دي؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «مَرَجَ» د خوشې کولو په مانا دی او «بَرْزَخٌ» د دوو څیزونو ترمنځ واټن برید ته وايي.

«لؤلؤ» هغه مرغلره ده، چې په سیپۍ کې روزل شوی وي او «مرجان»، هم کوشنیو مرغلرو ته وايي او هم یو ډول سمندري څاروی دی، چې د ونې د څانګې په څېر دی او ښکاریان یې ښکار کوي.

* «بحر» ډېرو اوبو ته ویل کېږي، که سیند وي که سمندر او له «بحرین» مطلب خوږې او تروې اوبه دي. معمولاً د سیندونو اوبه خوږې او د سمندرونو تروې وي؛ لکه څنګه چې په بل آیت کې وايي: «ما یَسْتَوِی الْبَحْرانِ هذا عَذْبٌ فُراتٌ سائِغٌ شَرابُهُ وَ هذا مِلْحٌ أُجاجٌ»[76]دوه سیندونه یوشان نه دي، د یوه اوبه رڼې، خوږې او څښل یې په زړه پورې دي او د بل اوبه تروې او ترخې دي. تروې اوبه د سمندري ژویو ژوند ساتنې ته دي او خوږې اوبه پر ځمکه د موجوداتو؛ لکه بوټیو،انسانانو او څارویو ژوند ته دي.

* د «مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ» عبارت دوه ځل په قرآن کې راغلی دی: یو ځل په فرقان سورت ۵۳ آیت کې او یو ځل په دې سورت کې. هلته لومړی له کفارو سره د ستر جهاد خبره کوي. «فَلا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ جاهِدْهُمْ بِهِ جِهاداً کَبِیراً» او ورپسې وايي: «مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ هذا عَذْبٌ فُراتٌ وَ هذا مِلْحٌ أُجاجٌ وَ جَعَلَ بَیْنَهُما بَرْزَخاً وَ حِجْراً مَحْجُوراً»؛ خو په دې سورت (الرحمن) کې د تلې، حساب و کتاب او عدل خبره ده، «وَضَعَ الْمِیزانَ – أَقِیمُوا الْوَزْنَ – لا تُخْسِرُوا الْمِیزانَ» او ورپسې وايي: «مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیانِ. بَیْنَهُما بَرْزَخٌ لا یَبْغِیانِ»؛ یعنې تروې او خوږې اوبه یو پر بل نه ورځي؛ ځکه نه تیری له عدل سره ډېر تناسب لري. ورپسې یې وايي: «یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجانُ» هو! که عدالت او یرغلګري نه وه، ښکلاوې رامنځ ته کېږي.

* د اسلام دین، فطري دین دی او الله (ج) د بشر فطري لېوالتیاوې او اړتیاوې پوره کړې دي، چې یوه یې ښکلا او سینګار ته لېوالتیا ده. هغه هم د مرغلرې په څېر ګرانبیه ګوهر،چې له سمندر را ایستل کېږي.

* قرآن د نورو نعمتونو په ویلو کې د «له» کلیمه و نه کاروله؛ خو د بېړۍ په اړه یې وویل: «وَ لَهُ الْجَوارِ»، شونې ده، ددې لپاره وي، چې ستاسې په لاس جوړ شوي هم د هغه دي؛ ځکه د توکیو او آثارو جوړولو اند، سکښت ، ډیزاین اوځواک د هغه دي.

* هغه مهال چې امام علي کرم الله وجهه دا آیتونه تلاوت کړل: «یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجانُ» آنحضرت وپوښتل شو: نو تاسې ولې له دې نعمتونو ګټنه نه کوئ؟ آنحضرت وویل: الله پر عادلو مشرانو واجب کړې، چې خپل ژوند داسې تنګ ونیسي، چې بېوزلیو ته یې بېوزلي ګرانه پرې نه وځي[77].

* امام صادق (رح) د «مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیانِ» آیت په تفسیر کې وویل:«علی و فاطمه علیهما السلام بحران عمیقان،لا یبغی احدهما علی صاحبه، یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجانُ ،الحسن و الحسین علیهما السلام»[78]علی و فاطمه علیهما السلام دوه ژور سیندونه دي، چې یو یې هم پر بل برید نه کوي او له دې دوو سیندونو د حسن او حسین په څېر لؤلؤ او مرجان راووتل.

 

پېغامونه:

1- هستي د توحيد ټولګی دی؛ آسمان و ځمکه او سیندونه یې. (وَ السَّماءَ رَفَعَها … وَ الْأَرْضَ وَضَعَها … مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ …)

2-سیند ټولو انسانانو او پېریانو ته نعمت دی، که څه ټول په کڅ کې ژوند نه کوي. (مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ … فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما)

3- د هستۍ په غونډال کې، یو موجود هم پر بل تیری نه کوي او د الهي ځواک آثار په هر څه کې څرګند دی. د تروو اوبو سیند، د خوږو اوبو له سیند سره لګي، یو د بل ترڅنګ تېرېږي؛ خو یو له بل سره نه ګډېږي. «بَیْنَهُما بَرْزَخٌ لا یَبْغِیانِ»

4-له نعمتونو ګټنه، هڅې ته اړتیا لري.( یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ …)

5-اوبه او خاوره، د بشري اړتیاوو د تامین سرچینې دي.( فِیها فاکِهَهٌ وَ النَّخْلُ … وَ الْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ … یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجانُ)

6-په بار او مسافر لېږد کې د وړیا، چمتو او پراخه لارو په نامه د سمندرونو او سیندونو ونډه، له پخوا د بشر پاموړ وه او الله (ج) په دې آیتونو کې انسان ورمتوجه کوي. «الْجَوارِ الْمُنْشَآتُ فِی الْبَحْرِ کَالْأَعْلامِ»

7-د سیند او سمندر نعمت او پکې پنځول شوي، ستر نعمتونه دي، چې الله (ج) یې دروغجنوونکي رټلي دي. په دې آیتونو کې د «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ» غونډله  – جمله، درې ځل تکرار شوې ده.

 

کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ«26» وَ یَبْقی وَجْهُ رَبِّکَ ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ«27» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«28»= پر (ځمكه) چې هر څه دي، ټول له منځه تلوني دي،او يوازې ستا د پالونكي ذات پاتېږي،چې د لويې دبدبې خاوند او عزتمن دى؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

*په آل عمران سورت ۱۸۵ آیت کې لولو: «کُلُّ نَفْسٍ ذائِقَهُ الْمَوْتِ» هر انسان د مرګ خوند څکونکی دی.په قصص سورت روستي آیت کې مو ولوستل: «کُلُّ شَیْءٍ هالِکٌ إِلاّ وَجْهَهُ» هر موجود هلاکېدونی دی، بې د پالونکي له ذاته او په دې سورت کې هم لولو: «کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ وَ یَبْقی وَجْهُ رَبِّکَ»

*په تېرو آیتونو کې نعمتونه وښوول شول، په دې آیت کې وايي: له نعمتونو ګټنوخت لږ دی، فرصت غنیمت وګڼئ، چې هر څه تلونکي دي.

*که څه ټول موجودات فاني او ژرتیرې دي؛ خو که څوک په الهي مسیر کې وي او چارې یې په الهي رنګ، رنګ شي، هغه نږه نیت، چې «وجه رب» دی، ټولې چارې یې پاتې کوي.

 

پېغامونه:

1- مرگ یو عام او پراخ قانون دی. «کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ»

2-بې له الله (ج) پر بل اډانه مه کوئ، چې فنا کېږي. «کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ وَ یَبْقی وَجْهُ رَبِّکَ»

3-د انسان ارزښت یې الله (ج) ته په ورنږدېوالي/تقرب کې دی، نه د شونیتاوو په درلودو کې. «کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ وَ یَبْقی وَجْهُ رَبِّکَ»

4- مرگ د انسان د روزنې په بهیر کې یو ګام دی. «کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ وَ یَبْقی وَجْهُ رَبِّکَ»

5- پېغمبراکرم د الله (ج) تر ځانګړې روزنې او ربوبیت لاندې و. «رَبِّکَ»

6- د موجوداتو مرگ، د الهي ځواک او کرم د پای ته رسېدو او نیمګړتیا نښه نه ده، چې هغه د جلال او کرامت خاوند دی. (کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ وَ یَبْقی … ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ)

7-الهي جلال یې له لورنې او رأفت سره دی. «ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ»

8-مرگ،نعمت دی. (کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ … فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما) ( سره له دې چې په ۲۶ او ۲۷ آیتونو کې یې د یوه نعمت نامه هم نه ده ا خستې؛ خو په ۲۸ آیت کې بیا هم د (فَبِأَیِّ آلاءِ …) غونډله – جمله تکرار شوې ده؛ نو پردې بنسټ، مرګ هم نعمت دی.)

9-پېری هم د انسان په څېر مړینه لري؛ ځکه د «رَبِّکُما» خطاب انسان او پېري ته دی.( کُلُّ مَنْ عَلَیْها فانٍ … فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما)

 

یَسْئَلُهُ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَأْنٍ«29»=په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي(د خپلو اړتیاوو پوره کېدل) ترې غواړي (او) دی هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى.

فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«30»=نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* سوال او غوښتنه کله په حال ژبه وي او کله په قال ژبه. انسان که الله (ج) ته خپله اړتیا په ژبه راوړي که را نه وړي، په هره بڼه کې تل الله (ج) ته اړمن دی.

*په آیت کې له «یَوْمٍ» نه مراد، ورځ نه؛ بلکې مطلق وخت دی؛ ځکه الله (ج) په وخت کې نه رانغاړل کېږي؛ بلکې تر وخت ورهاخوا دی.  

* د «کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَأْنٍ» آیت په تفسیر کې، په حدیث کې راغلي دي: الله (ج) هره ورځ داسې یو نوی چار رامنځ ته کوي، چې مخکې نه و.«من احداث بدیع لم یکن[79]»

* حضرت علي کرم الله وجهه د «کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَأْنٍ» آیت په مناسبت وویل: هره ورځ یوه ګناه بښي، یو غم لرې کوي، ځینې لاندې او ځینې باندې کوي[80].

 

پېغامونه:

1- پرښتې او آسماني موجودات هم الله (ج) ته اړمن دي. «یَسْئَلُهُ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

2-الهي چارې تقلیدي او په پټو سترګو نه؛ بلکې نوونیزې دي. «کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَأْنٍ»

3-د موجوداتو همیشنۍ اړتیا د الله (ج) همیشنۍ پېرزوینه او فیض غواړي. (هغه هره شېبه پر خپلو پنځولیو لورېږي) (یَسْئَلُهُ … کُلَّ یَوْمٍهُوَ فِی شَأْنٍ)

4-داسې نه ده، چې الله (ج) نړۍ پنځولې او پر خپل حال یې پرېښوولې؛ بلکې تل د هستۍ چارې سمبالوي. «کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَأْنٍ»

 

سَنَفْرُغُ لَکُمْ أَیُّهَ الثَّقَلانِ«31» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«32»= اى دوو درنو (= پېريانو او انسانانو)! ژر به ستاسې (حساب) ته در وزګار شو؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* له «سَنَفْرُغُ» نه مراد، تر کار روسته فراغ او فارغېدل/ خلاصېدل نه؛ بلکې پر یوه مهم چار بوختیا او ورته ځانګړې پاملرنه ده.

*که د الله (ج) په حساب و کتاب کولو کې د فراغت/خلاصېدو کلیمه کارېدلې ده؛ نو قاضې دې هم د قضاوت پرمهال، له هر چاره ځان فارغ کړي. هو! عادله فیصله کول، پاملرنې، ځیرنې او د اند او سوچ فراغت ته اړمن دی.

* د مجمع البیان تفسیر د وینا له مخې، داچې انسان او پېری پر نورو موجوداتو غوراوی لري او د عقل، ټاکنې او تشخیص د ځواک څښتنان دي؛ نو دوی ته «ثقل» ویل شوی دی.«أَیُّهَ الثَّقَلانِ»

حساب په قیامت کې

حسابگر،الله (ج) دی. «کَفی بِنا حاسِبِینَ»[81]

حساب یې بې ځنډه دی. «وَ هُوَ أَسْرَعُ الْحاسِبِینَ»[82]حضرت علي کرم الله وجهه وپوښتل شو: الله څنګه له ټولو موجوداتو سره حساب کوي؟ لکه څنګه چې رزق ورکوي.[83]

د ګردو نعمتونو پوښتنه کېږي « لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ[84] »

ټول به پوښتي، ان پېغمبران. «فَلَنَسْئَلَنَّ الَّذِینَ أُرْسِلَ إِلَیْهِمْ وَ لَنَسْئَلَنَّ الْمُرْسَلِینَ»[85]

د ځینو حساب آسان وي. «حِساباً یَسِیراً»[86]

د ځینو حساب سخت وي. «یَخافُونَ سُوءَ الْحِسابِ»[87]، «حِساباً شَدِیداً[88]»

په حدیث کې راغلي دي:د بندګانو د حساب ډول او څرنګوالی یې د الهي پېرزوینو په ورکړې پورې اړه لري:«انما یداق الله العباد فی الحساب یوم القیامه علی قدر ما آتاهم من العقول فی الدنیا[89])په رښتینه کې، د قیامت پر ورځ د بندګانو د حساب د ځیرنې کچه یې، په دنیا کې د دوی د پوهې او عقل هومره ده[90].

په روایت کې راغلي دي: هغوی چې په راکړه ورکړه کې له خلکو سره سخت او تنګ نظره دي، حساب یې سخت او شدید دی[91].

په روایتونو کې لولو: که په دنیا کې ځان محاسبه کړئ او له ځان سره حساب و کتاب وکړئ؛ نو  په قیامت کې به د الله (ج) حساب درسره آسان وي او امام کاظم(رح) وویل: هغه له موږ ځنې نه دی، چې له ځانه غافل وي او د خپلو چارو حساب ونلري.[92]

 

پېغامونه:

1- حساب و کتاب کول د سنبالښت – مدیریت او روزنې له چارو ځنې دی. (وَجْهُ رَبِّکَ … سَنَفْرُغُ لَکُمْ …)

2-د ټولو توکیزو او مانیزو نعمتونو حساب به کېږي، د سورت له پایه تردې ځایه بېلابېل مانیز او توکیز نعمتونه اوڅار شول او په دې آیت کې وايي: ډېر ژر به له ستاسې سره هم حساب وکړم: «سَنَفْرُغُ لَکُمْ أَیُّهَ الثَّقَلانِ»

3- ټول دې حساب ورکولو ته چمتو وي. «سَنَفْرُغُ لَکُمْ أَیُّهَ الثَّقَلانِ»

4- الله (ج)، هره شېبه د یو چار او کار په حال کې دی؛ نن ورکړه او سبا یې حساب.«کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَأْنٍ…سَنَفْرُغُ لَکُمْ»

5-الله (ج) د حساب کتاب لپاره له ټولو شونتیاوو ګټنه کوي. («نفرغ» کلیمه یې چې د «افرغ» پر ځای راوړې، شونې ده، دې چار ته اشاره وي.)

6-سره له دې چې هېڅ څیز یې له بل څیزه مخنیوونکی نه دی،«لا یشغله شأن عن شأن»؛ خو د حساب د ارزښت ښوولو په پار هغه «فارِغاً» حساب ته راځي. «سَنَفْرُغُ لَکُمْ»

7-پېری او انسان دواړه مکلف دي او حساب به ورکوي. «أَیُّهَ الثَّقَلانِ»

8-د الله (ج) پر حساب باندې ایمان، له دنیوي نعمتونو د ګټنې پر څرنګوالي اغېز کوي. «سَنَفْرُغُ لَکُمْ أَیُّهَ الثَّقَلانِ. فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

یا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ تَنْفُذُوا مِنْ أَقْطارِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ فَانْفُذُوا لا تَنْفُذُونَ إِلاّ بِسُلْطانٍ«33»=د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ، د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛ نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو (په پوره) ځواک.

فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«34»=نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «مَعْشَرَ»د ډلې/ډلګۍ په مانا، د «عشر» له جرړې د لس په مانا دی. «عشیرة» د ټبر پر مانا له همدې جرړې دی. په قرآن کې د «مَعْشَرَ» کلیمه درې ځل راغلې، چې په درې واڼو کې «جن» پر «انس» ورمخکې دی یا په دې پار چې د پېریانو شمېر ډېر دی یا دا چې جن تر انسان مخکې پیدا شوی « وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ[93]» البته په ځینو ځایونو کې د انس نامه له جنه مخکې راغلې ده.

* «سلطان»هم قهریه او توکیز ځواک ته ویل کېږي، چې پر نورو د ولکې لامل دی او هم علمي ځواک، دلیل او برهان او پیاوړي استدلال ته، چې د اندیزې او علمي ولکې لاملېږي.

«وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا مُوسی بِآیاتِنا وَ سُلْطانٍ مُبِینٍ»[94]

«یُجادِلُونَ فِی آیاتِ اللّهِ بِغَیْرِ سُلْطانٍ»[95]

*د الرحمان سورت 33 آیت کولای شي، په ځمکې، فضانوردۍ، د ځمکې له جو نه د تېرېدو او په اسمانونو کې د نفوذ په اړه وي او یا د مخکېنیو او ورپسې آیتونو په قرینه، له قیامت او له الهي محکمې د نه تېښتې په اړه وي.

* انسان او پېریان د ځمکې تل، د فضا لوړې او اسماني کرات تسخیرولای شي. د «إِنِ اسْتَطَعْتُمْ» تعبیر د «لو استطعتم» پر ځای، د شونتیا نښه او د «إِلاّ بِسُلْطانٍ» جمله د دې خواله ده، چې کولای شو په آسمانونو او ځمکې کې نفوذ وکړو، په تېره چې په قرآن کې معمولا د سلطان کلیمه، علمې ولکې او سلطې ته کارول شوې ده.

 

پېغامونه:

1- د قیامت پر ورځ پېري او انسان ته، یو د بل ترڅنګ الهي خطاب دی. (یا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ …)

2- الهي ځواک او د انسان بېوسۍ ته پاملرنه، انسان له کږلارۍ ژغوري. (لا تَنْفُذُونَ …)

3- د پېریانو په شان ظریف موجودات هم له الهي محکمې/ نیاوتون د تېښتې وس نه لري. (یا مَعْشَرَ الْجِنِّ … لا تَنْفُذُونَ)

4-پېری او انسان یوازې په عقلي یا شرعي دلیل او حجت، ځان د قیامت له سزا ژغورلای شي. (یا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ … لا تَنْفُذُونَ إِلاّ بِسُلْطانٍ)

 

یُرْسَلُ عَلَیْکُما شُواظٌ مِنْ نارٍ وَ نُحاسٌ فَلا تَنْتَصِرانِ«35»=پر تاسې دواړو به د اور سوچه لمبې او ويلي (توکي) درښکته کړاى شي، چې ځان به بچولای نشئ

فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«36»=نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* شُواظٌ» د اور سترو لمبو ته وايي او «نُحاسٌ» ګرمو او ویلې شویو مسو ته وايي.

*په دې آیت کې قیامت داسې انځور شوی دی:

له یوه لوري الله (ج) په ځانګړي پام حساب کوي. «سَنَفْرُغُ لَکُمْ»

بلخوا انسان د تېښتې یوه لار هم نلري.( إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ تَنْفُذُوا … فَانْفُذُوا)

بلخوا، پر انسان له هرې خوا ډول ډول عذابونه راکوزېږي (یُرْسَلُ عَلَیْکُما شُواظٌ … وَ نُحاسٌ).

بلخوا له چا مرسته هم نشې اخستای. «فَلا تَنْتَصِرانِ»

هغه چې د پېغمبر له راتګه یې ګټنه ونکړه، «یُرْسِلَ رَسُولاً»[96] او هغه چې له توکیزو نعمتونو یې سمه ګټنه نه ده کړې، «یُرْسِلِ السَّماءَ عَلَیْکُمْ مِدْراراً»[97]، «یُرْسِلُ الرِّیاحَ بُشْراً»[98] ؛ نو داسې انسان دې، د ویلي شویو مسو کړاو ته پر تمه وي.«یُرْسَلُ عَلَیْکُما شُواظٌ مِنْ نارٍ وَ نُحاسٌ»

 

پېغامونه:

1-په قیامت کې به اور او ویلي شوي مس، د منکرینو د تېښتې مخه نیسي. «یُرْسَلُ عَلَیْکُما شُواظٌ مِنْ نارٍ وَ نُحاسٌ فَلا تَنْتَصِرانِ»

2-سره له دې چې د پېري جنس له اوره دی؛ خو د انسان په څېر یې اور په عذابولای شي.«یُرْسَلُ عَلَیْکُما شُواظٌ مِنْ نارٍ»

3-له راتلونکیو عذابونو خبرېدل، یو ډول نعمت دی؛ ځکه ګناه ته دې نه ورپرېږدي.«فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

فَإِذَا انْشَقَّتِ السَّماءُ فَکانَتْ وَرْدَهً کَالدِّهانِ«37» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«38»=چې اسمان وچوي او د ويلي شويو غوړيو په څېر تک سور (روان) شي (هېبتناكې پېښې پېښېږي، چې د زغملو وس به يې نه لرئ)؛ 38 نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

فَیَوْمَئِذٍ لا یُسْئَلُ عَنْ ذَنْبِهِ إِنْسٌ وَ لا جَانٌّ«39» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«40»=نو پر هغه ورځ له هېڅ انسان او پېري د ګناه پوښتنه يې نه كېږى (او هر څه څرګند دي)؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

د «لا یُسْئَلُ» مانا ته څو احتمالونه دي:

* 1.لایسئل عن ذنب المجرم: په انسانانو او پېریانو کې څوک د چا پر ځای نه نیول کېږي؛ بلکې خپله مجرم به نیول او پوښتل کېږي[99].

2.په روایتونو کې لولو: قیامت پنځوس تمځایونه لري،[100] په یوه تمځي کې د نیولو او پوښتنو ګرېوګنو حکم ورکول کېږي، «وَ قِفُوهُمْ إِنَّهُمْ مَسْؤُلُونَ»[101]په بل تمځي کې پر شونډو ټاپه لګول کېږي، «نَخْتِمُ عَلی أَفْواهِهِمْ»[102]په نورو تمځایونو کې یو له بله مرستې غوښتل کېږي، په بل تمځي کې ټول ژاړي؛ نو پردې بنسټ، که د قرآن په ځینو آیتونو کې وايي، چې یو هم نه پوښتل کېږي؛ نو دا چار په یوه ځانګړي تمځي پورې اړوند دی.

3.شونې ده، د «لا یُسْئَلُ عَنْ ذَنْبِهِ» له آیته مراد دا وي، چې د ګناه پوښتنه نه کېږي؛ ځکه پر هغه ورځ د ګناهګار ګناه سوب ده، «وَ وَجَدُوا ما عَمِلُوا حاضِراً»[103] او دنننۍ خوالې یې څرګندې دي.«تُبْلَی السَّرائِرُ»[104] له هغه د یو لړ نورو چارو؛ لکه عمر، عایدات، درآمد او د لګښت څرنګوالی پوښتل کېږي، نه یوازې د انسان ګناهونه.

*په راتلونکي کې اسمانونه درز کوي او ویلې به شي. هغه آسمانونه چې «سَبْعاً شِداداً»[105]دي، د ویلې شویو غوړیو په څېر به روان شي. «فَکانَتْ وَرْدَهً کَالدِّهانِ»

 

پېغامونه:

1-د قیامت راڅرګندېدل، د طبیعي نظام په ړنګېدو سره دي. (فَإِذَا انْشَقَّتِ السَّماءُ …)

2-ددې نړۍ پای، ړنګېدل او غونجېدل دي؛ خو همدا چارې د بلې نړۍ پیل دی. (فَإِذَا انْشَقَّتِ السَّماءُ … فَیَوْمَئِذٍ …)

3-پېری هم د انسان په څېر اختیار لري او ګناه کوي. «لا یُسْئَلُ عَنْ ذَنْبِهِ إِنْسٌ وَ لا جَانٌّ»

 

 

 

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِیماهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّواصِی وَ الْأَقْدامِ«41» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«42»= مجرمان له خپلو څېرو پېژندل كېږي؛ نو د وچولي له وېښتو او پښو رانيول كېږي (او دوزخ ته يې ورغورځوي)؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «سیما»له «سوم» اخستل شوی او د ظاهري نښې په مانا ده. «نواصی» د «ناصیه» جمع او پېکي/ وچولي ته وايي.

*ته وا دا آیت، د هغه پوښتنې ځواب دی، چې په تېر آیت پسې اوڅاروړ دی، چې که د ګناه پوښتنه نه کېږي؛ نو مجرمان څنګه پېژندل کېږي؟دا آیت ځواب وايي: «یُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِیماهُمْ»[106]مجرمان یې له څېرو پېژندل کېږي؛ البته لکه څنګه چې تبهکاران یې له څېرو پېژندل کېږي، نېکان یې هم له څېرو پېژندل کېږي.«تَعْرِفُ فِی وُجُوهِهِمْ نَضْرَهَ النَّعِیمِ»[107]

 

څېرې په قیامت کې

سپین مخي. «تَبْیَضُّ وُجُوهٌ»[108]

تورمخي. «وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّهٌ»[109]

خوشحاله څېرې. «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناضِرَهٌ»[110]، «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناعِمَهٌ»[111]

غمجنې او بړوسې څېرې. «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ باسِرَهٌ[112]»

خندونې څېرې. «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ مُسْفِرَهٌ. ضاحِکَهٌ مُسْتَبْشِرَهٌ»[113]

لوغړنې څېرې. «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ عَلَیْها غَبَرَهٌ»[114]

خوارې او ذلیلې څېرې. «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ خاشِعَهٌ»[115]

 

پېغامونه:

1-د انسان کړنې او اند یې په څېره کې څرګند دی. «یُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِیماهُمْ»

2- مجرم به خورا ذلیل په الهي پرغز- قهر ککړ شي. «فَیُؤْخَذُ بِالنَّواصِی وَ الْأَقْدامِ»

3-هغوی چې په دنیا کې یوه ګناه هم نه وي پرېښې او د سر له وېښتانو یې د پښو تر ګوتو له الهي احکامو سرغړونه کړې، په قیامت کې به هم له وېښتانو رانیول کېږي او عذاب ته وراچول کېږي. «فَیُؤْخَذُ بِالنَّواصِی وَ الْأَقْدامِ»

4-له بدانو د خوبانو جلا کول او پېژندل یې یو الهي نعمت دی.«فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

هذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِی یُکَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُونَ«43» یَطُوفُونَ بَیْنَها وَ بَیْنَ حَمِیمٍ آنٍ«44» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«45»

 دا هماغه دوزخ دى، چې مجرمانو به دروغ ګاڼه (۴۳). (چې نن) د اور او خوټېدلو اوبو ترمنځ تاوېږي راتاوېږي (۴۴) نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «حَمِیمٍ» خوټېدلیو اوبو ته وايي او له «حمّام» کلیمې سره یې کورنۍ یوه ده. «آنٍ» خورا سوځونکې مایع/اوبو ته وايي.

* له جنت او دوزخه نټه یا انکار او پر قیامت باور نه درلودل، د دوزخي کېدو یو لامل دی؛ لکه څنګه چې په مدثر سورت کې دوزخ ته د ورننووتو یو لامل، له قیامته نټه ښوول شوې ده. (ما سَلَکَکُمْ فِی سَقَرَ ، قالُوا لَمْ نَکُ مِنَ الْمُصَلِّینَ … وَ کُنّا نُکَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّینِ)

* جنتیان د طواف چورلیځ دی او جنتي چوپړیالان یې له جنتي لوښو سره پر شاوخوا چورلي ؛«یَطُوفُ عَلَیْهِمْ وِلْدانٌ مُخَلَّدُونَ[116]»

همېشني تنکي ځوانان (په خورا ځوانۍ) کې تل ترې چورلي.«یُطافُ عَلَیْهِمْ بِصِحافٍ مِنْ ذَهَبٍ وَ أَکْوابٍ[117]»

د خوراک څښاک زرین لوښي (سپېڅلی څښاک) یې شاوخوا ته ګرځول کېږي.«یُطافُ عَلَیْهِمْ بِکَأْسٍ مِنْ مَعِینٍ[118]»

د نږه شرابو ډک کټوري یې شاوخوا ته چورلول کېږي.«یُطافُ عَلَیْهِمْ بِآنِیَهٍ مِنْ فِضَّهٍ وَ أَکْوابٍ کانَتْ قَوارِیرَا[119]»

خو باید دوزخیان په ذلت د خوټېدلیو اوبو او اور ترمنځ وچورلي. «یَطُوفُونَ بَیْنَها وَ بَیْنَ حَمِیمٍ آنٍ»

 

پېغامونه:

1- مجرمان به د هغه څه سزا ویني، چې پرله پسې یې انکار ترې کاوه. «هذِهِ جَهَنَّمُ»

2- جرم او گناه، د قیامت د دروغجنولو لاره چاره او زمینه ده. «یُکَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُونَ»

3- دوزخیان ( له ډېرې وېرې، تندې او د تېښتې لار موندنې په پار) د عذاب پر شاوخوا چورلي. «یَطُوفُونَ بَیْنَها وَ بَیْنَ حَمِیمٍ آنٍ»

4- الهي عدل/نیاو او مجرمانو ته سزا ورکول یو الهي نعمت دی. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

وَ لِمَنْ خافَ مَقامَ رَبِّهِ جَنَّتانِ«46» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«47»=او هغه ته دوه (جنتي) باغونه دي چې د خپل پالونكي پر وړاندې له درېدو ووېرېږي؛نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

ذَواتا أَفْنانٍ«48» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«49»=چې (دواړه باغونه د مېوو راز راز ونې او) ښېرازې څانګې لري؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

فِیهِما عَیْنانِ تَجْرِیانِ«50» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«51»= په دواړو (باغونو) كې دوه چينې بهېږي. 51 نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

فِیهِما مِنْ کُلِّ فاکِهَهٍ زَوْجانِ«52» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«53»=په دواړو (باغونو) كې د هرې مېوې دوه ډوله دي (، چې يوه به يې تر بلې غوره وي)؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «أَفْنانٍ» یا د «فنن» جمع او تازه څانګې ته وايي او یا د «فان» جمع ده او ډول ډول ته وايي.

*د جوشن کبیر دعا په څلورم بند کې لولو:«یا خیر المحبوبین»الله، تر ټولو غوره محبوب دی؛ نو زموږ وېره یې له مقامه ده، نه له ذاته، د پوهې، سوبتیا، عدل او راچاپېرنې مقام یې.

* له الهي مقامه وېره، له ګناهونو مخنیونکی او جنت ته رسونکی ده؛ لکه څنګه چې په نازعات سورت 40 آيت کې لولو:: «وَ أَمّا مَنْ خافَ مَقامَ رَبِّهِ وَ نَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوی فَإِنَّ الْجَنَّهَ هِیَ الْمَأْوی» هغه چې د خپل پالونکي له مقامه وېره ولري او خپل نفس له ځاني غوښتنو وساتي؛ نو هرومرو یې ځګی، ژمن شوی جنت دی.

* د وېرې سرچینه دې د پالونکي د مقام معرفت او پېژندنه وي،«خافَ مَقامَ رَبِّهِ»؛ لکه چې هغه اوښکه ارزښتمنه ده، چې د شناخت له مخې وي. «تَفِیضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ»[120]یعنې د هغه شناخت او معرفت له کبله چې یې وموند، اوښکې یې تویولې.

* په انسان سورت کې د اهل بیتو په اړه لولو، چې په درېیو پرله پسې ورځو کې یې خپل خواړه پلارمړي، مسکین او بندي ته ورکړل او و یې ویل: موږ مو له پالونکي او قیامت ورځې ډارېږو، «إِنّا نَخافُ مِنْ رَبِّنا یَوْماً عَبُوساً قَمْطَرِیراً[121]» او په دې آیت کې هم لولو : «وَ لِمَنْ خافَ مَقامَ رَبِّهِ جَنَّتانِ»؛ نو اهل بیت هرومرو جنتیان دي.

* په روایتونو کې راغلي څوک چې په دنیا کې له الله (ج) ډار ولري، په قیامت کې خوندي دی او هغه چې په دنیا کې د ځان خوندېینې احساس وکړ، په آخرت کې په ډار کې دی[122].

* امام صادق (رح) وویل:«من علم ان الله یراه و یسمع ما یقول من خیر و شر فیحجزه ذلک عن القبیح من الاعمال فذلک الذی خاف مقام ربه و نهی النفس عن الهوی[123]» څوک چې باور وکړي، الله یې ویني او هر څه چې ووايي، اورې یې؛ نو دا ایمان یې له ناوړچاریو ژغوري؛ نو دا هماغه کس دی، چې د الله له مقامه خائف دی او خپل نفس یې له ځاني غوښتنو ژغورلی دی.

* په حدیث کې راغلي دي: رسول الله صلی الله علیه و آله، امام علي کرم الله وجهه ته وویل: څو څيزه ژغورنکي دي، چې یو یې په پټه او ښکاره له الله (ج) نه ډار دی[124].

*له رباني عالم سره ټینګه اړیکه، د انسان په زړه کې د الله (ج) له مقامه، وېره پیاوړې کوي. په حدیث کې راغلي دي:«من مشی فی طلب العلم خطوتین و جلس عند العالم ساعتین و سمع من المعلم کلمتین اوجب الله له جنتین کما قال: «وَ لِمَنْ خافَ مَقامَ رَبِّهِ جَنَّتانِ»[125] څوک چې علم زده کړې، دوه ګامه واخلي او له یوه عالم سره دوه ساعته کېني او له ښووند نه دوې کلیمې زده کړي، الله (ج) ورته په جنت کې دوه بڼونه واجبوي او بیا یې د قرآن په دې آیت استناد وکړ.

* په دنیا کې د الله (ج) له مقامه خوف، په آخرت کې له وېرو د خونديتوب لامل دی؛ لکه څنګه چې د قرآن په بل آیت کې دا عبارت تکرار شوی دی: «أَلا إِنَّ أَوْلِیاءَ اللّهِ لا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لا هُمْ یَحْزَنُونَ[126]»

* د جنتي مېوو راشلولو ته نه زحمت شته،«جَنَی الْجَنَّتَیْنِ دانٍ» نه لاسرسی ورته وخت نیسي، «قُطُوفُها دانِیَهٌ»[127] نه محدودیت لري، «فاکِهَهٍ کَثِیرَهٍ» [128] او نه کوم ځانګړی موسم لري.«لا مَقْطُوعَهٍ وَ لا مَمْنُوعَهٍ[129]»

* لقمان حکیم خپل زوی ته سپارښتنه وکړه: داسې له الله وېره لره، چې د انسان او پېري عبادت دې آرام نه کړي او داسې د الله فضل ته هیلمن وسه، چې د ثقلین ګناه دې نهیلی نه کړي. دې خبرې ته ورته، له حضرت علي کرم الله هم رانقل شوې ده[130].

* امام باقر (رح) له رسول اکرم صلی الله علیه و آله نه رانقلوي: هېڅوک دې پر خپلو کړنو ډډه ونه کړي؛ بلکې یوازې د الله پر فضل او رحمت دې ډډه ووهي[131].

 

پېغامونه:

1-په الهي عدل نیاوتون/محکمه کې توکم، رنګ، دنده، عمر او جنسیت د سنجونې کچه نه ده. وَ لِمَنْ خافَ … جَنَّتانِ

2-له الله (ج) وېره، د حق منلو او نېکو کړنو سرچینه ده؛ نو ځکه جنت ته د ورننووتو لپاره، له الله (ج) د وېرې ترڅنګ بل څه نه دي راغلي. (وَ لِمَنْ خافَ … جَنَّتانِ)

3- د الله (ج) ذات د لورنې سرچینه ده، په هستۍ او د قیامت نیاوتون – محکمه کې د الله (ج) مقام او ځګي ته پاملرنه، د انسان په ویناوو او کړنو کې له بېلابېلو جرمونو او ګناهونو مخنیونکې ونډه لري. «خافَ مَقامَ رَبِّهِ»

4-په روزنه کې هڅونه او ګواښنه یو د بل ترڅنګ وي. (هذِهِ جَهَنَّمُ … جَنَّتانِ)

5-په جنت کې هم پرېماني ده،«مِنْ کُلِّ فاکِهَهٍ» هم تنوّع او ډولاډولي، «زَوْجانِ» او هم هر څه ته لاسرسی. «جَنَی الْجَنَّتَیْنِ دانٍ»

 

مُتَّکِئِینَ عَلی فُرُشٍ بَطائِنُها مِنْ إِسْتَبْرَقٍ وَ جَنَی الْجَنَّتَیْنِ دانٍ«54» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«55»= پر (داسې) فرشونو به يې ډډه وهلي وي، چې استرونه به يې د پرېړو ورېښمو وي او د دواړو باغونو (څانګې) به (د پخو) مېوو له زوره ښکته راکږې شوې (او پرېکول به يې په واك كې) وي؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دورغ ګڼئ؟!

فِیهِنَّ قاصِراتُ الطَّرْفِ لَمْ یَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَ لا جَانٌّ«56» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«57»=په هغو جنتي باغونو كې د حياناکو سترګو خاوندانې ښځې وي، چې تر دغو جنتيانو مخكې به هېڅ انسان يا پېري لاس نه وي وروړى؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

کَأَنَّهُنَّ الْیاقُوتُ وَ الْمَرْجانُ«58» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«59»=ته وا دوى؛ لکه چې ياقوت او مرجان وي؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «بطائن» د «بطانه» جمع او د استر او دننني پوښ په مانا دی او «إِسْتَبْرَقٍ» پرېړو ورېښمو ته وايي.

«جَنَی» مېوې راشلولو ته وايي او «دانٍ» نږدې او څه چې په لاسرس کې وي.

* قاصِراتُ الطَّرْفِ» یا نورو ته د سترګو نه نیوو په مانا دي یا هغه ښکلا او زړه راکښون چې لري، مړونه یې چمتو نه دي، چې سترګې ترې واړوي او نورو ته وګوري.

*په دې آیتونو کې د جنت توکیزو او طبیعي خوندونو ته اشاره شوې ده:

1.د چینو ترڅنګ، په بڼونو کې مېشتېدل. «جَنَّتانِ ، أَفْنانٍ ، عَیْنانِ»

2.له ډول خوراکونو او مېوو برخمني. «کُلِّ فاکِهَهٍ زَوْجانِ»

3.بشپړه هوساینه او آرام. «مُتَّکِئِینَ»

4.ښکلې او پاکې مېرمنې [132]«قاصِراتُ الطَّرْفِ»

جنتي ښځې هم حیاناکې او هم پاکلمنې، «قاصِراتُ الطَّرْفِ»او هم باکره او لا لاس نه وي ورغلی، (لَمْ یَطْمِثْهُنَّ …) او هم لطیفې او ښکلې دي. «کَأَنَّهُنَّ الْیاقُوتُ وَ الْمَرْجانُ»

 

پېغامونه:

1-د نن وېره د سبا هوساینه ده. (وَ لِمَنْ خافَ … مُتَّکِئِینَ عَلی فُرُشٍ …)

2-جنتیان جنسي لېوالتیاوې لري. «فِیهِنَّ قاصِراتُ الطَّرْفِ»

3-پېریان هم جنسي غریزه لري. «لَمْ یَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَ لا جَانٌّ»

4-پاکې، باکرې او ښکلې ښځې ته د انسان لېوالتیا یوه آریزه غوښتنه ده، نه تلقیني او د فرهنګ او چاپېریال زوکړه.( لَمْ یَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ …)

5-جنتي ښځې، له دنیوي کورودانې بېلې دي؛ ځکه چا هم لاس نه دی ور وړی. «لَمْ یَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ»

6-د ښځې لومړی حیا او بیا یې ښکلا، لومړی «لَمْ یَطْمِثْهُنَّ» او ورپسې «کَأَنَّهُنَّ الْیاقُوتُ»

 

هَلْ جَزاءُ الْإِحْسانِ إِلاَّ الْإِحْسانُ«60» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«61»= ايا د نېكۍ بدله بې له نېكۍ بل څه كېداى شي؟!نو تاسې(ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

 

 

ټکي:

* «احسان» دوې ماناوې لري: ۱-نېک کار ۲- له نورو سره نېکي. په آیت کې له لومړي احسان نه مراد، نېک کار او په دویم کې، له بل سره نېکي ده[133]. «هَلْ جَزاءُ الْإِحْسانِ إِلاَّ الْإِحْسانُ»

* امام صادق (رح) وویل: د (هَلْ جَزاءُ الْإِحْسانِ …) غونډله – جمله مؤمن او کافر دواړو ته ده، او چا چې له بل سره نېکي وکړه؛ نو ورته پکار ده، چې جبران یې کړي[134].

* په قرآن کې، د ((ورته کړنې)) آر څو ځل تکرار شوی دی:

«فَاذْکُرُونِی أَذْکُرْکُمْ»[135]= یاد مې کړئ، چې یاد مو کړم.

«إِنْ عُدْتُمْ عُدْنا»[136] که راستانه شوئ؛ نو درستانه به شو.

«فَاعْتَدُوا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدی عَلَیْکُمْ»[137]= نو څومره تېری یې چې درباندې کړی؛ نو ورته تېری پرې وکړئ.

«وَ لَهُنَّ مِثْلُ الَّذِی عَلَیْهِنَّ»[138]=هومره مسئولیّت، چې د ښځې پر غاړه دی، هومره یې حق او حقوق دي.

«إِنْ عاقَبْتُمْ فَعاقِبُوا بِمِثْلِ ما عُوقِبْتُمْ[139])) که له دښمنه د غچ اخستنې هوډ لرئ؛ نو هومره تاوان ورواړوئ، چې در اړولی یې دی.

«إِنْ تَنْصُرُوا اللّهَ یَنْصُرْکُمْ»[140] که د الله مل شئ؛ نو الله به مو هم مل شي.

«فَلَمّا زاغُوا أَزاغَ اللّهُ»[141] که په خپله اراده کاږه ولاړل؛ نو الله به یې پر کږه پرېږدي.

* حضرت علي کرم الله وجهه له رسول الله صلی الله علیه و آله نقل نه رانقلوي: آیا د هغه کس انعام، بې له جنته بل څه دی، چې ایمان یې راوړی دی[142]. «هل جزاء من أنعمت علیه بالتوحید الا الجنه»

پېغامونه:

1-نورو چې درسره احسان او نېکي وکړه، تاسې یې هم ورسره وکړئ. «هَلْ جَزاءُ الْإِحْسانِ إِلاَّ الْإِحْسانُ» (آیا له انسان سره د الله (ج) ددې دومره احسانونو او نېکیو بدله، بې د بنده له نېکۍ بل څه کېدای شي؟)

2-یوازې ارزښتونه په پام کې ونیسئ، نه وګړي، جنسیت، توکم، عمر، سیمه او ټبر. «هَلْ جَزاءُ الْإِحْسانِ إِلاَّ الْإِحْسانُ»

3- احسان او نېکي، چې چا درسره څومره، څه ډول، څه وخت او ځای کې کړې وي، بدله دې یې احسان وي. «هَلْ جَزاءُ الْإِحْسانِ إِلاَّ الْإِحْسانُ»

4-د قیامت یوه فلسفه د عدل پلي کول او احسانونو ته ثواب ورکول دي. «هَلْ جَزاءُ الْإِحْسانِ إِلاَّ الْإِحْسانُ»

5-زموږ نېکیو ته د الله (ج) نېکه بدله، الهي نعمت دی. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

وَ مِنْ دُونِهِما جَنَّتانِ«62» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«63»=او تر دې دوو(باغونو) لاندې (نور) دوه باغونه (هم) شته. 63 نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

مُدْهامَّتانِ«64» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«65»=چې (دواړه) له (ډېر) شینوالي تور بخن ښکاري؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

فِیهِما عَیْنانِ نَضّاخَتانِ«66» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«67»=په دواړو (باغونو) كې دوه  خوټېدونې چينې؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

 

ټکي:

* «دون» کله د پرته/بې/ غیر په مانا دی او کله د ښکته/لاندې په مانا دی؛ نو د «وَ مِنْ دُونِهِما جَنَّتانِ» آیت لپاره دوې ماناوې اوڅار شوې:

الف) بې له هغو دوو جنتونو، دوه نور جنتونه هم شته دی.

ب) الهي اولیاوو ته، هغه دوه جنتونه دي، چې وویل شول: (وَ لِمَنْ خافَ … جَنَّتانِ) خو عادي مؤمنانو ته دوه نور جنتونه دي، چې د الهي اولیاوو تر جنت ښکته/لاندې دي[143].

* «مدهامه» د «دهم» له جرړې او د «ادهیمام» له بابه اخستل شوی، چې د تپې تیارې په مانا دی او دلته ترې مراد هغه بڼ او باغ دی، چې د ډېر شینوالي له کبله تور برېښي.«نضاخ» خوټېدونکې ته وايي.

* په حدیث کې راغلي چې: اوبه، شنه بوټي او نېکه څېره خوشحالي راوړي[144].

 شاعر دا حدیث په شعر اړولی دی:

ثلاثهٌ یُذهبن عن قلب الحَزن

الماءُ و الخَضراءُ و الوجهُ الحَسن

درې څیزه دي، له زړه خپګان باسي: اوبه، شنه بوټي او نېکه څېره.

په دې آیت کې یې درې واړه نعمتونه، په جنتي نعمتونو کې اوڅار شوي دي:اوبه، «عَیْنانِ نَضّاخَتانِ» شنه، «مُدْهامَّتانِ» او ښکلې څېرې. «کَأَنَّهُنَّ الْیاقُوتُ وَ الْمَرْجانُ»

 

پېغامونه:

1-جنتي ونې تل ښېرازه او زرغونې دي. «مُدْهامَّتانِ» .( زرغون رنګ، د ژوند چاپېریال خوشحالولو ته ګټور دی)

2- قرآن زرغون رنګ ته پاملرنه کړې. «مُدْهامَّتانِ»

3-غوره خوند، د طبیعي نندارو کتل دي. «عَیْنانِ نَضّاخَتانِ»

4-اوبه، یو نعمت او راخوټېدل یې بل نعمت دی. «عَیْنانِ نَضّاخَتانِ»

5-د چینو خوټېدل، «نَضّاخَتانِ» د ویالو له بهېدو سره، «تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ» او د ځړوبو – آبشارونو شتون، «وَ ماءٍ مَسْکُوبٍ» او د شیدو، شاتو، شرابو او اوبو بېلابېل سیندونه، ناستینوړ نعمتونه دي. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»

 

فِیهِما فاکِهَهٌ وَ نَخْلٌ وَ رُمّانٌ«68» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«69»= په دواړو (باغونو كې) ډول ډول مېوې، د کجورو او انارو ونې دي؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

فِیهِنَّ خَیْراتٌ حِسانٌ«70» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«71»=هلته نېك خويه (او) ښكلې پېغلې دي؛  نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

حُورٌ مَقْصُوراتٌ فِی الْخِیامِ«72» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«73»=په (جنتي) کېږديو كې (ناستې) سترمنې حورې؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

لَمْ یَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَ لا جَانٌّ«74» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«75»=تر دغو (جنتيانو) مخكې هېڅ انسان يا پېري لاس نه دى وروړى (او پېغلې دي)؛نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

مُتَّکِئِینَ عَلی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَ عَبْقَرِیٍّ حِسانٍ«76» فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ«77»= (جنتيان) ډډه وهونکي پر شنو بالښتونو؛ او (پر) ښکلیو قیمتي فرشونو (پښې غځولي) دي؛ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

تَبارَکَ اسْمُ رَبِّکَ ذِی الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ«78»=د پرتمين او عزتمن پالونکي نامه دې پاينده او برکتي ده.

ټکي:

* «رَفْرَفٍ» یو ډول زرغون رنګی ټوکر دی، چې زرغون چمن ته ورته ظاهر لري. «عَبْقَرِیٍّ» په آر کې د پېري ځانګړی ځای دی، چې عمومو خلکو ته ناپېژانده دی؛ نو هر کمیاب او نادر څیز ته ویل کېږي او دلته ترې نادر او کمیابه فرشونه دي.

* په جنتي مېوو کې کجورې او انار ځانګړی مقام لري؛ نو د «فاکِهَهٌ» د ټولیز عنوان ترڅنګ، چې ټولې مېوې رانغاړي، دا دوه مېوه جلا ویل شوي دي.

*دنیوي خوندونه معمولا له غفلت او ګناه سره مل وي؛ خو په جنت کې چرې هم داسې نیمګړتیاوې نشته او د جنتي مېرمنو ځانګړنې، په ځانګړیو ځایونو کې دنننۍ او بهرنۍ ښکلا، «خَیْراتٌ حِسانٌ» او مناسب پوښښ «حُورٌ مَقْصُوراتٌ فِی الْخِیامِ» دی.

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: جنتي مېرمنې ښه خوی او ښکلې څېرې لري.«خیرات الاخلاق حسان الوجوه»[145]

* «حُورٌ مَقْصُوراتٌ» بې له «خَیْراتٌ حِسانٌ» دي. د«لَمْ یَطْمِثْهُنَّ» غونډله – جمله د «حُورٌ مَقْصُوراتٌ» لپاره ده؛ نه د «خَیْراتٌ حِسانٌ» لپاره؛ ځکه له جنتي حورو سره هېڅ پېري او انسان کوروالی نه دی کړی؛ خو (خیرات حسان) دنیوي مېرمنې دي. په روایتونو کې لولو: «خَیْراتٌ حِسانٌ» د دنیا صالحې مېرمنې دي، چې تر جنتي حورو ښکلې دي[146].

* په هغو دوو ډلو بڼونو کې توپیرونه شته، چې په دې سورت کې اوڅار شوي دي؛ لکه:

الف) په دوو لومړیو بڼونو کې ان دنننی پوخ/استر یې ورېښم دي، «بَطائِنُها مِنْ إِسْتَبْرَقٍ»؛ خو په دویم بڼ کې، یوازې د ټوکر ظاهر ښکلی او رنګارنګ دی. «رَفْرَفٍ»

ب) د متقینو په دوو بڼو کې هر ډول مېوې وې، «فِیهِما مِنْ کُلِّ فاکِهَهٍ زَوْجانِ»؛ خو د عادي مؤمنانو په دوو بڼونو کې، یوازې د مېوو شتون ته اشاره شوې ده. «فِیهِما فاکِهَهٌ»

ج) د هغو مېرمنو په اړه، چې په دوو بڼونو کې دي، د «قاصِراتُ الطَّرْفِ» تعبیر راغلی او په دویم بڼ کې د «مَقْصُوراتٌ فِی الْخِیامِ».

د) څه چې په دې څلورو واړو بڼونو کې یوشان دي، د مېرمنو باکره توب دی، چې په دواړو کې راغلي دي: «لَمْ یَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَ لا جَانٌّ»

* په ټول قرآن کې د «ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ» عبارت دوه ځل راغلی، هغه هم په الرحمن سورت کې.

*د سورت پیل په «رحمن»او پای یې په «اکرام»دی؛ یعنې د هغو ټولو نعمتونو سرچینه، د الله (ج) لورنه او کرامت دی.

 

پېغامونه:

1-کله دې هڅونه په هغو څیزونو وي، چې انسان ته اشنا او ورسره مینه لري. «فاکِهَهٌ وَ نَخْلٌ وَ رُمّانٌ»

2-د ځانګړیو وګړیو او څیزونو نامه دې جلا واخستل شي، د مېوو د عنوان ترڅنګ د کجورې او انار نامه جلا راغلې ده. «وَ نَخْلٌ وَ رُمّانٌ»

3-د جنتي ښځو هم سیرت ښکلی دی، «خَیْراتٌ» هم صورت. «حِسانٌ»

4-ان په جنت کې هم پرده او پوښښ یو ارزښت دی. «حُورٌ مَقْصُوراتٌ فِی الْخِیامِ»

5-الله (ج) د ټولو خیرونو او برکتونو سرچینه ده او د هغه پر مبارک نامه تبرک کول وړ چار دی. «تَبارَکَ اسْمُ رَبِّکَ»

6-ټولې نعمتونه، ښکلاوې، سزاوې او ثوابونه، د هغه د ربوبیت ښکارندوی دي. «تَبارَکَ اسْمُ رَبِّکَ»

7- د الله جلال او برم یې له اکرام او مینې سره مل دی. «ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال شیخ محسن قرآئتی 

 

 

[1] – انبیاء،107.

[2] – اسراء،82.

[3] – بقره،116.

[4] – .مریم،88.

[5] – انعام،47.

[6] – مریم،45.

[7] – اسراء،110.

[8] – نحل،89.

[9] – آل عمران،3.

[10] – نساء،105.

[11] – نساء،113

[12] – نساء،174

[13] – اعراف،170

[14] – یونس،57

[15] – یوسف،102

[16] – یوسف،3.

[17] – نحل،89

[18] – فرقان،33.

[19] – شوری،17

[20] – فصّلت،42

[21] – ق،45

[22] – جن،2.

[23] – .حجر،9.

[24] – طه،4

[25] – زمر،1.

[26] – فصّلت،2.

[27] – واقعه،80

[28] – نحل،103

[29] – اسراء،100

[30] – معارج،19

[31] – .معارج،2.

[32] عصر، ۲

[33] – علق،6.

[34] – .احزاب،72.

[35] – احزاب،72.

[36] – .اسراء،11.

[37] – .اسراء،67.

[38] – عادیات،6.

[39] – علق،2-4.

[40] – .نهج البلاغه:حکمت 411

[41] – نساء،آیه 9.

[42] – بقره،آیه 235

[43] – طه،آیه 44

[44] – نساء،63

[45] – اسراء،23

[46] – .بقره،83.

[47] – .اسراء،53

[48] – .نحل،125

[49] – المیزان تفسیر.

[50] – انبیاء،33 + یس،40.

[51] – رعد،2؛فاطر،13؛زمر،5.

[52] – اسراء،78

[53] – طه،130

[54] – بقره،187.

[55] – و سائل،ج10،ص 257.

[56] – حدید،25.

[57] – کافي،ج5،آداب تجارت.

[58] – کافي،ج 5،ص 160.

[59] – تفسیر نمونه.

[60] – بحار،ج 92،ص 306.

[61] -طه،132.

[62] -بحار، ۳۵ ټ، ۲۰۷ مخ

[63] – علل الشرایع،۱ټ ، ۲۵۹ مخ

[64] – نهج البلاغه،لیک: 47.

[65]  -نجم،9.

[66] – مرسلات،15

[67] – قمر،17.

[68] – احزاب،41.

[69] – حج،5.

[70] – انعام،2

[71] – حجر،28.

[72] – الرّحمن،14.

[73] – حجر،27.

[74] – تفسیر نمونه.

[75] – نورالثقلین تفسیر.

[76] -فاطر،12.

[77] – کنزالدقائق تفسیر .

[78] – قمي تفسیر.

[79] – تفسیر کنز الدقائق.

[80] – برهان تفسیر.

[81] – انبیاء،47.

[82] – انعام،62.

[83] – نهج البلاغه،حکمت: 300.

[84] تکاثر، ۸

[85] – اعراف،6.

[86] – انشقاق،8.

[87] – رعد،21.

[88] – طلاق،8.

[89] – کافي،ج1،ص11.

[90] . د ژباړن یادونه: د امام سجاد وینا ده، چې الله د توحید سورت او د حدید سورت لومړي آیتونه ددې لپاره راولېږل، چې په روسته وخت کې به ډېر ځيرن خلک راځي او په دې آیتونو به الله ښه پېژني. یوه خبره چې په قرآن کې ډېر ټینګار پرې کېږي او د مسلمانانو د ګروهې برخه ده، قیامت او پکې حساب و کتاب دی؛ خو داچې الله به څنګه له دې دومره بندګانو سره حساب و کتاب کوي، په دې اړه ډېری روایتونه هم رانقل شوي دي؛ خو د قرآن د هغو آیتونو تفسیر، چې پکې د قیامت پر ورځ له انسان سره حساب و کتاب اوڅار شوی دی، د نننۍ ټېکنالوجۍ په رڼا او پوهاوي کې په ښه توګه تفسیرولای شو او زما په اند،  اوسنیو خلکو ته (۳۰/۱/۱۳۹۹) دا چار، تر پخوانیو ډېر د پوهاوي وړ دی؛ ځکه ډېری یې له کمپیوټر او په دې ورځو کې د اندورویید(Android) موبایلونو څښتنان دي او څوک چې لږ هم له کمپیوټر او انډروییډ موبایلونو سره آشنايي ولري، په ډېره اسانه پوهېدای شي، چې په قیامت کې به څنګه الله هم د انسان نېکۍ او هم یې بدۍ تلي؛ هغه هم داسې چې په کمپیوټر کې د هرې ډېټا لپاره ځانګړی ډرایو وي او مخکې له مخکې کمپیوټر ته داسې حکم ورکولای شو، چې نېکۍ په دې ډرایو کې او بدۍ په بل ډرایو کې اچوه او بیا په کمپیوټر کې هر ډول کمانډ یو روستاړی لري او د هغو روستاړو او د ډېټا د څرنګوالی له مخې، په خپله کمپیوټر په اوتومات بڼه، هره ډېټا په هغه ډرایو کې اچوي، چې مخکې له مخکې یې تا کمانډ ورکړی وي. اوس نو ته چې په خپل کمپیوټر یا انډرویید موبایل کې څومره ډېټا اچوې او مخکې له مخکې دې ورته فولډر جوړ کړي وي، د بېلګې په توګه، یو د نېکیو ډرایو او بل د بدیو ډرایو؛ نو سل کاله روسته هم چې ته وغواړې، چې اندازه واخلې چې په هر ډاریو(د نېکیو او بدیو په فولډر) کې څومره ډېټا پرته ده؛ نو ډېر په آسانه، رايټ کلیک کوې او د پراپرټۍ برخې ته ځې، هلته یې درته لیکلې وي، چې په دې ډرایو کې دې څومره ډېټا پرته ده؛ او نن خو داسې چېپونه او هارډیسکونه راوتلي، چې ډېره زیاته حافظه لري او همداراز هره ډېټا موږ کمپک کولای او په زیپ فولډر کې یې اچولی شو؛ نو د نننۍ ټېکنالوجۍ په مرسته د ټول انسان د ژوند بدۍ او نېکۍ په یوه هارډیسک کې په بېل بېل فولډر کې راټولولی او د یوه څو ثانیو په ترڅ کې یې معلومولای شو، چې د نېکیو په فولډر کې یې ډېټا ډېره ده که د بدیو کې؛ نو بشر چې داسې یوه ټېکنالوجی درلودای شي، چې په ورځ کې څومره ګامونه اخلي، څومره انرژي مصرفوي، په بانک کې څومره پیسې او داچې دا پیسې د نړۍ له کوم ګوټه، چا او څومره یې رالېږلي دي؛ نو له الله، چې ددې ټېکنالوجۍ فکر یې بشر ته ورکړی، څه مو خیال دی، چې تردې به ورسره، پرمختللې ټېکنالوجي وي که نه وي؟ (افلا: تفکرون، تعقلون او تدبرون؟؟؟)

نو دا شننه هم د توحید سورت او د حدید سورت لومړیو آیتونو په اړه د امام سجاد پر وینا تایید دی، چې څومره نړۍ مخکې ځي او انسان ډېر تکامل مومي؛ نو د قرآن او الله خبرې ورته ډېرې د پوهاوي وړ وي؛ خو چې نړۍ لید مو الهي نړۍ ولید وي.

[91] – بحار،ج 7،ص 266.

[92] – .و سائل،ج11،باب محاسبه النفس.

[93]  حجر/۲۷

[94] – غافر،23.

[95] – غافر،35.

[96] شوری،51.

[97] – هود/۵۲.

[98] – نمل،63.

[99] – مجمع البیان تفسیر.

[100] – بحار، ۷ټ، ۱۲۶ مخ

[101] – صافّات،24

[102] – یس،65

[103] – کهف،49

[104] – طارق،9.

[105] – نبأ،12.

[106] – المیزان تفسیر

[107] – مطفّفین،24

[108] – آل عمران،106

[109] – زمر،60

[110] – .قیامت،22.

[111] – غاشیه،8

[112] – قیامت،24

[113] – عبس،38 و 39

[114] – عبس،40

[115] – غاشیه،2.

[116] – .واقعه،17.

[117] – زخرف،71.

[118] – صافّات،45.

[119] – انسان،15.

[120] -مائده،83.

[121] – انسان،10.

[122] – کنزالدقائق تفسیر .

[123] – نورالثقلین تفسیر

[124] – کنزالدقائق تفسیر .

[125] -ارشادالقلوب، ۱ټ، ۱۹۵ مخ

[126] – یونس،62

[127] – حاقّه،23

[128] – واقعه،32.

[129] – واقعه،33.

[130] – اربعین امام خمینی،221.

[131] – .اربعین امام خمینی،226.

[132] – د فخر رازي کبیر تفسیر.

[133] – راهنما تفسیر

[134] – مجمع البیان او المیزان تفسیرونه

[135] – بقره،152

[136] – .اسراء،8

[137] – .بقره،194

[138] – بقره،228.

[139] – نحل،126

[140] – محمّد،7.

[141] – صف،5.

[142] – امالي طوسي، ۲ټ، ۱۸۲ مخ

[143] – برهان تفسیر

[144] – بحار، ۵۹ ټ، ۱۴۴ مخ

[145] – نورالثقلین تفسیر.

[146] – کافي، ۸ټ، ۱۵۶ مخ

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!