تبلیغات

د حسين (ع) تر شهادت  وروسته حال [1]  ١-ډالۍ او ورکړه ابن اعثم وايي: چې حسين (رض) ووژل شو، د عراق دواړه برخې؛يعنې کوفه او بصره د ((عبيد الله بن زياد)) په ولکه کې شوې او يزيد يو مليون درهم انعام ورکړ او په ډېرو پيسو يې په بصره کې دوه سرې او سپېنې ماڼۍ […]

د حسين (ع) تر شهادت  وروسته حال [1]

 ١-ډالۍ او ورکړه

ابن اعثم وايي: چې حسين (رض) ووژل شو، د عراق دواړه برخې؛يعنې کوفه او بصره د ((عبيد الله بن زياد)) په ولکه کې شوې او يزيد يو مليون درهم انعام ورکړ او په ډېرو پيسو يې په بصره کې دوه سرې او سپېنې ماڼۍ جوړې کړې .په ژمي کې په سرې او په دوبي کې په سپېنې ماڼۍ کې وسېده .اوازه يې لوړه شوه او نوم يې په هر ځاى کې خپور شو.

ډالۍ او انعامونه يې ورکول، مشران يې وپېرل او شاعران يې ستاينې ته اړکړل . [2]

مسعودي وايي: يزيد د حسين تر وژنې وروسته د شرابو ناسته جوړه کړه ، ابن زياد يې په څنګ کې کېناوه او خپل ساقي ته يې وو يل :

اسقنى شربة تروى مشاشى      ثم مل فاسق مثلها ابن زياد

صاحب السر و الامانة عندى      و لتسديد مغنمى و جهادى

داسې شراب راباندى وڅښه ،چې موړ مې کړي او بيا يې له همدې ډک کړه اوپر ابن زياد يې وروڅښه ،چې خواله ساتی اوامانتوال مې دى ، او زما د ولجو،جګړې او جهاد هموارونکى دى !

بيا يې امر وکړ، چې دا بيتونه يې سندرغاړي په ساز کې ووايي :

ليکوال( علامه عسکري) وايي:  په ګومان مې د يزيد په خپل شعر کې له ((ابن زياده )) مراد، پخپله ((عبيدالله بن زياد)) دى نه يې ورور ((د زياد اولادې! پر تاسې د آل ابوسفيان دوستي واجب شوې)) بيا يې وويل: هلکه ! خواړه راوړه او تر خوړو  وروسته يې شراب وغوښتل او چې جام ګرځېده ،يزيد ساقي ته مخ کړ او ويې ويل : اسقنى شربة تروى عظامى     ثم مل فاسق مثلها ابن زياد

موضع العدل و الامانة عندى       و على ثغر مغنهم و جهاد

 داسې شراب راباندى وڅښه ،چې هډوکي مې ماړه کړي او له همدې يې ډک کړه او پر ابن زياد يې وروڅښه هغه ،چې مې عادل  او امين  دى  او زما د ولجو، جګړې او جهاد خواله ساتى .[3]

 د يزيد دا خبرې د ((عبيد الله)) له حالاتو سره اړخ لګوي؛ نه يې له ورور ((سلم)) سره ؛البته شونې ده، چې يزيد لومړي دوه بيته يې په يوې ناستې کې يوه ته يې او دوه نور بيتونه يې بل ته ويلي وي. ددې نظر موئد، په تذکرة الخواص کې د ابن جوزي خبره ده ،چې وايي: يزيد، ابن زياد راوغوښت، ډېره شتمني او انعامونه يې ورکړل، ځان ته يې رانژدې کړ، مقام يې ورلوړ کړ او خپل حرمسراى ته يې لار ورکړه او د شرابي ناسې ملګرى يې کړ او يو شپه مست يې ، خپل  سندرغاړي ته وويل:  په ساز کې يې ووايه او پخپله يې بالبداهه وويل: استعني شربة … [4]

لیکوال ( علامه عسکري) وايي : دا وو خپلو قومندانانو ته د يزيد انعامونه؛خو  نورو پوځيانو ته يې انعام د بلاذري  په وينا دغسې و، چې وايي: يزيد، ابن زياد ته وليکل: (( امابعد؛ د لاس په نامه کوفيانو بدله ،سل په سلو کې ورزياته کړه!)) [5]

هو! په دې توګه، د حسين وژوونکي په ښادۍ او چړچو کې وسېدل ،تر دې چې د خپلو کړو وړو نښې او اثار يې رابرسېره شول او په خپلو کړنو پښېمان شول.

 ٢_پښېماني

 ابن کثير او نور وايي : چې ابن زياد ، حسين او ياران يې ووژل او سرونه يې يزيد ته ورولېږل ، يزيد په پيل کې ترې خوشحال شو او د ابن زياد مقام يې لوړ کړ؛خو ډېر وخت تير نه و ،چې پښېمانه شو اويې ويل : ((ابن زياد د حسين په وژنې ،په مسلمانانو کې مبغوض، منفور او کرکجن کړم او د دښمنۍ جرړې يې پکې وځغلولې او اوس نېکچاري او بدچاري ټول مې دښمن بولي . [6]

او لکه چې د تاريخ په کتابونو کې راغلي، ابن زياد ، عمربن سعد او د رسول الله د اهل بيتو نور وژوونکي  هم ، ګرد سره د حسين او يارانو يې له وژنې  پښېمانه شوو ،چې د لنډيز لپاره ترې تېرېږو.

 پټه دې نه وي،چې دوى په پيل کې له ځان سره د مسلمانانو د دښمنۍ  په پار پښېمانه شوو او بيا يې پر ضد د پر له پسې غورځنګونو له امله پښېماني نوره هم زياته شوه ، چې د خداى په مرسته  دا وروسته برخه به وڅېړو . انشاء الله[7].

 د پاڅون اغېزې[8]

 د عاشورا غوړپکه – پېښه د نورو غوړپکو پر خلاف، د امام او يارانو پر شهادت پاى ته و نه رسېده؛ بلكې د لارې پيلامه وه، چى د هغه ستر زوى (علي بن حسين، امام زين العابدين) او سترې خور بي بي زينب كبرا او نوره كورنۍ پردې لار ولاړه . خور يې په كوفه كې عبيدالله بن زياد، په شام كې يزيد ته او هم امام زين العابدين چې په شام كې كومې ويناوې وكړې؛نو د خلكو شعور او وجدان يې راويښ كړ او د محمدى اسلام د ښكارندويانو “نبوى كورنۍ” حقانيت او د زور، زر او چل ول ( تزویر) د پاسوالانو بدرنګه او دوه مخې څېره رابربنډه كړه.

امام له دې اګاهانه پاڅونه څو موخې درلودې او هغه دا چې له امام نه روايت شوى، چى پېغمبر (ص) ورته ويلي و:

 ” …. تاته په جنت كې يوه درجه او مقام شته، چې ورته په شهادت رسېداى شې ” (1 )؛ نو ځكه الهي مكلفيت داسې پاڅون غواړي او كه په جنت كې ځانګړو مقامونو او درجو ته رسېدل د دندې ترلاسه كول وي؛ نو د امام دنده د زماني شرايطو د غوښتې له مخې “شهادت غواړى پاڅون” و او بس همداراز سور مرګ يې تر قيامته پورې خداى پاك ته د ډېرو بندګانو د تقرب او بښنې لامل دى.

 ( 2 ) _ اسلام يې د نفاق ، چل ول ، زور او استبداد له منګولو وژغوره او د غصب او په زور نيول شو يو خلافتونو حساب يې له اسلامه بېل كړ او د تل لپاره يې ورته د ” اولو الامر” وياړن نښان واخست .

 ( 3 ) په مسلمانانو كې “نبوى كورنۍ” لا زياته مېنه وړې – محبوبه او ګرانه شوه .

 ( 4 ) داسلام له دينه يې د شاتګ –  ارتجاع ګواښ لرې كړ او دې پاڅون په مسلمانانو كې اندیز اوښتون راووړ، چې دينې شعور يې راويښ شو، تردې چې په راوروسته زمانو كې د بلوسګرو واکمنو پر ضد  ډېر پاڅونونه وشول.

لكه پر 65 كال په كوفه كې د “توابينو خوځښت” د “يا لثارات الحسين” په شعار راووت او د واكمن له لښكر سره په “عين الورده” كې وجنګېد او ټول شهيدان شول.

بيا پر 66 كال په كوفه كې د “مختار خوځښت” پيل شو، چې د امام حسين ټول قاتلين يې ووژل او ورپسې علوى خوځښتونه پيل شول؛ لكه د “زيد” او زوى “يحيى” پاڅونونه.[9]

او د دې ټولو په پاى كې د عباسيانو خوځښت و، چې د “آل محمد” په نامه يې مبارزه پيل كړه او اموي خلافت يې راوپرځاوه او عباسي خلافت يې ځاى ونيو.[10]

غزل بابا وايي :

ظالمان په ايماندارو نشي كړى حكمرانى
د ظالم ظلم ته غاړه كله ږدي مسلمانى

 ( 5 ) _ د جهاد ، سر ښندنې او د حق په لار كې د “ځان تېرېدنې ښوونځي” بنسټ يې كېښود او د نړۍ ګرځپلو – مظلومانو ته يې د ګرګرو – ظالمانو له جغ نه د ژغورنې لار وښوده .

 حمزه بابا وايي :

حقيقي مسلمان نه دى دا ايمان څه ايمان نه دى
چى حسين غوندې يزيد ته ټينګ ولاړ په ميدان نه دى

يو خوا دا ټول پاڅونونه د امام حسين له شهادته راولاړ شول او بلخوا د نبوي كورنۍ امامانو،چې څه وكړل؛ نو دا ټول د دې سبب شول، چې محمدي شريعت بيا ورغېږي او اسلامى احكام خپاره شي.

د امام د شهادت بله اغېزه دا وه، چې تر هغه وخته اسلامي حكم، په خلافت پورې تړلى و او څه به چې خليفه ويل، هغه به اسلامي احكام وو؛ خو د يزيد په زمانه كې، دين له خلافته بيل شو، د امام تر شهادت وروسته عالمان؛لكه مالك بن انس او ابوحنيفه (چې بيا وروسته د امامانو په نامه ياد شول) رحمة الله عليهما له خلافته خپله لار بېله كړه او له هماغې ورځې سياست له دينه بيل شو.[11]

 ( 6 ) _هغوى يې تر ابده نهيلي كړل،چې په بشري ژوندانه كې يې د اسلام د تتولو او منځه وړو هوډ كړى و.

  ( 7 ) _ خپل ځان، ياران ، نبوى كورنۍ او اسلام يې تلپاتې كړل او د بشري ژوند تر پايه يې د ” محمدى اسلام ” څېره ځلانده انځور كړه،

غزل بابا وايي :

كه يزيد په كربلا كې ظلم كړى له حده تېر
شهامت به دحسين څوك تر قيامته نه كړى هېر
په ژوندي حسين څه وشو ؟ د مزار قدرى ګوره

چى بيا به يې له ځوځاته د امت مهدي راپاڅي او د تاريخ له ټولو ظالمانو به د مظلومينو غچ اخلي او بيا به د عدل نړيوال حكومت جوړوي!

حافظ الپوري وايي :

د عادل مهدي په عدل به بدل شي _ مخ د ځمكې درست له ظلمه پيمانه

 ابن عباس ( رض ) ويلي: خداى تعالى خپل پېغمبر ته وحې وكړه، چې ما د يحيى بن زكريا د مړينې په غچ كې او يازره تنه ووژل او همداراز به ستا د لور د زوى (حسين) د وينى په غچ كې د هغه دوه ګرايه ووژنم .[12]

 له عاشورا  عبرت

 دتېرو پاڼو تر لوستو وروسته اوس په ځير سره د عاشورا زړه بوږنوړی غوړپکې – پېښې ته ګورو او د صدر اسلام معما ډوله غوړپکې په موشګافۍ سره څېړو، چي دا څه وشول؟ څنګه هغوى چي ځان د پېغمبر امتيان ګڼل، د خداى د رضا لپاره په تېرو تورو، چړو او غشو يې د پېغمبر لمسى او كورنۍ غلبيل غلبيل كړه ، هغه لمسى چي حق يى وايه او د تېرغمالۍ – ظلم او نفاق د ځپلو لپاره له غښتلي سوله – منطقه هم برخمن و.

په ويښته د محمد  يې وركول چـــــــــــــې خپل سرونه

د حسين سر وړى يزيد ته نـــــــــــــــن د هغوى اولادونه

څومره فرق څومره ژر راغى مسلمانه ستا په حال كې

چې هېڅكله ګرځېده نه د چا فـــكر د چا خيال كــــــې

 غزل بابا وايي :

اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو
لاسوا مې له دې دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼې دا غم چې پرونى دى
ګويا هر پروسكال يې سګنى دى
زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي
وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګې دوى ته هغه سترګو ته چشمان دي
ابتدا د غم كومه نوى كال دى
په اول چې زړه خفه شي  بيا خوشحال دى
څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي
دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي
د سرور لباس ګنډلى په ملال شي
نقصانونه پېوندونه د كمال شي
اوښكې چرته د ميېن د زړه په تل کې
مينه نه پرېږدي تراوه په خپل محل کې
لوى زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلې د هدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياخداىء خو هميشه د تخم كر كا
امامان يې بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب ولاړو بېدار شو
دانسان د ارتقاخداىء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخکې رفتار شو
وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې
چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې
چې اسلام له محمده مكمل شو
خود پخپله په نبيانو کې افضل شو
اخر کې و، راغلى خو اول شو
اولين او اخرين چې راز و، حل شو

دا بايد څرګنده كړو، چې څنګه “محمدي اوښتون – انقلاب” ته تسليم شوي عناصر د اوښتون – انقلاب و اسلامي خلافت پاتوړي –  وارثان كېږي ؟ دلته بايد د ټولنپوهنې او ارواپوهني له اړخه مساله وڅېړو. د مسالې وتلار دا نه ده، چي له امام حسين نه د يو وګړي په توګه ملاتړ وكړو او يزيد هم د يو وګړي په توګه وغندو؛ بلكې امام حسين تر پېغمبراكرم وروسته د سمو احاديثو پر بنسټ له دولس ګونو امامانو درېیم امام، د اسلامي خلافت (هغه خلافت،چې پېغمبراكرم يې په حاكميت كې اسلام سرلوړى بولي) پېرګر- ممثل او ښكارندوى او د پېغمبر اكرم د جرات، مړانې او سخا ښووونكی دی. او مقابل لورى يې (يزيد) د پاچاهي بهیر بېلګه، د عربي ولسپالۍ – نشنليزم پلیونی، د استبداد نښه او د دې طرحې پايله وه، چې “نبوت او خلافت دواړه د بني هاشمو نه رسي، نبوت دې د بني هاشمو وي او خلافت دې په قريشو كې لاس په لاس شي.”

ارواښاد ګل پاچا الفت وايي[13] :

يزيد نوم د استبداد دى د سمبول په حيث جهان ته
حسين ډېر اعلي مثال دى د ايمان اهل ايمان ته
امام حسين په خپل پاڅون سره وښووله، چې كه هر څوك واكمن شي، د مسلمينو  “ولي امر ” كېداى نشي؛ بلكې د امام په وينا “مشر هغه دى چې د خداى پر كتاب پوه، پر ا لهي احكامو عامل او په رعيت كې عادل وي “

ګل پاچا الفت وايي[14] :

مؤمن كــله شي منلى يو مطلق امريت

اولو الامر د اسلام دى مقيد په شريعت

بايد نصوصو ته مراجعه وكړو، چې پېغمبر اكرم تر ځان وروسته د مشرۍ لپاره كومې سپارښتنې كړي؟د نبوي كورنۍ مقام څه دى؟ او بيا ددې نصوصو په رڼا كې تر پېغمبراكرم وروسته، چې څه پېښې شوي ورسره پرتله كوو او پر پايلو يې ځان پوهوو او بيا داسې دريځ ونيسو، چي ځان له صدر اسلام سره ونښلوو.

 اوس مسلمانان راويښ شوي او پوهېږي،چې هر اړخيزه نادودې مو د پېغمبر اكرم پر دې حديث ولاړې دي چې:

 “زما په امت كي دوه ډلې دي،چې د هغوى په سمون او وړتيا امت هم سمېږي او پر فساد يې هلاكېږي او هغوى مشران (واكمن )او عالمان (پوهان )دي “

 ارواښاد ګل پاچا الفت وايي[15] :

سياست اسلامي نه وي كه اسلام وى سياسى
سياست د دين خدمت كې سياست دى اسلامى
د پېغمبر اكرم د پورته حديث په رڼا كې موږ بايد پر تاريخ باندې د واكمنو چارواكو ژوند ليك او هر اړخيزې كړنې تر څېړنې لاندې ونيسو، چې ايا واكمنو د سمو او صحيحو احاديثو لاروي كړې كه نه ؟ او بيا هغوى چې عالمان وو، د واكمنو پر وړاندې يې څه دريځ و؟ هر څه يې چې ويل د اسلام په نامه يې تاييدول او كه نيوكې يې كولې او د “محمدي اسلام” لار يې ښووله؛نو ځكه هغه څه چې نن راته په تبليغاتو، مذهبي نصاب، حكومتي سيستمونو او رسمي منبرونو كي ويل كيږي، څومره له “محمدي اسلام” سره اړخ لګوي دا رښتينى اسلام دى كه  دولتي او تبليغاتي؟ [16]

 خپلې خبري راټولوم او وايم:

 الف _ د واكمنو په باب تاريخي څېړنې او شننې ته اړه ده، په دې باب هر څوك څېړنه كولاى شي او قضاوت په هرچا پوري اړه لري.

 ب_ پر دين باندې د پوهېدو لپاره اړین دي، چې د “اسلامى مذاهبو د پيوستون”  نړيوال ټولنيز او ناسياسي خوځښت پيل شي او د اسلامي ټولو فرقو او مذاهبو پوهان، حديثپوهان، تاريخپوهان او ټولنپوهان پكې راټول شي او د وخت له غوښتنو سره سم ديني پوهه راوړاندي كړي او بيا د دغسې پوهې په رڼا كې د ټولنو د سمون لپاره خوځښتونه پيل شي.

 ګل پاچا الفت وايي[17] :

انتقام د حسيـــــــــــــن واخله د خپل عصر له يزيده

ورك د ځمكي خدايان كړه ا لهام واخله له توحيده

 [1]  دا برخه د معالم المدرستین د امام حسین له برخې اخستل شوی

[2] .د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٥٢ مخ

[3] .د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٥٤ مخ

[4] .تذکرۀ خواص الامة،١٦٤ مخ .

[5] .انساب الاشراف،بلاذري،٢٢٠ مخ

[6] .د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٣٢ مخ؛ د ذهبي تاريخ الاسلام،٢ ټوک،٣٥١ مخ

[7]  د معالم المدرستین د برخې پای

[8] . دابرخه په لنډ ډول د ابن اثير له كامل ( 3 / 377 – 433 ) نه را اخستل شوې ده.

 [9] . د 65-67 كال پېښې په طبري، ابن اثير او ابن اكثير تاريخونو كې ولولئ.

[10] . يعقوبى تاريخ 2/ 345-353، ابن اثير الكامل 5/144 (د 130 كال د پيښو په ترڅ كى) مسعودى، مروج الذهب 3/286.

 [11] . علامه عسكري، نقش ائمه 16/ 181

 [12] . ( 1 ) خوارزمى ، مقتل / 187 ، نهم فصل او د ابن اعثم كوفې د تاريخ فارسى ژباړه346 مخ ،  ( 2 ) د حافظ الپورىديوان 59 مخ  ، ( 3 ) مستدرك الصحيحين 3 / 178

[13] . دالفت مرغلرى 262مخ)

[14] . (الفت مرغلري 265مخ)

 [15] . (دالفت مرغلرى 267مخ)

[16] . الف _ د طبري تاريخ 1/30 _32 لومړى چاپ د درويشتم كال د پېښو په ترڅ كې. ب _ طبري تاريخ 1/2768 _ 2772 د اروپا چاپ  ج_ ابن اثير، تاريخ (الكامل)  3/24 _ 25

[17] . (د الفت مرغلرى-266)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست