تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيم دعاګانې     ۱- الهي، له خپلو بدیو ډارېږم؛ نو په خپلو ښو، دې ما وبښه . ۲- الهي، که څه هومره اطاعت نه لرم؛ خو په دواړو نړیو کې بې له تا بل څوک نه لرم. ۳- الهي، بې له تا جنت، د خوشحالۍ ځای نه دی او بې ستاله […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيم

دعاګانې

 

 

۱- الهي، له خپلو بدیو ډارېږم؛ نو په خپلو ښو، دې ما وبښه .

۲- الهي، که څه هومره اطاعت نه لرم؛ خو په دواړو نړیو کې بې له تا بل څوک نه لرم.

۳- الهي، بې له تا جنت، د خوشحالۍ ځای نه دی او بې ستاله دوستۍ، د آزادی مخ نشته .

۴- الهي، هر څوک غواړي چې ته ور وګورې؛ خو زه غواړم، چې ته را و ګورې .

۵- الهي، پر یوه د پېرزوېنې لاس را کاږې اوله بل سره حساب و کتاب کوې .

۶- الهي، د جنت ګل د عارفانو د پښې اغزی دی، د مولی د لټوونکي له جنت سره څه کار دی؟ .

۷- الهي، پوهېږې چې بېوسی یم؛ نو له دې بلاګانو مې خلاص کړه .

۸- الهي، که سولۍ مې کړې، رواده؛ خو شړه مې مه، او که  دوزخ ته مې ولېږې خو ښه مې ده؛ خو له ځانه مې مه لرې کوه .

۹- الهي، زه څوک یم چې تا غواړم؛ ځکه پر خپل قیمت پوهېږم .

۱۰- ونازېږه چې د نازېدو ځای دی، د دوست د مخ لیدل د عاشقانو اختر دی .

۱۱- الهي، پر خدایتوب دې ګواهي، له بېلتونه مې وساته .

۱۲- الهي، د توحید بنسټ مو را ویجاړ نه کړې او د هيلو بڼ مو، بې اوبو مه کړه .

۱۳- الهي، راته  دې وویل، په دنیا کې چې پانګوالوته په کومو سترګو وینئ، دروېشانو او مسکېنانو ته مه وینئ؛ نو خدایه ! ته کریم او بښونکی یې، په آخرت کې په هغو سترګو سرغړاندته و ګوره، چې مطیعانو ته ګورې .

۱۴- الهي، پر چا چې د خپلې مینې او محبت داغ  کېښود، د هغه د هستۍ درمند دې نیست  و نابود کړ .

۱۵- الهي، داسې پوهه را، چې لار  وموم او داسې لیدانه را، چې په څاه کې ونه لویږم .

۱۶- الهي، لاس مې ونیسه، چې لاسوند نه لرم، او عذر مې ومنه چې د تېښتې ځای نه لرم .

۱۷- الهي، مه وایه، چې څه دې راوړي، چې درویشان یوو، او مه  پوښته  چې څه  مو کړي، چې رسوایان یوو .

۱۸- الهي، داسې یوه پلټنه را، چې له دنیا بېزار  او داسې توفیق را، چې په دین کې ټینګ شو .

۱۹- الهي، نه خوشحال یم نه زغمناک، نه رنځوریم نه  مهجور.

۲۰- الهي، چې څنګه دې و غوښتل هماغسې دې و انځور کړم .

۲۱- خدایه چار مې را جوړ کړه او کړ چار مې مه ګوره.

۲۲- الهي، هغه زړه را،  چې عبادت او اطاعت ډېر کړي او د هغه طاعت توفیق را، چې جنت ته مې ښیون کړي .

۲۳- الهي، پېژندل  دې راته امان او لورنه دې راته ښکاره ده .

۲۴- الهي، د کمزوریو پناه ځای یې، د قاصدانو د لارې پر سر یې او پر مؤمنانو ګواه یې؛ نو څه کېږي چې لا یې زیات کړې او کم یې نه کړې؟.

۲۵- الهي، پر هغه ورځ چې در سره بوخت شوم؛ نو لاس مې له هر څه ووینځه او بېزار شوم .

۲۶- الهي، له  وسې مې پوره نه ده چې تقدیر دې واړوم او دا مې هم له وسې پوره نه ده چې عذر درته ونه کړم .

۲۷- الهي، ستا له  وژل شوي،  د وینې بوی نه راځي او له سېځل شوي دې لوګی  نه را پورته کېږي؛ ځکه سیځل شوی دې په سېځلو او وژل شوی دې په وژنه خوشحال دی .

۲۸- الهي، په دنیا کې مو ګناه کوله، دوست دې  محمد(ص) خپه کېده او دښمن دې، ابلیس خوشحالېده؛ نو الهي، که د قیامت پر ورځ سزا را کړې؛ نو بیا هم دوست دې محمد(ص) خپه کېږي او ابلیس دښمن دې خوشحالېږي؛ نو خدایه! دښمن  مې دوه ځل مه خوشحالوه او پر دوست دې دوه خپګانه مه را وله .

۲۹- الهي، که یو ځل راته ووایې: زما بنده! نو له عرشه به مې خندا تېره شي .

۳۰- الهي، که کاسني ترخه ده؛ نو له بڼه ده او که عبدالله مجرم دی،  له دوستانو ځنې دی .

۳۱- الهي، چې درته ووینم؛ نو تاج پر سر پاچایم، او چې ځان ته ووینم؛ نو خاوره یم آن ترې ور ټیټ .

۳۲- الهي، نېکان خو به بښې؛ نو له نانېکو سره به څه کړې؟

۳۳- الهي، که څه هم چې ګناهکاران یوو؛ خو ته بښونکی او غفار یې، که څه هم چې بد چاري یوو؛ خو ته پرده اچوونکی او ستار یې، د ور کړې زېرمه در سره ده، بې ساری او بې  سیال یې، درسره وړ ده، چې له ګناهونو مو را تېر شې! .

۳۴- الهي، عبدالله له درېیو آفتونو وساته: د شیطان له وسوسو، له ځاني ټګۍ برګۍ او د ناپوهۍ له غروره .

۳۵- الهي، دا چې حاضر یې؛ نو څه و لټوم لاو دا چې څارن یې؛ نو څه ووایم؟

۳۶- الهي، دا چې څه غواړې؛ نو هماغه کوې؛ نو له دې مفلس بنده څه غواړې؟

۳۷- الهي، که له دوستانو یم؛ نو پرده هااخوا کړه او که  له مېلمنویم؛ نو میلمه پال مې شه .

۳۸- الهي، له لارې پردې ور ها اخوا کړه او ځانته مو مه پرېږده .

۳۹- الهي، که عبدالله ته نه وینې؛ نو ځان ته ووینه او د دښمن په مخ کې مې بې پته کوه .

۴۰- الهي، وړیا دې پیدا کړو او وړیا دې روزي راکړه؛ نو وړیا مو وبښه، چې ته خو خدای یې،  نه سوداګر! .

۴۱- الهي، و دې ویل چې کریم او بښونکی یم؛ نو پوره هیله مو درته ده؛ نو چې کرم وي؛ نهیلي حرامه ده .

۴۲- خدایه،  ټول د خپلو ځانونو له بنده خوشې کړه، ټولو ته وس ور کړه چې ځانونه وپېژني، ټول د شیطان له چلونو وساته، ټول له ځاني غوښتنو خبر کړه .

۴۳- الهي، هغه چې دې پخپله بللی، راز یې مه را بر سېره کوه او ګناه یې پټه کړه .

۴۴- الهي، همدا چې د مینې اغېز دې را ورسېد؛ نو ټولې مینې پای ته ورسېدې .

۴۵- الهي، ټول درنه ډارېږي؛ خو عبدالله له ځانه ډارېږي؛ ځکه له تا ګرد سره نېکۍ را ولاړېږي او له عبدالله بدۍ .

۴۶ – الهي، ابو جهل له کعبې راځي او ابراهیم له بوتخانې، چار په لورنې دی، پاتې ټولې پلمې دي .

۴۷- الهي، که څه ګناه مې ډېره ده؛ خو عفوه دې له بریده او ختې ده، الهي! که ګناهکاریم، مسلمان یم او بد مې کړي؛ نو پښېمانه یم .

۴۸- الهي، د پانګوالو چار له سرو سپینو سره دی؛ خو د دروېشانو (( نحن قسمنا))

۴۹-  یو دوستۍ ته رابلي او بل شړي، او څوک یې دمنلو او نه منلو په راز نه پوهېږي .

۵۰- الهي، په خپله دې ویش وکړ او قیمتونه دې کېښوول، پخپله ویشونکی او پخپله قاضي يې، نه پوهېږم چې را باندې غوسه یې یا را نه راضي یې، په هر حال ستا شکر .

۵۱- زړه ولاړ او دوست هم ولاړ؛ نو پوهېږم چې په دوست پسې ولاړ شم که په زړه پسې ؟

۵۲- الهي، پر خپلې بېوسۍ ګواه یم او ستا له لطف او لورنې خبر یم. غوښتنه خو ستا غوښتنه ده، زه څه و غواړم .

۵۳- الهي، هغه ته چې دې خوښه شي، او به یې په لښتي کې روانې وي، او چې دې خوښه نشي؛ نو څه رغید ورته  دی ؟

۵۴- الهي، بې ستا له یاده ټول یادونه کبر دی او ستا په یاد ګرد سره غمونه خوشحالي ده .

۵۵- الهي پوهېږې چې بېوسی یم؛ نو له کړاوه مې وژغوره .

۵۶- الهي، دا چې د بېلتون اور دې درلود؛ نو د دوزخ له اور سره دې څه کار درلود ؟

۵۷- الهي، چې در سره اشنا شوم، له مخلوقاتو جلا شوم،  په نړۍ کې شیدا شوم، پټ وم را ښکاره شوم .

۵۸- الهي، چې کله په غیبو کې وې؛ نو زه په عیبو کې وم، او چې کله له غیبته را پیدا شوې؛ نو زه له عیبو جلا شوم.

۵۹- الهي، تا غوښتي ما خونه دي غوښتي، چې له خو به راویښ شوم د لطف نظر مې وموند .

۶۰- الهي، ته د غریبانو نازوونکی یې او زه غریب یم، درد مې درمل کړه، چې ته مې طبیب یې، ای د هر ورک دلیله!

۶۱- الهي، که چار په وینا وي؛ نو د هر چا د سر تاج یم او که په کردار وي؛ نو یو مېږي ته هم اړین یم .

۶۲- الهي، ازار مې مه غواړه،  چې پر لښتي به د کرم اوبه بندې شي .

۶۳- الهي، ته مې په خپله ګناه مه نیسه، او زه تا،  په خپل کرم دې نیسم، ځکه کرم دې د لمر په څېر ځلاند دی او زه په خپله ګناه نا څیزه ذره یم .

۶۴- الهي، ټول  دارېږي چې سبا به څه وشي؛ خو عبدالله ډارېږي، چې پرون څه ولاړل .

۶۵- الهي، په خپل فضل مې  ونازوه او خپل حساب و کتاب ته مې مه ورپرېږده .

۶۶- الهي، په توبې پښېمان یم؛ پوه شه چې نوی مسلمان یم .

۶۷- الهي، عبدالله عمر  وخوړ؛ خو عذر یې ونه غوښت .

۶۸- الهي، عذرونه مو ومنه او په نیمګړنو مو مه نیسه .

۶۹- خدایه! غنم مه را کوه، ډوډۍ را، د انګور بڼ مه راکوه، انګور  را، ورکړه عزت دی او بېرته اخستنه  شرم دی .

۷۰- الهي، که دوستي مې کړې نه ده؛ نو دښمني مې هم کړې نه ده، او که پر ګناه مې ټینګار درلود؛ نو پر توحید دې منښتی یم .

۷۱- که توبه  بې ګناه توب وي؛ نو توبه ګار څوک دی او که پښېماني وي؛ نو سر غړاند څوک دی ؟

۷۲- الهي، تر دې به کوم یو درد خوراستر وي، چې معشوق پانګوال او عاشق در ویش وي .

۷۳- چار، نه په رنګ دی او نه په پوټکي؛ بلکې د دوست په پېر زوينې دی .

۷۴- الهي، ستا یاد مې دین دی، ستا مینه مې لار ده، او نظر دې عین الیقین دی، روستۍ خبره مې داده: لطیف خدایه! پوهېږې چې دغسې ده .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!