تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  *له راشد او زغمناک امام؛ ابوالحسن علی بن محمد (هادي) (رح) ځنې د پند ، حکمت، زهد او … په اړه اوږده روایات (د جبر او تفویض د لارویانو په رد، عدل او د جبر او تفویض د منځومال په ازبادولو کې د امام هادي لیک.)  د علي بن محمد له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

*له راشد او زغمناک امام؛ ابوالحسن علی بن محمد (هادي) (رح) ځنې د پند ، حکمت، زهد او … په اړه اوږده روایات

(د جبر او تفویض د لارویانو په رد، عدل او د جبر او تفویض د منځومال په ازبادولو کې د امام هادي لیک.)

 د علي بن محمد له لوري، پر تاسې او د سمې لارې پر لاروي دې سلامونه، لورنې او برکتونه وي! لیک مو (د اهواز خلکو) راورسېد او پرې پوه شوم،چې د دین په چار کې مو اختلاف کړی، د قدر ویینې ته ورننوتي یاست، ځينې په جبر او ځینې په تفویض قایل شوي یئ او چار مو درز او د دښمنۍ برید ته رسولی او په پای کې مو، زما نظر غوښتي، پرې پوه شوم.

پوه شئ – خدای دې درباندې ولورېږي – په رارسېدلو روایتو کې تر ځیرنې روسته مو وموندل، ټول هغه وګړي چې ځان د اسلام لاروي بولي او د خدای له لوري د عقل کارونې توفیق ور پر برخه شوی، له دوو حالاتو وتلي نه دي:

 یا حق دی چې باید لاروي ترې وشي او یا باطل دي چې باید ډډه ترې وشي. ټول اسلامي امت بې له څه اختلافه یوه خوله دی چې قرآن حق دی او په دې اړه هیڅ شک نشته او بې استثنا ټول پر قرآن یقین لري او پر حقانیت یې معترف دي او دا خبره یې سمه ده او پر سمه لار هدایت شوي او دا هم د پېغمبر اکرم (ص) سپارښتنه ده چې: ((امت مې پر بې لارېتوب یوه خوله کېږي نه))؛ نو خبر کړي یو، پر څه چې ګرد اسلامي امت یوه خوله شي  چورلټ حق وي په دې شرط چې ترمنځ یې هیڅ اختلاف نه وي او قرآن حق دی په اسلامي امت کې یې د خدای له لوري په راتګ او د حقانیت په رښتینتوب کې هیڅ اختلاف نشته؛ نو که کوم روایت قرآن تایید او تصدیق کړي او د امت یوه ډله انکار ترې وکړي؛ نو له ناچارۍ باید (له انکار څخه یې لاس واخلي او) اعتراف پرې وکړي، په دې دلیل چې ګردو د قرآن سموالی منلی او که خپل انکار وغځوي؛نو له اسلامي امته وتلې ډله ده.

ړومبی روایت چې قرآن یې سموالی تاییدوي او ګواهي پرې ورکوي هغه حدیث دی چې د کتاب الله له مخې له رسول اکرم (ص) روایت شوی او یو ټکی اختلاف هم پکې نشته، چې یې وویل: ((په تاسې کې دوه ګرانبیه څیزونه پرېږدم: د خدای کتاب او خپل عترت – یعنې کورنۍ مې – او تر هغې چې پر دواړو مو منګولې لګولې وي، بیخي به بېلارې نشئ او په رښتیا، دا دواړه یو له بله نه بېلېږي، څو د کوثر ډنډ پر غاړه راته راشي))

په قرآن کې په ډاګه د دې حدیث د رښتینتوب شواهد موندلېږي،لکه دا آیت: ((ولي او پالندوی مو یوازې خدای، استازی او هغه مؤمنان دي چې نمونځونه کوي او د رکوع په حال کې زکات ورکوي او څوک چې د خدای، استازي یې او مؤمنانو ولایت ومني (بریمن دي؛ ځکه) د خدای ګوند بریالی دی)) [مائده/۵۵-۵۶] د اهل سنتو روایات ګواه دي، چې دا آیت د امیرالمؤمنین علي (ک) په شان کې نازل شوی، چې په رکوع کې یې خپله ګوته بېوزلي ته خیرات کړه او خدای د دې آیت په رالېږلو مننه ترې وکړه، پېغمبر(ص) هم ( د دې آیت په تایید کې) ویلي: (( د چا چې مولا ( او واکمن) یم، علي یې (هم) مولا دی)) او علي ته یې وویل: ته راته لکه موسې ته د هارون په څېر یې؛ خو دا چې تر ما روسته به بل پېغمبر نه وي)) او ویې ویل: ((علي مې پورونه ورکوي، وعدې مې پوره کوي او تر ما روسته پر تاسې مې ځایناستی دی)).

ړومبی حدیث چې د نورو روایاتو سرچینه ده، ټول ورباندې یوه خوله دي او چا پکې اختلاف کړی نه دی، له قرآن سره هم اړخ لګوي او دا چې قرآن او نور روایات یې تصدیقوي؛ نو ناچار امت باید اعتراف پرې وکړي؛ ځکه له قرآنه څرګند شاهد لري، قرآن اړخ ورسره لګوي او دوی له قرآن سره ، پردې سربېره چې مضمون یې تر پېغمبر (ص) روسته یو شمېر ډاډمنو او پېژندل شویو رښتینو (امامانو) څرګند کړی دی؛ نو ځکه لاروي یې پر هر مؤمن او مؤمنې لازمي فرض دی او یوازې کینه کښ دښمن سرغړونه ترې کوي.

دا ځکه چې د آل رسول (ص) ویناوې د خدای له ویناوو سره نښتي دي لکه چې (په ساري کې یې) قرآن ویلي: ((بېشکه هغوی چې خدای او استازی یې ځوروي (؛نو خدای دوی په دنیا او آخرت کې له خپلې لورنې لرې کړي او سپکوونکی عذاب یې ورچمتو کړی)) [احزاب/۵۷]. ( چې د پېغمبر (ص) ځورول یې د خدای ځورول ګڼلي او د آل پېغمبر ځورول هم د پېغمبر ځورول دي) او د دې آیت په څېر د رسول اکرم (ص) سپارښتنه ده چې وایي: ((څوک چې علي وځوروي، زه یې ځورولی یم او څوک چې مې وځوروي، خدای یې ځورولی او څوک چې خدای وځوروي ؛ نو خدای ژر غچ ترې اخلي)).

همداراز پېغمبر (ص) ویلي: ((د چا چې علي ښه ایسي، زه یې ښه ایسم او د چا چې ښه ایسم، خدای یې ښه ایسي)) او د پېغمبر (ص) د دې روایت په څېر چې د ((بني ولیعه)) د ټبر په اړه یې وویل: (( هرومرو، ( ځپنې ته يې) د ځان په څېر یو تن ورلېږم ، چې خدای او رسول یې ښه ایسي او د خدای او رسول هم دا ښه ایسي علي پاڅه، او ورروان شه)) او د خیبر په غزا کې یې وویل: ((هرومرو (د خیبر سوبې ته) سبا یو تن ورلېږم چې خدای او استازې یې ښه ایسي او دا هم د خدای او استازی یې ښه ایسي، داسې بریدګر دی چې بیخي نه تښتي او چې خدای یې په لاس هغه ځای سوبه نه کړي، نه راګرځي))

نو رسول الله(ص) یې تر لېږلو وړاندې د خېبر سوبه اعلان کړه او د پېغمبر (ص) یاران سترګې پر لار وه، چې سبا دا ویاړ د چا پر برخه کېږي، چې سبا شو، پېغمبر (ص) علي راغوښت او ویې لېږه او دې ځانګړنې او ویاړنې ته یې غوره کړ او ((پر شا نه تلونکی بریدګر)) یې ونوماوه، د خدای مینوال او د هغه د استازي مینوال یې ورته ووایه او خبر یې کړ چې علي هم د خدای او رسول یې ښه ایسي. او په واقع کې دا سریزه مې د ((جبر و تفویض)) او د دوی د منځومالۍ په اړه وویله، ملاتړ د خدای دی او په هر کار کې بروسه ورباندې لرو.

ویینه د امام صادق (رح) په وینا پېلوو: (( نه جبر دی او نه تفویض؛ بلکې ترمنځ یې یو منځومال دی چې دا دی : تندرستي (بدني روغتیا)، د لارې ازادي، کافي مهلت (فرصت)، توښه؛ (د سپرلۍ په څېر) او پر خپل کار د کارګر هڅوونکې وزله (پر عمل د عامل محرک لامل) [ چې راروسته به شرح شي]))

دا پینځه څيزونه دي، چې حضرت صادق (رح) د الهي فضل ټولیزوالی پکې راټول کړی؛ نو که بنده یو یې و نه لري؛نو له لامله یې مکلفیت ترې لرې کېږي. امام صادق له هغه آره خبر کړي یو، چې پر خلکو لازم دی چې د پوهېدو په لټه کې یې شي او قرآن یې هم تاییدوي او د پېغمبر (ص) مضبوطې خبرې هم پرې ګواه دي؛ ځکه کله هم د پېغمبر او آل ویناوې یې د قرآن له چوکاټه نه وځي؛ نو چې کله سم روایت راشي او شواهد یې له قرآنه ولټو او قرآن ورسره موافق ومومو؛ نو لاروي ترې فرض ده او لکه چې د رسالې په پیل کې مو وویل، یوازې کینه کښ ترې سرغړونه کوي؛ لکه چې موږ د امام صادق  د وینا ( = د جبر و تفویض منځومال او د جبر و تفویض له ګروهې انکار) په اړه څېړنه کړې او په پایله کې مو ولیدل، چې  قرآن یې پر رښتینتوب ګواه دی او همدغسې د امام یوه بله وینا هم ورسره اړخ لګوي، چې وپوښتل شو: خدای، بندګان ګناهونو ته اړ باسي؟ ویې ویل: خدای تردې خورا عادل دی، ورته وویل شو: نو کار یو مخې ورپرېږدي؟ امام وویل: خدای تر دې (خبرو) پر خلکو خورا ځواکمن، لاسبری او مسلط دی او هم روایت شوی چې امام صادق ویلي: خلک د ((قدر)) په مساله کې درې ډوله دي:

ځینې انګیري چې کار ورپرېښوول شوی، دوی خدای په خپل قدرت کې کمزوری ګڼلی او هلاک دي. ځینې ګومان کوي خدای، بندګان ګناهونو ته اړ باسي او د وسې یې ورهاخوا مکلفیت ورباندې ږدي او دوی خدای په خپله پرېکړه کې ظالم ګڼلی او په عذاب کې راګېر دي او یوه ډله وایي: خدای، بندګان د خپلې وسې هومره مکلف کړي او له وسې ورهاخوا یې مکلفیت ورباندې ایښی نه دی، که نیکي او ښه کار وکړي، باید پر (توفیق او هدایت یې) شکر وکاږي او که بدچار وکړي؛ نو بښنه ترې وغواړي؛ نو دوی هغه مسلمانان دي چې (اندیز) بلوغ ته رسېدلي او حقیقت یې ترلاسه کړی دی.

نو په واقع کې امام صادق خبر کړي یو، چې څوک جبر او تفویض ته غاړه کېدي او پرې ګروهن شي، د حق پر خلاف دی. په دې څرګندونې مې شرح کړه، هغه چې په جبر ګروهن شي، هرومرو ګناهګار دی او همدغسې مې وویل څوک چې پر تفویض ګروهن شي دا هم په باطلو کې راښکیل دی؛ نو حق د جبر او تفویض منځومال دی.

بیا امام هادي (رح) وویل: اوس د هر یوه (درې ګونو) مسلکونو یو مثال راوړو، چې د حقیقت لټوونکي ذهن پر مطلب پوهېدو ته ورنژدې شي او په اسانۍ مساله وڅېړي، داسې مثال چې د قرآن محکم آیتونه یې پر سموالي ګواهي ورکړي او عقلمن یې هم ومني او توفیق او عصمت له خدای سره دی.

څوک چې پر جبر ګروهن شي له ګناه لرې نه دی او دا د هغوی ګروهه ده چې انګیري عزوجل خدای بندګان ګناهونو ته اړ باسي او په عین حال کې سزا هم ورکوي او هغه چې دغسې انګېري؛ نو خدای یې ظالم واکمن ګڼلی او دروغجن یې بللی او د هغه خبره یې منلې نه ده چې وایي: ((پالونکی دې پر هیچا تېرې نه کوي)) [کهف/۴۹] او همدغسې وایي: (( او دا (عذاب) د هغو چارو سزا ده چې په خپلو لاسونو دې کړي او خدای د بندګانو په حق کې ظلم نه کوي)) [حج ۱۰] او هم وایي: (( او خدای بیخي پر خلکو تېری نه کوي، دا خلک دي چې پر ځانونو تېری کوي)) [یونس/۴۴] او په څېر یې نور آیتونه. څوک چې انګيري پر ګناه مجبور دی؛ نو خپله ګناه پر خدای وراچوي او په سزا ورکولو کې یې ظالم ښیي او څوک چې خدای ظالم ګڼي، کتاب الله دروغجن بولي او څوک چې قرآن دروغجن وبولي؛ د امت په اجماع کافر دی. د جبر د ګروهې مثال دا دی چې یو تن یو مریی لري، چې څه واک نه لري او نه له دنیوي ماله د څه خاوند دی، خاوند یې له وضع خبر دی او بازار ته یې لېږي چې یو څه وپېري؛ خو پیسې نه ورکوي، خاوند په خپله پوهېږي چې په بازار کې ټول اجناس دهغوی د خاوندانو تر لاس لاندې دي او بې پیسو یې نه پلوري او خاوند (ارباب) په عین حال کې چې ځان عادل، منصف، حکیم او ناظالم ښیي، خپل مریی ګواښي، که مطلوب جنس یې رانه وړې؛ نو دغسې او هاغسې به درسره وکړم، مریی تش لاس بازار ته ځي او چې خپل مطلوب جنس را اخلي، هټیوال یې یې بیې نه ورکوي؛ نو له ناچارۍ نهیلی راګرځی او ارباب ورباندې غوسه کېږي او سزا ورکوي، ایا عدل او حکمت یې نه ایجابوي، چې له سزا یې لاس واخلي سره له دې چې مریي نه مال درلود او ده هم څه ورکړي نه و؟

په دې حال کې که سزا ورکړي؛ نو ظالم دی او د عدل، انصاف او حکمت خبرې یې چې کولې، پوچې او باطل یې کړې او که سزا ورنکړي، ځان یې دروغجن کړی، چې  د عذاب وعده یې ورکړې وه؛ هغه وعده چې پای یې دروغ یا ظلم و او دا دواړه د عدالت او حکمت پر خلاف دي، ((څه چې ظالمان وایي خدای ترې خورا اوچت دی)) [اسرا /۴۳] نو څوک چې پر جبر یا جبر ته پر ورماتې ګروهې ګروهن شي پر خدای یې تېری کړی او ظالم یې بللی؛ ځکه ګومان کوي، خدای هغه ته سزا ورکوي چې په خپله یې ګناه ته اړ کړی او څوک چې دغسې انګېري – د خپلې وینا د قیاس او پرتلنې له مخې – باید خدای سزا ترې لرې کړي او څوک چې وانګېري خدای له ګناهګارانو عذاب لرې کوي؛ نو د خدای ګواښ یې دروغ بللی، لکه چې وایي: ((هو، څوک چې ګناهونه کوي او د ګناه اثار یې ټول وجود راونغاړي؛ نو دوی دوزخیان دي چې تل به پکې وي)) [بقره/۸۱] (( څوک چې په ظلم د پلار مړیو مالونه خوري (په حقیقت کې) یوازې اور خوري او ډېر ژر به د اور (دوزخ) په لمبو کې وسوځي)) [نساء/۱۰] ((په واقع کې هغوی چې پر آیتونو مو کافران شوي، ډېر ژر به یې اور ته ورننباسو او چې (هلته یې) د بدن پوټکي وریت شي؛ نو پر ځای به یې نور پوټکي ورکړو، چې عذاب وڅکي، بېشکه خدای ځواکمن (او) حکیم دی او د حساب له مخې سزا ورکوي )) [نساء/۵۶].

 او په دې اړه ډېر آیتونه شته؛ نو ځکه څوک چې د خدای ګواښ دروغ وګڼي؛ نو په واقع کې په دې کار یې د قرآن یو آیت دروغ ګڼلی او کافر شوی او د هغوی په ډله کې دی چې خدای وایي: (( ایا د اسماني کتاب پر ځینو برخو ایمان راوړئ او پر ځینو یې کافرانېږئ؟ نو په تاسې کې چې څوک دغسې کړه وړه کوي؛ نو سزا یې په دنیا کې رسوایي ده او د قیامت پر ورځ به پر سختو عذابونو اخته شي او څه چې کوئ خدای ترې ناخبره نه دی)) [بقره/۸۵]

خو زموږ ګروهه دا ده چې عزوجل خدای بندګان پر خپلو کړنو عذابوي او دا چې واک یې ورکړی او په همدې کچه یې ((امر و نهې)) ورته کړې او د قرآن سول (منطق) هم، همدا دی چې وایي: (( چا چې ښه کار راووړ؛ نو لس ګرایه یې ثواب ورکول کېږي او چا چې بد چار راووړ؛ نو د همدې بدو هومره سزا به ورکړه شي او تېری به پرې ونشي)) [انعام/۱۶۰]. (( پر هغه ورځ به هر څوک خپل ښه او بد کړه وړه حاضر ومومي او دا هیله څرګندوي چې (کاشکې) د ده او بدو کړنو ترمنځ یې ډېر (زمانې) واټن وای! خدای مو له خپلې (نافرمانۍ) ډاروي )) [آل عمران/۳۰]. (( نن هر چا ته د خپلو کړو وړو بدله ورکول کېږي ، نن هیڅ ظلم نشته)) [غافر/۱۷]

نو دا محکم آیتونه دي چې جبر او پر جبر ګروهن ردوي او په قرآن کې دا ډول آیتونه ډېر دي او موږ خبره په لنډو کړه چې لیک اوږد نشي او توفیق له خدای سره دی.

خو هغه تفویض چې امام صادق باطل ګڼلي او لارویان یې خطاوتي بللي دادي: ((په واقع کې ((جل ذکره)) خدای ګردې چارې خپلې بندګانو ته ورپرېښې او د امر و نهې واک یې ورسپارلی او دوی یې خپلسري کړي دي)) په دې تفویض کې د تشریح او دقت غوښتونکیو ته د پاموړ نیوکه شته، چې د آل محمد لارښوونکیو امامانو څرګنده کړې، ویلي یې دي: ((که د چارو مکلفیت خلکو ته ورسپارل شوی وي( داسې چې د خدای له لوري هیڅ څارنه، حساب و کتاب ورباندې نه وي) نو باید خدای د خلکو هر کړه وړه ومني او ثواب یې ورکړي او چې هر جنایت وکړي سزا یې ورنکړي؛ ځکه خپلسري یې پرېښي)) دا وینا دوو ماناګانو ته ورګرځي:

 یا بندګانو پر خدای شورش کړی او هرومرو یې د خپلو ګروهو منلو ته اړ کړی چې په دې حال کې دا د خدای په قدرت کې (سستي او) کمزوري ده (چې د بندګانو د یرغل پر وړاندې د دفاع وس نه لري)

او یا ((جل و عز)) خدای دغسې قدرت نه لري چې دوی هرومرو خپل ((امرو نهې)) ته اړ کړي؛ نو ځکه چارې یې ورسپارلي چې څنګه یې خوښه وي هماغسې وکړي او دا چې د بندګانو په غاړې ایښوونه کې بېوسی دی؛ نو د کفر او ایمان خپلول یې هم ورپرېښې دي او د دې لارې مثال دادی،چې یو سړی یو مریی د ځان د خدمت لپاره وپېري، چې د ښاغلیتوب مقام یې وپېژني او له ((امرونهې)) یې سرغړونه ونه کړي او ارباب مدعي وي چې پر مری مسلط او لاسبر دی او چارې یې پر حکمت ولاړې دي، بیا ((امرونهې)) وکړي پر اطاعت د ثواب وعده ورکړي او پر سرغړونو د دردناکو عذابونو ګواښ ورته وکړي؛ خو مریی د ارباب له امره سرغړونه وکړي او امرونهې ته یې اعتنا ونه کړي، غوښتنې ته یې څه ارزښت ورنه کړي، خپلسری شي او دا چې ارباب د بېوسۍ له مخې خپل امر ورباندې منلای نشي، د امرو نهې چار ورپرېږدي او هر  کار په خپله خوښه کوي که څه د ارباب یې خوښه نه وي، په یوه ټاکلي کار پسې یې لېږي؛ خو مریي د خپلې خوښې کار کړی وی او چې راګرځي ارباب یې ویني چې د خوښې پر خلاف یې چار شوی، اوس که مریي ورټی چې ولې دې د امر سرغړونه کړې، وایي: تا په خپله چارې راسپارلي، ما هم په خپله خوښه کار کړی او د واک خاوند پړېدای نشي؛ نو ځکه تفویض محال دی.

نو ایا په دې څرګندونه، نه لازمېږي چې : (۱) یا ارباب د دې وس لري چې مریی د امرو نهې منلو ته اړ کړي او د خپل امر د عملي کولو قدرت ورکړي، د طاعت ثواب او د سرغړونې سزا وروښیي، د ثواب او عذاب په ښوونې یې وهڅوي او وګواښي، چې په دې توګه د ارباب په هڅونه او ګواښنه پوه شي او په عدل او انصاف کې راونغاړل شي او غاړه پرې خلاصه شي، چې د امر په منلو ثواب او د سرغړونې په  حال کې سزا ورکړي؟ (چې البته په دې فرض کې تفویض باطلېږي او کار به له هرې لوري د ارباب په لاس کې وي).

(۲) او یا عاجز او بېوسی دی او په دې توګه کار مریي ته ورپرېږدي، که ښه کوي یا بد، مني که نه مني؛ ځکه له سزا ورکولو او منلو ته یې له اړ باسلو بېوسی دی، (او دا فرض بیخي د خدای په اړه باطل دی؛ ځکه) که کمزوري زباد شي قدرت او خداییتوب نفې کېږي، امر و نهې او ثواب و عذاب ګرد چټي کېږي او البته دا د قرآن پر خلاف دي چې وایي: ((او خدای خپلو بندګانو ته ناشکري نه خوښوي او که شکر وباسي دا درته خوښوي )) [ زمر /۷]. ((مؤمنانو! له خدایه داسې ووېرېږئ لکه څنګه چې له هغه د وېرېدو حق دی او هسې نه چې نامسلمان ومرئ)) [ آل عمران/۱۰۲] ((پېریان او انسانان مې یوازې خپلې نمانځنې ته پنځولي، روزي ترې نه غواړم او نه غواړم خواړه راکړي)) [ذاریات/۵۶ – ۵۷]. ((او خدای  ونمانځئ او څوک ورسره مه شریکوئ)) [نساء/۳۶] [او د انفال سورت شلم آیت ته په پامنیوي] چې وایي : (( د خدای او استازي یې منئ او له حکمه یې سرغړونه مه کوئ، حال دا خبرې یې اورئ)).

نو څوک چې انګېري خدای ((امرو نهې)) بندګانو ته ورپرېښې خدای ته یې بېوسي زباد کړې او ملزم یې ګڼلې چې خلک څه ښه او بد وکړي ویې مني او په دې ګروهه یې ((امرونهې))، هڅونه او ګواښ چټي ګڼلې؛ځکه خیال کوي چې خدای ټولې چارې بنده ته ورسپارلي او البته د اختیار خاوند، چې څه غواړي کوي یې، که کفر یا ایمان خپلوي نیوکه ورباندې نشته او نه څه منع؛ نو پر تفویض ګروهن، هڅونې او ګواښونه او امرونهې بې بنسټه او باطلې بللې او په دې آیت کې رانغاړلېږي: (( ایا د اسماني کتاب پر ځینو برخو ایمان راوړئ او پر ځینو یې کافرانېږئ؟ نو په تاسې کې چې څوک دغسې کړه وړه کوي؛ نو سزا یې په دنیا کې رسوایي ده او د قیامت پر ورځ به پر سختو عذابونو اخته شي او څه چې کوئ خدای ترې ناخبره نه دی)) [بقره/۸۵]

خو خدای تر هغه څه خورا غوره او اوچت دی چې پر تفویض ګروهن یې وایي. خو موږ وایو‎: په حقیقت کې عزوجل خدای مخلوقات په خپل قدرت پیدا کړل او په خپل قدرت یې د خپلې نمانځنې وس ورکړ او بیا یې دوی په خپلې ارادې ((امرونهې)) کړل او د خپل امر لاروې یې ترې ومنله او په همدې ترې خوښ دی او له سرغړونې یې منع کړل او چا چې سرغړونه ترې وکړه، وبه یې غندي او سزا به ورکړي او خدای په ((امرونهې)) کې پوره اختیارمن دی، چې څه غواړي غوره کوي یې او امر پرې کوي او څه چې نه خوښوي، نهې ترې کوي او سزا ورکوي؛ ځکه بندګانو ته یې د امر منلو او ګناه نه کولو قدرت ورکړي؛ ځکه عدل او انصاف او څرګند حکمت یې په ډاګه دی او حجت یې په عذر منلو او ګواښنې پوره دی. د پېغمبرانو ټاکنه یې په لاس کې ده چې له خپلو بندګانو یې غوره کړي او تبلیغ رسونې ته یې ورلېږي؛ محمد (ص) یې غوره کړ او په خپل رسالت یې خلکو ته ورواستاوه، د ټبر ځینو کفارو یې وویل: (( ولې دا قرآن (د مکې او طایف) له دوو ښارونو پر یوه ستر (او شتمن سړي نازل شوی نه دی؟)) [زخرف/۳۱] مراد یې ((امیة بن ابی الصلت)) (د مکې مشر) او ((ابو مسعود ثقفي)) (د طایف مشر) و، خدای یې ټاکنه خوشې وبلله او د دوی نظریات یې هم ونه منل او یې ویل: (( ایا دوی مو د پالونکي لورنه ویشي؟ موږ یې ترمنځ په دنیوي ژوند کې د ژوند وزلې ویشلې دي او د ځینو رتبې مو پر ځینو لوړې کړې دي، چې ځینې یې ځینې په چوپړ وګوماري او د پالونکي لورنه دې تر هغه غوره ده، چې دوی یې راټولوي)) [زخرف /۳۲]

له دې لامله، څه یې چې خوښ و، غوره یې کړل او څه یې چې نه خوښېدل منع یې کړل؛ نو څوک یې چې حکم ومني ثواب ورکوي او څوک چې سرغړونه ترې وکړي سزا ورکوي او که بندګانو ته یې د خپلو چارو واک ورکړی وای؛ نو باید امیه بن ابی الصلت او ابو مسعود ثقفي [پېغمبرۍ ته] د قریشو د رای له مخې غوره کړی واي؛ ځکه له لید لوري یې، دا دواړه تر محمده (ص) غوره وه.

خدای، مؤمنان په دې آیت ادبوي: (( او چې کله خدای او استازی یې د یوه کار (د تر سر کولو) پرېکړه وکړي؛ نو هیڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري چې د خپل هماغه کار په باب (د خدای او استازی یې پر خلاف) اختیار ولري)) [احزاب /۳۶]؛ نو دا ټاکنه یې د هغوی په خوښه ونه کړه او یوازې د خپل غوره شوي پېغمبر (ص) له لوري د اعلان شویو اوامرو او نواهیو لاروي یې ومنله؛ نو چا چې اطاعت ترې وکړ پر سمه لار شو او چا چې سرغړونه ترې وکړه؛ نو د بېلارېتوب او ناپوهۍ لار یې خپله کړه او دا چې خدای وس ورکړی چې امر به منې او له نهې به ځان ساتې خپله غاړه یې ورباندې خلاصه کړې؛ نو ځکه له خپل ثوابه یې بې برخې کوي او سزا ورکوي. دا هماغه د منځومال ګروهه ده؛ یعنې نه جبر دې او نه تفویض، لکه چې امیرالمؤمنین علی (ک) د ((عبایة بن ربعي)) د پوښتنې په ځواب کې وویل، علي یې وپوښت: هغه وس او توانایې څه ده چې انسان پرې پاڅېږي، کېني او کار کوي؟ امیرالمؤمنین ورته وویل: د ((استطاعت)) په اړه دې وپوښتل، چې د خدای پر وړاندې یې لرې که له خدای سره؟ عبایه ځواب ورنه کړ، بیا علي (ک) وویل: عبایه! ووایه! ویې ویل: څه ووایم؟ ویې ویل: که ووایې چې زما او د خدای په لاس کې دی؛ نو وژنم دې (چې دا د شرک ګروهه ده) او که ووایې زما په واک کې دی، نه د خدای، بیا دې هم وژنم (چې کفر دی). ویې ویل: امیرالمؤمنینه! نو څه ووایم: ویې ویل: زما په لاس کې دی؛ خو الله راکړې چې ګرد واک او ختیار یې په لاس کې دی. که را یې کړي یوه ډالۍ ده او که وا یې خلي؛ یوه بلا ده، الله د هر څه مالک دی ، چې ستا ملک کړی یې دی او پر هر څه قادر دی چې ته یې ورباندې وسمن کړی یې، اورېدلي دې نه چې خلک له خدایه ((حول)) او (قوة)) غواړي، وایي: لاحول و لا قوة الا بالله او قوت یوازې د خدای له لوري دی؟

عبایه وویل: امیرالمؤمنینه؟ د دې جملې تفسیر څه دی؟ د خدای له سرغړونو تحول (او لاس اخستل) یوازې د ده په ساتنه شونی دی او د خدای اطاعت ته وس یوازې د ده په مرسته دی، په دې وخت عبایه راولاړ شو او د علي لاس و پښې یې ورښکل کړې. [یادونه: ددې روایت لومړی برخه د علي(ک) په لنډو ویناوو کې مخکې ویل شوې ده]

له امیرالمؤمنین (ع) روایت شوی چې ((نجدة)) ورغی او د خدای پېژندنې په اړه یې وپوښت، چې په څه دې خپل پالونکی پېژندلی؟ ويې ويل: کوم تمیز یې چې راکړی او هغه عقل چې لارښود مې شو. نجده وویل: ایا د خدای پېژندنه دې (د فطري او غریزي چارو او بدني ځانګړنو په څېر) د خټې برخه ده ( چې سرغاړی ترې کېدونی نه دی)؟ ويې ويل: که داسې وه، نه پر نېکۍ ستاېلېدم او نه پر بدۍ رټېدم؛ بلکې نیکچاری تر بدچاري ډېر د پړې او ملامتۍ وړ و ( ځکه دا نېکچارۍ ته ورمات نه و او په زور یې کوله، لکه چې بدچاری هم له نېکۍ سره په مینه، په زور، بدي کوي) له دې ځایه پوه شوم چې خدای پایند او تل تر تله دی او بې له ده، هر څه حادث (نوی رامنځ ته شوي) ، متغیر او ناپایښته دي او کله هم پایند قدیم د ناپایښتي حادث په څېر نه دی. نجدة وویل: امیرالمؤمنینه ! یو حکیم دې وینم [او د حکمت اصطلاحات کاروې] ویې ويل: په خپل چار کې اختیار والا یم، که د نېکۍ پر ځای بدي وکړم، سزا یې وینم.

 بیا له علي (ک) روایت شوی، چا د صفین له جګړې تر راستنېدا روسته وپوښت: د شام پر لور ورتګ مو په الهي قضا و  قدر و که نه؟ ویې ویل: هو بوډا، پر هر لوړه او ژوره ورختل او راکېوتل مو په الهي قضا و قدر دي. ویې  ویل: امیرالمؤمنینه! د لارې د کړاو اجر دې خدای راکړي ( یعنې خوشې وکړېدو، ځکه چېرې چې زور وي نو واک نه وي او بې واکه کړه وړه ثواب نه لري او حضرت علي د دې انګېرنې  په رد کې) وویل: بوډا چوپ شه! خدای جګړې ته ورتګ، په لار کې تمېدنه او راتګ ته مو ستر اجر ورکړی او په هیڅ کار کې مو نه جبر و او نه کوم زور، ښایي ګومان دې کړی وي چې حتمي قضا او پرېکنده تقدیر و؟! که داسې وي ثواب او عذاب خوشي دي، هڅونه او ګواښنه بې بنسټه ده او په واقع کې هیڅ څیز پر چا نه زبادېږي (چا چې هر کار کاوه څه مسوولیت یې نه درلود او ټول پر خدای ورتپل کېدل) ، دا د بوتپالو او د شیطان د لارویانو ګروهه ده، عزوجل خدای خلکو ته امر کړی، چې په خپله خوښه (ښه) کړنې وکړي او نهې یې کړې، چې ځانونه له عذابه بچ کړئ، نه یې چا په زوره اطاعت کړی او نه یې په زور له حکمته سرغړونه کړې او اسمانونه او ځمکه یې خوشي پنځولي نه دي، دا له خدایه د منکرینو انګېرنه ده او پر کافرانو دې له اوره افسوس وي.

 په دې وخت کې بوډا پاڅېد او د علي (ک) سر یې ښکل کړ او دا بیتونه یې وویل:  (( ته هغه امام یې چې ستا د اطاعت په رڼا کې، د ژغورنې پر ورځ له لوراند څښتنه د بښنې هیلمن یو، دیني شبهه دې رانه لرې کړه او رڼا دې کړو، زموږ له لوري دې خدای درنه خوشحال شي؛ دا دی نور مې څه عذر پاتې نه دی چې بدې چارې مې د ظلم او نافرمانۍ له مخې کولې))

نو امیرالمؤمنین خلکو ته د قرآن له مخې دلیل راوړه، جبر و تفویض دواړه یې رد کړي، چې څوک ورباندې ګروهن وي، باطل یې خپل کړي، کافر شوی او قرآن یې دروغجن ګڼلی؛ له بېلارېتوب او کفره خدای ته پناه وروړو، موږ نه پر جبر ګروهن یو ته پر تفویض، په منځو مال یې قایل یو؛ یعنې په خدای راکړي وس مو امتحان او ازمېښتوي او په خپله خوښه مو اطاعت ته رابولي، لکه چې قرآن هم پر همدې ګروهه ګواه دی او د نبوي کورنۍ نېکچاري امامان هم پرې ګروهن ول.

او په قدرت، استطاعت او وس د ازمېښت مثال دا دی : یو سړی مریی او ډېره شتمني لري او سره له دې چې د خپل مریي د کار له پایلې باخبره دی، ښه ایې ایسي چې ویې ازمېیي؛ نو یوه برخه شتمني خپل مریي ته ورکوي او د لګښت ځایونه ورته ټاکي چې دلته به یې لګوي او د هغو ځایونو نامې هم ورته اخلي چې لګښت یې پکې خوښېږي او هغه ځایونه هم ورښیي چې نه یې خوښېږي مال پکې ولګول شي او امر ورته کوي چې له لګولو دې یې ځان وساتي.

او البته د شتمنۍ لګښت په دوو بڼو کې شونی دی: یو دا چې مریی شتمني د خپل ارباب د وینا او خوښې له مخې ولګوي او بل هلته چې ترې منع شوی دی. ارباب (خپلې موخې ته د رسېدو لپاره) مريی د ازمېښت په کور کې میشت کړو او ورته یې ویلي دا یې ابدي تمځی نه دی، تردې روسته یو بل کور دی چې پکې همېشنی ثواب او عذاب دی او هرومرو به یې له دې ځایه لېږدوي. که مریي ورسپارلې شتمني پر ځای ولګوي هغه پایند ثواب به ورکړي چې وعده یې ورسره کړې وه او که بې ځایه یې لګولې وه، په هغه دنیا کې به يې راګېر کړي چې د دایمي سزا وعده یې ورکړې وه او د ازمېښت په دې کور کې یې هستوګنې ته ټاکلي برید معلوم کړې؛ یعنې د هستوګنې موده یې ټاکلې، چې پای ته ورسي، هم شتمني د بل په لاسېږي او هم د دې مریي پر ځای بل مریی راځي او ارباب تل د دې شتمنۍ او مریي مالک و او دی ( او د شتمنۍ او مريي واک یې بیخي له لاسه نه وځي) خو وعده یې ورسره کړې چې په دې کور کې تر وسېدانې به شتمني ترې نه اخلي، چې وخت یې پوره شي؛ ځکه د دې ارباب ځانګړنې: عدل، وفاداري، انصاف او حکمت دی، که مریي شتمني په هغه لار کې چې باید ویې لګوي، ولګوله؛ نو ایا لازم نه دي چې ارباب د خپلې لورنې له مخې چې د بدلې وعده يې ورکړې وفا پرې وکړي؟ او دهغه کار په بدل کې چې په دې فاني کور کې یې د کولو امر ورته کړی و او ده هم ورسره منلی و، په تلپاتې کور کې همیشنې نعمت ورکړي؟

او که شتمني یې په منع شویو ځایونو کې لګولې وه او د ارباب له اوامرو یې سرغاړی کړی و ایا حق نه لري چې پر هغه دایمي سزا یې اخته کړي، چې ورباندې یې ګواښلی و؛ بې له دې چې څه تېری یې ورباندې کړی وي؛ ځکه وړاندې یې له غوږه ورتېره کړې وه او له راتلونکي یې خبر کړی و او باید په خپل زیري او  ګواښنې عمل وکړي او ځواکمن، مسلط او لاسبری ارباب دغسې وي.

( په ویینه کې مو) مولا او ارباب: ((جل ذکره)) خدای دی.

مریی: بني آدم دی، چې د خدای مخلوق دی.

شتمني: پراخ قدرت دی چې ورکړی یې دی.

ازمېښت: د حکمت او قدرت ښکاره کول دي.
فاني کور : دنیا ده.

د شتمنی لګولو ځایونه؛ یعنې ځواکونه: د پېغمبرانو د لارښوونو عملي کول او د خدای له لوري یې په راوړو کړلارو منښته کول.

ممنوع ځایونه: شیطاني لارې دي.

وعده: د جنت همېنشي نعمتونه دي.

بل کور: د آخرت نړۍ ده.

د جبر و تفویض منځومال: یعنې بنده په ورکړي وس ازمېيل، او د دې استطاعت او وس شرح په هماغو پینځو ځانګړنو [تندرستۍ، د لارې ازادۍ، په وخت کې مهلت، توښه او د پارونې عامل] کې رانغښتې ده چې امام صادق ويلي او په رښتیا دا پنځه څېزونه د الهي فضل او لورنې لاملونه چمتو کوي او انشاالله د قرآني شواهدو له مخې به یې درته تفسیر او څرګند کړم:

* د تندرستۍ ( بدني روغتیا) څرګندونه: د بدني روغتیا مانا دا ده چې د انسان پیدایښت پوره، حواس یې بشپړ، عقل او د تمیز ځواک یې پایښتی او له ژبورتیا برخمن وي، خدای په دې اړه ویلي: (( او په رښتیا بنیادم ته مو ډېر عزت ورکړ په وچه او لمده کې (پر سپرلیو) مو ورسپاره کړي او له ډول ډول پاکو روزیو مو روزي ورکړې او دوی مو پر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره کړي دي)) [اسرا /۷۰].

 خدای خبر کړي یو چې انسان پر نور مخلوقاتو غوراوی لري، دا مخلوقات که څاروي وي، که داړن، اوبلن څاروي، الوتونکي او هر  خوځنده، چې د انسان حواس یې په عقل، تمیز او ژبې وپيژني، لکه چې وایي: (( په یقین انسان مو په ښکلې بڼه پنځولی دی)) [تین/۴] او دا آیتونه: ((انسانه! څه د خپل لورین پالونکي پر وړاندې غره کړي یې؟! هغه چې پیدا یې کړې، ستا (غړي یې) سم او بیا یې په انډول جوړ کړې، په کومه بڼه، چې غوښتل جوړ يې کړې)) [ انفطار/ ۶ – ۷  – ۸]

دا ډول آیتونه ډېر دي. نو پر انسان د خدای ړومبی لورنه ((سلیم عقل)) دی او پر نورو مخلوقاتو یې غوراوی له پوره عقله برخمني او خبرې کول دي؛ ځکه د ځمکې پر مخ هر خوځنده په خپلو حواسو او ادراکاتو پایښتی دی او د خپل کمال پر لور ورروان دی او انسان ته یې د خبرې په پار- چې  نور مخلوقات یې کړای نشي – غوراوی ورکړی او خدای په خبرو پر نورو مخلوقاتو ورمسلط کړی، تر دی چې (( امرونهې)) کوې او نور یې اېل کړي؛ لکه چې خدای وایي: (( په دې توګه دوی خدای درته اېل کړي، چې د لارښوونې (په مننه کې) یې په ستریا یاد کړئ)) [حج /۳۷] (( او (الله) هغه دی چې سمندر یې اېل کړی چې تازه غوښې ترې وخورئ او د اغوستو لپاره (د مرغلرو په څېر) د ښایست څېزونه ترې راوباسئ)) [نحل/۱۴] ((هغه څاروي پیدا کړل، چې پکې پوښاک او نورې ګټې درته دي او غوښې یې هم خورئ او پکې درته ښکلا او دبدبه ده، چې ماښام یې راولئ او ګهیځ یې څرولو ته بوځئ او څاروي مو درانه پېټي هغه ښار ته وړي ، چې بې له ډېر ربړ ګاللو یې رسولای نشئ)) [نحل /۵-۷]. نو په همدې پار خدای انسان د خپل فرمان لاروي او اطاعت ته بللی چې سم یې پنځولی، خبرې کړای شي او د تمیز قدرت لري او له استطاعت او قدرته یې برخمن کړی، چې په دې یې د احکامو له مخې بندګي وکړي، ویلي یې دي: (( نو تر خپلې وسې [ځانونه مو]، له [عذابه] وساتئ، واورئ او اطاعت وکړئ)) [تغابن /۱۶] او دا آیت (( خدای انسان د خپلې وسې هومره مکلف کړی)) (بقره/۲۸۶) او همداراز دا آیت: (( خدای چې چاته څومره ورکړي وي؛ نو هومره یې مکلف بولي)) [طلاق /۷] او په نورو ډېرو آیتونو کې . او خدای چې د بنده کوم حس واخلي؛ نو په دې حس پورې اړوند مکلفیت ترې اخلي؛ نو وایي: (( پر ړانده او ګوډ څه پړه نشته…)) [ نور/۶۱] څوک چې دغسې شرایط ولري، جهاد او هغه چارې چې په دې حواسو یې کوي ورته معاف کړې دي او بلخوا حج او زکات یې پر شتمنو فرض کړی؛ ځکه د کولو وس یې لري او بېوزلي یې د زکات له ورکړې او د حج له کولو معاف کړي او ویلي یې دي: ((پر خلکو د خدای حق دی، چې که د چا دې کور ته د ورسېدو وس وي؛ نو حج دې وکړي )) [ ال عمران/۹۷] او د ((ظهار)) [یو ډول طلاق دی چې په کفاره یې اغېز له منځه ځي] په باب یې ویلي: ((او هغوی چې له خپلو ښځو  ظهار کوي، بیا له خپلې خبرې واوړي؛ نو مخکې تردې چې یو له بل سره کوروالی وکړي؛ نو د یوه مریي ازادول پرې لازم دي…. او چې له وسې یې نه وي؛ نو شپېته مسکینانو ته دې خواړه ورکړي)) [مجادله /۳ـ ۴] دا ټول پردې دلیل دی چې خدای پر بندګانو له وسې یې ورهاخوا مکلفیت ورایښی نه دی او نهې او منع یې هم په همدې ډول ده او دا د ((تندرستۍ او بدني)) روغتیا مانا ده.

*د لارې د ازادۍ مانا: د لارې د ازادۍ په اړه د امام صادق د وینا څرګندونه: خدای کوم څارن پرې ګومارلی نه دی چې مخه یې ونیسي او د الهي حکم له پلي کولو یې منع کړي او د هغه چا په باب د قرآن وینا ده ، چې بېوزله کړای شوی او د الهي فرمان د عملي کېدو یې مخه نیول شوې، نه چاره لري او نه څه لار ورته موندای شي.

لکه چې  خدای وایي: ((خو هغه شمېر نارینه، ښځې او ماشومان چې په رښتیا بېوسې دي، نه چاره او وزله لري او نه (له ککړ چاپېریاله) د وتو لار)) [نساء /۹۸)؛ نو خدای خبر کړي یو چې مستضعف، بېوسې دی او ( د چارې) لار نه لرې او پر خلاف وینا یې [ چې د تقیه له مخې یې کړې وي] په داسې حال کې چې زړه یې پر ایمان ټینګ وي، څه باک نشته.

*((د وخت مهلت)) او فرصت څرګندونه: یعنې انسان کوم عمر چې د تمیز له وخته – چې د خدای پېژندنه پرې واجبېږي – تر مرګه تېروي د وخت د مهلت مانا ده؛ نو څوک چې د حق د لټون په  لار کې ومري او کمال ته یې ونه رسي، پایله او عاقبت یې په خیر ګڼل کېږي (او څه مسوولیت نه لري) لکه چې خدای ویلي: (( څوک چې له خپله کوره د خدای او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي، بیا په لار کې ومري ( او مطلب ته ونه رسي)؛ نو  اجر یې پر خدای دی او خدای بښونکی او لورین دی)) [نساء /۱۰۰] که څه د کافي فرصت د نشتون له لامله یې د خدای پر لارښوونو د عمل توفیق موندلی نه دی او په بل آیت کې یې پر بالغو خلکو داسې څېزونه حرام کړي، چې پر نابالغو یې حرام کړي نه دي: ((او مؤمنو ښځو ته ووایه چې: خپلې سترګې (له هوسناکه کتو) ټیټې کړي… یا هغو ماشومانو ته، چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي)) [ نور/۳۱] ښځې یې کوچني ته د خپل سینګار له ورښکاره کولو منع کړې نه دي (او د کوچنیانو په اړه نور احکام هم عملي نه دي.

*د توښې څرګندونه: د توښې په اړه د امام صادق د وینا څرګندونه : مانا یې شتمني او پانګه  ده، چې بنده یې د الهي حکم په پلي کولو کې کاروي، لکه چې په دې آیت کې وایي: ((پر نېکچاریو څه نیوکه نشته)) [توبه/۹۱] نه وینې چې خدای د هغو وګړیو عذر منلی، چې جهاد ته د تلو مالي وس نه لري او پر هغوی یې هم غاړه پرانستې چې حج او جهاد ته د تلو وزلې لري؟ همداراز (د زکات په اړه یې) بېوزلي معاف کړي او د شتمنو په مالونو کې یې حق په ګوته کړی، وایي: (( (صدقه مو په تېره باید) هغوی اړمنو ته وي چې د خدای په لار کې لاس تنګي شوي وي)) [بقره/۲۷۳]؛ نو خدای امر کړی چې ( له مالي فرایضو) یې معاف کړي او په مالي وس، کېدونې دندې یې ترې غوښتنې نه دي.

*د پاروونکې وزلې څرګندونه: د پاروونکې وزلې په باب د امام صادق د وینا څرګندونه: دا وزله ((نیت)) دی، چې انسان د چارو کولو ته هڅوي او زړه یې د ننګېرنې او احساس غړی دی؛ نو څوک چې یو دیني چار ترسره کړي؛ خو په زړه کې ګروهه ورباندې و نه لري؛ نو خدای دغسې چار نه قبلوي؛ خو دا چې په رښتوني نیت یې وکړي؛ له همدې لامله خدای منافقین دغسې معرفي کوي: (( په خوله هغه څه وایي چې په زړه کې یې نشته،څه چې پټوي، الله پرې ښه پوه دی)) [ آل عمران /۱۶۷] بیا یې د مؤمنانو د ټپسورۍ لپاره پر خپل پېغمبر دا آیت نازل کړ: (( مؤمنانو ! ولې څه چې وایئ، نه یې کوئ؟ [صف /۲] څوک چې د ګروهې له مخې خبره کوي، نیت یې اړ باسي چې خپله خبره له عمل سره همغږې او تصدیق کړي او که خبره یې د ګروهې له مخې نه وي، څه حقیقت ترې نه راڅرګندېږي، په حقیقت کې خدای رښتونې نیت  کچه او معیار کړی که څه د سړي عمل – د ځینو خنډونو له لامله ـــ له نیت سره سازګاری او همغږي نه وي لکه چې (د عمار یاسر په اړه) وايي: (( خو که څوک اړ ایستل شوی وي او زړه یې پر ایمان ډاډمن وي)) [نحل /۱۰۶] همدغسې وایي: ((خدای مو په خوشې قسمونو نه نیسي)) [بقره/۲۲۵] ؛ نو قرآن او نبوي احادیث دلیل دی، چې زړه د انسان د ګردو حواسو مالک او واکمن دی، کړنې یې سموي او څه چې زړه سم کړي هیڅ څیز یې باطلولای نشي.

دا وه د هغو پینځو څېزونو څرګندونه، چې امام صادق د جبر و تفویض د منځومال بنسټ ګڼلی او چې په انسان کې دا پینځه واړه چمتو شي؛ نو د خدای او پېِغمبر د اوامرو له مخې پوره عمل پرې لازمېږي او که یو یې ونه لري هومره له عمل او مکلفیته معافېږي.

دا چې خدای تعالی انسان په ((استطاعت)) ( او ورکړیو شونتیاوو) ازمېیي؛ نو په اړه یې پرېمانه قرآني شواهد شته، چې دا ګروهه د جبر و تفویض منځومال دی (ځکه ازمېښت نه له جبر سره اړخ لګوي او نه له تفویض سره) او دا مفهوم کله په ((فتنه)) او کله په ((ابتلا)) تعبیر شوی او مفهوم یې یو دی لکه : (( او هرومرو مو ازمېیو چې له تاسې مجاهدین او صابرین معلوم کړو او حالات مو وازمېیو)) [ محمد /۳۱] (( سوکه سوکه یې داسې تباه کوو، [چې پوه به پرې هم نشي)) [اعراف /۱۸۲]. ((الف، لام، میم، خلک انګېري، همدا چې ووایي: ایمان مو راوړي (؛نو) پرې به ښوول شي او وبه نه ازمېیل شي؟)) [عنکبوت/۱ – ۲]

خدای د فتنې په باب چې د ازمېښت او امتحان پر مانا دی، ویلي: (( او سکه سلیمان مو  وازمېیه…)) [ص /۳۴] او د موسی (ع) په داستان کې یې وویل: ((په واقع کې موږ ستا قوم ستا (تر راتلو) روسته ازمېښت کړ او سامري دوی بېلاري کړل )) [طه/۸۵] او حضرت موسی (ع) وویل: ((دا خو یوازې ستا یوه ازمېینه (فتنه) وه )) [اعراف /۱۵۵] ستا فتنه یعنې ازمېینه. دا آیتونه دې یو له بل سره وسنجول او یو پر بل دې ګواه شي.

 هغه آيتونه چې پکې د ((بلوی)) لفظ د ازمېښت پر مانا راغلی دا دي: ((چې په درکړیو څیزونو مو وازمېیي)) [مائده/۴۹]

((بیا یې ترې وګرځولئ چې ومو ازمېیي )) [ آل عمران/۱۵۲]

((په واقع کې موږ دوی وازمېیل لکه چې بڼوال مو ازمېیلي ول)) [قلم/۱۷] . ((مرګ و ژوند یې پیدا کړی، چې ومو ازمېیي چې کوم یو ښه نېکچاری یاست)) [ملک/۲] ((چې کله خدای ابراهیم په ډول ډول وزلو وازمېیه)) [بقره /۱۲۴] (( او که خدای غوښتای؛ نو په خپله به یې غچ ترې اخستی وای؛ خو (غواړي) چې یو پر بل مو وازمېیي)) [محمد/۴]

په قرآن کې چې څومره د ((بَلوی)) لفظ راغلی، توضیح یې په پیل کې وشوه، چې ټول د ((ازمېښت)) پر مانا دی او بېلګې یې په قرآن کې ډېرې دي او دا ګردې ازمېښت جوتوي، حقیقت دادی چې عزوجل خدای خلک چټي او خوشې پنځولي او خپلسري یې پرېښې نه دي او خپل حکمت یې لوبڅی کړی نه دی او دا حقیقت یې داسې څرګند کړی: (( انګېرئ چې بابیره مو پنځولي یاست)) [مؤمنون/۱۱۵]؛ نو که څوک ووایي: خدای د بندګانو پر برخلیک نه پوهېږي، چې ازمېیی یې؟ وایو: هو، پوهېږي، ان تر کړو وړو یې مخکې هم خبر دی (چې بنده به څه وکړي) لکه چې (د دوزخیانو په اړه یې) ویلي: (( او که بیا ولېږل شي؛ نو هماغه څه به کوي چې ترې منع شوي ول)) [انعام/۲۸] . ازمېښت د دې لپاره دی، چې خدای خپل عدالت وروښیي او بې دلیله یې په خپلو کړنو عذاب نه کړي لکه چې وایي: ((او که دوی مو (د قرآن له نازلېدو) مخکې په یوه عذاب هلاک کړي وای (نو په قیامت کې یې) ویل: پالونکیه ! تردې له مخه چې ذلیل او رسوا شو (؛نو) ولې دې کوم پېغمبر راته نه رالېږه)) [طه/۱۳۴]

((چې پېِغمبر مو وراستولی نه وي نه یې عذابوو)) [اسرا/۱۵] ( او د انبیاوو په اړه یې) ویلي: ((  (دا ټول) پېغمبران زېرګرندي اوګواښګرندي لېږل شوي وو) [نساء/۱۶۵]

پایله دا چې خدای خپل بندګان په ورکړي قدرت ازمېیي او دا د جبر و تفویض منځومال ګروهه ده، چې د قرآن آیتونه او نبوي احادث یې ګواه او د نبوي کورنۍ د امامانو سول (منطق) دی.

که ووایي: د خدای د دې وینا او آیت او په څېر یې د نورو آیتونو دلیل څه دی: (( د خدای چې چاته خوښه شي بېلاري کوي یې او چې چاته یې خوښه شي سمه لار ورښیي )) [ مدثر/۳۱] (ایا دا آیت د جبر مذهب نه تاییدوي؟) په ځواب کې وایو: دا آیتونه د دوو ماناوو ښوونکي دي: (یو) دا چې د خدای قدرت ښیي، چې که وغواړي څوک هدایتولای او که وغواړي څوک بېلارې کولای شي؛ خو که خبره د زور شي او خلک په خپل قدرت هدایت یا ضلالت ته اړ کړي – لکه چې په رساله کې مو شرح کړه – نه به یې څه ثواب پر برخه شي او نه به څه سزا وویني.

بله مانا یې له هدایت (هدایت) نه مطلب لارښوونه (راهنمایي) ده لکه د خدای دا وینا: ((خو د ثمود قوم؛ نو سمه لار مو وروښووه)) یعنې د حق لار مو وروښووه. ((خو د سمې لارې پر ځای یې (د بېلارۍ) ړوندتوب غوره کړ)) [فصلت /۱۷] او که په زوره یې هدایت کړی وای؛ نو شونې نه وه چې بېلاریتوب یې خپل کړی وای.

او داسې هم نه ده، که کوم متشابه آیت راشي؛ نو د محکمو آیتونو پر خلاف یو دلیل شي؛ خوموظف یو پر محکم آیتونو عمل وکړو، په دې اړه خدای وايي: (( یوه برخه آیتونه یې ((محکمات)) [ = څرګند او روښانه] دي، چې د دې کتاب آریز بنسټ دی، (او د نورو آیتونو هر ډول پېچلتوب دې آیتونو ته په مراجعې لرې کېږي) او بله برخه یې متشابهات دي (هغه آیتونه چې مطالب پکې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره ځینې نور اړخونه هم پکې په پام کې نیول شوي؛ نو د لوستونکي ذهن ته په لومړي ځل  کتو سره بېلابېل احتمالات راځي؛ خو بیا محکماتو ته په پام سره یې تفسیر روښانېږي)؛ خو هغوی چې په زړونو کې یې کوږوالی دی په همدی متشابهاتو پسې ګرځي، چې فتنه راولاړه کړي (او خلک بېلارې کړي) او د ناسم تفسیر د لټولو هڅه ورته کوي، حال دا پر تفسیر یې یوازې خدای او پاخه عالمان پوهېږي (هغوی چې د الهي پوهې په رڼا کې د قرآنې آیتونو د رازونو په پوهېدو پسې وي))… [ آل عمران/۷] او هم د خدای دا خبره: (( نو هغو بندګانو ته مې زېری ورکړه، چې خبره اوري او ښه اړخ یې مني)) [زمر/۱۷ـ ۱۸] ښه اړخ یې؛ یعنې مضبوط او څرګند یې ((دوی هغه دي، چې خدای سمه لار ورښوولې او یوازې همدوي عقلمن دي )) [زمر/۱۸]

خدای تعالی دې موږ او تاسې ته د هغو ویناوو او کړنو توفیق راکړې چې پرې خوشحالېږي او د خپل احسان او لورنې په رڼا کې دې له خپلو سرغړونو مو بچ کړي او الله ډېر ستاېو چې ستاېنوړ دی. وصلی الله علی محمد و اله الطیبین و حسبنا الله و نعم الوکیل.

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!