تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه  د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي پرله پسې ۶مه برخه   ۳۲۸-ګونګېتوب، تر دروغو ویلو ښه دی. ۳۲۹-پوهه، د حسب ښکلا ده. ۳۳۰-ادب، غوره حسب دی. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه 

د لنډغونډلو زرینو ویناوو

پوهنغونډ

لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

پرله پسې ۶مه برخه

 

۳۲۸-ګونګېتوب، تر دروغو ویلو ښه دی.

۳۲۹-پوهه، د حسب ښکلا ده.

۳۳۰-ادب، غوره حسب دی.

۳۳۱-دوستي، ډېره نژدې خپلوي ده.

۳۳۲-صدقه، (الله تعالی ته) غوره نژدې والی دی.

۳۳۳-خلک د هغه څه د ښمنان دي، چې پرې نه پوهېږي.

۳۳۴-خلک چې د څه باب یوه خوله وي؛ نو ورته ښه ده.

۳۳۵-پر ژمنه وفا، د نېکانو خوی دی.

۳۳۶-بې پتي، د پرېوتو وګړیو خوی دی.

۳۳۷-کړنې، د هوډونو پایلې دي.

۳۳۸-صدقه، غوره نېکي ده.

۳۳۹-لورنه، د ژغورنې کونجي ده.

۳۴۰-توفیق (بریا)، د وړتیاوو مخکښه ده.

۳۴۱-ورین تندیتوب ړومبۍ نېکي ده.

۳۴۲-تمه، ړومبۍ بدي ده.

۳۴۳-لیک، د زړه د خوالې څرګندوی دی.

۳۴۴-کړنې، د دنننۍ خوالې بېلګه ده.

۳۴۵-وقار، د زغم پایله ده.

۳۴۶-عاجزي، د پوهې مېوه ده.

۳۴۷-عدالت، د حکومت ارزښت دی.

۳۴۸-رښتیا، غوره وینا ده.

۳۴۹-اخلاص، غوره عمل دی.

۳۵۰-کنجوسي، کنځل زېږې ده.

۳۵۱-سخاوت او ورکړه، دوستي کري.

۳۵۲-تمه، غمجنه نشتمني دی.

۳۵۳-(له خلکو) نهیلي، نغده شتمني ده.

۳۵۴-کبر او سرغړونه، ستر کوشنی کوي.

۳۵۵-عاجزي، لوېدلی انسان سرلوړوي.

۳۵۶-مهرباني د رښتیاوو کونجي ده.

۳۵۷-حماقت، د کنځلو کونجي ده.

۳۵۸-هوس، عقلونه له منځه وړي.

۳۵۹-ګیلې، دوستۍ راژوندۍ کوي.

۳۶۰-ډالۍ، مینه راولاړوي.

۳۶۱-مرګ داسې پاسوال دی، چې بې خبره راځي.

۳۶۲-دنیا، ژرتېری سیوری دی.

۳۶۳-مرګ، د آخرت ور دی.

۳۶۴-ځان سینګارول، ظاهري پتمني ده.

۳۶۵-په نصیحت، زړونه ژوندي کېږي.

۳۶۶-له دوست او ملګري سره ناسته، د الله تعالی یاد دی.

۳۶۷-دین، غوره غوښتنه ده.

۳۶۸-عقل، بې سارې دوستي ده.

۳۶۹-هیله، هغه دښمنه ده، چې ورپسې ځې.

۳۷۰- عقلمن د عقلمن ملګری وي.

۳۷۱- ناپوه د ناپوه ملګری وي.

۳۷۲-روغتیا، په یوازېتوب کې ده.

۳۷۳-راحت په زهد او پرهېزګارۍ کې دی.

۳۷۴-سخاوت، همېشنی شخصیت دی.

۳۷۵-انسان د نېکۍ بنده دی.

۳۷۶-زغم، له کړاوونو سره په مبارزې کې دی.

۳۷۷-دبدبه او هیبت له زیان سره یوځای دي.

۳۷۸- کمال په دنیا کې لټوه.

۳۷۹-کینه، خورا ناوړه رنځ دی.

۳۸۰-ورکړه، د پت پاسواله ده.

۳۸۱-منځلاري، لږ ډېروي.

۳۸۲-اسراف او بېځایه لګښت، ډېر لږوي.

۳۸۳-روزګار، د افتونو څاروځی دی.

۳۸۴-شېبې خو عمر لنډوي.

۳۸۵-رښتین، عزتمن او دروند دی.

۳۸۶-دروغجن، خوار دی.

۳۸۷-شرم و حیا، د ټولو نېکیو کونجي ده.

۳۸۸-بېشرمي، بدرنګ سرټکی دی.

۳۸۹-استغفار او بښنه غوښتنه، د ګناهونو له منځه وړوونکې ده.

۳۹۰-(پر ګناه) ټینګار، د ګناهکارانو خوی دی.

۳۹۱-روزګار، عمرونه لوټوي.

۳۹۲-نسپالي، د ځيرکۍ خنډ دی.

۳۹۳-ناوړګوماني، د زړونو ناپاکي ده.

۳۹۴-صبر، د اندېښمنۍ او خپګان ډال دی.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست