تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د پند او حکمت په اړه د امام رضا (رح) لنډې ویناوې   مومن هله مومن دی چې دا درې ځانګړنې ولري: د خپل پالونکي سنت ، د خپل نبي سنت او د خپل مشر سنت ولري؛ د خپل پالونکي سنت خواله ساتي (رازداري) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د پند او حکمت په اړه د امام رضا (رح) لنډې ویناوې

 

مومن هله مومن دی چې دا درې ځانګړنې ولري: د خپل پالونکي سنت ، د خپل نبي سنت او د خپل مشر سنت ولري؛ د خپل پالونکي سنت خواله ساتي (رازداري) ده، د خپل نبي سنت له خلکو سره ګوذاره او نرم چلېدل دي او د خپل امام سنت په سختۍ او تنګلاسی کې صبر کول دي.

۲    –   د نعمت پر خاوند لازم دي، چې پر خپلې کورنۍ پراخي راولي.

۳   –   نمانځنه پر ډېرو نمونځونو او روژو نه، بلکې د خدای په چار کې په ډېرې اندنې ده.

۴   –   پاکوالی د پېغمبرانو (علیهم السلام) له اخلاقو ځنې دی.

۵   –   د پېغمبرانو(علیهم السلام) درې دودونه: عطر کارول، د ویښتانو جوړول او له مېرمنې سره ډېر کوروالی.

۶   –   امین خیانت درسره کړی نه دی؛ بلکې امانت دې خاین ته ورکړی ( دا جمله هغه ته ویل شوې، چې امانت یې ضایع شوی و او مطلب دا دی چې پر امینو وګړیو بدګومانېږه مه؛ خو هر څوک هم امین مه بوله)

۷   –   کله چې خدای وغواړي یو چار ترسره کړي، له بندګانو عقل اخلي، چې امر یې عملي او اراده یې پای ته ورسي او د کار تر پای وروسته د عقلمنو عقل ورستنوي چې ووایي: څرنګه دا پېښه وشوه ؟ او له کومه ځایه؟

۸   –   چوپتیا د حکمت له ورونو ځنې ده؛ چوپتیا مینه راولاړوي او هر خیر درښیي.

۹   –   هر زیات غوښتونکی، ډېرو خبرو ته اړین دی.

۱۰   –   مشر ورور د پلار پر ځای دی.

۱۱   –   وپوښتل شو: پریوتې څوک دی؟ ويې ویل: څوک چې یو څه لري؛ خو له خدایه یې غافل کړي.

۱۲   –   امام رضا پر لیک (د وچولو لپاره) خاوره شیندله او ویل یې: توپیر نه لري او چې کله به یې د خپلو اړتیاوو یادداښتونه کښل؛ په دې ډول یې لیکل: ((بسم الله الرحمن الرحیم)) انشاء الله رایاد به مې شي، بیا یې چې څه غوښتل لیکل یې.

۱۳-  که څوک دې په مخ کې وي په کنیه یې یاد کړه او په غیابو کې یې په نامې.

۱۴  –   خپل عقل د هر چا ملګری دی او ناپوهي یې خپله دښمنه ده.

۱۵  –   له خلکو سره مینه نیمایي عقل دی.

۱۶   –   بېشکه د خدای تا ویلي ما ویلي، د مال ضایعول او ډېر سوال کول ښه نه ایسي.

۱۷   –   د مسلمان عقل هله پوره کېږي چې لس ځانګړنې ولري: (خلک) یې خیر ته هیلمن او له شره یې په امان کې وي، د نورو لږ خیر ډېر وبولي، خپله ډېره نیکي لږه وبولي، د اړمن له ورتګه خپه نشي، په ټول عمر کې د علم له لاس ته راوړو ستړی نشي، د خدای په لار کې تنګلاسي تر شتمنۍ ښه وبولي، د خدای په لار کې یې ذلت د خدای د دښمن په لار کې تر عزته ښه ایسي، ورکنامي تر نامیتوبه ورته خونده وره وي. بیا یې وویل: لسم، او څه لسمي؟ وپوښتل شو: نو څه دی؟ ویې ویل: څوک چې ویني، وایي دا تر ما غوره او ښه پرهیزګار دی؛ ځکه خلک دوه ډوله دي: يا په نظر غوره او ښه پرهیزګار وي یا بدتر او پرېوتی. که هغه ویني چې (په نظر کې یې) بدتر او پرېوتی دی وایي ښایي دننه یې ښه وي چې دا باطني نیکي ورته ښه ده او زما ښه والی ښکاره دی، چې راته بدتر دی او چې هغه وویني چې غوره او پرهیزګار دی پر وړاندې یې عاجزي او تواضع کوي، چې سیال یې شي که داسې وکړي دبدبه یې اوچتېږي، خیر یې پاک او نېکنامېږي او د خپلې زمانې د خلکو ښاغلی کېږي.

۱۸   –   چا د دې آیت په اړه وپوښت: ((څوک چې پر خدای بروسه وکړي، همدا ورته بسیا وه)) [طلاق /۳] ویې ویل: توکل درجې لري، یو دا، هر چار یې چې درسره کړی ورباندې ډاډمن وسه او هر چار چې درسره کوي پرې خوښ وسه او پوه شه چې ستا په باب یې په نېکۍ او نظر کې لنډون کړی نه دی او واکمن دی؛ نو د ټولو چارو په ورپرېښوو بروسه دې ورباندې کړې او د توکل بله درجه داده ، چې د خدای پر غیبي چارو – چې ته ترې ناخبره يې ـ باور ولرې، باید پوهه یې خدای او د خدای امناوو ته ورپرېږدې او ددې غیبونو او نورو په اړه ورباندې ډاډمن وسې.

۱۹   –   احمد بن نجم وپوښتل: عُجب (ځان ویني) چې عمل باطلوي څه دي؟ ویې ویل: عجب څو درجې لري : یو دا چې د انسان په نظر کې بدې کړنې ښه وبرېښي، ورباندې خوښ شي او وانګېري چې ښې چارې کوي او بله درجه یې داده، بنده پر خپل پالونکي ایمان راوړي او په عین حال کې پر خدای منت کېدي، سره له دې چې په دې باب خدای منت پرې ایښی دی.

۲۰   –   ((فضل)) وایي: حضرت رضا ته مې وویل: یونس بن عبدالرحمن ګروهن دی چې معرفت ( د خدای پېژندنه) کسبې (او اختیاري) دی . امام وویل: نه، تېروتی، خدای چې چا ته وغواړي ایمان ورکوي ‎؛ ځينو ته ثابت او پایښتی او ځینو ته ناپایښتی، پایښتی بیخي نه زوالېږي او ناپایښتی ورکوي او اخلي (البته د دې ځواب مانا دا نه ده چې د چار سرېزې د بنده په لاس کې نه دي).

۲۱   –   صفوان بن یحیی وایي: امام رضا مې وپوښت: بندګان د معرفت په اړه اختیار او دخالت لري؟ ( چې څوک یې غواړي تر لاسه کوي یې او چې یې نه غواړي، پرېږدي یې او دا هماغه پورته پوښتنه ده) ویې ویل: نه، ومې ویل: اجر او بدله لري؟ ویې ویل: هو، په خپلې لورنې یې معرفت ورکړ او په خپلې لورنې یې سمه لار ورښوولې (د پوښتنې په تناسب احتمال لري چې د ((صواب)) پر ځای ثواب و؛ یعنې هم یې معرفت په لاس کې دی او هم یې اجر او بدله).

۲۲   –   فضیل بن یسار وایي: امام رضا مې وپوښت: د بندګانو چارې پیدا شوي یا ناپیدا شوې؟ امام وویل: پر خدای قسم، چې پیدا شوي دي – او د خدای مراد تقدیري پیدایښت و، نه تکویني (یعنې بنده په خپل واک او ارادې کار کوي، خو اراده په ټاکلي چوکاټ کې ده او معلومه کچه لري؛ نو نه هومره ازاد دی چې څه غواړي کوي یې، که څه له الهي سننو او مقرراتو دباندې وي او نه مجبور او بې ارادې دی، چې د بوټي په څېر راوټوکېږي او ښکلی او خوشبویه ګل وي یا د تکې تورې او بوینې خټې په څېر، چې دا تکویني پیدایښت دی او هغه تقدیري) بیا یې وویل: ایمان تر اسلامه یو درجه اوچت دی او تقوا تر ایمانه یوه درجه اوچته ده او بنیادمو ته یې تر یقین غوره څیز ورکړی نه دی.

۲۳   –   وپوښتل شو: څوک غوره بندګان دي؟ ویې ویل: هغوی چې ښه چار وکړي، خوشحال شي او چې بدچار وکړي بښنه غواړي، چې څه ورکړل شي، مننه کوي چې پر څه کړاو اخته شي صبر کوي او چې  غوسه شي، تېرېږي.

۲۴   –   وپوښتل شو: د توکل برید څه دی؟ ویې  ویل دا چې بې له خدایه له بل هیچا ونه ډارېږې.

۲۵   –   د واده ناری ورکول سنت دی.

۲۶   –   ایمان څلور ستنې لري: پر خدای بروسه، پر الهي قضا خوښي، حکم ته یې غاړه ایښوونه او د چارو ورپرېښوول. صالح بنده (د آل قرعون مومن) وویل: ((خپل کار خدای ته ورسپارم؛ ځکه خدای خپل بندګان ویني؛ نو خدای هغه د هغوی له خپلو ناوړو دسیسو وساته)) [غافر/۴۴، ۴۵]

۲۷   –   له خپلوانو سره خپلوي وپالئ، که څه یو غړپ اوبه وي او غوره خپلوي پالنه، د دوی له ځورونې ډډه کول دي، خدای وايي: (( خپل خیراتونه په منت ایښوو او ازار رسولو مه باطلوئ)) [بقره /۶۴]

۲۸   –  د دینپوهنې له نښو : زغم او پوهه ده،چوپتیا د حکمت له ورونو ځنې یو ور دی. چوپتیا: مینه راولاړوي او دهرې نېکۍ لارښود دی.

۲۹   –   څوک چې د خپلې کورنۍ د روزۍ تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي اجر یې د خدای د لارې تر مجاهده ډېر دی.

۳۰   –    امام رضا ته یو کس وویل: څرنګه دې ګهیځ کړ؟ (څه حال مو دی؟) امام وویل: ګهیځ مې کړ، حال دا چې عمر مې لنډ شوی، کړه وړه مې ضبط شوي، مرګ (د غاړه کۍ په څېر) راپرغاړه دی، اور مې شاته دی او نه پوهېږم چې څه به راسره کوي.

۳۱   –   په چا کې چې پینځه ځانګړنې نه وي، د دنیا او آخرت یو کار ته یې هم هیلمن مه وسه: پاک زڼی په طبع کې یې ورکړه، ټینګ خوي، شریف نفس او له خدایه ډار.

۳۲   –   دوه لښکرې چې په جګړه شي؛ نو هغه بریمنېږي  چې عفوه یې ډېره وي.

۳۳   –   سخي د خلکو خواړه خوري، چې خواړه یې وخوړل شي او بخیل یې نه خوري، هسې نه چې خواړه یې وخوړل شي.

۳۴   –   موږ یوه کورنۍ یو، چې د پېغمبر (ص) په څېر خپله ژمنه پور ګڼو.

۳۵   –   پر خلکو به داسې ورځ راشي چې عافیت او (هوساینه) به لس برخې وي، نهه برخې به یې له خلکو څنډې ته کېدل او یوه به یې په چوپتیا کې وي.

۳۶   –   معمر بن خلاد امام رضا ته وویل: خدای مو په فرج او پراخۍ کې بیړه وکړه! امام وویل: معمره! دا پراخي مو خپله ده؛ خو پر خدای قسم ، چې زما پراخي یوازې یوه سرتړلې کڅوره ده، چې یوموټی اوړه پکې وي (یعنې موږ له دغسې خوراک سره سازېږو او دنیا ته څه نظر نه لرو، که پراخي مو راورسي؛ نو دا تاسې ته پراخي ده)

۳۷   –   د کمزوریو لاسنیوي غوره صدقه ده.

۳۸   –   بنده هله د ایمان حقیقت ته وررسي، چې دا درې ځانګړنې ولري، پر دین ژور پوهېدل، په اندازه د ژوند لګښت او په کړاوونو کې صبر.

۳۹   –   امام رضا ((ابوهاشم)) داوود بن قاسم جعفري ته وویل:موږ د پېغمبر (ص) په پار حق درباندې لرو او تاسې هم حق راباندې لرئ، چا چې زموږ حق وپېژانده، حق یې جوت دی او چا چې ونه پېژانده، حق راباندې نه لري.

۴۰   –   یوه ورځ امام د مامون الرشید په غونډه کې و او ((ذوالریاستین)) هم پکې ناست و، د شپې و ورځې خبره رامنځ ته شوه، چې کومه یوه ړومبی پنځول شوې؟ ذوالریاستین مساله له امامه وپوښته. امام وویل: د خدای د کتاب له مخې ځواب درکړم یا ستاسې د (نجومي) محاسبو له مخې؟ ویې ویل: لومړی د نجومي حساب له مخې. ویې ویل: ایا تاسې نه وايئ چې سرطان میاشت د دنیا ((طالع)) ده او ستوري په ((شرف)) ( د لوړوالي اوچته درجه، د هبوط مقابل)  کې وه. ویې ویل: هو. امام وویل: نو ځکه د زحل ستوری په میزان میاشت کې و، مشتري په سرطان، مریخ په جدي، زهره په حوت، سپوږمۍ په ثور او لمر په حمل کې د اسمان په منځ کې دی؛ خو دا به یوازې ورځ وي. ویې ویل: هو دغسې ده، ویې ویل: او دا آیت یې د خدای د کتاب له مخې دلیل دی: (( نه د لمر په وس کې ده، چې سپوږمۍ ونیسي او نه شپه پر ورځ مخکې کېدای شي)) [یس/۴۰] یعنې ورځ تر شپې مخکې ده.

۴۱   –   علي بن شعیب وویل: امام رضا (رح) ته ورغلم راته یې وویل: علي! تر ټولو د چا ښه ژوند دی؟ ومې ویل: ښاغلیه، تاسې ښه پوهېږئ . ویې ویل : هغه چې د بل ژوند د ده د ژوند په سیوري کې ښه وي.

علي! تر ټولو د چا بد ژوند دی؟ ومې ویل: تاسې پوهېږئ. ویې ویل: هغه چې بل یې تر سیوري لاندې ژوند ونه کړي. علي! له نعمتونو سره ښه ملګرتوب وکړئ (شکر یې وباسئ) ځکه له کومې ډلې پاینده تېښته نه لرې کېږي،چې راستنه شي. علي! بدترین انسان هغه دی چې خیر یې نورو ته ونه رسي، ځان ته خواړه وخوري او خپل مريی په سپېړه ووهي.

۴۲   –   امام رضا (رح)  ته یو سړي د کوچني اختر پر ورځ وویل: نن مې په کجوره او د قبر په خاوره ( چې د امام حسین د قبر خاوره به وي) افطار وکړ، ویې ویل: سنت او برکت دې یو ځای کړي.

۴۳   –   امام رضا (رح) ((ابوهاشم جعفري)) ته وویل: ابوهاشمه! عقل یو الهي ورکړه ده (او کسبي نه ده) او ادب په کړاو ترلاسه کېږي، څوک یې چې په لاس ته راوړو کې رنځ وګالي، لاسرسی پرې مومي او څوک چې د عقل په زده کړې پسې شي؛ نو ناپوهي یې زیاتېږي.

۴۴   –   احمد بن عمر او حسین بن یزید وایي: امام رضا ته ورغلوو ومو ویل: له ښه ژونده برخمن وه او روزي مو پراخ وه؛ خو اوس مو حال اوړېدلی، دعا وکړئ چې خدای ړومبی حال راباندې راوړي. امام وویل: څه غواړئ؟ پاچاهي غواړئ؟ خوشحالېږئ چې د ((طاهر)) (ذوالیمینین؛ د مامون الرشید د لښکر بولندوی) او ((هرثمه)) (د لښکر مشهور بولندوی) په څېر وسئ او د خپل مسلک پر خلاف مسلک ولرئ؟ ومو ویل: نه ، پر خدای قسم، ښه مو نه راځي چې دنیا، شتمني او سره سپین راسره وي؛ خو د خپل اوسني مسلک پر خلاف وسو. امام وویل: خدای تعالی وايي: ((د داوود کورنۍ ! د خدای شکر وکاږئ او له بندګانو مې ډېر لږ  منندویان دي)) [سبا/۱۳] . پر خدای ښه ګومان ولرئ؛ ځکه څوک چې پر خدای ښه ګومان ولري د ده د ګومان له مخې ورسره چلېږي او څوک چې په لږه روزۍ خوښ وي، خدای یې لږ کړه وړه قبلوي او څوک چې په لږه حلاله (روزۍ) خوښ وي، د ژوند لګښت یې سپکېږي، کورنی یې سوکالي مومي، خدای د دنیا درد او درمل ورښیی او رغ رمټ یې له دنیا، جنت او ارالسلام ته بوځي.

۴۵   –   ((ابن سکیت)) امام رضا (رح) وپوښت: نن پر خلکو څه حجت دی؟ ویې ویل: عقل، چې انسان پرې پر خدای رښتین پېژني او تصدیقوي یې او پر خدای دروغجن هم پېژني او تکذیبوی یې.

ابن سکیت وویل: هو، پر خدای قسم، ځواب همدا دی.

۴۶   –   نارینه دې د نارینه لاس نه ښکلوي؛ ځکه دا چار یې د نمانځنې په څېر دی.

۴۷   –   د مور ښکلول دې پر شونډو، د خور ښکلول دې پر اننګو او د امام دې د دوو سترګو ترمنځ وي.

۴۸   –   بخیل هوساینه ، کینه کښ خوند، پاچا وفا او دروغجن مړانه نه لري.

سرچینه :

تحف العقول

د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!