تبلیغات

ښیون وپېژنئ او د قرآن پر تړون به هله پابند وسئ، چې د دې ماتوونکي مو پېژندلي وي او د قرآن د لوست حق به هله پوره ادا کړئ، چې د دې اړوونکي مو پېژندلي وي ( هر څيز یې په ضد پېژندای شو) چې دا موارد مو وپېژندل ؛ نو د بدعتونو او نوښتونو […]

ښیون وپېژنئ او د قرآن پر تړون به هله پابند وسئ، چې د دې ماتوونکي مو پېژندلي وي او د قرآن د لوست حق به هله پوره ادا کړئ، چې د دې اړوونکي مو پېژندلي وي ( هر څيز یې په ضد پېژندای شو) چې دا موارد مو وپېژندل ؛ نو د بدعتونو او نوښتونو په اړه هم مالومات پیدا کولای شئ او اړونې او پر خدای تورونه هم په ګوته کولای شئ او پوهېدای شئ، هغوی چې هلاک شوي،څنګه هلاک شول او پام مو وي، چې هسې نه ناپوهان مو ناپوهۍ ته راکاږي؛ نو د تشخیص ځواک له تشخیص والاو وغواړئ[1]؛ ځکه یوازې دوی ځانګړې رڼا لري، چې رڼا ترې واخستل شي او رښتوني لارویان دي . د پوهې شتون او د ناپوهۍ له منځه تګ د دوی په لاس کې دی او دوی دي، چې په خپل زغم مو د نورو له ناپوهۍ خبروي او وینا یې له چوپتیا ( د علم او چوپ حکمت کچه یې هله پېژندای شو،چې خبرې وکړي) او دباندې یې له دننه ښکارېږي، له حق سره مخالفت نه کوي او اړپېچونه پکې نلري او د خدای له لوري یو سنت ورته ټاکل شوی او په اړه یې الهي حکم عملي شوی او به رښتیا، په دې چار کې ویښ زړو ته ( چې حق له باطله بېلوي) یو یاددښت دی .

دا خبرې سمپوهاوي او د رایت لپاره واورئ، نه نقل او روایت ته؛ ځکه د کتاب (قرآن) راویان ډېر او پوهېدونکي او رعایت کوونکي یې ډېر لږ دي اوله خدایه مرسته غواړو والله المستعان .

[1] ( پر کتاب پوهېدل اوله حقه د باطل پر بېلتون د پوهېدو لپاره نبوي کورنۍ ته مراجعه وکړئ)

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت امام حسن د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست