بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسن (رض) وړوکتوب د امام زوکړه: محمد بن عسد وايي: حسن بن علي بن ابي طالب پر درېيم لېږديز د رمضان په نيمايي کې زېږېدلى دى[1]. او ابن کثير هم همدا خبره کوي او رسول الله (ص) يې د خپلې خولې په لاړو خوله وروازه کړه او حسن يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسن (رض) وړوکتوب

د امام زوکړه:

محمد بن عسد وايي: حسن بن علي بن ابي طالب پر درېيم لېږديز د رمضان په نيمايي کې زېږېدلى دى[1].

او ابن کثير هم همدا خبره کوي او رسول الله (ص) يې د خپلې خولې په لاړو خوله وروازه کړه او حسن يې پرې نامه کېښووله او دا د علي او فاطمې مشر اولاد دى[2].

چې پر رسول الله (ص) د امام حسن د زوکړې زېرى وشو؛نو مبارکۍ ته د علي او فاطمې کره ورغى، ويې ويل: اسماء! زوى مې راوله. اسماء امام حسن په ژېړه ټوټه کې راتاو کړى ورته راوست،  پېغمبر اکرم (ص) اسماء ته ورکړ ،و يې ويل: درته مې ويلي نه ول، چې ماشوم به په ژېړ ټوکر کې مه راتاوئ؟ بيا يې په خوله کې د خپلې مبارکۍ خولې لاړې ورکړې او په سينې پورې يې ونښلاوه، ويې ويل: خدايه! دا او ځوځات يې د رټل شوي شيطان له شره وساته[3].

له ابورافع (رض) نه روايت شوى دى: چې کله حسن بن علي له فاطمې وزېږېد، رسول الله (ص) په غوږ کې اذان ور وکړ[4].

ام الفضل (١) د عباس بن عبدالمطلب مېرمنې )؛يعنې د  پېغمبر اکرم (ص) کاني) رسول الله (ص) ته وويل: رسول الله (ص)! په خوب کې مې وليدل، چې ته وا يو غړى دې زموږ کره وي. رسول اکرم (ص) وويل: ښه خوب دې ليدلى، د فاطمې به نوزېږی وزېږي، چې له زوى دې قسم سره به يوځاى تى روي، بيا حسن وزېږېد او ام الفضل تى ورکاوه[5].

(١) ام الفضل د عباس بن عبدالمطلب (رض) مېرمن او نامه يې لبابه د حارث بن حزن لور ده او له عباس (رض) نه د عبدالله، معبد، عبيدالله، قثم او عبدالرحمن مور ده. د نبي کريم د مېرمنې ميمونې بي بي خور او د خالد بن وليد (رض)خاله (توړۍ ) ده او اسماء، سلمى او سلامه_ د عميس لوڼې_ يې مورنۍ خويندې دي، له  پېغمبر اکرم (ص) يې احايث روايت کړي، چې اولادونو يې ترې روايت کړي دي، چې يو يې دا دى:

رسول الله (ص) خپل سر تړلى و، رنځور راووت او د ماښام نمونځ يې وکړ او د مرسلات سورت يې پکې ووايه، بيا يې بل د جماعت نمونځ ونه کړ، تر دې، چې وفات شو[6].

د امام حسن نامه ايښوونه:

له علي بن الحسين روايت شوى: چې امام حسن وزېږېد، فاطمې (س) علي (ک) ته وويل: يوه نامه پرې کېده. علي (ک) وويل: په دې باب پر رسول الله ړومبى کېږم نه، چې رسول الله (ص) راغى، علي ته يې وويل: نامه دې ورباندې ايښې؟ علي وويل: رسول الله (ص)! درباندې ړومبی کېږم نه، رسول الله (ص) وويل: زه به هم په نامه ايښوونه کې پر خپل پالوونکي ورړومبى نشم.

خداى جبرييل ته وويل: د محمد په کورنۍ کې يو نوزېږى پيدا شوى، ورشه او د مبارکۍ په ترڅ کې ورته ووايه: علي درته، موسى ته د هارون په څېر دى؛نو د هارون د زوى نامه پرې کېده. جبرييل رسول الله (ص) ته راغى او د خداى له لوري يې مبارکي وويله او د خداى پيغام يې ورورساوه. رسول الله (ص) وويل: نامه يې څه وه؟ ويې ويل: شبر. حضرت (ص) وويل: ژبه مې عربي ده. جبرييل وويل: حسن پرې کېده[7].

(٢) چې حسن وزېږېد، رسول اکرم (ص) راغى ،و يې ويل: زوى مې راولئ، څه نامه مو پرې ايښې؟ وويل شول: حرب. ويې ويل: بلکې دا حسن دى، چې حسين وزېږېد،و يې ويل: څه نامه مو پرې ايښې؟ ويې شول: حرب، و يې ويل: بلکې دا حسين دى، چې درېيمی وزېږېد، ويې ويل: څه نامه مو ورباندې ايښى؟ وويل شول: حرب. ويې ويل: بلکه دا محسن دى، بيا يې وويل: پر دوى مې د هارون (ع) د زامنو نامې کېښوولې[8].

 حضرت سلمان (رض) وايي: نبي اکرم (ص) وويل: پردې دواړو زامنو (حسن و حسين) مې د هارون د زامنو،شبر او شبير نامې کېښوولې[9].

 حضرت عمران بن سليمان (رض) وايي: حسن و حسين جنتي نامې دي او دا نامې په جاهليت کې نه وې او نه ايښوول کېدې.

مفضل وايي: په رښتینه کې خداى له خلکو د حسن و حسين نامې پټې کړې وې، تردې چې رسول الله پر خپلو زامنو کېښوولې.

 ابن اعرابي وايي: مفضل ته مې وويل: هغوى څوک ول، چې په يمن کې پر همدې نامو وو؟ ويې ويل: حسن په ساکن سين او حسين، د حاء په فتح (زور) او د سين په کسر (زېر) دى[10].

له حضرت ابي عبدالله (رض) روايت شوى: رسول لله (ص) د حسن و حسين د زوکړې پر اوومه ورځ، دا نامې ورکېښوولې او هر يوه ته يې يو پسه عقيقه کړ او يو ورون يې قابلې ته ورولېږه او ګاونډيانو ته يې هم غوښه ولېږله، فاطمې (س) د هر يو نوزېږي سر وخرايه او د ويښتانو د تول هومره يې سپين خيرات کړل[11].

ابي عبدالله په بل روايت کې وايي: رسول لله (ص) په خپلو مبارکو لاسونو حسن ته عقيقه وکړه ،و يې ويل: د خداى په نامې، دا عقيقه د حسن لپاره ده. خدايه! ددې عقيقې هډوکي د نوزېږي د هډوکي پر وړاندې، غوښه يې دده د غوښې پر وړاندې، د عقيقي وينه، دده د وينې پر وړاندې، ويښته يې دده د ويښتو پر وړاندې او دا عقيقه محمد (ص) او آل ته يې ساتندويه کړې[12].

په بل روايت کې ترې راغلي: هره زوکړه د خپلې عقيقي په ښکېل کې وي[13].په بل روايت کې راغلي: پر اوومه ورځ دې نامه ايښوونه او عقيقه ورته وشي او حضرت زهرا (س) پر اوومه ورځ د خپلو زامنو سر وخرايه او د ويښتانو د تول هومره يې سپين خيرات کل[14].همدغسې رسول الله (ص) پر اوومه ورځ امر وکړ، چې نوزېږى سنت کړي؛ځکه دا يې مناسب وخت دى[15].

د امام حسن کنيه او القاب

د امام حسن (رض) کنيه، ابو محمد ده، چې رسول الله (ص) ورته ويلي[16]. محمد بن سعد روايت کړى: د امام مجتبى د يوه زوى نامه محمد اکبر و؛نو ځکه يې ((ابو محمد)) ورته ويل[17].

ابن شهر آشوب وايي : کنيه يې ابومحمد او ابوالقاسم دي[18].

امام حسن (رض) ته ډېر القاب ويل شوي دي: تقي، طيب، زکي،سيد، سبط او ولي؛خو مشهور لقب يې، ((تقي)) دى؛خو اوچت لقب يې (( إن ابني هذا سيد: دا زوى مې ښاغلی دی)) دى، چې رسول الله (ص) پرې ايښى او ډاډمنو راويانو روايت کړى دى. ابن خشاب پر دې القابو سربېره، دوه نور القاب هم ياد کړي، چې وزير او قائم دي[19].

امام حسن ته يې نور القاب هم ياد کړي؛ لکه: امين، امير، حجة، بر، اثير، مجتبى، لومړى سبط او زاهد[20].

د امام حسن څېره

امام حسن (رض) په څېره کې خپل نيکه، رسول لله (ص) ته خورا ورته و. انس بن مالک (رض) وايي: څوک  پېغمبر اکرم (ص) ته تر حسن بن علي خورا ورته نه و[21].

او ويلى شوي: امام سپين مخى لږ سور رنګى و، غټې تورې سترګې، ښکلي وېښتان يې درلودل، ږيره يې ډکه او غاړه د سپينو زرو په څېر سپينه وه، مټې يې قوي او سينه يې راوتلې وه.

حضرت عايشه ام المؤمنين وايي: د [چا چې ښه ايسي، رسول الله (ص) ته وويني، دې کوچني _؛يعنې حسن_ ته دې وګوري[22].

اسماعيل بن ابي خالد وايي: ابي جحيفه (رض) ته مې وويل: نبي اکرم (ص) دې ليدلى و؟ ويې ويل: هو! حسن بن علي ورته ډېر ورته و[23].

د زبير (رض) مريى بهى وايي: يو له بل سره مو خبرې اترې کولې، چې د  پېغمبر اکرم (ص) په کورنۍ کې څوک پېغمبر اکرم ته ډېر ورته و؟ عبدالله بن زبير (رض) راغى ويې ويل: زه درته وايم، چې حسن بن علي رسول اکرم (ص) ته ورته او خورا ورته ګران و، ليدل مې، چې  پېغمبر اکرم (ص) به پر سجده پروت و؛خو حسن (رض) به يې پر ملا ورخته او  پېغمبر اکرم (ص) نه راکوزاوه څو خپله راکوز شوى نه و[24].

ويل شوي، چې څلور تنه رسول الله (ص) ته ورته وو.جعفر، حسن بن علي، قثم بن عباس او ابوسفيان بن حارث[25].

د امام حسن وړوکتوب

امام له وړوکتوبه له پوهې سره مينه درلوده[26]او په اوه کلنۍ کې يې د رسول الله (ص) په ناستو پاستو کې ګډون کاوه او د  پېغمبر اکرم (ص) خبرې يې اورېدې او يادولې او چې خپلې مور ته به راغى، ورته يې ويلې. چې علي (ک) به کورته راغى، فاطمې (س) به هغه مطالب ويل، چې رسول الله (ص) ويلي وو، علي (ک) به هېښېده او په اړه به يې فاطمه (س) پوښتله، فاطمې ورته ويل: دا مې ستا له زوى حسن (رض) څخه اورېدلي.

يوه ورځ امام علي (ک) په کور کې پټ شو، چې د حسن د مطالبو د څرګندولو څرنګوالى واوري، چې حسن راغی، خپلې مورته يې هغه خبرې کولې، چې په جومات کې يې له  پېغمبر اکرم (ص) اورېدلې وې؛نو يوه اندېښمني پکې راولاړه شوه او څه يې  چې هره ورځ خپلې مورته ويل، نشو ويلاى. فاطمه حیرانه شوه. حسن وويل: مورې! مه حيرانېږه؛ځکه انګېرم، چې يو ستر مې خبرو ته غوږ ايښى دى.

او په بل روايت کې راغلي، چې حسن وويل:(( قلّ بيانى و كَلّ لِسانى لعلّ سَيّداً يَرْعانى: څرګندونه مې ونشوه کړاى، ژبه مې له ستونزې سره مخ شوه، ته واې يو ستر مې ويني (( بيا علي (ک) راووت او حسن يې ښکل کړ[27].  هشام بن عروه له خپل پلاره روايتوي، چې يوه ورځ حضرت ابوبکر (رض) پر منبر خطبه ويله، حسن (رض) راغى او منبر ته ورجګ شو ، ورته يې وويل: د پلار له منبره مې راکوز شه[28].

روايت شوى: ابوسفيان د مکې تر سوبې وړاندې، له قريشو سره د رسول لله (ص) د جګړې نه کولو تړون د غځېدا لپاره مديني ته راغى، له  پېغمبر اکرم (ص) سره له ليده کاتو وړاندې يې علي ته ورغى ، ورته يې وويل: د تره زوى (يعنې رسول الله (ص) ته دې ووايه، چې يو امان راته وليکي. علي وويل: چې  پېغمبر اکرم (ص) د يو کار هوډ وکړ؛نو هډو ورڅخه نه اوړي. په دې وخت کې حسن بن علي، چې څلور مياشتنې و، ابوسفيان ته يې په فصيح عربي ژبه وويل: د صخر[29]  زويه! ((لا اله_ الا الله محمد رسول الله)) ووايه، چې د خپل نيکه رسول لله (ص) پر وړاندې دې شفاعت وکړم. ابوسفيان له دې خبرې هيښ شو، علي وويل: خداى ستايم، چې د محمد (ص) له ځوځاته يو تن د ((يحيى بن زکريا)) په څېر کړ[30].

امام حسن (رض) د وحې په زانګو کې پالل شوى او د توحيد په ښوونځي کې روزل شوى، په وړوکتوب کې يوه ورځ له خپل ورور حسين (رض) سره له يوه ځايه تېرېدل او يو بوډا يې وليد، چې اودس کوي؛خو اودس يې سم نه و، ورغلل ، ورته يې وويل: شيخه! موږ ستا په مخ کې اودس کوو او ته قضاوت وکړه، چې د کوم يوه مو اودس غوره دى. هر يو اودس کاوه او بوډا ورته په ځير کتل، بوډا د دوى تر اودس کولو روسته وموندل، چې خپل اودس يې سم نه و؛نو حسنينو ته يې وويل: دواړو ښه اودس وکړ او دا بوډا ناپوه دى، چې سم اودس يې ونه کړ او اوس يې سم اودس کول درنه زده کړ[31].

[1] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٢٨).

[2] (البداية والنهايه: ٨/٣٣)

[3] (حياة الامام الحسن: ١/٦٠).

[4] (ابن سعد طبقات، د امام حسن حالات: ٢٩/٢ ګڼه حديث).

[5] (اسد الغابه: ٢/٢٨)

[6] (اسد الغابه: ٧/٢٧٤)

[7] بحار الانوار: ٤٣/٢٣٨، ٣ ګڼه حديث، شيخ صدوق، امالي: ١٩٦، ٢٠٩ ګڼه حديث.

[8] استعياب: ١/٣٨٤. (یادونه : دا حديث د شيعه و په حديثي ټولګو کې هم راغلى؛خو سم نه دى؛ځکه: له دې حديث سره )= چې په نامې ايښوونه کې پر رسول الله ورړومبى کېږم نه) په ټکر کې دى او د ناسموالي بل دليل يې د استيعاب روايت دى، چې وايي: چې درېيمې وزيږېد، جوته ده، چې د فاطمې درېيم زوى د  پېغمبر اکرم (ص) پر ژوندني زيږېدلى نه دى او محسن تر رسول الله (ص)روسته سقط شو؛نو رسول اکرم (ص) ته د علي د درناوي او ادب په پامنيوي_ چې روايت يې هم تاييدوي_ علي په نامې ايښوونه کې پر رسول الله (ص) ورړومبى شوى نه دى.)

[9] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٣٥، ٣٧ ګڼه حديث).

[10] (اسد الغابه: ٢/١٥)

[11] (بحار الانوار: ٤٣/ ٢٥٧)

[12] (فروع کافي: ٦/٣٢، لومړۍ ګڼه حديث)

[13] (فروع کافي: ٦/٢٤، ٢ ګڼه حديث)

[14] (فروع کافي: ٦/٣٣، ٢ ګڼه حديث)

[15] (حياة الامام الحسن: ١/٦٥).

[16] (اسد الغابه: ٢/٩)

[17] (ابن سعد، طبقات: ٢٧).

[18] (مناقب: ٤/٢٨).

[19] (کشف الغامه: ٢١/١٤٤ مخ)

[20] (بحار الانوار: ٤٣/١٣٥ مخ).

[21] (اسد الغابه: ٢/١٨).

[22]  (حياة الامام حسن: ١/٦٦)

[23] ( ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٣٦، ٣١ ګڼه حديث)

[24] (ابن سعد طبقات: ٣٦، ٣٨ ګڼه حديث)

[25] ( سير اعلام النبلاء: ٣/١٢٨، ٣٧ ګڼه حديث) (یادونه : له جعفره مراد، د حضرت علي ورور، جعفر بن ابیطالب، حسن بن علي بن ابیطالب، قثم بن عباس بن عبدالمطلب او ابوسفيان بن حارث د عبدالمطلب زوى او د  پېغمبر د تره زوى دي.)

[26]  (سفينة البحار: ١/٢٥٤)

[27] (سفينة البحار: ١/٢٥٤)

[28] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٦٨ مخ، ١٠٨ ګڼه حديث)

[29] ښايي د صخر پر ځاى، حر وي، ځکه د ابوسفيان نامه صخر او د پلار يې حرب وه. لکه، چې ابن اثير په اسد الغابه او نورو هم راوړې ده.

[30] (ابى فراس، قصيده شرح: ٢٢ مخ).

[31] (حياة الامام الحسن: ١/٧٢ مخ)

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!