تبلیغات

د تکامل فرضيه او د خداى پېژندنې مساله   سره له دې،چې ډېرى هڅه کوي،چې ددې فرضيې او خداى پېژندنې ترمنځ پر يو ډول تضاد قايل شي او ښايي له يوه پلوه حق وي ؛ځکه د ((ډاروينېزم)) د ګروهې او د کلسيا د متوليانو ترمنځ سختې جګړې رادبره شوې او هغه مهال د سياسي او […]

د تکامل فرضيه او د خداى پېژندنې مساله  

سره له دې،چې ډېرى هڅه کوي،چې ددې فرضيې او خداى پېژندنې ترمنځ پر يو ډول تضاد قايل شي او ښايي له يوه پلوه حق وي ؛ځکه د ((ډاروينېزم)) د ګروهې او د کلسيا د متوليانو ترمنځ سختې جګړې رادبره شوې او هغه مهال د سياسي او ټولنيزو دلايلو له مخې (چې دلته يې د شرح ځاى نه دى،پردې مسالې پراخ تبليغات وشول،چې ((ډاروينيزم)) له خداى پېژندنې سره اړخ نه لګوي.

خو نن را ته دا مساله څرګنده ده،چې:

دا دواړه يو له بل سره تضاد او ټکر نه لري؛ يعنې که د تکامل فرضيه ومنو او يا يې د دليل د نشتوالي له امله و نه منو،په دواړوحالاتو کې ((خداى پېژندنه )) کولاى شو.

د تکامل فرضيه که څه ثابته شي او له مخې یې پرده لرې کړي؛ نو د يو علمي قانون بڼه ويني او د طبعيي علت او معلول او په څارويو او نورو موجوداتو کې د علت او معلول ددې اړيکې ترمنځ څه توپير نشته، ايا د سيندونو د جزر و مد او زلزلو او د طبيعي عواملو رابرسیرول به د خداى پېژندنې پر لار څه خنډ وي ؟ بيخي نه ؛ نوځکه د ډول ډول موجوداتو ترمنځ د يوې تکاملي اړيکې رابرسېرونه د خداى پېژندنې په بهير کې هېڅ ډول خنډ راوړاى نشي .

يوازې هغوى چې انګېري: د طبيعي علتونو رابرسېرول، د خداى د شتون له منلو سره په ټکر کې دي ، دغسې خبره کړاى شي ؛خو نن موږ ښه پوهېږو،چې نه يوازې ددې علتونو رابرسېرول ،توحيد ته څه زيان نه رسوي ؛بلکې د خداى د شتون اثبات ته د پيدايښت له نظامه نوي دليل په لاس راکوي.

په زړه پورې خو داچې : پخپله ((ډاروين)) د الحاد او بې دينۍ د تور پر وړاندې راپاڅېدلى او په خپل کتاب (( د انواع اصل )) کې څرګندنه کوي: سره له دې ،چې د انواع تکامل منم ، خداى نمانځى هم يم، او له آره بې د خداى د شتون منلو،تکامل ته مخونه ورکولاى نه شو.

دې وينا ته ځير شئ : (( هغه د بېلابېلو ساه کښو راښکاره کېدو ته د طبيعي علتونو د شتون په منلو، تل په ايکي يو خداى مؤمن پاتېږي او په تدريج يې ،چې عمر ډېرېږي، د بشر د مافوق ځواک د درک ځانګړى دنننى احساس پکې سخت پياوړى کېږي[1] .

له آره ،ډاروين  ګروهن و: د تکامل په دې هېښنده پېچومي کې د انواعو لارښوونه او پر ډول ډول ساه کښو د يو ډېر ساده ژوندي موجود اړول يوازې د ټوليز عقل ( خداى) له لوري دسنجول شوې او دقيقې نقشې له مخې شوني دي !

په رښتيا همداسې وه، له يوې ډېرې ساده مادې دا ټول هېښنده مشتقات ( چې هر يو ځان ته پراخ تشکیلات لري ) يوازې پر ناپايه علم او قدرت پر ډډې وهلو ناشوني دي .

پايله داچې : ( که د تکامل فرضيه ومنو که نه ) د انواعو د تکامل د ګروهې او د خداى پېژندنې د مسالې ترمنځ غوغا،يو بې بنسټه او بې دليله غوغا او شخړه ده .

قرآن او د تکامل مساله :

په زړه پورې خوداچې : په مسلمانانو کې د انواعو د تکامل پلويان او هم منکران يې د خپل مطلب د جوتولو لپاره په قرآني آيتونو استدلال کوي؛ خو ښايي دواړو لوريو د خپلې ګروهې تر اغېز لاندې په هغو آيتونو استدلال کړى ،چې ډېر لږ يې له موخې سره تړاو درلودلى دى ؛نو موږ د دواړو لوريو آیتونه غوره کوو،چې د ويينې وړ وي .

د تکامل پلويان د آل عمران پر۳٣ آيت ډډه وهي : ((إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ= خداى، آدم نوح ، آل ابراهيم او آل عمران پر نړيو الو غوره کړي ول ))

دوى وايي : لکه څنګه چې نوع،آل ابراهيم او آل عمران په يو امت کې اوسېدل او ترې غوره شول،همدغسې آدم ،هم بايد دغسې وي؛يعنې هرومرو د آدم په پېر کې انسانان ول،چې د عالمين (نړيوالو نوم پرې ايښوول شوى و او آدم پکې خداى غوره کړى  او دا راښيي، چې آدم ، د ځمکې پر مخ لومړى انسان نه و؛بلکې وړاندې ترې نور انسانان هم ول، او د آدم امتياز هماغه اندیز او مانیز ټوپ و،چې له نورو همرنګو وګړيو يې د غوره کېدو لامل شو.

نور بې شمېره آيات يې هم يادکړي ،چې ځينې له آدم نه د تکامل د مسالى سره څه تړاو نه لري او د تکامل تفسير يې ډېرى د راى له تفسير سره اړخ لګوي او بله برخه يې د انواعو له تکامل سره اړخ لګوى او هم يې له ثبوت او هم د آدم له خپلواک پيدايښت سره ؛ له همدې امله غوره مو وګڼله،چې ترې تېرشو.

پردې استدلال نيوکه داده ،چې :

((عالمين)) که د معاصر و خلکو پر مانا وي او ((اصطفاً =غوره کول )) بايد هروموو له همدغو خلکو وي ؛نو دا دليل به د منلو وړ وي؛خو که څوک ووايي : ((عالمين)) معاصران او غير معاصران دواړه وي؛ لکه د نبي کريم(ص) په مشهور حديث کې ،چې د فاطمې  بي بي په فضيلت کې روايت شوي ،چې وايي : (( اما ابنتى فاطمة فهى سدة نساً العالمين من الاولين والاخرين:لور مې فاطمه د وړانديني او وروستنى عالم د ښځو اغلې ده )) نو په دې بڼه کې پورته آيت به پردې مطلب څه دلالت و نه لري او سم دې ته پاتېږي،چې :

يو څوک ووايي، يو شمېر يې له انسانانو ( د ګردو پېړيو انسانان ) غوره کړل، چې يو يې آدم دى ،په دې بڼه کې هېڅ پکار نه دي،چې د آدم په زمانه کې ،نور انسانان وي ،چې ((عالمين)) يادېدل او يا ترې آدم غوره شي.

په تېره داچې : خبره د خداى په غوره کولو کې ده؛هغه خداى چې له ګاندې او هغو ښه خبر وي ،چې راروسته به راځي.

د نوعو د ثبوت پلويانو،چې کوم آيات غوره کړي،زموږ تر  ویینې لاندې آيتونه دي ،چې وايي : خداى انسان د بويناکې تورې خټې له وچ کودړي پيداکړى .

په زړه پورې خوداچې: دا تعبير هم د ((انسان)) د پيدايښت په باب  ((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ[2] = او په يقين انسان مو د کړنګېدونکي توکي له بوی ناکې تورې خټې پيدا كړ)) او هم  د بشر ((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ[3]= او (درياد كړه) چې كله ستا پالونكي پرښتوته وويل :(( زه د کړنګېدونکي توکي، له بوی ناكې تورې خټې د يوه بشر پیدا کوونکی يم؛  ))   او هم د پرښتو د سجدې په برخه کې((قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ[4] = ویې ويل :(( هېڅكله به داسې بشر ته سجده ونه کړم،چې د کړنګېدونکي توکي، له بوی ناكې تورې خټې دې پيدا كړى .))

، روسته د آدم په اړه راغلى: ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ -فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ -إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ[5] = نو چې كله مې برابر کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې پكې ورپو كړ؛ نو سجده کوونکي ورپرېوځئ .)) نو يومخې ټولو پرښتو سجده وكړه؛ خو ابليس له دې ډډه وکړه، چې (آدم ته) له سجده کوونکیو ځنې شي. ))

په لومړي سر کې ددې آيتونو له ظاهره ښکاري : آدم لومړى له تورې خټې پيداشوى او د غړيو له پوره کېدو روسته ،الهي روح پکې پوکل شوى ، او  ورپسې بې له ((ابليسه )) پرښتو ورته سجده کړې.

ددې آيتونو د بيان طرز راښيي،چې له خاورې د آدم د پيدايښت او د پيدايښت د اولنۍ بڼې ترمنځ نورو ډولونو شتون نه درلود.

او په ځينو آيتونو کې ،چې د ((ثم)) تعبير[6]  راغلى،د ميليونو کلونو په تېرېدو او د زرګونو ډولونو پر شتون دليلېداى نشي؛ بلکې څه توپير نه لري، چې هغو واټونونو ته اشاره وي ،چې د آدم د پيدايښت په بېلابېلو پړاوونو کې وې؛ له خاورې د آدم پيدايښت او بيا ترې د وچ کودړي تړلو او ورپسې د الهي روح پوکول.

نوځکه د ((ثم)) کلېمه په ((جنين)) کې د انسان د پيدايښت په باب او کوم پړاوونه ،چې وهي، راغلي؛ لکه :

((  يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ [7]=  خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ،چې) موږ تاسې له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)،بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز] ،چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم، چې [خپل قدرت] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت قادر يو) او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا مو د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده،چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ،په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي،چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پرهېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه او شاړه وينې؛ خو چې كله باران پرې ووروو (؛ نو) وخوځېږي او راډډه شي او هر ډول ښکلي بوټي راټوكوي.))

وينئ ،چې : هېڅ لزوم نه لري ،چې ((ثم)) د يوه  اوږده واټن لپاره وي؛بلکې لکه  چې د اوږدو واټونونو لپاره کارولېږي، په لنډو واټونو کې هم کارولېږي .

چې څه مو وويل، پايله ترې اخلو ،چې :

که څه د قرآن آيتونه نېغ په نېغه د تکامل په مسالې يا د انواعو په ثبوت پسې نه دی؛خو د آياتو ظواهر (؛البته د انسانانو په اړه ) له مستقل پيدايښت سره اړخ لګوي ؛خو د آدم د پيدايښت ظاهري آيتونه ، ډېرى پر خپلواک پيدايښت راچورلي؛خو قرآن د نورو ساه کښوپه باب چوپ دى .

 

[1] وګورئ : محمود بهزاد ، دارونييزم ، ٧٥-٧٦ مخونه

 

[2] [ حجر٢٦ آيت :

[3] [ حجر٢٨ آيت

[4] حجر ٣٣ ايت

[5] د حجر سورت ٢٩/٣٠/او٣١ ايتونه.

[6] [چې په عربي کې د ترتيب ياواټن لپاره راوړل کېږي]

[7] حج ( ٥) آيت

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست