تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسن (رض) سياسي ژوند ليکوال: علي نظري منفرد ژباړه: اندیال ویبپاڼه لړلیک لړلیک… 5 د ژباړن خبرې.. 16 لومړى څپرکى.. 17 اهلبيت په قرآن او نبوي ویناوو کې.. 17 الف_ په قرآن کې : 17 په نبوي احاديثو کې: 23 دويم: د امام حسن او امام حسين په اړه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسن (رض) سياسي ژوند

ليکوال: علي نظري منفرد

ژباړه: اندیال ویبپاڼه

لړلیک

لړلیک… 5

د ژباړن خبرې.. 16

لومړى څپرکى.. 17

اهلبيت په قرآن او نبوي ویناوو کې.. 17

الف_ په قرآن کې : 17

په نبوي احاديثو کې: 23

دويم: د امام حسن او امام حسين په اړه نبوي احاديث… 28

درېيم، هغه روايت، يوازې د امام حسن په هکله راغلي دي. 34

دويم څپرکى.. 36

د امام حسن (رض) وړوکتوب… 36

د امام زوکړه: 36

د امام حسن نامه ايښوونه: 37

د امام حسن کنيه او القاب… 40

د امام حسن څېره. 40

د امام حسن وړوکتوب… 42

درېيم څپرکى.. 44

د امام حسن (رض) د چارواکۍ پېر. 44

مشرتوب او امامت… 44

د امام حسن خطبه. 46

له امام حسن سره بيعت… 47

معاويه بن ابوسفيان ته د امام حسن ليک… 49

د معاويه بن ابوسفيان ځواب… 51

عراق ته د جاسوسانو لېږل.. 52

معاويه بن ابوسفيان ته ليک… 53

واليانو ته د معاويه بن ابوسفيان ليک… 53

جهاد ته د کوفيانو هڅونه. 55

عدی بن حاتم. 55

امام حسن په نخيله کې.. 56

د عبيد الله بن عباس بولندويي.. 57

ساباط.. 58

د ټبرونو د مشرانو ليکونه. 59

د قيس بن سعد ليک… 60

د بسر بن ارطاة او قيس بن سعد خبرې اترې.. 61

قيس بن سعد (رض) ته د معاويه بن ابو سفيان ليک… 62

معاويه بن ابوسفيان ته د قيس بن سعد (رض) ليک… 62

د کيندي ټبر خيانت… 63

د ربيعه ټبر خيانت… 64

عثمان بن شرحبيل.. 65

مظلم ساباط.. 65

د قيس بن سعد (رض) د وژنې ډنډورۀ 66

په مداين کې د امام وينا 66

له مداينه يو ليک… 67

د معاويه بن ابو سفيان استازي.. 68

سوله ليک… 69

څلورم څپرکى.. 71

امـويـان.. 71

معاويه څوک دى؟. 75

شاميان په معاويه پسې ور روان ول.. 82

د زياد مړينه. 91

مغيره بن شعبه. 92

سَمُرة بن جندب… 94

د سيالانو ځپنه. 97

مالک اشتر: 97

عبدالرحمن د حضرت ابوبکر (رض) زوى.. 100

د اهل بيتو د لارويانو ځورونه او شهادت… 102

عمرو بن حمق (رض) 104

قبيصه. 106

صيفي بن فيسل.. 107

عبدالله بن خليفه. 108

حجر بن عدی (رض) 109

د حجر بن عدی (رض) وګړې ته يوه کتنه. 111

د حجر بن عدی (رض) د شهادت غبرګون.. 112

عبدالرحمن او کريم بن عفيف… 114

رُشَيد هَجَرِي.. 115

اوفي بن حصن.. 117

جـويـريه. 118

مـزرع. 119

عبدالله بن يحيى.. 120

زندانيان.. 121

له بيت الماله يې د علي د لارويانو حقوق بند کړل.. 123

د کورونو ويجاړول.. 124

د اهل بيتو د لارويانو شړنه. 124

د حقايقو پټول.. 124

پينځم څپرکى.. 128

د امام حسن (رض) د سولې شننه. 128

د اهل بيتو سياست… 128

رغنده سياست… 128

خـلافت… 129

د خلافت نيول.. 131

له سياسته د اهلبیتو موخې دا وې.. 131

عدالت: 131

برابري او مساوات: 132

د وګړيو ډلو او خېلونو ترمنځ مساوات: 132

ازادي: 133

صراحت او صدق (څرګندتيا او رښتياينه: 134

چـارواکي: 136

جګړه او جهاد: 137

شتمني: 138

د سولې واقعي علتونه. 140

د معاويه ځري: 143

د عراق لښکر: 146

وصيت او ماموريت… 147

شپږم څپرکى.. 150

په سـولـې پـسې پـېر. 150

تر سولې روسته د امام حسن وينا 150

په نخيله کې د معاويه خطبه. 151

په کوفه کې د امام حسن وينا 152

کوفې ته راتګ… 153

په رواياتو کې له  حضرت حضرت حضرت حضرت حضرت معاویه سره  د امام حسن سوله  156

اووم څپرکى.. 160

د امام ملګري.. 160

د امام ملګري او ياران.. 160

د امام او پلار ياران يې.. 161

د امام حسن حواريون.. 163

د سولې مخالف ياران.. 164

قيس بن سعد. 164

حجر بن عدی (رض): 165

عدی بن حاتم (رض): 165

سفيان بن ابي ليلي: 166

مسيب بن نجبه: 168

مالک بن ضمرة: 168

سليمان بن صرد: 169

کوفيان.. 173

اتـم څپرکى.. 175

مدينې منورې ته د امام حسن (رض) ورستنېدل.. 175

د مسيب او ظبيان خداى پاماني: 176

فروة بن نوفل: 178

امام په مدينه منورۀ  کې: 178

امام د رسول الله (ص) د قبر ترڅنګ… 179

معاويه بن حديج: 181

نهـم څپرکى.. 183

د امام حسن (رض) مناظرې.. 183

عمرو بن عثمان.. 185

عمرو عاص…. 185

عتبة بن ابو سفيان.. 186

وليدد بن عقبه. 186

مغيره بن شعبه. 187

د امام حسن (رض) ځواب… 187

مروان بن حکم. 204

امام او يو شمېر امويان.. 205

امام او معاويه. 206

امام او يزيد. 207

د قريشو وياړنه. 207

امام او عمروعاص…. 208

امام حسن بن علي (رض) او زياد. 209

امام او عراقيان.. 210

امام، عمرو عاص او مغيره. 211

سعيد بن سرح. 212

حبيب بن مسلمه: 213

لسـم څـپرکى.. 214

امام حسن د نورو له ليدلوري.. 214

له معاويه سره د ابن عباس (رض) دلايل: 214

معاويه او قيس بن سعد. 216

عبدالله بن زبير او معاويه. 217

عبدالله بن جعفر (رض) او عمرو عاص: 219

عبدالله بن جعفر (رض) او معاويه. 220

معاويه او سعد بن ابي وقاص (رض) 225

صعصعة بن صوحان.. 227

يوولسم څپرکى.. 232

د امام حسن (رض) مقام. 232

پېغمبر (ص) ته د امام حسن (رض) مقام. 232

علي (ک) ته د امام حسن مقام. 235

امام حسن ته د خپل پلار مقام. 237

امام حسن (رض) ته د علي (ک) وصيتونه. 239

په قرآن کې د امام حسن استناد. 243

له رسول الله (ص) د امام حسن روايات… 256

د امام حسن د زامنو روايات… 260

دولسم څپرکى.. 263

د امـام حسن ځـانګـړنې.. 263

د امام شمائل.. 263

د امام جامې.. 263

د امام حسن اخلاقي فضايل.. 264

د امام دعا: 273

امام ته ورمنسوب اشعار: 274

د دروغو دعوا: 274

امام او بېديا مېشتې ښځه: 275

امام حسن او د اړتياوو لرې کونه: 277

دويم پاچا پوښتنه: 277

ليلة القدر: 278

معاويه امام پوښتي: 278

امام حسن او ابوسفيان: 279

د امام حسن ورمندون: 280

امام حسن و خضر عليه السلام. 281

امام حسن له امام مهدي )عج( خبر کړي يو. 283

د اهل بيتو ځانګړنې.. 284

د امام حسن موعظې.. 285

د امام حسن له حکمته ډکې يو شمېر خبرې.. 288

د امام حسن مجتبى (رض) دعاوو بېلګې.. 291

ديارلسم څپرکى.. 293

د امام حسن مېرمنې او اولادونه. 293

د امام مېرمنې: 293

د امام حسن اولاده. 295

څوارلسم څپرکى.. 299

د امام حسن (رض) شهادت… 299

يزيد ته بيعت… 300

داشعث کورنۍ: 303

مـروان: 304

جعده د اشعث لور. 306

د امام حسن (رض) ناروغي.. 307

تر ځان روسته پر امامت څرګندونه. 308

جنادة بن ابي اميه د امام حسن پوښتنې ته ورځي.. 309

امام حسن (رض) ژړا 311

د امام وصيت… 311

روستۍ شېبې.. 313

د امام تر شهادت روسته. 313

د امام حسن (رض) د جنازې مراسم. 314

د امام حسن عليه السلام خاورو ته ورسپارل.. 315

ابوهريره (رض) او مروان.. 317

د اهل بيتو عزا داري‎ 318

د امام حسن د شهادت غبرګون‎ 318

معاويه او ابن عباس (رض):‎ 320

معاويه ته د مروان ليک‎ 321

د امام عمر او د شهادت نېټه. 321

څوارلسم څپرکى.. 325

د امام حسن (رض) د پېر مهمې پېښې.. 325

د ٤١ س پېښې.. 326

د ٤٢ س پېښې: 326

د ٤٣س پېښې: 327

د ٤٤س پېښې: 327

د ٤٥ س پېښې: 328

د ٤٦ س پېښې.. 328

د ٤٧ س پېښې.. 329

د ٤٨س پېښې.. 329

د ٤٩ س پېښې: 329

د ٥٠س پېښې.. 330

\

د ژباړن خبرې

د امام حسن (رض) د سيرت په هکله په پښتو ژبه يو هر اړخيز کتاب نشته، موږ د خپلې ټولنې د فرهنګي اړتيا له مخې دا ژباړه راوړاندې کړه، په لوستو يې د  پېغمبر اکرم (ص) دا سپارښتنه عملي شي؛ «چې له اهلبيتو سره مينه مې ولرئ» او هم مينه يې د پېژندو لپاره يو سريزه وي او پېژندل يې لامل شي، لاروي يې وشي؛  ځکه بيا هم نبي کريم ويلي، «چې تاسې ته مې دوه څيزونه در پرېښي، که منګولې پرې ولګوئ، هډو تر ما روسته به بې لارې نشئ، يو يې ((کتاب الله)) او بل مې اهل بيت ((عترت النبي)) دي.»

نو داچې امام حسن د نبوي کورنۍ يو غړى، له اصحاب کساء او د جنتي ښاغليو يو يې دی او بيا هم د نبي کريم په وينا «دا دوه زامن مې امامان دي که ولاړ وي که ناست»؛ نو بيا هم د خپلو امامانو پېژندګلو ته اړين يو؛ نو ځکه دا کتاب تر ډېره بريده تنده مو ماتوي او لار راپرانځي، د نبوي کورنۍ په اړه د نص له مخې ورمندون وکړو او هغوى چې د دوى پر وړاندې د نص پر خلاف دريځ نيولی، ویې پېژنئ او د بطلان کرښه پرې وکاږئ. او دا د هر مؤمن رسالت دى، د خپلو اندونو په باب د باوري سرچينو له مخې، په تعقل او اندنې لاس پورې کړي؛ نو موږ ددې تشې د ډکولو لپاره دا ژباړه دروړاندې کړه، تر وسې وسې ګټنه ترې وکړئ.

 

 

لومړى څپرکى

اهلبيت په قرآن او نبوي ویناوو کې

الف_ په قرآن کې :

امام حسن (رض) له آل عبا، پينځګونو سپینلمنو او د رسول الله (ص) له اهلبيتو ځنې دى، قرآن ياد کړي او دا د رسالت د کورنۍ د اوچت مقام نښه ده. دلته يې په شان کې څو نازل شويو آيتونو ته اشاره کوو:

١_ د مينې (مودت):

له حضرت ابن عباس (رض) روايت شوى، د شورى ٢٣ آيت (ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ: دا (هماغه) څه دي، الله یې نېکانو مؤمنانو ته زېرى وركوي، ووايه: ((په دې چار (رسالت) هېڅ بدله درځنې نه غواړم؛ خو د خپلوانو (په باب) مینه [/اهلبیت مې])) او څوك چې نېكې چارې وكړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو، په رښتيا الله منندوی بښونكى دى. ) نازل شو، ځينو مسلمانانو وپوښتل: رسول الله (ص)! هغه دې کوم خپلوان دى، اطاعت دې يې راباندې لازم کړ؟ ويې ويل: علي، فاطمه او دوه زامن يې[1].

ابونعيم له جابر (رض) روايت کړى، يو بانډڅي رسول اکرم (ص) ته راغى، ورته يې وويل: اسلام راوښيه، رسول الله (ص) وويل: ګواهي ورکړه، خداى يو دى او شريک و سيال نلري او محمد (ص) يې بنده او استازى دى.

بانډیڅي وويل: ددې څه بدله راڅخه نه غواړې؟

رسول الله (ص) وويل: يوازې زما له خپلوانو سره مينه يې بدله ده.

بانډیڅي وويل: زما يا ستا خپلوان؟

ويې ويل: زما خپلوان.

بانډیڅي: بيعت درسره کوم؛  نو پر هغوى دې لعنت وي، ته او ستا خپلوان يې ښه نه ايسي.

رسول الله (ص) وويل: آمين[2].

امام فخر رازي وايي: داچې ازباد شوه، د مينې آيت د علي، فاطمې او د دوى د دوو زامنو په باب نازل شوى؛  نو دوى هرومرو د ډېر درناوي وړ دي، دلايل يې دادي:

١_ خداى تعالى وايي: ((إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) آل هماغه خپلوان (قربی) دي، امر (چار) يې رسول الله (ص) ته ورګرځي؛  نو د [چا چې پېغمبر اکرم (ص) ته د چار (امر) اړيکه خورا ټینګه او پورۀ  وه، آل دى او شک نشته، فاطمه، علي، حسن او حسين له رسول الله (ص) سره نژدې تړاو او ټینګې اړيکې درلودې او دا په تواتر څرګنده ده؛ نو دوى (آل) دي.

٢_ بېشکه رسول الله (ص) ته فاطمه (س) ډېره ګرانه وه او ويل يې: فاطمه مې د بدن يوه ټوټه ده. [چا چې وځوروله، زه يې ځورولى يم او په تواتر له رسول الله (ص) زباد شوي، آنحضرت (ص) ته علي، حسن او حسين ډېر ګران ول؛ نو پر ګرد امت لازم (واجب) دي، په رسول الله (ص) پسې اقتدا وکړي؛ ځکه خداى وايي:

((وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ[3])) په رسول الله (ص) پسې ورشئ، ښيون ومومئ.

((فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ [4])) له هغوى ډډه وکړئ، له رسول الله (ص) سرغاړى کوي.

()قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ[5])) که خداى درته ګران وي؛ نو لاروي مې وکړئ، خداى ته هم ګران شئ.

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ [6])) د رسول الله (ص) ويناوې اوکړه وړه درته غورۀ  بېلګې دي.

٣_ دعا آل رسول الله (ص) ته ده؛  لکه چې رسول اکرم (ص) ويلي دي: ((اللهم صلى على محمد و آل محمد و ارحم محمدا و آل محمد)) او دا درناوى يوازې همدوى ته دى، نه نورو ته او د لمانځه تر تشهد روسته پر محمد او آل يې صلوات راغلى دى.

نو دا ټول راښيي، د آل محمد مينه واجب ده[7].

٢_ د سپېڅلتيا آيت:

د اهل بيتو په شان کې بل نازل شوى آيت د سپېڅلتيا آيت دى، پاکلمنتوب يې راښيي:

((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[8]: او پخپلو كورونو كې تم شئ او د ړومبي جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او لمونځ پر ځاى کړئ، زكات وركړئ، د الله او استازي یې اطاعت وكړئ؛ الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پورۀ  مو سوتره كړي.))

عمر بن ابى سلمه_  پېغمبر اکرم د مېرمنې ام سلمه بي بي زوى_ وايي: دا آيت د ام سلمه بي بي په کور کې پر نبي کريم (ص) نازل شوى دى. بيا يې فاطمه، حسن او حسين راوغوښتل او چپن يې پرې واچوله او علي د پېغمبر شاته و، ويې ويل: دوى مې اهل بيت دي، خدايه! چټلي او ناپاکي ترې لرې او پاک يې کړه. ام سلمه وويل: رسول الله(ص)! زه هم ورسره يم؟ ويې ويل: ته خپل مقام لرې او له نېکانو يې.

واثله وايي: تل مې علي، حسن، حسين او فاطمه ښه ايسي، يوه ورځ له حضرت ام سلمه کره، پېغمبر اکرم (ص) ته ورغلم، حسن راغى او پر ښي ورون يې کېناوه او ښکل يې کړ، بيا حسين راغى او پر کيڼ ورون يې کېناوه او ښکل يې کړ، بيا فاطمه (رض) راغله او په خپل مخ کې يې کېنوله، بيا يې علي (ک) راوغوښت او دا آيت يې ولوست ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[9]))

ډاډمن راويان يوه خوله دي، دا آيت د رسول الله (ص)، علي (ک)، فاطمې (رض) او حسنينو (ع) په باب رانازل شوى او بل څوک په دې فضيلت او غوراوي کې ورشريک نه دي او دليل يې هغه روايت دى، له حضرت ابن عباس (رض) څخه روايت شوى، وايي: رسول الله (ص) نهه مياشتې په پينځه وخته لمانځه کې د علي بن ابيطالب ورۀ ته راته او ويل يې: ((السلام عليکم ورحمة الله و برکاته اهل البيت ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) بيا يې ويل: لمونځ، خداى دې درولورېږي، دا چار يې هره ورځ په پينځه وخته لمانځه کې کاوه.

حضرت ابو الحمرا (رض) دا موده اته مياشتې، حضرت ابو برزه (رض) اوه مياشتې او حضرت انس بن مالک (رض) شپږ مياشتې ښوولې ده.

 حضرت امام حسن په ځينو خطبو کې ويل: زه له هغو اهل بيتو ځنې يم، خداى، حضرت جبراييل را نازل کړى او ناپاکي يې رانه لرې کړې ده او پاک کړي يې يو[10].

٣_ د مباهلې آيت:

د اهل بيتو په اړه، بل رانازل شوى آيت د مباهلې آيت دى، ډېر ستر فضيلت ورته شمېرل کېږي:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [11]: (د مسيح په باب) چې [په وحې] وپوهېدې؛ نو بيا هم كه څوك په دې اړه ناندرۍ درسره کوي؛ نو ورته ووايه : (( راځئ، موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي) نو د الله لعنت دې پرې وي.))

ابن کثير وايي: چې دا آيت رانازل شوى، رسول اکرم (ص) علي، فاطمه حسن او حسين (عليهم السلام) راوغوښتل، و يې ويل: ((اللهم هولاء اهلي، خدايه! دوى مې اهل دي[12]))

ابن مغازلي په مناقب کې، د مباهلې آيت له جابر (رض) روايت کړى او وايي، جابر (رض) ويلي: دا آيت د اهلبيتو په اړه رانازل شوى دى[13].

زمخشري په کشاف تفسير (١/٣٦٨) کې روايت کړي، کله رسول اکرم (ص) د نجران مسيحيان مباهلې ته راوبلل، دوى وويل: اجازه راکړئ، په دې چار کې درنګ وکړو، سبا به راشو، راغلل، د دوى د نظر خاوند ((عاقب)) ته يې وويل: عبدالمسيحه! د مباهلې په اړه څه نظر لرې؟

ويې ويل: نصاراوو! پوهېږئ، محمد مرسل نبي دى او درنه يې غوښتي، مباهله ورسره وکړئ، پر خداى قسم هرې ډلې، له کوم پېغمبر سره مباهله کړې؛ نو غټ او واړه يې هلاک شوي، که مباهله وکړئ؛ نو هلاکېږئ. که غواړئ پر خپل دين پاتې شئ؛ نو له دې سړي سره سوله وکړئ او خپلې سيمې ته ورستانه شئ.

بيا رسول اکرم (ص) ته ورغلل، رسول اکرم (ص) حسين په غېږ کې او حسن يې له لاسه نيولى و، فاطمه (س) يې شاته او علي د فاطمې تر شا و، و يې ويل: چې دعا مې کوله، تاسې آمين واست.

د نجران اسقف وويل: نصاراوو! داسې څېرې وينم که خداى وغواړي، په پار به يې غرونه بې ځايه شي؛ نو مباهله مه کوئ، هلاکېږئ او د ځمکې پر مخ به هېڅ نصراني پاتې نشي. بيا رسول اکرم (ص) ته ورغلل، و يې ويل: ابو القاسمه! هوډ مو وکړ، مباهله و نه کړو، ته پر خپل دين اوسه او موږ هم پر خپل دين اوسو.

رسول اکرم (ص) وويل: که مباهله نه کوئ؛ نو اسلام ومنئ، د مسلمانانو په څېر اوسئ؛ خو ويې نه منله.

رسول اکرم (ص) وويل: نو جګړه به درسره وکړو.

ويې ويل: له عربانو سره د جګړې وس نلرو؛ نو ځکه سوله کوو، په دې شرط، هر کال به جزيه درکوو او له امنيته برخمن اوسو.

رسول اکرم (ص) سوله ورسره وکړه، ويې ويل: که مباهله يې کړې واى؛ نو هلاکېدل.

٣_ هل آتى سورت:

دا سورت هم د اهل بيتو په باب نازل شوى، يو يې هم امام حسن دى. ((يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا [14]: دوى (نېكان) خپل نذرونه پورۀ  كوي او له هغې ورځې وېرېږي، شر (او عذاب) یې خپور وور دی. – او (خپل) خواړه سره له دې چې خوښېږي یې (او اړتیا ورته لري) ((مسكين))، ((پلارمړي)) او ((بندي)) ته وركوي.))

په اړه وايي: حسن او حسين ناروغ شول، نيکه يې رسول الله (ص) پوښتنې ته ورغى او ځينې نور اصحاب کرام هم ورسره ول او دوى علي ته وويل: ابا الحسنه! ښه ده، د زامنو رغېدا ته دې نذر وکړې.

علي وويل: د زامنو د رغېدا په منندوينه کې به خداى ته درې ورځې روژه ونيسم، فاطمې هم همدا وويل او فضه هم نذر وکړ. حسنين روغ رمټ شول، پر هغو ورځو، له علي کره د خوراک څه نه ول، له شمعون خيبري کره ورغى او درې صاعه اوربشې يې پور کړې، فاطمې (س) يې يو صاع اوړه کړل او روټه يې ترې پخه کړه او علي له رسول الله (ص) سره د جماعت له لمانځه روسته کور ته راغى، روژه يې ماتوله؛ نو يو مسکين ورۀ  ته ودرېد، ويې ويل: د محمد اهل بيتو! سلام درباندې! د مسلمانانو اولادونو يو مسکين يم؛ خواړه راکړئ، ورته اړيم، خداى دې جنتي خواړه درکړي. علي يې خبره واورېده او خپل خواړه يې ورکړل او د کور نورو غړيو هم دا کار وکړ او روژه يې په اوبو ماته کړه.

دويمه ورځ فاطمې (س) يې بل صاع اوړه کړل او روټه يې ترې پخه کړه او علي تر لمانځه روسته کور ته راغى او چې خواړه يې خوړو ته کېښوول، يو پلارمړى د کور ورۀ  ته راغى، ويې ويل: د محمد (ص) اهل بيتو سلام درباندې! د مهاجرينو له اولادې يو پلار مړى يم، پلار مې شهيد شوى؛ خواړه راکړئ؛ نو د تېرې ورځې په څېر يې روټه پلار مړي ته ورکړه.

 پر درېيمه ورځ فاطمې (س) پاتې اوربشې اوړه کړل، روټه  يې پخه کړه او علي، تر لمانځه روسته کور ته راغى، او خواړه يې پر دسترخوان ورته کېښوول، يو بندي د کور په ورۀ کې غږ کړ: د نبوت اهل بيتو سلام درباندې! د مسلمانانو يو بندي يم؛ خواړه راکړئ؛ نو خپل خواړه يې بندي ته ورکړل او درې شوا روزه يې يوازې اوبه څښلې.

رسول اکرم (ص) يې، کور ته ورغى او پر دوى يې سترګې ولګېدې؛ نو د لوږې نښې پکې ښکارېدې، خپه شو، پر دې وخت خداى دا آيتونه راولېږل: هل اتى على الانسان…. ولا شکورا[15].

په نبوي احاديثو کې:

د امام حسن (رض) په هکله له رسول اکرم (ص) نه ډېر روايات راغلي او راښيي، حضرت رسول اکرم (ص) له سبط اکبر سره ډېره مينه درلوده، دا روايات په درېيو برخو ويشلاى شو:

١_ کوم روايات، د اهل بيتو په اړه راغلي، يو يې امام حسن دى.

٢_ هغه روايات، د حسنينو په اړه راغلي.

٣_ هغه روايات، يوازې د امام حسن (رض) په باب راغلي دي.

اوس يې په تفصيل لګيا کېږو:

لومړى، هغه روايات، د اهل بيتو په باب راغلي دي:

١_ حضرت امام احمد بن حنبل (رح) وايي: نبي اکرم (ص) د حسن او حسين لاسونه نيولي ول، ويې ويل: څوک چې ما، دا دواړه او مورو پلار يې ښه ايسي، په قيامت کې به راسره او زما په درجه کې وي[16].

٢_ حضرت ابو سعيد خدري (رض) وايي: له نبي کريم (ص) مې واورېدل، ويل يې: په تاسې کې اهل بيت مې لکه د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي. څوک چې پکې ورسپور شي، ژغورل کېږي او څوک چې ترې جلا شي، ډوب او هلاکېږي. او په تاسې کې اهل بيت مې لکه په بني اسراييلو کې ((باب حطه[17])) دى، څوک ورننوځي بښل کېږي[18].

٣) زمخشري (رح) له نبي کريم (ص) روايتوي: فاطمه مې د زړه وينه (روح) ده او دواړه زامن يې زما د زړه مېوه ده، مېړه يې زما د سترګو تور دى او د فاطمې د ځوځات امامان مې د پالونکي امينان دي، دوى هغه رسۍ دي، د خداى او مخلوقاتو ترمنځ اچول شوې ده، چاچې منګولې پرې ولګولې، ژغورل کېږي او څوک يې چې خوشي کړي هلاکېږي[19] .

۴-  حضرت زيد بن ارقم (رض) روايتوي، رسول اکرم (ص) علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل: چې له چا سره دښمني او جګړه کوئ، زه هم دغسې ورسره کوم او له چا سره، مسالمت کوئ، زه هم مسالمت ورسره کوم[20].

۵- حضرت ابوبکر(رض) روايتوي: رسول اکرم (ص) يوه خيمه ودروله، علي، فاطمه او حسنين پکې ول،  پېغمبر اکرم (ص)، پر عربي کمان ډډه وهلې وه وويل: مسلمانانو! څوک چې له دې خيمه مېشتو سره مسالمت ولري، مسالمت ورسره کوم او څوک چې جګړه ورسره وکړي، ورسره جنګېږم او څوک يې چې ښه وګڼي، ښه يې ايسم، مينوال يې نېکمرغه دي او زوکړه يې پاکه ده او دښمن يې بدمرغه دى او زوکړه يې ناپاکه ده[21].

(٦) حضرت زيد بن ارقم (رض) روايتوي، نبي کريم (ص) وويل: په تاسې کې دوه څيزونه پرېږدم، که منګولې پرې ولګوئ، هډو بېلارې به نشئ. يو له دې تر بله ستر دى او دا ((کتاب الله)) دى، له آسمانه ځمکې ته راغځول شوى او بل څيز، درته پرېږدم، عترت(ځوځات) مې، اهل بيت مې دي او دا دواړه يو له بله جلا کېږي نه، څو د کوثر ((ډنډ)) تر غاړې راسره يو ځاى شي؛ نو ووينئ په اړه يې څرنګه زما (سپارښتنه) په پام کې نيسئ او رعايتوی يې[22].

(٧) محمد بن علي بن عبدالله روايتوي، رسول اکرم (ص) وويل: خداى د درکړيو نعمتونو په پار ښه وبولئ او ما د خداى په پار او اهل بيت مې زما په پار ښه وبولئ[23].

(٨) حضرت جابر (رض) روايتوي: رسول اکرم (ص) په عرفات کې علي ته مخامخ وويل: علي! نژدې راشه، ورغى؛ نو ورته يې وويل: زه او ته له يوې ونې يو، زه يې بېخ او ته يې ډډ يې، حسن او حسين يې څانګې دي؛  نو څوک چې ددې ونې له يوې څانګې سره تړاو ومومي، خداى به يې جنتي کړي[24].

(٩) حضرت ابن عباس (رض) روايتوي، پېغمبر اکرم (ص) وويل: ستوري، ځمکوالو ته له ډوبېدو امان دى (١) او اهل بيت مې له اړپېچونو خلکو ته امان دى (٢) او که د عربانو يو ټبر ورسره مخالفت وکړي؛ نو درز به پيدا شي او د شيطان په ګوند کې به وګڼل شي[25].

(١٠) رسول اکرم (ص) ويلي: څوک چې له آل محمد (ص) سره په مينه ومري، د شهيدانو په څېر دى.

پوه شئ څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، بښل شوی او پوه شئ څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، توبه ګار مړ شوى او همداراز څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، په پورۀ  ايمان مړ شوى او څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، ملک الموت د جنت زېرى ورکوي.با خبر! څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، جنت ته يې بوځي؛  لکه چې ناوې د مېړه کور ته بوځي. څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، له قبره يې جنت ته دوه ورونه پرانستل کېږي. څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، قبر به يې د رحمت د پرښتو زيارت وي. څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، پر سنت و جماعت مړ شوى دى. پوه شئ! څوک چې آل محمد (ص) پر کينه ومري، د قيامت پر ورځ به راشي او د سترګو ترمنځ به يې کښل شوي وي، چې: د خداى له لورنې بې برخې.

او څوک چې د آل محمد پر کينې ومري، د جنت بوى به يې تر سپېږمو نشي[26].

(١١) رسول اکرم (ص) ويلي: د قيامت پر ورځ، بنده لا ګام اخستى نه وي، څلور څيزونه ترې پوښتي:

(١) له پوهې يې، ولې دې عمل پرې کړى نه دى؟(٢) خپله شتمني دې له کومه ترلاسه کړې ده؟(٣) خپله شتمني دې پر کومه لار لګولې ده؟(٤) او زموږ د اهل بيتو له مينې یې پوښتي[27].

(١٢) رسول اکرم (ص) ويلي: د [چا چې ښه ايسي ژوند يې زما پر څېر وي، او مړينه يې زما د مړينې پر څېر وي او په غورۀ  جنت کې يې مقام- چې د پالوونکي په اراده مې رادبره شوی- راسره وي، تر ما روسته دې علي دوست وبولي او خپله دوستي دې ورڅرګنده کړي او زما په اهل بيتو پسې دې ولاړ شي، دوى مې عترت (ځوځات) دى او له څټې مې پنځول شوي او زما فهم او پوهه ورډالۍ شوې ده؛ نو زما د امت پر هغو کسانو دې افسوس وي، د دوى فضيلت او غوراوی دروغجن وبولي او خداى به يې زما له شفاعته بې برخې کړي[28].

(١٣) حضرت جابر (رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: جنت زما د اهل بيتو څلورو تنو ته لېوال دی، خداى ته ګران دي او ماته يې له دوى سره د مينې امر کړى دى: علي بن ابيطالب، حسن، حسين او مهدي (عليهم السلام)، عيسی د مريمې زوى به لمونځ ورپسې کوي[29].

(١٤) حضرت ابن عباس(رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: پر هغه شپه، اسمان ته وختم، ومې ليدل، د جنت پر ورۀ  کښل شوي و: ((لا اله الا الله، محمد حبيب الله، على ولى الله، فاطمة امة الله، الحسن و الحسين صفوة الله، على مبغضيهم لعنة الله [30])).

)١٥) حضرت ابن عباس (رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: په رښتینه کې علي مې، وصي او خليفه دى او مېرمن يې فاطمه د نړيوالو غورۀ ښځه، زما لور ده او حسن وحسين د جنتي ځوانانو دوه ښاغلي، زما زامن دي، د چا چې ښه ايسي، زه يې ښه ايسم، څوک چې دښمني ورسره کوي، زما سره يې دښمني کړې ده. څوک چې جفا ورسره وکړي، جفا يې راسره کړې، څوک چې نېکي ورسره وکړي، نېکي يې راسره کړې، څوک چې ورسره يوځاى شي، له خداى سره يو ځاى شوى او څوک چې ترې جلا شي له خدايه جلا شوى، څوک يې چې لاسنيوى وکړي، خداى به يې ملاتړى شي او خداى دې هغه بې مرستې پرېږدي، دوى بې ملاتړه پرېږدي. خدايه! هر يوه نبي او رسول دې ثقل او اهل بيت درلودل؛ نو علي، فاطمه، حسن او حسين مې اهل بيت او ثقل دي، چټلي او ناپاکي ترې لرې کړه او پاک سوتره يې کړه[31].

دويم: د امام حسن او امام حسين په اړه نبوي احاديث

(١) حضرت ابن ابي نعيم وايي: له  ابن عمر (رض) سره وم، يو تن د ماشي د ويني په اړه وپوښتل. عبدالله بن عمر (رض) ترې وپوښتل: د کوم ځاى يې؟ سړي وويل: عراقى يم. عبدالله بن عمر (رض) وويل: ووينئ! دا سړى د ماشي د وينې پوښتنه کوي؛ خو د رسول الله (ص) زوى يې وژلى دى او له رسول الله (ص) مې واورېدل، ويل يې: ((إِنَّ رَيْحَانَتَيَّ مِنَ اَلدُّنْيَا اَلْحَسَنُ‏ وَ اَلْحُسَيْنُ‏، حسن و حسين مې له دنيا دوه ګلونه دي[32])).

(٢) حضرت بريده (رض) روايتوي، رسول اکرم (ص) وويل: حسن و حسين، د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې ترې غورۀ دى[33].

(٣) يعلى بن مرة (رض) وايي: يوه ورځ حسن و حسين  پېغمبر اکرم (ص) ته راغلل، يو يې ژر راورسېد،  پېغمبر اکرم په غېږ کې راونيو او چې بل راورسېد په خوا کې يې راونيو، دواړه يې ښکل کړل، ويې ويل: خدايه! دواړه راته ګران دي؛ نو تاته دې هم ګران وي[34].

(٤) حضرت انس بن مالک (رض) وايي: رسول اکرم (ص) وپوښتل شو: کم يو اهل بيت دې درته ګران دى؟ ويې ويل: حسن و حسين او فاطمې ته يې وويل: زامنو ته مې ووايه، چې راشي؛ نو بويول يې او په غېږ کې يې نيول[35].

)٥) زينب د ابي رافع (رضی الله عنهما) لور وايي: رسول الله (ص) په مرګوني ناروغۍ کې وويل: فاطمې (س)، حسن و حسين ورته راوستل،و يې ويل: رسول الله (ص) دا دې زامن دي، څه ډالۍ ورکړه.

رسول الله (ص) وويل: حسن ته مې خپل هيبت او شرف ورکړ او حسين ته مې خپله مړانه ورکړه[36].

(٦) حضرت عمر (رض)، حسن و حسين د نبي کريم (ص) پر اوږو وليدل ويې ويل: سپرېدو ته ښه سپرلى لرئ،  پېغمبر اکرم (ص) وويل: هو! او دا دواړه هم ښه سپاره دي[37].

(٧) امام رضا (رح) له خپلو پلرونو روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: اولاد، ګلونه وي او زما ګلونه حسن و حسين دي[38].

(٨) همدغسې روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: حسن و حسين تر ما او پلار روسته يې د ځمکوالو غورۀ  دي او مور يې د ځمکوالو ښځو غورۀ  ده[39].

(٩) ابوهريره (رض) وايي: له رسول الله (ص) مې واروېدل، ويل يې: چاته چې حسن و حسين ګران وي؛ نو زه ورته ګران يم او څوک چې دښمني ورسره کوي؛ نو دښمني يې راسره کړې ده[40].

)١٠)حضرت ابن عباس(رض) وايي: يوه ورځ له نبي کريم (ص) سره وو، فاطمه (س) په ژړا راغله، ورته يې وويل: پلار دې درځار! ولې ژاړې؟ فاطمې (س) وويل: حسن و حسين دباندې تللي او نه پوهېږم،چېرې دي؟ رسول الله (ص) وويل: ارامه اوسه، د خداى پېرزوينه زما و ستا تر مينې پرې ورډېره ده. بيا پېغمبر اکرم (ص) خپل لاسونه پورته کړل ويې ويل: خدايه! روغ رمټ يې وساتې، بيا جبرييل راغى، ورته يې وويل: اندېښمنېږه مه، دواړه د بني نجار ټبر په يوه بڼ کې ويده دي او خداى يې ساتنې ته يوه پرښته ګومارلې ده.

رسول الله (ص) له خپلو يارانو سره بڼ ته ولاړل او ويني، حسن او حسين څنګ پر څنګ ويده دي او يوه پرښته يې څاري. رسول الله (ص) ورغى ښکل يې کړل؛  نو چې له خوبه راويښ شول، حسن يې پر ښي او حسين پر کيڼې اوږې کېنول. په دې وخت کې حضرت ابوبکر (رض) وويل: رسول الله (ص)! يو يې راکړه، چې يې بوځم.

رسول الله (ص) ورته وويل: سپرلۍ يې ښه سپرلۍ ده او سپاره يې هم ښه سپاره دي او پلار يې تر دوى غورۀ دى او جومات ته راورسېدل. رسول الله (ص) ودرېد او حسنين يې پر اوږو ول، ويې ويل: مسلمانانو! غواړئ هغوى دروښيم، غورۀ نيکه او ادې لري؟ ورته وويل شول: هو! يا رسول الله (ص). ويې ويل: حسن و حسين او نيکه يې رسول الله (ص) د پېغمبرانو خاتم او ادې يې، خديجه د خويلد لور د جنتي ښځو اغلې ده. بيا يې وويل: هغوى دروښيم، غورۀ  تره او ترور (عمه) لري؟ وويل شول: هو، يا رسول الله (ص)، حسن و حسين، تره يې جعفر بن ابي طالب او ترور يې ام هاني د ابوطالب لور ده.

بيا يې وويل: هغوى دروښيم، غورۀ  ماما او توړۍ (خاله) لري؟

وويل شو: هو يا رسول الله (ص)، ويې ويل: حسن و حسين، ماما يې قاسم د رسول الله (ص) زوى او توړۍ يې زينب د رسول الله (ص) لور.

بيا يې وويل: خدايه! پوهېږې حسن و حسين په جنت کې دي، تره او ترور يې هم په جنت کې دي او چاته، حسنين ګران وي، په جنت کې دي او څوک چې دښمني ورسره وکړي، په اور کې به وي[41].

(١١) حضرت عمران بن حصين (رض) وايي: رسول الله (ص) راته وويل: عمرانه! هر څه په زړه کې يو مقام لري او هېڅ څيز مې په زړه کې ددې دوو کوچنيانو ځاى نيواى نشي. ومې ويل: رسول الله (ص)! ټوله خبره همدا وه؟ ويې ويل: عمرانه! ډېر څيزونه درنه پټ دي. په رښتيا خداى له دې کوچنيانو سره د مينې امر راته کړى دى[42].

(١٢) حذيفه (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) ويل: جبرييل (ع) راغی او زېرى يې راکړ، حسن و حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي[43].

(١٣) امام صادق (رح) وايي: پلار مې (امام باقر) له خپل پلاره (امام زين العابدين) ځنې روايتوي، ويې ويل: د مدينې په يوې کوڅې کې د خپل تره امام حسن او خپل پلار امام حسين پسې روان وم او لا د ځوانۍ منګ ته رسېدلى نه وم . په لار کې حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) او انس بن مالک انصاري (رض) له يوه شمېر قريشو او انصارو سره له پلار او تره سره مې مخ شول، جابر بن عبدالله (رض) يې بېواکه پر پښو ولوېد او د دوى لاسونه او پښې يې ښکلولې. د قريشي مروان له خپلوانو يوه تن جابر (رض) ته وويل: ابا عبدالله! دا څه کوې، ته خو ترې مشر يې او له رسول الله (ص) سره د مصاحبت او ملګرتوب له وجهې يو مقام لرې (جابر په بدر غزا کې له ګډونوالو ځنې و) جابر وويل: قريشي، دا خبره پرېږده! لکه څنګه چې زه د حسن و حسين په فضيلت پوهېږم، که ته هم پرې پوه شې، د پلونو خاورې به يې ښکل کړې.

بيا جابر (رض) انس (رض) ته وويل: ابا حمزه! رسول الله (ص) ددې دواړو په اړه له يوه چاره خبر کړى يم، ګومان نه کوم بل چاته دغسې يوه ځانګړنه وي.

 حضرت انس بن مالک (رض) وويل: ابا عبدالله!  پېغمبر اکرم (ص) له څه خبر کړى يې؟ علي بن الحسين وويل: په دې وخت کې پلار او تره مې ولاړل؛ خو زه ودرېدم، ددې جماعت خبرې واورم، جابر (رض) وويل: يوه ورځ په جومات کې له رسول الله (ص) سره ناست وو، خلک ولاړل او د پېغمبر اکرم (ص) په چاپېريال کې څوک نه و، راته يې وويل: جابره! حسن او حسين راوله. جابر وايي: کله مې يو اخسته او کله بل او دواړه مې ورته راوستل.  پېغمبر اکرم (ص)، له دوى سره زما مينه وليده؛ نو په خوښۍ يې راته وويل: جابره! دا درته ګران دي؟ ومې ويل: درځار، ولې به ګران راته نه وي، ستا پر وړاندې يې پر مقام پوهېږم. رسول اکرم (ص) وويل: د دوى له فضيلته دې خبر کړم؟

ومي ويل: هو، مور و پلار مې درځار.

رسول الله (ص) وويل: سکه، خداى مې پنځول وغوښتل؛ نو د آدم په صلب (شا، تومنه، خټه) کې يې کړم؛ نو له پاک صلبه بل پاک صلب ته ورلېږدېدم، نوح (ع) او ابراهيم (ع) ته ورسېدم. بيا عبدالمطلب ته ورسېدم او کله هم د جاهليت څه چټلي راسره مخ شوې نه ده، بيا دا څاڅکى دوه برخې شو، يوه برخه يې عبدالله او بل يې ابو طالب ته ورولېږدول شو، زه مې له پلار عبدالله وزېږېدم او خداى نبوت راباندې پاى ته ورساوه (خاتم النبيين) او علي له ابو طالب نه وزيږېد او وصايت پرې پاى ته ورسېد (خاتم الاوصيا) تر ما او علي روسته، حسن و حسين وزېږېدل او خداى په دې دواړو د نبوت اسباط پاى ته ورسول او دوى مې ځوځات شول او هغه چې ښار يا د کفر ښارونه پرې سوبه کېږي، ددې له ځوځاته به وي _حسين ته يې اشاره وکړه_ په روستي وخت کې به يو تن راښکاره شي، ځمکه به له عدله ډکه کړي؛  لکه چې له ظلمه ډکه شوې ده.

نو دا دواړه؛  يعنې حسن و حسين پاک او سپېڅلي او د جنتي ځوانانو ښاغلي دي، پر هغه دې خوښي وي، دا دواړه او مورو پلار يې ورته ګران وي او پر هغه دې افسوس وي، دښمني او جګړه ورسره کوي[44].

١٤_ حضرت ابوذر غفاري (رض) وايي: رسول اکرم (ص) امر راته کړى، حسن و حسين به درته ګران وي او زه دا دواړه او څوک چې مينه ورسره لري، دوست يې بولم؛ ځکه حسنين  پېغمبر اکرم (ص) ته ګران وو[45].

درېيم، هغه روايات، يوازې د امام حسن په هکله راغلي دي.

١_ ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: نبي اکرم (ص) حسن رانيوه او له ځان سره يې نښلاوه. بيا يې ويل: دا مې زوى دى، راته ګرن دى او مينوال يې هم راته ګران دي[46] .

٢_ جابر (رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: څوک چې د جنتي ځوانانو د ښاغلي په کتو خوښېږي؛ نو حسن بن علي ته دې ګوري[47] .

٣_ براء (رض) وايي: رسول اکرم (ص) مې ليده، حسن يې پر اوږه کېنولى و، ويل يې: خدايه! خدايه دا خو راته ګران دى؛ نو تاته دې هم ګران وي[48].

٤_  حضرت ابوبکر (رض) له رسول اکرم (ص) نه روايتوي: حسن مې له نړۍ يو ګل دى[49].

٥_ حضرت ابوهريره (رض) وايي: هر وخت، حسن بن علي وينم؛  نو ژاړم او دليل يې دا دى، ليدل مې رسول الله (ص) به پر ځنګون کېناوه او شونډې يې ورښکولولې او ويل يې: خدايه! دا راته ګران دى؛ نو تا ته دې هم دا او مينوال يې ګران وي[50].

 ٦_  حضرت انس بن مالک (رض) روايتوي،: نبي کريم (ص) ته حسن راغى او ما ترې بېلاوه، راته يې وويل: انسه، افسوس درباندې! زوى مې راخوشې کړه، د زړه ميوه مې ده، څوک یې چې وځوروي، ځورولى يې يم او څوک چې مې وځوروي، خداى يې ځورولى دى[51].

٧_ عمير بن اسحاق وايي: ابوهريره (رض) مې وليد، له حسن بن علي سره يې وکتل، ورته يې وويل: سينه دې راخلاصه کړه، چې هغه ځاى ښکل کړم، رسول الله (ص) ښکولاوه؛ نو حسن بن علي سينه ور پرانسته او ابو هريره (رض) ښکل کړه[52].

دويم څپرکى

د امام حسن (رض) وړوکتوب

د امام زوکړه:

محمد بن سعد وايي: حسن بن علي بن ابي طالب پر درېيم لېږديز کال د رمضان په نيمايي کې زېږېدلى دى[53].

او ابن کثير هم همدا خبره کوي او رسول الله (ص) يې د خپلې خولې په لاړو خوله وروازه کړه او حسن يې پرې نامه کېښووه او دا د علي او فاطمې مشر اولاد دى[54].

چې پر رسول الله (ص) د امام حسن د زوکړې زېرى وشو؛ نو مبارکۍ ته د علي او فاطمې کره ورغى، ويې ويل: اسماء! زوى مې راوله. اسماء امام حسن په ژېړه ټوټه کې راتاو کړى ورته راوست،  پېغمبر اکرم (ص) اسماء ته ورکړ، و يې ويل: درته مې ويلي نه ول، ماشوم به په ژېړ ټوکر کې مه راتاوئ؟ بيا يې په خوله کې د خپلې مبارکۍ خولې لاړې ورکړې او په سينې پورې يې ونښلاوه، ويې ويل: خدايه! دا او ځوځات يې د رټل شوي شيطان له شره وساته[55].

له ابورافع (رض) نه روايت شوى دى: چې کله حسن بن علي له فاطمې وزېږېد، رسول الله (ص) په غوږ کې اذان ور وکړ[56].

ام الفضل د عباس بن عبدالمطلب مېرمنې (؛ يعنې د  پېغمبر اکرم (ص) کاني) رسول الله (ص) ته وويل: رسول الله (ص)! په خوب کې مې وليدل، ته وا يو غړى دې زموږ کره وي. رسول اکرم (ص) وويل: ښه خوب دې ليدلى، د فاطمې به نوزېږی وزېږي، له زوى دې قسم سره به يوځاى تى روي، بيا حسن وزېږېد او ام الفضل تى ورکاوه[57].

یادونه: ام الفضل د عباس بن عبدالمطلب (رض) مېرمن او نامه يې لبابه د حارث بن حزن لور ده او له عباس (رض) نه د عبدالله، معبد، عبيدالله، قثم او عبدالرحمن مور ده. د نبي کريم د مېرمنې ميمونې بي بي خور او د خالد بن وليد (رض) خاله (توړۍ ) ده او اسماء، سلمى او سلامه_ د عميس لوڼې_ يې مورنۍ خويندې دي، له  پېغمبر اکرم (ص) يې احايث روايت کړي، اولادونو يې ترې روايت کړي، يو يې دا دى:

رسول الله (ص) خپل سر تړلى و، رنځور راووت او د ماښام لمونځ يې وکړ او د مرسلات سورت يې پکې ووايه، بيا يې بل د جماعت لمونځ ونه کړ، تر دې، وفات شو[58].

 د امام حسن نامه ايښوونه:

له علي بن الحسين روايت شوى: چې امام حسن وزېږېد، فاطمې (س) علي (ک) ته وويل: يوه نامه پرې کېده. علي (ک) وويل: په دې باب پر رسول الله ړومبى کېږم نه، رسول الله (ص) راغى، علي ته يې وويل: نامه دې پرې ايښې؟ علي وويل: رسول الله (ص)! درباندې ړومبی کېږم نه، رسول الله (ص) وويل: زه به هم په نامه ايښوونه کې پر خپل پالوونکي ورړومبى نشم.

خداى جبرييل ته وويل: د محمد په کورنۍ کې يو نوزېږى پيدا شوى، ورشه او د مبارکۍ په ترڅ کې ورته ووايه: علي درته، موسى ته د هارون په څېر دى؛ نو د هارون د زوى نامه پرې کېده. جبرييل رسول الله (ص) ته راغى او د خداى له لوري يې مبارکي وويله او د خداى پيغام يې رورساوه. رسول الله (ص) وويل: نامه يې څه وه؟ ويې ويل: شبر. حضرت (ص) وويل: ژبه مې عربي ده. جبرييل وويل: حسن پرې کېده[59].

چې حسن وزېږېد، رسول اکرم (ص) راغى، و يې ويل: زوى مې راولئ، څه نامه مو پرې ايښې؟ وويل شول: حرب. ويې ويل: بلکې دا حسن دى، حسين وزېږېد،و يې ويل: څه نامه مو پرې ايښې؟ وويل شول: حرب، و يې ويل: بلکې دا حسين دى، درېيمی وزېږېد، ويې ويل: څه نامه مو پرې ايښې؟ وويل شول: حرب. ويې ويل: بلکه دا محسن دى، بيا يې وويل: پر دوى مې د هارون (ع) د زامنو نامې کېښوولې[60].

 حضرت سلمان (رض) وايي: نبي اکرم (ص) وويل: پردې دواړو زامنو (حسن و حسين) مې د هارون د زامنو، شبر او شبير نامې کېښوولې[61].

 حضرت عمران بن سليمان (رض) وايي: حسن و حسين جنتي نامې دي او دا نامې په جاهليت کې نه وې او نه ايښوول کېدې.

مفضل وايي: په رښتینه کې خداى له خلکو د حسن و حسين نامې پټې کړې وې، تردې چې رسول الله پر خپلو زامنو کېښوولې.

 ابن اعرابي وايي: مفضل ته مې وويل: هغوى څوک ول، په يمن کې پر همدې نامو وو؟ ويې ويل: حسن په ساکن سين او حسين، د حاء په فتح (زور) او د سين په کسر (زېر) دى[62].

له حضرت ابي عبدالله (رض) روايت شوى: رسول لله (ص) د حسن و حسين د زوکړې پر اوومه ورځ، دا نامې ورکېښوولې او هر يوه ته يې يو پسه عقيقه کړ او يو ورون يې قابلې ته ورولېږه او ګاونډيانو ته يې هم غوښه ولېږله، فاطمې (س) د هر يو نوزېږي سر وخرايه او د ويښتانو د تول هومره يې سپين خيرات کړل[63].

ابي عبدالله په بل روايت کې وايي: رسول لله (ص) په خپلو مبارکو لاسونو حسن ته عقيقه وکړه، و يې ويل: د خداى په نامې، دا عقيقه د حسن لپاره ده. خدايه! ددې عقيقې هډوکي د نوزېږي د هډوکي پر وړاندې، غوښه يې دده د غوښې پر وړاندې، د عقيقي وينه، دده د وينې پر وړاندې، ويښته يې دده د ويښتو پر وړاندې او دا عقيقه محمد (ص) او آل ته يې ساتندويه کړې[64].

په بل روايت کې ترې راغلي: هره زوکړه د خپلې عقيقي په ښکېل کې وي[65].په بل روايت کې راغلي: پر اوومه ورځ دې نامه ايښوونه او عقيقه ورته وشي او حضرت زهرا (س) پر اوومه ورځ د خپلو زامنو سر وخرايه او د ويښتانو د تول هومره يې سپين خيرات کړل[66]. همدغسې رسول الله (ص) پر اوومه ورځ امر وکړ، نوزېږى سنت کړي؛ ځکه دا يې مناسب وخت دى[67].

د امام حسن کنيه او القاب

د امام حسن (رض) کنيه، ابو محمد ده، رسول الله (ص) ورته ويلي[68]. محمد بن سعد روايت کړى: د امام مجتبى د يوه زوى نامه محمد اکبر و؛ نو ځکه يې ((ابو محمد)) ورته ويل[69].

ابن شهر آشوب وايي : کنيه يې ابومحمد او ابوالقاسم دي[70].

امام حسن (رض) ته ډېر القاب ويل شوي دي: تقي، طيب، زکي، سيد، سبط او ولي؛ خو مشهور لقب يې، ((تقي)) دى؛ خو اوچت لقب يې (( إن ابني هذا سيد: دا زوى مې ښاغلی دی)) دى، رسول الله (ص) پرې ايښى او ډاډمنو راويانو روايت کړى دى. ابن خشاب پردې القابو سربېره، دوه نور القاب هم ياد کړي، وزير او قائم دي[71].

امام حسن ته يې نور القاب هم ياد کړي؛  لکه: امين، امير، حجة، بر، اثير، مجتبى، لومړى سبط او زاهد[72].

د امام حسن څېره

امام حسن (رض) په څېره کې خپل نيکه، رسول لله (ص) ته خورا ورته و. انس بن مالک (رض) وايي: څوک  پېغمبر اکرم (ص) ته تر حسن بن علي خورا ورته نه و[73].

او ويلى شوي: امام سپين مخى لږ سور رنګى و، غټې تورې سترګې، ښکلي وېښتان يې درلودل، ږيره يې ډکه او غاړه د سپينو زرو په څېر سپينه وه، مټې يې قوي او سينه يې راوتلې وه.

حضرت عايشه ام المؤمنين وايي: د [چا چې ښه ايسي، رسول الله (ص) ته وويني، دې کوچني _؛ يعنې حسن_ ته دې وګوري[74].

اسماعيل بن ابي خالد وايي: ابي جحيفه (رض) ته مې وويل: نبي اکرم (ص) دې ليدلى و؟ ويې ويل: هو! حسن بن علي ورته ډېر ورته و[75].

د زبير (رض) مريى بهىّ وايي: يو له بل سره مو خبرې اترې کولې، د  پېغمبر اکرم (ص) په کورنۍ کې څوک پېغمبر اکرم ته ډېر ورته و؟ عبدالله بن زبير (رض) راغى ويې ويل: زه درته وايم، حسن بن علي رسول اکرم (ص) ته ورته او خورا ورته ګران و، ليدل مې،  پېغمبر اکرم (ص) به پر سجده پروت و؛ خو حسن (رض) به يې پر ملا ورخته او  پېغمبر اکرم (ص) نه راکوزاوه څو خپله راکوز شوى نه و[76].

ويل شوي، څلور تنه رسول الله (ص) ته ورته وو.جعفر، حسن بن علي، قثم بن عباس او ابوسفيان بن حارث[77].

د امام حسن وړوکتوب

امام له وړوکتوبه له پوهې سره مينه درلوده[78] او په اوه کلنۍ کې يې د رسول الله (ص) په ناستو پاستو کې ګډون کاوه او د  پېغمبر اکرم (ص) خبرې يې اورېدې او يادولې او چې خپلې مور ته به راغى، ورته يې ويلې. چې علي (ک) به کورته راغى، فاطمې (س) به هغه مطالب ويل، رسول الله (ص) ويلي وو، علي (ک) به هېښېده او په اړه به يې فاطمه (س) پوښتله، فاطمې ورته ويل: دا مې ستا له زوى حسن (رض) څخه اورېدلي.

يوه ورځ امام علي (ک) په کور کې پټ شو، د حسن د مطالبو د څرګندولو څرنګوالى واوري، حسن راغی، خپلې مورته يې هغه خبرې کولې، په جومات کې يې له  پېغمبر اکرم (ص) اورېدلې وې؛ نو يوه اندېښمني پکې راولاړه شوه او څه يې چې هره ورځ خپلې مورته ويل، نشو ويلاى. فاطمه حیرانه شوه. حسن وويل: مورې! مه حيرانېږه؛ ځکه انګېرم، يو ستر مې خبرو ته غوږ ايښى دى.

او په بل روايت کې راغلي، حسن وويل: (( قلّ بيانى و كَلّ لِسانى لعلّ سَيّداً يَرْعانى: څرګندونه مې ونشوه کړاى، ژبه مې له ستونزې سره مخ شوه، ته واې يو ستر مې ويني (( بيا علي (ک) راووت او حسن يې ښکل کړ[79].  هشام بن عروه له خپل پلاره روايتوي، يوه ورځ حضرت ابوبکر (رض) پر منبر خطبه ويله، حسن (رض) راغى او منبر ته ورجګ شو، ورته يې وويل: د پلار له منبره مې راکوز شه[80].

روايت شوى: ابوسفيان د مکې تر سوبې وړاندې، له قريشو سره د رسول لله (ص) د جګړې نه کولو تړون د غځېدا لپاره مديني ته راغى، له  پېغمبر اکرم (ص) سره له ليده کاتو وړاندې يې علي ته ورغى، ورته يې وويل: د تره زوى (يعنې رسول الله (ص) ) ته دې ووايه، يو امان راته وليکي. علي وويل: چې  پېغمبر اکرم (ص) د يو کار هوډ وکړ؛ نو هډو ورڅخه نه اوړي. په دې وخت کې حسن بن علي، څلور مياشتنې و، ابوسفيان ته يې په فصيح عربي ژبه وويل: د صخر[81]  زويه! ((لا اله_ الا الله محمد رسول الله)) ووايه، د خپل نيکه رسول لله (ص) پر وړاندې دې شفاعت وکړم. ابوسفيان له دې خبرې هيښ شو، علي وويل: خداى ستايم، د محمد (ص) له ځوځاته یې يو تن د ((يحيى بن زکريا)) په څېر کړ[82].

امام حسن (رض) د وحې په زانګو کې پالل او د توحيد په ښوونځي کې روزل شوى، په وړوکتوب کې يوه ورځ له خپل رور حسين (رض) سره له يوه ځايه تېرېدل او يو بوډا يې وليد، اودس کوي؛ خو اودس يې سم نه و، ورغلل، ورته يې وويل: شيخه! موږ ستا په مخ کې اودس کوو او ته قضاوت وکړه، د کوم يوه مو اودس غورۀ  دى. هر يو اودس کاوه او بوډا ورته په ځير کتل، بوډا د دوى تر اودس کولو روسته وموندل، خپل اودس يې سم نه و؛ نو حسنينو ته يې وويل: دواړو ښه اودس وکړ او دا بوډا ناپوه دى، سم اودس يې ونه کړ او اوس يې سم اودس کول درنه زده کړ[83].

درېيم څپرکى

د امام حسن (رض) د چارواکۍ پېر

مشرتوب او امامت

د شيعه و له نظره امامت، په هر وخت او پېر کې له فرضي چارو ځنې دى او ځمکه به له امامه تشه نه وي او دا مطلب په عقل زباد شوى او په کلامي کتابونو کې مشروح ويينه پرې شوې ده.

بل داچې امام بايد پاکلمنی وي او پر امامت يې پېغمبر يا مخکېني امام څرګندونه کړې وي.

شيعه و په تواتر روايت کړى، علي (ک) د خپلو لارويانو په حضور کې د خپل زوى حسن (رض) پر امامت څرګندنه کړې او پر خلکو يې خپل ځايناستى کړى دى او په خلکو کې مشهورۀ  ده، علي (ک) خپل زوى حسن (رض) ته وصيت کړى او په زامنو کې يې همدا د امامت چار ته ورځانګړى کړ او مخالف او موافق په دې چار ګروهن او آل محمد (ص) پرې يوه خوله دي.

 البته بايد وويل شي، رسول اکرم (ص) د حسنينو پر امامت څرګندنه کړې او په مشهور روايت کې يې ويلي: (( ابنای هذان امامان قاما أو قعدا= زامن مې امامان دي، که ولاړ وي  که ناست))

او په بل روايت کې علي (ک) ويلي: (( أنتما إمامان بعقبى = او تاسې دواړه راپسې امامان ياست [84].))

په دې هکله کليني له سليم بن قيس نه روايتوي: چې علي (ک) امام حسن ته وصيت کاوه، زه حاضر وم، او پر خپل وصيت يې حسن، محمد، ټول زامن، د شيعه و مشران او خپل اهل بيت ګواه کړل، بيا يې کتاب او وسله امام حسن ته ورکړل، ورته يې وويل: ((زويه! رسول الله (ص) امر راته کړى، وصيت درته وکړم، کتاب او وسله دروسپارم؛  لکه چې حسن د مړينې پر مهال کتاب او وسله خپل رور حسين ته ورسپاري)).

بيا علي (ک) حسين (رض) ته وويل: رسول الله (ص) امر کړى، کتاب او وسله به دې زوى ته ورسپارې، بيا يې د على بن الحسين لاس ونيو، ويې ويل: رسول اکرم(ص) امر درته کړی، چې کتاب او وسله به خپل زوی محمد ته ورکوې او د رسول الله (ص) او زما سلام ورته ووايه.

ابي الجارود له ابي جعفر (رح) نه روايتوي: علي د مړينې پر مهال حسن ته وويل: رانژدې شه، هغه څه درته ووايم، رسول اکرم (ص) د راز په بڼه راته ويلي او پر هغه څه دې امين کړم، امين کړى يې يم[85].

امام رضا (رح) په ((جوامع شريعت)) کې مامون الرشيد ته په کښلې رساله کې کاږي: تر رسول اکرم (ص) روسته، اميرالمؤمنين، امام المتقين، قائد الغرّ المحجلين، یعسوب الدین یا د مؤمنانو يعسوب (مشر) او تر نبيانو روسته د وصيانو غورۀ  علي (ک) دى او تر ده روسته تر ننه حسن و حسين يو په بل پسې دي. دوى د رسول اکرم (ص) عترت (ځوځات)، پر کتاب او سنتو ښه پوه، په پېښو کې خورا عادل – نياومن- او په هره زمانه کې د خلکو مشرۍ ته وړ، ټينګه رسۍ، د ښيون لار ښوونکي او پر خلکو حجت دي، خداى د ځمکې او په څه کې چې (بايد) وارث يې شي، وارث شي او هغه غورۀ  وارث دى.

څوک چې مخالفت ورسره وکړي، بېلارې، بېلاروونکى او د حق او ښيون پرېښوونکى دى، دوى عترت النبي (ص) دي، قرآن تعبيروي او د خداى له لوري خبرې کوي او چې ومري او دوى ونه پېژني او په زړه کې يې ((تولا)) ونه لري، د جاهليت پېر د خلکو په څېر به مړ شوى وي.[86]

د امام حسن خطبه

امام حسن (رض) پر کومه شپه، علي (ک) وفات شو، پر ګهيځ يې په جومات کې يوه وينا وکړه او د خداى تر ستاينې او پر رسول الله (ص) تر درود روسته يې وويل:

((تېره شپه، هغه سړى ومړ، وړانديني ترې ورمخکې شوي نه ول او اوسنيو يې په څېر لاپېژندلى او درک کړى نه دی، له رسول الله (ص) سره يو ځاى و او په ځان يې هڅه کوله، هغه مبارک (ص) وساتي. رسول الله (ص) خپل بېرغ ورکاوه او د جګړې ډګر ته يې استاوه، حضرت جبرييل يې ښي خوا ته او حضرت ميکائيل يې کيڼ لوري ته و او خداى به بريا دده په لاس د مسلمانانو پر برخه کاوه او بريمن به راستنېده. دا په داسې شپه د خپل پالوونکي ليده کاتو ته ورغى، پر هماغه شپه عيسى د مريمې زوى اسمان ته وخوت او يوشع بن نون هم له دنيا ولاړ، يوازې اوه سوه درهمه شتمني ترې پاتې ده، له خپلو ډاليو او حقوقو يې زېرمه کړې وه، خپلې کورنۍ ته پرې يو چوپړيال وپېري)).

پر امام حسن د غم څپه راماته شوه، ويې ژړل او خلکو هم وژړل، بيا يې وويل:

((د بشير و نذير زوى يم، د هغه زوى يم، خلک يې د خداى په حکم د الله لوري ته وربلل، د بلې ډيوې زوى يم، زه د هغوى زوى يم، خداى ترې چټلي او بدي لرې کړه او پاکان يې کړل، له هغو اهل بيتو يم، خداى يې په خپل کتاب کې لاروي فرض کړې،ويلي يې دي: ((قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ [87]= ووايه: زه پر خپل رسالت هېڅ اجر درڅخه نه غواړم؛ خو له خپلوانو (=اهل بيتو) سره مې مينه (هرومرو غواړم) او څوک چې نېک چار وکړي پر نېکۍ يې ورزياتوو)).

بيا امام حسن (رض) وويل: حسنه(نېکي)، زموږ د اهل بيتو مينه ده.

له امام حسن سره بيعت

د امام حسن (رض) تر خطبې روسته عبدالله بن عباس (رض) پاڅېد، و يې ويل: خلکو! دا ستاسې د  پېغمبر اکرم (ص) زوى او ستاسې د امام وصي دى، بيعت ورسره وکړئ.

خلکو ومنله، و يې ويل: امام حسن راته ګران دى او حق يې راباندې فرض دى؛ نو ورپاڅېدل او د خلافت بيعت يې ورسره وکړ[88].

ميمون بن مهران وايي: عراقيانو له امام حسن بن علي سره دوه ځل بيعت وکړ: يو پر خلافت بيعت او بل پر دې بيعت، څه چې د امام خوښه وي، ورسره يې خوښه ده[89].

طبري وايي: خلکو پر څلوېښتم لېږديز له امام حسن (رض) سره بيعت وکړ. زياتوي: قيس بن سعد لومړى تن و، بيعت يې ورسره وکړ. لاس يې، پر لاس ورکېښود، امام ته يې وويل: پر کتاب الله _عزوجل_ د  پېغمبر اکرم (ص) پر سنتو او له دښمنانو سره پر جګړې کولو بيعت درسره کوم. امام ورته وويل: بيعت پر کتاب الله او نبوي سنتو (ص) دى او دا ګرد سره شرايط رانغاړي، قيس چوپ شو او بيعت يې وکړ او خلکو هم بيعت ورسره وکړ[90].

ابن شهر آشوب روايتوي : چې علي (ک) له دنيا ولاړ، امام حسن په کوفه کې وينا وکړه: خلکو! دنيا د فتنو او ازمېښت ځاى دى او څه چې پکې دي، د ورکاوي او زوال پر لور وردرومي (زياته يې کړه:) او زه په دې شرط بيعت درسره کوم، له دښمنانو سره مې جګړه وکړئ او له دوستانو سره مې سوله من ياست. خلکو وويل: وا مو ورېدل او منو يې[91].

هشام بن حسان وايي: خلکو چې له امام حسن (رض) سره بيعت وکړ، امام يوه وينا واوروله او وا مې ورېدل، ويل يې : ((موږ د خداى ګوند يو، بريمن يو او د رسول الله (ص) ځوځات (عترت) يو چې ورنژدې خپلوان يې يو او سپېڅلي اهل بيت يې يو او له دوو پاکو څيزونو يو يې يو، رسول الله (ص) په خپل امت کې پرېښې دي او بل پاک څيز ((کتاب الله (= قرآن) )) دى، د هر څيز تفصيل پکې دى او باطل پکې ورننووتاى نشي، او په تفسير او مانا کې يې پر موږ ډډه وهل کېږي او د خپل ګومان له مخې يې تاويل نه کوو؛ بلکې پر حقايقو يې يقين لرو؛ نو اطاعت مو وکړئ، فرض او واجب دى؛ ځکه اطاعت مو د خداى او رسول په ليکه کې دى، خداى (ج) ويلي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً: مؤمنانو! له الله ، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ترمنځ مو په كوم [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛ نو د منځګړتوب لپاره د) الله [کتاب] او (د) رسول [سنتو] ته مخه كړئ، كه (په رښتيا) پر الله او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ. دا (كار) غوره او ښه پايله لري.                                     [92]))

 (( وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يستنبطونه منهم: او که دا  پېغمبر او مشرانو ته چې د تشخيصولو پورۀ  قدرت لري، ورسوئ ((؛ نو د مسايلو له تله به خبر شئ)[93]))

له دې مو بچوم، د شيطان بلنې ته غوږ کېدئ، دا مو ستر غليم دى؛ نو که بلنې ته يې غوږ کېدئ، ملګري به يې اوسئ، په بدر غزا کې يې ورته وويل: ((نن څوک درباندې لاسبرېداى نشي او پناه درکوم؛  خو چې دوه ډلې (کافران او مؤمنان) سره مخامخ شوې، پر څټ ولاړ،و يې ويل: زه درنه کرکجن يم (او) په رښتینه کې داسې څه وينم، نه يې وينئ[94]))؛  نو ځکه که د شيطان لارويان شوئ او د تورو او نېزو پر وړاندې و درېدئ او په نښه شوئ؛ نو هلاکېږئ ((لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا: بيا به دداسې وګړيو ايمان هېڅ ورته ګټور نه وي، مخکې يې ايمان راوړى نه وي او يا يې په خپل ايمان کې ښې چارې کړې نه وي[95]))

بيا امام بېلابېلو ښارونو ته چارواکي وټاکل او عبدالله بن عباس يې د بصرې والي کړ.

معاويه بن ابوسفيان ته د امام حسن ليک

ابوالفرج اصفهاني روايت کړى: امام حسن معاويه د ابو سفيان زوى ته يو ليک وکښه او جندب بن عبدالله ازدي، معاويه ته يووړ، په ليک کې راغلي و:

((د حسن بن علي له لوري، معاويه بن ابي سفيان ته. السلام عليکم، يوازې ((الله)) ستايم، بل معبود ترې نشته اما بعد؛  عزوجل الله، محمد (ص) راولېږه، نړيوالو ته لورنه او مؤمنانو ته يو منت و. حضرت (ص) په داسې حال کې له نړۍ ولاړ، نه يې ناغېړي وکړه او نه يې د رسالت په سر ته رسولو کې لنډون، روسته تردې، خداى حق په ده ښکاره او شرک يې له منځه بوت او قريش يې ځانګړي کړل. ويې ويل: (( و انه لذکر لک و لقومک : دا قرآن تا او قوم ته دې ذکر دى[96]))

نوچې له دنيا يې سترګې پټې کړې، عربانو د واکمنۍ د لاس ته راوړو لپاره شخړه وکړه.

قريشو وويل: موږ د  پېغمبر له ټبر او کورنۍ يو، او (واکمنی ته) وړ يو او ورته نه ښايي چې د محمد (ص) د واکمنۍ او حق په اړه يې لانجه راسره وکړئ. عربانو وليدل، د قريشو وينا سمه ده او په دې لانجه کې يې دليل پوخ دى؛ نو چارې يې قريشو ته ورپرېښوولې او غاړه يې ورکېښووله. بيا موږ له قريشو سره دليل ووايه؛ لکه څنګه چې قريشو له عربانو سره ويلي و؛ خو دوى په انصاف راسره ونه چلېدل؛ لکه څنګه چې عربان له قريشو سره په انصاف وچلېدل، قريش دا چار (خلافت) له عربو په انصاف او دليل تر لاسه کړ؛ خو چې کله موږ اهل بيتو او د محمد (ص) خپلوانو له قريشو سره دليل ووايه او په انصاف چلېدل مو ترې وغوښتل، رانه لرې شول، يو د بل مرستندوى شول، ظلم راباندې وکړي او دښمني راسره وکړي او په تنګسه کې مو ونيسي. نو خداى مو ملاتړ دى او هم هغه ولي، پالندوى او مرستندوى دى.

د  پېغمبر اکرم (ص) د حق او خلافت له يرغلګرانو هيښ يم، که څه په اسلام کې مخينه لري او پر دين د ډار له امله له شخړې مو ډډه وکړه، هسې نه منافقان او ډلې له دې فرصته په ګټنې، دين ته زيان ورواړوي او له ماتې سره يې مخ کړي يا داچې شخړه لامل شي، خپله موخه _پر ځمکه د فساد خپرول_ تر لاسه کړاى شي.

خو نن هر حیران هيښ دى، اى معاويه! ته څرنګه راپاڅېدلى يې او هغه چار غواړې، وړ يې نه يې، نه په دين کې په کوم فضيلت مشهور يې او نه په اسلام کې ستاينوړ چار لرې، ته د احزابو د يوه حزب زوى يې او له رسول الله (ص) سره د قريشو سر سخت غليم، خداى به حساب درسره وکړي او پوه به شې، عاقبت او پايله د چا ده او پر خداى قسم، د لنډې مودې په تېرېدو، له خپل پالوونکي سره به دې ووينې او د خپلو کړنو سزا به درکړي او خداى کله هم پر خپلو بندګانو ظلم نه کوي.

علي رحمة الله، له نړۍ ولاړ، مسلمانانو د خلافت چار راپرېښود، له خدايه غواړم، په دې زواليدونکي نړۍ کې د پالوونکي د اُخروي نعمتونو د کمولي څه لامل راته نشي. ددې ليک د ليکلو لامل دا و، ستا په اړه مې خداى ته يو عذر وي او که ته مې لار ونيسې، ډېر ثواب او برخه به دې درپر برخه شي او د مسلمانانو پر مصلحت به وي؛ نو د باطلو په لار کې ټينګار پرېږده او د خلکو په څېر بيعت راسره وکړه؛ ځکه پوهېږې، زه تر تا د خداى، مؤمن او هر پاک زړي پر وړاندې خلافت ته وړ يم؛ نو له خدايه وډار شه، تېرى خوشې کړه او د مسلمانانو وينه (تويول) حرامه وبوله. پر خداى قسم، هېڅ خير دې نشته، خداى په داسې حال کې ووينې، د مسلمانانو د وژنې پازوالي درترغاړې وي؛  نو اطاعت مې وکړه او له هغه سره شخړه مه کوه، خلافت ورسره ښايي او تر تا ورته وړ دى. تردې چې خداى ددې فتنې اور مړ کړي او د اسلامي ټولنې يووالى وساتل شي او د خلکو ترمنځ سوله راشي؛  خو که ته پر خپل بېلاريتوب ټينګار وکړې؛ نو زه به د اسلام د لښکر په ملاتړ درشم او جګړه به درسره وکړم، خداى مو ترمنځ ورمندون وکړي، دا غورۀ  پريکندوى دى.[97])

د معاويه بن ابوسفيان ځواب

معاويه بن ابو سفيان د امام حسن (ع) د ليک په ځواب کې وکښل:

له سولې او څه ته چې دې بللى يم، پوه شوم. که ګروهن وم، ته تر ما رعيت ته وړ او امت ښه تنظيم او اداره کولاى شې او د شتمنيو د راټولو وس لرې او له دښمن سره ښه ټګي برګي کړاى شې، ستا بلنه مې منله او د خلافت وړ مې ګڼلې؛ خو پوهېږې، زه ډېره موده په واکمنۍ کې وم، تجربه او عمر مې درنه ډېر دى. نو څه چې دې له ما غوښتي، درته ښايي، په اړه يې په ما پسې راشې او اطاعت مې وکړې او زه تر ځان روسته خلافت درسپارم او څه چې د عراق په بيت المال کې دي. هم ستا دې وي، هر چېرې يې وړاى شې او د عراق د هرې سيمې ماليه چې غواړې، ستا دې وي، لګښت ته يې ولګوې او هغه څوک يې درته راټوله کړي، ستا امين وي او هر کال يې درولېږي او بل څوک دې په چارو کې درباندې مستولي نشي او يو کار به هم بې ستا له سلا مشورې نه کېږي، په هغه پار کې چې د عزوجل خداى طاعت وي، زما له لوري به سرغړونه و نشې، خداى دې موږ او تاسې لاسنيوى وکړي، طاعت يې وکړو، هغه اورېدونکى او د دعا قبلوونکى دى. والسلام

جندب وايي: چې د معاويه ليک مې امام حسن ته راووړ، ورته مې وويل: معاويه جګړې ته چمتو دى او عراق ته به راشي؛ نو تاسې ژر پرې ورشئ او په شام کې جګړه ورسره وکړئ او هډو مه بولئ، غاړه به درته کېدي، نه پر خداى قسم! غاړه نه ږدي، تر دې چې تر صفين ستره پېښه به راپېښه شي[98].

عراق ته د جاسوسانو لېږل

معاويه بن ابوسفيان، له امام حسن (رض) سره د خلکو له بيعته خبر شو، د ((حمير)) د ټبر يو تن يې کوفې ته ولېږه، شام ته خبرونه راواستوي او هم په خلکو کې درز اچولو ته لمن ووهي او د ((بني قين)) د ټبر يو تن يې ((بصرې)) ته ورولېږه، امام حسن د معاويه له دسيسې خبر شو او امر يې وکړ، کوفې ته رالېږلى ځرى دې ونيسي او ودې يې وژني او هم يې بصرې ته يو ليک ولېږه، د بني سليم په ټبر کې پټ شوی ځری دې ونيسي او ووژني.

معاويه بن ابوسفيان ته ليک

تردې اقدام روسته، امام حسن، معاويه ته يو ليک ولېږه او پکې يې کښلي وو:

((عراق ته د چل ول لپاره، څه کسان رالېږې او ځرې دې را استولي، ته وا خوښېږي دې، ټکر درسره وکړم او په دې باب شکمن نه يم، سترګې پر لار اوسه؛  البته خبر شوى يم، بدې خبرې دې کړي، عقلمن يې نه کوي)).

چې معاويه ته د امام ليک ورورسېد؛ نو ځان او د شام لښکر يې جګړې ته چمتو کړ[99].

واليانو ته د معاويه بن ابوسفيان ليک

معاويه بن ابوسفيان خلک جګړې ته د هڅونې لپاره خپلو چارواکيو ته ليکونه ولېږل، چې پکې راغلي:

((د خداى منندوى يم، ستاسې غليم يې له منځه يووړ او ستاسې د خليفه (مطلب يې حضرت عثمان دى) وژونکيو ته بسيا شو او په خپلې پېرزوينې يې له خپلو بندګانو يو تن چمتو کړ، علي بن ابي طالب ووژني. اوس چې اصحاب او ياران يې بې اتفاقه شوي، د دوى د مشرانو يو ليک رارسېدلى، ځان او خپلو ټبرونو ته يې امان غوښتى؛  نو ليک چې در ورسېد هڅه وکړئ،چې په لازم چمتوالي له خپلو کسانو سره پر لور مې راوخوځئ. اوس غچ ته راپاڅېدلى او خپلې هيلې ته رسېدلى يم او خداى ظالمان له منځه وړي دي[100])).

چارواکيو يې شپېته زره تنه ورچمتو کړل، بيا معاويه عراق ته د تلو هوډ وکړ او په دمشق کې يې ((ضحاک بن قيس فهرى)) [101] خپل ځايناستى کړ او له ستر لښکر سره راوخوځېد، ((جسر منبج))[102]  راورسېد.

جهاد ته د کوفيانو هڅونه

چې امام عراق ته د معاويه له راتلو خبر شو، امر يې وکړ، خلک دې د کوفې په جومات کې راټول شي، پر منبر يې تر څښتن ستاينې روسته وويل: ((خداى جهاد پر خپلو بندګانو فرض کړى او ((نا غورۀ)) (کره) يې نومولی[103]. بيا يې مؤمنو مجاهدينو ته ويلي: چې له صبره کار واخلي او پوه شئ، خداى له زغمناکو سره دى. خلکو! د خپلې خوښې څيز به هله تر لاسه کړئ، د سختيو پر وړاندې صبر او مقاومت ولرئ. خبر شوى يم، معاويه خبر شوى دى، جګړه ورسره کوم او ځان يې چمتو کړى دى؛ نو په ((نخليه)) لښکرتون کې راغونډ او جګړې ته چمتو شئ)).

امام دا خبرې وکړې! خو د خلکو له همکارۍ اندېښمن و. خلک د امام تر خبرو روسته چوپ وو او څه يې ونه ويل.

عدی بن حاتم[104]

چې عدی بن حاتم (رض) د خلکو چوپتيا وليده، راپاڅېد،و يې ويل: زه د حاتم زوى يم. سبحان الله! څومره بده ده، په دې وخت کې د خپل امام او د خپل  پېغمبر د لور د زوى ځواب نه ورکوئ.

په سوکالۍ کې ددې ښار دو پاندویانو ژبې پرانستې وي او چې د سختۍ ورځ راورسي د ګيدړ په څېر تښتئ، ايا د خداى له غضبه نه ډارېږئ؟

امام حسن (رض) ته يې وويل: خداى په تاسې د خلکو د ښيون لاره چاره چمتو کړه. خداى مو له پېښو وساته او پر هر غورۀ کار مو بريالي ولره، ستا خبرې مو واورېدې او منو يې[105] .

همدا اوس ((لښکرتون)) ته ورځم او چې د چا خوښه وي، راځي دې. له جوماته راووت، پر خپلې سپرلي سپور او نخيلې ته ورغى او خپل مريي ته يې وويل: اړتياوې مې راپورۀ  کړه او راسره اوسه. عدی بن حاتم (رض) ړومبى تن و، د نخيله لښکرتون ته ورغى[106] . روسته ترې قيس بن سعد، معقل بن قيس او زياد بن صعصعه تيمي راپاڅېدل، خلک يې ټپسوري کړل، جګړې ته يې وهڅول او له امام سره يې د عدی بن حاتم (رض) خبرې وکړې او خپل اطاعت يې په ډاګه کړ. بيا امام حسن (رض) وويل: رښتيا مو وويل _خداى دې درولورېږي_ تل مو په رښتني نيت، وفا او راسره په مينې پېژنم، خداى دې خير درکړي[107].

امام حسن په نخيله کې

امام حسن (رض) هم نخيلې ته ورغى او لس ورځې پکې تم شو، په دې ورځو کې يوازې څلور زره تنه ورسره يوځاى شول. بيا کوفې ته راستون شو او پر منبر يې وويل:

((له هغې ډلې هېښ يم، نه دين لري او نه حيا کوي! پر خداى قسم که حکومت معاويه ته ورخوشې کړم، کله به هم د آرامۍ مخ ونه وينئ او ډېر بد به درسره وچلېږي، که ملاتړي مې درلودل، هډو واکمني مې نه ورسپارله؛ ځکه امويانو ته خلافت حرام دى؛ نو ای د دنيا بندګانو! اف درباندې او هلاکت مو د لارې ډالۍ)).

د عبيد الله بن عباس بولندويي

چې امام حسن (رض) له منبره راکوز شو، خلک له جوماته راووتل او ځانونه يې د نخيلې ورتلو ته چمتو کړل. امام هم نخيلې ته ورخوځېد او په کوفه کې يې مغيره بن نوفل بن حارث[108] خپل ځايناستى کړ، ورته يې وويل، خلک جهاد ته راوهڅوه، نخيلې ته راشي.

امام حسن له ډېر لښکر[109] سره وخوځېد، او ((دير عبدالرحمن[110])) ته ورسېد او درې ورځې پکې تم شو، راټول شوي خلک ورسره يوځاى شي. بيا يې عبيدالله بن عباس[111] راوغوښت، ورته يې وويل: د تره زويه! زه دې د عربو د لسو زرو سپرو او د کوفې له قاريانو سره د معاويه لوري ته ورلېږم، ګوزاره ورسره کوه او ښه ورسره چلېږه، دوى د علي اميرالمؤمنين ډاډمن خلک ول. ورسره وخوځېږه، له ((فراته)) تېر شې او ((مسکن)) ته ورننوځې او له دې ځايه د شام لښکر او معاويه ته روان شې، که ورسره مخ شوې، مقاومت وکړه، ژر درپسې درځم او هره ورځ دې خبرونه او حالات رالېږه او په چارو کې له قيس بن سعد او سعيد بن قيس سره سلامشورۀ کوه او چې له معاويه او د شام له لښکر سره مخ شوې، ته جګړه مه پيلوه، که پيل یې کړه، بيا جګړه ورسره وکړه، تر تا روسته قيس بن سعد او تر ده روسته سعيد بن قيس دې لښکر مشر وي.

عبيدالله له خپل لښکر سره وخوځېد او ((شينور)) ته ورسېد او له دې ځايه ((شاهي)) ته ولاړ او د فرات له سينه تېر ((مسکن)) ته ورغى[112] .

ساباط

امام حسن له کوفې رابهر شو او ((ساباط[113])) ته وخوځېد او دلته دشپې پاتې شو او ګهيځ مهال يې د خپل لښکر ازمېښت ته او د دوست دښمن معلومولو لپاره وويل، يو وياند دې خلک راټول کړي، خلک راټول شول، امام پر منبر وينا وکړه او تر څښتن ستاينې او د خداى پر وحدانيت او د محمد (ص) پر رسالت تر ګواهي روسته يې وويل:

((پر خداى قسم، هيلمن يم شپه سبا کړم او د خداى بندګانو ته د خداى غورۀ خیرخواه اوسم او هم په زړه کې مې د کوم مسلمان کينه راسره نه وي او بدنيته ورته نه اوسم او څه مو چې په ټولي کې وي او ښه مونه ايسي، تر بې اتفاقۍ درته غورۀ دى، ښه مو ايسي او تر تاسې، چارې مو ښه څارم؛ نو له حکم سره مې مخالفت مه کوئ او خبره مې مه ردوئ، خداى دې موږ او تاسې په خپلې لورنۍ کې راونغاړې)).

بيا يوې ډلې له امامه وغوښتل، له معاويه سره سوله وکړي او چارې ورپرېږدي او پر وړاندې يې ښورښ وکړ او ويل يې: پر خداى قسم دا سړى کافر شوى؛ نو پر خيمه يې ورودانګل او څه چې پکې ول، لوټ يې کړل او له اوږو يې چپن راواخسته؛ خو امام تورۀ  په لاس ګوزاره ورسره کوله. بيا امام خپل آس راوغوښت، پرې ورسپور شو، يو ډله ځانګړي ياران ترې راتاو شول، د خلکو د يرغل مخه ونيسي، بيا امام د ربيعه او همدان ټبرونه راوغوښتل او دوى ترې راتاو شول او د خلکو د ډېرې ګڼې ګونې او يرغل مخه يې ونيوه تردې چې حضرت روان شو[114] .

د ټبر مشرانو ليکونه

د عراق په لښکر کې د کوفي ټبرونو يو شمېر مشرانو، معاويه ته په پټه يو ليک ورولېږه او خپل اطاعت يې ترې ورڅرګند کړ او ترې يې غوښتي ول، په بيړه د امام له لښکر سره د مخامخېدو لپاره راوخوځي او ژمنه يې کړې وه، د عراق لښکر شام ته ور نژدې شو، امام حسن به نيولی معاويه ته ور تسليم کړي او يا ناڅاپي بريد به پرې وکړي او وبه يې وژني. امام حسن له دې ليکه خبر شو[115].

معاويه ددې ليک تر ورسېدو روسته، راوخوځېد او ((حبونيه)) کلي ته راورسېد. عبيدالله بن عباس هم د عراق له لښکر سره دلته تم شو او د شام د لښکر پر وړاندې ودرېد .

معاويه تر يوې ورځې تمېدو روسته، څوک په عبيدالله پسې ولېږه، ورته يې وويل: امام حسن د سولې په اړه يو ليک رالېږلى او د چارو واګي به راوسپاري، که نن په سوله راته راشې او اطاعت مې وکړې؛ نو مخکښ به وې، که نه د نورو په لاروۍ به غاړه راته کېدې او که راشې؛ نو زر زر (١٠٠٠،٠٠٠) درهمه به درکړم، نيمايي به يې اوس او نيم به يې کوفې ته د درتلو روسته درکړم.

عبيدالله په دې وينا وغولېد او د شپې شپې يې خپل لښکر پرېښود او له معاويه سره يو ځاى شو او ګهيځ مهال، لښکر خپل امير ته څارو – سترګې پر لار و، د جماعت لمونځ ورکړي، ويې نه موند؛ نو ځکه قيس بن سعد د جماعت لمونځ ورکړ، بيا يې يوه وينا وکړه او خلک يې زغم ته راوبلل او پر عبيدالله يې نيوکه وکړه، بيا يې وويل: له غليم سره مقابلې ته چمتو اوسئ، دوى هم ورسره ومنله،و يې ويل: چمتو يو[116].

د قيس بن سعد ليک

قيس بن سعد، لښکر مشر شو؛ نو امام ته يې يو ليک ولېږه، عبيدالله بن عباس وغولېد او له معاويه سره يوځاى شو او زياته کړې يې وه، همدا اوس معاويه په ((مسکن)) کې تم شوى او عبيدالله له ځينو ځانګړو ملګرو سره وريوځاى شوى او خلک بې اميره پاتې وو، لمونځ ورکړي او د چارو واګې مې په لاس کې ونېوې. امام، دا ليک ولوست ښه پوه شو، ملګرى يې بېوفا او د ځان و مال ساتنه روا نه بولي او يوازې ډېر لږ شمېر؛ د پلار او خپل لارويان يې د دښمن له لښکر سره د مقابلې (او د منافقانو د چلونو) شنډولو وس لري[117] .

د بسر بن ارطاة او قيس بن سعد خبرې اترې

له معاويه بن ابو سفيان سره د عبيدالله بن عباس تر يو ځاى کېدو روسته، قيس بن سعد د عراق له لښکر سره د شاميانو جګړې ته تيارسئ شوی، په دې وخت کې بسر بن ارطاة[118] د شام له لښکره راووت او د عراق لښکر ته يې وويل: عراقيانو افسوس درباندې! دا مو امير عبيدالله بن عباس دى، موږ ته راغلى او بيعت يې کړى او امام مو حسن بن علي هم سوله کړې؛ نو ولې ځانونه وژنئ؟

قيس بن سعد خپل لښکر ته وويل: له دوو څيزونو يو يې غورۀ  کړئ: يا داچې له شاميانو سره جګړه وکړئ او يا بيعت، بيعت بې لارېتوب دى. خلکو وويل: بې امامه جنګېږو، راووتل او له شاميانو سره وجنګېدل او خپل ړومبي تمځي ته يې ورپر څټ کړل[119].

قيس بن سعد (رض) ته د معاويه بن ابو سفيان ليک

چې معاويه د قيس په مشرۍ د عراقيانو د جګړې هوډ وليد، قيس ته يې يو ليک ولېږه او ځان ته يې راوباله او د امتيازاتو ژمنه يې ورسره وکړه. قيس بن سعد يې د ليک په ځواب کې وليکل: نه پر خداى قسم، د جګړې په ډګر کې به وينو، نيزې مو په لاسونو کې وي.

چې معاويه د قيس بن سعد (رض) له غولولو نهيلى شو، بل ليک يې ورولېږه او پکې يې کښلي وو: قيسه! ته يهودي او د يهودي زوى يې او ځان دې د هغه څه په لار کې راګېر کړى، ستا نه دى او ځان به دې ووژني، که هر يو لښکر بريمن شو ته يا لرې کېږې او يا وژل کېږې. پلار دې هم له بلې ليندۍ غشي ګوزار کړ (له ابو بکر (رض) سره يې مخالفت وکړ) او خپل قوم يې خوار کړ، تردې چې ومړ او په ((حوران)) کې يې په مسافرۍ او جلا وطنۍ کې ساه ورکړه.

معاويه بن ابوسفيان ته د قيس بن سعد (رض) ليک

قيس په ځواب کې وروکښل: ته ((بوت)) د ((بوت)) زوى يې. په کراهت او بد زړه دې اسلام ومانه او يوه موده پاتې شوې او بيا ترې ووتې او په اسلام کې څه برخه درته نشته، نه په اسلام کې څه مخينه لرې او نه دې نفاق څه نوى دى. تل له خداى او رسول سره يې په جګړه کې وې او د مشرکانو له ډلې، يوه ډله او د خداى، پېغمبر اکرم (ص) او مؤمنانو غليم يې. زما پلار دې ياد کړى، پر ځان مې قسم، هغه له خپلې ليندۍ او د خپلې موخې لپاره غشى ګوزار کړ، يوه ډله پرې راپاڅېده او تا و انګېرله، زه يهودي او د يهودي زوى يم. ته او خلک پوهېږي، زه او پلار مې ديني دښمنان يو، ترې وتلي يو (يهود) او ديني وروڼه يو، منلى مو دى. (اسلام).

معاويه بن ابوسفيان، دا ليک ولوست، غوسه شو او ځواب يې وروکښه؛ خو عمر و عاص ورته وويل: دا کار مه کړه، بيا به تر دې سخت ليک دروکښي، که خوشې یې کړې، د نورو په څېر به درسره يوځاى شي[120] .

د کندي ټبر خيانت

امام حسن د کندي ټبر يو بولندوى ته له څلورو زرو تنو سره امر کړ، ((انبار)) ته ورشي او همدلته تم شي او صبر وکړي، د بريد امر ورکړاى شي؛ نوموړى، په انبار کې تم شو؛ نو معاويه يو ليک ورولېږه، پکې ليکل شوي ول: که راشې؛ نو د شام او جزيرې د ځينو سيمو ولايت به درکړم، همداراز پينځه سوه زره درهمه يې هم ورواستول. بولندوى پيسې واخستې او له دوو سوو خپلوانو سره معاويه ته ورغى.

چې امام خبر شو، ويې ويل: دا کندي وغولېد، له معاويه سره يوځاى شو او خيانت يې راسره وکړ، څو ځلې مې درته ويلي، پالیال – باوفا نه اوسئ او د دنيا بندګان ياست، پر ځاى به يې يو بل ورولېږم او پوهېږم، د هماغه په څېر به عمل وکړي.

بيايې د مراد ټبر يو بولندوى له څلورو زرو تنو سره انبار ته ولېږه او اخطار يې ورکړ، خيانت و نه کړي[121].

ده هم د کندي بولندوى په څېر قسم وخوړ، خيانت به نه کوي؛ خو امام يې په قسم ډاډمن نه و؛ نو نورو ته يې وويل: دا به هم خيانت وکړي، دى هم وخوځېد او انبار ته ورسېد. چې معاويه خبر شو، ده ته يې يو ليک له پينځو زرو يا پينځو سو زرو درهمو سره ولېږه او ژمنه يې ورکړه، د شام هر ولايت يې خوښېږي، وربه يې کړي. دا هم له امامه جلا او له معاويه سره يو ځاى شو او په خپله کړې ژمنه يې وفا ونه کړه[122] .

د ربيعه ټبر خيانت

بل هغه لامل چې امام له معاويه سره جګړه ونکړي، د ربيعه ټبر خيانت و؛ ځکه دوى امام ته د معاويه پر وړاندې يو ټينګ دېوال و.

روايت شوى دى: د ربيعه ټبر مشر خالد بن معمر[123] معاويه ته ورغى، ورته وويل: د ټول ټبر له لوري بيعت درسره کوم، يو شاعر په دې اړه وايي: معاويه أكرم خالد بن معمر فإنك لولا خالد لم تؤمر. ((معاويه! د خالد بن معمر عزت وکړ؛ ځکه که خالد نه وي، امارت به ونکړاى شې)).

 امام حسن، د ربيعه ټبر له خيانته خبر شو و يې ويل:((عراقيانو! هماغه ياست، زما پلار ته مو د جګړې ژمنه ورکړه او بيا مو د منځګړتوب منلو ته اړ کړ، ورپسې مو اختلاف ورسره وکړ. خبر شوى يم، يو شمېر مشران مو معاويه ته ورغلي او بيعت يې ورسره کړى، څه اړتيا درته نلرم، هڅه مه کوئ چې ما په خپل دين او لار کې وغولوئ)).

عثمان بن شرحبيل

يو بل تن، پټ په پټه معاويه ته ورغلى او بيعت يې ورسره کړى و، د بني تميم ټبر مشر، ثمان بن شرحبيل و، په عراقي لښکر کې يې د خيانت خبر خپور شو[124].

مظلم ساباط

امام روان شو او ((مظلم ساباط[125])) ته ورسېد.

دلته د بني اسد ټبر يو تن جراح بن سنان په خنجر پر امام حسن ګوزار وکړ، د امام د آس قيضه يې ونيوه،و يې ويل: الله اکبر! حسنه! د پلار په څېر دې مشرک شوې. په خنجر يې امام په ورانه کې وواهه، تر هډوکي يې رسېدلى و[126].

امام حسن له ګرېوانه راونيو او دواړه پر ځمکه راولوېدل[127] .

بيا د امام حسن يو پلوي بريد پرې وکړ او په هماغه خنجر يې وواژه او بل ملګرى يې هم ووژل شو. امام حسن يې پر يوه تخته کېنولى مداين ته بوت او سعد بن مسعود ثقفي[128] يې په درملنه لاس پورې کړ[129] .

د قيس بن سعد (رض) د وژنې ډنډورۀ

معاويه د عراقي لښکر په ليکو کې د درز اچولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو ګټنه کوله، يوه د ډنډرو خپرول ول، ځينو ته يې وړاندې اشاره وشوه. يوه ډنډورۀ  يې د قيس بن سعد وژنه وه.

ابن کثير روايتوي: امام حسن په مداين کې و او لښکر يې له مداينه بهر راټول شوی و، ناڅاپه يو تن په خلکو کې چغه کړه: با خبر، قيس بن سعد بن عباده (رض) وژل شوى دى.

په دې خبر، خلک راوپارېدل او يو د بل مالونه يې لوټ کړل، ان د امام پر خيمه يې ورودانګل او څه چې پکې ول، لوټ يې کړل تر دې، د ناستې ټغر يې هم ترې لوټ کړ.

دغسې امام، پر آس سپرېده، ګوزار يې پرې وکړ؛ نو ځکه امام له دوى ډېر وکړېد او ټپي د مداين ماڼۍ ته راغى[130] .

په مداين کې د امام وينا

هلال بن خباب وايي: امام حسن د خپلو يارانو مشرانو ته وويل، په مداين ماڼۍ کې راټول شي، بيا يې ورته وويل:

((خلکو! که د نړۍ لروبر ولټوئ؛ نو زما او د رور په څېر به څوک پيدا نه کړئ، نيکه يې رسول الله (ص) وي او په رښتيا معاويه زما په ځانګړي حق کې شخړه راسره وکړه؛ خو د امت د صلاح او د وينې نه تويېدو په پار ترې تېر شوم. تاسې بيعت راسره کړى و، له چا سره مې سوله وکړه، تاسې به هم همدا لار خپلوئ او ما له معاويه سره سوله، صلاح او خير وګڼله او بل دا، څه مې، وکړل هغه ته يو حجت وي، ورته پر تمه و)).

له مداينه يو ليک

امام حسن پوه شو، له معاويه سره په عراقي لښکر جنګېداى نشي؛  ځکه ځينو منافقانو معاويه ته ليک لېږلى و او رسمي ژمنه يې کړې وه، امام به معاويه ته ورسپاري او يا به يې وژني[131] .

خوارجو، په زهرجن خنجر پر امام ګوزار وکړ او پښه يې ورټپي کړه، ويې ويل: پر دې کليوالو دې د خداى لعنت وي، پوهېدم، څه خير درکې نشته، پرون مو زما پلار وواژه او نن دغسې راسره کوئ[132] .

په هر حال په عراقي لښکر کې سخت نفاق ته په پامنيوي او هم ځينو بصريانو د جمل جګړې له امله څه ډار درلود او هم د يو شمېر ډېرو کسانو دنياپالي، او د امام د باوفا يارانو ډېر لږ شمېر، دا هغه لاملونه ول چې امام يې اړ کړ، ناچار قدرت معاويه ته ورپرېږدي (البته په شرايطو) او عمر بن سلمه ارحبي يې راوغوښت او يو ليک يې معاويه ته ولېږه، د سولې موافقه پکې کاږل شوې وه، پکې راغلي ول، حکومت معاويه ته ورتسليموي، په دې شرط، معاويه درې مطلبونه ومني:

١_ بيت المال به راپرېږدي، پورونه ورکړي او کړې ژمنې او نور لګښتونه ترې وکړي.

٢_ علي به نه کنځي.

٣_ هر کال به مدينې ته د ((فسا)) او ((دارابجرد)) ماليات ورلېږل کېږي.

معاويه دا درې واړه ومنل[133] .

د معاويه بن ابو سفيان استازي

چې د امام استازي عمر بن سلمه يا عبدالله بن حارث بن نوفل[134] معاويه ته ورغى؛ نو ده هم سملاسي عبدالله بن عامر[135] او عبدالرحمن بن سمره[136]  په مداين کې امام ته ورولېږل.

دواړه امام ته راغلل او د امام له وړانديز شويو شرطونو سره يې د معاويه موافقه ورڅرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ، معاويه به دا شرطونه عملي کوي.

بيا امام معاويه ته وليکل، ورته دې راشي. معاويه له ((جسر منبج(( نه راوخوځېد او په پينځو ورځو کې ((مسکن(( ته راورسېد او پر شپږمه ورځ امام ته راغى او امام قدرت وروسپاره. بيا دواړه کوفې ته ور روان شول، امام حسن د امارات ماڼۍ ته ورغى او معاويه په ((نخيله)) کې تم شو.

امام هم ((نخيله)) ته ورغی او د کړي شرط له مخې يې د کوفې بيت المال ترلاسه کړ او له خپلې کورنۍ سره مدينې ته د ستنېدا لپاره چمتو شو؛ خو معاويه يوه دسيسه وکړه، بصره وال د امام وکيل _چې د ((فساد)) او ((دارا بجرد)) د مالياتو مسوول و_ له بصرې راوشړي [137] .

سوله ليک

امام د فتنې د لمبو تتولو او د مسلمانانو د ساتنې لپاره سوله وکړه او دا سوله ليک _چې د امام او معاويه بن ابو سفيان ترمنځ تنظيم شو_ په دې توګه و:

بسم الله الرحمن الرحيم

دا د حسن بن علي بن ابيطالب او معاوية بن ابي سفيان تر منځ د سولې تړون دى.

حسن بن علي له معاويه سره سوله وکړه، د مسلمانانو واکمني به ورسپاري. په دې شرط، معاويه به په خلکو کې پر کتاب الله، نبوي سنتو او د راشدينو خلفاوو پر سيرت چلېږي او څوک به تر ځان روسته د مسلمانانو چارواکی نه معرفي کوي؛  بلکې ترده روسته به مسلمانان په خپله يو تن مشر ټاکي.

او هم په دې شرط هر چېرې _شام، عراق، حجاز، يمن_ د اهل بیتو لارویان په امان کې وي او د علي د يارانو د اولادې او لارويانو پر مالونو، ځانونو او ښځو بريد ونشي. همدغسې معاويه بن ابو سفيان ژمنه وکړي، پردې وفا کوي؛ لکه چې خداى له خپلو بندګانو ژمنه اخلي، پر خپلو وعدو وفا وکړي او هم په دې شرط، معاويه به پر حسن بن علي او رور يې حسين او د رسول الله (ص) په يوه اهل بيت هم په پټه وښکاره تېرى نه کوي. او پلانى او پلانى ددې تړون پر چارو او شرايطو ګواهي ورکوي. البته د خداى ګواهي بسيا ده. والسلام[138] .

څلورم څپرکى

امـويـان

رسول الله (ص) څو ځل د خلکو له غوږه تېره کړې وه: پرېنږدئ، امويان چارواکي شي، ان ويلي يې و: خلافت پر آل ابوسفيان حرام دى او دوى مې دښمنان او لارويان يې زما د لارويانو دښمنان دي.

رسول الله (ص) ويلي: چې خداى پر نبوت راولېږلم، امويانو ته ورغلم او ورته مې وويل: زه درته د خداى استازى يم؛ خو دروغجن يې وګڼلم، و يې ويل: ته د خداى استازى نه يې. ورپسې بني هاشمو ته ورغلم ورته مې وويل: زه درته د خداى استازى يم؛ نو علي بن ابي طالب په پټه او ښکاره ايمان راباندې راووړ، ابو طالب هم په رسمي توګه ملاتړ رانه وکړ او په پټه يې ايمان راباندې راووړ. بيا خداى جبرييل راولېږه او په بني هاشمو کې يې خپل بېرغ ودراوه او شيطان هم په امويانو کې خپل بېرغ اوچت کړ؛ نو ځکه دوى تر قيامته زموږ دښمنان او لارويان يې زموږ د لارويانو دښمنان دي[139] .

 محمد بن سعد له عبدالرحمن بن عوف (رض) څخه روايتوي، امام حسن (رض) معاويه ته وويل: ايا نه پوهېږې، رسول الله (ص) د احزابو پر مخکښ او بولندوى لعنت ويلى، يو يې ابوسفيان او بل يې ابوالاعور سلمى و [140]؟.

سهل بن سهيل وايي: رسول الله (ص) خوب وليد، بيزوګان يې پر منبر کښته پورته کېږي. آنحضرت (ص) په دې خوب خپه او نور چا خوشحال ونه ليد، تردې چې وفات شو.

دا روايت له سعيد بن يسار (رض) او امام جعفر صادق (رح) هم روايت شوى دى: ددې تاويل له مخې، امويان په قرآن کې ملعونه ونه ده او خداى خبر کړي يو، دوى به د مسلمانانو پر کور کلي لاسبري او د  پېغمبر (ص) ځوځات به وژني[141] .

رسول الله (ص) معاويه ته وويل: معاويه! ته به د سنتونو پر ځاى بدعتونه او د ښو چارو پر ځاى به ناوړې چارې خپلې کړې، ډېر خورۀ  به يې او ډېر ظلم به کوې [142].

او هم يې ويلي: که معاويه مو زما پر منبر وليد، سر يې ورپرې کړئ[143].

خلکو دا سپارښتنې په پام کې ونه نيوې او لا ډېر وخت تېر نه و، امويان تر رسول الله (ص) روسته واکمن شول.

په آر کې، امويانو د  پېغمبر (ص) دين منلى نه و، که څه د مکې تر سوبې روسته يې په ظاهره اسلام راووړ او له ناچارۍ يې غاړه کېښووله؛ خو په باطن کې يې منلى نه و او په ځانګړو ناستو پاستو کې يې خپل کفر څرګنداوه؛ لکه چې ابوسفيان د حضرت عثمان (رض) تر خليفه کېدو روسته، دده په مخ کې وويل: اوس چې واکمني مو پر برخه شوه، هڅه وکړئ، ويې ساتئ او له لاسه مو ونه وځي؛  لکه په لوبغالي کې چې څوک غونډوسکه له لاسه نه ورکوي، قسم خورم، جنت و دوزخ نشته؛  نو واکمني وساتئ، خلافت مو په اولادونو کې ميراثي شي [144].

ابن اثير د حضرت عبدالرحمن بن سهل (رض) د حالاتو په شرح کې له محمد بن کعبه روايتوي چې حضرت عبدالرحمن (رض) د حضرت عثمان (رض) په خلافت کې جګړې ته تللى و او معاويه هم د حضرت عثمان (رض) له لوري د شام والي و. حضرت عبدالرحمن (رض)، په کوم ځاى کې و، د شرابو پېټۍ يې ترې تېرولې، راپاڅېد او په نېزه يې د شرابو لوښى _چې په ظاهر کې خیګ و_ څيرې کړ او شراب توي  شول. مريان راغلل او له دې کاره يې منع کړ. معاويه خبر شو، حضرت عبدالرحمن (رض) شراب توي کړي دي. ويې ويل: خوشې يې کړئ، بې عقله دى. حضرت عبدالرحمن (رض) _چې د رسول اکرم (ص) له صحابو ځنې و او په احد، خندق او نورو غزا ګانو کې ورسره ملګرى و_ وويل: پر خداى قسم، بې عقله نه يم؛ خو رسول الله (ص) له شرابو څښلو او هم په خیګونو او لوښو کې يې له وراچولو منع کړي يو [145].

امويانو په خپله واکمنۍ کې پر مسلمانانو ډېر ظلمونه کړي، ټول ترې خبر دي؛ خو پردې یې هم بسياينه و نه کړه، د خداى حلال يې [نهج البلاغه: ١٤٣] حرام کړل او اسلامي مقدسات يې ناليدلي وګڼل. علي (ک) یې په اړه وايي: ((پر خداى قسم، (امويان) واکمني له لاسه نه ورکوي، څو د خداى حلال حرام او ژمنې يې ماتې کړي، ان په بېدياوو کې بېديا مېشتي او کليوال يې هم له تېري بچ نشي؛ خونې يې ورويجاړې او له تېري يې کډوال شي)).

خلکو د امويانو په اړه د علي (ک) اخطارونو ته څه پاملرنه ونه کړه، د بېلګې په توګه يې وويل: ((تر ما روسته به داسې يو څوک درباندې واکمن شي، څه په لاس ورځي؛ خوري يې او د يوه داسې څيز په لټه کې دي، نه موندېږي، ژر يې ووژنئ؛ خو دا کار به ونه کړئ، پوه شئ، درته به ووايي، ومې کنځئ[146] ))

دې لارښوونو ته نه پاملرنه او د ((سقيفې)) د پېښې په اړه بې توپيري، د امويانو واکمنۍ ته لاره چاره هواره کړه. حال داچې دې کورنۍ تر روستۍ شېبې له رسول الله (ص) سره د مشرکانو د جګړې مشري درلوده.

ابن اثير وايي: چې حضرت ابوبکر (رض) شام ته لښکر ولېږه؛ نو معاويه له خپل رور يزيد بن ابوسفيان سره ولاړ او چې يزيد ومړ او حضرت عمر بن خطاب (رض) ترې خبر شو، پلار ته يې ډاډګېرنه او تسليت ورته ووايه. ابوسفيان وويل: څوک دې يې پرځاى وټاکه؟ حضرت عمر (رض) وويل: رور يې معاويه. ابوسفيان وويل: په دې کار دې خپلوي وپاللـه[147].

سره له دې، چې پېغمبر (ص) معاويه ته ښېرا کړې وه؛ خو حضرت عمر بن خطاب (رض) د شام والي وټاکه او د عربانو پاچا او کسري يې معرفي کړى او وايي: ((هذا کسرى العرب: دا د عربو پاچا دى[148])) دې غونډلې او ستاينې معاويه ته پر اسلامي امت د واکمنۍ لپاره ښه انديزه لاره چاره چمتو کوله؛

نو ځکه ددې ټولو تېريو د ګناه پازوالي – مسووليت به د هغوى ورترغاړې وي، امويانو ته يې د واکمنۍ د لاسه کولو مخه پرانسته او هغوى يې څټ ته کړل، په اسلام کې يې ځلانده مخينه درلوده او امويان يې _چې د مکې تر سوبې يې په ډاګه له  پېغمبر (ص) سره جګړه کوله_ واکمنۍ ته ورسول.

په حقيقت کې حضرت علي د ((سقيفې)) د پېښې له امله په دنننيو جګړو ونښت او د ابن عبدالبر په وينا معاويه له علي (ک) سره پينځه کاله جګړه وکړه [149].

همداراز له معاويه سره د امام حسن (رض) سوله، د ((سقيفې)) د ناسمو کړنو يوه پايله وه، دا هم بايد ووايو، د امام حسين (رض) شهادت هم د ((سقيفې)) له شومو او سپيرو نښو ځنې وه.

او د فارسي شاعر په وينا:

انچه بـا آل على در کــربلا ګذشت

در سقيفه اتفاق افتاد، عاشورا نبود

((څه چې په کربلا کې پر آل علي تېر شول، عاشورا نه؛ بلکې په سقيفه کې پېښ شول)).

معاويه څوک دى؟

يزيد بن ابوسفيان لومړى اموي تن و، تر رسول الله (ص) روسته واکمن او بولندوى شو.

ابن عبدالبر وايي: پر ديارلسم لېږديز په جمادي الاول کې، ((اجنادين)) سوبه شو، حضرت عمر (رض) د حضرت ابوبکر (رض) ځايناستى شو او شامات سوبه شول، يزيد بن ابوسفيان يې د فلسطين او چاپېريال والي وټاکه؛ نوموړى پر نولسم لېږديز ومړ او رور يې معاويه ځايناستى شو[150].

د يزيد، معاويه او پلار يې ابوسفيان په اړه روايت شوى دى: رسول الله (ص) ابوسفيان وليد، پر يوه خره سپور دى، مخې ته يې معاويه او تر شا يې يزيد ور روان دى،  پېغمبر (ص) وويل: ((پر مخکې روان، پر سپور، او ورپسې روان دې د خداى لعنت وي.[151]))

په هر حال هغه کسان چې د پېغمبر اکرم (ص) د بلنې تر روستیو شېبو پورې نه یوازې مسلمانان نشول؛  بلکې د کفارو د لښکرو مشري یې هم پر غاړه درلوده او له مسلمانانو سره یې تر خپلې اخري وسې پورې مبارزه کوله؛ نو همدا کسان د رسول الله (ص) تر وفات روسته په هماغه لومړیو ورځو کې د سقیفه مېشتو کسانو لخوا د واک د ترلاسه کوونې لپاره وګومارل شول.

د يزيد بن ابوسفيان تر مړينې روسته، معاويه د عمر (رض) په حکم د خپل رور ځايناستى شو او خليفه (رض) هره مياشت يو زر ديناره معاش ورته وټاکه[152].

ابن ابي الحديد وايي: زموږ د مشرانو او شيخانو له نظره معاويه په خپل دين کې مطعون او لعنتي دى، زنديق او کافر يې بولي او د فساد زباد ته يې، له اميرالمؤمنين علي (ک) سره جګړه بسيا ده[153].

نصر بن عاصم له خپل پلاره روايتوي: نبوي جومات ته ولاړم او ومې ليدل، خلک وايي: د خداى او رسول له غضبه يې خداى ته پناه وړو. و مې ويل: څه شوي؟ وويل شول: همدا اوس معاويه پاڅېد، پلار يې ابوسفيان له لاسه ونيو او له جوماته ووتل؛ نو رسول الله (ص) وويل: ((لعن الله التابع والمتبوع: پر تلونکي او ورپسې دې د خداى لعنت وي )).

له ابو برزه روايتوي[154]: له پېغمبر (ص) سره وو، سندره مو واورېده.  پېغمبر (ص) ويل: ووينئ، د چا غږ دى؟ ابو برزه وايي: پورته ولاړم او ومې ليدل، معاويه او عمرو عاص سندرې وايي، راغلم او  پېغمبر (ص) مې له حاله خبر کړ. حضرت (ص) وويل: (( اللَّهُمَّ ارْکُسْهُمَا فِی الْفِتْنَةِ رَکْسًا، اللَّهُمَّ دُعَّهُمَا إِلَى النَّارِ دَعًّا : خدايه دواړه فتنې ته ورستانه کړې او په اور کې يې وروغورځوه)).

علا بن حريز (رض) وايي: رسول اکرم (ص) معاويه ته وويل: معاويه! بدعت به د سنتو پر ځاى او بدي به د نېکۍ پر ځاى غورۀ کړې؛ خوراک به دې ډېر او ظلم به دې ستر وي[155].

د رسول الله (ص) دا وينا، د معاويه په واکمنېدو کې پلي شوه، د سنتو پر ځاى يې بدعتونه رادبره کړل، ځينې يې دا دي.

١_ د اختر لمانځه اذان او اقامه :

اذان او اقامه په پينځګونو ورځېنيو لمونځونو پورې اړه لري او د کوچني او لوی اخترونو لمونځونه اذان او اقامه نلري. رسول اکرم (ص) ويلي: ((ليس فى العيدين اذان ولا اقامه: د دواړو اخترونو په لمونځونو کې، اذان او اقامه نشته)).

تر رسول الله (ص) روسته، همدا سنت پلى کېده؛ خو چې معاويه واکمن شو د اخترونو په لمونځونو کې يې اذان او اقامه دود کړل او له نبوي سنتو سره يې مخالفت وکړ او بدعت يې رادبره کړ.

همداراز، په اختر لمانځه کې، خطبه په لمانځه پسې ده،  پېغمبر (ص) به د اختر لمونځ کاوه او بيا به يې خطبه ويله. د پېغمبر (ص) چلن، د وينا په څېر يې سنت او لاروي يې لازمه ده. تر رسول الله (ص) روسته همدا دود و؛  خو چې معاويه واکمن شو، د اختر لمانځه خطبه يې تر لمانځه مخکې وويله او نورو اموي واکمنو هم لاروي ترې وکړه او په دې توګه يې نبوي سنت څنډې ته کړل[156].

٢_ د سرو سپينو د لوښو کارونه:

معاويه په خوراک څښاک کې د سرو سپينو لوښي کارول، ورېښمينې جامې يې اغوستې، په اسلام کې يې حرامو ته څه اهميت نه ورکاوه او چې کله ورته وويل شول،چې رسول الله (ص) ددې لوښو کارونه حرامه کړې، ويې ويل: په کارونه کې يې څه ممانعت نه وينم[157] .

مقدام بن معدی کرب (رض) د بني اسد ټبر له يوه تن عمرو بن اسود سره معاويه ته ورغلل، معاويه، مقدام (رض) ته وويل: حسن (رض) ومړ. مقدام استر جاع وويله (يعنې انا لله و انا اليه راجعون آيت يې ولوست) او معاويه وويل: دا مصيبت بولې؟

مقدام (رض) وويل: ولې یې مصيبت نه بولم،  پېغمبر (ص) په غېږ کې کېنولى و، ويل يې: دا (يعنې حسن) له ما ځنې دى او حسين له علي (ک) څخه دى.

معاويه اسدي ټبر والا وپوښت: ته څه وايې؟

ويې ويل: يو اور ومړ.

مقدام (رض) معاويه ته وويل: پر خداى قسم درکوم، وادې نه ورېدل، رسول اکرم (ص) د سرو او ورېښمينو له کارولو نهې کوله او د داړنو ځناورو د پوټکي له کارولو او پرې له ورسپرېدو يې منع کوله؟

معاويه ورته وويل: هو.

 مقدام (رض) وويل: پر خداى قسم، دا ټول څيزونه مې ستا په کور کې وليدل.

معاويه وويل پوه شوم، نه مې پرېږدې[158].

٣_ د حدودو نه پلي کول:

قاضي ماوردي په احکام السلطانيه کې راوړي: معاويه ته يې يو شمېر غله راوستل، امر يې وکړ، لاسونه يې ورپرې کړئ، يو غله وويل: ((اميرالمؤمنينه! ښی لاس مې له بدرنګتوبه ستا عفوې او بښنې ته پناه دروړي، که لاس مې ستر او عفاف درلوداى؛ نو ښه و او هډو دا ښکلا يې له لاسه نه ورکوله، که څه هم دنيا مې خوښه ده؛ خو څه خير پکې هله نشته، کيڼ لاس مې له ښي لاسه جلا شي)) معاويه دا غل خوشې کړ او دا ړومبى حد و، په اسلام کې پلى نشو[159].

اسلام ربا او سود منع کړى او د سودي راکړې ورکړې يې سخته مخه نيولې؛ خو عطاء بن یسار وايي: معاويه يو اندازه سره تر وزن او توله يې ورډېر له نورو سرو سره معامله کړل. ابو درداء (رض) وويل: له رسول اکرم (ص) مې واورېدل، ددغسې راکړې ورکړې يې منع کوله؛  خو داچې دواړه په تول کې يو رنګ وي.

معاويه د ابو درداء (رض) خبرې ته په بې پروايۍ وويل: په دې کار کې څه ممانعت نه وينم.

ابو درداء (رض) له دې خبرې غوسه شو، ويې ويل: معاويه! څه دليل شته، چې زه د رسول الله (ص) خبره درته کوم او ته خپله خبره کوې؟ په هغې سيمې کې به ونه اوسېږم، پکې مېشت يې.

نو ځکه له شامه راووت او مدينې ته راغى او له دې پېښې سخت غوسه و[160].

٤_ د  پېغمبر (ص) د منبر لېږد:

محمد بن عمر وايي: معاويه پر پنځوسم لېږديز امر وکړ، د رسول اکرم (ص) منبر راونړوئ او شام ته يې راواستوئ، چې يې وخوځاوه، ناڅاپه لمر داسې تندر ونيو، ستوري راښکاره شول. خلکو پر هغه ورځ دا چار سپېره وباله او معاويه وويل : شام ته مې نه لېږداوه. ډارېدم، پښې به يې وينو خوړلي وي، معاويه له هماغې ورځې د پېغمبر (ص) منبر پوښ کړ.

يحيى بن سعيد يې له پلاره روايتوي، چې معاويه وويل: ښه مې نه ايسيدل، د  پېغمبر (ص) منبر او کونټۍ په مدينه کې وي؛ ځکه مدينه وال د عثمان (رض) وژونکي او دښمنان يې دي، معاويه مدينې ته راغى، د حضرت (ص) کونټۍ يې وغوښته، له سعد قرظي سره وه، بيا ابوهريره (رض) او جابر بن عبدالله (رض) ورغلل او پر خداى يې قسم ورکړ، له دې کاره لاس واخلي، ورته يې وويل: دا کار سم نه دى، د رسول الله (ص) منبر، په خپله يې په دې ځاى کې درولى، بې ځايه کړې او کونټۍ يې هم شام ته يوسې.

بيا معاويه له خپل هوډه تېر شو او پر منبر يې شپږ پلې نورې هم ورزياتې کړې او اوس يې شپږ پلې دي.

قبيضه بن ذويب وايي: عبدالملک هم هوډ درلود، چې د رسول الله منبر له خپل ځايه بېځايه کړي، ورته مې وويل: پر خداى قسم درکوم، دا کار مه کوه؛ ځکه معاويه وخوځاوه او لمر تندر ونيو. رسول الله (ص) ویل، څوک مې، پر منبر په دروغو قسم وخوري ځاى يې اور دى؛ نو عبدالملک له خپل هوډه واوړېد[161].

[یادونه: سعد بن عائذ (رض) مؤذن او د عمار بن ياسر مريى و او ځکه پر سعد القرظ مشهور و، د قرظ سوداګري يې کوله. قرظ: د سلم د ونې پاڼې دي، په څرمنو کې کارولېږي. رسول الله د سعد (رض) پر سر لاس راښکود، دعا يې ورته وکړه او د قبا جومات مؤذن يې کړ او چې کله به بلال (رض) نه و، پر ځاى به يې اذان کاوه او چې بلال (رض) د ابوبکر (رض) او عمر (رض) په خلافت کې شام ته ولاړ؛ نو خپل ځايناستى یې کړ او اذان ويل يې په ځوځات کې غځېدلی و او اولادونو يې احاديث ترې روايت کړي او يو يې داچې سعد (رض) ويلي: رسول اکرم (ص) بلال (رض) ته امر وکړ، د اذان ويلو پر مهال دې خپل ګوتې د غوږونو په څنګ کې ونيسي. سعد (رض) د حجاج تر وخته ژوندى و[162].]

٥_ زړه بوږنوړی کيسې ته ځير شئ:

مسعودي شافعي ( ٣٤٦ س مړ) په مروج الذهب (٣/٢٥٤) کې کاږي: مطرف د مغيره بن شعبه زوى وايي: ((له پلار سره مې معاويه بن ابو سفيان ته ولاړو، پلار مې ورغى، خبرې يې ورسره وکړې، راغى؛ خو د شپې ډوډۍ يې و نه خوړه او ډېر خپه و، ومې پوښت ولې؟

و يې ويل: زويه! نن د نړۍ له ډېر ناوړه سړي راستون شوى يم، معاويه ته مې وويل: عمر درباندې تېر شوى او غورۀ  ده په عدل او نېکۍ وچلېږې او خپلو ورېرونو بني هاشمو ته هم ورسې، راته يې وويل: افسوس، افسوس، هغه تيمي رور خليفه شو او عدالت يې وکړ، چې ومړ، څوک يې نامه په خوله نه اخلي؛  خو داچې څوک ووايي ابوبکر. ورپسې د بني عدی رور خليفه شو، زيار يې وکاږه او لس کاله واکمني يې وکړه، چې ومړ؛ نو نامه يې هم ورمړه شوه. عثمان هم، چې ومړ، نامه يې هم مړه شوه؛ خو ددې هاشمي رور هره ورځ په اذان کې پينځه ځل نامه يادېږي: ((اشهد ان محمد رسول الله)) نو په دې توګه څه يادګار رانه پاتېږي؟ ((اې بې پلاره!)) پر خداى قسم، مړ شو؛ خو مړ شو[163])).

شاميان په معاويه پسې ور روان ول

معاويه په شام کې د واکمنۍ په اړه څه ستونزه نه درلوده؛ ځکه د خپلې واکمنۍ له پيله تر پايه _؛ يعنې له شلم لېږديزه تر څلوېښتم پورې_ يې شاميان د خپلې ګروهې او اخلاقو له اړخ روزلي او جوړ کړي ول. په حقيقت کې د شاميانو اسلام، اموي و، نه محمدي؛ ځکه دوى بې له امويانو او پلويانو يې بل څوک ليدلي نه ول؛ نو ځکه چورلټ يې د معاويه منل.

طبري روايت کړي، هغه مهال چې نعمان بن بشير شام ته د حضرت عثمان (رض) په وينو لړلى کميس يې له پرېکړو ګوتو سره راووړ؛ نو معاويه کميس پر منبر کېښود او ګوتې ورپورې ځوړندې وې او خلک تر يوه کاله ورتلل او پر منبر پروت کميس ته يې ژړل. شاميانو ژمنه وکړه، تر هغې به خپلو مېرمنو ته نه ورنژدې کېږي، د عثمان (رض) وژونکي يې وژلي نه وي[164].

شعبي روايت کړي، چې (د معاويه خور) ام حبيبې يو څوک د عثمان (رض) کورنۍ ته ور واستاوه، هغه جامې ورته راولېږي، عثمان (رض) پکې وژل شوی؛ نو په وينو لړلى کميس يې د څو تاره ږيرې سره ورولېږه.

ام حبيبي کميس د نعمان بن بشير په لاس معاويه ته ورولېږه، معاويه د خلکو په مخ کې پر منبر کميس راښکاره کړ او د عثمان (رض) کسات اخستو ته يې راوبلل. شاميانو وويل: عثمان (رض) دې د تره زوى دى او ته يې ولي يې او موږ يې په غچ اخستو کې درسره ملګري يو[165].

معاويه هڅه کوله خپل دښمنان وځپي او د خپلې واکمنۍ ارکان ټينګ کړي او دې موخې ته يې له بېلابېلو لارو چارو ګټنه کوله، په لنډو يې څو بېلګې راوړو:

مسعودي روايتوي، معاويه پوهېده، چې واکمني به تر لاسه کړي؛ نو ځکه يې ځان واکمنۍ ته چمتو کاوه.

په همدې لړ کې يې يوه ډله کوفې ته ولېږله، په خلکو کې ډنډورۀ  کړي، معاويه مړ شوى دى. اميرالمؤمنين علي (ک)، چې و، خبر ويې ويل: د معاويه د مړينې په باب مو ډېرې خبرې کړي، پر خداى قسم مړ نه دى او څو واکمن شوى نه وي، نه مري او زما تر پښو لاندې همدا ځمکه به ونيسي او د ځيګر خورې زوى په دې کار ځان رانه پوهوي، علي (ک) څه وايي او په ګانده کې به يې برخليک څه وي. امام خلک د معاويه د وخت له پېښو، ورپسې د يزيد، مروان، د مروان له ځوځاته او له حجاج او کړاوونو يې خبر کړل.

يو تن وويل: امير المؤمنينه! ستر مسايل دې راڅرګند کړل، ايا دا چارې په ګانده کې راپېښېږي؟

علي (ک) وويل: پر خداى قسم، دا چارې به پلې شي او دروغ راته ويل شوي نه دي او دروغ نه وايم.

يو شمېر نورو وويل: دا چارې څه وخت راپېښېږي؟

علي (ک) وويل: چې مې ږيره د سر په وينو سره شي، يو لاس يې پر سر او بل يې په خپله ږيره کېښود؛ نو خلکو ډېر وژړل.

علي (ک) وويل: مه ژاړئ، تر ما روسته به اوږدې ژړاګانې وکړئ[166].

 چې معاويه چارواکى شو؛ نو ښه پوهېده، کار پاى ته رسېدلى نه دى او ډېرې ستونزې په مخ کې ورته پرتې دي، چې بايد هوارې يې کړي، څو ورځې بې لانجې پاچاهي وکړاى شي.

که څه شاميان يې پورۀ  د ځان ايل کړي ول؛ خو د هغې زمانې په پراخه اسلامي خاورۀ  کې يې ټولو خبره نه منله؛ بلکې مسلمانانو په بېلابيلو نيتونو او هيلو ورسره مخالف ول او ستونزې ورته پيدا کولې، دلته د معاويه د مخالفينو او هم هغوى چې معاويه په پيسو او مقام اخستي ول يادونه يې کوو:

١_ خوارج او مارقين:

خوارج هماغه کسان وو، په صفين کې له امير المؤمنين علي (ک) جلا شول او منځګړتوب يې ونه مانه او تردې روسته يې رسمي مخالفت اعلان کړ او په نهروان کې له علي (ک) سره وجنګېدل. امام علي (ک) پرې لاسبرى شو؛ خو خوارج همدغسې پاتې شول او د علي (ک) تر شهادت روسته يې له امويانو او مروانيانو سره ډېرې جګړې وکړې[167].

خوارج، د معاويه سخت غليمان وو، که څه له علي (ک) سره يې هم ډاګيز مخالفت درلود، دوى د معاويه واکمني ته ستر خنډ او مهم خطر بلل کېده.

طبري د ٤٢ لېږديز په پېښو کې وايي: پردې کال د نهروان جګړې ماتې خوړلي، چې تښتېدلي او ټپيان _چې علي ترې تېر شوى و او بېرته روغ شوي وو_ راټول او د معاويه د واکمنۍ د راپرځېدو په اند کې شول[168] .

يو خارجي حوثره اسدي پاڅون وکړ، معاويه يو تن امام حسن (رض) ته ورولېږه، له حوثره سره جګړې ته چمتو شي. امام ورته وويل: پر خداى قسم، د مسلمانانو د ځانونو د ساتنې په پار مې له جګړې ډډه وکړه او نه انګېرم، راته روا وي، په پار دې له يوې ډلې سره جګړه وکړم. پر خداى قسم، له تا سره جګړه تر هغوى (راته) وړ ده[169].

يو بل خارجي مستورد بن سعد دى، په کوفه کې د معاويه د والي مغيره پر ضد راپاڅېد، جګړې ته يې معقل بن قيس ورولېږه، په جګړه کې مستورد او معقل دواړه ووژل شول[170].

٢_ دنيا پالي او دين پلوري:

دويمه ډله، هغه کسان دي، چې د امير المؤمنين علي (ک) په وينا: يميلون مع کل ريح: په هر باد سره خوځي[171] په بله وينا ډوډۍ د ورځې په نرخ خوري، رې يې، چې دنيا اباده وه، هملته وي او د امام حسن عسکري په وينا: ((فهم کراکب البحر يموج عند موجه و پسکن عندسکونه: د سمندر د حسنو په څېر دي، په څپه خوځي او چې سمندر ارام وي، دوى هم ارامېږي[172])).

دوى، هغه دين پلوري ول، په تطميع يې په اسانۍ خپل رنګ اړاوه او په ټولنه کې دا ډول وګړي څه لږ نه ول.

جويرية بن اسماء وايي: ابوموسى اشعري تورۀ  خولۍ پر سر معاويه ته راغى، ويې ويل: ((السلام عليک يا امين الله)) معاويه وويل: ((وعليک السلام))، ابو موسى ووت، معاويه وويل: دا سړى راغلى و، چې د يوې سيمې والي يې کړم، نه پر خداى قسم ولايت نه ورکوم[173].

طبري روايتوي: په شام کې د بني ربيعه د ټبر يو شمېر کسان معاويه ته ورغلل، هر يوه ته يې يو لک درهمه ورکړل؛ خو حتات بن يزيد ته يې اويا زره درهمه ورکړل.

ډلې په ستنېدا کې د معاويه د ورکړې په اړه يو بل وپوښتل: حتات معاويه ته ورستون شو. ورته يې وويل: ولې راستون شوې؟ ويې ويل: زه خو دې په ډله کې رسوا کړم، ايا زه حسب نه لرم؟ عمر مې د هغوى هومره نه و؟ ايا په ټبر کې مې غاړه ايښوونکى نه يم؟

معاويه وويل: هو.

حتات وويل: نو ولې دې تر نورو لږه ډالۍ راکړه؟

معاويه وويل: په پيسو مې دين ترې وپېره؛ خو ته د عثمان (رض) له پلويانو يې.

حتات وويل: زما دين هم وپېره.

معاويه امر وکړ، حتات ته د نورو هومره پيسې ورکړه[174].

٣_ د معاويه مرستيالان:

معاويه د خپلې واکمنۍ ټينګېدو ته هغه شمېر کسان ځان ته رامات کړل، چې سمه ژمنه او ديانت يې نه درلود او دين يې دنيوي موخو ته وزله کړى و، په دې اړه پراخه کړنې لري، چې ځينو ته يې اشاره کوو.

* په ځان پورې د زياد رانښلون (استلحاق):

د زياد مور، سميه، د حارث بن کلده وينزه وه؛ خو د پلار له اړخه ځينې يې زياد بن ابوسفيان، ځينې يې زياد بن ابيه، ځينې يې زياد بن امه او ځينې يې پر زياد بن سميه يادوي او مخکې تر دې، چې معاويه يې په خپل پلار ابوسفيان پورې راوتړي، زياد بن عبيد ثقفي يې ورته وايه[175].

طبري وايي: معاويه پر ٤٤ س زياد بن سميه په خپل پلار ابوسفيان پورې ورونښلاوه. زياتوي: عبدالله بن عامر، د معاويه له لوري د بصرې والي و، ويل: د سميه زوى مې پر چارو نيوکه کوي او مامورينو ته مې ګوتنيوى کوي. هوډ لرم يو شمېر قريش راولم، قسم وخوري، ابوسفيان کله هم سميه ليدلى نه ده.

زياد معاويه له دې خبرې خبر کړ او خپل پاسوال ته يې وويل، عبدالله بن عامر ته به د راننووتو اجازه نه ورکوې.

ابن عامر، شام ته د معاويه ليدو ته ورغى، پاسوال اجازه ورنه کړه، عبدالله بن عامر يزيد ته ورغى او په وساطت يې معاويه وليد.

معاويه ورته وويل: د زياد په اړه دې دغسې ويلي؟ پر خداى قسم عرب پوهېږي، په جاهليت کې يې ډېر عزتمن وم او اسلام مې هم عزت را ډېر کړ، څه کمى مې نه درلود، په زياد يې پورۀ  کړم او ذليل نه وم، چې نوموړی يې عزتمن کړي؛ خو پر يوه حق پوه شوم او پر خپل ځاى مې کړ!

ابن عامر وويل: څه چې زياد غواړي ورستون شم!

معاويه وويل: موږ به هم ستا خوښې ته ورستانه شو!

نو ځکه ابن عامر زياد ته ورغى او راضي يې کړ.

ابو اسحاق وايي: هغه وخت، زياد کوفې ته راغى، خلکو ته يې وويل: يوه اړتيا لرم. خلکو وويل: وواست، څه رانه غواړې.

زياد وويل: نسب مې په معاويه پورې وروتړئ. خلکو وويل: د دروغو په ګواهۍ به دا کارونه کړو!

بيا زياد بصرې ته راغى او يو تن ګواهي ورکړه[176].

ابن عبدالبر روايتوي: زياد ته د علي (ک) په ليک کې راغلي: د عمر (رض) پر وخت، ابوسفيان يوه خبره کړې، چې نسب او ميراث پرې نه زبادېږي، معاويه د وګړيو د غولولو لپاره له مخې او شا ورځي؛ نو ځکه ځان ترې ساته.

ابن عبدالبر زياتوي: معاويه زياد پر ٤٤ س په ځان پورې ونښلاوه او رور يې ورته ووايه او خپله لور يې دده زوى _محمد بن زياد_ ته ور نکاح کړه. د زياد مورنى او سکه رور (ابوبکره) چې خبر شو، قسم يې وخوړ، بيخي به خبرې ورسره ونه کړي. ويې ويل: زياد خپله مور په زنا تورنه کړه او ځان يې له خپل پلاره نفې کړ. نه! پر خداى قسم، سميه کله هم ابو سفيان ليدلى نه دى.

پر زياد افسوس! د نبي اکرم له مېرمنې او د معاويه له خور ام حبيبې سره به څه کوي؟ نيت يې دى، چې هغه وويني؟ که ام حبيبه اجازه ورنکړي، زياد رسوا کېږي او که يې وويني؛ نو دا يو مصيبت دى؛ ځکه د رسول الله (ص) حرمت سپکېږي.

زياد د معاويه پر مهال حج ته ولاړ او نيت يې و، ام حبيبې ته ورشي. د خپل رور ابوبکر خبره ور ياده شوه او له دې کاره يې لاس واخست.

 ويل شوي، چې ام حبيبې اجازه ورنه کړه.

معاويه زياد په ځان پورې راونښلاوه، امويان ورغلل ااو عبدالرحمن بن حکم ورته وويل: معاويه!  ته خو بې له دې زنګي او تورپوټکي هم پرې ور ډېرېدې او موږ ته به کوم خړ سترګي او سرټیټي نه وه.

معاويه مروان ته وويل: دا مخلوع وباسه، ايا د زياد په اړه يې شعر رارسېدلى نه دى؟

بيا يې مروان ته وويل: هغه اشعار راته ولوله:

((د صخر زوى معاويه ته ووايه، کړنو دې ډګر راتنګ کړ، که ووايي، پلار دې پاکلمنى دى، غوسه کېږي، که وويل شي: زنا يې کړې؛  خوشحالېږي؟ ګواهي لم، له زياد سره خپلوي دې له خره سره د فيل خپلوي ده، ګواهي یم، د زياد مور له ده څخه نه دوه ځانې شوې او پلار دې صخر سميه ته ورنژدې شوى نه دى[177])).

په هر حال، معاويه دا د شرع پر خلاف او ناوړه چار، خپلو سپېرو موخو ته د ور رسېدو لپاره ترسره کړ، په کارونو يې دا او ملګري يې په ګواښنې، ځپنې او وژنې خپل دريځونه ټينګ کړي؛ نو ځکه يې مغيره بن شعبه د کوفې والي او زياد يې د بصرې والي وټاکل او چې مغيره ومړ، د کوفې ولايت يې هم زياد ته وروسپاره.

د طبري د وينا له مخې، د مغيره تر مړينې روسته، زياد د معاويه له لوري پر بصرې، کوفې، ختيځ، سجستان، فارس، سند او هند واکمن شو او پر دې يې هم بسياينه ونه کړه[178].

په هر حال، زياد يو له هغو کسانو دى، چې د امويانو د واکمنۍ په ټينګښت کې يې پرېمانه هڅې کړې دي.

طبري وايي: زياد ړومبى تن و، د امويانو واکمني يې ټينګه کړه، چي د معاويه پاچاهي يې مضبوطه کړه، خلک يې په زورۀ  اطاعت ته اړ کړل، په سزا ورکولو کې ړومبى و، تورۀ  يې لغړه کړه او پر چا يې، د مخالف ګومان کېده، نيوه يې او په ګومان يې سزا ورکوله، تردې چې خلک يې په واکمنۍ سخت ډارېدل[179].

مسلمه بن محارب وايي: چې مغيره ومړ او زياد ته يې د عراق واکمني ورکړه، کوفې ته راغى او پر منبر يې وويل: چې د کوفې ولايت مو راکړ، په بصره کې وم او نيت مې درلود، دلته له دوو زرو تنو پوليسو او مامورينو سره راشم، بيا راياد شول، تاسې حقوال ياست او حق تل باطل پر شا تمبوي؛ نوځکه يوازې له خپلې کورنۍ سره درته راغلم.

چې خبرې يې پاى ته ورسېدې، ورته ناستو له هرې لوري ډبرې پرې وورولې. صبر يې وکړ، ډبرې ورول پاى ته ورسي. بيا يې يو شمېر خپلوان راوغوښتل، ورته يې وويل: د جومات ورونه ونيسي، بيا يې وويل: هغه ونيسئ، چا يې په څنګ کې ډبره ورولې وي او و نه وايي نه پوهېږم، څوک مې تر څنګ و.

بيا يې وويل: د جومات پر ورۀ  يو ميز کېدئ او څلور څلور تنه يې راغوښتل او قسم يې ورکاوه، ډبره يې ورولې نه ده؟ چا چې قسم خوړ، خوشې کاه يې او چې قسم يې نه کاوه، ساته يې، تردې چې په جومات کې دېرش يا اتيا تنه پاتې شول، بيا يې امر وکړ، همدلته يې لاسونه پرې کړئ[180].

ابن جوزي په المنتظم کتاب کې روايتوي: زياد، د هغو اتياوو تنو لاسونه ورپرې کړل، په کوفه کې يې د وينا پر حال ډبرې ور ورولې وې او هوډ يې وکړ، کورونه يې ور ويجاړ او د کجورو ونې يې وسوځوي؛ نو دوى يې په جومات او ((رحبه)) کې راټول کړل، له علي (ک) خپله کرکه اعلان کړي؛ خو پوهېده، دوى دا کار نه کوي؛ نو يوه پلمه يې وکړه، دوى ټول ووژني او ښار يې ور ويجاړ کړي[181].

د زياد مړينه

عبدالرحمن سائب انصاري وايي: د خپل ټبر له يو شمېر کسانو سره وم او خلک پر هغه ورځ سخت اندېښمن ول، په ناسته ويده شوى وم، چې په خوب کې مې وليدل، د اوښ په څېر يو څيز راته راځي او عجيبه غږ لري، ورته مې وويل: څوک يې؟ويې ويل: زه نقاد ذوالرقبه يم، د دې ماڼۍ څښتن ته رالېږل شوى يم.

په اندېښنه له خوبه راويښ شوم اوخپلو دوستانو ته مې وويل: څه مې چې وليدل و مو ليدل؟ ويې ويل: نه ! خپل ليدلي مې ورته وويل: پر دې وخت يو تن له ماڼۍ راووت، ويې ويل: ستا نه شئ. امير درته وايي: نن کار درسره نه لرم؛ نو څرګنده شوه، پر طاعون اخته شوی. ويل يې: نيم بدن مې سوځي، دا يې تر مرګه ويل. بيا نو عبدالرحمن بن سائب دا شعر ووايه:

مــاکان منتهيا عـما اراد بنا

حتى تناوله النقاد ذوالرقبه[182]

رسول اکرم (ص) ويلي: ((الو لدللفراش وللعاهر الحجر: زوکړی د ملاست دی او زاني ډبرېدونی دی))

خو معاويه زياد په ابوسفيان پورې ورونښلاوه او موخه يې دا وه، معاويه پوهېده زياد بن سميه په عراق کې د علي (ک) لارويان پېژني او ځپلاى شي؛ نو ددې دسيسې پلي کولو ته يې په دې ننګين کار لاس پورې کړ او ابن عبدالبر په الاستيعاب (٢/٥٢٣)کې راوړي، زياد خپل پلار عبيد په زر درهمه وپېره او ازاد يې کړ.

مغيره بن شعبه

دا د معاويه يو بل پلوى و، ځان يې له صفين جګړې نه ګوښی کړ او تر منځګړتوب روسته له معاويه سره يو ځاى شو. د حضرت علي کرم الله وجهه تر شهادت او له معاويه سره د امام حسن تر سولې روسته، کوفې ته راغى او والي يې شو، تردې چې پر ٥٠ يا ٥١س کې په کوفه کې ومړ[183]. مغيره له هغو کسانو ځنې و، چې دين يې دنيا ته غوښته.

يوه ورځ امام حسن (رض) ورته وويل: مغيره! په رښتيا د خداى دښمن يې او کتاب الله دې څنډې ته کړى او د خدای  پېغمبر دې دروغ ګڼلى او زناکار يې، سنګسارول دې فرض دي؛ ځکه عادل وګړيو ګواهي پرې ورکړې؛ خو سره له دې سنګسار يې نه کړې او د حق مخه يې په باطلو ونيوه او رښتيا ته يې په غلطو ورشا کړه. خداى دې په دنيا کې پر خوارۍ او دردناک عذاب اخته کړه؛  البته د آخرت عذاب ډېر خواروونکى دى. ته هماغه يې، زما مور فاطمه (س) دې هومره ووهله، وينه ترې ولاړه او زوى يې ترې وغورځېد او دا کار دې رسول الله (ص) ته سپکاوى، ورسره مخالفت او د رسول اکرم د حرمت او درناوي څيرول و، حال داچې رسول اکرم (ص) فاطمې (س) ته ويلي و: ((انت سيدة نساء اهل الجنة: ته د جنتي ښځو اغلې يې)).

بيا امام حسن (رض) مغيره ته وويل: پر خداى قسم اور به دې ځاى وي او خداى به دې د ويناوو او کړنو پايله در وګرځوي.[184]

ابن کثير وايي: مغيره د خندق غزا پر کال تر هغې روسته اسلام راووړ، د ثقيف ټبر ديارلس تنه يې _له مقوقس نه په راستنېدا کې_ ووژل، د دوى شتمني يې لوټ او عروة بن مسعود یې دیه ورکړه. عمر (رض) مغيره د بصرې والي وټاکه او چې پر زنا يې ګواهي ورکړه شوه، ګواهي يې ور و نه منله.

د عثمان (رض) په خلافت کې لرې شو او ګوښه توب يې خپل کړ. تر منځګړتوب روسته له معاويه سره يوځاى شو، له معاويه سره د امام حسن تر سولې روسته کوفې ته راغى او معاويه د کوفې والي وټاکه، تر مړينې (٥٠ که ٥١) د کوفې والي و.

قبيصة بن جابر وايي: د مغيره بن شعبه ملګرى وم، دا دغسې يو سړى و، که يو ښار اته ورونه لري او څوک يوازې په ټګۍ ترې وتاى شي؛ نو مغيره په ټګۍ له ګردو ورونو وتاى شي[185] .

 ابوالعباس روايت کړى دى: مغيره د کوفې په ولايت کې يو ((دير)) ته ورغى، هند د نعمان بن منذر لور _چې پلار يې د حيره يو پاچا و_ پکې اوسېده، دا يوه ړنده بوډۍ وه، رهبانيت يې خپل کړى و، مغيره د ليده کاتو اجازه ترې وغوښته.

هندې ته وويل شول، د کوفې امير راغلى.

ويې ويل: ورته وواست،: د جبلة بن ايهم له ځوځاته يې؟

ويې ويل: نه.

راهبې وپوښتل: د مندر بن ماء السماء له ځوځاته يې؟

ويې ويل: نه.

ښځې وپوښتل: نو څوک يې؟

ويې ويل: زه مغيره بن شعبه ثقفي يم.

ښځې وويل: څه اړتيا لرې؟

مغيره وويل: راغلى يم، نکاح درسره وکړم.

بوډۍ وويل: که ته ښکلا يا عيش ته راغلى وې، منلې مې؛ خو ته په دې واده نيت لرې، چې د عربانو په ناسته پاسته کې ووياړې، ګنې د نعمان بن منذر لور مې نکاح کړې؛ ځکه ته اعور (یو سترګی) او زه ړنده يم او له يو ځاى کېدو مو څه ګټه ده؟

مغيره وويل: په تېر کې څنګه واست؟

ښځې وويل: لنډه يې درته وايم، په تېرو کې ورځ مو په داسې حال کې شپه کوله، ټول عربان رانه ډارېدل او يا راته هيلمن ول او په داسې حال کې مو ګهيځ کاوه، پر ځمکه يو عرب هم نه و؛ خو داچې ترې ډارېدو او يا داچې هيلمن وو را باندې ولورېږي او راسره نېکۍ کولوته يې لېوال وو[186].

طبري ليکي: پر څلوېښتم لېږديز، مغيره د حج مراسمو والي و؛ ځکه د معاويه له ويناوو يې يوه ليکنه جعل (او جوړه) کړه، د حج مراسمو والي او مشر وي او د ذيحجې اتمه (ترويه) يې د عرفې نهمه کړه او د عرفې ورځ يې اختر کړ او قرباني يې وکړه. دا کار يې په دې پار وکړ، امتياز يې په خپلې نامې ثبت شي، بلخوا اورېدلي يې ول، عتبة بن ابو سفيان د حج والي شوى دى؛ نو بيړه يې وکړه، د حج مراسمو مشري دده وي[187].

سَمُرة بن جندب

رسول اکرم (ص) سمره، ابو هريره او درېيمي تن وويل: ((اخرکم موتا فى النار: په تاسې کې، څوک روسته ومري؛ نو دوزخي به وي))[188].

سَمُره د معاويه يو بل پلوى و چې په واکمنۍ کې يې پر بصريانو ډېر تېري کړي دي. طبري وايي: هغه مهال، زياد ته د کوفې ولايت هم ور وسپارل شو؛  نو چې کوفې ته به تله؛ نو سمره به يې په بصره کې پر خپل ځاى ګوماره.

محمد بن سليم وايي: انس بن سيرين مې وپوښت: په دې وخت کې سمره څوک وژلى دى؟ ويې ويل: وژلي يې شمېرلاى نشو.

زياد کوفې ته ولاړ او په بصره کې يې سمره خپل ځايناستى کړ، راستون شو، چې معاويه زياد ته د کوفې او بصرې امارت ورکړ؛ نو شپږ مياشتې به په بصره کې و او شپږ په کوفه کې، اته زره تنه بصريان يې وژلي ول.

زياد ورته وويل: نه ډارېدې، په دوى کې به دې بې ګناه وژلي وي؟

سمره وويل: که د دوى دوه ګرايه مې وژلي واى، نه ډارېدم.

ابى سوار عدوي وايي: سمره، يو ګهيځ زما له قومه ٤٧ تنه، قرآن يې راټول کړى و، ووژل.

عوف وايي: سمره له خپل لښکر سره د بني اسد ټبر له کورونو تېرېده، د لښکر سر يې له يوه سړي سره مخ شو، له کوڅې راوتلى و، يو پوځي په تورۀ  وواهه او چې سمره ور  ورسېد، وهل شوى په وينو کې د ساه ورکولو په حال کې و، ويې ويل: څه خبره ده؟ ورته وويل شول: يو پوځي وهلى دى. سمره وويل: چې خبر شوئ، موږ سپاره يو؛ نو ځانونه مو له نېزو بچ کړئ[189].

روايت شوى: معاويه، سمره ته يو لک درهمه ورکړل، روايت کړي د بقرې ٢٠٤ آيت ((وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ[190]= او په دنيوي ژوند کې د ځينو خلکو خبرې دې هېښوي )په ښکاره ښه مينه څرګندوي( او څه چې په زړه کې وي خداى پرې ګواه کوي؛ خو دا د اسلام بدترين غليم دى)).

د علي (ک) په باب او د بقرې ٢٠٧ آيت ((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ[191]= ځينې خلک د خداى رضا تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري او خداى پر بندګانو لوراند دى)).

د ابن ملجم په اړه نازل شوى. سمره ونه منله. معاويه دوه لکه درهمه ورکړل، بيا يې هم ونه منله، درې لکه يې ورکړل، ويې نه منله؛  خو چې څلور لکه درهمه يې ورکړل، ويې منله[192].

سليمان بن مسلم وايي: پلار مې ويل: جومات ته ولاړم. يو سړى سمره ته راغى او د خپل مال زکات يې ورکړ. سمره جومات ته راغى او پر لمانځه ودرېد او يو تن راغى او سر يې ورپرې کړ. ناڅاپه مې وليدل، سر يې په يوه څنډه کې او بدن يې د جومات په بله څنډه کې ولوېد. ابوبکره (د زياد بن ابيه رور) راغى ويې ويل: خداى تعالى وايي:‎ ((قد افلح من تزکى، و ذکر اسم ربهه فصلى[193]: په یقين هغه بريالى شو، ځان يې پاک کړ او د خپل پالوونکي نامه يې ياده او لمونځ يې وکړ)).

سليمان بن مسلم وايي: پلار مې وويل: سمره هله ومړ، چې سختې یخنی (زمهرير) ونيو، بدن يې سوړ شو او په خورا ناوړه حالت ومړ. ويل يې: شاهد وم، ډېر خلک يې ده ته راوستل، ترې پوښتل يې: پر کوم دين يې؟ ورته يې وويل: ((اشهد ان لا اله_ الا الله وحده لا شريک له و اشهد ان محمدا عبده ورسوله، او له خوارجو کرکجن او بېزاريم))؛ نو دوى به يې نيول او سرونه يې ور پرې کول. تردې چې دلته يې تر شلو ډېر وګړي ووژل.

جعفر بن سليمان وايي: معاويه د زياد بن ابيه تر مړينې روسته، سمره د بصرې شپږ مياشتې امير او بيا يې لرې کړ.

سمره وايي: پر معايه دې د خداى لعنت وي، پر خداى قسم که د معاويه د لاروۍ هومره مې د خداى لاروي کړې واى، هډو پر عذاب يې نه اخته کولم[194].

مسعر بن کدام وايي: چې امام حسین کوفې ته راغى، سمره د عبيد الله بن زياد د لښکر بولندوى و او خلک يې له امام حسین (رض) سره جګړې ته هڅول[195].

د سيالانو ځپنه

معاويه د خپلې واکمنۍ د ټينګولو لپاره، د خپلو سيالانو په ځپنې پيل وکړ او له هر چاچې ډارېده، واکمني ته يې ګواښ دى، په ځيرکۍ يې له منځه وړه او دا چلن يې له امام حسن (رض) سره د سولې په پېر کې ځانګړى نه و، ان د علي (ک) په زمانه کې يې هم کاراوه، په تاريخ کې يې بېلګې ثبت او ځينې يې دادي:

مالک اشتر(رض):

مالک د حضرت علي (ک) يو ستر بولندوى و، معاويه په چل ول شهيد کړ.

طبري روايتوي: چې علي (ک) له صفين راستون شو، مالک اشتر _چې هغه مهال په نصيبين کې د سرحدي ځواکونو بولندوى و_ ته يې وليکل: محمد بن ابوبکر (رض) مې د مصر امير کړى دى؛ خو يو شمېر خوارج يې پر ضد راپاڅېدلي؛ خو نوموړى ځوان دى او د جګړې پورۀ  تجربه نلري. دا ليک چې درورسېد پر خپل ځاى يو ډاډمن وګوماره او راشه. مالک همدغسې وکړل.

امام د مصر پېښه ورڅرګنده کړه، ويې ويل: ته مصر ته وړ يې او ورشه. که وصيت مې درته ونه کړ؛ نو ستا په نظر مې بسياينه وکړه. په خپلو موخو کې، له خدايه مرسته وغواړه.د نرمۍ په ځاى کې نرمي کوه او د سختۍ په ځاى کې سختي.

مالک، مصر ته د ورتلو لپاره چمتو شو.

ځرو معاويه خبر کړ، علي (ک) د مصر امارت مالک ته ورکړ، پر معاويه دا چار سخت پرېووت؛ ځکه مصر ته يې تمه وه او پوهېده که مالک مصر ته ورشي؛ نو مصر نيواى نشي؛ نو ځکه د خراج يو اوسېدونکى يې جايستار ته ولېږه، ورته يې وويل: مالک اشتر د مصر والي شوى، په هر چل يې چې وژلى شې، و يې وژنه، تر ژونده به ماليه درنه وانخلم. جايستار روان شو او ((قلزم)) ته ورسېد، دلته تم شو، مالک له عراقه مصر ته را روان شو، مالک دلته راورسېد، ښه راغلاست يې ورته ووايه، ورته يې وويل: زه د خراج يو تن اوسېدونکى يم، دلته کور؛ خواړه او نورې اړتياوې دې درته شته. مالک دلته تم شو او سړى خواړه او نورې چارې ور چمتو کړې. مالک، خواړه وخوړل، جايستار د شاتو په شربت کې زهر ورته اچولي ول، ور يې کړل، يې وڅښل، مسموم او شهيد شو.

معاويه شاميانو ته وويل: علي (ک) مالک مصر ته لېږلى، دعا کوئ، خدا يې هلاک کړي.

شاميانو هره ورځ مالک ته ښېراوې کولې.

جايستار، معاويه د مالک له مرګه خبر کړ.

معاويه يوه وينا وکړه، و يې ويل: علي بن ابي طالب دوه ملګري درلودل: يو په صفين کې له منځه ولاړ (؛ يعنې حضرت عمار ياسر (رض) ) او بل نن او دا مالک اشتر و[196].

نصيبين: د موصل او شام تر منځ يو ښار دى[197].

قلزم: د يمن سمندر پر غاړه يو ښار دى[198].

عبدالرحمن بن خالد:

مسلمة بن محارب وايي: عبدالرحمن بن خالد بن وليد د روم له سيمې حمص ته راغى او په خلکو کې مشهور شو، خلک دده د پلار خالد بن وليد او هم د خپلې مړانې په پار ور څوبمن شول.

هغه مهال، د روم په سيمه کې و، معاويه ترې ډارېده؛ نو د ابن آثال په نامې يوه تن ته یې وويل، په يوه چل يې ووژني. معاويه ابن آثال ته وويل، که يې ووژني، د عمر تر پايه به ماليات ترې وانخلي او د حمص ماليات راټولول به ورپرېږدي.

عبدالرحمن بن خالد، له رومه حمص ته راستون شو، د ابن آثال يو مريي زهرجن شربت ور وڅښه او ومړ. معاويه له ابن آثال سره پرکړې ژمنې وفا وکړه.

د عبدالرحمن بن خالد زوى (خالد) مدينې ته راغى، يوه ورځ له عروة بن زبير سره ناست و، ورته يې وويل: څوک يې؟ ويې ويل: د عبدالرحمن بن خالد زوى يم.

عروة وويل: ابن آثال څه وکړل؟

ددې خبرې په اورېدو، خالد بن عبدالرحمن پاڅېد او حمص ته ولاړ او د ابن آثال وژنې ته يې لاره چاره لټوله.

يوه ورځ يې ابن آثال سپور وليد، په تورۀ يې وواهه او ويې واژه. معاويه خبر شو او خالد بن عبدالرحمن يې څه موده بندي کړ. بيا يې د ابن آثال دیه ورکړه او خالد يې په دې پار قصاص نه کړ، خپله معاويه يې د پلار د وژنې امر کړى و.

خالد بن عبدالرحمن مدينې ته راستون شو او عروه بن زبير ته ورغى او سلام يې پرې واچو. عروه وويل: ابن آثال څنګه دى؟ عروه چوپ شو او څه يې ونه ويل[199].

ابن عبدالبر يې د وژنې پېښه په بله بڼه روايتوي: عبدالرحمن د قريشو له سپرو او مېړنو ګڼل کېده، د فضل و کرم خاوند و؛ خو له علي (ک) او بني هاشمو سره مخالف و او رور يې مهاجر بن خالد د علي (ک) پلوى و او په جمل او صفين کې د علي (ک) په لښکر کې و؛ خو عبدالرحمن په صفين کې له معاويه سره ملګرى و.

هغه مهال چې معاويه له شاميانو يزيد ته بيعت اخسته، و يې ويل: شاميانو! عمر مې خوړلى او اجل مې رانژدې شو. هوډ لرم ستاسو د چارو اوډون ته خپل ځايناستى وټاکم او زه به هم ستاسې په څېر يو تن يم؛ نو نظر مو وواست.

شاميانو وويل: موږ پر عبدالرحمن بن خالد خوښ يو؛ خو دا خبره پر معاويه سخته پرېوته، خپه شو او پر زړه يې تېره کړه، عبدالرحمن ناروغ شو، معاويه يو يهودي طيب پرې وګوماره، په ظاهر يې درمل وکړي، طبيب ته يې وويل: ويې وژنه، طبيب يو شربت وروڅښه، دننه يې وسېځه او ومړ.

 بيا یې رور مهاجر بن خالد له خپل مريي سره پټ دمشق ته ورغلل او طبيب ته په څارنځي کې کېناستل. د شپې، طبيب د معاويه له کورۀ راووت، بريد يې پرې وکړ، له طبيب سره ملګري وتښتېدل او مهاجر بن خالد طبيب وواژه[200].

عبدالرحمن د حضرت ابوبکر (رض) زوى

عبدالرحمن د معاويه له سيالانو ګڼل کېده او د امويانو د واکمنۍ د ټينګښت خنډ و. عبدالرحمن له هغو کسانو ځنې و، په رسمي توګه يې د يزيد له ځايناستۍ سره مخالفت وکړ. پېښه له دې ځايه پيل شوه، چې معاويه هوډ وکړ، مغيره د کوفې له امارته لرې کړي او سعيد بن عاص يې پر ځاى وګوماري، مغيره له کوفې يزيد ته ورغى او دده د بيعت اخستو وړانديز يې وراوڅار کړ. يزيد خپل پلار له دې وړانديزه خبر کړ، پر معاويه ښه ولګېد او مغيره يې کوفې ته ورستون کړ، ورته يې وويل: چې يزيد ته له خلکو بيعت واخله[201].

خو په مدينه کې د حسين بن علي په څېر او نور کسان ول، د يزيد له ځايناستۍ سره يې ټينګ مخالفت درلود؛ نو ځکه معاويه د مدينې والي، مروان بن حکم ته وليکل، له مدينوالو يزيد ته بيعت واخلي. عبدالرحمن، دا مطلب واورېد ويې ويل: ((جئتم بها هرقليه تبايعون لابناکم= حکومت مو د هر قل په څېر ميراثي کړ او خپلو زامنو ته بيعت اخلئ)).

مروان وويل: خلکو! دا هماغه سړى دى، خداى يې په اړه ويلي دي: ((الَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا[202]= او هغه چې خپل مورو پلار يې توهين کړي))

بي بي عايشه ام المؤمنين، د عبدالرحمن سکه خور وه، د مروان په دې خبره غوسه شوه. ويې ويل: عبدالرحمن دغسې نه دى، پر خداى قسم، که وغواړم هغه څوک دى، نامه يې اخلم.

زبير بن بکار روايتوي: عبدالرحمن، له يزيد سره له بيعته نټه وکړه، معاويه يو لک درهمه ورولېږل؛ خو ويې نه منل، ويې ويل: ((دين مې په دنيا نه پلورم[203])).

معايه پوه شو، په پيسو يې تطميعولاى نشي؛ نو څوک يې ورولېږه، راغى، معاويه ورته وويل: د ابو بکر زويه! په کومو لاسونو وپښو مې سرغړونه کوې؟ ورته يې وويل: هيلمن يم له يزيد سره بيعت نه کول په پيسو نه تطمېعېدل مې په خير وي.

معاويه وويل: وژنم دې.

عبدالرحمن وويل: که دې ووژلم، خداى به دې پر دنيا لعنت او په آخرت کې به دې دوزخي کړي[204].

تر دې پېښې روسته عبدالرحمن له مدينې ځنې مکې ته ولاړ او هلته د يزيد تر بيعت اخستو وړاندې ومړ او چې خور يې حضرت عايشه بي بي خبره شوه، ورغله او پر قبر يې وژړل او يو شعر يې ووايه: ((پر خداى قسم، که درسره واى؛ نو په کوم ځاى کې، وفات شوې هملته مې ښخولې او که د ساه اخيستو پر مهال دې واى، نه مې درژړل[205])).

د اهل بيتو د لارويانو ځورونه او شهادت

معاويه پوهېده،چې په عراق کې داسې کسان دي، علي، امام حسن او امام حسين ښه پېژني او پلويان يې دي او دوى به د امويانو واکمنۍ ته غاړه کېنږدي؛ نو مقابلې ته يې هوډمن شو، په هره شوني چاره يې له منځه بوځي. ډېر سخت مخالفين يې په کوفه کې ول؛ ځکه ډېر د اهل بيتو لارويان پکې اوسېدل.

نو ځکه يې زياد بن ابيه د کوفې او بصرې امير کړ او زياد هم د علي (ک) د لارویانو د نیوو په لټه کې شو او داچې پېژندل يې، په هر ځاى کې يې چې نيوه، واژه يې، ان لاس و پښې ورپرې کولې، د خرما پر ونې به يې راځوړندول او يو شمېر يې ړندول (١).

ځينې يې له کوفې وشړل يا يې بنديان کړل. داسې چې په کوفه کې مشهور شيعه پاتې نشو.

معاويه په ښارونو کې خپلو ټولو چارواکيو ته وکښل: د علي او د ځوځات د لارويانو ګواهي يې مه منئ او څوک چې د عثمان (رض) او کورنۍ يې پلويان وي او په اړه يې فضايل روايت کړي، عزت يې وکړئ، نامه یې، د پلار او ټبر نامې يې راته وليکئ.

دا چار لامل شو، د عثمان (رض) په اړه ډېر روايت جوړ کړاى شي او معاويه به هم ډېرې ډالۍ او پيسې ور استولې او خلکو به هم د مال لاس ته راوستو لپاره د عثمان (رض) په باب ډېر دروغجن احاديث روايتول. تر دې چې د معاويه چارواکيو ورته وليکل، د عثمان (رض) په باب احاديث ډېر شوي دي. معاويه ورته وليکل: اوس چې د عثمان (رض) په باب روايات شوي؛ نو زما په باب يې روايتولو ته وهڅوئ، دا مې خوښېږي او سترګې مې په روښانېږي او اهل بيت پرې ځپل کېږي او سخته ورته پرېوځي[206].

معاويه د شيعه و د ځپنې لپاره له هرې چارې ګټنه کوله. ابن ابي الحديد وايي: معاويه په عراق، شام او نورو سيموکې خلک اړايستل، علي (ک) وکنځي او کرکه ترې په ډاګه کړي. مغيره د کوفې والي حجر بن عدی ته وويل، د خلکو پر وړاندې دې علي (ک) وکنځي. حجر يې خبره و نه منله او مغيره ګواښنه ورته وکړه.

حجر پاڅېد ويې ويل: خلکو! امير مو راته ویلي، علي وکنځه، و يې کنځئ او مطلب يې حضرت علي کرم الله وجهه نه و؛  بلکې خپله امير و او خلکو هم امير (مغيره) وکنځه.

زياد هوډ وکړ، ټول کوفيان اړ کړي، علي (ک) وکنځي او څوک چې دا کار ونه کړي، وژل يا يې کور ويجاړ شي؛ خو خداى پر طاعون اخته او هلاک شو .[207]

(١) يحيى بن هاني د خپل ټبر له يوه تن زياد بن فلاني ځنې روايتوي: له علي سره په کور کې يې له يو شمېر ملګرو سره وو، علي وويل: امويان به درباندې واکمن شي، لاسونه به مو پرې او سترګې به مو ړندې کړي، يو تن وويل: امير المؤمنينه! پر هغه وخت به ژوندي ياست؟ ويې ويل: له دې نه خداى ته پناه وړم (؛ يعنې ژوندى به نه يم)، په موږ کې يوه ژړل او علي (ک) ورته وويل: ته هم د دنيا خوندونه غواړې او هم د آخرت درجې؟ خداى زغمناکو ته وعده ورکړې ده[208] .

 اوس يو شمېر وګړي يادوو، چې معاويه او چارواکيو يې ظلمونه پرې کړي دي:

عمرو بن حمق (رض)

عمرو (رض) د حجر بن عدی (رض) له يارانو څخه و، د حجر تر نيوو روسته تر څارنې او تعقيب لاندې و؛ نو ځکه عمرو له خپل ملګري رفاعة بن شداد[209] سره له کوفې راووتل او مداين ته راغلل او تردې ځايه موصل ته ولاړل او په يوه غره کې پټ شول. ددې ځاى چارواکي، عبدالله بن ابي بلتعة يې خبر کړ، دوه تنه په دې غره کې پټ دي. چارواکي له يو شمېر پوځيانو او ښاريانو سره غره ته ورغلل. داچې عمرو بن حمق ناروغ شو؛ نو همدلته پاتې شو؛ ځکه ځان يې بچولاى نشو؛ خو رفاعة بن شداد، غښتلى ځوان و، پر سپرلۍ سپور  شو او او عمرو بن حمق ته يې وويل: پاتې به شم او دفاع به دې وکړم؟ عمرو وويل: دفاع دې راته ګټور نه ده، ځان وژغورۀ . رفاعة پر راغلې ډلې بريد وکړ او ځان يې وايست؛ خو عمرو بن حمق يې ونيو، د نامې يې وپوښتل: ويې ويل: که مې خوشې کړئ، درته غورۀ  ده او که مې ووژنئ، زيان يې درته ډېر دى او چې څومره يې نامه وروپوښتله ورته يې ونه ويله. بيا يې د موصل چارواکي عبدالرحمن بن عثمان ته ولېږه، دې وپېژانده او معاويه يې له نيوو خبر کړ.

معاويه ورته وکښل: پر عثمان (رض) يې ګوزار کړى، ته هم همدغسې ورسره وکړه، د يو يا دوو ګوزارونو روسته يې ساه ورکړه[210].

سفيان وايي: له عمار ذهبي مې واورېدل: ړومبى سر، چې په اسلام کې يووړل شو، د عمرو بن حمق (رح) سر و، معاويه ته يې ورولېږه.

يوسف بن سليمان وايي: د عرو بن حمق سر يې له موصله معاويه ته ورولېږه، معاويه امر وکړ، سر يې د خپلې مېرمنې آمنې د شويد لور_ چې په دمشق کې يې بندۍ کړې وه_ په لمن کې ور وغورځوئ. مېرمن وډار شوه او ولړزېده، بيا يې د عمرو پر تندي لاس کېښود او شونډې يې ورښکل کړې او د سر راوړوونکيو ته يې وويل: ډېره موده رانه لرې او ناسوب و او اوس يې تاسې سر راته ډالۍ کړ![211].

په روايت کې راغلي: علي (ک) عمرو بن حمق ته دعا کړې: خدایه په تقوا د عمرو زړه رڼا کړه او د نېغې لارې ښيون ورته وکړه، بيا يې وويل: کاشکې ستا په څېر مې په پوځيانو کې سل تنه واى[212]، همدغسې علي (ک) ورته ويلي ول، تر ما روسته به ووژل شې او سر به دې له يوه ځايه بل ته يوسي او دا به ړومبى سر وي، په اسلام کې بوتلل کېږي او افسوس دې پر وژونکي.

ځينو ويلي: عمرو بن حمق (رض)، علي (ک) ته داسې و؛ لکه سلمان (رض)، رسول الله (ص) ته و[213].

امام حسين (رض) د مرو بن حمق تر شهادت روسته له مدينې نه معاويه ته يو ليک ولېږه، معاويه يې پکې غندلى و:

((معاويه! ته هغه نه وې، عمر بن حمق دې وواژه. هغه چې د رسول اکرم (ص) صحابي او صالح بنده و، عبادت يې بدن ډنګر او رنګ يې ور ژېړ کړى و؟ سره له دې، امان دې ورکړى او ژمنه دې ورسره کړې وه، که له يوه مارغه سره دې دغسې کړې واى، د غره له سره درباندې راکېوته، تر ژمنو روسته دې وواژه او دادې د خپل پالوونکي پر وړاندې سرغړونه ده او ژمنه درته هېڅ ارزښت نه لري[214])).

یادونه: عمرو بن حمق: عمرو بن حمق خزاعي د حديبيې له سولې روسته  پېغمبر (ص) ته راغى او اسلام يې ومانه او له  پېغمبره يې احاديث زده کړي ول. بيا مصر ته ولاړ او له دې ځايه کوفې ته ورغى، جبير بن نفير او رفاعة بن شداد او نورو ترې احاديث روايت کړي دي.

روايت شوى: چې  پېغمبر ته يې اوبه راوړې او رسول اکرم (ص) وويل: خدايه! ځواني يې ورپر برخه کړې، اتيا کلن شو؛ خو يو سپين وېښته هم پرې راښکاره نشو.

عمرو بن حمق يو له څلورو تنو ځنې و، د عثمان (رض) کورته ورننووت. د حضرت علي له لارويانو ځنې و او په ګردو جګړو کې يې ملګرى و او تر ده روسته د حجر (رض) له ملګرو څخه شو او پر ٥٠ س شهيد شو او قبر يې د موصل ښار دباندې يو زيارت دى[215].

 

قبيصه

قبيصه د حجر بن عدی (رض)  له ملګرو ځنې دى. هغه مهال چې زياد حجر (رض) ونيو؛ نو دده د ملګرو د نيوو په لټه کې شو او د قبيصه نيوو ته يې د پوليسو مشر شداد بن هيثم ولېږه. قبيصه وسله واخسته او خپل ټبر (عبس) ته ورغى او مرسته يې ترې وغوښته، د زياد له پوليسو سره جګړه وکړي.

د پوليسو مشر ورته وويل: مال و ځان دې په امان کې دى، ولې جګړه کوې؟

د ((قبيصه)) ټبر ورته وويل: امان يې درکړ، ولې ځان او موږ وژنې؟ قبيصه وويل: افسوس درباندې! که دې بدخويه ته په لاس ورشم، تر مرګه مې نه پرېږدي.

وويل شول: داسې نه ده.

نو ((قبيصه)) ور تسليم شو، زياد ته يې وربوت. ورته يې وويل: که د ((عبس)) ټبر رالاسبرى شي، داسې کار به درسره وکړم، نور پر اميرانو ښورښ ونه کړې.

قبيصه وويل: زه په امان درته راغلى يم، زياد امر وکړ چې بندي يې کړئ.

صيفي بن فيسل

قيس بن عبد شيباني زياد ته ورغى ورته يې وويل: ((د بني همام)) د ټبر يو تن صيفي بن فيسل د حجر د يارانو له مشرانو او ستا سر سخت مخالفت دى.

زياد څوک ور ولېږه، زياد ته را يې راوست، ورته يې وويل: د خداى دښمنه! د ابوتراب په اړه څه وايې؟

ويې ويل: ابوتراب نه پېژنم.

زياد وويل: نه يې پېژنې؟

ويې ويل نه يې پېژنم.

زياد وويل: علي بن ابي طالب نه پېژنې؟!

صيفي بن فيسل وويل: هو! پېژنم يې.

زياد وويل: هغه ابوتراب دى.

ويې ويل: نه! هغه د حسن و حسين پلار دى.

 پوليس مشر صيفي ته وويل: امير درته وايي، ابو تراب او ته وايې نه.

صيفي وويل: زړه دې دى که امير دروغ وايي، زه يې هم ووايم او پر باطلو شاهدي ورکړم؛  لکه چې دى يې ورکوي؟

زياد وويل: دا دې پر ګناهونو يو بله ورزياته ګناه ده. لکړه مې راوړئ، ورته يې راوړه، ويې ويل: د علي په باب څه وايې؟

صيفي وايي: غورۀ  وينا، د خداى د يوه بنده په اړه يې وايم.

زياد وويل: پر اوږو يې هومره په لکړه ووهئ، ولوېږي. هومره وواهه او ولوېد. بيا يې وويل: راپورته يې کړئ، ورته يې وويل: اوس د علي په اړه څه وايې؟

صيفي وويل: پر خداى قسم که په چاړه مې ټوټه ټوټه کړې، د کړې خبرې به مې بل څه وانه ورې.

زياد وويل: علي وکنځه که نه غاړه دې پرې کوم.

صيفي وويل: که بې غاړې پرې کولو مې چاره نه لرې؛ نو د خداى په رضا راضي يم او ته به په دې کار بدمرغه شې.

زياد وويل: زولانه او بندي يې کړئ.

عبدالله بن خليفه

زياد د بکير بن حمران په نامې يو تن د حجر په يو بل يار، عبدالله بن خليفه پسې ورولېږه. پوليس يې په لټه کې ول، د ((علي بن حاتم)) په جومات کې يې وموند، له جوماته راوايست، زياد ته يې بوت؛ خو جګړه يې ورسره وکړه، ټپي شو او راولوېد. خور يې ((ميثاء)) چغه کړه: د طى ټبره! تاسې ابن خليفه، چې ستاسې هم ژبى او هم نيزه دى، تسليموئ؟

بکير بن حمران، دا غږ واورېد، وډارېد او وتښتېد.

د طى ټبر ښځې راغلې او عبدالله بن خليفه يې يو کور ته بوت. بکير زياد ته ورغى، ويې ويل: له طى ټبر سره مې مقابله ونشوه کړاى؛ نو ځکه راستون شوم.

زياد، بې درنګه د طى ټبر په مشر ((عدی)) پسې څو تنه ورولېږل، نوموړى يې له جوماته رابهر او بندي يې کړ، زياد ورته وويل: بايد عبدالله راته راولې او راوسپارې.

عدی، له پېښې خبر و، و يې ويل: څنګه يې راولم، هغه خو دې پوځيانو وژلى دى؟ زياد وويل: بايد مړى يې ووينم.

عدی بن حاتم عذر وکړ، ويې ويل: نه پوهېږم، عبدالله چېرې دى او څه يې ورسره کړي، په مازې يې، چې ووينم، رابه يې ولم.

بيا عدی بن حاتم عبدالله ته پيغام ورولېږه، پر خداى قسم که ته مې تر پښو لاندې اوسې، ترهغې ګام نه اخلم، دښمن ته مې ورسپارلى نه يې.

بيا زياد عدی بن حاتم وغوښت، ورته يې وويل: په دې شرط دې پرېږدم، عبدالله بن خليفه له کوفې وباسې او د طی ټبر د اوسېدنې ځاى ((جبلين)) ته يې ولېږي.

عدی وويل: دا کار کوم.

عدی ازاد شو او څوک يې عبدالله بن خليفه ته ورولېږه، ورته يې وويل: له کوفې ووځه، د زياد غوسه سړه شي، بيا به دې په اړه خبرې ورسره وکړم. بيا عبدالله بن خليفه له کوفې نه ((جبلين)) ته ولاړ[216].

حجر بن عدی (رض)

حجر بن عدی (رض) چې ((حجر الخير)) هم ورته وايي، له خپل رور او يو شمېر خلکو سره رسول الله (ص) ته راغلل او په ((قادسيه)) غزا کې يې ګډون وکړ. ((مرج عذراء)) يې سوبه کړ او د جمل او صفين په جګړو کې د علي د پوځ له بولندويانو څخه و.

چې زياد د معاويه له خوا کوفې ته ورغى، حجر (رض) يې راوغوښت، ورته يې وويل: پوهېږې، چې دې پېژنم او مخکې دواړه د علي ملګري ول؛ خو اوس حالات اوړېدلي او پر خداى قسم درکوم، داسې کار ونه کړې، چې ودې وژنم! خوله دې کابو کړه او په کور کې دې کېنه، زموږ غونډو ته راځه او اړتياوې به دې لرې شي.

حجر (رض) وويل: په خبره دې پوه شوم، کورته ورستون شو.

د امام علي لارویان ورتلل، ويل يې: ته زموږ مشر يې او جومات ته به ورسره تلل.

زياد بصرې ته تللى و او پر ځاى عمرو بن حريث پرېښى و. ده حجر (رض) وغوښت، ورته يې وويل: دا څوک درباندې درټول دي؟ حجر (رض) وويل: دوى ستاسې پر چارو نيوکه نه لري.

عمرو بن حريث زياد ته وليکل : که کوفه غواړې؛ نو ژر راستون شه.

زياد کوفې ته راغى او يو ډله خلک يې راوغوښتل، دوى حجر (رض) راوست او ترې يې وغوښت، له شيعه و سره له ناستې پاستې ډډه وکړي او خپله خوله دې کابو کړي، حجر (رض) څه ونه ويل او خپل مريي ته يې ويل: اوښ ته واښه ورکړه.

هغې ډلې له زياده وغوښتل، چې له حجر (رض) سره ګوزاره وکړي؛ خو زياد پوليس ورولېږل او تر نښتې روسته يې حجر او دده ملګري ونيول او زياد ته يې راوستل. زياد اويا تنه کوفيان راټول کړل او پر حجر (رض) يې ګواهي ورکړه او دا يې له ګواهي ليک سره معاويه ته ولېږه.

معاويه، د زياد ليک ولوست، امر يې وکړ، حجر (رض) او ملګري يې ((مرج عذرا)) ته بوځئ او ويې وژنئ، دوى يې ((مرج عذراء)) ته راوستل، حجر (رض) وپوښتل: ددې کلي نامه څه ده؟

ويې ويل: الحمد لله، ړومبى مسلمان يم، دا ځاى مې سوبه کړ او همدا اوس بايد ما زولانه دلته راولي.

هر يو يې يو تن شامي ته ورسپاره، چې يې ووژني او حجر (رض) يې د حِميَر ټبر يو تن ته ورسپاره.

حجر (رض) وويل: پرېږدئ، چې دوه رکعته لمونځ وکړم. لمونځ يې اوږد وکړ، ورته يې وويل: ولې دې لمونځ اوږد کړ؟ ويې ويل: کله مې هم دومره لنډ لمونځ کړى نه و او که چغې وکړم؛ نو بېځايه به وي؛ ځکه لغړه تورۀ، پرانستى کفن او جوړ قبر وينم.

بيا يې وويل: خدايه! مرسته درنه غواړم، عراقيانو راباندې ګواهي ورکړه او شاميانو ووژلم.

ورته وويل شول: غاړه دې جګه کړه.

ويې ويل: دا له وژنې سره لاسنيوى دى او زه دا کار نه کوم؛ نو سر يې ورپرې کړ او چې کله يې حجر (رض) له کوفې څخه بوته، هند د زيد لور، د اهل بيتو لاروۍ وه، وويل: ((اى رڼې سپوږمۍ پورته شه، راپورته شه، حجر ووينې چې يې بوځي، معاويه بن حرب ته يې بوځي، د باخبر په وينا، وژني يې)).

مرزباتي روايتوي: د حجر (رض) زوى ((همام)) یې هم د وژلو لپاره راوستى و، حجر (رض) وويل: ړومبى مې زوى ووژنئ؛ ځکه نه غواړم تر ما روسته زوى مې د وژنې له ډاره تسليم شي او بل داچې په سوري زړه ووژل شم[217].

حجر بن عدی (رض) د شهادت پر مهال وويل: دا زولنې او ځنځيرونه راڅخه جلا نکړئ، وينې ونه وينځئ؛ ځکه د قيامت پر ورځ له معاويه سره دښمني کوم[218].

د حجر بن عدی (رض) وګړې ته يوه کتنه

حجر بن عدی بن ادبر کندي _کنيه يې ابو عبدالرحمن وه_ د کوفې اوسېدونکى او د رسول اکرم (ص) له فاضلو اصحابو کرامو څخه و، که څه د  پېغمبر (ص) پر وخت کم عمرى و؛ خو له ستر و اصحابو ځنې و.

امام احمد وايي: يحيى بن سليمان ته مې وويل: پوهېږې د حجر (رض) دعا قبليده؟ ويې ويل: هو! هغه د  پېغمبر له فاضلو اصحابو څخه و[219].

ذهبي وايي: حجر بن عدی ابوعبدالرحمن شهيد، د  پېغمبر (ص) له اصحابو ځنې و، شريف او مطاع امير و، ډېر يې پر نېکو امر او له بديو منع کوله او د علي يو لاروى و، په صفين کې د لښکر يو بولندوى، عابد او د بندګۍ وړ و[220]. روايت شوى، امام علي تر ټپېکېدو روسته، د رمضان پر شلمه، يو شمېر يې پوښتنې ته ورغلي ول، حجر بن عدی (رض) ته وويل: پر هغه وخت به څنګه يې چې درنه وغواړي، له ما کرکه څرګنده کړه؛ نو څه به وايي! حجر (رض) وويل: امير المؤمنينه! که په تورۀ  مې ټوټه ټوټه کړي يا په اور مې وسوځي؛ نو دا غورۀ  بولم، کرکه درنه څرګنده کړم.

امام وويل: حجره! خداى دې پر هر خير چار بريمن لره او د  پېغمبر له اهل بيتو دې د خير اجر درکړي[221] .

د حجر بن عدی (رض) د شهادت غبرګون

له حسن بصري (رح) روايت شوى: معاويه څلور ځانګړنې درلودې، که يوه يې هم درلوده، هلاکت ته يې وربسيا وه:

١_ له سفيهانو  سره همغږى او يو لاس شو، پر اسلامي امت واکمني تر لاسه کړي. حال دا په خلکو کې د اصحابو پاتې شونو او فاضلو وګړيو شتون درلود، چې وړوو همدوى واکمني وکړي او پر معاويه يې فضيلت او غوراوى درلود.

٢_ خپل زوى يزيد يې _چې شراب يې څښل او وريښمينې جامې يې اغوستې (چې نارينه و ته يې اغوستل حرام دي)_ خپل ځايناستى کړ.

٣_ ادعا يې وکړه، زياد يې رور دى. حال داچې رسول اکرم (ص) ويلي: ((الولد للفراش و للعاهر الحجر)).

٤_ حجر بن عدی (رض) يې وواژه.

افسوس پرې! او دا غونډله يې دوه ځله وويله[222].

روايت شوى: معاويه د حجر (رض) او يارانو تر وژنې روسته، ام المؤمنين عايشې بي بي ته ورغى. عايشې بي بي ورته وويل: ولې دې د عذرا اهل، حجر او ياران يې ووژل؟

معاويه وويل: ام المؤمنينې! ومې ليدل چې وژنه يې د امت په صلاح وه او ژوندي پاتېدل يې فساد راولاړاوه.

عايشې بي بي وويل: له رسول اکرم (ص) مې واورېدل، يې وويل ((تر ما روسته يوه ډله په ((عذراء[223])) کې وژل کېږي، خداى او اسمانوال به يې پر وژوونکيو غوسه شي[224])).

مسروق وايي: له عايشې بي بي مې واورېدل، يې ويل: ((پر خداى قسم، که معاويه پوهېده، چې کوفيان میړانه او مردانګي لري، جرات يې نه کاوه، حجر او ياران يې ونيسي او په شام کې يې ووژني؛ خو د ځيګر خورې زوى پوهېده، چې خلک ژمن او دينوال نه دي، پر خداى قسم دوى د عزت، میړانى، فقهې او پوهې مشران وو[225])).

ابن سيرين وايي: خبر رارسېدلى، معاويه د مړينې پر مهال دا غونډله ويله: ((د حجر په پار به مې ورځ اوږده وي[226])).

ربيع بن زياد حارثي، يو فاضل او جليل سړى و او د معاويه له لوري د خراسان والي و، د حجر (رض) له شهادته خبر شو، دعا يې وکړه: خدايه! که ربيع درته ګران وي؛ نو په ساه اخستو کې يې بيړه وکړه، لا تر ځايه پاڅېدلى نه و، چې ومړ[227].

عبدالرحمن او کريم بن عفيف

چې حجر (رض) او ياران يې _څوارلس تنه وو_ شام ته راوستل، د معاويه استازى ورغى، چې شپږ تنه ازاد او اته يې ووژني. اتو تنو ته يې وويل: له علي کرکه څرګنده کړئ؛ خو دوى ډډه وکړه؛ نو ځکه حجر (رض) او پينځه تنه يې شهيدان کړل؛ خو دو تنو عبدالرحمن بن حسام عنزي او کريم بن عفيف خشعمي وويل: موږ معاويه ته بوځئ. دواړه يې وربوتلل. کريم وويل: معاويه! خداى ته وګوره، له دې زوالېدونکې دنيا همېشني آخرت ته ورځې او له وژنې به مو وپوښتل شې.

معاويه وویل: د علي په اړه څه وايې؟

ويې ويل: ستا خبره کوم.

معاويه وويل: د علي له لارې کرکه څرګندوې؟

کريم چوپ شو او معاويه هم نمښته ترې ونه غوښته. د معاويه يو پلوي، شمر بن عبدالله وويل: دا سړى راوبښه.

معاويه وويل: سمه ده؛ خو په دې شرط، چې يوه مياشت يې بندي کړې. بيا معاويه راوغوښت،و يې ويل: ازاد يې کړه؛ خو په دې شرط، چې په کوفه کې و نه اوسي؛ نو ځکه موصل ته ولاړ او د ژوند تر پايه پکې و.

معاويه عبدالرحمن عنزي ته وويل: د علي په باب څه وايې؟

ويې ويل: په دې اړه مه پوښته، چې درته غورۀ  ده.

معاويه وويل: چې څه ونه وايې، نه دې پرېږدم.

عبدالرحمن وويل: ګواهي یم، علي له هغو وګړيو ځنې و، چې خداى يې ډېر ياداوه، په حق يې امر کاوه او په عدل چلېده او له خلکو تېرېده.

معاويه وويل: د عثمان (رض) په اړه څه وايې؟

ويې ويل: دا ړومبى تن و، د ظلم ور يې پرانست او د حق ورونه يې وتړل.

معاويه وويل: په دې خبره دې ځان وژنې ته ونيو.

ويې ويل: بلکې تا وژنم.

بيا معاويه زياد ته وليکل: ډېر بدترين سړى دې رالېږلى و. په ډېر بد حالت يې ووژنه، ورسره ښايي. عبدالرحمن يې کوفې ته زياد ته راوست، ((قس ناطف)) نامې ځاى ته يې وربوت او ژوندى يې ښخ کړ[228].

رُشَيد هَجَرِي

رشيد يو له هغو کسانو څخه و، چې زياد د معاويه په امر د علي د پلويتوب په ګناه ونيو.

زياد بن نصر حارثي وايي: له زياد سره وم، رشيد هجري يې راوست او د علي له ځانګړنو يارانو څخه و.

زياد وويل: دوست دې علي درته ويلي، څه چلن به درسره وکړو؟

ويې ويل: هو! راته يې ويلي ول، لاسونه او پښې به دې پرې کړي او په دار به مې وځړوئ.

زياد وويل: خبره يې دروغجنوم، امر يې وکړ، خوشې يې کړئ، چې رشيد وته، زياد وويل: راستون يې کړئ، ستا د خاوند تر خبرې پر کوم غورۀ  څيز نه پوهېږم، که ژوندى پاتې شې، ستونزه او فساد راته پيدا کوې او امر يې وکړ، چې لاسونه او پښې يې ورپرې کړئ. رشيد خبرې کولې، لاسونه او پښې ورپرې کړې او پر دار يې کړ.

رشيد وويل: يو څه درسره لرم، پلى کړى مو نه دى.

زياد وويل: ژبه يې ور پرې کړئ.

د ژبې د ور پرې کولو پر وخت يې وويل: اجازه راکړئ، يوه بله غونډله هم ووايم.

ويې ويل: پر خداى قسم دا چلن د امير المؤمنين د خبرې تصديق دى، خبر کړى يې وم، ژبه دې پرې کوي.

نو دده ژبه يې ورپرې کړه او بيا پر دار وځړاوه[229].

((قنوا)) د رشيد هجري لور وايي: زما د پلار لاسونه او پښې يې چې ورپرې کړې، ورته مې وويل: پلار جانه! درد يې درته کاوه؟ ويې ويل: نه لورې! خو هومره چې څوک د خلکو په ازدحام او ګڼه ګوڼه کې وي[230].

سيف بن عميره وايي: له صالح بنده حضرت ابو الحسن (رض) مې واورېدل، چې د خپل يو لاروي د مرګ خبره يې کوله، له ځان سره مې وويل: دا پوهېږي، چې هغه به څه وخت مري؟ په دې وخت کې، حضرت غوسناک وويل: رشيد هجري د منايا او بلايا پر علم پوهېده او امام ترې ډېر وړ دى[231].

ابو الجارود له ((قنوا)) روايتوي: خپل پلار رشيد ته مې وويل: د خداى په عبادت کې څومره ډېره هڅه کوې! پلار مې وويل: لورې! تر موږ روسته يوه ډله راځي، چې په خپل دين کې به يې ښانده او ليدانه د مخکېنيو تر هڅو اوچت وي[232].

فضل بن زبير روايتوي، چې ميثم تمار پر آس سپور او له حبيب بن مظاهر اسدي سره مخ شو او دا هم پر آس سپور و او دا ځاى د بني اسد محله وه، يو له بل سره يې خبرې اترې پيل کړې، تردې چې د آسونو غاړې يې سره نژدې شوې وې، حبيب وويل: ته وا يو اصلع بوډا وينم، ګېډه يې راوتلې او په دارالرزق کې د کجورو پر پلورلو بوخت دى. له اهلبيتو سره يې د مينې درلودو په پار پر دار ځړوي او ګېډه يې پر ځوړند حال څېر وي.

ميثم وويل: يو تن پېژنم، چې سور مخى دى او وېښتان يې اوږده دي او د پېغمبر (ص) د لور د زوى ملاتړ ته راپاڅي او وژل کېږي او سر يې په کوفه کې ګرځوي.

روسته حبيب بن مظاهر او ميثم تمار يو له بله جلا شول. بني اسد، په هغه کې شتون درلود، ويې ويل: تردې دواړو مو دروغجن ليدلي نه دي. دا خلک لا له دې غونډې او ځايه خپاره واره شوي نه ول، رشيد هجري راغى او د حبيب بن مظاهر او ميثم تمار پوښتنه ګروېګنه يې ترې وکړه.

بني اسد وويل: يو له بله جلا شول او دا خبرې يې يو بل ته کولې.

رشيد وويل: خداى دې پر ميثم ولورېږي، هېر يې کړل، هغه چې د حبيب بن مظاهر سر کوفې ته راولي، سل درهمه زيات انعام هم تر لاسه کوي.

رشيد دا خبره وکړه او ولاړ، دې ډلې وويل: داسړى؛ يعنې رشيد تر هغو دواړو ښه دروغجن دى.

څه موده تېره نه وه، چې دې ټولي وويل: ومو ليدل، چې ميثم تمار د عمرو بن حريث کور ته ورنژدې، پر دار ځړول شوى او د حبيب بن مظاهر سر يې _چې په کربلا کې له حسين سره وژل شوى و_ راوست او څه يې چې ويلي وو، عملي شول[233].

اوفي بن حصن

دا د امويانو يو بل سخت سياسي مخالف و، چې د دوى ناوړې کړنې يې کوفيانو ته څرګندولې. زياد چې خبر شو، د نيوو په لټه کې يې شو، ځان يې د زياد له سترګو پټ کړ، په همدې دليل، يوه ورځ زياد له خلکوغوښتل، چې له مخې يې تېر شي. اوفي بن حصن يې له مخې تېر شو، و يې نه پېژانده؛ خو شکمن پرې شو او يو ملګري ته يې وويل: دا څوک دى؟ ويې ويل: اوفي بن حصن دى. زياد وويل: را يې ولئ، و يې نيو او زياد ته يې راووست. زياد وويل: خائن په خپلو پښو راغى. ورته يې وويل: د عثمان (رض) په باب څه وايې؟ ويې ويل: د رسول اکرم (ص) زوم و. زياد وويل: د معاويه په اړه څه وايې؟ ويې ويل: جواد او زغمناک دى. زياد وويل: زما په هکله څه وايې؟ ويې ويل: خبر شوى يم، په بصره کې دې ويلي: پر خداى قسم، بې ګناه د ګناهکار پر ځاى او راغلى د تښتېدونکي پر ځاى نيسم. زياد وويل: هو! دا خبره مې کړې. ويې ويل: دا د پټو سترګو کار دى. زياد په دې خبره امر وکړ، چې يې ووژنئ[234].

جـويـريه

جويريه د مسهر عبدي زوى او د علي (ک) له دوستانو څخه و. علي مينه ورسره درلوده، يوه ورځ روان و، ورغږ يې کړ: جويريه! راسره يوځاى شه، چې دې وينم مينه مې درسره پيدا شي.

حبۀ عدني وايي: يوه ورځ له علي (ک) سره روان وو، علي شاته وکتل او جويريه يې له لرې وليد، ورغږ يې کړ: نه پوهېږې، راته ګران يې؟ جويريه امام ته ورنژدې شو، امام ورته وويل: يو لړ چارې درته وايم، يادې يې کړه. بيا یې په پټه يو لړ مطالب ورته وويل.

جويريه وويل: هېر مې ډېر دى.

امام وويل: بيا ځلي يې وايم، چې ياد يې کړې.

نو روستى مطلب يې دغسې ورته ووايه: جويريه! زموږ له دوست سره تر هغې دوستي کوه،  چې زموږ دوست وي او چې زموږ مخالف شو، د ښمني ورسره کوه او چې بېرته مينوال مو شو، دوستي ورسره کوه.

حبۀ عرني وايي: داچې جويریه له علي (ک) سره ټينګې اړيکې درلودې، يو شمېر خلکو وګڼله، چې حضرت غواړي، خپل وصي يې کړي، تردې چې يوه ورځ علي (ک) ويده و، ورغى چې يو شمېر اصحاب هم هلته ول. جويريه وويل: ويده! راپاڅه، داسې ګوزار به درباندې وکړي، ږيره به دې سره شي.

اميرالمؤمنين علي (ک) موسکى شو، ويې ويل: تا له خپلې پېښې خبر کړم؟ پر هغه قسم، زما ساه يې په واک کې ده! تا به ونيسي او هغه کافر ته به دې بوځي، هغه به دې لاسونه پښې پرې کړي او په دار به دې راوځړوي.

حبه وايي: موده تېره نه وه، چې زياد ونيو، لاس وپښې يې ورپرې کړې او د ابن مکعبر تر څنګ يې پر دار وځړاوه.

یادونه:

مُسهر د محسن پر وزن. په ((خلاصه)) کې يې جويريه، د علي له يارانو او د ربيعه له ټبره ښوولى دى[235].

حبه بن جوين کوفي او کنيه يې ابو قدامه وه، ځينو حبة بن حويه ښوولى دى، د يمن اوسېدونکى و او د علي له يارانو ځنې و[236].

مُکَعبِر: د رجال له نامو ځنې دى، او کُعبَرَه د کاف په ضم ښځو ته يو نامه (اسم) ده[237] او ښايي دا سړى هم د علي (ک) له يارانو ځنې و.

مـزرع

دا د علي (ک) له يارانو ځنې و، ابوالعاليه وايي: مزرع يو حديث راته ووايه، يو لښکر به حرکت وکړي او چې د ((بيداء[238])) سيمې ته ورسي، ځمکه به يې ډوب کړي.

ابو العاليه وايي: ورته مې وويل: له غيبو حديث راته وايې؟

ويې ويل: دا حديث راته علي بن ابي طالب ويلى، ډاډمن دى او يو بل څه يې هم وويل. داچې يو سړى به ونيسي او وبه يې وژني او د جومات د دوو برنډو تر منځ به يې راځوړند کړي.

ابو العاليه وايي: بيا مې ورته وويل: له غيبو حديث وايي؟ مزرع وويل: څه مې چې وويل، ياد يې لره.

ابو العاليه وايي: پر خداى قسم، لا يوه اونۍ تېره شوې نه وه، مزرع يې ونيو، ويې واژه او په هماغه ځاى کې يې چې ويلي ول، راځوړند کړ[239].

عبدالله بن يحيى

دا د علي (ک) له غورۀ  يارانو او له ((شرطة الخميس[240])) ګڼل کېده او حضرت علي په ((جمل)) جګړه کې ورته وويل: عبدالله! زېرى درکوم، ته او پلار دې په رښتيا له ((شرطة الخميس)) اوسئ، رسول الله (ص) په ((شرطة الخميس)) کې ستا او ستا د پلار له نامې خبر کړى يم.

چې علي (ک) شهيد شو، عبدالله دومره پرې خپه شو، کوفه يې پرېښووله او له ښاره دباندې يې يوه صومعه (عبادتځى) جوړ کړ، دلته به يې په خپله او نور مؤمن ملګري پر عبادت بوخت وو. چې معاويه خبر شو، دوى د اميرالمؤمنين علي (ک) په بېلتون کې خپه شوي او کوفه يې پرېښې؛ نو امر يې وکړ چې دوى راولي، چې يې وربوتلل، امر يې وکړ چې ويې وژنئ[241].

زندانيان

يو له زندانيانو، محمد بن ابي حذيفه دى، دا د مسلمانانو له اخيارو دى، چې ډېر پر نېکيو امر او له بديو منع يې کوله.

په يوه روايت کې راغلي: علي (ک) ويلي: په حقيقت کې مَحامِدَه ( ((محمد)) يان ) هډو نه غواړي، چې د خداى سرغړونه وشي، دوى دا دي: محمد بن جعفر[242]، محمد بن ابوبکر، محمد بن ابي حذيفه او محمد بن علي[243].

محمد بن ابي حذيفه د معاويه د ماما زوى، د علي ملاتړى او په مصر کې يې چارواکى و. چې علي (ک) شهيد شو، معاويه ونيو او غوښتل يې چې يې ووژني؛ خو له خپل هوډه واوړېد او بندي يې کړ، يوه ورځ يې وويل، محمد له زندانه راته راولئ.

معاويه وويل: محمده! ايا ددې وخت رارسېدلى نه دى، له بې لارېتوبه لاس واخلي او له علي بن ابي طالبه مخ واړوې؟

نه پوهېږې، چې عثمان (رض) مظلوم ووژل شو، ام المؤمنين عايشه بي بي، طلحه (رض) او زبير (رض) يې غچ ته راپاڅېدل؟ علي هغه و چې د عثمان (رض) په وژنې کې يې يوه دسيسه جوړه کړه او موږ يې نن د کسات اخستو په لټه کې يو.

محمد بن ابي حذيفه ورته وويل: پوهېږې، تر نورو ډېر در نژدې يم او په اړه دې تر نورو ډېر با خبره يم.

معاويه وويل: پوهېږم، همداسې ده.

محمد وويل: پر هغه خداى قسم، سيال او شريک نلري، زه بې له تا بل څوک نه پېژنم، د عثمان (رض) په وژنه کې برخوال وي او خلک يې د هغه پر ضد راپارولي وي؛ ځکه هغه، ته او ستا په څېر واليان کړل، مهاجرينو او انصارو له عثمانه (رض) وغوښتل، تا لرې کړي؛ خو و يې نه منله او په پاى کې يې هاغسې چلن ورسره وکړ.

معاويه ته يې وويل: پر خداى قسم! ګواهي لرم، له هغې ورځې، مې پېژندلى يې، د جاهليت او اسلام خوى بوى دې يو رنګ دى او اسلام څه ادلون بدلون درکې راوړى نه دى او نه يې څه در زيات کړي دي. نښه يې دا ده، چې ته ما په دې پار پړ بولې، د علي مينوال يم؛ خو حال داچې د مهاجرينو او انصارو روژه تيان او لمونځ کوونکي د علي ملګري وو؛ خو د منافقانو زامنو او ازاد کړاى شويو (طُلَقا) _چې دې غولولي وو_ ستا ملګرتوب کاوه.

پر خداى قسم څه دې، چې کړي، درښکاره دي او د هغوى کړنې دې هم ورته ښکاره وي، ستا په لاروۍ په ګناه کې راګېر شول، علي د خداى او رسول په پار يې راته ګران دى او څو ژوندى يم د خداى او رسول په پار به درسره دښمن يم او همداسې په بې لارېتوب کې ټينګار کوې.

معاويه بېرته زندان ته ورولېږه، او هملته ومړ[244].

له بيت الماله يې د علي د لارويانو حقوق بند کړل

زياد بن ابيه د ((حضر ميين[245])) په باب معاويه ته وکښل: دوى د علي بن ابي طالب پر دين دي او نظر يې د علي په څېر دى.

معاويه ورته وليکل: څوک چې د علي بن ابي طالب پر دين وي، ويې وژنه او مُثله يې کړه.

معاويه ګردو ښارونو او په هرځاى کې خپلو چارواکيو ته ليکونه واستول، پکې راغلي و: پر چا چې ګواهي ورکړه شوه، علي او اهل بيت يې ورته ګران دي، نامه يې له ديوانه (دفتره) لرې او حقوق يې ورپرې کړئ.

په بل ليک کې يې ورته کښلي وو: د علي بن ابيطالب لارويان وپېژنئ او هغوى چې نه پېژنئ، لارويان يې دي، تور وروتړئ او ويې وژنئ، که څه څوک ګواهي پرې ورنه کړي؛ نو چېرې مو چې وموندل، په تور، ګومان او شک يې ووژنئ.

د علي پر لارويانو، چار دومره سخت شو، کله به يو تن يوازې په يوه خبره وژل کېده. هغوى چې پر کفر او زنديقتوب تورن وو، عزت يې کېده او چا نيوکه پرې نه کوله؛ خو څوک چې د اهل بيتو لاروى و، په هېڅ ځاى په تېره بصره او کوفه کې يې امنيت نه درلود. ان هغه چې پر چا ډاډ درلود او غوښتل يې، يو مطلب پټ ورته ووايي، د کور له چوپړياله يې ډارېده او دده پر وړاندې به يې خبرې نه کولې؛  خو داچې سوګند يې ورکاوه، خبره به پټوي.

د کورونو ويجاړول

معاويه خورا هڅه وکړه، د اهلبيتو لارويان وځپي او له دې امله يې خپلو مامورينو ته امر وکړ، چې د علي د لارويانو کورونه ويجاړ کړي او دوى هم د کورونو په ويجاړولو لګيا شول او بې کورۀ  يې کړل او دا ټولې چارې يې ځکه کولې، چې د اهل بيتو نښې او اثار له منځه يوسي[246].

د اهل بيتو د لارويانو شړنه

کوفه، د اسلام يوه ستره هډه ګڼل کېده؛ نو ځکه علي دا ځاى د خپل حکومت قرارګاه کړه او په همدې لنډه موده کې چې په کوفه کې تم و، يو شمېر خلک _چې حق او عدالت پلويان ول_ د علي سخت مينوال شول.

معاويه پر عراق تر لاسبري روسته، ښه پوهېده، په دې هېواد کې علي (ک) ډېر ياران لري؛ نو ځکه د خپلې واکمنۍ ټينګولو او د ټولنيز تشيال ارامولو لپاره يې له کوفې مشهورې څېرې نورې سيمو ته وشړلې.

طبري وايي: معاويه، تر سولې روسته يو شمېر، چې روسته ((نواقل)) ونومول شول، له کوفې نه نورو ښارونو ته ولېږدول[247].

د حقايقو پټول

معاويه پر اسلامي امت په تېره شاميانو د خپلې واکمنۍ ټينګولو لپاره د حقايقو او واقعياتو د پټولو دود خپل کړى و؛ ځکه که خلک پر حقايقو پوه شوي واى؛ نو شاميانو بې قېد و شرطه اطاعت ترې نه کاوه.

تاريخپوهانو کښلي: د ((اياس)) په نامې يو تن له يوه شامي وګړي سره پر يوه کار لانجه شوه، هواري ته يې قاضي ته ورغلل. د شام قاضي اياس ته وويل: نه شرمېږي، ته يو تنکى ځوان له يوه مشر سره لانجه کوې؟

اياس قاضي ته وويل: که څه دا مشر او ستر وي؛ خو حق ترې خورا ستر دى. قاضي يې خبره ونه منله، ورته يې وويل: چوپ شه.

اياس وويل: څوک مې د دليل پر وړاندې دليل لري؟

قاضي، د اياس په خبرې بې ځوابه شوى و، پېښه يې عبدالملک ته ورولېږه.

عبدالملک قاضي ته وويل: غوښتنه يې ور پورۀ  کړه او له شامه يې وشړه، هسې نه خلک راپاڅوي[248].

نو ځکه واکمنۍ ساتنې ته د امويانو يو دود، د حقايقو پټول و او پردې يې هم بسياينه ونه کړه؛ بلکې د حقايقو اوړېدو ته يې د حضرت عثمان (رض) وژنه په علي (ک) پورې ور وتړله، په دې موخه چې علي له خلافته ګوښه کړاى شي. مقام يې کمزورى کړي او په دې پلمه ورسره وجنګېږي.

د حقايقو د اړونې بله بېلګه، د عمار (رض) شهادت دى، چې په اميرالمؤمنين علي (ک) پورې یې وتاړه؛ ځکه رسول اکرم (ص) ويلي و: ((عمار باغي ډله (فئۀ باغيه) وژني)).

ابوعبدالرحمن سلمي وايي: په صفين کې د شپې معاويه ته ورغلم او پر همدې ورځ عمار شهيد شوى و. ابوالاعور، عمر و عاص او عبدالله بن عمرو عاص يې په څنګ کې وو او هم عبدالله مې ليده، چې خپل پلار عمرو عاص ته يې ويل: نن مو دا سړى (عمار) وواژه. حال داچې رسول الله (ص) يې په اړه هغه خبره کړې وه.

عمرو عاص وويل:  پېغمبر څه ويلي و؟

عبدالله وويل: ايا په جومات جوړولو کې راسره نه وې، خلکو يوه تيږه يا خښته راوړه او عمار دوه تيږې او دوه خښتې راوړې. رسول اکرم (ص) راغى او د عمار له مخه يې دوړې پاکې کړې، ورته يې وويل: د سميه زويه درباندې افسوس! نور يوه يوه تيږه او خښته وړي او ته د ډېر ثواب لپاره دوه تيږې او خښتې وړې، ته دغسې يې؛ خو ((فئۀ با غيه)) به دې وژني.

عمرو عاص ستون شو، معاويه ځان ته راښکود.

عمرو عاص وويل: نه اورې، عبدالله څه وايي؟

معاويه وويل: څه وايي؟

عمرو عاص، هغه خبره ورته وکړه، عمار به ((فئۀ باغيه)) وژني.

معاويه عمرو عاص ته وويل: ته بوډا يې او خپل عقل دې له لاسه ورکړى، عمار هغه وژلى، چې دلته یې راوستى دى، خلک له خپلو خيمو راووتل او ويل يې: عمار هغه وژلى، چا دلته راوستى دى.

ابوعبدالرحمن وايي: نه پوهېږم، د کوم يو له حماقته ډېر هېښ شم، د معاويه يا شاميانو![249]

چې علي (ک) د معاويه او په لاروۍ يې د شاميانو له خبرې خبر شو، و يې ويل: نو په دې توګه رسول الله (ص) حمزه وژلى او د دښمن نېزو ته يې ور وړاندې کړى و[250].

پينځم څپرکى

 

د امام حسن (رض) د سولې شننه

 

د اهل بيتو سياست

دلته مناسبه ده چې د امام حسن د سولې په هکله او هغه چارې چې امام يې له معاويه سره سولې ته اړ کړ، د اهل بيتو د سياست يوې برخې ته اشاره وشي، چې هغه سياست او موخې څرګندې شي، د واکمنۍ په سيوري کې يې د پلي کولو په لټه کې وو؛ ځکه ددې موضوع څرګندېدل، له معاويه سره حقايق ښه رابربنډ وي او هم هغه علتونه راسپړي، چې پر حق ځواک د باطل او ظالم ځواک د لاسبري لامل شو او هم دا راڅرګندوي، ترده وړاندې يې ستر پلار هم منځګړتوب ته اړ کړاى شو.

رغنده سياست

د اهلبيتو له ليدلوري بايد پرګردو ښارونو او سيمو رغنده سياست واکمن وي، چي ټولنيزې ګټې راونغاړي او داسې وزلې رادبره کړي، چي د ټولنې د پرمختيا او بشپړتيا لاره چاره چمتو کړي او د ټولنې موخو او هيلو ته د عمل جامې واغوندي، ټولنه د ظلم پر وړاندې ملاتړ کړي، عدالت او مساوات پلى کړي، چي خلک نهيلي او بې برخې نشي.

د اهلبيتو سياست پر نږه نیاو- عدالت ولاړ او په مازې حق ایښوول شوى، چي د اسلام رښتونې څېره پکې انځور شوې ده او په ټولو برخو کې د خلکو ترمنځ سياسي او ټولنيز نیاو پلى کولاى شي، هغه ډاډمن سياست، چي هېڅ ستونزه پکې نشته او هغه امنيت، چي ډار سوړه پکې کولاى نشي او هغه عدالت، هډو د ظلم څه رګى به پکې ورګډ نه وي.

له ټول مفهوم سره د اهلبيتو سياست له اموي سياست سره توپير لري، د اموي سياست شعار، ظلم، ټګي برګي او د ولسونو پر شتمنيو ګېده اچول و. حال داچې د اهل بيتو سياست په چل ول، بې لارېتوب او ناسمو دودونو بنا شوى نه دى؛  بلکې موخه يې په ګردو ښارونو او سيمو کې د عدل پلي کول و.

اهل بيتو پر حق پابندي درلوده او د عدالت پر عملي کولو يې ټينګار؛ نو ځکه هغوى يې پر وړاندې دريځ ونيو، چې پر ګټه يې نه وه او بې لارې وو او ترې يې وغوښتل، چې يوه داسې لار غورۀ  کړي، چې د دوى له ګټو سره په ټکر کې نه وي؛ خو اهل بيتو د خداى رضا ړومبۍ ګڼله او څرګنده لار يې خپله کړه او له پېچليو لارو چارو يې ډډه وکړه، اسلام يې نه مني.

خـلافت

خلافت د اهل بيتو له نظره، پر ځمکه د خداى تشريعي حاکميت دى، بايد له لارې يې هر اړخيز عدالت پلى شي او هر ځاى په سوکالۍ کې راونغاړل شي او ګردو خلکو ته امنيت رادبره شي او که په واکمنۍ کې دا موخې نه وي؛ نو څه اړتيا قدرې يې ورته نشته.

علي (ک) په ((ذى قار[251])) کې د خپلې څپلۍ ګنډلو پر مهال ابن عباس (رض) ته وويل: د عباس زويه! دا څپلۍ څومره ارزښت لري؟ ورته يې وويل: هېڅ.

ويې ويل: پر خداى قسم، دا پر تاسې له مشرۍ راته ارزښتمنه ده؛  خو داچې کوم حق پلي کړم او کوم باطل له منځه يوسم[252].

حضرت علي (ک) ته تر هغه امارته، چې حق پکې پلى او باطل پکې له منځه ولاړ نشي، د خرما د پوټکي تر څپلۍ ارزښتمنه ده، دا خو لا څه چې د ظلم واکمني وي، چې عدالت پکې لتاړېږي، ظلم بياژواکى شي او حق ومري.

حضرت علي (ک) له حضرت ابو بکر (رض) سره د بيعت نه کولو علت په اړه وايي:

((خدايه! پوهېږې، چې د واک او دنيوي شتمنيو تر لاسه کولو لپاره مو هڅه وکړه؛ بلکې موخه مو ستا د دين نښې وې او داچې ښارونه دې سم کړو، چې مظلوم بندګان دې په امن او سوکالۍ کې ژوند وکړي او ځنډ شوي احکام دې پلي شي[253])).

عي (ک) د ابو بکر (رض) پر وړاندې خپل خپګان په ډاګه کړ او له بيعته يې ډډه ورسره وکړه او دلايل يې ورڅرګند کړل، چې تر ده خلافت ته وړ دى؛ خو د امت د مصلحت په پار جګړه يې ورسره و نه کړه او رسول اکرم (ص) همدغسې امر ورته کړى و: ((يا علي انت بمنزله الکعبه توتى ولا تاتى فان اتاک هولاء القوم فسلموها اليک _يعنى الخلافة_ فاقبل منهم، و ان لم يا توک فلا تاتهم حتى يا توک: علي! د کعبې په څېر يې، ورته راځي، نه داچې هغه نورو ته ورشي، که دا ډله درغله او خلافت يې در وسپاره، و يې منه او که درنغلل ته به نه ورځې څو درشي[254])).

پر خلکو لازم و، چې د رسول الله (ص) د ځوځات او عترت لاروي وکړي، تابع يې وي، رجوع وروکړي، د خداى د نازل کړاى شويو احکامو له مخې واکمني او حکومت پرې وکړي، څرګند حق ته يې ورستانه کړي او نېغې لارې ته يې ورښيون کړي.

خو دنيا، دا ډله وغولوله، مقام او واکمنۍ تېر ايستل: او د خپلې تمې پر لور ورغلل او خلافت يې له خپل وړ واخست او بېځايه يې کړ، چې دا چار د پرېمانه کړاوونو لامل شو، چې مسلمانان پکې راګېر شول او دا ستونزې د تاريخ په ټولو پړاوونو کې وغځېدې[255].

د خلافت نيول

ربيع بن منذر يې له پلاره روايتوي: امام حسن ويل: ابوبکر (رض) او عمر (رض) خلافت تر ګوتو کړ. حال داچې ګرد سره زموږ و، تصرف يې کړ او د يوې ((نيا)) د ميراث هومره برخه يې راکړه؛ خو پر خداى قسم دوى به هغه ورځ خپه شي، خلک مو په شفاعت پسې وي[256]))

له سياسته د اهلبیتو موخې دا وې

عدالت:

له بېخه اسلامي سياست، په ټولو اړخونو کې پر عدل ولاړ دى، خداى په قرآن کې په عدل حکم کوي ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ[257]= بېشکه خداى په عدل و احسان حکم کوي)).

 ((وَأُمِرْتُ لأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ[258]= دنده راکړاى شوې، ترمنځ مو په انصاف او عدل وچلېږم))

 او له واکمنو غواړي، چې د هغو پړېکړو له کولو دې ډډه وکړي، چې ځاني غوښتنې او نورې موخې رانغاړي:

((وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ[259]=او د خلکو ترمنځ په ورمندون کې په عدل پرېکړه وکړئ.))

کله چې سوده همدانيه، علي (ک) خبر کړ، چې يو والي يې تېرى کړى؛ نو علي هغه لرې کړ، و يې ژړل،و يې ويل: خدايه! ته ګواه يې، پر خلکو د ظلم حکم مې ورته کړى نه و او ورته مې ويلي نه و، حق ته دې شا کړې.

نو؛ ځکه د اسلامي امت نېکمرغي په دې کې ده، واکمن يې په عدالت وچلېږي؛ نو ځکه اسلام غواړي، چې حکومت دې د صالحينو او ډاډمنو وګړيو په لاس کې وي.

د اهلبيتو سياست د عدل په راوستو او په ټولنه کې د عدل په پلي کولو بنا شوى او د سياست موخې يې پر عدالت او انصاف ولاړې دي.

برابري او مساوات:

اسلام انسانانو ته برابري او مساوات راوړى، چې په تاريخ کې يې سارى مونداى نشو.

د وګړيو، ډلو او خېلونو ترمنځ مساوات:

سپين پر تور او عرب پر عجم غوراوى نلري؛ بلکې انسانان د يو بل په څېر دي او يو پر بل امتياز نلري؛ خو په تقوا او صالح کړنو. علي (ک) خپلو مامورينو ته امر کړى و، چې په خلکو کې به په مساوات چلېږئ: ((له خلکو سره په تواضع او عاجزي وچلېږئ، په ورين تندي ورسره مخ شئ، په کتو، پاملرنه او سلام کولو کې ورسره يو رنګ اوسئ، د غټانو په ظلم کې درته تمه ونشي او کمزوري مو له عدالته نهيلي نشي[260])).

او همدا سياست لامل شو، چې د علي (ک) پر وړاندې کېني او دښمني راښکاره شي، مخالفين او ظالمان يو له بل سره همغږي، يو موټى او ورلاسبرى شي.

ابن ابي الحديد وايي: ډېر مهم علت، چې عربانو له علي (ک) لاس واخست او ملاتړ يې ونه کړ. دا و، چې ده په خلکو کې مساوات چلاوه، شريف يې پر غير شريف او عرب يې پر عجم غورۀ  او ړومبى نه باله او نه يې له ټبر مشرانو سره ګوزاره کوله[261].

په مقابل کې، د قريشو سرغړاندي، د عربو د جبارانو په ملاتړ د اسلام موخو ته د رسېدو په لټه کې نه وو، چې مساوات ټول راونغاړي او عدالت خپور شي؛  بلکې غوښتل يې چې امتيازات تر لاسه کړي او د مسلمينو بيت المال يې په واک کې وي، چې د ټولنې پر بېوزليو او نشتمنو غوراوى ولري او دا دريځ د علي (ک) له سيرت او کړندود سره په ټکر کې و، چې د ټولنيز نياو مخکښ و.

امام حسن (رض) هم د خپل پلار دود خپل کړى و؛ نو ځکه د دنيا پالو کينه ورته راوپارېده، مخالفت يې ورسره وکړ او دده اوامر يې ونه منل.

ازادي:

اسلام ټولو انسانانو ته ازادي ورکړې او دولت يې ملزم کړى، چې ملاتړ يې وکړي او د ژوند په ټولو اړخونو کې يې عملي کړي: د ګروهې، اند، بيان، سياست او نورې ازادۍ، اسلام دا ګردې د انسان طبيعي حق ګڼلى، چې په هر حال کې اړتيا ورته لرو.

علي (ک) د خپل خلافت په پېر کې ازادي په پراخ مفهوم تر پاملرنې لاندې نيولې وه، څوک يې په زور خپل بيعت ته اړ نه کړل، څوک يې پر خپلې لاروۍ ملزم نه کړ، خلک يې ازاد پرېښوول او اجازه يې ورنه کړه، چې پر مخالفانو تېرى وکړي او يا څه زيان ور ورسوي.

علي (ک) له خوراجو سره همدا چلن درلود، د جګړې اعلان يې ورسره ونه کړ او ازاد يې پرېښوول او هغه مهال، چې فساد يې پيل او ټولنيز امنيت يې په خطر کې کړ؛ نو له اخطارونو، مناظرو، د شبهاتو پر ځوابولو يې او داچې پر خپل فکر يې خورا ټينګار درلود؛ نو ځکه يې په جګړه ورسره لاس پورې کړ، خداى تعالى وايي: ((فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ[262]= او له تېري کوونکې ډلې سره جګړه کړئ، چې د خداى امرته غاړه کېدي)) او داچې يو ډېر شمېر وګړيو همدا ګروهه درلوده؛ نو امام، له خوراجو سره له جګړې فارغ شو، دوى ته يې څه و نه ويل او له بيت الماله يې د دوى د حقوقو له ورکړې ډډه ونه کړه، ازادي يې ورکړه او څوک يې څارنې ته پرې ونه ګومارل او دا خورا پراخه ازادي ده، تاريخ ثبت کړې ده.

صراحت او صدق (څرګندتيا او رښتياينه):

د اهل بيتو سياست پر صراحت او رښتياينه ولاړ و، علي (ک) تر حضرت عمر (رض) روسته شپږ تنېزې شورا ته، حضرت عبدالرحمن بن عوف (رض) ترې د شېخينو پر سيرت د عملي کولو غوښتنه وکړه، په ډاګه ورته وويل: زه پر کتاب الله او نبوي سنتو عمل کوم[263] .

حال داچې په سر کې يې له دې شرط سره موافقه ښوولاى شوه او بيا يې کړاى شو، چ عملي يې نه کړي؛ خو د شېخينو د لاروۍ په شرط يې د خلافت له منلو ډډه وکړه او په صراحت او رښتياتوب يې خپل هوډ په ډاګه کړ.

حضرت علي (ک) ويلي: ((لولا ان المکر و الخديعة فى النار لکنت امکر الناس: که ټګي برګي په اور کې نه وه؛ نو زه به خورا ټګمار وم[264]))

بيا وايي: ((پر خداى قسم، معاويه تر ما سياستپوه نه دى؛  بلکې دا چلي او جنايتکار دى، که ټګي بده نه وه، زه به خورا ځيرک وم؛ خو هره ټګي ګناه او هره ګناه يو ډول کفر او نمښته ده. د قيامت پر ورځ د هر چلي په لاس کې يو بېرغ وي، چې پرې پېژندل کېږي، پر خداى قسم په چل ول مې راګېر او غافلولاى او په سختګيرۍ مې کمزورولاى نشي[265])).

امام حسين (رض) کربلا ته د تلو په لار کې د مسلم بن عقيل (رض) له شهادته خبر شو او په ډاګه يې خپل ملګري له دې پېښې خبر کړل هغوى، چې له مکې ورسره راغلي ول او هم هغوى چې په لار کې ورسره يوځاى شوي وو؛ نو ځکه هغوى چې بې د امام له موخو _چې د خداى په لار کې شهادت و_ ورسره ملګري ول، له نيمايي لارې ستانه شول[266].

امام حسن (رض) هم د خپل پلار لار خپله کړه او په سياست کې يې کړلار صراحت او صداقت و او هغه دود ته يې لاس وروغځاوه، چې له دين سره يې همغږي درلوده او که د معاويه په څېر يې په هر کار لاس پورې کړى واى؛ نو معاويه ترې واکمنېداى نشو او امام نه اړېده، چې چارواکي ورپرېږدي او پردې چار شاهد، هغه خبره ده، په خپله امام حسن (رض) سليمان بن صرد ته کړې ده: ((لو کنت بالحزم فى امر الدينا و للدنيا اعمل و انصب ماکان معاويه باباس منى و اشد شکيمة ولکان رايي غير ما رايتم: که د دنيا په چار کې مې په ځيرکۍ او ټينګه عمل کولاى او دنيا ته مې هڅه کوله او زيار مې ايسته؛ نو هډو معاويه تر ما غښتلى نه و او و مو ليدل، چې نظر مې د هغه په څېر نه و[267]))

دا خبره په ډاګه راښيي، چې که امام دنيا ته کار کاوه؛ نو تر دښمنانو يې حکومتولۍ ته پياوړى او غښتلى و؛ خو د حکومت تر لاسه کولو لپاره يو لړ چارې شته، چې له دين سره همغږي نه لري او امام تر بل هر مسلمانه پر اسلام ساتنې حريص و[268].

چـارواکي:

د اهل بيتو له ليد لوري، هغوى ته چې پازوالي ورکول کېږي، بايد په ټولو برخو کې غورۀ  وګړي وي او د کوم کار د تنظيمولو مسووليت، چې ورسپارل شوى وي، وس يې ولري او تل يې د پرګنو ګټې او مصالح په پام کې نيولې وي او سيرت يې عدالت او پر حق عمل کول وي او کوم مسووليت او مقام، چې ورسپارل شوی، شخصي ګټو ته يې وزله نه وي؛ بلکې په واقع کې يو امانتوال وي، چې ددې امانت په ساتلو کې هڅه وکړي.

علي (ک) د اذربايجان چارواکي ته کاږي:

((کړه وړه او واکمني دې رزق او خوراک نه دى؛  بلکې واکمني دې پر غاړه يو امانت دى او غوښتې يې دي، چې ته يې هغه ته پاسوال وسې، چې درنه اوچت دى، واک نلرې چې د خلکو په کار کې په خپله خوښه وچلې او هغه وخت پر يو ستر کار لاس پورې کړه، چې حکم يې در ورسي او په لاس کې دې شتمني د خداى مال دى او ته يې يو زېرموال يې، چې يې راوسپارې او هيلمن يم ……. والسلام[269]))

د علي (ک) دا ليک او نور ليکونه په ډاګه دا حقيقت څرګندوي، چې بايد د اسلامي نظام واليان او چارواکي امانتوال وي او په چاروکې هرومرو مشورۀ  وکړي او مقام يوازې يو مسووليت دى، چې بايد په کولو کې يې هڅه وکړي.

جګړه او جهاد:

اهلبيتو مبارزه او جهاد د دين ژواکۍ لپاره يوه ديني دنده ګڼله، چې خلک بې له زور زياتي د جهاد او مبارزې په ډګر کې برخه واخلي.

حضرت علي (ک) په جمل او صفين جګړو کې همدا دود خپل کړى و او خلک يې له مقابل لوري سره مبارزې ته هڅول. وايي:((د خداى په لار کې جهاد، د جنت يو ور دى، چې خداى خپلو ځانګړو دوستانو ته پرانستى دى او هم جهاد د تقوا جامې، مظبوطه زرې او الهي ډاډمن ډال دى؛ نو د چا چې جهاد بد ايسي او ورشا کړي، خداى د ذلت او خوارۍ جامې ور اغوندي او پر کړاوونو يې اخته کوي[270])).

امام حسن (رض) هم خلک، چې له معاويه سره جګړې ته رابلل، همدا دود يې خپل کړى و او پر سوله د نيوکه کوونکيو په ځواب کې يې وويل: ((ولکنى کرهت ان اقتلکم على الملک: ښه مې نه ايسي واک ته د رسېدو لپاره مو ووژنم[271])).

همدا راز ويلي يې دي: ((له واکه مې لاس واخست او خوشې مې کړ، چې د خداى رضا مې تر لاسه او د محمد امت کې وينه تويه نشي[272]))

يعنې امام د امويانو په څېر په زور، ګواښ او پيسو خلک له خپل دښمن سره مبارزې ته راټولولاى شو؛ خو د خلکو د وينې ساتنه، چې د خداى د رضا تر لاسه کول ورته تر واکمنۍ او قدرت ور رسېدو خورا مهم ول؛ نو ځکه يې له واکه لاس واخست.

شتمني:

د اهل بيتو مالي سياست دا و، چې بايد بيت المال د عمومي ګټو لپاره ولګول شي او په هغو ځايونو کې يې لګول روا نه دي، چې اسلامي امت ته پکې څه ګټه نه وي او دا سياست پر هغوى سخت پرېووت، چې دنيا ورته آر او دين ورته دنيوي ګټو ته د ور رسېدو لپاره يوه وزله وه او له همدې امله يوې ډلې له علي (ک) سره په زړه کې کينه پيدا کړه اوترې يوې څنډې ته شول.

يو شمېر اصحاب علي (ک) ته ورغلل، چې له دې سياسته لاس واخله، ورته يې وويل: اميرالمؤمنينه! په لاس کې شتمني دې د عربو اشرافو او مشرانو ته ورکړه او دوى او قريش پر همژمنو او نا عربو غورۀ وبوله او هغوى چې د مخالفت ډار ترې کېږي، په پيسو يې رامات کړه.

 امام ورته وويل: ((اتا مرونى ان اطلب النعر بالجور فيمن وليت عليه: رانه غواړئ په ظلم پر تر لاس لاندې اسلامي امت بريمن شم؟![273])).

عاصم بن کليب يې له پلاره روايتوي: علي (ک) ته د ايران له اصفهانه څه مال راولېږل شو، دا يې پر اوو برخو وويشه، په دې کې يوه ټيکله ډوډۍ هم وه، علي (ک) دا هم اوه برخې کړه، د اوو برخو مشران يې راوغوښتل، پچه يې واچوله، چې ړومبى يې کوم يوه ته ورکړي.

ابو رافع (رض) د رسول اکرم (ص) مري د علي (ک) زېرموال و او د بيت المال مسووليت ورسپارل شوى و، يوه ورځ علي (ک) له خپلې لور سره يوه مرغلره وليده، چې پوهېده دا د بيت المال ده، ابو رافع (رض) ته يې وويل: دا مرغلره يې له کومه کړه؟ لاس به يې ورپرې کړم.

ابو رافع (رض)، د علي (ک) ټينګار وليد، ويې ويل: امير المؤمنينه! پر خداى قسم ما ورکړې وه.

علي (ک) وويل: له فاطمې (س) سره مې واده وکړ او فرش مو د پسه پوټکى و، د شپې پرې ويدېدو او د ورځې مو خپل اوښ ته د وښو لپاره کاراوه او بې له فاطمې (س) مې کوم چوپړيال نه درلود[274].

دا د اهل بيتو مالي سياست و، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال، چې پرېمانه شتمني يې په لاس کې وه، د بيت المال د ډېر لږ څيز په هکله حساس وو او په کارونه کې يې له ډېر احتياطه کار اخسته.

امام حسن (رض) په دغسې يوه چاپېريال کې روزل شوى و او د امامت او پاکلمنتوب پر مقام سربېره يې د دغسې پلار له خوى او سيرت سره روږدى شوى و، چې هډو اوړېداى ترې نشو او د امويانو له دوده يې کار وانخست، چې بيت المال يې د خپلو ګټو لپاره کاراوه او په هېڅ ډول شرايطو کې يې په دې ډول چارو لاس پورې نه کړ.

د سولې په باب یو تن نيوکه پرې وکړه، ورته يې وويل: ((العار خير من النار: خجالت تر اورۀ  غورۀ  دى)).

بېشکه که امام حسن د خپل پلار دود ته ورشا کړې وه او د بيت المال په لګولو کې يې د معاويه لار خپله کړې واى؛ نو کله به هم معاويه واک ته رسېدلى نه واى.

محمد بن عقيل (رض) وايي: معاويه ته يوازې همدا بس دى، چې د حسن بن علي سره يې کومه ټګي برګي وکړه[275])).

د سولې واقعي علتونه

ځينو انګېرلې، چې امام حسن ذاتاً او په طبيعي ډول د سولې پلوى و او جګړه يې نه خوښېده؛ نو ځکه يې سوله غورۀ  کړه؛ خو حقيقت دادى، چې د امام سولې ځينې علتونه درلودل، چې هر لراندى يې د غورۀ  ټاکنې په توګه مني. البته اسلام د جګړې دين نه و او نه دى او د سولې پيغام ورسره دى؛ خو په کوم ځاى کې، چې حق ولتاړل شي. بيا نو جګړه روا بولي؛ لکه چې خداى وايي: ((وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا[276]= که د سولې لار يې ونيوه؛ نو تاسې هم سوله ورسره وکړئ)).

((فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ[277]= او که جګړه يې درسره کوله؛ نو جګړه ورسره وکړئ)).

((وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ[278]= له غليمانو سره جګړه وکړئ، چې د اسلام په سيمه کې فتنه او اړو دوړ و نه کړي)).

او هم که غليم پر اسلامي هېواد بريد کوي، بايد جګړه ورسره وشي؛  خو داچې جګړه ورسره شونې نه ده؛ نو په دې حال کې د مسلمانانو د ځان، مال او نواميسو ساتنه ايجابوي، چې له غليم سره دې خبرې اترې وکړي، لازم قدرت تر لاسه شي، که څه دا سوله يې نه خوښېږي؛  لکه د رسول اکرم (ص) د حديبې سوله[279].

امام حسن (رض) ته د معاويه په څېر له انسان سره سوله ډېره ترخه او ستونزمنه وه؛ خو لکه چې اشاره ورته شوې او و به يې کړو، پر هغه وخت بې له سولې، د سياست له ډګره وتل او معاويه ته د واک ورسپارلو بله چاره نه وه؛ نو ځکه امام له شته وضع نه په خپګان، واک معاوية بن ابو سفيان ته ورپېښود. د امام حسن د سولې علت همدا و. دادى ددې حقيقت د ښه څرګندولو لپاره د ځينو لاسوندنو يادونه کوو:

ابن اثير له ابن دريده روايتوي، امام حسن د خپل پلار علي (ک) تر شهادت روسته پاڅېد او تر څښتن ستاينې روسته يې وويل:

((د شاميانو په اړه شکمن شوي نه يو؛ خو موږ مخکې په سلامت او مقاومت جګړه ورسره کوله؛ خو نن هغه سلامتي راکې په دښمنۍ او هغه صبر او مقاومت راکې په نارو سورو او بې صبرۍ اوړېدلى دى او تاسې چې پر هغه ورځ له پلار سره مې صفين ته تلئ، دين درته آر او چورليز و؛ خو نن دنيا درنه مخکې ده او دين ورپسې دى او زه د مخکې په څېر درته يم؛ خو تاسې د تېر په څېر نه ياست؛ ځکه تاسې يا په صفين کې مړي ورکړي او يا په نهروان کې، چې ديه يې غواړئ او حال داچې نورو هم زموږ له مرستې سرغاړى کړى دى. پوه شئ معاويه يو داسې څيز ته بللي يو، چې عزت او انصاف پکې نشته، که سرښندنې او ورسره جګړې ته چمتو ياست؛ نو خبره يې نه منم او حکم يې خداى ته ورسپارم او په تېره تورۀ  يې ځوابوم او که مقابلې ته چمتو نه ياست؛ نو وړانديز يې ومنو )).

((دلته خلکو له هرې خوا چغې کړې: البقية البقيه: يعنې پر پاتې خلکو ولورېږه.))

امام حسن، وليدل، چې يوازې يې پرېښى؛ نو له معاويه سره سولې ته راضي شو[280]))

زيد بن وهب وايي: امام حسن (رض) يې،چې په مداين کې ټپي کړى و، پوښتنې ته يې وغلم، ورته مې وويل: د رسول الله (ص) زويه! څه هوډ لرې، خلک اندېښمن او حيران دي؟

امام وويل: پر خداى قسم دوى تر معاويه راته بتر دي. دوى انګېري، چې لارويان مې دي؛ خو زما د وژنې او مال لوټولو په لټه کې دي. پر خداى قسم که زما او معاويه ترمنځ تړون وشي، چې ځان مې بچ شي او د خداى د مخلوق ښيون ته ځان او کورنۍ مې خوندي شي، تر دې غورۀ ده، ما او اهلبيت مې ووژني. پر خداى قسم که له معاويه سره د جګړې هوډ ولرو؛ نو دوى مې نيسي او معاويه ته مې ورسپاري؛ نو پر خداى قسم! که زه روغ او عزتمن وسم، تردې غورۀ ده، چې مې اسير کړي او و مې وژني. داچې معاويه رانه تېر شي او ننګ يې تل بني هاشمو ته ورپاتې شي او معاويه او ځوځات يې زموږ پر ژوندي او مړي ووياړي.

زيد بن وهب وايي: امام ته مې وويل: د رسول الله (ص) زويه! لارويان مو، د بې شپونه رمې په څېر پاتېږي، ويې ويل: څه وکړم؟ پر خداى قسم، ډاډمنو خبر کړى يم.

امام حسن وويل: يوه ورځ مې پلار خوشحال وليدم، راته يې وويل: حسنه زويه! خوښ دې وينم، هغه وخت به څرنګه وې، چې خپل پلار وژل شوى ووينې او يا هغه مهال، چې امويانو خلافت تر لاسه کړى وي او امير يې داسې يو سړى وي، چې خوري؛ خو مړېږي نه، پر لروبرو واکمنېږي، خلک به يې پر دين شي او واکمني به يې اوږده شي، بدعتونه او بې لاريتوبونه به دود شي، حق او نبوي سنت به مړه کړي، مالونه به پر خپلې کورنۍ ويشي او مستحق ته به يې نه ورکوي، مؤمن به يې په واکمنۍ کې ذليل شي او فاسق پياوړېږي او شتمني يې په ملګرو کې لاس په لاسېږي، د خداى بندګان مريانوي، حق پټېږي او باطل راښکاره کېږي، سمونپالي شړل کېږي او يا وژل کېږي او د باطلو پلويان عزتمنېږي او چار همدغسې تېرېږي، تردې چې خداى په آخرالزمان کې يو سړى راولېږي، په دې سخت روزګار کې به خلک په ناپوهۍ کې وسي، هغه په پرښتو تاييدوي او ملګري يې ساتي او په خپلو نښو يې ملاتړ کوي او پر ځمکه يې لاسبروي، تر دې چې خلک په خوښۍ يا نا خوښۍ لاروي ترې کوي او ځمکه له عدل و قسطه ډکوي، ان چې يو کافر هم پاتې نشي او ټول ايمان راوړي او کوم فاسق هم پاتې نشي او سم صالح شي، په واکمنۍ کې يې داړن سمېږي او پر ځمکه ګياوې راټوکېږي او اسمان خپل برکتونه راکوزوي او زیرمې ورته راسپړل کېږي او څلوېښت کاله واکمني کوي؛ نو پر هغه دې خوښي وي، چې دا پېر درک کړي او خبره يې واوري[281])).

د حضرت معاويه ځري:

معاويه عمرو بن حريث، اشعث بن قيس، حجر بن حارث او ثبت بن ربعي ته ځري ولېږل، ورته وايي: تاسې هر يو چې حسن بن علي وواژه، دوه لکه درهمه انعام درکول کېږي او د شام د يو لښکر مشري به درکړه شي او يوه لور به درنکاح کړم.

امام حسن له دې خبرې خبر شو؛ نو چې لمانځه ته به راته، زرې يې اغوسته. د لمانځه پر وخت يو غشي ورګوزار شو؛ خو ونه لګېد.

امام وويل: افسوس درباندې، پر خداى قسم معاويه، چې د څه وعده درسره کړې، وفا به پرې و نه کړي او پر دې ګومان يم، که لاس مې پر لاس يې ورکېدم او ورتسليم شم، پرېنږدي به چې د خپل نيکه دين مې وساتم (؛ نو که څه جګړه ورسره نه کوم؛ خو تسليم به ورته نشم) او په يوازېتوب خداى لمانځلى شم؛ خو په ډاګه يې وينم، چې اولادونه مو د امويانو ورونو ته ولاړ دي او خوراک څښاک غواړي او دوى به يې ورنکړي[282].

سيد ابن طاووس خپل زوى ته وايي: دا خو څه عجيبه څيز نه دى، يو شمېر خلک دې پر نيکه نيوکه کوي، چې ولې يې له معاويه سره سوله وکړه، دا کار يې د خپل نيکه، رسول الله (ص) په امر و، په خپله  پېغمبر (ص) هم له کفارو سره سوله وکړه (مراد يې د حديبيه سوله ده) او په دې سوله کې د  پېغمبر (ص) دليل خورا څرګند و. هغه مهال، چې د امام حسن تر وفات روسته، رور يې امام حسين (رض) د خلکو ملګرتوب ته وروځغاستل او د دوى غوښتنه يې ومنله او له يزيد سره يې سازش ونه کړ، يو ډله خلک د امام په ملاتړ وجنګېدل او يوې ډلې يې ملاتړ ونه کړ او د يزيد ددې ناوړه عمل؛  يعنې د امام حسين د وژنې پر وړاندې يې د يزيد پر ضد پاڅون ونه کړ او له حکومته يې لرې نه کړ؛ خو خلکو د عبدالله بن زبير مرستې ته _چې د بې لاريتوب په بهير کې و_ راودانګل او ځان يې په دې دوه ډوله دريځ نيونې رسوا کړل ايا دا ډله، له نېغې لارې جلا شوې وه، لرې ده، چې له امام سره دغسې وچلي، حال داچې د بې لارېتوب دې پړاو ته رسېدلي وو؟[283].

هغه مهال، چې امام سولې ته اړ شو دا شعر يې ووايه:

احامل اقواما حياء ولا

ارى قلوبهم تغلى على مراضها

((يوه ډله د شرم او حيا له مخې زغمم او وينم، زړونه يې د ظاهر په څېر نه دي)).

او دا شعر هم د امام دی: ((که روزګار خپه کړم، صبر کوم او هر کړاو، غځېدا و نه لري، لږ دى او که روزګار مې ښاد کړي؛ خوشحالي نه کوم او هره ښادي، غځېدا نلري، لږه ده[284].

محمد بن مسلم له ابي جعفره (رح) روايتوي: پر خداى قسم څه، حسن بن علي وکړل، دې امت ته تر هغه څه غورۀ  وه، لمر پرې لګي او پر خداى قسم له دې آيته مراد د امام لاروي ده:

 ((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ[285]= ايا هغه کسان دې ونه ليدل، ورته وويل شول، چې له جهاده لاس واخلئ، لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ))؛ خو دوى جنګ غوښته؛  خو چې پر دوى مې د امام حسين په ملتيا جګړه او جهاد فرض کړ، ويې ويل: خدايه! ولې دې جګړه را لازمه کړه او تر نژدې وخته دې ځنډ نه کړه، چې بلنه دې ومنو او په رسولانو پسې ولاړ شو؟! او اراده يې وکړه، چې د حضرت قایم (ع) تر وخته ځنډ شي (چې خپله بريا پرېکنده وبولي[286]).

ابن ابي الحديد [امام حسن ته د علي (ک) تر وصيت لاندې، ورته وايي: ((وخض الغمرات الى الحق: د حق لپاره، په ستونزو کې لامبو وهه))[ وايي: بيشکه که امام حسن شونتياوې درلودې؛ نو حق اخستو ته يې لاس پورې کاوه او څوک چې ملاتړ ونه لري، حق اخستو ته هم لازمې شونتياوې نه لري[287].]

د عراق لښکر:

دا ټکى مو له ياده وتلى نه وي، چې د سولې په منلو کې يو اغېزمن لامل د عراق لښکر ناغېړي وه، هماغه کسان، چې علي (ک) ترې بيا ځلي ګيله کوله او په اړه يې حضرت علي (ک) په نهج البلاغه کې ويلي دي: ((ستاسې له ټپسورولو تنګ شوى يم، د اُخروي ژوند پر ځاى پر دنيوي ژوند خوشحال شوي ياست؟ د سر لوړۍ پر ځاى خواري غواړئ؟ چې جهاد ته مو را بلم، د سترګو په کونجونو کې ګورئ، ته وا د مرګ په زخمه کې لاس و پښې وهئ، حيران او ځلبانده ياست، ته وا عقل مو له لاسه ورکړى او نه پوهېږئ، ډاډمن درباندې نه يم، د تکو تيارو شپو په څېر ورځو کې څرنګه درباندې ډاډمن شم، چې کله هم هغه ستنې نه وئ، ډډه درباندې ووهل شي او وسمن ياران هم نه اوسئ، چې د اړتيا پر مهال اړتيا راپورۀ  کړئ، د هغو اوښانو په څېر ياست، چې خپل څروونکى يې ورک کړى او چې له يوې لوري راټول شي، له بلې خپرېږي. د خداى پر ذات قسم، جګړې بلولو ته بد خلک ياست، تاسې غولوي؛  خو تاسې يې غولولى نشئ او… انګېرم، چې جګړه سخته او وژنه ډېره شي، داسې به د ابوطالب له زويه خپاره واره شي، چې راستنېدا به درته نه وي. هسې چې پرېکړى سر، له تنې سره يوځاى نشي[288])).

او په يو ليک کې کاږي: ((دوى مې څو ځلې په پټه او ښکاره د غليم پر لور خوځېدو ته راوبلل، ځينې په ناخوښۍ راغلل او ځينو د دروغو پلمې وکړې، يو شمېر مې پروا ونه کړه او زما له ملاتړه يې لاس واخست. له خدايه غواړم ژر ترې راخوشې شم. پر خداى قسم ټوله هيله مې داده، چې له غليم سره په جګړه کې شهيد شم او زړه مې مرګ ته چمتو کړی، که نه، نه مې خوښېږي، يوه ورځ ورسره اوسم يا ورسره مخ شم[289])).

همدغسې په بله وينا کې وايي: ((پر خداى قسم! غولېدلى هغه دى، تاسې يې د دروغو په وعده وغولوئ. څوک چې انګېري ستاسې په مټ بريالى شي، د هغه په څېر دى، چې د سيالۍ په غشيو کې يې هغه غشى پر برخه شي، تر ټولو ډېر لږ ګټور وي او څوک چې تاسې د غشي په څېر د غليم پر لور ورګوزار کړي؛ نو په ليندۍ کې به يې مات غشى ايښى وي. پر خداى قسم! داسې پړاو ته رسېدلى يم، چې نور مو خبره نه باوروم او ملاتړ ته مو نه هيلمنېږم او غليم په تاسې نه ډاروم[290])).

وصيت او ماموريت

د څپرکي په پاى کې دې ټکي ته اشاره لازمه ده، چې هر يو سپېڅلى امام د پالوونکي له لوري يو چارته مؤظف و، چې له مخې يې عمل کاوه او امام حسن (رض) له غليم سره سولې ته مؤظف و او دليل يې هغه روايات دي، په دې اړه راغلي، ځينې يې دادي:

١_ معاذ بن کثير له امام صادق (رح) روايتوي، چې ويې ويل: پر رسول الله (ص) به له آسمانه وصيت د ټاپه شوې ليکنې په بڼه رالېږل کېده، حضرت جبرئيل وويل: محمده! دادې په امت کې اهلبيتو ته وصيت دى.

رسول اکرم (ص) وويل: جبرييله! مراد دې کوم اهلبيت دي؟

 حضرت جبرييل وويل: نجيب يې (اميرالمؤمنين) او ځوځات يې، تر ابراهيم وړاندې د نبوت علم درنه په ميراث کې يوسي او پردې وصيت ټاپې او مهرونه وو؛ نو علي ړومبى مهر راپرانست او څه چې پکې ول عمل يې پرې وکړ.

ورپسې امام حسن (رض) دوم مهر راپرانست او پر څه چې توظيف شوى، او پکې راغلي ول، عمل يې پرې وکړ.

بيا امام حسين (رض) درېيم مهر راپرانست او پکې راغلي ول: جګړه وکړه او ووژنه، چې ووژل شې او يوه ډله شهادت ته د ځان ملګرې کړه، چې دوى بې له تا څخه نه شهيدېږي او هغه عمل پرې وکړه، بيا يې دا علي بن الحسين ته ورکړ. علي بن الحسين څلورم مهر پرانست، پکې راغلي ول، چوپتيا خپله کړه. بيا يې دا ((محمد بن علي)) ته ورکړ. دې پينځم مهر پرانست او پکې يې وموندله: د خداى تعالى کتاب تفسير کړه، پلار دې تصديق او علم دې خپل زوى ته ورميراث کړه او له خلکو او امت سره ښه چله او په امن او ډارکې حق ووايه او يوازې له خدايه ډارېږه، ده هم عمل پرې وکړ، بيا یې ورپسې تن ته ورکړ.

معاذ بن کثير وايي: امام صادق ته مې وويل: هغه به ته يې؟

ويې ويل: معاذه! ښکاره کول يې څه ممانعت نه لري؛ خو ډارېږم، بل ته يې ووايې. هو هماغه يم. تر دې، چې امام صادق دولس نامې راته واخستې او چوپ شو، بيا مې وويل: بيا څوک دى؟ ويې ويل: همدا درته بسيا دي[291].

٢_ له ابن عباس(رض) روايت شوى، چې يې وويل:

 حضرت جبرييل د خداى له لوري رسول الله (ص) ته يوه ليکنه (صحيفه) راوړه، د سرو دولس مهرونه (ټاپې) پکې ول او  پېغمبر (ص) ته يې وويل: خداى سلام درباندې وايي او امر درته کوي، چې دا صحيفه دې تر ځان روسته د کورنۍ نجيب ته ورکړه، لومړى مهر يې پرانځي او څه چې پکې راغلي، عمل پرې وکړي او چې ومړ، تر ځان روسته وصي ته دې يې ورکړي او په دې توګه دې يې يو بل ته وروسپاري.

نو نبي اکرم (ص)، پر څه توظيف شوى و، عملي يې کړ او علي بن ابي طالب يې لومړى مهر پرانست او څه چې پکې ول، عملي يې کړل، بيا يې حسن ته ورکړ او مهر يې پرانست او څه چې پکې راغلي ول، عمل يې پرې وکړ او بيا يې حسين ته ورکړ او هغه بيا علي بن الحسين ته وروسپاره، بيا يې يو بل ته ورکړل، چې روستي ته يې رورسېد[292].

نو له دې رواياتو ګټنه کېږي، چې هر يو امام د پالونکي له لوري يو کار ته توظيف شوی و، امام حسن په دې صحيفه کې سولې ته مامور شوى و او عمل يې هم پرې وکړ.

شپږم څپرکى

 

په سـولـې پـسې پـېر

 

تر سولې روسته د امام حسن وينا

چې امام بې له واک پرېښوولو بله چاره نه درلوده او د پرېښوولو په دودونو کې يې، سوله مصلحت وليد؛ نو کوفې ته د معاويه تر راتګ وړاندې يې يوه وينا وکړه: ((خلکو! په رښتيا موږ ستاسې عراقيانو مشران او میلمانه وو، موږ ستاسې د پېغمبر اهل بيت يو، هماغوى چې خداى چټلي ترې لرې کړې او پاک کړي يې دي)).

په دې خبرو ټولو وژړل[293].

روايت وايي: امام يې پر سجده ټپي کړ يو مياشت پر کټ ناروغ پروت و، روغ شو، پر منبر يې دا وينا وکړه[294].

چې امام وليدل، سره له دې، چې د علي (ک) زوى دى او مور يې فاطمه (س) د رسول الله (ص) لور ده او صرفنظر له خپلو فضايلو يې؛ خو بيا هم خلک تېرى پرې کوي او ټپي کوي يې، مالونه يې لوټوي، په دې وينا کې له خلکو سره له عاطفي اړخ خبرې کوي او د دوى يې دې ټکي ته ورپام کړ، چې موږ عرب او حجازيان او ستاسې مېلمانه يو او عربان له مېلمونو سره بد چلن نه کوي؛ نو ځکه دا غونډلې يې د دوى د عواطفو راپارېدو ته وويلې.

په نخيله کې د معاويه خطبه

معاويه له امام حسن (رض) سره تر سولې روسته پر ٤١س ربيع الاول مياشت کې کوفې ته راغى[295]، کوفيانو يې اطاعت او بيعت يې ورسره وکړ[296]، تر سولې روسته، معاويه راخوځېد، او د جمعې پر ورځ په نخيله (د کوفې غونډ) کې تم شو، خلکو ته يې د جماعت لمونځ ورکړ اوپه خطبه کې يې وويل: ((پر خداى قسم، ددې لپاره مې جګړه درسره و نه کړه، چې لمونځ وکړئ يا روژه ونيسئ يا حج وکړئ او د خپلو مالونو زکات ورکړئ، تاسې خو دا چارې کولې؛ بلکې ددې لپاره درسره جنګېدم، چې حکومت درباندې وکړم او امير مو اوسم او دا خداى راکړ، که څه ناخوښ ياست. پوه شئ، چې حسن بن علي سولې ته ژمنې او شرايط راته ويلي او له مخې يې څه څيزونه ورکړم؛ خو ټول تر پښو لاندې کوم  او پر يوه يې هم وفا نه کوم[297].

شعبي وايي: چې حسن بن علي (رض) له معاويه سره سوله وکړه، په نخيله کې وم، معاويه امام حسن (رض) ته وويل: پاڅه، خلکو ته ووايه، ما له حکومته لاس واخست او معاويه ته مې وروسپاره[298].

 امام حسن پاڅېد اوتر څښتن ستاينې روسته يې وويل: پوه شئ، متقيان؛ خورا ځيرکان دي او بدترينه کمزوري د خداى سرغړونه ده او دا چار، چې زه او معاويه پرې اختلاف لرو، سره له دې، حق مې دى؛ خو زه د خداى لپاره او د محمد (ص) د امت د اصلاح، سم سمکي او ستاسې د وينې نه تويېدو په پار، ورنه تېرېږم. بيا يې معاويه ته وويل: ((وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ[299]= نه پوهېږم، ښايي دا درته فتنه وي او تر يوه وخته خوند))

بيا معاويه له امامه وغوښتل، چې له منبره راکوز شي او عمرو عاص ته يې وويل: همدا دې غوښتل، چې ويې کړل[300].

په کوفه کې د امام حسن وينا

تر سولې روسته، چې معاويه کوفې ته راغى، ورته وويل شو: حسن بن علي خلکو ته په زړونو کې ګران دى؛ نو که امر وکړې، پر منبر تر تا کوز ودرېږي او خواري به يې لامل شي، چې خبرې ونشي کړاى او خلکو ته به ټيټ معلوم شي او خپل مقام به له لاسه ورکړي.

معاويه له امام حسن څخه وغوښتل، چې يو پاټکى لاندې دې ترې ودرېږي. امام پر منبر تر څښتن ستاينې روسته وويل: اما بعد! که په نړۍ کې ولټوئ، چې داسې يو څوک پيدا کړئ، چې نيکه يې  پېغمبر وي؛ نو يوازې ما او رور به مې ومومئ او لاس مې دې طاغي او ظالم ته ورکړ _ معاويه ته يې اشاره وکړه، ورنه جګ ولاړ و_ چې پر منبر د رسول الله (ص) پر ځاى ناست دى. داچې ومې ليدل د مسلمانانو د وينې ساتنه تر وينې تويېدو يې غورۀ  ده او نه پوهېږم، ښايي ازمېښت درته وي او ژر تېرى خوند_ او په لاس يې معاويه ته اشاره وکړه_ .

معاويه امام ته وويل: له دې وينا دې څه مطلب و؟

ويې ويل: مطلب مې د خداى منظور و.

معاويه پاڅېد او وينا يې وکړه او په علي (ک) پسې يې بدرد وويل. بيا امام حسن حال داچې معاويه پر منبر و، وويل: د ځيګر خورې زويه! ته علي (ک) کنځې حال داچې رسول الله (ص) ويلي: څوک چې علي وکنځي، زه يې کنځلى يم او څوک مې چې وکنځي، خداى يې کنځلى او څوک چې خداى وکنځي؛ نو خدای يې تلپاتې دوزخي کوي، چې پايښتى عذاب ورته وي.

بيا امام له منبره راکوز شو، کور ته راغى او نور يې هلته لمونځ و نه کړ[301].

کوفې ته راتګ

اربلي روايتوي: معاويه له نخيلې کوفې ته راغى او څه موده پاتې شو او چې بيعت ورسره پاى ته ورسېد، پر منبر يې يوه وينا وکړه او علي او امام حسن يې په بدو ياد کړل. امام حسين ناست و، غوښتل يې پاڅي او ځواب يې ورکړي، امام حسن يې لاس ونيو، کېنوه يې، پخپله پاڅېد، و يې ويل: ((اى هغه چې علي دې ياد کړ، زه حسن او علي مې پلار دى او ته معاويه او پلار دې صخر دى، مور مې فاطمه او مور دې هنده ده، نيکه مې رسول الله (ص) او نيکه دې حرب دى، نيا مې خديجه او نيا دې فتيله ده؛ نو په موږ کې دې پر هغه د خداى لعنت وي، ياد يې خورا کمزورى، ځوځات يې ټيټ، تېر يې بتر او کفر و نفاق يې خورا مخينه ولري)). په جومات کې يو شمېر کسانو امين ووايه[302].

په بل روايت کې راغلي: تر جوړجاړي روسته، معاويه امام ته وويل، پر منبر يې وستايي. امام پر منبر تر څښتن ستاينې، پر محمد او آل يې تر درود روسته وويل: ((څوک مې چې پېژني؛ خو ښه او چې مې نه پېژني، زه حسن د رسول الله (ص) زوى يم. زياته يې کړه: د هغه زوى يم، چې زېرى ورکوونکى او ګواښنګر دى. زه رسالت ته د غورۀ  شوي زوى يم، د هغه زوى يم، چې پرښتو يې جنازه وکړه، د هغه زوى يم، چې امت پرې شرافت وموند، د هغه زوى يم، چې جبرييل ورته د خداى سفير او استازى و، زه د هغه زوى يم، چې دنياوالو ته رحمت راولېږل شو)).

معاويه خپله کينه پټه نشوه کړاى ؛ نو د امام خبرې يې پرې کړې ويې ويل: حسنه! د خرما په هکله خبرې راته وکړه.

امام وويل: ((هو معاويه! باد، د لقاح کار کوي، لمر و سپوږمۍ يې رنګارنګوي، تودوخه يې پخوي او شپه يې سړوي))

بيا امام د ځان د معرفي کولو په لړ کې وويل: ((زه د هغه زوى يم، دعا يې قبلېده، زه د هغه زوى يم،چې د ربوبي قرب مقام او خورا نژدې موقعيت ته ورسېد. زه د مطاع شفاعتګر زوى يم. زه د مکې او منا زوى يم. زه د هغه زوى يم، چې قريشو په ناخوښی غاړه ورکېښووله. زه د هغه زوى يم، چې څوک يې لاروي وکړي، نېکمرغېږي او چې سرغړونه ترې وکړي، بد مرغېږي. زه د هغه زوى يم، چې ځمکه ورته جومات او پاکه شوې ده، زه د هغه زوى يم، چې پرله پسې د اسمان خبرونه ورتلل. زه د هغو زوى يم، چې خداى چټلي ترې لرې کړې او پاکان يې کړل[303])).

معاويه وويل: حسنه! انګېرم، په ماغزو کې دې د خلافت باد لګي؟

امام وويل: ((معاويه افسوس درباندې! خليفه هغه دى، چې د رسول پر سيرت عمل او د خداى اطاعت وکړي. پر ځان مې قسم، موږ د ښيون او تقوا نښې يو؛ خو ته ای معاويه! سنتونه دې له منځه وړي او بدعتونه دې را ژوندي کړي، د خداى بندګان دې مريان کړي او د خداى دين دې لوبڅى کړى، ته وا څه چې کوې، پټ دي. له دې حکومته دې د ښادۍ پېر ډېر لنډ دى او راولاړې شوې ناوړې پايلې ترې ډېرې دي. معاويه! پر خداى قسم، په لروبر کې داسې ښار نه وي، چې خداى به بې زما له نيکه رسول الله (ص) کوم  پېغمبر ورلېږلى وي[304])).

تر سولې روسته، معاويه واکمن شو، سعد بن ابي وقاص (رض) ورغى ورته يې وويل: ((السلام عليک ايهاالملک، پاچا سلام درباندې)) معاويه وخندل، ويې ويل: ابا اسحاقه! څه به شوي واى، چې يا اميرالمؤمنين دې ويلي واى؟ سعد (رض) ورته وويل: ((پر خداى قسم، نه مې خوښېږي، په هغه توګه پر خلکو واکمن شم، چې ته پر خلکو واکمن شوى يې[305])).

 

په رواياتو کې له حضرت حضرت حضرت حضرت معاویه سره  د امام حسن سوله

١_ محمد بن مسلم له امام باقر  نه روايتوي، چې امام وويل:

پر خداى قسم څه چې حسن وکړل(؛ يعنې له معاويه سره سوله) دې امت ته تر هغه څه غورۀ  وه، چې لمر پرې لګي او [(( أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ[306]: ايا هه کسان دې ونه ليدل، ورته وويل شو، چې له جهاده لاس واخلئ، لمونځ وکړئ او زکارت ورکړئ)) ] آيت، چې نازل شو او مراد ترې د امام لاروي او د حګړې غوښتنه وه، ورته وويل شو ډډه ترې وکړئ؛  نو چې جګړه پرې فرض شوه، د حسن مرستې ته ور ودانګئ ويې ويل:

 ((ربَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ[307]= نجب دعوتک و نتبع الرسل: خدايه! ولې جګړه راباندې فرض کړه او تر نژدې وخته دې ونه ځنډوله، چې بلنه دې ومنو او په رسولانو پسې ولاړ شو)) او له ځنډه يې مراد د حضرت قايم عليه السلام تر پاڅونه و[308].

٢_ سدير له ابوجعفر (رح) روايتوي، چې يې وويل: سديره! خپل چار دې راڅرګند کړه، که پکې زيادښت او اغراق و، منع دې کړو او که لنډون او کوتاهي پکې وه، لارښوونه به درته وکړو.

غوښتل مې خبره وکړم؛ خو امام وويل: درنګ وکړه، چې پوه دې کړم. په حقيقت کې هغه علم، چې رسول الله (ص) وضع کړ، علي (ک) ته يې ورکړ او څوک يې چې وپېژني، مؤمن دى او چې ترې نمښته وکړي، کافر دى، تر علي روسته، دا علم له حسن سره و، ومې ويل: امام حسن، دومره مقام او منزلت درلود؛ نو ولې يې د امت واګې معاويه ته پرېښودې؟

امام باقر وويل: چوپ شه، هغه (يعنې امام حسن) پر خپلو کړو ښه پوهېده، که داسې يې کړى نه واى؛ نو په واقع کې يوه ستره پېښه رامنځته کېده[309].

٣_ ابوسعيد عقيصا وايي: حسن بن علي ته مې وويل: د رسول الله (ص) زويه! ولې دې له معاويه سره جوړ جاړى او سوله وکړه، حال دا په خپله پوهېږې، چې ته پر حق يې او معاويه ته څه حق نشته او بې لارې او سرغړاند دى.

امام وويل: ابا سعيده! ايا زه پر خلکو د خداى حجت او تر پلار روسته مې امام نه يم؟ ومې ويل: هو. امام وويل: ((ايا زه هغه نه يم، چې رسول الله (ص) زما او رور په اړه مې ويلي: ((الحسن و الحسين امامان قاما او قعدا، حسن و حسين دواړه امامان دي، که پاڅون وکړي که کېني))؟ ومې ويل: هو. ويې ويل: نو امام يم که پاڅون وکړم او امام يم که کېنم. ابا سعيده! له معاويه سره زما د سولې او سازش علت له بني ضمره، بني اشجع او مکيانو سره د رسول الله (ص) د سولې علت دى، چې کله له حديبيه راستنېده، مقابل لورى يې په تنزيل کافران وو او معاويه او ملګري يې د تاويل په پار کافران دي (١).

ابا سعيده! داچې د خداى له لوري امام يم؛ نو د سولې او جګړې په اړه مې هوډ او رايه ناصوابه مه بولئ او ناسمه يې مه ګڼئ او چې څه مې کړي، لامل او حکمت يې درڅرګند وي؛ نو نه وينئ خضر عليه السلام، بېړۍ سورۍ کړه، ماشوم يې وواژه او دېوال يې سم کړ؛ خو موسى عليه السلام يې پر چارو غوسه شو؛ ځکه د چارو پر لامل او حکمت يې نه پوهېده، څو خضر عليه السلام ترې خبر کړ او موسى (ع) خوښ شو، همدغسې تاسې مې غوسه کړئ؛ ځکه تاسې زما د کړنې پر حکمت نه پوهېدئ، که داسې مې کړي نه واى او سوله مې کړې نه واى، زما يو لاروى يې هم نه پرېښوده او ټول يې وژل[310].

سليم بن قيس روايتوي: هغه مهال، چې معاويه واکمن او پر چارو مسلط شو، حسن بن علي بن ابيطالب پر منبر تر څښتن ستاينې روسته وينا وکړه:

((خلکو! معاويه ګومان کوي، زه یې خلافت ته وړ بولم او ځان يې وړ نه ګڼم؛ خو دروغ وايي، زه په کتاب الله او د  پېغمبر په وينا خورا ورته وړ يم، پر خداى قسم خورم، که خلکو بيعت راسره کړى واى او زما لاروي او ملاتړي واى؛ نو اسمان پرې د رحمت بارانونه راورول او ځمکې خپل برکتونه راسپړل او ته اى معاويه! هېڅ کله به دې خلافت ته سترګې نه نيوې او رسول اکرم (ص) ويلي: په امت کې،چې ښه پوه وي؛ نو بل څوک دې واکمنۍ ته سترګې نه نيسي؛ خو داچې د امت چار مخ پر ځوړ شي، څو بېرته راستون شي او د هغو کسانو په څېر شي، خوسى يې و لمانځه. په تېرو کې بني اسراييلو، هارون عليه السلام خوشې کړ او د خوسي لمانځنې ته يې ورمخه کړه. حال داچې پوهېدل هارون (ع) د موسى (ع) ځايناستى دى او دې امت علي (ک) پرېښود، حال داچې له رسول اکرم (ص) يې اورېدلي ول، چې علي (ک) ته يې ويل: ((انت مني بمنزله هارون من موسى غير النبوة فلا نبي بعدی= ته راته داسې يې لکه هارون (ع)، موسى (ع) ته و؛ خو بې له نبوته، تر ما روسته به بل  پېغمبر نه وي)) او رسول اکرم (ص) له خپل قومه وت، حال داچې خداى ته يې وربلل، تر دې چې غار ته ورغى او که ملګري يې پيدا کړي واى؛ نو هډو ترې نه تله او ماهم _اى معاويه! که مرستندويان او ملګري مې درلودل، بېخي مې بيعت درسره نه کاوه.

او خداى هارون (ع) ته هغه وخت اجازه ورکړه، کمزورى يې وباله او نژدې و، ويې وژني او ده ملګري و نه موندل، د بني اسراييلو پر وړاندې ودرېږي او خداى هغه وخت  پېغمبر (ص) ته اجازه ورکړه، له خپل قومه بهر ولاړ او ياران يې و نه موندل، زه او پلار مې هغه وخت د خداى له لوري اجازه لرو، چې امت پرېښودو او بې له موږ يې بيعت وکړ او ياران مو و نه موندل او دا هغه سنن او بېلګې دي، چې ځينې یو په بل پسې پېښېږي.خلکو! تاسې د ختيځ او لويديځ ترمنځ لټه وکړئ؛ خو بې له ما او رور به مې د رسول الله زامن ونه مومئ[311])).

اووم څپرکى

 

د امام ملګري

 

د امام ملګري او ياران

د امام حسن (رض) له يارانو يو شمېر دا دي: عبدالله بن جعفر[312]، مسلم بن عقيل، عبدالله بن عباس، حبابه بن جعفر و البيه[313]، حذيفة بن اسيد، جارود بن منذر، سفيان بن ابي ليلي همداني، عمرو بن قيس مشرقي[314]، ابو صالح بن کيسان بن کليب، ابو مخنف لوط بن يحيي ازدي[315]، مسلم بن بطين، ابو رزين مسعود بن وائل، هلال بن يساف و ابو اسحاق بن کليب سبيعي دي.

د امام او پلار ياران يې

ځينې ملګري يې د خپل پلار علي (ک) ځانګړي ياران هم وو، چې دا دي:

(حجر بن عدی) ( رشيد هجري، رفاعة بن شداد، کميل بن زياد نخعي[316]) (مسيب بن نجبه[317] ) (قيس بن سعد[318]) (عامر بن واثله[319]) (عمرو بن حمق) (زيد بن ارقم[320]) (سليمان بن حُرَد) (ابن عقله) (جابر انصاري[321] )   (ابو الاسود دؤلي[322]) (حبه عُرني[323]) (عبايد) (جعيد بن قيس[324]) (احنف بن قيس[325]، اصبغ بن نباته[326]) (اعور[327]) (او نور، له شمېره وتلي دي[328]).

 

د امام حسن حواريون

له حضرت امام موسى بن جعفر (رض) نه روايت شوى دى: د قيامت پر ورځ به يو وياند غږ وکړي: د رسول الله د لور فاطمې بي بي (س) د زوى حسن بن علي حواريون[329] چېرې دي؟

نو سفيان بن ابي ليلي همداني او حذيفه بن اسيد غفاري[330] به راپاڅي[331].

د سولې مخالف ياران

د امام ستونزه يوازې دښمنان او يا عادي او بې توپيره خلک نه ول؛  بلکې يارانو يې هم د سولې په اړه نيوکې کولې؛ البته دوى له دين سره د ژمنې په پار او بلخوا کومه ښانده يې چې له دښمنه درلوه، مخالفت کاوه؛ خو د امام د سولې له لاملونو او حکمتونو پورۀ  خبر نه وو او نه پورۀ د سولې پر اهميت پوه وو؛ نو ځکه د سولې له منلو خپه وو.

يو شمېر يې دا دي:

قيس بن سعد

دا تر عبيدالله بن عباس (رض) روسته لښکر مشر شو، مېړنى، غښتلى، سخي قوي او لوړ دنګ انسان و، پر اس سپور به يې پښې راښکودې.

ابو الفرج روايتوي: چې امام حسن له معاويه سره سوله وکړه، قيس بن سعد له څلورو زرو تنو سره څنډې ته شو او له معاويه سره يې له بيعته يې ډډه وکړه، قيس يې بيعت ته را دننه کړ، امام ته يې وويل: زه دې له بيعته آزاد يم؟ امام وويل: هو.

نو قيس ته يې يوه چوکۍ کېښووله او معاويه پر خپل تخت ناست و. معاويه قيس ته وويل: بيعت کوې؟

ويې ويل: هو.

بيا يې خپل لاسونه پر ځنګنونو کېښوول او معاويه ته يې ور اوږده نه کړل.

معاويه له تخته قيس ته ملا ورټيټه کړه او خپل لاس يې د هغه پر لاس ومښود؛ خو قيس خپل لاس ورپورته نه کړ.

ابو الفرج زياتوي: چې قيس يې معاويه ته ور بوته، ويې ويل:قسم مې خوړلى، چې معاويه به نه وينم؛ خو داچې ترمنځ مو نيزه او تورۀ  وي؛ نو معاويه امر وکړ، چې دا کار وکړئ، ده خپل قسم عملي کړى وي[332].

ذريح وايي: له ابي عبدالله (رح) مې واورېدل، ويل يې: لښکر مشر قيس بن سعد معاويه ته راغى. معاويه وويل: بيعت وکړه. قيس امام حسن ته وويل: بيعت دې کړى؟ معاويه وويل: نه يې بسوې، ويې ګواښه. قيس معاويه ته وويل: څه چې غواړې ويې کړه، پر خداى قسم که وغواړم، بيعت دې ماتوم. امام حسن ورته وويل: بيعت وکړه! نو بيعت يې وکړ[333].

حجر بن عدی (رض):

حجر بن عدی (رض) د امام يو بل مخلص او رښتونى ملګرى و، چې امام ته يې وويل: پر خداى قسم ښه مې ايسيدل، نن چې مړ واى او ته هم راسره مړ واى او دغسې ورځ مې ليدلې نه واى. موږ په خورا خپګان راستانه شو او معاويه او ياران يې په خورا ښادۍ راستانه شول؛ خو امام سملاسي ځواب ور نه کړ.

امام دوه په دوه کتنه کې ورته وويل: هر انسان ستا په څېر فکر نه کوي او نه ستا ايمان لري، چې ستا خوښه يې ښه ايسي او غوښتنه يې ستا د نظر په څېر وي، ما يوازې ستاسې د پاتېدو لپاره سوله وکړه او متعال خداى ته په هره ورځ کې يو چار دى[334].

عدی بن حاتم (رض):

دا هم د رسول الله له اصحابو کرامو ځنې او د امام حسن يو تن ملګرى و. امام ته يې وويل: يا بن رسول الله! ښه مې ايسېدل، چې تر دې پېښې مخکې مړ واى، له عدله دې رابهر او ظلم ته دې وردننه کړو او پر کوم حق چې ټينګ ولاړ وو؛ خوشې مو کړ او په باطلو کې ورننووتو، حال داچې تر تښتېدو او په خپل لاس مو خواري ومنله.

امام وويل: عدی! ډېر خلک مې وليدل، چې سوله يې غوښته او له جګړې پر شا تلونکي وو او ښه مې نه ايسيدل، هغه څه ته يې اړ کړم، چې ښه يې نه راتلل او غورۀ یې وبلله، چې جګړه بس شي او خداى هره ورځ يو چار لري او په يو شان او شئون کې دى.

عدی بن حاتم په دې بسياينه وکړه او امام حسين (رض) ته ورغى او عبيدة بن عمر هم ورسره و، ويې ويل: ابا عبدالله! عزت مو په ذلت واړو، لږ مو ومنل او ډېر مو پرېښوول. نن مې ومنئ، بيا مې تل مه منئ. حسن او په سوله کې يې نظر ورخوشې کړئ، له کوفې او نورو ځايونو خپل لارويان راټول کړئ او ماته مې له دې ملګري سره ولايت راکړئ، چې د هندې د زوى معاويه پام نشي او په تورو به يې مقابله وکړو.

امام حسين ورته وويل: موږ سوله کړې او ژمنه مو ورسره کړې او خپله ژمنه نه ماتوو[335].

سفيان بن ابي ليلي:

عدی بن ثابت له سفيان بن دليل روايتوي: حسن بن علي له معاويه سره بيعت کړى و، ورغلم، د کور په مخ کې يوه ډله ورسره وه.

ومې ويل: سلام درباندې، مؤمنان دې خوار کړل!

ويې ويل: و عليک السلام. سفيانه! راکوز شه.

له سپرلۍ را کوز شوم او خپل اوښ مې وتړه او ورسره کېناستم.

ويې ويل: سفيانه! څه دې وويل؟

ومې ويل: سلام درباندې د مؤمنانو خواروونکيه!

ويې ويل: له کومه يې دغسې تعبيروې؟

ومې ويل: مورو پلار مې درځار: له دې ظالم سره دې په بيعتولو خوار کړو او حکومت دې، دې لعين د ځيګر خورې زوى ته ور پرېښود. حال داچې يو لک لښکر دې درلود او واک درسره و.

حضرت امام حسن (رض) وويل: سفيانه! موږ اهل بيت، چې پر حق پوه شو، منو يې او له پلار مې علي واورېدل، چې ويل يې: له رسول اکرم (ص) مې واورېدل، ويل يې:….. ددې امت چارې به يو اَکُول سړي ته (چې خوري؛ خو مړېږي نه) ورشي، خداى به نظر ورته نه کوي او تر هغې به نه مري، چې غاړه پرې خلاصه شي او کومه پلمه او عذر و نه لري او پر ځمکه هم ملاتړ ورپاتې نشي، دا معاويه دى او په رښتيا پوهېږم، څه چې خداى مقدر کړي عملي کېږي.

سفيان وايي: مؤذن اذان وکړ، يو سړي ته ورغلو، چې خپل اوښ يې لوشلى و، امام څه شيدې وڅښلې، ماته يې هم راکړې او جومات ته ورغلو.

امام وپوښتلم: سفيانه! دلته د څه لپاره راغلى يې؟

ومې ويل: پر هغه خداى قسم، محمد (ص) یې پر حقه رالېږلى، ستاسې کورنۍ سره مينې دې ځاى ته راښکودم.

امام وويل: سفيانه! زېرى درکوم، له پلار مې علي واورېدل، چې ويل يې: له رسول الله (ص) مې واورېدل، چې ويل يې: اهل بيت مې او له امته يې دوستان په حوض کې راته راځي. سفيانه! زېرى درکوم، په دنيا کې ښه و بد شته؛ خو خداى، حق امام له آل محمده (ص) رالېږلى دى[336].

مسيب بن نجبه:

دا يو مؤمن، صالح او له آل البيت سره په مينې او اخلاص مشهور انسان و، له سولې سخت خپه و او په خپګان يې امام ته وويل: حيران يم! له معاويه سره مو سوله وکړه. حال داچې څلوېښت زره تنه جنګيالي مو درلودل او په ظاهر کې مو ځان ته هېڅ وثيقه او تړون وانخست.

امام وويل: اوس دې څه نظر دى؟

ويې ويل: وړانديز کوم تېر دريځ ته ورستون شئ؛ ځکه معاويه ترمنځ مو کړى تړون مات کړى دى.

امام وويل: مسيبه! که په دنيوي هوډ په دنيا پسې وم؛ نو معاويه د جګړې پر مهال تر ما مقاوم او ټينګ نه و او ثبات يې رانه ډېر نه و؛ خو نيت مې ستاسې سم سمکى او اصلاح ده او ځينې مو له يوې بلې ډلې ډډه وکړئ[337].

مالک بن ضمرة:

مالک[338]، د نورو په څېر پر امام نيوکه وکړه، امام ورته وويل: وډارېدم، چې مسلمانان د ځمکې له مخې جارو شي؛ نو هوډ مې ونيو، چې سوله وکړم، دين ته ملاتړ پاتې شي[339].

سليمان بن صرد:

دا د نبوي کورنۍ يو ټينګ مينوال او په ګروهه او ايمان کې د امام يو غورۀ ملګرى و، د سولې د تړون پر وخت په ((مداين)) کې نه و، خبر شو مدينې ته امام ته ورغى، په سلام اچولو کې يې امام د مؤمنانو خوراوونکى وباله. امام حسن ورته وويل کېنه.

سليمان[340] کېناست، و يې ويل: له معاويه سره له بيعته دې حيران يم! حال داچې بې د بصرې او حجاز له ملاتړو لارويانو د عراق يو لک جنګيالي درسره دي، هر يو له خپلو اولادونو او مريانو سره له بيت الماله معاش اخلي. اوس چې سوله شوې؛ نو څه وشو، چې له معاويه دې ژمنه اخستې نه ده، تر ده روسته حکومت دې ستا وي؟ چې دا تړون دې ليکه، بايد يوه ليکنه دې ترې اخسته او د ختيځ او لويديځ شاهدان دې پر ګواهانول، چې تر معاويه روسته حکومت دې ستا وي او دا کار راته آسان و؛ خو واک دې وروسپاره او په خبره يې راضي شوې. بيا نو معاويه په خلکو کې په ډاګه وويل: ما ددې لپاره، د جګړې لمبې مړې شي او دا فتنه پاى ومومي، له حسن بن علي او يارانو سره مې يې ځينې شرطونه او وعدې کړي؛ خو اوس چې سوله وشوه، خپل ټول کړي شرطونه لتاړم.

سليمان وويل: پر خداى قسم، معاويه په دې وينا د سولې تړون مات کړ؛ نو ځان جګړې ته چمتو کړه، اجازه راکړه، کوفې ته ولاړ شم او عامل يې بې وسلې او وباسم؛ لکه چې معاويه خيانت وکړ او ژمنه يې ماته کړه، ته هم همدغسې ورسره وکړه، چې خداى د خاين چل ول بې اغېزې کوي.

چې سليمان دا خبرې وکړې، يو شمېر ناستو چغې کړې او دده وينا يې تاييد کړه، و يې ويل: سليمان ولېږه او موږ هم ورسره کړه، چې د معاويه عامل بې وسلې او وشړو او راسره يوځاى شه.

د امام حسن (رض) ځواب:

امام يې خبرې واورېدې، ورته يې وويل: چوپ شئ، تر څښتن ستاينې روسته يې وويل: ((اما بعد! تاسې مې لارويان او دوستان ياست. څه مو چې وويل، پوه شوم. که د دنيا په لټه کې وم او ورته مې هڅه او هاند کاوه؛ نو رايه مې بې له هغه څه وه، و مو ليده. معاويه تر ما سر سخت نه دى، ګواهي لم، له سولې مې موخه ستاسې ساتنه او سم سمکي و؛ نو له خدايه وډار شئ او پر قضا يې راضي شئ او امر ته يې غاړه کېدئ او خپلو کورونو ته ورشئ، لاسونه مو وساتئ، نېکچاري ارام شي، يا داچې له فاجره بې غمه او اسوده شي او په واقع کې پلار مې خبر کړى يم، چې معاويه واک تر لاسه کوي؛ نو پر خداى قسم، که موږ په معاويه پسې له غرونو او ونو سره ورشو؛ نو بېشکه چې رابرلاسېږي او څوک هم الهي قضا ستنولاى نشي.

او داچې ماته دې ((مذل المؤمنين[341]=د مؤمنانو خواروونکى)) ووايه؛ نو پر خداى قسم که خوار شئ؛  نو که خداى حق مو په عافيت او روغ رمټۍ راستون کړي، منو يې او له خدايه غواړو، پر خپل چار مرسته راسره وکړي او که حق يې رانه صرف او وګرځاوه، پرې راضي يو او له خدايه غواړو، د حق ګرځول راته مبارک کړي؛ نو د معاويه تر ژونده په خپلو کورنو کې کېنئ؛ نو که معاويه ومړ او موږ و تاسې ژوندي وو، له خدايه سوال کوو، د رشد او ښيون په لار کې مرسته راسره وکړي او پر چار مو لاسنيوى وکړي او موږ دې يوازې نه پرېږدي او په رښتيا چې خداى له پرهېزګارانو او نېکانو سره دى[342])).

يو بل يار د امام يو بل ملګري په خپګان ورته وويل: د رسول الله (ص) زويه! دې ظالم ته د واک پر ورپرېښوولو دې خوار کړو.

امام ورته وويل: واک مې ځکه ور پرېښود، ملاتړي مې نه درلودل، که مرستندويان مو درلودل شپه و ورځ له معاويه سره جنګېدم، چې خداى مو ترمنځ پرېکړه کړې واى. کوفيان مې وپېژندل او ازمېښت مې کړل، دوى فاسد شوي ول او په درد نخوري.

دوى بې وفا دي او په وينا او کړنو وړو کې څه ژمنه نه لري. درز پکې پيدا شوى او راته وايي، زړونه مو درسره دي؛ خو په تورو مو وهي[343] .

کوفيان

کوفيانو امام ته وويل : ولې دې ځان له واکه څنډې ته کړ او معاويه ته دې وروسپاره؟

ورته يې وويل: دنيا مې ښه نه ايسېده او کوفيان مې ناډاډمن وليدل؛ خو داچې ماتې وکړي، يو له بل سره هم اندي نه دي، په خير و شر کې اړپېچ لري، نيت او موخه نه لري، پلار مې ترې زيان ليدلی دی؛ نو کاشکې پوهېداى، تر ما روسته چاته سمېږي او لا ډېر وخت به تېر نشي، کوفه به ويجاړه شي[344].

 یادونه: لکه چې په تاريخ کې راغلي، ډېرو لږو کسانو د سولې په اړه پر امام نيوکې کړي. حال داچې ادعا يې کوله زرګونه يا په لس ګونو زره جنګيالي د امام په ملاتړ له معاويه سره جګړې ته چمتو دي، ددې لږ شمېر مخلصو نيوکه کوونکيو يارانو او له ادعا وو يې څرګندېږي، سره له دې چې د امام نږه ياران وو؛ خو له لازم سياسي ليده برخمن نه وو، د امام د لښکر له موقعيته، د خپل وخت د خلکو له حالاتو او ذهنيته او هم له دښمنه؛ لکه څنګه چې لازم وو، ناخبره وو، که نه څنګه کېږي يو لښکر چې څو بولندويان لري او په يوه ډنډورۀ  خپاره واره شي يا پر خپل امام تورۀ راوباسي او خيمه يې لوټ کړي او يا د سولې چغې وکړي او بيا دا با وفا ياران ووايي، په لس ګونو زره تنه ياران تورۀ په لاس جګړې ته چمتو دي؟!! لوستونکي دې ورمندون وکړي.

اتـم څپرکى

مدينې منورې ته د امام حسن (رض) ورستنېدل

له کوفې سره وداع او خداى پاماني:

امام تر سولې روسته، څه موده په کوفه کې پاتې شو او په غمجن زړه يې د دوستانو ترخې خبرې زغملې؛ خو تر سولې روسته يې کوفه ځان ته د اوسېدانې وړ ځاى ونه موند.

امام حعفر صادق خپلو ځينو يارانو ته وويل: موږ د خلکو مشرۍ ته وړ يو؛ نو قريشو لاس راته يو کړ او خلافت يې له آريز بهيره کوږ کړ، بيا یو په بل پسې، واک یې په خپلو کې وويشه او چې کله واک مو تر لاسه شو، بيعت يې راسره مات کړ او جګړه يې پيل کړه. تردې چې د خلافت خاوند شهيد شو، بيا يې دده له زوى حسن سره بيعت وکړ، ورپسې يې خيانت ورسره وکړ او خوشې يې کړ او عراقيانو بريد پرې وکړ او په خنجر يې ټپي کړ او لښکر يې ور لوټ کړ؛ نو ځکه امام حسن د اسلامي ټولنې د مصالحو او ګټو د ساتنې، د ځان او خپلو اهل بيتو په پار سولې ته اړ شو[345].

په هر حال، امام له کوفې ښه خاطره نه درلوده او امام تل د خپل پلار له مظلوميت او د خلکو له سپک، بې عقله او بې مينې چلند ځورېده. پر دې سربېره، معاويه په کوفه کې د امام او اهلبيتو يې له اوسېدانې خوښ نه و؛  ځکه معاويه ته هره شېبه دا خطر و، يوه ډله به له امام سره په نژدې تماس کې وى او پاڅون ته به يې اړ کړي.

په همدې علت يې د خپلو مامورينو له لارې امام او اهل بيتو او د دوى لارويانو ته ډېرې ستونزې راولاړولې؛ نو ځکه امام کوفه پرېښووله او خپل آريز ټاټوبي ته راغى، چې د خپل نيکه او مور تر څنګ اوسي.

که څه په سرچينو کې مدينې ته د امام د ستنېدا علت ښوول شوى نه دى؛ خو څو لاملوونه ورته يادولاى شو:

١_ مدينه د امام د زوکړې ځاى او په حقيقت کې آريز ټاټوبى و او په طبيعي توګه هر چاته خپل وطن کشمير دى.

٢_ امام حسن له خپل نيکه، رسول الله سره ډېره مينه درلوده؛ نو ښايي له دې امله ورغى، تر څنګ يې اوسي.

٣_ امام له کوفې ترخې خاطرې درلودې؛  لکه د پلار شهادت يې، د خوارجو او سرسختو دښمنانو شتون او د خلکو بې وفايي. شونې ده د کوفې پرېښوولو سبب وي.

٤_ شونې ده معاويه له امامه غوښتې وي، چې کوفه پرېږدي او دلته پاتې نشي؛ لکه چې په متن کې راغلي، امويان په کوفه کې د امام حسن له شتونه ناخوښه وو.

د مسيب او ظبيان خداى پاماني:

دې دوو تنو (مسيب بن نجبه او ظبيان بن عماره[346])، چې واورېدل امام له کوفې نه مدينې منورې ته د مهاجرت نيت کړى، خداى پاماني ته يې راغلل.

حضرت په خپګان ورته وويل: د هغه خداى ستاينه، چې پر خپل چار لاسبرى دى او که ټول مخلوقات يو لاس شي، د هغه څه نه کېدو مخه ونيسي، خداى غوښتي؛ نو وبه نشي کړاى.

مسيب بن نجبه امام ته وويل: پر خداى قسم، دا ستره پېښه او د واک ورسپارل، موږ ته له يوه پلوه يو ظلم دى، چې ستا په باب يې وکړ؛ خو مينه مو درسره پر ځاى او ټينګه ده او څوک يې د اخستو وس راڅخه نه لري.

دلته امام حسين د مسيب د څرګندولو په ځواب کې وويل: مسيبه! پوهېږو، درته ګران يو.

امام حسن (رض) ورته وويل: له رسول الله (ص) مې واورېدل، ويل يې: ((من احب قوما کان معهم: د چا چې کومه ډله خوښه وي، ورسره به وي)) بيا امام مسيب ته له نبوي کورنۍ سره د دوستۍ له امله زېرى ورکړ. بيا دې دواړو له امامه وغوښتل، چې په کوفه کې پاتې او همدلته اوسېږي؛ خو امام دا وړانديز ونه منه،و يې ويل: په کوفه کې پاتېدو ته څه لار نشته، بيا د امام نور ياران او کوفيان راغلل او خداى پاماني يې ورسره وکړه[347].

محمد بن سعد روايتوي: امام حسن، امام حسين او نور اهل بيت پر ٤١ س له کوفې راووتل او مدينې ته ستانه شول او ابورافع[348] (د بيت المال زېرموال) هم ورسره و[349].

داچې کوفيانو د حضرت علي (ک) د شتون (نعمت) قدر و نه کړ، دا نعمت ترې واخستل شو او تر شهادت روسته يې زوى امام حسن چارواکى شو؛ خو له ده سره يې هم جفا وکړه او خداى دا نعمت هم ترې واخست او پر ځاى يې پر ځانونو او مالونو، اشرار او ظالمان لاسبري شول، مدينې ته د امام تر وتلو روسته، پر کوفيانو د طاعون رنځ راغی او له امله يې ډېر مړه شول.

طبري د ٤٩س په پېښو کې وايي: پر دې کال، په کوفه کې طاعون راغى. مغيره بن شعبه وتښتېد او چې کوفيان له ناروغۍ روغ شول، ورته يې وويل: کوفې ته ورشه، راغى، طاعون ونيو او ومړ[350].

فروة بن نوفل:

فروه له خوارجو ځنې دى او له پينځوسوو تنو سره ((زور ښار[351])) ته ولاړ او له علي (ک) او حسن (رض) سره يې له جګړې لاس واخست. کله چې امام حسن سوله وکړه او واک يې معاويه ته ور پرېښود، فروة بن نوفل او يارانو يې وويل اوس چې معاويه واګې تر لاسه کړي؛ نو جګړه ورسره پرېکونې ده او بايد ورسره وجنګېږو؛ نو دوى راوخوځېدل او کور ته ورنژدې نخيلې ته راغلل. په دې وخت کې امام حسن مدينې ته روان و.

معاويه امام حسن ته وليکل: بايد د فروة بن نوفل جګړې ته ورشې او دفع يې کړې.

د معاويه استازي په قادسيه کې يا ورته نژدې امام ته ورغى او د معاويه پيغام يې ورکړ.

امام ورسره له جګړې ډډه وکړه او معاويه ته يې وليکل: که له قبله والو سره وجنګېږم؛ نو لومړى له تاسره جګړه کوم، حال داچې ما د امت د صلاح، سم سمکي او وينې نه تويولو په پار درسره له جګړې لاس واخست[352].

امام په مدينه منورۀ  کې:

په مدينې کې يو تن ورته وويل: امارت او خلافت دې خوشې کړ او له طلقاء[353] يو تن ته دې ورپرېښود او مدينې ته راغلې!

امام ورته وويل: په واقع کې د مسلمانانو مصلحت مې تر اور غورۀ  وګاڼه[354]  په مدينه کې عبدالله د زبير (رض) زوى، امام د سولې په پار ټپسورى کړ. امام ورته وويل: انګېرې بې دليله مې حکومت معاويه ته ورپرېښود! څنګه به وډار شم، زه د خورا مېړني عرب زوى يم او مور مې فاطمه (س) د نړيوالو ښځو اغلې ده؟! نو دا کار مې د ډار له امله کړى نه دى؛ بلکې په دې پار مې کړى، چې ستا په څېر خلکو بيعت راسره وکړ او زه يې په ملاتړ ډاډمن نه وم (او مرسته يې راسره ونه کړه[355]).

امام د رسول الله (ص) د قبر ترڅنګ

چې امام مدينې ته ولاړ، د رسول اکرم (ص) قبر ته به ته او له هغو کړاوونو او خپګانونو به يې ګيله ورته کوله، چې پر ده، پلار او کورنۍ يې تېر شوي وو.

مفضل بن عمر له امام صادق (رح) روايتوي، چې امام حسن به د خپل نيکه قبر ته ورته او ويل يې :

نيکه! له امير المؤمنين سره يې د هجرت په ځاى (کوفه) کې وم، عبدالرحمن بن ملجم شهيد کړ او وصيت يې راته وکړ؛ لکه چې تا وصيت ورته کړى و او داچې معاويه مې د پلار له شهادته خبر شو؛ نو زياد[356] يې له يوه لښکر سره کوفې ته راولېږه او امر يې ورته کړى و، چې له ما، رور مې حسين، اهل بيتو او لارويانو مو د معاويه لپاره بيعت واخلي او که څوک ډډه وکړي، و دې يې وژني او سر دې يې معاويه ته راولېږي، له دې خبرې خبر شوم، له کورۀ  راووتم لمانځه ته د کوفې جامع جومات ته ورغلم، خلک راټول شول او پر منبر مې له څښتن ستاينې روسته وويل: خلکو! سيمه خرابه، آثار له منځه تللي او زغم لږ شوى؛ نور د شيطان پر وسوسو او د خاينينو پر حکم ژمنه او څه قرار نشته. اوس دلايل سم شوي، نښې عملي شوي او ستونزې راښکاره شوي او دې ټولو نښو ته سترګې پر لار  يو. خداى _عزوجل_ وايي: ((محمد (ص) يوازې د خداى استازى دى او مخکې نور استازي هم ترې تېر شوي دي؛ نو که ومري يا ووژل شي، پر شا ګرځئ) او اسلام پرېږدئ، جاهليت او کفر ته ورستنېږئ؟! (او څوک چې پر شا واوړي، هېڅکله به خداى ته زيان ور ونه رسوي او خداى به ژر منندويانو (او زغمناکو) ته بدله ورکړي[357])).

خلکو! پر خداى قسم نيکه مې رسول الله (ص)، له دنيا ولاړ او پلار مې شهيد شو، وسواس خناس د خلکو په زړونو کې چغه کړه او يو وياند د فتنې غږ پورته کړ؛ نو داچې د رسول الله (ص) له سنت سره مخالفت وشو. له ړندې کڼې فتنې افسوس، چې بلونکى يې ونه مني او منادي يې ځواب نکړي، د نفاق کلمه راښکاره او جنډې يې هسکې شوې او له شام او عراقه بې دينه لښکر راټول شو. خلکو! خداى مو وبښه، پرېنږدئ دا رڼا مړه شي او باطل رامخ کړي. خلکو! د غفلت له خوبه راويښ شئ او له تيارو راووځئ. پر هغه قسم، چې دانه يې وچوله او انسان يې پيدا کړ، که په پاکو او صافو زړونو او نږه نيت، نفاق پکې نه وي، راته راشئ او د بېلتون نيت ونه لرئ، زه په خپله تورۀ  له دښمن سره جنګيږم؛ نو خبرې وکړئ؛ خو ته وا پر شونډو يې د چوپتيا ټاپه لګولې وه، يوازې لس تنه پاڅېدل، ويې ويل: د رسول الله (ص) زويه! په چوپړ کې دې يو او خبره دې منو؛ نو څه چې غواړې، امر راته وکړه.

ومې ويل: په نيکه، رسول الله (ص) پسې مې اقتدا کوم، چې خداى يې په پټه ولمانځه او پر هغه ورځ (٣٩) تنه وو او چې کله (٤٠) تنه شول، خپله بلنه يې ښکاره کړه، که دومره شمېر راسره واى، د خداى په لار کې مې جهاد کاوه.بيا يې سر اسمان ته پورته کړ،و يې ويل: خدايه! خلک مې وبلل، انذاز و نهې مې کړل؛ خو ويې نه منله او د دښمنانو لاسنيوى يې وکړ، خدايه! خپل عذاب دې ورکوز کړه، هماغه عذاب، له ظالمانو مخ اړوونکى نه دى. بيا له منبره راکوز شوم او کوفې راووتم.

بيا راغلل،و يې ويل: معاويه ((انبار)) او ((کوفې)) ته لښکر رالېږلى او پر مسلمانانو يې يرغل کړى او ولسي وګړي، ښځې او کوچنيان يې وژلي دي.ما دوى پر خپلې بې وفايئ خبر کړل او يو شمېر نارينه او پوځيان مې ورولېږل. هغوى د معاويه لار ونيوه، اطاعت يې وکړ او ژمنه يې راماته کړه او پېښه څنګه مې چې ويلې وه، عملي شوه[358].

معاويه بن حديج[359]:

دا معاويه ته خورا ورنژدې او د اميرالمؤمنين علي (ک) دښمن ګڼل کېده. امام حسن خپل يو دوست ته وويل: معاويه بن حديج پېژنې؟ ويې ويل: هو.

امام وويل: چې دې وليد، راته ووايه.

چې معاويه بن حديج د عمرو بن حريث له کورۀ  راووت؛ نو امام ته يې ور وښود.

امام وويل: معاويه بن حديج ته ووايه، چې راشي.

چې ورغى، امام ورته وويل: ته د ځيګر خورې د زوى په مخ کې علي (ک) کنځې؟ پر خداى قسم که د کوثر حوض ته راشې _چې هډو رابه نشې_ وبه وينې، چې علي منافقين له هغه ځايه لرې کوي[360].

نهـم څپرکى

د امام حسن (رض) مناظرې

شعبي او نورو روايت کړى، چې خلکو ويلي دي: د مناظرې يوه ښه ورځ هغه وه، چې يوه ورځ عمرو بن عثمان، عمرو عاص، عتبة بن ابي سفيان، وليد بن عقبه او مغيره بن شعبه معاويه بن ابو سفيان ته ورغلل او خپل ګډ هوډ يې د عمرو عاص په خوله ورته ووايه: څوک په حسن بن علي پسې نه ورلېږې، چې راشي؟ د خپل پلار سيرت يې بيا ژواکى -احيا کړى او پرې روان دى، حکم يې منل کېږي او خبره يې اورېدل کېږي او دې چارو تر خپل مقام اوچته مرتبه ور پر برخه کړې، که څوک ورولېږې، چې دلته راشي او خبرې ورسره وکړو، مقام يې راټيټ او پلار يې وکنځو، دا کار به لامل شي، وبه دې مني.

معاويه ورته وويل: هسې نه حسن بن علي يو چار درسره وکړي، چې تر مرګه مو د پزې پېزوان وي، پر خداى قسم په ناسته يې نه خوښېږم او له ځيږ توبه يې ډارېږم؛ نو که څوک ور ولېږلم، ترمنځ به مو په انصاف وچلي.

عمرو عاص وويل: ډارېږې باطل يې زموږ پر حق لاسبرى شي او ناروغتيا يې موږ هم ناروغان کړي؟

معاويه وويل: نه، له دې نه ډارېږم.

عمرو عاص وويل: نو څوک ورولېږه.

عتبه وويل: ستاسې نظر مې نه خوښېږي او پر خداى قسم هيله به مو درپورۀ نشي، په ويینه کې به درڅخه ړومبى شي؛ ځکه له داسې اهلبيتو دى، چې په خبرو اترو کې پورۀ مهارت لري. په پاى کې تر ډېرو خبرو اترو روسته، يو يې ورولېږه،  چې راشي.

 استازي ورته وويل: معاويه دې غواړي.

امام وويل: څوک ورسره دي؟

ويې ويل: ورسره ناستو نامې یې واخستې.

امام وويل: چې په ګډه يې غوښتى يم؛ نو څه رانه غواړي، چهت دې پرې راولېږي او له داسې ځايه دې عذاب پرې راپرېوځي، بېخي پوه نشي.

امام جامې واغوستې، ويې ويل: خدايه! له شره يې پناه دروړم او ته  مې پرې بريالی کړه او د دوى له شره مې په خپل زور بچ کړه، اى د لوراند و لورانده، بيا يې استازي ته وويل: دا د فرج کلمې دي.

معاويه امام حسن ته تر روغبړ او ښه راغلاست روسته وويل: دوى مې خبره ونه منله او څوک يې در ولېږه، منښته درنه واخلي، چې عثمان (رض) مظلوم وژل شوى او پلار دې وژلى؛ نو خبرې يې واورۀ ، ځوابونه ورکړه او زما شتون دې په ځوابولو کې کم رانولي.

امام حسن معاويه ته وويل: سبحان الله! کور دې خپل دى او دلته بايد ته اجازه ورکړې[361]، پر خداى قسم که غوښتنه يې ورپورۀ  کړې؛ نو له کنځلو يې شرمېږم او درلاسبري شي، له کمزورۍ ډارېږم؛ نو په کوم يو يې مښته کوې او له کوم يو يې عذر غواړې. که پوهېدم، چې دوى دلته راټول شوي؛ نو د دوى په شمېر بني هاشم مې له ځان سره راوستل او سره له دې، چې زه يوازې يم او دوى ډېر دي؛ خو راڅخه ډارېږي. په رښتيا خداى مې نن و سبا پالندوى دى؛ نو خبرې يې اورم ولا حول ولا قوة الا بالله العى العظيم.

عمرو بن عثمان

عمرو بن عثمان بن عفان (رض) وويل: عثمان بن عفان يو خليفه و، رسول الله ته يې ځانګړى موقعيت درلود او تر وژنې روسته دې يې پر ځمکه د عبدالمطلب له ځوځاته څوک پاتې نه وي؛ نو په ظلم يې وواژه، اړو دوړ يې رامنځ ته کړ، دښمني يې وکړه او هغه څه يې وغوښتل، اهليت او صلاحيت يې نه درلود، عثمان (رض) ښې مخينې درلودې، خداى او رسول ته يې ورګران و؛ نو پردې خوار ژوند دې پر حسن او د عبدالمطلب پر نور ځوځات افسوس وي، د عثمان (رض) وژونکي دي او حال داچې بني عبدالمطلب ته د بدر په جګړه کې زموږ د بني اميه و د نولسو تنو کسات هم ورپاتې دى.

عمرو عاص

په عمرو بن عثمان پسې عمرو عاص خبرې وکړې: د ابو تراب زويه! ځکه مو راوغوښتې، چې منښته درنه واخلو، چې پلار دې ابوبکر (رض) مسموم کړ، د عمر (رض) په وژنه کې يې برخه درلوده او عثمان (رض) يې وواژه او د هغه څه ادعا يې وکړه، چې حق يې نه و؛ خو په هغه وخت کې وشول.

بيا يې وويل: د عبدالمطلب اولادې! خداى دې واکمني نه درکوي، داسې چارې وکړئ، چې درته جايز نه دي؛ نو حسنه انګېرې، چې اميرالمؤمنين اوسې؛ خو د امارت عقل درسره نشته او د سنبالنې واک يې نه لرې؛ ځکه ودې ليدل، څنګه حکومت درنه واخستل شو او لامل يې ستا د پلار بدچاري وه او و مو غوښتې، تا او پلار دې وکنځو او څه زور دې هم راباندې نه رسي؛ نو که ګومان کوې، چې دروغ مو ويلي او تور مو درتړلى وي او د حق پر خلاف مو خبره کړې وي؛ نو ځواب يې راکړه، که نه پوه شه، ته او پلار دې د خداى بدترين مخلوقات ياست؛ خو داچې پلار دې خداى وواژه، دا راته بسيا دي؛ خو ته زموږ په واک کې يې او که و دې وژنو، د خداى پر وړاندې به څه ګناه و نه لرو او نه به دا چار د خلکو پر وړاندې څه بدرنګي او نيمګړنه وي.

عتبة بن ابو سفيان

عتبة د عمرو عاص تر خبرو روسته وويل: حسنه! پلار دې قريشو ته بدترين قریش و، خپلوي يې ونه پاله، تر نورو ډېر يې د قريشو وينه تويه کړه او په رښتيا ته د عثمان (رض) له وژونکيو يې او وړ يې، چې له امله يې ووژل شې او موږ بايد تا د هغه پر ځاى ووژنو، چې خداى دې د پلار کار پوره کړ او و يې واژه؛ خو داچې خلافت ته څه تمه لرې؛  نو پوه شوه چې وړ يې نه يې.

وليد بن عقبه

ورپسې وليد بن عقبه بن ابي معيط د تېرو خبرې بيا ځلي کړې ويې ويل: بني هاشمو! تاسې ړومبي کسان وئ، چې پر عثمان (رض) مو نيوکې پيل کړې او خلک مو دده پر ضد راپاڅول، تردې چې و مو واژه،  چې واکمني تر لاسه کړئ، خپلوي مو و نه پالـله، امت مو هلاکت کړ، وينې مو وبهولې؛ ځکه د قدرت حرص مو درلود او دنيا مو تر لاسه کوله او مينه مو ورسره درلوده او عثمان (رض) مو خپلوان و او څومره نژدې خپل مو و، زوم مو و او څومره ښه زوم او تاسې ړومبي خلک وئ، چې دښمني مو ورسره وکړه، و مو واژه او و مو ليدل، چې خداى څنګه درسره وچلېد.

مغيره بن شعبه

د مغيره بن شعبه وار  چې راورسېد په علي (ک) پسې يې ناوړه خبرې پيل کړې، بيا يې ويل: حسنه! په واقع کې عثمان (رض) مظلوم ووژل شو، پلار دې په يوه پلمه هم ځان بچولاى نشي، پلار دې د عثمان (رض) وژونکي له ځان سره يو ځاى کړل، پناه يې ورکړه، دفاع يې ترې وکړه او په وژنه يې خوښ و، پر خداى قسم، پلار دې تېره تورۀ  او خوله ورۀ  ژبه درلوده، ژوندی يې واژه او د مړي يې خوګانې لټولې او بني اميه تر بني هاشمو غورۀ  دي او معاويه تر پلار دې غورۀ دى او په حقيقت کې پلار دې د رسول الله (ص) پر ژوندونې دښمني ورسره وکړه او د مړينې پر مهال يې هوډ وکړ، چې يې ووژني؛ خو رسول اکرم (ص) يې له هوډه خبر شو، همداراز پلار دې نه غوښتل له ابوبکر (رض) سره بيعت وکړي؛ خو په زور يې وربوت، بيا يې دسيسه ورجوړه کړه او مسموم يې کړ او ويې واژه، بيا يې له عمر (رض) سره لانجه وکړه او وژنې ته يې هڅه وکړه، بيا يې پر عثمان (رض) نيوکې پيل کړې، چې و يې واژه؛ نو په دې ټولو وژنو کې برخوال دى؛ نو حسنه! پلار دې د خداى پر وړاندې څه مقام لري؟! او خداى په خپل کتاب کې د وژل شوي ولي او پالندوى ته ولايت ورکړى؛ نو معاويه د وژل شوي ولي دى او راسره وړ وه، ته او ستا رور مو وژلي واى او پر خداى قسم د علي وينه د عثمان تر وينې ارزښتمنه نه ده او خداى د عبدالمطلب اولادې ته خلافت او نبوت نه ور پرخه کوي او چوپ شو.

د امام حسن (رض) ځواب

ورپسې امام حسن بن علي خبرې پيل کړې، ويې ويل: هغه خداى ستايم، چې ستاسې ړومبى يې زموږ په ړومبي او ستاسې روستى يې زموږ په روستي ښيون کړ او درود و سلام دې وي زموږ پر ښاغلي، محمد او آل يې. بيا يې وويل: خبرې ته مې غوږ کېدئ او ځان يې پر مطالبو ښه پوه کړئ، معاويه ته يې وويل:

((له تا يې پيلوم، سکه پر خداى قسم اى معاويه، و دې کنځلم، نه دغو ناستو کسانو؛ ځکه ته مو په اړه بدنظر لرې، کينه او دښمني راسره کوې او په تېر او نن کې دې له  پېغمبر (ص) سره دښمني ده[362] او پر خداى قسم که زه او دوى په نبوي جومات کې راټول شوي واى، مهاجرين او انصار هلته واى. څه يې چې وويل، ويلاى نشو او نه يې دغسې چلن راسره کړاى شو. راسره ناستو! خبره ته مې غوږ شئ، ټول راته يوه خوله ياست، هغه واقعيات پټ نه کړئ، چې پرې پوهېږئ او خوشې چټې خبره مې هم مه منئ؛  خو ته اى معاويه! په اړه دې خبرې پيلوم او په هکله دې داسې مطالب وايم، چې ګردې بديانې اونيمګړتياوې دې نه دي.

پر خداى قسم درکوم، ايا پوهېږئ هغه (علي) چې کنځئ، دواړو قبلو ته يې لمونځ کړى او ته اى معاويه دا بې لارې ګڼې او په خپله دې لات و عزى لمانځه؟

علي بن ابي طالب له رسول الله (ص) سره دوه بيعته وکړل: د رضوان بيعت او د فتح بيعت او ته اى معاويه، په ړومبي کافر وې او دويمی دې مات کړ. پر خداى قسم درکوم چې پوهېږئ څه، وايم حق دي؟ علي بن ابي طالب له رسول الله (ص) سره په بدر غزا کې درسره مخ شو، د  پېغمبر (ص) بېرغ ورسره و او له تا سره اى معاويه د مشرکينو بېرغ و، د لات و عزى بوتان دې لمانځل او له رسول اکرم (ص) سره جګړه دې لازمه ګڼله او علي له  پېغمبر اکرم (ص) سره د احد پر ورځ درسره مخ شو او د علي په لاس کې د اسلام تور بېرغ و او د مشرکانو بېرغ له تا سره و، د احزابو جګړه هم همدغسې درواخله.

په دې ټولو چارو کې خداى خپل حجت بر لاسى کړ، خپله بلنه يې پلي کړه او څه يې چې ويلي و، عملي يې کړل او خپل دين يې بريالى کړ او په دې ګردو چارو کې  پېغمبر (ص) له علي (ک) راضي و.

پر خداى قسم درکوم او پوښتم، پوهېږئ چې کله رسول اکرم (ص) د بني قريظه و او بني نضيرو يهوديان محاصره کړل[363]،عمر بن خطاب (ص) يې ورولېږه او د مهاجرينو بېرغ يې ورکړ او سعد بن معاذ (رض) ته يې د انصارو. سعد بن معاذ (رض) ټپي شو او پر همدې حال يې راستون کړ؛ خو عمر (رض) راستون شو، حال داچې ورسره ملګرو يې دا ډارولى و او هم خپل ملګري. روسته  پېغمبر (ص) وويل: سبا بېرغ داسې يو تن ته ورکوم چې خداى او رسول ته يې ګران دى او ده ته هم خداى او رسول يې ګران دي، پر غليم بريد کوي، نه تښتي او له مخامخ جګړې تر بريا نه راستنېږي.

ابو بکر (رض)، عمر (رض) او نور مهاجرين او انصار (رض) هر يو په دې اند ول، ښايي د  پېغمبر (ص) مطلب هغه وي، په دې وخت کې د علي (ک) سترګې سختې خوږېدې، رسول اکرم (ص) وغوښت، پر سترګو يې خپلې لاړې ورومښلې او بېرغ يې ورکړ، جګړې ته ورغى او بريمن راستون شو؟

معاويه! ته پر هغه ورځ په مکه کې وې او د خداى او رسول يې غليم وې؛ نو ايا هغه چې د خداى او رسول لپاره نږه کړه وړه کړي وي، له هغه سره يو رنګ دى، چې د خداى او رسول يې غليم وي؟!

او پر خداى قسم خورم، چې تر هغه روسته دې هم زړه تسليم نشو! خو ژبه ډارېږي او هغه څه څرګندوي چې په زړه کې نه دي)).

بيا امام د غونډې برخوالوته وويل: ((پر خداى قسم درکوم، چې رسول اکرم (ص) د تبوک جګړې پر مهال، علي په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، نه پرې غوسه و او نه ترې خپه او منافقينو ډنډورې ورپسې کولې. علي (ک)  پېغمبر (ص) ته وويل: په مدينه کې مې خپل ځايناستى کوه مه، په هېڅ جګړه کې درنه جلا شوى نه يم. رسول اکرم (ص) وويل: ته مې په کورنۍ کې وصي او خليفه يې او راته موسى (ع) ته د هارون (ع) په څېر يې[364] بيا يې علي له لاسه ونيو، و يې ويل: خلکو! د چا چې ولي يم، خداى يې ولي دى او څوک چې علي خپل ولي کړي، زه يې خپل ولي کړى يم او څوک مې چې اطاعت وکړي، د خداى اطاعت يې کړى دى او څوک چې د علي اطاعت وکړي، زما اطاعت يې کړى او د چا چې علي ښه ايسي، زه يې ښه ايسم)).

بيا يې وويل: ((پر خداى قسم درکوم ايا پوهېږئ، چې نبي کريم (ص) په حجة الوداع کې وويل: خلکو! په تاسې کې يو څيز درپرېږدم، تر ما روسته بې لارې نشئ، د خداى کتاب (قرآن)؛ نو حلال يې حلال او حرام يې حرام وبولئ، پر محکم يې عمل وکړئ او پر متشابه يې ايمان راولئ او وواست څه چې خداى له کتابه نازل کړي ايمان مو پرې راوړ او زما له اهلبيتو او عترت (ځوځات) سره مينه ولرئ او له مينوالو سره يې مينه ولرئ او د غليمانو پر وړاندې يې مرستندوى شئ او قرآن و عترت حوض (کوثر) ته تر راتګه مو ستاسې په منځ کې دي[365].

بيا رسول اکرم (ص) پر منبر ولاړ و، علي يې راوغوښت، د ده لاس يې راونيو، و يې ويل: خدايه! د علي له مينوالو سره مينه او له غليم سره يې دښمني وکړې. خدايه! څوک چې له علي سره دښمني وکړي، پر ځمکه يې مه مېشتوې او اسمان ته يې مه ورخېژوه او د اور په لاندېنيو پوړيو کې يې هستوګن کړه؟)).

امام حسن وويل: ((پوهېږئ، رسول اکرم (ص) علي ته وويل: ته به هغه یې چې په قيامت کې به زما د حوض پر غاړه خلک خړوب کړې؟ پر خداى قسم درکوم، پوهېږئ چې علي د نبي اکرم (ص) په مرګوني ناروغۍ کې ورغى، رسول اکرم (ص) وژړل، علي (ک) وويل: يا رسول الله (ص) ولې ژاړې؟ ويې ويل: پوهېږم، زما د امت د ځينو سړيو په زړونو کې کينه ده او زما تر مړينې روسته يې رابرسېروي؟

پر خداى قسم درکوم. پوهېږئ، چې نبي کريم ته د مړينې پر مهال يې خپل اهل بيت ورغلل، و يې ويل: خدايه! دوى مې کورنۍ او ځوځات (عترت) دى، خدايه! د چاچې ورسره مينه وي، ښه يې وبوله او پر خپلو غليمانو يې بريالي کړه.

 پېغمبر اکرم وويل: په تاسې کې زما د اهلبيتو بېلګه د نوح (ع) بېړۍ ده. څوک چې ورننووت، وژغورل شو او څوک چې ترې څټ ته پاتې شول ډوبېږي؟[366].

پر خداى قسم درکوم پوهېږئ، چې د رسول اکرم (ص) اصحابو، د نبي کريم پر ژوندوني پر علي (ک) د ولايت سلام واچو او اميرالمؤمنين يې ورته وايه؟ پر خداى قسم درکوم، پوهېږئ چې علي د نبي کريم په اصحابو کې ړومبى تن و، چې پر ځان يې ځاني غوښتنې حرامې کړې او خداى دا آيتونه راولېږل:

 ((مؤمنانو! خداى چې پاک څيزونه درحلال کړي، مه يې حراموئ او له بريده تېرى مه کوئ؛ ځکه خداى بريدګر نه خوښوي او خداى چې پاک او حلال رزق درکړی، و يې خورئ او د هغه خداى له سرغاړۍ ووېرېږئ، چې ايمان پرې لرئ[367])).

او له علي سره منايا علم، قضايا علم او فصل خطاب و او د هغو کسانو په کتار کې و، چې په علم و قرآن کې راسخين يې په اړه نازل شوى او په هغې ډله کې و، چې شمېر يې لسو تنو ته نه ور رسېده او خداى خبر کړ، دا مؤمنه ډله ده او تاسې لسو تنو ته ور نژدې يوه ډله وئ، رسول الله (ص) ښېرا درته کړې؛ نو ګواهي لم، چې پېغمبر (ص) ښېرا درته کړې او ملعون ياست.

او پر خداى قسم درکوم، پوهېږئ، چې اى معاويه  پېغمبر (ص) يو څوک درولېږه، چې د بني خذيمه و ټبر ته يو ليک وکښې _چې خالد بن وليد ورسره ناوړه چلن کړى و او وژلي يې ول_ درلېږلى راستون شو، و يې ويل: پر خوراک بوخت و، بيا يې درې ځل درولېږه او په هر ځل يې  پېغمبر (ص) ته ويل، پر خوړو اخته يې؛ نو رسول اکرم (ص) وويل: خدايه! نس يې مه مړوه؛ نو ته اى معاويه، د قيامت تر ورځې به موړ نشې[368].

پر خداى قسم درکوم، پوهېږئ، څه چې وايم حق دي؟ په رښتيا ته اى معاويه خپل پلار دې پر سور اوښ سپور کړى و او رور دې له مخې د اوښ پړى نيولى و او هغه د احزابو ورځ وه؛ نو رسول الله (ص) سپور (راکب)، ورپسې (سايق) او ور مخکې (قائد) درې واڼو ته ښېرا وکړه او پلار دې سپور، تا اوښ ځغلاوه او دلته ناست رور دې (عتبة بن ابو سفيان) له مخې د اوښ پړى نيولى و.

پر خداى قسم درکوم پوهېږئ، چې رسول اکرم (ص) ابوسفيان ته په اوو ځايونو کې ښېرا کړې ده:

۱-هغه وخت چې  پېغمبر (ص) له مکې نه مدينې ته راووت او ابو سفيان له شامه راغى او پېغمبر (ص) يې وکنځه او په بريد يې وګواښه؛ خو خداى ترې بچ کړ.

۲-پر هغه وخت، چې ابوسفيان له شامه مکې ته روان کاروان له آريزې لارې واړو، چې له  پېغمبره (ص) بچ کړي.

۳-د اُحد پر ورځ، چې رسول اکرم (ص) وويل: الله مو مولا او پالندوى دى او تاسې مولا نه لرئ او ابوسفيان وويل: موږ د عزى بوت لرو، تاسې مسلمانان يې نلرئ؛ نو دلته خداى، پرښتو، رسول الله (ص) او مؤمنانو ابوسفيان ته ښېرا وکړې.

۴-د حُنين پر ورځ هغه مهال، چې ابو سفيان قريش او د هوازن ټبر راوستل او عبيه بن حصن د عطفان ټبر او يهود راوستل او خداى دوى ستانه کړل او څه يې لاس ته ورنغلل او خداى په دوو سورتونو کې ابوسفيان او ملګري يې ((کفار)) نومولي دي او ته اى معاويه پر هغه ورځ مشرک او په مکه کې د خپل پلار پر ګروهه وې او علي پر هغه ورځ له رسول الله (ص) سره و او پر دين او ګروهه يې و.

۵- خداى تعالى وايي: هم الذين کفروا و صدو کم عن المسجد الحرام و الهدى معکوفا ان يبلغ محله[369]: دوى هغه کسان دي، چې کافران شوي او له مسجد الحرامه يې منع کړي ياست او (همدا راز) ستاسې د قربانۍ څاروي يې د حلالې ځاى ته له ور رسېدو راايسار کړي دي)) هغه مهال، چې رسول اکرم (ص) د مکې نيت وکړ، ته و پلار دې او د قريشو مشرکان د مناسکو د مخينوي لپاره يې خنډ شوئ او خداى دې پر پلار لعنت ووايه، داسې لعنت، چې تر قيامت يې ځوځات هم رانغاړي.

۶-ابوسفيان د احزابو پر ورځ له قريشو سره راغى او عيينه بن حصن بن بدر د عطفان له ټبر سره راغى او رسول اکرم (ص) تر قيامت ورځې د دوى بولندويانو، مشرانو، لارويانو او ملاتړ و ته ښېرا وکړه؛ نو وويل شول: يا رسول الله (ص)! مؤمن لارويان پکې نشته؟  پېغمبر (ص) وويل: په لارويانو کې يې مؤمن ښېرا نه رانغاړي؛ خو ددې ډلې په مشرانو او بولندويانو کې مؤمن او ژغورندويه نه وي.

۷-پر ((ثنيه[370])) ورځ، هغه مهال، چې پر دې ورځ دولسو تنو پر رسول الله (ص) بريد وکړ، اوه تنه يې امويان او پينځه يې د قريشو له نورو ټبرونو ځنې و؛ نو خداى او رسول يې دوى لعن کړل؛ هغه مهال، چې پر پېغمبر (ص) يې په ((ثنيه)) کې بريد وکړ، دلته چې څوک وو، لعنت پرې وويل شو؛ خو بې له  پېغمبر (ص) او هغه چې سپرلۍ ځغلوله او هغه چې د سپرلۍ پړى ورسره و.

امام حسن وويل: پر خداى قسم درکوم، پوهېږئ، چې له عثمان (رض) سره په نبوي جومات کې د خلکو تر بيعت روسته، ابو سفيان (چې پردې وخت ړوند شوى و) ورغى ورته يې وويل: وراره! څوک ځرى او پردى خو به نه وي. عثمان (رض) وويل: نه څوک نشته. ابو سفيان وويل: اموي ځوانانو! خلافت په خپلو کې لاس په لاس کړئ او پرېنږدئ، چې له لاسه مو ووځي. پر هغه قسم، چې د ابو سفيان ساه يې په واک کې ده، نه جنت شته او نه دوزخ؟[371].

امام وويل: پر خداى قسم درکوم. پوهېږئ، چې ابو سفيان له عثمان (رض) سره تر بيعت روسته د حسين لاس ونيو، چې بقيع ته راسره ولاړ شه، مړيستون ته ورغلل، ابوسفيان په جګ غږ وويل: مړيو! د هغه څه په هکله، چې جګړه مو راسره کوله، اوس مو په واک کې دى، تاسې له دنيا تللي ياست او هډوکي مو وراسته شوي دي؛ نو حسين بن علي ورته وويل: خداى دې مخ تور کړه او د ابو سفيان له لاسه يې خپل لاس راښکود او ځان ته يې خوشې کړ، بيا نعمان بن بشير له لاسه ونيو او مدينې ته يې راوست که نه هلاکېده؟

بيا امام حسن (رض) معاويه ته وويل: دا مطالب ستا په اړه وه، د ځواب وس يې لرې؟ همدغسې له لعتونو دې يو دا دى، چې کله دې پلار ابوسفیان ايمان راووړ؛ نو د قريشو يو مشهور شعر دې ورولېږه او دده د اسلام راوړو مخنيوى دې کاوه او بل داچې عمر بن خطاب (رض) د شام ولايت درکړ؛ خو خيانت دې وکړ او ترده روسته عثمان (رض) والي کړې او سترګې پر لار وې، چې عثمان (رض) ومري او واک ته ورسې.

او تر دې ورۀ اخوا، له علي سره دې جګړه وکړه. حال داچې پر مخېنه، علم او فضايلو يې پوهېدې، چې د خداى او خلکو پر وړاندې تر تا او نورو خلافت ته وړ و[372].

همدغسې په چل ول دې د يو شمېر خلکو وينه تويه کړه او چلن دې د هغوى په څېر دى، چې د قيامت پر ورځې ايمان نلري او د خداى له عذابه نه ډارېږئ؛  نو چې اجل دې راورسي؛ خورا ناوړه هستوګنځي ته به ورولېږدول شې او علي به په خورا غورۀ هستوګنځي کې وي او خداى درته په څارنځي کې دى؛ نو دا اى معاويه په تا پورې اړوند دي او بدرنګتوب دې تر دې هم ورۀ اخوا دى)).

بيا امام حسن (رض) د عثمان (رض) زوى عمرو ته وويل:

عمرو بن عثمانه! داچې احمق يې، درته وړ نه ده، چې په دغسې چارو کې ګوتې ووهې؛ ځکه بېلګه دې د هغه ماشي په څېره ده، چې د خرما ونې ته يې وويل: ځان ټينګ کړه، درنه پاڅم، ونې ورته وويل: زه دې له کېناستو خبر نه يم، دا خو لا څه چې پاڅېدل دې راته ستونزمن وي او پر خداى قسم پوه نه شوم، چې ښه دښمني دې راسره کړې، ستونزه دې راته پيدا کړې وي او خبرې دې ځواب کړم او علي، چې کنځې؛ نو ايا په حسب و نسب کې څه خو شته؟ يا داچې له پېغمبره (ص) لرې دى؟ او يا داچې په اسلام کې يې سم کړه وړه نه دي کړي او ناغېړي يې کړې ده او يا داچې په اسلام کې يې سم کړه وړه نه دي کړي او ناغېړي يې کړې ده او يا داچې په ورمندون کې يې تېرى کړى دى؟

او يا داچې دنيا ته ورمات دى؟ که دا هره خبره وکړې؛ نو دروغ وايې. او داچې وايې پر تاسې مو په بدر جګړه کې د نولسو تنو کسات اخستل دي؛ نو دوى خو په حقيقت کې خداى او رسول يې وژلي او پر ځان مې قسم تر دې نولسو تنو روسته د بني هاشمو درې تنه وژني او بيا به له امويانو نولس تنه او نولس تنه په يوه ځاى ووژني، بې له هغو امويانو، چې د وژل شو يو په شمېر يې يوازې خداى پوهېږي او رسول اکرم (ص) ويلي: چې کله دوزغ (ابو العاص) اولاده دېرشو تنو ورسي، د خداى مال په خپلو کې ويشي او د خداى بندګان خدمت ته ګوماري او کتاب الله غندي او ټګي برګي پکې کوي او چې شمېر يې درې سوو او لسو تنو ته ورسېد، لعنت پرې ورېږي او چې کله څلور سووو او پينځه اويا تنه شول، هلاکت يې ګړندى کېږي. خلکو چې دا خبره کوله، حکم بن ابي العاص رامخ کړ، رسول اکرم (ص) وويل: ورو ورو خبره کوئ، چې يې وانه وري او دا هغه وخت و، چې رسول اکرم (ص) خوب ليدلى و، امويان به څو کاله واکمني وکړي او له دې خوبه خپه و؛ نو خداى دا آيت پرې رانازل کړ: ((ليلة القدر خير من الف شهر: د قدر شپه تر زرو مياشتو غورۀ  ده)) ؛ نو ګواهي لم، تر علي روسته مو واکمن او پاچا نشته؛ خو زر شپې، چې خداى په خپل کتاب کې ټاکلي دي.

ورپسې امام حسن (رض) عمرو عاص ته وويل:

په واقع کې ته يو سپى يې او چار دې له دې پيل شوى، چې مور دې بد چارې وه او حرمونى زېږېدلى يې او يو شمېر قريشو ستا په اړه شخړه وکړه، چې ابوسفيان بن حرب، وليد بن مغيره، عثمان بن حارث، نفر بن حارث بن کلده او عاص بن وائل، دې ګردو انګېرله، چې ته يې زوى يې او پر دې ټولو د قريشو خورا بد حسبه او بد نسبه، خبيث او ستر ګناهکار لاسبرى شو، بيا ته راولاړ شوې ودې ويل: زه محمد رټم او عاص بن وائل وويل: د محمد اولاده نشته، که ومري ځوځات يې پرې کېږي؛ نو خداى دا آيت (کوثر: ٣) رانازل کړ: ((ان شانئک هو الابتر: يوازې ستا کينه کښ غليم بې سټې دى)) او مور دې عبد قيس ټبر ته تله راتله. او چېرې چې پېغمبر (ص) له خپلو دښمنانو سره مبارزه کوله، ته پکې وې او ډېره دښمني دې ورسره درلوده او سخت دې دروغجن باله او بيا په هغو کسانو کې وې، چې په بېړۍ کې سپور شوې او نجاشي ته ورغلې او په دې لټه کې وې، چې جعفر بن ابيطالب او مسلمان مهاجرين، حبشې ته ورغلي ول، ووژنې، دا دسيسه دې شنډه شوه او د کافرانو کلمه راټيټه او د خداى هسکه شوه او د عثمان (رض) په اړه دې خبره، بې حيا او بې دينه! اور دې بل کړ، بيا فلسطين ته وتښتېدې او ميراث او پايلو ته سترګې پر لار وې، چې د عثمان (رض) له وژنې خبر شوې، معاويه ته ورغلې او خپل دين دې د نورو په دنيا وپلورۀ او له موږ سره په دښمنۍ دې نه پړوو او داچې موږ دې ښه نه ايسو؛ ځکه ته په جاهليت او اسلام دواړو کې د بني هاشمو دښمن وې او رسول الله (ص) دې په اويا بيتو شعر کې غندلى؛ نو رسول اکرم (ص) وويل: خدايه! شعر نه وايم او راسره نه ښايي، چې يې ووايم؛ نو عمرو عاص ته د هر يو بيت په بدل کې زر لعنتونه وټاکه.

او ته اى عمرو عاصه د نورو دنيا دې پر خپل دين ور ړومبۍ کړې او د حبشې پاچا نجاشي ته دې ډالۍ ولېږلې، دويم ځل ورغلې او د لومړي ځل بې پايليتوب له بيا ورتګه منع نه کړې او په دې ټولو پړاوونو کې دې موخه دا وه، چې جعفر بن ابيطالب او ياران يې د نجاشي پر وړاندې وغندې؛ خو بې پايلې راستون شوې او چې خپلې هيلې دې پورۀ  نشوې؛ نو دا پړه دې پر خپل ملګري عمارة بن وليد ورواچوله.

بيا امام حسن (رض) وليد بن عقبه ته وويل:

پر خداى قسم، کومه دښمني او کينه له علي (ک) سره لرې، په دې چار دې نه پړوم؛ ځکه ته علي د شرابخورۍ له امله اتيا کوړې وهلى وې[373].او پلار دې علي په بدر غزا کې وژلى و؛ نو څنګه علي کنځې. حال داچې خداى د قرآن په لسو آيتونو کې ((مؤمن)) ياد کړى او ته يې په قرآن کې ((فاسق)) نومولى يې.

(( أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لاَّ يَسْتَوُونَ: ايا مؤمن د فاسق په څېر کېداى شي، او دا دواړه سره برابر نه دي[374])).

 (( إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ[375]: که کوم فاسق خبر درته راووړ؛ نو څېړنه وکړئ. هسې نه په نا پوهۍ کې له کومې ډلې سره ولچېږئ او بيا به پر خپلو کړنو پښېمانه وسئ)).

او ستا يې په قريشو څه! ته خو د ((صفوريه)) د اوسېدونکيو د يوه تن زوى يې، چې ((ذکوان)) يې ورته وايه.

خو دا ګومان دې، چې عثمان (رض) موږ وژلى؛ نو پر خداى قسم طلحه، زبير او عايشې (بي بي) (رضی الله عنهم) ددې وس نه درلود، علي د عثمان په وژنې تورن کړي؛ نو ته څنګه دا خبره کوې؟!

او که مور دې وپوښتې، چې تر ذکوان روسته دې پلار څوک دى او بيا يې په عقبة بن ابى معيط پورې وروتړلې او په دې کار یې په خپل نزد ځان اوچت کړ او خداى په دې چار تا او مورو پلار ته دې په دنيا او آخرت کې ننګ و خواري چمتو کړه او کله هم خداى پر خپلو بندګانو ظلم نه کوي.

وليده بيا پر خداى قسم! ته په زوکړه کې تر هغه ستر يې، چې د نسب ادعا يې کوې؛ نو څنګه علي کنځې! او که په ګرېوان کې سرکښته کړې، خپل پلار ته دې نسب را برسېرېږي، نه هغه ته چې له ځوځاته يې مدعي يې او مور دې درته وويل: زويه! پر خداى قسم پلار دې تر عقبه لئيم تر او خبيث تر دى.

ورپسې يې عتبة بن ابوسفيان ته وويل:

عتبة! پر خداى قسم، په ځواب نه ارزې او عقلمن هم نه يې، ځواب يې درکړم. نه څه خير درسره شته، چې ورته هيلمن اوسم او نه دې له شره ډارېږم او زه هغه نه يم، چې کله علي کنځې ځواب يې درکړم؛ ځکه ته د علي په څېر يوه بنده سيال او کفوه نه يې، چې ځواب يې درکړم؛ خو خداى تا، ستا مورو پلار او رور ته په څارنځي کې دى او ته د هغو پلرونو له اولادې يې، چې خداى په قرآن کې ياد کړي:

((هغوى، چې هڅې کړي (او) ستړي شوي( خو څه پايله يې پر برخه شوې نه ده، ناچار) سوځنده اورته ورننوځي او سوځي به) د خوټېدلې چينې اوبه پرې ورڅښلېږي، بې له ترخو وچو او بدبويه اغزنو بوټو نور خواړه ورته نشته (داسې خواړه چې نه (يې) چاغوي او نه لوږه لرې کوي[376])).

او داچې په وژنه مې ګواښې؛ نو ولې هغه دې و نه واژه، چې په کټ دې له مېرمنې سره ملاست و، تر دې چې حرمونى يې درپورې وتړه؟! افسوس درباندې او که پر کسات يې بوخت واى، زما د وژنې تر ګواښنې درته غورۀ  وه[377] او علي ته په کنځا دې نه پړوم؛ ځکه علي دې رور په بدر کې وژلى او بيا علي او حمزه بن عبدالمطلب ستا نيکه وژلى او جهنم ته ورلېږلي دي.

او خلافت ته مې هېلمني؛ نو پر خداى قسم؛ ځکه خلافت ته پر تمه يم، خپل حق يې بولم او ته دې د رور په څېر نه يې او د خپل پلار ځايناستى هم نه يې؛ ځکه له خدايه دې د رور سر غاړي ډېره او ډېر د مسلمانانو د وينو تويولو په لټه کې دی او داسې څه غواړي، چې وړ يې نه دى، له خلکو سره په چل ول چلېږي او خداى به ددې ټګۍ برګۍ سزا ورکړي؛ ځکه خداى غورۀ  چلي دى.

او دا خبره دې، چې علي قريشو ته بدترين قريش دى؛ نو پر خداى قسم، هغه څوک يې نا ليدلى و نه ګڼه، چې بايد لورنه پرې وشي او بيخي يې کوم مظلوم وژلى نه دى.

بيا يې مغيره بن شعبه ته وويل:

او ته اى مغيره بن شعبه! په رښتيا چې د خداى دښمن يې او دده کتاب ته دې ورشا کړې او دده  پېغمبر (ص) دې دروغجن ګڼلى او هغه ګناه دې وکړه، چې سنګسار شوى واى او عادل او با تقوا وګړيو پر کړچار دې ګواهي ورکړه؛ خو سنګسار يې نه کړې او حق يې په باطل دفع کړ او سموالى يې په نا سموالي او غلطۍ واړو او خداى دردناک عذاب در چمتو کړى او په نړۍ کې به هم خوار يې او په حقيقت کې د آخرت عذاب خو ډېر خواروونکى دى.

مغيره! تا فاطمه (س) د  پېغمبر لور دومره ووهله، چې پرګېډه اولاد يې وغورځاوه او غوښتل دې رسول الله خوار او سپک کړې او دده له امره دې سرغاړي وکړه، دده حرمت دې څېرې کړ، حال داچې حضرت رسول (ص) فاطمې (س) ته ويلي و: ((انت سيدة نساء اهل الجنة: ته د جنتي مېرمنو اغلي يې)) او پر خداى قسم! برخليک دې دوزخ دى او د خپلو ويلو د پايلو زيان به در پر برخه شي.

نو له دې درېيو څيزونو، په کوم يوه علي کنځې: ايا په حسب و نسب کې یې نيمګړنه ده؟ يا له رسول الله لرې و؟ يا داچې په اسلام کې يې ښه ازمېښت نه درلود؟ او يا داچې په حکم او ورمندون کې يې تېرى کړى؟ او يا دنيا ته څوبمن و؟ او که دا ووايې، دروغ دې ويلي او خلک به دې دروغجن بولي.

ايا ګومان کوې، چې علي (ک) عثمان (رض) په ظلم وژلى؟ پر خداى قسم څوک چې په دې چار کې علي پړوي، تر پړوونکي خورا پاک او متقي دى او پر ځان مې قسم که علي (ک) عثمان (رض) مظلوم وژلى وي، تاته يې څه؟! تا خو يې پر ژوندوني ملاتړ ونه کړ او د هغه تر مرګ روسته پرې خپه نشوې او تل دې کور د بدکارانو په لټه کې و، د جاهليت چار دې راژوندى کړ او د اسلام دې ومړ، تردې چې پر تېره ورځ چې څه ول؛ نو ول.

خو د بني هاشمو او بني اميه په نيوکه کې دې، دا چار خو په معاويه پورې اړوندېږي او بايد ځواب يې ورکړي.

او د امارت په باب دې خبره او د حکومت په اړه ستا د ملګرو خبره؛ نو په حقيقت کې فرعون څلور سوه کاله پر مصر حکومت وکړ، موسى او هارون عليهما السلام دوه مرسل پېغمبران ول، ډېرې ستونزې يې وزغملې؛ نو ملک خو د خداى دى، نېک او بد دواړو ته يې ورکوي او خداى وايي:

(( وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ[378]= او نه پوهېږم، ښايي دا يو ازمېښت درته وي او تر ټاکلي وخته برخمني)).

 ((وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا[379]= او چې وغواړو يوه سيمه تباه کړو؛ نو لومړى د سيمې مترفينو او شهوت مستو شتمنو ته خپل احکام بيانوو. بيا، دوى په مخالفت لاس پورې کړي او د سزا وړ شي؛ نو (يو مخې) يې ځپوو!)). بيا امام حسن پاڅېد او خپلې جامې يې څنډلې، ويل يې: خبيثات خبيثينو ته او خبيثون خبيثاتو ته دي او دوى پر خداى قسم اى معاويه! ستا ملګري او لارويان دې دي او طيبات طيبيونو ته او طیبون طيباتو ته دي او څه يې چې په اړه ويل کېږي، ترې لرې دي، بښنه او عزتمن رزق ورته دى او دوى د علي بن ابي طالب ملګري او لارويان يې دي.

امام راووت او معاويه ته يې وويل: څه چې دې پخپله وکړل، پايله يې وڅکه او کوم جنايت دې چې وکړ او څه چې خداى تا او دوى ته ورچمتو کړي، په دنيا کې خواري او ذلت او په آخرت کې دردناک عذاب دى.

نو معاويه خپلو ملګرو ته وويل: د خپلو کړو پايله وڅکئ.

وليد بن عقبه[380] معاويه ته وويل: موږ ونه څکل، څکل خو تا وکړل او دې يوازې پر تا جرات وکړ.

معاويه وويل: درته مې ويلي ول، چې له دې سړي (امام حسن) سره د مقابلې وس نه لرئ؛ خو زما خبره مو و نه منله او رسوا شوئ او پر خداى قسم لا پاڅېدلی نه و، کوټه راباندې تياره شوه او د بريد نيت مې ورته وکړ؛ نو په تاسې کې به نن او سبا ته څه خير نه وي.

مروان بن حکم

چې مروان بن حکم له دې ډلې سره د حسن بن علي له خبرو اترو خبر شو، ورغى او دوى لا د معاويه په کور کې ول، ورته يې وويل: حسن بن علي راولئ، زه دا پلار او کورنۍ يې داسې وکنځم، چې ياد يې پاتې شي.

معاويه وويل: دا ډله نور څوک غولولاى نشي؛ خو دوى پوهېدل، مروان کنځلمار او بدخوله دى؛ نومروان له معاويه وغوښتل، يو تن په حسن بن علي پسې ولېږه، چې راشي.

استازى، امام ته ورغى، ويې ويل: دا طاغي او ظلم رانه څه غواړي؟ پر خداى قسم که هماغه خبرې بيا ځلي وکړي؛ نو داسې ځوابونه به ورکړم، چې د قيامت تر ورځې به يې ننګ ورتر غاړې وي.

بيا امام حسن د معاويه غونډې ته ورغى، چې مروان بن حکم هم پکې ور زيات شوى و.

امام پر هغه تخت کېناست، چې معاويه او عمرو عاص پرې ناست و او معاويه ته يې وويل: څه ته دې څوک راپسې رالېږلى؟

معاويه وويل: مروان دا کار کړى.

مروان امام ته وويل: حسنه! قريش دې کنځلي؟

امام وويل: د خبرې مطلب دې څه دى؟

مروان وويل: پر خداى قسم، تا، پلار او کورنۍ دې کنځم، د خولې خوند دې پيکه شي.

امام وويل: مروانه! نه تا او نه دې پلار کنځم؛ بلکې خداى عزوجل، ته، پلار دې، کورنۍ دې او تر قيامته د پلار له صلبه ځوځات دې د خپل نبي محمد (ص) په خوله لعن کړي[381].

مروانه پر خداى قسم! هېڅوک د رسول الله (ص) له دې ښېرا، نټه نه کوي؛ خو دا چار ستا د ډېرې سرغاړۍ لامل شوى او خداى او استازى یې رښتيا وايي: ((وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي القُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ طُغْيَانًا كَبِيرًا[382]= او په قرآن کې معلونه ونه (=هغه ونه، لعنت پرې شوى) يوازې د خلکو ازمېښت ته وه، موږ يې وېروو؛ خو (په ويرولو) يې يوازې کفر او سرغړونه لا ډېرېږي)) او مروانه ته او ځوځات دې په قرآن کې ملعونه ونه ياست[383].

معاويه ناڅاپي راپاڅېد او لاس يې د امام پر خوله کېښود و يې ويل: ابا محمده! تا خو داسې کنځلې نه کولې.

امام راپاڅېد، خپلې جامې يې څنډلې او بهر راووت او نور هم په غوسه او خپګان خپاره واره شول[384].

امام او يو شمېر امويان

اسماعيل بن ابان روايت کړى دى: حسن بن علي په نبوي جومات کې د يو شمېر امويانو تر څنګ تېر شو، چې په سترګو يې امام ته اشارې کولې او دا هغه وخت و، چې معاويه واک تر لاسه کړى و، امام يې چې په اشارو پوه شو، تر دوو رکعتونو لمانځه روسته يې وويل: ستاسې اشارې مې وليدې، پر خداى قسم که واکمني مو يوه ورځ وي؛ نو موږ ته به دوه ګرايه وي، که تاسې يو مياشت يا يو کال حکومت وکړئ، موږ به يې دوه ګرايه وکړو. موږ ستاسې په واکمنۍ کې خورو څښو او پر نورو چارو بوختېږو؛ خو تاسې به زموږ په واکمنۍ کې دغسې نه اوسئ.

په دوى کې يو تن وويل: ابا محمده! دا به څنګه وي، حال داچې تاسې خورا سخاوت لرئ او تر نورو مو لورنه ډېره ده؟ تاسې د دوى په واکمنۍ کې خوندي ياست او دوى به ستاسې په واکمنۍ کې خوندي نه وي؟!

امام ورته وويل: دوى په شيطاني چل ول دښمني راسره وکړه او د شيطان ټګي کمزورې ده. حال داچې موږ د خداى په امر دښمني ورسره وکړه او د خداى ټګي سخته ده[385].

امام او معاويه

روايت شوى، چې معاويه امام حسن مجتبى (رض) ته وويل: حسنه! زه درنه غورۀ  يم.

امام وويل: د هندې زويه! څنګه رانه غورۀ يې؟

معاويه وويل: خلک مې په واکمنۍ يوه خوله شول؛ خو ستا په اړه داسې نه وو.

امام وويل: د ځيګرخورې زويه، افسوس درباندې! ځان په شر او ناسموالي کې غورۀ بولې. هغوى چې پر واکمنۍ دې يوه خوله شوي، دوه ډلې دي:

لومړى هغوى، چې لاروي دې کوي او بل هغوى چې په زور يې منلى يې.

څوک چې درپسې دي، د خداى سرغاړي يې کړې ده او هغوى چې په زور يې ستا واکمني منلې، د کتاب الله په لاسونه معذرت لري. زه کله هم نه وايم، درنه غورۀ  يم؛ ځکه هډو خير درکې نشه، چې د پرتلنې وړ وي؛ خو وايم، خداى له رذايلو او بدۍ بچ او لرې کړى يم؛  لکه چې ته يې له فضايلو او ښو بچ کړی يې[386].

امام او يزيد

له ابن عباس (رض) نه تر (وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ[387]= او په شتمنيو او اولادونو کې ور شريک شه) لاندې روايت شوى: يوه ورځ په يوه ځاى کې امام حسن بن علي او يزيد بن معاويه سره ناست و. يزيد ورته ويل: حسنه! له ډېر وخته درسره دښمن يم.

امام وويل: يزيده پوه شه! ابليس دې له پلار معاويه سره لاس يو کړى او دا دښمني يې په ميراث کې درپرېښې، خداى تعالى وايي ((وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ)) او له حرب سره يې هم دا شراکت درلود، چې خپل زوى صخر ته يې دا دښمني په ميراث ورپرېښې؛ نو ځکه د نيکه مې ورسره دښمني وه او بد يې ايسېده[388].

د قريشو وياړنه

سعيد بن عبدالرحمن له پلاره يې روايتوي: يو شمېر قريشو د معاويه او امام حسن (رض) په شتون کې يو پر بل خپلې وياړنې يادولې.

معاويه وويل: ابا محمده! څه دې د خبرو مخه نيولې ده.

 امام وويل: دوى خو زما فضايل وويل، خپل يې ويلي نه دي. ويې ويل:

فيــم الــکلام و قــد سبقت مبرزا

سبق الجواد من المدى المتنفس

((په څه کې چې خبرې اترې کوي، په ډاګه ترې ور مخکې شوى يم؛  لکه چې آسونه په لرې اوږده منډه کې ورمخکې کېږي[389])).

ابن حنتم وايي: يوه ورځ معاويه په وياړنې وويل: زه د ((بطحا)) او ((مکې)) زوى يم، زه د سخي او عزتمن زوى يم، زه د ځانګړنو له اړخه، په ځوانۍ او زړښت کې د قريشو د ښاغلي او سيد زوى يم.

بيا حسن بن علي (رض) وويل: معاويه! پر ما راوياړې؟! زه د ابراهيم خليل زوى، د ماوا او د تقوا د ملجا زوى يم، د هغه زوى يم، چې د خداى له لوري يې ښيون او رڼا راوړې، زه د دنيا مېشتو د ښاغلي زوى يم، پر نسب و حسب کې درنه مخکې او غورۀ  يم، د هغه زوى يم، لاروى يې د خداى لاروي او سرغړونه ترې د خداى سرغاړي ده. زما د پلار په څېر کوم پلار لرې، چې پرې ووياړې؟ يا مې د تېرو په څېر تېر لرې، چې پرې ووياړې؟ ووايه، هو يا نه. معاويه وويل: وايم نه. اوڅه چې وايې سمه ده.

بيا امام وويل:

الحق ابلج ما يحيل سبيله    والحق يعرفـه ذوو الالباب

((حق څرګند دى، لار يې نه بدلېږي او عقلمن يې پېژني[390])).

امام او عمروعاص

مدايني روايت کړى دى: عمروعاص په طواف کې، امام حسن ته وويل: حسنه! ګومان کوې، چې دين بې له تا او پلاره دې نه ټينګېږي؟ سکه و دې ليدل، چې معاويه هله ټينګ کړ، چې سست شوى و. ايا خداى د عثمان (رض) پر وژنې خوښ و؟ ايا درسره ښايي، چې په سپينو جامو کې طواف کوې؛ خو د عثمان (رض) وژونکى يې؟ پر هغه خداى قسم، چې دا خپاره واره خلک يې راټول او لار يې اسانه کړه، که جګړه دې کوله، معاويه هماغه څه درسره کول، ستا د پلار سره يې کړي ول.

امام ورته وويل: د دوزخيانو ځينې نښې وي، په نړۍ کې پرې پېژندلېږي، د خداى له اولياوو او دوستانو سره دښمني او د خداى له غليمانو سره يې دوستي.

پر خداى قسم! پوهېږې، چې علي (ک) د دين په لار کې له هڅې وهانده مخ وانړو او يوه شېبه ترې غافل نشو او ان د سترګو رپ هومره يې په خپل حقانيت کې شک نه درلود. د عمرو د مور زويه، پر خداى قسم، له دې ډول چلن او بدرنګۍ لاس واخله، که نه ځواب يې نېزه ده او ځان دې پر ما له بريده بچوه، ښه مې پېژنې چې په مخامخېدو کې درسره کمزورى نه يم او په قريشو کې مې مقام داسې دى؛ لکه د غاړه کۍ د منځ غمى، حسب مې پېژندل شوى (د علي زوى يم) او بې له دې مې په بلې نامې نه يادوي او ته پخپله پوهېږې، څوک يې او خلک دې پېژني. د قريشو ځينو نارينه و ستا په اړه شخړه وکړه او په يوه ډېر بې حسبه پسې ورغلل او بې له تا يې بل څوک ونه موند؛ نو رانه لرې شه، چټل يې او موږ اهلبيت، پاکان يو او خداى چټلي رانه لرې کړې ده.

عمرو عاص چوپ شو او په خپګان ستون شو[391].

امام حسن بن علي (رض) او زياد

مدايني روايتوي: زياد هوډ وکړ، چې د امام حسن (رض) يو تن يار ونيسي او دا له هغو کسانو ځنې و، چې امام د سولې په تړون کې له معاويه امان ترې اخستى و. امام زياد ته وکښل:

((له حسن بن علي، زياد ته. اما بعد؛  سکه پوهېږې، چې ما خپلو يارانو ته امان اخستى، خبره شوى يم، پلانى نيسې، ښه مې ايسې،  چې يوازې په خير او ښو کې يې ونيسې. والسلام)).

چې ليک ور ورسېد. نو داچې د ابو سفيان زوى يې ګڼلى نه و، غوسه شو او امام ته يې په ځواب کې وليکل.

((له زياد بن ابى سفيانه حسن ته. امام بعد؛ د يوه فاسق په اړه دې يو ليک راورسېد، چې ستا او ستا د پلار يو فاسق پناه ورکړې ده او پر خداى قسم و به يې لټوم، ان که ستا د پوټکي او غوښې ترمنځ وي او په رښتيا ښه غوښه مې چې خوښېږي ويې خورم، دا ستا غوښه ده. والسلام)).

امام، چې د زياد ليک ولوست، معاويه ته يې ورولېږه، معاويه ولوست، خپه شو او زياد ته يې وليکل:

له معاويه بن ابوسفيانه، زياد ته. اما بعد؛  دوه نظره لرې: د ابوسفيان نظر او د سميه نظر. د ابوسفيان نظر، زغم او لر اندنه ده؛ خو د سميه رايه به دې څنګه وي؟ حسن بن علي يو ليک رالېږلى، چې يو پلوى يې نيسې، له دې هوډه تېر شه او د څارنې اجازه يې درته نشته.

امام او عراقيان

ابي جميله وايي: د علي (ک) تر شهادت روسته حسن بن علي يې ځايناستى شو. د لمانځه پر وخت په خنجر يې پر پښه ټپي کړ، څو مياشتې ناروغ و، چې روغ شو، پر منبر يې وويل: عراقيانو! په اړه مو الهي تقوا خپله کړئ، موږ ستاسې مشران، مېلمانه او هغه اهل بيت يو چې خداى زموږ په اړه ويلي:

((إنمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[392]= بېشکه خداى يوازې غواړي له تاسې اهل بيتو (= نبوي کورنۍ) چټلي او ګناه لرې او پورۀ  مو سپېڅلي کړي)) او اوږدې خبرې يې وکړې، تردې چې په جومات کې ناستو ټولو وژړل[393].

يزيد بن اصم وايي: له حسن سره دباندې ووتم او پر ګوتو يې نکريزې ایښې وې، يوه کڅوړه يې ورته راوړه، ليکونه پکې ول، امام وينځې ته وويل: د اوبو لوښى راوړه او ليکونه يې پکې واچول او يو يې هم ونه لوست.

ورته مې وويل: ابا محمده! چا ليکونه رالېږلي وو؟

ويې ويل: د عراقيانو وو، د هغوى له لوري، چې حق ته نه راګرځي او له باطلو لاس نه اخلي، پوه شه! زه ترې نه ډارېږم؛ خو پردې سړي ډارېږم او حسين ته يې اشاره وکړه[394].

امام، عمرو عاص او مغيره

ابو مجلز وايي: عمرو عاص او مغيره بن شعبه، معاويه ته وويل: حسن بن علي وينا نشي کړاى او پر کلام او نظر يې پوهېږو، لږې خبرې کوي او نور څه نه مومي، معاويه وويل: داسې مه کوئ؛ خو دوى نه منله.

عمرو عاص منبر ته وروخوت او علي يې په بدو ياد کړ، ورپسې مغيره ورپورته شو او تر څښتن ستاينې روسته يې پر علي باندې په نيوکو لګيا شو.

بيا له حسن بن علي وغوښتل شو، چې پر منبر خبرې وکړي؛ خو ويې ويل: پر منبر به هله خبرې وکړم، که حق خبره مې وکړه؛ نو تصديق يې کړئ او که باطل خبره مې وکړه، دروغجن مې وبولئ، ټولو ورسره ومنله.

امام پر منبر تر څښتن ستاينې روسته وويل: عمرو او مغيره! پر خداى مو قسم، پوهېږئ چې رسول اکرم (ص) وويل: هغه ملعون دى، چې اوښ ځغلوي او هغه چې پرې سپور دى، يو يې پلانى دى؟

وويل شول: هو!

امام وويل: معاويه او مغيره! پر خداى مو قسم، پوهېږئ چې رسول اکرم (ص) عمرو په خپل هر بيت شعر لعنت کړى؟

وويل شو: هو!

امام وويل: عمرو! پر خداى دې قسم او معاويه بن ابوسفيانه! پوهېږئ چې رسول اکرم (ص) ددې سړي (مغيره بن شعبه) پر قوم (رعل وذکوان) لعنت ويلی؟

وويل شو: هو!

نو حسن (رض) وويل: خداى ستايم، په هغه څه کې راګېر شوئ، چې ترې ډارېدئ[395].

سعيد بن سرح

دا د امام يو مينوال او پلوى و، د زياد د تېري له وجهې راوتښتېد او امام ته يې پناه راوړه. امام زياد ته ليک وليکه او ترې يې وغوښتل، چې له سعيد بن سرح سره کار مه لره. زياد د ليک په ځواب کې ورته وليکل:

له زياد بن ابي سفيانه، حسن بن فاطمې ته. امام بعد؛  ليک دې راورسېد، خپله نامه دې زما تر نامې مخکې ليکلې وه، حال داچې اړتيا لرې، زه چارواکى يم او ته مې ولس او رعيت يې…

امام، چې د زياد ليک ولوست، موسکى شو او ليک يې معاويه ته ولېږه. معاويه زياد په ليک کې وغانده او امر يې ورکړ، سعيد بن سرح، اولاد او مېرمن يې خوشې او مالونه يې ورکړه او ويجاړ شوى کور يې ورساز کړه. په ليک کې يې ورته کښلي ول: داچې په ليک کې دې حسن په ((حسن بن علي)) ياد کړى نه دى او په ((حسن بن فاطمې)) دې ياد کړى؛ نو دا ورته ډېر د وياړنې لامل دى؛ ځکه که عقلمن يې؛ نو مور يې د رسول الله (ص) لور ده[396].

حبيب بن مسلمه:

په يو روايت کې راغلي: امام حبيب بن مسلمه ته وويل: ډېر ځل د خداى د سر غاړۍ پر لار روان يې.

حبيب بن مسلمه[397] وويل: خو لار مې ستا د پلار پر خوا نه وه.

امام وويل: هو؛ خو د معاويه خوا دې په ډېره لږه دنيا ونيوه او که تا يې دنيا ور آباده کړه، په عوض کې يې ستا د آخرت مخه ونيوه؛ نو چې بد کار دې کاوه ښې خبرې دې درلودې او داسې وې، چې خداى وايي: ((خَلَطُواْ عَمَلاً صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا[398]= ښه او بد کړه يې سره ګډ کړي))؛ خو ته ددې آيت مصداق يې: ((بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ[399]= داسې نه ده؛ بلکې پر زړونو يې خپلو کړنو زنګ اچولى دى))؛ يعنې په کړنو دې پر زړه ټاپه لګولې ده[400].

لسـم څـپرکى

امام حسن د نورو له ليدلوري

له معاويه سره د ابن عباس (رض) دلايل:

هغه مهال، چې معاويه مدينې منورې ته راغى، پر يوې ډلې قريشو تېر شو، چې بې له عبدالله بن عباس (رض) نه ټول ورته پاڅېدل. معاويه ورته وويل: د عباس زويه! ولې د نورو په څېر پانڅېدې؟ دا خپګان دې د صفين جګړې له امله دى او مه پرې خپه کېږئ؛ ځکه عثمان (رض) مظلوم وژل شوى دى.

ابن عباس (رض) وويل: نو عمر بن خطاب (رض) هم مظلوم وژل شوى؟

معاويه وويل: داخو نامسلمان وژلى دى.

ابن عباس (رض) وپوښتل: نو عثمان (رض) چا وژلى دى؟

معاويه وويل: مسلمانانو وژلى دى.

ابن عباس (رض) وويل: په دې خبره دې دلايل ډېر باطلېږي.

معاويه وويل: ما ښارونو ته ليکلي او خلک مې د علي او دده د کورنۍ له مناقبو ويلو منع کړي؛ خوله دې ساته.

ابن عباس (رض) وپوښتل: د قرآن له لوستو مو منع کوې؟

معاويه وويل: نه.

ابن عباس (رض) وپوښتل: ته مو د قرآن له تفسيره منع کوې؟

معاويه وويل: هو.

ابن عباس (رض) وويل: قرآن به لولو؛ خو څه چې خداى غوښتي، په اړه به يې نه پوښتو؟ بيا يې وويل: معاويه: د قرآن لوستل لازم دي يا پرې عمل؟

معاويه وويل: عمل پرې.

ابن عباس (رض) څرنګه عمل پرې وکړو، حال داچې پوه نه يو خداى څه غوښتي دي؟

معاويه وويل: هغه وپوښته، چې قرآن ستا او ستا د کورنۍ په څېر، تفسير نه کړي.

ابن عباس (رض) وويل: قرآن زما پر کورنۍ نازل شوى او تفسير يې له آل ابي سفيانه وپوښتم؟! معاويه! موږ په قرآن_ چې حلال و حرام پکې وي_ له خداى لمانځنې منع کوې او که امت په دې اړه ونه پوښتي او پوه نشي؛ نو اړپېچ به يې کړى وي او پر هلاکت به اخته شي؟

معاويه وويل: قرآن ولولئ؛ خو ستاسې په اړه د نازل شويو آيتونو اړوند روايات مه روايتوئ او نور روايات وواست.

ابن عباس وويل: خداى په قرآن کې وايي: ((يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورۀ  وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ[401]= دوى غواړي په خپلو خولو د الله رڼا مړه کړي؛ خو الله يې مخنيوى کوي، څو خپله رڼا خپره کړي، که څه کافران يې بد ګڼي)).

معاويه وويل: ابن عباسه! ځان ساته او خوله دې کابو کړه او که ناچار يې؛ نو په پټه خبرې کوه، چې څوک يې ښکاره وانه وري.

معاويه له مدينې ستون شو او ابن عباس ته يې يو لک درهمه ورولېږل او يو وياند د معاويه له لوري اعلان کړل: هغه به خوندي نه وي، چې د علي په مناقبو او د اهل بيتو په فضايلو کې کوم حديث روايت کړي[402].

معاويه او قيس بن سعد

تر سولې روسته يو کال، معاويه حج ته ولاړ او چې مدينې ته راغى؛  نو يوه ډله يې ښه راغلاست ته ورغله، چې پلى شو؛ نو له انصارو يې بې د دوى له مشره، قيس بن سعده څوک ونه ليد، ويې پوښتل: څه شوي چې انصار راغلي نه دي؟

ورته وويل شول: هغوى اړمن او بېوزلي دي او د سپرلۍ وزله نلري.

معاويه (په پېغور) وويل: د اوبو راوړو اوښان يې څه شول؟

د انصارو مشر، قيس بن سعد بن عباده، چې دلته و، و يې ويل: انصار، چې د رسول الله (ص) په مشرۍ په بدر او احد کې له تا او پلار سره دې جنګېدل، د اسلام په لار کې يې د اوبو راوړو اوښان له منځه ولاړل، تر دې چې اسلام بريالی شو او تاسې پرې خپه وئ.

معاويه چوپ شو.

قيس وويل: رسول الله (ص) راته ويلي، تر ما روسته به سر زوري او استبداد درسره وشي.

معاويه وويل: په دې اړه  پېغمبر (ص) څه سپارښتنه درته کړې؟

قيس وويل: د زغم خپلولو امر يې راکړى.

معاويه وويل: ورسره تر ليده کاتو صبر وکړئ[403].

عبدالله بن زبير او معاويه

امام حسن (رض)، معاويه او عبدالله بن زبير بن عوام[404] سره ناست و.

معاويه امام ته وويل: ابامحمده! په ګومان مې ستړى يې، که کور ته دې ورشې او دمه وکړې.

امام، چې راووت، معاويه عبدالله بن زبير ته وويل: څه کېږي، چې پر حسن ووياړې؛ ځکه ته د رسول الله (ص) د حواري زوى يې_ چې د  پېغمبر د ترور (عمه) زوى دى_ او پلار دې په اسلام کې لوړ مقامى و.

ابن زبير وويل: دغسې به وکړم؛ نو پاڅېد او کرۍ شپه يې د دلايلو په راټولو تېره کړه، چې پر امام خپلې وياړنې جوتې کړي. پر ګهيځ يې بيا درې واڼه کېناستل او عبدالله بن زبير امام حسن ته وويل: که په جګړه کې کمزورى او ډارن نه وې؛ نو معاويه ته به دې قدرت نه ورپرېښوده، لازم نه و، چې دغسې دې کړي واى؛ ځکه د علي زوى يې، چې مړانه يې ټولو ته څرګنده ده. نه پوهېږم ولې دې دا کار وکړ؟

دا تسليم دې د کمزوري نظر يا سست طبيعت له مخې نه و؟ ګومان نه کوم، چې دغسې به وي. پر خداى قسم که ستا هومره لښکر مې درلوداى وينې، چې د زبير زوى يم او له مړانو مخ نه اړوم، او ولې به داسې نه وي، نيامې صفيه (د عبدالمطلب لور) او پلار مې زبير د رسول الله حواري دى، چې مېړنى او په جاهليت کې د عزتمن خېل و او رسول الله (ص) ته مطيع انسان شمېرل کېده!

امام حسن ورته وويل: که امويانو په خبرو اترو کې په کمزورۍ نه تورنولاى؛ نو ددې خبرو مې ځواب نه در کاوه. اوس يې درښيم، چې په خبرو کې کمزورى نه يم. ټپسوروې مې او وياړنه راباندې کوې حال داچې نيکه[405] دې په جاهليت کې هېڅ فضيلت نه درلود او داچې د عبدالمطلب له لور صفيه سره يې نکاح وکړه، په عربو کې عزت پيداکړ؛  نو ته څنګه ځان د اشرافو پر مشر ورجيګ بولې؟ موږ د ځمکې عزتمن خلک يو او ټولو ته مو شرافت، عزت او کرامت ورڅرګند دى.

انګېرې، چې واک مې معاويه ته ورپرېښى او ورتسليم شوى يم؟! ولې به دغسې وي! افسوس درباندې، د خورا مېړني عرب زوى يم؛ خورا غورې ښځې زېږولى يم، د نړۍ د ښځو اغلي ده. نه! دا کار مې د ډار او کمزورۍ له مخې کړى نه دى.

ستا په څېر وګړيو بيعت راسره کاوه او مينه یې  راڅرګندوله؛ خو په ملاتړ يې ډاډمن نه وم. تاسې يوه تل خاينه کورنۍ ياست، پلار دې له اميرالمؤمنين علي سره بيعت وکړ او بيا يې مات کړ، ورشا يې کړه او د رسول اکرم (ص) يوه مېرمن يې وغولوله، چې خلک پرې بې لارې کړي، په جګړه کې ووژل شو او وينه يې خوشې ولاړه. و يې نيوې، جنګياليو لتاړ کړې او اوښ تر سينې لاندې کړې او لکه له سپي چې زمري راتاو وي، توکاڼې دې نه تېرېدې او پروت وې.

افسوس درباندې! موږ د ښارونو رڼا يو، امت راباندې وياړي او د چارو کونجيانې راسره دي، ايا غوسه کېږم. حال داچې ته ښځې غولوې او بيا ځان د انبياوو (ع) پر زامنو جګ بولې؟!

پوه شه، چې خبرې مې تل منل شوي، ستا او د پلار خبرې دې رد دي. خلکو ځينو په زور او ځينو په خپله خوښه زما د نيکه دين ومانه، بيا يې له اميرالمؤمنين علي سره بيعت وکړ.

… پلار دې او طلحه بيعت مات کړ، د رسول اکرم (ص) مېرمن يې وغولوله، بيا دې پلار او طلحه ووژل شول او ته يې بندي راوستې او لکۍ دې خوځوله او اميرالمؤمنين ته دې په خپلوۍ قسم ورکاوه، چې و دې نه وژني؛ نو هغه وبښلې او په حقيقت کې، ته مې د پلار ازاد کړاى شوى يې.

عبدالله بن زبير وويل: ابا محمده! معذرت مې ومنه، معاويه دې کار ته اړ کړى وم او نيت يې و، چې ترمنځ مو فتنه واچوي، اوس مې د کړې ناپوهۍ له امله وبښه، ستاسې (کورنی) طبيعت زغم او تېرېدنه ده.

معاويه عبدالله بن زبير ته وويل: اوس مې ستا په اړه اندېښمني لرې شوه او د حسن بن علي پر وړاندې داسې وې؛  لکه په پرانستي دام کې بېواکه کوتره، تر دې روسته به پر هيچا ونه وياړې[406].

عبدالله بن جعفر (رض) او عمرو عاص:

يوه ورځ عبدالله بن جعفر (رض)، عمرو عاص او معاويه سره ناست ول، امام حسن (رض) راغى. عمروعاص په سپکه وويل: په خبرو کې کمزورى راغى.

عبدالله بن جعفر (رض) ورته وويل: چوپ شه، پر خداى قسم، پر يوه داسې ګټ دې غشى ورګوزار کړ، چې نيزونه ترې رابهېږي، ګوزارونه پرې نه لګي او غشي نه وررسي، د حسن له سپکاوي ډډه وکړه، تل دې ځان ته د قريشو غوښه څړ کړې، غشى دې په نښه و نه لګېد، نيت دې و، اور بل کړې؛ خو بريالى نشوې.

امام حسن، چې دا خبره واورېده او هر څوک پر خپل ځاى کېناست، معاويه ته يې وويل: تل دې مريي د خلکو غوښه خپل څړ کړې ده (پر وړاندې دې د خلکو بې احترامي کوي)، پر خداى قسم که وغواړم، داسې کار به وکړم، چې چارې په بلا کې راګېرې، کارونه اندېښمن او زړونه خپه شي. بيا يې دا اشعار وويل، (چې پښتو مفهوم يې دا دى): ((معاويه! د سهم ټبر مريي ته امر کوې، چې د خلکو پر وړاندې مې وکنځي؟ قريش چې پر خپل ځاى کېني؛ نو پوه دې شي، چې څه دې غوښتل. ستا د حماقت او سفاهت له مخې يې د ناپايه کينې په پار وکنځلم، که د ټګۍ پرګۍ نيت ولرې؛ نو ته مې د پلار په څېر پلار نلرې، چې پرې ووياړې، د هندې زويه! که نيکونه ياد شي؛ نو نيکه مې ستا د نيکه په څېر نه دى. نيکه مې رسول الله (ص) دى که حسبونه ياد شي؛ نو په قريشو کې مې د مور په څېر مور نه لرې)).

د هندې زويه! بندګان راسره برابرېداى نشي؛ نو ملنډې دې راباندې ونه وهل شي؛ نو ارام شه او چارې مو مه راپاروه، هغه چارې، اى معاويه نوزېږى زړ وي[407].

عبدالله بن جعفر (رض) او معاويه

سليم بن قيس وايي: له عبدالله بن جعفر بن ابي طالب[408] مې واورېدل، چې ويل يې: معاويه راته وويل: ولې د حسن او حسين دومره درناوى کوې؟ دوى؛ خو درنه غورۀ نه دي او پلار دې هم د دوى تر پلاره کم نه دى او که فاطمه (س) د رسول الله (ص) لور نه وه. ويل مې، چې مور دې (اسماء بنت عميس) د دوى تر مورۀ  ټيټه نه وه.

عبدالله بن جعفر (رض) وايي: په خبره يې غوسه شوم او بېواکه مې وويل: د حسنينو او د دوى د مورو پلار په اړه دې ښانده لږه ده. هو! پر خداى قسم، حسن و حسين رانه غورۀ  دي او د دوى مورو پلار زما تر مورو پلاره غورۀ  دي.

له رسول الله مې تل د دوى او د مورو پلار په اړه يې فضايل اورېدل، لا کوچنى وم، چې دا خبرې مې اورېدې او يادولې او داچې په ناسته کې بې له حسنينو، ابن عباس او رور يې فضل بل څوک نه ول؛ نو معاويه راته وويل: ته خو دروغجن نه يې، له رسول الله (ص) اورېدلي دې راته ووايه.

عبدالله بن جعفر وويل: حسن و حسين ستا تر انګېرنو خورا اوچت دي. معاويه وويل: که څه تر اُحد او حرا[409] اوچت وي، ووايه. ځکه دلته شاميان څوک نشته او زما څه پروا نشته. داچې خداى مو مشر وواژه او ستاسې ټولنه يې خپره ورۀ کړه او د خلافت چار يې وړ ته ور ورسېد؛ نو خپله ادعا وواست، زيان يې نه رارسي او څه باک هم نه لرم.

عبدالله وويل: يوه ورځ په کور کې فاطمه، حسن، حسين، عمرو بن ام سلمه[410]، اسامه بن زيد، ام ايمن، ابوذر او زبير بن عوام ناست ول، له رسول الله (ص) مې واورېدل، چې علي (ک) ته يې وويل: زه مؤمنانو ته تر ځانونو يې ور وړيم او پر چا چې ور وړيم، ته هم پر ځان يې وړ يې، رسول اکرم (ص) علي (ک) پر مټ واهه او درې ځل يې دا غونډله وويله او دولس ګونو امامانو پر امامت يې څرګندنه وکړه، بيا يې وويل: صلوات الله عليهم، بيا يې زياته کړه: په امت کې مې د بې لارېتوب او ضلالت دولس امامان هم شته، چې ټول يې، بې لارې او بې لاروونکي دي: لس تنه يې له امويانو دي او دوه تنه يې له قريشو. د دوى ټولو ګناه او بېلارولو يې ددې دوو تنو پر غاړه ده، بيا رسول اکرم (ص) د دوو تنو نامې او هم د لسو تنو نامې وښوولې.

معاويه وويل: نامې يې واخله!

عبدالله بن جعفر وويل: پلانى، پلانى، پلانى او د لړۍ خاوند (صاحب السلسلة) او زوى يې له آل ابي سفيانه او اوه تنه د حکم بن ابي العاص له اولادې، ړومبى يې مروان دى.

معاويه وويل: که ويل دې حق وي؛ نو زه او تر ما وړاندې درې تنه هلاک شول او په امت کې يې مينوال او د رسول الله (ص) اصحاب_ چې مهاجرين، انصار او تابعين يې دي_ ګرد سره هلاک شوي دي، عبدالله بن جعفر (رض) وويل: پر خداى قسم، څه مې چې ويلي، حق دي او له رسول الله (ص) مې اورېدلي.

معاويه، حسن، حسين او ابن عباس ته وويل: عبدالله بن جعفر څه وايي؟

ابن عباس وويل: عبدالله بن جعفر، چې د چا نامې واخستې، څوک ورولېږه؛ نو معاويه عمرو بن ام سلمه او اسامه راوغوښتل او د دواړو ګواهي ورکړه، چې د عبدالله بن جعفر خبره حق او سمه ده او له رسول الله (ص) اورېدلي دي[411].

بيا معاويه حسن، حسين، ابن عباس، فضل، ابن ام سلمه او اسامه ته وويل: د عبدالله بن جعفر خبرې تصديقوئ.

وويل شول: هو!

معاويه وويل: د عبدالمطلب اولادې! د ستر چار ادعا کوئ او پياوړي دلايل وايئ. که دا حق وي؛ نو تاسې پر يوه چار زغم کړى او پټوئ يې او خلک په غفلت کې دي او سکه امت پر هلاکت اخته شوى او له دينه اوختى، پر خپل پالوونکي کافر او له خپل  پېغمبره (ص) يې نټه کړې؛ خو بې له تاسې اهل بيتو او لږ شمېر خلکو، چې وينا مو مني.

ابن عباس وويل: خداى وايي: ((و قليل من عبادى الشکور[412]= او منندوى بندګان مې ډېر لږ دي)). معاويه! حيران يې، چې خداى امامان یو په بل پسې ياد کړي وي! رسول الله (ص) په خم غدير کې څرګنده کړه، چې علي تر ما روسته د هر مؤمن ولي، مولا، خليفه او زما ځايناستى دى او د  پېغمبر خبره او کلام وحې او د خداى له لوري ده او علي د هر مؤمن ولي، مولا او د  پېغمبر (ص) خليفه دى.

معاويه! رسول اکرم (ص) د ((موته)) لښکر ولېږه او د جګړې پر ورځ يې وويل: جعفر مو بولندوى او امير دى، که شهيد شو، زيد، که زيد شهيد شو؛ نو عبدالله بن رواحه؛ نو دا ټول شهيدان شول[413] انګېرې،  چې رسول الله (ص) امت خوشې پرېښود او تر ځان روسته يې خليفه ورته ونه ټاکه، خلک ځان ته خپل خليفه وټاکي! ته وا ځان ته د خلکو رايه د پېغمبر تر راى او اختياره غورۀ ده او څه چې خلکو تر رسول اکرم (ص) روسته وکړل، دا ټول هله وو، چې حضرت (ص) مسائلې يې ورښوولې وې او دوى يې په ړوندتوب او شبهه کې پرېنښوول.

معاويه امام حسن ته وويل: ته څه وايې؟

امام وويل: معاويه! زما او د ابن عباس خبرې دې واورېدې، د خداى پر وړاندې ستا د کم شرم او جرائه حيران يم! و دې ويل: خداى علي وواژه او حکومت يې وړته ورکړ، ايا ته د خلافت کان يې، نه موږ؟ پر تا او هغو درېيو تنو افسوس، چې پر دې مقام يې کېنولې يې او دا دود او سنت يې رادبره کړ، چې هغه خبرې وکړم، چې وړ يې نه يې؛ خو که يې وايم، دلته مې ناست خپلوان وپوهېږي: خلک پر ډېرو چارو يوه خوله شول، تر منځ يې شخړه نشته: پر توحيد او رسالت ګواهي ورکول، پينځګوني لمونځونه، زکات، روژه، حج او ډېر الهي مکلفيتونه، يوازې يې خداى شمېرلاى شي. همدغسې يوه خوله شول، زنا، غلا، دروغ، قطيعه، خيانت او نور ډېر ګناهونه حرام دي، يوازې خداى يې شمېرلاى شي او په ځينو چارو کې (لکه) ولايت کې يې اړ پېچ وکړ، په اړه يې وجنګېدل او ډلې ډلې شول: ځينو، ځينې لعن کړل، ځينو له يوې ډلې برائت اعلان کړ، ځينو يوه ډله ووژله، کومه ولايت ته وړ ده او يوه ډله هم پر حق نه ده؛ خو يوازې هغه چې د کتاب الله او نبوي سنتو لاروي کوي؛ نو وژغورل او جنتي شو:

موږ وايو، اهل بيت يو او امامان له موږه دي او خلافت يوازې په موږ کې دى او بې له موږ يې څوک صلاحيت نلري او خداى موږ د خلافت وړ کړي يو او پردې مطلب په کتاب الله او نبوي سنتو کې څرګندونه شوې ده او د اختيار علم راسره دى او موږ يې وړ يو او په ټول کې ټول راسره وي او تر قيامته، چې څه پېښېږي که څه ډېر کوچنى وي، د رسول اکرم (ص) په املا او د علي په ليک راسره دي.

خلک درې ډوله دي:

لومړى: هغه مؤمن، چې حق مو پېژني، غاړه يې راته ايښې او راپسې راځي، دا د خداى دوست او ژغورل شوى دى.

دويم: ناصبي انسان، چې دښمني راسره کوي، رانه لرې کېږي او لعن راباندې وايي، وينه مو حلاله بولي او له حق مو نټه کوي او له موږه برائت د خداى دين بولي؛ نو دا کافر، مشرک او فاسق دى او کفر و شرک يې د ناخبرۍ له مخې دى؛ لکه چې يوې ډلې په ناپوهۍ خداى وکنځه او مشرکان شول.

درېيم: او څوک چې هغه څيزونه مني، چې اختلاف پکې نشته او پر ستونزمنو څيزونو نه پوهېږي؛ نو خداى ته يې ورپرېږدي او ولايت مو مني؛ خو راپسې نه راځي او دښمن هم راسره نه دى او حق مو نه پېژني، هيلمن يم خداى يې په خپل رحمت کې راونغاړي او جنتي شي او دا کمزوري او مستضعف مسلمان دى[414].

معاويه او سعد بن ابي وقاص (رض)

عکرمه وايي: معاويه تر حج روسته مدينې ته راغى او سعد بن ابي وقاص[415] ته يې د ليدو اجازه ورکړه. معاويه شاوخوا کسانو ته وويل: چې سعد (رض) راغى او کېناست؛ نو د علي غندنه پيل کړئ. سعد (رض) راغى او د معاويه تر څنګ کېناست او چاپېريال يې علي ته په کنځلو پيل وکړ، سعد (رض) تر اورېدو روسته وژړل.

معاويه وويل: سعده! ولې ژاړې، په دې ژاړې، ستا د رور عثمان بن عفان وژونکى کنځي؟

سعد (رض) وويل: پر خداى قسم، بېواکه مې وژړل، له مکې مو مهاجرت وکړ او په دې جومات _نبوي جومات_ کې هستوګن شوو، تر دې چې امر وشو، ټول له جوماته ووځئ او يوازې علي بن ابي طالب دې پکې میشت شي. دا کار سخت راباندې پرېووت او د نبي اکرم (ص) هيبت اجازه نه راکوله، چې لامل يې ترې وپوښتو؛ نو عايشې بي بي ته ورغلو او و مو ويل: ام المؤمنينې! موږ ټول د علي په څېر د رسول الله (ص) اصحاب يو او هجرت مو د هغه په څېر هجرت و، څه پېښ شوي، چې موږ بايد له جوماته ووځو او علي پکې پاتې شي؟ نه پوهېږو ايا دا د خداى د غوسې او يا د رسول الله

د خپګان په پار دى؟ په اړه يې له نبي اکرم (ص) سره خبرې وکړه، د  پېغمبر (ص) هيبت اجازه نه راکوي ترې وپوښتو.

بيا ام المؤمنين عايشې بي بي له  پېغمبر (ص) سره خبرې وکړې،  پېغمبر (ص) ورته وويل: نه! پر خداى قسم، دوى مې له جوماته ايستلي نه دي او علي مې هم پکې هستوګن کړى نه دى؛ بلکې دوى خداى وايستل او علي يې پکې مېشت کړ. همدغسې د خيبر غزا ته ورغلو او يوې ډلې مو ماتې وخوړه، بيا رسول اکرم (ص) وويل: نن هغه ته بېرغ ورکوم، چې خداى او رسول يې ورته ګران دى او دا هم خداى او استازي ته يې ګران دى؛ نو علي يې راوغوښت. سترګې يې خوږېدې، په خپلو لاړو يې د علي سترګې ومښودې، بېرغ يې ورکړ او خداى خيبر ورته سوبه کړ.

په تبوک جګړه کې له رسول الله (ص) سره وو؛ نو علي له نبي اکرم (ص) سره په ((ثنية الوداع)) کې مشايعت او بدرګې ته راغى، ويې ژړل،  پېغمبر (ص) وويل: ولې ژاړې؟ علي وويل: ولې و نه ژاړم؟! له هغې ورځې، چې خداى رالېږلى يې، په يوې جګړې کې درنه جلا نه وم؛ نو څه شوي، په دې جګړې کې مې په مدينه کې پرېږدې؟ نبي اکرم وويل:

((اما تر منى ان تکون منى بمنزله هارون من موسى الا انه لا نبي بعدی: ايا نه دې خوښېږي، چې ته راته داسې اوسې؛  لکه هارون (ع)، موسى (ع) ته و؛ خو داچې تر ما روسته  پېغمبر نشته)).

علي وويل: هو؛ خوښ يم[416].

صعصعة بن صوحان

عبدالله غساني وايي: يو شمېر عراقيان شام ته راغلل، ځينې د کوفې او ځينې د بصرې ول، په کوفيانو کې عدی بن حاتم طايي[417] او د بصرې په پلاوي کې، اخنف بن قيس او صعصعة بن صوحان[418] وو. عمرو عاص، دوى وليدل معاويه ته يې وويل: دوى د دنيا نارينه او د علي لارويان دي، په جمل او صفين جګړو کې ورسره وو؛ نو پام کوه. معاويه دوى ته ځانګړې ناسته جوړه کړه او د هغو نورو عراقيانو يې ډېر عزت وکړ.

دوى، د معاويه پټې ناستې ته ورغلل، ښه راغلاست يې ورته ووايه، ويې ويل: د شام سپېڅلي ټاټوبي ته راغلي ياست، د انبياوو، رسولانو او حشر و نشر ځاى دى.

په ډله کې صعصعه تر ټولو ځوابولو ته چمتو و، ويې ويل: معاويه! سپېڅلې ځمکه، خپل هستوګن نه سپېڅلوي؛ بلکې صالح کړنې دي، هستوګن سپېڅلوي. داچې دې وويل دا د انبياوو او رسولانو ځمکه ده؛ نو تر دوى ډېر دلته منافقان، مشرکان، فرعونيان او جباران شته. و دې ويل، چې دا د حشرو نشر ځمکه ده، د محشر لرېوالى، مؤمن ته زيان نه ور رسوي او ورنژدېوالى يې، منافق ته څه ګتور نه دى. معاويه وويل: که ګرد سره خلک د ابو سفيان له ځوځاته واى؛ نو ټول به ځيرک واى.

صعصعه وويل: خلک د هغه له ځوځاته دي، چې تر ابوسفيان غورۀ  و _چې پکې احمق، منافق، فاجر اولېوني هم شته_ او هغه آدم ابوالبشر دى.

معاويه له دې ځوابونو خجالت شو[419].

 هشام بن سائب يې له پلاره روايتوي، چې يوه ورځ معاويه په دمشق جومات کې خلکو ته وينا کوله، چې پکې د قريشو عالمان، د ربيعه ټبر خطيبان د يمن سادات او مشران او له عراقه اخنف بن قيس[420] او صعصعه بن صوحان هم ناست وو.

معاويه وويل: خداى تعالى خپل خلفا عزتمن کړي، جنت يې ورلازم او له اورۀ بچ کړي دي بيا يې په دې لړ کې يو زه هم خليفه کړم او همداراز، زما شامي ملګري، چې د الهي پولو پاسوالان او الهي ملاتړ ورسره دى او د خداى پر دښمنانو بريالي شول. اخنف صعصعه ته وويل: ته يې ځواب وايې يا زه پاڅم.

ويې ويل: زه.

صعصعه وويل: د ابو سفيان زويه! خپل مطلب دې ووايه او لنډون دې پکې ونه کړ؛ خو دا وينا دې څرنګه ده؟ ته خو په زور رالاسبرى شوې او د يو ناحق څيز پر لور مو بلې؟!

شاميان دې، چې وستايل؛ نو دوى خو مخلوق ته غاړه ايښې او له خالقه سر غاړي دي، دوى هغه ډله ده، چې تا په پيسو دوى او دين يې پېرلى، که پيسې ورکړې، ملاتړ دې کوي او که څه ورنه کړې لاس درنه اخلي.

معاويه وويل: د صوحان زويه! چوپ شه. که تر زغم او کرم مې د غوسې غړپونه ښه ايسيدل؛ نو ستا او ستا د ملګرو چاره مې کوله.

بيا صعصعه کېناست او معاويه دا شعر ووايه:

قبلت جــاهــلـم حلما و مکــرمـه   -و الحلم عن قدرة فضل من الکرم

((د زغم په پار مې د دوى ناپوه ومنه او له ځواکمنۍ سره زغم غوراوى دى[421])).

يوولسم څپرکى

 

د امام حسن (رض) مقام

 پېغمبر (ص) ته د امام حسن (رض) مقام

حضرت اسامه بن زيد (رض) وايي: د ځينو اړتیاوو لپاره  پېغمبر اکرم (ص) ته ورغلم، ويل يې: دا دواړه (حسن و حسين) مې زامن او د لور زامن دي، خدايه! دا راته ګران دي، تاته دې هم ګران وي او هغه ګران ولره، دوى ورته ګران وي.

حضرت بريده (رض) وايي: پېغمبر (ص) وينا کوله، حسن و حسين سرې رنګې جامې اغوستې وې، را روان وو، چې ناڅاپه ولوېدل، پېغمبر (ص) له منبره راکوز شو، دواړه يې راونيول او ځان سره يې کېنول.

زبير يې له تره او دا يې له بهي روايتوي: خبرې اترې مو کولې، چې د پېغمبر (ص) په خپلوانو کې څوک ډېر ور ورته و. عبدالله بن زبير (رض) راغى، ويې ويل: ….. دا حسن بن علي و، ليده مې، چې رسول الله (ص) پر سجده و او پر غاړه يا شا يې سپرېده او چې پخپله به راکوز شوى نه و،  پېغمبر (ص) نه راکوزاوه او ليده مې، چې رسول الله (ص) رکوع کوله، پښې يې به يې ازادې کړې او حسن به يې د پښو تر منځ تېرېده.

زهير بن احمد وايي: هغه مهال، چې امام حسن (رض) د خپل پلار علي (ک) تر شهادت روسته وينا کوله، د ((ازد)) ټبر يو لوړ دنګ سړي (رض) وويل: رسول الله (ص) مې وليد، چې حسن يې په غېږ کې و، ويل يې: چاته، چې ګران يم؛ نو دا دې هم ورته ګران وي او دا خبره دې سوب ناسوبو ته وکړي.

ابو هريره (رض) وايي: رسول الله (ص) دباندې راووت، حسن يې پر يوې اوږې او حسين يې پر بلې اوږې و، کله يې يو او کله يې بل ښکلاوه، موږ ته راغى ويې ويل: ((چاته چې دوى ګران وي، زه ورته ګران يم او څوک يې چې دښمن وبولي دښمن يې يم)).

عبدالله (رض) وايي: رسول الله (ص) لمونځ کاوه، چې سجده يې کوله حسن و حسين به يې پر شا ورسپار شول او خلکو غوښتل له دې کاره يې منع کړي؛ خو پېغمبر (ص) اشاره کوله، ازاد يې پرېږدئ، تر لمانځه روسته به يې په غېږ کې کېنول.

ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنها وايي: علي و فاطمه راغلل او حسن و حسين ورسره وو،  پېغمبر (ص) حسنين په غېږ کې کېنول، ښکل يې کړل، يو لاس يې د علي پر غاړه کېښود او بل يې پر فاطمې، خپله تورۀ  عبا (چپن) يې ورواچوله، ويې ويل: ((اللهم اليک لاالى النار: خدايه! ستا پر لور، نه د اور پر لور)).

حضرت ابوبکر (رض) وايي: پر منبر له نبي کريم (ص) سره حسن بن علي و، کله به يې خلکو ته کتل او کله حسن ته او ويل يې: ((ان ابنى هذا سيد و لعل الله ان يصلح به بين فئتين من المسلمين، سکه دا زوى مې ښاغلى دى او ښايي خداى په ده د مسلمانانو دوه ډلې سره پخلا کړي)).

ابوبکر (رض) وايي: ((رسول اکرم (ص) د جماعت لمونځ کاوه او پر سجده به حسن بن علي پر شا ور سپرېده، خلکو  پېغمبر (ص) ته وويل: داسې چلن له چا سره هم نه کوئ، ويې ويل: سکه دا زوى مې سيد دى او خداى به په ده د مسلمينو دوه ډلې سره پخلا کړي)).

 حضرت ابو هريره (رض) وايي: په غوږونو مې اورېدل او په سترګو مې ليدل، چې پېغمبر(ص) به د حسنينو پښې پر خپلو پښو ايښوولې، دوى به يې پورته رابوتلل، څو پر سينه يې ودرېږي، بيا  پېغمبر (ص) ويل: پرانځئ موچي کول يې او ويل يې: خدايه! درته دې ګران وي، ماته خو ډېر ګرن دي[422].

ترمذي (رح) له نبي کريم (ص) روايتوي: زوى، ګل او ريحان دى او حسنين مې له نړۍ دوه ګلونه دي[423].

نبي اکرم (ص) د وفات پر مهال حسنين راوغوښتل، ښکل او بوى يې کړل او له سترګو يې اوښکې بهېدې[424].

له حضرت ابي قتاده (رض) روايت شوى: نبي اکرم (ص) د لمانځه پر وخت حسن ښکل کړ[425].

غزالي (رح) په ((احياء علوم الدين)) او ديلمې په ((فردوس الاخبار)) کې له مقداد بن معدی کرب (رض) روايتوي، چې نبي اکرم (ص) وويل: حسن له ما څخه دى او حسين له علي او دوى مې په امت کې دوه امانتونه دي[426].

… فاطمې (س) حسن و حسين  پېغمبر (ص) ته راوستل، ويې ويل: رسول الله (ص)! دوى کوچنيان دي او د تندې زغم نلري، رسول اکرم (ص) لومړى خپله ژبه د حسن په خوله کې کېښووله تر مړېدو يې وروله، بيا د حسين[427].

معاويه بن عمار له امام صادق (رح) نه روايتوي، چې رسول اکرم (ص) ويلي: د علي مينه د مؤمنانو په زړونو کې ايښوول شوې؛ نو د مؤمن ښه ايسي او د منافق بد او د حسنينو مينه د مؤمنانو، منافقانو او کافرانو په زړونو کې ايښوول شوې؛ نو دوى ته کوم بد ويوونکى او غندونکى نشته[428].

علي (ک) ته د امام حسن مقام

په صفين جګړه کې، يوه ورځ علي (ک) وليدل، چې زوى يې حسن (رض) د جګړې ډګر ته ورځغلي، ويې ويل:

زما له لوري دا ځوان ونيسئ او جګړې ته يې مه ورپرېږدئ هسې نه حالات مې ګډوډ کړي، زه ددې دوو ځوانانو (حسن و حسين) په مړينه کنجوسي کوم (خوښ پرې نه يم)، په مړينه يې د رسول الله (ص) ځوځات پرې شي[429].

له امام صادق (رح) نه روايت شوى: علي (ک) خپل زوى حسن (رض) ته وويل: پلاره! درنه شرمېږم، څنګه دې په مخ کې خبرې وکړم.

نو علي (ک) خپلې ښځې او اولادونه راټول کړل، ځان يې يوې څنډې ته کړ، چې امام حسن يې ونه ويني؛ خو خبرې يې اورېدې. امام حسن پاڅېد، و يې ويل: هغه الله ستايم، چې واحد دى، سارى نه لري، بې زحمته دايم او قايم دى او بې له څه ستونزې پنځګر دى، په کوم حد موصوف او معروف نه دى، عزتمن دى او قديم، زړونه يې له هيبته سرګردان او عقلونه يې د عزت په پار هېښ شوي او غاړې يې د قدرت له امله ورټيټې شوي او د هېڅ بشر پر زړه به يې د جبروت کچه تېره شوې نه وي او خلک يې کله هم د جلال او دبدبې ذات ته ور رسېدلي نه دي او ستايونکي يې د عظمت پر ذات نه پوهېږي. پوهان په خپلو عقلونو ور رسېدلي نه دي او ياران يې د چارو په سنبالنه نه پوهېږي، هغوى يې ښه پېژني، چې حد يې ورټاکلى نه دى، خداى سترګې ويني؛ خو سترګې هغه نه ويني، پر بندګان لورنه لري او ترې خبر دى.

اما بعد په رښتيا، علي هغه ور دى، چې څوک پرې ورننوځي، مؤمن دى او چې ور نه ننوځي؛ نو کافر به وي، دا مې خبرې وې ځان او تاسې ته له ستر خدايه بښنه غواړم.

بيا علي (ک) له ځايه راپاڅېد او پر تندي يې ښکل کړ، ويې ويل: ((ذريه بعضها من بعض والله سميع عليم[430])).

علي (ک) د جمل جګړې پر ورځ محمد بن حنفيه راوغوښت او خپله نېزه يې ورکړه، ويې ويل: په دې نېزه د اوښ (چې د لښکر د بېرغ حيثيت يې درلود) خواته ورشه، چې ورغى د ((بنوضبه)) ټبر يې مخه ونيوه او ورنژدې نشو، پلار ته راستون شو، امام حسن يې له لاسه نېزه واخسته او د اوښ پر لور ورغى او اوښ يې په نېزه ټپي کړ، راستون شو، نېزه په وينو ککړه وه، د امام له زړه ورتوبه د محمد بن حنفيه رنګ واوخوت، علي ورته وويل: مه هيښېږه، دا د  پېغمبر (ص) زوى دى او ته د علي[431].

ابن عباس (رض) وايي: په صفين جګړه کې وو، علي خپل زوى محمد بن حنفيه راوغوښت، ورته يې وويل: زويه! د معاويه پر لښکر بريد وکړه، د لښکر پر ښي اړخ يې بريد وکړ او خپاره واره يې کړل، په ټپي حال پلار ته ورستون شو، ويې ويل: پلاره! تږى يم، يو غړپ اوبه يې وروڅښلې او پاتې اوبه يې د اغوستې زرې او بدن تر منځ واچولې، پر خداى قسم، ومې ليدل، چې وينه يې د زرې له کړۍ راوتله؛ نو څه ساعت يې مهلت ورکړ، ويې ويل: زويه! د معاويه لښکر پر کيڼ لوري بريد وکړه، همدغسې يې وکړل؛ نور هم ټپي شوى راستون شو او ويل يې: پلاره اوبه! څه اوبه يې وروڅښلې او پاتې يې دده او زرې ترمنځ پښ وهلې، ورته يې وويل: زويه! د شام لښکر پر منځ بريد وکړه، همدغسې يې وکړل او د مقابل لوري يو شمېر سپاره او زړه ور يې ووژل په ژړا راستون شو او ټپ هم ځورولى و، علي (ک) ورغى او تندى يې ورښکل کړ، ويې ويل: زويه، پلار دې درځار! په کړي جهاد دې خوشحال کړم؛ نو ولې ژاړې؟ له ښادۍ ژاړې که له خپګانه؟ ويې ويل: پلاره! ولې ونه ژاړم، درې ځل دې د مرګ خولې ته ونيوم او خداى وساتلم او روغ رمټ راستون شوم او اوس مې هم وينې، چې ټپي يم او هرځل، چې راستنېدم، له جګړې يو ساعت مهلت راکړې، بېرته دې ورلېږلم او دا حسن و حسين مې وروڼه دي او دوى ته نه وايې، جګړې ته ورشئ!

علي (ک) د خپل زوى محمد بن حنفيه مخ ښکل کړ، ورته يې وويل: زويه! دوى د رسول الله زامن دي، ايا له وژنې يې ونه ساتم؟

محمد وويل: هو پلاره! خداى دې له هرې بدې ما تر تا او هغوى ځار کړي[432].

امام حسن ته د خپل پلار مقام

امام حسن (رض) د بيت الله طواف کاوه، وايې ورېدل، يو سړى وايي: دا د فاطمې بي بي زوى دى، امام ورته وويل: ووايه د علي بن ابيطالب زوى دى؛ ځکه پلار مې تر مورۀ غورۀ دى[433].

هبيره بن بريم له حسن بن علي روايتوي، چې ويې ويل: رسول اکرم (ص) به چې چېرې علي (ک) لېږه، بېرغ يې ورکاوه[434]. بیا وايي، چې حسن بن علي په يوې خطبې کې وويل: پرون يو سړى درنه ولاړ، تر نه مخکېني ترې وړاندې شوي ول او نه به راتلونکي ورورسي، رسول الله (ص) چې چېرته لېږه، بېرغ يې ورکاوه، جبرييل له ښي لوري او مکاييل له کيڼ لوري بدرګه کاوه او د خداى په ملاتړ به بريمن راستنېده[435].

ابوليلى له حسن بن علي روايت کړى، چې يې وويل: رسول اکرم (ص) وويل: انسه! ورشه، چې د عربو ښاغلی (علي) راشي. عايشې بي بي وويل: تاسې د عربو ښاغلى نه ياست؟ ويې ويل: زه د آدم اولادې ښاغلى يم او علي د عربو.

علي (ک)، چې راغى يو تن يې په انصارو پسې ورولېږه، دوى راغلل، ورته يې وويل: انصارو! يو څيز درښيم که ورپسې ولاړ شئ؛ نو هډو بې لارې به نشئ؟ دوى وويل: هو، يا رسول الله (ص)! ويې ويل: دا علي دى؛ نو زما په مينه، مينه ورسره وکړئ او زما لپاره يې عزت وکړئ؛ ځکه څه مې، چې درته وويل، د خداى له لوري جبرييل راته امر کړى و[436].

علي بن ابي طلحه وايي: معاويه بن ابوسفيان حج ته راغى او معاويه بن حديج[437] هم ورسره و او ده تر ټولو ډېر علي (ک) کنځه، په نبوي جومات کې حسن بن علي له خپلو يارانو سره ناست و، چې معاويه بن حديج پرې تېر شو، امام حسن ته يې ته ور وښود، دا معاويه بن حديج د علي کنځلمار دى. ويې ويل: ورته ووايه، چې دلته راشي. يو تن ورغى او راغى. امام ورته وويل: ته معاويه بن حديج يې؟ ويې ويل: هو سلام يې واچو، امام ورته وويل: د علي کنځلمار؟! حديج خجالت شو.

امام ورته وويل: پوه شه _پر خداى قسم_ که پر حوض ورشې _او نه وينم، چې ور به شې_ علي به ووينې، لاسونه يې رابډوهلي او منافقين د پرديو اوښانو په څېر شړي او دا د مصدوق (ص) صادق وينا ده او سکه هغه زيانمن شو، تور تړي[438].

امام حسن (رض) ته د علي (ک) وصيتونه

امام حسن وايي: پلار مې پر مرګوني حال وصيت راته پيل کړ، ويې ويل: دا هغه څه دي، چې علي بن ابيطالب د محمد رسول الله (ص) رور او د تره زوى يې وصيت درته کوي: ړومبى وصيت مې پر توحيد ګواهي ده او بل داچې محمد د خداى استازى او غورۀ  کړاى شوى دى، چې په خپلې پوهې يې غورۀ  کړى او په ټاکنه يې خوښ و او په واقع کې خداى په قبرونو کې پراته کسان راژوندي کوي او له کړونو يې پوښتي او څه چې په زړونو کې دي پرې پوهېږي.

بيا يې وويل: حسنه! د هغه څه وصيت درته کوم _او درته بسيا دى_ چې رسول الله (ص) راته کړى، ويې ويل: ((زويه! خپل کور ته دې پام اوسه او پر خپلو ګناهونو وژاړه او دنيا دې د يو ستر څيز په توګه د پاملرنې وړ نه وي)).

وصيت درته کوم: پر خپل وخت لمونځ کوه، وړ ته يې زکات ورکړه، د شبهې پر وړاندې چوپ اوسه، په ښادۍ او خپګان کې عدالت او منځلاري خپله کړه، ښه ګاونډيتوب کوه، د مېلمنو عزت کوه، پر کمزوريو لورين اوسه. هغوى چې په کړاوونو کې راګېر دي، لاسنيوى ورسر کوه، خپلوي پاله، له مسکينانو سره مينه، ناسته پاسته او عاجزي کوه، چې افضل او غورۀ عبادت دى، هيلې دې لنډې کړه، مرګ دې ياد اوسه او په دنيا کې زهد خپل کړه؛ ځکه مرګ درنه راچاپېر او د کړاوونو او ناروغيو تر بريد لاندې يې. وصيت درته کوم، چې په پټه او ښکاره له خدايه ډارېږه او په خبرو اترو او چلن کې دې له بېړي منع کوم، که د آخرت کوم چار دروړاندې شو، پيل يې کړه او که د دنيا کوم څيز در وړاندې شو، بيړه پکې مه کوه، چې پوه شې وده او خير دې په څه کې دى .ځان دې د تور له ځايونو بچوه او پر هغو ناستو پاستو، چې بدګومان کوې، ډډه ترې وکړه؛ ځکه بد ملګرى، خپل ملګرى غولوي.

زويه! کړه وړه خداى ته کوه، له بدرنګې وينا تېر شه، پر نېکيو امر او له بديو منع وکړه او د خداى لپاره د وروڼو رور اوسه او سمونپالي د خپلې سمونې په پار ښه ګڼه او له فاسق سره په خپل دين کې ګوزاره کوه: او په زړه کې يې بد بوله، په عمل کې ځان ترې بچوه، چې په څېر يې نه اوسې. پر لويو لارو او سړکونو له کېناستو ډډه وکړه او له کمعقلو او ناپوهانو سره له ویينې ډډه کوه.

زويه! د ژوند په لګښت کې منځلارى اوسه او په عبادت کې هم او د خپلې وسې هومره عبادت کوه، پر چوپتيا پابند وسه، چې روغ رمټ پاتې شې، ځان ته زېرمه وکړه، چې ګټيالى شې، خير او ښه زده کړه، چې پوه شې او په پوهانو کې وګڼل شې او خداى په هر حال کې يادوه او په کورنۍ کې دې پر کوچني لورين اوسه او د غټ درناوى وکړه او خواړه تر خوړو مخکې لږ څه خيرات کړه. روژه نيسه، د بدن زکات دى او خاوند ته يې ډال او له ځان سره دې جهاد کوه او له (بد) ملګري ډډه کوه او له خپل دښمنه ځان ساته او د ذکر پر ناستو پاستو پابند اوسه او ډېرې دعا کوه.

زويه! په نصيحت کې مې لنډون ونه کړې او اوس زما او ستا د بېلتون وخت دى.

او د خپل رور محمد بن حنفيه په اړه د خير وصيت درته کوم، دا دې رور او د پلار زوى دى او پوهېږې، چې راته ګرن دى او رور دې حسين، مورنى رور دى.

نو تر دې ډېر وصيت درته نه کوم او خداى دې درباندې ځايناستى وي او له خدايه غواړم، چې چارې مو سمې کړي او د سرغړاندو او ظالمانو له شره مو وژغوري؛ نو د خداى د امر تر نازلېدو زغمناک اوسه، ولا حول ولا قوة الا بالله العلى العظيم[439].

 امام باقر (رح) ويلي، چې علي (ک) خپل زوى امام حسن (رض) ته سپارښتنه وکړه: ((هسې نه رور دې په بېلېدو کې، درسره د يوځاى کېدو پر مهال درنه ښه وي. هسې نه رور دې په بد چلن کې ستا تر کړي احسانه ښه وي، هسې نه بخل يې ستا تر وکړې ښه وي او هسې نه لنډون يې ستا تر لورنې ښه وي)).

همدا راز په بله سپارښتنه کې يې ورته ويلي:

((چې رور دې درنه بېل شو، ته دوستي ورسره ټينګه کړه، که مخ يې درڅخه واړو، ته پرې لورېږه، چې کنجوسي يې کوله، ته يې ورکوه، چې درڅخه لرې کېده، ته ورنژدې شه، چې سختي يې درسره کوله، ته اساني ورکوه، د ګناه پر مهال يې عذر ومنه. داسې، چې ته وا د هغه بنده يې او هغه دې ولي نعمت دى. هسې نه دا سپارښتنې له نادوستانو سره عملي کړې او يا له هغوى سره، چې وړتيا يې نلري. د خپل دوست له غليم سره دوستي مه کوه، چې د خپل دوست دښمن به يې، په ښو او بدو چارو کې خپل دوست ته نصيحت کوه، غوسه تېروه، چې تردې خوږ ګوټ مې تېر کړى نه دى او پايله يې خورا خوندورۀ ده. هغه چې درسره بد چلن کړى، ته ورسره نرم وچلېږه. هيله ده ژر به درسره نرم شي، له دښمن سره دې په بخشش چلېږه؛  ځکه دا د خوږې پايلې دوه برياوې دي (کسات اخستل يا بښنه)، که غوښتل دې له خپله رورۀ جلا شې؛ نو دوستۍ ته یې څه ځاى پرېږده، چې بله ورځ دوستي درسره وکړاى شي. چا چې نېک ګومان درباندې وکړ، تصديق يې کړه، د خپل رور حق دې د دوستۍ په ډاډمنتيا تر پښو لاندې کوه مه؛ ځکه د چا حق، چې ضايع کوي درسره به رور نه وي.

 په پار دې د کورنۍ غړي بدمرغه نه وي، په هغه پورې زړه مه تړه، چې مينه درسره نه لري، هسې نه رور دې د اړيکو پرې کولو لپاره، درسره تر اړيکو ټينګولو ټينګ دلايل ولري يا په بدۍ کولو درسره تر نېکۍ کولو قوي دلايل ولري. څوک چې تېرى درباندې کوي، په خپل نظر کې يې ستر مه برېښوه؛  ځکه نوموړی په خپل زيان او ستا پر ګټه زيار کاږي. هغه چې تا خوشحالوي سزا يې بد کول (ورسره) نه دي[440].

علي (ک) د فقير په باب خپل زوى امام حسن ته وايي:

((څوک چې ورځېني خواړه نه لري، ډېرې تېروتنې او خطاګانې لري. زويه! خلک فقير ته په ټيټه ګوري، څوک يې خبرې ته غوږ نه ږدي. مقام يې نه پېژندلېږي، که فقير رښتونى وي، دروغجن يې بولي، که زاهد او دنيا ته بې پروا وي، ناپوه يې ګڼي. زويه! څوک چې فقير شي، پر څلورو خويونو اخته کېږي: ١_ يقين يې کمزورېږي. ٢_ عقل يې مخ پر نيمګړتيا وي. ٣_ دين يې سستېږي. ٤_ له خلکو سره په مخامخېدو کې يې حيا و شرم کمېږي؛  نو خداى ته له فقر او تنګلاسي پناه وړم[441])).

همداراز په مرګوني ناروغۍ کې يې خپل زوى امام حسن (رض) ته وويل: زويه! د ژوند په لګښت کې او عبادت کې منځلاري خپلوه، تل به دا چارې وکړى شې[442].

یاونه :دا وصيت ګرد امت ته دى؛ ځکه نبي کريم ويلي: ((انا و على ابوا هذه الامة: زه او علي ددې امت پلرونه يو ((؛ نو ددې سپارښتنو په زده کړه او عملي کولو کې حکمت دى او دا ((خير کثير)) دى.

په قرآن کې د امام حسن استناد

امام صادق له خپل پلار امام باقر او دا له خپل پلار علي بن الحسين (امام زين العابدين) روايتوي، چې حسن بن علي په يوه خطبه کې تر څښتن ستاينې او پر رسول الله (ص) تر درود ويلو روسته وويل: موږ هغه اهل بيت يو، چې خداى عزتمن او غورۀ  کړي يو، چټلي يې رانه لرې او پاکان کړي يې يو.

خلک دوه ډلې دي، موږ يې له آدمه (ع) تر نيکه مې محمده (ص) په خورا غورو کې يو؛ نو چې خداى نبوت ورکړ او خپل کتاب يې ورنازل کړ. پلار مې ړومبى تن و، چې ايمان يې پرې راووړ، خداى او استازى يې تصديق کړ او په رښتيا خداى پر خپل  پېغمبر (ص) باندې په رالېږلي کتاب کې وايي: ((أفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ[443]= ايا څوک چې د خپل پالوونکي له لوري څرګند دليل (بينه) لري او دده له لوري يو بل شاهد هم ورپسې وي)). نيکه مې د خپل پالوونکي له لوري څرګند دليل (بينه) او پلار مې د هغه تر څنګ او د هغه شاهد دى.

نيکه مې، چې کله پلار ته مې امر وکړ، د حج پر وخت مکې ته ولاړ شه او د برائت (توبې) سورت درسره يوسه، ورته يې وويل: علي! مکې ته ورشه او امر راته شوى، چې دا سورت به خپله يا هغه سړى وړي، چې له مانه وي؛  نو ته له مانه يې؛ نو پلار مې له نيکه او نيکه مې له خدايه دی.

او هم نيکه مې، دده او رور يې جعفر او د  پېغمبر (ص) د مريي زيد بن حارثه ترمنځ د حمزه (رض) د لور په اړه پرېکړه وکړه، ورته وويل: ((اما انت يا علي فمنى و انا منک و انت ولي کل مومن و مومنه بعدی= علي! ته له ما او زه له تا يم او ته به تر ما روسته د هر مؤمن ولي يې))؛ نو پلار مې نيکه په هر ځاى کې ساته، چېرې به یې چې لېږه او چې هرې ستونزې ته يې ور استاوه بریمن راستنېده؛ ځکه پرې ډاډمن و.

او خداى وايي: ((والسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ[444]= مخکښان، مخکښان دي، همدوى خداى ته ورنژدې دي))؛ نو پلار مې بې له خديجې سلام الله عليها ددې آيت مصداق دى او لکه څنګه چې خداى مخکېنيو ته پر را روستنيو غوراوى ورکړ، پر مخکښانو يې ښه ورمخکې غورۀ  بللي دي[445].

او خداى وايي: ((أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللّهِ[446]= ايا تاسې حاجيانو ته اوبه ورکول او د مسجد الحرام ابادول د هغه چا (د کار) په څېر ګڼلى، چې پر خداى او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړ د خداى په لار کې يې جهاد کړى دى؟)) چې دا آيت هم زما د پلار په باب نازل شوى دى او حمزه (رض) او جعفر (رض) په ګڼ شمېر شهيدو اصحابو کې شهيدان دي او خداى حمزه ((سيد الشهداء)) کړ او جعفر (رض) ته يې دوه وزرونه ورکړل، په جنت کې له پرښتو سره الوزي او د دوى فضيلت پدې پار دى،چې د نيکه مې خپلوان دي او نيکه مې پر خپل تره حمزه (رض) _د احد د شهيدانو له منځه_ اويا لمونځونه وکړل.

همدغسې خداى مې د نيکه په پار، د  پېغمبر نيکچاريو مېرمنو ته دوه ګرايه اجر او هغوى چې ګناه وکړي، دوه ګرايه سزا ورکوي. همدا راز زما د نيکه له وجهې، خداى په نبوي جومات کې يو لمونځ بې له مسجد الحرامه په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو سره برابر ګڼلي.

کله چې (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا[447]= ايمانوالو! تاسې پر هغه(رسول الله) درود او سلام وواست او پورۀ  غاړه ورته کېدئ)) آیت نازل شو، وويل شول: يا رسول الله! څرنګه درود درباندې ووايو؟ ويې ويل: ((اللهم صل على محمد و ال محمد))؛  نو پر هر مسلمان حق دى، چې پر نيکه مې درود ووايي، پر موږ يې هم ووايي او يو لازمي فرض دى. او خداى خپل استازي ته د ولجې پينځمه حلاله کړه او په خپل کتاب کې يې فرض کړه،دغسې يې موږ ته هم وکړل او لکه څنګه يې چې زکات ورحرام کړ، پر موږ يې هم حرام کړ.

نو څښتن ستاينوړ دى، چې هر څه يې پېغمبر ته پاک کړل، موږ ته يې هم پاک کړل او دا د خداى يو عزت دى، چې موږ يې پرې عزتمن کړي يو او يو فضيلت دى، له امله يې موږ پر نورو بندګانو غورۀ  کړاى شوي يو.

هغه مهال، چې کتابيانو کفر وکړ، زما د نيکه له پېغمبرۍ يې نټه وکړه او دلايل يې ورسره وويل، خداى ورته وويل:((فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ[448]= راځئ، خپل زامن او ستاسې زامن، خپلې ښځې او ستاسې ښځې، خپل ځانونه او ستاسې ځانونه راوغواړو، بيا به په زارۍ الله ته دعا وکړو؛ نو(بيا) به پر دروغجنو د الله لعنت ووايو)).

نيکه مې له سړيو، پلار مې او له زامنو، ما او رور مې او له ښځو، مور مې فاطمه وټاکل؛ نو موږ د  پېغمبر (ص) کورنۍ، غوښه، وينه او ځان يو، موږ له هغه يو او هغه له موږه دى.

او خداى تعالى وايي:((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[449]: خداى غواړي ستاسې اهل بيت له هر ډول چټلۍ او ګناه وساتي او پورۀ مو پاک کړي)) دا آيت، نازل شو، نيکه مې د ام سلمه رضى الله عنها په کوټه کې، رور مې، مور و پلار مې او ځان يې تر خيبري عبا د پټو لاندې راټول کړو، ويې ويل: خدايه! دوى مې اهل بيت او زما ځانګړي دي، چټلي ترې يوې خواته کړه، پاکان يې کړه. ام سلمه وويل: يا رسول الله! زه هم ورننوځم؟ ورته يې وويل: پر خپل ځاى اوسه خداى دې درولورېږي او پر خير به اوسې، دا ما او دوى ته ځانګړى دى.

او د ((وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا[450]= کورنۍ ته دې د لمانځه حکم وکړه او پر کولو يې زغمناک اوسه)) آیت راغی، نيکه مې هر ګهيځ راته او ويل يې: الصلاة يا اهل البيت، خداى دې درولورېږي ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)).

او هم نيکه مې امر وکړ، بې زموږ له ورۀ  نور ټول هغه ورونه وتړئ، چې جومات ته پرانستلېږي، چې خلکو په دې اړه له  پېغمبر (ص) سره خبرې وکړې ويې ويل: له خپل لوري مې دا کار کړى نه دى؛  بلکې دا د خداى حکم و، چې پلى مې کړ. دې امت مې له نيکه واورېدل، چې ويل يې: په کوم امت کې، تر ټولو ښه پوه موجود وي او واګې يې بې له دې بل څوک تر لاسه کړي؛ نو د زوال پر لور به ور درومي. خو داچې پرېښوولو ته یې راوګرځي او زما له نيکه يې واورېدل، چې زما پلار ته يې وويل: ((انت منى بمنزله هارون من موسى الا انه لا نبي بعدی= ته راته داسې يې؛ لکه هارون، موسى (ع) ته و؛ خو په دې توپير، چې تر ما روسته بل نبي نشته)) او کله چې په خم غدير کې نيکه مې زما د پلار لاس ونيو؛ نو خلکو واورېدل او وليدل، چې پېغمبر (ص) وويل: ((من کنت مولاه فعلى مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه: د چا چې مولايم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه له مينوال سره يې مينه وکړې او له دښمن سره يې دښمني)) بيا يې امر وکړ، چې دا پيغام دې سوب ناسوبو ته ورسوي.

 بيا امام حسن وويل: ((خلکو! که د جابلقا او جابلسا ترمنځ پلټنه وکړئ، چې داسې يو کس ومومئ، چې نيکه يې پېغمبر او پلار يې د پېغمبر وصي وي؛ نو بې له ما او رور به مې ونه مومئ؛ نو الهي تقوا خپله کړئ او بې لارېږئ مه)).

خلکو! خداى په خپل کتاب او  پېغمبر (ص) يې په خپله خوله بې شمېره فضايل را ځانګړي کړي دي. زه د بشير زوى يم، زه د نذير زوى يم، زه د بلې ډيوې زوى يم، چې خداى نړيوالو ته رحمت کړى دى.

پر خداى قسم، که دې امت پر ثقلينو منګولې ښخې کړې واى، اسمان خپل اورښتونه ورول، ځمکې خپل برکتونه رابرسېرول، خلکو د سر له پاسه او تر پښو لاندې نعمتونه خوړل او تر قيامته به يې ترمنځ اړپېچ نه واى او خداى تعالى وايي: ((وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُواْ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيهِم مِّن رَّبِّهِمْ لأكَلُواْ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم[451]= او که دوى پر تورات، انجيل او څه چې د دوى د پالوونکي له لوري ورنازل شوي [=قرآن] عمل کړى واى؛ نو هرومرو له پاسه (له اسماني برکتونو) او تر پښو لاندې (له ځمکنيو نعمتونو) برخمنېدل))

 او هم وايي: ((وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ[452]= او که د ښارونو او اباديو خلکو ايمان راوړى او تقوى خپله کړى واى؛ نو د اسمان او ځمکې د برکتونو ورونه مو ورپرانستل؛ خو (حق يې) دروغجن وباله؛ نو موږ هم دوى د خپلو کړنو په سزا کې مجازات کړل))

او موږ په کتاب الله کې او د پېغمبر پر خوله خلکو ته خورا وړ خلک يو. خلکو! واورئ او پوه شئ، الهي تقوا خپله کړئ، الله ته ورستانه شئ؛ خو لرې ده، چې حق ته ورستانه شئ؛ ځکه حق ته شا کولو پر ځمکه راغورځولي او سر غړاندۍ رانغاړلي ياست. ((أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنتُمْ لَهَا كَارِهُونَ[453]= ايا ددې څرګند دليل منلو ته مو اړ ايستاى شم، حال داچې بد مو ايسي؟)) والسلام على من اتبع الهدى[454].

امام صادق له خپل پلار او پلار يې له نيکه روايتوي، چې امام حسن په خطبه کې وويل: سکه عزوجل خداى په خپلې لورنې فرايضو ته اړتيا نه لري؛ بلکې دا په خپله د خداى له لوري يوه لورنه وه ((حتى يميز الخبيث من الطيب= ان چى ناپاک له پاکه جلا کړي) (و ليبتلى الله….. ما فى قلوبکم[455]= آو څه چې مو په سينو کې پټ ول، الله يې وازمېي او ستاسې په زړونو کې، (د ايمان په باب) څه دي، نږه يې کړي)) او ددې لپاره، چې د رحمت او لورنې پر لور يې ور وځغلئ او په جنت کې مو درجې او مقامونه اوچت شي. حج، عمره، لمونځ، زکات، روژه او زموږ د اهل بيتو ولايت يې درفرض کړ او زموږ ولايت يې درته کونجي کړه، نورو لارو ته پرې ورننووتاى شئ او داسې يو ور يې درته کړ، چې نور ورونه پرې پرانستاى شئ)).

او که محمد (ص) او وصيان يې نه واى؛ نو هېښېداى او يو فرض هم مو نه پيژانده، ايا بې ورۀ کور ته ورننووتاى شئ؟!

نو داچې خداى ستاسې تر پېغمبر (ص) روسته د اولياوو په ټاکنه احسان درباندې وکړ: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ[456]))؛ نو د خپلو وليانو لپاره يې يو لړ حقوق درفرض کړل او امر يې وکړ، چې دا حقوق ورپورۀ کړئ،چې څه لرئ، درحلال شي، که مېرمنې مو وي که شتمنۍ مو، که خوراک څښاک مو، او په دې چار (د حقوقو پر ورکړې) برکت، وده او شتمني وروښيي او پوه شي، چې کوم يو مو غيبي امر ته غاړه ږدئ. بيا خداى وويل: ((قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى[457])) او پوه شئ څوک چې (راسره) په مينه کې بخل کوي، دا بخل خپله ور ترغاړېږي او خداى موړ دى او تاسې ورته اړمن اوسئ.

تردې روسته څه چې غواړئ، و يې کړئ: ((فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ[458])).

 ((ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ[459])) پايله او عاقبت د پرهېزګارانو دى او يوازې پر ظالمانو تېرى کېږي. له نيکه مې وارېدل، چې ويل يې: ((زه د خداى له رڼا پيدا شوى يم او اهل بيت مې زما له رڼا پيدا شوي او مينوال او دوستان يې د دوى له رڼا پيدا شوي او نور خلک په اور کې دي[460])).

يوه ورځ امام حسن له يوه ځايه تېرېده، پر يوه ځوان يې سترګې ولګېدې، چې په کټ کټ يې خندل، امام ورغى، ورته يې وويل: ځوانه! ايا اورېدلي دې دي، چې د قيامت پر ورځ ټول خلک دوزخ ته ورننوځي؟!

ځوان وويل: هو! اورېدلي مې دي او پوهېږم.

امام وويل: له کومه دې اورېدلي او پوهېږې؟

ځوان وويل: خداى وايي: ((وَإِن مِّنكُمْ إِلاَّ وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا[461])).امام وويل: ډاډمن يې، چې له هغوى يې په دوزخ کې به تم نشې؟

ځوان وويل: نه، دغسې ډاډ نلرم.

امام وويل: نو څوک چې نه پوهېږي، جنتي دى که دوزخي، دغسې نه خاندي. ځوان تردې نصيحت روسته، چا پر کټ کټ خندا ونه ليد[462].

ابن عباس (رض) د خداى تعالى ددې وينا: ((وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ[463] =په شتمنيو او اولادونو کې ورسره شريک اوسه)) په اړه وايي: يوه ورځ حسن بن علي او يزيد بن معاويه سره ناست وو، کجورې يې خوړې، يزيد ورته وويل: حسنه! له پيله مې ښه نه ايسېدې.

حسن بن علي ورته وويل: يزيده! پوه شه، چې پلار دې له ابليس سره مشارکت کړى او يو له بل سره ګډ شوي او دا دې راسره د دښمنۍ لامل دى؛ ځکه خداى وايي: ((وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ)) او شيطان له حرب سره مشارکت وکړ او صخر ترې وزېږېد او له دې امله زما د نيکه رسول الله (ص) دښمن و[464].

روايت شوى دى: امام حسن (رض) به لمانځه ته ښکلې جامې اغوستې، په دې اړه وپوښتل شو، ويې ويل: ((ان الله جميل يحب الجمال فاتجمل لربي و هو يقول ((خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ[465])) سکه خداى ښکلى دى او ښکلا يې خوښېږي؛ نو ځکه خپل پالوونکي ته ښکلې جامې اغوندم، وايي: ((چې جومات ته ورځئ؛ نو ښکلا مو درسره واخلئ[466])).

معاويه تر سولې روسته کوفې ته راغى، عمرو عاص انګېرله، چې حسن (رض) وينا نشي کړاى، معاويه ته يې وويل، چې حسن (رض) وينا وکړي. امام د معاويه تر وينا روسته وويل:

((خلکو! سکه خداى تاسې زموږ په ړومبي ښيون کړئ (يعنې رسول الله) او ستاسې وينه يې زموږ په روستي خوندي کړه (؛ يعنې د شوې سولې له امله) او دې چار (واکمنۍ) ته يوه موده او پاى ده او دنيا پايښتې نه ده او لاس په لاسېږي او عزوجل خداى خپل استازي ته ويلي: و ان ادرى لعله فتنة و متاع الى حين[467])).

امام، چې تردې ځايه خبرې وکړې، معاويه ورته وويل: کېنه او عمرو عاص ته غوسه شو، چې دا ستا وړانديز و[468].

انس (رض) وايي: يوې مينزې حسن بن علي (رض) ته په ډالۍ کې يوه لښته ګل راووړ، امام ورته وويل: د خداى لپاره مې ازاده کړه.

انس (رض) وايي: امام ته مې وويل: ولې دې د يوې لښتې ګل لپاره دا کار وکړ؟

امام وويل: خداى ادبونه راته کړې ده: ((وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا[469]= او څوک چې تحيت (دورود) درباندې ووايي (سلام واچوي)؛ نو غورۀ ځواب ورکړئ))؛  نو د ګل تر لښتې غورۀ  يې ازادول ول[470].

قاسم بن فضيل له عيسى بن مازنه روايتوي: حسن بن علي ته مې وويل: ته هغه يې، چې مؤمنان دې مخ توري کړل او معاويه ته دې ور مخ کړ او بيعت دې ورسره وکړ.

امام وويل: نبي کريم خوب وليد، چې امويان يې یو په بل پسې پر منبر ښکته پورته کېږي _او په بل روايت پر منبر يې د بيزوګانو په څېر خېژي_ نو دا پر رسول الله (ص) سخته پرېوته، خداى تعالى دا آیت نازل کړل:

 ((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ[471]= په حقيقت دا قرآن مو د قدر (=کچې او اندازه کولو) پر شپه درنازل کړى دى او ته څه پوهېږې، چې د قدر شپه څه ده؟! د قدر شپه تر زرو مياشتو غورۀ  ده!)) يعنې د امويانو پېر.

قاسم وايي: د امويانو واکمني مو چې وسنجوله؛ نو څرګنده شوه، چې زر مياشتې وه[472].

يوې ډلې روايت کړى: پر کومه شپه، چې اميرالمؤمنين علي (ک) شهيد شو، پر ګهيځ يې امام حسن يوه وينا وکړه، چې په يوې برخې کې يې راغلي: ((زه د بشير او نذير زوى يم، زه د هغه زوى يم، چې خلک يې خداى ته د خداى په امر رابلل، زه د بلې ډيوې زوى يم، زه د هغوى زوى يم، چې ((اذهب الله عنهم الرحبس و طهر هم تطهيرا)) او زه له هغو اهلبيتو يم، چې خداى په خپل کتاب کې پر خلکو ددوى اطاعت فرض کړى دى ((قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً [473]))؛ نو حسنه (=نېکي) زموږ د اهل بيتو مينه ده[474].

د ابو الحسن علي بن احمد واحدي په وسيط تفسير کې راغلي، چې يو تن ويلي دي: نبوي جومات ته ورننووتم او پر يوه تن خلک راټول وو او نبوي احاديث يې ورته روايتول، د ((شاهد و مشهود[475])) په اړه مې وپوښت، راته يې وويل: شاهد، د جمعې ورځ او مشهود، د عرفې ورځ ده.

ور تېر شوم او بل هم احاديث روايتول او همدا مساله مې ترې وپوښتله، ويې ويل: شاهد، د جمعې ورځ او مشهود يوم الخر (د لوى اختر ورځ) ده.

تر ده هم تېر شوم او يو ښکلى ځوان مې وليد، چې نبوي احاديث يې روايتول، د همدې ستونزې په اړه مې وپوښت، ويې ويل: شاهد، محمد (ص) دى او مشهود، د قيامت ورځ ده؛ ځکه خداى تعالى ويلي: ((يا ايها الذين انا ارسلناک شاهدا[476]: …..))

((ذَلِكَ يَوْمٌ مَّجْمُوعٌ لَّهُ النَّاسُ وَذَلِكَ يَوْمٌ مَّشْهُودٌ[477] )) بيا مې وپوښتل هغه ړومبى تن څوک و، چې مې ترې وپوښتل، راته وويل شول: ابن عباس (رض) و، د دويم يې راته وويل: ابن عمر (رض) و او د ښکلي ځوان په اړه يې راته وويل: هغه حسن بن علي بن ابيطالب و او ځواب يې تر ټولو غورۀ  و[478].

له محمد بن حنفيه روايت شوى، چې حسن بن علي وويل: په قرآن کې د ((ابرار)) کلمې مراد: علي بن ابيطالب، فاطمه، زه او حسين يو؛ ځکه موږ په اولادونو او ميندو ((ابرار)) يو؛  زړونه مو په عبادت او نېکيو غورۀ  شوي او له دنيا او ورسره له مينې کولو مو ځان بچ کړى او د خداى ټول فرايض مو عملي کړي، پر وحدانيت يې مؤمنان يو او رسول يې مو تصديق کړى دى[479].

د((فى اى صورة ماشاء رکبک[480])) په اړه له حسن بن علي روايتوي. هغه مهال، چې علي بن ابيطالب د ابوطالب په صلب کې و، خداى عزوجل د محمد په بڼه کړ او علي (ک) ډېر پېغمبر (ص) ته ورته و او حسين بن علي، فاطمې ته ډېر ورته و او زه خديجه کبرا ته ورته يم[481].

امام حسن په يو ليک کې معاويه بن ابوسفيان ته کښلي ول:

امام بعد؛  خداى محمد (ص) نړيوالو ته يو رحمت راولېږه؛ نو حق پرده رابرسېره شو، شرک يې وځپه او له منځه يې بوت او له لارې يې ټول عربان عزتمن شول… ويې ويل: ((انه لذکر لک ولقومک[482]))[483].

حسن بن علي ته وويل شو: آیا په تاسې کې عظمت او ستريا شته؟ ويې ويل: بلکې عزت راکې دى او خداى وايي: ((وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ[484]))[485].

زمخشري په خپل کشاف تفسير کې د ((وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلاَ تَتَوَلَّوْاْ مُجْرِمِينَ [486])) آیت  په تفسير کې ويلي: له حسن بن علي روايت شوى، چې امام، له معاويه سره تر ليدو کاتو روسته راووت، د معاويه يو پاسوال ورته وويل: شتمن يم؛ خو تر اوسه اولاد نه لرم، يو څه رازده کړه، خداى اولادونه راکړي. امام ورته وويل: استغفار کوه. سړي همدا چار کاوه، تر دې، چې د ورځې يې اوه سوه وارې استغفار کاوه؛ نو خداى لس اولادونه ورکړل.

معاويه له دې خبرې خبر شو، پاسوال ته يې وويل: امام حسن دې و نه پوښت، استغفار څنګه دا پايله درلوداى شي؟ او امام پر کوم بنسټ دا امر درکړى دى؟

امام، چې بيا معاويه ته ورغى، پاسوال ترې وپوښتل:

امام وويل: د هود (ع) خبره (ویزدکم قوة الى قوتکم) او د نوح (ع) خبره (و يمددکم باموال و بنين) دې اورېدلې نه ده؟

خو داچې امام وويل: د هود خبره دې اورېدلې نه ده، مراد يې څرګند دى، استغفار د قدرت د زياتوالي لاملېږي او د نوح (ع) له وينا مطلب دا آيتونه دي: ((فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا  وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا[487]))[488]

یادونه:

جابلقا او جابلسا:

زکريا قزويني ((جابلسا)) په ((جابرسا)) ياد کړى او وايي: د ختيځ يو لرې ښار دى، نامه يې ((جابرس)) دى او اوسېدونکي يې د ثمود قوم ځوځات دى او د لويديځ د يو لرې ښار نامه ((جابلق)) دى او اوسېدونکي يې د عاد قوم اولاده ده او په دې دواړو ښارونو کې ددې دواړو امتونو پاتې شونې شته[489].

له رسول الله (ص) نه د امام حسن روايات

امام له خپل ستر نيکه احاديث روايت کړي، چې ځينې يې راوړو:

له نبي اکرم (ص) يې روايت کړى، چې ويې ويل: د مسلمان رور خوشحالول يو له هغو څيزونو دى، چې د انسان د بښنې لامل ګرځي.

علي (ک) او حسن (رض) له رسول الله (ص) روايتوي: دوه تنه، چې تر درېيو ورځو ډېر يو بل ته غوسه وي؛ نو خداى يې زياراتو پاڼه نه اړوي.

رسول الله (ص) وپوښتل شو: د زياراتو پاڼه څه ده؟

ويې ويل: نفل لمونځونه او هر مستحب کړه، چې اهميت او ثواب يې د فرضو په څېر وي.

امام حسن له خپل پلار (علي) او علي يې له رسول اکرم (ص) روايتوي، چې وې ويل: چېرې چې ياست، درود راباندې وواست. په رښتيا چې درود مو رارسي.

امام حسن يې له پلار او دا له رسول اکرم (ص) روايتوي، چې يې وويل: ډېر ظالمان هغوى دي، چې له ظالم سره يې مرسته کړې او خوشې کړي يې دي (چې خپل ظلم ته دوام ورکړي)؛ نو خداى به په قيامت کې په داسې حال کې ورسره ويني، چې د ظالم دګناه پېټى به ورترغاړې وي[490].

ابوالحوراء وايي: حسن بن علي ته مې وويل: د رسول الله (ص) پر مهال دې روزګار څرنګه تېراوه؟ ويې ويل: رسول اکرم (ص) ويل: شکمن څيز لرې کوه او يقيني څيز ته وردانګه؛ ځکه شک د شر لامل او يقين د ارامۍ لامل دى[491].

ابن ابي ليلى له امام حسن بن علي روايتوي، چې رسول اکرم (ص) ويلي دي: د اهلبيتو په مينه پابند اوسئ؛ ځکه څوک چې له خداى سره ليده کاته کوي او له موږ اهلبيتو سره يې مينه وي، زموږ د شفاعت له امله جنتي کېږي او پر هغه قسم، چې زما ساه يې په واک کې ده، يو بنده هله له خپلې کړنې ګټيالى کېږي، چې زموږ حق وپېژني[492].

عمير بن ماموم وايي: له حسن بن علي مې واورېدل، ويل يې: له نيکه مې رسول الله (ص) واورېدل، چې ويل يې: ((څوک چې تل جومات ته ورځي، دا څيزونه به يې پر برخه شي: ديني روري، پوهه، هغه خبره، چې ښيون ته به يې وروبلي، هغه کلمه، چې له بې لاريتوبه يې واړوي، د شرم يا ډار له امله به ګناهونه پرېږدي، کوم نعمت به ور ورسي يا هغه لورنه، چې ورته پر تمه وي[493] )).

بيا له حسن بن علي روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: ((تحف الصائم الدهن والمجمر: د روژتي ډالۍ، غوړي او ښه بوى دى[494]))

بريد بن ابي مريم له ابو الحوراء روايتوي: حسن بن علي ته مې وويل: پر هغه ورځ، چې پېغمبر (ص) له نړۍ سترګې پټې کړې، څه يې درياد دي؟ ويې ويل: يو سړى ورغى او څه يې ترې وپوښتل، ورته يې وويل: څه دې، شکمنوي، خوشې يې کړه او هغه څه ته ور مخه کړه، چې پر شک دې نه اخته کوي او په حقيقت کې شر او بدي، شک دى او له ((خير)) سره ډاډ او ارامي مله ده[495].

اسحاق بن بزرج له حسن بن علي روايتوي: رسول اکرم (ص) راته سپارښتنه کړې، چې غورۀ جامې اغوندئ، ښه بوى کاروئ او ښه چاغ څاروى قرباني کوئ[496].

عطاء له حسن بن علي روايتوي: رسول اکرم (ص) وايي: ((يحشر الناس يوم القيامه حفاه عراة= خلک د قيامت پر ورځ لغړ او پښې يبل راټولېږي))؛ نو يوې ښځې وويل: يا رسول الله! نو څنګه يو بل وينو؟ پېغمبر (ص) ورته وويل: پر هغه ورځ، سترګې له ډاره نه خوځي، رسول الله (ص) خپلې سترګې اسمان ته ور واړولې، ښځې وويل: يا رسول الله (ص)! دعا وکړه،چې خداى مې ستر پټ کړي، ويې ويل: خدايه! ستر يې ورپټ کړې[497].

طلحه بن عبيدالله له حسن بن علي روايتوي: رسول اکرم (ص) ويلي: ((اطعموا الطعام و اطيبوا الکلام: خواړه مو پر نورو وخورئ او سپېڅلې او پاکې خبرې وکړئ[498])).

طلحه بن عبيدالله له حسن بن علي روايتوي: رسول اکرم (ص) ويلي: چاته، چې ډالۍ راوړل شي او يو شمېر ورسره ناست وي؛ نو په دې ډالۍ کې ورسره برخوال دي[499].

شفيق بن سلمه له حسن بن علي روايتوي: يوه ښځه له دوو تنو کوچنيو اولادونو سره  پېغمبر (ص) ته ورغلل، پېغمبر (ص) درې دانې کجورې ورکړې، مور هر يوه ته يې يوه يوه کجورۀ  ورکړه، و يې خوړې، بيا يې خپلې مورته کتل، مور يې پاتې يوه کجورۀ دوه برخې کړه او ور يې کړه. رسول اکرم (ص) وويل: ((قدد رحمها الله برحمتها ابنيها= خداى پر خپلو اولادونو د لورنې په باب ورولورېد[500]))

اضبغ بن نباته وايي: له علي بن ابي طالب سره د حسن بن علي پوښتنې ته ورغلو، علي ورته وويل: د رسول الله (ص) زويه! شپه دې څنګه تېره شوه؟

ويې ويل: الحمد لله ښه شوى يم.

علي وويل: انشاء الله همداسې ده.

حسن وويل: کېمېنوئ.

علي پر خپله سينه تکيه کړ.

بيا امام حسن وويل: له نيکه مې واورېدل، چې ويل يې:

((په جنت کې بلا د يوې ونې نامه ده، بلا وال (کړمن) د قيامت پر ورځ راوستل کېږي، نه کوم دېوان ورته پرانستل کېږي او نه تله ورته ايښوول کېږي او اجرونه ورورېږي، بيا يې د زمر لسم آيت ولوست: زغمناکو ته بې شمېره اجر ورکول کېږي[501])).

يوه ورځ حسن بن علي خپلو ملګرو ته وويل: د يوه ښه ملګري له حالاتو مو خبر کړم؟ له نظره مې ډېر ستر انسان و، په دې راته ستر و، چې دنيا ورته ناڅيزه وه، ګېډه يې وربرلاسې نه وه، څه يې چې نه درلودل، ورته لېوال نه و؛ نو چې لاس ته به ورغى افراط يې پکې نه کاوه، د شهوت له بنده ازاد، په عقل پوخ او نظريه يې مضبوطه وه، د ناپوهانو تر ولکې لاندې نه و، يوازې يې د ډاډمنې ګټې پر لور لاس ورغځاوه، غوسناک چلن يې نه درلود، له عالمانو سره په ناسته کې، تر خپلو خبرو کولو يې ډېر د هغوى خبرو اورېدو ته حريص و، که پر کلام او خبرې به لاسبرى شو؛ نو چوپتيا يې نه هېروله، ډېرى وخت چوپ و، خبرې يې نه کولې او هله به يې خبرې پيلولې، چې نور به پکې پاتې راتلل، شخړې او لانجې يې نه کولې او چې منځګړى يې نه ليده؛ نو دليل يې نه وايه، څه يې چې ويل، عمل يې پرې کاوه او د خپلو کړنو په څرګندولو په تفضل او ستريا تېرېده، له خپلو ديني وروڼو غافل نه و، بې له دوى يې کوم څيز ځانته ځانګړى کاوه نه او د ټولمنلي عذر په پار يې څوک پړ نه باله، که له دوو چارو سره مخېده او پوهېده، چې کوم يو حق ته ورنژدې دى؛ نو په نظر يې کوم يو يې چې ځاني غوښتنو ته ورنژدې و؛ خوشې کاوه يې[502].

 معاويه بن حديج وايي: معاويه بن ابوسفيان، حسن بن علي ته واستولم، يزيد ته يې پر لور يا خور مارکه وکړم. ورغلم او پيغام مې ور ورساوه، امام وويل: موږ يو قوم يو، ښځې هله ورکوو، چې سلا مشورۀ  ورسره وکړو.

معاويه بن حديج وايي: هماغې ښځې ته ورغلم، د يزيد نامه مې واخسته او مرکه مې پرې وکړه.

ښځې راته وويل: پر خداى قسم، دا يو ناشونى چار دى؛ ځکه خاوند دې (معاويه بن ابوسفيان) په بني اسراييلو کې د فرعون په څېر چلېږي، هلکان يې وژل او ښځې يې ساتلې.

معاويه بن حديج وايي: حسن ته ورغلم، ورته مې وويل: داسې چاته دې ورولېږلم، چې امير المؤمنين (معاويه) ته فرعون وايي.

امام وويل: معاويه! ځان زموږ له دښمنۍ بچوه؛ ځکه رسول اکرم (ص) ويلي: ((څوک چې دښمني او کينه راسره کوي، د قيامت پر ورځ په اورينه کوړه وهل کېږي[503])).

د امام حسن(رض) د زامنو روايات

عبدالله بن الحسن له پلاره يې او پلار يې حسن بن علي له علي (ک) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: ((خپلوي پالل، د لوراند خداى يوه څانګه ده. څوک يې چې وپالي، خداى به يې ورسره وپالي او څوک يې چې ونه پالي خداى به يې ورسره ونه پالي[504].

او هم عبدالله بن الحسن له خپل پلار او پلار يې له علي (ک) روايتوي: ښځو ته لس سترونه دي. نو ښځې، چې واده وکړ، مېړه يې يو عورت پټوي او چې ښځه ومري؛ نو قبر يې ټول لس واڼه عورتونه پټوي[505].

عبدالله بن الحسن يې له پلاره او پلار يې امام حسن له نبي اکرم (ص) روايتوي: خداى چې د چا په لاس د کوم مسلمان ستونزه هواره کړه، خداى به د دنيا او آخرت سختي ترې لرې کړي.

عبدالله بن الحسن….. روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: څوک چې يو شواروز د يوې مسلمانې کورنۍ چارې تنظيم کړي، خداى يې ګناهونه بښي او په خپلې لورنې کې يې رانغاړي.

عبدالله بن الحسن….. روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: څوک چې تر فرض لمانځه روسته اية الکرسي (اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ: بقره- ۲۵۵) ولولي، خداى يې تر بل لمانځه ملاتړ دى[506].

عبدالله بن الحسن… روايتوي: ((رسول اکرم د تبوک غزا پر ورځ پر منبر تر څښتن ستاينې روسته وويل: خلکو! پر خداى قسم، د کوم څيز، چې امر درته کوم يا مو ترې منع کوم، دا د خداى امر و نهې ده، په رزق لاس ته راوړو کې، ډېر هڅه مه کوئ، پر هغه قسم، چې د ابوالقاسم ساه يې په واک کې ده. څوک چې خپل رزق غواړي؛ لکه چې اجل يې غواړي؛ نو که د روزۍ له پلوه له سختۍ سره مخ شوئ؛ نو د خداى په طاعت يې تر لاسه کړئ[507])).

له امام حسن ځنې يې لور ام انيس، زوى يې حسن ابو الحورا، ربيع او عکرمه احاديث روايت کړي دي[508].

امام حسن پر درېيم هجري کال د رمضان په نيمايي کې زيږېدلى او له  پېغمبره (ص) يې احاديث روايت کړي او عايشې او يو شمېر نورو تابعينو له دې يې زوى، ابو الحورا، ربيعه بن سنان، شعبي، ابو وائل او ابن سيرين روايتونه ترې کړي دي.[509]

د امام حسن زوى، حسن، عايشې، وراره يې على بن الحسين، دواړه زامن يې عبدالله او باقر، ابن سيرين، جبير بن نفير، ابو الحورا، ابو مجلز، هبيره بن بريم شيبان بن ليل او… له امام حسن (رض) روايتونه کړي دي[510].

دولسم څپرکى

 

د امـام حسن ځـانګـړنې

 

د امام شمائل

احمد بن محمد بن ايوب مغيري روايتوي: حسن بن علي سپين اندامى، سور رنګى مخ، تورې غټې سترګې او نرم اننګي درلودل، پر سينه يې تر نومه د ويښتانو  يوه ليکه وه، منظمه ږيره، د سر ښکلي وېښتان، سپينه مناسبه غاړه، منځنۍ ونه، مالګينه څېره او غورۀ بڼه يې درلوده، ږيره يې توروله، ويښتان يې غونج او ښکلى بدن يې درلود، د وفات پر مهال پورۀ  پينځه څلوېښت کلن و[511].

واصل بن عطا وايي: حسن بن علي د انبياوو څېره او د پاچايانو خوی درلود[512].

 ابن حماد يې شمايل داسې انځوروي :

((د پيدايښت او خوى له مخې محمد (ص) ته ورته و او د پوهېدنې او پوهې له اړخ د حيدر په څېر و[513])).

د امام جامې

ابو رزين وايي: حسن بن علي وينا راته کوله، تورې جامې يې اغوستې او تورۀ  پګړۍ يې پر سر وه[514].

يوه ورځ امام حسن د يثرب پر يوې لارې روان و، ښې جامې يې اغوستې او پر ښه آس سپور و، څېره يې له ښکلا ځلېده او يوه ډله چوپړيالان يې ورسره ول. يو يهودي ورته وويل: د رسول الله (ص) زويه! پوښتنه لرم. ويې ويل: ووايه څه ده؟

ويې ويل: نيکه دې وايي: دنيا د مؤمن زندان او د کافر جنت دى، ته مؤمن او زه کافر يم، اوس دنيا درته جنت او له نعمتونو يې برخمن يې او مؤمن هم ياست او زه دنيا ځان ته زندان وينم، له فقر او تنګلاسۍ سره مخ يم.

امام وويل: که ته هغه څه ووينې، چې خداى په آخرت کې ما او مؤمنانو ته چمتو کړي _چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اورېدلي او د يوه بشر په زړه کې هم تېر شوي نه دي_؛ نو پوه به شې، چې په نړۍ کې تر مړينې وړاندې پر همدې حالت په زندان کې وم او که ليدل دې، چې تا او هر کافر ته په آخرت کې د جهنم اور او دردناک عذاب چمتو شوى؛ نو پوهېدې چې په دنيا کې تر وفات وړاندې په جنت او نعمتونو کې يې[515].

د امام حسن اخلاقي فضايل

تر رسول اکرم (ص) روسته، کورنۍ يې د اخلاقي فضايلو څرګنده بېلګه وه، چې امام حسن نېغ په نېغه د نبوي ښوونځي يو روزل شوى انسان دى، چې دلته يې ځينو اخلاقي ځانګړنو ته اشاره کوو:

* له خدايه ډار:

سيرت پوهانو روايت کړى ليدل شوي نه دي، چې امام به يوه شېبه هم د خداى له ياده غافل و، د جنت او دوزخ خبره به کېده، سخته اندېښمني ورپيدا کېده، ويل يې: له خدايه جنت غواړم او له دوزخه پناه وروړم، د مرګ، قيامت او بيا راژوندي کېدو په اړه يې خبرې کولې، ژړل يې. او چې د متعال خداى پر وړاندې به د حضور خبره شوه؛ نو چغې يې وهلې او کله بې حاله کېده هم[516].

روايت شوي: د اوداسه پر مهال ‎يې بدن لړزېده او رنګ يې ژېړېده او په علت کې يې ويل مناسبه ده. څوک چې د خپل پالوونکي پر وړاندې درېږي، حالت يې واوړي، د جومات ورۀ  ته رسېده ويل يې: ((خدايه! مېلمه دې د کور پر ورۀ  دى، اى احسان کوونکيه! يو ګناهکار درغلى؛ نو له هغو ګناهونو يې ښه ورتېر شه، چې پرې پوهېږې، اى کريم او بښوونکيه[517])).

پر لمانځه لړزېده او د ګهيځ تر لمانځه روسته تر لمر راختو يې، بې د خداى له ذکره خبرې نه کولې[518].

حج ته شل ځل تللى، پلى او ډېر وخت به پښېبل روان و[519].

امام رضا له خپلو پلرونو روايتوي: امام حسن د ژوند په روستيو شېبو کې ژړل، ورته وويل شو: د رسول الله (ص) زويه! ولې ژاړې؟ ته خو د رسول الله (ص) خپلوان يې او  پېغمبر دې په فضايلو کې خبرې کړي، شل وار حج ته تللى يې او درې ځل دې ټوله شتمني ان خپلۍ څپلۍ د خداى په لار کې خيرات کړي؟! امام ورته وويل: ((د قيامت ورځې له ډاره او له خپلوانو د بېلتون په پار ژاړم[520])).

* امام د خپل رور درناوى کاوه:

ابوحازم اعرج وايي: حسن د خپل رور حسين احترام کاوه. ته وا حسين ترې مشر دى. ابن عباس (رض) وايي: ددې علت مې ترې وپوښت: راته يې وويل: د حسين هيبت، د امير المؤمنين علي (ک) په څېر دى. ابن عباس (رض) وايي: حسن (رض) زموږ په څېر راسره کېناسته؛  خو چې حسين (رض) به راغى، کېناستل يې بدلېدل.

مسروق وايي: د عرفې پر ورځ حسين ته ورغلم، ومې ليدل، چې قرآن يې په لاس کې و او له خپلو ملګرو سره روژه ماتي ته پر تمه و، تر پوښتنې روسته راووتم او حسن بن علي ته ورغلم؛ نو دوى پر خوراک بوخت وو. حسن راته وويل: ولې خواړه راسره نه خورې؟ ومې ويل: روژه يم. ومې پوښتل: حسين ته ورغلم، روژه و او ته نه يې، دا ولې؟ راته يې وويل: خداى موږ د امت سمونې او سياست ته ټاکلي يو، که موږ دواړه يو چلن (او رويه) خپله کړو، چار به در ستونزمن شي، ما ستاسې بوزتيانو ته خواړه چمتو کړي او رور مې روژتيانو ته روژه نيولې ده[521].

* د امام حسن تواضع او عاجزي:

د امام حسن د عاجزۍ دوو بيلګو ته اشاره کوو:

امام حسن پر يوه شمېر بېوزليو تېرېده، چې راټوله کړې ډوډۍ يې خوړه، امام ته يې ست وکړ او ورسره کېناست، ويې ويل: کبرجن د خداى ښه نه راځي، بيا يې دوى مېلمانه کړل او جامې يې هم ورکړې[522].

امام په يوه ځاى کې ناست و، پاڅېده، يو تنګلاسى او فقير راغى امام ستړي مشي ورته وکړل، ورته يې وويل: موږ په تلو کې وو، چې راغلې، اجازه ده ولاړ شو؟ هو يا بن رسول الله (ص)! او امام راستون شو[523].

* همت او ځوانمردي:

روايت شوى، امام حسن شام ته ولاړ او معاويه بن ابوسفيان د جامو يوه لويه غوټه ورکړه، چې راوتل، چوپړيال يې څپلۍ ورسمې کړې او امام د جامو دا غټه غوټه ور ډالۍ کړه.

روايت شوى، معاويه د ابوسفيان زوى مدينې ته راغى او چې څوک به ورتله له (٥٠٠) تر يو لک روپۍ يې ورکولې. امام حسن تر ټولو روسته ورغى. معاويه ورته وويل: ابا محمده! په ځنډ راغلې او نيت دې و، چې قريشو ته مې بخيل وښي، روپۍ ورسره پاى ته ورسي؟

معاويه خپل مريي ته وويل: نن مې خلکو ته څومره روپۍ ورکړي، هومره حسن ته ورکړه، بيا يې وويل: ابا محمده! زه د هندې زوى يم.

امام حسن وويل: اباعبدالرحمانه! ستا روپيو ته اړتيا نه لرم، بېرته يې واخله او زه د محمد رسول الله د لور فاطمې (س) زوى يم[524].

* د امام سخاوت:

روايت شوى: چې چا به له امام حسن څخه څه وغوښتل، هرومرو يې څه ورکول، په دې اړه وايي: په واقع کې زه هم له خدايه غوښتونکى يم او لورنې ته يې څوبمن يم؛ نو شرمېږم، چې پخپله سوالګر اوسم او يو څوک تش لاس ستون کړم. خداى د خپلو نعمتونو په راکړې روږدی کړى يم او زه هم روږدى شوى يم، چې نعمتونه يې خلکو ته ورکړم او ډارېږم که له دې عادته لاس واخلم، خپل نعمتونه رانه واخلي[525].

ابو جعفر او محمد بن حبيب روايتوي: امام حسن يو شاعر ته ډالۍ ورکړه، ورسره ناست يو تن ورته وويل: سبحان الله! تاسې له خدايه يو سر غړاند شاعر ته ډالۍ ورکوئ! امام ورته وويل: د خداى بنده! غورۀ ورکړه هغه ده، چې نورو ته خير او ښه ورزده کړې او د شر او بدۍ مخه ونيسي[526].

 ابن کثير وايي: امام حسن ډېر سخي و[527].

* ګوزاره کول:

محمد بن سعد له يوې ښځې ((ارجوانه)) روايتوي: حسن بن علي له يو شمېر بني هاشمو سره راروان و، د شام د امويانو يو پلوي وويل: دا ښکلې را روانه ډله څوک ده؟ حسن بن علي، چې راورسېد، شامي وويل: ته حسن بن علي يې. امام وويل: هو! شامي وويل: ښه دې راځي، چې خداى دې د خپل پلار مقام ته وربوځي؟ امام وويل: افسوس درباندې! هغه چېرې دى! هغه خو ځلانده ماضي او ښې کړنې لري. شامي وويل: خداى دې تا د هغه ځاى ته وربوځي، چې کافرو او ته هم کافر يې. محمد بن علي[528]، چې د امام شاته روان و، شامي يې پر ځمکه راوغورځاوه. امام پرې خپله چينه واچوله ويې ويل: بني هاشمو! جومات ته ورشئ او لمونځ وکړئ، امام شامي له لاسه ونيو، خپل کورته يې بوت، ښې جامې يې ور واغوستې او رخصت يې کړ[529].

 عمير بن اسحق وايي: زما له نظره چا هم تر حسن بن علي ښې او پستې خبرې نه کولې او ښه مې ايسېدل، چې تل يې خبرو ته غوږ کېدم. چاته مې هډو کنځل او بده وينا یې اورېدلې نه وه؛ خو يو ځل د حسين بن علي او عمرو بن عثمان ترمنځ د يوې ټوټې ځمکې پر سر لانجه شوه، حسين يو څه وويل، چې د مقابل لوري پرې خوښه نه وه، حسن وويل: لکه چې عمرو بن عثمان وهل ډبول غواړي[530].

* امام او د مريي ازادول:

روايت شوى دى: امام حسن يو تور مريی وليد، چې يوه ټيکلۍ ډوډۍ ورسره وه، يو کپ يې پخپله خوړ او بل يې تر څنګ سپي ته ورکاوه.

امام ورته وويل: څه دې چار ته اړ کړې؟

مريي وويل: ترې شرمېږم، زه به يې خورم او دې ته به يې نه ورکوم.

امام وويل: همدلته اوسه، زه راځم.

امام د مريي خاوند ته ورغى او مريي له هماغه بڼ سره وپېره، چې پکې و، بيا مريي يې ازاد او بڼ يې هم ورکړ.

مريي وويل: زه هم دا بڼ هغه ته ورکوم، تا زه ورډالۍ کړى يم[531].

* د امام[532] زهد:

ابن عبدالبر وايي: امام حسن زغمناک او تېرېدونکى انسان و او په همدې پار د خداى لپاره، له دنيا او خلافته تېر شو[533].

مدرک بن زياد وايي: د ابن عباس (رض) په بڼ کې وو، حسن و حسين او د عباس دوه زامن راغلل، په بڼ کې وګرځېدل او بيا پر يوه لښتي کېناستل، امام حسن وويل: مدرکه! د خوراک څه لرې؟ ومې ويل: هو! څه ډوډۍ، مالګه او سبزي مې راوړل او و يې خوړل، ويې ويل: مدرکه! څومره خوندور خواړه ول.

بيا يې ډېر خوندور خوړاه راوړل او ورته يې کېښوول، امام مدرک ته وويل، مريان راټول کړه او دا خواړه پرې وخورۀ ، همداسې وشول او پخپله يې ونه خوړل. مدرک وايي: ورته مې وويل: ولې دې دا خوندور خواړه ونه خوړل؟ راته يې وويل: ړومبي خواړه مې ښه ايسېدل(؛ ځکه) د بېوزليو او تنګلاسو خواړه ول[534].

* امام او مخالفان:

عمير بن اسحق وايي: مروان د مدينې امير و، پر هرې جمعې ورځ به يې پر منبر علي (ک) کنځه، حسن بن علي به اورېدل او څه غبرګون يې نښوده. مروان يو تن ورولېږه، چې حسن بن علي ته ووايه: کچرې(غاترې) ته وويل شو، چې پلار دې څوک دى؟ ويې ويل: مور مې اسپه ده.

امام حسن ورته وويل: مروان ته ووايه: زه دې د سپکاوي په اړه څه درته نه وايم، په کړنليک کې دې څه له منځه ولاړ نشي؛ خو زما او ستا وعده دې له خداى سره وي، که رښتيا دې ويلي وي، ثواب به يې درکړي او که دروغ و؛ نو خداى سخت عذابى دى.

عمير بن اسحق روايتوي: د حسن بن علي او مروان تر منځ خبرې اترې وې، مروان نيوکې پرې کولې؛ خو حسن بن علي چوپ و. په دې وخت کې مروان په کيڼ لاس خپل مخ پاک کړ، امام ورته وويل: افسوس درباندې! نه پوهېږې، چې ښى لاس د مخ لپاره او کيڼ د عورت د پاکوالي لپاره دى او مروان په دې وخت کې چوپ و[535].

* حسن بصري[536] او امام:

حسن بصري امام حسن (رض) ته دا لیک وکښه :

اما بعد؛  تاسې د بني هاشمو ټبر په ژورو زخمو کې روانه بېړۍ، بلې نامي ډېوې یا د نوح بېړۍ یاست، مؤمنان پکې کېناستل او مسلمانان ( یې په برکت) وژغورل شول . د رسول الله (ص) زویه! موږ د قدر په مانا کې اړپېچ لرو او د استطاعت (جبر و تفویض او په کړنو کې د انسان برید او واک) په اړه هېښنده یو، دا لیک مو درولېږه، چې په دې باب مو له خپلې  او ستاسې د سترو پلرونو له ګروهې خبر کړئ؛  ځکه پوهې مو د خدای له پوهې سرچینه اخستې. تاسې پر خلکو ګواه یاست او خدای پر تاسې ګواه دی . داسې ځوځات یاست، چې زوکړه مو یو په بل پسې ده او خدای اورېدونکی او پوه دی .

امام حسن (رض) په ځواب کې ورته وکښل :

د لوراند او لورین څښتن په نامه، لیک دې راورسېد، که ستا خپله ځلبلاندي او تر تا مخکېنیو سرګرداني نه وای، نو ستا پوښتنه مې نه ځوابوله .  اما بعد؛  څوک چې په قدر – که ښه وي که بد – ایمان و نه  لري او ګروهن نه وي، چې خدای پرې پوهېږي؛  نو چورلټ کافر دی.

څوک چې ګناهونه په خدای پورې وروتړي (د جبر ګروهه)؛  نو فاجر دی . په رښتیا، په زورۀ د خدای اطاعت نه کېږي او په نافرمانۍ او سرغړونې نه بېوسېږي[537]. خدای خلک پر خپل سر خوشې او له خپلې ولکې دباندې کړي نه دي، خدای د هر څه مالک دی، دوی ته یې ورکړي او پر هر ځواک قادر دی، دوی ته یې د کولو وس ورکړی دی[538]؛ بلکې «امر» یې ورته کړی،  چې د خپل واک او اختیار له مخې یې ومني او «نهې» یې ورته کړې، چې د خپل واک له مخې له ګناهونو ډده وکړي. که الهي فرمان ته یې غاړه کېښووله، په لار کې یې څه خنډ نشته او که ګناه ته څوبتیا ورپیدا او ورمات شي او خدای وغواړي منت ورکېدي  او د دوی او ګناه ترمنځ خنډ پیدا کړي؛  نو دغسې کړای شي او که دغسې ونه کړي؛ نو دا هغه نه دی، چې دوی په زورۀ  ګناه ته اړ باسي او دا هغه نه دی، چې دوی یې بې له خپلې خوښې او څوبتیا پر ګناه کولو اړ کړي وي؛ بلکې بیا خدای احسان او نېکي ورسره کړې، لیدانه او بصیرت یې ورکړی، (خیر او شر) یې ورښوولی (د کار د پایلو په اړه) يې ګواښلي دي، امر و نهی یې ورکړې ده. د پرښتو په څېر یې خټه د طاعت په اوبو اغږل شوې نه ده او نه یې پر ګناه کولو مجبور کړي دي . څرګند دلیل یوازې د خدای دی، که وغواړي، ټولو ته سمه لار ورښيی او د ښیون پر لارویانو دې سلام وي .

* د امام دعا:

له ابي عبدالله (رح) روايت شوى دى: د عمرې په يوه سفر کې له حسن بن علي سره د زبير (رض) يو زوى هم و، د حسن پر مشرتوب ګروهن و. په سفر کې د اوبو تر څنګ دمه شول، چې د کجورو وچې ونې پکې وې، تر يوې ونې لاندې امام ته او تر بلې لاندې يې هغه بل تن فرش وغوړو.

سړي وويل: که ونې خرما درلودې؛ نو خوړې مو.

امام وويل: خرما دې ښه راځي؟

ويې ويل: هو.

امام خپل لاسونه اسمان ته ونيول، دعا يې وکړه، نه پوهېدو څه وايي، ونه شنه شوه او کجورې ترې پيدا شوې، اوښ والا، اوښ ترې په کرايه نيول شوى و، له دې حالته هېښ شو، ويې ويل: دا خو کوډې دي. امام وويل: افسوس درباندې! کوډې نه دي، د رسول الله (ص) د زوى قبوله شوې دعا ده.

نو د ونې خرماوې يې وواڼلې او ويې خوړې[539].

* امام ته ورمنسوب اشعار:

په رواياتو کې راغلي، چې امام حسن شعرونه هم ويل او په معتبرو سرچينو کې ځينې اشعار ورمنسوب شوي دي[540].

* د دروغو دعوا:

يو تن په دروغو له امام حسنه زر ديناره غوښتل، چې درباندې مې پور دي، امام له مدعي سره قاضي شريح ته ورغلل. امام، مدعي ته وويل: قسم خورې؟ شريح ته يې وويل: که قسم وخوري؛  نو دا پيسې ورکوم.

شريح مدعي ته وويل: ووايه: ((با لله الذى لا اله الا هو عالم الغيب والشهادة)).

امام حسن وويل: دا ډول قسم به نخوري؛ بلکې ودې وايي: پر خداى قسم دومره پيسې مې درباندې دي او بيا خپل زر ديناره دې واخلي.

مدعي همدغسې قسم وخوړ، دينارونه يې واخستل، چې پاڅېد، راولوېد او ومړ. امام وپوښتل شو: ولې دې د قاضي شريح په قسم، قسم ورنه کړ؟ ويې ويل: ډارېدم که د توحيد خبره وکړي، په برکت به يې قسم وبښل شي او د دروغو قسم سزا به ورنه کړاى شي[541].

محمد بن اسحق په خپل کتاب کې راوړي: تر  پېغمبر (ص) روسته څوک هم د شرافت له پلوه د امام حسن مرتبې ته رسېدلي نه دي، د کوره ورۀ ته به يې يو ټغر ورته غوړاوه، پرې کېناسته او لاروي به د احترام په پار ورته ودرېدل؛  نو چې لار به بنده شوه، پاڅېده او کور ته به ننووته او خلک به هم روانېدل[542].

* امام او بېديا مېشتې ښځه:

ابن شهر آشوب روايتوي، چې په ((ابواء[543])) کې امام حسن ته يوه بېديا مېشته ښځه راغله او امام پر لمانځه و، لمونځ يې را لنډ کړ، ويې ويل: څه کار دې درلود.

ويې ويل: هو، امام وپوښتل: څه اړتيا لرې؟

ښځې وويل: بې مړوښه يم، دلته راغلم، خوښه مې ده؛ خوند درڅخه واخلم. امام، چې دا خبره واورېده، ويې ويل: رانه لرې شه، له ځان سره مې دوزخي کوې، ښځې په خپلې غوښتنې ټينګار درلود، د امام پام راواړوي.امام په ژړا شو، او له ښځې يې غوښتل، لرې شي او ژړا يې سختېده. ښځې، د امام دا حال وليد، دا هم په ژړا شوه. حسين بن علي راغى، ويني چې رور يې او ښځه دواړه ژاړي او دا هم تر اغېز لاندې راغى او په ژړا شو. د امام حسن يو شمېر ملګري راغلل، هر يوه چې دا حال ليده، خپه کېده او ژړل يې، تر دې چې ښځه ووته او د امام ياران هم ولاړل.

څه موده تېره شوه او امام حسين (رض) د خپل رور د عظمت په پار د ژړا لامل يې ترې ونه پوښت. نيمه شپه امام حسن (رض) له خوبه راويښ او په ژړا شو، حسين ترې وپوښتل: رورۀ ! ولې ژاړې؟ ورته يې وويل: خوب مې ليدلى، د خوب تفصيل يې ترې وغوښت. امام حسن (رض) وويل: تر ژونده مې يې چاته مه وايه، يوسف صديق مې په خوب کې وليد، خلک يې ليدو ته راټول شوي ول، زه يې هم ليدو ته ورمخې ته شوم. همداچې ښکلا مې يې وليده، په ژړا شوم.

د يوسف (ع) راته پام شو، ويې ويل: رورۀ ! مورو پلار مې درځار، ولې ژاړې؟

ورته مې وويل: د مصر د عزيز له مېرمنې سره مې دا پېښه راياده شوه، څه کړاوونه دې تېر کړل، بندي شوې، بوډا پلار يعقوب (ع) دې په بېلتانه کې څه و، چې یې ونه لیدل! ځکه ژاړم او هېښ یم چې څومره ډډه دې وکړه يوسف (ع) وويل: ولې خپله نه هېښېږې، په ابواء کې بېديا مېشتې درسره مخ شوه، څه حال درباندې راغى او څنګه دې ژړل او اوښکې دې بهېدې[544].

* امام حسن او د اړتياوو لرې کونه:

ابن عباس (رض) وايي: زه او حسن بن علي په مسجد الحرام کې وو او امام ((معتکف)) و او طواف يې کاوه، يو لاروى يې ورغى، ورته يې وويل: د رسول الله زويه! د پلاني پوروړى يم، که شوني وي، له دې پورۀ مې خلاص کړه، امام وويل: ددې خوني پر خاوند قسم، نن څه نه لرم.

سړي وويل: نو راسره ولاړ شه او له پوروړي راته مهلت وغواړه؛ ځکه په بندي کولو يې ګواښلى يم.

ابن عباس (رض) وايي: امام طواف پرېښود او له سړي سره ولاړ، ورته مې وويل: هېر دې شو، چې په مسجد الحرام کې معتکف يې؟

ويې ويل: نه! پام مې دى؛ خو له پلاره مې اورېدلي، چې رسول اکرم (ص) ويلي: ((څوک چې د خپل رور اړتيا لرې کړي، د هغه په څېر دى، چې نهه زره کاله يې داسې عبادت کړى وي، د ورځې روژه او د شپې لمونځونه کوي[545])).

* د روم پاچا پوښتنه:

د روم سلطان په ليک کې له معاويه د درېيو پوښتنو ځواب غوښتى و:

۱- هغه ځاى، د اسمان په منځ کې دى.

۲- د ځمکې پر مخ لومړۍ څاڅکى وينه، چې تويه شوې ده.

۳-هغه ځاى، چې يوازې يو ځل لمر پرې ځلېدلى دى.

معاويه دا پوښتنې ځوابولاى نشوې، امام يې راوغوښت او ځواب يې کړې.

امام وويل: د کعبې بام د آسمان په منځ کې دى[546].

د آدم (ع) د مېرمنې حوا بي بي وينه لومړۍ څاڅکى و، پر ځمکه ولوېد.

هغه مهال، چې موسى (ع) په خپله لکړه، سين وواهه او څيرې شو؛  نو لمر پرې ولګېد.

همدغسې د روم پاچا پوښتلي ول، کوم ټکى دى، چې قبله نلري، څوک دى، چې له چا سره خپلوي نلري، ورځواب يې کړل : کعبه، هغه ټکى دى، قبله ورته نشته او هغه الله پاک دى، له چا سره خپلوي نه لري[547].

* ليلة القدر:

معاويه له امام نه وپوښتل: ليلة القدر څه وخت ده؟

امام وويل: دغسې چارې وپوښته. په واقع کې خداى اوه اسمانونه او اوه ځمکې پنځوي، پېريان له اوو دي او انسان هم له اوو دى؛ نو د قدر شپه له (٢٣) مې شپې تر (۲۷) مې شپې ولټوه[548] بيا امام له ځايه پاڅېد او ولاړ[549].

* معاويه امام پوښتي:

يوه ورځ معاويه امام ته وويل: په پاچاهي کې څه راته لازم او واجب دي؟

امام وويل: هماغه څه چې سليمان بن داوود (ع) وويل.

معاويه وويل: سليمان (ع) څه ويلي ول؟

امام وويل: سليمان (ع) ځينو خپلو يارانو ته وويل: پوهېږئ، چې پر پاچا کوم څيزونه لازم دي او څه زيان نه ور رسوي؟

سليمان (ع) وويل: که پاچا ورترغاړې شوي مسووليتونه تر سره کړي، په پټه او ښکاره له خدايه وډار شي، په غم و ښادۍ کې پر عدالت وچلېږي، په تنګلاسۍ او مړښت کې منځلارى وي، په ظلم له خلکو شتمني وانخلي او د مال په خوړو کې اسراف او تبذير و نه کړي؛ نو له دنيا چې خوندونه اخلي زيان ورته نلري، که دغسې وچلېږي[550].

* امام حسن او ابوسفيان:

محمد بن اسحاق روايتوي: ابوسفيان، علي (ک) ته ورغى، ورته يې وويل: ابا الحسنه! د يوې اړتيا لپاره راغلى يم.

علي وويل: څه ده؟

ابوسفيان وويل: د تره زوى (محمد) ته راسره ولاړ شه، چې يو لاسوند راسره وليکي[551].

علي وويل: ابوسفيانه! رسول الله (ص) تړون درسره ليکلى، هډو ماتوي يې نه، په دې وخت کې فاطمه (س) د پردې تر شا وه او ١٤ مياشتينى حسن ورسره ګرځېده، ابوسفيان فاطمې ته وويل: د محمد لورې! دې کوچني ته ووايه، چې په اړه مې له خپل نيکه سره خبرې وکړي، چې په خبرو يې پر عربو او عجمو کې ښاغلى شي.

بيا امام حسن د ابوسفيان خواته ورغى او په خپلو لاسونو يې د ابوسفيان ږيره او پزه ونيوه او خداى پر خبرو کړ، ويې ويل: ابوسفيانه! ووايه ((لا اله الا الله محمد رسول الله))، چې شفيع دې شم.

دلته علي (ک) وويل: خداى ستايم، په آل محمد کې يې د محمد مصطفى (ص) له ځوځاته د يحيى بن زکريا په څير وټاکه ((و آتيناه الحکم صبيا: او په کوچنيتوب کې مو حکم (نبوت) ورکړ[552]))[553].

* د امام حسن ورمندون:

امام صادق (رح) ويلي: د حضرت علي (ک) د خلافت په پېر کې يې يو تن ونيو او حضرت علي ته يې راوست، دا يې په يوه کنډواله کې له يو وژل شوي سړي سره په څنګ کې، چې په وينو ليت پېت و، له په وينو ککړې چړې سره ونيو.

امير المؤمنين علي (ک) ترې وپوښتل: دا سړى تا وژلى.

ويې ويل: هو.

امام امر وکړ، بندي يې کړئ. په دې وخت کې يو سړى په منډه راغى او دوى ته يې وويل: بيړه مه کوه او تورن امير المؤمنين ته ورستون کړئ. ورستون يې کړ او دا په منډه راغلى هم علي (ک) ته ورغى، ويې ويل: يا اميرالمؤمنينه! پر خداى قسم، دا سړى ما وژلى او دا نيول شوى وژونکى نه دى.

علي، ړومبى تن، چې منښته يې کړې وه، وويل: ولې دې منښته کړې وه؟ ويې ويل: له کنډوالې دباندې مې يو پسه حلال کړ، متيازو ونيوم او په وينو ککړې چړې سره کنډوالې ته راننووتم او په وينو ککړ وژل شوى مې وليد او په حيرانۍ ورځير شوم، دوى راننووتل او ويې نيوم.

علي (ک) وويل: دواړه امام حسن ته ور بوځئ او پېښه ورڅرګنده کړئ، چې په دې اړه د خداى پرېکړه څه ده؟ همداسې يې وکړل. امام حسن وويل: اميرالمؤمنين ته وواست: دا دويمي تن، لومړى يې برى الزمه (او پاک) کړ او پخپله يې وژل شوى وژلى او لومړى تورن،  چې وژونکى نه و، له مرګه وژغورۀ او په واقع کې بياژواکى يې کړ او خداى تعالى وايي: و من احياها فکانما احيا الناس جميعاً= چا چې يو تن بياژواکى کړ، د هغه په څېر دى، چې ټول خلک يې بياژواکي کړي دي؛ نو دواړه دې ازاد شي او د وژل شوي ديه يې له بيت الماله ورکړه[554].

* امام حسن او خضر عليه السلام

له امام جواد نه روايت شوى دى: يوه ورځ علي (ک) مسجد الحرام ته روان و، حسن بن علي او سلمان فارسي (رض) هم ورسره وو، جومات ته ورننووتل؛ نو يو ښکلى سړى، چې ښکلې جامې يې اغوستې وې، تر سلام اچولو روسته کېناست، ويې ويل: اميرالمؤمنينه! درې پوښتنې لرم، که ځواب يې کړې؛ نو پوه به شم، دې ډلې ستا په اړه پر حق عمل کړى نه دى او دوى په دنيا او آخرت کې خوندي نه دي او پر خپل زيان يې يو چار کړى او که ځواب يې رانه کړې؛ نو پوه به شم، ته او دوى يو رنګ ياست او څه غوراوى پرې نه لرې.

حضرت علي (ک) وويل: وپوښته.

ويې ويل: څوک چې ويده شي، روح يې چېرې ځي؟ او څنګه ددې سړي څه چې ياد وي، هېروي يې او انسان څنګه خپلو ترونو او ماماګانو ته ورته کېږي؟ علي (ک) خپل زوى حسن ته وويل: ابامحمده! د سړي پوښتنې ځواب کړه.

امام حسن (رض) د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې وويل: روح په باد پورې ځړوند او باد په هوا پورې ځړوند وي او چې راويښېږي، خداى تعالى اجازه ورکوي، چې روح د خپل خاوند تنې ته ورستون شي؛ نو پر دې وخت روح له باده جلا کېږي او دا باد هم له هوا جلاکېږي او روح راستنېږي او د خپل خاوند په بدن کې مېشتېږي او که خداى اجازه ور نه کړي، روح د خپل خاوند بدن ته ورستون شي، هوا باد ساتي او باد هم د روح مخه نيسي؛ نو روح د خپل خاوند بدن ته نه ورستنېږي، تر هغه وخته، چې بيا راژوندى شي[555].

د ياد او هېر د پوښتتنې په اړه درته وايم: د بنيادم زړه په داسې ځاى کې دى، چې برغولى پرې ايښوول شوى دى؛ نو بنيادم که د هيرېدو پر وخت پر محمد و آل يې درود ووايي، برغولى لرې کېږي او هېر کړي يې بېرته رايادېږي او که درود و نه وايي يا يې درود نيمګړى وي؛ نو برغولى پر خپل ځاى وي، زړه تپه تياره کېږي او د چا چې څه ياد وي، ترې هېرېږي.

داچې نوزېږى څنګه خپلو ترونو او ماماګانو ته ورته کېږي، په اړه يې وايم: سړى چې له خپلې مېرمنې سره په ارام زړه او بې بدني پرېشانۍ کوروالى وکړ؛ نو اولاد يې موروپلار ته ورته کېږي، که نه اولاد يې کله ترونو او کله ماماګانو ته ورته کېږي.

سړي وويل: ((اشهد ان لا اله_ الاا الله و اشهد ان محمد رسول الله)) علي (ک) ته یې په اشارې وويل: ګواهي لم، چې وصي يې او هماغه يې چې تر رسول الله (ص) روسته به پر خلکو حجت وې.

امام حسن ته يې اشاره وکړه، ويې ويل: ګواهي لم، دا زوى دې حجت دى او تر تا روسته به چارته راپاڅي.

ويې يل: ګواهي لم، حسين بن علي زوى دې تر حسن روسته حجت دى او چارته به راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر حسين روسته علي بن الحسين چارته راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر علي بن الحسين روسته محمد بن علي چارته راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر علي روسته، جعفر بن محمد چارته راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر جعفر بن محمد روسته موسى بن جعفر چارته راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر موسى بن جعفر روسته، علي بن موسى چارته راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر علي بن موسى روسته محمد بن علي چارته راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر محمد بن علي روسته علي بن محمد چار ته راپاڅي.

ګواهي لم، چې تر علي بن محمد روسته حسن بن علي چار ته راپاڅي.

او پر هغه سړي ګواهي لم، چې د حسین بن علي له اولادې دى، چې تر راښکاره کېدو يې د خداى په امر نامه او کنيه نه اخستلېږي او ځمکه به له عدله ډکه کړي؛  لکه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده. بيا يې امير المؤمنين علي ته وويل: السلام عليکم يا اميرالمؤمنين و رحمة الله و برکاته. بيا پاڅېد او ولاړ.

 علي (ک)، حسن (رض) ته وويل: ابامحمده! ويې څاره، چېرې ځي؟

امام حسن ورپسې شو او چې ويې موند له جوماته په وتو کې و، امام حسن وايي: چې له جوماته ووت؛ نور مې و نه ليد، څه شو، راستون شوم او پلار ته مې پېښه وويله، پلار مې راته وويل: ابا محمده! و دې پېژانده؟

ومې ويل: خداى، رسول او امير المؤمنين پوهېږي، چې څوک و.

ويې ويل: خضر و[556].

* امام حسن له امام مهدي خبر کړي يو

ابوسعيد عقيصا وايي: کله چې امام حسن له معاويه بن ابوسفيان سره سوله وکړه؛ نو يوه ډله ورغله او په دې چار يې ټپسورى کړ، امام ورته وويل: افسوس درباندې! نه پوهېږئ، چې څه مې وکړل او پر خداى قسم څه مې چې وکړل، خپلو لارويانو ته مې تر هغه څه غورۀ  ده، چې لمر پرې لګي او لوېږي ايا نه پوهېږئ، چې زه ستاسې امام يم او پر تاسې مې اطاعت فرض او لازم دى او زه د جنتي ځوانانو له دوو ښاغليو يو يې يم، رسول اکرم (ص) په ډاګه څرګنده کړې؟

وويل شول: پوهېږو.

امام وويل: نه پوهېږئ، چې خضر عليه السلام بېړۍ سورۍ کړه، دېوال يې جوړ کړ او هغه مريي يې وواژه، په دې کار موسى بن عمران (ع) غوسه شو؛ ځکه موسى (ع) يې پر حکمت نه پوهېده، حال داچې د خداى پر وړاندې د خضر عليه السلام کار سم او له حکمته ډک و، ايا نه پوهېږئ، چې بې له ((قايم)) نه زموږ د هر يو پر غاړه د خپلې زمانې د سرغړاند بيعت را ترغاړې دى؛  قايم هغه دى، چې روح الله عيسى د مريمې زوى به لمونځ ورپسې کوي او خداى به يې زوکړه پټه وساتي او پخپله به تر راښکاره کېدو له انظارو پټېږي، د هيچا بيعت به ورترغاړې نه وي او هغه به د ښځو د اغلې د زوى، زما د رور حسين نهم اولاد وي، خداى دې يې په غيبت کې عمر اوږد کړي، بيا يې په خپل ځواک او قدرت تر څلوېښت کلنۍ په ټيټ عمر کې راښکاره کوي او سکه خداى پر هر څيز وسمن او لاسبرى دى[557].

 * د اهل بيتو ځانګړنې

مسعودي روايت کړى، چې يو وخت علي (ک) ناروغ شو او زوى حسن ته يې وويل، خلکو ته د جمعې ورځ لمونځ ورکړه. امام حسن پر منبر تر څښتن ستاينې روسته وويل: په رښتيا خداى هر  پېغمبر ته نقيب، خپلوان او يو کور وټاکه او پر هغه قسم، چې محمد (ص) يې په حقه نبي کړ، هېڅوک زموږ د اهلبيتو له حقه څه کمولاى نشي او کم به يې نه کړي؛ خو دا کار يې وکړ، خداى به يې د خپلو کړنو هومره ورکم کړي او په پاى کې واکمني او دولت به زموږ وي او خبر به يې تر وخت روسته واورئ[558].

* د امام حسن موعظې

امام ويلي: خلک څلور ډلې دي: يوه ډله ښه خوى لري او برخمن نه دي، دويمه ډله برخمنه؛ خو ښه خوى نه لري، درېيمه ډله نه ښه خوى لري او نه له دنيا څه برخمني، چې دا بدترين خلک دي او څلورمه ډله، هم ښه خوى لري او هم له دنيا برخمني، چې دا ډېر غورۀ  خلک دي[559].

امام حسن مجتبى (رض) ويلي: يو عزتمن هله خوارېږي، چې حق پرېږدي او هر خوار هله عزتمنېږي، چې د حق پلوى شي[560].

 امام حسن: بنيادم ته _که څه خوله ور او فصيح وي_ په ډېرى ځايونو کې چوپتيا ښه مرستندويه ده[561].

امام حسن: يوه ډله هله د ودې او نېکمرغۍ پر لور ورسیخېږي، چې سلا مشهورۀ وکړي[562].

امام خپل زوى ته وويل: زويکه! يو چا سره هله دوستي او روري کوه، چې پورۀ يې وپېژنې، چې ازمېښت دې کړ او په ملګرتوب يې خوښ شوې؛ نو ورسره رور شه، له ښويېدنو يې ورتېر شه او په سختيو کې يې لاسنيوى وکړه[563].

امام حسن: نژدې، هغه دى، چې دوستي يې نوموړی درنژدې کړي، که څه د نسب له اړخه لرې وي او لرې، هغه دى چې د مينې نه درلودو له مخې لرې وي، که څه نسب يې درنژدې وي، لاس خو د بنيادم بدن ته خورا ورنژدې وي؛ خو چې فاسد او روست شي، بېلوي يې[564].

امام وپوښتل شو: مروت (مړانه)؛ يعنې څه؟ ويې ويل: انسان، چې د خپل دين لاسه وتو ته بخيل وي، خپله شتمني سمه کړي او خپل حق ته د ورسېدو لپاره راپاڅي[565].

امام حسن: په رښتيا، غورۀ سترګې هغه دي، چې خير وويني، غورۀ  غوږونه هغه دي، چې نصيحتونه واوري او ګټه ترې واخلي او غورۀ  زړونه هغه دي، چې له شبهو پاک وي[566].

امام حسن: موږ تجربه وکړه او تجربه کوونکيو هم زده کړل، ومو ليدل، چې تر صبر خورا ګټور او له نشتونه او له بې صبرۍ خورا زيانمن څيز نشته؛ ځکه ګرد څيزونه په صبر درملولاى شو؛ خو صبر يوازې په صبر رغېداى شي[567].

امام حسن ته وويل شو: ابوذر (رض) وايي: تنګلاسي راته تر مړښته، ناروغي راته تر روغتيا غورۀ ده. امام وويل: خداى دې ابوذر وبښي؛ خو وايم څوک چې واک و اختيار خداى ته ورپرېږدي او د خداى په رضا راضي اوسي. د آدم زويه، پر ځان مې قسم! الوتونکي ځان نه مړوي او سباته يې نه زېرموي او ته ځان مړوې او سباته يې (هم) زېرموې؛ نو پر خداى د الوتونکي ګومان ستا تر ګومانه غورۀ دى[568].

امام حسن روايتوي، چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي: انسان په ښه خوى د روژتي او لمونځ کوونکي مرتبې ته ور رسي او د خپل بدخوى له امله ظالم ليکل کېږي. حال داچې يوازې د خپلې کورنۍ مالک دى[569]. حسین وايي: امام حسن راته روايت وکړ: ښه خوى ښه نېکي ده[570].

جابر وايي: له امام حسنه مې واورېدل، چې ويل يې: لس څيزونه اخلاقي مکارم او ځانګړنې دي: د ژبې رښتيا ويل، په سختيو کې رښتيا، سوالګر ته ورکړه، ښه خوى، د نورو د ښو کړنو جبرانول، خپلوي پالل، د ګاونډيانو پر وړاندې زغم، د ملګري حق پېژندنه، د مېلمه عزت کول او حيا ددې ټولو په سر کې ده[571].

امام حسن وپوښتل شو: د ژوند له اړخ ښه خلک څوک دي؟ ويې ويل: هغه چې نور په خپل ښه ژوند کې راګډ کړي. وپوښتل شو؛ نو له دې اړخ بد يې څوک دي؟ ويې ويل: هغه چې څوک يې په ژوند کې ژوندونه کړي[572].

امام حسن وويل: رسول اکرم (ص) دغسې چلن درلود، چې چا به ترې څه وغوښتل، په ښه خوله يې اړتيا ورپورۀ  کوله[573].

يو تن امام حسن ته وويل: له مرګه ډارېږم. امام ورته وويل: ځکه چې شتمني دې پرېښې ده، که مخکې دې ورلېږلې واى، ورسره يوځاى کېدو  یې خوشحالولې[574].

شرجيل وايي: حسن بن علي خپلو اولادونو او د رور اولادونو ته وويل: تاسې کوچنيان يوه ډله ياست، چې لږه موده روسته به غټ شئ؛ نو علم زده کړئ او څوک يې چې وس نه لري، روايت يا حفظ (ياد) دې يې کړي او په خپل کور کې دې يې وساتي[575].

يو تن امام حسن ته وويل: يا ابن رسول الله (ص)! ولې مو مرګ نه خوښېږي؟ امام ورته وويل: تاسې خپل آخرت ويجاړ او دنيا مو اباده کړه؛ نو ځکه مو نه خوښېږي، له اباد ځايه ويجاړ ځاى ته ورولېږدول شئ[576].

* د امام حسن (رض) له حکمته ډکې يو شمېر خبرې

((زهد)) څه دى؟ ويې ويل: تقوا او پرهېزګارۍ ته څوبتيا او له دنيا مخ اړونه.

 حلم او زغم څه دى؟ ويې ويل: د غوسې سړول او ځان کابو کول.

سداد څه دى؟ ويې ويل: بد په ښو ځوابول.

شرف څه دى؟ ويې ويل: له خپلوانو سره نېکي کول او د بديو يې زغمل.

نجده څه دى؟ ويې ويل: له ګاونډي دفاع، په جګړه کې زغم او په سخته جګړه کې په اقدام لاس پورې کول.

مجد څه دى؟ ويې ويل: په تنګلاسۍ کې ورکړه او له ګناه تېرېدل.

مروت څه دى؟ ويې ويل: دين ساتنه، د ځان عزت، له نورو سره نرمي کول، پر نېکۍ کولو ټينګار، د حقوق ورکړه او له خلکو سره د مينې ښوول.

کَرَم څه دى؟ ويې ويل: تر غوښتنې وړاندې ورکړه او په سوکړه کې د خوړو ورکول.

دنيئه څه دى؟ ويې ويل: کم ارزښتو څيزونو ته ځيرېدل او اهميت ورکول او له لږ او کوچني څيزه درېغول.

لوم څه دى؟ ويې ويل: په ورکړه کې ناغېړي او بدرنګه خبره کول.

سماح څه دى؟ ويې ويل: په سختۍ او اسانۍ کې ورکړه.

شُح څه دى؟ ويې ويل: څه چې لرې، شرف او ستر يا يې وبولې او څه چې دې لګولي، له لاسه تللي يې وګڼې.

اخاء څه دى؟ ويې ويل: په سختۍ او سوکالۍ کې وروري.

جُبن څه دى؟ ويې ويل: پر دوست نېغ ورتلل او له غليمه ډارېدل.

‎غِنى څه دى؟ ويې ويل: په درلودلو څيزونو راضي کېدل، که څه لږ وي.

فقر څه دى؟ ويې ويل: هر څيز ته د نفس حرص.

جود څه دى؟ ويې ويل: د وسې هومره ورکړه.

کَرَم څه دى؟ ويې ويل: په سختۍ او اسانۍ کې پاملرنه.

جُرات څه دى؟ ويې ويل: د غليم پر وړاندې مقاومت او درېدنه.

مَنَعَة څه دى؟ ويې ويل: د ځواکمنو پر وړاندې په مړانه درېدل او له زورورو سره جهاد کول.

ذلت څه دى؟ ويې ويل: خپل حق ته د ورسېدو لپاره په ډار چلېدل.

خَرْق څه دى؟ ويې ويل: له امير يا هغه سره دښمني کول، چې زيان دراړولاى شي.

سَناء څه دى؟ ويې ويل: ښه کول او بد پرېښوول.

حزم څه دى؟ ويې ويل: په چارو کې درنګ کول، له واکمنو سره ګوزاره او له ګردو خلکو ډډه کول.

شرف څه دى؟ ويې ويل: له وروڼو سره جوړجاړى او موافقت او د ګاونډيانو ساتنه.

محروميت څه دى؟ ويې ويل: د ترلاسه کړې برخې له لاسه ورکول.

سفاهت څه دى؟ ويې ويل: د پستو وګړيو لاروي او د بې لارويو ملګرتيا.

عجر څه دى؟ ويې ويل: په ږيږه کې ګوتې وهل او په خبرو کې ډېر ارغشى تازه کول.

شجاعت څه دى؟ ويې ويل: له سيالانو سره جوړجاړى او موافقت او د نيزو پر وړاندې استقامت کول.

کلفة څه دى؟ ويې ويل: د يو بې ګټې څيز په اړه خبرې کول.

‎سفاهت څه دى؟ ويې ويل: څوک چې خپل مال پر ځاى ونه لګوي او خپل پت ته اهميت ورنه کړي.

لُؤم او پستي څه دى؟ ويې ويل: څوک چې ځان وساتي او خپله کورنۍ تسليم کړي[577].

معاويه، امام حسن ته وويل: مروت، کرم او نجده راڅرګنده کړه:

امام وويل: مروت دا دى، چې انسان د خپل دين چار سم کړي، خپله شتمني ښه ولګوي، له نورو سره په نرمۍ چلېږي، په لوړ غږ سلام اچوي او له خلکو سره مينه ولري.

کرم دادى: تر غوښتنې او سوال وړاندې ورکړه، په سوکړه کې د خوړو ورکړه.

نجدَه دا دى: له ګاونډي ملاتړ، د جګړې پر وخت دفاع او په سختيو کې زغم[578].

* د امام حسن مجتبى (رض) د دعاوو بېلګې

امام حسن په لمر راختو کې خداى دغسې ستايه.

غوږونه د ستر خداى په ستاينې اورېدونکي دي، ملک او سلطنت د خداى دى او ستاينه هم د خداى ده او پرګردو څيزونو وسمن دى. غوږونه د برمیال خداى په ستاينه اورېدونکي دي، سيال نه لري، پاچاهي يې ده، ستاينه يوازې الله ته ده او پر ګردو څيزونو وسمن او لاسبرى دى[579].

ابوالحورا وايي: حسن بن علي ويل: نيکه مې محمد رسول الله (ص) ځينې کلمې راوښوولې، چې په وتر لمانځه کې يې ووايم:

خدايه! سمه لار راوښيه. د هغو کسانو له ډلې، سمه لار دې ورښوولې، عافيت را، د هغه کسانو په کتار کې، چې عافيت دې ورکړى، دوست مې کړه. د هغو کسانو په شمېر کې، چې دوستان دې دي او د هغه څه له شر او بدۍ مې وساته، چې پرېکړه دې کړي؛ ځکه يوازې ته پرېکړه کوې او څوک پر تا حکم نشي چلولاى او د چا چې ته ولې اوسې، هډو خوار به نشي، پالونکيه او لوړ مقاميه، ته برکتناک او نه زوالېدونکى يې[580].‎

سلم بن ابي سلم وايي: له حسن بن علي مې واورېدل، چې په تلبيه کې يې دا غونډله ورزياتوله: منم دې اى پالونکيه، د نعمتونو، ډېرو لورنو او ښه زياتونې خاوند يې[581].

 د امام حرز او تعويذ دغسې دى: د لوراند او لورين څښتن په نامې، خدايه! ستا د مکان منزلت، عزت، جلال، د اسمانوالو او انبياوو په پار، د عامې قبوله کړه؛ ځکه په ستونزو کې راګېر يم، خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه او ستونزې مې هوارې کړه (مهج الدعوات: ١٠).

ځينو ويلي: امام حسن، دشپې ويدېده ((کهف)) سورت يې لوست، پر پاڼه يې کښلى و او ورسره به و او تر سملاستو وړاندې يې وايه او په ځينو خطبو کې يې ((ابراهيم سورت)) وايه[582].

ديارلسم څپرکى

د امام حسن مېرمنې او اولادونه

په ځينو سرچينو کې راغلي، چې امام حسن (رض) ډېرې مېرمنې درلودې؛ خو دا مساله له تاريخي واقعيت سره اړخ نه لګوي، دا دى تاريخ چې د امام څومره مېرمنې ثبت کړي، اشاره ورته کوو.

د امام مېرمنې:

* خوله:

دا د منظور فزاريه لور ده او د امام عقلمنه مېرمن وه او د امام د ژوند تر پايه ورسره وه او د حسن په نامې زوى ترې زيږېدلى دى[583].

* حفصه:

ويل شوي، چې امام د عبدالرحمن بن ابوبکر (رض) له لور حفصې سره واده کړى او بيا يې طلاقه کړې ده[584].

* جعده:

دا د اشعث بن قيس لور ده. مغيره ويلي: معاويه جعدې ته يو څوک ورولېږه، ورته يې وويل: که امام حسن مسموم کړې؛ نو يزيد ته به دې ورنکاح او يو لک درهمه به هم درکړم. جعدې امام مسموم کړ، او معاويه يو لک درهمه ورولېږل؛ خو يزيد ته يې ورنکاح نه کړه[585].

* عايشه خثعميه:

دا يې د خپل پلار حضرت علي پر وخت نکاح کړې وه. کله چې علي (ک) شهيد شو، په شماتت یې  (پر غم يې د خوشحالۍ لپاره) امام حسن ته وويل: خلافت دې درته خوندور وي! امام په دې خبره طلاق ورکړ[586].

* ام اسحاق:

دا د طلحه بن عبيد الله لور وه او د طلحه په نامې يو زوى ترې زيږېدلى دى.

* ام بشر:

دا د ابو مسعود انصاري (ابو مسعود عقبة بن عمر) لور ده، د ((زيد بن حسن)) په نامې زوى ترې زيږېدلى دى[587].

* ام کلثوم:

دا د فضل بن عباس لور ده، امام نکاح ورسره وکړه او بيا ترې جلا شو او ابو موسى اشعري نکاح کړه.

* د عمرو بن ابراهيم منقري لور:

دا د عمرو يوه لور ده، امام نکاح کړې وه.

د ثقيف له ټبره يې يوه ښځه.

* د زراره لور:

عبدالله بن ابي بکر وايي: حسن بن علي د همام بن شيبان د اولادې پر يوې ښځې مارکه وکړه؛ خو امام ته یې وويل، چې د ښځې ګروهه، د خوارجو ده؛ نو امام ترې تېر شو[588].

نو د امام مېرمنې تر لسو ورۀ اخوا نه وې او څرګنده ده، چې امام يوازې پر يوه وخت څلور مېرمنې درلودې اود ډېرو ودونو او طلاقونو خبره يې د جعلي رواياتو پر بنسټ ده.

قاسم او عبدالله د امام زامن ول، مور يې ((رمله)) يادېده[589].

د امام حسن اولاده

شيخ مفيد ويلي: په ټول کې د امام اولاده پينځلس تنه زامن او لوڼې وې: زيد بن حسن، ام الحسن، ام الحسين (چې ددې درې واڼو مور، ام بشير د ابو مسعود لور وه))، حسن بن حسن (مور يې خوله وه)، قاسم، عبدالله، عبدالرحمن بن حسن او عمرو (د عمرو، قاسم، عبدالله او عبدالرحمن بن حسن مور ام ولده وه)، حسن بن حسن په اثرم ملقب، طلحه بن حسن (د حسين بن حسن مورنى رور)، فاطمه بن حسن (د حسين بن حسن طلحه بن حسن او فاطمه بنت حسن مور، ام اسحاق د طلحه بن عبيدالله لور وه) ام عبدالله، فاطمه، ام سلمه، رقيه.

* زيد بن حسن:

دا د امام مشر زوى دى او ډېر خير خواه، کريم الطبع او عزتمن انسان و، شاعرانو ستايلى او ډېر خلک دده د ځانګړنو له مخې ورمات وو. سليمان بن عبدالملک، چې واکمن شو، په مدينه کې يې خپل عامل ته وليکل، زيد بن حسن د رسول اکرم (ص) د صدقاتو له تولیته لرې او پر ځاى پلانى وټاکه او که زيد مرسته درنه وغوښته، مرسته ورسره وکړه. بيا چې عمر بن عبدالعزيز (رح) واکمن شو، زيد ته يې بېرته خپله دنده وروسپارله. زيد په ٩٠ کلنۍ کې ومړ او شاعرانو وير بولنې ورته کړي او پخپله د امامت مدعي نشو[590].

* حسن بن حسن:

د حسن، محمد اکبر او دوه نجونې _چې په وړوکتوب کې مړې شوې_ مور يې ((خوله)) بي بي د منظور بن زبان لور ده[591].

حسن بن حسن، د خپل پلار وصي او د صدقاتو متولي و. د کربلا په پېښه کې ټپي شو. اسماء بن خارجه یې _چې مورنى خپل يې و_ درملنه وکړه او په کوفه کې ورسره و، چې روغ شو، مدينې ته راغى. د خپل نيکه علي (ک) د صدقاتو متولي هم و[592].

روايت شوى، چې امام حسين (رض) خپله يوه لور د فاطمې په نامې _چې ډېره فاطمې بي بي د رسول اکرم لور ورته وه_ ور نکاح کړه[593].

حسن بن حسن په ٣٥ کلنۍ کې وليد بن عبدالملک مسموم کړ (حياة الامام الحسن: ٢/٤٧٢) او مېرمنېې يې پر قبر تر يوه کاله خيمه ودروله او د ورځې په روژه او دشپې به پر عبادت بوخته وه.

حسن بن حسن د ((عبدالله)) په نامې يو زوى درلود، ((محض)) يې ورته وايه؛ ځکه پلار يې حسن د امام حسن زوى او مور يې فاطمه د امام حسين لور وه او فوق العاده رسول اکرم (ص) ته ورته و. تر خپل پلار روسته د علي (ک) د صدقاتو متولي شو[594].

هيثم وايي: منصور دوانيقي، عبدالله او خپلوان يې د ((کوفې قنطرې)) ته ورنژدې په ځمکتل کې بنديان کړل، داسې تکه تياره پکې وه، چې شپه و ورځ يې معلومولاى نشوه او اوس يې هملته مزار دى. دلته د ژوند شونتياوې ورته نه وې، منصور چهت پرې راوپرځاوه، څو ورځې يې تر خاورو لاندې چغې اورېدل کېدې[595] او ټول همدلته شهيدان شول.

* قاسم:

قاسم په کربلا په ښه ځوانۍ کې شهد شو او د سپوږمۍ په څېر ښکلى و. تاريخپوهانو يې د شهادت څرنګوالى ياد کړى دى.

* ابوبکر:

نامه يې عبدالله او مور يې ((رمله)) بي بي ده. په کربلا کې شهيد شو.

* عبدالله:

په کربلا کې شهيد شوى او د شهادت پر مهال پورۀ  يوولس کلن و او حرملة بن کاهل په غشي شهيد کړ[596].

* ام عبدالله:

دا د امام حسن يوه لور وه، نامه يې فاطمه وه. دا د امام محمد باقر مور ده. امام باقر ويلي: يوه ورځ مور مې د يوه دېوال ترڅنګ ناسته وه، دېوال درز وکړ اوسخت غږ ترې راپورته شو. مور مې په لاس اشاره وکړه، ويې ويل: نه! د مصطفى په حق، خداى د رالوېدو اجازه درکړې نه ده؛ نو دېوال ځوړند پاتې شو، تردې چې مور مې له دې ځايه راپاڅېده او بيا پلار مې په دې پار د خداى په نامه سل ديناره خيرات کړل.

امام جعفر صادق د امام حسن د لور فاطمې بي بي په باب ويلي: ((کانت صديقة لم يدرک فى آل الحسن مثلها: هغه صديقه وه، چې د حسن په کورنۍ کې يې سارى نه و[597])).

مخکې وويل شول، چې د ام عبدالله (فاطمې) مور، ام اسحاق د طلحه بن عبيدالله تيمي لور وه[598].

څوارلسم څپرکى

 

د امام حسن (رض) شهادت

اربلي وايي: امام حسن په سړه سينه له کوفې نه مدينې ته روان شو. د خپل پلار د وصيت له مخې يې د معاويه بن ابو سفيان پر وړاندې له پاڅونه ډډه وکړه، تردې چې د معاويه له واکمنۍ لس کاله تېر شول او هوډ يې وکړ، چې خپل زوى يزيد ته بيعت واخلي؛ نو ځکه يې دسيسه جوړه کړه او د امام حسن مېرمن جعده يې وغولوله، خپل مېړه مسموم کړي، په دې هوډ پسې يې يولک درهمه ولېږل او ضمانت يې وکړ، چې يزيد ته به يې ورنکاح کړي.

جعدې دا کړلاره عملي کړه، امام يې مسموم کړ او له امله يې (٤٠) ورځې ناروغ و، تر دې چې په ٤٨ کلنۍ کې پر ٥٠س په صفرې مياشت کې شهيد شو[599].

محمد بن عبدالرحمن يې له پلاره روايتوي، چې علي بن ابي طالب وويل:زه فاطمه او حسنين له رسول الله (ص) سره ناست وو، و يې ژړل.

ومو ويل: ولې ژاړئ؟

ويې ويل: تر ما روسته، له تاسې سره په کېدونکي چلن ژاړم.

علي وايي: ومې ويل: يا رسول الله! څه راسره کېږي؟

رسول اکرم (ص) وويل: پردې ژاړم، چې تا به پر سر وهي، فاطمه به په سپېړه وهل کېږي. د حسن ورون به ټپي کېږي او زهر به ورکول کېږي او حسين به شهیدېږي.

علي وايي: نو ټولو اهل بيتو وژړل، ومې ويل: يا رسول الله (ص)! پالونکي مو يوازې ازمېښت ته پنځولي يو.

رسول اکرم (ص) وويل: علي! زېرى درکوم خداى تعالى ژمنه راسره کړې، د مؤمن به علي ښه ايسي او د منافق به بد[600].

يزيد ته بيعت

معاويه له امام حسن سره په سوله ليک کې ژمنه کړې وه، چې تر ځان روسته ځايناستى ونه ټاکي؛ خو معاويه د واکمنۍ د ميراثي کېدو په لټه کې و؛  ځکه پلار يې د عثمان (رض) د خلافت په لومړيو ورځو کې له امويانو غوښتي ول، چې واک دې په خپلو منځونو کې لاس په لاس کړي[601]؛ نو معاويه په همدې لټه کې و، چې  دې موخې ته ورسي. معاويه له امام سره تر سولې لږه موده روسته، مغيره بن شعبه د کوفې والي کړ او څه موده روسته يې هوډ وکړ، چې پر ځاى يې سعيد بن عاص وګوماري.

طبري له شعبي روايتوي: مغيره معاويه ته ورغى او په عاجزۍ يې استعفا وکړه، معاويه ورسره ومنله، چې پر ځاى يې سعيد بن عاص وګوماري. د مغيره منشي (ليکوال، کاتب) پر سعيد بن عاص ددې خبرې زېرى وکړ.

يو تن کوفي (ربيعه) يا ربيع د ((خزاعه)) له ټبره له سعيد سره و، چې ددې مطلب په اورېدو، مغيره ته ورغى، و يې ويل: ستا منشي مې له ربيعة بن عاص سره وليد؛  لکه چې معاويه لرې کړى يې او نيت يې دى، چې هغه ستا پر ځاى وټاکي.

مغيره يزيد ته ورغى او دده د ځايناستۍ وړانديز يې اوڅار کړ، له خلکو يې بيعت واخستل شي.

يزيد دا خبره له خپل پلار معاويه سره شريکه کړه، د مغيره له لرې کولو يې لاس واخست، کوفې ته يې ولېږه او امر يې ورته کړ، يزيد ته د بيعت اخستو لپاره هڅه وکړي.

مغيره په کوفه کې هڅه پيل کړه او يوه ډله خلک يې د موافقې څرګندولو لپاره معاويه ته ورولېږله[602].

خو معاويه د خپلې موخې په لار کې څه خنډونه درلودل او په ډاګه يې خپله غوښتنه ویلاى نشوه؛ نو ځکه له خلکو يې د بيعت اخستو تر څنګ د هغو وګړيو په ځپنه او منځه وړو پيل وکړ، چې په هېڅ څيز نه راضي کېدل.

دې ته په پامنيوي، چې معاويه د خپلو مخالفينو د وژنې څه پروا نه درلوده او په اسانۍ یې خپل سيالان له منځه وړل؛ عبدالرحمن بن خالد بن وليد په حمص ښار کې د معاويه له لوري والي و، عبدالرحمن په خلکو کې خورا ټولمنلى و؛ نو معاويه، چې پوه شو تر ما روسته واک وانخلي، په ((اثال)) نامې طبيب يې مسموم او له منځه بوت.

؛ نو ځکه يزيد ته يې د بيعت اخستو لپاره هوډ وکړ، چې امام حسن مسموم کړي؛  لکه چې مالک اشتر (رض) يې په شاتو وواژه،و يې ويل: ((ان الله جنوداً من غسل: په واقع کې خداى د شاتو هم يو لښکر لري[603])).

ابو الفرح له اسماعيل بن عبدالرحمن روايتوي: يزيد ته د بيعت اخستو په لار کې، معاويه ته ستر خنډونه د حسن بن علي او سعد بن ابي وقاص (رضى الله عنهم) شتون و؛ نو ځکه يې دواړه په زهرو شهيدان کړي. البته معاويه څو ځل په هغو ورځو کې، چې امام په دمشق کې و، مسمومونو ته يې لاس ورپورې کړ؛ خو اغيزمن نشو ابوالحسن مدايني روايتوي: امام حسن ته يې څلور ځل زهر ورکړي، امام حسن ويلي: زه يې څو ځل مسموم کړى يم او يوه ځل هم ددې روستي ځل په څېر کړمن کړى نه وم[604].

؛ نو څوک يې د روم پاچاته ورولېږه او قوى زهر يې ترې وغوښتل، چې ژر اغېز وکړي، پاچا د معاويه وړانديزونه ماته ويې ويل: زموږ په دين کې د هغه چا د وژنې لپاره مرسته جايزه ده، چې جګړه يې راسره کړې نه وي.

معاويه بيا يو تن ورولېږه او پيغام يې ورولېږه: دا سړى د هماغه چا (رسول الله) زوى دى، په ((نهامه)) سيمه کې يې د نبوت دعوا کړې او د خپل پلار د واک او ملک د لاسته راوړو په لټه کې دى او زهر همده ته غواړم، ښارونه او بندګان يې له شتونه بې غمه کړم.

د روم پاچا وژونکي زهر ورکړل او چې معاويه ته ورسېدل؛ نو په دې لټه کې شو، چې په کومه لار امام مسموم کړى.

نو د امام د خپلوانو په لټه کې شو او د اشعث لور ((جعده)) یې دې کارته ښکار کړه[605].

معاويه دا زهر مروان بن حکم ته ورولېږل او ورته يې حکم وکړ، چې جعده له يزيد سره نکاح ته وهڅوه او يو لک درهمه هم ورکړه[606] او ويل شوي، چې معاويه شل زر ديناره ورولېږل او په کوفه کې يې املاک او ځمکې ورکړې، چې دا کړلاره عملي کړي[607].

او محمد بن سعد (طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح) د امام حسن د مسمولو څو روايتونه راوړي دي.

د اشعث کورنۍ:

دلته په لنډو د اشعث کورنۍ درپېژنو:

د اشعث نامه، معدی کرب، پلار يې قيس، مور يې کبشه د يزيد بن شرحبيل لور ده. داچې غونج ويښتان يې درلودل؛ نو په همدې لقب يادېده او نامه يې هېره شوه.

هغه مهال چې حضرت ابوبکر (رض)، زياد بن لبيد پر ((حضرموت)) امير وګوماره؛ نو امر يې ورته وکړ، چې بيعت ترې واخلي او زکات هم ورنه راټول کړي. زياد بن لبيد د ((بني وليعه)) له ټبر سره جګړه وکړه او يوه ډله يې ترې ووژله. د دوى يو شمېر له اشعث بن قسيه مرسته وغوښته، ده ورته وويل: که ما خپل پاچا کوئ؛ نو مرسته درسره کوم، دوى ورسره ومنله او له زياد بن لبيد سره جګړې ته چمتو شول.

حضرت ابوبکر (رض)، مهاجر بن ابي اميه، په ((صنعا)) کې و، د زياد مرستې ته ورولېږه، دوى له اشعث او بني وليعه سره جګړه وکړه، يو شمېر يې ووژل شول او يوه ډله يې له اشعث سره يوې کلاته پناه يووړه. مسلمانان له کلا راتاو شول او اشعث پوه شو، چې د مقابلې وس ورسره نه لري؛ نو امان يې وغوښت، چې ابوبکر (رض) ته ورشي او په اړه يې پرېکړه وکړي. ويل شوي: اشعث ځان او د خپلې کورنۍ لسو تنو ته امان واخست. مسلمانانو د کلا ور پرانست، ټول وګړي يې ترې رابهر کړل، وسلې يې ترې واخستې او ټول اته سوه تنه يې ووژل او د هغو ښځو لاسونه يې غوڅ کړل، چې رسول اکرم (ص) يې کنځلى و او اشعث يې له لسو تنو سره په ځنځير تړلى ابوبکر (رض) ته بوتلل. ابوبکر (رض) اشعث وباښه او خپله ړنده خور ام فروه يې ورنکاح او محمد، اسماعيل او اسحاق ترې وزېږېدل.

اشعث د واده پر ورځ د مدينې بازار ته راغى، څاروى يې، چې ليده، حلالوه يې او ويل يې: دا مې د واده وليمه ده او ددې قربانيو پيسې به ورکړم، بيا يې خاوندانو ته پيسې ورکړې.

ابو جعفر محمد بن جرير ويلي دي: مسلمانان، پر اشعث لعنت وايه او دده د قوم اسيرانو هم لعنت پرې وايه او د خپل قوم ښځو عرف النار (خاين) باله.

اشعث د علي (ک) په خلافت کې د منافقانو مشر و؛  لکه چې د حضرت رسول اکرم (ص) په زمانه کې عبدالرحمن بن ابي سلول د منافقانو مشر و[608].

امام صادق (رح) ويلي: اشعث بن قيس د علي (ک) په وينه کې شريک شو، لور يې جعده، امام حسن مسموم کړ او زوى يې محمد هم د حسين په وژنه کې برخوال و[609].

مـروان:

داچې معاويه د امام حسن د مسمومولو طرح جوړه کړې وه؛ خو په مروان يې عملي کړه؛ نو ځکه د معاويه او جعدې ترمنځ په منځګړتوب کې يې ډېر اهميت درلود؛ نو لازمه ده، مروان هم په لنډو دروپېژنو.

مروان د حکم بن ابي العاص بن اميه زوى دى، حکم د عثمان (رض) تره دى. رسول اکرم (ص) حکم له مدينې شړلى و، طايف ته راغى؛ نو مروان هم ورسره و.

ځينو ويلي: مروان په طايف کې زيږېدلى، همدلته و، تر دې چې عثمان (رض) په خپل خلافت کې مدينې ته راستانه کړل.

داچې ولې رسول الله (ص) شړلى و، ځينو ويلي: رسول الله (ص) به چې مشرانو اصحابو ته رازونه ويل، ده به د قريشو مشرکانو، کفارو او منافقانو ته ور رسول. ځينو ويلي: د پېغمبر (ص) د تګ پېښې يې کولې، يوه ورځ د نبي (ص) ورپام شو، ورته يې وويل: همدغسې اوسه، تردې روسته رپ پرې ولګېد او بدن يې لړزېده.

هغه وخت چې مروان د عبدالرحمن بن ابوبکر(رض) په اړه يوه غونډله وويله، ام المؤمنين عايشې بي بي ورته وويل: ګواهي لم، رسول الله (ص) دې پر پلار لعنت ويلي او ته يې په صلب کې وې.

عبدالله بن عمرو عاص وايي: يوه ورځ رسول اکرم (ص) وويل: اوس به يو لعين درته راشي، پلار مې جامې اغوستې، چې رسول اکرم (ص) ته ورشي او وډار شوم، لعين همدا وي، ناڅاپه ((حکم بن ابن العاص)) راغى[610].

مروان (د عبدالملک پلار دى) د عثمان (رض) د تره (حکم) زوى دى، عثمان (رض) په خپل خلافت کې خپل منشي (سکرتر، کاتب) کړ. ورپسې معاويه په مدينه، مکه او طايف کې والي وګوماره. يوه ورځ علي (ک) مروان ته وويل: پر تا، امت دې او زامنو دې افسوس[611].

په جمل جګړه کې مروان، له طلحه، زبير او عايشې (رضى الله عنهم) سره و، تر جګړې روسته يې غوښتل له علي (ک) سره بيعت وکړي، علي وويل: بيعت ته يې څه اړتيا نه وينم؛ ځکه لاس يې د يهوديه د ورغوي په څېر دى، شل ځل بيعت هم وکړي، ماتوي يې[612].

روايت شوى: يوه ورځ امام حسن د معاويه په مخ کې مروان ته وويل: مروانه! ته د قريشو نارينه کنځې، مطلب دې څه دى؟ مروان وويل: پر خداى قسم تا، پلار دې او کورنۍ دې هومره وکنځم، چې مينزې او مريان مو په سندرو کې ياد کړي.

حسن بن علي وويل: مروانه! زه تا او پلار دې نه کنځم؛  بلکې خداى تعالى ته، پلار دې، کورنۍ دې او تر قيامته ځوځات دې د محمد (ص)  پېغمبر په خوله لعنت کړي ياست[613].

ابي سعيد روايتوي، چي رسول اکرم (ص) وويل: هغه وخت، د حکم زامن (٣٠) تنو ته ورسېدل؛ نو د خداى دين به فاسد، بندګان به يې مريان او شتمني به يې لاس په لاس کړي[614].

مروان بن حکم د عثمان (رض) په محاصره کولو کې ډېره ونډه درلوده؛ ځکه په دروغو يې د عثمان (رض) له خولې مصر ته يو ليک وکښه، عثمان (رض) ته له مصره راغلي کسان ووژني. مروان د معاويه پر مهال د مدينې والي و، د جمعې پر ورځ به يې علي پر منبر کنځه، حسن بن علي ورته وويل: پر پلار دې پېغمبر اکرم (ص) د خداى لعنت ويلی او ته يې په صلب کې وې، و يې ويل: خداىه حکم او اولاده يې لعن کړه[615]. مروان دغسې له نبوي کورنۍ سره دښمني درلوده.

معاويه خپلې موخې ته د وررسېدو لپاره له دغسې انسانه ګټنه وکړه او په لاس يې جعدې ته زهر ورولېږل او همدا و، چې جعده يې زهر ورکولو ته هڅوله، په وعده او رالېږلو پيسو يې راضي کړه، د رسول الله (ص) د کشمالو ګل او د زهراى بتول زوى مسموم کړي.

جعده د اشعث لور

تاريخپوهانو د جعدې د نامې په هکله اختلاف کړى، ويل شوي، چې نامه يې سکينه يا شعثاء او عايشه ده؛ خو ډېره سمه خبره، جعده ده[616] او د خپل پلار علي (ک) په ټينګار يې واده ورسره وکړ[617].

ډېرى تاريخپوهان يوه خوله دي، چې امام حسن مسموم شو او له نړۍ ولاړ، او معاويه په دسيسه، جعدې ته زهر ولېږل او امام يې پرې وواژه[618].

ځينو ويلي: داچې جعدې له امام حسنه اولاد نه درلود، کينه یې ددې لامل شوه، چې د معاويه د دسيسې ښکاره شوه.

د امام حسن (رض) ناروغي

محمد بن حنفيه وايي: تر زهر ورکولو روسته، امام ناروغ شو او ناروغي يې څلوېښت شپې اوږده شوه، چې ناروغي يې سخته شوه؛ نو بني هاشمو به شپه ورته سبا کوله.

پردې وخت سعيد بن عاص د مدينې والي و، د امام پوښتنې ته به راته، کله به امام اجازه ورکوله او کله نه.

د امام حال چې بتر شو؛ نو مروان بن حکم، شام ته يو استازى ولېږه، زهرو خپل کار کړى او کولمې يې ور ټوټې ټوټې کړي[619].

علي بن الحسين وايي: تره مې تر زهر خوړو روسته، تر درېيو ورځو ډېر ژوندى نه و او شهيد شو[620].

د مسور لور ام بکر وايي: حسن بن علي ته يې څو ځل زهر ورکړل؛ خو روغ شو؛ خو روستى ځل زهرو يې ځيګر شړلى و[621].

ابونعيم له عمير بن اسحاقه روايتوي: ….. امام حسين ترې وپوښتل: رورۀ ! پر چا دې ګومان دى؟

امام حسن وويل: ولې پوښتې، وژنې يې؟

امام حسين وويل: هو!

امام حسن وويل: که هغه وي، چې زه يې ګومان کوم؛ نو د خداى سزا ورته خورا سخته ده او که نه وي؛ نو ولې بې ګناه مې په پار ووژل شي.

بيا امام حسن (رض) له نړۍ ولاړ[622].

تر ځان روسته پر امامت څرګندونه

مفضل بن عمر له ابي عبدالله روايتوي، چې د امام حسن د وفات وخت رانژدې شو محمد بن علي (ابن حنفيه) يې راوغوښت ورته يې وويل: ډاډمن يم، چې کينه کښ نه يې؛ ځکه خداى کفار په دې ځانګړنه ستايلي:  ((وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُواْ وَاصْفَحُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ[623]: ډېر كتابيان د كينې له لامله،چې په وجود كې يې ريښې ځغلولي، غواړي تر خپل ايمان او اسلام روسته مو د كفر حالت ته وګرځوي؛ كه څه حق په بشپړ ډول ورڅرګند شوى؛ نو و يې بښئ او ترې تېر شئ، چې الله خپله پرېکړه (د جهاد فرمان) درولېږي، بېشکه الله پر هر څه قادر دى .)) او خداى هم شيطان درمسلط کړى نه دى.

محمد بن علي! پلار مې ستا په اړه ويلي: څوک چې غواړي په دنيا او آخرت کې نېکي راسره وکړي، له محمد سره دې نېکي وکړي.

محمد بن علي: تر وفات روسته مې، حسين بن علي امام دى، خداى محمد (ص) په نبوت وټاکه او علي يې خپل وصي کړ او علي زه امامت ته وټاکلم او ما حسين وټاکه.

محمد بن حنفيه وايي: ته مې د  پېغمبر اکرم (ص) لوري ته امام او لارښود يې…… په ټاکنه دې راضي يم او خداى دې زموږ ستونزې پرې هوارې کړي[624].

جنادة بن ابي اميه د امام حسن پوښتنې ته ورځي

عمير بن ماني له جنادة بن ابي اميه[625] روايتوي: د امام حسن پوښتنې ته ورغلم ورته مې وويل: مولا! ولې دې ځان نه درملوې؟

ويې ويل: عبدالله! د مرګ خو څه درمل نشته.

ومې ويل: انا لله و انا اليه راجعون.

بيا امام راته وويل: پر خداى قسم، رسول الله (ص) ژمنه راسره کړې، چې د علي او فاطمې له ځوځاته دولس تنه امامان دي[626] او هر يو مسموم يا وژل کېږي.

جنادة وايي: ورته مې وويل: د رسول الله (ص) زويه! نصيحت راته سوکړه! ويې ويل: ((ځان دې د آخرت سفر ته چمتو کړه او د اجل تر رارسېدو وړاندې، د سفر توښه تر لاسه کړه. پوه شه، چې ته د دنيا په لټه کې يې او مرګ هم ستا په لټه کې دى. هغه خپګان چې درغلى نه دى، پر خپل اوسني حالت يې مه ورتپه. پوه شه، تر اړتيا ډېره شتمني، چې تر لاسه کړې؛ نو نورو ته يې زېرموې، پوه شه د دنيا په حلالو کې حساب، په حرامو کې يې عذاب او په شبهاتو کې يې سزا شته؛ نو دنيا يو مرداره وګڼه او هومره ترې واخله، چې درته حلاله وي او چې په دنيا کې دې زهد خپل کړى وي، که حرام هم وي، څه ګناه درباندې نشته؛ ځکه تا ترې د مردارې په څېر ګټنه کړې ده،  چې اړين ته د تشويش د لرې کولو هومره جايزه ده او که سزا هم پکې وي، لږه ده. دنيا ته داسې هڅه کوه، چې ته وا همېشه مېشتى پکې يې او خپل آخرت ته داسې کړه وړه وکړه، چې ته وا سبا ترې روان يې. که غواړې، چې بې ټبره (او بې ډلې او بې ګونده) عزتمن شې او پر نورو له واکمنۍ پرته هيبت او عظمت ولرې؛ نو ځان له ګناه بچوه، د خداى د عزت په طاعت کې وردننه شې. که ګنې يوه ورځ، اړتيا له چا سره دوستۍ ته اړ کړې، له داسې چا سره ملګرتوب وکړه، چې ملګرتوب يې ښکلا در پر برخه کړي، که خدمت يې وکړې، ودې ساتي (او د خدمت په مقابل کې په سختيو کې دې ملاتړ اوسي). که مرسته ترې وغواړې لاسنيوى دې وکړي، خبره دې ومني او تصديق کړي، له چا سره په جګړه کې دې مرستندوى وي، که لاس دې کوم ښه ته وراوږد کړ؛ نو دا هم دغسې وکړي، نيمګړتيا دې درسمه کړي، ښېګڼې دې غټې وبولي. که څه ترې وغواړې، در يې کړي، د کړاو پر وخت همکاري درسره وکړي، داسې وي، چې هډو شر يې در و نه رسي او د روزګار د ادلون بدلون له امله، له لوري یې درته څه متوجه نشي، په سختيو کې دې خوشې نه کړي او که په کوم څيز کې مو شخړه وکړه؛ نو تا پر ځان ړومبى وبولي.

جناده وايي: بيا د امام حالت واوړېد، رنګ يې ژېړ شو، حسين او اسود بن ابي الاسود راغلل، امام حسين ته يې وصيت وکړ او پر ٥٠ س د پنجشنبې پر ورځ د صفرې په روستيو کې يې په ٤٧ کلنۍ له نړۍ سترګې پټې کړې او په بقيع مړيستون کې خاورو ته وسپارل شو[627].

امام حسن (رض) ژړا

امام حسن بن علي ژړل، ورته وويل شو: ولې ژاړې، رسول الله (ص) خو د جنت ضمانت درکړى! امام وويل: پر ناآشنا لارو روان يم او يو ستر ته ورځم، چې ليدلى مې نه دى[628].

د امام وصيت

ابن عباس (رض) وايي: امام حسن د شهادت پر مهال امام حسین ته وويل: رورۀ ! ځان څرنګه وينې؟

امام حسن وويل: ځان د آخرت پر لومړۍ ورځ او د دنيا پر روستۍ ورځ وينم. پوهېږې، چې پر خپله نيکه نه ور مخکې کېږم او خپل پلار و نيکه ته ورځم. حال داچې له تا، له نورو وروڼو او دوستانو پر بېلتون هم خپه يم، دا وايم او له خدايه بښنه غواړم. له رسول الله (ص) علي بن ابيطالب، مور مې فاطمې، حمزه(رض) او جعفر (رض) سره ليده کاته مې خوښېږي. څوک چې له نړۍ ځي، خداى يې ځايناستى دى. د انسان د مصيبت تسلي ورکوي او هر مړ شوى جبرانوي. رورۀ ! خپل ځيګر مې په لګن کې وليد او پوه شوم، چې چا دا کار راسره کړى او له کومه دا دسيسه راجوړه شوې؛ نو که دې وپېژندل، څه ورسره کوې؟

حسين (رض) وويل: پر خداى قسم وژنم يې.

امام وويل: نو نه دې خبروم، څو رسول الله (ص) سره ووينم؛ خو څه چې وايم وليکه:

دا د حسن بن علي نصيحت دى، چې خپل رور حسين بن علي ته، پر ايکي يو او بې سياله خداى ګواهي ورکوي او لکه څنګه چې ښايي بايد ولمانځل شي، په پاچاهۍ کې يې شريک نشته، هر څه يې پنځولي او کچه کړي دي د ستاينې او نمانځنې خورا وړ دى. څوک يې چې اطاعت وکړي، نېکمرغېږي او څوک يې چې سرغړاندي وکړي، زيانمن او بې لارې شوى او څوک يې چې درشل ته توبه وکاږي، ښيون شوى دى.

حسين رورۀ ! د خپلې کورنۍ، پاتې شونو، اولادونو او ستا د اهل بيتو په اړه وصيت درته کوم، چې له بديو يې ورتېرېږه او خير ښېګڼې يې منه او ورته ځايناستى او پلار اوسه.

د رسول الله (ص) تر څنګ مې ښخ کړه، چې زه ده او کورته يې تر هغوى خورا وړيم، بې اجازې يې خوني ته ورننووتل او خداى خپل  پېغمبر ته وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلاَّ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ[629]= ايمانوالو! د پېغمبر خونو ته مه ورننوځئ؛ خو چې اجازه درکړي)).

پر خداى قسم، د  پېغمبر (ص) پر ژوندوني، بې د حضرت (ص) له اجازې د ننووتو اجازه ورکړه شوې نه ده او تر وفات روسته يې هم څه دستور راغلى نه دى او موږ له رسول الله (ص) په راپاتې ميراث کې د تصرف اجازه لرو؛ نو که هغې ښځې مې د رسول اکرم (ص) په څنګ کې له ښخولو ممانعت کاوه؛ نو له تا او رسول اکرم (ص) سره د خپلوۍ په پار، په اړه مې څاڅکى وينه تويه نشي، څو رسول الله (ص) سره ووينم او شکايت ورته وکړم او څه چې خلکو راسره کړي ترې خبر کړم.

بيا امام حسن (رض) له نړۍ ولاړ[630].

هارون بن جهم وايي: له ابا جعفر محمد بن علي (رح) مې واورېدل، چې ويل يې: امام حسن د شهادت پر مهال حسين ته وويل: رورۀ ! وصيت درته کوم، چې مړ او پر کفن شوم؛ نو د رسول الله (ص) قبر ته مې بوځئ، ورسره بيا ژمنى شم، بيا مې خپلې مور فاطمې ته بوځئ او بيا مې په بقيع کې خارو ته وسپارئ.

دینوري وايي: حسن (رض) ويل: د خپل نيکه تر څنګ مې ښخ کړئ او که دلته يې زما د ښخولو مخه ونيوه؛ نو په بقيع کې مې خاورو ته وسپارئ[631].

روستۍ شېبې

ابن جوزي وايي: امام حسن د خپل شهادت پر مهال وويل: کټ مې په انګړ کې کېدئ، بيا دباندې راووت ويې ويل: خدايه! راضي يم، ساه مې رانه واخلې او شهيد شم او د کسات په لټه کې نه يم او يوازې ستا خوشحالي غواړم[632].

د امام تر شهادت روسته

امام حسن (رض)، چې له نړۍ سترګې پټې کړې، په مدينه کې د بني هاشمو له کورنو ژړاګانې او وېرونه را پورته شول.

ابوهريره[633] (رض) په ژړا په نبوي جومات کې وويل: خلکو! نن رسول الله (ص) ته ګران له نړۍ ولاړ؛ نو وژاړئ.

خلک ددې خبر په اورېدو، په ژړا د امام خوا ته راغلل[634].

د امام حسن (رض) د جنازې مراسم

ابي جهم وايي: چې حسن بن علي له نړۍ سترګې پټې کړي، بني هاشو، انصار خبر کړل او جنازې ته يې راغلل[635].

ثعلبه بن مالک وايي: دومره خلک جنازې ته ورغلي ول، که ستن دې اچولې وه؛ نو پر ځمکه نه لوېده[636].

جويريه وايي: د امام حسن جنازه يې چې رابهر کړه؛ نو مروان هم پر اوږو کړه[637].امام حسين مروان ته وويل: د غم غړوپ دې وروڅښه او جنازه يې هم پر اوږو کوې؟مروان وويل: هو! د غرونو هومره زغمناک سره مې دغسې کار وکړ[638].

محمد بن مسلم وايي: له ابا جعفر (رض) مې واورېدل : د رسول الله (ص) په مصلى کې يې د امام حسن جنازه وکړه.

اسماعيل بن اجا وايي: سعيد بن عاص د مدينې والي د امام حسن جنازه وکړه، امام حسين ورته وويل: که دا دود نه واى؛ نو پر تا مې د خپل رور جنازه نه کوله، پر هغه مهال دا دود و چې والي به جنازه کوله او امام حسين نه غوښتل، چې دا ټولنيز دود مات کړي او شخړه رامنځ ته شي[639].

په بل روايت کې راغلي : د امام جنازه يې په لاسونو له کورۀ نبوي جومات ته بوتله، امام حسين (رض) يې د جنازې لمونځ وکړ، ورپسې اصحابو او نورو خلکو يې په اډون د جنازې لمونځ وکړ[640].

د امام حسن رضی الله عنه خاورو ته ورسپارل

مروان په ليک کې معاويه د حسن بن علي له وفاته خبر کړ. دا مطلب يې هم ورته ليکلى و، چې بني هاشم غواړي د  پېغمبر (ص) تر څنګ يې ښخ کړي؛  خو چې ژوندى يم دا کار به رانه وکړي، حسين د  پېغمبر (ص) قبر ته ورغى،  و يې ويل: دلته قبر وباسئ. د مدينې امير، سعيد بن عاص ځان ناګار کړ او چېرې ولاړ او څه خبره يې ونه کړه؛ خو مروان امويان راوغوښتل او وسلې هم ورسره وې، مروان وويل: نبايد حسن بن علي دلته ښخ شي.

امام حسين ورته وويل: ابن الزرقاء! پر تا يې څه، ولې مخه نيسې؟ ته والي يې؟

مروان وويل: نه! چې ژوندى يم، دلته به يې رانه ښخ نه کړې.

امام حسین، نيوکه وکړه او ((حلف الفضول[641])) يې راوباله.

نو بني هاشم، د بني تيم ټبر، بني زهره، بني اسد او د بني ليث له ټبره د بنو جعونه خېل وسلوال راغلل.

مروان د جګړې توغ هسک کړ او حسين بن علي هم له دې راټول شويو سره جګړې ته چمتو شو.

هاشميانو وويل: بايد امام حسن د پېغمبر (ص) تر څنګ ښخ کړو، تر دې چې د دواړو لوريو لخوا غشي وورول شول او د ابن جعونه ټبر خپلې تورې له تېکو را وايستې او جګړې ته چمتو شول[642].

په بل روايت کې راغلي: چې امويان خبر شول بني هاشم نيت لري امام حسن د رسول الله (ص) د قبر تر څنګ ښخ شي؛ نو له بني هاشمو سره د پخوانۍ دښمني په پامنيوي پر وړاندې يې ودرېدل. بلخوا ليدل يې، چې مشر يې عثمان (رض) په ((حش کوکب)) کې ښخ شوى و او د خپل نيکه تر څنګ د حسن بن علي ښخېدل ورته عار او ذلت دى؛ نو ځکه شور ځوږ يې جوړ کړ: پالونکيه! جګړه تر آرامۍ غورۀ ده، عثمان (رض) د مدينې په روستيو برخو او حسن يې د نيکه تر څنګ ښخ شي!

مروان بن حکم او سعيد بن عاص عايشې بي بي ته ورغلل راويې پاروله او مرسته يې ترې وغوښته؛ ځکه پوهېدل، چې د عايشې بي بي د علي او فاطمې اولاده ښه نه ايسي، ورته يې وويل: یا ام المؤمنين! حسين غواړي، چې خپل رور حسن د رسول اکرم (ص) تر څنګ ښخ کړي، پر خداى قسم که دا کار وشي؛ نو تر قيامته به د ستا پلار او ملګري وياړ له منځه ولاړ شي.

عايشې بي بي مروان ته يې وويل: څه کړاى شم؟

ويې ويل: راپاڅه او مخه يې ونيسه.

پر غاتره ورسپره شوه او د جنازې ګډونوالو ته راغله، ويې ويل: خوښه مې نه ده، چې څوک مې کوټې ته را دننه کړئ، که حسن مې په خونه کې ښخ شي؛ نو سر به کل کړم[643].

ابن ابي الحديد وايي: چې عايشې بي بي د مروان وسله وليده. ډارېده، چې ستر شر به راولاړ شي او وينې به وبهېږي؛ نو ويې ويل: دا زما کور دى او چاته اجازه نه ورکوم، پکې ښخ شي؛ خو امام حسين يې څه پروا نه درلوده او غوښتل يې، چې امام حسن د خپل نيکه تر څنګ ښخ کړي[644].

محمد بن حنفيه عايشې بي بي ته وويل: له بني هاشمو سره د دښمني په پار ددې کاره مخنيوى کوې؟ په غوسه يې ورته وويل: د حنفيه زويه! د فاطمې اولاد چوپ دى او ته خبرې کوې؟….. په پاى کې د عايشې بي بي او امويانو د مخالفت له وجهې، امام حسين د امام حسن جنازه بقيع ته بوتله او ښخ يې کړ[645].

ابوهريره (رض) او مروان

ابوهريره (رض)، چې د رسول اکرم (ص) د قبر تر څنګ د امويانو، مروان او عايشې بي بي مخالفت وليد، ويې ويل: که ووينئ، چې د موسى (ع) زوى راولي، چې د خپل پلار ترڅنګ يې ښخ کړي؛ خو پرېنښوول شي؛ نو ظلم به يې پرې کړى نه وي؟

وويل شول: هو!

ابو هريره (رض) وويل: دا د رسول الله (ص) زوى دى، راوستى يې دى، چې تر څنګ يې ښخ کړي[646].

په بل روايت کې راغلي: ابوهريره (رض) مروان ته وويل: حسن نه پرېږدې، چې دلته ښخ شي. حال داچې له رسول الله (ص) مې واورېدل، چې ويل يې: ((الحسن والحسين سيد اشباب اهل الجنة: حسن و حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي)).

مروان وويل: دا خبره پرېږده، ته وا د رسول الله (ص) حديث به ضايع شوى واى، چې يوازې تا او ابو سعيد ياد کړى دى[647].

ابان د عثمان (رض) زوى وويل: دا به عجيبه څيز وي، چې د عثمان (رض) د وژونکي زوى به له رسول اکرم (ص)، ابوبکر (رض) او عمر (رض) تر څنګ ښخېږي؛ خو مظلوم شهيد اميرالمؤمنين (عثمان) به په ((عرقد)) هديره کې خاورته سپارل شوى وي[648]!!

منذر  بن جهم وايي: د حسن بن علي د ښخولو پر سر، چې د بني هاشمو او بني اميه و اختلاف راغى؛ نو سعد ابن وقاص (رض) او ابو هريره (رض) د شخړې هواري ته له امام حسين سره خبرې اترې وکړې، تردې چې امام حسين يې له خپل هوډه واړو[649].

د اهل بيتو عزا داري‎

د امام حسن تر شهادت روسته نارينه و او ښځېنه و، تر اوو ورځو ژړل او د بني هاشمو ښځو تر يوې مياشتې ويربولنې غونډې ورته نيولې وې، ځان يې نه سینګاراوه او تر يوه کاله يې تورې جامې اغوستې[650].

د امام حسن د شهادت غبرګون‎

مدينه:

په مدينه کې، چې خلک د امام له وفاته خبر شو؛ نو هر چا ورپسې ژړل[651].

مکه:

په مکه معظمه کې خلکو خپل کسب وکار بند کړ، نارينه و او ښځېنه و اوه ورځې په ژړا تېرې کړې[652].

بصره:

عبدالله بن سلمه، بصره د امام له وفاته خبره کړه او ابوبکره وويل: خلکو يو ستر خير له لاسه ورکړ[653].

کوفه:

 کوفه، چې د امام له شهادته خبره شوه؛ نو خلک د سليمان بن صرد خزاعي په کور کې راټول شول او امام حسين ته يې د تسليت يو ليک ورولېږه[654].

ويل شوي: د حسن بن علي د شهادت له امله پر عربانو ړومبى ذلت راغى[655].

شام:

په شام کې، چې معاويه د ابوسفيان زوى د امام حسن له شهادته خبر شو، په ((شنه ماڼۍ)) کې يې تکبير ووايه. مېرمنې يې فاختې ورته وويل: په دې خبره دومره خوشحال يې. ورته يې وويل: حسن بن علي مړ شوى دى. فاختې وژړل او ((انا لله و انا اليه راجعون)) يې ووايه، په ژړا يې وويل: سيد مسلمين له نړۍ ولاړ او د رسول الله (ص) د لور زوى و[656].

معاويه د زهرو د اغېز په اړه وويل: له حسنه حيران يم، چې د شاتو په هغه شربت، چې د رومه اوبه پکې ورګډې وې وڅښه او ومړ[657].

رُومه: په مدينه کې د يوې څاه نامه ده او سمهودي په وفاء الوفا: ٣/٩٦٧ کې روايت کړى: مهاجرين، مدينې ته ورغلل؛ نو اوبه يې پرې ښه رانغلې. د بني غفار ټبر يو تن يوه څاه درلوده، رُومه يې ورته وايه او هر خیګ اوبه يې په يوه مد پلورلې.

معاويه او ابن عباس (رض):‎

تاريخپوهانو روايت کړي: ابن عباس (رض) په شام کې معاويه ته ورغى، معاويه ورته وويل: د عباس زويه! حسن مړ شوى دى. ابن عباس وويل: هو! وفات شوى (انا لله و انا اليه راجعون) يې دوه ځل ووايه. معاويه ته يې وويل: خبر شوى يم په مړينه يې خوشحال شوى يې. پوه شه، پر خداى قسم، تنه يې ستا د قبر د لارې نه خنډېږي او د عمر لنډون يې په دنيا کې ستا مهلت نه زياتوي. حسن له نړۍ ولاړ او سکه، چې درنه غورۀ و، که موږ يې په نشتون کې غمځپلي يو؛ نو تر ده غورۀ وړاندې يې، د نيکه رسول الله (ص) په مصيبت کې غمځپلي وو، خداى دې ددې مصيبت راجبران کړي او غورۀ سړى دې يې ځايناستى کړي. بيا ابن عباس وژړل او ورسره ناست هم په ژړا شول.

معاويه هم په ظاهره خپګان څرګند کړ، و يې ويل: ابن عباسه! د حسن بن علي کوچني اولادونه شته[658]؟

ابن عباس ورته وويل: موږ کوچنيان وو، او حسن بن علي مو مشر و.

معاويه وويل حسن بن علي د مړينې پر مهال څو کلن و؟

ابن عباس وويل:حسن بن علي تر دې خورا ستر دى، چې څوک يې د زوکړې پر کال ونه پوهېږي.

معاويه څو شېبې چوپ شو، بيا يې ابن عباس ته وويل:تر ده روسته ته يې مشر يې؟

ابن عباس يې، چې پر مطلب پوهېده، ورته وويل: تر هغه وخته، چې خداى ابا عبدالله _امام حسين_ ژوندى لري، دغسې نه ده.

معاويه وويل: ابن عباسه! د هرې پوښتنې ځواب دې راکړ[659].

معاويه ته د مروان ليک‎

چې حسن بن علي يې په بقيع کې خاورو ته وسپاره، مروان شام ته يو استازى ورولېږه او څه چې تېر شوي ول، ترې يې خبر کړ، په ليک کې يې کښلي ول: د جګړې جامې مو اغوستې وې، دوه زره تنه وسلوال مو چمتو کړي وو او پرې مو نه ښوول، چې له ابوبکر (رض) او عمر (رض) سره درېيمې تن ښخ شي، حال داچې عثمان (رض) ورسره ښخ شوى نه دى او دوى هماغوی دي، چې له عثمان (رض) سره هغه ډول چلېدلي وو.

معاويه په ځواب کې ليک ورولېږه او مننه يې ترې وکړه. بيا يې سعيد بن عاص د مدينې له ولايته لرې کړ او پر ځاى مروان د حکم زوى وګوماره[660].

د امام حسن (رض) عمر او د شهادت نېټه

ابوالفرج وايي: داچې امام حسن د شهادت پر مهال څو کلن و، په اړه يې اختلاف دى، ورپسې د جعفر بن محمد (رح) روايت راولي: امام حسن په ٤٨ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

ابوالحسن مدايني وايي: امام حسن پر ٤٩ س وفات شو او ٤٧ کلن و[661].

روايت شوى، چې امام په ٤٩ کلنۍ کې وفات شوى.[662]

کليني وايي: امام حسن د بدر غزا پر کال، يعنې دويم هجري کال وزېږېد، او بل روايت د هجرت درېيم کال ښوولى، چې د ٤٩ هجري کال د صفرې په پاى کې وفات شوى او عمر يې څو مياشتې له پاسه ٤٧ کاله و[663].

طبري د يوه روايت له مخې د وفات پر مهال يې عمر (٤٧) او په بل کې (٤٦) کلن ښوولى دى[664].

سبزاوري وايي: امام په مدينه کې په ٤٧ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې[665].

امام صادق يې له پلاره روايتوي: حسين بن علي به هره جمعې شپه د خپل رور د قبر زيارت ته ورته[666]. امام حسين، چې خپل رور امام حسن په قبر کې کېښود، شعر يې ووايه،چې پښتو مفهوم يې دادى:

((ايا سر مې معطر کړم؛ خو ستا مخ دې پر خاورو او بدن دې لغړوي؟ يا زه له کومه ښه څيزه خوند واخلم؟ هو څوک چې در نژدې وي حبیب دى، چې کوتر غومبر وکړي يا له جنوبه د صبا باد ولګي، درباندې ژاړم. او تر هغه وخته، چې په سترګو کې مې اوښکې وي او تر هغه وخته، چې د حجاز ونې شنې لښتې لري. ژړا مې اوږده او اوښکې مې بهېږي. حال داچې ته لرې او مزار دې نژدې دى. ته د چاپېريال په کورنو کې مسافر يې، هو څوک تر خاورو لاندې وي مسافر دى. څوک چې ژوندى دى، خوشحال نه وي، د هغه پرخلاف چې الوت يې کړى او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړي او هر ځوان ته د مرګ يوه برخه شته. هغه به لوټ شوى نه وي، چې مال يې له لاسه ورکړى وي، بلکې لوټ شوى هغه دى، چې خپل رور يې په خپل لاس خاورو ته سپارلى. هغه ډېر درته نژدې و، چې د شپو شپو يې پټې خبرې درسره کولې او هغه ته نور څوک ورنژدې نشته، تر خاورو لاندې پروت دى[667].))

امام حسين د خپل رور د قبر تر څنګ ودرېد او په ويرجن حالت يې ورته وويل: ((ابا محمده! خداى دې درولورېږي، څه چې خداى درنه غوښتي او کوم امامت، چې درترغاړې و، ښه دې ورپام و….. دنيا ته دې په سپکه سترګو وکتل، له هر لوري دې پاک لاس ورکېښود او سپېڅلى ترې ولاړې، په ډېر بصيرت او ليدانې دې د خپلو غليمانو د چل ول مخه ونيوه او ولې به داسې نه وي، چې د نبوت د لړۍ زوى او د حکمت د شيدو تى دې رولى و؛  نو روح او ريحان ته ورځه او په جنت او نعمت کې پرېوځه، خداى دې موږ او تاسې ته ددې ستر مصيبت اجر راکړي او د خپل امام په نشتون کې دې زغم راپېرزو کړي[668])).

محمد بن حنفيه په بقيع(*) کې د خپل شهيد رور امام حسن پر قبر ودرېد ويې ويل: ابا محمده! خداى دې درولورېږي، پر خداى قسم که ژوند دې د عزت لامل و، نشتون او وفات دې په حقيقت کې ماتې وه، په بدن کې دې څه ښکلې او ښه روح او ساه وه او څه ښکلى بدن دې درلود، کفن راونغاړلې او څه ښه کفن و، چې په لحد کې کېښوول شوې او ولې به دغسې نه وي؛ ځکه ته خو د ښيون او پر تقوا د پابند زوى او د کسا له اصحابو وې، نيکه دې محمد مصطفى، پلار دې علي مرتضى، مور دې فاطمه زهرا او په جنت کې دې تره جعفر طيار دى، د اسلام په لمن کې وپالل شوې او د ايمان تيونه دې رودلي؛ نو په ژوندوني او مرګ پاک یې، ستا په ژوندونې مې کله هم کينه درسره نه وه کړې او څه چې درغورۀ شول، شکمن پکې نشوم او په رښتيا ته او رور دې د جنتي ځوانانو ښاغلي ياست، ابا محمده! زموږ سلام دې پرې وي[669].

خلک د ښخولو تر مراسمو روسته امام حسين (رض) ته ورغلل او تسليت يې ورته ووايه او حسين (رض) هم ترې مننه وکړه[670].

(*) بقيع يا د غرقد بقيع: د مدينې يو مړيستون دى، په مجمع البحرين کې راغلي: بقيع پراخ ځاى ته وايي: او ويل شوي، چې په کوم ځاى کې، ونه نه وي بقيع ورته نه وايي او د عرقد بقيع په دې مفهوم ده، غرقد د يوې ونې نامه ده. پر هر حال د بقيع هديره يوه سپېڅلې ځمکه ده، چې په يوه روايت کې راغلي: ((البقيع والحجون يو خذان با اطرافها وينشران فى الجنة= بقيع او حجون به را اخلي او په جنت کې به يې ږدي)) او هم راغلي: ((السلام على البقيع و ماضم البقيع من الانبياء و المرسلين والصديقين و الشهداء والصالحين[671]))، له ظاهره يې معلومېږي، چې پکې انبياء هم ښخ شوي دي او دغسې ډېر اصحاب او تابعين هم، په بقيع کې د رسول اکرم (ص) اولاد، د فاطمې بي بي ځوځات، ګڼ شمېر بني هاشم، د امام حسن، علي بن الحسن (امام زين العابدين)، محمد بن علي (امام باقر) او جعفر بن محمد (امام جعفر صادق)، ترڅنګ د علي (ک) د مور فاطمې بنت اسد او عباس بن عبدالمطلب قبرونه هم دي. شونې ده فاطمة الزهرا (س) هم، همدلته ښخه کړاى شوې وي. والله العالم.

 دلته لومړى عباس بن عبدالمطلب(رض) ښخ شو او په مهاجرينو کې لومړى تن عثمان بن مظعون (رض) د هجرت په لومړيو کې په بقيع کې ښخ کړاى شو.

پنځلسم څپرکى

 

د امام حسن (رض) د پېر مهمې پېښې

 

د څلوېښتم کال پېښې:

د رمضان پر ٢١ مه، امير المؤمنين علي (ک) شهيد شو او خلکو پر همدې ورځ له امام حسن سره بيعت وکړ او قيس بن سعد ړومبى تن و، چې بيعت يې وکړ.

مغيره بن شعبه خبر شو، چې عتبة بن ابي سفيان د حج امير ټاکل شوى دى؛  نو د معاويه له لوري يې يو جعلي ليک وکښه، د خلکو د حج مشري وکړه ده د ((ترويه)) ورځ د عرفې ورځ او د عرفې ورځ يې د اختر ورځ کړه، چې څوک پرې خبر نشي[672].

اشعث بن قيس کندي د علي (ک) تر شهادت څلوېښت ورځې روسته ومړ او حسن بن علي يې د جنازې لمونځ وکړ.

حسان بن ثابت او د رسول اکرم مريي ابو رافع (رض) وفات شول.

معيقيب بن ابي فاطمه دوسي د رسول اکرم (ص) يو صحابي ومړ، اسلام يې وړاندې راوړى و او په دويم هجرت کې حبشې ته مهاجر شوى و، د رسول الله (ص) مُهر ورسره و، پر جذام ناروغۍ اخته و او ابوبکر (رض) او عمر (رض) د بيت المال پازوالي ورسپارلې وه. د عثمان (رض) پر مهال د نبي کريم مهر ورسره و او له لاسه يې ولوېد[673].

خو ابن اثير په ١١٣ مخ کې د ٣٠ س په پېښو کې راوړي: په مدينه کې يې د څښلو اوبو ته يوه څاه وکنله او عثمان (رض) پر څاه ناست، د  پېغمبر (ص) مهر يې په ګوتو کې اړو را اړو، څاه ته ترې ولوېده، ډېر خپه شو له څاه يې اوبه راوايستلې؛ خو پيدا نشو او پيدا کېدو ته يې ډېر انعام ورته وټاکه؛  خو چې له پيدا کېدو يې نهيلي شو، په څېر يې بل مهر جوړ کړ.

د ٤١ س پېښې

د ربيع الاول مياشتې پینځه ورځې پاتې وې، چې امام حسن له خپل لښکر سره د معاويه پر لور ور روان شو او په مداين کې له پېښو (چې مخکې ورته اشاره شوې ده) څرګنده شوه، چې عراقيان له معاويه سره د جګړې وس نه لري؛ نو له ناچارۍ يې له حضرت حضرت حضرت حضرت حضرت معاویه سره سوله وکړه.

امام حسن له خپلې کورنۍ سره له کوفې نه مدينې ته را روان شو[674].

د معاويه او قيس بن سعد (رض) تر منځ سوله وشوه او قيس ځان او د علي لارويانو ته امان وغوښت.

معاويه، مغيره بن شعبه دکوفې امير وټاکه او مغيره پر همدې کال په علي (ک) پسې کنځل پيل کړل[675].

د ٤٢ س پېښې:

معاويه، مروان بن حکم د مدينې والي کړ، خالد بن عاص بن هشام يې د مکې والي وټاکه او د يوه روايت له مخې حجاج بن يوسف وزيږيد[676].

د ٤٣س پېښې:

مستور بن علقمه خارجي، مداين سره نژدې له يو شمېر خوارجو سره پاڅون وکړ، د کوفې والي مغيره بن شعبه د درېيو زروتنو په ملاتړ معقل بن قيس ورولېږه، ټول يې ووژل او يوازې عبدالله بن عقبه په منډه کوفې ته راغى[677].

ددې کال په کوچني اختر کې عمرو عاص په ٩٠ کلنۍ کې ومړ[678].

د ٤٤س پېښې:

معاويه د ابو سفيان زوى، زياد بن سميه په ځان پورې راونښلاوه، خپل رور يې ورته ووايه او د ابوسفيان زوى يې معرفي کړ. او دا لومړى يو کار و، چې معاويه په ډاګه د اسلام شريعت رد کړ؛ ځکه نبي کريم (ص) حکم کړى و، له زنا حرمونى د فراش او مور دى او بايد زناکار سړى خپله سزا وويني[679].

سيوطي وايي: دا ړومبۍ پېښه ده، چې په اسلام کې د پېغمبر حکم واړول شو، ثعلبي او نورو هم ياد کړى دى[680].

د  پېغمبراکرم مېرمن او د ابوسفيان لور ام حبيبه له نړۍ سترګې پټې کړې[681].

عبدالله بن قيس په ابو موسى اشعري مشهور ومړ، لنډ قدى او لږه ږيره يې درلوده، او د علي (ک) او معاويه په منځګړتوب کې عمرو عاص وغولاوه[682].

د ٤٥ س پېښې:

د  پېغمبر اکرم مېرمن حضرت حفصه بي بي د عمر بن خطاب (رض) لور او د عبدالله بن عمر (رض) خور (چې د دواړو مور زينب بن مظعون وه) وفات شوه.

زيد بن ثابت انصاري (رض) په ٥٦ کلنۍ کې وفات شو.

عثمان بن حنيف د سعد (رض) رور له نړۍ سترګې پټې کړې[683].

معاويه، زياد (خپل رور کړاى شوي ته) د بصرې ولايت ورکړ، دومره ډار يې خپور کړ، چې په ګومان يې خلک نيول او سزا يې ورکوله، د چا له لاسه به چې څه ولوېدل، چا به نه را اخسته، څو خاوند يې راشي، او چا هم د خپل کور ور نه بنداوه[684].

د ٤٦ س پېښې

عبدالرحمن بن خالد بن وليد له رومه حمص ته راستون شو او له نړۍ يې سترګې پټې کړې. عبدالرحمن په خلکو کې ټولمنلى و، تر معاويه روسته به يې خپل امير ټاکي، معاويه له دې حالته وډار شو او له ابن اُثال نصراني سره يې ژمنه وکړه، چې پر عبدالرحمن زهر وخورۀ ، تر ژونده به له ماليې ورکولو معاف يې او هم د حمص ماليه راټولوه. ابن اُثال همدا کړلار عملي کړه او معاويه هم پر خپلې ژمنې ورسره ودرېد[685].

هرم بن حيان ازدي (رض) وفات شو، د دويم خليفه (رض) يو چارواکى و، د بصرې له زاهدو فقهاوو ګڼل کېده[686].

د ٤٧ س پېښې

معاويه بن ابوسفيان، عبدالله د عمرو عاص زوى د مصر له حکومته لرې کړ او پر ځاى يې معاويه بن حديج وټاکه[687].

عبدالرحمن د حضرت ابو بکر (رض) زوى ورته وويل: معاويه دې بدله درکړه! زما رور محمد بن ابوبکر (رض) دې شهيد کړ، د مصر والي شې او اوس يې والي شوې.

معاويه بن حديج ورته وويل: محمد مې له عثمان (رض) سره د کړه وړو په پار وواژه.

عبدالرحمن ورته وويل: که دا کار دې د عثمان (رض) د کسات اخستو لپاره کړى واى؛ نو له معاويه سره به په هغه څه کې نه يوځاى کېدې، چې عمرو عاص له ابو موسى اشعري سره وکړل او و يې غولاوه او ته ړومبى تن وې، چې راپاڅېدې او له معاويه سره دې بيعت وکړ[688].

د ٤٨س پېښې

معاويه، له مروان بن حکم څخه فدک بېرته واخست، چې مخکې يې ورډالۍ کړى و[689].

د ٤٩ س پېښې:

په کوفه کې د طاعون ناروغي راغله، مغيره يې والي و، له ناروغۍ وتښتېد، ناروغي ورکه شوه، بېرته راغى؛ خو پر طاعون اخته او هلاک شو[690].

معاويه د ربيع الاول په مياشت کې مروان بن حکم د مدينې له ولايته لرې کړ او په ربيع الاخر کې يې پر ځاى سعيد بن عاص وټاکه او مروان اته کاله او دوه مياشتې د مدينې والي و[691].

د ٥٠س پېښې

د مشهورې وينا له مخې امام حسن مجتبى (رض) پر همدې کال شهيد کړاى شوى دى.

ابن اثير په کامل ٣/٤٦٠ کې د امام حسن شهادت ٤٩س ښوولى دى او وايي: پر دې کال حسن بن علي وفات شو او مېرمن يې جعدې د اشعث بن قيس کندي لور زهر ورکړل.

سيوطي په تاريخ الخلفا ٢١٠ مخ کې وايي: حسن په مدينه کې په زهرو له نړۍ سترګې پټې کړې، مېرمن يې جعدې د قيس لور زهر ورکړل؛ ځکه يزيد دسيسه ور‎جوړه کړه، که حسن ووژنې نکاح به دې کړم؛ نو جعدې امام مسموم کړ. حسن، وفات شو، يزيد ته يې يو تن ورولېږه، پر وعدې دې وفا وکړه، يزيد ورته وويل: ته مې حسن ته وړ نه ليدې؛ نو څنګه دې ځان ته وړ وبولم؟! او امام پر ٤٩س وفات شو او ويل شوي، پر ٥٠ س د ربيع الاول پر پينځمه او هم ويل شوي، پر ٥١س وفات شوى دى.

معاويه تر ځان روسته د يزيد لپاره له شاميانو بيعت واخست او مروان خلکو ته وويل: د امير المؤمنين (معاويه) نظر دا دى، خپل زوى يزيد ته بيعت درنه واخلي او دا د ابوبکر (رض) او عمر (رض) دود هم و، عبدالرحمن د ابوبکر (رض) زوى پاڅېد ويې ويل: بلکې دا د کسرى او قيصر دود دى؛ ځکه ابوبکر (رض) او عمر (رض) خلافت نه خپلو زامنو او نه خپلو کورنيو ته ورکړ[692].

معاويه د ابوسفيان زوى امر وکړ، چې د پېغمبر (ص) منبر له مدينې څخه شام ته ولېږدول شي، ويې ويل: داچې مدينوال د عثمان (رض) وژونکي دي؛ نو نه ښايي د پېغمبر (ص) منبر او کونټۍ په مدينه کې وي، کونټۍ له سعد قرظي (رض) سره وه، او يو تن يې ورولېږه، چې کله يې د نبي اکرم (ص) منبر له ځايه راخوځاوه، لمر تندر ونيو او دومره تياره شوه، چې ستوري راښکاره شول، خلک وډار شول او له دې هوډه تېر شول او منبر يې پر خپل ځاى پرېښود[693].

* کتابښود:

۱- آثار البلاد و اخبار العباد، قزوینی، بیروت، دار صادر.

۲- ابصار العین، سماوی، قم، مکتبة بصیرتی.

۳- اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، حر عاملی، ایران،المطبعة العلمیة.

۴- الاحتجاج، طبرسی، قم، دارالاسوه.

۵- الاخبار الطوال، ابن قتیبه دینوری، قم، دارالشریف الرضی.

۶- الاختصاص، شیخ مفید، قم، انتشارات بصیرتی.

۷- الارشاد، شیخ مفید، مؤسسه آل البیت.

۸- الاستیعاب، ابن عبدالبر، قاهره، نجاله للطباعة  و النشر.

۹- اسدالغابه، ابن اثیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی.

۱۰- الاصابة، ابن حجر، بیروت دارالکتب العلمیة.

۱۱- الأصول من الکافی، کلینی، تهران، دارالکتب الاسلامیة.

۱۲- اعلام الوری، طبرسی، بیروت، دار المعرفة.

۱۳- أعیان الشیعه، سیدمحسن الامین، بیروت، دار التعارف.

۱۴- الامالی، شیخ صدوق، قم، مؤسسة البعثة.

۱۵- الامالی، شیخ مفید،قم، موسسة النشر الاسلامی.

۱۶- الامالی، شیخ طوسی، قم، موسسة البعثة.

۱۷- الامامة و السیاسة، ابن قتیبه، بیروت، دارالمعرفة.

۱۸- انساب الاشراف، بلاذری، بیروت، مؤسسة الاعلمی.

۱۹- الانوار البهیه، شیخ عباس قمی، قم، دارالشریف الرضی.

۲۰- بحارالانوار، مجلسی، بیروت، دار الوفاء.

۲۱- البدایة و النهایه، ابن کثیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی.

۲۲- البرهان فی تفسیر القرآن، البحرانی، قم، مؤسسة البعثة.

۲۳- تفسیر فرات الکوفی، فرات الکوفی، تهران، مؤسسة طبع و نشر وزارة الارشاد.

۲۴- التفسیر الکبیر، فخررازی، بیروت، دارالکتب العلمیة.

۲۵- تفسیر الکشاف، زمخشری، قم، نشر ادب الحوزة.

۲۶- تفسیر کنز الدقائق، مشهدی، تهران، موسسة طبع و نشر وزارة الارشاد.

۲۷- تفسیر مجمع البیان، طبرسی، تهران، انتشارت اسلامیه.

۲۸- تاریخ بغداد، خطیب بغدادی، بیروت، دار الکتب.

۲۹- تاریخ الخلفاء، سیوطی، مصر، مطبعة السعادة.

۳۰- تاریخ الطبری، محمد بن جریر طبری، بیروت، مؤسسة الاعلمی.

۳۱- تاریخ مدینة دمشق، ابن عساکر، بیروت، دارالفکر.

۳۲- تاریخ المدینة المنورة، ابن شبه، قم، دارالفکر.

۳۳- تاریخ الیعقوبی، احمد بن ابی یعقوب، بیروت، دار صادر.

۳۴- تتمة المنتهی، شیخ عباس قمی، قم، انتشارات مؤمنین.

۳۵- تحف العقول، ابن شعبه حرانی، بیروت، مؤسسة الاعلمی.

۳۶- تحفة الاحباب، شیخ عباس قمی، تهران، دار الکتب الاسلامیة.

۳۷- تنقیح المقال، مامقانی، چاپ سنګی.

۳۸- تذکرة الخواص، ابن جوزی، بیروت.

۳۹-تنبیه الخواطر، ورام، ایران، مکتبة الفقیه.

۴۰- تهذیب الاحکام، شیخ طوسی، تهران، دار الکتب الاسلامیة.

۴۱- تهذیب التهذیب، ابن حجر، بیروت، دارالفکر.

۴۲- جامع الأحادیث، سبزواری، قم، مؤسسة أل البیت.

۴۳- جامع الأخبار، جعفر بن احمد، مشهد، انتشارات آستان قدس رضوی.

۴۴- جامع الرواة، اردبیلی، قم، انتشارات مصطفوی.

۴۵- جامع السعادات، نراقی، نجف، دارالنعمان.

۴۶- جامع النورین، ملااسماعیل، تهران، انتشارات علمیه اسلامیه.

۴۷- جلاء العیون، سید عبدالله شبر، قم، مکتبة بصیرتی.

۴۸-  حلیة الأبرار، البحرانی، قم، موسسة المعارف.

۴۹- حلیة الأولیاء، ابونعیم، بیروت، دارالفکر.

۵۰- حیاة الامام الحسن (ع)، باقر شریف القرشی، قم، انتشارات اسماعلیلیان.

۵۱- حیاة الحیوان، دمیری، قم، دار الشریف الرضی.

۵۲- الخصال، شیخ صدوق، نجف، المطبعة الحیدریه.

۵۳- الدر النظیم، جمال الدین شامی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی.

۵۴- دلائل الامامه، طبری، قم، منشورات الرضی.

۵۵- دلائل الصدق،مظفر، قم، مکتبة بصیرتی.

۵۶- ربیع الأبرار، زمخشری، بیروت، مؤسسة الاعلمی.

۵۷- روضة الکافی، کلینی، تهران، دار الکتب الاسلامیة.

۵۸- السبعة من السلف، فیروز آبادی، قم، مکتبة فیروز آبادی.

۵۹- سفینة البحار، محدث قمی، تهران، کتابخانه سنائی.

۶۰- سیر اعلام النبلاء، ذهبی، بیروت، مؤسسة الرساله.

۶۱- شرح قصیدة ابی فراس، امیرالحاج، دارالطباعة، سنګی.

۶۲- شرح نهج البلاغه، ابن ابی الحدید، بیروت، دار احیاء التراث العربی.

۶۳- صحیح البخاری، محمد بن اسماعیل، مطابع الشعب.

۶۴- صحیح مسلم، مسلم بن حجاج، بیروت، دارالفکر.

۶۵- صفة الصفوة، ابن جوزی، بیروت، دارالکتب العلمیة.

۶۶- الطبقات الکبری، محمد بن سعد، بیروت، دار صادر.

۶۷- العقد الفرید، ابن عبد ربه، بیروت، مکتبة الهلال.

۶۸- علل الشرایع، شیخ صدوق، قم، مؤسسة النشر الاسلامی.

۶۹- العمدة، ابن بطریق، قم، مؤسسة النشر الاسلامی.

۷۰- عوالم العلوم، بحرانی، قم، مدرسة الامام المهدی(عج).

۷۱- العین، خلیل بن احمد، بیروت دار احیاء التراث العربی.

۷۲- عیون اخبار الرضا، شیخ صدوق، مؤسسة الاعلمی.

۷۳- الغیبه، شیخ طوسی، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیه.

۷۴- الغیبة للنعمانی، محمد بن ابراهیم، تهران، مکتبة الصدوق.

۷۵- فروع الکافی، کلینی، تهران، مکتبة الصدوق.

۷۶- فضائل الخمسه، فیروزآبادی، تهران، دار الکتب الاسلامیه.

۷۷- قرب الاسناد، حمیری، قم، مؤسسة آل البیت.

۷۸- کامل الزیارات، ابن  قولویه، تهران، مکتبة الصدوق.

۷۹- الکامل فی التاریخ، ابن اثیر، بیروت، دار صادر.

۸۰- کشف الغمه، اربلی، تبریز، انتشارات بنی هاشمی.

۸۱- کشف المحجه، ابن طاووس، قم، انتشارات بنی هاشمی.

۸۲- کمال الدین، شیخ صدوق، تهران، انتشارات اسلامیه.

۸۳- کنز العمال، علاء الدین المتقی، بیروت، مؤسسة الرساله.

۸۴- مجمع البحرین، طریحی، تهران، المکتبة المرتضویة.

۸۵- مجمع  الزوائد، هیثمی، بیروت، دار الکتب العلمیة.

۸۶- المحاسن و المساوی، بیهقی، بیروت.

۸۷- محاضرات الأدباء، راغب، بیروت، دار و مکتبة الحیاة.

۸۸- المحلی، ابن حزم، بیروت، دار الفکر.

۸۹- مدینة المعاجز، بحرانی، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة.

۹۰- مراصد الاطلاع، بغدادی، بیروت، دارالمعرفة.

۹۱- المستدرک عل الصحیحین، حاکم نیشاپوری، بیروت، دار المعرفة.

۹۲- مستدرک الوسائل، نوری، قم، مؤسسة آل البیت.

۹۳- مسند احمد بن حنبل، بیروت، دار صادر.

۹۴- مسند الامام المجتبی، عزیز الله عطاردی، ایران.

۹۵- المعارف، ابن قتیبه، قم، منشورات الشریف الرضی.

۹۶- معانی الاخبار، شیخ صدوق، قم، مکتبة المفید.

۹۷- معجم البلدان، یاقوت حموی، بیروت، دار صادر.

۹۸- المعجم الکبیر، طبرانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی.

۹۹- المفردات، راغب اصفهانی، بیروت، دار الکتب  العلمیه.

۱۰۰- مقاتل الطالبیین، ابوالفرج اصفهانی، قم، انتشارات اسماعیلیان.

۱۰۱- منتخب التواریخ، ملاهاشم خراسانی، تهران، انتشارات علمیه اسلامیه.

۱۰۲- المنتظم، ابن جوزی، بیروت، دار الکتب العلمیه.

۱۰۳- من لا یحضره الفقیه، شیخ صدوق، قم، مؤسسة النشر الاسلامی.

۱۰۴- منهاج البراعه، حبیب الله خوئی، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی.

۱۰۵- مهج الدعوات، ابن طاووس، قم، دار الذخائر.

۱۰۶- مروج الذهب، مسعودی، بیروت، دار الاندلس.

۱۰۷- المناقب، ابن شهر آشوب، قم، انتشارات علامه.

۱۰۸- میزان الاعتدال، ذهبی، بیروت، دار المعرفة.

۱۰۹- النزاع و التخاصم، مقریزی، بیروت.

۱۱۰- نفثة المصدور، شیخ عباس قمی، قم، مکتبة بصیرتی.

۱۱۱- نفس المهموم، شیخ عباس قمی، قم، مکتبة بصیرتی.

۱۱۲- النصایح الکافیه، محمد بن عقیل، بیروت، دار الثقافة.

۱۱۳- نهج البلاغه، صبحی الصالح، قم، دار الهجرة.

۱۱۴- وسائل الشیعه، حر عاملی، قم، مؤسسه آل البیت.

۱۱۵- وفاء الوفاء، سمهودی، بیروت، دار احیاء التراث العربی.

۱۱۶- وفیات الأعیان، ابن خلکان، قم، منشورات الرضی.

۱۱۷- وقعة صفین، نصر بن مزاحم، قم، مکتبة بصیرتی.

۱۱۸- ینابیع الموده، قندوزی، قم، دار الاسوه.

 

 

[1] فخر رازي تفسير: ٢٧/١٦٦

[2] فخر رازي تفسير: ٢٧/١٦٦

[3] اعراف/ ١٥٨ آيت

[4] نور ٦٣ آيت

[5] آل عمران ٣١ آيت

[6] احزاب ٢١ آيت

[7] فخر رازي تفسير: ٢٧/١٦٥)

[8] احزاب ٣٣ آيت

[9] احزاب  ٣٣ آيت:

[10] )حياة الامام الحسن: ١/٨٥، البداية و النهايه: ٨/٢٠٥).

[11] آل عمران  ٦١ آيت

[12] البداية والنهايه: ٧/٣٤٠.

[13] سفينة البحار: ١/١١٢

[14] انسان )د هر) ٧ او ٨ آيتونه

[15] اسد الغابه: ٧/٢٥٦ مخ، کنزالدقائق تفسير: ١٤/٥٢ مخ.

[16] (حياة الام مالحسن: ١/١٠٤، اسد الغابه: ٤/٢٩).

[17]  ځينو ويلي له ((باب خطه(( مراد، بيت المقدس دى، ځينو ويلي: هغه قبله ده، چې موسى )ع) او بني اسراييلو ورته لمونځ کاوه، ځينو ويلي، چې له بابه مراد هغه کلى دى، چې بني اسراييل مؤظف شوي ول، ورننوځي. له امام باقره (رح) روايت دى: نحن باب حطتکم: موږ ستاسې ((باب حطه(( يو )مجمع البيان: ١/١١٩).

[18] ( مجمع الزوائد: ٩/١٦٨).

[19] سفينة البحار: ١/١٩٣.

[20] (کنزالعمال: ٧/١٠٢)

[21] (حياة الامام الحسن: ١/١٠٣).

[22] (اسد الغابه: ٢/١٣ او ١٨ مخونه، سفينة البحار: ١/٢١٠ له ابو سيد خدري (رض) يې روايت کړى).

[23] (پورته سرچينه).

[24] (حياة الامام الحسن: ١/١٠٤)

[25] (حاکم نيشاپوري، مستدرک: ٣/١٤٩).

[26] (امام فخر رازي، تفسير: ٢٧/١٦٥، سفينة البحار: ١/٢٠٣).

[27] (ابن عساکر تاريخ، د علي بن ابي طالب د حالاتو شرح: ٢/١٥٩، ٥٤٤ ګڼه حديث).

[28] (کنز العمال: ١٢/١٠٣، ١٩٨ ٣٤ ګڼه حديث)

[29] (کشف الغمه: ١/٥٢)

[30] (کشف الغمه: ١/٥٢٦)

[31] (شيخ صدوق، امالي: ٥٦٠ مخ، ٧٤٨ ګڼه حديث).

[32] (بحار الانوار: ٤٣/٢٦٢)

[33] (البدايه و النهايه: ٨/٣٥)

[34] (تېره سرچينه).

[35] (حياة الامام الحسن: ١/٩٧، له ترمذي يې روايت کړى)

[36] (صدوق، خصال: ٧٥، ١٢٢ او ١٢٣ ګڼې احاديث، بحار الانوار: ٤٣: ٢٦٣).

[37] (مجمع الزوايد: ٩/١٨١)

[38] (عيون اخبار الرضا: ٢/٦٣، ٢٥٢ ګڼه حديث، بحار الانوار: ٤٣/٢٦٤)

[39] (البداية والنهايه! ٨/٣٤، بحار الانوار: ٤٣/٢٦٤ )

[40] (البداية و النهايه: ٨/٣٥).

[41] (بحار الانوار: ٤٣/٢٦٩).

[42] (کامل الزيارات: ٤٨، ٢ ګڼه حديث).

[43] (ابن سلمه، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٥٠، ٥٨ ګڼه حديث، شيخ مفيد، امالي: ٢٣، ٤ ګڼه حديث، صفة الصفوة: ١/٣٨٧).

[44] (شيخ طوسي، امالي: ٤٩٩ مخ، ١٠٩٥ ګڼه حديث).

[45] کامل الزيارات: ٤٨ مخ، ١٤ باب، ٣ ګڼه حديث.

[46] (کنز العمال: ٧/١٠٤، حياة الامام الحسن: ١/٩٤).

[47] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٤٧، ٥٣ ګڼه حديث).

[48] (اسعد الغابه: ٢/٢٨)

[49] (الاستيعاب: ١/٣٨٤ او ٣٨٥ مخونه)

[50] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٤٠، ٤٠ ګڼه حديث)

[51] (کنزل العمال: ٦/٢٢٢)

[52] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٣٩، ٣٨ ګڼه حديث).

[53] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٢٨).

[54] (البداية والنهايه: ٨/٣٣)

[55] (حياة الامام الحسن: ١/٦٠).

[56] (ابن سعد طبقات، د امام حسن حالات: ٢٩/٢ ګڼه حديث).

[57] (اسد الغابه: ٢/٢٨)

[58] (اسد الغابه: ٧/٢٧٤)

[59] بحار الانوار: ٤٣/٢٣٨، ٣ ګڼه حديث، شيخ صدوق، امالي: ١٩٦، ٢٠٩ ګڼه حديث.

[60] استیعاب: ١/٣٨٤. یادونه : دا حديث د شيعه و په حديثي ټولګو کې هم راغلى؛ خو سم نه دى؛ ځکه: له دې حديث سره (= چې په نامې ايښوونه کې پر رسول الله ورړومبى کېږم نه( په ټکر کې دى او د ناسموالي بل دليل يې د استيعاب روايت دى، چې وايي: چې درېيمې وزيږېد، جوته ده، چې د فاطمې درېيم زوى د  پېغمبر اکرم (ص) پر ژوندني زيږېدلى نه دى او محسن تر رسول الله (ص)روسته سقط شو؛ نو رسول اکرم (ص) ته د علي د درناوي او ادب په پامنيوي_ چې روايت يې هم تاييدوي_ علي په نامې ايښوونه کې پر رسول الله (ص) ورړومبى شوى نه دى.

[61] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٣٥، ٣٧ ګڼه حديث).

[62] (اسد الغابه: ٢/١٥)

[63] (بحار الانوار: ٤٣/ ٢٥٧)

[64] (فروع کافي: ٦/٣٢، لومړۍ ګڼه حديث)

[65] (فروع کافي: ٦/٢٤، ٢ ګڼه حديث)

[66] (فروع کافي: ٦/٣٣، ٢ ګڼه حديث)

[67] (حياة الامام الحسن: ١/٦٥).

[68] (اسد الغابه: ٢/٩)

[69] (ابن سعد، طبقات: ٢٧).

[70] (مناقب: ٤/٢٨).

[71] (کشف الغامه: ٢١/١٤٤ مخ)

[72] (بحار الانوار: ٤٣/١٣٥ مخ).

[73] (اسد الغابه: ٢/١٨).

[74]  (حياة الامام حسن: ١/٦٦)

[75]  (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٣٦، ٣١ ګڼه حديث)

[76] (ابن سعد طبقات: ٣٦، ٣٨ ګڼه حديث)

[77] ( سير اعلام النبلاء: ٣/١٢٨، ٣٧ ګڼه حديث) ( یادونه : له جعفره مراد، د حضرت علي رور، جعفر بن ابیطالب، حسن بن علي بن ابیطالب، قثم بن عباس بن عبدالمطلب او ابوسفيان بن حارث د عبدالمطلب زوى او د  پېغمبر د تره زوى دی.)

[78]  (سفينة البحار: ١/٢٥٤)

[79] (سفينة البحار: ١/٢٥٤)

[80] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٦٨ مخ، ١٠٨ ګڼه حديث)

[81] ښايي د صخر پر ځاى، حرب وي، ځکه د ابوسفيان نامه صخر او د پلار يې حرب وه. لکه، چې ابن اثير په اسد الغابه او نورو هم په خپلو کتابونو کې راوړې ده.

[82] (ابى فراس، قصيده شرح: ٢٢ مخ).

[83] (حياة الامام الحسن: ١/٧٢ مخ)

[84] (حياة الامام الحسن: ١/٧٢ مخ)

[85] (کشف الغمه: ١/٥٣٢).

 [86]  (تحف العقول: ٣٠٦).

[87] شورى ٢٣ آيت

[88] (کشف الغمه ١/٥٣٢)

[89] (ابن سعد، طبقات: د ام حسن د حالاتو شرح: ٧٤، ١٢٩ ګڼه حديث)

[90] (طبري تاريخ: ٥/١٥٨)

[91] (ابن شهر آشوب، مناقب: ٤/٣١).

[92] نساء_ ٥٩ آيت

[93] نساء_ ٨٣ آيت

[94] (انفال_ ٤٨)

[95] [شيخ طوسي، امالي: ١٢١/ ١٨٨ ګڼه حديث].

[96] (مقاتل الطالبيين: ٣٧_ ٤٠ مخونه، بحار الانوار: ٤٤/٣٩)

[97] (ابن ابي الحديد معتزلي شافعي، د نهج البلاغې شرح: ١٦/٢٤، مقاتل الطالبيين: ٣٧ مخ)

[98] (مقاتل الطالبيين: ٣٧_ ٤٠).

[99] (طبري تاريخ: ٥/١٥٨ مخ).

[100] ابن ابى الحديد: د نهج البلاغې شرح: ١٦/٣٧

[101] ضحاک بن قيس بن خالد، مور يې اميمه او خور يې فاطمه د قيس لور وه، چې د پيغمبر (ص) تر وفات مخکې زيږېدلى او له حضرت (ص) يې احاديث هم روايت کړي دي. ضحاک د معاويه لښکر مشر و، چې د علي (ک) د خلافت پر مهال