تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو امر او له بديو منع (د چارو سمونه) مبلغانو او روڼد اندو ته څېړندودیزه ویینه ليکوال: شيخ محسن قرآئتي (د تفسير نور مؤلف)   لړلیک  پر نېکيو امر او له بديو منع. 3 پر نېکيو د امر انځور. 3 پر نېكيو د امر او له بديو د منع فطري او غريزي جرړې.. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکيو امر او له بديو منع (د چارو سمونه)

مبلغانو او روڼد اندو ته څېړندودیزه ویینه

ليکوال: شيخ محسن قرآئتي (د تفسير نور مؤلف)

 

لړلیک 

پر نېکيو امر او له بديو منع. 3

پر نېکيو د امر انځور. 3

پر نېكيو د امر او له بديو د منع فطري او غريزي جرړې.. 5

د خطرونو پر وړاندې د ځناورو غبرګون: 5

عقلي جرړه: 6

په قرآن كې پر نېكيو د امر موقعيت… 6

د انبياوو لومړنۍ دنده: 6

د غوره امت نښه. 7

پر نېكيو امر د خداى چار دى او پر بديو د شيطان دى.. 7

ځانګړې ډله: 8

په جاهليت كې له بديو منع. 10

له توحيد سره پر نېكيو د امر او له بديو د منع اړيكه: 10

له نبوت سره پر نېكيو امر او له بديو د منع اړيكه. 11

په روايتونو كې پر نېكيو امر. 12

د امام حسين له بديو د منع څو ټكي… 14

په سختو شرايطو كې له بديو منع. 15

پر نېکيو د امر اهميت… 16

روستۍ موخه: 17

پر نېکيو امر او له بديو منع، فرض عين که کفائي؟. 18

پر نېکيو امر او حق ته بلنه د يوې ځانګړې ډلې کار نه دى: 18

نېکيو ته په هڅولو کې د ځواک ونډه. 20

پر نېکيو امر دې په کمزورۍ نه؛ بلکې په ځواک پلي شي…. 21

له بديو د منع يوه قرآني بېلګه. 21

پر نېکيو امر او له بديو د منع اغېزې او برکتونه. 22

ب_د خداى له لورنې ګټنه: 22

د غوره والي نښه: 22

په انسان کې پر نېکيو د امر اغېزې.. 22

په ټولو ثوابونو کې ګډون: 22

پر نېکيو امر او له بديو د منع وټیز- اقتصادي برکتونه. 23

پر نېکيو امر او له بديو د منع ټولنيز برکتونه. 23

پر نېکيو امر او له بديو د منع سياسې برکتونه. 24

پر نېکيو امر او له بديو د منع پولې.. 25

١_حق حقوال ته رسي: 26

٢_ځمکې ابادېږي: 26

٣_له دښمنه غچ: 26

٤_په هېواد کې د نظام ټينګښت او ټیکاو: 26

پر نېکيو امر او له بديو د منع پړاوونه. 26

لومړى پړاو: 26

دويم پړاو: 26

درېیم پړاو: 27

اصلي اغېز: 27

له بديو منع د ازادۍ نښه ده. 29

د وجدان ارامتيا 29

پر نېکيو امر او له بديو د منع منلو ته د انسان د دنننۍ زېرمو بياژواکي.. 31

پر خداى ايمان بسیا نه دى؛ يادونه يې هم لازمه ده. 32

د خدای شکر. 33

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او امامانو ته د کړنو وړاندې کېدل.. 33

د ګناهونو ناوړو پايلو ته پاملرنه. 34

د نېکيو برکتونو ته پاملرنه. 34

تاريخ: 37

د تاريخ او د تاريخ د فلسفې توپير. 38

ګناه ته اړايستونکي اړمونه. 39

دويم څپرکى… 42

پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کول.. 42

چوپه ټولنه مړه ده. 42

د ګناه پر وړاندې چوپتيا 42

چوپتيا ځمکه فساد ته راکاږي.. 43

چوپ کس ملعون دى.. 43

چوپ خوښمن په جرم کې شريک دى.. 43

په قيامت کې د چوپو کسانو څېره. 44

چوپتيا ماتوونکي… 45

پر نېکيو امر او له بديو منع د ازادۍ خلاف ګڼي… 46

خجالت: 46

وېره: 46

په يو ګل نه څړمنی- پسرلى کېږي.. 47

اندیز کږلیچ.. 47

بېځايه تمه. 48

په يوه ماتې له ډګره وځي…. 49

د ځان جوړونې په ګومان دندې ته شا کول.. 49

ورخ اوبو وړی دی.. 49

تمه. 49

د بديو ناوړه اغېزې.. 50

د حضرت يوسف علیه السلام داستان ته کتنه. 51

د خطر او ضرر له احتمال سره څه وکړو؟. 52

قرآن بې درده ماړه داسې راپېژني: 55

د بې عقلۍ نښه. 57

د مخاطبانو دندې: 59

دننني لاملونه: 62

الف- ناپوهي: 62

ب- تنګ الواکي – تعصب: 62

ج_لويي – تکبر: 63

د لویۍ نښه: 64

بهرني لاملونه: 64

الف_ناوړه تبليغات: 64

ج_ طاغوتان: 65

چ_ د ويونکې چلن او مخينه: 65

د وټيزو- اقتصادي ستونزو نه هوارېدل: 65

درېیم څپرکى… 70

پر نېکيو د امر کوونکيو او له بديو د منع کوونکيو دندې.. 70

پر نېکيو د امر کوونکيو دندې.. 70

يو قرآني بېلګه يې داده: 74

بايد د خبرې د اغېزې سريزې پيدا كړو: 75

سملاسي ورمندون – قضاوت منع دى: 75

منځلاري: 76

د خبرې اغېز: 76

په ستغه او ترخه له بديو منع كول.. 78

پخپلو کړنو خلک راوبولئ: 78

عقلي شمېرانې: 81

پر نېكيو د آمرينو ځانګړنې او شرايط: 84

پر نېكيو امر له دين سره د مينې نښه ده. 86

بايد پر لږ تر لږه قناعت وكړو: 87

یادیزه: 88

بايد د بديو د راڅپړلو هڅه و نه کړو: 88

رخه – كينه نه؛ بلكې له بديو منع. 89

غچ نه؛ بلكې نيوكه. 89

مخالفت نه؛ بلكې له بديو منع. 89

پرنېكيو آمرينو او له بديو منع كوونكيو ته د څو ټوكيو يادونه. 89

لیدانه – بصيرت او پوهه ولرئ: 89

د ارادې خاوند وي: 90

د خداى لپاره وي: 90

پراخه سينه او کلک هوډ درلودل: 91

ټولو اړخونوته پاملرنه: 96

هېڅكله ځان غوره و نه ګڼو: 97

ګوتڅنډنې: 99

له كوم ځايه يې پيل كړو؟. 101

ب_له كورنۍ: 101

ج_له نوي کهوله: 102

ح_ګاونډيان: 103

د حكومت دندې: 103

د چاپيريال سموالى: 104

د خنډونو له منځه وړل: 106

پر نېكيو امر او له بديو د منع لپاره عملي لارې چارې.. 107

ځانګړې ډله: 108

ب_امامان: 109

ج_علماء او پوهان: 109

خ_حكومتي چارواكي: 109

څ_مور و پلار: 110

ځ_د ټولنې مشران: 110

پرنېكيو امر او له بديو د منع پړاوونه. 111

١_دزړه پړاو: 111

٢_د وينا پړوا: 111

پر نېكيو امر او له بديو د منع لارې.. 112

د طريقې اهميت: 112

د انسان ارزښت او كرامت ته پاملرنه. 115

پر نېكيوامر او له بديو منع ته لارې چارې هوارول.. 118

د ګناه د لارو چارو د مخنيوي طريقې… 119

چمتووالى: 120

تلقين دود: 121

د ښو يادونه هم وكړئ: 122

د روحياتو بيارغاونیز دود يا هيله كول: 122

د سترګو پټولو طريقه: 123

یادیزه: 123

د خلكو ظرفيت ته پاملرنه: 124

ټول عيبونه په يو وارې مه وايئ: 124

د مينې پيدا كېدو لار: 126

لومړى مينه او لورنه او بيا امر او منع: 127

بله بېلګه: 128

د مينې طريقه: 129

له وجدانه د مرستې غوښتنه: 130

د ملي او بشري عواطفو هڅول.. 130

د وطن پالۍ له حسه کار اخستل.. 131

نصيحت كول دې پټ وي: 132

نصيحت بايد لنډ وي: 132

د ژمنو يادول: 132

د ښوونې لارې: 133

د لمانځه بل دليل له خدايه شكر دى: 134

د لمانځه درېیم دليل دادى چې انسان له فحشاْ او بديو ژغوري: 134

د روژې نيونې اغېز، د تقوا پيدا كېدل دي: 134

د خلکو پوهول: 135

اساني: 136

د بېلګې جوړونې طريقه: 136

د طنز په قالب كې له بديو منع. 137

د ثواب او عذاب بيانول: 137

سوکه سوکه طريقه: 138

لومړى پړاو: 138

دويم پړاو: 138

درېیم پړاو: 139

د سود په منع كې هم دا پړاوونه لیدل كېږي.. 139

لومړى پړاو: 139

دويم پړاو: 140

قرآن سود خوړل د يهودانو ناولى روږد ګڼي: 140

درېیم پړاو: 140

قرآن انسان له ډېر سود اخستو منع كوي: 140

څلورم پړاو: 140

قرآن د سود اخستل له خداى سره د جګړې اعلان ګڼي: 140

د بیا ځلي دود. 140

ګوزاره: 142

حكمت، نصيحت او نيك چلن: 142

یادیزه: 143

كه ګروهې سمې كړو؛ نو فساد كمېږي: 143

بايد د مفاسدو جرړه وباسو: 144

د دودونو ماتول: 146

د نورو د ارزښتونو درناوى: 147

د ښو كارونو راښكاره كول: 150

رابرسېرول: 151

د منحرفو څېرو رابرسېرول: 151

الف_له ځانه مذهب جوړوي: 151

ب_سرغړونو ته مخه: 152

څ_د تفرقې تخم شيندل: 152

پر نېكيو په امر كې پټې خبرې کول.. 153

ډله ييز خوځښت: 153

په حكومت كې كار كول: 153

شمېرانه: 154

ټولنيز دود: 155

سمه لار ښوول: 156

وخت ته پاملرنه: 156

، خواله رسنۍ، له لرې او د ليک له لارې : 158

چوپتيا: 159

عارضي روغه – متاركه: 159

نيوکه: 160

دوستانه نيوکه: 161

رټنه: 162

د اوښتونیزو-انقلابي هڅو بېلګې: 162

وټیز بنديز او ټولنيزه كلابندي.. 163

ځورول: 163

اوښتونیز – انقلابي چلن: 163

د نېک هڅونه او د سرغړاندي رټنه. 165

پينځم څپرکى… 166

په قرآن کې د نېکيو او بديو ډولونه. 166

په قرآن کې د نېکيو بېلګې: 166

الف_ د ديني مرکزونو او جوماتونو بیا ژواکي – احياء: 166

خپلواکي او له ځان بايللو ډډه کول: 168

خداى ته نژدېوالى: 169

هڅونه: 169

زده کړې: 169

١_په وينا او عمل کې نیاو – عدالت: 170

٢_خپلمنځي جوړ جاړى: 170

٣_دښمن څارنه: 170

٤_له ښو انسانانو سره يو خوله کېدل: 170

٥_د ښو انسانانو پلوي کول: 170

٦_د خېر په کار کې تلوار: 171

٧_د سولې تړون د طرحې ملاتړ: 171

٨_د هغو مجرمانو غندل چې د ټولنې امنيت خرابوي: 171

٩_یو د بل له سرغړونو تېرېدل: 171

١٠_پور ورکول: 172

١١_د نېکچارو ملاتړ: 172

١٢_د حق له سرغړاندو سره د اړيکو پرېکول: 172

١٣_سلامشوره: 173

۱۴-يو بل ته د زغم او لورنې سپارښتنه: 173

١٤_پر پلار مړي زړه سوى: 173

١٥_په مړيو پسې دعا کول او له مؤمنانو سره په پاک زړه چلن کول: 173

١٦_د ښو کسانو لمانځنه او ياد يې ژوندى ساتل: 173

١٧_د زړه له تله د خلکو چوپړ: 174

١٨_ ارزښت پالنه: 174

١٩_د نشتمنو ژغورنه: 174

٢٠_د خوالې – راز ساتل: 174

٢١_سپېڅلېو موخو ته د ځواکونو جوړول: 174

٢٢_په خلکو کې اوسېدل: 175

٢٣_د شرک د نښو د منځه وړل: 175

٢٤_له کارګر سره پر نرمۍ چلن کول: 175

٢٥_د نشتمنو پوښتنه او ستونزې يې هوارول: 175

٢٦_بايد له نشتمنو د اجر اخستنې تمه ونشي: 176

٢٧_نورو ته د اند او څېړنې چانس ورکول: 176

٢٨_له ناپوهانو سره سولييز چلن: 176

٢٩_د نورو د کړنو هر اړخيز درناوى: 176

٣٠_د غايبيونو پلټنه: 176

٣١_له کفارو د ارام خوب اخستل: 177

٣٢_د ياغيانو ځپل: 177

٣٣_پخپلو مالونو کې د نشتمنو برخه: 177

٣٤_له مسافرو سره مينه او خواخوږى: 177

٣٥_په تنګو ځايونو کې خلکو ته د ناستې ځاى ورکول او که ځاى نه وي؛ نو بايد له ډلې ووځو: 178

٣٦_د ورم – نصيحت، نېکۍ، غوره چلن او حکمت له لارې د خداى په لار کې خلکو ته بلنه: 178

٣٧_له تيري کوونکيو لرې والى: 178

٣٨_نوروته د تقوى د لاملونو ښوول او ورپېژندل: 178

۳۹- د سترځواکو ګټو ته تاوان رسول: 179

٤٠_د خپلو ځواکونو ساتنه: 179

٤١_ چټکه او ښه مېلمه پالنه که څه مېلمه و نه پېژنو: 179

٤٢_د تېرو کسانو هغه نښې ساتل، چې نورو ته د عبرت وړ دي: 179

٤٣_د خداى نعمتونه بايد د خپل علم اوهوښيارۍ پايله نه؛ بلکې د هغه پېرزوېنه وګڼو: 180

٤٤_د نشتمنو بدني مرسته: 180

٤٥_د نورو پر کمالونو او ځانګړنو منښته – اعتراف: 180

په قرآن کې د وګړنيو نېکيو بېلګې… 181

ح_په لمانځه کې ټول پام خداى ته اړول: 182

ځ_د ديني مشرانو درناوى: 182

خ_په ارامۍ او درنښت تګ راتګ: 182

ر_د روښانه ګاندې – راتلونکي هيله: 183

په قرآن کې د کورنيو نېکيو بېلګې… 185

د سياسي نېکيو بېلګې… 189

بدي يا منکر څه ته وايي؟. 192

ګروهیزې بدۍ.. 194

شرک: 194

نورې بېلګې: 199

مثبته حياء: 199

هڅوبیز- فرهنګي منکرات يا بدۍ.. 201

ټولنيزې بدۍ.. 202

هجرت ته شاکول.. 202

هجرت د ټولو لپاره دى: 203

د نشتمن لپاره هجرت: 203

د پټو سترګو ﻻروي: 204

د ګناه په غونډو کې ګډون: 205

تور لګول او پت له منځه وړل: 206

د اکثريت پلوي: 207

په وګړې- شخصيت پسې تلل يا وګړه پالي: 207

بې ځايه شک، پلټنه او غيبت: 208

دوه په جنګ کول: 209

بې پروايي: 209

بې اتفاقي: 210

ترهول او ډار اچول: 213

د دروغو خبر خورول: 214

غوړه مالي: 214

کورنۍ بدۍ: 215

له ښځې سره بداخلاقي کول: 217

اخلاقي بدۍ.. 218

پوځي بدۍ.. 219

الف_له جګړې تېښته: 219

ب_د تېښتې پلمې: 220

١_ له مشر او قومندان لرېوالی: 220

٢_د هوا ګرموالى: 220

احتمالي ګناهونه. 222

له تښتېدونکيو سره چلن: 222

د تښتېدونکيو غندنه: 222

خيانت: 223

له امره سرغړونه: 223

عبرتونه. 226

نړيوالې، امنيتي او سياسي بدۍ.. 227

د پرديو امرونه منل: 228

جوړجاړى: 228

د ډنډورو خورول: 229

جاسوسي: 230

د خداى لخوا د ټاکل شويو کسانو نه منل: 230

پر الهي واکمن بېځايه نيوکې: 231

د کفارو واکمني: 231

چوپتيا او بې پروايي: 233

بې اتفاقي: 233

 

 

 

لومړى څپرکى

 

پر نېکيو امر او له بديو منع

 

 پر نېکيو د امر انځور

پر نېكيو امر د اسلام له ښوونځي سره د انسان د مينې نښه ده.

 پر نېكيو امر له خلكو سره د انسان د مينې نښه ده.

 پر نېكيو امر، د ټولنې له روغتيا سره د انسان د مينې او ژمنې نښه ده.

 پر نېكيو امر د((تولى او تبرى)) نښه ده.

 پر نېكيو امر په ټولنه كې د ازادۍ نښه ده. پر نېكيو امر د خلكو په منځ کې د خپلمنځي اړيكو نښه ده.

پر نېكيو امر د ويښ وجدان نښه ده.

پر نېكيو امر د فرايضو د حاضرۍ اخستل دي، چې ولې دې لمونځ و نه کړ؟ ولې دې روژه و نه نيوه؟

پر نېكيو امر د ټولو واجباتو د پلي كېدو ضامن دى او له بديو منع؛ د ټولومحرماتو پرېښوول دي.

پر نېكيو امر په ټولنه كې د نېكانو هڅونه ده.

پر نېكيو امر د ناپوهانو راويښول او خبرول دى.

 له بديو منع د سرغړونكيو د خولې خوند پيکه کول دي.

 پر نېكيو امر او له بديو منع، د ټولنې د لارښوونكيو د “اكسېلټر” او بريك دى.

پر نېكيو امر او له بديو منع د مور و پلار په شان دي، چې د خپل ماشوم د روزنې بنسټ ږدي.

 پر نېكيو امر، کمزورې ارادې پياوړې کوي.

پر نېكيو امر د ژوند په ټولو ډګرونو كې د شتون نښه ده.

 پر نېكيو امر هغه مقام او حق دى، چې خداى ايمانوالو ته وركړى، چې یو د بل کړنې وڅاري.

 له بديو منع، د ټولنې د ځينو كسانو د تقوا نيمګړتياوې پوره كوي.

 پر نېكيو امر ټولنې ته وده وركوي او له بديو منع كول يې له نسکورېدو ژغوري.

پر نېكيو امر د خلكو حقوق او پولې خوندي ساتي؛ غلې ټولنه خو مړه وي او چوپ كسان، د ساكښو جماداتو په شان وي.

پر نېكيو امر، د ديني غېرت او دروند احساس نښه ده او همداراز د خلكو ستونزې د ځان ستونزې ګڼل دي.

پر نېكيو امر او له بديو منع كول، د عيبونو او خورېدونكيو ګناهونو پر وړاندې يو ډول اروایز “قرنطين” او خوندېينه ده.

پر نېكيو امر، ټولنيز پېیون- نظم دى؛ يعنې د ټولنې د ګټو پر وړاندې، د وګړیزو غوښتنو نه منل دي او په عمل كې د بېلارې شويو خلكو کابو کول دي.

 پر نېكيو امر د ودې نښه ده، حضرت لوط علیه السلام له ګناهګارانو وپوښتل: ((په تاسې كې “رشيد” شته، چې ستاسې د كارونو مخه ونيسي؟))

(( وَجَاءهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُواْ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلاء بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ[1]= قوم يې چې لا له پخوا بدچاری و (د مېلمنو د سپكاوۍ لپاره) په منډه منډه (د لوط) كور ته ورغى، لوط وويل: ((قومه ! دا زما لوڼې دي، دوى درته ډېرې پاكې دي (او واده ورسره وكړئ او له ناكارۍ لاس واخلئ) له خدايه ووېرېږئ او ما د مېلمنو په مخكې مه خړوئ، ايا څوك عقلمن ځوانمرد درکې نشته))

پر نېكيو امر او له بديو منع د ټولنې دنننی ستونزاواری کړای شي او كولاى شي، له بهرني دښمن سره مقابله وکړي. پر نېكيو د امر په هكله دومره بس دى، چې عالمانو هغه د انسان زړګنيو اړيكو له كبله [؛ یعنې له بديو د زړه له كومي كركه]د دين په آرونو کې ګڼلى او د عملي چلن له كبله يې د دين په فروعو كې شمېرلى دى.

 يو ديني عالم وايي: ((پر نېكيو د امر او له بديو د منع په هكله خورا زيات آيتونه او روايتونه راغلي دي. ))[2]

نن يو زورځواك پر يو هېواد او سيمه بمبارۍ كوي او تر ټولو ستر منكرات كوي؛ كه ټول هېوادونه ورپسې راپاڅي او يو موټى شي؛ نو نور به داسې و نه کړي. د نړيوالې ټولنې چوپتيا او د خلكو بې خبري او بې پروايي، نړيوال استكبار دې ته هڅوي چې نور منكرات هم وكړي او له هېچا و نه وېرېږي، كه يوه كارخانه د يو كارپوه څارنې ته اړتيا لري؛ نو بشري ټولنه هم د “اسلامپوهانو” څارنې ته اړتيا لري.

 روايت دى: ((هغه غوره ملګرى دى، چې د تېروتنې پرمهال دې خنډ شي او هغه تر ټولو بد ملګرى دى، چې درته نصيحت و نه کړي.))

 يو ديني مشر وايي: ((هغه زما غوره ملګرى دى، چې ما ته مې خپل غيبونه راډالۍ كړي. ))

 په روايتونوكې راغلي: ((مؤمن تل پر خپلو كارونو څارن وي))؛ يعنې له ځان سره حساب كوي.

هو! كه موږ له دننه ځان وڅارو او له بهر مو خلك وڅاري او سياسي او حكومتي نظام مو نېكيو ته وهڅوي او له بديو مو منع كړي؛ نو غوره امت به يو.

په قرآن کې راغلي دي:

((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ[3] = ((تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال (پر دغسې کړلار او ځلاند دين) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده (؛ خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېری يې (د الله له فرمانه) سرغړاندي دي.))

 په نهج البلاغې كې راغلي: ((پر نېكيو د امر پر وړاندې ټول د خير كارونه او ان جهاد داسې دي لکه د سيند د اوبو پر وړاندې د خولې ولاړې. ))[4]

 

پر نېكيو د امر او له بديو د منع فطري او غريزي جرړې

په تاريخ كې ټولو میندو او پلرونو خپل اولاد له ځينو كارونو منع كړي او ځينو نورو ته يې هڅولي دي؛ نوځكه د “امر و منع” او د “ګواښ و هڅونې” ستونزه په هر انسان كې جرړه لري او په ځانګړي وخت، ځاى، نژاد او سيمې پورې تړاو نه لري؛ نو هره خبره او موضوع، چې دومره پراخه وي؛ نو دا يې فطريوالى راښيي.

 

د خطرونو پر وړاندې د ځناورو غبرګون:

د خطرونو او انحرافونو پر وړاندې حساسيت او غبرګون ښوول يوازې په انسانانو پورې ځانګړى نه دى.

په قرآن كې راغلي:

((حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ[5]= (وخوځېدل) چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل: ((مېږيانو! خپلو ځالو ته ورننوځئ، هسې نه سليمان او لښكر يې په بې خبرۍ كې مو چيت کړي. ))

“ملاچرګك” د”سبا” د هېواد د خلكو له بې لارۍ خبر شو، چې لمر لمانځي وو؛ نو حضرت سليمان ته راغى او د خپلو چغو له لارې يې د هغوى له بېلارېتوبه ګيله وكړه چې قرآن وايي:

وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ (نمل/۲۴) = ((ما وليده، چې هغې او قوم يې د الله پرځاى لمر ته سجده كوله او شيطان يې كړه وړه ورښايسته كړي وو؛ نو له (سمې) لارې يې اړولې ول؛ نوځكه یې (حق ته) لار موندلې نه وه. ))

نو د بېلارېتوب پر وړاندې چغې او د نورو لپاره زړه خوږى يوازې د انسانانو فطري موضوع نه؛ بلكې په ځناورو كې هم غريزي جرړه لري. كه ووايو چې: بې پروا انسان تر ځناور هم ټيټ دى؛ نو لاپې شاپې به مو نه وي كړي. البته پر نېكيو امر او له بديو د منع پر وړاندې د ټولو خلكو دنده يوشان نه ده او په دې برخه كې د علماوو او دولتي چارواكو دنده تر نورو ډېره ده.

((لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ[6] = ((ولې د نصاراوو پوهان او د يهودو عالمان دوى د ګناه له خبرو او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟ څه يې چې په ځيرکۍ كول، په رښتيا څومره بد وو))

 

عقلي جرړه:

پر نېكيو امر او له بديو منع عقلي اړتيا ده. ايا كوم عاقل به وي، چې د خطرونو او بېلاريو پر وړاندې يې چوپتيا خوښه وي؟! و يې نه غندي؟ او لارښوونه او ښو كارونو ته هڅونه او د مفاسدو مخنيوى اړين و نه بولي؟ اسلام له عقل او فطرت سره اړخ لګوي، موږ ته پر نېكيو امر او له بديو د منع په هكله ټول آيتونه او روايتونه په همدې څرګندو عقلي قضاوتونو لار ښيي.

 

په قرآن كې پر نېكيو د امر موقعيت

 اسلام په مكه كې د بعثت له پېله پر نېكيو امر ته ځانګړې پاملرنه كړې ده. د ساري په توګه: مسلمانان په لومړيو کې چې يو له بله بېل وو؛ نو شعار يې د” والعصر” سورت و، چې په مكه كې د بعثت په لومړيو وختونو كې نازل شو. “تواصوابالحق وتواصوابالصبر” پر نېكيو امر ته اشاره كوي.

 

د انبياوو لومړنۍ دنده:

قرآن د ټولو انبياوو لومړنۍ دنده پر نېكيو امر او له بديو منع بولي او وايي: موږ هر امت ته يو پېغمبر ورولېږه، چې تر ټولو مهمې يې دوه دندې وې: يو داچې خلكو ته د يوه خداى د لمانځنې امر وكړي او دا پر نېكيو تر ټولو ستر چار دى او بل له طاغوتانو منع كول، چې دا له بديو تر ټولو ستره منع ده.

په قرآن کریم كې وايو:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[7]= (((نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ، “اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛ (هماغه پېغمبر، چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي، چې ورسره نازله شوې ده (؛ نو) همدوى بريالي دي. ))

 

د غوره امت نښه

قرآن څو ځل پر اهل کتابو د بې ځايه تعصبونو له لامله نيوکه کړى، چې له توقعاتو او نامشروع تحريفونو او اړونو يې راولاړې شوې وې؛ خو پكې داسې ډله هم وه، چې د ايمان او د الهي آيتونو د لوستو او پر نېكيو امر او له بديو د منع له كبله خداى ستايلي دي.

((ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُواْ إِلاَّ بِحَبْلٍ مِّنْ اللّهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَآؤُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُواْ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ الأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ[8]= ((دوى چې هر چېرې وميندل شي؛ نو پر ذلت او خوارۍ به اخته شوي وي؛ خو داچې د خداى په امان (او پر خپلې تلونكې لار نوې كتنه وكړي) او د خلكو په امان كې شي (مسلمانانو ته پناه يوسي)، دوى د خداى په قهر اخته شوي او اړتيا او تنګسيا پرې خپره شوې؛ ځكه دوى د خداى له آيتونو منكرېدل او پېغمبران يې په ناحقه وژل، دا یې د سرغړاوۍ او (د نورو پر حقوقو) د تېريو پايله ده.))

 ((لَيْسُواْ سَوَاء مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَآئِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ[9]= (((خو ټول كتابيان) يو ډول نه دي، ځينې کتابيان (پر حق او ايمان) سم ټينګ ولاړ دي او (تل) په شپه كې د خداى آيتونه لولي او سجدې کوي؛))

 

پر نېكيو امر د خداى چار دى او پر بديو د شيطان دى

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ[10]= ((خلكو! په ځمکه کې له شته حلال او پاک څيزونو وخورئ او د شيطان پر پلونو مه ځئ؛ ځکه هغه، مو ښكاره دښمن دى))

 

 

پر نېكيو امر عمومي دنده ده او قرآن وايي:

((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[11] = ((او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي، لمونځونه كوي، زكات وركوي او د الله او استازي يې اطاعت كوي، ژر به الله خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا الله ناماتى حکيم دى))

په پورتني آيت كې څو ټكي پاملرنې وړ دي: ټول د شرعي مکلفيت له پېله، چې په هر عمر كې او له هرې ډلې وي، پر نورو مؤمنانو د ولايت حق لري؛ يعنې “امر و منع” يې د هغه ولايت د حق پر بنسټ ده، چې خداى ورته وركړى دى او په دې كار كې بې ځايه لاسوهنه روا نه ده. يوازې د ايمان مقام مسلمانانو ته دا حق وركوي او كه نه؛ نور خلك داسې حق نه لري.

 له بديو د منع په پرتله پر نېكيو امر ړومبى او غوره راغلى دى؛ ځکه موږ وپوهوي، چې كارونه بايد له مثبتو اړخونو پيل شي او په ټولنه كې يوازې په نيوكو پسې ملا مه تړئ.

په دې آيت كې تر لمانځه او زكات مخكې پر نېكيو امر او له بديو منع راغلې ده؛ ځكه چې لمونځ او د زكات وركړه هم يو لړ تبليغاتو ته اړتيا لري، چې دا همغه پر نېكيو امر دى، د ساري په توګه: د لمانځه په سريزه كې په آذان كې وايو ” حى علي الصلواه = په بيړه لمانځه ته راشئ ” دا كلام پخپله پر نېكيو امر دى او تر لمانځه مخكې راغلى دى. قرآن لمونځ كول له بديو منع بولي:

((اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ[12]= ((هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي))

كه څه لومړيتونو ته بايد پاملرنه وشي؛ خو څه چې اسلام خوښوي، هغه پر ټولو نېكيو امر او له ټولو بديو منع ده. په بله وينا: موږ هغه وخت مطلوبې ټولنې ته رسېدلاى شو چې: سړي او ښځې دواړه پاڅېږي. د مينې پر بنسټ “امر و منع” وكړي له ښو چارو پيل وكړي او ټولو مثبتو او منفي ټكيو ته پاملرنه وكړي.

دا خو د مسلمانانو عمومي دنده وه؛ خو له ځينو آيتونو جوتېږي، چې ددې دواړه سترو فريضو لپاره يوې ځانګړې ډلې ته اړتيا ده.

 

ځانګړې ډله:

قرآن وايي:

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[13] = ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي، چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

 ددې ډلې دنده له عمومي دندې سره توپير لري. دا ډله بايد له ځواك او امكاناتو سره د عمل ډګر ته راودانګي او د بديو مخه ونيسي. د ساري په توګه: كه يو موټر په غلط لاس پر سړك روان وي؛ نو د نورو موټر چلوونكيو عمومي دنده داده، چې د هرنډونو او اشارو په لګولو سره پر خپله غلطۍ يې پوه كړي؛ خو بله دنده د پوليسو ده، چې دا چلوونكى جريمه كړي. پر نېكيو امر او له بديو د منع د اهميت په هكله هم دومره بس دى، چې قرآن پر نېكيو آمران د انبياوو له نومونو سره ترڅنګ راوړي دي او كه څوك دوى ووژني؛ نو وژونکي به يې د انبياوو د وژونکيو په ډله كې راشي:

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ[14] = ((په حقیقت کې د خداى له آيتونو انکار کوونکي، چې پېغمبران پر نا حقه وژني او (هم) عدالت خپروونكي وژني په (الهي) دردناك عذاب زېرى وركړه))

ځينې كسان بريا په ګوښه كېدو كې ويني؛ خو قرآن يوازې هغه خلك بريالي بولي، چې خلكو ته پر نېكيو او خير امر وكړي.

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[15]= ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي، چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

البته پر نېكيو امر او له بديو منع هغه وخت د عزت او سرلوړۍ نښه ده، چې پر الهي نيت او د ايمان پر بنسټ ولاړه وي:

((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ[16] = ((تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال (پر دغسې کړلار او ځلاند دين) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده (؛ خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېری يې (د الله له فرمانه) سرغړاندي دي))

كه څه پر نېكيو امر او له بديو منع د علماوو او پرهېزګارانو دنده ده؛ خو موږ ټول بايد په دې برخه كې يو بل ته د حق او صبر سپارښتنه وكړو. موږ ټول بايد د بل له بديو منع كړو.

((كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ[17]= ((تل يې يو بل له بدو چارو ځنې نه منع كول، رښتيا چې تل بد چاري وو!))

او بايد په دې لار كې ستونزې هم وزغمو، داچې په انسان کې د خداى له روح ځنې پو شوى او ځانګړى كرامت او فضيلت لري؛ خو د سركښو او شيطاني وسوسو له كبله ټينګې ساتنې او ژغورنې ته اړتيا لري او خداى په انسان كې د كابو كېدلو ډول ډول وزلې ايښې چې دادي:

“عقل”؛ انسان كابو كوي او د كنټرول وزله يې ده؛ كه د عقل كابو كېدل نه وي؛ نو انسان به ډېر ژر خپل ځان له منځه يوسي.

“فطرت”؛ هم كولاى شي انسان د ښو پر لوري وهڅوي او همداراز له بديو يې هم ژغوري. د خداى رسولان هم د همدې موخې لپاره راپاڅېدلي دي.

پر نېكيو امر او له بديو منع د خلكو د لارښوونې او ارشاد غوره وزله ده. په رښتيا كه انسان د کابوكېدنې دا وزلې ونه لري او د خپلو دنننيو هوسونو پر بنسټ ګام كېږدي؛ نو د فتنو اغېزې او فسادونه به يې تر اسمانو ورسي:

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ[18]= ((په رښتيا ستاسې له پاسه مو اوه لارې [= د اسمان اوه ګونې طبقې] جوړې كړې دي او (هېڅكله) د پنځون (له څرنګوالي) بې خبره نه وو.))

 

په جاهليت كې له بديو منع

د جاهليت پرمهال يوه ډله ځوانان راټول شول او دا ژمنه يې وكړه: كه چا د مكې پر مسافرو تېرى وكړ؛ نو مخنيوى به يې كوي او د مظلوم ملاتړ به كوي. په دې ورځو كې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم پر پېغمبرۍ نه و مبعوث شوى؛ خو په دې ډله كې يې ګډون وكړ. رسول الله تر نبوت روسته وويل: ((كه اوس مې هم له مظلومه د دفاع لپاره رابولي؛ نو وربه شم. ))[19]

 

له توحيد سره پر نېكيو د امر او له بديو د منع اړيكه:

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم : ((د” لا اله الا الله” كلمه له انسانه الهي عذاب لرې كوي، په دې شرط چې دا مباركه كلمه سپكه ونه ګڼل شي. ))

وپوښتل شو: دا څرنګه کېداى شي د توحيد کلمه سپکه وګڼل شي؟

رسول الله وويل: ((كه په ښكاره ګناهونه كېږي او څوك يې منع نه کړي او مخه يې و نه نيسي؛ نو د توحيد سپكاوى به شوى وي[20].))

 

له نبوت سره پر نېكيو امر او له بديو د منع اړيكه

د اعراف په سورت كې د رسول الله په دندو كې راغلي دي:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[21]= (((نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ، “اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛ (هماغه پېغمبر، چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي، چې ورسره نازله شوې ده (؛ نو) همدوى بريالي دي. ))

د ایکي يو خداى ستاينه پر نېكيو ستر امر دى او له طاغوته اطاعت په سترو بديو كې راځي. په قرآن كې راغلي د خلكو پر وړاندې د پېغمبرانو دنده داده، چې هغوى بايد د خداى بندګۍ ته راوبولي او له طاغوتانو يې لرې كړي:

((وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ[22] = ((او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ولمانځئ او له “طاغوت” نه ځان وژغورئ؛ نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نوځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ، چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه!))

 

له مشرۍ او امامت سره پر نېكيو د امر او له بديو د منع اړيكه:

امام حسين د خپل پاڅون موخه داسې بيانوي: ((ايا نه وينئ پر حق عمل نه كېږي او د باطلو مخنيوى نه كېږي!))

په بل ځاى كې وايي: ((زه غواړم پر نېكيو امر او له بديو منع وكړم. غواړم د نيكه په دين كې مې سمونه راوړم. ))

پر نېكيو د آمرينو او له بديو د منع كوونكيو موقعيت د توبې سورت په دې آيتونو كې راغلي:

((إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[23]= ((په حقيقت کې الله له مؤمنانو يې ځانونه او مالونه د جنت په بدل كې پېرلي دي؛ (په دې توګه چې) د الله په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي، دا پخه ژمنه ده، چې الله په تورات، انجيل او قرآن كې پر غاړه اخستې او تر الله به څوک پر خپلې ژمنې ډېر وفا کوونکی وي؟ (هو! هېڅوك نشته) نو له الله سره په خپل كړي پېر پلور خوښ وسئ او همدا ستره بريا ده!))

((التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ[24]= ((دوی توبه كوونكي، عبادت كوونكي، ستايونكي، ګرځندويان، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي) او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه!))

 

په روايتونو كې پر نېكيو امر

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي:

((څوك چې پر نېكيو امر كوي؛ نو هغه به پر ځمكه د خداى خليفه او ځايناستى وي))[25]

((د خداى بې دېنه مؤمن نه خو ښېږي. )) پوښتنه وشوه يا رسوال الله ! ايا مؤمن بې دېنه كېداى شي؟ و يې ويل: ((كوم مسلمان چې پر نېكيو امر و نه کړي؛ نو بې دينه به وي. ))[26]

حضرت علي وايي:

((له بديو منع پر ځمكه د فاسقانو پوزې راښكودل دي. ))[27]

((پر نېكيو امر او له بدي منع دوه الهي خويونه دي؛ څوك چې ددې دوو فريضو په پلې كېدو كې مرسته وكړي؛ خداى به يې عزتمن كړي.))[28]

((پر نېكيو امر او له بديو منع عامو خلكو ته سازښت – مصلحت او له بديو منع د ناپوهانو د كابو كېدو پياوړى وزله ده.)) [29]

امام باقر (رح) وايي: ((داسې كسان هم شته، كه لمونځ يې مال او ځان ته زيان ورسوي؛ نو ورته شا كوي او داچې پر نېكيو امر او له بديو منع له څرګندو او سترو واجباتو ځنې دي؛ نوځكه يې ورشا كړې ده. ))[30]

((څوك چې د بديو مخه و نه نيسي؛ نو د هغه تن په شان به وي چې ټپي د سړك پرغاړه پرېږدي او مړ شي.))[31]

((كوم كسان چې د سرغړونكي پر وړاندې چوپ وي او غبرګون و نه ښيي؛ نو مثال به يې داسې وي؛ لكه په ژوندو كې، چې مړى پروت وي. ))

((بدي داسې اور دى؛ كه ستاسې پر منع مړ نشي؛ نو هر څه به وسوځوي.))[32] (كه يو داړن دې وليد، چې د يوه انسان پر لوري روان وي او غږ دې پرې و نه کړ او انسان مړ شي؛ نو په قتل كې به يې ته هم شريك يې.)) [33]

امام صادق (رح) وايي:((څوك چې د مفاسدو مخه نيولاى شي او نه يې نيسي؛ نو له خداى سره به يې دښمني اعلان كړې وي.))[34]

هو څوك چې په ښكاره ګناه كوي؛ نو د خداى دين به سپكوي او دښمنان به يې خوشحالوي.

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((يوه داسې ډله به وي، چې نه به پېغمبران وي او نه به شهيدان؛ خو ستر مقام به لري او دا به يې پر نېكيو د امر له لارې لاس ته راوړى وي او خلك به يې دې مقام ته حيران ولاړ وي.))[35]

په قرآن كې راغلي: ((ځان او كورنۍ مو د دوزخ له اوره وساتئ. ))

ددې آيت په هكله روايتونه وايي: ((دا ساتنه پر نېكيو امر او له بديو د منع له لارې كېږي.)) ((كه خلك د منكر پر وړاندې چوپ پاتې شي؛ نو د خداى په قهر به اخته شي. څوك چې پر نېكيو امر او له بديو پر منع ايمان نه لري؛ نو دين به نه لري))[36]

((پر نېكيو امر او له بديو منع د دين (لوړه) څوكه او د الهي حدودو پلي كېدل دي.))[37]

((د دين ستنه او بنسټ پر نېكيو امر او له بديو منع او د الهي پولو پلي كېدل دي؛ كه پر ځمكه ګناه او معصيت وشي او د خداى اولياء چوپ وي؛ نو خداى به خپه وي.))[38]

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((جبرائيل راغى او راته يې وويل: اسلام لس برخې دى، چې اوومه يې پر نېكيو امر او له بديو منع ده.))

كوم مسلمان چې له بديو منع نه كوي؛ نو په روايتونوكې ورته د بې دينه او کمزوري لقب وركړاى شوى او خداى پرې پرغضب شوى دى. په قرآن كې راغلي:

((لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ[39] = ((د بني اسراييلو كافران د داوود او عيسى د مريمې د زوى په ژبو رټل شوي؛ ځكه ګناهګاران او تېري ګر وو))

 ((كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ[40]= ((تل يې يو بل له بدو چارو ځنې نه منع كول، رښتيا چې تل بد چاري وو!))

 حضرت داوود او حضرت عيسى عليهما السلام به پر هغو لعنت وايه، چې له بديو به يې منع نه كوله. پر نېكيو امر او له بديو منع د انبياوو او صالحينو لار ده او ستر مسئووليت دى او په كولو يې لارې خوندي کېږي، عايدات حلالېږي او د خلكو حقونه پر ځاى كېږي.

 

د امام حسين له بديو د منع څو ټكي

امام حسين د خپل عمر په روستېو شېبو كې، چې د يزيد لښكر د اهل بيتو پر خيمو بريد وكړ؛ وويل: ((كه دين نه لرئ؛ لږ تر لږه خو پخپله دنيا كې ازاد وسئ.)) دې خبرې پر لښكر اغېز وكړ او تر څو امام ژوندى و؛ نو لښكر کېږدیو ته نږدې نشو. د امام حسين دا وينا څو زده كړې لري چې دادي: كه د عمر روستۍ شېبې هم وي؛ نو له بديو منع واجب ده. ان د څاروي ډولو انسانانو پر وړاندې هم له بديو منع واجب ده. كه په يو ځاى كې څو بدۍ ترسره كېږي او موږ كولاى شو، چې يوازې له يوې يې مخنيوى وكړو؛ نو دا كار بايد وكړو. سرغړونكي ممكن له ځينو بديو لاس واخلي او د خپل وجدان تر اغېزې لاندې راشي. كه د خلكو د دين له لارې د هغوى د بديو منع نه كېده؛ نو له نورو صفتونو(؛ لكه عاطفي عواملو) يې بايد كار واخلئ. له ناموسه ملاتړ له سترو واجباتو ځنی دى.

 

په سختو شرايطو كې له بديو منع

امام “زين العابدين” د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم كړوسى دى. پلار يې، امام حسين ، ورر، تره او د رسول الله د كورنۍ نور غړي يې په مخ كې شهيدان شول او خپله هم بنديوان شو او په “كوفه” او “شام” كې لاس تړلى وګرځول شو؛ د شام جومات ته چې راوستل شو؛ نو خطيب پر منبر باندی يزيد ستايه؛ نو ده چغه كړه: ((خطيبه ! تا د يزيد په غوړه مالۍ خداى له ځانه ناراضي كړ، خداى درباندې په غوسه دى، زه بايد ددې غوړه مال خطيب پر ځاى كېنم، چې د اسلام تر ټولو ستر معروف؛ يعنې “محمدي اسلام ” او د “پېغمبر كورنۍ” بېرته راژوندۍ كړم.)) امام زين العابدين پر منبر كېناست او د خپلو خبرو له لارې يې اندیز- فكري، فرهنګي، عاطفي او سياسي كودتا وكړه. (٤٠) يوازې چوپتيا په کار نده خوځښت او تبليغ هم په کار دى

امام صادق (رح) په مېلمستيا كې و، يو مېلمه، كوربه ته اشاره وكړه ، چې اوبه راوړي. هغه له اوبو سره شراب هم راوړل. امام صادق چټك پاڅېد او و يې ويل: ((په كومه غونډه كې چې شراب څښل كېږي؛ نو پردې سربېره چې د مېلمستيا ډوډۍ ونه خوړل شي؛ بايد چټك ترې ووځئ چې نور پوه شي، چې شراب څښل ناوړه کار دى. ))[41]

په تاريخ کې راغلي: حضرت اسامْة بن زيد د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د مړينې پرمهال د جنګ قومندان شو او هغه مهال اتلس کلن و. يوه ورځې حضرت علي ته راغى او مرسته يې ترې وغوښته. حضرت علي وويل: ((درسره مرسته نه کوم.)) ده ورته وويل: زه همغه د رسول الله صحابي يم. حضرت علي( ک) وويل: ((سمه ده؛ خو که دې ياد شي موږ چې له “قاسطينو” سره جګړه کوله، ته هغه مهال چوپ وې، ستا دا چوپتيا ګناه وه، که څه له هغوى سره نه وې؛ خو په چوپتيا ورسره يوه خوله شوې؛ نوځکه نه ښايي ښه کسان د بديو پر وړاندې چوپ کېني، که دوى ډګر ته راووځي؛ نو ناسم حالات به سم شي. ))

 

 

پر نېکيو د امر اهميت

بايد وويل شي: پر نېکيو امر او له بديو منع له روژې ، لمونځ او حج بېل دي؛ ځکه چې لمونځ ، روژه او حج د خلکو هوسونو او ګټو ته څه زيان نه رسوي او خلک هم ورسره مخالفت نه لري؛ خو له بديو منع د خلکو له هوسونو او بې لاريو سره مخالف دی او هرومرو به يې يوه ډله مخالفت کوي. د نېکۍ او بدۍ پېژندل د هر چا کار نه دى او له ډول ډول خلکو سره چلن هم ځانګړې تبليغاتي ارواپوهنې ته اړتيا لري، له دې به تېر شو؛ خو پر نېکيو امر به هغه وخت اغېزناک وي، چې پر نېکيو “آمرين” او له بديو “مانعين” ښه خوى ولري، په کافي اندازه معلومات او له لازمو زده کړو برخمن وي. بلخوا خلک او دولت هم په دې برخه کې له هر ډول مالي او قانوني ملاتړه دريغ و نه کړي. د ساري په توګه: د راډيو ټلويزيون ټول پروګرامونه بايد داسې وي، چې په ټولنه کې ښېګڼې او نېکۍ را ژوندۍ کړي او بدۍ له منځه يوسي. پردې سربېره خلک بايد پر نېکيو امر يو لاسوهنه او پېټى نه؛ بلکې اسلامي فريضه وبولي. د ښارونو پر کوڅو او دېوالونو ليکل شوي شعارونه هم بايد داسې وي، چې خلک د کمال، ودې او رڼا لوري ته راوبلي او د ټولنې فضا اسلامي وي او ودې ته لار برابره کړي او بدۍ له منځه يوسي. د روايتونو له مخې پر نېکيو آمران له جهاده هم مهم دي؛ ځکه چې جهاد په ټول عمر کې يو يا دوه ځل کېږي؛ خو دا يو داسې الهي واجب دى، چې د شپې او ورځې د خلکو د سترګو پر وړاندې کېږي. که پر نېکيو امر او له بديو منع نه وي؛ اسلامي ټولنه نه خوندي او بيمه کېږي او که هره ورځ څوک د “سامري” په شان له سرو زرو يو “خوسى” جوړ کړي؛ نو زموږ نـسل تر هڅوبیز – فرهنګي يرغل لاندې راتلاى شي. پوهان وايي: ((پر نېکيو امر او له بديو منع له حتمي واجباتو دي او دومره اهميت لري، چې امام حسين وايي: “کربلا ته مې د تګ موخه پر نېکيو امر او له بديو منع ده“. ))

پر نېکيو د امر له لارې په ټولنه کې ټول واجبات عملي کېږي او له بديو د منع له لارې له ټولو مفاسدو مخنيوى کېږي. که د نړۍ يو ميلياردي مسلمانان هره ورځ پر يوه نېکۍ امر وکړي او له يوې بدۍ مخنيوى وکړى؛ نو د نړۍ هېنداره به يوه مخې بدله شي. که يرغلګران د مسلمانانو پر يوې سيمې يرغل وکړي او يو ميليارد خلک ورپسې راپاڅي؛ نو هغوى به شا تګ ته اړ کړي. موږ تر اوسه لا په بشپړ توګه د يووالي، ايمان او تبليغ خوند نه دى څکلى.

هو! د اوبو له يو څاڅکي څه کار نه کېږي؛ خو که څاڅکي سره يو ځاى شي؛ نو ويالې به ترې وبهېږي او له ويلو سيند جوړېږي او که سيند ته بند جوړ شي؛ نو سيمه به رڼا کړي.

 يو عالم وايي:))په قرآن کې پر نېکيو د امر له آيته مخکې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي خبره راغلې ده؛ يعنې که د مفاسدو مخنيوى غواړئ، بايد ځواک ولرئ او ځواک د يووالي په شتون کې رامنځ ته کېداى شي؛ نوځکه پر نېکيو امر او له بديو منع ځواک او حکومت ته اړتيا لرله؛ نو واجب ده چې ځواکمن شو او حکومت جوړ کړو. ))

پروني مفاسد بل شان وو، يو کس به دروغ ويل او بل به ترې منع کاوه؛ خو ننني مفاسد بل شان رنګ لري. نن مسلمانان ناڅاپه له سترو دسيسو سره مخ دي او که کارپوهه، تخصص ، تکنالوژي، ځواک، يووالى او بسیا اقتصاد ونه لري؛ نو هر څه يې تر يرغل لاندې دي؛ نو له ټولنيزو او نړيوالو بديو د مخنيوى لپاره په هر اسلامي هېواد کې د اسلامي نظامونو ټينګښت خورا اړين دى.

 

روستۍ موخه:

پر نېکيو د امر موخه د ټولو ښو کارونو ترسره کول دي او له بديو د منع موخه ټولو بديوته شا کول دي؛ البته دلته موخه رغیزه- سطحي او بې پايلې چلن نه دى. قرآن وايي:

((وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا[42]= ((او په يقين خداى په کتاب كې (دا حكم) پر تاسې نازل كړى، چې كله واورئ، چې ځينې د الله له آيتونو انكار كوي او ملنډې پرې وهي؛ نو ورسره مه كېنئ، تر هغه چې په بله خبره لګيا شي كه نه، تاسې به هم په څېر یې ياست، په رښتيا الله په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى.))

که له غونډې پر وتلو هم د خبرواترو مخه وا نه وښتله؛ نو بله بايد لار ورته ولټول شي؛ ځکه د قرآن موخه يوازې د غونډې پرېښوول نه؛ بلکې د خبرو اترو د مخې ګرځول بولي؛ نو دې موخې ته د رسېدلو لپاره بايد له هرې ممکنې لارې ګټه واخستل شي.

 په ځينو روايتونو کې راغلي: ((ګناهګار وځوروئ، چې له سرغړونې لاس واخلي تردې چې ګناه پرېږدي.))[43]

که په دې هم کار ونشو؛ نو له نورو لارو بايد ګټه پورته شي. د جنګ په آيتونو کې موخه د فتنې له منځه وړل دي:

((وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ فَإِنِ انتَهَواْ فَلاَ عُدْوَانَ إِلاَّ عَلَى الظَّالِمِينَ[44]= ((او تر هغه ورسره وجنګېږئ، چې فتنه (او بوت لمانځنه او استبداد) پاتې نشي او دين، يوازې الهي دين وي؛ نو كه (له خپلې ناسمې لارې یې) لاس واخست (؛ نو تاسې ترې لاس پر سر شئ؛ ځكه) چې تېرى يوازې پر ظالمانو روا دى. ))

نو دې موخې ته د رسېدو لپاره مبارزه بايد ډول ډول بڼې ولري دا خو د موخې موضوع وه؛ خو په دې لار کې د زيار و کوښښ په هکله بايد وويل شي چې: ځينې عبادتونه؛ لکه لمونځ ، روژه او حج ځانګړى وخت او اندازه لري او هر چا ته څرګند دي؛ خو پر نېکيو امر او له بديو منع ځانګړې کچه نه لري او سارى يې داسې دى؛ لکه څوک چې ډاکتر ته ورځي؛ داسې نشو ويلاى، چې هر رنځور بايد پخپل عمر کې څو ځل ډاکترانو ته ولاړ شي او له هر ډاکتر سره څومره وخت تېر کړي او د درمل د اخيستنې لپاره له ځان سره څومره پېسې ولري؛ دلته موخه د رنځور روغتيا ده او وخت، پېسې، زيار او کوښښ کومه ځانګړې کچه نه لري؛ نوځکه به انبياوو ويل: ((د سمونې لپاره به له خپلې وسې کار اخلو. ))

))قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ[45]= (((شعيب ) وويل: ((زما قومه ! ما ته ووايئ، كه زه د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم او ښه روزي یې راكړې وي (؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم؟) زه هېڅكله دا نه غواړم، له څه چې مو منع كوم، پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم (او په دې كار كې) بې د الله (له مرستې) برى راسره نشته! پر هغه مې بروسه ده او لوري ته يې ورستنېږم. ))

 

پر نېکيو امر او له بديو منع، فرض عين که کفائي؟

ياپه بله وينا: ايا د مړي د خښولو په شان دي که يو څو تنه ورشي؛ نو کفايت به وکړي او يا د لمانځه په شان پر هر وګړي فرض عين دي؟ دا دواړه نظريې ځانته پلويان لري. په دې اړه ستاسې پام څو ټکيوته را اړوم.

د (زړه د انکار او کرکې) له پلوه پر هر چا لازم دي، چې له ګناه کرکه وکړي؛ خو د عملي او تبليغاتي هڅو له پلوه، که څو تنو په دې لار کې ګام پورته کړ؛ نو د نورو غاړه ترې خلاصېږي. [46]

که پر نېکيو د امر موخه په ټولنه کې د ټولو ښو کارونو بیاژواکي- احيا وي؛ نو دلته بايد ټول خلک پکې ونډه واخلي؛ خو که موخه مو د لمانځه، روژى حج او. . . بیاژواکي وي؛ نو په دې برخه کې د يوې ډلې هڅه بس ده او همداراز که موخه له ټولنې د ټولو مفاسدو د ټغر راټولول وي؛ نو ټول خلک بايد پکې ونډه واخلي. د ساري په توګه: که موخه د ټولو سړکونو، بازارونو، ښوونځيو او کوڅو پاکوالى وي؛ نو په دې کار کې بايد ټول خلک ونډه واخلي؛ خو که موخه د يوې چينې پاکوالى وي؛ نو دلته يوه ډله بسیا ده.

 

پر نېکيو امر او حق ته بلنه د يوې ځانګړې ډلې کار نه دى:

هير مو نشي چې په ټولنه کې وګړي ځانګړې ونډه لري. که د “فوټبال” لوبغاړى د لوبې په ميدان کې د ټولو په مخکې خداى ياد کړي او هلته پر جمعه لمونځ وکړي او که د پوهنتون استاذ زدکړیالانو ته ښوونه په نيمه کې پرېږدي او لمونځ په اول وخت کې وکړي او که د ټلوېزيون کار کوونکي خپل پرګرامونه وځنډوي او پر خپل وخت په لمانځه ودرېږي؛ نو په ټولنه کې به د لمونځ کولو هڅوب- فرهنګ خپور شي.

 

 

نېکيو ته په هڅولو کې د ځواک ونډه

 په قرآن کې راغلي:

((الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ[47]= ((دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده.))

له پورتني آيته دا جوتېږي، چې پر نېکيو امر او له بديو منع د سرغړونکي پر وړاندې له عاجزۍ ډک ورم- نصيحت نه؛ بلکې داسې دنده ده، چې په ځواک بايد پلي شي. له ځواک پرته له بديو او په تېره له نړيوالې بديو مخنيوى ناشونى دى. په قرآن کې راغلي:

((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ[48]= ((او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جګړه شي؛ نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه یوې پر بلې تېرى وكړ؛ نو له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ، چې د الله حكم ته راوګرځي؛ نو که راوګرځېد (او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛ نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې الله انصاف كوونكي خوښوي. ))

که په ټولنه کې ځواک نه وي؛ نو الهي احکام؛ لکه حدود، ديات او قصاص به پلى نشي.

 لټي، ناغېړي او وېره هغه افتونه او رنځورۍ دي، چې په دعا ګانو کې ترې له خدايه پناه غوښتل شوى ده. [49]

د احد په جګړه کې د مسلمانانو د ماتې يو دليل د هغوى ناغېړي و: ((حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ[50]))

هېر مو نشي چې دا ځواک هله رامنځ ته کېږي، چې خلک هوښيار او يو موټى وي او مشر يې هم عادل ، زړه ور، د ليد خاوند او د بېلابېلو چارو کار پوه وي.

 

 

پر نېکيو امر دې په کمزورۍ نه؛ بلکې په ځواک پلي شي

قرآن وايي:

((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ[51]= ((او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي، لمونځونه كوي، زكات وركوي))

په اسلامي ټولنه کې ټول یو د بل وروڼه دي. ((بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْض[52].))

چې کله مهاجر او د مکې مسلمانان مدينې ته راغلل؛ نو انصار او د مدينې اوسېدونکي خوشحاله شول او ان په سختو شرايطوکې يې پر ځان غوره وګڼل. (یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ اِلَیْهِم[53]. ) (و یُؤْثِرُونَ عَلى اَنْفُسِهِم[54]. )

اوس که څوک يو تن له بديو منع کړي او يا هم ورته پر کومې نېکۍ امر وکړي؛ نو دې کس ته بايد مزاحم او اوزګارخېل نه؛ بلکې زړه سواندې وويل شي، چې د خداى له خوا ورته د مينې، څارنې او د امر و منع حق ورکړل شوى دى.

 

له بديو د منع يوه قرآني بېلګه

حضرت ابراهيم عليه السلام خپل تره پر”بوت لمانځنې” وليد او ورته يې وويل:

((إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ[55]= چې كله يې [په نیوکه] خپل پلار (ازر) او خپل قوم ته وويل: ((دا انځورونه څه دي، چې تل يې لمانځنې ته ټینګ ولاړ یاست؟!))

په دې آيت کې پر نېکيو د امر او له بديو د منع په هکله پاموړ ټکي لاس ته راځي چې دا دي: څوک چې پر نېکيو امر کوي بايد د ځانګړې ودې او کفايت خاوند وي. په امر او منع کې عمرشرط نه دى [قَالَ لِأَبِيهِ]. امر او منع له نږدې خپلو خپلوانو پيل کړئ (قَالَ لِأَبِيهِ). له بديو په منع کې لومړى بايد تر ټولو ستر بد منع شي (مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ)په امر او منع کې د خلکو پاملرنه دهغوى کرامت او وګړې- شخصيت ته واړوئ (أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ). له بديو په منع کې بايد کله نا کله يوکس د يوې ډلې پر وړاندې ودرېږي (لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ). په امر او منع کې د پوښتنې له لارې وجدانونه راويښ کړئ(مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ). امر او منع بايد په غوڅه او څرګنده توګه وشي(انتم واباءکم).

 

پر نېکيو امر او له بديو د منع اغېزې او برکتونه

 الف_د خداى له غوسې ژغورنه:

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((چاچې ګناه وليده او په زړه کې پرې خپه شو؛ نو د خداى له غوسې به ژغورل شوى وي او که څوک په ژبه بل له ګناه منع کړي؛ نو د اجر خاوند به شي. ))

ب_د خداى له لورنې ګټنه:

څوک چې د کلمة الله د عزت لپاره په تورې، ځواک او قوت راپاڅي؛ نو په واقعيت کې الهي پېرزوينو ته به رسېدلى وي. [56]

 

د غوره والي نښه:

پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي:

((هغه غوره دى، چې خلکو ته پر نېکيو امر وکړي.))[57]

((او پرعکس که څوک د بديو او ښو چارو پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون ونه ښيي؛ نو په انسانيت کې به يې بدلون راغلى وي او هېڅ د خير خبره به پرې اغېز نه کوي.)) [58]

 

په انسان کې پر نېکيو د امر اغېزې

حضرت علي خپل زوى ته وويل: ((پر نېکيو امر کوه، چې په نېکانو کې راشې. ))

هو! که څوک جامې وينځي؛ نوخپل لاس يې هم پکې پاکېږي. که څوک نورو خلکو ته د خېر بلنه ورکوي؛ نو څرګنده ده چې هغه به خپله هم ددې خير په پلې کېدو کې زيار وکاږي.

 

 په ټولو ثوابونو کې ګډون:

په ګڼو روايتونو کې راغلي: څوک چې نورو خلکو ته د خېر بلنه ورکوي او په دې لار کې ورته لارښوونه هم کوي او که خلک يې ومني او هغه نېک کار پلى کړي، بې له دې چې د نورو اجر کم شي؛ نو په اجر و ثواب کې به ورسره بلوونکى هم شريک وي او که څوک نور خلک ګناه ته راوبولي؛ نو د مفاسدو په عذاب کې به ورسره شريک وي.

 

پر نېکيو امر او له بديو د منع وټیز- اقتصادي برکتونه

که د ځمکې خلک ايمان راوړي او تقوى خپله کړي [پر نېکو امر او له بديو منع د تقوى له مصدقاتو ځنې ده ]په غوڅه توګه به له اسمان او ځمکې برکتونه نازل شي قرآن کریم وايي:

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ[59]= ((او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې درلودای؛ نو موږ د اسمان او ځمكې د بركتونو ورونه پرې پرانستل؛ خو (زموږ آیتونه او پېغامونه يې) دروغ وګڼل؛ نو موږ هم دوى د خپلو كړنو په سزا كې راونیول))

امام باقر (رح) وايي:

((پر نېکيو امر او له بديو د منع له کبله کارونه حلالېږي او ځمکې ابادېږي.))[60]

((د اورښت کچه هر کال يو شان وي؛ خو که خلکو ګناه وکړه؛ نو خداى د اورښت لار بدلوي.))

روسته امام باقر د هرې ګناه لپاره ځانګړې نښې بيانوي چې دادي: ((که په ټولنه کې زنا زياته شي؛ نو سکته، د زړه او ماغزو له کاره لوېدل او ناڅاپي مړينې به پکې ډېرې شي. که ډنډې وهل ډېر شي؛ نو قحطي به پيدا شي. که زکات ور نه کړاى شي؛ نو د ځمکې برکتونه به لږ شي. که تړون ماتوونې او په ژبه نه ودرېدل زيات شي؛ نو دښمن به واکمن شي. که زړه سوي ته شا شي؛ نو مالونه به د نا اهلو لاس ته ورشي. که پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا شي؛ نو اشرار به پر خلکو واکمن شي او تبليغات به هم بې اغېزې وي.)) [61]

پر نېکيو امر او له بديو د منع ټولنيز برکتونه

قرآن هغه ټولنه بريالى ويني، چې پکې پر نېکيو د امر او له بديو د منع لپاره يوه ځانګړې ډله وي:

))وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[62]= ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي، چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

په قرآن کې راغلي:

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران/۱۱۰) = ((تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال (پر دغسې کړلار او ځلاند دين) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده (؛ خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېری يې (د الله له فرمانه) سرغړاندي دي))

په هر لمانځه کې موږ ((السلام علينا وعلى عبادالله الصالحين)) وايو. دا ((صالحين)) هغه کسان دي، چې پر نېکيو امر او له بديو منع کوي.

يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُوْلَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ[63]= ((پر خداى او لويه ورځ ايمان لري، پر نېكيو امر او له بديو منع كوي او د نېكو چارو په سر ته رسولو كې تلوار كوي او دوى له صالحانو ځنې دي))

 د عذاب پر وخت به يوازې له بديو منع کوونکي وژغورل شي او پاتې نور؛ يعنې ګناه کاران، چوپ خوله او بې پروا کسان به د خداى په قهر ککړ شي:

قرآنکریم وايي:

))وَإِذَ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُواْ مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ[64]= او(درياد كړه) چې کله یې يوې ډلې (بلې ته) وويل: ((تاسې ولې (ګناهګار) ټولي ته نصيحت كوئ، چې الله يې هلاكوونكى يا د سختې سزا وركوونكى دى؟ (پرخپل حال يې پرېږدئ، چې ورک شي. ) ځواب يې وركړ: موږ (دا پندونه) ستاسې پالونكي ته د خپل عذر پيدا كولو (او پازوالۍ لرې كولو) لپاره كوو او (پردې سربېره) ښايي (و يې مني او له ګناه لاس واخلي او) د تقوا لار خپله كړي. ))

امام باقر (رح) پر نېکيو د امر او له بديو د منع په هکله وايي: ((که څوک له دې دوو څيزنو سره مرسته وکړي؛ نو خداى به ورته عزت ورکړي او که څوک ورته سپک وګوري؛ نو خداى به يې هم سپک کړي.)) [65]

 

پر نېکيو امر او له بديو د منع سياسې برکتونه

حضرت علي وايي: ((پر نېکيو امر او له بديو منع د مؤمنانو ملاتړ او د کفارو د سپکاوۍ وزله ده.))[66]

((که پر نېکيو امر او له بديو منع ونشي؛ نو د وخت په تېرېدو به پر تاسې اشرار واکمن شي او خبره به دې ځاى ته ورسي چې که ښه خلک هرڅومره نارې سوري ووهي؛ نو ځواب به يې وانه وري.))[67]

روايت دى: ((که له بديو منع و نه کړئ او د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له کورنۍ لاروي و نه کړئ؛ نو خداى به پر تاسې اشرار واکمن کړي او دومره کړاوونه به درباندې راشي، چې که ستاسې ښه خلک څومره دعاوې هم وکړي؛ نو قبولې به نشي. [68]

 

پر نېکيو امر او له بديو د منع پولې

ځينې ګومان کوي چې امر او منع په شخصي ګناهونو کې يو ډول وګړنۍ يادونه او پند دى؛ خو دا دواړه په داسې مدار کې ګرځي چې کچه يې د ټول دين د پراخوالي هومره ده؛ نوځکه ټول وزارتونه، سازمانونه، ارګانونه، ستره محکمه، څارنوالي او راډيو ټلويزون؛ پر نېکيو د امر او له بديو د منع ډګرونه دي. دا ستره کړۍ موږ له دې حديث څخه لاس ته راوړو چې وايي: ((د فرايضو شته والى پر نېکيو د امر او له بديو د منع له کبله دي)).

لمونځ ته د خلکو رابلل پر نېکيو امر دى، په هره لمانځه کې وايو: ((حى على الصلواة؛ يعنې په بيړه لمانځه ته راشئ) که له هېواده په دفاع کې تبليغات، بلنې او هڅونې پلي کېدونکې کړلار نه وي؛ نو د پاسوالۍ او دفاع ليکې به تشې پرتې وي. په زکات کې هم که پرله پسې تبليغات نه وي؛ نو د زکات او خمس د ورکړې روحيه او نيت به له منځه ولاړ شي. پر نېکيو امر او له بديو منع د پلي کېدو له کبله به د لارو امنيت خوندي وي، پر سړکونو لګول شوې ټرافيکي نښې د زرګونو ترخو پيښو مخه نيسي، که په لارو کې پوليس نه وي او له ګواښونو او جريمو له لارې يې پر موټرو څارنه نه درلودلاى؛ نو هره ورځ به موټر غلا کېدل، خلک به لوټ کېدل، موټر به پر سړکونو ډېر تېز تلل، کراګانې به يې ډېرې اخستې، په لارو او کوڅو کې به ګډوډي رامنځ ته شوې واى او که څوک له کوره بهر وته؛ نو ټول به ورپسې خپه وو.

 پر نېکيو امر او له بديو د منع له کبله ګټې حلالېږي. که پلورونکي خراب توکي بازار ته راوړي او د ټولو خلکو چغې پورته شي او نيوکه پرې وکړي؛ نو دولت به هغه پلورونکي ته سزا ورکړي او بازار به سم شي. که د ډنډې وهلو، ګرانۍ، سود او ټګيو پر وړاندې خلک غبرګون وښيي؛ نو په بازار کې به سم سمکى راشي.

 حضرت علي به له دورې سره بازار ته راوته؛ چې چا به په پلور کې ټګي کوله، ښه توکې به يې لاندې او خراب به يې د پاسه ايښى وو؛ نو ورته به يې ګوتڅنډنه کوله.

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((له ګناهګارانو سره راکړه ورکړه مه کوئ.)) که مسلمانان پر همدې وينا عمل وکړي او د سرغړاندي سوادګر پر ضد راپاڅي؛ نو هغه اړ دى چې خپله سودا سمه کړي. په هر حال پر نېکيو امر او له بديو منع ګټې حلالوي او انسان له حرامو ژغوري، چې د ډول ډول مفاسدو او بې لاريو لامل دى.

 

١_حق حقوال ته رسي:

پر نېکيو امر او له بديو منع “قضائيه” يا”عدليه” قوه هم سموي او له دې لارې حقوال خپل حق ته رسي. هو که خلک په لېینه – شاهدۍ کې قاضي او محکمې ته سم معلومات وړاندې کړي؛ نو ډېرو حق والو ته به حق ورسي. که هر څوک د ظلم پر وړاندې پر خپله دنده عمل وکړي؛ نو ظالم به کله هم تېرى و نه کړي او پخپله به يې حق خاوند ته ورسي.

 امام صادق خپل ملګري ته وويل: ((که تاسې د عباسيانو پر شاوخوا نه وائ راټول شوي؛ نو موږ به يې پر کور نه وو کېنولي، موږ ستاسې چوپتيا پر کور کېنولو.))[69]

٢_ځمکې ابادېږي:

پر نېکيو امر او له بديو د منع له لارې ځمکې ابادېږي؛ ځکه ابادول، پيسو، کارپوهۍ، مينې او يو ځاى کېدو ته اړتيا لري او ټول په نېکيو کې راځي ورانول پر ځمکه فساد، جنګ او بې روزګاري، د پانګو پر ټپه ودرول او عياشي دا ټول له بديو ځنې دي او مخه يې بايد ونيول شي.

 

٣_له دښمنه غچ:

پر نېکيو امر او له بديو د منع له لارې له دښمنه غچ اخيستل کېداى شي؛ خو د حق بېرته اخستل پوهې، ځواکمنۍ، ارادې ، يووالي ، زړورتيا ، تبليغاتو او پر نېکيو له امره لاس ته راځي.

 

٤_په هېواد کې د نظام ټينګښت او ټیکاو:

پر نېکيو امر او له بديو منع زموږ د نظام ستنې ټينګوي؛ ځکه که نظام څومره هم غوره وي او څارنه او ملاتړ يې ونشي؛ نو ړنګ او نسکور به شي؛ پر نېکيو امر د نظام ستنې ټينګوي او له نېکانو ملاتړ کوي، چې دا چار د هېواد د دښمنانو ملا ماتوي.

 

پر نېکيو امر او له بديو د منع پړاوونه

خير ته بلنه او پر نېکيو امر او له بديو منع کول درې پړاوونه لري چې دادي:

لومړى پړاو:

که د خداى له احکامو سرغړونه وشي؛ نو انسان بايد په زړه کې خپه شي او کرکه ترې وکړي؛ په دې پړاو کې هېڅ څوک نه بښل کېږي. بېوسي، نشتمن، ړانده او ګونکي هم بايد له ګناه کرکه ولري.

دويم پړاو:

په خولې بايد سرغړونکي ته پر نېکۍ امر وشي. په قرآن کې راغلي:

))وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ[70]= او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د بل چا وي، چې (خلك) د الله لوري ته بلي او ښې (چارې) كوي او ويلي يې وي: ((په حقيقت کې زه له مسلمانانو ځنې يم؟!))

درېیم پړاو:

 که تبليغات او خوله اغېز و نه کړي؛ نو د ځواک له لارې يې بايد مخنيوى وشي.

اصلي اغېز:

پر نېکيو امر او له بديو د منع مهم ټکى اغېز دى؛ يعنې اصلي خبره داده، چې سرغړونکى له کومې لارې کولاى شې له خپل چلنه لاس واخلي. د ساري په توګه: که اشاره اغېز لري؛ نو اشاره ورته واجبه ده، که تبليغ اغېز کوي؛ نو تبليغ واجب دى، که ګواښ اغېز کوي؛ نو ګواښ لازم دى، که څو ځل پند ورکول اغېز لري؛ نو تکرار يې لازم دى. که يوې ډلې ته اړتيا وي؛ نو دا کار لازم دى. که زموږ خبره اغېز نه لري او د بل چا يې لري؛ نو هغه بل بايد دا کار وکړي. په دې اړین کار کې اصلي خبره داده، چې د خداى له احکامو سرغړونه ونشي او دا کار کومه ځانګړې لار نه لري؛ خو که خبرې په يو ځانګړي وخت کې اغېز لري؛ نو په همغه وخت کې بايد ګواښ ونشي. که پند په يوه ځانګړي فضا او ځاى کې اغېز درلود؛ لکه، مېلمستيا ، چکر؛ نو بايد دا شان شرايط ورته برابر شي. که اغېز يوازې د ځواک او حکومت له لارې کېده؛ نو ځواک او حکومت بايد جوړ کړو.

څه چې اسلام له موږه غوښتي، هغه د حق رامنځ ته کول، د باطل له منځه وړل او پر نېکيو امر او له بديو منع ده. ترسره کول او پلې کېدل يې ځانګړې لارې، وزلې، وخت، وګړې- شخصيت، بڼې او. . . ته اړتيا نه لري. اسلام دا هر څه عقل ته پرېښي او د عقل لارښوونه او اغېز يې تر ټولو چټک او غوره بللى ده.

پر نېکيو امر او له بديو د منع په هکله يو عالم، آيتونه او روايتونه داسې څېړلي دي: ((کله له امر و منع زموږ موخه دا وي چې څوک بل چاته د هغه په وګړیز- شخصي او جزيي کارونوکې ورم- نصيحت کوي؛ لکه څوک چې غېبت کوي او تاسې يې منع کوئ؛ په دې “امر و منع” کې د ځان خطر نشته او احتمال لري، چې اغېز وکړي؛ خو په ځينو وختونو کې پر نېکيو امر او له بديو د منع موخه د بدعتونو، د ټولنې د اندیز – فکري، سياسې او عملي کږلېچونو، پر ځمکه د فساد خپرونکيو مخنيوى، د حق رامنځ ته کول، له ټولنې د باطل د ټغر ټولول او د استبدادي او ظالم رژيم ړنګول دي. په دې حالتونو کې ارزښت لري، چې سرونه او مالونه هم له منځه ولاړ شي، چې د خداى قانون پلى شي. )) نوځکه پر نېکيو د امر لپاره کله ناکله؛ لکه بايد د امام حسين په شان بلهاري- قرباني ورکړو، چې خلک “رښتينې اسلام” له “ټبريزې واکمنۍ” وپېژني.

هو! د ارزښتونو د ساتنې لپاره که د خلکو ککرۍ هم هوارې شي؛ نو روا دي. حضرت علي خپل والي ته په ليک کې ليکي او ټينګې نيوکې پرى کوي؛ ځکه پر دسترخوان به يې تل ماړه ناست وو او د بېوزليو او نشتمنو پکې څه درک نه وو. د حضرت علي لار له شتمنو او مړو سره ناسته پاسته نه؛ بلکې تل به له بيوزليو او نشتمنو سره کېناسته او ټينګه پاملرنه يې ورته کوله. د وګړيو په پرتله د ارزښتونو ساتنه مهمه ده او دين نه ښايي له وګړيو بلهار- قرباني شي؛ بلکې وګړي بايد له دينه بلهار شي.

که اغېز هم و نه کړي؛ نو پر نېکيو امر او له بديو منع بايد وشي. مشران پر نېکيو امر او له بديو د منع شرط اغېزمنتوب بولي؛ يعنې که اغېز يې نه درلوده؛ نو لازم نه دي. دې اصل ته په درناوي لاندې ټکي هم په پام کې نيسو:

ممکن په اوسني حالت کې اغېز و نه کړي؛ خو د اهميت له کبله يې وګړي بايد د شهادت تر پولو پورې ولاړ شي او د حق خبره وکړي. امام حسين وايي: ((زه کربلا ته پر نېکيو د امر او له بديو د منع بیا ژواکۍ ته ځم.)) امام حسين شهيد شو او يزيد او لښکرې يې تر اغېزې لاندې را نه غلې؛ خو د امويانو باطل پالي او د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د اهل بيتو سپېڅلتيا او مظلوميت د تاريخ په خټه کې واخږل شو. په قرآن کې هم ځينې آيتونه شته او داسې ترې جوتېږي، چې د عدالت او نېکيو لپاره بايد ځان شهيد کړو. په هر حال که څه د عامو خلکو لپاره پر نېکيو امر د واجبېدو شرط يې اغېز دى؛ خو د انبياوو، اولياوو او علماوو کله ناکله اواز پورته کول هم لازمي دي او د شهادت تر پولو پورې بايد مخکې ولاړ شي ، چې د اسلام لار د وخت د طاغوتانو له پلو په بدعتونو او بې لارو محوه او له منځه ولاړه نشي.

 د فضا رامنځ ته کول ارزښت دى. د ساري په توګه: که ځان ته لمونځ کوئ؛ نو مستحب دى چې اذان ووايئ. په اذان کې د((حى علي الصلوة)) جمله هم ويل کېږي او ددې ويل يو ډول ارزښت دى. که څه څوک يې وانه وري او لمانځه ته رانشي. د قانون ساتنه او د له منځه تلو مخنيوى يې ارزښت دى؛ نوځکه اسلام هغه ښځو ته چې په هره مياشت کې پرې څو ورځې لمونځ فرض نه دى حکم کوى، چې د لمانځه په وخت کې دې مخ په قبله کېنې او د خداى ذکر دې ووايي، چې د لمانځه رسم پر ځاى شي. څوک چې په لومړي ځل حج ته ځي؛ نو اسلام ورته حکم کوي، چې د غټ اختر پر ورځ دې خپل سر وخروي. څوک چې د سر وېښتان ونه لري؛ نو اسلام ورته سپارښتنه کوي چې پر سر دې چاړه يا پاکي راکاږي، چې قانون ته پاملرنه شوي وي.

که څلور لارې ته ورسېدو او سره اشاره بله وه او کوم موټر هم نه و؛ نو بايد ورته ودرېږو، څو پرقانون مو عمل کړى وي. دا بېلګې څرګندوي که موږ ټول چوپه خوله کېنو او ووايو چې پر نېکيو امر اغېز نه لري؛ نو په ټولنه کې به هره ورځ نېکي خپل رنګ بايلي او ګناهګار به ډاډه شي او مسلمانان به لا پسې شاتګ وکړي. په داسې حالتونو کې “امر و منع” په هره بڼه کې بايد پلي شي، که څه اغېز ونه لري.

ممکن “امر و منع” پر وګړيو اغېز و نه کړي؛ خو له بديو د منع له لارې له ګناه کوونکي د ګناه خوند اخستل کېږي او په ارام زړه به ګناه و نه کړي. د زړه دا ناآرامي چې له بديو د منع له لارې لاس ته راغلې، پر ګناه کوونکي تنګسه راولي او دا يو ډول ارزښت ګڼل کېږي. اسلام سپارښتنه کوي چې: ((له ګناه کوونکي سره په تريو تندي چلن کوئ، چې پوه شي چې ټول ترې کرکه کوي. )) ممکن دا کس له ګناه لاس وا نه خلي؛ خو د خولې د خوند پيکه کول يې اړين دي.

 

له بديو منع د ازادۍ نښه ده

که څوک ووايي چې: له بديو منع اغېز نه لري او ټول چوپه خوله شو؛ نو پخپلو لاسونو به مو ټولنه د فساد ډنډ ته ورغورځولې وې؛ نو له ازادۍ د ملاتړ او ساتنې لپاره بايد اواز راپورته کړو. که څه څوک ورته غوږ کېنږدي.

پر نېکيو امر او له بديو منع د ځان جوړونې لپاره يو ګام دى، د ځان هڅونه او تلقين دى او د ويښتيا، پوهې او ژمنې نښه ده.

کېداى شي زما نننۍ خبره پر اورېدونکي اغېز ونکړي؛ خو زما اخروي اجر ثابت دى. پر خداى او معاد د ايمان له برکتونو ځنې يو دادى چې: انسان هېڅکله هم ځان بايلونکى نه بولي. که د خداى د رضا لپاره جومات ته ولاړې او هغه بند وي؛ نو د جمعې د لمانځه اجر به مو ګټلاى وي. مخلص انسان له خداى سره جوړجاړی- معامله کوي. د خداى لپاره له يو چا سره خبرې کول، که څه چې هغه ورته غوږ کېنږدي؛ ډېر اجر او ثواب لري. د قرآن له نظره هغه غوره کسان دي چې خلک حق ته رابولي:

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (فصلت/۳۳) = او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د بل چا وي، چې (خلك) د الله لوري ته بلي او ښې (چارې) كوي او ويلي يې وي: ((په حقيقت کې زه له مسلمانانو ځنې يم؟!))

که څه چې دا بلنې اغېزې ونه لري. هو! که زدکړیالان د ښوند- ښوونکي درس زده نه کړ؛ نو د ښوند حقوقو ته زيان نشي اړولاى.

سملاسي اغېزې اړينې نه دي کله ناکله پر نېکيو امر او له بديو منع سملاسي اغېزې نه لري؛ خو ډاډه وسئ چې په راتلونکي کې به يې ولري؛ ځکه د انسان حالات کله داسې وي، چې د حق اورېدل يې له لاسه نه کېږي؛ خو ستاسې خبره کېدای شي په کوم بل وخت کې پرې اغېز وکړي. د امر او منع له لارې د زړورتيا روحيه خوندي پاتېږي.

 

 د وجدان ارامتيا

پر ګناه کوونکي اواز پورته کول د انسان د ايماني وجدان د ارامتيا لامل ګرځي او څوک چې دا کار کوي؛ نو هېڅکله به هم ځان د وېرې، چوپتيا او بې پروايي له کبله و نه غندي. دا د قرآن او د انبياوو لاره ده.

په رښتيا موږ خو له پېغمبرانو غوره نه يو. دوى به پر معجزو او غوره اخلاقو له بديو منع کوله. ډېرى خلکو به ورته غوږ نه ايښووه. قرآن وايي:

((وَ اِذا ذُكِّرُوا لایَذكُرون = که ورته پند ورکړاى شي؛ نو پند به يې نه مانه.)) ((اتَیْناهُ ایاتِنا كُلّها فَاَبى = موږ خپلې ټولې معجزې فرعون ته وښوولې؛ خو ورته يې غوږ کېنښود))

((وَ اِن یَّرَوْا كُلّ ایَةٍ یُعْرَضُوا وَ یَقُولُوا سِحْر= که يوه معجزه وويني؛ نو مخ اړوي او وايې چې دا کوډې دي)) ]

پر نېکيو امر او له بديو منع پر ګناه کوونکيو غاړ خلاصول دي، چې و نه وايي موږ ته چا پند رانه کړ او همداراز مؤمن ته هم سند دى، چې په يو وخت کې ورته ونه ويل شي: ولې دې غږ پورته نه کړ؟ قرآن وايي: ((وينا يا د پند لامل دى او يا هم دعذر وزله ده. ))[عذراً او نذراً]؛ يعنې که پوهېږئ او احتمال ورکوئ ، چې زما دا وينا به اغېز ونه لري؛ نو لازم نه دي؛ خو منع هم نه دي. تر کومه ځايه چې خداى نه دي منع کړي؛ نو مخکې تللاى شو؛ خو که خداى د درېدو حکم وکړ؛ نو مکلفيت بدلېږي؛ لکه په لاندې آيتونو کې چې راغلي:

))وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا[71]= او د هغوی توبه نه منل كېږي، چې بدې چارې كوي او د مرګ پر وخت وايي: ((اوس مو توبه وكړه.)) او نه د هغوى قبلېږي، چې د كفر په حال كې مړه كېږي، دوى ته مو دردناك عذاب چمتو كړى دى.

))أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا [72]= دوى هغه کسان دي، چې الله پوهېږي، په زړونو كې يې څه دي، (له سزا) يې تېر شه، په داسې خبرو نصيحت ورته وكړه، چې اغېز پرې وكړي او د خپلو كړنو پايلې يې تر غوږونو ورتېرې كړه.

))وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[73]= او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!

))فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ[74]= [پوه شه چې] ته مړي اورولاى نشې او نه هغو کڼو ته بلنه وراورولاى شې، چې مخ اړولي شا کړي روان وي.((

))إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ[75]= البته ته مړيو ته (خپله خبره) وراورولاى نشې او نه يې هغو کڼو ته وراورولاى شې، چې مخ اړوي تښتي.((

))وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ قُلْ مَنْ أَنزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاء بِهِ مُوسَى نُورًا وَهُدًى لِّلنَّاسِ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُواْ أَنتُمْ وَلاَ آبَاؤُكُمْ قُلِ اللّهُ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ[76]= او هغوى الله سم و نه پېژانده، چې و يې ويل: ((الله پر هېڅ بشر کوم څیز نازل كړى نه دی. )) (ورته) ووايه: ((د موسى راوړى کتاب چا رانازل كړى و؟! چې خلكو ته رڼا او لارښوونه وه (؛ خو تاسې) یې پاڼه پاڼه كوئ؛ څه ښكاره كوئ او ډېر یې پټوئ او داسې ښوونې درته وشوې، چې نه تاسې پرې پوهېدئ او نه ستاسې پلرونه.)) ورته ووايه: ((چې الله (نازل كړى و))) بيا يې پخپلو ځېلي خبرو اترو (او اوتو بوتو) کې لوبو کولو ته ورپرېږده.((

))ذَرْهُمْ يَأْكُلُواْ وَيَتَمَتَّعُواْ وَيُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ[77]= پرېږدئ يې، چې وخوري او ګټې (او خوندونه) واخلي او هيلو بوخت كړي وي؛ نو ژر به (د خپلو کړنو سزا) ورمعلومه شي!

 

پر نېکيو امر او له بديو د منع منلو ته د انسان د دنننۍ زېرمو بياژواکي

 پر خداى ايمان پر مبداء او معاد ګروهه – عقیده پر نېکيو د امر او له بديو د منع تر ټولو غوره وزله او اړم دى؛ نو که څوک له بېخه دا کار کول غواړي او خلک نېکيو ته هڅوي او له بديو يې منع کوي؛ نو بايد د خلکو پر ګروهو کار وکړي. د ساري په توګه: که څوک د يو چا کور ته ننوځي او دا کس ګروهن دی، چې دا کور خاوند لري، حساب و کتاب به راسره کوي، زه يې تر ټينګې څارنې لاندې يم؛ نو هغه مهال ورته ويلاى شو، چې دا کار کوه او دا مه کوه. ددې ګروهې له مخې ورته د سمې لارې لارښوونه کولاى شو؛ خو که دا کس داسې ووايي: دا کور بې خاونده ، بې حسابه و بې کتابه دى څارنه هم نشته او څه مې چې زړه وغواړي و به يې کړم؛ نو موږ دا کس نشو کابو کولاى؛ ځکه په دې اند دی چې کور بې خاونده دى؛ نو تر خپلې روستۍ شېبې به مزې چړچې او ډتې وهي او هر څه به پر چپه اړوي.

 هو! که انسان ګروهن وي، چې دا نړۍ؛ لکه د ستر کور په شان ده او خداى يې خاوند دى او د قيامت ورځ حساب و کتاب لري، ټول کړه وړه يې ليکل کېږي او ان پر اندونو او نيتونو يې هم ټينګه څارنه کېږي؛ نو همدا ((ليد)) به ترې په دې نړۍ کې متقي انسان جوړ کړي. د بې پروا انسانانو مثال د وچې څاه په شان دى، چې پکې د اوبو د دوو سطلونو په اچولو اوبه نه ډنډېږي. داسې انسانانو ته د قانون، جريمو او تبصرو په هکله خبرې کول داسې دي؛ لکه په وچې څاه کې چې څوک څو سطله اوبه واچوي.

نېکيو ته د بلنې او له بديو د منع لپاره تر ټولو مهم او اصلي اړم پر مبداء و معاد ايمان دى. د انسانانو په دننه کې ايمان، په څاه کې د اوبو د راوتلو په شان دي، چې دا کار پخپله انسان له مفاسدو ژغوري.

 

پر خداى ايمان بسیا نه دى؛ يادونه يې هم لازمه ده

ځينې خلک ايمان لري او کولاى شي ، چې په ساعتونو د خداى او معاد په باب خبرې وکړي او مقالي هم وليکي؛ خو خداى نه يادوي؛ نو ايمان او پاملرنه دواړه اړينې دي. خداى په قرآن کې د يوې ډلې په هکله وايي:

))إِنه كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ[78]= (ځكه) پر ستر الله یې ايمان نه درلود.((

د بلې ډلې په هکله وايي:

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ[79]= ((او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ، چې الله يې هېر كړى؛ نو الله (هم) د دوی خپل ځانونه ترې هېر كړل، همدوى پوله ماتي دي.))

 د لمانځه دليل او راز دادى، چې انسان خداى ياد کړي

))إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي[80]= په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما لمانځور وړ نشته؛ نو و مې لمانځه او يادښت ته مې لمونځ كوه.((

که پر انسان ترخې او خوږې پېښې دباو راوړي؛ نو د قرآن سپارښتنه داده چې انسان دې خداى ياد کړي:

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ[81]= ((مؤمنانو! چې كله (د جګړې په ډګر كې) له كومې ډلې سره مخامخ شئ؛ نو ټينګ شئ او الله ډېر يادوئ، چې بريالي شئ. ))

که پر خداى ايمان لرو او ياد يې نه کړو؛ نو ګټه به ونه لري. د ژوند په هر اړخ کې بايد خداى ياد کړو. کومه غوښه چې خورو څاروې يې بايد د خداى په نامه حلال شوي وي. له ښځې سره کوروالى بايد د خداى په نامه وي. په موټر کې سپرېدل ، د جامو اغوښتل، هر توکیز- مادي او مانیز- معنوي کار بايد د خداى په نامه پيل شي. څوک چې خداى کتونکى او ناظر [أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى][82] او پخپل څارنځي کې ناست ويني [إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ][83] او پرښتې يې د خپلو کړو وړو ليکوونکي وبولي [أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ][84] همداراز ايمان ولري چې نه يوازې کارونه يې حساب و کتاب لري؛ بلکې غبرګونونه او اغېزى يې هم ورپسې ليکل کېږي: [إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ][85] او دا هم ومني چې خداى يوه شېبه هم له خپل پيدا کړ شوي څيزه بې خبره نه دى: [وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَاكُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ][86] او غټ او واړه هر څه ليکل کېږي[وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ][87] د قيامت پر ورځ به ورته خپل کړنليک ورکړاى شي. [ وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا][88] او د خپلو اندونو، نيتونو او کارونو ځواب بايد ورکړي[يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُور][89] او. . . نو داسې کس ځان پر ګناه نه ککړوي، که څوک غواړي پر نېکيو امر او له بديو منع وکړي له هر څه مخکې بايد د خلکو په زړونو کې پر خداى او معاد ايمان را ژوندى کړي. قرآن ډنډۍ وهوونکيو ته وايي:

))أَلاَّ يَظُنُّ أُولئِكَ أَنَّهُم مَبْعُوثُونَ[90]= ايا دوى ګومان نه كوي، چې راپاڅول كېږي.((

 

د خدای شکر

پر نېکيو امر او له بديو د منع دويم اړم دادى، چې د سرغړاندي پام بايد د خداى پېرزوينو ته واړول شي، چې پوه شي خداى پرې څومره پېرزوينه کړې ده. خداى انسان له يو څاڅکي پيدا کړ او د هر څه واک يې ورکړ، د انسان عيبونه يې پټ کړل او د نېکيو پر وړاندې يې څو ګرايه اجر و ثواب ورکوي، د درد درملنه يې کوي، دعا يې قبلوي. هغه تر ټولو غوره ملګرى او لاس نيوونکى دى.

 حضرت علي کرم الله وجهه وايي: که خداى د ګناه لپاره دوزخ هم نه و پيدا کړى؛ نو بيا هم پر موږ اړینه وه، چې د پېرزوينو له لامله يې له احکامو سرغړاندي و نه کړو.))

 

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او امامانو ته د کړنو وړاندې کېدل

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او امامانو ته زموږ د عملونو وړاندې کول، پر نېکيو د امر او له بديو د منع يو بل اړم دى. که پوه شو چې زموږ د خبرو کسټ د هېواد لوړپوړو چارواکيو ته رسي؛ نو په خبرو کې به لږ څه پام وکړو. په ((اصول کافى)) کې ګڼ روايتونه راغلي چې: هره اوونۍ ستاسې عملونه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او مهدي اخر زمان ته وړل کېږي او د خوشحالۍ او خپګان لامل يې ګرځي. دا ګروهه چې له قرآن او روايتونو سرچينه اخلي، کولاى شي چې تر ټولوغوره وزله وي:

))وَقُلِ اعْمَلُواْ فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ[91]= او (ورته) ووايه: (((چې څه غواړئ) و يې كړئ ! الله، استازی او مؤمنان به ستاسې كړه وړه وویني! او ژر به د پټو او ښكاره وو پوه (الله) ته وروستل شئ؛ نو د خپلو کړنو له (حقيقت او پايلو) به مو خبر كړي !))

 

د ګناهونو ناوړو پايلو ته پاملرنه

په آيتونو او روايتونو کې دې حقيقت ته اشاره شوې، چې د کړاوونو نازلېدل ستاسې د ترسره کړاى شويو ګناهونو پايله ده. قرآن وايي:

وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ (شوری/۳۰) = او چې هر (ډول) مصيبت دررسي؛ نو لامل يې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او (الله مو) له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي.

پلانى قوم د خپلې سرکښۍ له کبله هلاک شو. قرآنکریم وايي:

))فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ[92]= ((خو د” ثمود” قوم د (خپلې) سركښۍ (په سزا كې) په يوه تندري كړيكه هلاك كړاى شول. ))

حضرت علي کرم الله وجهه د”کميل” په دعا کې وايي: ((خدايه ! هغه ګناهونه را وبښه چې د حيا پرده څيرې کوي. خدايه ! هغه ګناهونه راوبښه چې د نعمتونو د بدلون لامل ګرځي. خدايه ! هغه ګناهونه راوبښه، چې د دعا د نه قبلېدو لامل ګرځي.)) له دې ويناوو دا جوتېږي چې هره ګناه ځانګړې ناوړې پايلې لري؛ نوځکه پاملرنه ورته انسان له بديو ژغوري.

 

د نېکيو برکتونو ته پاملرنه

لکه څرنګه چې د ګناه ناوړه پايلې انسان د بديو پرېښوولو ته اړباسي، د نېکيو د اغېزو او نښو پېژندل هم هغه نېکو کارونو ته اړ باسي. علماوو د احکامو د لاملونو په هکله خورا ليکنې کړي او څومره، چې علم پرمختګ کوي، له اسلامي حکمونو لاپسې پردې اوچتېږي. څو بېلګې يې دادي:

روايتونه وايي: ((د ماشوم لپاره تر ټولو غوره خواړه د مور شيدې دي.))

نن علم پرمختګ کړى او پر علت يې پوه شوي يو. که نن په بدن کې د متيازو له نلونو عکس اخستل کېږي؛ نو اسلام ويلي چې پر ولاړه متيازې مه کوئ؛ ځکه چې نلونه يې پوره خلاص نه وي. پر بدن د شرابو ناوړه اغېزې د پخوا په پرتله نن لا ښه څرګندې شوي دي. نن خلک د خنځير دغوښې پر زيانونو تر پخوا ډېر ښه پوهېږي. ( ژباړن: چې په دې اخره کې پخپله لويديځ کې د خوک د انفلوانزا خورېدل يې يوه بېلګه وه او بله داچې د خوک په غوښه کې ډول ډول پرازيتونه هم دي چې د انسان د بدن روغتيا ته ستر ګواښ دى. )

بېلګې:

له خلکو سره زموږ احسان به پر موږ د خداى او د خلکو د احسان لامل شي.

قرآنکریم وايي:

))إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيرًا[93]= ((كه نېكي وكړئ؛ نو له خپل ځان سره نېكي كوئ او كه بدي وكړئ؛ نو بيا يې هم له ځان سره كوئ او چې د دويمې ژمنې وخت راورسي (؛ نو دښمن به دومره مو په تنګسه كې ونيسي، چې) په څېرو كې به مو د غم او خپګان اغېزې راښكاره شي او مسجد (الاقصى) ته په هماغه شان ورننوځي؛ لكه څنګه چې مخكې ورننووتي وو او پر څه چې لاسبري شي، يو مخې يې له منځه وړي.))

صدقه بلا تمبوي. [94] حج انسان له نيستۍ ژغوري. [95] زکات مال بيمه کوي. [96] له خلکو بښنه غوښتل د الهي بښنې کونجي ده. [97] زړه سوى عمر ډېروي. لمونځ انسان له فحشا او بديو ژغوري.

))اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ[98]= ((هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي. ))

 

نېکي مو ګناهونه له منځه وړي

))وَإِنَّ كُلاًّ لَّمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَالَهُمْ إِنَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌ[99]= ((او بېشكه ستا پالونكى به ددې هر يو د كړنو (بدله) پوره وركړي [؛ ځكه] چې الله يې له كړنو ښه خبر دى؛))

عقيقه، ماشوم له خطرنو خوندي ساتي. دعا او استعاذه انسان له خطرونو ژغوري. [100]

له نازونو او اداګانو لرېوالى، ښځې له ناوړه اخلاقو خوندي ساتي.

))يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا[101]= ((د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه رنځور تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ.))

توحيد او د حضرت علي د ولايت منل هغه کلکه کلا ده، چې انسان د طاغوت له پلوۍ منع کوي.

روژه د روغتيا وزله ده. قناعت د عزت کونجي ده. [102] زهد د د رحمت رمز دى.

 

د خداى يادونه د ارامتيا وزله ده

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/۲۸) = ((هغوی چې ايمان يې راوړى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر وسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

پر نېکيو د امر لپاره خلک بايد د نېکيو د اغېزو له دنيوي برکتونو او او خروي اجرونو خبر کړو. پر نېکيو امر او له بديو د منع لپاره کولاى شو خلکو ته دا ووايو، چې: ستاسې د خير او شر کارونه په همدې دنيا کې هم بې ځوابه نه پاتېږي، بېلګې يې دا دي:

يو ښه سړي خپلو زامنو ته څه ميراث تر يو دېوال لاندې ښخ کړي و، دېوال د راولېدو په حال کې و. حضرت “خضر” او حضرت موسى عليهماالسلام دې کلي ته وږي ورننوتل، له خلکو يې خواړه وغوښتل؛ خو خلکو څه ور نه کړل، پردې مهال يې دېوال ته پام شو، چې دلوېدو په حال کې دى، حضرت خضر، حضرت موسى ته وويل: دا دېوال بايد جوړ کړو. و يې ويل: په وړيا مزدوري کول څه معنا لري، چې ان ددې کلي خلکو راته خواړه هم رانه کړل؟؛ خو حضرت خضر ملا وتړله او دېوال يې جوړ کړ او حضرت موسى ته يې وويل: تردې دېوال لاندې يوه حزانه ده، چې يو نېک پلار خپلو زامنو ته زېرمه کړې ده او که موږ دا دېوال نه و جوړ کړاى؛ نو خراب شوى به واى او نا اهلو به دا خزانه چورکړې وه او د نېک سړي يتيمان به نشتمن پاتې شوي وو.

))وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنزٌ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَنْ يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ذَلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا[103]= ((او هغه دېوال ! د ښار د دوه پلار مړيو هلكانو و، چې لاندې يې ترې خزانه ښخه وه او پلار يې ښه سړى و او پالونكي دې غوښتل، چې دوى د مړانې بريد ته ورسي او خپله خزانه راوباسي، چې دا (خزانه) ستا د پالونكي له لوري يو لورنه وه او ما پخپل سر دا (چارې) نه دي كړي، دا و د هغو چارو حقیقت، خواله او مانا، چې زغم دې پرې ونشو كړاى.))

هو! دا داستان موږ هڅوي، چې د نېکۍ او خير هر کار ان په دې دنيا کې هم بې ځوابه نه پاتېږي. ددې کار خير يا موږ ته رارسي او يا هم زموږ اولادونو ته. امام صادق (رح) ددې آيت په هکله وايي: ((خداى موسى ته وحې وکړه: کوم پلرونه چې د خپلو زامنو لپاره هاندوهڅې ګالي، زه به پرې ولورېږم. که پلرونه يې نېک وي؛ نو خېر او برکت به يې اولاد ته ورسي؛ خو که اشرار وي؛ نو زامنو ته به يې شر ورسي.)) امام صادق زياتوي: ((زنا مه کوئ چې له ښځو سره مو هم زنا ونشي. )) هو! د عمل مکافاتو او پايلو ته پاملرنه پر نېکيو امر او له بديو د منع غوره اړم دى.

 په قرآن کې راغلي:

))وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُواْ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُواْ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللّهَ وَلْيَقُولُواْ قَوْلًا سَدِيدًا[104]= ((او هغوى چې كه [فرضاً] بېوسې اولادونه پرېږدي او د راتلونكې په باب يې اندېښمن وي (؛ نو) بايد (د خلكو د يتيمانو په باب دې هم له ظلمه) ووېرېږي! نو د الله (له مخالفته) ووېرېږئ او (پر ځاى روغه او) سمه خبره وكړئ. ))

لکه څرنګه چې تاسې غواړئ له پلارمړیو- يتيمانو سره مو ښه چلن وشي؛ نو همدغه شان چلن له نورو پلارمړیو سره هم وکړئ. که څوک اور بلوي؛ نو لوږى به يې سترګې وسوځوي. که نن موږ پر پلارمړیو تېرى وکړ؛ نو دا به په ټولنه کې دود شي او سبا به زموږ پلارمړي هم پر همدې اور اخته شي.

 

تاريخ:

پر نېکيو د امر او له بديو د منع بل اړم تاريخ دى. انسان په تاريخ کې د ډول ډول قومونو نېکۍ او بدۍ لولي او همدا امر کېداى شي، چې انسان دې ته اړ کړي، چې ښو ته مخه کړي او بديو ته شا کړي. په قرآن کريم کې په دې هکله په سل ګونو آيتونه راغلي؛ لکه:

))أَلَمْ يَرَوْاْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاء عَلَيْهِم مِّدْرَارًا وَجَعَلْنَا الأَنْهَارَ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ[105]= ايا خبر شوي نه دي، چې تر دوی وړاندې مو څومره ولسونه هلاك كړل؟! داسې ولسونه، چې (تر تاسې غښتلي ول او) پرځمكه مو هسې ځواكمني وركړې وه، چې تاسې ته مو نه ده دركړې، موږ له اسمانه پر له پسې ښه بارانونه پرې واورول او (تر اباديو) لاندې مو ويالې وروبهولې؛ (خو چې کله يې سروغړاوه)؛ نو دوى مو د خپلو ګناهونو له لامله هلاك كړل او تر دوی روسته مو نور نسلونه راپيدا كړل.

))الَّذِينَ عَاهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لاَ يَتَّقُونَ[106]= هماغوى چې ژمنه دې ورسره وكړه؛ خو هر ځل خپله ژمنه ماتوي او( د ژمنماتۍ او خيانت) څه پروا نه لري.((

))فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ[107]= خو د” ثمود” قوم د (خپلې) سركښۍ (په سزا كې) په يوه تندري كړيكه هلاك كړاى شول.((

))فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ[108] = ((نو له دوی هر يو مو په خپله (خپله) ګناه راونيو، پر ځينو یې مو تيز کاڼيز باد راوالوځاوه او ځينې یې اسماني كړيكې راګېر کړل او ځينې یې مو پر ځمكه ننايستل او ځينې یې مو په اوبو کې ورډوب كړل او [دا] الله نه و، چې ظلم یې ورباندې وکړ، بلکې پخپله یې پر ځانونو تېری کاوه.))

يوه ډله مو د برښنا له لارې له منځه بوتله:

))وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ[109]= ((خو د ثمود (قوم)؛ نو سمه لار مو وروښووله؛ خو د سمې لارې پر ځاى يې (د بېلارۍ) ړوندتوب غوره كړ؛ نوځكه د خپلو كړنو له لامله د رسواګر عذاب تندر پرې ورپرېووت))

 ځينې مو د يخ باد له کبله هلاک کړل.

))وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ[110]= ((او د”عاد” قوم په ځوږنده، تېزې، سړې سيلۍ هلاك کړاى شول.))

د يو قوم ښار مو په چپه راوړو.

فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود/۸۲) = ((نو چې كله زموږ (د عذاب) امر راغى (؛ نو) دا (سيمه او ښار) مو پر بل مخ نسكور كړ او د پخو خټو کاڼي مو پرله پسې پرې ووراول))

له دې ګواښونو سره اشنائي راتلونکي کهول ته له بديو، کفر او طغيانه د لاس وينځلو مهم لامل دى. کوم آيتونه چې پر ځمکه د ګرځېدو سپارښتنه کوي، موخه يې عبرت اخستنه ده. ټول آيتونه چې موږ ته د نېکو او بدو کسانو د پايلو په هکله د لوست او څيړنې بلنه راکوي، موخه يې همدا ده.

 

د تاريخ او د تاريخ د فلسفې توپير

تېرو شويو پېښو ته تاريخ وايي. کوم قوانين، اصول، عبرتونه او نصيحتونه، چې له تېرو شويو پېښو د راتلونکي ژوند لپاره لاس ته راځي، ورته د تاريخ فلسفه وايي.

ساده مثال: مور خپل کوشني زوى ته وايي: بهر مه وځه، ودې نه ليدل چې پرون د پلاني زوى موټر وواهه. په دې خبره کې پرونۍ پېښه((تاريخ)) دى او نن، چې مور کوم نصيحت خپل زوى ته کوي، هغه د ((تاريخ فلسفه)) ده.

 قرآن د حضرت يوسف علیه السلام داستان په تفصيل سره بيانوي او په پاى کې وايې: ((كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ؛ یعنې دا شان موږ نېکو کسانو ته اجر ورکوو. )) دلته د “کذلک” تر کلمې مخکې ټول تاريخ دى او د”کذلک” کلمه د تاريخ فلسفه ده؛ یعنې داچې: خيال مه کوئ چې کومه پېرزوينه مو چې له يوسف سره وکړه؛ نو شخصي پېرزوينه وه. نه ‏کله هم داسې نه ده! که څوک د يوسف په شان په ترخو او خوږو کې ځان وساتي؛ نو موږ به ورسره دا شان چلن وکړو.

 د حضرت يونس علیه السلام په داستان کې راغلي چې: هغه له خدايه عذر وغوښت او وژغورل شو. خداى وايي: ((څوک چې په صداقت له موږه عذر وغواړي؛ نو له تورو تيارو او کړاوونو به يې وژغورو؛ نوځکه د “تاريخ فلسفه” الهي قانون او سنت دى او موسمي پېښه نه؛ بلکې همېشنى بهير دى. پر نېکيو امر او له بديو په منع کې که موږ خلک د نېکانو او ګناهګارانو کسانو پر پايلو خبر کړو او پوه شو، چې د تېر شويو خلکو او قومونو خوږ او تريخ برخليک له نننيو کسانو سره هېڅ توپير نه درلوده؛ نو دا به د خلکود ودې په لار کې يوګام وي.

 

ګناه ته اړايستونکي اړمونه

لکه څرنګه چې کږې ګروهنې د ډېرو ګناهونو سرچينې دي، همدا شان کاږه واندونه- خيالونه او انګېرنې هم د ډېرو ګناهونو جرړه ده. انسان چې خيال کوي، تر نورو غوره دى؛ نو رشخند پرې وايي؛ خو که له ځان سره فکر وکړي چې کېداى شي، نور هم تر ما غوره وي؛ نو پر نورو به رشخند ونه وهي. قرآن وايي:

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ[111]= ((مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او (تاسې) پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نامو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نامه (ايښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛ نو همدوى ظالمان دي.))

کله انسان ګومان کوي، چې د حرص له لارې به يې شتمني زياته شي، ناخبره دى، چې رزق د خداى په لاس کې دى او داسې کسان ډېر دي، چې د شپې او ورځې حرص کوي؛ خو کوم ځاى ته نه رسي.

))اللّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقَدِرُ وَفَرِحُواْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ مَتَاعٌ[112]= ((چا ته چې د الله خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي يې پراخوي او چا ته یې چې خوښه شي (او مصلحت يې وګڼي) پرې تنګوي يې او دوى [= كافران] په دنيوي ژوند ښاد شول او دنيوي ژوند د آخرت (پر وړاندې) يوازې (ناڅيزه) برخمني ده))

کله انسان انګېري، چې نېکمرغي په شتمنۍ کې ده؛ نوځکه شتمنو ته په حسرت ګوري. قرآن وايي:

))فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ[113]= او (يوه ورځ قارون) په خپلو ګاڼو پسوللى په شان او شوكت خپل قوم ته راوووت، د دنيوي ژوند لېوالو وويل: ((كاشكې څه چې قارون ته وركړل شوي، موږ هم درلوداى؛ ځکه دی د لوی برخې خاوند دى!))

خو څو ورځې روسته قارون داسې په ځمکه کې ننوت، چې ټولو وويل: ((ښه وشو چې موږ شتمن نه وو. ))

کله انسان انګېري: که له پلانۍ کورنۍ سره واده وکړي؛ نو نېکمرغه به شي او دې موخې ته د رسېدلو لپاره ډول ډول هاندوهڅې کوي؛ خو پردې يې سترګې پټې دي چې نېکمرغي په شهوت او مقام کې نه ده.

 که د انسان فاسدو خيالونو او ګناهونو ته ښه ځير شو؛ نو و به وينو چې زموږ د ګناهونو ستره برخه زموږ له خيالونو راولاړه شوې؛ نوځکه په آيتونو او روايتونو کې داسې ډېرى جملې لیدل کېږي او خلک ګواښوي، چې خير او نېکي په پلانکي څيز کې نه؛ بلکې په بل څيزکې ده. څو بېلګې يې دا دي:

 نېکي په دې کې نه ده چې زموږ قبله دې کوم پلو ته وي؛ بلکې نېکي او خير په ايمان، نېکچارۍ او د نشتمنو په لاسنيوي کې ده.

))لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ[114] = ((نېكي (يوازې) دا نه ده، چې تاسې (په لمانځه كې) خپل مخونه ختيځ او (يا) لويديځ لوري ته واړوئ؛ بلكې نېكي داده، چې چا پر خداى، د قيامت پر ورځې، پرښتو، (اسماني) كتاب او پېغمبرانو ايمان راووړ او (خپله) شتمني يې ورته له ګرانښت سره سره پر خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو، درويزګرو او د مريانو (محکومانو) په ازادولو کې ورکړه، پوره لمونځ يې وكړ، زكات يې وركړ او (همداراز) پر ژمنو درېدونکي وي او د تنګسې، رنځوريو او د جګړى په ډګر كې زغمناک وي. همدوى رښتوني (او ويناوې يې له خپلو ګروهو سره همغږې؛ ) او همدوی متقیان دي. ))

 

 تاسې به ډېر څيزونه بد ګڼئ؛ خو خېر به مو پکې وي.

كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ[115]= ((د خداى په لار کې جهاد درباندې فرض شوى، که څه نه يې خوښوئ او ښايي يو څيز بد وګڼئ؛ خو درته ښه وي او ښايي يو څيز ښه وګڼئ؛ خو درته بد وي او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ.))

د هغوى شتمني او اولادونه دې هک اریان نکړي، خداى غوښتي چې هغوى به له همدې شتمنۍ او اولادونو سره په عذاب کړي.

وَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (توبه/۸۵) = ((او هسې نه، شتمني او اولادونه دې یې اریان كړي! (دا ورته نعمت نه؛ بلكې) الله غواړي په همدې وزلو يې په دنيا كې په عذاب كړي او د كفر په حالت كې يې ساه ګاني ووځي.))

په هر حال بايد له سملاسي او چټک ورمندون- قضاوت ډډه وکړو او پردې باور و نه کړو، چې پر څه چې پوهېږو؛ نو يوازې همدا حقيقت لري او واقعيت دى؛ ځکه زموږ ډېری باورونه بې بنسټه او تش اندوآند – خيال او وهم دى. قرآن غواړي انسان واقعيتونو ته په کتنې ژوند وکړي او له خپل ذهنه بې بنسټه واندونه – خيالونه لرې کړي؛ نو په دې بابا يې زيات آيتونه هم راوړي دي (لايحسبن، لاتحسبن، افحسبتم ) په ټولو ايتونو کې، چې دا کلمې راغلي وي؛ نو موخه يې همدا ده. په هر حال پر نېکيو امر او له بديو په منع کې بايد له ډول ډول لارو چارو ګټنه وشي؛ مثبتو اړمونو ته يې پاملرنه وشي او هم یې يادونه وشي او که نه وي بايد رامنځ ته کړاى شي او منفي اړمونه له منځه ولاړ شي.

 

 

 

 

دويم څپرکى

 

پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کول

چوپه ټولنه مړه ده

قرآن وايي:

))وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[116]= ((عقلمنو! په قصاص كې درته ژوندون دى (په كار ده له دې قانونه سرغړونه ونکړئ) ښايي (له ناحق وينو تويولو) ځان وساتئ. ))

که د قاتل مخې ته ودرېدئ او قصاص مو کړ؛ نو ژوندي ياست.

سړى چې ژوندى يا مړ وي؛ نو دا ټولو ته څرګنده ده؛ خو داچې ټولنه ژوندۍ ده او که مړه؛ نو لوړ ټولنيز شعور او درک ته اړتيا اړينه برېښي؛ نوځکه د پورتني آيت په پاى کې راغلي: ((يَا أُوْلِي الْأَلْبَابِ))؛ يعنې که تاسې ژور درک او پوهه ولرئ؛ نو پر دې حقيقت به پوه شئ: په کومه ټولنه کې، چې څوک هره سرغړونه کوي او څوک پرې ان نيوکه هم و نه کړي؛ نو دا ټولنه په مړو حساب ده. په يوه حديث کې راغلي: ((څوک چې د ښو او بدو کارونو پر وړاندې بې پروا وي؛ نو سارى به يې د يو داسې مړي وي، چې په ژوندو کې ساه اخلي. [117]

 

د ګناه پر وړاندې چوپتيا

د ګناه پر وړاندې چوپتيا د دين، ټولنې او سمونې پر وړاندې د کمزورۍ، وېرې، نهيلۍ او نه ژمنتوب نښه ده. د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په وينا: ((د ګناه پر وړاندې چوپتيا يو ډول بدعت دى. [118]))

چوپتيا بې له تاوانه بله کومه پايله نه لري. د ((والعصر)) په سورت کې راغلي:

))إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ[119] = ((بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى. خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې و. ))

امام صادق وايي: ((خداى پرښتې د يوې ډلې د عذاب لپاره ولېږلې؛ و يې ليدل چې خلک پر دعا او ژړاګانو بوخت دي. پرښتو د عذاب د دليل په باب پاک خدای وپوښت. ورته خطاب وشو: دوى دعا کوونکي دي؛ خو د ټولنې د مفاسدو پر وړاندې بې پروا دي.))

 

چوپتيا ځمکه فساد ته راکاږي

په قرآن کې راغلي که يوه ډله د نورو د فساد او فتنې مخينوى و نه کړي؛ نو ټوله ځمکه به پر فساد ککړه کړي:

فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (بقره/۲۵۱) = ((نو د الله په حكم یې دښمنانو ته ماتې وركړه او ((داوود)) [چې د طالوت په لښكر كې غښتلى، زړور او زلمى و] جالوت وواژه او الله واكمني او حكمت ور پر برخه كړ او څه یې چې غوښتل ، ور و يې ښوول(لکه د زبور کتاب، د واقعیاتو له مخې قضاوت، د الوتونکیو وینا او له اوسپنې د زرې جوړونه). كه الله په ځینو د ځينو مخنيوى نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه؛ خو الله پر نړیوالو لورنه لري))

 

چوپ کس ملعون دى

حضرت علي کرم الله وجهه د “قاصعه” په خطبه کې وايي: ((خداى تېر امتونه هلاک کړل؛ ځکه چې پر نېکيو امر او له بديو منع ته يې شا کړې وه.))

په يوه حديث کې راغلي: ((که ګناه په پټه وشي؛ نو خلکو ته زيان نه لري؛ خو که يوه ډله يې په ښکاره ترسره کړي او نور خلک يې د مخنيوي وسه ولري او چوپ ناست وي؛ نو خداى به دا ټول خلک يو ځاى هلاک کړي. [120]))

په قرآن کې راغلي:

وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (انفال/۲۵) = ((او له هغې فتنې ځان وژغورئ، چې (ناوړې پايلې به يې) يوازې ستاسې ظالمان را و نه نغاړي؛ (بلكې ټول به پكې راښکېل شي؛ ځكه چوپ ناست وو) او پوه شئ، چې الله سخت عذابى دى))

امام صادق (رح) وايي: ((که د چا ګاونډى ګناه کوي او منع يې نه کړئ؛ نو په ګناه کې به ورسره شريک وي.))

 

چوپ خوښمن په جرم کې شريک دى

چوپتيا کله ناکله د وېرې، خجالت او بې خبرۍ بڼه لري. انسان په زړه کې له ګناه کرکه لري؛ خو د ګناه پر وړاندې چوپتيا د رضايت او خوښۍ نښه ده. د آيتونو او روايتو له مخې، دا کسان په حقيقت کې له ګناه کوونکي سره شريک دي. بېلګې يې دادي:

 خداى د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د زمانې يهودانو ته وايي:

((ولې مو تېر پېغمبران شهيدان کړل؟حال دا نېکونو يې دا کار کړى وو؛ خو ځوځات يې پردې کار خوښ وو. خداى، زامن د خپلو پلرونو د چلن له کبله تر نيوکې لاندې راولي:

))الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلاَّ نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىَ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ قُلْ قَدْ جَاءكُمْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ[121]= (دوى) هماغه كسان (دي)، چې ويل يې: ((په حقیقت کې خداى له موږه ژمنه اخستې، چې پر هېڅ استازي به تر هغو ايمان را نه وړو، څو داسې يوه قرباني راوړي، چې (اسماني) اور [تندر] يې ( د قبولۍ په نښه) وسوځوي !)) ورته ووايه: ((تر ما وړاندې په څرګندو دلايلو استازي درغلي او څه چې مو وويل، راوړي يې دي، كه رښتيا وايئ؛ نو ولې مو ووژل؟!))

 د نهج البلاغې په شلمه خطبه کې راغلي: ((داچې د حضرت صالح علیه السلام اوښه يوازې يو کس مړه کړه؛ خو قرآن وايي: ډلې هغه ووژله او پر عذاب ککړ شول؛ ځکه چې ډله دهغه کس پردې عمل خوښمنه وه.))

 

په قيامت کې د چوپو کسانو څېره

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((پر هغه خداى مې دې قسم وي، چې زما ځان يې په لاس کې دى، زما له امته به يوه داسې ډله راپورته شي، چې مخونه به يې د خنځير په شان وي او؛ ځکه دوى له بديو د منع وسه درلوده؛ خو له ګناه کوونکيو سره يې جوړجاړى وکړ. [122]))

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په يو بل ځاى کې وايي: ((د معراج پر شپه مې وليدل، چې له ځينو په “بېتي” شونډې غوڅوي. ومې پوښتل: دا څوک دي؟ و يې وويل: دا هغه کسان دي چې له بديو د منع لپاره يې ژبه درلوده؛ خومنع يې نه ده کړې. [123]))

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((که عالم خپل علم پټ کړي؛ نو په قيامت کې به ترې ډېر مردار بوى ځي. [124])) ((لنډه داچې چوپتيا بدعت دى. [125]))

که د علماوو چوپتيا پر هغوى د خلکو د بدګومانۍ لامل شي. که د علماوو چوپتيا د زورمټي د زړورتيا لامل شي. که چوپتيا پر زورمټي د تائيد ټاپه ولږوي. که چوپتيا نېکي پر بديو او بدۍ پر نېکيو واړوي. که چوپتيا د مسلمانانو د ګروهو د کمزورۍ لامل شي. که چوپتيا د اندیزونو کږلیچونو او بدعتونو د ودې لامل شي؛ نو په دې حالاتو کې حرامه ده او بايد ماته شي، که څه انسان ته پکې زيان ورسي.

 

چوپتيا ماتوونکي

ابن سکيت د امام رضا، امام جواد او امام هادي له يارانو ځنې و او د عباسي خليفه متوکل د زامنو ښووند هم و؛ يوه ورځ متوکل وپوښت: زما زامن غوره دي که د علي زامن، حسن او حسين؟ څو کلنه چوپتيا يې ماته کړه او و يې ويل: د علي مریې قنبر ان ستا او ستا له زامنو غوره دى؛ حسن او حسين خو پرېږده. متوکل په غوسه شو او د هغه د وژنې حکم يې ورکړ. [126]

بله بېلګه: د فرعون مېرمنې تر ډېرې مودې خپل ايمان پټ وساته؛ يو شېبه يې خپله چوپتيا ماته کړه او و يې ويل:

))وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ[127]= او د فرعون له كورنۍ يو سړي، چې خپل ايمان يې پټ ساته، وويل: ((ايا يو سړى له دې لامله وژنئ، چې وايي: “الله” زما پالونكى دى او په يقين، ستاسې د پالونكي له لوري یې ښکاره دلايل درته راوړي؟! او كه دروغجن وي؛ نو دروغ يې پر خپله غاړه او كه رښتونى وي (نو لږ تر لږه) د ځينو عذابونو ژمنه، چې درسره كوي درپېښ به شي. په رښتيا الله له پولي اووښتي دروغجن ته سمه لار نه ورښيي.

بله بېلګه: پر نېکيو د امر او له بديو د منع بله بېلګه حضرت بي بي “زينب” ده، چې په کوفه، شام او د يزيد په ناسته کې يې خپله چوپتيا ماته کړه او ډېرڅه يې وويل[128].

 

پر نېکيو امر او له بديو منع لپاره د پلمه کوونکيو پلمې

په روايتونو کې راغلي چې په آخره زمانه کې به يوه ډله پر نېکيو امر ته شا کړي او ځان ته به پلمې او عذرونو جوړوي او خپل کار ته به به مخونه ورکوي. بېلګې يې دادي:

 

١_د نورو ګناهونه په موږ پورې اړه نه لري

ځينې وايي: موږ او ګناه کوونکي خو په يو قبر کې نه ږدي او له دې لارې د باطل پر وړاندې چوپ پاتېږي، که تا او ګناه کوونکى په يوه قبر کې نه ږدي؛ خو په يوه ټولنه کې خو وسئ.

په ټولنه کې جرم د خورېدو وړ دى. د يو کس سرغړونه پر ګرده ټولنه اغېز لري. د ساري په توګه: سګرټي د چاپيريال هوا پر لوګي ککړوي. دروغ هم کولاى شي ټولې اړيکې په چپه واړي. بد نظر، د عياشۍ، زنا او حرام اولاد سرچينه ګرځېدلاى شي او حرام اولاد د ورځې په سل ګونو فتنې او فساد راولاړولاى شي. يوه ګناه نورو ګناهونو ته لارې چارې هواروي. شراب انسان مستوي او په مستۍ کې په زرګونو پېښې رامنځ ته کېداى شي.

روايت دى: ((په ټولنه کې ګناه کول په سيند کې د روانې بېړۍ سوري کول دي. که په بېړۍ کې ناست يو کس يوازې پخپل ځاى کې لږ سورى وکړي؛ که لږې اوبه هم بېړۍ ته راننوځي؛ نو ټول به پوپناه شي.))

 په هر حال دا، ويل کېږي د يوکس ګناه د نورو پر برخليک اغيز نه لري؛ نو دا سمه نه ده. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((پټه ګناه يوازې ګناه کوونکي ته زيان رسوي؛ خو که له ښکاره ګناه مخنيوى ونشي؛ نو ټولو خلکو ته به زيان ورسوي. [129]))

 

پر نېکيو امر او له بديو منع د ازادۍ خلاف ګڼي

ازادي سپېڅلې ویی – کلمه ده چې تر سيوري لاندې يې په زرګونو ناوړه او ناسپېڅلي کارونه ترسره شوي دي. د ازادۍ مانا دا نه ده چې د چاچې څه زړه غواړي؛ نو هغه به کوي؛ ځکه دا کار له عقل سره اړخ نه لګوي او هېڅ وګړى، ټولنه او رژيم هم ورته غاړه نه ږدي. د الهي قانون، عقل او فطرت په چوکاټ کې ازادي سمه ده او که داسې نه وي؛ نو ګډوډي، بې بندوباري، سرخوږی، سرغړونې او په سل ګونو نور آفتونه به رامنځ ته شي. که ماشومان مو ازاد پرېښوول؛ نو د ځمکې پر مخ به يو انسان هم پاتې نشي؛ ځکه ماشومان تل له خطر سره مخ وي او په يو ډول ځان له منځه وړي. که ازادي کابو نشي؛ نو يوه تيګه به هم پر بلې تيګې پاتې نشي. په ټولنيز ژوند کې ازادي بايد د ټولنې د روغتيا او د پراخو مقرراتو پر بنسټ معنا شي او نه ښايي شخصي ازادي د نورو ازادي تر پښو لاندې کړي او که چا له خپلې ازادۍ ناوړه ګټنه وکړه؛ بايد کابو شي.

 

 خجالت:

کله ناکله پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کول اروایزه سرچينه لري. سړى خجالت اوباسي او حيا کوي. دا ډول حيا په اسلامي روايتونو کې غندل شوې او که څوک پرې اخته وي؛ نو د تمرين له لارې يې بايد له ځانه لرې کړي، هغه بايد په دې پوه شي چې ددې دنيا د لنډ خجالت پايله د قيامت همېشنۍ اور دى.

 

 وېره:

انسان پر نېکيو امر او له بديو منع ته؛ ځکه شا کوي چې وېرېږي؛ خو له څه وېرېږي؟ وېرېږي چې پېرېدونکي له لاسه ور نه کړي؛ نو بايد پوه شي چې د حضرت علي کرم الله وجهه په وينا امر او منع د چا رزق نه پرې کوي. وېرېږي چې ملګري له لاسه ور نه کړي؛ خو په دې بايد پوه شي، چې غوره ملګرى خداى دى او ملګري به اخر هم ورته شا کړي. وېرېږي چې څوک يې په خبره غوږ و نه ګروي؛ خو بايد پوه شي، که څه څوک ورته غوږ کېنږدي؛ نو د ستر اجر وثواب خاوند به شي. وېرېږي چې څوک ورته ګواښ و نه کړي؛ خو بايد پوه شي چې خداى ورسره دى او مړينه د خداى په لاس کې ده. وېرېږي چې خلک پرې نيوکه و نه کړي؛ خو کوم کسان چې د ځان جوړونې په لار کې وي؛ نو دا به ورته يو ډول کمال ښکاره شي.

په ګڼو رواياتو کې راغلي چې: ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ، مه وېرېږئ؛ ځکه نه مو رزق پرې کېږي او نه مو مړينه رانژدې کېږي. [130]))

 

په يو ګل نه څړمنی- پسرلى کېږي

کله ناکله د نورو چوپتيا انسان چوپتيا ته اړباسي او سړى له ځان سره وايي: په يوګل نه پسرلى کېږي. دلته هم انسان بايد د نورو له ټکو او ترخو خبرو و نه وېرېږي او پوه شي چې په داسې چوپه فضا کې پر نېکيو امر کول ډېر ثواب لري.

روايت دى: ((د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول تر ټولو غوره جهاد دى.))؛ ځکه د ظالم واکمن په چاپېريال کې ډېر غوړه مالان ناست وي او پر ټولو کارونو يې د خېر ښېګڼې ټاپې لګوي او واکمن انګېري، چې ټول کارونه يې سم دي. که په داسې فضا کې يو زړور راپيدا شي، چوپتيا ماته کړي او حق ووايي؛ نو ډېر غټ زړه به يې کړى وي او د ستر او غوره اجر خاوند به شي.

 

 اندیز کږلیچ

ځينې اندیز کږلیچونه لري او ټولې چارې جبري ګڼي او وايي: خداى غوښتي چې دا کار وشي؛ نو موږ پکې ولې خنډېږو؟ دا سول – منطق د هغې خبرې په شان دى، چې خپل شرک به يې پر خداى ورتاپه او ويل به يې:

))وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ[131]= [ او مشرکانو ويل: ((که الله غوښتي واى (؛ نو) نه موږ او نه زموږ پلرونو، بې له ده (الله)، هېڅ څيز نه لمانځه او نه یې د ده بې اجازې په خپل سر کوم څيز حراماوه))، مخکېنيو يې همداسې چلن درلود؛ نو ايا (د الله) پر استازيو بې له ښکاره (پېغام) رسونې (څه ذمه واري) شته؟!]

اويا وايي: که پلانکى کار ښه وي؛ خداى يې پخپله ولې نه کوي؟ د ساري په توګه: که د وږو کسانو مړول ښه کار وي؛ خداى به پخپله ورته روزي ورکړي. موږ يې ولې لګښت او خواړه ورکړو؟:

))وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ[132]= او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو، چې كه الله غوښتي واى؛ نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو الله غوښتي، چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.))

ښايي دا خلک له دې بې خبره وي، چې خداى خلک ازاد پيدا کړي او د نعمتونو پر ورکړې او اخستنې يې ازميي. خداى انسان ته فکر ورکړى، چې په “بوت” پسې مه ځه، زړه سوی يې ورکړى چې د نشتمنو لاسنيوى وکړي او له دې لارې وده وکړي.

 

بېځايه تمه

ځينې تمه لري: څه يې چې وويل؛ بايد سملاسي پرې عمل وشي او د همدې تمې له مخې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: وېرېږو چې پر خبره مو عمل ونشي او خلک يې ځمکې ته وغورځوي. دا بې ځايه تمه ده. ايا ټولو خلکو د پېغمبرانو او امامانو خبرو ته غوږ ايښى و؟ موږ بايد ستونزې نسبي وڅېړو، که ټولو موخوته و نه رسېدو؛ نو په څو خو بايد قناعت وکړو. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ، حضرت علي ته وويل: ((پر خداى قسم که يو يوکس ته خداى ستا له لارې لارښوونه وکړي؛ نو درته تر هغو څيزونو غوره ده، چې لمر پرې لګي.))

په دې حديث کې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د يو کس پر لارښوونه هم قانع دى. بله بېلګه داده چې ځينې نن او سملاسي د بشپړې سوکالۍ تر سيوري لاندې يوازې د يو ورم – پند له لارې کار کول غواړي او که سوکالۍ او ارامتيا ته يې لږ څه تاوان ورسي؛ نو وايي: دا زما کار نه دى. نور شته دى.

ځينې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: که اړينه وي؛ نو پلانکى کس او ډله شته، وبه يې کړي؛ خو له دې بې خبره دي، چې پر نېکيو امر؛ لکه د لمانځه په څېر د ټولو دنده ده او ته چې کومه سرغړونه ګورې، ممکن هغه پلانکى کس يا ډله يې و نه ويني او ممکن هغه پلانکى کس يا چارواکى ګومان کوي، چې په خلکو کې ملاتړي نه لري؛ خو که ستاسې په شان خلک غږ راپوته کړي؛ نور هم راپاڅي او وايي: ايله زموږ د زړه خبره دې وکړه. هو! د نورو غفلت او بې خبري زموږ د غفلت لپاره دليل نشي کېدلاى. که نن موڅه وويل؛ نو سبا به څه کېږي؟

ځينې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: که موږ نن د فساد مخه ونيوه؛ نو فساد خو به سبا بيا هم وي. سارى يې داسې دى که ووايو: که نن مو غولى يا انګړ جارو کړ؛ نو سبا به بيا ناولى شي، د سبانۍ ګناه تکرارېدل، نننۍ چوپتيا ته دليل نشي کېداى.

 

په يوه ماتې له ډګره وځي

ځينې کسان پر نېکيو امر او له بديو منع کوي؛ خو نه بريالي کېږي، ماته خوري او دا ماته يې د تل لپاره په روحيه کې منفي اغېز پرېږدي او له ځان سره وايي: څه ګټه نه لري؛ ځکه په پلانکي وخت کې مې وويل او اغېز يې و نه کړ. دا خلک بايد پوه شي، په لومړي ځل يې چې په ظاهره ماته خوړلې؛ نو له خدايه يې ستر اجر او ثواب تر لاسه کړى دى. ښايي ځينې ستاسې پر خبره غوږ ونه ګروي؛ خو پر هر چا خبره ډېر يا ژر اغېز کوي. پردې سربېره په يو يا څو ځايونو کې ماتې خوړل الهي دندې ته د شاکولو دليل نه دى. که ته د ډاکتر پر يوې نسخې ښه نشوې؛ نو ايا تل به رنځوري زغمې؟ نه؛ بلکې ډېرو ډاکترانو ته به ولاړ شې.

 

 د ځان جوړونې په ګومان دندې ته شا کول

ځينې د ځان جوړونې په واند – خيال د ټولنې پر شر و خير غوږ نه ګروي او سارى يې د”تبوک” له جنګه د تښتېدليو خلکو دى، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته يې وويل: موږ د تقوا له لامله په جګړه کې ګډون و نه کړ؛ ځکه وېرېدو چې سترګې مو پر “رومي” نجونو و نه لږي او پر ګناه ککړ نشو؛ نوځکه مو په جنګ کې يوازې پرېښووې.

 

 ورخ اوبو وړی دی

ځينې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: بايد بنسټیزه لار ولټوو، خبره له نصيحته وتلې. دا هم يو ډول شيطاني وسوسه او ټګي ده. سارى يې داسې دى که څوک جل وهلى وويني او ژغورلاى يې هم شي؛ خو وايي: ټولو ته بايد پاکې او ڼې اوبه برابرې شي. که څه بنسټیز اند او ټولنيز هوډ سولیز چار دی؛ خو بايد پر نېکيو امر او له بديو منع شاکولو ته پلمه و نه ګرځي.

 

 تمه

کله ناکله د مال په تمه، ډالۍ، انعام او نور داسې څيزونه اخلي او د بديو پر وړاندې چوپ کېني.

 

د سوکالۍ غوښتنه

ځينې ځان په بې خبرۍ کې وهي. رسول الله وايي: ((تاسې له سوکاله ژوند سره د مينې او له دندو د بې خبرۍ له کبله پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوئ. [133]))

 

د بديو ناوړه اغېزې

که په پيل کې د بديو مخه و نه نيول شي او خلک چوپ پاتې شي؛ نو د پرله پورې خطرونو لامل به شي. لاندې پړاونو ته پاملرنه وکړئ:

لومړى ګام – د ګناه ليدل، بې پروا کېدل او له بديو نه منع کول. دويم ګام – د ګناه عادي کېدل. درېیم ګام – د ګناه په کولو خوښي. څلورم ګام – د ګناه په کولو کې لاسنيوى. پينځم ګام – په ګناه ککړېدل. شپږم ګام – پر ګناه کولو ټينګار، ترې خوند اخستل او پرې مستېدل. اووم ګام – نور ګناه ته رابلل. اتم ګام- ګناه کولو ته پېسى لګول او ورته تبليغات. نهم ګام – د سمو کسانو پر وړاندې دريځ او شړل يې. لسم ګام- د زړه سختېدل.

 هو! که قرآن وايي چې د شيطان پر ګامونو پل مه ږدئ:

))يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ[134]= خلكو! په ځمکه کې له شته حلال او پاک څيزونو وخورئ او د شيطان پر پلونو مه ځئ؛ ځکه هغه، مو ښكاره دښمن دى،((

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ[135] = مؤمنانو! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ورننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى.

نوځکه شيطان ګام په ګام انسان د ګناه لوري ته راکاږي.

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[136]= ((مؤمنانو! د شيطان پر پلونو مه ځئ او څوك چې د شيطان پر پلونو ولاړ شي (؛ نو بېلارې كوي يې)؛ ځكه [چې] هغه (شيطان) په فحشاوو او بدو [چارو] امر كوي او كه الهي فضل او لورنه درباندې نه وى؛ نو هېڅكله مو يو هم پاک زړی کېدای نشو؛ خو د الله چې چاته خوښه شي، پاك زړی کوي يې او الله (دى چې) پوه اورېدونكى دى.))

نهج البلاغه (١٧ خطبه) د شيطان په رو رو ننوتل داسې څرګندوي: ((لومړى شيطان د انسان په روح کې هګۍ اچوي؛ بيا بچي اچوي، بيا بچي يې د انسان په روح کې خاپوړې کوي، بيا د انسان په لمن کې ګرځي او روسته د انسان پر سترګو کېني او د ((عين الله)) پر ځاى ((عين الشيطان)) کېږي؛ شيطان خپله خبره د هغه پرخولې کوي. شيطان د همدې کس له لارې د نورو د تېروتنو لپاره لارې چارې برابروي. ))

 

 ناوړه اغېزې

هره ګناه بلې ته لار هواروي. که انسان د ځان او د نورو چلن ته ټينګه پاملرنه و نه کړي او ځان او نور له بديو منع نه کړي؛ نو کله ناکله يوه ګناه يا يوه روحيه نورو ګناهونو ته سرچينه ګرځي او ورته لار هواروي.

 

د حضرت يوسف علیه السلام داستان ته کتنه

د حضرت يوسف ورونو کينه درلو‏ده او د همدې فاسدې روحيې له کبله پر ډول ډول ګناهونو اخته شول چې دادي:

خپل پلار يې پر انحراف او بېلارۍ تورن کړ

د رورد غلا لپاره د ساتیرۍ په پلمه دسيسه جوړول او له پلاره د زوى لرې کول.

))أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ[137]= سبا يې (له ښاره بهر) راسره ولېږه، چې ډېرې مېوې وخوري او لوبې وكړي او ساتنه يې پر موږ. ))

په څاه کې د حضرت يوسف علیه السلام ورغورځول.

))قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ[138]= يوه يې وويل: ((يوسف مه وژنئ او كه (هرومرو) كوم كار كوئ؛ نو په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوئ، كوم كاروان به يې راوباسي (او له ځان سره به يې كومې لرې سيمې ته بوځي)))

 

 دروغ يې وويل چې لېوه وخوړ

قَالُواْ يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ (یوسف/۱۷) = و يې ويل: ((پلاره ! موږ چې ولاړو او پر سيالۍ بوخت شو او يوسف مو د خپلو جامو او وزلو (ساتلو ته) پرېښود (؛ نو) لېوه وخوړ! (سمه ده، چې) ته به زموږ پر خبره باور و نه کړې، كه موږ څومره رښتيا ووايو.))

پر يوسف دغلا د تور لګول

نوځکه هره ګناه ممکن نورو ګناهونو ته لار هواره کړي؛ نو له لومړنۍ ګناه بايد منع وشي، چې نور ګناهونه سر راپورته نه کړي.

پاتې دې نشي که موږ پرې پوه شو او که نه؛ خو بدۍ پر بېلابېلو اړخونو کې ناوړه پايلې لري.

داستان: يوه ورځ په الوتکه کې چېرته تلم؛ تر الوتنې مخکې اعلان وشو، ټولې سپرلۍ دې راکوزې شي، ټول وارخطا شول، چې څه خبره ده؟ پېلوټانو وويل: الوتکى ته يو “سيمسار” را ننوتى دى، ما وخندل؛ د يو سيمسار لپاره دومره زيات ځنډ څه معنا لري؟ وويل شو: کېداى شي د الوتنې پرمهال دا سيمسار ځينې تارونه غوڅ کړي او اړيکې مو له هوايي ډګر سره پرې شي.

په ټولنه کې هم د بدیو سارى د همدې سيمسار په شان دى، چې د انسان بشپړتيا سيستم ګواښي. لرې به نه ځو، په کومو هېوادونو کې، چې ګناه ډېرېږي نو اروايي او جنسې رنځورۍ او ځانوژني هم پکې ډېرېږي.

 

د خطر او ضرر له احتمال سره څه وکړو؟

د((اهم و مهم)) د قانون له مخې، هر حرکت بايد په پوره فکر او تدبير وشي، بايد د لږې ګټې لپاره ډېر تاوان و نه کړو؛ پر نېکيو امر او له بديو په منع کې د خلکو د ابرو او مال ساتنې تضمين څوک نشي کولاى. ددې مهمې دندې په ترسره کولوکې کله ناکله له ګواښ او خطر سره هم مخ کېږو. اجر و ثواب يوازې د هغه لپاره نه دى، چې له خطر پرته پر نېکيو امر کوي او غوڅو پايلو ته هم ورسي. کله ناکله انسان پايلې ته نه رسي؛ خو امر و منع بايد وکړي؛ حضرت نوح علیه السلام څومره پايلو ته ورسېد؟ د”عاشورا” پر ورځ امام حسين خلکو ته ډېر نصيحت وکړ؛ خو څومره اغېز يې پرې وکړ؟ اغېز تل لازم نه وي، کله ناکله د غاړې خلاصونې او “اتمام حجت” لپاره لازم دي، چې يوازې نصيحت وکړو.

قرآن وايي:

))عُذْرًا أَوْ نُذْرًا[139]= د عذر (لرې كولو) يا ګواښګرندۍ لپاره. ((

زموږ خبره بايد هم دا نن اغېز وکړي او موږ ته دې هېڅ خطر هم راو نه رسي. د همدې بې ځايه تمې له کبله، چې د وخت په تېرېدو راپيدا شوى، خلک پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کوي. په يو حديث کې راغلي: ((که لمانځه د خلکو مال او ځان ته زيان رسولاى؛ نو ورته به يې شا کړې وه؛ لکه څرنګه چې ستر فرايض د تاوانو له کبله نه ترسره کوي. [140]))

له دې حديثه دا جوتېږي چې انسان بايد د خطرونو هرکلى وکړي. قرآن دداسې کسانو د ستاينې په هکله وايي:

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ[141]= ((مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي (الله ته زيان نشي رسولاى) الله به داسې خلك راولي، چې الله ته ګران وي او خداى (هم) دوى ته ګران وي، د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز او د كافرانو پر وړاندې به ناماتي وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملا متوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د الله لورنه ده، چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او (د) الله (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.))

ځکه پر دنده عمل کول خواري غواړي او په دې لار کې خطرونه هم شته او انسان بايد ورغاړې وځي.

مجرمين په مؤمنانو پورې خاندي او کله يې، چې په څنګ کې تېرېږي؛ نو تندى يې تريو نيولاى وي او، چې کله راټول شي؛ نو د ايمان پر خاوندانو ملنډې وهي او د بې لارۍ تورونه پرې ورتپي او د خنداګانو، ريشخنداو خبرو له لارې د مؤمنانو سپکاوى کوي او؛ ځکه پر دندو عمل کول خواري او تکليف غواړي.

))إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ. وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ. وَإِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمُ انقَلَبُواْ فَكِهِينَ. وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلَاء لَضَالُّونَ[142]= په رښتینه كې (په دنيا كې) ګناهګارانو تل په مؤمنانو پورې خندل، او چې تر څنګ به یې تېرېدل؛ نو د ملنډو سترګكونه یې ورپورې وهل. او چې خپلو كورنيو او هم اندو ته ورستنېدل؛ نو [له خپلو ملنډو به] خوشحال او خندان ورستانه شول [او هلته يې هم په خپلمنځي ټوکو کې پر مؤمنانو ملنډې وهلې] او چې دوى (مؤمنان) یې ليدل (؛ نو) ويل يې: (دا يو بېلارې ټولى دى.))

پر نېکيو امر او له بديو د منع شرط دادى، چې انسان ته پکې زيان او تاوان و نه رسي؛ زه نه پوهېږم د سوکالۍ او د لټۍ دا شرط له کوم ځايه را پيدا شوى، حال دا ټولو پېغمبرانو او اولياوو خورا کړختونه ګاللي، سپکاوى يې شوى او ان شهيدان شوي هم دي. زه وايم، دا فکر چې وايي، په دين کې کړختونه او خوارۍ نشته؛ نو داسې دين خو پېغمبرانو نه دى راوړى. ايا دين بې له کړاونو او خواريو رامنځ ته شوى دى، چې ساتنه يې هم خوارۍ ته اړتيا نه لري؟ پردې سربېره کله ناکله د يو څيز ساتنه د هغه تر تاسېس او جوړېدو هم خورا ګرانه وي. قرآن پر ځينو نيوکه کوي او وايي:

))وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا[143]= او (درياد كړه) چې هغه کس [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] ته دې وویل، چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې، حال دا الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

قرآن ځينې ستايي او وايي:

))الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا[144]= [ (مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د الله پېغامونه يې رسول او (يوازې) له هغه وېرېدل او بې له الله له بل هېچا نه وېرېدل (هغوی چې پېغامونه رسوي، بې له الله له چا نه وېرېږي) او همدا بس دى، چې الله حسابګر (او د خلکو د کړنو بدله ورکوونکى) د‌ى. ]

نو دا آيت موږ ته وايي چې تاسې هم بايد ونه وېرېږئ.

))فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاَّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُواْ مِنْهُ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ قَالُواْ لاَ طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ[145]= نو همداچې طالوت (د اسراييلو لښكرمشر شو او) له لښكر سره راوووت، ورته يې وويل: ((الله مو پر يوې ويالې ازمېيي، څوك چې د هغې ويالې اوبه وڅښي؛ نو زما (له ملګريو) ځنې نه دى، زما ملګرى هغه دى، چې د( تندې پر وخت) په ورغوي کې اوبه وڅښي((؛ نو بې له لږ شمېر نورو ټولو اوبه وڅښلې. طالوت او ورسره مؤمن ملګري (د ازمېښت له پړاوه تېر شول) له ويالې پورې وتل (او د خپلو وګړيو پر لږوالي خپه شول او يوې ډلې يې) وويل: ((نن په موږ كې له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نشته.))؛ خو هغوى چې په دې باور وو، چې له الله سره مخامخېدونكي دي (او د قيامت پر ورځ يې ايمان درلود) وويل: ((ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوشنۍ ډله پر يوې لو يې ډلې بريالۍ شوې ده)) او الله د زغمناكو مل دى.))

ځينې روايتونه وايي د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول تر ټولو ستر جهاد دى. [146] حق ووايئ که څه ستاسې پر ضد وي. [147]

دا ټول د الهي دندې او تکليف په لار کې د زړورتيا لامل ګرځي. ځينې آيتونه او روايتونه د کړختونو او د مخالفينو د زور زياتي پر وړاندې صابران ستايي. ځينې آيتونه او روايتونه حضرت ابراهيم او حضرت محمد عليهما السلام د ټولو لپاره همېشنۍ بېلګې بولي او راښيي چې انسان بايد د خطر هر کلى وکړي. په يو روايت کې راغلي: ((پر نېکيو امر هغه وخت دى، چې پکې انسان او ملګرو ته يې ګواښ نه وي.)) ښائي دا د هغه ځايونو لپاره ځانګړى شوى وي، چې پکې د((اهم او مهم)) قانون وي؛ يعنې بدي او منکر دومره ډېر نه وي، چې انسان پرې خپل ځان بلهار- قرباني کړي؛ خو که اسلام او اسلامي نظام ته پکې ګواښ و؛ نو پکار دي چې ډګر ته راودانګو.

 

قرآن بې درده ماړه داسې راپېژني:

))وَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَجَاهِدُواْ مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُوْلُواْ الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُواْ ذَرْنَا نَكُن مَّعَ الْقَاعِدِينَ[148]= او چې كله كوم سورت نازل شي (او ورته امر وكړي): ((پر الله ايمان راوړئ او د استازي په ملګرتيا یې جهاد وكړئ))؛ نو شتمن یې اجازه درنه غواړي او عذرونه درته كوي، وايي: ((موږ پرېږدئ، چې له قاعدينو [= هغوى چې له جهاده معاف دي ] سره پاتې شو.))

که په اوړي کې د جهاد حکم وشي؛ نو وايي:

فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (توبه/۸۱) = (د تبوك له جګړې) پاتې شويو له “رسول الله “سره له مخالفته خوشحاله وو او دا يې بده ګڼله، چې د الله په لار كې په سر او مال جهاد وكړي او (يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل: ((په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه ځئ.)) (ورته) ووايه: كه پوهېداى ((د دوزخ اور تردې هم ډېر تود دى!))

که لار نږدې وي؛ ځي او که لرې وي؛ نو نه ځي:

لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لاَّتَّبَعُوكَ وَلَكِن بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (توبه/۴۲) = (خو يوه ډله یې داسې ده، چې) كه غنیمتونه نژدې (او بې كړاوه لاس ته ورتلاى شي) او سفر اسانه وي (؛ نو د دنيا پر تمه) درپسې تلل؛ خو (اوس، چې د تبوك جګړې ته) لار ورته لرې (او ستونزمنه) وربرېښېده (سرغړونه کوي) او ژر به قسمونه وكړي: ((كه وسه مو درلودای هرومرو درسره تلوو!)) ( دوى په دې كړنو او دروغو په رښتینه كې) ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي، چې دوى په رښتيا دروغجن دي.

 قرآن هغوى ستايي چې په سختيوکې يې له اسلام سره ملګرتيا کړې وه:

))لَقَد تَّابَ الله عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ[149] = په رښتيا الله پر پېغمبر، مهاجرينو او انصارو ولورېد، چې د تنګسې پرمهال (د تبوك په جګړه كې) يې د پېغمبر ملګرتيا وكړه، تر هغه روسته چې نژدې و، د ځينو زړونه له حقه كاږه شي (او د جګړې له ډګره راوګرځي) بيا یې الله توبه ومنله؛ (ځکه) چې پر دوى لورین خواخوږى دى.

 

پاتې دې نشي چې انسان سوکالي غواړي؛ خو نه ښايي سوکالي په داسې حالتونو کې وي چې نور کسان په سختو شرايطو کې شپې سبا کوي. د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم يو يار جنګ ته ولاړ نشو او په کور کې پروت و او يخې اوبه يې څښلى، ناڅاپه ورته پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ورياد شو، چې په ګرمۍ کې جنګېږي. چټک پاڅېد او ځان يې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته ورساوه. دا پېښه قرآن راخستى او وايي:

))تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ. لَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ[150]= ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او لمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د خداى په لار كې) يې ترې لګوي. هېڅوک نه پوهېږي (او نه اټکل کړای شي) چې مؤمنانو ته مو د خپلو کړنو په پار څه سترګې یخوونکې بدلې (نعمتونه او څرنګوالی یې) ورزېرمه کړي دي. ))

خداى له نرمو پالنګونو او کټونو پاڅېدل او د شپې لمونځونه کول، ستايلي او وايي څوک چې له خواږه خوبه تېر شي؛ نو هېڅ څوک هم نه پوهېږي، چې څومره ستر اجر او ثواب لري:

((تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ[151] = ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او لمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د خداى په لار كې) يې ترې لګوي.))

پر نېکيو امر او له بديو منع خواري او کړاونه غواړي. حضرت لقمان خپل زوى ته وايي:

((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[152]= يه زما زويکه! كه د اوري (غوښتو) د دانې هومره (نېك یا بدعمل) وي او په كوم لوى ګټ (پرښه) يا د اسمانونو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو الله يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راباسي [ځكه]چې الله با خبر ژور ليدونكى دى.))

حضرت لقمان پوهېږې چې د خلکو له هوسونو سره مخالفت او له سرغړونو يې منع کول د هغوى ازادي له منځه وړي او هغوى به يې هرومرو پر وړاندې دريځ ونيسي، په تيره بيا د زلمى پر وړاندې.

څوک چې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي؛ نو خپلې هيلې ته نه رسي. ډېرو دې الهي فرېضې ته شا کړې او ګومان کوي، چې خطر لري عمر به يې لنډ شي او تاوان به وکړي.

 حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((پر نېکيو امر او له بديو منع؛ نه مړينه رانږدې کوي او نه روزي کموي. [153]))

خو دا خلک بې خبره دي او کله به هم خپلې هيلې ته و نه رسي؛ ځکه که پر نېکيو امر او له بديو منع ته يې شاکړه؛ نو اشرار به پرې واکمن شي او اشرار پر مالونو او خلکو زړه نه سوځوي. [154]

 

د بې عقلۍ نښه

ځينې هغه ته عاقل وايي، چې پر امر او منع او څارنه کې لاس نه وهي. اسلام بې پروا خلکو ته د بېعقله، کمزوري او مبعوض لقب ورکوي.

په يو حديث کې راغلي: ((خداى پر کمزوري او بې عقله مسلمانانو غضب کوي او دا هغه کسان دي، چې له بديو منع نه کوي.))

حضرت ابوذر غفارى (رض) د شام پر والي نيوکه وکړه او له بې ځايه لګښتونو سره يې يې مخالف و. والي درېيم خليفه (رض) ته ليک وليکه: که غواړې چې حکومت زموږ په لاس کې وي؛ نو ابوذر له منځه وباسه؛ ځکه موږ يې رسوا کړي يو او هېڅ ابرو يې راته نه ده پرېښې. خليفه (رض)، حضرت ابوذر ربذې ته وشاړه او و يې ويل: څوک به له ابوذر سره نه ځي او نه به ورسره “په مخه ښه” کوي؛ خو حضرت علي، امام حسن او امام حسين (رضى الله عنهم) چوپتيا ماته کړه او حضرت ابوذر يې بدرګه کړ. د بدرګه کولو پرمهال درې واڼو حضرت ابوذر ته ډاډ ورکاوه، حضرت علي کرم الله وجهه ورته وويل: ابوذره ! تا د خداى لپاره غږ پورته کړ او داچې هغوى دې رسوا کول؛ نو دوى د خپل حکومت له نسکورېدو وېرېدل. ته هم د خپلې چوپتيا له ګناه وېرېدې او غږ دې پورته کړ. د قيامت پر ورځ به څرګنده شي، چې ګټونکى به څوک وي. حضرت ابوذر په ربذه کې چې سر يې د خپلې لور په لمن کې ايښې و، داسې وصيت وکړ او ومړ: ((لورې! څو شېبې روسته زه له دنيا ځم، ځان به کابو کړئ، زما تر مړينې روسته د غونډۍ سرته وخېژه، يو ډله به را روانه وي او پکې به د”مالک اشتر”(رض) په نوم يو سړى هم وي، ورته ووايه: ابوذر د رسول الله يار و او واکمنان يې له بديو منع کول او له همدې کبله مړشوى دى)).

مالک اشتر په ډېر درناوي د حضرت ابوذر جنازه راوخسته او و يي ويل: خدايه ! ابوذر د پېغمبراکرم له اصحابو ځنې و او ستا خالص بنده دى او ستا په لار کې يې پر نېکيو امر او له بديو په منع کې هڅې کړي او لاس يې له دينه وانخست؛ و يې شړه، له ژونده يې بې برخې کړ او په پاى کې ځانته ومړ. [155]

 

پوښتنه: که ستونزې او وهل ټکول راغلل؛ نو څه به کوو؟

له يوې خوا د اسلام دين اسان او مبارک دين دى او قرآن وايي:

))شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ[156]= رمضان هغه مياشت ده، چې هغه قرآن پكې نازل شوى، چې خلكو ته لارښود، د سمې لارې نښې او د حق او باطل توپيرونکى دى؛ نو كه له تاسې چا دا مياشت وليده؛ نو و دې يې نيسي او كه څوك ناجوړه يا مسافر وي؛ نو په نورو ورځو كې دې يې ونيسي. الله درته اساني غواړي، نه ګراني (موخه داده) چې دا ورځې پوره كړئ او داچې الله سمه لار درښوولې په لويۍ وستايئ او ښايي شكر يې وکړئ. ((

په اسلام کې اصول او قاعده داده، چې د دندې په ترسره کولو کې به وهل او ټکول نه وي؛ بلخوا پر نېکيو امر او له بديو منع د روژې او لمانځه په شان نه دي؛ ځکه “امر و منع” د خلکو په کارونوکې لاسوهنه او له هوسونو سره يې مبارزه ده. دا دوه دندې د اندېښنو، نښتو او تاوانو لامل ګرځي. دلته پر نېکيو امر ته پاملرنه وکړو او که تاوانو او کړاونو ته يې؟

ځواب: قرآن پر نېکيو امر او له بديو د منع ستونزو ته پاملرنه کوي او وايي:

))يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[157]= يه زما زويکه! لمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي. ((

که د کړاوونو او سختيو له کبله پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کړاى شي؛ نو هر ظالم به خلک وځپي.

انبياوو، اولياوو او د حضرت ابوذر په شان کسانو د حق د ژوندي کولو او د باطل د له منځه وړو په لار کې څومره سختۍ او کړاوونه وزغمل؛ خو اوس چې زموږ وار راغى؛ نو د خطر او تاوانونو خبرې کوو او پخپلو سترګو د فساد خورېدل وينو او چوپ کېنو؛ دا د نه منلو وړ ده؛ نوځکه د((حزر او حرج)) قاعده په عادي مسايلو کې ده؛ لکه چاته چې اوبه تاوان لري؛ نو د اودس پر ځاى دې تيمم ووهي؛ خو د اسلام ځينې حکمونه د کړاوونو او سختيو پر بنسټ ايښوول شوي دي؛ لکه روژه او جهاد چې انسان پکې بايد سختۍ او کړاونه وزغمي. قرآن وايي:

))وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا[158] = او (هېڅكله) د دښمن په لټه او څارلو كې لټي او سستي مه کوئ (؛ ځكه) كه تاسې رنځ او كړاو ګالئ؛ نو دوى هم په څېر مو كړاو ګالي؛ خو تاسې له خدايه د هغه څه هيلمن ياست، چې دوى نه دي او الله پوه حكيم دى.((

بې کړاونو جهاد او بې صبره روژه بيخي ناشونې ده؛ نو د “حرج” قانون يوازې د عادي مسايلو لپاره دى او د هغو دندو لپاره نه دى، چې په ذاتي ډول سخت او کړمن وي؛ لکه د مالګې ذاتي تريووالى. د “حرج” قانون د عادي مسايلو لپاره دى؛ نوځکه پر نېکيو امر او له بديو په منع کې بايد لانجې او حرج نه؛ بلکې د((اهم او مهم)) شمېرانې – محاسبات رامنځ ته شي. بايد وګورو په هر ځاى کې چې ستونزه اهمه وه؛ نو بايد ټول مهم څيزونه ترې ځار شي. د ساري په توګه: اسلام د امام حسين تر ژونده غوره دى. امام حسين شهيدېږي، څو اسلام ژوندى پاتې شي، په هر ځاى کې چې بدي او منکر کېږي؛ بايد منع شي او که ضرر او خطر يې درلوده؛ بايد و يې سنجوو چې بدي او ګناه په کومه کچه کې ده او ضرر او خطر يې په کومه کچه کې دى او خطر ته ورغاړې کېدونکي څوک دي؟ کله داسې ګناه کېږي، چې صغيره وي. که وغواړو چې منع يې کړو؛ نو تاوان يې ډېر دى؛ نو دلته له منع يې بايد لاس واخلو. که يومهم کار او واجب له لاسه روان وي او يا کومه مهمه بدي کېږي او که زموږ چوپتيا او سرغړونه دلته د تيري کوونکيو د زړورتيا او د سپېڅليو ارزښتونو د سپکاوۍ، پر دين او علماوو د خلکو د ګروهې د کمزورتيا او د اسلامي پت د لتاړېدو لامل وي؛ نو دلته بايد خطر ته ورغاړې وځو او له بديو منع وکړو.

 

د مخاطبانو دندې:

پر نېکيو له امرکوونکيو سره بايد مينه او دوستي ولرو. چا ته چې امر و منع کېږي؛ بايد پوه شي چې د نورو لخوا ماته نصيحت کول راسره د زړه سوي او مينې نښه ده او زه بايد له داسې کسانو سره مينه وکړم. پر خلکو د انبياوو يوه نيوکه دا وه: تاسې ولې له نصيحت کونکيو سره مينه نه کو‌ئ؟:

))فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَمَا كَانُواْ مُؤْمِنِينَ[159] = نو (په پاى کې) هود او ملګري يې مو په خپل رحمت وژغورل او د هغو خلكو سټه مو وايسته، چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي ول او ایمان راوړونکي نه ول((

امام صادق وايي: ((هغه مې غوره دوستان دي، چې راته مې خپل عيبونه راډالۍ کړي. [160]))

امام صادق (رح) نيوکه ډالۍ او نيوکه کوونکى خپل غوره ملګرى بولي. هو ! واقعي ملګرى هغه دى، چې ومو ژړوي او د غفلت له خوبه مو راويښ کړي. قرآن وايي: دښمنان ستاسې د غفلت هيلمن دي. راوېښېدل که د کړاوونو په قيمت هم وي؛ نو ارزښت لري. قرآن وايي: چې پر تاسې ترخې پېښې راځي؛ د ترخو او پرېشانيو په څنګ کې برکتونه هم وي او هغه داچې له خوبه مو راويښوى او خداى ته مو پام کېږي او دا ستاسود توبې او استغفار لپاره يوه وزله ده:

))وَلَقَدْ أَرْسَلنَآ إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ[161]= او په رښتيا موږ تر تا مخكې امتونو ته (پېغمبران) لېږلي؛ (او چې كله له دې پېغمبرانو سره په مخالفت كې ودرېدل؛ نو) په كړاوونو او ستونزو مو اخته كړل؛ ښايي (راويښ شي او الله ته زارۍ او عاجزي وكړي او حق ته) غاړه کېدي!((

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((د چاچې نصيحت کوونکي نه خوښېږي؛ نو خير به يې نه وي. ))

 ځينې ګناه ډېر غره کړي وي او که دوى ته پر نېکيو امر او له بديو منع هم وشي؛ نو کوم اغېز پرې نه کوي، پر داسې کسانو قرآن کلکه نيوکه کوي:

))وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ[162] = او چې ورته وويل شي: ((له خدايه ووېرېږه!)) (ننګ يې) ګناه ته پاروي؛ نو د دوزخ اور ورته بس دى، چې خورا ناوړه هستوګنځى دى.

 

ځينې ډلې شته؛ که ورته پند ورکړاى شي؛ نو پند نه اخلي:

وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ (صافات/۱۳) = او چې نصیحت ورته وشي، نه یې مني.

ځينې ګومان کوي: که له خپلو سرغړونو لاس واخلي؛ نو يو ډول شا تګ به يې کړى وي او کمزوري شوي به وي، حال دا که انسان په هر ځاى کې پر خپلې سر غړونې پوه شي او سملاسي ترې لاس واخلي؛ نو دا ارزښت دى. دا واند- خيال ورته هغه وخت را پېداکېږي چې پر نېکيو امر کوونکى د ټولنيز مقام او لوست له اړخه په ټيټه کچه کې وي. په داسې حالتونو کې له دوو لارو حق منل کېداى شي؛ يو داچې انسان د حق له کبله حق ته غاړه ږدي او بله داچې تر ځانه د کوشني د حق خبره مني. حضرت علي کرم الله وجهه وايې: ((څوک چې پر موږ زړه خوږوي؛ نو پر داسې کسانو بېځايه شک کول د شا تګ نښه ده. )) ((چاچې درته نصيحت او موعظه وکړه؛ نو مه يې وېروه.))

څوک چې ګومان کوي، پر سمه لار دى او لارښوونې ته اړتيا نه لري؛ نو د خداى پر ځاى به يې شيطان منلى وي:

))فَرِيقًا هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلاَلَةُ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ اللّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ[163]= يوې ډلې ته يې سمه لار ورښوولې ده او پر بلې ډلې (چې وړتيا يې نه درلوده) بېلاري ثابته شوې ده؛ (ځكه) دوى د الله پرځاى شيطانان (خپل) پالندويان نيولي او انګېري، چې پر سمه لار يو. ((

دا منافقين وو چې له بديو به منع کېدل؛ نو په غرور سره به يې ويل: په ټولنه کې يوازې موږ سمونپالي يو:

))وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ[164] = او چې ورته وويل شي: ((پر ځمكه فساد مه كوئ)) وايي: ((موږ خو يوازې سموونكي يو.))

او دا کفار وو چې کله به ورته پېغمبرانو لارښوونه کوله؛ نو د منلو پر ځاى به يې ويل: د انبياوو موخه، پر موږ د هغوى وياړېدل دي چې قرآن وايي:

))فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاء اللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً مَّا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ[165]= او د قوم هغه مشران يې چې كافران شوي وو، وويل: ((دا سړى خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر دى، غواړي لوړتیا درباندې ولري، كه خداى غوښتلاى (چې كوم پېغمبر راولېږي)؛ نو پرښتې به يې رالېږلې واى، موږ هېڅكله له خپلو نيكونو داسې (څه) اورېدلي نه دي (چې بشر دې د پېغمبر په توګه راشي).

که کوم رور يا خور تاسې ته ورم- پند درکړ؛ نو ځېل مه کوئ؛ ځکه کبر شيطان د خداى له درشله وشاړه.

 يوې ځېلي ډلې پېغمبر ته وويل: نو موږ به پخپله لار روان يو که راته نصيحت وکړې او که نه:

))قَالُوا سَوَاء عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ الْوَاعِظِينَ[166]= ورته یې وويل: (((ځان خوشې مه ستړى كوه) پر موږ بې توپيره ده، چې نصيحت راته وكړې كه ونه كړې.((

په دې دنيا کې د دوى د بې پروايي سزا به په قيامت کې داسې وي، چې کله د دوزخ په اور کې وغورځول شي او د ژغورنې لپاره به چغې او سورې وهي؛ خو څوک به يې اواز نه اوري؛ نو له ځان سره به وايي: نن مو څوک چغې نه اوري، که چغې ووهو او که ونه وهوو؛ نوڅه توپير به و نه لري. انسانان کولاى شي، د خداى د بندګۍ او له پېغمبرانو په لاروۍ او د الهى مشرانو او سول – منطق په منلو تر پرښتو هم اوچت او لوړ شي؛ خو کبر کوي او دې برید ته رسي، چې قرآن يې داسې راپېژني:

((صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَيَرْجِعُونَ[167]= (دوى) كاڼه، ګونګيان او ړانده دي؛ نو (له بېلارېتوبۍ) نه راګرځي.))

 

د غفلت له کبله، دوى تر ځناورو هم ناوړه دي:

))وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ[168]= او په رښتینه كې موږ ډېرى پېريان او انسانان دوزخ ته پيدا كړي دي (؛ ځكه) زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛ خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛ خو څه پرې نه اوري؛ دوى د څارويو په څېر دي؛ بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي. (هو!) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي ). ((

د داسې کسانو زړونه تر تيګو هم سخت دي؛ ځکه کله ناکله خو د تيګو له غاړو لږى اوبه راوځي؛ خو دا سخت زړي له سره نه خوځي:

))ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ[169]= بيا تردې پېښې روسته، زړونه مو د تيږې په څېر سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ ځكه ځينې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځينې چول كېږي او اوبه ترې راوځي او ځينې د الله له وېرې (د غره له سره) رارغړي (؛ خو ستاسې زړونه نه د الله له وېرې تپېږي او نه د پوهې او انساني عواطفو سرچينه ده) او الله مو له كړنو ناخبره نه دى. ((

 

 

د امر او نهى د نه منلو لاملونه:

د “امر و منع” د نه منلو لاملونه ډېر دي او په دوو ډلو وېشل کېږي: دننني او بهرني.

دننني لاملونه:

 الف- ناپوهي:

که ماشومان د خپل مور و پلار له خبرو اطاعت نه کوي؛ علت يې دا دى، کوم رازونه چې د مور و پلار په خبرو کې دي، هغوى پرې نه پوهېږي. روايت دى: ((که خلک زموږ د خبرو پر ښکلا پوه شي؛ نو زموږ لاروي به وکړي.))[170]

پېغمبرانو به ناپوهانو ته ويل: ((تاسې نه پوهېږئ، که نه زموږ پر وړاندې به دومره ټينګ نه واى درېدلي.))

ډېر کسان لمونځ نه کوي؛ ځکه په خوالو – رازونو يې نه پوهېږي او که پوه شي؛ نو لمونځ به وکړي. په آيتونو او روايتونو کې له علماوو د زياتو پوښتنو پر کولولو سپارښته شوې او دا په اطاعت کې د پوهې ونډه راښيي. دلته له پوهې موخه د پوهنتون او لوړو زده کړو اسناد نه دي؛ ځکه ډېر پوه او لوستي کسان شته؛ خو پر نېکيو د امر او له بديو د منع پر وړاندې بې توپېره دي؛ ځکه د امر او منع په هکله لازمه پوهه نه لري.

 په روايتونو کې لولو: ((خداى؛ لکه څنګه چې له ناپوهانو د زده کړې ژمنه اخيستې، له پوهانو یې هم نورو ته د ورښوولو ژمنه اخستې ده.)) په هر حال که د پوهې، مطالعې او کتابتونو پراختيا پر نېکيو د پوهېدنې او د بديو له خطرونو د پوهېدنې په موخه وي؛ نو د مفاسدو په مخنيوي کې به ستر ګام وي.

 

 ب- تنګ الواکي – تعصب:

د “امر و منع” بل لامل تنګ الواکي- تعصب ده. تنګ الواکي کله ګټور او مثبت هم وي او هغه پر سپېڅليو موخو او ارمانو ټينګار کول دي؛ خو د تنګ الواکۍ ډېرى جرړه ملي، قومي، ډلييز، توکمیز او. . . بڼه لري او يا هم پر ځينو وګړني او ټولنيزو دودونو ټينګار کوي.

قرآن وايي:

))فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ[171] = خو د خپل (دين) چارې یې پخپلو منځونو كې ټوټه ټوټه كړې (او) ډلې ډلې شول: (او عجيبه خو دا) له هر يو ګوند سره چې څه دي، پر هماغه خوښ دي (وياړي).

تنګ الواکي – تعصب لوګى او تياره ده، چې سترګې نيسي او بې له خپلې لارې او دود بل څه نه مني. بوت پالو به د پېغمبرانو پر وړاندې د خپلو نېکونو پر بوت پالۍ او لار ټينګار کاوه. د “اسرايئلو” د اوسنيو جنايتونو سرچينه د هغوى دا ګروهه ده چې زموږ توکم تر ټولو غوره دى. د توکمیزې الواکۍ- نژادي تعصب له کبله سپين پوستي پر تور پوستو تېرى کوي. نننۍ نړۍ د پوهې او صنعت نړۍ ده. په هېوادونو کې په سل ګونو قوانين د تنګ الواکۍ پر بنسټ جوړ شوي او عمل هم پرې کېږي. ابليس هم د تنګ الواکۍ له کبله پر ناوړه برخليک اخته شو او خداى ته يې وويل: زما توکم د “آدم” تر توکمه غوره دى، زه له اوره او هغه له خاورې پيدا شوى؛ نو ولې ورته سجده وکړم؟ قرآن وايي:

((وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَى بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ[172]= او كه دا مو پر ځينو عجمو [= ناعربو] نازل كړى واى.))

((فَقَرَأَهُ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ[173]= او دا يې ورلوستى واى؛ ايمان يې پرې نه راووړ.))

اسلام په هر ځاى کې له تنګ الواکۍ سره مبارزه کړې. بېلګې يې دادي: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خپلې ترور لور، چې د درنې او ازادې کورنۍ وه، مريي ته په نکاح کړه. د نبوي کورنۍ شپږو امامانو مېندې مينزې وې. امام رضا به له خپلو مريانو سره سلامشورې کولاى. اسلام بې له پوهې، تقوى، مخینې، جهاد او هجرته ټول هر څه له منځه یوړل. اسلام ټول خلک د قانون پر وړاندې مساوي او برابر وګرځول. له ټولو مليتونو او اديانو سره يې خپلې اړېکي يوازې د دليل او سول – منطق له مخې کېښووې. د بيت المال په وېش کې او په جګړه کې د ګډون له کبله يې هېڅ چاته کوم ځانګړى حساب خلاص نه کړ. ټولو کمالونو ته د رسېدو لپاره يې انسان ته لار پرانستې او کولاى شي، هر انسان قاضي، امام او مجتهد شي. د ورهڼې – کسب له نظره يې هېڅ قوم پر بل غوره و نه ګاڼه. په عملي کړلارو کي يې د ټولو ګډون يو شانته کړى؛ لکه د جمعې لمونځ ، د اختر لمونځ ، حج او جهاد او همداراز د اسلام په زرګونو نورو حکمونو کې هم داسې کومه نښه نه لیدل کېږي، چې پکې عرب پر عجم او سپين پر تورغوره ګڼل شوى وي.

 

ج_لويي – تکبر:

پر نېکيو امر او له بديو د منع د نه منلو بل دليل لویی – کبر ده. عمر، پوهه، شتمني، څېره، ټبر، ګوند او اولاد د لویۍ سرچينې دي. په قرآن کې ددې سرچينو په هکله ډېر آيتونه هم راغلي. فرعون د خپل ځواک له کبله لويي وکړه او د موسى علیه السلام خبرو ته يې غوږ کېنښود. قارون د خپلې شتمنۍ له کبله د حضرت موسى علیه السلام خبرو ته غوږ کېنښود. يهودانو به ځانونه د خداى نازولي او زامن ګڼل او داسې به يې ويل: موږ ته به کله هم د دوزخ اور له څو ورځو پرته را و نه رسي؛ ځکه د خداى نازولي يو. قرآن دداسې کسانو نومونه اخلي، چې د مال د راټولولو لپاره به يې پر خلکو ملنډې وهلې. قرآن دداسې مستکبرينو نومونه اخلي، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته به يې دهغه د میراتوب پېغور ورکاوه او ابتر يې باله. قرآن دداسى مستکبرينو نومونه اخلي، چې پېغمبرانو ته به يې د نشتمنو د شړلو وړانديز کاوه؛ خو پيغمبرانو به کله هم دا وړانديز نه مانه. قرآن دداسې بې درده سوکاله کسانو نومونه اخلي، چې د جګړې پرمهال به يې پکې دنه ګډون اجازه غوښتنه.

 

د لویۍ نښه:

يو تن حضرت علي ته راغى او يې ويل: زه پاکې جامې اغوندم او د سپرلۍ ښه وسېلې کاروم او په ښه کور کې اوسېږم؛ آيا دا د لویۍ نښه ده؟ و يې ويل: ((د لویۍ نښه دا ده چې د حق خبره و نه منې، ډېر کسان شته چې نشتمن دي؛ خو کبرجن دي او ډېر داسې هم شته، چې شتمن دي؛ خو منوونکي وي.

 

ح_حرامه مړۍ:

امام حسين د عاشورا پر ورځ د يزيد پلويانو ته وايي: ((ځکه له بديو زما منع پر تاسې اغېز نه کوي، چې ګېډې مو له حرامو ډکې شوي دي.)) که څه د حق خبره د پيغمبر اولاد وکړي؛ خو د حرامو خواړه د حق د نه منلو لامل ګرځي. ((د حرامو مړۍ د دعا ګانو د نه قبلېدو لامل ګرځي. ))[174]

حرامه مړۍ د انسان دعبادت د نه قبليدو لامل دى. [175] حرامه مړۍ انسان د ګناه او طاغوت پلو ته راکاږي. حرامه مړۍ پر کهول ناوړه اغېز کوي. د پلارمړي د مال خوړل حرام دي او په قيامت کې به د انسان په د ننه کې اور ولګوي:

((إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا[176]= څوك چې په ظلم د پلارمړیو مالونه خوري (په حقيقت كې) يوازې اور خوري او ډېر ژر به سوځنده اور ته ورننوځي.))

حرامه مړۍ د زړه سختوالي لامل ګرځي. حرامه مړۍ د روزنې او د سمونپالو او اوختونیزو- انقلابي حرکتونو خنډ ګرځي.

 

بهرني لاملونه:

 الف_ناوړه تبليغات:

که پر نېکيو په امر کونکيو پسې ناوړه ډنډورې وشي؛ نو د دوى د خبرو په اغېزو کې به خنډ رامنځ ته شي. ناوړه ډنډورې ددې لاملېږي، چې خلک پېغمبرانو ته لېوني او کودګړ ووايي. پر حضرت يوسف تور لګول کېږي. د حضرت علي وژنه لازم بولي. امام حسين ته ياغي او د يزيد چوپړ عبادت ګڼي.

 ب _بریدونه او دوه والى:

پر نېکيو د امر او د حق د نه منلو بل خنډ دوه ګونيتوب دى، چې بيلګې يې دادي:

د کوراو ښوونځي په منځ کې دوه والى: په ښوونځي کې انسان لمونځ زده کوي؛ خو په کور کې يې مور و پلار لمونځ نه کوي. په لويو لويو پوسټرونو کې د سګرټ د څښلو خطرونه لیدل کېږي؛ خو په ټلويزيون کې د سګرټ د څښلو او د کارخانو د جوړېدو ډنډورې کېږي. سپارښتنه کېږي چې د بيت المال شتمني دې بېځايه و نه لګول شي؛ خو په دولتي ادارو کې پېسې بېځايه لګول کېږي. دا شان دوه ګونيتوب پر ويونکي د اورېدونکي ګروهه تر ډېره کچه راټيټوي.

 

ج_ طاغوتان:

((يصدون عن سبيل الله)) دا جمله په قرآن کې ډېره راغلې؛ يعنې ځينې کسان د خداى په لار کې خنډ ګرځي. دا کسان معمولاً طاغوتان وي او کېداى شي شتمن، د هېواد لوړپوړي چارواکي، فاسد ملګري، مور و پلار، ښوونکي او يا هم ناوړه سلاکاران وي.

يو ځوان چې غواړي زده کړې وکړي، د زده کړو او د اوسېدانې لګښت يې ستر خڼد ګرځي. د پاک زړه خاوند، چې غواړي پخپله دنده عمل وکړي؛ نو د نورو ملڼدې يې په لار کې خڼد ګرځي.

 

چ_ د ويونکې چلن او مخينه:

پر نېکيو د امر د نه منلو بل خنډ د ويونکي مخينه ده. دا موضوع به په راتلونکيو ویینو- بحثونو کې وڅېړو.

 

د وټيزو- اقتصادي ستونزو نه هوارېدل:

که د خلکو وټیزې ستونزې هوارې شي؛ نو ډېر ژر به مو خبرو ته غوږ کېږدي. خلکو ته د عبادت په بلنه کې قرآن دې ټکي ته پاملرنه کړې او وايي:

((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ[177]= نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ولمانځي؛ هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.))

دلته د خلکو موړوالى عبادت ته د بلنې لارې چارې برابروي.

پوښتنه: له وېرې، ناغېړۍ او يا هم د قرآن له آيتونو د ناسمې پوهې له لارې ځينې وايي: ايا کوم کسان چې پر نېکيو امر او له بديو منع کوي او په دې لار کې خپل مال او ځان له لاسه ورکوي، په دې آيت کى نه راځي چې وايي: ((لاتُلْقُوا بِاَيْدِيَكُم اِلَى التَّهْلُكَة = ځان پر خپلو لاسونو مه وژنئ))په کومو ځايونو کې چې پر نېکيو امر او له بديو منع زموږ د سختيو، کړاونو او شړلو لامل ګرځي؛ نو ولې له ځانه تېر شو؟قرآن وايي: ((ځان مه وژنئ. )) په حديث کې راغلي: ((څوک چې توره لري؛ مه ورنږدې کېږئ.)) داسې کسان ددې پلمو له لارې پر نېکيو له امره اوږې سپکوي.

ځواب: د بقرې سورت له ١٩٠ څخه تر ١٩٥ پورې ټول آيتونه د جګړې په هکله راغلي دي او په هر آيت کې ځانګړيو ټکيو ته پاملرنه شوې، چې دادي: په ١٩٠ ايت کې وايي:

))وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ= او د الله په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې درسره جنګېږي؛ خو ظالم [او پیلګر] مه وسئ؛ ځکه الله بلوسګر نه خوښوي.((

په ١٩١ ايت کې وايي:

((وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ= او دوى [هغه بوت نمانځي، چې له هېڅ جنايته لاس نه اخلي] هر ځای چې ومومئ و یې وژنئ، او (همداسې يې) وباسئ؛ لکه چې تاسې يې ايستلي واست او فتنه او (بوت لمانځنه) تر وژلې ډېره سخته (گناه) ده او مسجدالحرام ته څېرمه تر هغه جګړه ورسره مه کوئ، چې دوی پکې درسره جنګېدلي نه وي که جګړه يې درسره وکړه؛ نو و يې وژنئ، همدا د کافرانو جزا ده. ))

((وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُم= او دوى [هغه بوت لمانځي، چې له هېڅ جنايته لاس نه اخلي] هر ځای چې ومومئ و یې وژنئ.))

 دا د جګړې پر زور ټينګار کوي.

بل آيت د جګړې موخې او مودې ته اشاره کوي او وايي: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ = او له هغوى سره تر هغې وجنګېږئ، چې فتنه (او بوت لمانځنه او استبداد) پاتې نشي.

 بل آيت د بريد د ځواب د ورکړې په هکله دى او وايي:

((که کفارو د مکې درناوى و نه کړ او پر تاسې يې بريد وکړ؛ تاسې يې هم په همدې سپېڅلې ځاى کې ځواب ورکړئ. ))

لڼده داچې دا ټول آيتونه پرله پسې جګړې ته اشاره کوي او روسته په يو بل آيت کې وايي: ((لاتلقوا)) جګړه مالي ملاتړ ته اړتيا لري او همداراز زياتوي: خلکو ! بايد د جګړې لګښت او بودجه ورکړئ او انفاق وکړئ. روسته وايي: پخپلو لاسونو ځانونه مه وژنئ؛ يعنې که له جنګياليو سره مالي مرسته و نه کړئ او ماته وخوري؛ نو دښمن به پرتاسې يرغل وکړي او تاسې او ستاسې مالونه به له منځه يوسي.

څوک چې د خداى د دين د بيا ژواکۍ او د مفاسدو د مخنيوي لپاره خپل ځان او مال په خطر کې اچوي؛ نو له خداى سره ستر جوړجاړی او سوداګري کوي. هغه له مال او ځانه تېرېږي او دين را ژوندى کوي او اسلامي امت راويښوي. دا کړاوونه توى نه ځي. خداى وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ[178]= مؤمنانو! ايا داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟!))

((تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ[179]= پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او د الله په لار كې پخپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ، كه پوهېږئ دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده.))

((يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[180]= كه داسې مو وكړل)؛ نو ګناهونه به مو دروبښي او (جنتي) باغونو ته به مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او په همېشنيو باغونو كې به ډېر پاک او غوره هستوګنځي دركړي؛ دا ستره بريا ده.))

په دې آيتونو کې د ځان او مال جهاد يوه ستره لاس ته راوړنه او ژغورونکې سوداګري ښوول شوې ده. هو! د خداى د دين د راژوندي کولولو لپاره له سر او مال تېريدنه بې ځايه نه؛ بلکې له خداى سره جوړجاړی دی. قرآن وايي:

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ (بقره/۲۰۱۷) = او له خلکو هغه دى، چې د الله د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري او الله پر خپلو بندګانو خوږمن دى.))

“حجربن عدى”، “رشيد هجري”، “ميثم تمار”، “ابوذر غفاري”، “عمار ياسر” او”مالک اشتر” (رضى الله عنهم) د حکومتونو د ناروا کړنو پر ضد راپاڅېدل او ټولو په همدې لار کې له خپل ځان او ماله تېر شول.

د حضرت معاويه له خوا پر امام حسن د ورتپل شوي سولې په ليک کې د امام حسن دا شرط و چې بايد “حجر بن عدى” دې ازاد کړي؛ ځکه هغه د شام والي پر نېکيو امر او له بديو منع ته رابللى و او والي هغه ونيو او د وژلوحکم يې وکړ.

د نبوي کورنۍ مشرانو به پر نېکيو امر او له بديو د منع په لار کې د ټولو شهيدانو ډېر درناوى کاوه. ايا د امامانو دا درناوى د وينو له تويدنې ملاتړ دى او که ددې شهيدانو فضيلت او کرامت دى؟ په قرآن کې راغلي:

((لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا[181] = (هېڅكله له جهاده) بې عذره ناست مؤمنان، له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي، چې د الله په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو (جهاد کړى)، الله پر كورناستيو (= چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او الله له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې ژمنه وركړې ده؛ خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې غوره كړي دي.))

 

له ( لا تلقوا ) د ناسمې پوهې سابقه:

د”قسطنطنيه”( استانبول) په سيمه کې د اسلام او “روم” لښکرې سره مخ شوې. يو مسلمان د دښمن پر لښکرو برېد وکړ، ځينو ناسم پوهېدلو مسلمانانو وويل: دې کس ځان پخپله وواژه.

حضرت “ابوايوب انصاري” په مدينه کې د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم کوربه و او چغه يې کړه: ((ولې دا آيت په اپوټه معنا کوئ.)) ددې آيت داستان داسې دى، چې ځينو مسلمانانو به په پټه يو بل ته ويل: ((که موږ خپل مالونه انفاق کړي نه واى؛ نو اوس به شتمن واى؛ دا آيت نازل شو:

((وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ= او د خداى په لار كې نفقه وركړئ او( د نفقې په پرېښووو ) په خپلو لا سونو خپل ځانونه مۀ هلاکوئ او نيكي وكړئ، چې خداى نېكان خوښوي. [182]))

دينداري بودجه او لګښت غواړي. داسې فکر مه کوئ، که څه مو لګولي نه واى؛ نو نن به مو مالونه زيات واى. [183]

 نو د جهاد د ايتونو په څنګ کې ددې آيت له راتلو موخه د منکراتو او بديو پر ضد د پاڅون نفې نه؛ بلکې له جنګياليو سره مالي مرسته ده.

هو! ځينې وايي: د ((لاتلقوا)) آيت له مخې چې وايي: موږ چې چېرې خطر وننګېرو؛ نو پر نېکيو امر او له بديو منع به نه کوو او چوپه خوله به کېنو، سوله او جوړجاړې به کوو او له وينې تويدنې به مخه نيسو؛ خو پوښتنه داده چې د پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په جګړو کې هم د مسلمانانو ځانونه په خطرکې وو؛ په دې هکله به څه وايي؟

د “صفين” په جګړه کې مخکى تردې چې حضرت “عمار ياسر” او “اويس قرني” شهيدان شي، حضرت علي ولې سوله و نه کړه؟ په رښتيا که ځان تېرېدنه په اسلام کې ځان وژنه وي؛ نو بايد جهاد له دينه لرې کړاى شي.

 

بله پلمه:

خداى وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ[184]= مؤمنانو! خپل ځانونه څارئ، كه پخپله پر سمه لار ياست؛ نو د بل چا بېلاري زيان نشي دررسولاى، ټول د الله لوري ته ورګرځئ او د هغو کړنو (له حقيقت او پايلو) به مو خبر کړي، چې کولې مو.))

پر ځان پام کوئ؛ که تاسې پر سمه لار ولاړ شئ؛ نو د نورو کوږوالى به تاسې ته هېڅ زيان در و نه رسوي. ايا ددې دا معنا نه ده، چې موږ له خلکو سره بايد کار و نه لرو او د نورو له امر او منع لاس واخلو.

ځواب: د مايدې ١٠٥ آيت د ١٠٤آيت ځواب دى؛ ځکه په ١٠٤ آيت کې د مشرکانو او بوت پالو په هکله خبره راغلى:

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُواْ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلاَ يَهْتَدُونَ= او چې ورته وويل شي: ((د هغه څه پر لوري چې الله نازل كړي [قرآن] او د استازي لوري ته [یې] ورشئ. )) وايي: ((هماغه لار راته بس ده چې خپل پلرونه مو پرې موندلي)) كه څه پلرونه يې په هېڅ نه پوهېدل او له سمې لارې ناخبره ول (؛ نو بيا هم ورپسې ځي)؟!))

خداى وايي: اوس چې هغوى پر خپله خبره دومره کلک ولاړ دي؛ نو پر ځان پام کوئ او تاسې ته د هغوى بېلاري هېڅ زيان نشې در رسولاى؛ نوځکه دا آيت د بېلارو او له ځېلو ډکو کسانو په باب راغلى او پر نېکيو امر او له بديو په منع پورې هېڅ تړاو نه لري. د قرآن له آيتونو، روايتونو او د پيغمبرانو او د امامانو له لارې دا څرګنديږي چې پر نېکيو امر او له بديو منع ته بايد ملا وتړو، چې د خداى د احکامو سرغړونه ونشي او په دې لار کې بايد له ګواښونو، سپکاويو او ستونزو و نه وېرېږو؛ خو په کومو ځايونو کې چې “تقيه” په کار وي او يا په داسې ځايونوکې، چې د امر او منع پلي کېدل دومره مهم او په لوړه کچه نه وي، چې انسان پکې له خپل ځانه تېر شي؛ نو بايد له احتياطه کار واخستل شي او دداسې ځايونو پېژندل هم د بې هوسه اسلامپوهانو کار دى.

 

درېیم څپرکى

پر نېکيو د امر کوونکيو او له بديو د منع کوونکيو دندې

 

پر نېکيو د امر کوونکيو دندې

د قرآن له آيتونو لاندې ټکي لاس ته راځي:

 هغه کسان به پر نېکيو امر او له بديو په منع کې بريالې وي ، چې غوره ځانګړنې ولري؛ توبه ايستوونکي وي، ډېر عبادتونه؛ سجدې او رکوع کوي:

((التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ[185]= دوی توبه كوونكي، عبادت كوونكي، ستايونكي، ګرځندويان، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي) او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه!))

دا کسان بايد له نورو توکیزه- مادي تمه و نه لري:

((وَيَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَلَكِنِّيَ أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ[186]= او زما قومه! زه ددې بلنې لپاره اجر (او بدله) درځنې نه غواړم؛ اجر مې يوازې پر الله دى او مؤمنان (ستاسې لپاره) شړلى نشم؛ ځكه دوى له خپل پالونكي سره مخامخېدونکي دي (كه له ځانه يې وشړم؛ نو د قيامت په محكمه كې به مې د دعوى يو اړخ وي)؛ خو داسې قوم مو وينم، چې جهالت او ناپوهي کوئ))

 

د پرديو د راماتولولو لپاره بايد خپل له لاسه ور نه کړو

((مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُوْلَئِكَ هُوَ يَبُورُ[187]= څوك چې عزت غواړي (بايد له خدايه يې وغواړي؛ ځكه) عزت يوازې له الله سره دى، سپېڅلې خبرې (او گروهې) يوازې هماغه ته ورخېژي او ښې چارې یې اوچتوي او هغوى چې ناوړه دسيسې جوړوي؛ نو ورته سخت عذاب دى او چلونه (او فسادي هڅې) یې هم له منځه ځي (او كوم ځاى ته نه رسي). ))

په وينا کې دروندوالی ولري. په قرآن کې د بيان او خبرو لپاره ځينې تعبيرونه کارول شوي دي چې دادي:

 کلمات بايد په حقه او په زړه پورې وي:

إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ

په قرآن کې د “طيبه کلمه” له هغه ونې سره تشبيه او ورته شوې، چې ټينګې جرړې لري او څانګې يې په فضا کې خپرې او مېوې يې همېشنى وي:

((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء[188] = ايا پوه نه شوې، چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (او سپېڅلې وينا) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي.))

 

احسن الحديث د قرآن یوه ځانګړنه ده:

((اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ[189]= الله ډېره غوره او ښكلې وینا د كتاب [په بڼه] نازله كړې؛ (داسې) كتاب، چې آيتونه يې (په ښكلا، ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي او بيا بيا راغلي آيتونه لري، چې په اورېدو يې له خپل پالونكي د وېرېدونكيو غوني ځږېږي، بيا يې دباندې او دننه (بدن او روح) د الله په ياد نرمېږي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته یې چې خوښه شي، ورښيي یې او څوك چې الله بېلارې كړي؛ نو بيا هېڅ لارښود ورته نشته.))

 

قرآن راته حکم کړى، په غوره او ښه خبرو له نورو سره وغږېږو:

(( وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا[190]= او بندګانو ته مې ووايه: ((چې سنجېدلې او ښې خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان یې (د ناوړو خبرو له لارې) ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛ [ځکه] چې شيطان تل د انسان ښكاره غلیم دى.))

که مسلمان وي، که نه وي؛ خو له ټولو سره بايد غوره او نېکې خبرې وشي:

((وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَ تَعْبُدُونَ إِلاَّ اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ [191]= او(درياد كړئ) له بني اسراييلو مو ژمنه واخسته، ((یوازې الله به لمانځئ، له مور و پلار، خپلوانو، پلارمړیو او بېوزلیو سره به ښېګڼه او خلكو ته به ښې خبرې كوئ، لمونځ به كوئ او زكات به وركوئ. )) بيا (سره له دې، چې ژمنه مو كړې وه) بې له لږو نور ټول واوښتئ او (پر خپل تړون تر وفا ډېر) څنګزني وئ.))

په قرآن کې مشرکينو ته هم سپکې سپورې ويل منع شوي دي؛ ځکه هغوى هم ممکن زموږ مقدساتو ته سپکې سپورې ووايي:

((وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ[192]= او “غیرالله” لمانځي مه کنځئ، هسې نه د دښمنۍ او ناپوهۍ له لامله “الله” وکنځي، دغسې موږ هرامت ته یې كړه ورښايسته كړي، بيا یې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېدل دي او الله به یې د خپلو کړنو له (حقيقته) خبر (او بدله او سزا به) وركړي.))

 

خبره بايد سولیزه – منطقي وي:

((په ټول قرآن کې د((بينة)) او ((برهان)) کلمې ډېرې لیدل کېږي او ان له کفارو غواړي، که سول- منطق لري؛ نو را وړاندې يې کړئ:

((وَقَالُواْ لَن يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلاَّ مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَى تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ[193]= او و یې ویل: ((بې له يهودو او نصاراوو به بل څوك جنت ته ولاړ نشي.)) دا يې هيلې دي. ورته ووايه: ((كه رښتيني واست (؛ نو ددې موضوع لپاره) څرګند دليل راوړئ!))

((أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَن مَّعِيَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُم مُّعْرِضُونَ[194]= ايا د الله پرځای یې نور معبودان نیولي؟ ووايه: ((دليل مو راوړئ، دا [د شرک نفې] زما د ملګرو خبره ده، او (هم) زما د مخکېنیو خبره ده.))؛ خو ډېرى یې حق نه پېژني؛ نوځکه (ترې) مخ اړوونکي دي.))

((أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ[195]= يا هغه چې پنځون پيلوي [او] بيا يې له سره نوی کوي او هغه چې تاسې ته له اسمان او ځمكې روزي دركوي؟ ايا له الله سره بل معبود شته؟!)) ووايه: ((كه رښتوني ياست؛ نو دليل مو راوړئ!))

((وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ[196]= او (پر هغه ورځ به) له هر امته يو شاهد راوباسو؛ نو (مشركانو ته) به ووايو: ((دليل مو راوړئ!)) خو دوى به پوه شي، چې بېشکه (په الوهيت كې) حق يوازې د الله دى او هغه څه به تري تم شي، چې له ځانه یې په دروغو جوړول.))

كه خبره سولیزه – منطقي وي؛ نو په تاريخ او ټول جهان كې به پلويان پيدا كړي، كه په يوه زمانه كې سول – منطق د دباوونو او ګواښونو تر اغېزې لاندې راښكاره نشي او د څه مودې لپاره يې پټ كړي؛ خو نږدې يا لرې به حق پخپله راڅرګند شي. “زليخا”پر حضرت يوسف علیه السلام تور ولګاوه او بندي يې کړ؛ خو څو كاله روسته يې په ډاګه وويل چې يوسف په حقه دى:

((قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَاْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ[197]= ( باچا ښځې راوغوښتې او) و يې ويل: ((له يوسفه مو، چې ځان غوښتى و؛ نو دا پېښه مو څه وه؟)) و يې ويل: ((پاك دى الله ، موږ پكې څه بدي و نه ليده !)) (په دې وخت كې) د عزيز مېرمنې وويل: ((اوس حق څرګند شو! ما ترې ځان غوښتى و او بېشكه هغه له رښتونيو دى.))

 

ساده وينا:

له ر ټلو او سپكاوۍ ډډه. لنډه او ګټوره وينا. د نرمو او عاطفي كلمو كارول. قرآن انبياد خلكو وروڼه ښوولي دي:

((إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ[198]= هغه مهال، چې رور يې صالح ورته وويل: ((ايا ځان (له شرکه) نه ساتئ؟!))

او دا د خلكو د راماتولو تر ټولو غوره طريقه ده؛ خو كه څوك يوه ګناه كوي ورته ووايو چې روره! خورې!؛ نو ډېر توفيق به مو لاس ته راوړاى وي. خداى حضرت موسى اوهارون عليهما السلام ته وايي: چې کله فرعون ته ولاړې؛ نو ورسره په نرمه وغږېږئ:

((فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى[199]= ((خو نرمه خبره ورته وکړئ، ښايي نصيحت ومني، يا (له خدايه) ووېرېږي.))

 

كه د چا ژبه پسته نه وي؛ نو غوره ده څوك له ځان سره يوسي:

((وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ[200] = او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه، چې تاييد مې كړي؛ [ځكه] وېرېږم چې دروغجن به مې وبولي. ))

خداى او پرښتې ددې لپاره چې تاسې له تيارو څخه د رڼا په پلو راوبولي، پر تاسې درود وايي:

 ((وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً[201] =((او سهار او ماښام يې وستايئ.))

هو! د زړونو د نرمولو او خلكو ته د لارښوونې غوره لار له نرمې، خوږې ژبې او رحمته كار اخستل دي. قرآن وايي:

((الرَّحْمَنُ- عَلَّمَ الْقُرْآنَ[202]=((لوراند (الله)، قرآن (یې) ښوولى.))

كه دروژې آيت ته ځير شو؛ نو وبه وينو چې په څومره غوره طريقه يې خلك دې سترې نېكۍ ته رابللي دي. د سارى په توګه: كه ډاكټر ماشوم ته ستنه وهي؛ نو په پيل كې يې بايد چمتو كړي، ورسره په نرمۍ او په خندا خبرې وكړي، چې ته مې خوښ يې، مه وېرېږه، دا ستنه به تا ښه كړي. خداى د روژې د نيونې حكم كوي او وايي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ) اى هغو كسانو، چې پر ما مو ايمان راوړى او ماغواړئ.

ډاكتر ستنه وهي، خداى هم وايي: ((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ)) ډاكتر ماشوم ته وايي: لږ وخت درد غواړي، نور څه هم نشته. خداى هم وايي[أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ] ډاكتروايي: ټول خلك ستنې وهي او ستنه وهل كوم مهم څيز نه دى. خداى هم وايي: [كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ] په ټولو اسماني اديانو كې روژه فرض وه. ډاكتر وايي: كه ستنه درباندې ښه نه لګي؛ نو پر ځاى يې درمل وخوره. خداى هم وايي: [ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ] كه مسافر او يا ناورغ وې؛ نو روژه مه نيسه، بې له رمضانه په بل وخت كې يې ونيسه. د روژې حكم هم؛ لكه د يو زړه سواندي ډاكتر هغه خوږې او نرمې خبرې دي، چې ماشوم پرې ستنې وهلو ته چمتو كوي. هو! پر نېكيو د امر او همداراز پر نېكيو زموږ د امر په منځ كې څومره توپير دى؟د قرآن او د ډاكتر چلن مى له يو بل سره تشبيه كړ؛ نو له دې بښنه غواړم. له بديو منع بايد داسې نه وي، چې دښمن ته پلمه وګرځي. په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې: ځينې خپله وينا او ليكنې داسې وړاندې كوي، چې د اسلام د دښمنانو لپاره ښه پلمه ګرځي.

يو قرآني بېلګه يې داده:

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم به چې خبرې كولې؛ نو ځينو به غوښتل چې په خبرو كې ورته انحضرتصلی الله علیه وآله وسلم پاملرنه وكړي؛ نو پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته به يې ويل: [يا رسول الله راعنا]؛ يعنې موږ ته هم پاملرنه وكړه. د “راعنا” كلمې په يهودانوكې ناوړه معنا درلودله؛ نو يهودانو همدا غونډله- جمله پلمه كړه چې مسلمانان خپل پېغمبر ته وايې: “راعنا” نو دا آيت نازل شو:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقُولُواْ رَاعِنَا وَقُولُواْ انظُرْنَا وَاسْمَعُوا ْوَلِلكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ[203]= مؤمنانو! (چې له پېغمبره د قرآني آيتونو د زده كړې لپاره مهلت او وخت غواړئ؛ نو) ((راعنا)) مه وايئ؛ بلكى ((انظرنا)) ووايئ؛ (ځكه راعنا دوه ماناوې لري: (الف) موږ ته مهلت او وخت راكړه. (ب) موږ تحميق كړه، چې بيا دا دښمنانو ته پلمه كېږي) او (څه دستور، چې دركول كېږي) وا يې ورئ او كافرانو (او ملنډو وهونكيو) ته دردناک عذاب (پر تمه) دى.((

بايد پام مو وي چې د وییو – كلماتو، څرګندنو – اصطلاحاتو او دزړه پاكوالى په يوازې ځان بسیا نه دى او د مخالفينو پلمو ته هم بايد پام وكړو. د ساري په توګه: د جمعې د امام خطيب كېداى شي پر دولتي چارواكيو رغنده نيوكه وكړي او همدا خبرې كېداى شي، د پرديو له راديوګانو خپرې شي؛ نوځكه پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د زړه پاكوالى يوازې بسیا نه دى او بايد داسې چلن وكړو، چې موږ او زموږ ټولنه د دښمن د خوشحالۍ لامل و نه ګرځي.

 

 بايد د خبرې د اغېزې سريزې پيدا كړو:

ددې لپاره چې په ټولنه كې خېر ښېګڼې زياتې شي او له بديو مخه ونيول شي؛ نو لومړى بايد د خبرو د اغېزو او عملي كولو سريزې چمتو كړو؛ ځكه هره خبره هر وخت نه منل كېږي؛ مسلمانان بايد د مخالفينو پر وړاندې سمبال وي او كه مسلمانان له، عملي، ټكنالوژيكي، جوړښتیز – تشكيلاتي، وټیز – اقتصادي، پوځي او سياسې اړخه پر خپلو پښو ودرېږي؛ نو د نړيوالو بديو او منكراتو پر ضد پاڅون كولاى شي او د ملګرو ملتونو پر پريكړو[ په کوم ځاى كې چې د حق پرخلاف وي] نيوكه كولاى شي او نور هم مخالفت ته اړكولاى شي. په وګړنۍ امر او منع كې هم انسان بايد ځينې نورې ځانګړنې ولري، چې خبره يې په ټولنه كې ځاى پيدا كړي. په هر حال پر نېكيو امر او له بديو منع هغه وخت لازم دي، چې زموږ “امر و منع” پر مخاطب اغېز وكړي. موږ بايد له هره اړخه د خبرو د اغېزې شرايط چمتو كړو، دا كار څرنګه كېداى شي؟ عاطفي شرايط، د تلو راتلو او د ډالۍ د راكړې وركړې له لارې، علمي او وټیز شرايط چمتو كول، د لوړو زده كړو او پر خپلو پښو د ودرېدو له لارې يې رامنځ ته كولاى شو. پردې سربېره خلك بايد پوه شي، چې له منع او نيوكې زموږ موخه، له مقامه د چا ګوښه كول نه دي. هو! كه خلك وياند ته ښوین – خوشبين وي؛ نو خبرو ته به يې غوږ كېږدي او كه نه د هڅو اغېز به يې لږ وي.

سملاسي ورمندون – قضاوت منع دى:

امام صادق (رح) خپل مېلمه ته كجورې راوړې. مېلمه دا قرآن دايت ووايه:

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ[204]= ((بيا به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ.))

ښايي د مېلمه موخه دا وه چې ولې دا ښه كجورې د امام په كور كې دي. امام صادق (رح) وويل: ((په قيامت كې به چې د كوم نعمت په هكله پوښتنه كېږي، هغه د كجورو نعمت نه؛ بلكې د مشرۍ او رهبرۍ نعمت دى.))

مېلمه انګېرل، چې غوره او ښې كجورې د زهد او امامت پر ضد دي او غوښتل يې چې امام صادق ته ورم – پند وركړي؛ خو له دې بې خبره و چې لومړى بايد “امر و منع” وپېژندل شي او نه ښايي په بيړه هره خبره وشي. په يو حديث كې راغلي: ((خداى له دې پاك دى، چې د توکیز- مادي نعمتونو په باب پوښتنه وكړي؛ ځكه عادي انسانان چې چاته خوراك څښاك وركوي، پوښتنه ترې نه كوي ، خداى خو لا څه كوى. ))

 

منځلاري:

مسلمانان په “امر و منع” كې بايد منځلاريتوب غوره كړي او له هر ډول زور زياتي اوكمزورۍ ډډه وكړي. [205]

 

د خبرې اغېز:

امام صادق (رح) وپوښتل شو: ايا پر نېكيو امر او له بديو منع پر ټولو واجب ده؟ امام صادق (رح) وويل: ((دا كار پر هغه واجب دى ، چې د نورو په نظر كې دروند وي او پر نېكيو پوره پوهه ولري او داسې نه وي، چې پخپله يې هم لار وركه كړې وي. ))

نو كه څوك له فساده مخنيوى كوي؛ نو بايد له يو پرهېزګار عالمه لاروي وكړي، چې پر كږو لارو سم نشي او د غرض او د دښمنانو د دسيسو او ټګيو ښكار نشي. دلته په زړه پورې حديث رانقلوو چې پوه شو، چې پر نېكيو امر او له بديو منع ساده كار نه دى او هر څوك يې نشي كولاى، چې پخپلې خوښى او د زړه په غوښت يې وكړي. په روايت كې راغلي دي: ((څوك چې پر نېكيو امركوي؛ بايد پر دين پوه وي، حلال او حرام وپېژني او د خپل نفس تر اغېز لاندې نه وي. كه كومه خبره او يا ګام هم اوچتوي؛ نو موخه به يې د ځان ښوول او د نورو كړول نه؛ بلكې د خداى رضا وي، د خلكو خير غوښتونكى وي او نيت يې پاك وي، له خلکو سره نرم او ملګرى يې وي، چې زورزياتى و نه کړي، په نرمۍ او مينه خلک خير ته رابولي او غوره وينا ولري، بايد پوه وي، چې هر څوك ځانګړې خوى لري او له هر چا سره بايد په ځانګړي توګه خبرې وكړي. هغه بايد پر نفساني ټګيو خبر وي، تر څو د امر او منع له لارې ناوړه موخو ته راونه ښكودل شي. كه په دې لار كې يې كړاوونه وليدل؛ نو نهيلى نشي او په دې كار كې تل زيار اوباسي. كه وځورېد، چې غچ وانه خلي او ګيله و نه کړي. په دې كار كې قومي او ټبریز تنګ الواکي – تعصب و نه لري، د خپل نفس لپاره پر غوسه نشي؛ بلكې غوسه يې د خداى او د ناوړه كارونو د منځه وړو لپاره وي. [206]))

 

پر نېكيو امر او له بديو د منع پر شرط پوهه:

امام صادق (رح) يوه ورځ ښايسته جامې اغوستې وې او يو زاهد مخې ته راغى او يې ويل: پر خداى قسم رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم داسې جامې نه اغوستې. امام صادق خپلې جامې راپورته كړې او و يې ويل: ((ما ترې لاندې سختې او كلكې جامې اغوستي ، كلكې مې د خداى لپاره اغوستې دي، چې له سوكاله خلكو نه اوسم او دپاسه ښايسته جامې مې؛ ځكه اغوستې چې په خلكو كې ښكلى ښكاره شم. ))

هو! پر نېكيو امر بايد د پوهې له مخې وي او نيكي بايد له هر اړخه وپېژني او دا كار بايد د بهرنيو لمسونو، ځاني غوښتنو، وهم و خيال پر بنسټ نه وي. امام صادق (رح) وايي: ((يوازې هغه كسان پر نېكيو امر كولاى شي چې په څه چې حكم كوي، پرې پوه وي. ))

 د دين په ټولو اركانو كې پوهه لازم شرط دى. د بېلګې په توګه، سوداګر ته وايي: لومړى يې زده كړه بيا سوداګري کوه.

حديث دى: ((داسې حركت به نه وي، چې انسان پكې پوهې ته اړتيا نه لري.))

ايمان هم هغه وخت ارزښت لري، چې د اندنې – تفكر او تعقل پر بنسټ وي (نه تقليدي او رغیز- سطحي) قرآن داسې كسان ستايي او وايي:

((الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ[207]= ((هغوى چې په ناسته، ولاړه او پرڅنگ وهلي خداى يادوي او د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې اندنه كوي ( او وايي) پالونكيه ! دا دې خوشې او (بې موخې) پیدا کړي نه دي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې)؛ نو د اور له عذابه مو وساته.))

هغوى لومړى د اسمانو او ځمكې په هكله فكر كوي او روسته بيا خپل ايمان ښكاره كوي. قرآن اجازه نه وركوي چې انسان دې په مستۍ كې لمونځ وكړي او وايي داسې لمونځ وكړئ چې پكې پوه شئ، چې څه وايئ:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا[208]= مؤمنانو! د نېشې (مستۍ) په حال كې لمانځه ته مه ورنژدې كېږئ، چې پوه شئ څه وايئ او (همداراز) د جنابت په حال كې هم (لمونځ مه كوئ) څو لمبلي مو نه وي؛ خو داچې مسافر ياست اوكه رنځوران وئ يا په سفركې وئ يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي، يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه و نه مومئ (چې غسل يا اودس پرې وكړئ)؛ نو له پاكې خاورې كار واخلئ (داسې چې) خپل مخونه او لاسونه [پرې] مسح كړئ، په رښتيا الله له نرمۍ كار اخستونكى (او) بښونكى دى.))

پرنېكيو د امر لومړى شرط پر مسائلو او احكامو ځان پوهول دي.

 

په ستغه او ترخه له بديو منع كول

كله انسان ناوړه كار کوي او په ستغه يې منع كوي. دا ستغوالی تر ټولو ستر منكر دى. د ساري په توګه: يو كس په ولاړه متيازې كوي او تاسې يې په ستغه منع كوئ؛ دا ستغوالی په ولاړه تر متيازو كولو هم ناوړه كار دى. هر ګناه كوونكي ته بې دينه نشو ويلاى. قرآن د متقيانو په هكله وايي:

((وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ[209]= او هغوى چې كله كوم سپک چار وكړي يا پر ځانونو تېرى وكړي (؛ نو) خداى وريادېږي او د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او بې له الله لا بل څوك دى، چې ګناهونه وبښي؟ او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ ځكه پوهېږي (چې بد يې كړي دي). ))

نوځكه ناوړه كار كول او پر ځان تېرى كول انسان نه بې دينه كوي؛ خو په دې شرط چې توبه وكړي او پر ګناه كولو ټينګار و نه لري.

 

پخپلو کړنو خلک راوبولئ:

قرآن پر داسې خلکو نيوکه کړى، چې نورو ته د حق بلنه وركوي او ځان يې هېر كړى وي یا نورو ته مسلې کوې او خپله پرې حملې کوي.

أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لاَ تَفْعَلُونَ[210]= ((مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟!))

څوك چې دا شان وي؛ نو پر ستر الهي عذا ب به اخته شي.

 

((كَبُرَ مَقْتاً عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لاَ تَفْعَلُونَ[211]= دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!))

شعيب علیه السلام به خلكو ته ويل:

((قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ[212]= (شعيب ) وويل: ((زما قومه ! ما ته ووايئ، كه زه د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم او ښه روزي یې راكړې وي (؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم؟) زه هېڅكله دا نه غواړم، له څه چې مو منع كوم، پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم (او په دې كار كې) بې د الله (له مرستې) برى راسره نشته! پر هغه مې بروسه ده او لوري ته يې ورستنېږم.))

روايتونه وايي:

((د انسان لپاره دومره ناپوهي او اړه – بېلاري بس دى، چې نور له بديو منع كوي؛ خو پخپله پرې اخته وي.))

((خداى دې پر داسې كسانو لعنت وكړي، چې پر نېكيو امر كوي او څه چې وايي، خپله پرې عمل نه كوي، خلك له بديو منع كوي؛ خو پخپله پرې اخته كېږي. ))

((دا كسان به په دوزخ كې د ژرندې د خره په شان ګرځوي او چې وپوښتل شي چې ته ولې راغلې؟ تا خو به موږ له بديو منع كولو؛ نو و به وايي: خپله به مې ګناه كوله. ))

 روايت دى: ((خلک د خپل عمل له لارې حق ته راوبولئ. [213]))

د ساري په توګه: كه پلار او ښوونكى په كوڅه كې كرکڼه او اغزي ددې لپاره لرې كړي چې د چا په پښه كې ولاړ نشې؛ نو زدکړیال چې دا وويني؛ نو دوى به همدا کار وكړي. كه د دفتر رئيس د راننوتلو پر وخت تر اړتيا زيات ګروپونه مړه كړي؛ نو مامورين به هم خپلې دندې ته پاملرنه وكړي. كه د هېواد جيګ پوړي چارواكي د جمعې د لمانځه په لومړي صف كې ودرېږي؛ نو جوماتونه به له خلكو ډك شي او كه مخور خلك پر ګناه لاس پورې كړي؛ نو د نورو لپاره به هم د ګناه لار هواره كړي. د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مېرمنې ځانګړى ټولنيز او مذهبي موقعيت لري. قرآن يې په هكله وايي:

((يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا[214]= د پېغمبرمېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.))

((يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا[215]=((د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه رنځور تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ.))

روايت دى: ((د عالم د يوې ګناه تر بښل كېدو د مخه د جاهل اويا ګناهونه بښل كېږي؛ ځكه چې عالم د خپلې ګناه له لارې نورو ته هم لار هواره كړي ده. ))

په تاريخ كې راغلي: حضرت علي له يو مسيحي سره د سفر ملګرى شو؛ دواړه دوه لارې ته ورسېدل، هر يو بايد پر خپله لار تللاى واى؛ خو حضرت علي له مسيحي سره ولاړ. و يې پوښته: ستاسې لار خو هغه بله وه. حضرت علي وويل: ((پوهېږم؛ خو اسلام سپارښتنه كوي چې دوه تنه چې د سفر ملګري شي؛ نو پر يو بل حق پيدا كوي او ما غوښتل چې درسره لږ څه ولاړ شم او بدرګه دې كړم.)) مسيحي ددې چلن له لارې مسلمان شو. [216]

هارون الرشيد ښكلې مينځه د امام كاظم (رح) د زندان خونې ته ولېږله، چې ورباندې د تور لګولو لپاره لاره چاره برابره كړي. د امام كاظم (رح) چلن داسې و، چې په مينځه كې بدلون راغى او هغې هم پرعبادت پيل وكړ. [217]

پوښتنه: د فقهاوو په فتواوو كې راغلي: پر نېكيو امر او له بديو منع واجب ده كه څه انسان چې څه وايي، پرې عمل و نه کړي؛ خو په آيتونو او رواياتونو كې پر داسې كسانو كلكه نيوكه شوې؛ نو كوم يو يې ومنو؟

ځواب: قرآن پر هغه نيوكه كوي، چې په وينا او عمل كې يې ستر توپير وي؛ خو په ټولنه كې يې خلك د سمونپال او پر نېكيو د امر په توګه پېژني. د فقهاوو فتوى دا وايي چې پر نېكيو د امر لپاره لازمه نه ده، چې د خداى پر ټولو حکمونو عمل وكړي. وايي يوه ډله پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته راغله او و يې ويل: څو مو پر ټولو حكمونو عمل نه وي كړى؛ نو پر نېكيو به امر و نه کړو. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ((پر نېكيوامر وكړئ كه څه څه چې وايئ پر ټولوعمل و نه کړئ او له بديو منع وكړئ كه څه تر ټولو بديو ډډه نشئ كولاى.)) پام مو وي چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي؛ نو عمل كول بسیا دي او د قرآن او روايتونو نيوكه پر هغه كسانو ده، چې بيخي عمل نه كوي. [218]

 

عقلي شمېرانې:

پر نېكيو امر او له بديو د منع موخه په ټولنه كې د نېكيو وده او پراختيا او له بديو مخنيوى دى او اسلام په ټوليزه توګه لازم كړي دي؛ خو جزئيات او څرنګوالى يې عقل ته پرېښى او اصلي ټكى يې ښه او غوره پايلو ته رسېدل ګڼلي دي؛ نو ددې الهي حكم په پلي كېدو كې عقلي شمېرانو ته بايد ټينګه پاملرنه وكړو چې دادي:

نېكۍ او بدۍ كومې دي؟ په كومه بيه او څومره زيار ته اړتيا لري؟ پر چا؟په كوم وخت او ځاى کې بايد پلي شي؟ ګناهكار څوك دى؟ په كوم نظام او حكومت كې بايد پلي شي؟

په هر حال د اسلام د دين ټوليز قانون ثابت دى؛ خو د قانون مصداق يا اطلاق مجتهد او تکړه عالم نوې كتنې ته اړ باسي. په ټوليزه توګه الهي احكاموته د درې ليدونو له لارې كتلاى شو چې دادي:

((واقعي ليد))؛ يعنې ووايو: څه چې خداى ويلي بې له زياتېدو او كمېدو بايد ومنل شي او هېڅ بدلون پکې نشي راتلاى. ((فقاهتي ليد))؛ يعنې: موږ له واقع څخه خبر نه يو؛ نو د كلماتو، آيتونو او روايتونو له لارې پرې ځان پوهوو. ((حكومتي ليد))؛ يعنې: يقين لرو چې خلك حكومت غواړي او پوهېږو، چې حكومت بايد د اسلامي مشر او امام او يا هم د بې هوسه عادل په لاس كې وي. عادل عالم د اسلام د ټوليزو اختياراتو په چوكات كې د اجتهاد له لارې قانون جوړوي. د ساري په توګه: حج د يو كال لپاره منع كوي، د جنګ حكم كوي، دسولى تړون يا مني او يا هم نه. په لومړي كې نه؛ بلكې په دويم او درېیم ليد كې وخت، ځاى، وټیز، سياسي او پوځي شرايط اغېزمن دي؛ ځكه كېداى شي، ډېر داسې كارونه وي چې په يو وخت كې بد “او منكر” وي او په بل وخت كې نيك وي او يا پر عكس، د وخت له پېژندلو او نومېرنې – تشخيص پرته “امر و منع” نشو كولاى، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد ووينو چې كومه وګړه- شخصيت كوم ګناهګار ته پر كومه ګناه ورم – پند وركول غواړي او پر ضد يې پاڅون غواړي. كله ناكله يو منكر په الهي قانون كې بدلون راولي او د بدعتونو او پر اسلام د كفارو د يرغل لامل ګرځي؛ نو په داسې حالت كې بايد يوه مخوره وګړه پاڅون وكړي او په زر ګونو كسان بايد په دې لار كې شهيدان شي. امام حسين بايد پاڅون وكړي او د كربلا دښتې پر وينو سرې كړي. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((زه د حسين او حسين زما دى. ))

ښايي موخه دا وي چې د حسين په پاڅون به زما دين ژوندى وي. په هر حال پر نېكيو په امر كې بايد دا ټول شرطونه، لومړيتونه او شمېرانې په پام كې ونيول شي.
كه مخالفت يې وكړ؛ نوڅه وكړو؟
انسان كله ناكله پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛ خو خلك پرې ځان كڼوي؛ نو په داسې حال كې بايد څه وكړو؟
لومړى بايد پوه شو چې موخو ته د رسېدلو لپاره په ټوليزه توګه زور ته اړتيا لرو؛ خو خداى داسې نه غواړي او په دې هكله په قرآن كې زيات آيتونه هم راغلي:

((وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاء فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ[219] = او كه (له قرآنه) مخ اړول يې درباندې سخت وي؛ نو كه له وسې دې پوره وي؛ په ځمكه كې یو سورنګ ولټوه يا اسمان ته کومه پوړۍ كېږده (چې د ځمكې ژورې او د اسمان لوړې ولټوې، همداسې وكړه) چې آيت (او بله نښه) ورته راوړې! (خو پوه شه، چې دا ځېليان ايمان نه راوړي)؛ خو كه الله وغواړي؛ نو دوى به (په زوره) پر سمه لار راغونډ كړي. (خو اجباري لارښوونه څه ګټه لري؟)؛ نو هډو له ناپوهانو ځنې مه اوسه.))

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: زه ستاسو وكيل نه يم.
((وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُل لَسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيل[220]= او قوم دې قرآن دروغ وگاڼه، حال دا، حق دى! (ورته) ووايه: ((زه ستاسې (د ايمان راوړو) پازوال نه يم. ( زما کار د رسالت تبليغول دي، نه داچې په زوره ايمان راوړو ته مو اړ باسم. )))
 خداى رسول الله ته وايي:

((لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ[221]= ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛ ))

خلك ازاد پيدا شوي او د اسلام روزنيز غونډال – نظام هم د ازادۍ پر بنسټ ايښوول شوى؛ نوځكه ستاسې د ورم – پند معنا دا نه ده چې خلك به پرې هرومرو غوږ وګروي.
دويم: هغوى چې د ډېرې مودې لپاره پر يوې لارې تللي وي؛ نو په يو وار ترې لاس نشي اخستلاى او بايد څه وخت وركړل شي.
درېیم: كله ناكله تذكر په داسې وخت او شرايطو كې وي، چې سړى به پكې حساسيت لري؛ بايد صبر وكړو چې حساسيت يې له منځه ولاړ شي. د ساري په توګه: كه غاښ درد كوي؛ نو پر ډاكتر يې نه اوباسي. ممكن پردې لار هغه د حق خبرې ته غاړه كېږدي؛ خو که لار او طريقه مو بدله كړه؛ راسره يې مني. د سوداګرۍ په روايتونوكې راغلي: كه د توكيو په پير او پلور كې تكړه او بريالى نه وئ؛ نو بله سوداګري پيل كړئ؛ ښايي پكې بريالي شئ. د زده كړو په څانګو كې هم همدا شان ده. كله انسان په يوه څانګه كې كامياب نه وي؛ خو د څانګې په بدلولو سره به بريالى شي. وايي “ډاروين” په دوو علمي څانګو(طب او په مسيحي ديني علومو) كې ماته وخوړه؛ خو په طبيعي څانګه كې بريالى شو. كه څه نظريات يې رد شوي؛ خو په هرحال د نظر خاوند شو.

پر قرآن او د انبياوو پر اخلاقو پوهېدنه او همداراز كومې سپارښتنې، چې اسلام كړي، په دې هكله د لارې د هوارېدو لامل كېداى شي. قرآن وايي:

((وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ[222]= او نېكي او بدي برابر نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي.))

((لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَاْ بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ[223] = ((كه ته مې وژلو ته لاس راوغځوې (؛ نو) زه دې وژلو ته لاس نه درغځوم؛ [ځكه] چې د نړۍ پال الله (له عذابه) وېرېږم))

 هېر مو نشي پر نېكيو امر او له بديو د منع موخه يوازې ځان ته د خلكو پام راړول نه دي. ممكن خلك زموږ پر خبره غوږ و نه ګروي؛ نو له خداى سره زموږ اجر خوندي دى. خداى موږ ويني او لږ اجر او ثواب هم له موږ نه كموي. ايا موږ تر انبياوو غوره يو؟ ټولو پېغمبرانو په دې لار كې ډېر كړاوونه ليدلي؛ خو خپل همت به يې نه پلوره.

خلكو به پېغمبرانو ته ويل:

((قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ[224]= د قوم كافرو مشرانو يې وويل: ((بې عقله راته ښکارې او ګومان مو دى، چې دروغجن يې.))

پېغمبرانو به ويل موږ نه يو. خلكو وويل: موږ تاسې بېلارې وينو، پېغمبرانو به ويل موږ بېلارې نه يو. ))

د پېغمبرانو كار؛ لكه د ډاكترانو په شان دى، چې د رنځورانو درملنه كوي. رنځور چغى او سورى وهي؛ خو د ډاكتر ټولو ته پام وي او کتنه يې کوي او په چغو او سورو غوږ نه ګروي. پر وګړي نه؛ بلكې پركار نيوكه وكړو. موږ بايد له ګناه كوونكي سره كينه ونلرو او د سرغړونې په هكله ورته نصيحت وكړو يا په بله وينا: له ((ناپوه)) سره نه؛ بلكې له ((ناپوهۍ))سره مبارزه وكړو له((ګناهګار)) سره نه؛ بلكې له ((ګناه))سره مبارزه وكړو. په روايتونو كې راغلي: ((د خداى ځينې كسان خوښېږي كه څه له کړونو يې خپه وي. [225]))

په قرآن كې راغلي:

((قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ[226]= (لوط) وويل: ((په حقيقت كې زه ستاسې د دې عمل (لواطت) له سختو دښمنانو ځنې يم))

كه ګناه كوونكي په دې پوه شي، چې وګړه لري او ورته په درنه ليدل كېږي او د كمزورۍ ټكى يې يوازې ګناه ده؛ نو په ډېره اسانۍ به ورته شا كړي؛ خو كه وننګېري، چې كركه ترې كېږي؛ نو پر خپلو ګناهونو به ټيڼګار وكړي.

يو تن، ديني مشر ته وويل: ستاسې يو انډيوال شراب څښلي چې ورته شا كړو؟ و يې ويل: كار ته يې شا كړئ. ( خپله هغه ته مه شا كوئ. [227])

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((غوره ده چې نېکچاري او سمونپالي پر ګناهګار ولورېږي. [228] دا قانون د كورنۍ او د اولاد په روزنه كې هم مهمه ونډه لري. كه اولاد له خپل مور و پلار وېرېږي؛ نو دا به غوره مور و پلار نه وي. هغه وخت به غوره وي كه پر خپلو اولادونو غوسه هم وكړي؛ خو چې د وګړې درناوى يې وكړي او مينه ورسره وكړي كه مو اولاد ته وويل چې د كاكا زوى دې تر تا ښه دى؛ نو په ځواب كې به درته ووايي: كاكا مې هم تر تا غوره دى. دا كس به له خپل پلار او د تره زوى سره كينه واخلي. ورته بايد وويل شي. زويه ! ته تر تېر كال ډېر ښه شوى يې. هغه بايد له خپل همزولي سره په پرتله شي او ورته وويل شي: انسان بايد هره ورځ پرمختګ وكړي او څومره چې غوره وي؛ نو خداى خلكو او مور و پلار ته به نږدې وي؛ نو دا خبرې به د اولاد په روزنه كې ستر اغېز ولري؛ نو پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د ګناهګار لپاره بايد سيال پيدا نه کړو، چې پكې كينه پيدا او د غچ اخستنې حس راوخوټېږي. ورته يې نيك او غوره كارونه وويل شي. د قوم او ټبر درناوى يې وشي، د وس او استعداد په هكله يې ورسره خبرې وشي، څو وننګېري، چې مات شوى نه دى؛ بلكې پياوړى دى او مينه ورسره كېږي.

 

پر نېكيو د آمرينو ځانګړنې او شرايط:

پر ايمان، پوهې او ځواک سربېره پر نېكيو امر كوونكي بايد تعصب او ځانګړى ديني غيرت ولري. روايت دى: ((موسى علیه السلام، خدای وپوښت: څوك به دعرش تر سيوري لاندې ومنې؟ورته خطاب وشو: هغوى چې پاك زړي او پاک لاسي وي او كه وويني چې حرام پر حلالو اوښتي؛ نو د ټپي پړانګ په شان پرې په غوسه شي. [229]))

“امر و منع” ټينګ هوډ او زړه سوي ته اړتيا لري. قرآن وايي:

((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[230]= ((يه زما زويکه! لمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.))

كه چا زموږ پر خبره غوږ و نه ګرو؛ نو دا “امر و منع” به زموږ د ژغورنې لامل شي قرآن وايي:

((فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ[231]= نو چې ورکړاى شوى پند يې هېر كړ، (د عذاب شېبې راورسېدې او) هغوى مو بچ کړل، چې له بديو يې منع كوله او څوك چې ظالمان ول، د سرغړونو له لامله يې مو په سخت عذاب را و نیول.))

په هر حال كه انسان زړه سواندى وي؛ نو پر نېكيو امر او له بديو منع كوي. بېدردي تر ټولو ستر درد دى. پخوا به يې چې د چا سپكاوى كاوه؛ نو هغه ته به يې وويل چې پلانى بېدرده دى. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم به چې د خلكو ستونزې ليدلى؛ نو ډېر به دردېده. قرآن وايي:

((لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ[232]=((په رښتيا پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى))

روايت دى: ((خداى، حضرت موسى علیه السلام ته وويل: ايا پوهېږې چې ته مې ولې د پېغمبرۍ لپاره غوره كړې؟ حضرت موسى علیه السلام وويل: نه. خداى وويل: ((كومه زړه سوانه چې په تا كې وه؛ په بل چاكې نه وه!))

قرآن وايي: پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم به خلكو ته د بلنې پر وخت حرص خوړ او داسې ښكارېده؛ لكه چې ځان خوري:

((لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ[233]=((په رښتيا پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى))

بېدردي او د زړه سختي له سترو اروایزو رنځوريو ځنې ده. خداى وايي:

((ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ[234]= ((بيا تردې پېښې روسته، زړونه مو د تيږې په څېر سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ ځكه ځينې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځينې چول كېږي او اوبه ترې راوځي او ځينې د الله له وېرې (د غره له سره) رارغړي (؛ خو ستاسې زړونه نه د الله له وېرې تپېږي او نه د پوهې او انساني عواطفو سرچينه ده) او الله مو له كړنو ناخبره نه دى))

پر نېكيو امر او له بديو منع هغه څوك كولاى شي، خواخوږى وي او د غښتلې روحيې خاوند وي. د خواخوږۍ نښه يې دا ده: كه د ځان په هكله ناروا خبره واوري؛ نو نه په غوسه كېږي او كه د نورو غيبت واوري؛ نو خپه كېږي. په رښتيا كه دا شخصي حساسيتونه پر عمومي حساسيتونو واوړي؛ نو دنيا به ګل و ګلزار شي. كه موږ د خپلو كوټو سرونه له واورو پاكوو؛ نو واورې په كوڅه كې اچوو؟ د كور ناولې اوبه ولې كوڅو او سركونو ته اوباسو؟ولې د كور او د هټۍ ناولتيا او ګند پر سړک اچوو؟دا ځكه چې موږ يوازې د خپل ځان په هكله فكر كوو او د نورو غم راسره نشته، نور خلك بايد خپل كړو او خپل ځان د نورو وګڼواو د قرآن په وينا (بعضكم من بعض ) ټول بايدیو د بل شو.

خواخوږي او ښه نيت ارزښت لري. په فقهي كتابونو كې راغلي: كه څوک د چوپړ لپاره كار كوي كه په دې كار كې كوم زيان رامنځ ته شي؛ نو جريمه به نشي. د ساري په توګه: كه څوك په خواخوږۍ د سړک په منځ كې ولاړ ماشوم ، غاړې ته كړي او بيا همدا ماشوم مار وچيچې؛ نو دا كس به ګرم نه وي؛ ځكه چې موخه يې خېر وه. كه يوكس د چوپړ پرمهال د ګناه په نيت څه توكيو او مال ته زيان ورسوي؛ نو جريمه به نشي. قرآن په دې هكله وايي:

((لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاء وَلاَ عَلَى الْمَرْضَى وَلاَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُواْ لِلّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[235]= ((پر کمزوریو، رنځورانو او هغوى چې څه نه مومي، چې (په جهاد كې) يې ولگوي، څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون و نه کړي) په دې شرط، چې (د مورچل تر شا) په عمل كې د الله او له استازي سره یې اخلاصمن وي (او څه يې چې له وسې پوره وي، و نه سپموي) او(همداراز) پر نېكانو څه نيوكه نشته او الله ډېر بښونكى (او) مهربان دى))

يعنې كه څوك د چوپړ په موخه څه وكړي او ناڅاپه كوم خطر او زيان رامنځ ته كړي؛ نو جريمه نه لري.

 

پر نېكيو امر له دين سره د مينې نښه ده

كه د امام حسين او يارانو ويناوو ته ښه ځير شو؛ نو په ټولو ځايونو كې يې له اسلام سره د مينې په هكله خبرې كړي دي.

 امام حسين وايي:

((ايا نه وينئ پر حق عمل نه كېږي او د باطلو مخنيوى هم نه كېږي. [236]))

((زما د پاڅون موخه زما د نيكه په دين كې سمونه ده. [237]))

((زما د پاڅون موخه پر نېكيو امر او له بديو منع ده. [238]))

حضرت ابوالفضل عباس وايي: ((كه زما د نيكه دين زما په شهادت را ژوندى كېږي؛ نو اى تورو !له ما راچاپېره شئ. [239]))

څوك چې له دين سره مينه لري؛ نو په لار كې يې له خپل سره هم تېرېږي. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم د نجران له مسيحانو سره داسې ژمنه وكړه: مسلمانان دې مسيحيانو ته او مسيحيان دې مسلمانانو ته ښېرا وكړي، پر چاچې ښېرا اغېز وكړ؛ نو هغه به پر باطلو وي. دا داستان د مباهلې په نامه مشهور دى، چې په قرآن کې داسې راغلى:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ[240]= (د مسيح په باب) چې [په وحې] وپوهېدې؛ نو بيا هم كه څوك په دې اړه ناندرۍ درسره کوي؛ نو ورته ووايه: ((راځئ، چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي) نو د الله لعنت دې پرې وي.))

پېغمبرا كرم ځان، حضرت فاطمه بي بي، حضرت علي او امام حسن او امام حسين ځانونه له ستر خطر سره مخامخ كړل او دا يې له دين سره د مينې نښه ده.

 

بايد پر لږ تر لږه قناعت وكړو:

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد پر لږ تر لږه قناعت او صبر وكړو او كه ومنل شو؛ نو بايد مخكې ولاړ شو. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به په پېل كې يوازې په دې جمله خلكو ته بلنه وركوله: ((قولوا لا اله الا الله تفلحوا)) ووايئ له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، چې بريالي شئ.

 د روژې زكات، جهاد او داسې نور قوانين له بعثته پنځلس كاله روسته نازل شو. كه غوښتل مو چې چاته د لمانځه بلنه ورکړئ؛ نو يوازې د واجباتو پر ورښوولو قناعت مه كوئ، تر څه مودې روسته ورته مستحبات هم ووايئ.

 اسلام سپارښتنه كوي، چې د جمعې امام بايد په جمعه كې كمزورو خلكو ته هم پام وكړي او لمونځ اوږد نه کړي. په قرآن كې راغلي:

((الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ[241]=((اوس الله ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ او معلومه يې کړه، چې په تاسې كې بېوسي ده؛ نوځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛ نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛ نو پر دوو زرو به د الله په حكم لاسبري شئ او الله له زغمناکو سره دى.))

خداى خلك كمزوري وليدل؛ نوځكه يې پخپل قانون كې اسانتيا راوړه. په كومو قوانينو كې چې “عسر او جرح” وي؛ نو قرآن پكې سپكوالى راوړى دى.

 

یادیزه:

په روايتونو كې راغلي: ((يو مسيحي مسلمان شو. مسلمان ملګرى يې سهار وختي ورغى او ورته يې وويل: اوس د شپې د لمانځه وخت دى، هغه يې له خوبه راويښ كړ او د شپى لمونځ يې پرې وكړ، د سهار اذان وشو؛ د سهار لمونځ يې هم وكړ او ورپسې كېناست، چې ماسپښين شو. مسلمان ويل: نفل لمونځونه بايد هېر نه کړو. مسيحې تنګ شو او و يې ويل: كه اسلام دا وي؛ نو غوره ده چې همغه مسيحي اوسم!))

د اسلام د شا تګ يو لامل دادى، چې نورو ته بد ورپېژندل كېږي او د بې تجربې او بې خبرو كسانو له لارې يې تبليغ كېږي. كه پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم له همغې لومړى ورځې داسې ويلي واى چې كه څوك مسلمان شي؛ نو ځان دې جهاد او شهادت ته چمتو كړي، روژه دې ونيسي، خمس او زكات دې وركړي؛ نو دين به هېچا ورسره نه واى منلاى.

 

بايد د بديو د راڅپړلو هڅه و نه کړو:

ځينې د خلكو په ګناهونو او عيبونو پسې پلټنې كوي، چې ترې يې منع كړي حال دا قرآن پر پلټنې او ځيرتوب بنديز لګولى دى چې وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (حجرات/۱۲) =((مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.))

امام صادق په ليك كې نجاشى ته ليكي: ((د مؤمنانو په سرغړونو پسې پلټنې مه كوئ، كه څوك داسې وكړي؛ نو پر آّخرت سربېره، خداى به يې په همدې دنيا كې هم رسوا كړي. [242]

 

رخه – كينه نه؛ بلكې له بديو منع

پر نېكيو امر او له بديو منع د رخې – كيني له مخې نه؛ بلكې د سمې لارښوونې له مخې بايد وي. ډېرې ښځې چې سره زر لري؛ نو سوځي او رخه كوي او له بديو د منع په پلمه وايي: ولې پلانكۍ ښځې د ځان ښوونې لپاره دومره ګاڼه اغوستې ده؟ يا څوك چې له مطالعې سره مينه نه لري؛ نو وايي: پلانى به دډېرې مطالعې له كبله لېونى شي. په هر حال د ځينو نيوكو جرړې په رخو – كينو او كمزورتياوو كې وي. قرآن وايي:

((وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ[243] = او له دوى ځينې د صدقاتو (او د غنيمتونو) په وېش كې درباندې نيوكې كوي، كه څه برخه ترې وركړه شي (؛ نو) خوښېږي او كه ورنکړاى شي، سملاسي غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي ). ))

له دې آيته جوتېږي چې د ځينو نيوكو جرړې ديني نه؛ بلكې وګړیزه، وټیزه او اروایزه بڼه لري.

 

غچ نه؛ بلكې نيوكه

كه پر يوكس نيوكه وشي؛ نو هغه د غچ اخستنې په فكر كې كېږي. كله چې ترې كومه سرغړونه وويني؛ نو له بديو د منع په پلمه ترې خپل غچ اخلي.

 

مخالفت نه؛ بلكې له بديو منع

نيوكه او له بديو منع نه ښايي ورهنړیزه – كسبي بڼه پيدا كړي. د ځينو ورهڼه – كار او كسب دادى، چې په ويناوو او د ورځپاڼو له لارې نيوكې كوي او سترګې يې ښه كارونه نه ويني.

 

پرنېكيو آمرينو او له بديو منع كوونكيو ته د څو ټوكيو يادونه

لیدانه – بصيرت او پوهه ولرئ:

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛ بايد نيكۍ او بدۍ وپېژني او د پلي كېدو پر طريقه يې هم پوه شي.

 

د ارادې خاوند وي:

څوك چې دا مهم كارعملي كوي؛ د خلكو د غوسې او سولې پر بنسټ دې يې پلى نه کړي. قرآن وايي:

((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[244]= ((يه زما زويکه! لمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.))

 

د خداى لپاره وي:

د امر كوونكي نيوكه بايد د وګړیزې، ګوندي او سياسي سليقو او همداراز رخې – كينې او غچ پر بنسټ نه وي. قرآن وايي:

((يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ (توبه/۵۶) = او دوى پر الله قسمونه خوري، چې درسره يو؛ خو درسره نه دي؛ بلکې ډارنه ډله ده (چې د خپلو خوالو د را برسېرېدو له وېرې دروغ وايي). ))

كه “امر و منع” بې له قومي، ټبریزې، ولسي، ګوندي او توکمیزو ستونزو پلي شي؛ نو اغېزمن به وي؛ ځكه د زړه خبره پر زړه كېني؛ خو كه خبره لكۍ ولري او يا كه د اورېدونكي په غوږ كې خيرې وي؛ نو پر نېكيو امر به اغېز و نه کړي.

یادیزه: “همام” ، حضرت علي کرم الله وجهه د پرهېزګارانو د نښو او ځانګړنو په باب وپوښت. حضرت علي چوپ شو. هغه ټينګار وكړ. حضرت علي ورته ټولې نښې وويلي. همام ناڅاپه کړيكه كړه او له دنيا يې سترګې پټې كړې. حضرت علي وويل: ((پر چمتو زړه نږه ورم – نصيحت داسې اغېز كوي. [245]))

قرآن سپارښتنه كوي چې رخې – كينې او مينې بايد تاسې د حق تر پولو تېر نه باسي. د اخلاص پوله ډېره نرۍ ده او په لږې ښو يېدنې سره انسان د اخلاص له كړۍ وځي او دشرك پلو ته ورښكودل كېږي. د اخلاص نښه داده، چې له چا د مننې او اجر تمه ونه لرې:

 إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً[246]= (((او وايي: ) يوازې د الله لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو.))

د اخلاص نښې دادي چې: د كار پر وړاندې مو ستاينه خوښه نشي. د كار ډول، ځاى او وخت راته مهم نه وي. اړيكې را ته مهمې نه وي او هر څه مو د خداى لپاره وي. قرآن حضرت نوح علیه السلام ته وايي: ستا كافر زوى بايد ډوب شي. حضرت لوط علیه السلام ته وايي: ستا ښځه بايد پوپناه شي. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته وايي: ستا د تره “ابي لهب” لاس دې غوڅ وي. حضرت ابراهيم ته وايي: بوت پالی تره ته دې د دعا حق نه لرې.

 

 پراخه سينه او کلک هوډ درلودل:

حضرت موسى چې پر پېغمبرۍ وټاكل شو؛ نو له خدايه يې لويه سينه وغوښته، خداى يې دعا قبوله كړه او حضرت موسى په لويه سينه فرعون ته ورغى؛ نو بې له غټې روحيي “امر و منع” ناشونې ده. څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛ د خلكو د غوښتونو پر وړاندې به ولاړ وي؛ نو هرومرو به د ځينو خلكو له تاو تريخوالي سره مخ شي او كه لويه سينه ونه لري؛ نو د خلكو پر دوو ترخو خبرو به له دې دندې لاس واخلي. قرآن د ښو بندګانو د نښو په هكله وايي:

((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا[247] = ((او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي))

ايا پر پېغمبرانو به يې د لېونو[248]، كوډګرو[249]، ناپوهانو[250]، بېلارۍ[251] او ځانمنۍ تورونه نه لګول؟!

پر نېكيو امر او له بديو منع دانبياوو دنده ده او د انبياوو په شان ستونزې به هم ولري، ټولو انبياوو به د زغم او لوى سينې له لارې دا هر څه شاته اچول. خلكو به پېغمبرانو ته ويل:

((قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ[252]= د قوم كافرو مشرانو يې وويل: ((بې عقله راته ښکارې او ګومان مو دى، چې دروغجن يې.))

د بېلارۍ د تور پر وړاندې يې ويل:

((أُبَلِّغُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ[253]= ((چې د خپل پالونكي پېغامونه درسوم او نصيحت درته کوم او د الله له لوري په داسې څيزونو پوهېږم، چې تاسې (پرې) نه پوهېږئ))

 

خداى پېغمبرانو ته د زغم سپارښتنه كوي:

((فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَقُلْ آمَنتُ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِن كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ[254]= نو په همدې پار (خلك دين ته) بله او لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ټينګ وسه او په غوښتنو پسې يې مه ځه او ووايه: ((ما د الله پر هر رالېږلي كتاب ايمان راوړى او امر راته شوی، چې ترمنځ مو عدالت وكړم، الله زموږ او ستاسې پالونكى دى، زموږ د كړنو پایله زموږ ده او ستاسې د كړنو پایله همدا ستاسې ده؛ زموږ او ستاسې ترمنځ ځاني شخړه نشته (او) الله به موږ او تاسې په خپلو کې راغونډ کړي او يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدل دي. ))

 

له سرغړونو تېرېدل د مؤمنانو له غوره خويونو ځنې دي:

((وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا[255]= او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې وكړي؛ نو په رښتیا یې الله ته پناه یووړه (او خپله بدله ترې اخلي).))

 

 

پېغمبران به له ناروا خبرو، ګواښونو، شړلو، كړاونو او وژنو سره هم مخ كېدل:

((وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلاَّ أَن قَالُواْ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ[256] = او د قوم يوازېنى ځواب يې دا و، چې و يې ويل: ((له خپلو كليو یې وشړئ، چې ډېر پاک پاک کېږې (او پر يوه لار راسره نه دي!)))

((وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ[257]= ((او (تر شهادت) روسته یې موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راکوز نه کړ او نه یې راکوزوونکي یو.))

خو دې ټكي ته مو پام وي چې موږ د خداى تر څارنې لاندې يو او هره شېبه زموږ كارونه وينې او پر موږ لوراند دى:

((وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ[258]= او د خپل پالونكي د حكم (تبلېغونې) په لار كې زغمناك وسه؛ ځكه زموږ تر څار لاندې يې او چې [له خوبه] راپاڅې؛ نو د خپل پالونكي په ستاینې سره تسبيح وايه. ))

((قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُواْ إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ[259]= موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل: ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبر كوئ، چې ځمكه (يوازې) د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي، پاتوړی یې ګرځوي او د متقیانو پاى ښه ده. ))

((لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/۹۵) = (هېڅكله له جهاده) بې عذره ناست مؤمنان، له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي، چې د الله په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو (جهاد کړى)، الله پر كورناستيو (= چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او الله له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې ژمنه وركړې ده؛ خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې غوره كړي دي.))

دا هغه لار ده چې ټول انبياء او اوليا‌ء پرې تللي دي.

 

انسان ته لار دومره اسانوي، چې له هېڅ ګواښ او سرغړونې نه وېرېږي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ[260] = مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي (الله ته زيان نشي رسولاى) الله به داسې خلك راولي، چې الله ته ګران وي او خداى (هم) دوى ته ګران وي، د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز او د كافرانو پر وړاندې به ناماتي وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملا متوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د الله لورنه ده، چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او (د) الله (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.))

 

ښه او نرم چلن:

په “امر و منع” كې بايد له خلكو سره نرم چلن وكړو. خداى رسول الله ته وايي:

((لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ[261]= ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛ ))

 

د خلكو په ايمان راوړو كې د زور حق نه لرې:

((نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ[262]= ((دوى چې څه وايي، موږ پرې ښه پوه يو او دا ستا پازوالي نه ده، چې په زوره (ايمان) پرې راوړې؛ نو (ستا دنده يوازې همدا ده، چې) په دغه قرآن هغه ته نصحيت وكړې، چې (زما د عذاب) له ګواښه وېرېږي))

 

د زورزياتي حق هم نه لرې:

((وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لآمَنَ مَن فِي الأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُواْ مُؤْمِنِينَ[263] = او كه پالونكي دې غوښتي واى (چې پر ځمكه دې ټول يومخې مؤمنان او اطاعت كوونكي وسي؛ نو) د ځمكې ټولو اوسېدونكيو به (پر جبر) ايمان راوړى واى؛ نو ايا خلك اړ باسې، چې ايمان راوړي؟! (؛ نو اجباري ايمان څه ګټه لري؟!)

 

څوك چې پر نېكيو امر كوي؛ نو بدي دې په ښه توګه لرې كړي:

((هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ[264]= (الله) هغه دى، چې برښنا د وېرې او تمې لپاره درښيي او (هم) درنې وريځې رادبره كوي.

 

د غچ اخستنې فكر دې نه وي:

((الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ[265]= ((هغوى (نېکان دي) چې په سوکالۍ او تنګسې کې انفاق کوي او غوسه خوري او د خلكو له تېروتنو تېرېږي او د خداى نېكان خوښ دي.))

 

خلك له بدخويه كسانو تښتي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَقَالُواْ لإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُواْ فِي الأَرْضِ أَوْ كَانُواْ غُزًّى لَّوْ كَانُواْ عِندَنَا مَا مَاتُواْ وَمَا قُتِلُواْ لِيَجْعَلَ اللّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ[266]= ((مؤمنانو! د كافرانو په څېر مه كېږئ، چې كه روڼه يې سفر ته ځي او يا په جګړه كې برخه اخلي (او مري يا وژل كېږي؛ نو) وايي: ((كه راسره واى؛ نو نه به مړه شوي او نه به وژل شوي وو!)) (داسې خبرې مه كوئ) چې الله یې دا انګېرنه په زړونو کې د حسرت لامل وګرځوي او الله (دى چې) ژوندي کول كوي او مړه کول كوي (او ژوند و مرګ د الله په لاس کې دی) او څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى.))

 

 

موږ بايد له خلكو سره نه؛ بلكې له بدو كارونو سره يې مخالفت وكړو:

قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ[267]= (لوط) وويل: ((په حقيقت كې زه ستاسې د دې عمل (لواطت) له سختو دښمنانو ځنې يم))

 

له ((ناپوه)) سره نه؛ بلكې له ((ناپوهۍ)) سره بايد مبارزه وشي:

له ګناه كوونكي سره زموږ چلن بايد د دښمن په شان نه؛ بلكې له رنځور سره د ډاكترپه شان وي او نېكيو ته يې هم بايد پاملرنه وشي. ممكن انسان ګناه وكړى؛ خو كېداى شي ځينې نېكۍ هم ولري. كه په پيل كې يې د نېكيوپه هكله خبرې وكړو او هغه په زړه كې دا ووايي، چې موږ ورسره مينه كوو او زموږ يادونه يې هم د نېكيو د بشپړتيا لپاره ده نو په غوڅه توګه به يوې پايلې ته ورسو.

 

په چلن كې بايد له لویۍ ډډه وكړو او تواضع د خداى د نازولو نښه ده:

((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا[268] = ((او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي))

 

بايد له خلكو سره په تواضع او عاجزۍ چلن وكړو.

خداى، پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته وايي:

((وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ[269]= او مؤمنانو ته خپل وزر ټيټ کړه، چې ستا لاروي کوي (او په نرمۍ ورسره چلېږه). ))

 

 د بښنې پرمهال سرغړونكى بايد وبښو دا د تاريخ د مېړنو نښه ده.

روڼو يې له حضرت يوسف علیه السلام څخه بښنه وغوښته، ورته و يې ويل:

((قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ[270]= (يوسف) وويل: ((نن هېڅ پړه درباندې نشته، الله دې بښنه درته وکړي او هغه د لورنو ډېر لورين دى))

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم چې مكې ته راننوت؛ ټول يې وبښل. له ټيټو كسانو هم بايد بښنه وغوښتل شي. څه توكي يې پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته راوړل، د ويش پرمهال پېغمبراكرم وليدل چې د ټولو برخه پكې نه كېږي؛ نو نشتمنو ته يې وركړل او له نورو يې بښنه وغوښته. [271]))

چا ته چې “امر و منع” وشي؛ ممكن د شرم او ماتې احساس وكړي؛ نو د نرمو خبرو او دعا له لارې يې زړه بېرته لاس ته راوړاى شو.

 

ټولو اړخونوته پاملرنه:

روايت دى: هغه به د خداى له دين سره مرسته وكړي، چې پر ټولو اړخونو پوهه ولري او كه نه تاوان به يې تر ګټې ډېر وي.

یادیزه:

د “الغدير” په كتاب كې راغلي: ((يو كس د كور پر دېوال ور پورته شو؛ و يې ليدل چې ځينې شراب څښي؛ له همدې ځايه يې له بديو منع پيل كړه. د كور خاوند ورته وويل: ما خو يوه بدي وكړه، چې شراب مې وڅښل؛ تا خو جاسوسي وكړه او د خلكو پر كور په پټه را واوختې او له دې لارې پر ډېرو بديو اخته شوې. [272]))

یادیزه:

يو تن وويل: امام باقر مې وليد چې په كرنه كې بوخت دى، له ځان سره مې وويل: د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم زوى په دې ګرمۍ كې ددنيا په لټه كې دى؟ ورغلم او انګېرل مې چې له بديو به يې منع كړم. امام باقر را ته وويل: ((حلال كسب او كرنه له غوره عبادتونو ځنې ده او كه په دې حال كې مړ شم؛ نو په غوره حال كې به مړشوى يم. [273]))

كله ناكله د سترو وګړو انځورونه په نامناسب ځاى كې لګول کېږي، يا پر ښكلو دېوالونو په خراب خط شعرونه او شعارونه ليكل كېږي. د بسونو پر ټكټونو د قرآن ايتونه ليكل كېږى او دا ټكټونه تر پښو لاندې كېږي. ځينې خلك د جومات د “لوډسپېكر” له لارې خلك تنګوي، په پاكوالي كې په وسوسو اخته كېږي او د روزنې په پلمه خپل ماشومان وهي او د ابرو او ستر د ساتنې لپاره اسراف كوي، د سخاوت په خيال پيسې بادوي، له بديو د منع په پلمه د ګناه كوونكي سپكاوى كوي او شرموي يې، كه خپل چلن ته لږ څه ځير شو؛ نو په زرګونو داسې بېلګې به ووينو، چې د كار له دود او څرنګوالي سره زموږ د ناپوهۍ نښه څرګندوي.

یادیزه:

حضرت علي يو تن ته ډېرې كجورې ولېږلې؛ يو ورته له بديو د منع په خيال وويل: دا كجورې خو ډېرې دي، پردې سربېره هغه خو له تاسې كجورې هم نه وې غوښتې؛ غوره به دا وي چې كجورې ورنه کړو او يا ورته لږې ولېږو.

حضرت علي وويل: ((خداى دې ستا په څېر كسان زيات نه کړي، له خدايه مؤمنينو ته جنت غواړو؛ خو دې ته چمتو نه يو چې لږې كجورې وركړو، زه ورته كجورې بښم؛ خو ته يې د ليدو وس نه لرې؛ كه زغم وكړم چې راڅخه يې وغواړي او زه يې وركړم؛ نو زما وركړه به د هغه د ابرو پيسې وي، چې تويه شوه. ))

 

هېڅكله ځان غوره و نه ګڼو:

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي او ځان غوره ګڼي؛ نو په دې اړه امام صادق (رح) وايي: ((څوك چې ځان تر نورو غوره وګڼي؛ نو مستكبر به وي. ددې خبرې د دليل په باب وپوښتل شو: و يې ويل: ((كه نن موږ له سرغړاندي غوره يو؛ خو له ګاندې- راتلونكي څوك نه دي خبر. تر دې روسته امام صادق له قرآن څخه يوه بېلګه بيان كړه: “هغه كوډګر چې فرعون د حضرت موسى د مبارزې لپاره له ټولو ښارونو په زور او ګواښ راټول كړي وو، هغوى چې د حضرت موسى علیه السلام معجزه وليدله؛ نو ټولو سملاسي ايمان راوړ او د فرعون د ګواښونو پروا يې و نه کړه. دا کوډګر په سهار كې كافران وو او د فرعون پلويان وو؛ خو د همدې ورځې پر ماښام يې د حضرت موسى علیه السلام پر خداى ايمان راووړ او د فرعون په حكم ټول شهيدان شول.))

ممكن ځينې نن پر كږو لارو روان وي او يا هم كومه سرغړونه وكړي؛ زموږ دنده پر نېكيو امر او له بديو منع ده، موږ له خپلې او د هغوى له ګاندې – راتلونكې بې خبره يو؛ نو د خپلې دندې د كولو په ترڅ كې بايد ګناه كونكي ته د تل لپاره پر ناسم نظر و نه ليدل شي او د تل لپاره بايد ځان مؤمن هم و نه ګڼو. په تاريخ كې راغلي: امام حسين يو تن ته ليک ولېږه چې: ((ته زما د نيكه پېغمبراكرم له يارانو ځنې وې او په ډېرو جګړو كې دې ګډون هم كړى، تر پېغمبراكرم روسته زما د پلار حضرت علي له يارانو ځنې وې، تر هغه روسته زما د رور امام حسن له يارانو ځنې وې، په جګړو كې ته ځلانده ستورې يې؛ زه اوس كربلا ته ځم او څومره به ښه وي، چې زما د ملاتړ لپاره كربلا ته راشې.)) دې كس ورته وليكل: زه ستړى شوى يم او نور مې جنګونه له لاسه نه كېږي. دې كس د عمر په پاى كې امام حسين ته شا كړه او د امام حسين تر شهادت روسته يې په ژړا وويل: دا څرنګه كېداى شي، چې د يو كس ټول عمر په جنګونو كې تېر شي او د خداى په روستي ازمېښت كې ناکام راشي.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((د خداى بنده! د ګناهونو له كبله پر چا په نيوكو كې بيړه مه كوه، كېداى شي ګناهونه يې وبښل شي او كه تا كوچنۍ ګناه هم كړي وي؛ نو ځان خوندي مه بوله ، كېداى شي له همدې كبله پر عذاب اخته شې. [274]))

 

 په زړه پورې بېلګه:

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛ نو سارى يې هغه ډاكتر دى، چې د رنځور درملنه كوي، ممكن رنځور روغ شي او كلونه عمر وكړي؛ خو كېداى شي ډاكتر په يوه پېښه كې مړ شي؛ نوځكه پر نېكيو امر او له بديو د منع معنا دا نه ده، چې ځان تر نورو غوره وګڼو او په دې واند – خيال چې ستا پايله به روښانه او د نورو به توره وي.

 
له بديو منع بايد په چټكۍ وشي:

روايت دى: ((كه مؤمن حرام وويني؛ نو تر هغه به سترګې و نه رپوي، څو يې اړولاى نه وي.))

 

بايد ځينې آرونو ته پاملرنه وشي:

بايد د بديو د پېژندنې لپاره پلټنه او تجسس و نه کړو، كه ښكاره سرغړونه رامنځ ته شوه؛ نو بايد منع يې كړو؛ خو حق نه لرو چې د بديو په راڅپړولو پسې ولاړ شو. امر او منع بايد داسې نه وي، چې نور كسان زموږ مخاطب ته د خولې ټكونه وركړي.

بايد د خلكو شرايطو ته پام وكړو. د ساري په توګه: كه چا په پټه ګناه كړي وي؛ نو پر ښكاره يې بايد له بديو منع نه كړو. كه ګومان مو وكړ چې ګناه كونكى د ځان د ملاتړ لپاره دليل او سول – منطق لري او ګناه يې موږ ته ثابته نشوه؛ نو پر”امرومنع” يې لاس پورې نه کړو. خپل دودونه هم بايد په پام كې ونيسو. يو كس ته “امر و منع” بايد په داسې دود نه وي، چې حكومتي غونډال – نظام كمزورى كړي. له ګناه كوونكي سره نه؛ بلكې له ګناه سره مخالفت وشي. ځان تر نورو غوره و نه ګڼو. د ريښتينولۍ آر – اصل له پامه و نه باسو. د وخت او ځاى شرايط هم په پام كې ونيسو. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((كه يو مسلمان د كفارو پر ځمكه ګناه وكړه؛ نو هلته پرې حد مه جاري كوئ، ښايي هغه ددې كارله لارې كفارو ته واوړي. ))

 

ګوتڅنډنې:

شيطان پخپل شيطانت كى د ټول تاريخ هومره تجربه لري، كله ناكله بديو ته د اړ كولو لپاره د نېكيو له لارې راننوځي. ساري يې دادي:

د انسان روح كوچنيو او جزئي كارونوته اړ اسي، چې د مهمو كارونو د كولو لپاره وخت پيدا نه کړي. انسان هغه نېكو كارونو ته اړباسي، چې خطرونه يې ډېر وي او انسان کبرجنوي. انسان داسې نيكو كارونو ته اړ كوي، چې روح له عبادت سره كركه پيدا كړي او بيخي يې پرېږدي. انسان داسې خوا ته وړي، چې د حق پر خولې د خپل نفس خبرې كوي. كله ناكله عبادتي اړخ ته ډېر زور وركوي ، چې سياسي اړخ کمزورى شي.

حضرت علي کرم الله وجهه كميل ته وويل: ((كميله!پر خداى قسم، له پېغمبراكرم څخه مې اورېدلي: شيطان ځينې كسان سترو ګناهونو؛ لکه زنا، شراب ، ربا، او جوارۍ ته اړباسي، روسته (د ديني وجدان د ارامولو لپاره) ورته سخت او درانده عبادتونه؛ لكه اوږدې سجدې او ركوع ګانې په زړه پورې كوي، تردې روسته يې د بېلارې مشرانو لاروۍ ته اړباسي. ))

 

وخت ته پاملرنه:

موږ ځينې وخت داسې كړنې كوو، چې ګومان مو دى، چې نېكې چارې به وي؛ خو د وخت او ځاى د شرايطو په نه پامنیوي، په واقع كې هغه به “نيك” او “معروف” نه وي. كله ځينې د جوماتونو امامان لمونځ ډېر اوږدوي، اوږدې دعاوې كوي يا د جمعې پر ورځ خطبه ډېره اوږدوي، چې له دې كړنو له لامله خلك شكايت او ګيله كوي او يو شمېر جومات ته نه راځي.

 

 

له كوم ځايه يې پيل كړو؟

الف_له خپل ځانه:

پاتې دې نشي چې زموږ خبره به هغه مهال اغېز وكړي، چې موږ خپله پر منكر اخته نشو. لومړې پرې پخپله عمل وكړو او بيا پر نورو نيوكه وكړو، چې د قرآن تر كلكو نيوكو لاندې رانشو. قرآن وايي:

((كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ[275]= دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!))

قرآن وايي:

((أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ[276]=((ايا خلك ښېګڼو (او پر هغه پېغمبر ايمان راوړو) ته رابولئ (چې په تورات كې يې په څرګنده صفتونه راغلي)؛ خو ځانونه مو هېر كړي، حال دا تاسې (اسماني) كتاب لولئ؟! نو ايا له عقله كار نه اخلئ؟!))

په هېنداره كې هغه وخت ښكلا او ناولتيا ښكاري، چې دوړه پرې نه وي پرته.

ب_له كورنۍ:

پاتې دې نشي چې د ټولنې په پرتله د ځان او كورنۍ سمونه غوره ده. قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا[277]= پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: ((پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى، چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي. (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ[278]= ((مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) كوي.))

قرآن د يو پېغمبر د ستاېنې په هكله وايي:

((وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا= (( او تل يې خپلې كورنۍ ته د لمانځه او زكات امر كاوه؛ او الله ترې خوښ و.))

امام حسين د عاشورا پر ورځ لومړى خپل زوى “علي اكبر” جګړې ته ولېږه او ورپسې يې نور ځوانان ولېږل. امام زين العابدين د حقوقو په رساله كې د اولادونو لپاره ځانګړي حقوق ټاكلي دي. څوك چې پر خپله كورنۍ زړه سواندى وي؛ نو قرآن يې ستايي.

((قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ[279]= وايي: ((موږ پخوا (تردې) پخپلې كورنۍ كې وېرېدونكي وو (چې هسې نه په ګناهونو یې و نه نيول شو)!

 خو ددې مانا دا نه ده چې خپل خپلوان نه وي سم شوي؛ نورو ته ورم – نصيحت و نه کړو؛ داځكه چې ځينې وخت ښځه او اولاد د لارښوونې وړتيا نه لري؛ خو نور خلك د حق خبرې ته غوږ دي. بېلګه يې د حضرت نوح زوى او د حضرت لوط ښځه ده. د كورنۍ سمونه د ټولنې د سمونې بنسټ دى؛ ټولنه د كورنيو له يو ځاى كېدو پرته بل څيز نه دى. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم هم د بعثت په لومړيو كې خپلو نږدې خپلوانو ته بلنه وركوله:

((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[280]= او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه.))

 د سترو مېړنو په بريا كې د كورنۍ، ښځې او خپلوانو اندیز يووالى ډېره ونډه لري.

روايت دى: ((د نېكمرغۍ ځاى به دا وي چې اولاد د خپل پلار مټ او همكار وي. [281]))

البته اولاد يوازې د امر او منع له لارې د اصلاح وړ نه دى. په دې لړ كې لومړى بايد په واده كولو كې جدي پاملرنه وشي او ورپسې د حلالې روزۍ او غوره ښووند د ټاكنې لپاره پاموړ ګامونه اوچت شي.

ج_له نوي کهوله:

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې كه په نوي کهول پسې ولاړ شو؛ نو ډېر توفيق به تر لاسه كړو، دا حقيقت تجربې ته اړتيا نه لري؛ آيتونه او روآيتونه يې داسې څرګندوي. د فرعون پرمهال يوازې ځوان او نوى کهول له حضرت موسى سره يو ځاى شول:

((فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلاَّ ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ[282]= (((په پېل كې) پر موسى بې له څو تنو زلميانو بل چا ايمان را نه ووړ او دوى هم له فرعون او خپلو مشرانو وېرېدل، چې هسې نه، و يې ځوروي؛ ځكه فرعون په ځمکې (مصر) کې یو متکبر او باغي و او په رښتيا له هغو خلکو ځنې و، چې پر هېڅ پوله نه تمېږي. ))

كفارو ځكه رخه – كينه كوله چې پېغمبراكرم د ځوانانو په زړونو كې ځاى پيدا كړې و. [283]

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((د ځوانانو روح كلكه خالي ځمكه ده او ځوانانو ته ښوونه پركاڼي كرښه ايستل دي. [284]))

په روايتونوكې راغلي: ((په نوي او ځوان نسل پسې ولاړ شئ؛ ځكه دوى ژر د خير لوري ته را اوړي. [285]))

پېغمبراكرم وايي: ((ځوانان راسره يوه خوله وو؛ خو سپين ږېرو راسره مخالفت وكړ. [286]))

ح_ګاونډيان:

تر ځان او خپلوانو روسته د ګاونډيانو وار دى. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((خلك ولې خپلو ګاونډيانو ته لارښوونه نه كوي؟ نصيحت ورته نه كوي؟ پر نېكيو امر او له بديو منع ورته نه كوي؟او ګاونډى ولې نه راځي چې سمه لارښوونه ورته وشي؟زه به دا بې پروا ګاونډيان تر خپلې څارنې لاندې ونيسم. [287]))

د غټو ښارونو يو افت دادى، چې پكې د ګاونډيانو ترمنځ تګ راتګ لږ وي. كه ګاونډيان یو له بل سره ښې اړېكې ولري؛ نو ډېرې ستونزې به هوارې شي. كه لوستى ګاونډى هره ورځ نيم ساعت خپل نالوستي ګاونډي ته زده كړه كړي؛ نو كومه بودجه چې دولتونه د لوست او زده كړې لپاره لګوي؛ نو په دې پېسو نشتمنو ته كورونه جوړېداى شي. كه ګاونډيان يو له بل سره له نږدې مړى ژوندى وكړي؛ نو ډېرې ستونزې به هوارې شي. د ساري په توګه: په كوڅه كې كه يوه ښځه روغتون يا ښوونځي ته ځي؛ نو د خپل ماشوم له كبله به تل دا ستونزې ولري: سهار وختي به ماشوم له خوبه راپاڅوي، په ګرمۍ او يخنۍ كې به يې وړي راوړي، خپل كارته به ناوخته رسي، په وړكتون كې به پيسې هم وركوي، حال دا كه په ګاونډ كې يوه زړه ښځه وي او چمتو وي چې د ماشوم څارنه وكړي؛ نو مور يې كولاى شي، په ارام زړه خپل كار ته ولاړه شي. همدا بركتونه په نور كسبونو كې هم شته، كه ډاكتر د كوڅې په جومات كې په اوونۍ كې يو ځل خپل نشتمن ګاونډيان وړيا معاينه کړي؛ نو د نشتمنو او ګاونډيانو روحيه به لاپسې پياوړې شي او كه د ډاكتر كار بند و؛ نو ګاونډيان به يې ورته خلاص كړي او كه په سفر هم ځي؛ نو كور به يې ساتي. كه دا ټولې اړيكې د خداى لپاره وي او په سمه توګه په جومات كې پلي شي؛ نو په زړه پورې پايلې به ولري او د ټولو زړونه به خوشحاله وي.

 

د حكومت دندې:

له وګړيزو بديو به وګړي منع وكړي، له ټبريزو بديو به ټبرونه منع وكړي؛ خو كله ناكله بدي پراخه بڼه لري او بې له حكومته يې بل څوك نشي منع كولاى. د ساري په توګه: كه يو هېواد پر خلكو يرغل وكړي او د جګړې لمبې بلې شي او ورم – نصيحت او پرېكړه ليك هم كوم اغېز و نه کړي؛ نواسلامي هېوادونه بايد راپاڅي او په منځګړيتوب لاس پورې كړي، كه يرغلګرو روغې ته غاړه كېنښووه؛ نو په وسلوال پاڅون بايد وځپل شي، چې يرغلګران د خداى امر ته غاړه كېږدي. د حكومتونو دنده يوازې په دې برخو كې پاى ته نه رسي، هغه كسان چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛ بايد ملاتړ يې وكړي او كه ګناه كوونكي پوه شي، چې حكومت ددې كسانو ملاتړې دى؛ نو ډېر ژر به له خپلو ګناهونو لاس واخلي. د خلكو او دولت ترمنځ اړيكې خورا مهمې دي او دواړه په يوازې ځان كار مخې ته نشي وړاى. د اسلام د ځينو حكمونو د پلي كېدو لپاره ځواك او حكومت ته اړتيا ده؛ نو له همدې كبله په هېواد کې د “اسلامي جمهوري” دولت شتون او ټينګښت اړين برېښي.

 

د چاپيريال سموالى:

پر نېكيو امر او له بديو د منع په پلي كېدو كې سم چاپېريال مهمه ونډه لري او په دې لړكې بايد دولت، ښاروالي او نور سازمانونه ټينګ ګامونه پورته كړي. ټولنه د وګړيو پر اخلاقو او فكرونو ژور اغېز لري. څوقرآني بېلګې يې دادي:

د بني اسرائيلو په تاريخ كې راغلي: دوى چې د حضرت موسى علیه السلام د معجزې له كبله د “نيل” له سينده پورې وتل؛ نو يوه ډله “بوت لمانځي” يې وليدل او تر اغېز لاندې يې راغلل او له حضرت موسى علیه السلام يې وغوښتل چې همدا شان بوت راته جوړ، چې عبادت يې وكړو:

((وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ[288]= او موږ بني اسراييل (روغ رمټ) له سمندره پورې ايستل؛ (ناڅاپه) پر لار پر يوه داسې قوم تېر شول، چې تر خپلو بوتانو په مينه او تواضع راچاپېره شوي ول. (دغه وخت بني اسراييلو) موسى ته وويل: ((ته هم موږ ته ددې خلكو د معبودانو (او خدايانو) په څېر يو “معبود” جوړ كړه. )) موسى ورته وويل: ((په رښتینه کې تاسې يو ناپوهه قوم ياست! او (بوت لمانځنه د عاقلانو چار نه دى ) ))

كه په ټولنه كې “بوت” وي؛ نو “بوت پالي”به هم پيدا شي؛ نو ټولنه بايد پاكه وساتو.

((قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا[289]= (موسى) وويل: ((نو ځه، په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې، چې) نارې به وهې: (((ماته) لاس مه راوړئ!)) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې لمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو. ))

حضرت ابراهيم “تبر” راوخست او د بوتانو خونې ته راننوت او ټول يې دړې وړې كړل او روسته يې تبر د غټ بوت په غاړه كې واچو.

د ضرار د جومات پېښه: د مدينې له جومات سره ترڅنګ منافقينو غوښتل خپلو دسيسو ته بل جومات جوړ كړي، د جومات د رسمي پرانستې لپاره يې پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته بلنه وركړه؛ خو پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم د تبوک جګړې ته روان و او د بېرته راستنېدو پر وخت يې حكم وكړ، چې دا جومات وران كړئ. دا پيښه په قرآن كې راغلې ده.

له دې څلورو قرآني بېلګو جوتېږي، چې له بديو د منع لپاره لومړى بايد د فساد مركزونه او فتنه اچوونكي انسانان له منځه ولاړ شي؛ ځكه بې له دې به له بديو منع ګټه و نه لري. که د بديو جرړې له منځه نه وي تللى؛ نو د ښاخونو غوڅول به اغېزمن نه وي. كه حكومت غواړي پر نېكيو امر او له بديو منع بېرته را ژوندۍ كړي؛ نو د چاپېريال سموالي ته بايد لاندې ګامونه پورته كړي:

 ځوانانو ته د اسان واده كولو د شرايطو چمتو كول او ورته پور وركول. ښځې او سړي بايد په ټولو برخو؛ لكه د لوړو زده كړو په ټولو پړاونو، پاركونو ، روغتونو او عمومي ځايونو کې یو له بله بېلې وي، چې ښځې وكولاى شي ساده جامې واغوندي او كار وكړي او د نارينه وو مزاحمت ورته نه وي. هغه كسټې، فيلمونه او كتابونه بند شي، چې انسان د بېلارۍ او فساد لورې ته راكاږي. په كليدي پوسټونو كې د وګړيو په ټاكنه كې ټينګه پاملرنه وشي، چې له فتنو ډك كسان له داسې چوكيو ناوړه ګټنه و نه کړي. حياء له ډېرو ګناهونو مخنيوى كوي او كه نه وي؛ نو ډېرو ګناهونو ته به لار هواره كړي. د حكومت چارواكي د ټولنې په هر اړخ كې بايد حياء ته پاملرنه وكړي، چې ګناه كوونكيو ته د ګناه لارې چارې پيدا نشي. حكومت بايد داسې كورونو ته د جوړېدو اجازه ورنه کړي چې پكې ګاونډيان يو بل په بشپړه توګه وويني، كه داسي وي؛ نو په دې حالت كې به هېڅ ستر او حياء پاتې نشي. په عمومي ځايونو؛ لكه نندارتونو او موزيمونو كې د نجونو او هلكانو د ننوتو او راوتو وختونه بېل بېل وي؛ نو دا د متقي مديرانو دنده ده، چې داسې بېل بېل وختونه وټاكي. د ځوانانو د فراغت وختونو ته بايد ټينګه پاملرنه وشي او دا كارد چاپېريال په پاكوالي او له بديو په منع كې مهمه ونډه لري. د لامبو وهنې لپاره كولاى شو داسې جامې برابرې كړو، چې سپكې؛ خو لنډې نه وي.

امام حسن او امام حسين كوچنيان وو او له جامو سره يو ځاى د “فرات” سيند ته ورګډ شول. چا ورته وويل: جامې مو خرابې شوې. ورته يې وويل: ((د جامو خرابوالى د دين او حياء تر خرابوالي غوره دی. [290]))

اسلام د چاپېريال د سموالي لپاره د ماشومانو روزنه، لاسي هنرونه او د كور سنبالنه ښځې ته سپارلى او تر کېدونې بریده له كوم ځانګړي دليل او د ميړه له اجازې پرته له كوره بهر وتل يې هم منع كړي دي. د اړتيا پرمهال له كوره بهر تللاى شي؛ لكه حج ته. اسلام له بېځايه ګرځېدو سره مخالفت لري او كه نه اسلام ښځې ته اجازه وركړې، چې په لاريونو او ټولټاكنو كې ګډون وكړي. وټیزه او سياسي خپلواکي ولري. په علمي غونډو كې او همداراز په کارپوهنیزو او روزنيزو چارو كې هم پراخ ګډون وكړي؛ لکه څرنګه چې قرآن ځينې نارينه ستايي او نورو ته يې د بېلګې په توګه ورپېژندلي دي؛ نو ښځه يې هم نورو ته بېلګه ګرځولې ده او له دې لارې قرآن ثابته كړې، چې ښځه د سړي تر اغېز لاندې نه ده او د مېړه د بېلارېتوب پر ضد كولاى شي د ځانګړي اند څښتنه شي. ښځه سره له دې، چې د مېړه ګټل شوې ډوډۍ خوري؛ خو دا وټیزه اړتيا د هغې پر وګړې هېڅ ډول اغېز نه لري. د فرعون ښځه د فرعون ډوډۍ خوري؛ خو پر ضد يې راپاڅي، ان كه د فرعون كور هم وي انسان كولاى شي چې چاپېريال، وټیز جبر او سياسي دباو له منځه يوسې؛ نو له دې ټولو مطلبونو سره سره څومره، چې د ښځو او نارينه وو تر منځ د هغوى د فطرت له مخې د دندو وېش وي؛ نو چاپېريال به سموالى او روغ رمټۍ ته نږدې او له بديو به لرې وي[291].

 

د خنډونو له منځه وړل:

د خواشېنۍ ځاى دى چې پر نېكيو د امر په كولو كې دومره خنډونه دي، چې عامو خلكو ته يې ددې كار كول ستونزمن او ان ناشوني كړی دى؛ لکه:

كه د ځوان کهول د زده كړو د ازموينو پرمهال د تلوېزيون له لارې په زړه پورې فيلمونه خپاره شي؛ نو ټول به په ازمويونو كې ناکام شي؛ دلته فيلمونه د زده كړو خنډ ګرځي او دولت بايد دې موضوع ته ټينګه پاملرنه وكړي. كه د ودونو شرايط ستونزمن وي؛ نو دا هم پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي او دا هم د دولت دنده ده چې اسان شرايط ورته چمتو کړي. كه د لمانځه پرمهال ښوونكى درس وركړي، خلك خواړه وخوري، تلويزيون فلم كېږدي، پېرېدونكي هټۍ ته ولاړ شي؛ نو دا هر څه د سترې نيكۍ؛ يعنې لمونځ په لار كې خنډ ګرځي. كه نرۍ جامې ارزانه او ډبلې جامې ګرانې وي؛ نو دا هم د نېكيو د پلي كېدو په لار كې خنډ دى. اداري سيستم هم له خنډونو ډك دى. كه واده شوې نجلۍ ښوونځي ته پرېنږدو؛ نو د نېكۍ په لار كې به مو خنډ اچولى وي. كه موټروان كوم رنځور روغتون ته وړي او ودرول شي او جريمه شي؛ نو د نېكيو د پلي كېدو په لار كې به خنډ وي. كه د كتابونو د لېږلو لپاره كراګانې لوړې كړو؛ نو د نېكيو په لار كې به خنډ وي. كه پر كشرانو غري تري وكړو چې د حقيقت پر ځاى دروغ ووايي؛ نو د نېكيو په پلي كېدو كې به مو خنډ رامنځ ته كړى وي.

لنډ داچې پورتني كارونه پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي. كه د جمعې لمونځ اوږد شي او له همدې كبله ځينې جومات ته رانشي؛ نو د نېكيو مانع شوي به يو. كه د بېځايه تموله لارې واده شاته وغورځول شي؛ نو دا هم د نېكيو د مخنيوي وزله ده.

 

پر نېكيو امر او له بديو د منع لپاره عملي لارې چارې

ماشيني او برښنایز ژوند دود ډېرې كارونه ګړندي كړى او له انسانانو سره د فراغت ډېر وخت دى او ډېرى اوزګار دي. كه د اوزګار وخت لپاره سمه لاره چاره و نه لټول شي؛ نو د ډېرو ګناهونو لپاره به لارې هوارې شي، څو لارې چارې يې دادي:

د پوهنیزو، هنري، او رغاویز- صنعتي نندارتونو جوړل. د لوبو او پوهنیزو سياليو جوړول. د ژبې، كمپيوټر، لامبو وهنې او خطاطۍ په شان د ډول ډول لنډ مهاله زده كړو كورسونو جوړول، د توليدي مركزونو جوړول، چې پكې اوزګار خلك په فارغ وخت كې كار وكړي. د بېلابېلو عمرونو خلكو ته د كتابونو چاپول. جوماتونو ته د خلكو هڅول. د ګټورو فيلمونو خورول. د هنر زده كړه. د قصو د لوستو د هڅوب – فرهنګ خورول. هغه كتابونه چې په څو ټوكو كې په لوړو يا پخوانيو ادبياتو ليكل شوي وى، په بېلابېلو ډولونو يې په ارزانه بيه داسې چاپول، چې اسان ولوستل شي. دهرې زمانې او هرې سيمې د اتلانو او وياړنو معرفي كول. د پوځي مارشونو ليدنه او پكې ګډون. پياده تګ ته هڅونه. هر وزارت د خپلو مامورينو د اولادونو د فراغت وخت لپاره كولاى شي د وزارت له امكاناتو ګټنه وكړي او ورته ځانګړى بودجه په پام كې ونيسي. پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د حكومت دندې ډېرې دي. د حكومت دنده داده چې سياسي او ټولنيزې نېكۍ بېرته راژوندۍ كړي او د ټولن وټیزو بديو مخنيوې وكړي بېلګې يې دادي:

د نرخونو كنترول او په بازار كې د ګډوډيو مخنيوى. پر تړونونو څارنه او له ناوړو ګټو يې مخنيوى. په عادلانه ويش كې ځيرنه د بيت المال ساتنه او امينو خلكو ته يې سپارل. د ډوډۍ پخوونکيو پر نرخونو څارنه. د طبيعي زيرمو ښه ګټنه. بېكاره خلكو ته ورهڼه – كسب و كار موندل او ساده كارګرانو ته د زده كړې موقع ورکول، چې له طبيعي او بډایا زيرمو ښه ګټنه وکړي، د كار پېدا كول تر ټولو ستره نيكي ده. داسې ځايونو ته د تګ راتګ او د لېږد رالېږد د اسانتياوو برابرول، چې پكې د خلكو وده او ګټه وي. د ښار پر سړكونو د مخورو وګړو – شخصيتونو د نومونو ايښوول. له سوالګرو ښار پاكول. په هر ځاى كې خلكو ته د لمانځه ځاى برابرول. په دولتي ځايونو كې د اذان خورول. مامورينو ته د ورم – نصيحت د غونډو جوړول او پر كارونو يې څارنه د مامورينو اروایز حالت ته پاملرنه، د بېځايه منفي خبرو، ګونديو او ډلو ټپلو مخنيوى. د ګناه كوونكيو سپكاوى او رټل او د سمو روږدونو او اندونو خورول او له بېلابېلو لارو د خلكو د پوهې د كچې لوړول؛ لكه روغتيايي ، بياجوړونى او چوپړیزې پروژې. ټولو هڅو ته الهي، مانیز-معنوي او هڅوبیزه – فرهنګي بڼه وركول او ارونو او ارزښتونو ته نه شا كول. د خلكو پر ناموس، اوبو او ډوډى د يرغلګرانو د لاسونو غوڅول. پر حكومتي چارو دقيقه څارنه ، چې ناوړه ګټنه ترې ونشي او همداراز دسيسې هم شنډې شي. دښار په ګوټ ګوټ كې د ښايسته لوحو ايښوول، چې لنډ نصيحتونه پرې ليكل شوي وي. د ښه او غوره خلكو ملاتړ او د فاسدو خلكو رټل. مؤمنو او ښو كسانو ته كليدي پوسټونه وركول

 

ځانګړې ډله:

كه څه پر نېكيو امر او له بديو منع پر ټولو مؤمنو ښځو او سړيو واجبه شوې؛ خو له ځينو غوښتل شوي، چې دا كار دې د نورو په پرتله ډېر وكړي چې دادي:

الف_انبياء:

پر نېكيو امر او له بديو منع د انبياوو له دندو ځنې دي:

((خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ[292]= ( په هرحال) عفوه او تېرېدنه خپله کړه، پر نېکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړه (او ورسره مه نښله).))

 

پر نېكيو امر او له بديو منع قرآن د انبياوو لومړنۍ دنده بولي:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[293]= (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ، “اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛ (هماغه پېغمبر، چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي، چې ورسره نازله شوې ده (؛ نو) همدوى بريالي دي. ))

 

 

تر ټولو ړومبى نېكي خداى ستاينه او تر ټولو ړومبى بدي طاغوت ستاينه ده:

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ[294]= او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ولمانځئ او له “طاغوت” نه ځان وژغورئ؛ نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نوځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ، چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه!

 

ب_امامان:

“محمد بن حنيفه” خپل رور امام حسين ته وويل: عراق ته مه ځه ! و يې ويل: ((زه غواړم پر نېكيو امر او له بديو منع وكړم، چې د نيكه پر لار او دود مې عمل كړى وي. [295]))

 

ج_علماء او پوهان:

قرآن وايي:

((لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ[296] = ((ولې د نصاراوو پوهان او د يهودو عالمان دوى د ګناه له خبرو او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟ څه يې چې په ځيرکۍ كول، په رښتيا څومره بد وو!))

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((تېر قومونه؛ ځكه هلاك شول چې پوهان يې د ګناهونو پر وړاندې چوپ وو. ))

 

قرآن وايي:

((فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مَا أُتْرِفُواْ فِيهِ وَكَانُواْ مُجْرِمِينَ[297]= نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو (او قومونو) كې ځواكمن پوهان نه ول، چې پر ځمكه يې د فساد خورولو مخه نيولې واى؟! خو ډېر لږ (پكې ول)، چې ومو ژغورل او ظالمان په خوندونو او نعمتونو پسې شول او ګناهګاران وو (او له منځه ولاړل). ))

حضرت علي وايي: ((خداى له علماوو غواړي، چې د ظالم پر ډېر خورۍ او د مظلوم پر لوږه غيرت وكړي؛ چېرته چې بدعت او بدي وي، راښكاره يې كړي او كه نه د خداى لعنت به ورباندې وي.

 [298]((خداى دې ناپوهان د خپلې ګناه له كبله او عالمان له بديو منع ته د شا كولو له لامله له خپل نعمته لرې كړي. ))

 

خ_حكومتي چارواكي:

قرآن وايي:

((الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ[299]= ((دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده. ))

څوك چې پر نېكيو امر كوي؛ نو اسلامي حكومت يې بايد ملاتړ وكړي او نېغ په نېغه بايد له بديو مخنيوى وكړي او د تبليغاتي ، هڅوبیز – فرهنګي، وټیز – اقتصادي او پوځي امكاناتو له لارې بايد د فحشاو مركزونه بند كړي او ګناه كوونكي او مفسدين له منځه يوسي.

 

څ_مور و پلار:

 قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ[300]= ((مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) كوي.))

حضرت علي وپوښتل شو: هغوى څرنګه له اوره وساتو؟ و يې ويل: ((هغوى ته پر نېكيو امر وکړئ او له بديو يې منع کړﺉ. [301]))

 

ځ_د ټولنې مشران:

امام صادق (رح) خپل يار ته ليكي: ((په غوڅه توګه ستاسې د ناپوهانو ګناهونه ستاسې د پوهانو پر غاړه دي. په تاسې كې چې څوك ګناه كوي؛ خو ورته نصيحت نه كوئ؟ او هغه هم پر خپله ګناه ټينګار كوي؛ نو موږ او تاسې په ټولنه كې سپكوي او تاسې چوپ ياست؟)) يار وويل: خلك زموږ خبره نه اوري. و يې ويل: ((كه ستاسې خبره يې وا نه ورېده؛ ورسره اړيكې غوڅې كړئ. [302]))

نو د پوهانو لومړى دنده ناپوهانو ته ورم – نصيحت دى او كه و يې نه منله ورته شا كړئ. د امام صادق (رح) ګيله دا وه چې ولې پوهان په لومړي پړاو كې پخپله دنده عمل نه كوي؟ په يو حديث كې راغلي: ((خداى، جبرائيل ته وحې وكړه: پلانكۍ سيمه د ګناهونو له كبله وځپه. جبرائيل له خدايه د يو زاهد د بښنې غوښتنه وكړه، ورته خطاب وشو: هغه هم هلاك كړه. جبرائيل د عابد د هلاكت دليل وپوښته. خداى وويل: ماهغه ته ځواني او امكانات وركړل؛ خو هغه ترې پر نېكيو امر او له بديو په منع كې ګټه وانخسته. [303]))

كه څه پر نېكيو امر او له بديو منع د ټولو دنده ده؛ خو يوې ځانګړې ډلې سره بايد امكانات او ځواك وي، چې پردې دندې عمل وكړي.

 قرآن وايي:

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[304]= ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي، چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

سارى يې د هغه موټر په شان دى، چې پر مخالف لاس روان وي؛ هم د نورو موټرو دنده ده چې اشارې وركړي او هرنډونه ورپسې ووهي او هم د پوليس دنده ده، چې موټروان په جريمې او ګواښ ورټي.

 

پرنېكيو امر او له بديو د منع پړاوونه

١_دزړه پړاو:

هر مسلمان بايد په زړه كې له بدۍ سره كركه ولري او د ښو كارونو ملاتړ وكړي. د زړه ملاتړ په هر وخت او شرايطو كې لازم دى.

٢_د وينا پړوا:

په عادي شرايطوكې دا د ټولو دنده ده.

٣_اوښتونیز – انقلابي چلن:

((الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ[305]= ((دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده))

په دې آيت كې امر او منع له ځواك او امكاناتو سره يو ځاى راغلې ده.

 

پر نېكيو امر او له بديو د منع لارې

د طريقې اهميت:

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوى؛ نو پر طريقه يې هم بايد پوه شي. [306]))

هره ګناه ممكن يو دليل ولري؛ يو شخړه او لانجه هم كېداى شي زياتې جرړې ولري. د ساري په توګه: د يوې ښځې ستر سم نه دى؛ دا عمل كېداى شي لاندې دليلونه ولري:

د حجاب پر مسلې به نه پوهېږي او په دې اند به وي چې پروا نه لري. د حجاب پر فلسفې او د بې حيايئ پر ناوړه اغېزو به نه پوهېږي. ځان به سپك ننګېري او غواړي ځان وښيي. پخپلو غوښتنو به عمل كوي. غواړي له نورو بې سترو روسته پاتې نشي. مور، خويندې او نورې ملګرې به يې بې ستره وي. غواړي له هغه غونډال – نظام سره مخالفت وكړي، چې د حجاب ملاتړ كوي. ناوړه ډنډورو به پرې اغېز كړى وي. انګېري چې بې حجابي د پرمختګ نښه ده. غواړي تر نورو توپير ولري. په دې اند به وي چې ستر نه كول ساده ګناه ده او چا ته زيان نه رسوي؛ نو څوك چې غواړي له بد حجابۍ منع وكړي؛ نو دا ټولې جرړې بايد وڅېړي او د هريو لپاره يوه ځانګړې نسخه وليكي. پردې سربېره چې له بديو منع یوه عمومي دنده ده؛ کارپوهنیز كار هم دى او علمي، اروایز، ټولنيز، ډنډوریز- تبليغي او هنري پلټنو ته هم اړتيا لري.

 پر نېكيو امر او له بديو منع كوونكي بايد د ټولنې له پوهانو ، اندیالانو – متفكرانو، سمونپالو او زړه سواندو كسانو ځنې وي. كه ووينو چې له بديو منع اغېز نه لري؛ نو پړه بايد يوازې د ګناه كوونكي پر غاړه وا نه چول شي؛ ځكه كله ناكله د ټولو دردونو او رنځوريو لپاره يوازې يو ډول نسخه بسیا نه وي. د منكر له منځه وړلو لپاره بايد له بېلابېلو طريقو ګټنه وشي چې قرآن وايي:

((يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوْاْ الْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَى وَأْتُواْ الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[307]= د مياشتو د نرۍ كېدو او غټېدو (د حكمت) په باب دې پوښتي، ورته ووايه: ((( دا يو طبيعي کالښود دی) چې خلك (د خپلو چارو) وخت او د حج (موسم) وپېژني او (د جاهليت دود پرېږدئ، چې حج ته به يې احرام واغوست؛ نو كورونو ته به په وره نه ورننووتل او د شا له خوا به ورننووتل. ))) نېك كار دا نه دى، چې كورونو ته له شا وررننوځئ؛ بلكې نېکي دا ده، چې څوک ځان وساتي او كورونو ته پر وره ورننوځي او (ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، ښايي بريالي شئ.))

دا آيت دا کږنې او انګېرنې – خرافاتو ګروهه ردوي چې د حج په سفر او احرام كې د كورونو له شا راننوځي، آيت زياتوي: هر كار ځانته لار، وخت، ځاى او طريقه لري او د كارونو په كولو كې بايد شرايطو ته پاملرنه وكړو.

امام باقر(رح) ددې آيت په هكله وايي: ((كورونو ته د هغوى له ورونو ورننوځئ؛ یعنې هر كار ځانته ځانګړى لار لري. ( هر درد ځانګړى درمل لري، هر منكر هم ځانګړى طريقه او چلن ته اړتيا لري ).

روايت دى: ((كه څوك هر كار پر دود طريقه وكړي؛ نو توى به نشي او كه توى هم شي؛ نو چل ول او شيطانت به يې خوار نه کړي. [308])) ((څوك چې د كار پر طريقه نه پوهېږي؛ نو د كار ناپېژندل شوې جړې به يې په پايله كې له پښو وغورځوي.))

له دې روايتونو جوتېږي، چې د هر كس د امر او منع لپاره ځانګړى ځاى، وخت او دود ته اړتيا ده او بايد ورته پاملرنه وشي او كه نه منع به اغېز ونه لري. کېدونې ده ، چې د كار ډېرې طريقې وي. د ساري په توګه: په قرآن او روايتونو كې له خلكو سره د لاسنيوي او هغوى ته د لګښت وركولو په هكله قرآن ډېرې طريقې ښوولي چې دادي:

 

دنيا لږه ده:

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدَّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلًا[309] = ايا هغوی ته دې و نه کتل، چې (په مكه كې) ورته وويل شول: (((اوس) له جهاده لاس واخلئ او لمونځ وكړئ او زكات وركړئ)) (؛ خو له دې حكمه خپه ول)؛ خو چې (په مدينه كې) د جهاد حكم ورته وشو؛ نو يو شمېر يې له خلكو [د مکې له مشرکانو] داسې وېرېدل؛ لكه له خدايه چې وېرېږي؛ بلكې لا ډېر او[ په زړه کې] يې ويل: ((پالونكيه! ولې دې پر موږ جهاد فرض كړى دى؟ ولې دې دا حكم تر يوه وخته ونه ځنډاوه؟)) ورته ووايه: ((د دنيوي ژوند پانګه ناڅيزه ده او اخرت پرهېزګار ته غوره دى او پر تاسي به د بڅري هومره ظلم هم ونشي.))

ته پر ځمكه د خداى خليفه يې[310] او دا به د خواشينۍ ځاى وي، چې دنيا ته غاړه كېږدې[311]. قرآن انسان ته د هغه مقام وريادوي، چې ته د خداى خليفه يې او دنيا ډېره نيمګړې ده؛ نو له دې لارې انسان نفقې وركولو ته چمتو كوي. كه د خداى په لار كې مال وركړې؛ نو ستا نور مالونه به هم بيمه او خوندي شي؛ نوځكه زيان به و نه کړى. كه له نشتمنو سره مرسته و نه کړې؛ نو ستا مالونه به پوپنا شي؛ ځكه د نشتمنو سوړ اوسېلې او يرغل به ستا واكمني ولړځوي. كه د خداى په لار كې څه وركړې؛ نو خداى به يې ځاى ډك كړي. دا ژمنه په قرآن كې شوى ده:

((قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ[312]= ووايه: ((په حقيقت کې زما د پالونكي، چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي)، روزي يې پراخوي او (يا يې) ورتنګوي او څه چې (د الله په لار كې) ولګوئ؛ نو بدله یې دركوي (او ځاى يې ډكوي) او هغه غوره ((روزي)) وركوونكى دى.))

چاچې مرسته و نه کړه؛ نو په اوبو او ځمكه كې ډوب شول؛ دا پېښه د فرعون او قارون تاريخ ثابته كړې ده:

((فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ[313]= نو په پاى کې موږ دا او كور يې په ځمكه كې ورننايستل؛ نو كومه ډله يې نه درلوده، چې د الهي عذاب پر وړاندې مرسته ورسره وكړي او پخپله يې هم له ځان سره مرسته نه شوه كړاى.

((وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[314]= ((او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) ورمهاجر شوي یې ښه ایسي او څه چې دوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (دوی) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي، كه څه دوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ خوندي شو؛ نو همدوى بريالي دي.))

د انفاق شوي مال سارى د يوې دانې او تخم په شان دى، چې په ځمكه كې كرل كېږي چې ترې اووه وږي راشنه كېږي او په هر وږي كې به سل دانې وي:

((مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ[315]=((د هغو کسانو مثال، چې د الله په لار کې خپله شتمني لګوي، د هغې (کرلې) دانې په څېر دى، چې اوه وږي راوټوکوي او په هر وږي كې سل دانې وي او د الله ، چې چاته خوښه شي (او وړتيا ولري) دوه يا څو ګرايه يې زياتوي او الله (د قدرت او رحمت له پلوه) پراخوونكى (او پر ټولو شيانو) پوه دى. ))

كوم مالونه چې په دنيا كې زېرمه كېږي او د نشتمنو لاسنيوى پكې نه كېږي؛ نو له دې شتمنۍ به په قيامت كې سور داغ جوړ شي او د شتمن انسان پر تندي او تخرګونو به ولګول شي او ورته به وويل وشي: دا همغه څيزونه دي، چې په دنيا كې مو راټول كړي وو.))

((يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ[316]= (((پر هغه) ورځ، چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او ټنډې، اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛ (او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي، چې ځان ته مو زېرمه كړي ول؛ نو اوس د خپلو زېرمو (خوند) وڅكئ. ))

پورتني ټول تعبيرونه له قرآنه اخستل شوي او نفقې وركولو ته د خلكو د هڅولو يوه لار ده.

 

د انسان ارزښت او كرامت ته پاملرنه

انسان بايد خپل مقام ته پاملرنه وكړي او همدا كار پر نېكيو امر او له بديو په منع كې اغېزمنه ونډه لري.

كه انسان پوه شي، چې د خداى ځايناستى دى[317]؛ نو له خدايه سر غړونه نه کوي؛ يعنې ځايناستى هېڅكله هم د اصلي خاوند پرخلاف كار نه كوي، كه انسان پوه شي چې پرښتو ورته سجده كړې[318] او داسې يو موجود دى، چې د خداى روح پكې پو شوى دى[319]، يواځينې موجود دى، چې په پېدايښت كى يې خداى ځان ستاېلى دى[320]، هر څه يې د هغه تر واكمنۍ لاندې راوړي دي[321] ، په پنځونه كې يې ورته تر ټولو غوره جوړښت وركړى دى[322]، د خپل اطاعت لپاره يې پيدا كړى دى[323]، هغه يې نه فنا كېدونكي پيدا كړ[324] ارزښت او بيه يې جنت ده، خداى ورته ډول ډول فضيلتونه او كرامتونه وركړي[325]، يوازې په كور، كاليو او ډوډۍ پورې يې ژوند محدودول يو ډول د څارويو ژوند دى او د انسان استعداد او عقل بايد پر توکیز – مادي چارو بوخت نشي، د بې نهايت غوښتنې فطرت د انسان په خټه كې اخږل شوې او دا راښيي، چې انسان تر بې نهايت پورې وده كولاى شي. كه انسان خپلو كرامتونو او ارزښتونو ته پاملرنه وكړي؛ نو پر ناوړ څيزونو به ځان اخته نه کړي. ((انسان هره شېبه بې له كومې واسطې له خداى سره اړيكې نيولاى شي. [326])) خداى، انسان مكلف كړى، چې ورسره خبرې وكړي. د انسان علمي ظرفيت ته پرښتې ګوته په خوله ولاړې دي.

((وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ[327]= او (الله) آدم ته ټول د اسماوو علم [= د پيدايښت د خوالو پوهه او د ژویو نامې] وروښود، بيا يې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل: ((كه رښتيني ياست؛ نو ددې ( شيانو) نامې راوښيئ))

((انسان په خپل نيت ټول ارزښتونه لاس ته راوړای شي. [328]))

انسان كولاى شي داسې ځاى ته ورسي، چې له كبله يې خداى د پرښتو په مخ كې پر انسان ووياړى. خداى ته د نږدې كېدو په نيت انسان كولاى شي ټولو توکیزونو – مادياتو ته مانیز- معنوي او پوپناه کېدنې ته د پایښت بڼه وركړي. ((انسان په څلوېښت ورځو كې ځان د اخلاص له پوهنځي فارغولاې شي او د حكمت چينې يې له زړه څخه پر خوله جاري كېداى شي. [329]))

 ((انسان د بندګۍ له لارې كولاى شي له خدايه د((نعم العبد)) مډال تر لاسه كړي. [330]))

 انسان دعبادت له لارې پر هستى واكمنېداى شي. كه انسان پوه شي چې د هرې ورځې په تېرېدو ستر نه؛ بلكې كوچنى كېږي؛ ځكه عمر يې كمېږي:

((إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ= بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى. [331]))

 كه انسان پوه شي، مړينه به يې ناڅاپي وي:

((بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ[332]= ((بلکې (قيامت) ناڅاپي ورځي؛ نو حيرانوي يې، چې نه يې مخه نيواى شي او نه څه مهلت وركول كېږي))

او قبر به يې د عملونو صندوق وي. كه انسان پوه شي چې دوزخ ته يې ننوتل هرومرو او وتل يې ترې په شك كې دي:

((وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا[333]= او (بې استثنا) تاسې ټول جهنم ته ورننوځئ، ددې حکم پوره کول ستا د پالونکي پر غاړه دى.))

((ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا[334]= ((بيا پرهېزګاران ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې پر ګونډو پراته پرېږدو.))

هو! څومره چې انسان پرخپل ارزښت ډېر وپوهېږي؛ نو د ګناه ډنډ ته به د ورلوېدو زړه و نه کړي. كه تاسې ګرانبيه قالينه واخلئ؛ نو په څپليو به پرې ونګرځئ. رښتيا زموږ عمر ولې بايد د شيطان ((څرځى)) شي؟ موږ خو د خداى ځايناستي يو؛ نو له خداى سره دښمني ولې كوو؟د انسان ارزښت د هغه په مانیز مقام پورې اړه لري او كه نه په ښكاره خو لوګى هم ډېر پورته خېجي او شهرت خو د “هماليا” غر هم لري. په قرآن كې راغلي: څوك چې خداى هېركړي؛ نو خداى به يې د ځان هېرونى پر عذاب اخته كړي. د خداى هېرول د انسان تر ټولو ستر جرم دى اوتر ټولو سخت عذاب هم بايد وويني؛ نو جوتېږي چې د انسانيت له مقامه غفلت د خداى له سختو عذابونو ځنې دى. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((چاچې خپل ارزښت او كرامت وپېژنده؛ نو دنيا او هوسونه به يې په نظر كې راټيټ شي))؛ يعنې په ډېره اسانۍ كولاى شي د لوړ روح په درلودلو سره د هوسونو له څپو خوندي پورې وځي. د بايسكل ټېر ډېر نرې وي او او د لارې کنډو کپر پرې اغېز كوي؛ خو د ټراکټور غټ دى او په اسانۍ سره پرې تېرېږي. څومره چې روح ستر وي او له بې نهايت سره يې تړاو ډېر وي؛ نو شهوت او بلا به پرې كوم اغېز و نه کړي.

هو! پوهنیز، ټولنيز او ټبریز مقام ته پاملرنه انسان له سرغړونو ژغوري. قرآن د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ښځو ته وايي:

((يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا[335]=((د پېغمبرمېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.))

یادیزه: د امام صادق (رح) پرمهال د “شعراني” په نوم يو تن شراب وڅښل. امام صادق (رح) ورته وويل: ((شعراني! ناوړه كار چې هر څوك وكړي؛ نو ناوړه به وي؛ خو كه ته يې وكړې؛ نو ډېر به ناوړه وي؛ لكه څرنګه چې هر څوك نيك كار وكړي؛ نو نيك به وي؛ خو كه ته يې وكړې؛ نو ډېر زيات به نيك وي او دا هر څه ستا د ديني او ټولنيز مقام له كبله دي. ته زموږ د خپلوانو له ډلې ځنې يې؛ نو پر خپل قدر پوه شه. [336]))

كه كفارو به له خپل مشر سره يو ځاى ايمان راووړ؛ نو د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم دې ټكي ته پام و، څوك چې تر نن ورځې مشر و او د خلكو په زړه كې يې ځاى درلود؛ نو د مسلمانۍ له كبله نه ښايي، چې پر عادي كس واوړي. ډېر ليدل شوي، كه څوك په تلويزيون كې خبرې كوي او “پرشى” او يا ټوخى وكړي؛ نو بښنه غواړي؛ كه همدې كس په تلويزيون كې خبرې نه كولاى؛ نو بښنه به يې نه غوښته؛ دا ځكه چې ځان په ځانګړي ځای كې ننګېري. هو! د خلكو ځای او مقام ته پاملرنه له ناوړو كارونو او بديو د ژغورنې له لاملونو ځنې دي. سپارښتنه شوې چې: ((د خپلو خپلوانو په مخكې درناوي او ادب ته پاملرنه وكړئ؛ ځكه بېځايه ټوكې او له چوكاټه وتل د حيا پرده شلوي او ګناه ته لارې چارې هواروي. )) دې حكم ته د ماشومانو په مخ كې هم بايد پاملرنه وشي؛ كه غواړو چې زموږ اولادونه دې زموږ پر سپارښتنو عمل وكړي؛ نو بايد په غوره او نيكو نومونو يې ياد كړو او ورته شخصيت وركړو.

 روايت دى: ((پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم به په كنيه د ماشومانو نومونه اخستل.)) اسلام بد نومونه پر ښو او غوره نومونو بدل كړل چې دا د اسلام له نوښتونو ځنې وو. په قرآن كې راغلي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ[337]= ((مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او (تاسې) پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نامو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نامه (ايښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛ نو همدوى ظالمان دي.))

په هر حال غوره نوم، درناوى، كمالونو ته پاملرنه، مينه او هڅونه، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د برياليتوب لارې دي. كه څوك هېڅ ډول كمال و نه لري؛ خوكه خپلوان، يا د سيمې اوسېدونكي استاذان او يا يې انډيوالان كوم مقام او ځای لري؛ د ساري په توګه ته خو له پلانكۍ كورنۍ يې، ته خو د پلانكۍ سيمى يې، ته خو د پلاني له دوستانو او يارانو ځنې يې، غوره ده، چې پر دا شان لقبونو ياد شي؛ نو له دې ټولو بايد د خير په بلنه كې ګټنه وشي.

 

پر نېكيوامر او له بديو منع ته لارې چارې هوارول

يوه څرګندنه – اصطلاح ده چې وايي: د واجب سريزه واجب ده؛ يعنې لكه څرنګه چې لمونځ فرض دى؛ نو او دس يې هم سريزه ده او فرض دى. د اودس لپاره اوبه فرض دي. د اوبو لاس ته راوړلو ته يې اخستل او يا هم له څاه يې را ايستل فرض دي؛ څوك چې غواړي پر نېكيو امر او له بديو منع وكړي؛ نو ځينې سريزې بايد چمتو كړي. څوك چې غواړي ځان هېوادمشرۍ او يا هم پارلمان ته ونوموي؛ نو له پخوا ځان ته تبليغات كوي. په تلوېزيون او راديو كې خبرې كوي، غونډو ته ځي پوسټرونه چاپوي. هر څوك د خپلې موخې لپاره بايد سريزې چمتو كړي، پر نېكيو امر او له بديو منع هم سريزو او د لارو چارو هواري ته اړتيا لري. د ساري په توګه: كه روڼ اندي او استاذان په هره سيمه كې يوه ډله ځوانان پيدا كړي او ورته علمي او خوږې غونډې جوړې كړي؛ دهغو ستونزو ته غوږ كېږدي، په مړي او ژوندي كې ورسره ګډون وكړي او كه له هر چا سره د پرهيزګار اسلامپوه د تليفون شمېره وي، كه كوم فساد رامنځ ته كېږي؛ نو دا ځوانان به ددې پرهيزګارو اسلامپوهانو له لارې د فساد مخه ونيسي.

 

د ګناه د لارو چارو د مخنيوي طريقې

واړه ګناهونه سترو ګناهونو ته لار هواروي. ناوړه او ناروا ليدل ناوړو موخو ته لار هواروي. له نامحرم سره ځانته كېناستل ګناه ته لار هواري. بد ملګرى، بد كتاب او بد فيلمونه د ګناه په ډنډ كې د غورځېدو سريزه ده؛ نوځكه اسلام د ګناه له سريزو او لارو چارو هم مخنيوى كړى دى. له بديو د منع لپاره بايد د بېلولو يو لړ کړلار جوړې شي چې دادي:

له انسانه د ګناه د وزلې لرې كول؛ لكه څرنګه چې د ماشوم له لاسه چاقو او چاړه اخستل كېږي. د دوو داسې كسانو بېلول، كه سره يو ځاى وي؛ نو ګناه به وكړي. روايت لرو چې: ((پلانى دى له پلاني سره نه ملګرى كېږي.))

 د ګناه له ځايونو د انسان بېلول. د ګناه له وخته د انسان بېلول. د اضافه وخت ډكوالى. له ګناه د مخنيوي يو لار د اضافه او فارغ وخت ډكول دي. د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم یوې مېرمنې(ام سلمه بي بي) ته وويل شو: ته خو زړه يې؛ نو ولې كار كوې؟و يې ويل: كه انسان بېكاره وي؛ نو پر فتنې لاس پورې كوي.

 

 

د هېندارې په شان طريقه:

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((مؤمن د مؤمن هېنداره ده.)) كه دې لنډ حديث ته ښه ځير شو؛ نو پر نېكيو د امر د طريقې په هكله ترې لاندې ټكي لاس ته راځي:

هېنداره د غچ او غرض له مخې نه؛ بلكې له زړه نيمګړنه او عيب بيانوي. هېنداره هغه وخت عيب ښيي، چې ورباندې دوړې او ګرد پروت نه وي. هېنداره د مقام او مډال پروا نه كوي. هېنداره عيب له خپلې اندازې غټ نه ښيي. هېنداره له عيب سره سره مثبت او قوي ټكي هم ښيي. هېنداره عيب شا ته نه؛ بلكې مخامخ يې وايي. هېنداره بې له چغو او سورو عيب وايي. كه هېنداره ماته شي او وړې وړې ټوټې يې راوخستل شي؛ نو دا وړې ټوټې به بيا هم ناولتيا او ښكلا ښيي. كه د مؤمن سپكاوى دې وكړ او هغه دې مات كړ؛ نو له خپلې خبرې به وانه وړي. هېنداره په زړه كې عيب نه ساتي او كه ترڅنګ يې تېر شوې؛ نو عيب به يې هم له مخې پاك شي. كه هېندارې را ته خپل عيب ووايه؛ بايد ځان اصلاح كړم نه دا، چې ماته يې كړم. هو! كه مسلمان له بديو منع كوې؛ نو خپله ګناه له ځانه لرې كړه او پر نيوكه كوونكي نيوكه مه كوه.

 

چمتووالى:

د حق ویی – كلمې د بورې په شان دي؛ خو كه همدا بوره د ماشوم په ستوني كې واچو؛ کېدونې ده، چې زندۍ شي. بوره بايد په شربت كې ويلي شي، چې ټولو ته د خوړو وړ وګرځي. كله ناكله د حق د خبرې كول ځينو سريزو او له بديو د منع د لارې چارې هوارۍ ته اړتيا لري.

یادیزه:

يو وخت مې په تلوېزيون كې خبرې كولې. غوښتل مې چې د كفن په هكله خبرې وكړم؛ له ځان سره مې وويل: كېداى شي خلك دې خبرو ته غوږ كېنږدي؛ نو له دې ځايه مې پيل وكړ: جامو ته ټول خلك اړتيا لري، اسلام د هر وخت او كار لپاره د ځانګړو جامو سپارښتنه کړې؛ لكه د ماشوم جامې، د كار جامې، د جګړې جامې، د اختر د لمانځه جامې، د باران د لمانځه جامې، د احرام جامې، د ناوې جامې، بربنډ ته جامې وركول، د جامو پاكوالى، د جامو رنګ. . . . او د هر يو لپاره مې هم يو يو حديث ووايه؛ خلك مې لږ لږ د كفن د جامې اورېدلو ته چمتو كړل؛ خو كه په پيل كې مې ويلى واى چې د نن موضوع كفن ده؛ نو ټولو خلكو به خپل تلويزونونه مړه كړي واى.

یادیزه:

په يوه غونډه كې خبرو ته بلل شوى وم. په لار كې راته د غونډې مشر وويل: ګډون كوونكي ټول د پوهنتون استادان او علمي وګړې دي؛ نو لازمه ده چې د دوى د زده کړو له شان سره خبرې وکړې، له ما يې وغوښتل چې له ساده خبرو ډډه وكړم. ومې پوښته: ساده خبرې څه دي؟ ايا مشرانو ته د ساده خبرو د ويلو اړتيا نشته. يوازې د خبرو په طريقه او دود كې بايد ځير شو نه دا، چې اصل مطلب ته شا كړو. ورته مې وويل: كولاى شو چې د سريزو او چمتو كېدو له لارې سترو خلكو ته ډېرې ساده خبرې وكړو. هغه كس ډېر ورخطا ښكارېده چې زما خبرې به پر ناستو خلكو بدې ولږي. غونډې ته ورننوتم او خبرې مې داسې پېل كړې: هغه غوره ډاكتر دى چې يو غړي او درد ته د نسخې د ليكلو پرمهال د بدن ټول غړي په پام كې ونيسي. د ساري په توګه: د پښتورګيو درمل زړه ته زيان ونه رسوي او د زړه درمل نورو غړيو ته زيان و نه رسوي. روسته مې وويل: غوره ډاكتر اسلام دى. د پيدايښت غونډال- نظام او ټولو روزنيزو اړخونو ته په پاملرنې سره هرې ستونزې ته نسخه ليكي. د ساري په توګه: متيازې كول په اسلام كې ځينې اداب لري او د طبعيت غونډال ته په پاملرنې سره بيان شوي دي او وايي: مخ پر لمر او سپوږمۍ نه وي. مخ په قبله او د قبلې شا ته نه وي. مخ پر باد نه وي. د اوبو په ويالې كې نه وي. د ميوې تر ونې لاندې نه وي. د خلكو د تګ راتګ او تم ځاى نه وي. د خلكو په مخ كې نه وي. په ولاړه نه وي. پركلكه ځمكه نه وي. پرغصبي ځمكه نه وي. د حشراتو پر ځاله نه وي. تاسې په دې واړه مثال كې د اسلام پراخوالى ليدلاى شئ. د متيازو كولو لپاره يې داسې نسخه وركړې، چې ټول (طبيعي، ټولنيز، طبي، اخلاقي، او ديني) چارو ته يې پكې پاملرنه کړې ده. په پاى كې مې د غونډې مشر ته وويل: ودې ليدل چې د متيازو کولو اداب مې ورته څرنګه وويل. په دې چې ټول علمي خلك وو. راته يې وويل: تا يې ذهنونه ددې خبرې اورېدو ته چمتو كړل. هو! ډېرې خبرې د سريزو او چمتووالي له لارې ښايسته كېږي او بې له سريزې به ترې كركه وشي.

بل مثال: كه پر دسترخوان سبزيجات سم نه وي پاك شوي او ووايو، سبزيجات خو نه دي پاك شوي؛ نو د سبزۍ پاكوونكى به خپه شي؛ خو كه نګولي وستايل شي او وويل شي که د سبزۍ په مينځلو كې كه لږ څه پاملرنه شوې واى؛ نو غوره به واى؛ نو زموږ دا شان خبرې به اغېزه ولري. نيوكه هغه مهال اغېزمنه وي، چې موږ پر شتو مثبتو ټكو، ارزښتونو او مننې سترګې پټې نه کړو.

 

تلقين دود:

ډېر كسان له نېكيو كولو وېرېږي؛ خو د تلقين له لارې يې د خېر كار ته اړ ايستاى شو. داسې كسان هم شته، چې له ځينو بديو لرېوالى ورته ناشونى ښكاري. په دې هكله به سم تلقين څه ناڅه لار هواره كړي.

 

له ډول ډول هنرونو؛ لكه قیصې، ترانې او شعر ګټنه:

پر نېكيو امر او له بديو منع ته له پورتنيو ټولو عنوانو ګټنه کړای شو. د قرآن په زړه پورېوالى، په خوږ غږ اذان کول، د لمانځه د ليکو برابرول، حج، د جامو بدلول، د لمونځ كوونكي د جامو پاكوالى، د جومات پاكوالى او د عطر لګول نېكيو ته په بلنه كې د ښكلا او هنر ونډه راښيي. هنر فساد او بې لارۍ ته هم خلك رابللاى شي او پكې ډېره ونډه لري. “سامري” د بوت جوړونې د هنر له لارې خلك بېلارې كړل. په خبرو كې فصاحت او بلاغت د خلكو د راماتولو لپاره مهمه وزله ده. ښكلې څېره هم د خبرو په اغېز كې ونډه لري. يو پېغمبر هم بدرنګ نه و، ټولو ښكلې څېرې درلودې او له كومو رنځوريو به، چې خلكو كركه درلوده، ټول پېغمبران ترې خوندي وو او دا يې د نبوت شرط و. په فطري توګه د انسان ښكلا خوښېږي ، خداى خلقت ښكلى پيدا كړى، په اسلام كې سپارښتنه شوې چې د قرآن تلاوت دې پر ښكلي غږ وشي او د انسان د سينګار په هكله يې هم ډېر حكمو نه کړي دي. قرآن حكم كوي: جومات ته د تللو پرمهال ځان سينګار كړئ. ښايسته وينا او غوره چلن د قرآن له سپارښتنو دي. قرآن احسن القصص دى، په قرآن كې دوه نيم سوه واقعي قصې راغلي دي. كوم خوند او ولوله چې د ترانې په ويلو كې ده، ځانته په ويلوكې نشته.

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم د ډول ډول كارونو لپاره اولس منشيان درلودل، په دې كې تر ټولو ښكلي له بهرنيو مېلمنو سره د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم د اړيكو مسوولين وو. نننۍ نړۍ له ښكلو او بربنډو عكسونو له لارې خپلې موخې لاس ته راوړي، نړيوال جاسوسان د ښكلو ښځو له لارې پټ خبرونه لاس ته راوړي. د رومان او داستان كتابونه په دنيا كې ډېر خرڅېږي، قصه ويل څه ساده كار نه دى، قصه ويل د خداى كار دى. خداى وايي: ” موږ تاسې ته قصه وايو”. موږ هم كولاى شو چې خلکو ته علمي، اندیز او هڅوبیزې – فرهنګي چارې د داستان له لارې ووايو. نړۍ ته د هنر شعر، فيلم، عكس او ليک له لارې بې لاري ورننوتې او له دې لارو خپلو ناوړو موخو ته رسېدل غواړي. موږ هم بايد د سمو او غوره طرحو له لارې نړۍ ته ورننوځوو.

 

د ښو يادونه هم وكړئ:

له بديو منع او په نيوكه كې يوازې كمزورو ټكيو ته ګوته مه نيسئ، ښه يې هم ووايئ. قرآن د شرابو په منع كې لومړى يې د ګټې په هكله خبره كړې او روسته وايي: ((تاوان يې تر ګټې ډېر دى)). سمه ده چې د شرابو جوړولو ته ډېر كسان؛ لكه ، كروندګر او په كارخانو كې مزدوران، پلورونكي او وړونكي پر كار بوخت دي؛ خو پر مغزو او د هاضمى پر غونډال – سيستم ناوړه اغېز كوي. مست خلك چې موټر ته كېني؛ نو ډېر ټكرونه كوي او همداراز “ځانوژنې” د شرابو له څښلو راپيداكېږي. قرآن شراب منع كړي دي.

تاسې هم كولاى شئ چې له بديو په منع كې لومړى مثبت او ښه ټكي بيان كړئ او روسته نيوكه وكړئ او ورته ووايئ: څوك چې داسې ښه ځانګړنې او كمالونه لري؛ نو ولې دا بدي كوي؟ “

 

 د روحياتو بيارغاونیز دود يا هيله كول:

 ګناه كوونكى ځان بدمرغه او بې برخې ګڼي او هره ورځ پر نوي ګناه اخته كېږي. څوك چې له بديو منع كوي؛ نو داسې خلكو ته بايد ډاډګېرنه او هيله وركړي. د الهي بښنې او د توبې د منلو په هكله بايد ورته خبرې وشي او ورته وويل شي چې: خداى پر توبه كوونكيو لوراند دى. بايد ورته د توبه كوونكيو قصې وويل شي، چې ګناه يې نهيلي نه کړي، بايد ورته وويل شي، چې نهيلي له كبيره ګناهونو ځنې ده. هغه ته بايد وګړه وركړل شي، تېر وخت يې بايد هېر شي. هېر مو نشي چې موږ هم دا شان ګناهو نه کړي؛ خو خداى پرې پرده اچولې ده؛ ورته بايد وويل شي چې د فرعون په بلنه ماهر كوډګران، حضرت موسى علیه السلام ته د ماتې وركولو په موخه ميدان ته راغلل او فرعون ورته د سترو ډاليو ژمنه هم وركړه؛ نو چې د حضرت موسى معجزه يې وليده؛ نو ټولو پرې ايمان راووړ او دنيا ته يې شاكړه او په پاى کې شهيدان هم شول.

هو! د مېلمستيا، چكر ، سفر ، ډالۍ ، ليک ، كتاب ، استدلال او د سولیز – منطقي او عاطفي اړيكو له لارې بايد پر خلكو اغېز وكړو او پر سرغړونو يې سترګې پټې كړو، د درناوي او ورته د شخصیت ورکولو له لارې د ګناه كوونكي مات شوى شخصيت باید هغه ته بېرته وركړل شي او پر سمه لار يې روان كړو.

 

د سترګو پټولو طريقه:

كله نا كله انسان ننګېري چې په ټولنه كې ابرو او كرامت نه لري، عذر او بښنه يې نه منل كېږي؛ څوك يې پر خبره غوږ نه ګروي؛ نو همدا د سپكاوۍ ننګېرنه يې د ګناه پلو ته راكاږي. اسلام وايي: كله ناكله انسان بايد ځان ناګاره واچوي او داسې وښيي، چې زه ستا پر سرغړونه پوه نشوم، څو له دې لارې د وګړيو شخصيت او كرامت مات نشي.

یادیزه:

((قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ[338]= (روڼو) وويل: ((كه (نن) یې (بنيامين) غلا كړې (؛ نو د حيرانتيا خبره نه ده؛ ) تردې مخكې رور يې (يوسف) هم غلا كړې ده.)) يوسف (سخت خپه شو او) دا خپګان يې پر زړه وزغامه او ورته يې ښكاره نه کړ؛ (همدومره يې په زړه کې) وويل: ((تاسې ( زما په آند) د مرتبې ( چې رور مو له پلاره غلا كړ او د مريي په نامه مو وپلوره) له پلوه ډېر بد خلك ياست او الله په هغه خبره ښه پوهېږي، چې تاسې يې (د يوسف په اړه) كوئ. ))

كه چا وويل: شراب مې نه دي څښلي؛ نو عذر يې ومنه (كه څه دروغ وايي) او كله يې هم خوله مه بوى كوه. كه زوى دې وويل: ماستا له جېبه پېسې نه دي اخستي؛ نو پر خبره يې باور وكړه. البته ځان ناګاره اچول يوازې په شخصي او وګړنۍ سرغړونو كې دي؛ خو په مهمو چارو؛ لكه دښمنان چې وغواړي زموږ د هېواد اسلامي “جمهورى نظام” ړنګ كړي؛ نو په دې حال كې ځان ناګاره اچول د دښمن د زړه هيله ده.

 

د خلكو ظرفيت ته پاملرنه:

امام صادق (رح) يو سړى يوې سيمي ته د يوې دندې ترسره كولو ته ولېږه، په راستنېدو كې يې د سيمې له خلكو سخت شكايت وكړ. امام ورته وويل: ((سرابه!ايمان لس درجې لري، ځينې يوه درجه ايمان لري او ځينې دوه درجې، ځينې هم له اوو نه تر لسو؛ نو نه ښايي هغوى چې پوره ايمان لري تر نورو د هغوى له ظرفيته لوړه تمه ولرې. ))

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د خلكو ظرفيت ته پاملرنه ډېره اړينه ده. د ساري په توګه: كه ځوان نوى په سګرټو راغلى وي او سپين ږيري چې په كلونو يې سګرټ څښلي وي؛ نو له دې دواړه سره يو شان چلن نه دى پكار. امام صادق (رح) وايي: ((هغه ځوانان چې زموږ لارويان دي، كاشکې څو څپېړې يې خوړلى واى، چې په دين پوهنه كې يې هڅې كړې واى)) امام صادق (رح) كله هم د سپين ږېرو په هكله داسې تعبيرونه نه دي كارولي.

 امامانو به هر چا ته ټوله ديني پوهه نه ښوه. د ساري په توګه: “جابرجغي” د امام باقر (رح) له يارانو ځنې و، زرګونه احاديث يې پر يادو زده وو او چا ته يې د ويلو حق نه درلود. حضرت سلمان فارسي (رض) په داسې څه پوهېده چې حضرت ابوذر (رض) ترې نه و خبر. پېغمبران وايي: ((موږ دنده لرو چې د خلكو د ظرفيت له مخې ورسره خبرې وكړو. [339]))

په شخصي او ورځنې ژوند كې د خلكو ظرفيت ته هم بايد پاملرنه وشي. په يو حديث كې راغلي: ((د انسان روح كله خپه او كله خوشحاله او كله نا كله كركجن وي؛ نو چې روحي چمتووالى دې درلود؛ نو په كار پسې ولاړ شه.)) په عبادتونو كې ستوماني او ستړيا هغه څيزونه دي، چې له خدايه ترې په دعاګانو كې پناه غوښتل شوې ده. په عبادت كې چابكي او خوشحالي هغه نعمتونه دي، چې امامانو به تل پخپلو دعاګانو له خدايه غوښتل. په روايتونو كې راغلي: ((څوك چې ماشوم لري ، ځان دې ورسره ماشوم كړي؛ دا ځكه چې وكولاى شي ځان له ماشوم سره برابر كړي او ظرفيت يې په پام كې ونيسي.))

 

ټول عيبونه په يو وارې مه وايئ:

په نيوكه او له بديو په منع كې بايد هاندوهڅه وكړو، چې مقابل لورى په يو وار تر بريد او نيوكو لاندې را نه وړو. كه مور د خپلې لور له زده كړې خپه وي؛ نو د پند پرمهال دې داسې نه وايي: چې په لوست كې لټه يې، د جامو په ګنډلو نه پوهېږې، په نګولي كې دې مالګه ډېره كړه.

یادیزه:

وايي يوه ورځ حضرت عيسى علیه السلام له يوې ډلې سره تېرېده او مړ سپى يې وليد، يو وويل: څومره مردار بوى كوي. بل وويل: څومره تور شوى؛ خو حضرت عيسى علیه السلام وويل: څومره ښه غاښونه لري. دا طريقه موږ ته راښيي، چې له بديو په منع كې بايد ټولو اړخونو ته پام وشي. لنډه داچې په وينا دود كې ډېره ځيرنه پكار ده. كه زدکړیال ته وويل شي: كه هڅه وكړې؛ نو ښې نمرې به يوسې او كه ورته وويل شي: هسې خواري مه كوه ! ته د زده كړې استعداد نه لرې. دا هر يوه غونډله – جمله د زدکړیال پر روح ځانګړى اغېز لري. خلكو ته په بلنه كې غوره داده، چې وپوښتل شي، ايا چمتو ياست او كه نه؟ حضرت موسى علیه السلام فرعون ته وايي:

((فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَى‏ أَن تَزَكَّى= نو ورته ووايه: “ايا غواړې، چې پاك شې؟!))

كله ناكله خلك په داسې شرايطو كې وي، چې د حق د منلو چمتووالى نه لري. په يو حديث كې راغلي: ((په چمتووالي كې هم شرايط يو شان نه وي.))

كله ناكله خلك لنډو خبرو ته چمتووالى لري او كله هم اوږدو استدلالونو ته، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې به هغه خلك بريالي وي او خبره به يې اغېز ولري چې زماني، مكاني، رواني او ټولنيز شرايط په پام كې ونيسي.

یادیزه: يو عالم د جنازې لمونځ وكړ او روسته يې وويل: د مړي مخ خلكو ته ښكاره كړئ ! مخ يې چې خلکو وليد؛ نو خلكو ته يې وويل: ومو ليدل چې ددې خداى بښلي سترګې پټې دي؛ نو څو مو چې سترګې خلاصې وي؛ نو له بدو ليدنو يې وژغورئ ، ددې مړي پښې نه خوځي؛ نو څو چې ستاسې پښې خوځي؛ نو بدو ځايونو ته پرې مه ځئ، ژبه يې خبرې نه كوي؛ تاسې چې د خبرو وس لرئ؛ نو بد رد پرې مه وايئ.

په داسې عاطفي فضا كې د څو دقيقو نصيحت، د مړي پر خپلوانو ګټورې اغېزې لري چې كېداى شي، په بل وخت كې يې و نه لري.

قرآن حضرت عيسى علیه السلام ته وايي:

((وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ[340]= او (درياد کړه) چې كله الله ، عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((ايا خلكو ته دې ويلي وو، چې د ((الله)) پرځای ما او مور مې د دوو خدایانو په څېر ولمانځئ؟)) و يې ویل: ((ته پاك يې! را ته نه ښايي، هغه څه ووایم چې حق یې نه لرم، كه داسې خبره مې كړې وي؛ بېشکه پوهېدې، څه چې زما په ضمير كې تېرېږي، ته پرې خبر يې او پر هغه څه نه پوهېږم، چې ستا په (سپېڅلي) ذات كې دي، چې يوازې ته په پټو (خوالو) باخبر یې))

دلته دوه ډوله توب په ټينګه منع شوې دى؛ خو په هغه حالت كې چې په واقع كې مخاطب نور څوك دي.

په بل ځاى كې خداى پېغمبراكرم ته وايي:

((وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا[341]= ((او پالونكي دې پرېكړه كړې ده: بې له ده بل مه لمانځئ، له (خپل) موروپلار سره ښېګڼه وكړئ، كه له دوی يو يا دواړه زړښت ته درسره ورسي؛ نو ته ان “اوف”(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او په تول پوره) خبرې ورته وكړه.))

 

د مينې پيدا كېدو لار:

مينه او محبت پر نېكيو امر او له بديو منع ته مهمه لار ده. په قرآن كې خداى خپل نعمتونه يادوي، چې د انسان مينه له ځان سره زياته كړي. پر څه چې خداى خوشحالېږي، بايد و يې كړو او پرڅه چې خپه كېږي، بايد ورته شا كړو. كه موروپلارخپله مينه او چوپړتیاوې خپلو اولادونو ته وشمېري؛ نو د اولادونو مينه به ورسره نوره هم زياته شي او له حكمونو به يې سرغړونه و نه کړي. فرض كړئ كه د خداى نعمتونه نه واى؛ نو موږ به څه كول؟

كه اوبه ترخې واى؟كه د ځمكې حركت په ورو واى او شپه او ورځ اوږده تېرېده؟كه څومره مو هم ځمكه كنله او اوبو ته نه رسېداى؟كه لمر ځمكې ته نږدې واى. كه پاڼو راته ته اكسيجن نه جوړولاې؟كه ځناور د انسان تر کابو لاندې نه واى؟ كه اورښت نه واى. كه ځمكې رانه خپل بركتونه اخيستي واى؟ كه كټه ګوته مو نه درلودلاى؛ نو ايا قلم، ستنه او څټك به مو په لاس كې نيولى واى؟كه زموږ اوښكې تروې نه وي؛ نو ايا سترګې به مو كوم بل څيز ساتلې واى؟ دلته په ميليونو او ملياردونو “كه ” رامنځ ته كېږي او كېداى شي انسان په ټول عمر كې ان يو ځل هم پرې فكر و نه کړي. څوك چې غواړي، چا ته پر نېكيو امر او له بديو منع وكړي؛ غوره لار داده چې لومړى ورته د خداى نعمتونه او پېرزوينې ورپرياد كړي، چې عاشق يې كړي؛ عاشق هم حكمونو ته غاړه ږدي او پركوم كار يې چې معشوق خپه كېږي؛ نو نه يې كوي. څوك چې غواړي خپلو اولادونو ته لمونځ وښيي؛ نو لومړى بايد ورته د خداى نعمتونه وشمېري.

 

 

لومړى مينه او لورنه او بيا امر او منع:

قرآن خلكو ته د عبادت امر كوي او وايي:

((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ[342]= ((نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ولمانځي؛ هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل. ))

ويونكى چې څومره ښه او غوره وي؛ نو د خبرو اغېز به يې هم ډېر وي. پر كومه ورځ چې پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم مدينې ته راغى؛ هر ټبر د خپل وياړ د لاس ته راوړلو لپاره غوښتل، پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم له ځان سره يوسي؛ خو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم غوښتل چې بې پلوى وي او ټولو ته په يوه سترګه وګوري؛ ځكه كله ناكله يو دريځ او يا هم له كوم ګوند او وګړي ملاتړ د خلكو په زړونو كې د انسان محبوبيت او د خبرو اغېز راټيټوي. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم پر دې ورځ وويل: ((زه خپله اوښه پرېږدم؛ په هر ځاى کې چې څملاسته؛ نو همغه به مې کور وي.)) دا خبره د ټولو خوښه شوه؛ اوښه يې پرېښووه او د حضرت ابو ايوب انصاري په كور كې څملاسته ، چې هغه مهال ډېر نشتمن و. په هر حال، څوك چې پر نېكيو امر كوي؛ بايد د خلكو په زړونو كې ځاى ولري او شرط يې دادى، چې ټولو ته بايد په يوه سترګه وګوري. له بلنې او تبليغ روسته چا، چې لومړى حق ته غاړه كېښووه؛ نو بايد ورته په ځانګړي ليد وليدل شي. قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ[343]=((پېغمبره ! له كافرانو او منافقانو سره جهاد او سخت چلن وكړه، ورتګ يې جهنم ته دى، چې خورا ناوړه هستوګنځى دى!))

 

د زړونو راماتولو لپاره د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم کړلارې:

((كه په درې ورځو كې به يې خپل كوم يار و نه ليد؛ نو پوښتنې ته به يې ورتله. [344]))

 ((د ښار په لرو پرتو سيمو كې يې هم د رنځورانو پوښتنه كوله. [345]))

 ((له كوم مسافر سره يې چې پرمخه ښه كوله، دهغه لاس به يې نيوه او دعا يې ورته كوله. [346]))

((د جګړې په پاى كې به د نشتمنو پوښتنې ته تله او د هغوى لاسنيوى به يې كاوه. [347]))

((چاچې به ورته صدقه او زكات راووړ؛ نو د هغه پر كورنۍ به يې درود وايه. [348]

((خلكو ته به يې په غوره نومونوغږ كاوه، د ښځو او ماشومانو نومونه به يې ډېر په عزت اخستل. [349]))

((كه په پور كې يې كوم زوړ څيز اخسته؛ نوپه بېرته وركولو کې يې نوى څيز وركاوه. [350]))

 

 خلكو ته يې خواړه وركول:

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم كمالونه زيات دي او شمېرل كېداى نشي، په هر حال كه څوك غواړي پر نېكيو امر او له بديو منع وكړي؛ نو بايد د خلكو په زړونو كې ځاى ولري، پراخه سينه ولري او ټول كړه وړه يې د زړه له كومې وي.

 

بله بېلګه:

د”شقراني” په نوم يو كس شراب څښلي وو او امام صادق (رح) ته راغى. امام صادق (رح) لومړى ورته ته ورم – نصيحت وكړ او روسته يې په ډېره نرمۍ له بديو منع كړ. د امام صادق (رح) دوو ټكيو ته پام و: لومړى د شرابو څښل يې ورته ونه ويل. دويم: ورسره يې په ډېره درناوۍ خبره وكړه: ((شقراني! ښه كار چې هر څوك كوي؛ نو ښايسته دى؛ خو ستا ښه كار ډېر ښكلى دى؛ ځكه ته راسره اړيكي لرې او بد كار چې هر څوك كوي؛ نو ناوړه به وي او كه ته يې وكړې؛ نو ډېر به ناوړه وي؛ ځكه چې ته راسره اړيكې لرې. [351]))

 

كولاى شو په جوماتو كې دا لاندې كارونه هم وكړو:

كه د ډاكترانو د فراغت سندونه په جومات كې وركړاى شي. كه بې ډنګه او ډونګه نكاح په جومات كې وتړل شي. كه د سياليو انعامونه په جومات كې وركړل شي؛ نو لا ډېرخلك به ورته رامات شي. كه خلكو ته ډالۍ او نور څيزونه وركوو او ورباندې لنډه جمله وليكو، چې له بديو د منع په هكله وي؛ نو ډېر ژر به غوره پايلو ته ورسو. لنډه داچې لومړى بايد د خلكو په زړونو كې ځاى پيدا كړو اوورسته ورته امر او منع وكړو.

 

 د مينې طريقه:

د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم او امامانو په ژوند كې په زرګونو داسې پېښې تېرې شوي، چې پر نېكيو امر او له بديو د منع عملي بېلګې دي چې دادي: د”شام” يو اوسېدونكي د امام حسن سپكاوى وكړ. امام حسن دا سړى خپل كور ته بوت او مېلمستيا يې ورته وكړه، هغه پر خپلو خبرو سخت پښېمانه شو. [352]

يو تن امام زين العابدين ته سپكې سپورې وويلې. امام ورته وويل: ايا كومه ستونزه او اړتيا لرې؟ روسته يې ورته زر درهمه او نوې جامې وركړې. دا تن چې بېرته ستنېده؛ و يې ويل: زه ګواهي وركوم چې ته د رسول الله زوى يې. [353] يو تن د امام كاظم سپكاوى وكړ. خلكوغوښتل چې و يې وژني؛ خو اجازه يې ورنه کړه، بله ورځ امام د همدې سړي پټي ته ولاړ او و یې پوښته: له دې كرنې د څومره ګټې هيله لرې؟و يې ويل: دومره اندازه. امام ورته درې سوه ديناره وركړل او ورته يې وويل: دا واخله او د پټي حاصل دې هم ستا وي او له دې لارې يې د هغه په زړه كې ځاى پيدا كړ. [354]

په روايتونو كې راغلي: ((څوك چې درسره مړى ژوندى پرېږدي؛ نو ته يې ورسره مه پرېږده، څوك چې درسره بدي وكړي؛ ته ورسره ښه وكړه. [355]))

 د يو مسيحي زوى مسلمان شو. امام صادق ورته وويل: اوس چې مسلمان شوې؛ نو د مور دې ډېر درناوى كوه. مور چې د مسلمان زوى لخوا دومره درناوى وليد؛ نو مور يې هم مسلمانه شوه. [356]

امام زين العابدين د”مكارم الاخلاق” په دعا ګانو كې له خدايه غواړي: ((خدايه! ته راته توفيق راكړې، كه څوك راسره بد وكړي؛ نو چې زه ورسره ښه وكړم. كه چا راته بده خبره وكړه؛ خو چې زه يې وستايم. كه چا راته سپكې سپورې وويلې؛ نو سترګې پرې پټې كړم. كه چا بې برخې كړم، چې زه ورسره ښه وكړم. كه چا له ځانه لرې كړم؛ نو چې زه ورسره نېكي وكړم. ))

يو تن د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم چپنه له شا داسې راښکوده، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ودرېد. ټول خلك پرې په غوسه شول او غوښتل يې، چې و يې وهي؛ خو پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم په مينې د دې تن پر وړاندې د خلكو نظر واړو. دا شان عاطفي چلنونه د امامانو په زدکړیالو او لارويانو كې ډېر لیدل كېږي، چې څو بېلګې يې دادي:

يو كال ډېره سخته وچكالي راغله؛ يو يهودي د خوړو د لاس ته راوړنې لپاره د”سيدمرتضى” د زده كړې په کړۍ كې ګډون وكړ او اجازه يې ترې وغوښته، چې غواړي د نجوم د علم په هكله ترې څه زده كړي. سيد مرتضى يې غوښتنه ومنله او حكم يې وكړ چې د ورځېني لګښت لپاره ورته څه مقرر كړئ، يهودي د څه مودې لپاره په زده كړو بوخت و او څو مياشتې روسته مسلمان شو. [357]

 يوه ورځ حضرت “مالك اشتر” د كوفې له بازاره تېرېده؛ يو تن و نه پېژانده او په لوټه يې وويشت. مالك اشتر په غوسه نشو او پخپله لار روان و، ځېنو چې دا پېښه وليده؛ نو هغه ته يې وويل: ايا پوهېږې چې د چا سپكاوى دې وكړ؟و يې ويل: نه. ورته وويل شو: دا مالك اشتر و، چې د حضرت علي له نږدې يارانو ځنې دى. سړى ولړزېداو پخپلو كړو سخت پښېمانه شو. د بښنې لپاره په مالك اشتر پسې ولاړ؛ و يې ليدل چې په جومات كې لمونځ كوي؛ صبر يې وكړ چې لمونځ يې پاى ته ورسېږي. روسته يې ځان د مالك اشتر پر پښو واچو او بښنه يې ترې وغوښته. مالك اشتر ورته پر ورين تندي وويل: مه وېرېږه!پر خداى قسم زه ددې لپاره جومات ته راغلى وم، چې تا ته له خدايه بښنه وغواړم. [358]

 

له وجدانه د مرستې غوښتنه:

يو كس پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته راغى و يې ويل: زنا كار يم. پېغمبراكرم ورته وويل: ايا غواړې، چې ستا له ناموس سره دې همداسې وشي؟ و يې ويل: نه. پېغمبراكرم وويل: نو ته هم دا كار مه كوه.

حضرت عمرو بن جموع (رض) د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم له نږدې يارانو ځنې و. هغه په پيل كې بوت لمانځى و او له لرګي يې بوت جوړ كړى و او په كور كې يې ايښى و. څو ځل مؤمنو ځوانانو دده د زوى په مرسته د هغه بوت ناولى كړ؛ خو هغه به بيا هم پاكاوه او لمانځه يې. يوه ورځ ستړى شو او بوت ته يې وويل: ته ولې له ځانه دفاع نه كوې؟يوه توره يې ورته په غاړه كې واچوله او ورته يې ويل: دا ځل له ځانه دفاع وكړه. بيا چې راغى؛ و يې ليدل چې توره د مړه سپي په بدن پورې تړل شوې او خپله بوت يې پر ډېران پروت دى. ددې پېښې په ليدلو يې وجدان راويښ شو او ايمان يې راووړ. [359]

 

د ملي او بشري عواطفو هڅول

پر نېكيو امر او له بديو د منع لپاره د عواطفو هڅونه قوي اړم دى. قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ[360]= ((مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.))

هغه بل ستا رور دى، اوس نشته چې له ځانه دفاع وكړي. ايا دا به د چا خوښ شي چې څوك د مړ شوي رور غوښې وخوري؟غيبت د مړ شوي رور د بدن د غوښې خوړل دي. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم به د بيعت، د رورولۍ تړون، د نورو پېغمبرانو د پلويانو د قصو په بيانولو، له خلكو سره د سلامشورې، د غېر مسلمانانو د رنځورانو پوښتنه، له هغه كسانو سره مينه كول، چې ورته به يې سپكې سپورې کولې، د مكې د فتح پر ورځ د ټولو د بښنې اعلان كول، کوم كسان يې چې نه ليدل، ورته يې دعا كوله؛ نو پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم له دې عاطفي لارو ټول خلك خېر ته رابلل او له بديو يې منع كول.

 

د وطن پالۍ له حسه کار اخستل

له وطن او كور سره مينه د انسان طبيعي حق دى. د ظالمانو يو كار دادى، چې له انسانه دا طبيعي حق اخلي او له خپلو كورونو يې اوباسي.

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلإِ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُواْ لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلاَّ تُقَاتِلُواْ قَالُواْ وَمَا لَنَا أَلاَّ نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَارِنَا وَأَبْنَآئِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْاْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ[361]= ((ايا تر موسى روسته د بني اسراييلو د مشرانو له (حاله) خبر نشوې، چې خپل پېغمبر (شموییل) ته يې وويل: ((موږ ته يو چارواكى (او بولندوى) وټاكه، چې په امر يې د الله په لار كې جګړه وكړو.)) (پېغمبر یې) وويل: ((بيا خو به داسې نه وي، چې درته د جنګېدو امر وشي او و نه جنګېږئ (او سرغړونه وکړئ) !)) ځواب یې وركړ: ((نه! دا څنګه كېداى شي، چې موږ د الله په لار كې و نه جنګېږو، حال دا له خپل كور کلي او ټبره شړل شوي يو (او دښمن مو ښارونه نيولي او اولادونه مو بنديان شوي دي)))؛ خو چې د جګړې امر ورته وشو؛ نو بې له لږ شمېر يې نورو ټولو ورشا كړه او الله ظالمان ډېر ښه پېژني.))

پر نېكيو په امر كې كولاى شو، د خلكو د وطن دوستۍ له حسه ګټه واخلو او ووايو: د ملي خپلواکۍ او د هېواد د پت لپاره بايد داسې عمل وكړئ يا داسې عمل مه كوئ. بې دينه هېوادونه د همدې حس له لارې خپل مليونونه سرتېري جګړې ته لېږي. پر نېكيو په امر كې کولاى شو د تاريخ او جغرافيا د لوست او مطالعې له لارې هم د وطن دوستۍ له حسه ګټه واخلو. كه هرې سيمې ته د هغوى مېړني ور وپېژندل شي؛ نو غوره به وي.

په هر حال له هر ملي او وطني وجدان او احساسه بايد د خېر ښېګڼې په خورولو او د بديو په مخنيوي كې ګټنه وشي. يو تن له خپلې مور سره په خبرو اترو کې لږ ستغ شو. بله ورځ هغه امام صادق (رح) وليد او ورته يې وويل: ((ولې دې له مور سره ستغې خبرې وكړې؟ ايا نه پوهېدې چې د مور ګېډه ستا كور و؟ غېږه يې ستا زانګو وه؟ او شېدې يې ستا خواړه وو؛ نو په ستغتوب ورسره مه چلېږه. [362]))

 

نصيحت كول دې پټ وي:

په يوه حديث كې راغلي: ((څوك چې په پټه خپل ديني رور ته ورم – نصيحت وكړي؛ نو هغه به يې سينګار كړى وي او که ورته په ښکاره ورم وکړى؛ نو خجالت به يې كړي. [363]))

پاتې دې نشي هغه ګناه كوونكى، چې لا تر اوسه د ځان درناوى كوي؛ نو زموږ ورم به پرې ډېر ژر اغېز وكړي؛ خو كه ځان په خلكو كې رسوا وننګېري؛ نو سمونه به يې سخته وي.

 

نصيحت بايد لنډ وي:

په يوه حديث كې راغلي: ((چا ته دې نصيحت كاوه؛ نو لنډه يې كوه، كله نا كله د لنډو وییو – كلمو او غونډلو – جملو اغېز د اوږدو ویینو په پرتله پر ذهن ښه اغېز كوي او د يادولو او ليكلو لپاره هم اسان وي.))

 

د ژمنو يادول:

پر نېكيو امر او له بديو د منع بله لار د خداى د اولياوو د ژمنو بيانول دي. انسان د هرې نېكۍ د كولو او بديو ته د شا كولو لپاره نيت او هڅونې ته اړتيا لري او ژمنې له غوره انګېزو او هڅونو ځنې دي. پېغمبرانو به خلكو ته ويل: تاسې له خپلې بې لارۍ لاس واخلئ او استغفا روكړئ؛ خداى به تاسې په ښه توګه بريالي كړي:

((وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ[364]= ((او داچې له خپل پالونكي بښنه وغواړئ، بيا یې لوري ته ورمخه کړئ (تردې چې) تاسې تر يوې ټاكلې مودې (ددې دنيا له نعمتونو) ښه برخمن كړي او د هر ورکړې خاوند ته خپل حق وركړي او كه (له دې فرمانه) مو مخ واړاوه؛ نو[پوه شئ، چې] زه پر تاسې د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم !))

يو تن د خپلې ونې د لېدو په پلمه د بڼوال د كورنۍ مزاحم كېده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ورته وويل: ((كه دا يوه ونه پر ما وپلورې؛ نو زه تا ته د جنت ضمانت دركوم؛ خو هغه و نه منله.))

ژمنې هم د منكراتو او بديو په پرېښودو كې مهمه ونډه لري. قرآن وايي:

((وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُواْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْاْ رُسُلَهُ وَاتَّبَعُواْ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ[365]= او دا د “عاد” قوم و، چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شول او د هغه د استازيو خبره يې و نه منله او (د حق) د هر سرغړاند دښمن لاروي يې وكړه.))

((وَأُتْبِعُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا إِنَّ عَادًا كَفَرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ[366] = ((او هم په دې دنيا کې او هم د قيامت پر ورځ یو لعنت ورپسې شو، پوه شئ، “عاد” په خپل پالونكي كافران شول. عاد، د هود قوم، دې (د الله له رحمت، خير او نېكمرغۍ) لرې وي!))

 لنډه داچې د انسان پر كړو وړو د الهي وليانو دعا او ښېرې اغېزمنې دي. حضرت علي وايي: ((كه تاسې د خداى پر لار ياست او پر الهي دندو عمل كوئ او په دنيا كې كومې بريا ته ونه رسئ؛ نو په قيامت كې به زه ستاسې د بريا ضمانت وكړم. [367]))

 

د ښوونې لارې:

څوك چې امر او منع كوي او د امر او منع خواله – رمز او راز نورو ته ووايي؛ نو ډېر توفيق به تر لاسه كړي. البته كله ناكله د خداى د امرنو دليلونه او خوالې خورا کړکيچنې وي. كله امر او منع د ازمېښت له كبله وي او كله پر دليل د پوهې لپاره وخت ته اړتيا وي او كله ناكله حكم ته سر ايښوول يو دليل وي:

((وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُواْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْاْ رُسُلَهُ وَاتَّبَعُواْ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (هود/۵۹) = او دا د “عاد” قوم و، چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شول او د هغه د استازيو خبره يې و نه منله او (د حق) د هر سرغړاند دښمن لاروي يې وكړه.))

((وَأُتْبِعُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا إِنَّ عَادًا كَفَرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ[368] = ((او هم په دې دنيا کې او هم د قيامت پر ورځ یو لعنت ورپسې شو، پوه شئ، “عاد” په خپل پالونكي كافران شول. عاد، د هود قوم، دې (د الله له رحمت، خير او نېكمرغۍ) لرې وي!))

خو ډېر امرونه او منع د يو سول – منطق او دليل پر بنسټ وي او كه خلكو ته وشي؛ نو ډېر ژر به پايلو ته ورسو. په ډېرو آيتونو او روايتونو كې ډېرو دليلونو ته اشاره شوې چې څو بېلګې يې دادي:

 د لمانځه بل دليل د خداى يادونه او ياد يې دزړونو د ارامتيا وزله ده.

((إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي[369]= په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما لمانځوړ نشته؛ نو و مې لمانځه او ياد ته مې لمونځ كوه.))

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ[370]= ((هغوی چې ايمان يې راوړى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر وسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

 

د لمانځه بل دليل له خدايه شكر دى:

د لمانځه درېیم دليل دادى چې انسان له فحشاْ او بديو ژغوري:

((اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ[371]= ((هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي.))

 

د روژې نيونې اغېز، د تقوا پيدا كېدل دي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[372]= ((مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر ړومبيو فرض شوې وه، ښايي متقیان شئ. ))

پر ځمكه د فساد مخنيوى د جهاد له بركتونو ځنې دی؛ كه يوه ډله د خپل پاڅون له مخې د تيري كوونكيو مخه و نه نيسي؛ نو ځمكه به د فساد پلو ته ولاړه شي:

))فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ[373] = ((نو د الله په حكم یې دښمنانو ته ماتې وركړه او ((داوود)) [ چې د طالوت په لښكر كې غښتلى، زړور او زلمى و] جالوت وواژه او الله واكمني او حكمت ور پر برخه كړ او څه یې چې غوښتل ، ور و يې ښوول(لکه د زبور کتاب، د واقعیاتو له مخې قضاوت، د الوتونکیو وینا او له اوسپنې د زرې جوړونه). كه الله په ځینو د ځينو مخنيوى نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه؛ خو الله پر نړیوالو لورنه لري.))

د فقر له منځه وړل، د ديني تبليغاتو ملاتړ، د بنديانو ازادول، د نشتنمو لاسنيوى، د نورو د زړونو لاس ته راوړل، د زكات او خمس له فلسفې ځنې دي.

د حج دليل د مسلمينو په نړيوال ډګر كې ګډون او له ډېرو ګټو برخمن كېدل دي، چې په قرآن كې ورته اشاره شوې ده:

))لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ[374]= ((چې (د حج په دې ژوند سازه کړنلار كې) خپلې ګټې وويني او په څو ټاكليو ورځو كې (د قربانۍ‌ كولو پرمهال) پر هغو څارويو د الله نامه واخلي، چې ورروزي كړي یې دي؛ نو پخپله یې هم ترې وخورئ او هم يې پر لاس اړو فقيرانو وخورئ))

د يو كار پر خوالې – راز و رمز پوهېدل يې د کولو لپاره تر ټولوغوره وزله ده.

 

د خلکو پوهول:

ډېر كسان شته چې د خپلو ګناهونو او سرغړونو د اغېزو او خطرونو په هكله لازمه پوهه نه لري. د ساري په توګه: د سګرټ په خطرونو چې خبر شي؛ نو پرېږدي يې. كه خلك د ځينو رنځوريو، ستونزو او يا هم د نيمګړيو او معيوبو ماشومانو د پيدا كېدو په دليل پوه شي؛ نو له پيله به پام كوي، چې پر دردونكيو پېښو اخته نشي. د ساري په توګه: كه يوه ناوې او زلمى د كوروالي پرمهال يو لړ ټكي په پام كې و نه نيسي؛ ممكن په اولاد كې يې څه نقص او نيمګړتيا رامنځ ته شي، چې د عمر تر پايه به مور و پلار كړوي. په دې هكله په اسلامي روايتونو كې ځانګړي حكمونه راغلي دي. څومره به ښه وى، چې تر واده مخكې ناوې او زلمى په يوه ځانګړي ښوونځي كې په دې اړه لازم معلومات تر لاسه کړي. پوه اشپز كولاى شي چې د مالټې له پوستكي ډېره ښه مربا جوړه كړي؛ خو ناپوهه اشپز ان غوره توکى هم خرابوي. يو تكړه چلوونکى پر يو ساده موټر ډېر سفر کوي؛ خو نابلده موټروان نوې موټر كندو ته ورغورځوي.

روايت دى: ((مهمه مسئاله د خلكو پوهونه ده، كه خلك زموږ د اهلبېتو پر ښكلا پوه شي؛ نو په غوڅه توګه به زموږ لارويان شي. [375]))((خداى له علماوو ژمنه اخستې، چې ناپوهانو ته به ښوونه كوي. [376]))

یادیزه: پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم له يوې ښځې سره خبرې كولې، يو كس يې ترڅنګ تېر شو، رسول الله ورته وويل: ((دا زما ښځه ده، ښه ده چې خبر دې كړم، چې تا كوم بل فكر ګناه ته اړ نه کړي.)) د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم د پوهاوۍ رسونې دا دود د بېځايه شك د مخنيوي لپاره غوره او ساده لار ده.

یادیزه: يو مېلمه د امام باقر (رح) كور ته راغى؛ له ځان سره يې وويل: د امام باقر(رح) خونه ولې دومره ښكلې ده؟ امام باقر(رح) پرې پوه شو، د تلو پر وخت يې ورته وويل: ((سبا هم راشئ!)) په سبا ورځ امام باقر(رح) هغه ساده خونې ته بوت او ورته يې وويل: ((پرونۍ خونه زما د مېرمنې وه او پخپلو پېسو يې جوړه كړې وه، هغه ازاده ده او دا يې خوښېږي چې خونه يې ښكلې وي؛ خو دا ساده خونه زما ده چې وينې يې.)) د ناپوهانو د پوهولو لپاره د امام باقر(رح) دا شان حركت له بېځايه شك، تور او غيبته د مخنيوى غوره لار ده.

 

اساني:

ګناه كوونكي انګېري چې ګناه ته شاكول او د پلانكۍ نېكۍ كول ستونزمن دى. پر نېكيو امر او له بديو منع د پلي كېدو يوه لار داده، چې موږ خلكو ته كار شونى او اسانه وښيو او ورته ووايو چې: نېكي كول اسان دي، ان كولاى شو ورته ځينې بېلګې هم ووايو؛ لكه:

هغه پلانى په زوړوالي كې په زده كړې پسې ولاړ نشو؟خو اوس ليك لوست كولاى شي. هغه پلانى خو تر تا كمزورى نه و؛ نو چې حج ته ولاړ او بېرته راغى. هغه پلاني سګرټ او چرس پرېنښوول؟

په هر حال ځينې كسان پر بديو ككړ دي او ګومان كوي، چې لاس ترې نشي وينځلاى. د ساري په توګه وايي: ډېره موده كېږي چې ږيره ښريوو يا موږ له هغه ګناهګار سره په پلانكۍ ګناه كې ګډون كړى، لاس مو وركړى او قسم مو ورسره خوړلى دى.

په قرآن او روايتونو كې ځينې داسې بېلګې لیدل كېږي، كه انسان اراده وكړي؛ نو هر څه به ورته اسان شي. د فرعون ښځه د طاغوت په ماڼۍ كې د حضرت موسى علیه السلام ملاتړې كېږي. كوم كوډګران چې د حضرت موسى علیه السلام مقابلې ته راغلي وو؛ ټولو پر حضرت موسى علیه السلام ايمان راووړ. د داسى بېلګوله لارې كولاى شو، خلك د نېكيو تر سره كولو او بديو ته شا كولو ته اړ كړو.

د بېلګې جوړونې طريقه:

د برياليو او وتلو څېرو ښوول، د هغوى لمانځنه، هڅونه، د حق لوري ته د خلكو هڅول، د بېلاريو څېرو سپكاوۍ او پرې لعنت ويل، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې اغېزمنه ونډه لري. خلك هر كال په” محرم” كې د”كربلا” پېښه لمانځي او له “نبوي كورنۍ” خپل ملاتړ اعلانوي. د خداى او د هغه د اولياوو له دښمنانو سره كركه او ورڅخه لرېوالى، خلك دې ته اړباسي، چې د طاغوتانو پر لار پل كېنږدي. قرآن وايي:

((وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[377] = او الله مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پرمهال] يې وويل: ((پالونكيه! ما ته په خپلې خوا کې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ما له فرعون او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه!))

د دنيا ټول خلك بايد د فرعون له ښځې عبرت واخلي، چې څرنګه د فرعون ځواك، مال او مقام ته ورماته نشوه، خداى د فرعون ښځه ستايي او ټولو خلكو ته يې بېلګه ګرځولې ده. قرآن په يو بل ځاى كې وايي:

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا[378] = ((په يقين، د الله د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي))

 په ډېرو كارونو كې بېلګې پېژندنې ته اړتيا لیدل كېږي. څو مثالونه يې دادي:

چاچې اذان وكړ او چوپتيا يې ماته كړه؛ نو نورو ته د اذان ويلو لار هم خلاصېږي. په الوتكه كې چې يو تن لمانځه ته پورته شو؛ نو نورو لمونځ كوونكيوو ته هم لار هوارېږي. كه نشه يي، نشه پرېږدي؛ نو نورو نشه يانو ته بېلګه ګرځي. كه يو تن پر زده كړه لاس پورې كړي؛ نو پر خپلو خپلوانو اغېز كوي.

 

د طنز په قالب كې له بديو منع

يوه ورځ بهلول څو مزدوران وليدل، چې جومات جوړوي و یې پوښتل: څوک دا جومات جوړوي؟ و يې ويل: هارون الرشيد. بهلول په ډبره وليكل: بهلول دا جومات جوړوي او د شپې يې په پټه د جومات پر وره ولګوله. مزدورانو چې دا حالت وليد؛ هارون الرشيد يې خبر كړ. هارون الرشيد بهلول راوغوښت او و يې ويل: د جومات جوړونكى ته نه؛ بلكې زه يم او ولې دې دا ډبره د جومات پر وره لګولې او خپل نوم دې پرې ليكلى دى؟ بهلول وويل: ته كه د خداى لپاره جومات جوړوې؛ پرېږده چې زما نوم ورباندې وي، خداى خو پوهېږي چې جوړونكى يې څوك دى؟

له دې لارې بهول هارون الرشيد پوه كړ، چې ته اخلاص نه لرى. بله ورځ بهلول د هارون الرشيد دربار ته ننوت؛ هارون الرشيد نه و او پر ځاى يې كېناست، خادمانو هغه سم وواهه. هارون الرشيد چې راننوت؛ ورته يې وويل: ((څو شېبو ته ستا پر ځاى كېناستم؛ نو دومره وهل مې وخوړل، افسوس ستا پر حال، چې ډېره موده كېږي، چې د پېغمبر د كورنۍ پر ځاى ناست يې.)) هغه ددې طنز له مخې هارون الرشيد ته وويل: ((ستا لار باطله او پر حكومت دې خېټه اچولې ده. ))

 

د ثواب او عذاب بيانول:

د نېكيو د ثوابونو او د بديو د عذابونو بيانول به خلك دې ته اړ كړي، چې نېكيو ته مخه او بديو ته شا كړي. په قرآن او روايتونو كې په دې باب ډېره سپارښتنه شوې ده. علماوو د ثواب او عذاب په هكله خورا كتابونه ليكلى دي. د ګناهونو له عذاب، د امتونو د پوپناكېدو، د قومونو د ذلت او عزت سره اشنايي او همداراز هغه كسان، چې د الهي پېرزوينو له كبله له ګناه ژغورل شوي؛ نو له دې ټولو سره اشنايي خورا اغېزمنه ده. حضرت يوسف علیه السلام خپلو وروڼوته د خپل عزت راز داسې څرګندوي: ورونو! پوه شئ څوك چې تقوا ته مخه كړي؛ نو خداى به يې اجر پوپناه نه كړي.

په هر حال د نېكيو د ثوابونو څرګندول پر نېكيو د امر او له بديو د منع يو لار ده.

 

سوکه سوکه طريقه:

شيطان انسان په رو رو د فساد پلو ته راكاږي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ[379]= خلكو! په ځمکه کې له شته حلال او پاک څيزونو وخورئ او د شيطان پر پلونو مه ځئ؛ ځکه هغه، مو ښكاره دښمن دى.))

 د سمونې او پر نېكيو د امر لار هم بايد رو رو وي. شراب په څو پړاونو كې منع شوي دي.

لومړى پړاو:

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (نحل/۶۸) = او پالونكي دې د شاتو مچۍ ته وحې [اوغريزي الهام] وكړ چې: ((په غرونو، ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړئ.))

له انګورو هم غوره خواړه جوړېږي او هم مستوونكي مايع او دې ته اشاره كوي، چې مستوونكى مايع غوره نه ده.

 

دويم پړاو:

))يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ[380]= ((د شرابو او جوارۍ په باب دې پوښتي، ورته ووايه: ((په دواړو كې ستره ګناه ده او ( له توکیز پلوه) خلكو ته يو څه ګټه هم لري؛ خو زيان يې تر ګټې ډېر دى.)) او پوښتي: ((څه څيز نفقه كړو؟)) ورته ووايه: ((څه چې درنه زيات وي.)) دغسې الله درته په څرګنده آيتونه (احكام) بيانوي، ښايي اندنه وكړئ. ))

ددې بيان له لارې د شرابو بدوالى اعلانوي.

 

درېیم پړاو:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[381]=((مؤمنانو! شراب، جواري، بوتان او ازلام [= يو ډول بخت ازمېيل] (دا ټول) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛ نو ځان ترې وساتئ ، چې بریالي شئ))

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم په همدې دود مبارزه کوي؛ لومړى انسان ځان جوړونې ته رابلي:

))وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ. وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ[382]=((او جامې دې پاكې کړه، او [د شرک] له چټلۍ ډډه وکړه.))

بيا خپلو خپلوانو ته ګواښ كوي:

))وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[383]= ((او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه))

ورپسې د مكې او شاوخوا خلك رابولي:

))وَهَذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ[384] = ((او دا يو برکتناک كتاب دى، چې موږ نازل كړى دى (او) تر دې له مخه د راغليو كتابونو تاييدونکى دى (در و مې لېږه، چې خلكو ته د الهي مكافاتو زېرى پرې وركړې) او د ام القرى [= مكه] او شاوخوا اوسېدونكي ووېروې! او (يقين وكړه) پر اخرت مؤمنان په دې (كتاب هم) ايمان راوړي او پر خپلو لمونځونو پابند دي.))

او په پاى كې د ځمكې پر مخ ټولوخلكو ته بلنه وركوي:

))وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ[385]= او ته مو ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرګری او (له عذابه يې) گواښگرندى ورلېږلى یې؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.

 

د سود په منع كې هم دا پړاوونه لیدل كېږي

لومړى پړاو:

وَمَا آتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِندَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُم مِّن زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ[386]= ((او څه چې د سود (په نيت) وركوئ، چې د خلكو له مالونو مو ګټه زياته کړي؛ نو (په حقيقت کې) د الله پر وړاندې نه زياتېږي [او څه برکت نه لري]؛ خو د الله د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛ نو همدوى (د خپلو مالونو) زياتوونكي دي.))

دويم پړاو:

قرآن سود خوړل د يهودانو ناولى روږد ګڼي:

))وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا[387]= او (پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي ول او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ یې كافرانو ته ډېر دردناك عذاب چمتو كړى دى.

درېیم پړاو:

 قرآن انسان له ډېر سود اخستو منع كوي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[388] = ((مؤمنانو! څوګرايه سود (د پيسو ګټه) خوړل پرېږدئ او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، چې بريالي شئ.))

 

څلورم پړاو:

 قرآن د سود اخستل له خداى سره د جګړې اعلان ګڼي:

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ[389]= ((نو كه (داسې) مو و نه کړل؛ نو پوه شئ، چې له الله او رسول سره يې یوې جګړې ته راپاڅېدلي ياست او كه توبه وباسئ؛ نو آریزه پانګه مو خپله ده [= بې سوده پانګه] مه تېرى كوئ او نه به تېرى درباندې وشي))

سوکه سوکه مخكې تلل له روزنيزو ارونو ځنې دي. د كفارو يوه نيوكه دا وه، چې ولې پر رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ټول قرآن په يو وار نازل نشو. قرآن وايي:

((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا[390] = او کافران وايي: ((ولې دا قرآن ټول یو واري پرې نازل نشو؟))(هو!) داسې (ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) مو په ځانګړي اوډون د بېلابېلو برخو په بڼه په کرار کرار درلوستى دى))

سوکه سوکه نزول روح اراموى.

 

د بیا ځلي دود

په ښوونه او روزنه كې ډېر توپيرونه ليدل كېږي. په روزنه كې بیا ځلي – تكرار يو اړين آر – اصل ګڼل كېږي؛ خو په ښوونه كې كه زدکړیال پر يوې مسلې پوه نشي؛ نو بیا ځلي يې اړين دى. اسلام يوازې پر ښوونه نه؛ بلكې پر روزنې هم ټينګار كوي؛ نوځكه بايد بیاځلي شي. موږ د شپې او ورځې څو ځل لمونځ كوو. پر خداى ايمان درلودل، د خداى له يادونې سره توپير لري. قرآن د ځينو په هكله وايي:

((إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ[391]= (ځكه) پر ستر الله یې ايمان نه درلود.))

((الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ[392]= ((منافقان او منافقانې يو د بل (په څېر) دي (ډله يې يوه ده)! هغوى پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كوي او خپل لاسونه (له نفقې وركولو د خیر له کاره او بخششه) موټى كړي ساتي، الله يې هېر كړى او الله (هم) دوى هېر كړل (او خپل رحمت يې پرې نيولى دى) په رښتيا، منافقان سرغړاندي دي.))

موږ پر خداى ايمان لرو؛ خو هېروو يې؛ نو بايد د خداى د يادښت له لارې خپل ايمان راوغوړو. د قيامت په هكله هم همدا شان ده؛ يعنې ځينې پر قيامت ايمان نه لري. انسان دومره هېرونكى دى چې كله ناكله يادښت هم ورته بسیا نه دی؛ نوځكه قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ[393]= ((مؤمنانو! چې كله (د جګړې په ډګر كې) له كومې ډلې سره مخامخ شئ؛ نو ټينګ شئ او الله ډېر يادوئ، چې بريالي شئ.))

د انسان هېرول دومره ډېر دي، چې په اسلام كې سپارښتنه شوې، په شپه او ورځ كې پنځه ځل په جيګ او خوږ عږ ووايئ: “حى على الصلوه” په لمانځه كې د حمد سورت يو ضرورت دى؛ كه دا سورت ونه ويل شي؛ نو لمونځ نه كېږي. د حمد په سورت كې د ((صراط))، ((رحمن)) او((اياك)) و یې – كلمې تكرار شوي. په قرآن كې حضرت آدم ته د پرښتو سجده او د شيطان د لویۍ داستان، د حضرت موسى او فرعون داستان د حضرت نوح او د هغه د قوم داستان او نور ډېر داسې داستانونه تكرار شوي دي. امام “فخر رازي” په قرآن كې د تكرار په اړه پخپل تفسير كې لس ټكي ليكلي دي. د “الرحمن” په سورت كې يو آيت له دېرشو ځلو زيات تكرار شوى دى. په هر حال د هرې شېبې غفلت او هېرونې لپاره يادونې ته اړتيا ده. موږ د لمانځه په ركوع، قيام او سجده كې څوڅو ځل “الله اكبر” تكرار وو.

د خداى يادونه د روح غذا ده او د جسم د غذا په شان بايد تكرار شي.

د ((بسم الله الرحمن الرحيم)) آيت په قرآن كې “يوسلوڅوارلس”ځل تكرار شوى دى. اسلام سپارښتنه كوي: كه پر دسترخوان څو ډوله خواړه وو؛ نو هرو خوړو ته بايد((بسم الله)) ووايو. په اسلام كې د ورځې هرې شېبې ته يوه ځانګړې دعا ده او كه چا په لومړۍ او دويمه شېبه كې وخت پيدا نه کړ؛ نو په درېیمه شېبه كې كولاى شي ځانګړى دعا ووايي. سارى يې د “هوايي ډګر” په شان دى، چې هر ساعت ترې الوتكه الوزي او مسافر په هره ګړۍ كې، چې تصميم ونيسي؛ نو په الوتکه كې سپرېداى شي؛ چاچې ګناهو نه کړي وي؛ نو پر يوې يادونې له خپل كاره لاس نه اخلي؛ نو هر انسان تذكر ته اړتيا لري او ان ځينې بيا بيا يادونې ته اړتيا لري. انسان هم چې رنځور وي؛ نو پر ډېرو ډاكترانو ګرځي چې ښه شي.

 

ګوزاره:

حضرت ابراهيم چې له “ستورلمانځو” سره مخ شو؛ نو و يې ويل: ((زما لوېدونكي خوښ نه دي.)) د سپوږمۍ پر ليدو يې ويل: ((دا زما پالونكې ده))؛ سپوږمۍ چې وركه شوه؛ و يې ويل: ((كه اصلي پالونكى مې و نه ساتي؛ نو په غوڅه توګه زه به په بې لارشويو كې راشم)) په درېیم ځل يې لمر وليد او و يې ويل: ((دا تر ستوري اوسپوږمۍ لوى دى؛ نو دا مې پالونكى دى))؛ لمر چې ولوېد، خلكو ته يې وويل: ((تاسې چې څه له خداى سره شريكوئ؛ نو زه درنه كركه كوم. ))

اړنګ – شك نشته، چې حضرت ابراهيم خداى لمانځه؛ ځكه په اخر كې يې د ستوريو، سپوږمۍ او لمر لمانځونکيو ته وويل: ((زه ستاسې له شركه كركه لرم))او داسې يې ونه ويل: ((زه له خپل شركه كركه لرم.)) داچې څو ځل يې ستوريو، سپوږمۍ او لمر ته وويل: ((دا زما پالونكى دى))؛ نو دليل يې دا و، چې غوښتل يې تر ټولو سترې بدۍ (شرك) په منع كې له ګوزارې او اسانۍ كار واخلي او په رو رو يې خپلې نيوكې ډېرې كړې؛ يعنې په لومړي ځل يې وويل: ((زما لوېدونكى څيز نه خو ښېږي.)) په دويم ځل يې وويل: ((د سپوږمۍ لمانځنه بېلارېتوب دى او ما دې پرې خداى نه ككړوي.)) په درېیم ځل يې وويل: ((څه چې تاسې له خداى سره شرېكوئ؛ زه ترې كركه كوم.)) حضرت ابراهيم په دې طريقې خلكو ته وښوول: كوم څيز چې د بدلون او له منځه تللو په خطر كې دى؛ هغه خداى كېداى نشي. كه هغه ستوري دي او كه لمر. خلك يې په دې پوه كړل، كه ومو ليدل، چې پر بې لارۍ روان ياست؛ نو په زړورتيا ترې بېرته راوګرځئ، هغه له خلكو نه؛ بلكې د خلكو له شركه کرکجن و.

 

حكمت، نصيحت او نيك چلن:

قرآن رسول الله ته وايي:

((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ[394] = ((د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن استدلال او ویینه ورسره وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي، چې څوك یې له لارې اوښتي او (همداراز) پوهېږي، چې څوك پر سمه لار دي.))

پر ياد مو وي چې د خلكو، علمي، اندیز او اروایز ظرفيتونه توپیر لري. ټول خلك يو شان نه وي. ځينې پر استدلال، ځينې پر موعظې او ځينې نورو ته بايد د مجادلې له لارې بلنه وركړو.

د اسراء په سورت كې انسان د نېستۍ له كبله اولاد وژنې، زنا، قتل، د پلار مړي – يتيم پر مال ګېده اچول او د هغو كارونوكول، چې علم پرې نه لري، كم څرخول او پر لار د كبرجنو په شان له تګه منع شوى دى. قرآن وايي: ((دا منلى حكمت دى))؛ ځكه چې ددې چارو په ناوړتوب كې څوك هم شكمن نه دي؛ نوځكه حكمت غوڅې او كلكې خبرې ته وايي. د ساري په توګه: سېنما او “ډيش انټن” ته بد مه وايئ؛ ځكه ستاسې نيوكه سمه نه ده او دريځ مو په اصل كې د علمي پرمختګ پر وړاندې ناسم دى؛ خو پر ناوړه او بد فلم نيوكه وكړئ؛ ځكه په دې باب دوست او دښمن درسره يوه خوله دي.

 

یادیزه:

امام زين العابدين په شام كې غوښتل چې د وخت د امويانو ټبريزه واكمني رسوا كړي؛ نو و يې ويل: ((زما پلار يې؛ لكه په پرنجه كې د بندي مرغۍ په شان سورى سورى او شهيد كړ.)) كه دلته امام زين العابدين ويلي واى: زما پلار يې شهيد كړ؛ نو د شام خلكو ته به دومره مهمه نه وه؛ ځكه چې اهل بيت يې دومره نه پېژندل او دا به يې ويلي واى چې په جګړه كې خو مړي كېږي. امام زين العابدين وويل: ((كه موخه مو زموږ وژنه وه؛ نو ولې مو دا شان ووژلو؟ ولې مو؛ لكه د مرغۍ په شان د هغه بدن سورى سورى كړ؟ ولى مو د سيند پر غاړه تږى وواژه؟ولې مو هغه ښخ نه کړ؟ ولې مو د هغه پر کېږدیو بريد وكړ؟ ولې مو د هغه ماشوم وواژه؟)) دې خبرو د شام د خلكو سرونه خلاص كړل او بې له كوم ځانګړي حساسيت يې د ټبريزې واكمنۍ پر ضد اندیز او هڅوبیز – فرهنګي يرغل پېل كړ. پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد پر هغو مسلو ټينګار وشي، چې حساسيت را و نه پاروي. هغه غوڅو خبرو ته حكمت ويل كېږي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

له “موعظه حسنه ” څخه موخه هغه ورم – نصيحت دى، چې د مينې او نېك بيان پر بنسټ په مناسب ځاى او وخت كې پر سمه طريقه وشي. له نېكې مجادلې موخه د مجادلې د اخلاقو ساتنه د نورو د نېكيو منل او سم استدلال دى.

 

كه ګروهې سمې كړو؛ نو فساد كمېږي:

ځينې ګناهونه او اخلاقي مفاسد له باطلو ګروهو او واندونو- خيالونو راولاړېږي. كه زموږ د دود او چلن موخه د ګروهو سمونه وي؛ نو په غوره توګه به پايلې ته ورسو. څو بېلګې يې دادي:

 د قرآن له منع سره سره ځينې خلك پر طاغوتانو او تيري كوونكيو ډډه وهي او د تيري مټ کېږي او موخه يې د ظالمانو له لارې ځواك لاس ته راوړل دي. خداى وايې: ټول ځواك د خداى دى. كه انسان په دې ګروهن وي، چې ټول ځواكونه له خداى سره دي؛ نو د ځواك لاس ته راوړلو ته به دومره ريا او غوړه مالي و نه کړي. بله ډله په سوونو سرغړونې او بدۍ كوي، چې عزت لاس ته راوړي. دوى انګېري چې شتمني، مقام، پر ختيځ او لوېديځ اډانه، په پلانكۍ كورنۍ كې واده كول او هغه پلانى كار لاس ته راوړل به ورته عزت وركړي. د حضرت نوح زوى د ډوبېدو د ګواښ پر وړاندې خپل پلار ته وويل: ((زه به غره ته وخېژم))؛ خو له دې بې خبر و، چې د الهي قهر پر ورځ، غر هم خوندي نه وي. كه دا خلك باور پيدا كړي، چې قرآن ټول عزتونه له خداى سره ګڼي:

((الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا[395]= ((منافقان هغه كسان دي، چې د مؤمنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت لټوي؟؛ نو (دا خام خيالونه دي)؛ ځکه ټول عزت خو يوازې له الله ‏سره دى. ))

د خلكو د عزت كموالى او ډېر والى د بل چا نه؛ بلکې يوازې د هغه په لاس كې دى؛ نو دومره منډې به ورپسې ونه وهي، چې قرآن يې ملامتوي او وايي: ((ايا عزت له نورو غواړئ؟)) هو! په دې ايمان درلودل، چې ځواك او عزت يوازې له هغه سره دى؛ نو موږ به له ډېر و ګناهونو وژغوري.

 

 بايد د مفاسدو جرړه وباسو:

قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ[396] = ((مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.))

بېځايه شك مه كوئ او پلټنې هم مه كوئ؛ ځكه چې بېځايه شك د پلټنې او پلټنه د غيبت جرړه ده. له جنسي ګناهونو د مخنيوي لپاره قرآن ناسم ليدل منع كړي دي. حضرت عيسى وايي علیه السلام: ((ليدل فساد ته د راښكېدو جرړه ده. [397]))

قرآن ښځې له نورو سره په ناز او نخرو له خبرو منع كوي:

((وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[398]= او مؤمنو ښځو ته ووايه: ((خپلې سترګې (دې له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپله ګاڼه دې نه ښكاره كوي؛ خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛ خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)، يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [= وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نه وي يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي، چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) الله ته توبه وباسئ، ښايي بريا ومومئ. ))

((يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا[399]= ( د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه رنځور تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ.))

د قرآن موخه د ګناهونو د جرړې وچول دي. په دنده او كور كې له نامحرم سره يو ځاى كېناستل، د داسې كورونو جوړول، چې پكې له لرې يو بل ښكاري، په بازار كې د غېر اخلاقي فيلمونو ازاد خرڅېدل، د هلك او انجلۍ د اړيكو ازاد پرېښوول، د زده کړو مرکزونو ته د هلكانو او نجونو يو ځاى ننوتل؛ ټول هغه لاملونه دي، چې انسان ګناه ته اړباسي. له بېلولو موخه د ښځو او سړيو سپكاوى نه؛ بلكې د سمې او روغې فضا د رامنځ ته كېدو پر لور يو ګام دى.

یادیزه: حضرت علي وپوښتل شو: پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم به پر ښځو سلام اچاوه، تاسې يې ولې پرې نه اچوئ؟ و يې ويل: ((رسول الله تر ما دېرش كاله مشر و؛ خو زه زلمى يم، وېرېږم، چې د ځينو ښځو ځواب پر ما ناوړ اغېز وكړي. [400]))

يو سړي يوې ښځې ته قرآن ښوده او پردې مهال يې ورسره ټوكه وكړه. امام باقر ورته وويل: ((دا ښوونه بنده كړه. ))

په ياد مو وي، چې له جرړو سره مبارزه كول يوازې په جنسي ګناهونو پورې ځانګړې شوى نه ده. په سياسې چارو كې هم بايد په جرړو پسې ولاړ شو. قرآن وايي:

اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى[401]= ((اوس) فرعون ته ورشه، چې سرغړاند شوى دى))

د دولتونو د سمونې لپاره بايد دولتي چارواكي اصلاح شي او د نوي کهول د اصلاح لپاره كورنۍ اصلاح شي. روايت دى: ((که فقها او واكمن اصلاح شي؛ نو ټولنه به اصلاح شي.)) ((كه واكمن بدل شي؛ نو وخت او تاريخ به بدل شي. [402]))

د حكومت اصلاح د چارواكو په سمونى كې نغښتې ده. قرآن وايي:

((وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ (توبه/۱۲) = ((او كه تر ژمنې روسته يې خپلې لوړې ماتې کړې او ستاسې پر دين يې ملنډې ووهلې؛ نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛ ځكه دوى پر ژمنو نه درېږي، ښايي (د تورې په زور له ژمنماتۍ) لاس واخلي. ))

یادیزه: حضرت علي وپوښتل شو: تاسې به د “صفين” له جګړې پر تښتېدونكيو بريد كاوه، حال دا، دا كار به مو د “جمل” په جګړه كې نه كاوه؛ دليل يې څه و؟ و يې ويل: “په صفين كې له جګړې تښتېدونكي، بېرته له خپل مشر (معاويه) سره يو ځاى كېدل او نوې روحيه يې پيدا كوله؛ خو د جمل په جګړه کې يې مشر له پښو راغورځېدلى و؛ نو تښتېدونكيو كومه پناه نه درلودله او ما هم ازاد پرېښوول.))

هو! په كومو ځايونو كې چې د پوځي، وټیز او سياست جوړونې ځاى وي؛ نو پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد په دې ځايونو پسې ولاړ شو.

 

د دودونو ماتول:

كله ناكله ګناهونه او بدۍ د خلكوپه منځ كې د روږد او دود بڼه پيدا كوي او ددې دودونو ماتول دومره اسان كار نه دى؛ خو په هر حال د لوى سينې خاوندان بايد پر خداى توكل وكړي او مېدان ته راودانګي او دا دودونه بدل كړي.

قرآن، پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته وايي:

((وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا[403]= او (درياد كړه) چې هغه کس [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] ته دې وویل، چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې، حال دا، الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

البته دا د هر چا كار نه دى؛ ځكه كله ناكله د مخالفت څپې ډېرې وي او انسان يې پر وړاندې مقاومت كوي او د همدې مقاومت له كبله كېداى شي خپلو لوړو موخو ته ونه رسي. يوه بېلګه يې دا ده: د خلفاى راشدينو پرمهال به يې مستحبي لمونځ په جمعه كاوه. حضرت علي چې حكومت ته ورسېد؛ حكم يې وكړ، چې يوازې فرض لمونځونه بايد پر جمعه وشي؛ سملاسي ورسره مخالفت شروع شو. حضرت علي وويل: “څه مو چې زړه غواړي و يې كړئ. ” د مستحبي لمانځه په اړه د حضرت علي مقاومت او د خلکو مخالفت، د خلکو استعدادونه او د حضرت علي نورې لوړې موخې تر اغېزې لاندې راوستلې؛ نوځکه حضرت علي پر خپل حال پرېښوول.

 

د نورو د ارزښتونو درناوى:

د نورو خلكو ارزښتونو ته درناوى د راماتونې يوه لار ده. كه په پيل كې د خلكو ستاينه او درناوى وكړو او پر مثبتو اړخونو يې ټينګار وكړو او روسته يې منفي ټكي بيان كړو او له بديو يې منع كړو؛ نو ډېر څه به لاس ته راشي. د اسلام په لومړيو وختونو كې چې د مكې كفارو پر مسلمانانو خپل زور زياتې زيات كړ؛ نو مسلمانانو حبشې ته هجرت وكړ؛ كفارو له ډاليو سره خپل پلاوى د حبشې پاچا ته ولېږه چې مسلمانان دې له هېواده وباسي. د حبشې پاچا وويل: “زه خپله بايد د مسلمانانو خبرې واورم”د مسلمانانو وياند حضرت “جعفرطيار” يې وپوښت: ستاسې خبره څه ده؟ هغه د اسلام موخې وويلې. كفارو د مسيحي پاچاد لمسون لپاره وويل: “مسلمانان حضرت عيسى ته پاملرنه نه كوي” حضرت جعفر طيار د “مريم” سورت ولوست، چې پكې حضرت عيسى ښكلى انځور شوى و، پاچا وليدل چې اسلام د دوى د سپېڅلتیاوو څومره درناوى كوي؛ نو په سترګو كې يې اوښكې راغلې او مسلمانانو ته يې پناه وركړه. كفار سرخوړلي بېرته مكې ته راستانه شول. په حبشه كې د حضرت جعفر طيار د غوره چلن، بلاغت او تبليغاتي ارواپوهنې له كبله اسلام خپور شو. په اسلامي سپارښتنو كې راغلي: ((د هر قوم د مشر درناوى وكړئ. [404])) قرآن د تورات، انجيل او د تېر شويو پېغمبرانو بشپړ درناوى كوي او د نورو اديانو د عبادت ځايونو هم درناوى كوي او د هغوى د ساتنې ملاتړ يې لازم ګڼلى دى:

((الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ[405]= ((هماغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو يوازې (له دې لامله) شړل شوي، چې وايي: ((الله مو پالونکی دى!)) او كه الله په ځينو خلکو د نورو مخه نه نيواى؛ نو صومعې، كليساوې، كنيسې او جوماتونه به ټول نړول شوي واى، چې د الله نامه پکې ډېره يادېږي او الله هرومرو له هغه سره مرسته كوي، چې د ده (له دين) سره مرسته وكړي، بېشكه چې الله ځواکمن ناماتى دى))

د نېكۍ د ترسره كولو له لارې بايد د ګناه لارې چارې تنګې كړو. څو بېلګې يې دا دي:

 فاسده ډله ګناه كولو ته د حضرت لوط په ښكلو مېلمنو پسې راغله. حضرت لوط ورته وويل: چمتو يم چې خپلې لورګانې درته نكاح كړم؛ خو زما د مېلمنو په هكله له دې ناولي فكره ووځئ:

((وَجَاءهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُواْ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلاء بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ (هود/۷۸) = قوم يې چې لا له پخوا بدچاری و (د مېلمنو د سپكاوۍ لپاره) په منډه منډه (د لوط) كور ته ورغى، لوط وويل: ((قومه ! دا زما لوڼې دي، دوى درته ډېرې پاكې دي (او واده ورسره وكړئ او له ناكارۍ لاس واخلئ) له خدايه ووېرېږئ او ما د مېلمنو په مخكې مه خړوئ، ايا څوك عقلمن ځوانمرد درکې نشته؟!))

خو دې فاسدې ډلې پر خپله خبره ټينګار كاوه، په دې پېښه كې حضرت لوط د نېكۍ پر وړاندې كولو د بدۍ مخه نيسي، د خپلو لورګانو د وركولو د وړانديز له لارې له لواطت سره مبارزه كوي.

خداى چې غواړي حضرت آدم له خوړو منع كړي؛ نو لومړى ورته د نورو خوړو د خوړلو اجازه وركوي او وايي:

((وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ[406] = او و مو ويل: ((آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې مېشت شئ او په هر ځاى كې یې له نعمتونو، چې څه مو زړه غواړي، پرېمانه وخورئ (؛ خو) دغې ونې ته مه ورنژدې كېږئ، چې په خپل حق کې به تېری وکړئ))

هو! د نېكيو لار پرانځئ، چې بديو ته لار هواره نشي.

خداى د روژې په ورځو كې له خپلو ښځو سره كوروالى منع كړى؛ د شپې يې ورته اجازه كړې ده:

((أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (بقره/۱۸۷) = ((د روژې پر شپه له خپلو مېرمنو سره کوروالى درته حلال شوى. دوى ستاسې او تاسې د دوى جامه ياست (دواړه يو د بل ښكلا او يو د بل د ساتنې لامل ياست) الله پوهېده، چې تاسې له ځانونو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو كاوه)؛ نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس کوروالی ورسره کوئ او څه چې الله درته روا كړي، و یې لټوئ او (همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ، تر هغه چې د سباوون سپینه لیکه له تورې لیکې درڅرګنده شي بيا تر شپې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې، چې څېله ياست له خپلو مېرمنو سره مه يوځاى كېږئ، دا الهي پولې دي!؛ نو (باخبر، د ګناه په نيت) مه ورنژدې كېږئ. الله دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ځان وساتي.))

ښايي دليل يې همدا وي چې پر نېكيو امر كله له بديو له منع مخكې راغلى دى؛ يعنې ټولنه دومره له نېكيو ډكه كړئ، چې د بديو راپيدا كېدو ته لار پاتې نشي. په اسلام كې سپارښتنه شوې چې: مور و پلار بايد له خپلو ماشومانو سره ځان ماشوم کړي او اولاد يې وننګېري، چې د لوبو هموزلي لري، چې دا غريزه په ماشوم كې پوره شي. [407]))

كه په ټولنه كې د واده شرايط اسان شول؛ نو ګناهونه به نيم په نيمه راكم شي. امام صادق (رح) وايي: ((څوك چې واده وكړي؛ نو خپل نيم دين به يې ساتلى وي. [408])) قرآن وايي:

((اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ[409]= ((هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي.))

له فحشاء او بديو د مخنيوي لار د لمانځه په شان پر نېكۍ عمل دى. كه مور و پلار په بسیا ډول له خپلو اولادونو سره مينه وكړي؛ نو اولاد به يې د نااهله كسانو دوستي و نه کړي. كه ماړه او شتمن د نشتمنو حق ادا كړي؛ نو په دوى پسې به څوك راپانڅي.

((وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ[410]= ((او د الله په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې درسره جنګېږي؛ خو ظالم [او پیلګر] مه وسئ؛ ځکه الله بلوسګر نه خوښوي. ))

تفريح له هغو نېكيو ځنې ده چې د ډېرو مفاسدو، رنځوريو او كينو ځاى نيسي. زهد او عدالت د دولتي چارواكو له نېكيو ځنې دي او كولاى شي، له سترو بديو؛ لكه پر دولت له بدبينۍ مخه ونيسي. لنډه داچې د اوزګار وخت ډكول، د طبيعي اړتياوو برابرول او د حلالو لارو پرانستل، له ګناهونو او بديو سره د مبارزې غوره لار ده؛ لكه څرنګه چې له محرماتو ډډه كول د خداى خوښېږي؛ نو همداراز له حلالو يې ګټه اخستنه هم خوښېږي. هغوى چې حلال پر ځان حرام كړي؛ نو قرآن پرې كلكه نيوكه كړى ده:

((قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلًا قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ[411]= ووايه: ((غور وكړئ ، كومه روزي، چې الله دركوزه كړې، (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ؟!)) ووايه: ((ايا الله اجازه دركړې، که پر الله دروغ ورتړئ (او له ځانه حلال او حرام كوئ؟!). ))

خداى، پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته وايي: د ځينو مېرمنو له كبله ولې د خداى حلال پر ځان حراموې؟

((قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ[412]= ((په يقين، الله (په دغسې ځايونو كې) له خپلو قسمونو د (غاړې) خلاصولو لار درجوړه كړې ده؛ او هغه مو کارسازى دى او هغه ډېر پوه حكيم دى. ))

د ګټورو فيلمونو جوړول، ښكلې سندرې، په زړه پورې كتابونه، سم تګ راتګ، له طبيعت سره لوبې كول، كار كول، پر علمي، هنري او فني كارونو د فراغت وختونه ډكول د بديو او ګناهونو پر وړاندې ستر خنډونه دي.

 

د ښو كارونو راښكاره كول:

د خېر كار چې څومره پټ وي؛ نو اجر به يې ډېر وي؛ خو كله نا كله د خداى د رضا لپاره، په ډاګه هم بايد د خېر كارونه وشي. هغه ښه كارونه چې د خداى لپاره په ډاګه شي؛ نو دا شان كارونه له ريا او ځان ښوونې سره توپير لري. وينو چې پر ښكاره ګناه كول ډېر عذاب لري او علت يې دادى، چې ټولنه فساد ته چمتو كوي. كه وينو چې د جمعې لمونځ او په ډاګه د خير كارونه ډېر ثواب لري؛ نو دا ځكه چې ټولنه د خېر ښېګڼې پر لوري بيايي. د روژې په مياشت كې روژه نيول د نورو مياشتو په پرتله اسانه ده؛ ځكه چې د روژې په مياشت كې ځانګړې فضا وي. كوم پوځي عمليات او مانورونه چې د اسلام لښكرې يې كوي او له دې لارې د دښمن زړه لړزوي؛ نو دا هر څه پر صالح او نيك عمل تعبيرشوي دي:

((مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ اللّهِ وَلاَ يَرْغَبُواْ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لاَ يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلاَ نَصَبٌ وَلاَ مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ[413]= ((مدينه مېشتو او د چاپېريال بانډيڅيانو ته دا وړ نه وو، چې د پېغمبر له ملګرتوبه سرغړونه وکړي او خپل ځانونه د ده تر ځان غوره وبولي؛ دا ځكه هره تنده، ستړيا او لوږه، چې د الله په لار کې ورسي او كوم داسې ګام اخلي، چې د كافرو د غوسې لامل شي او له دښمنه كوم ګوزار خوري؛ نو دې (هر يوه په بدل كې) نېك عمل ورته ليكل كېږي (؛ ځكه) الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي.))

كه فاسد خلك په ډاګه ګناه كوي؛ نو ولې ايمانوال خلك د خېر كارونه په پټه كوي؟ بايد د خير ښېګڼې كارونه په ډاګه شي، چې ټولنه له نېكيو ډكه شي.

 

رابرسېرول:

په تاريخ كې راغلي: پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته چا له خپل ګاونډي شكايت وكړ. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ورته پر خير امر وكړ. دې كس څه موده صبر وكړ؛ خو ګاونډي يې له خپل كار لاس وانخست. بيا يې پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته شكايت وكړ، رسول الله ورته وويل: ((بيا هم صبر وكړه)) په صبر كې هم ډېره موده تېره شوه او ګاونډي يې له خپل كاره لاس وانخست. په پاى كې رسول الله ورته وويل: ((د جمعې پر ورځ دې د كور ټول سامان د خلكو په لار كې كېږده او كه چا وپوښتلې چې ولې ناست يې؛ نو ورته ووايه: زه مې ګاونډې نور ستړى كړم.)) هغه همدا كار وكړ. ګاونډي وليدل، چې په ټولنه كې رسوا كېږي؛ نو له خپل كاره يې لاس واخست او سړي ته يې وويل چې: راستون شه. [414]

 

د منحرفو څېرو رابرسېرول:

د ډېرو بديو او انحرافاتو جرړې هغه پټې څېرې دي، چې ځان يې پر سترو ځواكونو پلورلى او له دې لارې خلك غولوي، حقايق اپوټه كوي او د نېكيو كولو په لار كې خنډ ګرځي. د داسې كسانو د كار وزلې دادي:

 

الف_له ځانه مذهب جوړوي:

 پخپلو لاسونو ليكنې كوي او وايي دا د خداى قانون دي

((فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ[415]= نو پر هغوى دې افسوس وي، چې (له ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي، بيا وايي: ((دا د الله له لوري ده)) چې په لږه بيه یې وپلوري؛ نو تباهى ده پر هغوى چې څه يې ليكلي او تباهي ده پر هغوى څه چې له دې لارې ترلاسه کوي!))

لكه څرنګه چې سامري خوسى جوړ كړ او خلكو ته يې وويل: دا ستاسې خداى دى:

((فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ[416]= او (داسې وه، چې سامري) د خوسي تنه ورجوړه او راوايسته، چې (د رښتياني خوسي) رمباړه يې وهله؛ نو [ده او لارويانو يې] ويل: ((همدا ستاسې او د موسى الله دى چې یې هېر کړی دی.))

 

ب_سرغړونو ته مخه:

دا پټې څېرې د طاغوتانو پر بديو پرده اچوي او د نېكيو نوم پرې لګوي او كارونو ته يې مخ وركوي او له دې لارې خلك اراموي. دا څېرې معمولا مخورې دي او ځانګړي لقبونه او عنوانونه هم لري. د مثال په توګه: نن سبا هم ډېر مولايان شته چې دتاريخ ظالمان د الوالامر په نامه يادوي.

 

ج_كمزوري كول:

 دا پټې څېرې خلک د طاغوت پر ضد له پاڅون او يا هم له بديو له منع وېروي او وايي: تاسې ورسره د سيالۍ وس نه لرئ. د هغو ځواك ډېر دى يا ستاسې مال، ځان او ابرو ته پكې خطر دى. غوره به دا وي، چې پخپلو چارو كې بوخت ياست او خلك په دې خبرو غولوي.

 

څ_د تفرقې تخم شيندل:

 پټې څېرې ګوري چې د خلكو يووالى طاغوتانو ته ټينګ ګواښ دى؛ نو خپل ډهول بل شان وهي، مخالفت كوي، نوى ګوند جوړوي او د تفرقې له لارې خپل باداران خوشحالوي. څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛ نو دا پټې څېرې بايد را بربنډې كړي، چې په دې لار كې خنډ نشي.

 

 

پر نېكيو په امر كې پټې خبرې کول

په قرآن كې راغلي:

((لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا[417]= ((او په ډېرو غوږ په غوږ کېدو (او مشورو) كې یې څه خير او ګټه نشته؛ خو كه څوك (له دې لارې) له نورو سره د مرستې سپارښتنه وكړي يا د نېك كار او د خلكو پر خپلمنځي روغې لګیا وي (؛ نو دا ښه خبر ه ده) او څوك چې د الله خوشحالولو ته داسې وكړي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو.))

له دې آيته جوتېږي چې غوره ده، چې له نشتمنو سره مرسته، پر نېكو سپارښتنه او د خلكو په منځ كې پْخلاينه په پټه وي. دا خو په بشپړه توګه څرګنده ده، چې په پټو كارونو كې د خلكو ابرو خوندي پاتېږي.

په يو حديث كې راغلي: ((كه يو نشتمن درنه څه وغوښتل او تا ورسره مرسته وكړه؛ نو ستاسې مرسته به د هغه د توى شوى ابرو ځواب وي؛ نوغوره ده چې تر غوښتنې مخكې ورسره مرسته وشي.)) امام صادق كعبې ته وليدل او و يې ويل: ((كعبې! ته ډېره غوره يې؛ خو د مؤمن ابرو تر تا هم غوره ده. )) امامانو به د شپې په پټه خپل مخونه پټول او له نشتمنو سره به يې مرسته كوله، چې د خلكو د ګېډو د مړه ولو ترڅنګ يې ابرو هم خوندي وساتل شي. پر نېكيو امر هم بايد دا شان په پټه وشي. كورني سلاکاران، چې د خلكو رازونه ورسره وي، بايد رازوال اوسي. په دې هكله ډېر آيتونه او روايتونه راغلي دي.                                                                   

ډله ييز خوځښت:

كله ناكله اوږد ليك چمتو شي او ډېر خلك پرې لاسليك وكړي. ځينې لاريونونه پر نېكيو امر او له بديو منع ده. قرآن د حج په هكله وايي: خلك دې حج ته ولاړ شي، چې ګټه وكړي. د ګټې ویی ‏خورا پراخه معنا لري. په حج كې سادګي، يو رنګي ، سپېڅلتيا، يووالى، پرله پسې له ميقات څخه مكې ته او له مكې څخه عرفات ته او له عرفات څخه مشعرالحرام ته او له مشعرالحرام څخه منى ته او له منى څخه مكې ته په ګډه تګ دى او د هر پړاو ګټې ډېر په غوره توګه لیدل كېږي.

 

په حكومت كې كار كول:

د عباسيانو د واكمنو له ظلمه د مخنيوي په موخه امام كاظم (رح)، محمد بن اسماعيل اوعلي بن يقطين ته حكم كړى و، چې په حكومت كې وظيفه واخلي او تر کېدوني بریده ‏د پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم د اهل بيتو ملاتړ وكړي او له تيري يې خوندي وساتي. دا كسان پر نېكيو د امر او له بديو د منع پلويان وو. امام كاظم (رح) ددوى په هكله وايي: ((تاسې پر ځمكه د خداى ستوري ياست. ))امام كاظم (رح) وايي: ((د علي بن يقطين نېكمرغي داده چې په حج كې ورته دعا كوم او د جنت ضمانت يې كوم او د دوزخ اور به يې و نه سوځوي. ))

قرآن د فرعون د ښځې په هكله وايي: ((چې هغې له سترې بدۍ [د حضرت موسى له وژنې] مخنيوى وكړ))؛ خو دې مؤمنې ښځې هېڅ وخت فرعون له خپل اند څخه خبر نه کړ او تقيه يې كوله. حضرت ابوطالب د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تره و او د پېغمبر له سترو ملاتړ كونكيو ځنې و. هغه د پېغمبراكرم په ستاينه كې ډېر شعرونه ويلي او د مكې د كفارو پر وړاندې يې د بې پلوۍ په پلمه د پېغمبراكرم ملاتړ كاوه. د يو داسې نفوذي عامل شتون اړين بريښي، چې اسلامي امت له ګواښونو او بديو وژغوري، چې دې كار ته “تقيه” وايي.

د سپېڅلي موخو د پلي كېدو په نيت د نېکچارو ‏خوندي ساتنه، د ځواكونو له بېځايه تلو مخنيوى، نرموالى ښوول، د مينې رامنځ ته كول، له دښمنه سم معلومات لاس ته راوړل، د جرړو پېژندل، مناسب ځاى، وخت او ياران پيدا كول، كار ته شا كول نه؛ بلكې د كار بڼې ‏ته بدلون وركول، د ګروهې ‏بدلول نه؛ بلكې د لارې پيدا كولو ته “تقيه” وايي.

 

شمېرانه:

پر نېكيو د امر او له بديو د منع لپاره به مؤمنينو له ځانګړو دودونو ‏او لارو چارو کار اخسته. په قرآن كې دا شان بېلګې ډېرې لیدل كېږي، چې څو مثالونه يې دادي:

((وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا[418]= او په دغسې (هېښنده) توګه مو (له خوبه) راپاڅول، چې يو بل وپوښتي، يو يې وويل: ((څومره ويده وئ؟)) نورو ځواب وركړ: ((يوه ورځ يا څه كم. )) (او داچې د خپل خوب په موده سم پوه نه شول؛ نو) بيا يې وويل: ((پالونكى مو ښه پوهېږي، چې څومره موده ويده وئ. اوس له خپلو يو تن له دغو سيكو سره ښار ته ولېږئ او و دې ګوري، چې تر ټولو ښه خواړه چېرې موندل كېږي، چې يو څه د خوراك لپاره راوړي؛ خو بايد ځيركي وكړي، چې څوك درباندې خبر نه کړي.))

نوځكه كله ناكله د حق په لار كې انسان بايد په پټه خپل كارونه مخې ته يوسي، چې خپل حركت او موخه وکړي او د مخالفينو له ګواښه لرې وي.

پاليانو فرعون ته خبر وركړ چې ډېر ژر به يو هلك وزېږېږي او چې غټ شي نو ټغر به دې درټول كړي. فرعون حكم وكړ: کومې ښځې چې هلك وزېږاوه؛ نو و يې وژنئ. حضرت موسى چې وزېږېد؛ نو مور يې د فرعون له سرتېرو وېرېده، خداى د حضرت موسى مور ته الهام وكړ، چې خپل ماشوم ته شيدې وركړي او په صندوق كې دې يې كېږدي، چې معلوم شي، چې ددې ماشوم برخليك به څه وي؟

دا شان حركتونه په ظاهره طبيعي ښكاري؛ خو په واقع کې سترې موخې ته د رسېدو لپاره كېږي.

 

ټولنيز دود:

يو والى پر نېكيو د امر د توفيق شرط:

((وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَن يَعْتَصِم بِاللّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ[419]= ((او څنګه شونې ده، چې كافران شئ، سره له دې، چې (د وحې په لمن كې پراته ياست او) د خداى آيتونه درلوستل كېږي او د خداى استازى په تاسې كې دى؟! (نوځکه پر خداى منګولې ولگوئ) او څوك چې د الله (پر دين) منګولې ولګوي؛ نو په يقين، د سمې لارې لارښوونه ورته شوې ده.))

د آل عمران د سورت (101 )آيت، چې پر نېكيو د امر په هكله دى، شهيد مطهري پكې يو ټكي ته اشاره كړى او هغه دا، چې پر نېكيو د امر آيت د دوو آيتونو په منځ كې راغلى، چې دواړه د مسلمانانو د يووالي په هكله دي؛ لکه چې وايي:

((که خبره په يوه خوله وي؛ نو ډېرڅه به لاس ته راوړئ؛ يعنې كه تاسې خپاره واره وئ؛ نو پر نېكيو امر به مو اغېز و نه لري؛ څو بېلګې يې دا دي:

تفرقه ستر الهي عذاب دى. په قرآن كې درې ډوله عذاب راغلى دى:

١_هغه عذاب چې له اسمانه رانازلېږي. (عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ)

. ٢_ ځمکنى عذاب(أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ)

. ۳_ د بې اتفاقۍ عذاب [أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا ْ]

 نن ددې عذاب تر ټولو ستر منكر نړيوال استكبار دى. ايا مسلمانان د بې اتفاقۍ له لارې كولاى شي، له استكبار سره لاس په ګرېوان شي؟كه د لاس ګوتې راټولې نشي؛ نو سوك ترې نه جوړېږي؛ ايا بې له سوكه ددښمن ماغزه شيندل كېداى شي؟ ايا كه په بند كې د باران څاڅكي راټول نشي؛ نو برښنا به پيدا شي؟ ايا موږ چې كومې ستونزې لرو؛ نو جرړه يې په بې اتفاقۍ كې نه ده؟ايا د بېځايه شك، پلټنې، غيبت، سپكاوي او د اړيكو د غوڅلو او ګوښه كېدو دليل دا نه دى، چې دا هر څه د انسانانو ترمنځ مينه او اړيكې له منځه وړي او یو له بله يې بېلوي؟ سلام اچول، ډالۍ وركول، تګ راتګ، د رنځور پوښتنه د جنازې په لمانځه كې ګډون، پور وركول پر عيبو پردې اچول، یو د بل لاسنيوى، د جمعې او اختر په لمونځونو كې ګډون، بښنه، پاكوالي ته پاملرنه، غوره او نېك چلن، په خبرو كې د ښو كلماتو كارول، د نورو بلنه منل، د سرغړاندي د بښنې منل، د ملګري ليدو ته تلل، د مظلومانو ملاتړ، نشتمنو ته زكات وركول او نور داسې په سل ګونو سپارښتنې چې د مينې او يووالي د جرړې د ټينګيدو او پياوړي کېدو لپاره دي. په هرحال موږ د هر خېر كار په كولو كې او د هر ډول بد كار په مخنيوي كې يووالي ته اړتيا لرو. كه د كوڅې څو زلمي سره يو موټى وي؛ نو د كوڅې د فاسدو خلكو په مخ كې درېدلاى شي، كه ټول يوه خوله شو؛ نو د سترځواکو پر وړاندې هم درېدلاى شو. يوازېنۍ رسۍ چې ټول انسانان پرې راټولېدلاى شي؛ پر خداى ايمان او د الهي مشرانو او قوانينو منل دي؛ ځكه انسان بايد د يووالي لپاره له ډېرو وګړیزو غوښتنو تېر شي. انسان هله تل له وګړیزوخوښو تېرېدلاى شي، چې خداى ورته حكم وكړي. خدايي قوانين او رالېږل شوي مشران يې له ځانګړې سپېڅلتيا برخمن دي او دا ارزښت لري، چې پر وړاندې يې له خپلو وګړیزو غوښتنو تېر شو. پردې سربېره يوازې خداى دى، چې په دنيا او اخرت كې به يې انسان ته اجر وركړي؛ خو توکمیز، ملې، قومي او سيمه ييز يووالى د انسان په خټه كې نه دى اخږل شوى؛ نوځكه انسان ترې په لږو تبليغاتو لاس اخلي. ))

 

سمه لار ښوول:

سرغړونکى چې بې له كومې ځانګړې موخې پر كږه لار روان وي؛ نو په غېر مستقيمه توګه دې سمې لارې ته راوبلل شي.

یادیزه: سپین ږیري اودس كاوه؛ خو سم يې نه كاوه. امام حسن او امام حسين دواړه واړه وو او ددې سړي ناسم اودس ته يې پام شو؛ نو د لارښوونې لپاره يې ورته وويل: ((پلاره!موږ دواړه اودس كوو؛ ته يې وګوره چې په موږ كې كوم يو سم اودس كوي؟)) د امامانو د اودس له ليدو روسته سپین ږیري وويل: ستاسې د دواړو اودس سم دى زما اودس سم نه دى.

ددې دواړو ماشومانو دود، له ښوونې او هنره ډكه وه او همداراز نېغ په نېغ نه وه او د سړي ابرو هم پكې خوندي پاتې شوه او پر نېكيو د امر غوره دود هم دی.

 

وخت ته پاملرنه:

 کله پر نېكيو امر او له بديو منع په يو وخت كې بې اغېزې وي؛ خو په بل وخت كې اغېزمنه وي. بايد وخت ته په پاملرنې خپل كار مخې ته بوځو. په روايتونو كې راغلي:

((سفر ته د تګ پرمهال خپلې ښځې ته د تقوى سپارښتنه وكړئ؛ ځكه د بېلتون پرمهال، مينه ډېرېږي او د منلو حس هم زياتېږي. ))

((د غوسې په حالت كې د چا درناوى مه كوئ؛ ځکه په افراطي حالت کې ياست.))

 په فاتحو او ختمونو كې د قرآن د لوستو دليل پردې سربېره، چې د مړي اروا ته ارزښت دى؛ په ناسته كې د ناستو كسانو ارواګانې هم ورم – نصيحت اورېدو ته چمتو كوي. د قلم په سورت كې د څو ورونو قيصه راغلى، چې: ((له پلاره د پاتې شوي بڼ وارثان شول؛ د خپل پلار د چلن پرخلاف، چې د نشتمنو برخه يې پكې كوله، دوى تصميم ونيو چې نشتمنو ته پكې څه ور نه کړي. په دې پنځو وروڼو كې يو یې ددې هوډ مخالف و؛ خو څلور نور ورته يوه خوله وو، په دې نيت د شپې وختي وېده شول، چې ګهيځ وخته به له نشتمنو پټ بڼ ته ورشو او ټولې مېوې به يې بل ځاى ته يوسو، چې راغلل؛ نو بڼ يې خداى په ايرو اړولاى و. يو رور يې رامخكې شو او و يې ويل: ايا درته مې نه وو ويلي: كه نشتمني مو له ماله بې برخې كړل؛ نو پخپله به بې برخې شئ.)) په دې قيصه كې ډېر په زړه پورې ټكي شته چې څو يې دادي:

كه څه د ګناه نيت اخروي عذاب نه لري؛ خو دنيوي اغېزې لري. بله دا كه پر نېكيو ستاسې امر او له بديو منع په يو وخت كې اغېز و نه کړ؛ نو ځان بل وخت ته چمتو كړئ؛ خو له امر او منع لاس مه اخلئ. كه ښووند زدکړیال ته ښه نمرې وركړي او پر نېكيو امر او له بديو منع هم ورته وكړي؛ نو ډېر اغېز به ولري. څوك چې چاته ډالۍ ورلېږي؛ نو په زړه كې به ورته ډېر نږدې وي؛ نو خبره به يې هم اغېز ولري. قرآن او روايتونو وخت ته ځانګړې پاملرنه کړى ده. د ساري په توګه: ګهيځ وختي پر استغفار ويلو سپارښتنه شوې ده:

((وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ= او د شپې په روستۍ برخه کې يې (له خدايه) بښنه غوښته[420]))

تر فرض لمانځه روسته، د جمعې د لمانځه تر خطبې روسته، د جمعې په شپه، د جمعې د ورځې په لمر پرېوتو كې، د روژې په مياشت كې، د عرفات په دښته كې او د باران د ورېدو په حال كې د دعا كولو لپاره ځانګړي روايتونو راغلي دي. [421]

حضرت يوسف علیه السلام په زندان كې پوه شو، چې ورسره ټول بنديان مشركان دي؛ نو په پېل كې يې ورته څه ونه وويل؛ خو چې ځينو پکې خوب وليد؛ نو د تعبير لپاره حضرت يوسف علیه السلام ته راغلل. حضرت يوسف علیه السلام له بديو د منع لپاره دا وخت مناسب وليد او و یې پوښتل: ايا پر څو بادارانو او خدايانو ايمان غوره دى او كه پر يو قهار خداى.

د حضرت يوسف دې يوې پوښتنې هغوى تر ټولو سترې بدۍ؛ يعنې له شركه منع كړل. حضرت يوسف علیه السلام تقوى ته د بلنې لپاره بل شان عمل كوي. تر كلونو روسته ورونو يې چې حضرت يوسف علیه السلام وپېژانده؛ نو و یې پوښتل: ايا ته يوسف يې؟ و يې ويل: هو! يوسف يم او دا مې رور دى او خداى پر موږ پېرزوېنې وكړې او له كلونو ترخو پېښو او تر مرييتوب روسته يې حكومت ته ورسولو او بيا يې ټول سره بېرته يو ځاى كړو.

په دې ځاى كې د عزت فلسفه داسې بيان شوې ده: څوك چې تقوى ولري؛ نو خداى به يې اجر تو یې نه کړي:

((قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ[422]= روڼو وويل: ((ايا ته هماغه يوسف يې؟)) ويي ويل: (((هو!) زه يوسف يم او دا زما رور دى، الله پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛ نو په پاى كې بريالي كېږي؛ ) ځكه الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي.))

فرعون له حضرت موسى سره د سيالۍ لپاره ټولو پښو جادوګرانو ته بلنه وركړه او دوى ته يې د انعامونو او مقام ژمنه هم وكړه. فرعون د نندارې د ورځې ټاكل د حضرت موسى پر غاړه واچول. حضرت موسى وويل: زموږ ژمنه به د ښكلا (اختر) ورځ وي، چې ټول خلك پكې وي))

((قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَن يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى[423]= (موسى) وويل: ((زموږ او ستاسې د ژمنې وخت دې د ښكلا ورځ [= د اختر، جشن او د سيل ورځ] وي او خلك دې څاښت مهال راغونډ کړای شي.))

همداراز د نندارې ځاى بايد مناسب او پراخه وي، چې ټول خلك ورته وګوري:

((فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنتَ مَكَانًا سُوًى(طه/۵۸) = نو [پوه شه چې] موږ به هم همدغسې كوډې درته راوړو! نو (سیالۍ ته) همدا اوس په يوه سپين ډاګ وخت وټاکه، چې نه به موږ ترې اوړو او نه ته. ))

د اختر د ورځې په ټاكنه كې څو ټكي شته چې دادي:

په اختر كې خلكو نوې جامې او څپلۍ اغوستې وي؛ يعنې د هغوى په اند او ګروهه كې يې بدلون راوسته. نندارې ته د اختر د ورځې غرمه وټاكل وشوه؛ ځكه چې ډېرخلك به يې وويني او حضرت موسى به ډېرې برياوې لاس ته راوړي.

 

، خواله رسنۍ، له لرې او د ليک له لارې :

قلم د خداى له نعمتونو ځنې دى او څه چې پرې ليكل كېږي، خداى پرې قسم خوري. روايت دى: ((په ټولو اوازونو كې د خداى درې اوازونه خوښېږي: د پوهانو د قلم غږ. د پوځيانو د پښو غږ. د هغو څرخو غږونه، چې ښځې يې په كور كې كاروي.))؛ خو په دې وخت كې ددې درې اوازونو پر ځاى ويلى شو، چې خداى تعالى د چاپخانې، توپخانې او د كارخانې غږونه خوښوي.

هو! خداى لمانځى امت بايد په علمي، پوځي، توليدي او وټیز اړخ كې تل د پرمختګ په حال كې وي. قلم تېر تاريخ له راتلونكي سره نښلوي. ويلاى شو، چې د ښیون – هدایت او عقل له نعمت روسته تر قلم بل كوم ارزښتناك نعمت نشته. قلم حكومتونه او اندونه بدلوي، فتنې راپيدا كوي او له منځه يې هم وړي. امام صادق به قلم د خپل غوږ شاته ايښووه. پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم به د خپلې زمانې پاچايانو ته ليکونه ليكل او اسلام ته به يې رابلل. د نهج البلاغې يوه برخه د حضرت علي ليكل شوي ليکونه دي. امامانو به هم ليکونه ليكل، د علم او تاريخ په نړۍ كې او د تجربې، تخصص او نوښت په لېږلو كې د قلم ونډه ټولو ته څرګنده ده او پر نېكيو امر او له بديو په منع كې هم بايد د قلم ونډه له سترګو و نه غورځول شي. پر واټونو د لګول شويو لوحو، پوسټرونو، شعارونو او عكسونو له لارې كولاى شو، ټولنه د حق لوري ته ورسيخه كړو. كه پر توكيو د وحشي ځناورو انځورنه او يا هم نامفهومه څېرې ولګول شي؛ نو ټولنه به پوچوالي ته مخه كړي. په دې ځاى كې ټولو ته د ليكوالانو، ورځپاڼو او مجلو رسالت څرګند دى، چې كولاى شي د خلكو په اندونو او ذهنونو كې بدلون راولي.

په ځينو حديثونو كې د علماوو قلم د شهيدانو له وينې سره په يو تول کې او ان غوره هم ګڼل شوى دى.

 

چوپتيا:

په ځينو ځايونو كې له بديو منع بايد د ليدلو او معنا لرونكي چوپتيا له مخى وشي. حضرت علي وايي: ((چوپتيا تر خبرو غوره ده. [424]))

د يو سړي پر چا پور و، تل به يې ورته ويل: پور مې راكړه؛ خو هغه به تل پلمې كولې. اخر پورغوښتونكى په غوسه شو او حضرت علي ته يې دا كيسه وکړه. حضرت علي ورته وويل: ((ولاړ شه او ډېر وخت ورته چوپ كېنه چې دا به ډېره اغېزمنه وي. [425]))

روايت دى: ((پرښتوغوښتل چې پر يوه سيمه عذاب راوړي؛ يو نمنځچار – عابد يې د ژړ او دعا په حال كې وليد. خداى ته يې وويل: ((هغه ستا په دربار كې ژړا او دعاوې كوي، بيا هم پرې عذاب نازل كړو؟)) خطاب وشو: ټول په عذاب كړئ ! په دې ټولو خلكو كې ان يو كس هم داسې نشته، چې زما د خوښې لپاره يې د ګناهونو پر وړاندې خپل تندې تريو كړى واى. [426]))

يوه ور ځ “اسحاق بن مهار” امام صادق (رح) ته راغى؛ خو امام صادق ورته تندى تريو كړ. وپوښتل شو: ولې مو ورسره په تريو تندي چلن وكړ؟ و يې ويل: ((هغه د خپل وره مخې ته خنډ ايښى چې نشتمن يې په اسانۍ ونه ويني. [427]))

 

عارضي روغه – متاركه:

منافقينو په مدينه كې جومات جوړ كړ او پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته يې ددې جومات د پرانستو بلنه وركړه؛ آيت نازل شو:

((إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ[428]=((د الله جوماتونه يوازې هغوى ابادوي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ یې ايمان راوړی، لمونځ يې كړى، زكات يې وركړى او بې له الله له بل چا نه ډارېږي؛ نو هيله ده، چې همدوى به له لار موندوونکيوځنې وي. ))

البته چې خلک مو د فساد له مركزونو منع كړل[ كه څه دا مركز سپيڅلي نومونه ولري]؛ نو د سمو ځايونو لارښوونه ورته وكړئ. قرآن د منافقينو “ضرار مسجد” وران كړ؛ خو خلك يې د”قبا”په جومات كې لمانځه ته وهڅول:

((لاَ تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ (توبه/۱۰۸) = ((هېڅكله پكې (پر عبادت) مه درېږه! (خو) كوم جومات، چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى، ددې وړ دى، چې (د عبادت لپاره) پكې ودرېږې، په هغه (جومات) كې داسې مېړني دي، چې پاکېدو ته څوبتیا لري او الله پاكان خوښوي.))

 

نيوکه:

له بديو منع دې كله ناكله د نيوکې له لارې وشي. قرآن وايي:

((وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[429]=((او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!))

هو! غوسه او بې پروائي هم اغېزمن وي. قرآن څو ځل پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم ته ويلي:

((أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا[430] = دوى هغه کسان دي، چې الله پوهېږي، په زړونو كې يې څه دي، (له سزا) يې تېر شه، په داسې خبرو نصيحت ورته وكړه، چې اغېز پرې وكړي او د خپلو كړنو پايلې يې تر غوږونو ورتېرې كړه.

((خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ[431]= ( په هرحال) عفوه او تېرېدنه خپله کړه، پر نېکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړه (او ورسره مه نښله).))

((وَهُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِن طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِّنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ انظُرُواْ إِلِى ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ إِنَّ فِي ذَلِكُمْ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ[432]= ((او هغه دى، چې له اسمانه يې اوبه راورولي، چې په دې مو هر ډول بوټي راوټوكول، بيا له بوټو شنه ډكي او فصلونه راباسو او له دې (د وږي په څېر) يو پر بل سپرې دانې راباسو او د كجورو له څانګو د مېوو ډك وږي، چې (له ډېر بار نيولو) ښكته زانګي او (همداراز) مو د کورو، ښونانو او انارو باغونه پيدا كړل، چې (كله) يو بل ته ورته او كله نا ورته دي، چې کله هره ونه مېوه نيسي؛ نو مېوې او د پخېدو څرنګوالي ته يې ځير شئ، بېشكه په دې كې هغو ته (د الله د برمیالۍ) نښې دي، چې ايمان راوړي.))

 ((د اولاد په روزنه كې هم په ځينو پړاونو كې غوسه او د مور و پلار لنډه مخ اړونه اړينه ده؛ خو وهل يې منع شوي دي. [433]))
كومه ښځه چې د خپل سړي خبرې ته غوږ نه ږدي؛ نو قرآن يې په هكله وايي:

((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا[434]= نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ ځكه الله (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په دې پار چې (د ښځو په باب) له خپلو مالونو لګښت كوي؛ نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ ځكه الله پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛ نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووله؛ نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ ( پوه شئ) چې الله د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى ( او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى).

په روايتونو کې راغلي: ((هر سرغړاندى چې له بديو منع ته غاړه کېنږدى؛ نو بايد ځان ترې لرې كړو. [435])) ((په كومه ناسته كې چې ګناه كېږي او مؤمن يې نشي منع كولاى؛ نو پكې ناسته غوره نه ده. [436]))

دوستانه نيوکه:

نيوکه كله ناكله د ګناه او ګناه كوونكي پر وړاندي وي؛ خو ځينې وخت نيوکه د ګناه پر بنسټ نه؛ بلكې دوستانه وي؛ لكه دوه كسان چې دواړه ښه كارونه كوي؛ خو كړنلار يې سره توپير لري او ان تردې، چې يوازې پاتې كېدل ورته ستونزمن دي؛ نو دلته كه یو له بله بېل شي؛ نو باك نه لري. د ساري په توګه: طلاق اخستنې ته اړین نه دي، چې ښځه او سړى دواړه دې ګناهكار وي، كله ناكله نورې خبرې يې د طلاق لاملېږي او كه طلاق وانخستل شي؛ نو ښځه او مېړه دواړه به د عمر تر پايه په اور كې سوځوي.

 

رټنه:

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او امامانو به له بديو د منع په موخه ګناهګاران رټل. د “سمره” په نوم يو تن د پېغمبراكرم د يو صحابې په بڼ كې د كجورې ونه درلودله. هغه به هر وخت د ونې د ليدلو په پلمه بڼ ته ورننوته. يوه ورځ ورته د بڼ خاوند وويل: په دې ټول بڼ كې ستا يوازې يوه ونه ده او نور ټول بڼ زما دى او زما کوړمه – ښځه او بچي پكې اوسي؛ ته هر وخت دلته مه راځه. هغه پرې غوږ و نه ږراوه. د بڼ خاوند پېغمبراكرم ته ګیله وكړه. پېغمبراكرم هغه راوغوښت او ورته و يې ويل: ((خپله ونه دې پرې خرڅه كړه!)) سړي وويل: نه يې خرڅوم. رسول الله وويل: ((په دوه ګرايه بيه يې خرڅ كړه. )) و يې ويل: نه يې خرڅوم. پېغمبراكرم وويل: ((له دې ونې تېر شه، په بل ځاى كې به درته ونه دركړم))؛ خو سړي و نه منله. رسول الله د بڼ خاوند ته وويل: ((دا ازاروونكى فاسق دى؛ ونه يې له بېخه راوباسه او په كوڅه كې يې واچوه؛ ځكه په اسلام كې څوك د دومره زيان رسولو حق نه لري[437].)) ومو ليدل چې په دې پېښه كې رسول الله له بديو د منع لپاره سړى وراټه.

 

د اوښتونیزو-انقلابي هڅو بېلګې:

حضرت علي په طواف كې وليدل، چې يو زلمى يوې ښځې ته په بد نظر ګوري، لومړى يې منع كړ؛ خو غوږ يې پرې و نه ګراوه. روسته حضرت علي، زلمى په سخته سپېړه وواهه. زلمي حضرت عمر (رض) ته ګیله وكړه، حضرت عمر (رض) ورته وويل: ته د خداى سترګو ليدلاى يې او د خداى لاس په سپېړه وهلى يې. [438]
 خلك پر اودس كولو بوخت وو، يو تن راننوت او نور يې ټېل وهل، چې ژر ژر اودس وكړئ. حضرت علي کرم الله وجهه ته يې هم ټېله وركړه او نږدې وو، چې رالوېدلاى واى. حضرت علي چې او دس وكړ؛ له هغه ځايه راووت او هغه يې درې دورې وواهه.

يو بد خويه، نشتمن ته پر مخ سپېړه وركړه. حضرت علي ته يې ګیله وكړه. حضرت علي بدخويه ته د سپېړې د وركولو حكم وكړ. نشتمن وويل: ((ما وبښه)) خو حضرت علي پخپل لاس بدخويه ته سپېړه وركړه. بدخويه ترې وپوښتل: زه خو نشتمن وبښلم؛ نو تاسې ولې ووهلم؟حضرت علي وويل: ((ځكه چې په ټولنه كې ستا په شان بل څوك پېدا نشي. ))

يو سړي د خلكو په لار كې کېږدۍ وهلى وه او كجورې يې پكې خرڅولې. څو ځل ورته وويل شول: د خلكو لار دې بنده كړې، لږ غاړې ته كېنه؛ خو و يې نه منله. حضرت علي حكم وكړ چې کېږدۍ يې وسوځوئ.

 

وټیز بنديز او ټولنيزه كلابندي

پېغمبراكرم صلی الله علیه وآله وسلم حضرت ابن مسعود ته وويل: ((د مسعود زويه ! د ګناه كارانو پر وړاندې دا ټکي په پام كې ونيسه: په ښكاره ورسره مه كېنه؛ ځكه پټه ناسته پاسته ګناه نه هڅوي؛ خو په ښكاره تګ راتګ پر ګناهونو د تائيد د ټاپې لګول دي. په بازار كې له ګناه كوونېكيو سره راكړه وركړه مه كوه. د ګناه كارانو چوپړ مه كوه. [439]))

 

ځورول:

كه له بديو په منع كې ورم – نصيحت، يادونه او لرې والي اغېز و نه کړ؛ نو د ځورونې له لارې يې هم کولاى شو.

امام صادق (رح)ځينو يارانو ته وويل: ((تاسې چې ګناهګاران وينئ؛ نو ولې يې نه غندئ؟ ولې يې له ځانه نه شړئ؟ولې ورته زيان نه رسوئ؟ چې له خپل كاره لاس واخلي. دا زما دنده ده، چې تاسې په دې بې پروايي پوه كړم. [440]))

له ځورولو زموږ موخه يوازې جسمي بڼه نه ده. كله نا كله مخ اړونې او بې پروايانې هم پكې راځي. “علي بن يقطين” د امام كاظم په حكم د عباسيانو په دولت كې ننوځي، د حج په وخت کې چې مدينې ته راغى او له امام څخه يې اجازه واخسته؛ خو اجازه يې ورنه کړه او خپه شو چې زه د عباسيانو په حكومت كې دامام په پلوۍ وزير يم؛ هغه ولې راته د ليدلو اجازه نه راكوي؟ امام ورته وويل: ((ابراهيم؛ يو نشتمن شپون چې تا ته درغى؛ خو تا ورته اجازه ورنه کړه. ستا دا کار ناسم و، زه به هم تاته اجازه درنه کړم، ستاحج نه منل کېږي. [441])) وزير پخپل کار پښېمانه شو، کوفې ته ستون شو او له ابراهيم څخه يې بښنه غوښته او پْخلا يې کړ او بېرته مدينې ته راستون شو او د ليدو اجازه يې واخيسته.

 

اوښتونیز – انقلابي چلن:

له ټولو آيتونو دا جوتېږي چې پر نېکيو امر او له بديو منع لومړى بايد د ښوونې، نېک چلن، پراخې سينې او د مينې له لارې وشي؛ خو که نرموالي اغېز نه درلود؛ نو د اوښتونیز چلن له لارې دې د فساد مخه ونيول شي. څو بېلګې يې دادي: ((کومو کسانو به چې “مارماهيان”خرڅول؛ حضرت علي په دورو وهلو منع کړل. [442]))

 ((يو تن به په جومات کې خلکو ته قيصې کولې؛ حضرت علي هغه په دورو له جوماته وويست. [443]))

 يو تن نيت درلود چې د خنځير غوښه وخوري، حضرت علي ورته وويل: ((که خوړلې دې واى؛ نو حد به مې درباندې جاري کړى واى او که خوړلې دې نه وي؛ نو د نيت له کبله به دې هم يوه دوره ووهم. ))

د حضرت ابراهيم علیه السلام په لاسونو د بوتانو ماتول، د حضرت موسى علیه السلام له لارې د سامري د سرو زرو د خوسي سوځول او د حضرت علي کرم الله وجهه په لاس د مکې د بوتانو ماتول د اوښتونیز چلن بېلګې دي.

 

څو مسلې:

که له بديو د منع لپاره د سرغړاندي د مال او ځان نيول اړين وي؛ نو دا کار بايد وشي. د ساري په توګه: له بدخويه بايد چاقو په زور واخستل شي يا بايد د شرابې له لاسه شراب په زوره واخستل شي ان ځينې وخت اړین دي، چې له ځينو مهمو بديو د مخنيوي په موخه د هغوى کور ته ننوځوو او مالونه يې ونيسو [اوبه، برښنا او ټيليفون يې پرې کوو] که له مهمو سرغړونو مخنيوى د سرغړاندي مال ته زيان رسوي او څه يې پکې له منځه ځي؛ کوم باک نه لري. پاتې دې نشي، دا شان حرکتونه بايد يوازې په مهمو سرغړونو کې وشي چې ورم – نصيحت پرې اغېزمن نه وي او نه ښايي پر نېکيو امر له پولې واوړي. د ساري په توګه: که د ګناهګار چاقو ماتول غواړئ؛ نو بايد د کور لوښي يې مات نشي، په داسې ځايونو کې چې د زندان له لارې دګناه مخنيوى کېداى شي؛ نو په زندان او هم په کور کې يې بنديانول اړین دي. که سرغړاندی يوازې پر وهلو له خپلې سرغړونې لاس اخلي؛ نو د يو عالم پر اجازې سره دې دا کار وشي. د جرمونو په مخنيوي کې د اسلامي فقې قوانين ، حدود، قصاص او ديات اغېزمنې پايلې لري.

 

 

د نېک هڅونه او د سرغړاندي رټنه

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((که نېکچاري ته مو بدله ورکړه؛ نو سرغړاندی به ورټل شي او پخپلو کړو به پښېمانه شي.))

د نېکانو په هڅونه کې دوه ګټې دي. لومړى داچې پخپل کار کې به لاپسې جدي شي. دويم داچې سرغړاندی به د ځان سمونې په اند شي.

د پوه، نوښتګر، هنروال، شاعر او ليکوال هڅونه کولاى شي عمومي اندونه د حق لوري ته سم کړي؛ البته اړینه نه ده، چې هڅونه دې تل توکیزه – مادي بڼه ولري. د مزدور د لاس ښکلول او د مشرانو لمانځل د هڅونې ساد لارې دي. که د جمعې په لومړۍ ليکه کې غوره او با فضيلته کسان درېږي؛ نو دا پخپله يوه هڅونه ده. په يو روايت کې راغلي: ((عالم ته کتل او يا يې په کور کې اوسېدل هم ثواب لري. )) او دا د علم د عملي هڅونې يو غوڅ سارى دى. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د احد د جګړې په پاې کې وويل: ((د کوم شهيد چې ډېر قرآن زده و؛ نو لومړى به يې د جنازې لمونځ وکړم.)) همداراز پېغمبراکرم په جګړه کې بېرغ له يوه واخست او بل ته يې ورکړ او و يې ويل: ((؛ ځکه د دويم تن ډېر قرآن زده دى.))

په قرآن کې راغلي: ((د منافق د جنازې لمونځ مه کوئ، قبرونو ته يې مه ځئ او ګواهي يې مه منئ.))

 

 

پينځم څپرکى

 

په قرآن کې د نېکيو او بديو ډولونه

 

په قرآن کې د نېکيو بېلګې:

قرآن په هر ځاى کې رڼا او ښیون – هدایت دی، د نېکيو او بديو د پېژندلو لپاره هم بايد پر قرآن منګولې ولګوو. په قرآن کې د نېکيو بېلګې دادي:

 

الف_ د ديني مرکزونو او جوماتونو بیا ژواکي – احياء:

قرآن وايي:

((وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا[444]= او دغسې موږ (د هغې سيمې خلك) ورباندې خبر كړل، چې پوه شي (د قيامت په باب) د الله ژمنه رښتوني ده او د قيامت (په راتلو كې) هېڅ شك نشته، هغه مهال، چې دوى په خپلو منځونو كې (په دې خبره) شخړه كوله، چې له ((اصحاب كهف)) سره څه وكړو؟ ځينو وويل: ((يوه ودانۍ پرې جوړه كړئ (چې تل له سترګو پټ شي او په باب يې خبرې مه کوئ، چې) پالونكى يې ترې ښه خبر دى))؛ خو هغوى چې د((اصحاب كهف)) له خوالې خبر شول (او دا يې پر دويم ځل راپاڅېدو يو دليل وليد؛ نو) و يې ويل: ((هرو مرو پر (غار) يې یو جومات جوړوو (چې خاطره يې هېره نشي. )))

نوځکه د اصحاب کهف پر مزار جومات جوړ شو. کاشکې چې د ښارونو جوړونکيو له قرآنه عبرت اخستى واى.

((إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ[445]= ((په رښتینه کې لومړنی كور (اوعبادتځى) چې خلكو ته جوړ شو، هماغه (دى) چې په مكه كې دى، چې مبارک او نړيوالو ته د لارښوونې (سرچينه) ده ،))

او پخپلو ودانيو کې يې لومړى جومات ته ځاى ټاکلى واى او نور واټونه يې د همدې جومات پر چورلیز جوړ کړي واى. د مسلمانانو هڅوب – فرهنګ بايد د هغوى جوماتونه وي او بايد ښکلي او پاک يې وساتي؛ نو له دې لارې به ډېر خلک جوماتونو ته رامات شي. قرآن وايي د جوماتونو بیا ژواکي بايد د تقوى پر بنسټ وي:

((لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِي[446]= ((هېڅكله پكې (پر عبادت) مه درېږه! (خو) كوم جومات، چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى، ددې وړ دى، چې (د عبادت لپاره) پكې ودرېږې، په هغه (جومات) كې داسې مېړني دي، چې پاکېدو ته څوبتیا لري او الله پاكان خوښوي.))

د جومات بیاژواکي هغه توفيق دى، چې خداى يې يوازې د ايمان او اخلاص څښتنانو او زړورو ته ورکوي:

((إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ[447]= ((د الله جوماتونه يوازې هغوى ابادوي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ یې ايمان راوړی، لمونځ يې كړى، زكات يې وركړى او بې له الله له بل چا نه ډارېږي؛ نو هيله ده، چې همدوى به له لار موندوونکيو ځنې وي))

د جومات ارزښت دومره دى، چې د خداى پېغمبران؛ لکه حضرت ابراهيم علیه السلام او حضرت اسماعيل علیه السلام يې خادمان وو:

((وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ[448]= ((او (درياد كړه) چې كله مو ابراهيم ته (د كعبې) د خونې ځاى وټاکه (چې خونه جوړه كړي او ورته مو وويل: ) له ما سره هېڅ څيز مه شريكوه او خونه مې طواف كوونكيو او (عبادت ته) قيام كوونكيو، ركوع كوونكيو او سجده كوونكيو ته (د بوتانو له شتون او له هر ډول چټلۍ) پاكه كړه))

جومات دومره ارزښت لري، چې د حضرت مريم مور د دوه ځانۍ په شپو او ورځو کې نذر کوي، چې خپل ماشوم به د”بيت المقدس” خادم کړي:

((قَالَتِ امْرَأَةُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ[449]= (درياد كړه) چې کله د ((عمران)) ښځې (حنا) وويل: ((پالونکیه! په رښتینه کې په زیلانځ كې مې چې څه دي، تا ته مې نذر كړي، (له هرې بوختیا آزاد، چې د بیت المقدس چوپړ ته خوشې وي)؛ نو نذر مې ومنه، چې ښه پوه اورېدونكى يې))

که جوماتونه د لاندېنيو لاملونو له کبله تش وي؛ نو ستر تېرى به وي:

که تل پکې د مړیو دعا اخستل وي، که امام يې د خلکو خوښ نه وي او له خلکو سره سم چلن نه کوي، که د جومات ساتوونکي له خلکو سره بد چلن وکړي او جومات پاک او ښايسته نه وي. په خواشينۍ سره زموږ له جوماتونو غم ځايونه جوړ شوي، حال دا، د حضرت زهرا بي بي نکاح په جومات کې تړل شوې وه. موږ په هرو جامو کې جومات ته ځو، حال دا قرآن وايي:

((يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ[450] = ((د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ورځئ؛ نو خپله ښكلا درسره واخلئ او (له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛ خو (بې ځايه) لګښت مه کوئ، چې بې ځايه لګښتيان د خداى نه خوښېږي))

اسلام وايي: ((که د جمعې لپاره امامان ډېر وي او ټول په علم او تقوى کې يو شان وي؛ نو ښکلى پکې خوښ کړئ. څوک چې خوږ غږي وي؛ نو همغه بايد اذان وکړي. د لمانځه په وخت کې غوره جامې واغوندئ او عطر پر ځان واچوئ او ښځې دې هم د سينګار لپاره په لمانځه کې غوره وسايل ولري.)) اسلام جومات داسې مرکز ګرځولاى، چې پکې د نشتمنو لاسنيوى کېږي او غزاګانو ته به ترې سرتيري لېږل کېدل؛ نو جومات د اوزګارخېلو او بېکارانو ځاى نه دی. په اوسني وخت کې ستره نېکي د جوماتونو بيا جوړول دي. د خوږ غږي بايد په جوماتونو کې اذان وکړي. ډاکتران هم بايد پر يوځانګړې ورځ نشتمن رنځوران په جومات کې معاينه کړي. په جومات کې بايد د “قرض الحسنې”(=غوره پور) صندوق جوړ شي، چې له پوروړو سره مرسته وشي.

 

خپلواکي او له ځان بايللو ډډه کول:

خپلواکي له نېکيو ځنې دى او بايد په ټولو برخو کې وي. قرآن وايي:

((مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا[451]= ((محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مؤمنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.))

اسلامي ټولنه د بوټي په شان ده او هره ورځ وده کوي، چې پر خپلو پښو درېږي. فقها وايي: د کفارو پېښې کول حرام دي او څوک يې، چې په شان جامې اغوندي او په شان يې چلن کوي؛ نو په روايتونو کې پرې کلکه نيوکه شوې ده.

 

 خداى ته نژدېوالى:

که کارونه، موخې، خواړه، جامې، کور، غوسه، خوښه، ملګري او ښځه ټول د خداى لپاره وي او د انسان نيت پاک وي او اخلاص ولري؛ نو لا به ستره نېکي وي، پاک نيت او الهي رنګ ساده کارونه پر مرغلرو بدلوي.

 

هڅونه:

د نېکيو هڅول د نېکيو خورېدو ته مهم اړم دى.

قرآن وايي:

((هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا[452]= ((دی (الله) هغه ذات دى، چې پخپله او پرښتې يې رحمت درنازلوي، چې تاسې (د ناپوهۍ، شرك او ګناه) له تيارو (د پوهې، ايمان او تقوا) رڼا ته راوباسي؛ او پر مؤمنانو لورين دى.))

په يو بل ځاى کې پېغمبراکرم ته حکم کېږي: له هر چاچې زکات اخلي، هڅوه يې او درود پرې وايه؛ ځکه ستا درود به ورته هڅونه او تسکين وي:

((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[453]= ((له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله، چې په دې يې پاك سازي وکړې او و يې روزې او (د زكات اخستو پرمهال) دعا ورته وكړه؛ ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او الله پوه اورېدونكى دى. ))

 

زده کړې:

په هېڅ دين کې به لومړنى حکم د ((اقرا)) آيت نه وي. اسلام د مشرۍ او ورمندون – قضاوت لپاره لومړى شرط علم ايښى دى. د علم او زده کړې لپاره يې له زانګو څخه تر قبر پورې وخت او له ((چين)) څخه تر((ثريا)) پورې ځاى ټاکلى دى. د علم او زده کړې لپاره يې يوازېنى شرط دا ايښى چې بايد ګټور وي او پر بې ګټوو او ضررناکو زده کړو يې کلکه نيوکه کړې.

 

ټولنيزو چارو ته پاملرنه:

قرآن په سل ګونو آيتونو کې ټولنيزو چارو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او خلک يې ټولنيزو نېکيو ته هڅولي دي، چې بېلګې يې دادي:

 

١_په وينا او عمل کې نیاو – عدالت:

قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ وَأَقِيمُواْ وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ[454]= ((زما پالونكي په انصاف امر كړى او ( داچې) په هر جومات (او د عبادت پر وخت) خپل پام د هغه خوا ته ورواړوئ او په سوچه ايمان (او دين) یې وبلئ (او پوه شئ)؛ لكه چې څنګه يې په ړومبي ځل پيدا كړئ، بيا به په (قیامت کې)همدې ډول (هغه ته) ورځئ. ))

٢_خپلمنځي جوړ جاړى:

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعلي‏ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ[455]= مؤمنان؛ يوازې هغوي دي، چې كله د الله نامه یاده شي؛ نو زړونه يې (د الله له برمیالۍ او سزا) ورېږدي او چې د ده آيتونه ورته ولوستل شي؛ نو ايمان يې زياتېږي او يوازې پرخپل پالونكي بروسه کوي ))

 

٣_دښمن څارنه:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[456]= ((مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛ نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدلې وگڼئ (؛ نو تاسې يو الهي چار کړى)؛ ځکه الله تعالى هم ډېر بښونکى (او) لورين دى))

٤_له ښو انسانانو سره يو خوله کېدل:

((أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[457]= الله د جنت (داسې) باغونه ورچمتو كړي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، پكې تلمېشتي؛ دا ستره بريا ده.))

 

٥_د ښو انسانانو پلوي کول:

((أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ[458]= دوى (پېغمبران) داسې كسان وو، چې الله لار ورښوولې ده؛ نو ته یې هم پر لار ولاړ شه (او) ووايه: ((چې زه (ددې رسالت) څه اجر(او باړه) درځنې نه غواړم، دا (رسالت او قرآن) يوازې نړيوالو ته یو پند او نصيحت دى!))

٦_د خېر په کار کې تلوار:

((وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَآ آتَاكُم فَاسْتَبِقُوا الخَيْرَاتِ إِلَى الله مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ[459]= او دا كتاب [= قرآن ] مو په رښتيا او حق پر تا نازل كړى، چې مخكېني كتابونه رښتيني ګڼي او پرې مسلط، څارن، پاسوال او ګواه دى؛ نو ترمنځ یې د الله د نازل شويو احكامو له مخې پرېکړه كوه او په هيلو پسې يې مه ځه (هسې نه) چې له الهي احكامو پاتې شې، موږ تاسې هر يو(امت) ته شريعت او تګلار ټاكلې او كه الله غوښتي واى؛ نو تاسې ټول يې يو امت كولاى شوئ؛ خو الله غواړي په هغو څيزونو مو وازمېيي، چې دركړي يې دي (او ستاسې بېلابېل استعدادونه وروزي)؛ نو په نېكو چارو كې سيالي وكړئ، ستاسې د ټولو ستنېدل د الله لوري ته دي؛ نو پرهغه څه به مو خبر كړي، چې اړپیچ مو پکې كاوه.))

 

٧_د سولې تړون د طرحې ملاتړ:

((وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ[460]= او كه كفار سولې (او روغى) ته لېوالتيا وښيي؛ نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر الله بروسه وكړه! (ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه ډېر پوه اورېدونكى دى.))

 

٨_د هغو مجرمانو غندل چې د ټولنې امنيت خرابوي:

((وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[461] = او د غله او غلې دواړه لاسونه یې د كړنو په سزا كې د الله له لوري (د عبرت وړ) سزا په توګه پرې كړئ او الله ځواکمن حكيم دى. ))

 

٩_یو د بل له سرغړونو تېرېدل:

((وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُواْ وَاصْفَحُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ[462] = ډېر كتابيان د كينې له لامله، چې په وجود كې يې جرړې ځغلولي، غواړي تر خپل ايمان او اسلام روسته مو د كفر حالت ته وګرځوي؛ كه څه حق په بشپړ ډول ورڅرګند شوى؛ نو و يې بښئ او ترې تېر شئ، چې الله خپله پرېکړه (د جهاد فرمان) درولېږي، بېشکه الله پر هر څه قادر دى. ))

 

١٠_پور ورکول:

((مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ= څوك دى، چې الله ته پور وركړي؛ ښه پور (او الله وركړي مالونه انفاق كړي) چې خداى یې څو ځل ورزيات كړي؟ او دا الله دى، چې (د بندګانو روزي) تنګوي او پراخوي (او انفاق هېڅكله د روزۍ كمولو لامل نه ګرځي) او يوازې د ده لوري ته ورګرځول كېږئ (او خپله بدله به تر لاسه كړئ. ) ))

د مالي مرستو له لارې د نورو زړونه راماتول، د زکات په ورکولو د پوروړو زندانيانو خوشې کول او په لار کې د پاتې شويو مسافرو ژغورل.

 

١١_د نېکچارو ملاتړ:

((وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[463]= او د مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى چې په نېكيو كې ورپسې ولاړل، الله ترې خوښ دی او دوى (هم) له خدايه خوښ دي، ورته يې د جنت باغونه چمتو كړي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او پكې همېشه مېشتي او دا ستره بريا ده!))

بايد د مشر او خلکو ترمنځ اړيکى ژورې وي او د وېرې او ګواښ پر بنسټ نه، بلکې د ميني او سلام له مخې وي.

١٢_د حق له سرغړاندو سره د اړيکو پرېکول:

((وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ[464]= او (همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې (د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول (او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي ول (؛ نو په دې وخت كې) یې وګڼله، چې پناه ځاى يوازې د الله د رحمت لمن ده، بيا الله پرې ولورېد (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي [؛ ځکه] چې الله ښه توبه قبلوونكى (او) لورین دى. ))

د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په حکم ټولو مسلمانانو له درېيو کسانو سره خبرې اترې او اړيکې غوڅې کړې، چې په عمومي تيارسۍ کې يې ګډون نه و کړې، درې واړو توبه وکړه؛ نو بيا ورسره خلکو اړيکې ټينګې کړي.

 

 ١٣_سلامشوره:

((وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ[465]= او (د هغو) كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونو او ناوړه (چارو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛ نو ورځنې تېرېږي.))

 

۱۴-يو بل ته د زغم او لورنې سپارښتنه:

((ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ[466]= [پردې سربېره] بيا له هغو كسانو وي، چې ايمان يې راوړى او يو بل ته د زغم او (د الله پر مخلوق د) لورنې سپارښتنه کوي.))

 

١٤_پر پلار مړي زړه سوى:

((فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ[467]= (اوس چې داسې ده)؛ نو له ((پلارمړي)) سره توندي مه كوه.))

١٥_په مړيو پسې دعا کول او له مؤمنانو سره په پاک زړه چلن کول:

((وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ[468] = او (همداراز) څوک چې تر دوى [= مهاجرينو او انصارو] روسته راغلي (او) وايي: ((پالونكيه! موږ او زموږ هغه روڼه وبښه، چې تر موږ مخكې يې ايمان راوړى او په زړونو كې مو مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه. پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې.))

١٦_د ښو کسانو لمانځنه او ياد يې ژوندى ساتل:

وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ[469]= ((او له دوی مو داسې مشران كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو، لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه او يوازې زموږ لمانځونكي وو))

د اړتيا په وخت کې بايد په غوره او نېکه توګه بېلتون وشي ((د ښځې او مېړه په منځ کې بېلوالى، کرايه مېشتى د کور له خاوند سره او شريک بايد له بل شريک سره په ښه توګه بېل شي.))

 

١٧_د زړه له تله د خلکو چوپړ:

((فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنقَضَّ فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا[470]= بيا روان شول، چې د يوه كلي خلكو ته ورغلل او خواړه یې ترې وغوښتل؛ خو دوى یې له مېلمه پالنې ډډه وكړه؛ نو هلته يې يو نړېدونکى دېوال وليد؛ خو (خضر) نېغ کړ. (موسى) وويل: (((لږ تر لږه) ددې كار لاسباړه خو به دې غوښتې واى.))

 

١٨_ ارزښت پالنه:

((وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُونَ[471]= او چې له مؤمنانو سره مخ شي وايي: ((ايمان مو راوړى)) (؛ خو) چې له خپلو شيطانانو سره څنګځي ته شي، وايي: ((سکه، درسره يو او هسې ملنډې (پرې) وهوو. ))

 

١٩_د نشتمنو ژغورنه:

 فَأْتِيَاهُ فَقُولا إِنَّا رَسُولاَ رَبِّكَ فَأَرْسِل مَعَنَا بَني إِسْرائِيلَ وَلاَ تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْناكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ وَالسَّلاَمُ علي‏ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى[472]= نو ورشئ، ورته ووايئ: موږ دواړه ستا د پالونكي استازي يو، بني اسراييل راسره ولېږه او مه يې ربړوه، په رښتيا موږ ستا د پالونكي له لوري معجزه درته راوړې او پر هغه دې سلام وي، چې سمه لار ومني((

 

٢٠_د خوالې – راز ساتل:

))قَالَ يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ[473]= (يعقوب) وويل: ((زويکه! خوب دې خپلو روڼو ته مه وايه، (هسې نه خطرناكه) نقشه درته وكاږي؛ ځكه شيطان د انسان ښكاره غلیم دى.

 

٢١_سپېڅلېو موخو ته د ځواکونو جوړول:

((وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي. كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا[474]= او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛ چې ډېره پاکي دې ووايو))

 

٢٢_په خلکو کې اوسېدل:

((ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [475]= بيا له هماغه ځايه راکېوځئ، چې (نور) خلک (منی ته) راکېوځي او له الله بښنه وغواړئ، بېشکه الله لورین بښونکی دى.))

 

٢٣_د شرک د نښو د منځه وړل:

((قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا[476]= (موسى) وويل: ((نو ځه، په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې، چې) نارې به وهې: (((ماته) لاس مه راوړئ!)) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې لمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.))

٢٤­_له کارګر سره پر نرمۍ چلن کول:

((قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ[477]= (شعيب) وويل: ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) په نكاح دركړم، په دې (شرط) چې اته كاله مزدوري راسره وكړې؛ نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا به دې له لوري (یوه نېکي) وي او نه غواړم دروند پېټى دركېږدم، “ان شاالله” ما به ښه سړی ومومې. ))

 

٢٥_د نشتمنو پوښتنه او ستونزې يې هوارول:

((قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا[478]= (ذوالقرنين) وويل: ((پالونکی مې چې د کوم څیز وس راکړي (ستاسې تر وړانديزه) غوره دی؛ نو [د انساني ځواک] مرسته راسره وكړئ، چې ترمنځ مو یو ټينګ دېوال جوړ كړم؛))

 

٢٦_بايد له نشتمنو د اجر اخستنې تمه ونشي:

(( قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا[479]= (ذوالقرنين) وويل: ((پالونکی مې چې د کوم څیز وس راکړي (ستاسې تر وړانديزه) غوره دی؛ نو [د انساني ځواک] مرسته راسره وكړئ، چې ترمنځ مو یو ټينګ دېوال جوړ كړم.))

 

٢٧_نورو ته د اند او څېړنې چانس ورکول:

((وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ[480]= او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه غواړي؛ نو پناه وركړه، چې د الله خبرې واوري (او غور پكې وكړي)؛ بيا يې د خپل امن تر ځايه ورسوه؛ ځكه دوى ناپوهه خلک دي))

٢٨_له ناپوهانو سره سولييز چلن:

((وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا[481]= او دی هماغه ذات دى، چې كه څوك غواړي، پند واخلي يا غواړي شكر وباسي (؛ نو) شپه و ورځ يي يو په بل پسې كړې ده (او د ورځې يې، چې په كومو چارو كې لنډون كړى وي، د شپې دې يې وکړي يا اپوټه). ((

 

٢٩_د نورو د کړنو هر اړخيز درناوى:

))فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[482]= نو (له دعا سره سم) له هغو (دوو نجونو) يوه په حیا حيا کې راغله او موسى ته يې وويل: ((زما پلار دې غواړي، چې زموږ د څارويو خړوبولو په بدل کې څه دركړي))؛ نو چې هغه [= شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قيصه يې ورته وکړه ورته يې وويل: ((مه وېرېږه، له ظالمې ډلې ژغورل شوى يې.))

 

٣٠_د غايبيونو پلټنه:

((وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ[483]= او (سلېمان) د مارغانو پلټنه وکړه؛ نو و يې ويل: ((ولې هُد هُد (ملاچرګک) نه وينم که په ناسوبو كې دى؟!))

 

٣١_له کفارو د ارام خوب اخستل:

((مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا[484]= محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مؤمنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.))

 

٣٢_د ياغيانو ځپل:

))وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ [485]= او پوه شئ، چې د الله استازى ستاسې په منځ كې دى، كه په ډېرو چارو كې ستاسې ومني؛ نو هرومرو به وکړېږئ؛ خو الله ايمان درګران كړ او هغه يې ستاسې په زړونو کې ښکلی کړ او (اپوټه) له كفر، سرغړونې او ګناه يې كركجن كړئ، يوازې همدوى (چې دغسې ځانګړنې ولري) پر سم لوري تلونکي دي.

 

٣٣_پخپلو مالونو کې د نشتمنو برخه:

((وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ[486]= او په مالونو كې يې د ګدا او بې برخې (محروم) حق او برخه وه. ))

 

٣٤_له مسافرو سره مينه او خواخوږى:

((وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[487]= او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) ورمهاجر شوي یې ښه ایسي او څه چې دوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (دوی) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي، كه څه دوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ خوندي شو؛ نو همدوى بريالي دي.))

 

٣٥_په تنګو ځايونو کې خلکو ته د ناستې ځاى ورکول او که ځاى نه وي؛ نو بايد له ډلې ووځو:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ[488]= مؤمنانو! چې درته وويل شي: ((په مجلسونو كې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ)))؛ نو ارت یې كړئ، چې الله مو په چارو کې پراخي راوړي او چې وويل شي: ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ، چې الله مو د مؤمنانو او پوهانو درجې لوړې كړي او څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.))

 

٣٦_د ورم – نصيحت، نېکۍ، غوره چلن او حکمت له لارې د خداى په لار کې خلکو ته بلنه:

((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ[489]= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن استدلال او ویینه ورسره وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي، چې څوك یې له لارې اوښتي او (همداراز) پوهېږي، چې څوك پر سمه لار دي.))

 

 ٣٧_له تيري کوونکيو لرې والى:

((قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ[490]= (ابليس) وويل: ((پالونكيه! [د ټولو] د راپاڅېدو تر ورځې مهلت راكړه (او ژوندى مې پرېږده ).))

٣٨_نوروته د تقوى د لاملونو ښوول او ورپېژندل:

((قَالَ هَؤُلاء بَنَاتِي إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ[491]= (لوط) وویل: ((كه غواړئ (سم) كار ترسره كړئ دا مې لوڼې دي (واده ورسره وكړئ او له ګناه او ناولتيا ډډه وكړئ )))

 

۳۹- د سترځواکو ګټو ته تاوان رسول:

((فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيْهِ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ[492]= نو چې (روڼه مصر ته ولاړل او) يوسف ته ورغلل؛ نو و يې ويل: ((عزيزه! موږ او كورنۍ مو پر (سختو) ستونزو اخته ده او له ځان سره مو ناڅيزه پانګه راوړې ده؛ نو پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، چې الله خيرات وركوونكيو ته بدله وركوي. ))

 

٤٠_د خپلو ځواکونو ساتنه:

((وَيَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَلَكِنِّيَ أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ[493]= ((او زما قومه! زه ددې بلنې لپاره اجر (او بدله) درځنې نه غواړم؛ اجر مې يوازې پر الله دى او مؤمنان (ستاسې لپاره) شړلى نشم؛ ځكه دوى له خپل پالونكي سره مخامخېدونکي دي (كه له ځانه يې وشړم؛ نو د قيامت په محكمه كې به مې د دعوى يو اړخ وي)؛ خو داسې قوم مو وينم، چې جهالت او ناپوهي کوئ.))

مستکبرينو به پېغمبرانو ته ويل، چې له خپل چاپېرياله نشتمني وشړئ؛ خو پېغمبرانو به دا خبره نه منله.

٤١_ چټکه او ښه مېلمه پالنه که څه مېلمه و نه پېژنو:

((وَلَقَدْ جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُواْ سَلاَمًا قَالَ سَلاَمٌ فَمَا لَبِثَ أَن جَاء بِعِجْلٍ حَنِيذٍ[494] = او په رښتيا ابراهيم ته زموږ پرښتې په زېري ورغلې او و يې ويل: ((سلام !)) ده هم په ځواب كې ((سلام)) ووايه؛ نو څه ځنډ یې و نه کړ، چې ابراهيم وريت شوى خوسى (ورته) راووړ. ))

((إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ[495]= چې له ابراهيم كره ورننووتل؛ نو و يې ويل: ((سلام!))، (ابراهيم) وويل: ((پر تاسې سلام، نا اشنا غوندې خلك (ياست)))

 

٤٢_د تېرو کسانو هغه نښې ساتل، چې نورو ته د عبرت وړ دي:

((فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ[496]= ((خو نن دې جوثه (له اوبو) ژغورو (او پر لوړه دې غورځوو)چې راتلونكيو ته عبرت شې! او بېشكه ډېرى خلك زموږ له نښو بې پروايي کوي.))

د ښارونو او کورونو په جوړولو کې امنيتي او ديني ټکيوته پاملرنه کول. خداى بني اسرائيلو ته حکم کوي، چې خپل کورونه دې مخ په قبله او يا هم يو بل ته مخامخ جوړ کړي، که تر لاس لاندې زموږ سپکاوى وکړي؛ نو بايد پر وړاندې يې پراخه سينه ولرو.

 

٤٣_د خداى نعمتونه بايد د خپل علم اوهوښيارۍ پايله نه؛ بلکې د هغه پېرزوېنه وګڼو:

((قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ قَالَ هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ[497]= (خو) له كوم سړي سره، چې د (اسماني) كتاب څه پوهه وه وويل: ((زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))؛ نو څنګه چې (سلیمان) هغه (تخت) له ځان سره ايښوول شوى وليد، و يې ويل: ((دا زما د پالونكي لورنه ده، چې و مې ازمېيي، چې شكر كوم كه ناشكري؟! اوڅوك چې شكر كوي؛ نو په خپله ګټه يې شكر كړى او څوك چې ناشكري كوي (؛ نو په خپل زيان يې كوي او پوه دې شي) چې پالونكى مې هغه سخاوت والا (دی چې د بندګانو له منندوینې) بې پروا دی. ))

((قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ القُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (قصص/۷۸) = (قارون) وويل: ((دا(شتمني) د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده، چې بېشکه الله تر ده مخكې داسې خلك هلاك كړي، چې تر ده غښتلي او شتمن ول؟! او (چې كله الهي عذاب راورسي؛ نو) له مجرمانو يې ګناهونه نه پوښتلېږي. ( او سيده دوزخ ته ځي) ))

٤٤_د نشتمنو بدني مرسته:

((فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ[498]= نو موسى یې څاروي خړوب كړل، بيا يو سيوري ته كېناست؛ نو و يې ويل: ((پالونكيه! ما ته چې هر څه خير ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم. ))

 

٤٥_د نورو پر کمالونو او ځانګړنو منښته – اعتراف:

((وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ[499] = او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه، چې تاييد مې كړي؛ [ځكه] وېرېږم، دروغجن به مې وبولي. ))

 

 

په قرآن کې د وګړنيو نېکيو بېلګې

الف_په عمل کې اخلاص:

((قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا[500]= ووايه: ((زه خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر يم (ځانګړنه مې داده، چې) وحې راته كېږي، چې يوازېنی معبود مو ايکې يو معبود دى؛ نو څوك چې له خپل پالونكي سره د مخامختيا په هيله وي؛ نو بايد ښې چارې وكړي او هېڅوك د خپل پالونكي په لمانځنه كې شريك نه كړي. ))

ب_پر معاد ايمان:

((وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا[501] = او څوك چې ځينې ښې (چارې) وکړي؛ خو چې مؤمن وي، نه له څه ظلم او نه د خپل حق له ضايع كېدو وېرېږي. ))

پ_د خداى فضل ته هيله او سترګې پر لارېدل:

((قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْباً وَلَمْ أَكُن بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيّاً[502]= و يې ويل: ((پالونكيه ! په رښتيا هډوكي مې كمزوري شوي او د سر(وېښته) مې له زړښته سپين پړک وهي او پالونكيه! ما چې کله هم له تا څه غوښتي (؛ نو) بې برخې شوى نه يم.))

ت_د خير په کار کې بيړه:

((قَالَ هُمْ أُولاَءِ علي‏ أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى‏[503]= (موسى) وويل: ((دا دی دوى راپسې دي. پالونكيه! ځکه مې بيړه دروكړه، چې رانه خوښ شې.))

 ث_په عبادت کې زغم:

((رَبُّ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيّاً[504]= (او هغه) د اسمانونو، ځمكې او ټولو هغو څيزونو پالونكى دى، چې د دوی ترمنځ دي، و یې لمانځه او په لمانځنه کې يې زغمناك اوسه، ايا كوم همنامى (او سيال) یې پېژنې؟))

 ټ_د ګناه پر وړاندې زغم:

((قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ[505] = روڼو وويل: ((ايا ته هماغه يوسف يې؟)) ويي ويل: (((هو!) زه يوسف يم او دا زما رور دى، الله پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛ نو په پاى كې بريالي كېږي؛ ) ځكه الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي.))

ث_په کړاو کې زغم:

((قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ[506]= (يعقوب) وويل: (((داسې نه ده)؛ بلكې ځاني غوښتنو مو (ناسم) عمل درښايسته كړى؛ نو زه صبر كوم؛ خو ښكلى صبر (چې ناشكري پكې نه وي) هيله ده، چې الله ټول راته راولي؛ (ځكه) چې هغه پوه حكيم دى. ))

ج_ زړورتيا:

((وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِه عَالِمِينَ[507]= او په رښتيا موږ لا مخكې ابراهيم ته (اندیزه) وده وركړې وه او په (وړتيا) يې خبر وو.))

ح_په لمانځه کې ټول پام خداى ته اړول:

((الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ[508]= هغوى چې په خپل لمانځه كې عاجزي كوي. ))

ځ_د ديني مشرانو درناوى:

((إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ[509]= په حقيقت كې څوک چې د الله د استازي پر وړاندې خپل غږونه راټيټوي، دوى هماغه كسان دي، چې الله يې زړونه تقوا (او ځان ساتنې) لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي (او) دوى ته بښنه او ستره بدله ده.))

خ_په ارامۍ او درنښت تګ راتګ:

څ_په بښنه کې منځلاري:

((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا[510]= او هغوى چې كله (د الله په لار کې) لګښت كوي؛ نو نه بېځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي.

چ_د خداى پر نعمتونو شکر ايستل او څرګندول يې:

((وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ[511] = او (په مننه) د خپل پالونكي د لورنې (نعمت) څرګندونه کوه.))

د_پر خداى توکل کول:

((قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ يَمُنُّ عَلَى مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَمَا كَانَ لَنَا أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَانٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَعلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ[512] = استازیو يې ورته وويل: ((دا سمه ده، چې موږ ستاسې په څېر انسانان يو؛ خو الله ، چې له خپلو بندګانو چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) احسان پرې كوي (او د پېغمبرۍ مقام وربښي) او موږ هېڅكله بې د الله له اجازې معجزه نشو راوړاى (او له ګواښونو مو نه وېرېږو) او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي

ډ_د لمانځه او د جمعې لمانځه ته بيړه کول:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ[513]= مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي؛ نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ. كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده.))

ذ_خداى ته پناه وړل:

((فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ[514]= نو چې كله قرآن لولې؛ الله ته د رټل شوي شيطان (له شره) پناه يوسه!))

ر_د روښانه ګاندې – راتلونکي هيله:

((قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُواْ إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ[515] = موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل: ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبر كوئ، چې ځمكه (يوازې) د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي، پاتوړی یې ګرځوي او د متقیانو پاى ښه ده. ))

((إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا[516]= په رښتینه كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته.))

ړ_له مړينې وېرېدل او ورته ځان چمتو کول:

((قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاء لِلَّهِ مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ[517]= ووايه: ((يهوديانو! كه ګومان كوئ، چې (يوازې) تاسې د الله دوستان ياست، نه نورخلك؛ نو كه رښتيا وايئ، د مرګ هيله وكړئ !))

ځان جوړونه، تزکيه او د ارام روح درلودل، د شپې عبادت کول، د قرآن تلاوت کول، د حق ويل او پرې درېدل، نه ستړيا، په غوسه کې بښنه، د خپل ځوځات لپاره دعا کول، زړورتيا، د سپېڅلي روح درلودل او د قيامت يادول له وګړنيو نېکيو ځنې دي.

 

 

په قرآن کې د کورنيو نېکيوبېلګې

په قرآن کې د کورنۍ چارو په هکله ډېر څه ويل شوي دي، چې څو بېلګې يې دادي:

 الف_ په واده کولو کې څېره او شتمني نه؛ بلکې اندنه – تفکر او ايمان اصل دى:

((وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ[518] = او مشرکانې تر ایمان راوړو مه راودوئ (كه څه بې له وينځوو سره له واده كولو مو لاس رسي؛ ځكه) مؤمنه وينځه تر (ازادې) مشركې غوره ده، كه څه (ښكلا، شتمني او مقام يې) ستاسې خوښ وي او مؤمنې ښځې مشركانو ته تر ایمان راوړو مه وركوئ (؛ خو كه اړ شوئ؛ مؤمنو مريانو ته يې ورنكاح كړئ؛ ځكه) مسلمان مريى تر ازاد مشركه ښه دى. كه څه (مال، ښكلا او شتمني يې) ستاسې خوښه وي، دوى مو اور ته وربولي او الله په خپل فرمان تاسې د جنت او بښنې لوري ته رابولي او الله خلكو ته خپل حكمونه په ډاګه څرګندوي، چې پند واخلي.))

 ب_کورنۍ د ښځې په پاکلمنۍ کې ونډه لري:

((قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ[519]= (شعيب) وويل: ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) په درنكاح كړم، په دې (شرط) چې اته كاله مزدوري راسره وكړې؛ نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا به دې (یوه نېکي) وي او نه غواړم دروند پېټى درباندې كېږدم، “ان شاالله” ما به ښه سړی ومومې. ))

ت_جنسي نږدېوالى يوازې بې موخه خوند اخستنه نه؛ بلکې د نېک کهول او قيامت سريزه ده:

((نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ[520]= مېرمنې مو ستاسې كروندې دي؛ نو هر وخت، چې مو خوښه وي، ورسره يوځاى شئ (او زيار وباسئ، چې له دې فرصته ګټنه وكړئ او د صالحو اولادونو په روزنې) زېرمه مو مخکې ولېږئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او پوه شئ، چې (يوه ورځ) له هغه سره مخامخېدونکي ياست او مؤمنانو ته (ددې مخامخېدنې) زېرى وركړه.))

پ_ښځه د سړي تر لاس لاندې ده او ژوند يې بايد د سړي له لارې چمتو شي:

((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا[521]= نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ ځكه الله (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په دې پار چې (د ښځو په باب) له خپلو مالونو لګښت كوي؛ نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ ځكه الله پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛ نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووله؛ نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ ( پوه شئ) چې الله د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى ( او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى) ))

 ټ_له ښځې سره په نېکۍ ژوند:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا[522]= مؤمنانو! درته روا نه ده، چې ښځې په زور په مېراث کې واخلئ او مه يې تنګوئ، چې د هغه مهر څه برخه ترې ووهئ، چې ورکړی مو و؛ خو داچې ښكاره بد چاري وكړي او په ښه توګه ژوند ورسره وكړئ او كه له كومه (پلوه) مو بدې ايسېدې (؛ نو سملاسي د بېلوالي پرېکړه مه کوئ؛ ) ځكه كېداى شي ستاسې يو څه خوښ نه وي؛ خو الله پكې ډېرې ښېګڼې ايښې وي.))

ج_ميندې دې تر دووکلونو خپلو ماشومانوته شيدې ورکړي:

وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ[523]= او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي. (دا حكم) هغه چا ته دى، چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي. د ماشوم پر پلار لازمه ده، چې مور ته د تي رودنې پرمهال په غوره توګه خوراك او جامې وركړي ( ان كه طلاق يې هم اخستى وي) (او) هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى، نه مور د خپل اولاد پر سر زیان وویني او نه پلار او نباید موروپلار د خپل اختلاف له لامله ماشوم ته زيان ورسوي، او پر وارث (که پلار یې مړ شي) يې هم دغسې ده او كه دواړه په خپله خوښه او مشوره ماشوم له تي (ژر) غوڅ كړي؛ نو څه باك يې نشته او كه (د ناوسۍ او يا د مور د موافقې په نه شتون كې) مو وغوښتل، چې خپلو اولادونو ته دايي ونيسئ؛ نو څه ګناه يې نشته؛ خو په دې شرط، چې د مور پخوانى حق په ښه توګه ادا كړئ او د الله (د فرمان له سرغړونې) ووېريږئ او پوه شئ، څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى.

ح_ بايد د ښځې لګښت د سړي د ګټې هومره وي:

لاَّ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاء مَا لَمْ تَمَسُّوهُنُّ أَوْ تَفْرِضُواْ لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدْرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ[524]= پرتاسې ددې ګناه نشته كه ښځو ته تر لاس وروړو يا تر مهر ټاكلو مخكې (د ځينو لاملونو له مخې) طلاق وركړئ؛ نو (په دې وخت كې) یې (له مناسبو ډاليو) برخمنې كړئ، شتمن دې له خپلې وسې او تنګلاسى دې (هم) له خپلې وسې سره سمه ډالۍ (چې د وركوونكي او اخستونكي له شتمنۍ سره ښايي) په غوره توګه وركړي (او دا کار) پر نېكانو (لازم او) یو حق دى

ځ_که د شخړى له رامنځ ته کېدو مو وېره درلوده؛ نو په کور کې محکمه جوړه کړئ او پرديو ته يې مه وايئ:

((وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا[525]= او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ (چې دا شخړه هواره كړي) كه دواړه (مېړه او مېرمن) د روغې جوړې هوډ لري؛ نو الله به يې جوړ كړي؛ ځكه الله باخبر پوه دى (او د ټولو له نيتونو باخبر دى). ))

 خ_ښځه او سړى يو د بل جامې دي؛ نو بايد یو بل پټ کړي:

((أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ[526]= ((د روژې پر شپه له خپلو مېرمنو سره کوروالى درته حلال شوى. دوى ستاسې او تاسې د دوى جامه ياست (دواړه يو د بل ښكلا او يو د بل د ساتنې لامل ياست) الله پوهېده، چې تاسې له ځانونو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو كاوه)؛ نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس کوروالی ورسره کوئ او څه چې الله درته روا كړي، و یې لټوئ او (همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ، تر هغه چې د سباوون سپینه لیکه له تورې لیکې درڅرګنده شي بيا تر شپې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې، چې څېله ياست له خپلو مېرمنو سره مه يوځاى كېږئ، دا الهي پولې دي!؛ نو (باخبر، د ګناه په نيت) مه ورنژدې كېږئ. الله دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ځان وساتي.))

ستر کول او د نورو په مخ کې ځان نه سينګارول او له نورو سره په ناز خبرې نه کول او له سړيو سره نه يو ځاى کېدل؛ هغه سپارښتنې دي، چې قرآن يې ښځو ته کوي او په دې هکله آيتونه هم راغلي دي.

 

د سياسي نېکيو بېلګې

الف_له الله، رسول الله، اولوالامر او معصومو مشرانو لاروي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا [527] = مؤمنانو! له الله ، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ترمنځ مو په كوم [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛ نو د منځګړتوب لپاره د) الله [کتاب] او (د) رسول [سنتو] ته مخه كړئ، كه (په رښتيا) پر الله او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ. دا (كار) غوره او ښه پايله لري. ))

 ب_يووالى او له هر راز تفرقې ډډه کول:

((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ[528]= او ټول د خداى پر رسئ [= قرآن، اسلام او د يووالي پر هر ډول وزله] منګولې ولګوئ او ګوندي مه کوئ، د خداى هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛ نو په لورنې یې (یو د بل) وروڼه شوئ او د يوې اورينې كندې پر ژۍ وئ؛ نو الله ترې وژغورلئ، خداى په دې توګه خپل آيتونه درڅرګندوي، چې ګوندې سمه لار ومومئ.))

ت_د منفي دسيسو نه منل:

((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ[529]= ښه يې ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛ داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي).

ټ_پر زورځواکو ډډه نه وهل:

وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ[530] = او د ظالمانو پر لور مه وركږيږئ، چې اور به مو راښکېل کړي او په دې حال كې به بې له “الله”ستاسې ملاتړ نه وي، بيا به مرسته درسره و نه کړای شي.

ث_له کفارو کرکه او له مؤمنانو سره خواخوږي:

مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا[531]= محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مؤمنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.

 ج_په هر نامه د دسيسو د مرکزونو له منځه وړل:

ح_د کفري مشرانو پر ضد جهاد:

((وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ[532]= او كه تر ژمنې روسته يې خپلې لوړې ماتې کړې او ستاسې پر دين يې ملنډې ووهلې؛ نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛ ځكه دوى پر ژمنو نه درېږي، ښايي (د تورې په زور له ژمنماتۍ) لاس واخلي.

ځ_ د ارزښتونو ملاتړ او دفاع ته پر لوړه کچه چمتووالى:

((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ[533]= او څه مو چې له وسې پوره وي، د دوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتو كړئ) چې د الله دښمن، خپل دښمن او هغه غلیمان پرې ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو الله يې پېژني او د الله په لار (او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې، چې هر څه ولګوئ؛ نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي.

ځ_ له مشرکينو برائت:

((فَسِيحُواْ فِي الأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَأَنَّ اللّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ[534] = نو (مشركانو!) څلور مياشتې (نور مهلت لرئ، چې ) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې، چې ځئ، ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ، چې تاسې الله بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې الله د كافرانو رسوا ګر دى.

خ_ عادلانه ورمندون – قضاوت:

((سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآؤُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُم أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ[535] = دوى (يهودان) جاسوسۍ، دروغجنۍ او په مړه خېټه د حرامو مالونو (لکه سود او بډو) خوړو ته څوبمن وي؛ نو كه درغلل؛ ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه) پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛ نو هېڅ زيان نشي دررسولاى او كه پرېکړه دې ورته کوله؛ نو په انصاف يې پرېکړه وكړه، چې الله منصفان خوښوي.))

څ_د پتمنې سولې منل:

((وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ[536]= او كه كفار سولې (او روغى) ته لېوالتيا وښيي؛ نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر الله بروسه وكړه! (ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه ډېر پوه اورېدونكى دى. ))

س_لمونځ کول، زکات ورکول او پر نېکيو امر بايد د حکومتي دندو په لومړيتونو کې وشمېرل شي:

((الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ[537]= دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده.))

 ش_د دښمن له موخو او په تېره له هڅوبیز- فرهنګي يرغله يې ځان خبرول:

((وَقَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُواْ بِالَّذِيَ أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُواْ آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ[538]= له كتابيانو يوې ډلې (له يهودو) ويل: (([ولاړ شئ او په ظاهره] څه چې پر مؤمنانو [مسلمانانو] نازل شوي، سهار ايمان پرې راوړئ او د ورځې په پاى كې پرې كافر شئ چې (له خپل دينه) راوګرځي (؛ ځكه دوى تاسې كتابوال بولي، چې له اسماني زېرمو خبر ياست او دا دسيسه یې ټکني کولو ته بسیا ده). ))

 

 

بدي يا منکر څه ته وايي؟

هر کار چې عقل او دين يې بد وګڼي، منکر ورته ويل کېږي. د بديو يا منکراتو لمن خورا پراخه ده. په قرآن کې د بديو بېلګې ښوول شوي؛ خو د ټولو بديو شمېرنه څه اسان کار نه دى. کله ناکله انسان بدي کوي؛ خو خپله پرې نه پوهېږي. په اودس، غسل او وينځلو کې د ډېرو اوبو کارول، د خوړو، مېوو او جامو بېځايه کارول، ډېر خوري، پر واټونو ګند او چټلي اچول، سګرټ څښل او نور داسې دودونه، چې چاپېريال ککړوي؛ دا ټول په بديو کې راځي او ډېر خلک ترې خبر نه دي. غلط پلانونه جوړول له سترو بديو ځنې دي.

که د ښوونځيو زدکړیالانو ته د لوست داسې پلان جوړشي، چې په سهار کې ساده او رغیز – سطحي لوست ولري او په روستيو ساعتونو کې د رياضي او ګران مضامين ولري؛ نو ټول زدکړیالان به پر ازموينو کې ښې پايلې ونه لري؛ ځکه په سهار کې د زده کوونکيو ماغزه آرام او په غرمه کې ستړي کېږي.

هو! دا شان مهالويش په بديو کې شمېرل کېږي. څوک چې امين نه وي او ورته د بيت المال واګې وسپارل شي. که استاد ټولګي ته ناوخته راشي، په جومات کې پر منبر امام ګټورې خبرې و نه کړي، که امام د جمعې لمونځ اوږد کړي او دا کار خلک له جوماته توري کړي، د ګاونډي کور ته کتل، که پر بدو نومونو خلکو ته غږ وشي، بل چا ته په زړه کې خېرى ساتل، په کوڅو او واټونو کې ګند اچول، په ټيلفونو خلک تنګول، له آذان پرته پر لوړ اواز خبرې کول، د دروغو د لاسوندونو – اسنادو او راپورونو جوړل، غوړه مالي، له اضافه کار پرته نورو ته د دولت له شتمنيو اضافه کاري ورکول، بې نوبته څه اخستل، بې وخته تيلفون کول، د ښځې او اولادونو هېرول، په اولاد کې توپير کول، نورو ته پور نه ورکول او پور بېرته نه ورګرځول، سود خوړل او پرناحقه قسم خوړل او داسې په سل ګونو نورې بدۍ؛ که وغواړو او که نه د شپې او ورځې يې کوو او موږ ورته ګناه نه وايو او پردې پرې هم نه اچوو او نه يې د منځه وړلو هڅه کوو. ټولې بدۍ په يوه کچه نه وي؛ ځينې بنسټيزې او کليدي بڼه لري؛ لکه ګروهیزې – عقيدتي بدۍ چې د وټيز، ټولنیز، حقوقي، سياسي او اخلاقي بديو په پرتله بنسټيزه بڼه لري.

قرآن ډنډه مارانو ته وايي: ولې ډنډۍ وهئ؟ ايا پر قيامت ګروهه -عقيده نه لرئ؟

((أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ[539]= ايا دوى ګومان نه كوي، چې راپاڅول كېږي.))

((يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ[540]= هغه ورځ، چې خلك به نړۍ پال ته درېږي))

د لمانځه په هکله په قرآن کې راغلي: لمونځ وکړه، چې قيامت راروان دى:

((إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي[541]= په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما لمانځور وړ نشته؛ نو و مې لمانځه او يادښت ته مې لمونځ كوه. ))

((إِنَّ السَّاعَةَ ءاَتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى[542]= ((په رښتيا قيامت راتلونكى دى؛ خو غواړم (د راتلو وخت) يې پټ کړم، چې هر څوك د خپلو هلو ځلو له لامله بدله ومومي.))

 پېغمبرانو به هم د خلکو له ګروهیزو انحرافاتو سره مبارزه کوله.

 

 

ګروهیزې بدۍ

شرک:

 داچې بې له خدايه بل چاته پاملرنه کېږي؛ نو په قرآن کې پرې تر سلو ځلو زياتې نيوکې شوي چې دادي:

الف_د خداى د زوى درلودل:

))وَيَجْعَلُونَ لِلّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ[543]= او مشرکان (په خپل ګومان) الله ته لوڼې انګېري – چې ده ته (له دې عېبه) پاکي ده – او خپل ځان ته یې چې څه خوښ وي پرې قایلېږي.((

ب_ځينو به پېغمبران د خداى زامن ګڼل:

))وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ[544]= او يهوديان وايي: ((عزير د الله زوى دى.)) او مسيحيان وايي: ((مسيح د الله زوى دى.)) د خولې دا هسې خبرې یې د مخکېنیو کافرانو د ویناوو لاروي ده، الله دې دوى ووهي، چې څنګه (له حقه) اړول کېږي!((

ت_پرښتې د خداى لوڼې ګڼل:

))أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلآئِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا[545]= ايا (ګڼلې مو ده، چې) پالونكي مو په زامنو ونازولئ او خپل ځان ته يې له پرښتو لوڼې ونيوې؟! په حقيقت كې یوه غټه (او ډېره بده) خبره كوئ!

 

ټ_خداى نشتمن ګڼل:

))لَّقَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاء سَنَكْتُبُ مَا قَالُواْ وَقَتْلَهُمُ الأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ[546]= هو، خداى د هغو خلكو وينا واورېده، چې ويل يې: ((په رښتینه کې خداى بېوزلى دى او موږ شتمن يو)) ژر به يې ویلي وليكو او هم يې په ناحقه د پېغمبرانو وژنه؛ او (ورته) وبه وايو: [( د خپلو كړنو په بدله كې) سوځنده عذاب وڅكئ!]((

ث_د خداى لاسونه تړلي ګڼل:

))وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُواْ بِمَا قَالُواْ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ كُلَّمَا أَوْقَدُواْ نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ[547]= ((او يهودو وويل: ((د الله لاس ( له پنځونې يا ورکړې په ځنځېر) تړلى دى)) د دوی لاسونه دې تړلي وي ! چې ددې خبرې له لامله ورټل شول؛ بلكې (د قدرت) دواړه لاسونه يې پرانستي دي، هر ډول یې چې خوښه وي، بښې يي؛ خو څه چې ستا د پالونکي له لوري درنازل شوي، د زياترو یې سرغړونه او كفر ورزياتوي او (ددې په بدله كې) مو، د قيامت تر ورځې ترمنځ یې دښمني او كرکه وغورځوله، کله یې چې د جګړې کوم اور بل کړی (؛ نو) الله هغه مړ كړی او [اوس هم] پر ځمکه د فساد خورولو هلې ځلې كوي او الله سرغاړي نه خوښوي. ))

په قرآن کې پردې ټولو ګروهیزو بديو په کلکه نيوکه شوې ده. د الله ستاينې او تکبير په وییو – کلمو کې د ((سبحان الله)) پر ویی – کلمه د ټولو په پرتله ډېر ټينګار شوى دى. ((سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ))؛ یعنې دا کوم ناروا او کږې وږې ګروهې چې بېلارې شوي يې لري او په خداى پورې يې تړي، هغه ترې پاک او سپېڅلى دى. په نهج البلاغه کې راغلي: ((پېغمبران ددې لپاره نه وو راغلي، چې په خلکو کې ګروهه رامنځ ته کړي؛ ځکه خلک د هستۍ پر مبداء ګروهن وو.)) د انبياوو موخه، د ګروهو سموول وو؛ نو قرآن هم په دې ټکي ټينګار کړى او په دې هکله يې ډېرې بېلګې هم راوړى دي. د خلکو د ناسمو او کږو وږو ګروهو بېلګې دادي:

 

 

الف_ځان د خداى زوى ګڼل:

))وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ[548]= او يهودو او مسیحیانو وويل: ((موږ د الله زامن او (ځانګړي) دوستان يو)) ورته ووايه: ((نو ولې مو په ګناهونو سزا درکوي؟! بلكې تاسې د خداى له پيدا كړيو، يو بشر ياست (الله چې) چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چا ته یې چې خوښه شي (او مستحق يې وبولي) سزا وركوي، د اسمانونو او ځمكې او څه چې پکې دي، واكمني د الله ده او ده ته ورتګ دی. ))

ب_له حقه سرغړاندي او لتاړل يې:

))الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ[549]= ((کتابيان هغه [= پېغمبر] د خپلو زامنو په څېر پېژني؛ البته يوه ډله يې حق آگاهانه پټوي.))

خو چې کله د خداى رسول راغى؛ نو ترې منکر شول.

 ت_پر خداى تور تړل:

))مَا جَعَلَ اللّهُ مِن بَحِيرَةٍ وَلاَ سَآئِبَةٍ وَلاَ وَصِيلَةٍ وَلاَ حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ[550]= الله د ((بحيره))، ((سائبه))، ((وصيله)) او ((حام)) په باب كوم حكم نه دى كړى. ( دا څلور ډوله اهلي څاروي دي، چې د ځينو علتونو له مخې په جاهليت كې ګټنه ترې حرامه وه؛ خو په اسلام كې دا بدعت منع شو)؛ خو كافران پر الله دروغ تړي، چې ډېرى يې نه پوهېږي.

ټ_د آسماني کتابونو اړول:

))مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلًا[551]= ځينې يهود كلمې له خپلو ځايونو اړوي او [ددې پرځاى چې ووايي: ((وا مو ورېدل او ومو منل((]. وايي: ((وا مو ورېدل او و مو نه منل)) او (همداراز وايي: ) واوره (چې كاشكې) كوڼ شې! او (په ملنډو وايي) راعنا [= موږ تحميق كړه. ] چې په دې خبرو خپلې ژبې تاووي (او حقايق اړوي) او د خداى په دين كې ((خو)) ګانې پېدا كوي؛ خو كه دوى (د دې ځېلونو پر ځاى) ويلاى: ” وا مو ورېدل او و مو منل او زموږ خبرې واوره او موږ ته مهلت راكړه (چې پر حقايقو پوه شو) “؛ نو ورته غوره وه او له واقعيت سره يې اړخ لګاوه؛ خو الله دوى د خپل كفر له لامله له خپل رحمته لرې كړل، له همدې لامله ډېر لږ شمېر يې ايمان راوړي.

 

ج_خپلو ليکنو ته به يې د خداى ليکنې ويلى:

فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ[552]= نو پر هغوى دې افسوس وي، چې (له ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي، بيا وايي: ((دا د الله له لوري ده)) چې په لږه بيه یې وپلوري؛ نو تباهى ده پر هغوى چې څه يې ليكلي او تباهي ده پر هغوى څه چې له دې لارې ترلاسه کوي!

ځ_له خپلو نېکونو لاروي کول:

))بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ (زخرف/۲۲) = بلکې وايي: ((په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي او پر پلونو یې روان يو.))

ج-له دين څخه د ځينو علماوو ناوړه ګټنه:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ[553] = مؤمنانو! (د كتابيانو) ډېرى عالمان او راهبان (= شيخان) د خلكو مالونه په ناروا خوري او د الله له لارې (يې) منع كوي او هغوى چې سره او سپين زر زېرموي او د الله په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه!

څد خداى په قانون کې اړونه:

((سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِن قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا[554] = هغه مهال چې تاسې د غنیمت د لاس ته راوړو لپاره خوځېږئ (؛ نو د حديبيې له سفره) پاتې شوني درته وايي ((پرېږدئ، چې درپسې درشو.)) (په دې توګه) غواړي د الله خبره (او لارښوونه) واړوي؛ ووايه: ((راپسې رانشئ. هو! الله لا له مخه ستاسې په اړه دغسې ويلي وو.)) نو ژر به ووايي: (((نه) بلكې كينه راسره كوئ.)) (داسې نه ده)؛ بلکې (دوى) بې له ډېرو لږو، په ژوره توګه نه پوهېدل.

س_د خداى د بندګانو په هکله غلو کول:

((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا[555]= ((كتابيانو! په خپل دين كې مبالغه (او افراط) مه کوئ او د الله په باب بې له حقه بل څه مه وايئ. مسيح عيسى د مريمې زوى؛ يوازې د الله استازی او د ده (مخلوق او) كلمه وه، چې مريمې ته يې وروغورځوله او د ده يو روح و؛ نوځكه پر الله او استازیو يې ايمان راوړئ او مه وايئ، چې (((خداى) درې ګونى دى.)) (له دې خبرې) منع شئ، چې درته غوره ده. الله؛ يوازې ايكي یو معبود (اله) دى، هغه له دې پاك دى، چې کوم زوی یې وي (؛ بلكې) په اسمانونو او ځمكه كې ټول څيزونه د ده دي او تدبيراو پالنې ته يې يوازې الله كافي دى.))

دا ټولې هغه ګروهیزې بدۍ دي، چې په قرآن کې راغلي او ورته ځواب هم ورکړل شوى دى. که د انعام د سورت آيتونو ته ځير شو؛ نو په خوړو کې هم ان خرافاتي چلونو ته ګوته نيول شوې ده. د ساري په توګه: ځينو کسانو به د پسه د غوښې ځينې برخې حلالې او ځينې نورې يې حرامې ګڼلې او يا هم ځينې برخې يې ښځو ته او ځينې نورې يې سړو ته ځانګړې ګڼلې:

((وَقَالُواْ مَا فِي بُطُونِ هَذِهِ الأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَى أَزْوَاجِنَا وَإِن يَكُن مَّيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاء سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ إِنَّهُ حِكِيمٌ عَلِيمٌ[556]= او (مشرکانو) وويل: ((څه (بچي) چې ددې څارويو په ګېډو كې دي، دا په ځانګړي ډول زموږ د نارينه وو دي او پر ښځو مو حرام دي؛ خو كه مړ وي [= مړ وزېږي]؛ نو ټول ( يې په خوړو) كې شريك يو.)) خداى به ډېر ژر ددې خبرو (او د دروغو د احكامو) سزا وركړي؛ ځكه هغه پوه حكيم دى.))

قرآن څو ځله ويلي:

((قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلًا قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ[557]= ووايه: ((غور وكړئ ، كومه روزي، چې الله دركوزه كړې، (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ؟!)) ووايه: ((ايا الله اجازه دركړې، که پر الله دروغ ورتړئ (او له ځانه حلال او حرام كوئ؟!). ))

که څه زموږ په وخت کې نوې نوې شبهې رامنځ ته شوي، چې هڅوبیز – فرهنګي چارواکي او د دين علماء يې بايد ځواب کړي. ټول زده کړه وال – لیکلوستي بايد د يو اسلامپوه د تېليفون نمره ولري. کاشکې چې هر کال مهمې پوښتنې او ځوابونه يې چاپ او ځوان کهول ته ورکول کېداى. يو ډاکتر د خجالت له مخې نشي ويلاى، چې د رنځورۍ پر نومېرنه – تشخيص پوه نشوم او پخپل سر نسخه ليکي او د رنځور له ژوند سره لوبې کوي. ښوونکى او مولا شرمېږي، چې ووايي: پر پلانکۍ موضوع نه پوهېږم او د سم ځواب پر ځاى بل څه وايي او خلکو ته کږه لار ښيي. خلک له خجالت او شرمه ټول عمر پرکږه لار روان وي او د فرايضو او لازمو څيزونو زده کړې ته هلې ځل نه کوي. ځوانان د خجالت او شرم له کبله له خپل مور و پلار سره د واده په هکله نېغ په نېغه خبرى نشي کولاى او ځان پر ډول ډول بديو ککړوي. ځينې نالوستي، چې عمرونه يې ډېر وي؛ نو د شرم له کبله د زده کړې ټولګيوته نه ځي، خلک د شرم له کبله پر ناحقه ګواهي ورکوي. بېځايه شرم د انسان لاسونه تړي او پر ډېرو بدمرغيو يې اخته کوي؛ نو موروپلار او ښوونکيو ته پکار دي، چې نوى کهول له بېځايه شرمه وژغوري؛ ځکه شرم د هر ډول فساد او بدۍ سرچينه ګرځېدلاى شي. د ځينو ګناهونو جرړه بېځايه شرم او واجبانو ته شاکول دي. په يوحديث کې راغلي: ((حياء دوه ډوله ده، يوه حياء له عقله او بله له سادګۍ او حماقته سرچينه اخلي. [558]))

داستان: په يوه جومات کې مې په يو مخورعالم پسې لمونځ کاوه. د حمد سورت په نيمه يي کې امام سلام واړو او خلکو ته يې وويل چې: او دس ورنه هېر شوى دى. خلکو بيا ځانته لمونځونه وکړل. که دا امام لږ شان شرمندويه سړى واى او بې اوداسه يې لمونځ کړى واى؛ نو پر ستره بدۍ به ککړشوى واى.

نورې بېلګې:

په يوه ډله کې ناست يو، ناڅاپه مو پام کېږي چې لمونځ مو نه دى کړى. که زړورتيا را کې وي؛ نو سملاسي بايد پاڅو او لمونځ وکړو او که نه لمونځ به مو قضا شي او پر ستره بدۍ به ککړشو. که څوک مو وپوښتي او په ځواب يې نه پوهېږو؛ نو د نه پوهېږم له ويلو به خجالت وباسو او غلط ځواب به ورکړو. ځينې کسان شته چې د يوې پوښتنې کولو زړورتيا هم نه لري او ټول عمر يې پرکږو لارو تېرېږي. ډېرې پېغلې او زلمي د ژوند په لومړيو پړاوونو کې ځينو ځانګړو معلوماتو تا اړتيا لري؛ خو له پوښتلو يې شرمېږي او همدا شرم د ډېرو بديو سرچينه ګرځي. کله ناکله په ورځپاڼو کې پر اسلام او يا کوم سړي ناروا تور لګول کېږي او څوک يې د غندلو زړورتيا نه لري. د حياء او شرم په هچې کله د ډېرو بديو سرچينه ګرځي. دا څوبېلګې وې، چې وويل شوې.

 

مثبته حياء:

البته حيا او شرم په ټولو ځايونو کې د ګناهونو سرچينه نه وي. په ځينو ځايونو کې انسان د حياء له کبله ناوړه کار نه تر سره کوي؛ نو دا يوه مثبته حيا ده او له عقله سرچينه اخلي. په يو حديث کې راغلي:

((حياء د ټولو ښو کونجي ده؛ نو موخه يې همدا حياء ده. حياء انسان له ناوړه کاره ژغوري.)) حياء چې څومره ډېره وي؛ نو عفت به هم ډېروي. که حياء نه وي؛ نو دين به هم نه وي.

 په پورتنيو حديثونو کې له حياء موخه مثبته حيا ده.

حياناک انسان خپل عيب له نورو پټوي او پر ګناه منښته – اقرار نه کوي. په هر حال حياء ټولنيزه او اروايي موضوع ده او ډېره څېړنه غواړي. يو چا رانه وپوښتل: زه پر شرم اخته يم، درمل يې څه دي؟ ومې ويل: غوره درملنه يې تمرين دى. د ساري په توګه: که څوک د خلکو په مخ کې د شرم له کبله خبرې نشي کولاى؛ نو په کور کې دې اذانونه کوي، شرم به يې له منځه ولاړ شي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((له هرکاره چې وېريږئ ورته ودانګئ. [559]))

دلته لازمه ده، پر دې ټکي ټينګار وکړم، چې کوم ماشوم چې غواړي د وجود اظهار یا خپل ځان نورو ته وښيي؛ مور و پلار او د ښوونځيو ښوونکو ته پکاردي، چې اجازه ورکړي او و يې نه رټي، که کار يې نيمګړى هم وي؛ نو بايد وهڅول شي او روحيه يې ماته نشي؛ ځکه د ماشومتوب په پړاو کې يې رټل او غندل د ډېرو شرمونو سرچينه ګرځي او همداراز په دې پړاو کې يې هڅونه د ډېرو زړورتياوو لامل هم ګرځي.

 وېره اروايي ستونزه ده او د ډېرو بديو سرچينه هم ګرځي. دروغ، له جنګه تېښته، سرغړونې، ناروا مخونې او ناحقه ګواهي ورکول له وېرې سرچينه اخلي. وېره هغه حالت دى، چې امام زين العابدين به ترې د روژې په سهار کې له خدايه پناه غوښتنه. حضرت علي په نهج البلاغه کې ډارن په کلکو ټکيو يادوي:

 ((بې روحه مړيو! څېره مو د سړيو په شان ده؛ خو سړي نه ياستئ. [560]))

((له ډارنو سره سلامشوره مه کوئ. [561]))

((له ښځو سره سلامشوره مه کوئ؛ ځکه چې هغوى انسان زړه نازړه کوي. [562]))

 پاتې دې نشي چې د حضرت علي په دې وينا کې سړي هم راځي؛ يعنې څوک چې تا له زړورتيا او پرېکندتوبه ژغوري او تا ته د وېرې او شک روحيه درکوي؛ نو بايد ورسره سلامشوره ونشي. حضرت علي په يو بل ځاى کې وايي: ((که يوه ښځه د عقل او کمال خاونده وه؛ نو ورسره سلامشوره وکړئ. ))

په هر حال ديني غېرت او د روحيې درلودل پر نېکيو د امر او له بديو د منع لپاره لومړى شرط دى.

یادیزه: يو چا راته وويل: له يوه موټروانه مې وغوښتل، چې لمانځه ته ودرېږي؛ خو غوږ يې پرې و نه ګراوه. ايا بيا هم زه ګرم يم؟ ومې ويل: هو؛ ځکه غوښتنه ګټه نه لري، داسې چغې بايد ووهې؛ لکه د پيسو بټوه او يا ماشوم دې چې له موټره غورځېدلاى وي.

په ټولو ځايونو کې غوښتنه اغېز نه لري او چغې، تعصب، زړورتيا او د زړه سواندى روحيې ته اړتيا ده. په قرآن کې په جګړه کې د مؤمنانو د روحيې د پياوړتيا لپاره ډېر آيتونه راغلي دي.

 

هڅوبیز- فرهنګي منکرات يا بدۍ

هڅوبیزې بدۍ هم يو ډول ګروهیزې بدۍ دي. د قلم ، وينا ، هنر ، فلم ، تبليغاتو، اواز، وسوسو، د ګناه د ناستو جوړول او د هغه ودانيو جوړول، چې مذهبي مرکزونه تتوي؛ نو هڅوبیز بدۍ له دې لارو کيږي. په شام کې يې ((اموي جومات)) جوړ کړ، چې په مدينه کې د ((نبوي جومات)) ځلا تر اغېزې لاندې راولي. يا د زده کړو مرکز يې بغداد ته راووړ، چې د امام صادق پر وړاندې يو ډول سيالي وي. نن سبا د کمپيوټر او سټلايت له لارې ډېر څه خپرېږي.

که په قرآن کې د ( ود) کلمې ته ځيرشئ؛ نو پوه شئ چې دښمن په څه پسې په لټه کې دى. تر ټولو غوره هيله يې داده، چې مسلمانان له خپلو ګروهو او دينې ارزښتونو لاس واخلي:

))وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُواْ وَاصْفَحُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ[563] = ((ډېر كتابيان د كينې له لامله، چې په وجود كې يې جرړې ځغلولي، غواړي تر خپل ايمان او اسلام روسته مو د كفر حالت ته وګرځوي؛ كه څه حق په بشپړ ډول ورڅرګند شوى؛ نو و يې بښئ او ترې تېر شئ، چې الله خپله پرېکړه (د جهاد فرمان) درولېږي، بېشکه الله پر هر څه قادر دى.))

 د هڅوبیز يرغل په هکله په قرآن کې ځينې بېلګې راغلي؛ لکه د يهودو مشرانو يوه دسيسه جوړه کړه؛ سهار يې پر رسول الله ايمان راووړ او مازديګر بېرته يهوديت ته واوختل:

))وَقَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُواْ بِالَّذِيَ أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُواْ آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ[564]= له كتابيانو يوې ډلې (له يهودو) ويل: (([ولاړ شئ او په ظاهره] څه چې پر مؤمنانو [مسلمانانو] نازل شوي، سهار ايمان پرې راوړئ او د ورځې په پاى كې پرې كافر شئ چې (له خپل دينه) راوګرځي (؛ ځكه دوى تاسې كتابوال بولي، چې له اسماني زېرمو خبر ياست او دا دسيسه یې ټکني کولو ته بسیا ده) ((

هغوى له دې چله دوه موخې لري: لومړى داچې يو يهودي هم مسلمان نشي او له ځان سره ووايي: که اسلام بشپړ دين واى؛ نو کومو علماوو، چې سهار اسلام ومانه؛ نو مازديګر کې به ترې بېرته نه راګرځېدل، دويم داچې د مسلمانانو په زړونو کې شک واچوي، که اسلام بشپړ دين وي؛ نو د يهودو عالمان يې بايد له ځان سره ساتلي واى. خداى دا دسيسه شنډه کړه او پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته يې وويل: نورو مسلمانانو ته ووايه، چې نن تر غرمې مخکې به ديهودو ځينې مخور مسلمانان شي او مازديګر به بېرته واوړي؛ نو راتګ ته يې مه خوشحالېږئ او په بېرته تګ يې هم مه خپه کېږئ؛ ځکه دا دسيسه ده.

 

 

ټولنيزې بدۍ

هجرت ته شاکول

که مسلمانانو چين ته سفر نه واى کړى؛ نو نن به په چين کې په ميليونو مسلمانان نه واى. همداراز که مسلمانانو د “تانزانيا” او “زامبيا” هېوادونو ته هجرت نه واى کړى؛ نو نن به په دې هېوادونو کې د اسلام نوم هم نه و.

 د اسلام نظر دادى چې: مسلمانان بايد ډېر اوﻻدونه ولري او هر يو بايد يوې ځانګړې سيمې ته هجرت وکړي، چې د اسلام لمنه پراخه شي. هېښنده دا ده، چې د ژوند لپاره ځينې مرغۍ هم له يو ځايه بل ځاى ته هجرت کوي؛ خو ځينې مسلمانان ان له خپل ځايه هم نه خوځي. د اسلام له نوښتونو ځنې يو دا دى چې هجرت يې د تاريخ پېلامه وګرځوله؛ ځکه انسان د واک له مخې په يوې سپېڅلي موخې پسې هجرت کوي او که نه د حضرت عيسى زوکړه او يا هم د ځمکې ګرځېدل يو هم د انسان له اختياري وياړونو نه شمېرل کېږي. په سلګونو ستونزې د هجرت له ﻻرې هوارېږي.

 هجرت؛ يعنې د انساني قوتونو عادﻻنه ويش. هجرت؛ يعنې خوځښت، موخه، ژمنه او د ځمکې او وخت له قيدونو ازادي ده.

 څو مهاجرو مسلمانانو په افريقا کې د اسلام ډيوې بلې کړې. کوم کسان، چې په ناپوهۍ، شرک، بې اتفاقۍ او نشتمنۍ کې اوسي؛ نو ددې ټولو ګناهونه د هغه چاپر غاړه دي، چې د هجرت وس لري؛ خو د بې پروايي له کبله هجرت نه کوي او پر دروغجنو او تکراري کارونو يې ځان بوخت کړى وي. د هجرت په ویی – کلمه کې ستره او لوړه معنا ايښوول شوې، چې د مسافرت په کلمه کې نشته.

لوستي خلک غټو ښارونو ته راځي او کلي تش پاتېږي؛ نو دا کار په ښارونو کې نرخونه لوړوي، د کورونو او ترافيکو ستونزې هم راپيدا کوي، په کليو کې چې کوم رنځوران د ډاکټر د نشتوالي له کبله مري؛ نو ګناه يې د هغو ډاکټرانو پر غاړه ده، چې پر له پسې ښارونو ته راروان وي.

څوک چې هجرت نه کوي؛ نو اسلام ورسره اوښتونیز – انقلابي چلن کوي او وايي:

))إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُوْلَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يُهَاجِرُواْ مَا لَكُم مِّن وَلاَيَتِهِم مِّن شَيْءٍ حَتَّى ))يُهَاجِرُواْ وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ[565]= ((په حقيقت کې هغوى چې ايمان راووړ او هجرت يې وكړ او د الله په لار كې يې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او كومو خلكو، چې (مهاجرينو) ته پناه وركړه او مرسته يې ورسره وكړه؛ دوى يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى؛ خو هجرت يې نه دى كړى؛ نو له تاسې سره تر هغه هېڅ ډول (ديني) خپلولي نه لري، څو يې (د الله په لار كې) هجرت نه وي كړى او كه (يوازې) د دين (د كار) په باب مرسته درنه وغواړي؛ نو پر تاسې يې لاسنيوى لازم دى؛ خو د يو داسې قوم پرخلاف نه، چې له تاسې سره يې (د دښمنۍ پرېښوولو) تړون وي او څه چې كوئ، الله يې ښه ويني. ))

په رښتيا ټول کارپوهان چې په کفري هېوادونو اوسي، که خپلو هېوادونو ته هجرت وکړي؛ نو د کفر جبهه به هم کمزورې شي او مسلمانان به هم پياوړي شي او په فاسدو نظامونو کې به يې اسلامي هويت له منځه ﻻړ نشي. اسلام چې پر وﻻړو اوبو، خاورو او شتمنيو نيوکه کوي؛ نو دا حق هم لري چې پر وﻻړو کارپوهانو هم نيوکه وکړي.

 

هجرت د ټولو لپاره دى:

پوهان بايد هجرت وکړي، چې د اسلام غږ د نړۍ لرې پرتو سيمو ته ورسوي او د کليسا له فعاليتونو روسته نشي؛ ځکه دوى هم خپل مولايان د جهان لرې پرتو سيمو ته لېږدوي او روستۍ سر شمېرنې ورسره وي. دا کار به رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم هم کاوه. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((هر ماشوم چې زېږېږي او هر مسلمان، چې له دنيا سترګې پټوي، ماترې خبروئ، چې هر شېبه د مسلمانانو په روستۍ سرشمېرنې پوه يم. [566])) قرآن څو ځل مسلمانانو ته د ځمکې پر مخ د ګرځېدلو حکم کړى دى؛ خو غربيانو پر دې حکم تر موږ مخکې عمل وکړ او ټول جهان يې لوېشت په لوېشت ولټاوه او د سرچينو، زېرمو، قوتونو او د خلکو پر خويونو پوه شول. دا وړاندوينه حضرت علي کړى وه اوچغې به يې وهلې: ((هسې نه نور کسان درنه پر قرآن، په عمل کولو مخکښې شي. [567]))

قرآن پر ځمکه ګرځېدل او پر هجرت ډېړه سپارښتنه کړې ده؛ خو نورو پرې تر موږ ډېر عمل وکړ.

 

د نشتمن لپاره هجرت:

))إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا[568] = ((په رښتینه کې هغوى چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى و (د روح قبضولو) پرښتو د ساه اخستو پرمهال ورته وويل: ((په څه حال كې وئ؟)) (او سره له دې، چې مسلمانان وئ؛ خو د كفارو په ليكه كې وئ)؟ ځواب یې وركړ: ((موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [= پرښتو] وويل: ((ايا د الله ځمكه پراخه نه وه؛ چې هجرت مو پکې كړى واى؟!)) (څه عذر یې نه درلود او) هستوګنځى يې دوزخ دى، چې د ورتلو ناكاره ځاى دى.))

 نوځکه پر هر نشتمن ﻻزم ده، چې د خپلې ګروهې او دين د خوندي ساتلو لپاره هجرت وکړي او که په کفري هېواد او يا په داسې نورو سيمو کې له خپلو اصولو دفاع نشي کوﻻى؛ نو هغه دې پرېږدي. ځينې شته چې په يو ځاى، ښار او سيمه کې را ايسارېږي او پر ډول ډول ګناهونو اخته کېږي، په داسې حال کې پرې واجب دي، چې دا ځاى پرېږدي. په زړه پورې ټکى دادى چې د مړينې پرمهال په ټولو ګناهونو کې يوازې هجرت ته د شاکېدو په هکله انسان پوښتل کېږي. بل په زړه پورې ټکى دا دى، چې قرآن د اجر لپاره د دوه ګرایه، څو ګرایه، لس ګرایه او د لسګونو برابرو و یې – کلمات کارولي دي؛ خو د هجرت د اجر په هکله يې د عدد يا شمېرى نوم نه دى اخستى او ويلې يې دي چې اجر يې له خداى سره دى:

))وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا[569]=((او څوك چې د الله په لار كې هجرت وكړي؛ نو پر ځمكه به [د امن] ډېر ځایونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپل كوره د الله او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي، بيا یې مرګ راورسي؛ نو په یقین اجر يې پر الله دى او الله لورین بښونكى دى.))

دا تعبير د هغه مؤمنانو په هکله نه دى راغلى، چې په نيمه شپه کې له خوبه راپاڅي او په ځانګړى هيله عبادت کوي او څه، چې ورته خداى ورکړي وي، له هغه نفقه ورکوي. په قرآن کې راغلي:

))فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ[570]= ((هېڅوک نه پوهېږي (او نه اټکل کړای شي) چې مؤمنانو ته مو د خپلو کړنو په پار څه سترګې یخوونکې بدلې (نعمتونه او څرنګوالی یې) ورزېرمه کړي دي.))

څوک چې غواړي هر اړ خيز پرمختګ وکړي؛ نو ځان بايد هجرت ته چمتو کړي. قرآن وايي:

))وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا[571] =((او څوك چې د الله په لار كې هجرت وكړي؛ نو پر ځمكه به [د امن] ډېر ځایونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپل كوره د الله او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي، بيا یې مرګ راورسي؛ نو په یقین اجر يې پر الله دى او الله لورین بښونكى دى.))

حضرت علي وايي: ((حيران يم، چې تاسې ويده ياست او دښمن ويښ او هوښيار دى. [572]))

 

د پټو سترګو ﻻروي:

 تقليد او په پټو سترګو د چا ﻻروي د ځان بايلنې، هڅوبېزې نشتمنۍ، پر دين د ايمان د نه درلودلو، د ملي او ديني غيرت د نه درلودلو او د نفس د کمزورۍ نښه ده. قرآن په ډېرو ايتونو کې دا شان تقليد او چلن غندلى دى. “بوت پالو” به د بوتانو لمانځنه له خپلو نېکونو ﻻروي ګڼله. لويديځ ځپنه او ختيځ ځپنه زموږ د نننۍ ورځې له مهمو منکراتو ځنې شمېرل کېږي. د کفارو پېښې کول زموږ په فقه کې حرام ګڼل شوي دي؛ ځکه چې دا يو ډول ځان بايلنه ده. په روايتونو کې راغلي: ((په جامو او خوړو کې هم بايد خپلواک ياست او له پرديو تقليد و نه کړئ.)) قدسي حديث وايي: ((خداى يو پېغمبر ته وحې وکړه، چې مؤمنانو ته ووايه: تاسې زما د دښمنانو په شان جامې مه اغوندئ او زما د دښمنانو خواړه مه خورئ او په هر کاراو ﻻر کې زما ددښمنانو پر ﻻرو مه ځئ، که تاسې په ظاهره د هغوى په شان شوئ؛ نو په باطن کې به هم د هغوى په شان شئ. [573]))

 

د ګناه په غونډو کې ګډون:

د ګناه په غونډو کې کېناستل او ليدل يې زموږ د ټولنيزو بديو په شمېر کې راځي. قرآن وايي، چې کله مو واورېدل، د خداى پر آيتونو ملنډې وهل کېږي او نمښته – انکار ترې کېږي؛ نو له دې غوندې ووځئ:

))وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا [574]= ((او په يقين خداى په کتاب كې (دا حكم) پر تاسې نازل كړى، چې كله واورئ، چې ځينې د الله له آيتونو انكار كوي او ملنډې پرې وهي؛ نو ورسره مه كېنئ، تر هغه چې په بله خبره لګيا شي كه نه، تاسې به هم په څېر یې ياست، په رښتيا الله په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى.))

په بل ځاى کې وايي: که ودې ليدل چې يوه ډله په الهي آيتونوکې په ناحقه شخړه کوي، پر تا ﻻزم دي چې پرې نيوکه وکړئ، چې د خبرو اترو ﻻر بدله شي او که شيطان ته هېرونې ته اړ کړې؛ نو له پاملرنې روسته په ډله کې د ناستې حق نه لرې:

))وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[575]= ((او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!))

په قيامت کې به جنتيان، دوزخيان وپوښتي: تاسې ولې دوزخ ته وﻻړئ؟ دوى به دا څلور څېزونه څرګند کړي:

١_ لمونځ ته شا کول ٢_ مسکينانو ته بې پروايي ٣_ د خلکو په اوازو او خبرو پسې تلل ٤_قيامت دروغ ګڼل.

))قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ[576]= وايي: موږ له لمونځ کوونکيو ځنې نه وو. ((

))وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ[577]= ((او تل مو د جزا ورځ دروغ ګڼله))

هو! له ملنډو وهونکيوو سره جوړجاړى او پر وړاندې يې چوپتيا د مذهبي سپېڅلتياوو سپکاوي ته ﻻر هواروي.

 

تور لګول او پت له منځه وړل:

په بدنوم چا ته غږکول، سپکاوى، سپکې سپورې، غيبت، تور لګول او د ابرو له منځه وړل، له ټولنيزو بديو ځنې دي. قرآن د جنتيانو په هکله وايي:

((لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا[578]= ((هلته به چټيات او دروغ نه اوري))

هلته ټول چلونه د سم روح، روغې وينا او سم شعار پر بنسټ دي. د هغه ځاى نوم “دارالسلام” دى:

))لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ[579]= دوى ته (په جنت كې) د خپل پالونكي پر وړاندې “د سلامتيا كور” خوندي دى او د ښو كړنو له لامله يې خداى پالندوى (او مرستندوى) دى. ((

))إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا[580]= يوازېنۍ خبره، چې اوري، هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)).

د دوزخيانو په هکله راغلي: هره ډله چې دوزخ ته ننوځي؛ نو پر بلې ډلې به لعنت وايي:

))قَالَ ادْخُلُواْ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّن الْجِنِّ وَالإِنسِ فِي النَّارِ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا حَتَّى إِذَا ادَّارَكُواْ فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لأُولاَهُمْ رَبَّنَا هَؤُلاء أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَكِن لاَّ تَعْلَمُونَ[581]= (الله ورته) وايي: ((دوزخ ته ورننوځئ ، چې له تاسې مخكې د پېريانو او انسانانو ډلې ورننووتې دي !)) هره ډله، چې ورننوځي؛ نو پر مخكېنۍ هغې لعنت وايي، تر دې چې ټول (په ذلت) هلته يو ځاى شي (؛ نو په دې وخت كې به) لارويان د خپلو مشرانو په باب وايي: ((پالونكيه! موږ دوى بېلارې كړي وو؛ نوځكه له اوره دوه ګرايه سزا وركړه (هم د خپلې او هم زموږ د بېلارۍ سزا).)) خداى وايي: ((تاسې هر يوه ته دوه ګرايه سزا ده؛ خو نه پوهېږئ (؛ ځكه كه لارويان پر مشرانو راغونډ شوي نه واى؛ نو د خلكو د تېرايستو وسه یې نه درلوده ). ))

هلته به ټول د خپلى ګڼاه پړه پر بل چا اچوي:

))وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ[582]= او كافرانو وويل: ((موږ به هېڅكله پر دې قرآن ایمان را نه وړو او نه پر هغو (کتابونو) چې ترې مخكې وو)) كه ته دا ظالمان (پر هغه وخت) ووينې، چې د الله پر وړاندې (د حساب او جزا لپاره) درول شوي وي، پر هغه وخت به يو پر بل پړه اچوي (نو له حاله به يې حيران شې)! کمزوري كړاى شوي به لويي خوښيو ته ووايي: ((كه تاسې نه واست (؛ نو) موږ به هرومرو مؤمنان وو.))

د جنت او دوزخ له هيندارې سره خو اشنا شو؛ اوس اټکلولاى شو، په کومه ټولنه کې چې اوسېږو، هغه جنتي ده او که دوزخي؟ که شک، پلټنې، بې پروائي، اروړۍ ټکورۍ، سپکاوۍ، ملڼدې وهل، رخه او غچ د ټولنې پر اړيکو واکمنې وي؛ نو راتلونکې به يې دوزخ وي. که په کور، ټولنه، ښوونځيو او کارځى کې د ايمان، ګروهې، زړه سوي، لاسنيوي او اخلاص روحيه واکمنه وي؛ نو ددې ټولنې راتلوونکې پايله به هم جنت وي.

 

 د اکثريت پلوي:

ځينې ګومان کوي چې زړورتيا يوازې د جګړې په ډګر کې ده؛ خو هغه رښتینی زړور دى چې د استدلال او سول – منطق له لارې حق وپېژني، که څه يوازې پاتې شي او له دې يوازېتوبه و نه وېرېږي. حضرت علي د نهج البلاغې په ٢٠١ خطبه کې وايي: ((د حق په لار کې دپلويانو له لږې شمېرې مه وېرېږئُ))

قرآن له اکثريته پلوي څو ځل غندلي او ان پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته يې ګواښ کړى، که ته له اکثريته پلوي وکړې؛ نو تا به بېلارې کړي.

 

په وګړې- شخصيت پسې تلل يا وګړه پالي:

قرآن د قيامت پر ورځ د مجرمينو د خبرو اترو په هکله وايي:

((وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا[583]=((او وايي (به): ((پالونكيه! په رښتینه كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛ نو (سمه) لار یې رانه وركه كړه.))

انسان په تقليد کې د مور و پلار په پرتله پخپلو مشرانو پسې ډېر روان وي[584]؛ نوځکه قرآن ټينګار کوي چې رښتینې وګړې بايد موږ ته د خداى اولياء راوپېژني او قرآن هغوی ته د شيطان لقب ورکړى چې د بېځايه لګښتونو له لارې ځان مخورول غواړي:

((إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُواْ إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا[585] = (((ځكه) چې بېځايه لګښتيان د شيطانانو وروڼه دي او شيطان تل د خپل پالونكي پر وړاندې ډېر نامنندوی دى.))

قرآن په ډېرو آيتونو کې خلک له مفسدينو[586]، مسرفينو[587] ګناه کوونکيو[588]، عياشانو[589] او د کافرانو له لاروۍ منع کړي دي او رښتینې وګړې انبياء، صديقين، شهداء او صالحين بولي:

((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا[590]= ((او څوك چې د الله او استازي اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به) د هغو خلكو ملګرى وي، چې الله پرې نعمت لورولى دى (؛ يعنې) له پېغمبرانو، رښتينو، شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او دوى ښه ملګري دي.))

او د “انعمت عليهم” نوم يې پرې ايښى دى او همداراز پر هر مسلمان يې واجب کړي، چې په هر لمانځه کې ترې خپله لاروي اعلان کړي.

 داستان: د جمل په جګړه کې يو خوا ته حضرت علي کرم الله وجهه و او بلخوا حضرت طلحه او حضرت زبير (رضي الله عنهم) وو. يو تن چې دا صحنه وليده؛ نو حېران شو او و يې ويل: ((دواړو لوريو ته د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم اصحاب کرام دي، په رښتيا کوم لورى پر حق دى؟)) خلک بايد د حق پر بنسټ وپېژندل شي نه داچې حق د خلکو پر بنسټ وپېژندل شي. د ساري په توګه: لومړى بايد پوه شو، چې غيبت څه ته وايي، تردې روسته چې چا غيبت وکړ؛ نو بايد بد يې وګڼو او داسې و نه وايو چې هغه پلانى بد رد وايي او غيبت کوي؛ نوغيبت حلال دى.

 

بې ځايه شک، پلټنه او غيبت:

قرآن په ډاګه وايي: ځينې ګومانونه ګناه ده:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ[591]= ((مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى. ))

بېځايه شک پلټنې ته او پلټنه غيبت ته ﻻر هواروي او د باور ، اړيکو او مينې د شلولو او د منځه وړلو مهم عامل غيبت دى.

پوښتنه: په يوه روايت کې راغلي: د يوه غيبت له کبله د انسان ټول عبادتونه اوبه وړي، آيا دا سزا د انصاف له مخې ده؟

ځواب: هو! کومه آبرو چې په کلونو، کلونو ﻻس ته راغلى، د غيبت له ﻻرې له منځه ځي؛ نو کوم عبادتونه هم چې په کلونو کلونو تر سره شوي، بايد ومينځل شي.

 

دوه په جنګ کول:

په قرآن کې راغلي: څوک چې د دوو مسلمانانو ترمنځ فتنه، بدې خبرې او تاوتريخوالى رامنځ ته کوي او ترمنځ يې بد منځګړتوب کوي؛ نو سزا به يې په برخه شي:

((مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا[592]= ((څوك چې د نېك كار شفاعت [= هڅونه؛ مرسته اوسپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او څوك چې د بد كار شفاعت [= هڅونه؛ مرسته او سپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او الله پر هر شي څارونکى او حسابګر دى.))

 

بې پروايي:

بې پروايي او له دندو پښې سپکول له ټولنيزو بديو ځنې شمېرل کېږي.

 روايتونه وايي: ((که چا د يو مظلوم چغه واورېده او ځواب يې ور نه کړ؛ نو مسلمان به نه وي.))[593]

((څوک چې په مړه ګېډه وېده شي او ګاونډى يې وږى وي؛ نو پر خداى به يې ايمان نه وي راوړى.))[594]

((په حديث کې ورته بې ايمانه ويل شوى چې د بديو پر وړاندې بې پروا وي. [595]))

قرآن وايي:

((وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا[596]= تاسې ولې د الله په لار كې او د هغو نارينه وو او ښځو او ماشومانو( د ژغورنې لپاره) نه جنګېږئ، چې (د ظالمانو له لاسه) بېوسې او كمزوري شوي دي؟! همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه! موږ له هغه ښاره (مكې) وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پيدا كړه.))

دوزخيان به جنتيانو ته وايي: زموږ د بدمرغۍ يو ﻻمل دا و، چې د وږيو پر وړاندې بې پروا وو:

((وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ[597]= ((او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول.))

په روايتونو کې راغلي: ((خداى د يوې سيمې پر خلکو عذاب نازل کړ، پرښتو، خدای وپوښت: ددې سيمې ځينې کسان خو ګناهګاران نه دي؛ نو ولې د ګناهګارانو په اور کې سوځوي؟ خداى ورته وويل: د خپلې بې پروايۍ او چوپتيا له کبله سوځي. ))

امام صادق (رح) ته يو تن د توبې لپاره راغي؛ نو امام صادق (رح) ورته وويل: ((که ستاسې په شان خلک له عباسيانو نه واى راټول شوي؛ نو هېڅکله به يې هم زموږ د اهلبيتو پر حق ګېډه نه وه اچولې. ))

حضرت علي بې پروا او ناغېړي خلک په کلکه غندلي. دا بې پروايۍ خود ټولنې پر وړاندې وي؛ خو کله ناکله انسان د ځان پر وړاندې هم يو ډول دنننۍ بې پروايي پېدا کوي او له ليدنو او اورېدلو عبرت نه اخلي، زړه يې کلکېږي او په سترګو کې يې لږې اوښکې هم نه راځي. قرآن څوڅو ځل پر داسې ډلو نيوکه کړې:

((وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ[598]=((او چې نصیحت ورته وشي، نه یې مني.))

 

بې اتفاقي:

بې اتفاقي له ټولنيزو بديو ځنې ده. قرآن بې اتفاقي اسماني او ځمکنى عذاب ګڼلې دى:

قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ[599]= ووايه: ((په وسه یې ده، چې پر تاسې له پاسه کوم عذاب راښکته او يا يې تر پښو لاندې درباندې راپورته کړي يا پر خپرو ورو ډلو مو وويشي او پر يوې ډلې د بلې (ډلې) د جګړې (او اختلاف) خوند وڅكي. )) وګوره موږ خپل راز راز آيتونه وړاندې كوو! چې ښايي په ژوره توگه وپوهېږي (او سمې لارې ته راوګرځي. )

د هجرت پر درېیم کال د احد په غزا کې د مسلمانانو د ماتې اصلي علت تفرقه او له مشره سرغړونه وه:

((وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ[600]= ((او په يقين خداى (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه درسره رښتینې كړه، د جګړې په لومړيو كې مو د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛ خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه او روسته تر هغه چې خداى هغه څه (پر دښمن بريا) دروښوول، چې ستاسې مینه ورسره وه؛ نو سرغاړى مو وكړ، ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى ترې وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)، چې ومو ازمېيي او په رښتیا یې وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى.))

حضرت موسى علیه السلام تر څلوېښت ورځو روسته د “طور” له غره راستون شو؛ و يې ليدل چې ياران يې د سامري له خوسي راټول شوي دي؛ په غوسه شو او خپل رور هارون ته يې وويل: ((ولې دې ددې مخه و نه نيوه؟))

 هارون وويل: ((ما منع کړل؛ خو زما يې وا نه ورېده او نږدې يې زه وژلې وم؛ له ځان سره مې فکر وکړ چې پر ضد يې راپاڅېږم؛ خو وېرېدم چې ته راته داسې و نه وايي، چې د خپل اوښتونیز- انقلابي خوځښت له کبله دې په بني اسرائيلو کې درز رامنځ ته کړ؛ نو غوره مې وګڼله چې يوه ډله پکې خوسى وپالي؛ خو چې زه د بې اتفاقۍ لامل نشم.))

په اسلام کې هر هغه کار حرام ګڼل شوى، چې د تفرقې ﻻملېږي. د ساري په توګه: په چا پسې خبرې کول، غيبت، تورلګول، بېځايه شک او اوازه اچول پرکلکه منع شوي دي او پر هغو کارونو سپارښتنه شوې، چې د يووالي او د زړونو د ارامتيا ﻻمل ګرځي. ويل شوي: که په رښتيا ويلو فتنه رامنځ ته کېږي؛ نو دروغ جايز دي. د تاريخ په اوږدو کې پر مسلمانانو هر څه د بې اتفاقۍ له کبله راغلي دي. د نړيوال استکبار پرونۍ او نننۍ وزله د نفاق او بې اتفاقۍ د تخم شيندل دي:

((إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ[601]= ((فرعون په هېواد (مصر) كې لويي وکړه او اوسېدونكي يې ډلې ډلې کړل؛ يوه ډله يې بېوسې كړه [داسې چې] هلكان يې وروژل او ښځې (نجونې) يې (وينځيتوب او خدمت ته) ژوندۍ پرېښوولې (؛ ځکه) چې هغه له وران کاريو ځنې و.))

 

قرآن درز اچوونکى مشرک ګڼې:

((مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ[602]= (په توبې) خدای ته ورمخه کړئ او (د فرمان له سرغړونې يې) ډډه وكړئ او لمونځ وكړئ او له مشركانو ځنې مه کېږئ؛))

((مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ[603]=((له هغو خلکو (مه وسئ) چې خپل دين یې ټوټه ټوټه كړ او ډلې ډلې شول او (هېښنده خو لا دا) له هرې ډلې سره، چې څه دي (زړه يې ورپورې تړلى او) په هماغه خوشحاله دي!))

 

قرآن ((حبل الله)) د يووالي او وحدت چورليز بولي:

((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ[604]= ((او ټول د خداى پر رسئ [= قرآن، اسلام او د يووالي پر هر ډول وزله] منګولې ولګوئ او ګوندي مه کوئ، د خداى هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛ نو په لورنې یې (یو د بل) وروڼه شوئ او د يوې اورينې كندې پر ژۍ وئ؛ نو الله ترې وژغورلئ، خداى په دې توګه خپل آيتونه درڅرګندوي، چې ګوندې سمه لار ومومئ))

که مسلمانان سره يو لاس شي؛ نو هېڅ ځواک به ورته ګواښ او زيان و نه رسوي، البته مهم څيز ظاهري يووالي نه؛ بلکې د زړونو يووالى دى. په آيتونو او روايتونو کې پر ظاهري يووالي نيوکه شوې ده:

((لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاء جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ[605] = (يهودان) هېڅكله په ګډه درسره نه جنګېږي؛ خو د ټينګو كلاګانو يا د دېوالو ترشا (به جنګېږي)، په (خپلو) کې يې جګړه سخته ده (؛ خو ستاسې په مقابل كې کمزوري دي. ) ته يې يو موټى ګڼې او (حال دا) د زړونو (لارې يې) سره جلا جلا دي؛ ځكه دوى بې عقله قوم دى))

البته هغه کسان د يووالي ﻻمل کېداى شي، چې د پراخې سينې خاوندان وي او له ځانمنۍ او تنګ نظرۍ ډډه وکړي. قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ[606]= ((خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى.))

قرآن ددې کلام له مخې، پر قومي، توکمیز، سيمه ييز، او وټیزو ستونزو خاورې اړولي دي. د جُمعې او جمعې لمونځ د يووالي د رامنځ ته کېدو لپاره يو ډول تمرين دى، زړه خوږى، تګ راتګ ، بښنه، د نشتمنو ﻻسنيوى، هجرت، ډالۍ ورکول او د رنځور پوښتنه کول، د مينې، يووالي او د انساني اړيکو د ټينګښت لپاره مهمې سپارښتنې دي.

 

فحشاء خورول:

دا هم ټولنيزه بدي ده. پاموړ ټکى دادى، په ټولو ګناهونو کې څه، چې د خداى د غوسې ﻻمل ګرځي، هغه د ګناهونو کول دي؛ خو که د فحشاء په خورولو کې که انسان لږه لېوالتيا او مينه هم ولري (او و یې هم نه کړي)؛ نو پر کبيره ګناه به ککړ شوى وي؛ يعنې پردې سربېره چې د فحشاوو خورول کبيره ګناه ده، ورسره مينه درلودل هم ستره ګناه بلل کېږي. حال دا له ګناه سره مينه کول (ترهغه دمه، چې ونشي) ګناه نه ده:

((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ[607]= ((په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ او بدچارۍ خورول خوښوي (؛ نو) په دنيا او آخرت كې ورته دردناك عذاب دى او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ.))

پاتې دې نشي چې د فحشا د خورولو يو ﻻر داده، چې پردۍ ښځې او سړي په روغتونو، پوهنتونو او نورو علمي مرکزونو کې يو ځاى وي. ستر نه ساتل او د حجاب پر وړاندې بې پروايي هم د فحشا خورېدو ته ﻻر هواروي. که لږ ځير شو؛ نو بې بندوباري، بېځايه ليدل، ځان سينګارول او نورو ته ځان ښوول، د هوسونو فحشا او نامشروع اړيکو په ډنډ کې غورځېدل دي او پر علمي، اخلاقي او کورني تاوانونه يې ټول ښه خبردي.

 ترهول او ډار اچول:

قرآن وايي: کوم کسان چې پر ځمکه فساد خپروي؛ سزا يې شړل او اعدام دي:

((إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ[608]= ((هغوى چې له الله او استازي سره یې جنګېږي او په ځمكه كې د فساد خورولو هڅې كوي (او د خلكو پر ځانونو، مالونو او ناموس وسله وال تېرى كوي)؛ نو سزا يې یوازې داده، چې ووژل شي يا پر سولۍ شي، يا يې لاسونه او پښې تېروبېر غوڅې شي او يا له (خپل) هېواده وشړل شي؛ دا خو يې په دنيا كې یو سپکاوی دی او په آخرت كې ورته لوى عذاب دى))

د وسلې له ﻻرې هم پر ځمکه فساد، ترهه، ډار او ناامني خورېداى شي. کوم کسان چې د اوازو له ﻻرې په ټولنه کې ډار اچوي؛ قرآن ورته سخته سزا ټاکلې ده:

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا[609]= ((قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) رنځوري ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛ له خپل چار لاس وانخلي (؛ نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو(چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب و نه کړي))

حديثونه وايي:

 ((څوک چې مؤمن وېروي؛ نو خداى به يې په قيامت کې ووېروي. [610]))

((تر ټولو بد هغه دى، چې خلک يې له شره خوندي نه وي. [611]))

((مسلمان ته؛ ځکه مسلمان وايي، چې خلک يې له ﻻس او ژبې په امان کې دى. [612]))

اسلام وايي: ((خپل سفر داسې برابر کړئ، چې د شپې او د خوب پرمهال د چا کور ته ورنشئ چې هغوى له خوبه راوېښ نه کړئ او و نه وېرېږي.))

 

د دروغو خبر خورول:

قرآن وايې: که فاسق درته خبر راووړ؛ خو چې پلټنه مونه وي کړي؛ نو خبر يې مه منئ:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ[613]= ((مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي يو ستر خبر درته راووړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.))

د مسلمانو هېوادونو په منځ کې د تفرقې اچولو يوه ﻻر هغه دروغ دي، چې له رسنيو خپرېږي، له دې ﻻرې د خلکو په منځ کې مينه او محبت له منځه ځي.

 

غوړه مالي:

غوړه مالي هم بدي ده او انسان د داسې کسانو پر وړاندې بايد هوښيار وي. د غوړه مالۍ بېلګې دادي:

يوه ډله حضرت علي ته راغله اوو يې ويل: پالونکيه ! پر تا دې سلام وي. حضرت علي ورته وويل: توبه وکړئ. [614] يو بل چا همدا تعبير رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته وکړ. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم هغه لعنت کړ[615].

ټول روايتونه چې د غوړه مالۍ د منع لپاره راغلي، علت يې دادى، چې يو ډول بدي ګڼل کېږي؛ نو شاعران، وياندويان او ليکوالان بايد دې ټکې ته پاملرنه وکړي.

 په يوحديث کې راغلي: ((دغوړه مال په خوله کې خاورې واچوئ. [616]))

 په نهج البلاغه کې راغلي: ((له حده ډېره ستاينه غوړه مالي او له حده لږه ستاينه کينه ده. [617]))

دا ټولې غوړه مالۍ د عادي خلکو پر وړاندې دي؛ خو که د ظالم غوړه مالي وشي؛ نو د يو حديث له مخې: ((عرش به ولړزېږي. [618]))

 

کورنۍ بدۍ:

کورنۍ؛ لکه څرنګه چې د فساد او ګناه سرچينه ګرځېداى شي؛ نو تقوا او روزنې ته هم بنسټ ګرځېداى شي. اسلام د کورنۍ په هکله ﻻندې سپارښتنې کړې دي:

 

د ښځې په ټاکنه کې، يې اند او ګروهو ته پام وکړئ:

((وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ[619] = او مشرکانې تر ایمان راوړو مه راودوئ (كه څه بې له وينځوو سره له واده كولو مو لاس رسي؛ ځكه) مؤمنه وينځه تر (ازادې) مشركې غوره ده، كه څه (ښكلا، شتمني او مقام يې) ستاسې خوښ وي او مؤمنې ښځې مشركانو ته تر ایمان راوړو مه وركوئ (؛ خو كه اړ شوئ؛ مؤمنو مريانو ته يې ورنكاح كړئ؛ ځكه) مسلمان مريى تر ازاد مشركه ښه دى. كه څه (مال، ښكلا او شتمني يې) ستاسې خوښه وي، دوى مو اور ته وربولي او الله په خپل فرمان تاسې د جنت او بښنې لوري ته رابولي او الله خلكو ته خپل حكمونه په ډاګه څرګندوي، چې پند واخلي.))

 ((په فاسده کورنۍ کې د ښکلې نجونې مثال، پر ډېران د ښکلي ګل په شان دى. [620]))

د جنسي قوې د پېدا کيدو موخه د هغه کهول پيدا کېدل دي، چې په دنيا کې به مو د سترګو تور او په آخرت کې درته زېرمه وي:

((نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ[621]= مېرمنې مو ستاسې كروندې دي؛ نو هر وخت، چې مو خوښه وي، ورسره يوځاى شئ (او زيار وباسئ، چې له دې فرصته ګټنه وكړئ او د صالحو اولادونو په روزنې) زېرمه مو مخکې ولېږئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او پوه شئ، چې (يوه ورځ) له هغه سره مخامخېدوني ياست او مؤمنانو ته (ددې مخامخېدنې) زېرى وركړه.))

((وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا[622]= او (د لوراند الله ځانګړي بندګان) هغوی دي، چې وايي: ((پالونكيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو د سترگو يخېدل راکړه او د متقیاتو مشران مو كړه.))

پر اوﻻد نوم ايښوونه، مينه، د قرآن زده کړه، ﻻمبو، هنر، د علم زده کړه، په اوﻻدونو کې توپير نه کول، له دوه ځانۍ تر زيږونه او روسته د عمر تر پايه د حلالو او سمو خوړو برابرول، داسې په سلګونو سپارښتنې دي، چې د کورنۍ د جوړښت او نظام د اهميت په هکله بيان شوي دي. پر سياسي مقامونو د هغوى ټاکل چې نېکه او صالحه ښځه او کورنۍ ولري. حضرت علي ته يې ډېر اهميت درلود. په کورنۍ کې هر ډول ګناه او تېروتنه، دراتلوونکي ټولنې د ګناه او د فساد ﻻمل ګرځي.

داستان: وايي يوه ورځ شيطان له يو حرموني سره د فتنې او فساد په رامنځته کولو کې سيالي وکړه. مازيګر دواړه کېناستل او هر يو د خپل کار پايلې وويلې. شيطان وويل: ما نن زنا رامنځته کړه او يو حرمونې مې ترې پيدا کړ. حرموني وويل: ما ستا په پرتله څو ګرايه فتنې وکړي، زماد فتني له کبله خلکو يو بل ته بدرد وويل، بېځايه شکونه رامنځ ته شول، غيبتونه او رشوتونه رامنځته شول. شيطان وويل: ستا شمېر تر ما ډېر دى؛ خو پوه شه، چې ما نن د يوې زنا د رامنځته کېدو له ﻻرې حرمونى پيدا کړ، چې هره ورځ به ستا په شان په سوونو فتنې کوي. هو! ما بنسټيزه ګناه وکړه.

کورنۍ ستونزې ډېرې مهمې دي. کله نا کله په عمل، خوړو او ويناوو کې د مور و پلارتېروتنې په اولادونو کې يې د سوونو فتنو او فسادونو سرچينه ګرځېدﻻى شي.

د ښځې له مهره ناوړه ګټنه، ډېر مهر ايښوول، بېځايه تمه، د واده درانه مراسم او د نجلۍ او هلک د خپلوانو بېځايه ﻻسوهنې، له کورني بديو ځنې شمېرل کېږي. حضرت شعيب چې کله حضرت موسى ته خپله لور ورکوله؛ ورته يې وويل: د مهر خوښه تا ته درکوم او پوه شه، چې زما نيت دا نه دى، چې تا پر کړاو اخته کړم:

))قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ[623]= (شعيب) وويل: ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) په نكاح دركړم، په دې (شرط) چې اته كاله مزدوري راسره وكړې؛ نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا به دې له لوري (یوه نېکي) وي او نه غواړم دروند پېټى درباندې كېږدم، “ان شاالله” ما به ښه سړی ومومې.))

ځينې دودونه هم په کورنيو بديو کې شمېرل کېږي او ډېرې ناوړه پايلې لري. په فقه کې راغلي: ((که چا له هلک سره لواطت وکړ؛ نو له خور سره يې واده نشي کوﻻى، که واده هم وشي؛ نو سملاسي بايد بېل شي او که کلونه پرې هم تېرشوي وي او اوﻻد يې هم وي؛ نو بايد يو له بله بېل شي.))

اوﻻد ته نه پاملرنه او په منځ کې يې توپير کول او د قرآن لخوا تر ټاکل شوې مودې، ماشوم ته لږې شيدې ورکول هم په کورنيو بديو کې راځي. بېځايه ټوکې او نيوکې او د زامنو په مخ کې د مور و پلار ناروا خبرې او دروغ د اوﻻد پر روزنه او برخليک ناوړه اغېزې لري.

 

له ښځې سره بداخلاقي کول:

د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم يو يار له دنيا ولاړ. پېغمبراکرم يې په جنازه کې په لوڅو پښو ګډون وکړ او و يې ويل: ((جنازې ته يې په زرګونو پرښتې راغلې وې.)) د مړي مور وويل: مړينه دې بختوره، چې څومره په عزت خارو ته وسپارل شوې، پرښتې او پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم دې جنازې ته راغلي دي. پېغمبراکرم وويل: ((مورې ! ډېر ژر قضاوت مه کوه! ستا زوى به ددې ټولو ښو کارونو سره سره له خپلې ښځې سره د بد چلن له لامله د قبر پرعذاب اخته شي. [624]))

د مهر نه ورکول، په ځانګړو ورځو کې کوروالى، د ښځې وېرول، په پلمو پسې ګرځېدل، د اوﻻد وژنه، جنين له منځه وړل ، له ښځې بېځايه تمه، پر ښځې بد نوم ايښوول، د ښځې د طبيعي غوښتنو پر وړاندې بې پروايي او د ښځې او اوﻻد پر وړاندې بې عدالتي له کورنيو بديو ځنې دي.

د ښځې د سرغړونې، د تاوتريخوالي او طلاق په هکله په قرآن کې آيتونه راغلي دي.

 

 

اخلاقي بدۍ

ا خلاقي بدۍ ډېرې دي؛ خو دلته پرې لږه رڼا اچول کېږي.

الف_ ځانمني او ځان ستاينه:

((لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ[625]= ((هرومرو (تاسې ټول) په خپلو مالونو او ځانونو ازمېيل كېږئ او له کتابيانو [= يهود] چې تر تاسې مخكې اسماني كتاب وركړ شوى او(همداراز) له مشركانو به ځوروونكې خبرې واورئ؛ خو كه صبر وكړئ او (ځانونه) وساتئ؛ نو په حقيقت کې دا له مهمو، ډاډمنو او همتناکو چارو ځنې دی))

ب_ريا:

ريا او ځانښوونه پټ شرک دى او بې له خدايه بل ته پاملرنه ده. ځانښوونه چارې بې ارزښته کوي. په قرآن او روايتونو کې د رياکارانو او د ناوړو پايلو په هکله يې ډېر څه راغلي دي. دروغ، غيبت، خبرې جوړول او سپکې سپورې ويل، نورو کسانو ته په ناوړه نوم غږ کول او پر نورو منت ايښوول، ټول له اخلاقي بديو ځنې دي او په دې باب ځانګړي حديثونه هم راغلي دي.

 

وټیزې بدۍ:

د نورو بديو په پرتله د و ټیزو بديو شمېر زيات دى څو بېلګې يې دادي:

الف_ربا:

ربا له خداى سره جګړه بلل شوې ده:

))فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ[626]= نو كه (داسې) مو و نه کړل؛ نو پوه شئ، چې له الله او رسول سره يې یوې جګړې ته راپاڅېدلي ياست او كه توبه وباسئ؛ نو آریزه پانګه مو خپله ده [= بې سوده پانګه] مه تېرى كوئ او نه به تېرى درباندې وشي.((

))وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا[627]= ((او (پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي ول او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ یې كافرانو ته ډېر دردناك عذاب چمتو كړى دى.))

حرامې ګټې ډېرې غندل شوي دي. د يو درهم ربا اخستنه له خپلې مور سره د زنا هومره برابره ده. [628]

ب_د دروغو قسم خوړل:

پر ناحقه شاهدي ورکول، د ناسمو توکيوخرڅول، پر کفارو وسله خرڅول، شراب جوړونې ته انګور خرڅول، دلالي، فساد، غوړه مالي، د مال لاس ته راوړلو ته د فاسدانو ستاينه او له بيت الماله ناوړه ګټنه له وټیزو بديو ځنې دي.

ت_کم خرڅونه او ډنډې وهل:

په قرآن کې په دې هکله د ((المطففين)) سورت راغلى دى.

))وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ[629]= ((او مدين ته مو د دوی رور شعيب (ولېږه) چې و يې ويل: ((زما قومه ! الله ولمانځئ، چې بې له ده لمانځوړ درته نشته، د پالونكي له لوري مو څرګنده لارښوونه درغلې ده؛ نوځكه کچ مچ او تول پوره كوئ او د خلكو له مالونو څه مه كموئ او (د ايمان او د پېغمبرانو د بلنې په رڼا كې) چې په ځمكه کې روغه جوړه شوې ده؛ نو بيا پكې فساد مه راولاړوئ، كه مؤمنين ياست(؛ نو) دا درته غوره ده))

 

د حضرت شعيب لومړى کلمه له ډنډۍ وهنې منع وه:

))وَيَا قَوْمِ أَوْفُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ[630]= ((زما قومه! په انصاف تول او مېچ كوئ او د خلكو په څيزونو (او جنسونو) کې ټګي مه كوئ او له حقوقو يې مه كموئ! او په ځمكه كې فساد ته لمن مه وهئ))

په قرآن کې راغلې: پر اخرت ايمان نه لري، چې ډنډۍ وهي.

د مامورينو او ښوونکو لږ کار، د اسلامي مالياتو نه ورکول، د پلار مړى د مال خوړل هم يو ډول ډنډې وهنه ده.

ټ_رشوت/ بډې

روايت دى: ((رشوت اخستونکى او ورکونکى دواړه دوزخيان دي. [631]))

 

پوځي بدۍ

الف_له جګړې تېښته:

له جګړې تېښته هم بدي ده. قرآن وايي: هو ! له جګړې تېښته ستره ګناه ده او خداى ورته د دوزخ عذاب ټاکلى دى. په قرآنکریم کې راغلي، ځينو له پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم سره تړون کړى، چې له دښمنان سره په جګړه کې به نه تښتي:

))قُل لَّن يَنفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا[632]= (پېغمبره) ووايه: ((كه له مرګ يا وژنې وتښتئ؛ نو تېښته مو په ګټه نه ده او (چې وتښتېدئ؛ نو) په هغه وخت كې به له ژونده د ګټې او خوند اخستو ډېر لږ وخت په لاس درشي. ))

ب_د تېښتې پلمې:

هغه منافقين او ډارن چې له جګړې به يې پښې سپکولې؛ نو قرآن ددې خلکود پلمو په هکله ډېر څه ويلي، چې څو بېلګې يې دادي:

١_ له مشر او قومندان لرېوالی:

د احد په جګړه کې ځينو مسلمانانو وانګېرل، چې پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم شهيد شوى؛ نو له جګړې وتښتېدل. قرآن وايي:

))وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ[633]= ((او محمد (صلی الله علیه و آله) خو فقط يو استازى دى او تر ده مخكې هم (ډېر) استازي تېر شوي؛ نو كه ومري يا ووژل شي؛ ایا پر شا ګرځئ؟! (او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته به ورستنېږئ؟!) او څوك چې (له خپلې ګروهې) واوړي (؛ نو پوه دې شي، چې) خداى ته هېڅ زيان وررسولاى نشي او خداى به ډېر ژر منندویانو (او د زغم خاوندانو) ته بدله وركړي. ))

٢_د هوا ګرموالى:

د عمومي (تيار شئ) حکم چې وشو؛ ځينو وويل: اوس خو ګرمي ده. قرآن وايي:

))فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (توبه /۸۱) = (د تبوك له جګړې) پاتې شويو له “رسول الله “سره له مخالفته خوشحاله وو او دا يې بده ګڼله، چې د الله په لار كې په سر او مال جهاد وكړي او (يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل: ((په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه ځئ.)) (ورته) ووايه: كه پوهېداى ((د دوزخ اور تردې هم ډېر تود دى!))

ځينو چې د کفارو لښکرې وليدې؛ و يې ويل:

))فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاَّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُواْ مِنْهُ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ قَالُواْ لاَ طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ[634]= ((نو همداچې طالوت (د اسراييلو لښكرمشر شو او) له لښكر سره راوووت، ورته يې وويل: ((الله مو پر يوې ويالې ازمېيي، څوك چې د هغې ويالې اوبه وڅښي؛ نو زما (له ملګريو) ځنې نه دى، زما ملګرى هغه دى، چې د( تندې پر وخت) په ورغوي کې اوبه وڅښي((؛ نو بې له لږ شمېر نورو ټولو اوبه وڅښلې. طالوت او ورسره مؤمن ملګري (د ازمېښت له پړاوه تېر شول) له ويالې پورې وتل (او د خپلو وګړيو پر لږوالي خپه شول او يوې ډلې يې) وويل: ((نن په موږ كې له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نشته.))؛ خو هغوى چې په دې باور وو، چې له الله سره مخامخېدونكي دي (او د قيامت پر ورځ يې ايمان درلود) وويل: ((ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوشنۍ ډله پر يوې لو يې ډلې بريالۍ شوې ده)) او الله د زغمناكو مل دى))

د بدر په جګړه کې خداى يو غيبي کار وکړ او مسلمانانو کفار کم وليدل او که نه سست شوي به واى او د بريد زړه به يې نه وکړى:

))إِذْ يُرِيكَهُمُ اللّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَلَكِنَّ اللّهَ سَلَّمَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ[635]= (اى پېغمبره ياد كړه) چې کله يې الله شمېر په خوب كې لږ دروښود او كه زيات يې درښوولى واى؛ نو هرومرو بې زړه کېدئ او(د جګړې په باب مو) هرومرو شخړه كوله؛ خو الله (يې له شره) خوندي کړئ؛ (ځكه) چې هغه د زړونو له خوالو خبر دى.

 

احتمالي ګناهونه

ځينو ناغېړو مسلمانانو د “تبوک” جګړې ته په تللو کې وويل: موږ وېرېږو چې د لارې په اوږدو کې زموږ سترګې پر رومي نجنو ولګي او پر ګناه اخته شو:

))وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلاَ تَفْتِنِّي أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ[636] = ((او ځینې یې وايي: ((اجازه راكړه (چې په جهاد كې برخه وانخلم) او په (ګناه او) فتنه كې مې مه غورځوه!)) پوه شئ! چې دوى (همدا اوس) په [ګناه او] فتنه كې لوېدلي او بېشكه دوزخ كافران رانغاړلي دي. ))

ځينو وويل: زموږ کورونه خوندي نه دي:

))وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا[637]= او (همداراز درياد كړه) چې يوې ډلې يې وويل: ((د يثرب (مدينې) خلكو! دا مو د تمېدو ځاى نه دى؛ نو (خپلو كورونو ته) ورستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې: ((په رښتینه كې كورونه مو بې څوكه دي)) حال دا بې څوكه نه ول، يوازې یې (له جګړې) تېښته غوښته.

 

له تښتېدونکيو سره چلن:

قرآن وايې، څوک چې له جګړې تښتېدلي وي؛ د جنازې لمونځ يې مه کوه او قبرونو ته يې هم مه ځه:

))وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ[638]= او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) لمونځ مه کوه او مه يې (دعا او بښنې ته) پر قبر درېږه؛ ځكه دوى پر الله او پېغمبر يې كافران شوي او په سرغړاندۍ كې له نړۍ ولاړل.((

 

د تښتېدونکيو غندنه:

په يوه جګړه کې د ګډون لپاره پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د ((تيارشئ)) اعلان وکړ، درې کسانو پکې ګډون و نه کړ. پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ټولو مسلمانانو ته وويل: يو به هم ورسره خبرې نه کوئ. له دې کسانوسره به خپلو ښځو هم خبرې نه کولې. دوى ډېر په عذاب شول او اخر يې توبه و ايستله او قبوله شوه:

))وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ[639]= او (همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې (د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول (او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي ول (؛ نو په دې وخت كې) یې وګڼله، چې پناه ځاى يوازې د الله د رحمت لمن ده، بيا الله پرې ولورېد (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي [؛ ځکه] چې الله ښه توبه قبلوونكى (او) لورین دى.((

 

خيانت:

کله ناکله په جګړه کې د اسلام يو سرتېرى د دښمن لښکرو ته څه اشاره کوي او له دې لارې معلومات ورکوي. دا يو ډول خيانت دى او ستره ګناه بلل کيږي.

داستان: د انفال سورت د٢٧ ايت په شان نزول کې د سني او شيعه و په تفسيرونو کې راغلې دي: ((د پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په حکم مسلمانانو د بني قريظه وو يهودان کلابند کړل او “سوريه” او شام ته يې د تګ وړانديز وکړ. پيغمبراکرم و نه منله او حضرت سعدبن معاذ (رض) يې قاضي وټاکه. “ابولبابه” يو مسلمان و او يهودانو ته يې په اشاره وويل چې: د حضرت سعدبن معاذ ورمندون – قضاوت به تاسې ته خطرناکې پايلې ولري او خپله ګوته يې اورمېږ ته ونيوه. جبرائيل د اشارې دا خبر پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته ورساوه. ابولبابه پردې خيانت سخت پښېمانه شو او د توبې په نامه يې ځان د جومات په ستنې پورې وتاړه، څو ورځې يې هېڅ و نه خوړل او په اخر کې يې توبه قبوله شوه. )) هو ! کله ناکله دښمن ته اشاره هم خيانت وي.

 

له امره سرغړونه:

پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د خپلې مړينې پرمهال د لښکر مشري اتلس کلن ځوان حضرت”اسامه”(رض) ته ورکړه او و يې ويل: ((که چا په دې لښکر کې ګډوڼ و نه کړ او سر يې وغړاوه؛ د خداى لعنت دې پرې وي. [640]))

په قرآن کې راغلي:

))إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[641]=((واقعي مؤمنان هغوى دي، چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى وي او چې كله په يوه ټولنيز كار كې ورسره وي؛ نو بې اجازې يې چېرته نه ځي، هغوى چې اجازه درنه اخلي (؛ نو) په رښتيا پر الله او استازي يې ايمان لري؛ نو چې كله دوى د خپل كوم كار لپاره اجازه درنه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه وي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركوه او له الله څخه بښنه ورته وغواړه، بېشكه چې الله مهربان بښونكى دى.))

هو! له مشر او قومندانه اجازه اخستل د ايمان نښه ده. د احد په جګړه کې د مسلمانانو د ماتې يو علت له مشره سرغړونه وه:

))وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ[642]= ((او په يقين خداى (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه درسره رښتینې كړه، د جګړې په لومړيو كې مو د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛ خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه او روسته تر هغه چې خداى هغه څه (پر دښمن بريا) دروښوول، چې ستاسې مینه ورسره وه؛ نو سرغاړى مو وكړ، ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى ترې وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)، چې ومو ازمېيي او په رښتیا یې وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى))

لوړو موخو ته د رسېدو لپاره اسلام د نیاو-عدالت، تقوا، وسمنۍ او اند عنصر ټاکلي او خلکو ته يې د عشق او سرایښوونې شرط ايښى دى.

 

غنيمت ته سترګې نيول:

غنيمت ته سترګې نيول د جګړې له منکراتو ځنې دي.

داستان: د خېبر تر جګړې روسته پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم يو تن له يوې ډلې سره د “فدک”د يهودانو په پلو ولېږه، چې يا اسلام ومني او يا هم ورته د ځانګړي مالياتو د ورکړې بلنه ورکړي. ((مرداس)) نومى يهودي، چې د اسلام لښکرې وليدى، خپل مال اوﻻد يې غره ته وخېژول او د ((ﻻ اله اﻻ الله محمد رسول الله)) د شعار په ويلو د مسلمانانو هرکلي ته راغى، مسلمانانو وانګېرل، چې د خپل مال ساتنې ته يې په ظاهره اسلام راوړى؛ نو و يې واژه. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم پر دې کار خپه شو او و يې ويل: ((تاسې هغه دغنيمت ﻻس ته راوړلو ته وواژه. ))

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا[643]= مؤمنانو! چې كله د الله په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ )؛ نو سمه پلټنه وكړئ او ددې لپاره، چې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنیمتونه) ترلاسه كړئ؛ نو څوك چې د سولې او اسلام ا ظهار وكړي، ورته مه وياست: ((چې مؤمن نه يي))؛ ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛ نو له الله سره (درته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي، تاسې (هم) مخكې همداسې وئ؛ خو بيا الله پر تاسې ولورېد (او پر سمه لار شوئ )؛ نو (د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.((

 

 

عبرتونه

له دې پېښې موږ دا عبرتونه اخلو:

د جګړې په نامه چور او لوټ منع دى. څوک چې د اسلام په شعار زموږ په پلو راځي؛ په ورين تندي يې هرکلي وکړو. پر خلکو بايد د بې دينۍ ټاپې و نه لګوو. د شکمنو په هکله بايد ډېر ژرتصميم ونه نيسو. بايد له خپل ځواکه ناوړه ګټنه و نه کړو. توکیز-مادي نيتونه دې موږ د ګناه پلو ته رانه کاږي. په غنيمتونو د جهاد سپېڅلتيا له منځه مه وړئ. توکیزې جاذبې ان مجاهدين هم ځان ته راکاږي. که پر شتمنيو څه ډېرېږي؛ نو تردې به دا غوره وي چې د مسلمانانو شمېر زيات شي. د منافقو مسلمانانو د نفوذ خطر د مسلمانانو د وژنې تر خطره ډېر دى. د چا په زړه کې چې د دنيا مينه وي او د سرسري ايمان خاوندان وي؛ نو بايد له خلکو د ژور ايمان تمه ونه لرئ. چلن بايد د ننګېرنو – احساساتو له مخې نه؛ بلکې د عقل، پلټنې او پراخې سينې پر بنسټ وي. کفارو ته د پلټنې چانس ورکړئ.

قرآن وايي:

))وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ[644]= ((او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه غواړي؛ نو پناه وركړه، چې د الله خبرې واوري (او غور پكې وكړي)؛ بيا يې د خپل امن تر ځايه ورسوه؛ ځكه دوى ناپوهه خلک دي.))

که له مشرکينو يو تن تا ته پناه راوړه؛ نو ورته پناه ورکړه، چې د خداى کلام واوري او روسته يې خوندي ځاى ته ورسوه.

 

نړيوالې، امنيتي او سياسي بدۍ

بدۍ يوازې په وګړنۍ او اخلاقي ګناهونو کې نه رالنډېږي. پردې سربېره، چې سياسي بدي ستره ګناه ده، نورو ګناهونو ته هم ﻻر هواروي. د سياسي چارو په هکله په سوونو آيتونه او حديثونه راغلي او څوک چې دين له سياسته بېل ګڼي؛ نو دا آيتونه هم بايد له قرآنه پاک کړي او د انبياوو له کړنو هم بايد سترګې پټې کړي. د سياسي بديو څو بېلګې دادى:

 

الف_دطاغوتانو منل او د نااهله کسانو مشرۍ ته غاړه ايښوول:

 توحيد ته تر بلنې روسته د انبياوو لومړى دنده له طاغوت سره مبارزه ده:

))وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ[645]= ((او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ولمانځئ او له “طاغوت” نه ځان وژغورئ؛ نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نوځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ، چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه!))

که طاغوتان نه وي؛ نو خلک به په طبيعي توګه په توحيد پسې وﻻړ شي. خداى په قرآن کې پر خداى د ايمان شرط طاغوتانو ته شا کول او پرې کافران کېدل بللي دي. د نننۍ نړۍ د مسلمانانو ستونزه دا ده، چې پر خداى ايمان لري؛ خو پر طاغوتانو کافران نه دي؛ نوځکه په ښکاره لمونځ کوي؛ خو طاغوت پرې واکمن دي. خداى د طه سورت په٢٤ ايت کې حضرت موسى ته وايي: (((اوس) فرعو ن ته ولاړ شه، چې هغه سرغړانده شوى دى. ))

 په قرآن کې له ګناه کارو[646]، کافرانو[647]، مفسدينو[648]، مسرفينو[649] او عياشانو[650] ﻻروي منع شوې ده. نه يوازې له طاغوته ﻻروي ګناه ده؛ بلکې ﻻسنيوى، پر کار يې خوښي، د ژوندي پاتېدلو هيله يې درلودل، پر وړاندې يې موسکى کېدل، درناوى يې کول، ليدو ته يې سفر کول، ورسره بيعت، هڅونه او پر وړاندې يې چوپتيا هم ګناه ده.

 

 

د پرديو امرونه منل:

قرآن په ډاګه وايي:

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ[651]= ((مؤمنانو! بې له خپلو (بل) خوالګر مه نيسئ (؛ ځکه دوى) ستاسې په باب له هر ډول شر (او فرهنگي فساده) كار اخلي، دا يې خوښېږي، چې تاسې په رنځ او كړاو كې ياست، د دښمنۍ (نښې يې) له خولې (او خبرو) څرګندېږي او څه يې چې په سينو كې پټ ساتلي، تردې بدتر دي، په حقيقت كې موږ (یې د دښمنۍ) نښې (او له شره یې د ژغورلو لارې چارې) دروښوولې، كه اندنه وکړئ))

په خواشينۍ سره نن د اسلامي هېوادونو د ډارنو مشرانو، د مسلمانانو د غفلت او د دښمنانو د هوښيارۍ له کبله، ټولې چارې د پرديو لخوا سمبالېږي او د کارپوه، سلاکار او سيلاني په نامه يې ټول اسلامي هېوادونه لوېشت په لوېشت تر پښو تېر کړل او زموږ پر طبيعي زېرمو او انساني قوتونو يې ځان ښه خبر کړ. زموږ خطي کتابونه او تاريخي اثار يې لوټ کړل او له ځان سره يې يووړل. زموږ نابغې يې خپلو موخو ته وکارولې او ان تردې، چې د ځينو اسلامي هېوادونو مشران يې ډهول ته هم نڅېږي.

 

جوړجاړى:

د دښمن يوه هيله داده چې موږ له خپلو اسلامي ارزښتونو ﻻس واخلو او له دښمن سره جوړجاړې وکړو:

))وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ[652]= ښه يې ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛ داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي). ((

قرآن وايي:

))لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ[653]= ((( اوس چې داسې ده) ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.))

د هر غېر معقول وړانديز پر وړاندې په غوڅه ووايئ: زموږ ﻻر له تاسې بېله ده. هر خوځښت، تړون او قانون حرام ګڼل شوى چې په پايله کې يې کفار پر مسلمانانو واکمن شي.

قرآن وايي:

))الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا[654]= (منافقين) هماغوى (دي) چې ستاسې (پېښو ته) په تمه دي او تاسې څاري؛ كه بريا مو په برخه شي وايي: ((ولې موږ درسره نه وو؟ (نو موږ هم په وياړونو او غنايمو كې شريك يو. ))) او كه بريا د كافرانو پر برخه شي؛ نو ورته وايي: ((ولې موږ تاسې له مؤمنانو سره مبارزې او نه تسليمېدو ته نه هڅولئ؟(؛ نو درسره به شريك يو. ))) الله به ستاسې ترمنځ د قيامت پر ورځ پرېکړه وكړي او الله هېڅكله کافران پر مؤمنانو نه لاسبروي. ))

 خداى کله هم پر مسلمانانو د کفارو واکمنۍ ته ﻻر نه ده ايښي. په هغو غونډو، کنفرانسو او سيمينارو کې ګډون منع دى، چې د خداى د قانون، د خداى د اولياوو، د خداى د موخو او ﻻرو کمزورۍ لپاره وي:

))وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[655]= او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!

 

 د ډنډورو خورول:

د هغه خبر خورول منع دى چې له کبله يې مسلمانان په ډار کې شي، ټولنه ولړزېږي او يا هم روحيې يې کمزورې شي:

))وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا[656] =((او چې كله د ډاډ يا ډار خبر ورورسي؛ (بې له څېړنې) يې خپروي، حال دا كه یې (د الله) استازي او مشرانو ته – چې د تشخيصولو پوره قدرت لري- ورسوي؛ نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د الله فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (او بېلارې كېدئ)))

هغوى ته سخت عذاب ټاکل شوى، چې چې د اوازو له ﻻرې ټولنه ډاروي:

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا[657]=((قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) رنځوري ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛ له خپل چار لاس وانخلي (؛ نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو(چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب و نه کړي))

مسلمانان چې کوم خبر واوري؛ نو سملاسي يې بايد رښتينو کارپوهانو ته يې ورسوي چې دوى يې تر څيړنې روسته خلکوته ووايي. قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ (مایده/۱۰۱) = ((مؤمنانو ! داسې څيزونه مه پوښتئ، چې كه (ځواب يې) درښكاره شي (؛ نو) خپه مو كړي او كه د قرآن د نازلېدو پرمهال یې وپوښتئ (؛ نو حکم به یې) درڅرګند شي. الله له دې (بې ځايه پوښتنو) تېر شو او الله زغمناک بښونكى دى))

جاسوسي:

په نننۍ نړۍ کې جاسوسي ډېره رواج ده او له سياسي بديو ځنې ده.

د دښمن په ګټه تبليغات کول:

 هغه تبليغات منع دي چې د کفارو درناوى او د مسلمانانو سپکاوى وکړي. په قرآن کې راغلي، ځينو منافقانو، مسلمانانو ته وويل: له کفارو وېرېږئ چې شمېر يې ډېر دى؛ خو مسلمانان ددې پر ځاى چې ووېرېږي، ايمان يې ﻻپسې زيات شو:

((الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ[658]= دوى هغه كسان ول، چې (ځينو) خلكو ورته وويل: ((خلك [= د دښمن لښكر] ستاسې پرخلاف بريد ته راټول شوي؛ نو ترې وډار شئ!)) نو ددې خبرې په اورېدو يې نور هم ايمان پياوړى شو، و يې ويل: ((خداى راته بس دى او (هغه مو) غوره ملاتړى او کار سازى دى.))

د خداى لخوا د ټاکل شويو کسانو نه منل:

کوم کسان چې خداى ټاکلي دي، له احکامو يې سرغړونه مهمه سياسي بدي ګڼل کېږي. د بقرې په سورت کې د طالوت او جالوت داستان اوږد بيان شوې دى:

((وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوَاْ أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ[659]= او پېغمبر يې ورته وويل: ((الله “طالوت” درته واكمن ټاكلى)) و یې ويل: ((دا څنګه راباندې د واكمنېدو وړ شو، تر ده خو موږ وړ يو او دومره شتمن هم نه دى؟)) پېغمبر يې ځواب وركړ: ((په رښتيا الله هغه پر تاسې غوره كړى او پراخ علمي اهليت او جسمي ځواک یې وركړى او د الله چې چا ته خوښه شي، واكمني وركوي. د الله احسان پراخ او (د واكمنۍ لپاره د وګړيو له وړتيا) خبر دى.))

حضرت موسى علیه السلام چې د طور غره ته ولاړ؛ نو خپل رور هارون علیه السلام يې ځايناستى وټاکه. خلک پر سامري راټول شول او هارون يې ځانته پرېښود او هارون چې څومره چغې ووهلې؛ خو خلکو يې خبرو ته غوږ کېنښود او هاورن يې دومره کمزورى کړ چې د قرآن په وينا تر مړينې پورې يې هم مخکې ولاړل))

((وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِن بَعْدِيَ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى الألْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُواْ يَقْتُلُونَنِي فَلاَ تُشْمِتْ بِيَ الأعْدَاء وَلاَ تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[660]= او چې كله موسى (د طور له غره) غوسناک او غمجن خپل قوم ته راستون شو، و يې ويل: ((تر ما روسته مو زما ډېره ناوړه ځايناسته وكړه (او زما دين مو ضايع كړ). ايا تاسې د خپل پالونكي د فرمان (او د هغه د ژمنې د وخت د اوږدېدو) په باب بيړه وكړه (او ژر مو قضاوت وكړ)؟!)) او (د تورات) تختې یې وغورځولې او د خپل رور (هارون) سر يې ونيو (او غوسه يې) ځان ته راکښه. (هارون) وويل: ((زما د مور بچیه! دې ډلې (راباندې دباو راووړ) بېوسی يې كړم او نژدې یې وژلى وم؛ نو غلیمان راباندې مه خوشحالوه او په ظالمانو كې مې مه شمېره.))

دا ترخې پېښې په اسلامي امت کې هم تېرې شوي؛ پيغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم حضرت علي د سوونو کسانو پر وړاندې په خم غدير کې خپل ځايناستى وټاکه؛ خو خلکو د پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم دې سپارښتنې ته شا کړه.

 

پر الهي واکمن بېځايه نيوکې:

د خداى د اولياوو له قضاوتونو سرغړونه له سترو ګناهونو ځنې ده.

داستان: د دوو اصحابو ترمنځ د اوبو د ويش پرمهال شخړه رامنځ ته شوه؛ ورمندون – قضاوت ته پيغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته راغلل. پيغمبراکرم د دواړو د خبرو تر اورېدو روسته ورمندون وکړ. تورن پر پيغمبراکرم تور ولګاوه چې په ورمندون کې يې حق ته پاملرنه و نه کړه، چې دا آيت راغى:

((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا[661]= خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم، چې دوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي، چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته دې پرېکړه کوونكى نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ زړي او خپه و نه مومي او بيخي غاړه ورته كېږدي.))

 

 د کفارو واکمني:

د کفارو واکمنۍ ته غاړه ايښوول، له مهمو سياسي بديو ځنې ګڼل کېږي او قرآن ترې خلک څو ځل منع کړي دي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[662]= ((مؤمنانو! يهود او نصارا خپل پالندويان (دوستان او ملاتړي) مه نيسئ، چې دوى (ستاسې پر وړاندې) يو د بل پلوي دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې له همدوی شمېرلېږي. هو! الله ظالمانو ته هدایت نه کوي.))

قرآن په خوږه ژبه وايي:

((هَاأَنتُمْ أُوْلاء تُحِبُّونَهُمْ وَلاَ يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ عَضُّواْ عَلَيْكُمُ الأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُواْ بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ[663]= دا خو تاسې ياست، چې دوی مو ښه ایسي؛ خو تاسې یې ښه نه ایسئ، سره له دې، چې پر ټولو اسماني كتابو ايمان لرئ (؛ خو دوى ستاسې پر اسماني كتاب ايمان نه لري) چې کله مو ويني؛ نو (په دروغو) وايي: ((ايمان مو راوړى)) او چې ګوښه شي (؛ نو) له غوسې ګوتې درته چيچي! ورته ووايه: ((د همدې غوسې په تاو كې ومرئ! په رښتيا خداى د سينو په (خوالو) خبر دى.))

که مسلمانانو دا وننګېرل، چې يهودان او نصارى يې د زړه له کومې خوښوي؛ نو پر خپل ايمان دې شک وکړي. په قرآن کې راغلي:

وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ (بقره/۱۲۰) = او يهود او نصارا به هېڅكله درنه تر هغې خوښ نشي، چې (بشپړه غوښتنو ته يې غاړه كېږدې او) د (اړول شوي) دين لاروي يې وكړې، ورته ووايه: ((په رښتیا يوازېنۍ (حقیقي) لارښوونه، الهي لارښوونه ده.)) او كه ته له درکړای شوې پوهې روسته په هيلو او غوښتنو پسې یې ولاړ شې (؛ نو) د الله له لوري به هېڅ پالندوی او مرستندوی درته نه وي.

 

د خداى د مخلصو اولياوو په هکله بېځايه شک

 په دې هکله قرآن وايي:

((فَإِذَا جَاءتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُواْ لَنَا هَذِهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُواْ بِمُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَلا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللّهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ[664] = خو دوى (نه يوازې پند وانخست؛ بلكې) چې پراخي او ښه وخت به پرې راتله؛ نو ويل يې: ((موږ خو د همدې پراخۍ وړ يو.))؛ خو چې ناورين (او تنګسه) به پرې ورغله (؛ نو) ويل يې: ((دا شومي د موسى او د ملګرو له لاسه يې ده)) خبردار شئ، چې (ښې او بدې) طالع يوازې له الله سره دي؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي. ))

 

 

 

د خلکو وژل او د کرنې له منځه وړل:

واک ته رسېدلو ته پر ناحقه خلک وژل او کرنې له منځه وړل منع دي، چې په قرآن کې ورته اشاره شوې:

((وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ[665] = نښه يې داده) چې پسي شا شو (یا د چارو متولی شي)، پر ځمكه د فساد په خورولو كې هڅه كوي، كښتونه او څاروي له منځه وړي او (سره له دې چې پوهېږي) الله فساد نه خوښوي. ))

 

چوپتيا او بې پروايي:

په ټوله نړۍ کې پر نشتمنو او بې برخو د تېري پر وړاندې د واکمنو چوپتيا له سترو سياسي بديو او ګناهونو ځنې شمېرل کېږي. دوى د خپلې واکمنۍ د ساتنې او يا هم له وېرې د نشتمنو چغې اوري؛ خو ځان چوپ نيسي:

((وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا[666]= تاسې ولې د الله په لار كې او د هغو نارينه وو او ښځو او ماشومانو( د ژغورنې لپاره) نه جنګېږئ، چې (د ظالمانو له لاسه) بېوسې او كمزوري شوي دي؟! همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه! موږ له هغه ښاره (مكې) وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پيدا كړه.))

 

بې اتفاقي:

بې اتفاقي له مهمو سياسي بديو ځنې ده. د احد په جګړه کې قرآن د مسلمانانو ماتې د هغوى ناغېړي، سرغړونه او شخړه بولي:

((وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ[667]= او په يقين خداى (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه درسره رښتینې كړه، د جګړې په لومړيو كې مو د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛ خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه او روسته تر هغه چې خداى هغه څه (پر دښمن بريا) دروښوول، چې ستاسې مینه ورسره وه؛ نو سرغاړى مو وكړ، ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى ترې وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)، چې ومو ازمېيي او په رښتیا یې وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى. ))

قرآن بې اتفاقي د شرک بېلګه ګڼي او وايي:

((مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ. نَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ[668]= (په توبې) خدای ته ورمخه کړئ او (د فرمان له سرغړونې يې) ډډه وكړئ او لمونځ وكړئ او له مشركانو ځنې مه کېږئ؛ له هغو خلکو (مه وسئ) چې خپل دين یې ټوټه ټوټه كړ او ډلې ډلې شول او (هېښنده خو لا دا) له هرې ډلې سره، چې څه دي (زړه يې ورپورې تړلى او) په هماغه خوشحاله دي!))

د زورواکو بدي داده چې خلک په مريتوب نيسي، فرعون به پردې وياړېده چې د موسى او هارون قومونه يې مريان دي:

((فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ[669] = نو و یې ويل: ((ايا موږ د ځان په څېر پر دوو انسانانو ايمان راوړو، حال دا قوم يې زموږ مریان دي))

قرآن پيغمبرانو او علماوو ته اجازه نه ده کړې، چې خلک دې خپل بندګان او مريان وګڼي:

((مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُواْ عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللّهِ وَلَكِن كُونُواْ رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ[670]= له هېڅ بشر سره دا نه ښايي، چې الله اسماني كتاب، حكم او نبوت وركړي، بيا خلكو ته ووايي: ((د الله پرځای مې ولمانځئ))؛ بلکې (بايد ووايي: ) ځکه خدای لمانځي وسئ، چې نورو ته د خداى کتاب ورښيئ او هم یې پخپله لولئ))

د سياسي، پوځي او علمي رازونو رابرسېرنه هم له سياسي بديو ځنې دي.

 

پاى

 

 

 

 

[1] (هود/۷۸)

[2] ګفتارماه \85

[3] (آل عمران/۱۱۰)

[4] قصار\ 374 مخ

[5] (نمل/۱۸)

[6] (مایده/۶۳)

[7] (اعراف/۱۵۷)

[8] (آل عمران/۱۱۲)

[9] (آل عمران/۱۱۳)

[10] (بقره/۱۶۸)

[11] (توبه/۷۱)

[12] (عنکبوت/۴۵)

[13] (آل عمران/۱۰۴)

[14] (آل عمران/۲۱)

[15] (آل عمران/۱۰۴)

[16] (آل عمران/۱۱۰)

[17] (مایده/۷۹)

[18] (مؤمنون/۱۷)

[19] ګفتارماه 2\14

[20] ميزان الحكمه ْ 6\166

[21] (اعراف/۱۵۷)

[22] (نحل/۳۶)

[23] (توبه/۱۱۱)

[24] (توبه/۱۱۲)

[25] تفسيرنمونه 3\ 28

[26] بحار 97\86

[27] غررالحكم

[28] لئالى الاخبار\27

[29] كلمات قصار\252

[30] فروع كافي 4\55

[31] كنز 3\175

[32] بحار4\308

[33] مستدرك 12\184

[34] مستدرك 2\357

[35] مستدرك 2\358

[36] بحار 97\86

[37] مستدرك 2\359

[38] نهج السعاده 2\226

[39] (مایده/۷۸)

[40] (مایده/۷۹)

[41] بحار٧٩\١٤١\٥٤

[42] (نساء/۱۴۰)

[43] التهذيب \١٨١

[44] (بقره/۱۹۳)

[45] (هود/۸۸)

[46] صاحب جواهر

[47] (حج/۴۱)

[48] (حجرات/۹)

[49] بحار ٢\ ٩٨-٩٣

[50] ( آل عمران/۱۲۲)

[51] (توبه/۷۱)

[52] (آل عمران / 195)

[53] (حشر / 9)

[54] (حشر / 9)

[55] (انبیاء/۵۲)

[56] وسايل ١١\٤٥٩

[57] نهج الفصاحه ٨٤٩٩ جمله

[58] بحار ٩٧\٧٢

[59] (اعراف/۹۶)

[60] تفسيرنمونه ٣\٣٨

[61] بحار ٩٧\٧٢

[62] (آل عمران/۱۰۴)

[63] (آل عمران/۱۱۴)

[64] (اعراف/۱۶۴)

[65] بحار ٩٧\٧٥

[66] دنهج البلاغه ٣١ ام حکمت

[67] تهذيب ٦\ ١٧٦

[68] بحار٩٧\٧٢

[69] وسايل ١٢\١٤٤

[70] (فصلت/۳۳)

[71] (نساء/۱۸)

[72] (نساء/۶۳)

[73] (انعام/۶۸)

[74] (روم/۵۲)

[75] (نمل/۸۰)

[76] (انعام/۹۱)

[77] (حجر/۳)

[78] (حاقه/۳۳)

[79] (حشر/۱۹)

[80] (طه/۱۴)

[81] (انفال/۴۵)

[82] علق/۱۴

[83] فجر/۱۴

[84] زخرف/۸۰

[85] یس / ۱۲

[86] مومنون/۱۷

[87] قمر/۵۳

[88] کهف/۴۹

[89] غافر/۱۹

[90] (مطففین/۴)

[91] (توبه/۱۰۵)

[92] (حاقه/۵)

[93] (اسراء/۷)

[94] رقم \ ١٦٦\٢

[95] خطبه \١١٥

[96] بحار ١٠\٩٩

[97] نور\٢٢

[98] (عنکبوت/۴۵)

[99] (هود/۱۱۱)

[100] غرر\٣٧٣٧\+ ٢١٣\٣

[101] (احزاب/۳۲)

[102] بحار\ ٦٢\٦٧

[103] (کهف/۸۲)

[104] (نساء/۹)

[105] (انعام/۶)

[106] (انفال/۵۶)

[107] (حاقه/۵)

[108] (عنکبوت/۴۰)

[109] (فصلت/۱۷)

[110] (حاقه/۶)

[111] (حجرات/۱۱)

[112] (رعد/۲۶)

[113] (قصص/۷۹)

[114] (بقره/۱۷۷)

[115] (بقره/۲۱۶)

[116] (بقره/۱۷۹)

[117] تهذيب \١٨١

[118] بحار٧٧\١٦٥

[119] (العصر/۲/۳)

[120] کنزالعمال ٥٥١٥حديث

[121] v

[122] کنزالعمال ٣\٨٣

[123] لئالى الاخبار ٢\١٨٥

[124] وسايل ٨ \ ٥١٥

[125] بحار٧٧\١٦٧

[126] مستدرک سفينة البحار ٥\٨٠

[127] (غافر/۲۸)

[128] (ژباړن: په دې باب “غزل با با د آل محمد په وير کې” کتاب ولولئ. )                                                                 

[129] بحار ٩٧\٧٨

[130] ميزان لحکمة ٦=\ ٢٦٣

[131] (نحل/۳۵)

[132] (یس/۴۷)

[133] نهج الفصاحه ٣٢ ٢٠ حديث

[134] (بقره/۱۶۸)

[135] (بقره/۲۰۸)

[136] (نور/۲۱)

[137] (یوسف/۱۲)

[138] (یوسف/۱۰)

[139] (مرسلات/۶)

[140] فروغ کافي ٤\ ٥٥

[141] (مایده/۵۴)

[142] (مطففین/۲۹- ۳۲)

[143] (احزاب/۳۷)

[144] (احزاب/۳۹)

[145] (بقره/۲۴۹)

[146] وسايل ١١\ ٤٥٦

[147] غرر٢\ ٤٤٧٩٦١

[148] (توبه/۸۶)

[149] (توبه/۱۱۷)

[150] (سجده/۱۶ / ۱۷)

[151] (سجده/۱۶)

[152] (لقمان/۱۶)

[153] نهج البلاغه – ٥٦خطبه

[154] بحار ٩٧\٧٢

[155] نهج البلاغه \ ١٣٠

[156] (بقره/۱۸۵)

[157] (لقمان/۱۷)

[158] (نساء/۱۰۴)

[159] (اعراف/۷۲)

[160] بحار٧٤\٢٨٢

[161] (انعام/۴۲)

[162] (بقره/۲۰۶)

[163] (اعراف/۳۰)

[164] (بقره/۱۱)

[165] (مؤمنون/۲۴)

[166] (شعراء/۱۳۶)

[167] (بقره/۱۸)

[168] (اعراف/۱۷۹)

[169] (بقره/۷۴)

[170] وسايل ١٨\ ٦٥

[171] (مؤمنون/۵۳)

[172] (شعراء/۱۹۸)

[173] (شعراء/۱۹۹)

[174] بحار ٩٣ / ٣٢١

[175] بحار ١٠٠ /١١

[176] (نساء/۱۰)

[177] (قریش/۳- ۴)

[178] (صف/۱۰)

[179] (صف/۱۱)

[180] (صف/۱۲)

[181] (نساء/۹۵)

[182] بقره/۱۹۵

[183] تفسيردرالمنثور– دالميزان ( ٢/٧٤ ) له نقله

[184] (مایده/۱۰۵)

[185] (توبه/۱۱۲)

[186] (هود/۲۹)

[187] (فاطر/۱۰)

[188] (ابراهیم/۲۴)

[189] (زمر/۲۳)

[190] (اسراء/۵۳)

[191] (بقره/۸۳)

[192] (انعام/۱۰۸)

[193] (بقره/۱۱۱)

[194] (انبیاء/۲۴)

[195] (نمل/۶۴)

[196] (قصص/۷۵)

[197] (یوسف/۵۱)

[198] (شعراء/۱۴۲)

[199] (طه/۴۴)

[200] (قصص/۳۴)

[201] (احزاب/۴۲)

[202] (رحمن/۱-۲)

[203] (بقره/۱۰۴)

[204] (تکاثر/۸)

[205] وسايل 11 \ 403

[206] بحار 97\83

[207] (آل عمران/۱۹۱)

[208] (نساء/۴۳)

[209] (آل عمران/۱۳۵)

[210] (صف/۲)

[211] (صف/۳)

[212] (هود /۸۸)

[213] وسايل 11\194

[214] (احزاب/۳۰)

[215] (احزاب/۳۲)

[216] بحار71\157

[217] بحار 46\ 236

[218] مجموعه ورام 442 – دميزان الحكمته له نقله \ 6 \ 266

[219] (انعام/۳۵)

[220] (انعام/۶۶)

[221] (غاشیه/۲۲)

[222] (فصلت/۳۴)

[223] (مایده/۲۸)

[224] (اعراف/۶۶)

[225] بحار 36\233

[226] (شعراء/۱۶۸)

[227] بحار 27\137

[228] نهج البلاغه خطبه 141

[229] لئالى الاخبار 5\269

[230] (لقمان/۱۷)

[231] (اعراف/۱۶۵)

[232] (توبه/۱۲۸)

[233] (توبه/۱۲۸)

[234] (بقره/۷۴)

[235] (توبه/۹۱)

[236] بحار 44\381 –7 \116

[237] بحار 44\ 339

[238] بحار 44\339

[239] بحار 44\339

[240] (آل عمران/۶۱)

[241] (انفال/۶۶)

[242] مستدرك سفيه 7\81

[243] (توبه/۵۸)

[244] (لقمان/۱۷)

[245] نهج البلاغه – د همام خطبه

[246] (انسان/۹)

[247] (فرقان/۶۳)

[248] حجر\۶

[249] مدثر\۲۴

[250] اعراف\۶۶

[251] اعراف \۶۰

[252] (اعراف/۶۶)

[253] (اعراف/۶۲)

[254] (شوری/۱۵)

[255] (فرقان/۷۱)

[256] (اعراف/۸۲)

[257] (یس/۲۸)

[258] (طور/۴۸)

[259] (اعراف/۱۲۸)

[260] (مایده/۵۴)

[261] (غاشیه/۲۲)

[262] (ق/۴۵)

[263] (یونس/۹۹)

[264] (رعد/۱۲)

[265] ر

[266] (آل عمران /۱۵۶)

[267] (شعراء/۱۶۸)

[268] (فرقان/۶۳)

[269] (شعراء/۲۱۵)

[270] (یوسف/۹۲)

[271] بحار 16\269

[272] الغدېر 6\121

[273] بحار 46\287

[274] نهج البلاغه، 401 خطبه

[275] (صف/۳)

[276] (بقره/۴۴)

[277] (احزاب/۵۹)

[278] (تحریم/۶)

[279] (طور/۲۶)

[280] (شعراء/۲۱۴)

[281] فروع كافي 6\2

[282] (یونس/۸۳)

[283] بحار 18\ 12

[284] نهج البلاغه، ۳۱ام لیک

[285] وسايل 11\446

[286] جوان 2\248

[287] كنزالعمال\684

[288] (اعراف/۱۳۸)

[289] (طه/۹۷)

[290] اعراف/۱۹۹

[291] ( ژباړن: په دې اړه د پښتو غزل بابا آدم ښاغلي امیر حمزه خان شینواري د ژوند کتاب د ښځې برخه وګورﺉ او همدا شان د اندیال استاد مرتضی مطهري” په اسلام کې د ښځمنو حقوق” کتاب هم وګورﺉ، چې ژباړن پښتو ته ژباړلی. )

 

[292] (اعراف/۱۹۹)

[293] (اعراف/۱۵۷)

[294] (نحل/۱۳۶)

[295] بحار44\339

[296] (مایده/۶۳)

[297] (هود/۱۱۶)

[298] نهج البلا غه – درېیمه خطبه

[299] (حج/۴۱)

[300] (تحریم/۶)

[301] بحار97 \74

[302] بحار 2\ 22

[303] وسايل 18\406

[304] (آل عمران/۱۰۴)

[305] (حج/۴۱)

[306] كنزالعمال 23 55 \حديث

[307] (بقره/۱۸۹)

[308] الحياه 1\349

[309] (نساء/۷۷)

[310] بقره/۱۳۵

[311] توبه/۲۸

[312] (سبا/۳۹)

[313] (قصص/۸۱)

[314] (حشر/۹)

[315] (بقره/۲۶۱)

[316] (توبه/۳۵)

[317] بقره/۳۰

[318] حجر/۳۰

[319] حجر/۳۰

[320] مومنون/۱۴

[321] لقمان/۲۰

[322] تین/۴

[323] ذاریات/۵۶

[324] بحار \246

[325] اسرا/۷۵

[326] د ابوحمزه ثمالي مناجات

[327] (بقره/۳۱)

[328] بحار 7\20

[329] بحار 75\249

[330] نعم العبد \30

[331] عصر/۲

[332] (انبیاء/۴۰)

[333] (مریم/۷۱)

[334] (مریم/۷۲)

[335] (احزاب/۳۰)

[336] بحار 47\ 34

[337] (حجرات/۱۱)

[338] (یوسف/۷۷)

[339] بحار 2 \69

[340] (مایده/۱۱۶)

[341] (اسراء/۲۳)

[342] (قریش/۳- ۴)

[343] (توبه /۷۳)

[344] بحار 16 \ 157

[345] بحار 16 \ 225

[346] سنن النبى \116

[347] سنن النبى \17

[348] سنن النبى \ 78

[349] سنن النبى \ 182

[350] سنن النبى \152

[351] بحار 47\350

[352] بحار 43\344

[353] بحار \46\ 95+99

[354] بحار \ 48\152

[355] بحار 71\157

[356] اصول كافي2\حديث \11

[357] الغدير 8\81

[358] مجموعه ورام 2\1

[359] اسدالغابه ٤ ټ

[360] (حجرات/۱۲)

[361] (بقره/۲۴۶)

[362] بحار71 \76

[363] بحار 75\274

[364] (هود/۳)

[365] (هود/۵۹)

[366] (هود/۶۰)

[367] نهج البلاغه، خطبه \24

[368] (هود/۶۰)

[369] (طه/۱۴)

[370] (رعد/۲۸)

[371] (عنکبوت/۴۵)

[372] (بقره/۱۸۳)

[373] (بقره/۲۵۱)

[374] (حج/۲۸)

[375] وسايل 18\ 75 حديث 52

[376] بحار 2 \78

[377] (تحریم/۱۱)

[378] (احزاب/۲۱)

[379] (بقره/۱۶۸)

[380] (بقره/۲۱۹)

[381] (مایده/۹۰)

[382] (مدثر/۴- ۵)

[383] (شعراء/۲۱۴)

[384] (انعام/۹۲)

[385] (سبا/۲۸)

[386] (روم/۳۹)

[387] (نساء/۱۶۱)

[388] (آل عمران /۱۳۰)

[389] (بقره/۲۷۹)

[390] (فرقان/۳۲)

[391] (حاقه/۳۳)

[392] (توبه/۶۷)

[393] (انفال/۴۵)

[394] (نحل/۱۲۵)

[395] (نساء/۱۳۹)

[396] (حجرات/۱۲)

[397] ميزان الحكمه 4\242

[398] (نور/۳۱)

[399] (احزاب/۳۲)

[400] محجته ْ البيضا ْ 3\385

[401] (طه/۲۴)

[402] بحار \72\336

[403] (احزاب/۳۷)

[404] مستدرك 8\390

[405] (حج/۴۰)

[406] (بقره/۳۵)

[407] کودک فلسفي، ٤/ ١٣٠

[408] بحار 103\219

[409] (عنکبوت/۴۵)

[410] (بقره/۱۹۰)

[411] (یونس/۵۹)

[412] (تحریم/۲)

[413] (توبه/۱۲۰)

[414] اصول كافي 2\668+سفينه البحار 2\96

[415] (بقره/۷۹)

[416] (طه/۸۸)

[417] (نساء/۱۱۴)

[418] (کهف/۱۹)

[419] (آل عمران/۱۰۱)

[420] الذاریات/۱۸

[421] بحار 8\231

[422] (یوسف/۹۰)

[423] (طه/۵۹)

[424] فهرست غرو\172

[425] وسايل 11\413

[426] بحار 97\ 86+ 88

[427] اصول كافى 3- باب امصافه حديث 14

[428] (توبه/۱۸)

[429] (انعام/۶۸)

[430] (نساء/۶۳)

[431] (اعراف/۹۹)

[432] (انعام/۹۹)

[433] بحار 101\ 99

[434] (نساء/۳۴)

[435] بحار 100 \68

[436] وسايل 11 \503

[437] وسايل 11 \342

[438] الغدير

[439] الوسايل 12\313

[440] وسايل 1\415

[441] وسايل ١١\ ٣٣٢

[442] وسايل ١١\٥٠٨

[443] وسايل ١٨ \ ٥٧٨

[444] (کهف/۲۱)

[445] (آل عمران/۹۶)

[446] (توبه/۱۰۸)

[447] (توبه/۱۸)

[448] (حج/۲۶)

[449] (آل عمران/۳۵)

[450] (اعراف/۳۱)

[451] (فتح/۲۹)

[452] (احزاب/۴۳)

[453] (توبه/۱۰۳)

[454] (اعراف/۲۹)

[455] (انفال/۲)

[456] (تغابن/۱۴)

[457] (توبه/۸۹)

[458] (انعام/۹۰)

[459] (مایده/۴۸)

[460] (انفال/۶۱)

[461] (مایده/۳۸)

[462] (بقره/۱۰۹)

[463] (توبه/۱۰۰)

[464] (توبه/۱۱۸)

[465] (شوری/۳۷)

[466] (بلد/۱۷)

[467] (ضحی/۹)

[468] (حشر/۱۰)

[469] (انبیاء/۷۳)

[470] (کهف/۷۷)

[471] (بقره/۱۴)

[472] ‏ (طه/۴۷)

[473] (یوسف/۵)

[474] (طه/۳۲- ۳۳)

[475] (بقره/۱۹۹)

[476] (طه/۹۷)

[477] (قصص/۲۷)

[478] (کهف/۹۵)

[479] (کهف/۹۵)

[480] (توبه/۶)

[481] (فرقان/۶۲)

[482] (قصص/۲۵)

[483] (نمل/۲۰)

[484] (فتح/۲۹)

[485] (حجرات/۷)

[486] (الذاریات/۱۹)

[487] (حشر/۹)

[488] (مجادله/۱۱)

[489] (نحل/۱۲۵)

[490] (حجر/۳۶)

[491] (حجر/۷۱)

[492] (یوسف/۸۸)

[493] (هود/۲۹)

[494] (هود/۶۹)

[495] (الذاریات/۲۵)

[496] (یونس/۹۲)

[497] (نمل/۴۰)

[498] (قصص/۲۴)

[499] (قصص/۳۴)

[500] (کهف/۱۱۰)

[501] (طه/۱۱۲)

[502] (مریم/۴)

[503] (طه/۸۴)

[504] (مریم/۶۵)

[505] (یوسف/۹۰)

[506] (یوسف/۸۳)

[507] (انبیاء/۵۱)

[508] (مؤمنون/۲)

[509] (حجرات/۳)

[510] (فرقان/۶۷)

[511] (ضحی/۱۱)

[512] (ابراهیم/۱۱)

[513] (جمعه/۹)

[514] (نحل/۹۸)

[515] (اعراف/۱۲۸)

[516] (الشرح/۶)

[517] ء

[518] (بقره/۲۲۱)

[519] (قصص/۲۷)

[520] (بقره/۲۲۳)

[521] (نساء/۳۴)

[522] (نساء/۱۹)

[523] (بقره/۲۳۳)

[524] (بقره/۲۳۶)

[525] (نساء/۳۵)

[526] (بقره/۱۸۷)

[527] (نساء/۵۹)

[528] (آل عمران/۱۰۳)

[529] (قلم/۹)

[530] (هود/۱۱۳)

[531] (فتح/۲۹)

[532] (توبه/۱۱۲)

[533] (انفال/۶۰)

[534] (توبه/۲)

[535] (مایده/۴۲)

[536] (انفال/۶۱)

[537] (حج/۴۱)

[538] (آل عمران/۷۲)

[539] (مطففین/۴)

[540] (مطفیین۶)

[541] (طه/۱۴)

[542] (طه/۱۵)

[543] (نحل/۵۷)

[544] (توبه/۳۰)

[545] (اسراء/۴۰)

[546] (آل عمران/۱۸۱)

[547] (مایده/۶۴)

[548] (مایده/۱۸)

[549] (بقره/۱۴۶)

[550] (مایده/۱۰۳)

[551] (نساء/۴۶)

[552] (بقره/۷۹)

[553] (توبه/۳۴)

[554] (فتح/۱۵)

[555] (نساء/۱۷۱)

[556] (انعام/۱۳۹)

[557] (یونس/۵۹)

[558] بحار ٧١\ ٣٣١

[559] بحار٧١ \٣٦٢

[560] نهج البلاغ خطبه\

[561] نهج البلاغ خطبه \ ٢٧

[562] بحار١٠٣\٣٥٣

[563] (بقره/۱۰۹)

[564] (آل عمران/۷۲)

[565] (انفال/۷۲)

[566] فروغ ابديت–جعفر سبحاني

[567] نهج البﻻغه/ ٤٧ليک

[568] (نساء/۹۷)

[569] (نساء/۱۰۰)

[570] (سجده/۱۷)

[571] (نساء/۱۰۰)

[572] نهج البلاغه\٣٤خطبه

[573] وسايل ٤\٣١٥)

[574] (نساء/۱۴۰)

[575] (انعام/۶۸)

[576] (مدثر/۴۳)

[577] (مدثر/۴۶)

[578] (النباء/۳۵)

[579] (انعام/۱۲۷)

[580] (واقعه/۲۶)

[581] (اعراف/۳۸)

[582] (سباء/۳۱)

[583] (احزاب/۶۷)

[584] بحار ٧٨ / ٤٥

[585] (اسراء/۲۷)

[586] بقره /٦٠

[587] شعرا ء/ ١٥١

[588] انسان / ٢٤

[589] انعام / ٣٥

[590] (نساء/۶۹)

[591] (حجرات/۱۲)

[592] (نساء/۸۵)

[593] بحار٧٤ټ

[594] بحار٧٤\٩٤

[595] بحار٧٢\٢٢٨

[596] (نساء/۷۵)

[597] (مدثر/۴۴)

[598] (صافات/۱۳)

[599] (انعام/۶۵)

[600] (آل عمران/۱۵۲)

[601] (قصص/۴)

[602] (روم/۳۱)

[603] (روم/۳۲)

[604] (آل عمران/۱۰۳)

[605] (حشر/۱۴)

[606] (حجرات/۱۳)

[607] (نور/۱۹)

[608] (مایده/۳۳)

[609] (احزاب/۶۰)

[610] بحار١٣\٤٩

[611] بحار٧\٢١٧

[612] بحار١\١١٣

[613] (حجرات/۶)

[614] امالي طوسي\٦٦ ٢\ ١٣٧٧

[615] بحار٢٥\٢٩٧

[616] بحار٧٣\٢٩٤

[617] نهج البلاغه \ حکمت ٣٤٧

[618] بحار٧٧\١٥٢

[619] (بقره/۲۲۱)

[620] بحار١٠٣\٢٣٢

[621] (بقره/۲۲۳)

[622] (فرقان/۷۴)

[623] (قصص/۲۷)

[624] بحار٦\٢٢٠

[625] (آل عمران/۱۸۶)

[626] (بقره/۲۷۹)

[627] (نساء/۱۶۱)

[628] بحار ١٠٣ / ١١٢

[629] (اعراف/۸۵)

[630] (هود/۸۵)

[631] کنز العمال / ١٥٠

[632] (احزاب/۱۶)

[633] (آل عمران/۱۴۴)

[634] (بقره/۲۴۹)

[635] (انفال/۴۳)

[636] (توبه/۴۹)

[637] (احزاب/۱۳)

[638] (توبه/۸۴)

[639] (توبه/۱۱۸)

[640] بحار٢/٣٢٤

[641] (نور/۶۲)

[642] (آل عمران/۱۵۲)

[643] (نساء/۹۴)

[644] (توبه/۶)

[645] (نحل/۳۶)

[646] (انسان\٢٤)

[647] (انسان٢٤\)

[648] (بقره\٦٠)

[649] (شعراء\١٥١)

[650] (کهف\٢٨)

[651] (آل عمران/۱۱۸)

[652] (قلم/۹)

[653] (کافرون/۶)

[654] (نساء/۱۴۱)

[655] (انعام/۶۸)

[656] (نساء/۸۳)

[657] (احزاب/۶۰)

[658] (آل عمران/۱۷۳)

[659] (بقره/۲۴۷)

[660] (اعراف/۱۵۰)

[661] (نساء/۶۵)

[662] (مایده/۵۱)

[663] (آل عمران/۱۱۹)

[664] (اعراف/۱۳۱)

[665] (بقره/۲۰۵)

[666] (نساء/۷۵)

[667] (آل عمران/۵۲)

[668] (روم/۳۱ – ۳۲)

[669] (مؤمنون/۴۷)

[670] (آل عمران/۷۹)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست