تبلیغات

د حسين غم  واوره د جرس نه د فطرت چې څه صدا راځي ګوره دا كاروان د سړي توب چې په ژړا ځي غريو نيولي ستوري ترې په مخکې  په ژړا ځي څنګه ټپرېدلې قافله د سپين سبا ځي اووايه فطرته چې د ژوند حقيقتونه څرنګه نن واړه په طرف د كربلا ځي بعد په […]

د حسين غم 

واوره د جرس نه د فطرت چې څه صدا راځي
ګوره دا كاروان د سړي توب چې په ژړا ځي
غريو نيولي ستوري ترې په مخکې  په ژړا ځي
څنګه ټپرېدلې قافله د سپين سبا ځي
اووايه فطرته چې د ژوند حقيقتونه
څرنګه نن واړه په طرف د كربلا ځي
بعد په ازل او په ابد کې  پاتې نه شو
داسې ابتدا وه چې يې حد تر انتها ځي
وركې د “امثالو ” نه جوړ نن خپلې هستۍ دي
بېرته “عقل كل” ته ځكه واړه وارخطا ځي
نن انسانيت حېوانيت سره پرې كيږي
نن تيرې تيارو ته رڼا لورته د رڼا ځي
شوې په اننګو د سړي توب کې  ډيوې بلې
ځائے د قربانۍ ته چې زامن د مرتضى ځي
                                  ●●●

 

                         د حسين قرباني

اوښكى كډي باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مى په داغم د زړګي دم شو
لاسوا مى لـه دى دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼي دا غم چې پرونى دى
ګويا هر پروسكال ئې سګنى دى
زما ضبط او اسويلي مشت او ګريوان دي
وس ترى درومى كه زبيرګي م په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګى دوي ته هغه سترګوته چشمان دى
ابتدا د غم كومه نوى كال دى
په اول چې زړه خفه شي  بيا خوشحال دى
څوك چې ډير د امام غم كا ډير خوشحال شي
د ايمان شجر په دى اوښكو نهال شي
د سرور لباس ګنډلى په ملال شي
نقصانونه پيوندونه د كمال شي
اوښكي چرته د مين د زړه په تل کې  
مينه نه پريږدي تراوه په خپل محل کې  
لوي زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلى دهدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياء خو هميشه دتخم كر كا
امامان ئي بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب لاړو بيدار شو
دانسان د ارتقاء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخکې  رفتار شو
وروستو پاتى د صفاتو رنګينى شوي
چې حاصل د ذات د وصل شيرينى شوي
چې اسلام لـه محمده مكمل شو
خو د پخپله په نبيانو كښى افضل شو
اخر كښى و، راغلى خو اول شو
اولين او اّخرين چې راز و، حل شو
خولـه دي چې مستفيد شي يو معيار دى
كه پوهيږى درته وايم ايثار دى
كه نيكه په انبيا و کې  بهتر و
نو نمسى په امامانو کې  سرور و
كه نيكه د نبوت د اّسمان نمر و
نو نمسى په قربانى كښى روڼ قمر و
كه نيكه په رسالت كښى لا ثانى و
نو نمسى په قربانى كښى لا فاني و
قرباني ئې هم بيا داسى قربانى وه
خو د پخپله چې خپل ځان لره ثاني وه
لوږه تنده لا چاري وه پريشاني وه
د نيزو غشو د تورو ارزانى و ه
يو خوابل خوا د بيبيانو اسويلي وو
څه سلګى د ماشومانو څه زبيرګى وو
څه لـه اوره پاتى نه شوى په خيمو کې  
د چا كوښي پاتى نه شوى په پښو كښى
څه پړوني ئې ټومبلي په نيزو كښى
څه اوچت د كربلا په بړبو كو کې  
بى حجابه خاندان د محمد شو
د جفا او د ستم د ظلم حد شو
په اكبر د نيزو غشو پر هرونه
په سلګو د اصغر پلار ته نظرونه
د قاسم د ادرك عمي اوازونه
د عباس پرى شوى سر او مړوندونه
زيات د دى نه هم زغملو ته تيار دى
خو بيعت ديو فاسق نه ئي انكار دى
چې يواځي پاتى شوى په داحال کې  
فرق ئې نشته دى ذره په استقلال کې  
لا زياتى ئې تنګسو او كړه په كمال کې  
كړى جمال ئې شمعى بلي په جلال کې  
چې ښكاره ترى كله كله پريشاني شى
غواړي داچې ئې كامله قربانى شى
دامام چې مكمل انسانيت و
يو عنصر پكښى غالب ملكيت و
حق ئې ځكه وراثت د امامت و
چې هم دى قائم مقام د رسالت و
بل د چا به بى د دوى نه دومره توان و
په ګردن ئې چاړه تله او ثنا خوان و
چې ئې نيت د تګ و كړى لـه يثربه
اصحابانو ورته وى عالي نسبه
ته چې درومى دا خبره ده عجبه
جوړ اجل دى اس نيولى لـه جلبه
ته خبر ئې د يزيد چې څومره زوردى
ستا قدم دهلاكت د غار په لور دى
هم په دوي كښى عبدالله ابن عمر و
هم په كښى ابن عباس نامور و
له راتلونكي واقعى هر يو خبر و
اوريدلى ئې حديث د پيغمبر و
چې په برخه د حسين كښى قربانى وه
ليك په څټ ئې د تيغونو رواني وه
له يمنه چې على په كربلاشو
كربلا باندى چې راغى په ژړا شو
يو صاحب تري په پرسان د مدعا شو
په غريو غريو كښى بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځاى مي د اولاد د شهادت دى
دلته هلته د فلانكي فلانكي تربت دى
تعجب دى لـه اصحابو به داهير و
چې مدام به د نبي نه ګيرچاپير و
دا پاكان دخداى په نوم لـه سره تير و
خوڅه راز و چې په دى كښى تيروبير و
هغه داچې وي ايثار په بى كسى کې  
نه د زور په مساوات او په سيالى کې  
نه شوى پاتى وسيلى نه سببونه
رسالي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانى دي منزلونه
ملګرتيا چې په کې  نه كاندي خپل پلونه
اسرى ټولي په دى لاركښى لكه ګردشي
همدردي ئې د خوا خوږو اّه سرد شي
چې ټولى د دوو اويا ووئي شهيد كړ
اسلام دوه او يا ټوټي يزيد پليد كړ
يو ټولى يى د ساداتو پرى مزيد كړ
مسلمان ئې تفرقى وته رسيد كړ
وس هغه په درى اوياو كښى ناجي دى
چې لـه صدقه حسنى او حسينى دى
په فلك د قربانى كښى منور شو
متحد ئې كړل بڅري چوړ ترى نمر شو
په ايثار كښى رهنما د هر بشر شو
د ادمه نه تردى دمه سرورشو
كه ئې سيال د قربانى وي نبي كوم دى ؟
كه ئې مثل د ايثار وي ولي كوم دى ؟
ورسره چې هغه پاتى دوه اويا وو
خيال اونه كړي د امداد او د وغا وو
خو مثبت د قربانى د مدعا وو
لنډه داده چې د كل سره اجزا وو
كه لازمه بى كسي ئې وه جمال ته
نو قتال ئې هم پكار و څه جلال ته
ميړنى پيغمبرى زلمي اتلس
ننګيالي وو هاشمى زلمى اتلس
كربلا كښى كوثرى زلمى اتلس
له اسلامه قربانى زلمى اتلس
په محشر كښى به اتلس زره قامه
وايه څوك به ئې شي  سيال لـه خاص و عامه
                               ●●●

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست