تبلیغات

  أخبرنا إسحاق بن أبراهيم [ ابن راهويه [ ، قال : أخبرنا النضر بن شميل ، قال : حدّثنا عبد الجليل بن عطيّة ، قال : حدّثنا عبد الله بن بريدة ، قال : حدّثني أبي ، قال: لم يكن أحد من النّاس أبغض إليّ من عليّ بن أبي طالب حتّي أحببت رجلاً من […]

 

أخبرنا إسحاق بن أبراهيم [ ابن راهويه [ ، قال : أخبرنا النضر بن شميل ، قال : حدّثنا عبد الجليل بن عطيّة ، قال : حدّثنا عبد الله بن بريدة ، قال : حدّثني أبي ، قال: لم يكن أحد من النّاس أبغض إليّ من عليّ بن أبي طالب حتّي أحببت رجلاً من قريش ، لا أحبّه إلاّ علي بغضاء عليّ ، فبعث ] النبيّ (ص) [ ذلك الرجل علي خيل ، فصحبته ، و ما أصحبه إلاّ علي بغضاء علـيّ ، فأصاب سبياً ، فكتب إلي النّبي (ص) أن يبعث إليه من يخمّسه ، فبعث إلينا عليّاً ، في السبي و صيفة من أفضل السبي ، فلمّا خمّسه صارت الوصيفة في الخمس ، ثمّ خمّس ، فصارت في أهل بيت النبيّ (ص) ، ثمّ خمّس فصارت في آل عليّ ،‌ فأتانا و رأسه يقطر ، فقلنا : ما هذا ؟ فقال : « ألم تروا الوصيفة صـارت فـي الخمس ، ثمّ صارت في أهل بيت النبيّ (ص) ، ثمّ صارت في آل عليّ ؟ فوقعت عليها » . فكتب و بعثني مصدّقاً لكتابه إلي النبيّ (ص) ، مصدّقاً لما قال  ] في [ عليّ ، فجعلت أقرأ عليه و أقول :‌ صدق ، و أقرأ و أقول : صدق ، فأمسك بيدي رسول الله (ص) و قال : « أتبغض عليّاً » ؟ فقلت : نعم ، فقال : « لا تبغضه و إن كنت تحبّه فازدد له حبّاً ، فو الّذي نفسي بيده ؛ لنصيب آل عليّ في الخمس أفضل من وصيفة » . فما كان أحد بعد رسول الله (ص) أحبّ إليّ من عليّ .

قال عبد الله بن بريدة : و الله ؛ ما في الحديث بيني و بين النبيّ (ص) غير أبي .

 

د علي (ک) دوستۍ ته هڅونه

97- حديث: حضرت عبدالله بن بريده وايي: پلار مې راته وويل: له علي بن ابيطالب سره مې ډېره كينه درلوده،له قريشو يو تن هم ورسره ډېره كينه درلوده؛نو ځكه مې ښه اېسېده او قريشي پېغمبر اکرم يوې جګړې ته ولېږه، زه هم ورسره ولاړم (په جګړه کې يې) بنديان ونيول .پېغمبر اکرم ته يې ليك وليكه، چې يو تن راولېږه ،چې له غنيمته خمس بېل كړي . پېغمبر اکرم،علي(ک) ورولېږه. په بنديانو کې ښاېسته مينځه وه. علي(ک) چې د مال(پينځمه) خمس بېل كړ؛ نو مينځه په خمس کې ووته او بيا د برخې خمس يې،چې واېست؛نو مينځه د پېغمبر اکرم د اهل بيتو ورسېده. بيا،چې د دې برخې خمس يې واېست؛مينځه د آل علي(ک) ورسېده. بيا،چې علي(ک) راغى او له سره يې اوبه څڅېدې؛ورته مو وويل: پر تا څه شوي؟ويې ويل: له هغې مينځې سره مې كوروالى وكړ ،چې په خمس كې راوتلې وه، بيا قريشي پېغمبر اکرم ته ليك وليكه او له علي يې په کې ګيله وكړه او د ګواه په توګه يې زه هم له ليك سره ولېږلم، پېغمبر اکرم ته به مې ليك لوست؛نو ويل يې:((په ليك كې، چې څه ليكل شوي،سم دي؟ )) وروسته پېغمبر زما لاس ونيو او و يې ويل: (( ايا ليكونكى يې له علي سره كينه لري؟)) ورته مي وويل: ((هو!)) رسول اکرم وويل:(( له علي سره كينه مۀ لرئ،كه دوستي ورسره كوئ؛ نو دوستۍ ته مو دوام وركړئ. قسم پر خداى،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى، په خمس کې د آل علي برخه له هغې مينځې ډېره ده.)) له دې (خبرې) وروسته له پېغمبر وروسته راباندې بل څوك له علي(ک) هومره ګران نۀ دى .عبدالله بن بريده وايي: پر خداى قسم چې په دې پېښه کې زما او د پېغمبر اکرم تر منځ يوازې زما پلار و.

97 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد :‌ ج 38 ، ص 65 ، ح 22967 ؛ فضائل احمد : ص 223 ، ح 302 ؛ مسند روياني : ص 132 ، ح 309 ؛ مشكل الآثار طحاوي: ج 4 ، ص 110 ( باب 476 )، ح 3315 .

98 . أخبرنا الحسين بن حريث  ]المروزي [ ، قال : حدّثنا الفضل بن موسي عن الأعمش ، عن أبي إسحاق ، عن سعيد بن وهب ،‌قال : قال عليّ في الرحبة : « أنشد بالله من سمع رسول الله (ص) يوم غدير خمّ يقول: إنّ الله وليّي و أنا وليّ المؤمنين ، و من كنت وليّه فهذا وليّه ،‌ اللهمّ وال من والاه ، و عاد من عاداه ،‌ و انصر من نصره » . قال : فقال سعيد : قال إلي جنبي ستّة ، و قال زيد بن يثيع : قام عندي ستّة .و قال عمرو ذو مرّ : « أحبّ من أحبّه و أبغض من أبغضه . . . . » و ساق الحديث ، رواه إسرائيل عن أبي إسحاق عن عمرو ذي مرّ :‌ أحبّ.

98- حديث : ابواسحاق له سعد بن وهب نه رانقلوي: علي(ک) په رحبه نومې ځاې کې ناست و او ويې ويل: ستاسو دې پر خداى قسم وي! چا چې د غدير خم پر ورځ له رسول اکرم اورېدلي وي چې :((خداى زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او د چا،چې زه ولي يم؛نو علي هم ولي يې دى؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن اوسه او د هغوى مرستيال اوسه،چې له علي سره مرسته كوي.)) (ودرېږئ او ګواهي وركړئ) ابواسحاق وايي: سعيد بن وهب راته وويل: څنګ ته مې شپږ تنه ناست وو،چې پاڅېدل او ګواهي يې وركړه او زيد بن يثيع هم وويل: زما څنګ ته هم شپږ تنه ناست وو،چې پاڅېدل ( اوګواهي يې وركړه).

“عمرو ذومر” د ((اللهم و ال من والاه)) عبارت پر ځاى راوړي، چې ((احب من احبه وابغض من ابغضه)) د علي له دوست سره دوست او له دښمن سره يې دښمن اوسه.

98 حديث په نورو سر چينو كې : ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 28 ، ح 529 .

99 . أخبرنا عليّ بن محمّد بن عليّ : حدّثنا خلف  ] بن تميم [ ، قال :‌ حدّثنا إسرائيل ، قال : حدّثنا أبو إسحاق عن عمرو ذي مرّ ، قال : شهدت عليّاً بالرحبة ينشد أصحاب محمّد (ص):‌« أيّكم سمع رسول الله (ص) يقول يوم غدير خمّ ما قال » ؟ فقام أناس فشهدوا أنّهم سمعوا رسول الله (ص) يقول:« من كنت مولاه فإنّ عليّاً مولاه ، اللهمّ وال من والاه ، و عاد من عاداه،و أحبّ من أحبّه و أبغض من أبغضه،وانصر من نصره» .

99- حديث : “عمرو ذومر” وايي: علي(ک) مې په رحبه نومې ځاې كې وليد، چې د پېغمبر اکرم اصحابو ته يې قسم وركړ او ويې ويل: په تاسو کې كوم يو هغه څه اورېدلي،چې رسول اکرم د غديرخم پر ورځ ويلي دي؟ په دې وخت كې يوه ډله پاڅېده او ويې ويل:(( د چا،چې زه مولى يم؛نو علي يې هم مولى دى . خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه او د هغه مرسته وکړه ،چې له علي سره مرسته كوي او له هغه سره كينه ولرې،چې له علي سره كينه لري.))

99 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 2 ، ص 262 ، ح 951 ؛ فضائل احمد : ص 97 ، ح 144 ؛ مسند بزّار : ج 3 ، ص 34 ـ 35 ، ح 786 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 367 ، ح 843 او ص 383 ، ح 857 او ص 429 ، ح 911 او ص 444 ، ح 432 او ص 451 ـ 452 ، ح 942 او 943 ؛ معجم كبير طبراني : ج 5 ، ص 192 ، ح 5059 ؛ امالي طوسي : ص 227 ، ح 398 ؛ فرائد السمطين : ص 68 ، ص 44 ؛ البدايۍ و النهايۍ : ج 7 ، ص 360 ؛ كنز العمال : ج 13 ، ص 158 ، ح 36478 .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست