جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

د خداى نازولي يو سړي دوه زامن درلودل،چې تر ځانه هم پرې ډېر ګران وو؛ هره ورځ مازيګر به چې کور ته راستون شو؛نو په غېږ کې يې راخستل او په خپل څنګ کې يې کېنول؛ نو هله به يې خواړه خوړل؛يوه ورځ،چې کور ته راستون شو؛نو خپل زامن يې ونه ليدل، وارخطا شو، مېرمن […]

د خداى نازولي

يو سړي دوه زامن درلودل،چې تر ځانه هم پرې ډېر ګران وو؛ هره ورځ مازيګر به چې کور ته راستون شو؛نو په غېږ کې يې راخستل او په خپل څنګ کې يې کېنول؛ نو هله به يې خواړه خوړل؛يوه ورځ،چې کور ته راستون شو؛نو خپل زامن يې ونه ليدل، وارخطا شو، مېرمن يې ترې وغوښتل،چې تر سړېدو مخکې خواړه وخوره . هغه هم زړه نازړه خواړه، وخوړل،مېرمن يې ترې وپوښتل : که يو څوک دوه ګران بيه مرغلرې درسره امانت کېږدي او څو کاله وروسته راشي او هغه راځنې وغواړي؛نو ستا په خيال ايا سمه به وي، چې ور يې نه کړم؟ سړى حيران شو،و يې ويل: په دې کې پوښتنه په کار نه ده، پاسه او امانت يې ورکړه .

وروسته له دې،چې مېړه يې خواړه وخوړل؛نو هغه يې بلې کوټې ته يووړ،چې پکې يې د زامنو مړي په سپينه ټوټه کې تاو دي . د سړي غم نه خلاصېدونکې و، بې صبري يې کوله او پر ژړا و،چې مېرمن يې ورته وويل: ولې غم کوې؟ ايا و دې نه ويل : هغه چې د بل چا وي،بايد بې ځنډه ورکړل شي؟ زموږ دوه زامن هم دوه ګرانبيه مرغلرې وې، چې خداى راکړې وې،هغه راکړي وو او بېرته يې واخستل . ترې ځار شم .

سړي وويل: هو! هغه راکړي وو او هغه واخستل ترې ځار شم.

له موږ سره هر څه د خداى دي،هر څه تر هغه پورې زموږ دي، چې خداى وغواړي . د دنيا شتمني،مال او ځواک ټول هغه پور دى،چې هغه راکړي دي؛نو که هغه خپل هر څه بېرته وغواړي؛نو څوک يې ملامتولاى شي؟ پر کوم دليل کولاى شي،چې چغې او ګيلې وکړو؟ خداى د هر څه خاوند او مالک دى . که د هغه رضا پردې وه،چې له موږ څخه يو څيز او يا ټوله شتمني واخلي؛نو يوازې هغه څه بېرته اخلي، چې د هغه دي؛نو غم او خپګان د څه لپاره؟ خداى تر ټولو بښونکې او مهربان څښتن دى؛نو که يو څيز له موږ څخه اخلي، ددې لپاره دي،چې ترې ښه راکړي،د هغه راکول او اخستل تل زموږ د خير او ښېګڼې لپاره وي؛نو داسې يو ليد،چې ولرو؛نو يوازې يوه دعا به مو په زړه کې پاتې شي : د خداى غوښتنه او خوښه تر سره شوه،ستونزې،چې په انسان راشي او هغه د خداى له لوري يوه ډالۍ وګڼي؛نو هېڅ کله به ځان ته نشي،خداى له هغه سره دى او همدا يې د ښادۍ لامل دى .

د خداى يو مريد تل ويل : له خداىه يوه ډالۍ وغواړه هغه وويل: خدايه هره ورځ يو څه خپګان راولېږه؛ ځکه په غم کې راته ياد يې او په خوشحالۍ کې رانه هېر .

دا خبره سمه ده، چې وايي : غم دى،چې خداى رايادوي . ويل کېږي، چې کله چې “شوپنهاور” ستر الماني فيلسوف دمرګ په بستره کې و او حال داچې دردېده،چغې يې کړې : خدايه! خدايه!

په دې وخت کې ورته ډاکټر وويل: څه! ايا ستا په فلسفه کې خداى هم شته دى؟

شوپنهاور ورته وويل: آه ! د غم پر مهال، بې خدايه فلسفه نيمګړې ده.

دلته راته يوه دعا راياد شوه:

خدايه! ماته تل هغه نعمت راکړې،چې تل ګرفتار يم او په ټولو ګرفتاريو کې ته راسره په څنګ کې يې؛نو که ګرفتاري مې د يوې شېبې لپاره هم پرېږنه دي؛نو تل به ته له ما سره يې.

تر ټولو مهم واقعيت داد، چې موږ هغه د ژوند په ټولو شېبو کې له ځان سره ولرو، بې له هغه د ژوند ټول نعمتونه د زهرو په څېر دي او د هغه په شتون کې تر ټولو وژونکي زهر د شاتو په څېر دي، چې “ميرا” هم دې خبرې ته رسېدلې وه او چې د زهرو جام يې ورته راووړ؛نو د خداى نوم يې واخست او پر سر يې راواړوه، زهر د خوږو شاتو په څېر شول او ميرا پاکه، سپېڅلى او نوره هم نوراني شوه .

خداى زموږ تر ټولو ستره اړتيا ده خداى زموږ يوازېنۍ اړتيا ده. سنت اکوستين ويلي دي : هغه چې له خداىه خوشحاله نشي؛نو ډېره تمه لري او هوښيار دى او خدايه! که موږ له ځانه شړې؛نو د ځان په څېر يو بل راکړه؛ځکه بې له تا هېڅ نه يو.

هغوى چې بې له خداىه بل څوک نه غواړي نښه يې داده، چې هېڅکله له خپګانه نه وېرېږي . خپګان د هغه لپاره د خدا د مينې دليل دى او هغه هم په هغه چا پسې ځي،چې له خداى سره مينه کوي .

د سند ستر شاعر شاه لطيف وايي : خداى،چې له چا سره مينه کوي؛نو کړوي يې، خداى هم خپل نازولي؛لکه د سرو زرو په څېر،چې په بټيو کې پر تودوخه ازمېيل کېږي ازمېي.

درې چينې ډېر زيات ګرانبيه دي،دا ټول چينې يې خاوندانو ته خورا ارزښت لري،په دې چينې کې ژيړ، نسواري، اسماني او تور رنګونه کارول کېږي او پر غاړو ورته تور رنګ وهل کېږي،چې په دې پړاو کې هغه دومره بد ښکاري، چې ان کتل هم ورته ناشوني دي او تر هغې وروسته ورته په بټيو کې تودوخه ورکول،چې رنګونه يې خورا ښکلي کېږي،تور رنګ پر طلايي اوړي او سره او اسمانى يې نور هم ځلاندېږي . خداى هم خپل نازوليو ته د غم او خپګان په بټيو کې تودوخه ورکوي،چې سپېڅلي،پاک او د کمال خاوندان شي .

د “سنت انتوني” يوه کيسه به درته وکړم،چې له خداى سره دمينې له امله بيديا ته ولاړ او هلته مېشت شو، هغه له خلکو لرې له خداى سره په اړيکه کې ژوند کاوه؛خو تراوسه هم لا له خپګانه خلاص نه و،يوه ورځ پرې خورا خپګان راغى،چې خلاص شو ترې؛نو خداى ته يې وويل : ګرانه خدايه! په يو داسې خپګان کې،چې وم؛نو چېرته وې . هماغه وخت يې له زړه څخه غږ واورېد: زه تل درسره وم، همدا اوس چې درسره يم،غوښتل مې ووينم،چې باتوري دې څومره ده .

خداى باتور او مېړني انسانان غواړي .

د ګجرات يو حکيم ويلي دي :

يوازې مېړني په دې لار تللى شي . يوازې هغوى پردې لار تللى شي او د خداى نوم اخستاى شي، چې له خپل ژوند او له هر څه تېر وي . هغوى، چې غم او خپګان سپېڅلى ګڼي، زده کوي،چې خپل ژوند او هر څه د خداى درشل ته ورډالۍ کړي؛هغه يو حقيقي مېړنى دى، د خداى لار د هغه لپاره ده، همداسې،چې مخکې پر مختګ کوي،پوهېږي،چې د ژوند خطرونه او ستونزې يې د پرمختګ مخنيوى نشي کولاى؛ بلکې پرمختګ يې تاندوي هم؛ هغه زده کوي،چې نوي ځواکونه د عمل لپاره راوغواړي،هغه د بري پر لور ګام ږدي او د خداى د حضور د لمر وړانګې پر هغه لور لګي،چې دى پرې روان دى او بې وېرې پرمختګ کوي؛د خداى پېرزو ورسره ده او دا هماغه څيزونه دي ،چې دى ورته اړين دى ،هېڅ څه پرې نشي برلاسېداى؛ هغه په مينه او الهي ځواک پر هر څه برﻻسېږى . خداى د داسې انسان ناماتى ملګرى دى او هېڅ ماتى پرې اغېز نه لري .

 

سرچینه :

د کتاب نوم : د زړه ټکور

ليکوال : جي پي واسواني

ژباړن : ډاکټر ذبيح الله اقبال

 

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • نظرات و تجربیات شما

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظرتان را بیان کنید