تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د  دعا نه قبلېدو دلايل ۱. په دعا کې اصل د دعا پر کثرت او د اجابت پر قلت دی. هسې نه د اجابت له ځنډه نهيلی شې او له دعا لاس واخلې؛ ځکه د دعا نه قبلېدنه څو دليله لري: لومړی، بهير داسې نه دی چې ټولې دعاګانې قبولې شي. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د  دعا نه قبلېدو دلايل

۱. په دعا کې اصل د دعا پر کثرت او د اجابت پر قلت دی.

هسې نه د اجابت له ځنډه نهيلی شې او له دعا لاس واخلې؛ ځکه د دعا نه قبلېدنه څو دليله لري:

لومړی، بهير داسې نه دی چې ټولې دعاګانې قبولې شي. اساساً په دعا کې، اصل د دعا پر کثرت او د اجابت پر قلت دی، يعنې په ډېرو دعاګانو کې لږې قبلېږی.

دا اصل يوازې په دعا کې نه دی، تقريباً په هر ځای کې د طبيعت او نړۍ دود همدغسې دی. لکه بايد ډېر تخم شيندئ، چې له منځه يې يو لږ شمېر راوټوکېږي او حاصل ورکړي. بايد ډېر نصيحت وکړئ، چې له منځه يې يو اغېزمن شي. په ظاهره د نړۍ اداره کولو دود دغسې دی چې بايد پرېمانه هڅې وکړو چې له منځه يې يوه اغېزمنه، ګټوره او کار ګره شي.

 په نړۍ کې د دعا تر قبلېدو، نه قبلېدل يې ډېر دي:

 په نړۍ کې علي الاصول د دعا تر قبلېدو، نه قبلېدل يې ډېر دي. په ګومان مې یو ساده شمېرنه هم راښيي چې ډېری دعاوې نه قبلېږي.

د  دعا په اړه د «ګالتن» څېړنېزه شمېرنه:

«فرانسيس ګالتن» د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د انګلستان يو فيزيو آنتروپولژيست و چې د دعا په اړه يې راښکونې څېړنې کړي او هڅه يې وکړه چې د دعا قبلېدنه هم په تجربي ډول وڅېړي. په ړومبي ګام کې يې مشاهده کړه چې خلک د يکشنبې پر ورځو په کليسا کې د سلطنتي کورنۍ د روغتيا او اوږد عمر لپاره دعا کوي؛ نو څېړنه يې وکړه چې وويني ايا د سلطنتي کورنۍ عمر د نورو خلکو په پرتله يو مانا دار اختلاف لري يا نه. د څېړنې پايله منفي وه. روسته يې وويل: ښايي خلک په ناغېړۍ دا دعاوې کوي؛ نو ځکه نه قبلېږي؛ خو کشيشان او مسيحي ملايان او روحانيون د زړه له کومې ځان ته دعا کوي؛ نو ځکه بايد له آره يې عمر تر نورو اوږد وي؛ خو د دې څېړنې پايله هم منفي وه. ګالتن بيا ځلې ځان وپوښت، ايا د بيمې شرکتونه چې د بېمې د پیسو اخستو په باب حساس دي؛ نو د هغو کسانو ترمنځ چې ځان ته ډېری دعاوې کوي او هغوی چې لږې دعاوې کوي، څه توپیر کوي؟ د دې پوښتنې ځواب هم منفي و او همدغسې يې درواخله.

«ګالتن» له دين او ديانت سره کينه نه درلوده او په داسې پېر کې اوسېده چې شمېرنې ډېرې دود وې او څېړونکيو غوښتل چې هر څه څيړنيز وشمېري.

 په هر حال، د څېړنو پايله يې دا و چې د ډېری خلکو دعا نه قبلېږي. له دې څېړنې يو ډول پايله دا ده چې ووايو، دعا د انسان په ژوند کې څه ځای نلري او د خلکو زړه تړنه پرې هسې په هسې ده او د دعا کولو او نه کولو ترمنځ توپير نشته.

او بله پايله هماغه ده چې علي (ک) په تېر عبارت کې وويله.

له آره دې دعا کوونکي له دعا خپله انګېرنه سمه کړي او پوه شي چې د اصولو له مخې داسې ده چې ډېرې دعاګانې قبولې نشي. که ډېری دعاوې قبلېدې؛ نو اړتيا نه وه چې علي (ک) خپل زوی ته د دعا نه قبلېدو راز ورڅرګند کړي. که انسان بياځلي يو درمل وخوري او په غالب مواردو کې مطلوبه پايله ترې واخلي، د دې درملو له خوړو لاس نه اخلي، او بلکې په نادرو مواردو کې يې نه اغېزمنېدو ته هم يو ډول مخونه ورکوي؛ نو علي (ک) زوی ته په دې دليل د دعا نه قبلېدو راز ورڅرګندوي چې ورزده کړي، چې د دعا په نه قبلېدو کې يو حُسن او ښه شته چې ښايي درنه پټ وي؛ نو ځکه له دعا لاس مه اخله.

همداراز، نو له همدې لامله ده چې کله نا کله د دعا قبلېدل ځنډنی شي ترڅو خلک تل خدای ته دعا ګانې وکړي. د انسان طبع لټۍ ته ورماته ده او د دې لپاره چې تل په کار او لټه کې وي، يوې انګېزې، چلوونکي او سايق ته اړتيا لري او په پای کې دا ځنډونې به د انسان پر ګټه وي. انسان بايد دعا په خپل ژوند کې خواړه وبولي، نه درمل چې کله کله دا درمل خوري او چټکې پايلې ته يې سترګې پر لار وي. غالباً خلک له دې چاره غافل دي. لکه فی المثل که خدای لمونځ فرض کړی نه وای؛ نو څو تنو به د ورځې لمونځونه کول؟ د دعا په قبلېدو کې ځنډ د دعا د استمرار يوه له انګېزو ځنې ده چې دا پخپله يو برکت دی چې په دعا کې نغښتی دی.

۲. کله د انسان اړتيا نه ورپوره کوي چې روسته تردې غوره ورکړي. علي (ک) ويلي، کله انسان يو څه غواړي او نه يې ورکوي؛ خو تردې غوره ورکوي. دعا کول د دعا کولو لپاره دي، نه قبلېدو ته. اصل دا دی چې انسان د خدای بللو اجازه لري او  کله خپله اړتيا هم ورسره مطرحوي. لازم نه ده چې ټولې دعاوې مو قبولې شي. ډېر ځل زموږ د مطلوبې اړتيا پر ځای، تردې غوره راکوي.

د انبياوو او امامانو هم ټولې دعاوې قبولې شوي نه دي:

حقيقتاً داسې نه و چې د پېغمبر (ص) يا علي (ک) يا نورو امامانو ټولې دعاوې قبولې شوې وي. له دې اړخ معصوم او نامعصوم يو رنګ دي. لکه د ابوحمزه ثمالي په دعا کې چې د رمضان مياشتې د پشمني يوه اوچته دعا ده، امام سجاد له خدايه غواړي:

وَا جْعَلنی مِمّن اَطَلْتَ عُمْرَهُ وَ حَسَّنْتَ عَمَلَهُ وَ اَتْمَمْتَ عَلَیْهِ نِعْمَتَکَ ….

«خدايه! د هغو کسانو په کتار کې مې کړه، چې اوږد عمر دې ورکړی او…»

که د امام سجاد ژوند ليک ته مراجعه کړو، وبه وينو چې عمر يې تر اووپنځوسو ډېر نه و، حال دا چې په ټينګه يې له خدایه اوږد عمر غوښته.

د دعا په قبلېدو کې ځنډ، نبايد انسان  د دعا له آره واړوي:

نو ځکه کله هم د پاکانو دعا قبوله شوې نه ده؛ نو ځکه د علي (ک) د وينا له مخې که دعا قبوله نشوه يا په ځنډ قبوله شوه؛ نبايد د دعا ماڼۍ نړېدلی وبولو او اصل يې بې ګټې وګڼو. نبايد د دعا په قبلېدو کې ځنډ، انسان له دعا کولو منع کړي او يا يې په اړه بې اعتماده شي. ځکه د علي (ک) د وينا له مخې کله انسان ته يو څيز نه ورکوي؛ خو روسته غوره ترې ورکوي، که په دې دنيا کې وي يا بلې کې. په نژدې يا لرې فرصتونو کې حقيقت دا دی که څوک ځان ته په تلپاتې اوچت ژوند قايل وي؛ نو په دنيا کې که څه له لاسه ورکړي؛ نو دومره تاسف به ونه کړي. که انسان خدای په هر اړخيز حضور يې پېژني او په وينا يې ډاډمن وي او پوهېږي چې دعا کول خوشې او عبث نه دي او خدای دعا هسې او بې ځوابه نه پرېږدي، نو په دې حال کې که پر دې دنيا يې څه ترلاسه نه کړل؛ نو ډاډمن دی چې دا غوښتنه يا ترې غوره به په بل ځای کې ورکړي. هغوی چې د دې دنيا په غځېدا قايل نه دي خپله ګټه او تاوان په همدې دنيا پورې را ايساره بولي او څه يې چې دلته ترلاسه کړل، ګټه شمېري او څه يې چې ترلاسه نکړل بيخي يې زيان ګڼي؛ خو مؤمنانو ته دا ډول شمېرانه او محاسبه سمه نه ده.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!