تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  د سینې رنځورۍ – استما – Bronchial Asthma لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری (د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد)   قصبي استما[1] تعریف: قصبي استما د تنفسي جهاز/ ساییز غونډال مزمنه التهابي رنځوري ده؛ خو له ۱۹۷۰ کال را پدېخوا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه 

د سینې رنځورۍ – استما – Bronchial Asthma

لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری (د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد)

 

قصبي استما[1]

تعریف:

قصبي استما د تنفسي جهاز/ ساییز غونډال مزمنه التهابي رنځوري ده؛ خو له ۱۹۷۰ کال را پدېخوا یې پېښې او بیخي ډېرې شوي. اوس استما د معلولیت، روغیتاوي ډېر لګښت او د ژغورنې او مخنیوي وړ مړینې ستر لامل په حیث پېژندل شوې ده. استما نوم یوه پخوانۍ یوناني کلمه ده، چې د Panting یعنې Breathless یا په ستونزو د ساه ایستو په معنی څخه اخستل شوې رنځوري ده، چې د وصفي الرجیک او یا غیر وصفي تخریشي تنبیه کوونکیو عواملو له لامله د حساسو هوايي لارو او د قصباتو د مخاطي غشا اذیما منځ ته راځي. څرنګه چې ددې رنځورۍ کوم ځانګړنې Feature وجود نه لري؛ نو تل د تعریف په ځای تشریح کېږي. د استما د ۲۰۰۷ میلادي کال په Guideline یا کړنلاره کې د تنفسي هوايي لیارو مزمنه التهابي بې نظمي ده، چې ډېرې حجرې او حجروي عناصر د ماست سل، ایوزینوفیل، T لمفوسایت، ماکروفاژ؛ نوتروفیل او اپتلیتل حجرو په شمول پکې رول لري، پېژندل شوي.

وصفي او تیپیک استما تل په دوره یې او پیریودیک ډول سیر کوي، چې د دوه حملو ترمنځ وقفو کې رنځور تل بیخي بې تکلیفه وي، کله کله د استما سلیم شکل په دوامداره ډول موجود او د ځینې وخیمونکیو عواملو په واسطه د رنځورۍ دوامداره ډول موجود او د ځینې وخیمونکیو عواملو په واسطه د رنځورۍ دوره یې اشتدادي حملې پیدا کېږي.

فزیالوجستان استما د هوايي لیارو ډېر فعالېدل او پتالوجستان یې د تنفسي لیارو د مخاطي غشا اذیما او د عضلي طبقې هایپرتروفي او Clinicians یې ویزنګ لرونکي ډسپنیا بولي.

ځینې وخت د رنځ حاده حمله په پوره اشتدادي او وخیم ډول څو ورځو یا اونیو پورې دوام کوي، چې د Status Asthmatic us په نامه یادېږي.

 

اسباب او وخیموونکي فکتورونه:

تقریباً د استما نیمایې پېښې د یوه باندني انتیجن ډېری انشاقي هوا کې د خاورو او دوړو د شتون له لامله منځ ته راځي او ځينې وخت د خوړل شویو درملو پر وړاندې د الرجیک میخانیکیت پر اساس  پیدا کېږي، چې دا ډول استما د Extrinsic Asthma په نامه یادېږي، د استما ځینو رنځورانو کې د پوټکي د الرجیک ټسټونو په واسطه د باندني توکیو  مقابل کې د کوم الرجي او فرط حساسیت شتون نه لیدل کېږي، چې Intrinsic Asthma نومېږي؛ له دې کبله، چې دا ډول استما ډېری د تنفسي جهاز د انتاناتو له لامله پیدا کېږي. د انتاني استما په نامه هم یادېږي.

[1] Bronchial Asthma

خارج المنشوي استما د نورو الرجیک رنځوريو په څېر لکه Hay fever چې ډېری د پوټکي په ایریتیما Erythema او جلدي رنځي تظاهراتو ځان ښکاره کوي، منځ ته راځي، یوازې د الرجیک غبرګون ځای او موقعیت یو تر بله توپیر لري، کله کله دواړه حالتونه په ګډه یو تن کې هم لیدل کېږي، داچې په استما کې الرجیک غبرګون د پزې په ځای د قصباتو مخاطي طبقی کې صورت نیسي؛ نو تر اوسه پوره نده پوهېدل شوې؛ خو فکر کېږي، چې د بېلابېلو مکرر انتاناتو؛ لکه حادبرانکایټس Pertussis او د غیر وصفي کیمیاوي تخریشوونکیو توکیو  له کبله د قصباتو د مخاطي طبقې التهاب د استما پیدا کېدو کې څه نا څه رول لري. ټول هغه سببي عوامل یا Allergen مواد، چې دالرجیک رینایتس یا Hay fever د پیدا کېدو لاملېږي، خارج المنشوي استما هم پیدا کولای شي.

 

تر ټولو مهم د خاورو او ګرد لرونکې هوا تهویه او انشاق (لکه د ګلونو Moldspor. Pollen، د حیواناتو د بدن مرکبات، بڼکې، حشرات وژونکي مواد، د بېلابېلو ټوکرانو اجزا) د رنځ پیدا کېدو کې مهم رول لوبوي.

همداراز د کور پر عادي خاورې سربېره د هغه د پېژندل شویو اجزاو او توکیو  لرونکې د یو لړ انتي جینک توکیو، چې د Mold او بکتریاوو په واسطه ککړ او منتن شوي وي، هم موجود وي، که څه، د کور خاوره مغلق مخلوط دی؛ خو د کوڅو او کورونو د خاورې خلاصه د یو واحد انتیجن په څېر په الرجیک تعاملو کې استعمالېدای شي.

همداراز خاوره – د سبزیجاتو تخم – پنبه دانه – مساله جات، ډول ډول حبوبات او ځينې نور وظیفوي تماسونه، د رنځورۍ په پیدا کېدو او شیوع کې رول لري. که څه د خوراکي توکیو  له کبله د استما د پیدا کېدو پېښو شمېر نسبتاً کم دی؛ خو بیا هم په عملي توګه هره غذا په انفرادي توګه د استما لاملېدای شي؛ په تېره کبان، مغډېر ، مساله جات او چاکلیت، د فعال انتي جن په حیث رول لوبوي، که څه په عمومي ډول انتي جن پروتیني یا د پروتین مشابه مرکباتو څخه چې مالیکولي وزن یې ټیټ وي، عبارت دی؛ خو ځینې معینې سنتیتیک درمل؛ لکه اسپرین Aspirin هم د وخیمي استما لاملېدای شي، چې د هاپټن[1] په څېر اغېز کوي. هغه تنفسي انتان، چې د استما لاملېږي، د قصباتو د مزمن او مکررو انتاناتو یا انفکشن څخه په ثانوي ډول د (لوزو)، پزې، Polyp او جیبو Sinus د انتاناتو له کبله منځ ته راځي، عبارت دي.

په داسې پېښو کې د تنفسي جهاز د افرازاتو زرع کې عموماً د نموکاکس، سترپتوکاکس ویرېدانس او هیمالیتیک، Klebseila pneumonia, N. Cataralis او د هیموفیلوس انفلوانزا په ګډه نشونما لیدل کېږي.

Schwartz په دې وخت کې د دواړو خارج المنشوي او داخل المنشوي استما پیدا کېدو کې یو ډول ارثي زمینې مساعدوونکې فکتور رول مطالعه کړې ده.

د بکتریایي انتي جن جلدي ټسټ د باندني انتیجنو؛ لکه (Pollen) په څېر سملاسي د پوټکي Urticarial غبرګون نه ورکوي.

که څه د استما د داخلي المنشوي او خارج المنشوي اسبابو پېژندل او تشخیص د رنځورۍ په درملنه کې مرسته کوي -؛ خو په ډېرو پېښو کې دواړه ډوله په ګډه رنځ پیدا کوي، یو ځل چې د باندني انتیجن او یا انتاناتو انفکشن له کبله د استما الرجیک غبرګون منځ ته راشي؛ نو د رنځ دوره یې او پیریودیک حمله د یو لړ نورو پر لاملوونکیو فاکتورو پورې، چې د لومړنیو فاکتورنو سره کومه ښکاره اړیکه نه لري، اړه لري.

دا ثانوي فاکتورونه روحي تشوشات، د تودوخې د درجې او نسبتي رطوبت بدلون، مخرش عطریات، لوګی، قوي بویونه او فیزیکي فعالیتونه کېدای شي. په هغه استما کې، چې د لومړني خارج المنشوي الرجن فکتور څخه پیدا شوی، د تنفسي جهاز حاد انتانات شاید د ثانوي د سببي فکتور په حیث د رنځورۍ د حادې حملې پیدا کېدو لامل شي.

[1] (Hatpin)

 پېښې 

استما په هر نژاد کې لیدل کېدای شي – دواړه جنسه یو ډول په رنځورۍ اخته کېږي او چاغو خلکو کې، چې BMI>30 ډېر ه وي، ډېره لیدل کېږي، چې ښایي GERD او ([1]SDB) د رنځورۍ د وخامت خطر ډېر کړي، جنتیک یا ارثیت هم د رنځورۍ منځ ته د راتلو کې رول لري، په مونوزایګوتیک غبرګونکیو کې د dizygotic په پرتله ډېر لیدل کېږي، چې لومړی ځل ۲۰۰۷ میلادي/ زېږدیز کال کې په ۱۷۹۲ کروموزوم باندې یو جن gen د ماشومانو د استما پیدا کېدو کې دخیل وپېژندل شو. دا رنځوري د کوچنیوالي څخه تر زوړوالي پورې هر عمر کې لیدل کېږي، د خارج المنشوي استما حمله ډېری د ژوند په لومړیو څلورو Decade عمر دورو کې پیل کېږي.

د ۲۰۰۶ کال د یوې احصایوي راپور پر بنسټ د امریکا متحدو ایالاتو کې ۱۶، ۱ میلیونه لویان کسان، چې د نفوسو ٪۷، ۳ جوړوي او ۶، ۸ میلیونه ماشومان، چې د نفوس ٪۹، ۴ جوړوي استما تشخیص شوې ده او هر کال کې د څلورو زرو ۴۰۰۰ کسانو د مړینې لامل ښوول شوې ده.

 

پتالوجي:

د هغو کسانو سږي، چې د استما له لامله مړه شوي وي، محجم پراخه او نسبت نارمل سږو ته لږ الاستیک وي. د اکثرو کوچنیو قصباتو Lumen د پېړو او څلېښتناکه مخاطي افزازاتو په واسطه تړلی او بند شوي وي، قصبي مخاطي او تحت المخاطي طبقې پېړېږي. اسناخ متوسع او ځینې غشایې چوېدل او څېرې کېدل لیدل کېږي. د سږو ځینې برخو کې شاید اتلکتازېس[2] موجود وي. قصبي اپتلیم کې ډېر شمېر د Goblet حجرې او تحت المخاطي طبقې کې لوی او فعالې مخاطې غدې منځ ته راځي.

[1] Sleedisor desed Breathing

[2] (Atelectasis)

 

پتوجینزېس:

استما د تنفسي هوايي لارو یو مغلق التهابي رنځ دی، چې ډېر شمېر حجرې؛ لکه نیوتروفیل، بازوفیل، ایوزینوفیل، ماست سل ماکروفاژ؛ لکه Cytokines، کیموکایانز، هستامین، لیوکوترینز، ترومبوکسان او Reactive oxygen species کې په منځ ته راتللو کې رول لوبوي.

په خارج المنشوي استما کې د فرط حساسیت له کبله د حساس شوي پوټکي انتي باډي د وینې په سیروم – پوټکي او قصبي انساجو کې هم موجود وي. د وصفي انتیجن او د حساسې مخاطې طبقې د تماس څخه په انساجو کې یو ډول انتیجن انتي باډي غبرګون منځ ته راځي.

که څه د انتاني استما حقیقي میخانیکیت لا تراوسه پوهېدل شوی نه دی؛ خو د ځینو ذکر شویو دلایلو پر اساس  دلته هم ښایي د انتیجن انتي باډي میخانیکیت رول ولري؛ لکه په Hay fever کې، چې معافیتي غبرګون د پزې مخاطي غشا کې صورت نیسي. دلته هم معافیتي غبرګون د قصباتو په حذا کې د فزیالوجیک غبرګون او بدلون لاملېږي. د مخاطي او تحت المخاطي طبقې د پړسوب او د قصبي عضلاتو د تشنج له لامله د کوچنیو قصباتو منځ تنګېږي او، ان دا تنګ شوی کوچني قصبات د قصبي غدواتو د ټینګو او څلېښتناکو بلغمو په واسطه بندېږي Scheldt او د هغه ملګرو ښوولی دي، چې څه وخت استماتیک رنځوران د وصفي انتیجن په تماس راشي، د پوټکي حساسوونکي انتي باډي د قصبي عضلاتو د تنبیه او د هستامین د افراز لاملېږي، چې په دې ډول د قصیباتو عضلات تقلص کوي.

په شیماتیک انځور کې په استما رنځ کې د التهاب ونډه ښوول شوې ده.

همداراز ښوول شوې، چې د معافیتي او فزیالوجیک تعاملو په پایله کې د قصیباتو د جدار په حذا کې SRS-A [1]چې د انتي هستامین درملو په واسطه نه نهې کېږي، هم افرازېږي. د استما رنځورانو کې د Histamine او یا Meth choline کم ‌‌ډوز یا مقدار زرق، چې په نارمل خلکو کې هېڅ اغېز نه لري، د وصفي استما تیک حملو لاملېږي. که څه د قصبي عضلاتو تشج په ازادانه ډول بیله عصبي کنټرول څخه هم پیدا کېدای شي؛ خو د اوتونامیک Autonomic عصبي سیستم او د ادرینال هورمون هم رول لري. همداراز ځینې نور مواد لکه سیروتونین Bradykinin (Serotonin) او استیل کولین (Acetyl Choline) د استما د حملو وخت کې د قصبي لارو د مخاط د ډېر افراز-اذیما او د ملسا عضلاتو تقلص کې برخه اخلي.

[1] (Slow Reacting substance-A)

ځینې پوهان ګروهه  لري، چې ځینې مخرش مواد د پزې څخه د تېرېدو پرمهال د عکسوي تنبه له لامله د استما د حملو لاملېږي او ځینې روحي فکتورونه په ځینو مساعدو خلکو کې د استما د حملو لاملېږي؛ خو تر اوسه د ټولو لخوا نده منل شوی. د استما په نسبتاً سلیم شکل کې د سږو٪ ۷۰ حیاتي ظرفیت او اعظمي تنفسي ظرفیت MRC پوره کمېږي. د شديدو حملو پرمهال د ونتیلیشن او د وینې د غازاتو د بدلون د خرابوالي له کبله سیانوزېس هم لیدل کېدای شي.

په دې انځور کې په استما رنځ کې د التهابي کیمیاوي میدیاتورونو ونډه ښوول شوې ده.

که د زړه کومه پخوانۍ رنځورۍ موجوده وي؛ نو ښایي د هایپوکسیا له لامله وخامت پیدا کړي او که موجوده نه وي، د استما د حملې پرمهال، د زړه رنځي تظاهرات ډېر کم لیدل کېږي. همداراز د استما په رنځورانو

کې د زفیر مقابل کې د هوايي لارو د تنګوالي او بندوالي له کبله ډېر مقاومت موجود وي؛ خو چې حمله له منځه لاړه شي، سږي بیخي نارمل او سالم پاتې کېږي؛ خو ځینې وخت که د سلیمې استما حمله ځنډنۍ شي، چې د غیر قابل ارجاع امفیزیما د منځ ته راتلو لاملېږي.

کلنیکي تظاهرات:

د استما په وصفي او کلاسیک بڼه کې د رنځ حملې په Sporadic او پیریودیک ډول لیدل کېږي، چې ډېری د حملو ترمنځ وقفو کې د سږو وظیفوي ټسټونه تقریباً نارمل وي. ډېری حملې د شپې پېښېږي؛ خو هر وخت د وصفي allergen د تماس راتلو، غیر عادي جهد او فیزیکي فعالیت د تودوخې د درجې سملاسي انی بدلون، تنفسي انفکشن او یا هیجانات د حملې د منځ ته راتلو لاملېږي.

د حملې پرمهال رنځور د سینې په حذا کې د یو ډول اختناق (زندۍ) او فشار احساس کوي، ډېری بلغم لرونکی ټوخی په تېره د شپې او یا سهار کې موجود وي. د ساه کښلو پرمهال لوړ wheezing، ان پرته له ستاتسکوب څخه اورېدل کېږي؛ د تنفس شمېر ډېر بدلون نه کوي – خو ډېری زفیر نسبت شهیق ته ډېر اوږد وي. رنځور د تنفس وخت کې ډېره انرژي مصرفوي.

داچې د مرستندویه یا فرعي تنفسي عضلاتو څخه اعظمي مرسته واخلي، رنځور تل د ولاړې او یا مخې ته ځان کړوپ او د نیمه ناستې وضعیت غوره کوي.

د رنځ د حملې په پای کې عموماً ټوخی او ډېر مقدار ټینګ او سخت مخاطي بلغم لیدل کېږي. د حملې په تعقیب د سینې د کښتنۍ برخې عضلو درد موجود وي.

ډېری حملې پخپله د نیم ساعت څخه تر څو ساعتو په موده کې له منځه ځي. ځینې معینو او ځانګړیو په تېره هغه پېښو کې، چې استما د تنفسي انتاناتو انفکشن په واسطه تعقیب شي، حاده حمله ښایي له څو ورځو، ان تر څو اونیو دوام کوي او د درملو په واسطه هېڅ لنډمهاله صلاح هم نه مومي، چې داسې بڼه د Status Asthmatic’s په نامه یادېږي. د رنځ په داسې وخیمه بڼه کې د دوامدارې بیخوبۍ Fatigue او مغذي بې کفایتۍ له لامله، رنځور ډېر خوار او ناتوانېږي.

په ځنډنۍ دوامدارې سلیم استما کې اعراض د استراحت په حال کې هم د لیدلو وړ خو عسرت تنفس او wheezing ډېری روسته د جهد او یا ډېر خوراک، خندا، سندرو ویلو یا روحي هیجاناتو په واسطه منځ ته راځي. د رنځورۍ دا بڼه ډېری د حادې حملې په تعقیب مزمن شکل اختیاروي او تقریباً د میاشتو یا کال په موده کې بله حاده حمله پیدا کېږي. د استما فیزیکي علامې پوره وصفي او عبارت دي له:

خر خر sonorous او سیبیلانت رالونه، چې د سږو په هره برخه د شهیق او زفیر دواړو صفحو کې اورېدل کېږي. سیانوزېس د رنځورۍ په سلیمه حمله کې نادر؛ خو د رنځ په شديد حمله کې لیدل کېدای شي. سینه کې د امفیزیما نښې؛ لکه د حجاب حاجز ټیټ موقعیت او د هغه د حرکت تحدېد او د زړه د اصمیت کموالی موجود وي.

 

تشخیص او تفریقي تشخیص:

۱ – لومړی باید استما د ټولو هغه رنځوريو څخه، چې د عسرت تنفس یا ډسپنیا لاملېږي تفریق شي.

۲ – باید د استما سببي عامل ټاکل شي. که رنځور حاده حمله کې وکتل شي؛ نو تفریقي تشخیص یې ډېر ګران نه دی. عسرت تنفس یا ډسپنیا د خرخر او سیبیلانت رالونو شتون، د ټینګو او سختو مخاطي بلغمو شته والی او د رنځورۍ پیریودیک تاریخچه، د رنځور په کورنۍ کې د استما یا نورو الرجیک رنځوريو تاریخچه، او یا رنځور کې د مخکېني ځینو الرجیک رنځوريو شتون د رنځورۍ په تشخیص کې پوره رول لري. د بلغمو په لابراتواري کتنو کې د کوچنیو قصباتو اپتلیم cursehmann’s spirals لیدل کېږي.

همدارانګه د مایکروسکوپ لاندې د charcot-leyden کرستل، چې ۴۰-۲۰ مایکرون اوږدوالی لري موجود وي. د وخیمي استما رنځورانو بلغمو کې وینه هم موجود وي؛ خو د حقیقي Hemoptysis شتون نادر دی. د رنځور د وینې او بلغمو معاینې کې د ایوزینوفیل حجرو ټاکل او همداراز د سیروم lgE د سويې ټاکل تشخیصي اهمیت لري. ډېر وخت د رنځور د وینې لابراتواري کتنو کې د ایوزینوفیل حجرو د شمېر تناسب ۸-۵ فیصده وي؛ خو په وخیمه انتاني استما کې تر ٪۳۰ ډېر هم لیدل کېږي.

د سږو اکسری په تېره د سږو د پرانکیمایې رنځوريو او د زړه هایپرتروفي او هغه تومورونه، چې په تراخیا شزن او قصباتو فشار راوړي، د تشخیص د تردید لپاره مرسته کوي. یوازې Hyperinflation موجود وي، چې کوم وصفي تشخیصي اهمیت نه لري. همداراز روسته د Beta-adrenergic Agonist د دوه انشاقو Puffs د تطبيق څخه په FEV1 کې د ٪۱۵ څخه ډېر ډېر والی پوره تشخیصي اهمیت لري.

د سږو په یوه محدوده ساحه کې تر ډېرې مودې د سیبیلانت رالونو یا stridor شتون تل د باندېني اجسامو، تومورو یا د اندوبرانکیل توبرکلوز او حنجرې اذیما او د قصباتو اوږد ذفیر کله د قصباتو په بندوالي دلالت کوي.

۱ – Stridor او سیبیلانت رالونه په حاد برانکایټس کې هم اورېدل کېږي؛ خو ډسپنیا یا عسرت تنفس پیریودیک حملو او د بلغمو د وصفي لوحې نشتون د رنځ په تفریقي تشخیص کې مرسته کوي. د استما د لومړنۍ حملې او حاد برانکایټس ترمنځ تفریقي تشخیص آسان نه دی. همداراز د مزمنې او لومړنۍ استما او مزمن برانکایټس تر منیځ تفریقي تشخیص تقریباً ناممکن دی. ډېر د مزمن برانکایټس رنځوران یو اندازه Wheezing، عسرت تنفس او د استما ځینې وصفي فیزیکي علامې لري او د استما د وصفي درملنې په واسطه هم ښه والی مومي، چې داسې حالت د استما تیک برانکایټس په نامه یادېږي.

۲ – هغه ډسپینا، چې د زړه د رنځوريو څخه منځ ته راغلي وي، یوازې کله کله د استما وصفي Wheezing او سیبیلانټ رالونه snoring سره یو ځای وي او که موجود هم وي، عموماً د کریپیتانت[1] او لمدو رالونو د ډېر والي له لامله پټ پاتې کېږي. که قلبي ډسسپینا یا عسرت تنفس د استراحت په حال کې موجوده وي، هرومرو د زړه د رنځوريو نورې نښې او علامې لیدل کېدای شي.

څرنګه چې دواړه قصبي استما او د زړه هایپرتانسيف او ارتېروسکلروتیک رنځورۍ ډېری کاهلانو کې شیوع لري؛ نو د دواړو رنځوريو یو ځایوالی نامعمول نه دی او تل یې اعراض یو د بل سره مغالطه کېږي.

۳ – Glottic سندروم کې هم د استما په شان ویزنګ لرونکي اعراض لیدل کېږي، چې کله کله د CO2 د تراکم لاملېږي؛ خو استما کې ډېری هایپوکسیمیا او هایپر کپنیا موجود نه وي.

۴ – د برانکو سپازم پرله پسې حملې د کارسینویید تومور[2] او Recurrent Pulmonary Emboli او مزمن مزمن برانکایټس کې پیدا کېدای شي.

ډېر وخت استما د ایوزینو فیلیک نمونیا او سستمیک Vasculitis سره یو ځای لیدل کېږي.

څه وخت، چې د قصبي استما تشخیص کېښوول شو؛ نو د صحیح او د اوږدې مودې تداوۍ لپاره باید الرجین یا سببي عامل ټاکل شي، د رنځور او یایې د کورنۍ طبي تاریخچه کې د الرجیک رنځوريو؛ لکه Rhinitis, Eczema شتون کې باید د استما د تشخیص پر لوري فکر وشي.

عموماً د پسرلي او وړي په موسمو کې د استما پیدا کېدل، د ګلونو Pollen او د Mold spore ته د الرجن په حیث فکر کېږي، د ژمي حملو کې انفکشن یا انتاني فکټورونه مسوول ګڼل کېږي، که څه د هغې بړستنې اغوستل، چې یوازې سړو موسمو کې کارېږي، هم رول لري. که د رنځ حملې په دوامدار ډول د کال په هر وخت کې موجود وي د کور تماسي شیانو په تېره Pets یا د بسترې د اجزا و او همداراز د تنفسي جهاز ځڼډني مزمنو انتاناتو پر لور باید فکر وشي، د ځینو معینو غذاوو او یا درملو او تنفسي حاد انتاناتو مناسبت هم باید ولټول شي.

وظیفوي تماسونه؛ لکه عموماً د دهقان د حیواني محصولاتو او اجزاوو او د طباخ د وړو مقابل، کې د فرط حساسیت څېړنه مهمه ده. د رنځ په تشخیص کې مو باید په زړه وي، چې د یوه څخه ډېر دننني او د باندني فکټورونه په ګډه د رنځ د پیدا کېدو مسؤول دي. د سببي فکټور د پېژندنې لپاره د ټولو مربوطه او مشکوکو مشتبه توکیو  خلاصه د مخصوصو تکنیکو سره سم د پو ستکي (جلد) له لارې باید ټسټ او تطبيق شي، چې دلته یې د مفصل تفصیل څخه صرف نظر او ډډه شوې ده.

د احصایې له مخې روسته له څلوېښت کلنۍ څخه د رنځورۍ حمله په انتاني استما دلالت کوي. په تېره که هر عمر کې د پزې Polyp یا د جیویو مزمن مزمن التهاب (Sinusitis) موجود وي، د انتاني استما پلور باید فکر وشي؛ لکه چې مخکې وویل شول. استما تیک رنځوران د ثانوي غیر وصفي فکټورو په تېره د مخرشو عطریاتو د حرارتي او نسبتي رطوبت اني بدلون، قوي بوی، حاد انتان، جهد او روحي هیجاناتو په واسطه وخامت مومي. ډېر وخت دا پورتنی حالت نسبت د وصفي الرجن او انتیجن د معروضېدو څخه ډېر د انفرادي حملو حقیقي لامل بلل کېږي.

[1] (Crepitant)

[2] (Carcinoid)

درملنه:

د استما په درملنه کې باید تل درې ټکي؛ یعنې د حملې اعراض د منځه وړل، د وصفي سببي عامل د منځه وړل او د رنځور د عمومي بڼې مراقبت په نظر کې وي.

۱ – د برانکیل استما درملیزه درملنه:

ټول هغه درمل، چې د برانکیل استما په درملنه کې کارېږي، په لاندې پینځو ډلو ویشل کېږي.

۱ – بیتا ادرینزجیک اګونست Beta – adrenergic agonists

۲ – د متیل ذانتین Methylxanthins مستحضرات.

۳ – ګلوکوکورتیکویید[1]

۴ – د ماست سل سټیبل کوونکې مرکبات[2] چې فعلاً په تجربوي صفحه کې دي.

۵ – انتي کولنرجیک[3] مستحضرات.

۱ – اندرینرجیک Adrenargic Stimulants عبارت دي د Resorcinols Catecholamines او Saligenins دا ګروپ مرکبات د بیتا رسپتور د تنبیه کولو او Cyclic AMP د جوړېدو له لارې د تنفسي هوايي لیارو د توسع لاملېږي. همداراز د Mediators افراز کموي او د Mucocilliary ترانسپورت اسانوي د Catecholamines مهم مرکبات، چې په کلنیک کې پراخه استعمال لري د Rimiterol, isoetharines, isoproterenol, epinephrine او Hexoprenaline مستحضراتو څخه عبارت دی.

ادرینلین او ایزوپروتیرینول دواړه انتخابي beta-selective نه دی او په زړه باندې کافي کرونوتروپیک Chronotropic او inotropic اغېزې لري. همداراز اپینفرین په ډېر ه اندازه د alpha اخذې تنبیه کونکي اغېز لري، عموماً د یو په زرو محلولو (۱/۱۰۰۰) څخه 0. 3-0. 5mL میلي لیټر د پوټکي لاندې زرقېږي. او هر ۳۰-۱۵ دقیقو روسته تکرارېدای شي. همداراز اپینفرین د انشاق aerosols لارې هم کارېږي

Primatene مستحضرات یې د انشاق له لارې ډېر استعمال لري.

[1] Glucocorticoids

[2] Mast cell Stabilizing agents

[3] Anticholinergics

اپینفرین د زړه رنځورانو هایپرتنشن او تنفسي اسیدوزېس رنځورانو کې ډېر محدود استعمال لري.

ایزوپروتیرینول ددې ګروپ ډېر قوي مستحضر دی او ډېر د Alpha اخذو فعالیت لري، عموماً د ۱: ۲۰۰ محلول څخه د Aerosal په شان د انشاق له لارې کارېږي. د بیتا انتخابي مستحضراتو څخه نسبتاً لنډ اغېز لري او هم ارزان دي، هر درې ساعته روسته دوه انشاقه (Puff) د ورځې تر د څلورو څخه د شپږ ځلو پورې ورکول کېدای شي.

1: 100 Solution 3 inhal qid یا isoproterenal Aerosal یا 1: 200 solution 5 inhalation qid ایزوایتارین isoetharine د دې ګروپ ډېر beta 2 – selective مستحضر دي؛ خو برانکود لاتور ځواک یې نسبتاً ضعیف دی.

عموماً د ٪۱۰ محلول یې د انشاق له لارې هر څلور تر شپږ ساعته روسته دوه Puff کارېږي Bronkosol مستحضر یې نسبتاً ډېر کارېږي. د هکسوپرنیالین او د یمیترول فارمکولوجیک خواص د ایزو ایتارین سره پوره شباهت او ورته والي لري. د Resorcinois ډېر معمول مستحضرات دTerbutaline, Metaproterenol او د Fenoteral او د Saligenin ډېر معمول مستحضر د Albuterol یا Salbutamol څخه عبارت دي. پرته د میتاپروتیرینول څخه دا ټول درمل د تنفسي جهاز رنځوريو کې ډېر ډېر انتخابي استعمال لري او که په لوی dose استعمال نشي، ډېر قلبي جانبي عوارض نه لري. د انشاق Inhalation له لارې د استعمال مهم جانبي عوارض یې رعشه یا رپېدلو Trimor څخه عبارت دي. پخوا د استما د حملې په درملنه کې د رګ له لارې د Sympathomimetics درملو په تېره ایزو پروتیر نیول استعمال ډېر معمول و؛ خو اوس نور نه سپارښتنه کېږي.

Stepwise approach to asthma therapy according to the severity of asthma and ability to control symptoms. ICS, inhaled corticosteroids; LABA, long-acting 2-agonist; OCS, oral corticosteroid.

ایزوپروتیرینول د رګ له لارې د زړه د مایوکار د تخریب لاملېږي او، ان د Beta – 2selective لکه تربیوتالین او البیوتېرول د رگ له لارې استعمال په انشاقي لیارو کوم ترجیح او ګټه نه لري.

میتیل زانتین: څه وخت چې د استما په تدواۍ کې د ادرینرجیک درملو انشاقي استعمال د ناکامۍ سره مخامخ شي د Theophyllin بېلابېل مستحضرات کارېږي، څرنګه چې د تیوفیلین کلیرانس په ماشومانو او زړو خلکو کې نسبتاً ټیټ وي؛ نو باید تل په کم dose ورکړل شي. همداراز د سینې د حاد او مزمنو وظیفوي خرابوالي، د زړه غیر معاوضوي حالتو او Corpulmonale او تبه لرونکي رنځورانو کې تل باید په ټیټ dose استعمال شي، په ځوانانو او سګرت څکونکو کې د سیروم half life څلور ساعته او زړو کسانو کې لس ساعته دی. د تیوفیلین سره د اریترومایسین Cimetidine, Allopurinol< Troleandomycin او Propranolol یو ځای استعمال د تیوفیلین کلیرانس ټیټوي.

برخلاف د فینوباربیتال او Phenytion ګډ استعمال، د چرسو او سګرټو څکول د تیوفیلین کلیرانس نسبتاً لوړ وي؛ نو باید تل د دوا د مقدار لوی ډوز اجست کول په نظر کې وي.

د تیوفیلین د ۲۰۰ څخه ډېر شمېر مستحضرات موجود دي . امینوفیلین د تیوفلین ګروپ یوازېنې مستحضرات دی، چې د رګ له لارې تطبيق کېږي، د وریدي امینوفیلین Loading dose 6mg/kg. چې تر نورو دولس ساعتو لپاره 0. 1mg/kg/hour په هر ساعت کې ورکول کېږي. دوامدار Maintenance یې 0. 1-0. 5mg/kg/hour دی. د تیوفیلین د پلازما دوایي غلظت د 20-10/mg/ML مایکرو ملي ګرام په هر سي سي کې دی. ډېر معمول جانبي عوارض یې زړه بدوالی، کانګې، بې اشتهایي، سرخوږی او Nervousness دی. که د پلازما غلظت یې په هر میلي لیټر پلازما کې د 30/mg مایکروګرام څخه لوړ شي؛ نو د زړه د اریتمیا او اختلاجاتو Seizure لاملېږي.

د تیوفلین درمل تر ورکولو د مخه باید په پورته جدول کې راغلیو مسایلو ته پام وشي

 

ګلوکوکورتیکویید Glucocorticoids: ګلوکوکورتیکویید د قصباتو کوم توسع کوونکی اغېز نه لري، یواځې د تنفسي هوايي لیارو التهاب کموي. د سترویید لوړ dose په ټیټ ډوز کوم ترجیح او ښېګڼه نه لري.

د بېلګې په توګه د Status asthmaticus په درملنه کې د Hydrocortison 6mg/kg/day او 80mg/kg/day په اغېز کې کوم توپیر نه لیدل کېږي او همداراز د 15-20mg او Methylprednison 150-200 هر شپږ ساعته روسته تطبيق اغېزې کټ مټ یو شانته وي. سترویید درملنې د دوام موده د معالج ډاکټر په قضاوت پورې اړه لري؛ خو معمولاً باید د یوې یا دوه اونیو څخه اوږده نشي. د استما په تدواۍ کې د سترویید د تدواۍ اغېزې سملاسي منځ ته نه راځي، لږ تر لږه شپږ تر ۷۲-۲۴ ساعته روسته یې مثبتې اغېزې لیدل کېدای شي. باید په دې دوره کې هرومرو برانکودیلاتور دواګانو ته دوام ورکړل شي. سترویید لومړی د زرقي لارې کارېږي او روسته د حادو اعراضو د منځه تللو څخه باید د خولې له لارې تطبيق شي. معمولاً پرېدنیزون ۶۰-۴۰ ملي ګرام د ورځې یو ځل د سهار لخوا پیل او هره درېیمه یا پینځمه ورځ تدریجاً باید نیمایې ورځینې dose ته کم کړل شي، چټک Tapering ځینې وخت د هوايي لیارو د بندوالي د عود لاملېږي. د سترویید Long acting مستحضرات؛ لکه Dexamethasone چې ډېری د Pituitary – adrenal Axis د اوږو د انحطاط لاملېږي ډېری نه سپارښتنه کېږي.

د انشاقي او د خولې له لارې د کورتیکوسترویید لوی dose پر استعمال سربېره، د Thrush او dysphonia څخه د سستمیک امتصاص له لارې د ادرینل غدې د انحطاط، Cataract ماشومانو کې د ودې او نشونما د توقف، Purpura او د هډوکو د میتابولیک خرابوالي لامل کېدای شي. د زړه رنځورانو، د معدې د قرحې، دماغي رنځوريو او حامله/ دوه ځانو ښځو کې باید سترویید مستحضرات په ډېر احتیاط او غور سره تطبيق شي. که د استما رنځور په عین وخت کې په سل یا نري رنځ هم اخته وي؛ نو د سترویید درمل سره باید د توبرکلوز دوا هم یو ځای ورکړل شي.

 

کرومولین Cromolyn sodium او Nedocromil د قصباتو او د هوايي لیارو کوم توسع کوونکی اغېز نه لري. دا ګروپ درمل د تنفسي هوايي لیارو د ماسټ سل د استحالي یا Degeneration او د کیمیاوي توکیو  د ازادېدو څخه، چې د Anaphylaxis لاملېږي، مخنیوی کوي.

کرومولین او نېدوکرومیل د سترویید انهیلر په شان د استما د رنځورانو د سږو دندې ښې کوي او د ښکتني تنفسي لیارو اعراض کموي. ډېری په وقایوي ډول سپارښتنه کېږي. د دې لپاره، چې ګټور تمام شي، باید انشاقي مستحضرات یې د ورځې دوه انشاقه (2 Puffs) د څلور تر شپږ اونیو پورې استعمال شي. دا ګروپ درمل د استما د حادې حملې په تدواۍ کې دومره اغېزمنې نه دي، یوازې د استما حساسو رنځورانو کې دا انتیجن الرجن د معروض کېدو څخه ۲۰-۱۵ دقیقې دمخه باید ورکړل شي، تر څو د انتي جن انتي باډي الرجیک غبرګون د منځه ته راتللو د مخنیوي له لارې د استما د حملې څخه مخنیوی وشي.

 

انتي کولینرجیک Anticholinergic درمل:

اتروپین سلفات د استما رنځورانو کې د هوايي لیارو د توسع لاملېږي؛ خو د سستمیک جانبي عوارضو له کبله او داچې ډېر ورو؛ یعنې ۹۰-۶۰ دقیقې روسته اغېز کوي، د استما د حادې حملې په تدواۍ کې یې استعمال محدود دي.

نور درمل Miscellaneous:

د استما هغه رنځوران، چې Steroid-dependent وي، د ایمونودپریسانت دواګانو؛ لکه Methotrexate یا د طلا Gold مرکباتو په واسطه ښه جواب ورکوي. د دې کبله، چې د افین مرکبات Opiates مسکنات او ترانکویلازر Tranquilizer د تنفسي مرکز د انحطاط لاملېږي، باید مطلقاً هېڅکله د استما د حاد حملې په درملنه کې استعمال نشي. دا ګروپ هیجاني رنځوران د ډاکټر په شتون او په ډاډ ورکولو ارامېدای شي. د بیتا ادرینرجیک بلاکر Beta Adrenagic Blocker او پاراسپماتیک آګونیست استعمال، چې د سږو د وظیفوي خرابوالي لاملېږي، مضاد استطباب دي. مقشح او میوکولتیک مستحضرات، چې پخوا ډېر استعمالیدل د حاد او یا مزمني ځنډنۍ استما په تدواۍ کې کوم مهم رول نه لري، ، ان ځینې وخت د برانکو سپازم لاملېږي. د استما په درملنه کې (ورید) د لیارو د مایعاتو تطبيق هم ګټور نه دی ثابت شوی. د استما رنځوران، چې د زړه رنځورۍ لري او یا حامله وي، د نورو استما رنځورانو په شان درملنه کېږي. د استما رنځورانو په درملنه کې د انتخابي Beta2 انشاقي او anti-inflamatory مستحضراتو په کوچني dose استعمال خاص اهمیت لري.

 

د استما د حادو حملو او بیړنیو پېښو درملنه:

 Aaerosolized beta2 agonist انشاقي مستحضراتو استعمال د رګ له لارې د امینوفیلین د تطبيق څخه درې څلور برابره ډېر ګټور تمامېږي. په عاجلو پېښو کې لومړی باید د نیبولایزر په واسطه انشاقي Beta2 اګونست تطبيق او هر شل دقیقې روسته تر درې ځلو پورې تکرارېدلای شي. روسته له هغې باید هر دوه ساعته روسته تطبيق شي. تر څو د استما حمله له منځه لاړه شي. یو ساعت روسته د تدواۍ د پیل څخه د ورید له لارې امینوفیلین هم ورکول کېدای شي. څرنګه چې د استما حاده حمله د داخلي د ډېرو عاجلو پېښو څخه ده، باید تل د تدواۍ اغېز، د رنځور د وینې غازات او د سږو وظیفوي ټسټونه په تېره FEV1 یا [1]PEFR په واسطه په درست ډول تعقیب شي.

[1] (Peak Expiratory Flow Rate)

د مزمنې استما درملنه:

داچې د استما رنځوران د حادو حملو منځ موده کې بې اعراضو او د سږو دندې نارمل حالت کې پاتې شي. د حادو حالاتو په شان انشاقي Beta2 اګونست مستحضرات په دوامدار ډول سپارښتنه کېږي. که د استما رنځورانو کې د شپې لخوا تنفسي شکایت دوام وکړي؛ نو د Long acting تیوفیلین مرکبات د شپې لخوا د بیتااګونست دواګانو سره یو ځای ورکول کېدای شي.

 Approach to chronic control of asthma and rescue from increased symptoms. *Inhaled albuterol or, in patients predisposed to adverse effects from this treatment, inhaled ipratropium bromide. **The choice between these two agents as “first-lin

د استما وصفي درملنه:

هغه استما، چې د باندېني انتیجن له لامله پیدا شوې وي، باید د هغې انتیجن د تماس څخه ځان وژغورل شي. په عمومي ډول باید د کور Pets خاورو، دوړو، بڼکو، بالښت او نورو مشکوکو شیانو سره تماس کم کړل شي. عموماً د کور د خاورې خلاصه انتیجن د رنځور د غیر حساس کېدو لپاره کارېږي. همداراز د ګلونو د پالن یو dose په ٪۸۰ پېښو کې ګټور او اغېزمن تمامېږي؛ خو د هغو کسانو غیر حساس کېدل، چې د یو څخه د ډېرو الرجن شیانو مقابل کې حساس وي، ډېر ګران دي.

د انتاني استما درملنه

 څرنګه چې د تنفسي جهاز د انتاني استما عامل انفکشن فکر کېږي؛ نو باید په پوره غور سره یې لزوماً داخلي او یا جراحي درمل اجرا شي. د رنځورۍ په ډېرې حادي صفحه کې د بکتریاو و ضد درملنه په تېره د تتراسکلین او یا بل کوم انتي بایوتیک په واسطه ښه پایله ورکوي. باید تل په یا دوي، چې ډېری استماتیک رنځوران د پنسلینو مقابل کې حساس وي؛ نو د استعمال وخت کې یې باید پوره پاملرنه ورته وشي. د پزې د مربوطه Sinus د انفکشن او پالیپ موضعي، داخلي او جراحي درمل باید اجراشي. او هر کال باید د انفلونزا واکسین تطبيق شي.

عمومي احتیاط :

باید رنځور د ثانوي تنبیه کوونکو فکتورنو مقابل کې وقایه شي. د هوا د بدلون، فیزیکي فعالیت، روحي هیجانات، سګرت او چلم څکل او داسې نور باید تحدېد شي.

 

انزاز او کلنیکي سیر Prognosis and clinical course:

د استما له رنځورۍ د مړینې شمېر ډېر کم دی. د روستنیو احصایو له مخه تقریباً د لس میلیونو خطرناک او وخیم استماتیک رنځورانو کې د (۵۰۰۰) تنو څخه کم د مړینې پېښې لیدل شوي دي. د مړینې پېښې د لویو ښارونو اوسېدونکیو رنځورانو کې مخ په ډېرېدو دي. د استما د رنځورانو کلنیکي سیر ښیې، چې په سلو کې ۵۰- په تېره هغه رنځوران، چې نسبتاً سلیم سیر لري او رنځوري یې د ماشومتوب وخت کې پیل شوې وي، ډېر ښه انزار لري. هغو کسانو کې، چې د کهولت وخت کې استما تشخیص شوی وي ٪۲۰ پخپله په بشپړه توګه جوړېږي او ٪۴۰ رنځورانو کې د زوړوالي وخت کې د استما د وخامت او د حملو د شمېر د کموالي اټکل او توقع کېدای شي. قصبي استما د COPD رنځورانو په شان پرمختلونکی[1] سیر نه لري.

[1] Progressive

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست