تبلیغات

په لنډو د کفن ايستي کيسه: ))يو ځوان په ژړا، پېغمبراکرم (ص) ته ورغى او سخت خپه و، ويل يې: د خداى له ډاره ډارېږم. ورته يې وويل: شرک دې کړى؟! ويې ويل: نه. پېغمبراکرم ورته وويل: نا حقه وينه دې تويه کړې؟ ويل ويل: نه. پېغمبر (ص) وويل: خداى دې ګناه بښي، که څومره […]

په لنډو د کفن ايستي کيسه:

))يو ځوان په ژړا، پېغمبراکرم (ص) ته ورغى او سخت خپه و، ويل يې: د خداى له ډاره ډارېږم.

ورته يې وويل: شرک دې کړى؟!

ويې ويل: نه.

پېغمبراکرم ورته وويل: نا حقه وينه دې تويه کړې؟

ويل ويل: نه.

پېغمبر (ص) وويل: خداى دې ګناه بښي، که څومره ډېره وي.

ويې ويل: ګناه مې له اسمان، ځمکې ))عرش(( او ))کرسۍ(( غټه ده.

پېغمبر (ص) وويل: ګناه دې تر خدايه هم ستره ده؟!

ويې ويل: نه، خداى تر هر څه خورا ستر دى.

پېغمبراکرم (ص) وويل: ولاړ شه )توبه وباسه(، چې ستر خداى ستره ګناه بښي.

روسته يې ورته وويل: ووايه ګناه دې څه ده؟

ويې ويل: رسول الله (ص)! درنه شرمېږم، چې يې ووايم.

ورته يې وويل: ووايه څه دې کړي؟!

ويې ويل: اوه کاله مې قبرونه راسپړل او له مړيو مې کفنونه رايستل، تردې چې يوه ورځ مې د ))الفاري(( نجلۍ قبر راوسپړه، تر لغړولو روسته مې کوروالى ورسره وکړ.

خبره، چې تردې راورسېده، پېغمبراکرم (ص) سخت خپه او غوسه شو ويې ويل: دا فاسق وباسئ او ورته يې وويل: ته څومره دوزخ ته ورنژدې يې؟!

ځوان بهر راووت او سخت يې ژړل، په بېديا سر شو او ويل يې: د محمد (ص) خدايه! که توبه مې منې، خپل پېغمبر دې ترې خبر کړه، که نه له اسمانه يو تندر راوغورځوه، و مې سوځوه او د آخرت له عذابه مې وژغوره؛ نو دلته پر پېغمبراکرم (ص) وحې راغله او د زمر ٥٣ آيت يې ورته ولوست[1]((

[1] )ابو الفتوح تفسير ٩/٤١٢ مخ( )نمونه تفسير: ١٩/٥٣٠ مخ(.

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست