تبلیغات

رسول الله (ص)، علي روزنې ته بوت ( مستدرک الصحيحين : 3ټوک، 576 مخ ) پر خپل سند له مجاهد ابن جبر ابي الحجاج څخه روايت کړى،چې ويې ويل : خداى علي ته دا نعمتونه ورکړل :د رسول اکرم په لمنه کې وروزل شو؛ په هغو ورځو کې،چې قريش په تنګسه کې ول او د […]

رسول الله (ص)، علي روزنې ته بوت

( مستدرک الصحيحين : 3ټوک، 576 مخ ) پر خپل سند له مجاهد ابن جبر ابي الحجاج څخه روايت کړى،چې ويې ويل : خداى علي ته دا نعمتونه ورکړل :د رسول اکرم په لمنه کې وروزل شو؛ په هغو ورځو کې،چې قريش په تنګسه کې ول او د ابوطالب هم واړه زاګه ډېر ول؛ نو رسول اکرم خپل تره حضرت عباس ته _ چې د نورو بني هاشمو په پرتله يې واړه کم ول _ وويل : اباالفضله ! ورور دې ابوطالب واړه ډېر لري او نور خلک هم ويني،چې په تنګسه کې دى؛نو راځه چې ورشو او د وړو پېټې يې لږ له اږو ورته کم کړو او ته هم ترې يو زوى راوړه او زه به هم ترې يو زوى راوړم . عباس ورته وويل : ډېر ښه وړانديز دى او د ابوطالب د کور پر لور شول او ورته يې وويل : تر هغه چې خداى له دې تنګسې نه يې راايستى؛نو غواړو د وړو پېټى دې يو څه سپک کړو . ابو طالب ورته وويل : عقيل ما ته پرېږدئ او نور ستاسې؛نو بيا رسول اکرم علي په غېږ کې راونيو او عباس جعفر په غېږ کې راونيو او په پايله کې علي به تل رسول اکرم سره و،چې خداى محمد پېغمبرۍ ته وټاکه او علي پر پېغمبر ايمان راوړ او جعفر هم له عباس سره و،چې اسلام يې راوړ او له هغه مړه خوا شو.

 د حضرت علي کرم الله وجهه د فضايلو ډېرښت

( رياض النضره: دويم ټوک : 214 مخ ) وايي : له حضرت عمر څخه روايت دى، چې وايي : رسول اکرم وويل : ((يو پلټونکى هم د علي د ځانګړنو په څېر ځانګړنه تر لاسه کولاى نشي؛علي هدايت غواړي،حق ته ورسيخوي او له هلاکته يې ژغوري او بې لارۍ له بې لارۍ باسي ))

دا خبره طبراني هم نقل کړې ده .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،107 مخ ) په خپل سند له محمد بن منصور طوسي روايت کړى،چې وايي : ما له احمدبن حنبل څخه واورېدل،چې و يې ويل: د رسول اکرم د يو صحابي فضايل هم د علي هومره نه دي نقل شوي .

( استيعاب: دويم ټوک ،466 مخ ) احمدبن حنبل او اسماعيل بن اسحاق قاضي : د رسول اکرم د اصحابو د فضيلت په باب، چې په سمو اسنادو کوم روايتونه راغلي،د علي هومره د يو صحابي په باب هم نه دي راغلي . په دې خبره احمدبن شعيب بن علي نسائي هم منښته کړې ده .

ليکوال : پر دې خبره ابن حجر په صواعق72 مخ ،عسقلاني په فتح الباري ؛شپږم ټوک ،71 مخ او شبلنجي د نورالابصار په 73 مخ کې هم منښته کړې او شبلنجي هم دا خبره له ابي علي نيشابوري نقل کړې ده .

 څښتن خپل استازى په علي (ک) تاييد کړ

( د بغداد تاريخ : 11 ټوک ، 173 مخ ) پر خپل سند له انس بن مالک څخه روايت کړى،چې ويې ويل: رسول اکرم وويل : معراج ته چې يې بوتلم؛نو پر عرش يې ليکلي وو : لا اله الا الله محمد رسول الله ايدته بعلي؛يعنې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې استازى دى او په علي مې تاييد کړ .

سيوطي په درالمنثور کې تر (( سبحان الذي اسرى بعبده ليلا من المسجد الحرام ))آيت لاندې ليکي : ابن عدى او ابن عساکر له انس بن مالک څخه روايت کړى،چې ويل يې : رسول اکرم وويل : معراج ته يې چې بوتلم؛نو پر عرش يې ليکلي ول : لا اله الا الله محمد رسول الله ايدته بعلي؛يعنې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې استازى دى او په علي مې تاييد کړ .

( ذخاير العقبى؛69 مخ ) دا حديث راوړى او ويلي يې دي : ملا هم هغه په خلاه سيرة کې روايت کړى دى ( کنزالعمال : 6ټوک ،158 مخ ) هم دا حديث په څه اختلاف راوړى او د طبراني وينا يې د کبير په کتاب کې له ابي الحمراء نقل کړې ده او په هماغه مخ کې يې يو بل روايت په دې مضمون راوړى او ابن عساکر او ابن جوزي له دوو لارو له ابي الحمراء روايت کړى دى .

ليکوال : ابونعيم هغه په لږ اختلاف د حلية د 3 ټوک په 26 مخ کې په خپل سند له ابي الحمراء نقل کړى دى.

 د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و

( کنزالعمال :6ټوک ،156 مخ ) د خداى له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛نو د علي ايمان به ترې درون وي ( له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى ).

رياض النضره :2ټوک ،226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى،چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه-ګواهي ورکړې ده . ( له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل )

 حضرت علي د رسول اکرم په څېر لمونځ کاوه

( صحيح بخاري :کتاب الصلوة په رکوع کې د تکبير اتمام په باب کې ) پر خپل سند له مطرف بن عبدالله روايت کړى، چې و يې ويل : په علي ابن ابي طالب پسې مې لمونځ وکړ او عمران بن حصين هم راسره و، سجده يې،چې کوله ؛نو تکبير يې وايه او چې سر يې هم راجيګاوه، تکبير يې وايه او چې له دويم رکعته پاڅېد؛نو هم يې تکبير ووايه . تر لمانځه وروسته،عمران له لاسه ونيوم او را ته يې وويل : دې لمونځ د رسول اکرم لمونځ راياد کړ ( او يا يې ويل ) د رسول اکرم لمونځ مو ورسره وکړ .

دا روايت يې د لمانځه په بل باب کې هم راوړى دى او مسلم هم د خپل صحيح د کتاب الصلوة ( باب التکبير في کل خفض و رفع ) او نسائي ؛ صحيح :لومړى ټوک ،164 او 167 مخونو او ابوداوود ؛صحيح :5ټوک ،84 مخ او احمد حنبل ؛مسند: 4ټوک ،428 او 429 او 440 مخونو او ابن ماجه ؛کتاب الصلوة : باب تسليم کې له ابي موسى او فتح الباري في شرح البخاري :2ټوک ،413 او 414 مخونو کې دا مضمون په لږ اختلاف راخستى دى .

 د حضرت علي د څېرې ښکلا

استيعاب :2ټوک :469 مخ وايي : څو ځانګړنې مې په علي کې وليدې،چې غوره دي : 1_ ونه يې مناسبه وه ؛نه اوږده وه او نه لنډه 2_غټې او تورې سترګې يې درلودې3_مخ يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده 4_ګېډه يې مخکې راوتې وه 5_چهار شانه و 6_ د لاس ورغوي يې غوښن و 7_ ښايسته ورمېږ يې درلود 8_ پر مخامخ کوپړۍ يې وېښتان نه وو 9_ سر يې يوازې له شا وېښتان درلودل 10_ ډکه ږيره يې درلوده 11_اوږه او د اوږې هډوکي يې پلن ول12_ لاسونه يې داسې ول، چې مټ يې له ساعده نه ښکارېده؛بلکې يکسره وو 13_پر لار چې ته؛نو بدن يې کږېده 14_ څوک به يې چې له مټه ونيو؛ نو ساه به يې بنده شوه 15_لږ چاغ و 16_د لاس پنجه او مټ يې غښـتلي وو 17_پر لار چې ته؛نو هروله به يې کوله 18_پياوړى، ارام او مېړنى زړه يې درلود 19_ له هر دښمن سره به چې مخ شو؛نو له غيبو به ورسره مرسته کېده .

(اسدالغابه:4ټوک:39 مخ ) د علي د ښکلا په اړه له مدرک بن حجاج نه يو حديث نقل کړى دى .رياض النضره :2ټوک:202 مخ هم د ملا له سيره نه نقل کړي، چې ځينو وپوښتل : رسول الله ! علي به څنګه وکړاى شي د الحمد لواء يوسي ؟ رسول اکرم وويل :څنګه به يې نشي وړاى، حال داچې خداى ورته ښايسته ځانګړنې ورکړي ؛زما په څېر صبر لري او د يوسف د ښکلا په څېر ښکلا لري او د جبراييل د قوت په څېر قوت لري .

( رياض النضره :2ټوک :218 مخ ) له حضرت عباس څخه روايت نقل کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم وويل : څوک چې غواړي د ابراهيم زغم،د نوح حکم او د يوسف ښکلا وويني؛نو علي ته د وګوري . (د ملا له سيرته راخستل شوى دى )

( کنزالعمال :3ټوک:336 مخ ) له عبد خير نه روايت نقل کړى دى، چې و يې ويل : علي څلور ګوتې درلودې، چې پر ګوتو کولې يې، چې يوه يې له ياقوتو وه،چې موخو ته ورسي،يوه فيروزه وه،چې پر دښمن بر لاس شي او يوه چيني اوسپنه وه،چې غښتلى شي او يوه د عقيق وه،چې له بلا ګانو بچ پاتې شي د ياقوتو پر ګوته يې ليکل شول ول : لا اله الا الله الملک الحق المبين او پر فيروزه يې ليکل شوي ول : الله الملک او پر چينې حديد يې ليکلي وو : العزة الله . او پر عقيقو يې درې کرښې ليکلې وې : 1_ماشاءالله 2_لا قوة الا باالله 3_استغفر الله .

(اخستل شوى دى له : د حاکم له تاريخه،د صابوني له ماتينه او د ابوعبدالرحمان سلمي له امالي څخه ) ( نورالابصار :94 مخ ) کې د علي د ګوتو په اړه روايت راغلى دى ).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست