تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ روڼ اندي یو ځلانددود دی سریزه له فرانسوي ژبې “کلیرویان” څخه پر روڼ اندي یا روښانفکر اړول شوې دی روښانفکر یعنې هغه چې فکر یې روښانه وي، د روښانه فکر په قوت د خپلې ټولنې نادودي سمې پېژني او د حل لار ورته لټوي. په اروپا کې روڼ اندو، اروپا د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

روڼ اندي یو ځلانددود دی

سریزه

له فرانسوي ژبې “کلیرویان” څخه پر روڼ اندي یا روښانفکر اړول شوې دی روښانفکر یعنې هغه چې فکر یې روښانه وي، د روښانه فکر په قوت د خپلې ټولنې نادودي سمې پېژني او د حل لار ورته لټوي. په اروپا کې روڼ اندو، اروپا د منځنیو پېړیو له تورتمه رنسانس ته راتېره کړه او د تاریخ پاڼه یې داسې واړوله چې گرده نړۍ یې تر اغېز لاندې ونیوه. هو، دا سمه ده چې کله د ځینو سمې کړنې نړۍ ته داسې ادلون بدلون ورکوي چې هډو گومان یې نه کېږي. اروپایي روڼ اندو دین ته ور شا نه کړه؛ بلکې د کلیسا پر مقولیانو باندې په نیوکو سره یې خپل خوځښت پیل کړ چې پروتستانېزم ورته وایي.

موږ هم چې په اوسني حالت کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو، بې ثباتي، اقتصادي ناخوالي او د نظام د ټینگښت پازوالي – مسوولیت را ترغاړې دی، د همدې شرایط په پامنیوي د خپل تاریخ، دودونو او له دین څخه د سمو پوهېدنو په رڼا کې په داسې یو ټولنیز خوځښت پیل وکړو چې هېوادنۍ ستونزې پرې هوارې کړو. د کومې شننې ژباړه چې لولئ د یو دیني اندیال څېړنه ده، چې د روښانفکري بهیر دلایل مو پیاوړي کوي.

روڼ اندي یو ځلاند دود دی

” دلته د روښانفکرۍ په باب خبرې کوو چې د یو شمېر لوستیو، دردمندانو او ټولنیزو او فکري ستونزو د هواروونکیو ډېره مینه ورسره ده او په دې ویینه کې د روښانفکرۍ بهیر چې مخکې څه دلایل درلودل نور هم پرې ور زیات کړو. په سریزه کې، پرتلنې او قضاوت ته یوه بېلگه یادوم: د گردو ادیانو په فرهنگ کې د متکلمانو په نامې ځینې کسان ول، چې له دین څخه یې عقلاني دفاع کوله؛ دوی خپله دغسې یوه ادعا درلوده او نورو هم په همدې ځانگړنې او صفت پېژندل. د متکلمانو تر څنگ، فیلسوفان هم ول چې د یو ځانگړي دین دفاع ته ژمن نه ول او له بېخه یې دین د معرفت موضوع  نه وه؛ بلکې گرده هستي یې عقلاني څېړله او په خپل تعبیر یې، میتافزیکي (له طبیعت ورهخوا) پوهه رادبره کوله؛ خو متکلمانو په ډاگه څرگندوله چې یو ځانگړي دین ته ژمن دي او ددې دین د ښوونو او آرونو دفاع ور تر غاړې ده. ښکاره وه چې د یو ځانگړي دیانت له آرونو د دفاع لپاره، له خپله همدې دین څخه گټنه نشو کړای؛ ځکه د منطق له مخې دور لازمېږي. د یو چا له مدعیاتو، په گټه یې دلیل راوړای نشئ؛ بلکې له خبرې یې دباندې ودرېږئ او مستقل دلایل وړاندې کړئ.

متکلمانو د مستقلو دلایلو وړاندې کولو ته، دوه کارونه کول: یا یې د خپل دیانت لپاره په خپله لازمې وسلې جوړولې او یا یې دا وسلې د فلسفې له وسلو ځنې پور اخستې. موږ د مسیحي، اسلامي او نورو ادیانو د فرهنگ په تاریخ کې دا دوه لارې درلودې او لرو یې او پوره درپېژندل شوی او عقلاني چار و. لکه امام فخر رازي (رح)  یاد معتزله د مشرانو، خپله یې د دین دفاع ته وسله جوړوله او ځان یې فیلسوفانو ته اړمن نه لیده، بلخوا د خواجه نصیرالدین طوسي (رح) په څېر کسانو چې هم فیلسوف و او هم متکلم، له دین څخه عقلاني دفاع ته یې، لازمې وسلې د فلسفې له وسلو ځنې پورولې. تر خواجه نصیر الدین طوسي روسته، د کلام علم په تېره شیعي فرهنگ کې ډېر فلسفې شو؛ یعنې متکلمانو ښه په زور فلسفې ته ورمخه کړه او له دې ځایه یې وسله پوروله او د متکلمانو وسلتون ته یې اړتیا نه درلوده. په تېرو کې کله فیلسوفانو پر متکلمانو ملنډې وهلې چې وسلې یې پوره کاري نه دي او غوڅول نه کوي. خپله جوړې کړای شوې وسلې که څه د متکلمانو له نظره ښې او د گټنې وړ وې؛ خو د فیلسوفانو له نظره زنگ وهلې وې او کارایي نه درلوده.

ټینگار کوم چې ځیرکو فیلسوفانو مو کله هم پر متکلمانو نیوکه ونکړه دا چې تاسې د یو ځانگړي ښوونځي دفاع ته ژمن یاست او له وړاندې  مو خپل هوډ نیولی؛ نو هر څه چې ووایئ بې گټې ده. دوی پوهېدل چې دغسې نیوکه ډېره ناروا، غیر فیلسوفانه او نامعرفت پېژاندې ده.

لکه چې وویل شو پر ځینو متکلمانو د فیلسوفانو مهمرتینه نیوکه دا وه چې له دین څخه او ایمانیاتو دفاع ته یې وزلې کمزورې او نه پکارېږي. د بېلگې په توگه یو شمېر مسلمانو د مسیحي متکلمانو د علیت له آره نټه کوله؛ ځکه گڼله یې یو لړ مسایل، لکه د انسان اختیار د علیت په نټې هوارولای شي؛ گومان یې کاوه که د اوسپنیز علیت آر شتون ولري، چې ټولې پېښې ددې آر په پړي یو له بل سره تاوې را تاوې او غوټه شوې وي او هیڅ پېښې ته بیخي د مانور مجال، ان د انسان ارادې ته، نه پاتېږي؛ نو په دې حال کې به پر انساني کړنو مازې جبر واکمن شي. دوی انسانان ددې اختیار سوځي جبر له خوشې کېدو، د علیت آر سستاوه، چې ښایي خپل مطلوب (یعنې اختیار) ازباد کړي. فیلسوفانو نیوکه پرې کوله، چې د اختیار ازبادولو لار دا نه ده او د علیت د آر سستول، پرېمانه پرله پسې فساد راولاړوي چې د اختیار ازبادولو لپاره په دې نه ارزي چې دا گردې زیانمنې پایلې یې وزغموو.

هو؛ تر هغه ځایه چې پوهېږم یو فیلسوف هم پر هیڅ یو متکلم نیوکه نه ده کړې چې لومړی مو پر یو څیز ایمان راوړی او بیا یې ازبادوئ؛ او په دې اړه حقوال ول؛ ځکه مهمه نه ده چې انسان لومړی څه هوډ کړی او څه ته ژمن دی، مهم هغه دلیل او حجت دی چې د خپلې مدعا ازبادولو ته یې راوړي؛ که دلیل یې څرگندو، خبره یې منو او مخکې ایمان او ژمنه یې ازباد او ثبوت شوې پېژنو؛ او که دلیل یې څرگند نه و، خبره یې نه منو، که څه د خپلې گروهې سموالي ته سل قسمونه وخوري او زر وارې ټینگار وکړي چې په خپل قضاوت کې یې پرې او بې ژمنې و؛ په مطلق ډول په علم او معرفت کې ـــ چې یو جمعي چار دی ــــ د عالمانو اروایي او وگړیز احوال څه دخالت نه لري.

د فزیک پوهه نه د یو فزیک پوه رایه ده او نه د نورو؛ بلکې یو له بهېدونکی بهیر دی چې فزیکپوهان پکې لامبو وهي، د فقې د سیند لامبوونکي دي او فقه یوه پوهه ده چې ددې پوهانو پر اوږو ور سپره ده؛ خو په عین کې له هر یوه مستقل او خپلواکه ده. فقه د اړپیچونو، لاسنیوو، سیالیو، کره کتنو او د فقهاوو د مخالفت ټولگه ده چې بهېږي او پر مخ درومي او هم علم همدغسې دی. د فقهاوو تقوا یا بې تقوايي، په یوه ښوونځي پورې زړه تړنه یا نه تړنه او په څېر مسایل یې ، په علم کې انعکاس او اغېز نه لري؛ علم دا دی: عالمانه پوښتنې او ورته روشمند ځوابونه. او البته دا ځوابونه کله سم وی او کله نه؛ د عالمانو کار دا دی چې ددې ځوابونو سموالی او ناسموالی وڅېړي او په دې چارو بوختېدا، رورو یو علم رادبره کوي.

د امام احمد حنبل (رح) په څېر حدیثپوهانو متکلمانو ته پېغور ورکاوه چې دوی لومړی د دین د مخالفانو او منکرینو شبهې او نیوکې اوڅاروي او روسته یې ځوابونه ورکوي او همدا چار لاملېږي چې په ټولنه کې د دین مخالفې خبرې اوڅار شي او پېرونکي پیدا کړي. دا نیوکه هم له سموالي او ناسموالي یې صرف نظر، داسې نه ده، دا چې متکلم له وړاندې ژمن دی، خبره یې څه اعتبار نه لري.

نو هیڅ فیلسوف او ان کوم فقیه، متکلم ته ویلي نه دي، چې د کلام علم د کلمې په واقعي مانا، علم نه دی، له بیخه ستونزه لري او له آره رادبره کېدونی نه دی؛ ځکه د یو ځانگړي دریځ د دفاع لپاره جوړ شوی او همدا چارلاملېږي چې له متکلمه بې پرېتوب واخستل شي. فیلسوفانو پر متکلمانو دا نیوکه نه کوله؛ ځکه سمه نیوکه نه وه او متکلمانو ځواب ورکولای شو، چې ستاسې زموږ په گروهې پورې څه کار، د لایلو ته مو وگورئ، که پیاوړي او غښتلي ول، و یې منئ.

 د منطق له مخې توپیر نه لري چې په پیل کې چا په یو څیز زړه تړلی وي او بیا یې ازبادولو ته مضبوط دلایل پیدا کړي. دا لارښوونه چې په علم کې ـــ د یو جمعي او بهاند معرفت په توگه ـــ د عالمانو وگړیز او اروایي حالات هیڅ دخالت نه لري د نوي معرفت پېژندنې یو له مهمو او مؤکدو آرونو ځنې دی البته دا مطلب فیلسوفانو مو په ډاگه نه دی ویلی. له آره په اسلامي فلسفه کې، معرفت پوهنه یو لومړی درجه چار نه و او فیلسوفان هومره ورباندې نه وربوختېدل، البته له یو اړ کونجونو یې باخبر وو او په باب یې خبرې کولې؛ خو په اسلامي فلسفه  کې د معرفت پوهنې په نامې کوم مستقل فن شتون نه درلود.

ایراني مشهور عالم اروښاد مرتضی مطهري د “اصول فلسفه و روش ریالېزم” کتاب په لمنلیک کې څو ځلي ټینگار کړی، څو ذهن و نه پېژنو، فلسفه درلودای نشو او په بله وینا، څو معرفت پوهنه ونلرو، فلسفه درلودای نشو؛ نو ځکه د منطق له مخې معرفت پوهنه، پر فلسفې او علم ور مخکې ده. په دې پوهه کې ددې په څېر پوښتنې اوڅارېږي چې ایا په علم کې، باید د عالمانو له ارواپوهنې او زړه تړنو یې څه خبره وکړو که نه؟ دې ډول پوښتنو ته  د معرفت پوهانو ځواب منفي دی؛ ځکه علم، د عالمانو اروایي حالات او د تېرو په تعبیر، د نفساني او ځاني کمالاتو او څرنگیتاوو برخه نه ده؛ علم هغه دلایل دي چې عالمان یې راوړاندې کوي او مخاطب یې هم عالمان دي. علم د گردو عالمانو نابرخې کړې گډه متاع او مشاع ده او ټول یې په رادبره کولو، چاڼولو، کره کتنې، نقد، توږنې او تکامل کې مشارکت او گډون لري.

په دې ځانگړنې؛ نو د کلام علم کومه ذاتي نیمگړتیا نه لري، شونې ده ددې یا هغه متکلم رایه څه نیوکه ولري او یا د هغه بل دلیل څه خو ولري، لکه چې په ټولو علومو کې حال همدغسې دی؛ خو په کلام علم کې یو “پارادوکس” یا ‌ذاتي نیمگړنې سوړه او رخنه نه ده کړې چې بنسټ یې ناسم وي. ددې علم کره کولو ته باید دلایل یې وڅېړوو چې ووینو متکلمانو مراد ازباد کړی که نه.

پر دې ټکیو ورزیاتوم چې د کلام علم موضوع، له یوه ځانگړي دین څخه دفاع ده او په همدې پار څانگه څانگه کېږي. موږ  د مسیحي، اسلامي، یهودي او …… د کلام علم لرو چې دا هر یوه څانگه د خپلو موخو ازبادلو ته ژمنه ده. د دین د ډول له مخې، د متکلم ژمنه هم توپیر کوي. اسلامي هېوادونو ته د مارکسېزم له ورننوتو روسته د اسلامي کلام علم ډېر توپیر کړی دی. متکلمانو د مارکسیستانو شبهو او نیوکو ته چې په نوې انداز یې کولې غاښ ماتي ځوابونه ورکول، حال دا مخکې د اسلامي متکلمانو وضع دغسې نه وه.

تردې سریزې روسته، د روښانفکرۍ او دیني روڼ اندی پر ویینې لگیا کېږو، او څېړو چې ایا “دیني روښانفکري” مانا لري که نه او له آره د دیني روښانفکرۍ په نامې څه لرو که نه، کټ مټ په همدې مانا چې دیني کلام لرو او په شتون کې یې هیڅ نیوکه او څه شبهه نشته او سره له دې چې متکلم په ډاگه څرگندوي چې څه دریځونه لري او په دفاع کې یې څه کوي، دغسې یو څیز یې په پوهه کې، د یوې علمي معتبرې څانگې په توگه، څه خلل او نیمگړتیا نه ورغورځوي، په همدې صراحت او څرگندتیا د دیني روښانفکرۍ د مضبوط او پوخ منطق خبره کولای او دفاع ترې کړای شو.

له آره د وگړیو مخکېنی انگېرنې او ژمنې له ړون آندی د روڼ اندي د لوېدو نه لاملېږي چې زور یې کېني. دا به پوره معرفت ناپوهنه وي چې انسان وانگېري که د عالمانو د اروايي حالاتو په لټه کې شي. د دوی په خبرو کې به خوگانې یا منطقي نیمگړتیا وې را وباسې؛ دا ځکه معرفت یو جمعي او روان چار دی او روښانفکري او اندنه هم دغسې ده. اندنه دا نه ده چې په خلوت او گوښه کې کېنم له ځان سره سوچ وکړم او سمې یا ناسمې پایلې ته ورسم، څه چې اندنه کوي او دا چې له نورو سره یې شریک کړو او نور هم خپله خبره او کره کتنه راسره شریکه کړي، چې دا فکر د عالمانو په ټولنه کې وټوکېږي او سیوري وکړي او نور یې تر سیوري لاندې هوسا شي، بل مهم ټکی دا، د سعدي په وینا:

هیچ کس بی دامن تر نیست اما دیگران ــــ باز می بوشند و ما بر آفتاب افکنده ایم

اصلا بې ژمنی انسان نه پیدا کېږي؛ خو ځینې ژمنې، نامه لري او ځینې بې نامه دي. دغسې نه ده چې څوک ووایي زه دیني ژمنه نه لرم؛ نو ځکه هیڅ ژمنه نه لرم! نوموړی نورې ژمنې او د زړه تړاوونه لري چې یا نامه نه لري یا یې نامه نه اخلي. یو لړ دا ژمنې، پېژندل شوي او نامې لري او اتفاقا همدا ښکاره توب، قضاوت آسان او روڼوي معلومه ده چې انسان له کوم دریځه او د څه په اړه خبرې کوي؛ خو یو لړ زړه تړنې په عین حال کې چې شتون لري؛ خو نامه نه لري او یا یې نامه نه ښکاره کېږي، او اتفاقا همدا د روڼتیا نشتون، قضاوت خړپړوي او د دقیقي کره کتنې خنډېږي. له همدې لامله، غوره د چې هر څوک خپل دریځونه او ژمنې په ډاگه ووایي چې د کره کتنې او څېړنې پر وخت معلوم وي چې باید کوم څیز کره او تر برید لاندې ونیول شي چې رڼې پایلې تر لاسه شي.

د علم په نړۍ کې، څرگندتیا، رښتینتوب او روڼتیا ړومبی ارزښت دی؛ د علمي تقوا مانا دا ده چې کوم څیز پټ نه کړئ. د سوداگرۍ نړۍ نه ده چې عالم، د کاسب په څیر خپل جنس پټ کړي یا یې چاته واقعي نرخ و نه وايي چې گران یې وپلوري. باید عالم دلته خپله متاع او څیز لمر ته کېدي او څه چې شتون لري په رښتیا یې رابرسېره کړي، ته وا د عالمانو یو له همېشنیو کارونو ” ډیکانسټرکشن Deconstruction “؛ یعنې شرحه شرحه کول دي لکه چې مولانا وايي:

 سینه خواهم شرحه شرحه از فراق ـــ تا بگویم شرح درد اشتیاق.

یو علم یو څیز جوړوي او بل یې پاڼه پاڼه کوي، غوټه یې له غوټې او تار یې له تنستې پرانځي او له قضا داسې ټکي راښيي چې ډېر ځل خپله عالم ته هم ورڅرگند نه وو او خپله هم نه پوهېده چې په څه تړاوونو او ژمنو پورې ورتړلی و.

د امریکايي فیلسوف ادوین آرثربرت “نویو علومو له طبیعت ورهخوا مبادی” کتاب او هم د کوپرنیک، کپلر، گالیله او نیوټن په باب د آرتورکستلر “خوبولي” کتاب ملاحظه کړئ. ددې با سلیقه لیکوال ټوله خبره دا ده چې دا ستر عالمان او د تجربي علومو مخکښان په خوب کې پر لار تلل؛ خو خپله یې انگېرل چې ښه څرگند او په خپله خوښه روان دي؛ خو نن تر څلورو پېړیو روسته، چې کړه وړه، تجربې، لیکنې او استدلالونه یې شرحه شرحه (پاڼه پاڼه) کوو؛ مومو چې دوی د خوبولیو انسانانو په څېر چې خپل مخکې روسته نه ویني، لړزانده حرکتونه درلودل.

ځیر شئ چې په دې ځای کې له تجربي علومو سره سروکار لرو، چې اتفاقا له هر معرفته، ډاگیز، عیني او بې پرې دی او تجربه پکې روستي قاضڼه ده چې د گالیله په تعبیر یوه تجربه سل دلیله باطلولای نشي. دا حکم یوازې په کپلر او گالیله پورې ځانگړی نه دی، د ټولو انسانانو حکم دی. په پاڼې پاڼې کولو انسان ته د علم په ودې کې ډېرې خوالې او هم د عالمانو اندیز څښاک ځایونه چې خپله هم ورته څرگند نه ول وربرسېرېږي.

داروین آرثربرت په کتاب کې دا خبره په ښه ډېر فلسفي قوت ویل شوې او استدلالونه او ډېرې تاریخي نښې او قراین په گوتو شوي جې مشخص شي د نویو علومو مخکښانو څه ناپېژاندې مخکېني فرضیات (پیش فرض) او (ان) ځینې یې هېښنده درلودل چې خپله هم ورته څرگند نه وو؛ نو ځکه داسې نه دي چې وگړیو پټې زړه تړنې او مخکېني فرضیات نه درلودل، هیڅوک له دې حکمه معاف نه دی، د ټولو “لمن لمده” ده؛ خو یو دا ناپاکي لمر ته اچولې او بل پټه کړې ده. له آره پوهه بې له مخکېنیو فرضیاتو او بې ژمنی پوه او عالم شونی نه دی.

په حقیقت کې د کستلر اوبرت په څېر تایخپوهانو او عالمانو نسبتا د یوې مهمې فلسفې او معرفت پوهاوېزې رای لپاره لار هواره کړې ده. لکه آرتور کستلر د کلیسا او گالیله ترمنځ په قضاوت کې نوی نظر رامنځ ته کړی. لکه چې پوهېږئ کلیسا له گالیله سره لاس و گرېوان شوه او البته څه مشهور دي، اعدام یې نه کړ. خو تر مړینې یې په کور کې بندي او تر تنگې لاندې ونیو په پای کې د کوپرینک کتاب ته یې هم د خپرولو اجازه ورکړه؛ خو د کلیسا یو کشیش (ملأ) پرې اوږده او معرفت پوهاویزه سریزه ولیکله او په ځیرنه یې د کوپرینک نجومي معرفت پوهاویز دریځ څرگند کړی دی او ترې یې غوښتي چې خپله نظریه د یو پرېکنده چار په بڼه نه؛ بلکې د یوې اوزارې فرضیې په بڼه څرگند کړي. د کوپرینک کتاب ۴۰۰ ټوکه خپور شو چې لږ تر لږه ۲۰۰ نسخې یې تراوسه پاتې دي، چې دا مطلب دې ته په پامنیوي یې کتاب تخصصي او د هغه وخت د خلکو د لوست کچه ټیټه وه، په ډاگه  څرگندوي چې په هغه پېر کې سانسور واکمن و.

د کستلر د وینا له مخې، د کلیسا او گالیله په لانجه کې دواړو لوریو مخکېني فرضیات او ایمانیات درلودل، داسې نه وه چې یو خوا ته د گالیله په څېر روڼ اند، بې پرې  او بې له مخکېنیو فرضیاتو درلودونکی عالم و او په مقابل لوري کې یې تیاره اندي او د علم ضد کسان ولاړ وو. لانجه ډېره پېچلې وه. د گالیله لور د خپل پلار په هکله کتاب کاږلی، چې په لوستو یې د گالیله اروایی حالات رامعلومېږي چې یو لانجمن انسان و او له کلیسا سره یې له شخړې بد نه ایسېدل او پر وړاندې یې د کلیسا له دریځه پوهېدای شو. آرثربرت هم په خپل کتاب کې همدې څرگندونو ته ورته په تېره د نیوټن په باب یې مخکېني فرضیات راښيي.

دا گرد موارد د علم په فلسفه کې په یوې تاریخي ــــ فلسفې نظریي پای ته ورسېدل، چې دا په امریکا کې “تامسن کوهي” په یو ډول او په فرنسه کې “میشل فوکو” په بل ډول څرگنده کړه او البته زه د “تامسن کوهي” بیان ډېر خوښوم؛ ځکه ښه څرگند، روڼ او پر علمي او ډېرو تاریخي نښو او قراینو ولاړ دی؛ نو ځکه تجربي پوهه له ایدیالوژیو سره پرېمانه ورته والی لري. یو پاراډایم رادبره کوي او اذهان ایلوي. پوهان هم ددې پاراډایمونو په ترڅ کې رامنځ ته کېږي، ایدیالوژیک ذهن پیدا کوي او د دوی په ‌ذهن کې ستر فرضیات راټوکوي، چې په یو لړ مواردو کې له دې پاراډایمونو دباندې د سوچ کولو وس نه مومي او ورپسې نسلونه چې د دوی افکار پاڼه پاڼه او شرحه شرحه کوي، دا پټ فرضیات راسپړي.

نو پردې سربېره چې “پوزیتیویستانو” د علم او دین ترمنځ څرگنده پوله ایسته کړه؛ خو نن د تامسن کوهي او نورو څېړنې ښيي چې له دې اړخ علم او دین ډېر سره نژدې دي؛ یعنې د تجربي علومو پاراډایمونه د پوهانو له اذهانو سره هماغسې چلېږي، چې دین د دیندارانو له اذهانو سره چلېږي او د علم او دین ترمنځ شخړه په واقع کې د دوو ډولو ادیانو ترمنځ په شخړه اوړېدلې ده.

“ویتگنشتاین” چې د اندیز ځواک او اغېز له اړخ یې، د زمانې ارسطو نومولی، په خپل عمر کې یې دوه فلسفي ښوونځي رادبره کړي چې په مخکېني او روستني ویتگنشتاین پېژندل کېږي نوموړی په ړومبي پېر کې د علم د ژبې او د دین د ژبې تر منځ په څرگند بېلتون قایل و؛ خو په دویمه دوره کې متوجه نشو چې دا کرښې ایستنې بې محصول دي. دا دوه ژبې دي، او یو د بل په څېر چلېږي.

د هر دین او مذهب عالمان، د سپېڅلیو متونو د تفسیر پر وخت رایه او فرضیات لري، بې رای تفسیر نشته، گرد سره تفسیرونه په رای دي. مهمه دا ده چې دا رایه او فرض تنقیح او چاڼ شي.  د تش او بې رای ذهن په لټه کې مه اوسئ. ټولو مفسرانو چې ویلي له خدای سره مو ژمنه کړې او هوډ مو کړی چې په خپله رایه به تفسر نه کوو؛ خو د څو راروسته نسلونو مفسرانو یې گرېوانونه نیولي او د دوی فرضیات او رای یې ډاگېزه کړي دي. لکه د تفسیر پر وخت، یو اشعري مفسر، د اشاعره و نظریات او یو معتزلي مفسر د معتزلیاتو آراوې ورگډوي او هغه هم چې نه اشعري دی او نه معتزلي، په خپل تفسیر کې یې د بې نامې او بې نښې مذهب نظریات کارولي دي. که څه نامه نه لري، په دې مانا نه ده چې شتون هم نه لري.

موږ ټول د یوې کوڅي اوسېدونکي یو او نباید څوک بل په دې پار ورټي چې رایه او فرضیات لري. هر څوک په درجو، د خپل چاپېریال او بې نامې او نامې ښوونځي ایل دی. اتفاقا د هغوی چې ښوونځی یې په نامې دی، ښه ډېر علمي صداقت لري او ښې رڼې خبرې اترې ورسره کړای شو. د علمي استدلال پر وخت، نباید بې ژمنتوب وغواړو، حد اکثر مقابل استدلال له گرېوانه ونیسو او کمزوري یې وروښیو. په دې پار فیلسوف دیندار کېدای هم شي؛ ایا موږ مسلمان او مسیحي فیلسوفان نه درلودل یا نه لرو، چې ټوله هڅه یې د حقیقت پېژندو او څرگندولو ته وراړولې وه او پر خپلو موندنو یې استدلال کاوه. ایا دغسې انسان تورنولای شو، دا چې ته ایماني ژمنې او دیني گروهې لرې، فلسفه دې د بوسو قدرې ارزښت نه لري؟ ایا حق لرو ووایو دوی د فیلسوف په توگه نه پېژنو؟ په دې حال کې دوی هم متقابلا په ارزښت راته قایل نشي او خبرو ته مو اهمیت ورنکړي. دغسې یو لیدلوری یو منطقي نیوکه لري او بل د دیني فرهنگونو په لمن کې پرېمانه بېلگې لري چې ورسره په ټکر کې دي.

په مسیحي فرهنگ کې “توماس آکوئیناس” زموږ په فرهنگ کې د بلخي ابن سینا په څېر یو شخصیت دی، پردې سربېره چې یو لومړی درجه فیلسوف دی، پوره دیندار مسیحي او بلکې د مسیحیانو سره حلقه هم دی. ابن سینا، سهروردي او ملا صدرا د مقلدینو او ژمنو فیلسوفانو نورې بېلگې دي. ایا څوک حق لري په دې علت ددې مشرانو گرېوان ونیسي او ووايي شخصیت مو متناقضه دی، که دا تناقض وي؛ نو دا دې حَبّذا او خُرّما وي! د بلخي مولانا په وینا:

پیر گرید مر تو را ای سست حال ـــ ان چه فوق عقل توست امد محال

 کله انسان ادعا کوي یو څیز تناقض ډولی او محال دی؛ خو روښان اندی پير یې له لاسه نیسي او ورزده کوي څه دې چې په نظر محال برېښي، ستا له عقله اوچت دي او دا چې په عقل کې دې نه ځاییږي، د محال نامه دې پرې ورایښې ده. که عقلاني ظرفیت دې پراخه او د لید څنډ دې ارت شي؛ نو و به وینې د کومو څیزونو په باب دې چې د ټکر، تناقص او ناجوړۍ فتوا ورکړې، پوره روغ رمټ، بې ټکره او بې تناقضه نه وي او یو له بل سره به هیڅ تعارض او ټکر ونلري.

نو ځکه، لومړی معرفت او روڼ اندي چې دا هم یو ډول معرفت دی، یو جمعي او روان چار دی؛ او دویم تاریخي قراین، عیني او ښکاره بېلگې او منطقي دلایل هم راښیي چې د افکارو د کره کتنې پر وخت نباید د وگړیو په ژمنې او ایمانیاتو پسې نوغي راوسپړو. که مخېنې او ژمنې، د یو چا د شړلو دلیل وي، ټول به وشړل شي؛ بلکې دا پړی به تر ټولو مخکې ددې دود خاوند ته ورترغاړې شي.

روښانفکري څه ده؟ هو، روڼ اندي د حقیقت په لټه کې دي او لېوال دي خبرې یې مستدللې وي. او له وگړیز اړخ یې ښه ایسي بې پرې وي؛ یعنې په ځیرنه بېلابېل نظریات څېړي او که کوم محبت ته ورسېدل، خپلوي یې؛ خو البته دا ځانگړنه، په روښانفکر پورې ځانگړې نه ده، باید هر عالم دغسې وي:

در ره منزل لیلی که خطر هاست در ان

شرط اول قدم آن است که مجنون باشي

د علم او څېړنې په ډگر کې د قدم ایښوو لوموی شرط دا دی چې عالم دې؛ بې پرې، رښتونی، متواضع، عاجز، د حجت تابع او د حقیقت غوښتونکي وي، اوبه له سرچینې لپه کړي او د علم په لاس ته راوړو او حقیقت غوښتنې کې هوا، هوس، اغراض، گټې او تمې په پام کې و نه نیسي. په دې مو څه کار نشته چې په واقعیت او د باندېنۍ نړۍ کې څه پېښېږي. او عالمان تر کومه بریده دا شروط رعایتوي؛ خو دا، د علم تر لاسه کولو لازم شرط دی، نه کافي، او په روښانفکری پورې هم ځانگړی نه دی، ټول عالمان دغسې وي او باید وي.

اوس د روښانفکرۍ پر موضوع بوختېږو چې څه ده؟

ومې ویل چې له یوه ځانگړي دیانته دفاع، د کلام علم موضوع ده؛ خو د دیني روښانفکری موضوع هغه اندېښمني ده چې په درېیمې نړۍ کې د سنت او مدرنیته د مخامخېدنې او غځېدا په تړاو شته.

ومو ویل چې یوازې د حقیقت غوښتنه او بې پرېتوب څوک نه روښانفکر کوي؛ نو ځکه د روښانفکر او نورو د عالمانو د برید معلومولو لپاره باید د روڼ اندو د فعالیت د موضوع په هکله خبرې وکړو، په گومان مې په درېیمه نړۍ کې له مدرنیته سره مخامخېدنه وه چې روښانفکر یې راوپنځاوه او په همدې دلیل ویل کېږي، چې روښانفکر د سنت او مدرنیټه په چارو کې حرکت کوي. که تاریخ مو خپل طبیعي بهیر وهلای او د بل فکر او فرهنگ تر یرغل لاندې نه وای؛ نو بله وضع مو درلوده.

په لویديځ کې هم روښانفکران په (۱۶) او (۱۷) پېړیو کې راښکاره شول، ځکه په دې وخت کې اروپایان له یوه تاریخي پېره چې عمدتا منځنی پېړۍ وې، رو رو هغه پېر ته چې مدرن یې نوموو، گام ور اخسته. هلته دا چاود څلور پېړی مخکې رادبره شو او خپل روښانفکران یې هم رامنځ ته کړل، د “ولټر” په څېر کسان د اروپا د روشنگرې زمانې روښانفکران دي چې ټولنه یې له لاسه ونیوه او د سنت د ویالې له هغې خوا یې دې خوا راتېره کړه.

برتراند راسل په شلمه پېړۍ کې د روښانفکرانو کارونه کول. نوموړي په منظق او ریاضي کې پرېمانه تبحر درلود او هم د یو عمومي روښانفکر په توگه اوڅار و؛ بلکه د امریکا او ویتنام د جگړې په هکله یې دریځ نیوه، اعتصاب او پلتی یې وهله، زنداني کېده او ……..

د اروپا روښانفکرانو زړه راښکوني ځانگړنې درلودې، لومړی پراخ تاریخي مالومات یې درلودل، دویم یوازې نندار چې نه؛ بلکې د ډگر لوبغاړي ول او عقلونه یې سیخول، درېیم له خپلو سنتو پوره باخبره وو، او دا ډېر مهم ټکی دی. “کارل مارکس” په اتلسمه پېړۍ کې راښکاره شو او پر ټولې نړۍ یې ډېر اغېز درلود. دا په رښتیا د دین ضد و او یو ښوونځي یې رادبره کړ چې له دین سره یې جوړجاړی نه درلود. ډېر فعال و، ۱۶ ساعته یې مطالعه کوله او یهودیت او مسیحیت یې ښه پېژندل. او ددې ادیانو په اړه یې د مالوماتو او لیدانې له مخې خبرې کولې، د سنجول شویو خبرو ـــ که څه هم تېروتنې وې ـــ په علت یې عقلونه ایلول او ستر ماغزه یې په ولکه کې نیول. داسې نه وه چې څو سرسري روښانفکره شعارونه ورکوي او د نورو په چکچو زړه وتړي. مطلب مې دا دی چې باید یو روښانفکر نه یوازې په مدرنیته تسلط ولري؛ بلکې همدومره او ان تردې ور ډېر پر خپلو سنتو او تاریخ پوه او باخبر وي. یوازې د کانت، هگل، فوگو او …… د فلسفو په لوستو او د څو رمانونو او اشعارو په لوستو روښانفکر کېدای نشو. دا څېزونه په درېیمه په تېره اسلامي نړۍ کې د روښانفکرۍ پېټی او مسوولیت کېدای نشي.

روښانفکري په اسلامي نړۍ کې یو ستونزمن چار دی. سره له دې چې علمي او ځینې وخت یې له سیاست سره ټکر ستونزې لري، له نظریي پلوه هم یو دروند چار دی. روښانفکري چې د سنتو او مدرنیته ترمنځ په درز او چاود کې حرکت دی. د دې دواړو په باب پوره او ژورې پوهېدنې ته اړتیا ده، سنت په اسلامي ټولنو کې څړبن دی او یوه خورا څړبنه برخه یې دیني سنت دی. روښانفکر باید د دین په باب ژمن وي له دینه ژوره پوهېدنه او مالومات ولري چې له سنتو څخه مدرنیته ته ورتېرېدل ښه تنظیم کړي. هغوی چې په اسلامي ټولنو کې رمان لیکي، شعر وايي یا کتاب ژباړي، البته محترم دي او با ارزښته کار کوي؛ خو یوازې دا چارې د روښانفکرۍ له دقیق تعریف سره اړخ نه لگوي، او لا تر روښانفکرۍ اوږد لار پاتې ده. که ښه مو ایسي که نه، سنت مو ډېر ستر او څړبن دی او باید په باب یې کافي مالومات ولرو. باید په اسلامي ټولنو کې د فلسفې، کلام، فقې او حدیث تاریخي ونډه وپېژنو. بې د دوی له دقیقي پېژندنې، روښانفکري په یوه پښه گوډه ده.

د روښانفکرۍ بله برخه، روښانفکرانه مسوولیت دی. شونې ده یو تن لومړی درجه عالم وي، په یوه گوښه کې ناست یوه نړۍ وي، د سنتي او مدرن مالوماتو یو گوډی وي؛ خو په عین کې د کوټې په کونج کې ناست او پرخپل علم غاور او خوشحال وی، لکه پخوانیو اشرافو او مړو چې له خپلو جواهراتو سره لوبې کولې. دا پوهه او علم، د نفس کمال دی؛ خو عالم نه روښانفکر کوي. روښانفکري یو جمعي خوځښت دی؛ نو ځکه روښانفکر له ټولنیزې پازوالۍ یا مسوولیت هم برخمن دی او باید دا ونډه ولوبوي. ټولنیزه ونډه یې په سنت او مدرنیته کې اندیزه مشري ده؛ او البته په دې لار کې له نظري او عملي ستونزو سره هم مخ کېږي او ډېرځل یې بیه هم پرې کوي:

فراز و شیب بیابان عشق دام بلاست

کجاست شیر دلی کز خطر نپرهیزد

باید روښانفکرهم په دې ډگر خپل صداقت ښکاره کړي. په دې لار کې نور هم له لاسونو ونیسي او دا پوهه او آگاهي ور ولېږدوي او له خطراتو سره مخامخېدو ته یې چمتووالي هم ولري او په لټۍ دا چارې نه ترسره کېږي.

در مقامات طریقت هر کجا کردیم سیر ــــ عافیت را با نظر بازی فراق افتاده بود.

دا ټولې برخې یو روښانفکر جوړوي. البته دیني روښانفکر ته ډېرې دندې ورترغاړې دي کله باید د متکلم په بڼه راښکاره شي چې له دیني او ایماني دریځونو دفاع وکړي، په تېره هغه وخت چې دین د یو ټولنیز چار په توگه، وزله کېږي او د واکمنو د موخو لپاره کارولېږي. په ډې ځایونو کې د دیني روښانفکرانو کار خورا سختېږي؛ خو تېښته ترې نشته او په اسلامي نړۍ کې روښانفکري که غواړې او که نه غواړې دا لوازم لري.”

څه مو چې ولوستل د سیاسي او ټولنېزو سازمانونو غړیو، د مدني ټولنو فعالانو، د پوهنتون زده کړیالانو او نظروالو ته یو اندیز سبق دی، چې په رڼا کې یې خپل فعالیتونه، شننې او دریځونه تنظیم کړي. او هېواد له اوسني کړکېچن حالته د ژغورنې کڅ ته وکاږي. د سرلوړي، باثباته او مخ پر ترقۍ افغانستان په هیله.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست