بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نا مه اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مَّعْرِضُونَ ﴿۱﴾ 1 د خلكو (د) حساب (وخت) یې رانژدې شوى او دوى همداسې په ناخبرۍ كې مخ اړوونكي دي . مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿۲﴾    2   دوى ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نا مه
اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مَّعْرِضُونَ ﴿۱﴾ 1 د خلكو (د) حساب (وخت) یې رانژدې شوى او دوى همداسې په ناخبرۍ كې مخ اړوونكي دي .
مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿۲﴾    2   دوى ته چې د خپل پالونكي له لوري هر نوى نصيحت ورځي؛(نو) په لوبو(او ټوکو) يې اوري؛
لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّواْ النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ هَلْ هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿۳﴾    3    حال دا چې زړونه يې (په دنيوي چارو او ناخبرۍ) روږدي دي او ظالمانو تر پټو مشورو (روسته وويل) : دا ( پېغمبر) خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر دى؛نو ايا تاسې لاسي (عمدي) په كوډو پسې ورځئ ؟
قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاء وَالأَرْضِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۴﴾    4   (پېغمبر) وويل : ((پالونكى مې په اسمان او ځمكه كې له هرې خبرې خبر دى او هغه اورېدونكى (او) پوه دى . ))
بَلْ قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الأَوَّلُونَ ﴿۵﴾    5   هغوى لا دا هم وويل : (( (څه چې محمد [ص] راوړي،وحې نه ده؛) بلكې ګډوډ خوبونه يا دروغ دي،چې پر خداى يې ورتړي يا يو شاعر دى؛(كه رښتيا وايي؛) نو يوه معجزه دې راته راوړي؛لكه چې ړومبي پېغمبران (له معجزو سره) رالېږل شوي ول .))
مَا آمَنَتْ قَبْلَهُم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾    6   له دوې مخكې،چې موږ ټولې ابادۍ تباه كړي (؛نو بېلابېلې معجزې يې غوښتې وې،چې موږ يې غوښتنې پوره كړې؛خو) ايمان يې رانه ووړ؛ نو ايا دوى (په معجزو) ايمان راوړي؟
وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۷﴾    7   او موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي ول،چې وحې مو ورته کوله که نه پوهېږئ (؛نو) د اسماني كتابونو څېړونكي وپوښتئ .
وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لَّا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ ﴿۸﴾    8   هغوى ته موږ داسې تنې نه وې وركړې،چې خواړه ونه خوري او همېشني عمرونه يې هم نه درلودل .
ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاء وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ ﴿۹﴾    9   بيا مو كړې ژمنې ورسره پوره كړې . دوى او څوك چې مو وغوښتل (د دښمنانو له منګولو) وژغورل او له پولو اووښتي مو هلاك كړل .
لَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۰﴾ 10   په يقين ما يو داسې كتاب درباندې نازل كړى،چې پكې درته يادونه (او ويښتيا) ده؛ نو ايا نه پوهېږئ ؟
وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿۱۱﴾ 11   او موږ څومره ډېرې ظالمې سيمي ورانې ويجاړې كړې او تر دوی روسته مو نور قومونه راوپنځول .
فَلَمَّا أَحَسُّوا بَأْسَنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَرْكُضُونَ ﴿۱۲﴾ 12 نو چې کله زموږ عذاب ورڅرګند شو، یو دم به یې تښتېدل ترې پیل کړل .
لَا تَرْكُضُوا وَارْجِعُوا إِلَى مَا أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَاكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ ﴿۱۳﴾ 13 (ورته وويل شول:) مه تښتئ،د ناز و نعمت ژوند او خپلو كورونو ته ورستانه شئ! ښايي (سوالګر راشي او) څه درنه وغواړي (او بې برخې یې ستانه كړئ ) !
قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۱۴﴾ 14   ويې ويل :((هاى زموږ بدمرغۍ! په رښتینه کې موږ ظالمان وو .))
فَمَا زَالَت تِّلْكَ دَعْوَاهُمْ حَتَّى جَعَلْنَاهُمْ حَصِيدًا خَامِدِينَ ﴿۱۵﴾ 15   نو دا چغې يې تردې وهلې،چې موږ د رېبلي (كښت) په څېر مړاوي كړل .
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ ﴿۱۶﴾ 16   موږ اسمان او ځمكه او څه یې چې ترمنځ دي،د لوبو له مخې پېدا كړي نه دي .
لَوْ أَرَدْنَا أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنَاهُ مِن لَّدُنَّا إِن كُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۱۷﴾ 17   كه موږ لوبې او ساتیري غوښتلاى (او) دا كار مو كولاى (؛نو) هرومرو له خپل لوري به مو يو څه غوره کړي واى ؛
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ 18   بلكې موږ پر باطل د حق ګوزار كوو،چې و یې ځپي نو په دې توګه باطل له منځه ځي؛خو افسوس درته چې (د خداى او د خلقت د موخو په باب د ناحقو) خبرې جوړوئ .
وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ ﴿۱۹﴾ 19   او په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي،د خداى دي او څوک [= پرښتې] چې له الله سره دي ،هېڅكله يې له عبادته سر نه غړوي او نه ستړې كېږي .
يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ ﴿۲۰﴾ 20 شپه او ورځ (بې ځنډه) د خداى پاكي وايي او نه سستېږي .
أَمِ اتَّخَذُوا آلِهَةً مِّنَ الْأَرْضِ هُمْ يُنشِرُونَ ﴿۲۱﴾ 21 يا ځمكني خدايان نمانځي،چې هغوى (مړي) راژوندي كوي؟
لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۲۲﴾ 22   كه په اسمان او ځمكه كې بې له “الله” نورخدايان هم واى؛ نو هرومرو به (د اسمان او ځمكې) د واړو(نظام) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى،چې مشرکان يې وايي!
لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ ﴿۲۳﴾ 23   “الله” د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛خو دوى (= انسانان) پوښتلېږي .
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَن مَّعِيَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۲۴﴾ 24   ايا د هغه پر ځای یې نور معبودان نیولي؟ ووايه :((دليل مو راوړئ،دا [د شرک نفې] زما د ملګرو خبره ده، او (هم) زما د مخکېنیو خبره ده.))؛خو ډېرى یې حق نه پېژني؛نو ځکه (ترې) مخ اړوونکي دي .
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ ﴿۲۵﴾ 25 او تر تا مخكې مو،چې هر استازی لېږلى؛ نو وحې مو ورته كړې چې : بې له ما معبود نشته؛ نو يوازې ما ونمانځئ .
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُونَ ﴿۲۶﴾ 26   او ويې ويل :(( لوراند (خداى ځان ته) اولاد نيولى دى)) هغه (له دې نيمګړتيا) پاك دى؛بلكې هغوى [= پرښتې] د خداى نازولي بندګان دي؛
لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ ﴿۲۷﴾    27   چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او (تل) يې امرعملي كوي .
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ ﴿۲۸﴾ 28   خداى یې له (نننيو او) سبانيو او تېر شويو كړنو خبر دى او[پرښتې] يوازې د هغه چا شفاعت كوي،چې خداى ترې خوښ وي (چې شفاعت يې وشي) او دوی یې له وېرې لړزېدونكي دي .
وَمَن يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِّن دُونِهِ فَذَلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۲۹﴾ 29 او چې څوك یې ووايي : ((زه یې پرځای خداى يم))؛نو جهنم يې سزا ده (هو مشرکو) ظالمانو ته دغسې سزا وركوو .
أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۰﴾ 30   ايا كافران نه پوهېږي،چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي ول بيا مو بېل كړل او له اوبو مو هر ژوى راپيدا كړ؛ نو ايا [دا پنځګري مو] نه مني؟
وَجَعَلْنَا فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۳۱﴾ 31   او په ځمکه کې مو درانه ولاړ غرونه وپنځول،چې هسې نه (ځمكه) پر دوى [= خلك] وخوځي او په هغې كې مو درې او ارتې لارې جوړې كړې،چې ښايي خپلې لارې ومومي.
وَجَعَلْنَا السَّمَاء سَقْفًا مَّحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ ﴿۳۲﴾ 32   او اسمان مو يو خوندي چهت جوړ كړ؛ خو دوى د خداى د نښو( له څېړنې) مخ اړوي .
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿۳۳﴾ 33   او (الله) هغه دى،چې شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ يې پيدا كړل،(چې) هر یو په یو ګرځندۍ کې لامبو وهي .
وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ أَفَإِن مِّتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ ﴿۳۴﴾ 34   او تر تا مخكې مو (په دنيا كې) کوم بشر ته همېشنى عمر وركړى نه دى (؛نو مرګ ته دې انتظار باسي؛) نو كه مړشوې؛ نو ایا دوى به تل ژوندي وي ؟
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿۳۵﴾ 35   هر ساکښ د مرګ (د خوند) څكونکى دى او تاسې په شر(بدۍ) او خير( نېكۍ) ازمېيو او په پاى كې يوازې زموږ لوري ته راګرځول کېږئ .
وَإِذَا رَآكَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَذَا الَّذِي يَذْكُرُ آلِهَتَكُمْ وَهُم بِذِكْرِ الرَّحْمَنِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۳۶﴾ 36   او چې کله دې دا كافران وويني؛ نو ملنډې درباندې وهي (او وايي:) ايا دا هماغه دى،چې خدايان مو (په بدۍ او سپکه) يادوي؟ حال دا چې دوی [پخپله] د لوراند (خداى) له ياده منكر دي .
خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ ﴿۳۷﴾ 37 (هو!) انسان تلواري پنځول شوى دى؛ ژر به خپلې نښې دروښيم؛ نو (په) بيړه (عذاب) را نه مه غواړئ .
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۸﴾ 38   او (کافران) وايي :((كه رښتيني ياست؛ دا ژمنه (قيامت) به كله وي ؟))
لَوْ يَعْلَمُ الَّذِينَ كَفَرُوا حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَن وُجُوهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَن ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۳۹﴾ 39   (خو) كه كافرانوهغه وخت انځورولای شو،چې خپل مخونه او شاګانې له اوره بچولای نشي او نه یې لاسنيوى كېږي (؛نو د قيامت په اړه يې دومره بېړه نه كوله) !
بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۴۰﴾ 40   بلکې (قيامت) ناڅاپي ورځي؛ نو حېرانوي يې،چې نه يې مخه نيواى شي او نه څه مهلت وركول كېږي .
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۴۱﴾ 41   (كه پر تا ملنډې وهي؛نو مه خپه كېږه) په يقين تر تا پر مخكېنيو پېغمبرانو (هم) ملنډې وهل شوې دي؛خو په پای کې ملنډې د ملنډو وهونکيو د غاړې هار شو .
قُلْ مَن يَكْلَؤُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمَنِ بَلْ هُمْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِم مُّعْرِضُونَ ﴿۴۲﴾ 42   ووايه :((څوك مو شپه او ورځ د لوراند خداى (له عذابه) ساتي؟!)) هو! دوى د خپل پالونكي له ياده زړه اړوي .
أَمْ لَهُمْ آلِهَةٌ تَمْنَعُهُم مِّن دُونِنَا لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنفُسِهِمْ وَلَا هُم مِّنَّا يُصْحَبُونَ ﴿۴۳﴾ 43   يا دوى داسې خدايان لري،چې له موږه يې وژغوري؟! (دا جوړ شوي خدايان ان) له ځان سره مرسته نشي كړاى (له نورو سره خو لا څه) او نه زموږ له لوري ورسره (ملاتړ او) ملګرتوب كېږي .
بَلْ مَتَّعْنَا هَؤُلَاء وَآبَاءهُمْ حَتَّى طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۴۴﴾ 44 حق دا دی موږ دوى او پلرونه يې (له نعمتونو) برخمن كړل،تردې چې عمرونه يې اوږده شول (او د غرور او سرغړنې لامل يې شو) ايا دوى نه ګوري،چې موږ تل په ځمكې پسې راځو او له څنډو (او اوسېدونكيو) يې راكموو؟! ايا نو دوى لاسبري دي (که موږ) ؟!
قُلْ إِنَّمَا أُنذِرُكُم بِالْوَحْيِ وَلَا يَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَاء إِذَا مَا يُنذَرُونَ ﴿۴۵﴾ 45   ووايه :(( زه مو يوازې په وحې وېروم))؛خو كاڼه،چې کله وېرول کېږي، خبره نه اوري .
وَلَئِن مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۴۶﴾ 46   او كه ستا د پالونكي د عذاب لږ څه تپ ورورسي؛نو چغې به يې پورته شي : ((چې های زموږ بده بخته! په رښتیا موږ ظالمان[مشرکان] وو.))
وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ ﴿۴۷﴾ 47 او موږ د قيامت پر ورځ د انصاف تلې ږدو؛ نو پر هېچا به په هېڅ ډول ظلم ونشي او كه (کړه وړه يې) د اوري دانې هومره وي، حساب ته یې راوړو او موږ پخپله حسابۍ ته بس يو .
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاء وَذِكْرًا لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۴۸﴾ 48     او په رښتيا موږ موسى او هارون ته فرقان [= له حقه د باطل بېلوونکى] وركړى و او(كتاب يې) متقیانو ته رڼا او نصحيت و .
الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ وَهُم مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ ﴿۴۹﴾    49 (متقیان) هغه كسان (دي) چې په پټه له خدايه وېرېږي او له قيامته په ډار كې وي .
وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ ﴿۵۰﴾ 50   او دا (قرآن) یو برکتي کتاب دی، چې درلېږلی مو دی، ایا ترې منکر یاست ؟
وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِه عَالِمِينَ ﴿۵۱﴾ 51   او په رښتيا موږ لا مخكې ابراهيم ته (اندیزه) وده وركړې وه او په (وړتيا) يې خبر وو .
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ ﴿۵۲﴾ 52   چې كله يې [په نیوکه] خپل پلار (ازر) او خپل قوم ته وويل :((دغه بې روح مجسمه څه دي،چې تل يې نمانځنې ته ټینګ ولاړ یاست؟!))
قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءنَا لَهَا عَابِدِينَ ﴿۵۳﴾ 53   هغوى وويل :(( پلرونه مو د دوی په نمانځنه موندلي دي .))
قَالَ لَقَدْ كُنتُمْ أَنتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۵۴﴾ 54 ويې ويل :(( په رښتيا چې تاسې بېلار‌ي ياست او پلرونه مو هم بېلارې وو!))
قَالُوا أَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ أَمْ أَنتَ مِنَ اللَّاعِبِينَ ﴿۵۵﴾ 55 هغوى وويل :(( ايا موږ ته دې کومه حق (خبره) راوړې او كه (هسې) ټوکې کوې؟ ))
قَالَ بَل رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَى ذَلِكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۵۶﴾ 56   (ابراهيم) وويل: (( (هو حق مې راوړى) پالونكى مو،هماغه د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى،چې دا يې پيدا كړي او زه پر دې (واقعيت) له شاهدانو ځنې يم .
وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ ﴿۵۷﴾ 57 او (په زړه کې يې وويل : )  قسم پر خداى،چې په نشتون کې به مو هرومرو ستاسې د بوتانو څه چاره وكړم! ))
فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ ﴿۵۸﴾ 58 او په پاى كې يې (په يوه مناسب فرصت كې) ټول بوتان ټوټې ټوټې كړل؛خو لوى بوت يې پرېښود، ښايي چې ورشي (او و يې پوښتي) .
قَالُوا مَن فَعَلَ هَذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۹﴾ 59 (بوت نمانځو) وويل : ((چا زموږ پر خدايانو دا (کار) كړى؛نو په رښتینه کې هغه له ظالمانو ځنې دى (او بايد سخته سزا وويني) ! ))
قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ ﴿۶۰﴾ 60   (ځينو) وويل :(( موږ له يوه زلمي چې ابراهيم يې بولي د بوتانو (د مخالفت په اړه) خبره اورېدلې وه .))
قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَى أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ ﴿۶۱﴾ 61   (ټولو) وويل : (( نو خلكو ته يې راولئ،چې دوی[یې پر ګناه] شاهدي ووايي .))
قَالُوا أَأَنتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ ﴿۶۲﴾    62 (ابراهيم يې،چې راووست؛نو) ويې ويل : (( ابراهيمه ! تا مو له خدايانو سره دا كار كړى دى؟))
قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ ﴿۶۳﴾ 63 (ابراهيم) وويل :(( بلكې دا كار دې لوى بوت كړى؛ نو كه خبرې كړاى شي، ويې پوښتئ .))
فَرَجَعُوا إِلَى أَنفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنتُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۶۴﴾    64 او(ددې خبرې په اورېدو) خپل وجدان ته وروګرځېدل او( په زړونو كې يې) وويل : ((په رښتینه کې تاسې پخپله ظالمان ياست .))
ثُمَّ نُكِسُوا عَلَى رُؤُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاء يَنطِقُونَ ﴿۶۵﴾ 65   بيا يې ځوړند سرونه نيولي ول (او د وجدان حكم يې بېخي هېر كړ او و يې وويل : )  ته خو پوهېږې،چې دوى خبرې نه كوي .
قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ ﴿۶۶﴾ 66 (ابراهيم) وويل :(( ايا د “الله” پر ځاى داسې څيزونه نمانځئ،چې نه ګټه دررسوي او نه زيان درنه تمبوي؟! (نه يې ګټې ته هيلمن ياست او نه يې له زيانه وېرېږئ!) .
أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ 67   افسوس پر تاسې او پرهغه څه چې د الله پر ځاى يې نمانځئ!ا يا فكر نه كوئ (او عقل نه كاروئ،چې د خپلو كړنو پر ناوړتيا او بدۍ وپوهېږئ)؟! ))
قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۶۸﴾ 68   (بوت نمانځو) وويل :((كه كوم كار كوئ (؛نو) و یې سوځوئ او د خپلو خدايانو ملاتړ وكړئ .))
قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ ﴿۶۹﴾ 69 ( په پاى كې يې په اور كې وغورځاوه؛خو موږ) وويل :(( اوره! پر ابراهيم سوړ او سلامت (او بې زيانه) شه .))
وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ ﴿۷۰﴾ 70   اوغوښتل يې ابراهيم په دې توګه له منځه يوسي؛خو موږ دوی پخپله سخت تاواني كړل (او پخپلو كړو كې بريالي نشول ) .
وَنَجَّيْنَاهُ وَلُوطًا إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا لِلْعَالَمِينَ ﴿۷۱﴾ 71 او هغه (ابراهيم) او لوط مو وژغورل او هغه هېواد (شام) ته مو وربوتلل،چې موږ پكې نړيوالو ته بركتونه ايښي وو .
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةً وَكُلًّا جَعَلْنَا صَالِحِينَ ﴿۷۲﴾ 72   او ابراهيم ته موږ پر اسحاق سربېره يعقوب (هم) ورکړ،چې دا ټول مو نېكان كړل .
وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ ﴿۷۳﴾ 73   او موږ هغوى لارښوونكي كړل،چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو او نمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه او يوازې زموږ نمانځونكي وو
وَلُوطًا آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَت تَّعْمَلُ الْخَبَائِثَ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ ﴿۷۴﴾ 74   او لوط (درياد كړه) چې حكم [حکمت او حکومت] او پوهه مو وركړې وه او له هغې سيمې مو وژغوره،چې (خلكو يې جنسي) ناوړه چارې كولې،په رښتيا چې هغوى بد (چاري) او سرغړاندي ول .
وَأَدْخَلْنَاهُ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۷۵﴾ 75   او هغه مو په خپل رحمت كې ننه ايست (؛ځكه) چې له صالحانو و .
وَنُوحًا إِذْ نَادَى مِن قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿۷۶﴾ 76   او نوح (درياد كړه) چې يې لا وړاندې غږ (راته) کړی و؛ نو موږ یې دعا قبوله كړه او دا او كورنۍ مو يې له ستر کړاوه وژغورله .
وَنَصَرْنَاهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۷۷﴾ 77   او د هغه قوم په مقابل كې یې مو مرسته وكړه،چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي ول(؛ځکه) چې هغوى بد چاري وو؛ نو ټول مو ډوب كړل .
وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ ﴿۷۸﴾ 78   او داوود او سليمان (درياد كړه) چې كله يې د هغه كښت په باب پرېكړه كوله،چې د شپې د خلكو بې شپونه رمه په كې څرېدلې وه (او خوړلې یې و) او موږ يې پر پرېكړه شاهد وو.
فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ وَكُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۷۹﴾ 79   نو سلېمان مو د پرېکړې پر دود وپوهاوه او دوى هر يوه ته مو د نياو (وړتيا) او پوهه وركړې وه او له داوود سره مو غرونه او الوتونكي اېل كړي ول،چې (ورسره يې د خداى) تسبيح ويله او دا ټول (كارونه) موږ وكړل .
وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ ﴿۸۰﴾ 80   او هغه ته مو ستاسې لپاره د زغرې جوړول ورزده کړي و،چې تاسې پخپلو جګړو كې (له ګوزارونو) وساتي؛نو ايا تاسې (د خداى ددې نعمتونو) منندوى ياست؟
وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ ﴿۸۱﴾ 81   او سلېمان ته مو توند باد [اېل كړى و]،چې په امر به يې د هغه هېواد لوري ته الوت،چې موږ پكې بركتونه ايښي وو او موږ پر هر څه پوه [او وسمن] يو.
وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَلِكَ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ ﴿۸۲﴾ 82   او همداراز يو شمېر شيطانانو(چې موږ ورته اېل كړي وو،په سيندو كې) غوپې ورته وهلې او بې له دې نورې چارې (هم) کولې او موږ دوى (د سليمان له امره له سرغړنې) ساتل .
وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۸۳﴾ 83   او ايوب (درياد كړه) چې كله يې خپل پالونكى وباله : (( چې زيان (رنځ اوبدني كړاو) رارسېدلى او ته تر هر لورينه خورا ښه لورين يې .))
فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ ﴿۸۴﴾ 84   موږ يې دعا قبوله كړه او ورپېښ رنځ مو ترې لرې كړ او د كورنۍ پر غړيو سربېره يې موږ همغومره نور هم ورسره وركړل (چې له لاسه يې ورکړي وو، چې) زموږ له لوري یو رحمت و او عبادت كوونكيو ته يو پند وي!
وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ ﴿۸۵﴾ 85   او اسماعيل او ادريس او ذوالكفل (درياد كړه) چې ټول زغمناک ول .
وَأَدْخَلْنَاهُمْ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُم مِّنَ الصَّالِحِينَ ﴿۸۶﴾ 86   او موږ هغوى په خپل رحمت كې ننايستل؛ځكه له صالحانو ځنې وو .
وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَن لَّا إِلَهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۸۷﴾ 87   او ذوالنون [کب والا،يونس] (درياد كړه) چې كله په غوسه (له خپل قومه) ولاړ او ګڼله یې،چې څه تنګسه به پرې نه ورولو؛(خو چې کب تېر کړ)؛نو تپو تيارو كې يې (راته) غږ كړ : (( (خدايه!) بې له تا نمانځوړ نشته،ته پاك يې! په رښتيا چې زه له ظالمانو ځنې وم .))
فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۸﴾ 88   نو موږ يې دعا قبوله كړه او له غمه مو وژغوره او مؤمنان همدغسې ژغورو .
وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَى رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ ﴿۸۹﴾ 89   او زكريا (درياد كړه) چې كله يې خپل پالونكى وباله (او ورته يې وويل:) ((پالونكيه! يوازې مې مه پرېږده (او تكړه زوى راكړه) او ډېر غوره پاتوړی خو ته پخپله يې . ))
فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ ﴿۹۰﴾ 90 او موږ يې دعا قبوله كړه او يحيى مو ورکړ او مېرمن مو يې (چې شنډه وه،دوه ځانۍ ته) چمتو كړه؛ ځكه دوى (داسې كورنۍ وه،چې) تل یې د نېكو چارو په كولو كې بيړه كوله او (د ثواب) په مینه او (له عذابه) په ویره یې بللو او یوازې موږ ته غاړه ایښوونکي ول !
وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ ﴿۹۱﴾ 91 او هغه (مريم نجلۍ درياده كړه)،چې ځان يې پاكلمنې وساتله؛ نو موږ پكې له خپل روح نه ورپو كړل او دا او زوى یې مو نړيوالو ته ستره نښه كړه .
إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ ﴿۹۲﴾ 92   دغه شریعت مو په حقیقت کې ایکي یو شریعت دی او زه مو پالونكى يم؛ نو ومې نمانځئ .
وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ ﴿۹۳﴾    93   او(ځينو ناپوهو لارويانو یې) په خپلو كې د خپل (دين) كار ټوټې ټوټې كړ؛خو (په پاى كې) ټول زموږ لوري ته راګرځي .
فَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ ﴿۹۴﴾    94   نو څوك چې څه له ښو چارو وكړي او مؤمن (هم) وي؛نو د هلوځلو بې قدري به يې ونشي او په حقيقت کې موږ يې د کړنو ليکوال يو.
وَحَرَامٌ عَلَى قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿۹۵﴾ 95   او د هغې سيمې پر خلکو (دنيا ته) راستنېدل حرام دي،چې هلاک کړي مو دي .
حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ ﴿۹۶﴾ 96 تر هغه چې د ياجوجو او ماجوجو(لار) پرانستل شي او له هرې هسكې په بيړه راكوزېږي .
وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَاخِصَةٌ أَبْصَارُ الَّذِينَ كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا بَلْ كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۹۷﴾ 97   او د حق ژمنه [= قيامت] چې رالنډه شي؛ نو یو دم به د كافرانو سترګې له ډاره ټېغې ووځي (وايي) پر موږ دې افسوس وي،چې له دې (ورځې) ناخبره وو موږ (بیخي) ظالمان وو!
إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمْ لَهَا وَارِدُونَ ﴿۹۸﴾ 98 په حقيقت كې تاسې او څه مو،چې د الله پر ځاى نمانځل،د جهنم سونګتوکي ياست او ټول هماغلته ورننوتونکي ياست .
لَوْ كَانَ هَؤُلَاء آلِهَةً مَّا وَرَدُوهَا وَكُلٌّ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۹۹﴾ 99 كه دوى (په رښتيا) خدايان واى؛نو جهنم ته به ننووتي نه وو او حال دا چې ټول پكې تلمېشت دي .
لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ ﴿۱۰۰﴾ 100   هلته به (غمجنې) چغې سورې وهې او هېڅ به پکې نه اوري .
إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَى أُوْلَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ ﴿۱۰۱﴾ 101 (خو) هغوى [= صالحو مؤمنانو] ته چې له مخكې زموږ ژمنه وركړه شوې ده،[له دوزخه] لرې ساتل كېږي .
لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنفُسُهُمْ خَالِدُونَ ﴿۱۰۲﴾ 102 دوى د دوزخ د اور غږ نه اوري او د خپل زړه غوښت په [جنت] کې به تلمېشتي وي .
لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۱۰۳﴾ 103   (هغه) ستره وېره یې نه غمجنوي او پرښتې ښه راغلاست ورته وايي (او ورته وايي : )    (( دا هماغه ورځ ده،چې (په دنيا کې) يې ژمنه درسره كېده .))
يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاء كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۱۰۴﴾ 104   پر هغه ورځ،چې موږ اسمان داسې راونغاړو؛لكه د لیکل شویو پاڼو رانغښتل،څنګه چې ړومبی ځل پنځونه مو پيل كړې وه،په هماغسې به بيا وكړو. دا پرموږ يوه ژمنه ده،چې موږ يې هرومرو كوونكى يو .
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ ﴿۱۰۵﴾ 105   او په حقيقت كې مو په “زبور” كې تر تورات روسته ليكلي دي :(( زما صالح بندګان به د ځمكې (د حكومت) پاتوړي شي.))
إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ ﴿۱۰۶﴾ 106   په رښتيا،چې په دې خبره كې خدای نمانځو ته پوره خبرتیا ده .
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۷﴾ 107   او ته مو نړيوالو ته يوازې رحمت لېږلى يې.
قُلْ إِنَّمَا يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿۱۰۸﴾ 108 ووايه : ((يوازېنۍ څيز،چې راته وحې كېږي،دادى چې معبود مو ايكي يو خداى دى؛نو ايا مسلمانېږئ( او له بوتپالنې رااوړئ) ))
فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ آذَنتُكُمْ عَلَى سَوَاء وَإِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ أَم بَعِيدٌ مَّا تُوعَدُونَ ﴿۱۰۹﴾ 109 نو كه (بيا) مخ واړوي؛ نو ورته ووايه : ما خپله خبره پوره درورسوله او نه پوهېږم، د (الهي عذاب) ژمنه،چې دركول كېږي، نژدې ده يا لرې؟
إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ ﴿۱۱۰﴾ 110   په حقيقت کې هغه په ښكاره خبرو هم پوهېږي او په هغه څه (هم) پوهېږي،چې تاسې يې پټوئ .
وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۱۱۱﴾ 111 او نه پوهېږم،ښايي دا (د عذاب ځنډېدل) درته ازمېښت وي او تر يوې ټاكلې مودې برخمنېدل .
قَالَ رَبِّ احْكُم بِالْحَقِّ وَرَبُّنَا الرَّحْمَنُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۱۲﴾ 112     (او پېغمبر) وويل :((پالونكيه !(ته پخپله) په حقه پرېكړه وكړه (او دې سرغړوونكيو ته سزا وركړه) او پالونكى مو لوراند (خداى) دى،چې ستاسې د (ناروا) ويناوو په مقابل كې مرسته ترې غوښتل کېداى شي .))

 

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!