جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه طسم ﴿۱﴾ طا، سين، ميم . (۱) تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ دا د څرګندوى كتاب آيتونه دي . (۲) لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ ښايي ته له دې امله خپل ځان (له ډېره غمه) بايلې،چې (مشركان) ايمان نه راوړي . […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه
طسم ﴿۱﴾ طا، سين، ميم . (۱)
تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ دا د څرګندوى كتاب آيتونه دي . (۲)
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ ښايي ته له دې امله خپل ځان (له ډېره غمه) بايلې،چې (مشركان) ايمان نه راوړي . (۳)
إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ ﴿۴﴾ كه وغواړو له اسمانه داسې معجزه ورباندې راکوزولاى شو،چې په عاجزۍ به خپلې غاړې ورته كېږدي . (۴)
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمَنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ ﴿۵﴾ او دوى ته چې د لوراند خداى له لوري هر نوى پند ورځي(؛نو) مخ ترې اړوي . (۵)
فَقَدْ كَذَّبُوا فَسَيَأْتِيهِمْ أَنبَاء مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۶﴾ په رښتيا مشرکانو [الهي آیتونه] دروغ وګڼل؛نو ژر به د هغه څه (سزا) خبر ورشي،چې ملنډې يې پرې وهلې! (۶)
أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الْأَرْضِ كَمْ أَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ ﴿۷﴾ او ايا ځمكې ته یې کتلي نه دي،چې موږ پكې څومره د ارزښتمنو بوټو ډولونه راټوكولي دي؟! (۷)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۸﴾ بېشكه په دې كې (د خداى پر شتون) هرومرو یوه څرګنده نښه ده؛خو ډېرى يې بې ايمانه دي . (۸)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۹﴾ او په حقيقت كې پالونكى دې هماغه ناماتى لورين دى . (۹)
وَإِذْ نَادَى رَبُّكَ مُوسَى أَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰﴾ او (درياد كړه) چې كله پالونكي دې موسى ته غږ وكړ، چې ظالم قوم ته ورشه؛ (۱۰)
قَوْمَ فِرْعَوْنَ أَلَا يَتَّقُونَ ﴿۱۱﴾ د فرعون قوم ته،دوى ولې (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه نه کوي؟! (۱۱)
قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ ﴿۱۲﴾ (موسى) وويل: ((پالونكيه! په حقيقت کې وېرېږم،چې ما به دروغجن وګڼي! (۱۲)
وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ ﴿۱۳﴾ او سينه مې تنګېږي او ژبه مې (هم) ښه روانه نه ده؛نو (زما ورور) هارون ته هم (د همکارۍ) پيغام ولېږه. (۱۳)
وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنبٌ فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ ﴿۱۴﴾ او (بلخوا) هغوى (د خپلې ګروهې له مخې) پر ما د يوې ګناه ادعا لري؛نو وېرېږم،چې و به مې وژني (او دا رسالت به تر پايه ونه رسي)! )) (۱۴)
قَالَ كَلَّا فَاذْهَبَا بِآيَاتِنَا إِنَّا مَعَكُم مُّسْتَمِعُونَ ﴿۱۵﴾ (خداى) وويل :(( داسې نه ده (هېڅ نشي كړاى)؛ دواړه (یې لارښوونې ته) زموږ له نښو سره ورشئ،په حقيقت کې موږ درسره يو (او خبرې مو) اورو. (۱۵)
فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ نو دواړه فرعون ته ورشئ او ورته ووايئ : ((چې په حقيقت کې موږ د نړۍ پال استازي يو؛ (۱۶)
أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۷﴾ (او پيغام يې دادى) چې بني اسراييل ( = د يعقوب اولاده) راسره ولېږه (دواړه فرعون ته ورغلل).)) (۱۷)
قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ ﴿۱۸﴾ (فرعون) وويل:(( ايا ته مو په وړوکتوب کې نه وې پاللى؟ او د خپل ژوند ډېر کلونه دې راسره تېر(نه) کړل؟ (۱۸)
وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۹﴾ او (په پاى كې) هغه کار دې وكړ(چې نه ښايي كړى دې واى او زموږ يو تن دې وواژه) او ته له ناشكرانو ځنې يې (او ښېګڼې هېروې)!)) (۱۹)
قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ ﴿۲۰﴾ (موسى) وويل:(( هغه وخت مې،چې هغه (کار) كړى و،زه له ناخبرو ځنې وم (نه پوهېدم،چې په سوک به هم څوک وژل کېږي). (۲۰)
فَفَرَرْتُ مِنكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۱﴾ نو چې درنه وډار شوم؛نو وتښتېدم؛خو پالونكي مې راته حكمت [= نبوت] او پوهه راكړه او له استازيو ځنې یې وګرځولم . (۲۱)
وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۲﴾ او(ایا) دا کومه لورنه ده،چې احسان يې راباندې ږدې، دا چې بني اسراييل دې مريان كړي دي؟!)) (۲۲)
قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۳﴾ فرعون وويل: ((او (دا) نړۍ پال لا څه دى؟!)) (۲۳)
قَالَ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إن كُنتُم مُّوقِنِينَ ﴿۲۴﴾ (موسى) وويل : ((كه په يقين يې منې (؛نو) د اسمانونو او ځمكې پالونكى او څه یې چې ترمنځ دي .)) (۲۴)
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُ أَلَا تَسْتَمِعُونَ ﴿۲۵﴾ (فرعون) خپلو شاوخوا خلكو ته وويل :((ايا نه اورئ (چې دا سړى څه وايي)؟!)) (۲۵)
قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۲۶﴾ (موسى بيا) وويل :(( ستاسې پالونكى او ستاسې د نيكونو پالونكى [هم] دى .)) (۲۶)
قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ ﴿۲۷﴾ (فرعون) وويل:(( په رښتيا چې درته رالېږل شوى استازى مو بیخي لېونى دى)) (۲۷)
قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲۸﴾ (موسى) وويل : ((كه عقلمن یاست(؛نو) د ختيځ او لويديځ او څه یې چې ترمنځ دي، (د ټولو) پالونكى دى.)) (۲۸)
قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ ﴿۲۹﴾ (فرعون په غوسه شو او) ويې ويل : ((قسم دى كه ته بې له ما معبود ونيسې (؛نو) هرومر به دې په (ځانګړو) زندانيانو کې شامل کړم (چې په زندانونو كې پراته ورستېږي)!)) (۲۹)
قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَيْءٍ مُّبِينٍ ﴿۳۰﴾ (موسى) وويل: ((ان كه يو څرګند شى (نښه) درته راوړم (؛نو بياهم ايمان نه راوړې او زنداني کوې مې)؟)) (۳۰)
قَالَ فَأْتِ بِهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۳۱﴾ (فرعون) وويل:((كه له رښتينو يې؛ نو را يې وړه!)) (۳۱)
فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ ﴿۳۲﴾ نو (په دې وخت كې) موسى خپله کونټۍ وغورځوله؛نو هغه یو دم يو ښكاره ښامارشو! (۳۲)
وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاء لِلنَّاظِرِينَ ﴿۳۳﴾ او [چې] خپل لاس يې (په ګرېوان كې ننايست او بيا يې) راوايست؛نو ناڅاپه هغه كتونكيو ته تك سپين و! (۳۳)
قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ ﴿۳۴﴾ فرعون خپلو خواوشا قومي مشرانو ته وويل : ((په رښتيا چې دا ډېر پوه كوډګر دى؛ (۳۴)
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ﴿۳۵﴾ غواړي پخپلو كوډو مو له خپل هېواده وباسي؛نو (مشوره او) نظر مو څه دى؟)) (۳۵)
قَالُوا أَرْجِهِ وَأَخَاهُ وَابْعَثْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ﴿۳۶﴾ هغوى وويل : ((دی او ورور يې ایسار کړه او ښارونو ته (د کوډګرو) راټولوونكي (جارچيان) ولېږه، (۳۶)
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ ﴿۳۷﴾ چې ټول پوه کوډګر درته راولي.)) (۳۷)
فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِيقَاتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ ﴿۳۸﴾ نو كوډګر د ټاكلې ورځې ژمنې ته راټول كړاى شول . (۳۸)
وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنتُم مُّجْتَمِعُونَ ﴿۳۹﴾ او خلكو ته وويل شول :(( ايا تاسې به (هم) راغونډېږئ؟ (۳۹)
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ إِن كَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ﴿۴۰﴾ په دې هيله كه كوډګران بريالي شي؛نو چې ټول يې لاروي شول .)). (۴۰)
فَلَمَّا جَاء السَّحَرَةُ قَالُوا لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ ﴿۴۱﴾ نو چې كله كوډګران راغلل،فرعون ته يې وويل :((كه موږ لاسبري شو(؛نو) انعام خو به راکوې ؟)) (۴۱)
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۴۲﴾ فرعون وويل : ((هو او بېشكه تاسې به په هغه وخت كې زما له نژدې كسانو ياست.)) (۴۲)
قَالَ لَهُم مُّوسَى أَلْقُوا مَا أَنتُم مُّلْقُونَ ﴿۴۳﴾ (ټاكلې ورځ راورسېده او ټول راغونډ شوي وو) موسى كوډګرو ته وويل:(( (د کوډو له وزلو) چې څه غورځولاى شئ (؛نو) ويې غورځوى! )) (۴۳)
فَأَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ ﴿۴۴﴾ نو(له واره یې) خپل پړي او کونټۍ وغورځولې او و يې ويل : ((د فرعون پر دبدبه قسم، چې همدا موږ لاسبري يو.))   (۴۴)
فَأَلْقَى مُوسَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ﴿۴۵﴾ خو چې موسى خپله کونټۍ وغورځوله نو یو دم (ښامار شو او) څه يې،چې په دروغو جوړ کړي وو، ښوى تېر کړل . (۴۵)
فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ ﴿۴۶﴾ نو سملاسي ټول كوډګران (الله ته) پر سجده پرېوتل . (۴۶)
قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۷﴾ (او) ويې ويل : ((پر نړۍ پال مو ايمان راووړ، (۴۷)
رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۴۸﴾ د موسى او هارون پالونكي .)) (۴۸)
قَالَ آمَنتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۹﴾ (فرعون) وويل :(( ايا زما له اجازې تر مخه مو پرې ايمان راووړ؟! په رښتيا چې همدې خو ستاسې هغه مشر دى،چې كوډې یې درښوولي دي (او دا يوه دسيسه ده)؛خو ژر به پوه شئ! زه مو هرومرو لاسونه او پښې ادل بدل پرې كوم او ټول به پر دار وځړوم!)) (۴۹)
قَالُوا لَا ضَيْرَ إِنَّا إِلَى رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ﴿۵۰﴾ هغوى ځواب وركړ:(( مهمه نه ده (څه چې دې له لاسه كېږه، و يي كړه؛ځكه) موږ د خپل پالونكي لوري ته ورتلونكي يو.   (۵۰)
إِنَّا نَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَايَانَا أَن كُنَّا أَوَّلَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۱﴾ په حقيقت کې هيلمن يو،چې پالونكى مو ګناهونه مو راوبښي؛ځكه (په دې حاضرينو كې) تر ټولو ړومبى مو ايمان راوړى دى .)) (۵۱)
وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ﴿۵۲﴾ او موسى ته مو وحې وكړه :((بندګان مې د شپې شپې (له مصره) وباسه[؛ځکه] چې څارل کېږئ .)) (۵۲)
فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ﴿۵۳﴾ نو فرعون (له دې پېښې خبر شو او) د لښكر برابرولو لپاره يې راټولوونكي (جارچيان) ښارونو ته ولېږل؛ (۵۳)
إِنَّ هَؤُلَاء لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ ﴿۵۴﴾ (او فرعون د موسى د يارانو په اړه وويل : ) دا يو ډېر كوچنى ټولګى دى؛ (۵۴)
وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَائِظُونَ ﴿۵۵﴾ او رښتيا موږ یې ډېر په غوسه كړي يو؛ (۵۵)
وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَاذِرُونَ ﴿۵۶﴾ او بېشكه موږ ټول (جګړې ته) چمتو او تيارسئ يو. (۵۶)
فَأَخْرَجْنَاهُم مِّن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۵۷﴾ (په پاى كې فرعونيانو ماتې وخوړه) او موږ هغوى له باغونو او چينو وشړل؛ (۵۷)
وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿۵۸﴾ او هم له خزانو او ښكليو ماڼيو. (۵۸)
كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۵۹﴾ (هو!) داسې مو وكړل او بني اسراييل مو د هغو[څیزونو] پاتوړي كړل . (۵۹)
فَأَتْبَعُوهُم مُّشْرِقِينَ ﴿۶۰﴾ نو هغوى د بني اسراييلو په څارلو پسې شول او لمرخاته مهال ورورسېدل (۶۰)
فَلَمَّا تَرَاءى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَى إِنَّا لَمُدْرَكُونَ ﴿۶۱﴾ نو چې كله دواړه ډلې سره مخ شوې (نو) د موسى يارانو وويل :(( موږ خو د فرعون په منګولو كې پرېوتو!)) (۶۱)
قَالَ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴿۶۲﴾ (موسى) وويل :((داسې نه ده! (؛ځکه) چې پالونكى مې مل دى، ژر به (د ژغورنې) لار وښيي .))   (۶۲)
فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ ﴿۶۳﴾ نو موسى ته مو وحې وكړه:((په خپلې کونټۍ دې سیند ووهه.)) ( دا كار یې وكړ)؛ نو سیند څېرې (او دولس ټوټې) شو او هر ټوټه يې لکه لوى غر! (۶۳)
وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ ﴿۶۴﴾ او هغه نور [= د فرعون لښكر] مو هم دغلته (سیند ته) رانژدې كړل؛ (۶۴)
وَأَنجَيْنَا مُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۶۵﴾ او موسى او ورسره ټول ملګري مو وژغورل؛ (۶۵)
ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ﴿۶۶﴾ بيا موږ هغه نور (ټول) ډوب كړل .   (۶۶)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۶۷﴾ په رښتيا چې په دې پېښه كې هرومرو د عبرت څرګنده نښه ده؛خو ډېرى يې ايمان راوړونكي نه ول(؛ځكه حق يې نه غوښت) . (۶۷)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۶۸﴾ او په رښتيا چې پالونكى دې لورین لاسبری دی . (۶۸)
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَاهِيمَ ﴿۶۹﴾ او د ابراهيم قيصه ورولوله، (۶۹)
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا تَعْبُدُونَ ﴿۷۰﴾ چې كله یې خپل (مورني) پلار (يا تره) او قوم ته وويل :(( (دا) څه نمانځئ؟)) (۷۰)
قَالُوا نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَاكِفِينَ ﴿۷۱﴾ ځواب يې وركړ:(( بوتان نمانځو او په چوپړ كې یې بوخت يو)) (۷۱)
قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ ﴿۷۲﴾ (ابراهيم) وويل : ((ايا چې كله (بوتان) بلئ (؛نو) غږ مو اوري؟! (۷۲)
أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ ﴿۷۳﴾ يا څه ګټه دررسوي او يا څه زيان درځنې تمبوي ؟)) (۷۳)
قَالُوا بَلْ وَجَدْنَا آبَاءنَا كَذَلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿۷۴﴾ (هغو) وويل : ((؛بلکې موږ ته همدا را پاتې ده،چې پلرونو مو همداسې کول .)) (۷۴)
قَالَ أَفَرَأَيْتُم مَّا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿۷۵﴾ (ابراهيم) وويل:(( پوهېږئ،چې څه نمانځئ ؟ (۷۵)
أَنتُمْ وَآبَاؤُكُمُ الْأَقْدَمُونَ ﴿۷۶﴾ تاسې او نېکونه مو؛ (۷۶)
فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّي إِلَّا رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۷۷﴾ نو په رښتینه کې هغوى (ټول) مې دښمنان دي (او زه یې دښمن يم)؛خو نړۍ پال (مې ملاتړ دى) ، (۷۷)
الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِينِ ﴿۷۸﴾ هماغه چې پيدا كړې یې یم او هماغه چې لارښوونه کوي ؛ (۷۸)
وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ ﴿۷۹﴾ او هغه چې خوراك څښاك راكوي؛ (۷۹)
وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴿۸۰﴾ او چې رنځور شم؛ نو هماغه مې رغوي؛ (۸۰)
وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِينِ ﴿۸۱﴾ او هغه چې مړكوي مې، بيا مې را ژوندى كوي؛ (۸۱)
وَالَّذِي أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ ﴿۸۲﴾ او هغه چې هيلمن يم،چې د جزا پر ورځ به مې ګناهونه راوبښي . (۸۲)
رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۸۳﴾ پالونكيه! څه حکمت راوبښه او له صالحينو سره مې يو ځاى كړه؛ (۸۳)
وَاجْعَل لِّي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ ﴿۸۴﴾ او په راتلونكيو(امتونو) كې رښتونى نومياليتوب را پر برخه کړه؛ (۸۴)
وَاجْعَلْنِي مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ ﴿۸۵﴾ او له نعمتونو د ډك جنت له پاتوړیو مې وګڼه؛ (۸۵)
وَاغْفِرْ لِأَبِي إِنَّهُ كَانَ مِنَ الضَّالِّينَ ﴿۸۶﴾ او(د مور) پلار يا [ تره مې] وبښه،چې هغه له بېلاريو ځنې و. (۸۶)
وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ ﴿۸۷﴾ او پر هغه ورځ مې مه شرموه،چې (خلك له قبرونو ژوندي) راپاڅول شي . (۸۷)
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ ﴿۸۸﴾ پر هغه ورځ،چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى . (۸۸)
إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿۸۹﴾ خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه خداى ته ورشي .)) (۸۹)
وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۹۰﴾ او (پر هغه ورځ به) جنت متقیانو ته ورنژدې كړاى شي؛ (۹۰)
وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ ﴿۹۱﴾ او دوزخ به بېلاريو ته ورښكاره كړاى شي؛ (۹۱)
وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿۹۲﴾ او ورته وويل شي : ((هغه معبودان مو چېرې دي،چې (د “الله” پر ځاى) مو نمانځل ؟ (۹۲)
مِن دُونِ اللَّهِ هَلْ يَنصُرُونَكُمْ أَوْ يَنتَصِرُونَ ﴿۹۳﴾ ايا بې له “الله” (معبودان) مرسته درسره کوي يا يې څوک مرستې ته راځي ؟!)) (۹۳)
فَكُبْكِبُوا فِيهَا هُمْ وَالْغَاوُونَ ﴿۹۴﴾ نو دوى (بوتان) او ټول بېلاري [خلك] پړمخ پکې ورغورځول كېږي .   (۹۴)
وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ ﴿۹۵﴾ او (همداراز) د ابليس ټول لښكر؛ (۹۵)
قَالُوا وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ ﴿۹۶﴾ په دوزخ کې به يو له بل سره شخړه كوي او وايي به : (۹۶)
تَاللَّهِ إِن كُنَّا لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۹۷﴾ ((پر خداى قسم! بېشكه چې موږ په ښكاره بېلارۍ کې وو. (۹۷)
إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۹۸﴾ چې تاسې [باطل معبودان] مو له نړۍ پال سره برابرولئ . (۹۸)
وَمَا أَضَلَّنَا إِلَّا الْمُجْرِمُونَ ﴿۹۹﴾ او موږ يوازې هماغو مجرمانو(مشرانو) بېلاري كړي يو. (۹۹)
فَمَا لَنَا مِن شَافِعِينَ ﴿۱۰۰﴾ نو (افسوس چې نن هېڅوك) زموږ سپارښتګر نشته (۱۰۰)
وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ او نه څوک خوږ ملګرى (چې زموږ په غم غمجن شي). (۱۰۱)
فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۲﴾ نو (كاشكې) يو ځل (دنيا ته) تللي واى؛نو ايمان به مو راوړى و!)) (۱۰۲)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ بېشكه (د ابراهيم) په دې (قيصه) كې یوه نښه (او عبرت) دى؛خو ډېرى يې ایمان نه راوړي . (۱۰۳)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۴﴾ او په رښتيا چې يوازې پالونكى دې لورین لاسبری دی . (۱۰۴)
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۰۵﴾ د نوح قوم (د خداى) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۰۵)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۰۶﴾ هغه وخت،چې یې ورور نوح ورته وويل :((ايا (له شرکه) ځان نه ساتئ؟  (۱۰۶)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۰۷﴾ په حقيقت کې زه درته يو امين استازى يم؛ (۱۰۷)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۰۸﴾ نو (ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ؛   (۱۰۸)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰۹﴾ او زه د دې بلنې بدله درځنې نه غواړم،زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى .   (۱۰۹)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۱۰﴾ نو (ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ))؛ (۱۱۰)
قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ ﴿۱۱۱﴾ وويل :((ايا پر تا ايمان راوړو او حال داچې خوار او پرېوتو خلکو دې لار منلې ده ؟!)) (۱۱۱)
قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۱۲﴾ (نوح) وويل :(( له كړنو يې خبر نه يم . (۱۱۲)
إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَى رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ ﴿۱۱۳﴾ كه پوهېږئ،د حالاتو ګروېګنه يوازې زما د پالونكي کار دى . (۱۱۳)
وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۴﴾ او زه د مؤمنانو شړونکى نه يم . (۱۱۴)
إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۱۱۵﴾ زه يوازې يو څرګند گواښگرندى يم .)) (۱۱۵)
قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ ﴿۱۱۶﴾ (دوی) وويل : ((نوحه! قسم دى كه (له دې خبرو) لاس وانخلې؛نو هرومرو به په تيږو وويشتل شې.)) (۱۱۶)
قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِي كَذَّبُونِ ﴿۱۱۷﴾ (نوح) وويل: ((پالونكيه! خپل قوم مې دروغجن وګڼلم . (۱۱۷)
فَافْتَحْ بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ فَتْحًا وَنَجِّنِي وَمَن مَّعِي مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۸﴾ نو زما او ترمنځ یې غوڅه پرېكړه وكړه او ما او مؤمن ملګري مې وژغوره .)) (۱۱۸)
فَأَنجَيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۱۱۹﴾ او (موږ) هغه او ورسره ملګري (له وزلو،انسانانو او څارويو) په يوې ډکې او درنې بېړۍ کې وژغورل .   (۱۱۹)
ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبَاقِينَ ﴿۱۲۰﴾ بيا روسته مو نور پاتې [خلك] ډوب كړل . (۱۲۰)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۲۱﴾ بېشكه په دې پېښه كې هرومرو یوه څرګنده نښه ده؛خو ډېرى یې ايمان راوړونكي نه ول . (۱۲۱)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۲۲﴾ او بېشكه چې پالونكى مو بريمن لورين دى . (۱۲۲)
كَذَّبَتْ عَادٌ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۲۳﴾ د عاد قوم (هم د خداى) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۲۳)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۲۴﴾ چې یې ورور هود ورته وويل : ((ايا (له شرکه) ځان نه ساتئ؟(۱۲۴)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۲۵﴾ په حقيت کې زه درته یو ډاډمن (امين) استازى يم؛ (۱۲۵)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۲۶﴾ نو (ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ؛ (۱۲۶)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۲۷﴾ او زه له تاسې ددې بلنې له امله څه بدله نه غواړم؛زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۲۷)
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُونَ ﴿۱۲۸﴾ ايا پر هره لوړه وداني جوړوئ،چې (پكې) په عبثياتو لاس پورې كړئ؟! (۱۲۸)
وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ ﴿۱۲۹﴾ او ټينګې ماڼۍ جوړوئ،په دې هيله چې په دنيا کې به تل ترتله پاتې شئ . (۱۲۹)
وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ ﴿۱۳۰﴾ او چې څوک مو په لاس درغى؛نو د ظالمانو چلن ورسره كوئ؛ (۱۳۰)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۳۱﴾ نو (ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۳۱)
وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُم بِمَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۳۲﴾ او د هغه خداى (له سرغړونې) ډډه وكړئ،چې ښه پوهېږئ،چې په څه ډول لورنې يې درسره كړي . (۱۳۲)
أَمَدَّكُم بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ ﴿۱۳۳﴾ خداى د څارويو او (تكړه) زامنو په (دركړې) مرسته درسره وكړه . (۱۳۳)
وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۳۴﴾ او (همداراز) د باغونو او چينو (لورنه یې درباندې وكړه). (۱۳۴)
إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۳۵﴾ (كه ناشكري وكړئ)؛نو پر تاسې د یوې لويې ورځې له عذابه ويرېږم!)) (۱۳۵)
قَالُوا سَوَاء عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ الْوَاعِظِينَ ﴿۱۳۶﴾ ورته یې وويل : (( (ځان خوشې مه ستړى كوه) پر موږ بې توپيره ده،چې نصيحت راته وكړې كه ونه كړې؛ (۱۳۶)
إِنْ هَذَا إِلَّا خُلُقُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳۷﴾ دا خو د پخوانيو (زوړ) خوى دى؛ (۱۳۷)
وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۱۳۸﴾ او موږ به (هېڅكله) پر عذاب اخته نشو.))   (۱۳۸)
فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۳۹﴾ نو دروغجن یې وګاڼه؛ نو هلاك مو كړل . بېشكه په دې كې هرومرو (پوهانو ته) یوه نښه (او عبرت) دى او ډېرى يې ايمان راوړونكي نه ول . (۱۳۹)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۴۰﴾ او په رښتيا چې پالونكى دې لورین بريمن دى . (۱۴۰)
كَذَّبَتْ ثَمُودُ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۴۱﴾ د ثمود قوم (د خداى) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۴۱)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۴۲﴾ هغه مهال،چې ورور يې صالح ورته وويل : ((ايا ځان ( له شرکه) نه ساتئ؟! (۱۴۲)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۴۳﴾ زه درته امين استازى يم؛   (۱۴۳)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۴۴﴾ نو (ځانونه مو) د خداى ( له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۴۴)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۴۵﴾ او زه له تاسې ددې بلنې څه بدله نه غواړم؛ زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۴۵)
أَتُتْرَكُونَ فِي مَا هَاهُنَا آمِنِينَ ﴿۱۴۶﴾ ايا څه چې دلته دي (؛نو) تاسې به پكې ډاډمن (اوسېدو ته) پرېښوول شئ؛ (۱۴۶)
فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۴۷﴾ په (دې) باغونو او چينو كې، (۱۴۷)
وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ ﴿۱۴۸﴾ په (دې) كښتونو او خرماوو كې،چې مېوه يې خوږه او رسېدلى ده؟! (۱۴۸)
وَتَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا فَارِهِينَ ﴿۱۴۹﴾ او له تيږو په غرونو کې په مهارت (او وياړ) ځان ته کورونه توږئ، (۱۴۹)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۵۰﴾ نو(ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۵۰)
وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۱۵۱﴾ او له بریده اوښتو [خلكو] امر مه منئ؛ (۱۵۱)
الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿۱۵۲﴾ دوى خو په ځمكه كې د سمونې پرځای فساد خپروي .))   (۱۵۲)
قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ﴿۱۵۳﴾ هغو ځواب وركړ: (( (صالحه!) پر تا كوډې شوي (او خپل عقل دې له لا سه وركړى دى .) (۱۵۳)
مَا أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا فَأْتِ بِآيَةٍ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۵۴﴾ ته خو يوازې زموږ په څېر يو بشر يې،كه ته له رښتينو ځنې يې؛ نو كومه نښه (او معجزه) راوړه!)) (۱۵۴)
قَالَ هَذِهِ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ ﴿۱۵۵﴾ (صالح) وويل : (( دا اوښه (يوه الهي نښه) ده. (د كلي له اوبو) يوه ورځ د هغې د څښلو ده او يوه ټاكلې ورځ ستاسې ده؛ (۱۵۵)
وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵۶﴾ او دې (اوښې) ته هېڅ زيان مه وررسوئ (؛كه نه) نو د یوی لوى ورځې عذاب به مو ونيسي!)) (۱۵۶)
فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا نَادِمِينَ ﴿۱۵۷﴾ نو اوښه يې ټپي كړه؛(او ويې وژله)؛نو (بيا له خپلو كړنو) پښېمانه شول (۱۵۷)
فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۵۸﴾ نو (الهي) عذاب راونيول؛بېشكه په دې (پېښه) كې یو عبرت دى؛خو ډېرى يې مؤمنان نه ول. (۱۵۸)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۵۹﴾ او په رښتيا پالونكى دې ناماتى لورين دى . (۱۵۹)
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۶۰﴾ د لوط قوم (د خداى) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۶۰)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۶۱﴾ هغه مهال،چې ورور يې لوط ورته وويل: ((ايا ځان (له شرکه) نه ساتئ؟ (۱۶۱)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۶۲﴾ زه درته امين استازى يم؛ (۱۶۲)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۶۳﴾ نو (ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۶۳)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۴﴾ او په دې (رسالت) زه له تاسې څه اجر نه غواړم زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۶۴)
أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۵﴾ ايا په خلكو كې يوازې له نارينه وو سره جنسي اړيكې ساتئ (ايا دا ناوړه او له شرمه ډك كار نه دى؟!) (۱۶۵)
وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ﴿۱۶۶﴾ او خپلې هغه مېرمنې پرېږدئ،چې پالونكي مو درپيدا كړي دي؟!؛بلكې تاسې تيري ګر خلك ياست!)) (۱۶۶)
قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ ﴿۱۶۷﴾ (هغوى) وويل : ((لوطه! كه (له دې خبرو) لاس وانخلې؛نو هرومرو به له شړليو ځنې شې (؛يعنې له دې ځايه به دې وشړو).)) (۱۶۷)
قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ ﴿۱۶۸﴾ (لوط) وويل : (( په حقيقت كې زه ستاسې د كړنو له سختو دښمنانو ځنې يم؛ (۱۶۸)
رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ ﴿۱۶۹﴾ پالونكيه! ما او زما كورنۍ له هغه څه وژغوره،چې دوى يې كوي .)) (۱۶۹)
فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۱۷۰﴾ نو موږ هغه او ټوله كورنۍ يې وژغورله؛ (۱۷۰)
إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ﴿۱۷۱﴾ خو بې له يوې بوډۍ،چې [په عذاب كې] په پاتې شونو كې وه . (۱۷۱)
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ﴿۱۷۲﴾ بيا موږ هغه نور هلاك كړل . (۱۷۲)
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا فَسَاء مَطَرُ الْمُنذَرِينَ ﴿۱۷۳﴾ او موږ (د كاڼو) یو باران پرې ووراوه؛ نو د گواښل شويو څه بد باران و؛ (۱۷۳)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۷۴﴾ بېشكه په دې (پېښه) كې هرومرو يو عبرت دى؛خو ډېرى يې ايمان راوړونكي نه ول . (۱۷۴)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۷۵﴾ او په رښتيا پالونكى مو ناماتى لورين دى . (۱۷۵)
كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۷۶﴾ د ايكه [= مدين ته نژدې يو ښار و] خلكو (د خداى) استازي دروغجن وګڼل . (۱۷۶)
إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۷۷﴾ هغه مهال،چې شعيب ورته وويل : (( ايا ځان (له شرکه) نه ساتئ؟ (۱۷۷)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۷۸﴾ بېشكه زه درته امين استازى يم؛ (۱۷۸)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۷۹﴾ نو (ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۷۹)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۸۰﴾ (په دې رسالت) له تاسې بدله نه غواړم،زما اجر خو يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۸۰)
أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ ﴿۱۸۱﴾ پيمانې پوره وركوئ او (په ډنډۍ وهلوكې نورو ته) له زيان وررسوونكيو مه ياست؛ (۱۸۱)
وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ﴿۱۸۲﴾ او په سمه تله تول كوئ؛ (۱۸۲)
وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۱۸۳﴾ او د خلكو څيزونه کم مه وركموئ او په ځمكه كې بدچاري مه خپروئ؛   (۱۸۳)
وَاتَّقُوا الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۸۴﴾ او د هغه (له سرغړونې) ډډه وكړئ،چې تاسې او مخكېني نسلونه يې پيدا كړي دي!)) (۱۸۴)
قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ﴿۱۸۵﴾ هغوى وويل :(( پر تا خو په رښتيا چې كوډې شوې دي؛ (۱۸۵)
وَمَا أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۱۸۶﴾ ته خو يوازې زموږ په څېر يو بشر يې او په رښتینه کې ګومان مو دادى،چې له دروغجنو ځنې يې؛ (۱۸۶)
فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۸۷﴾ كه ته له رښتينو ځنې يې؛نو پر موږ له اسمانه يوه ټوټه راوغورځوه .)) (۱۸۷)
قَالَ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸۸﴾ (شعيب) وويل : ((تاسې،چې څه كوئ پالونكى مې پرې ښه پوهېږي .)) (۱۸۸)
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۸۹﴾ په پاى كې يې دروغجن وګاڼه؛ نو د سيورې د ورځې [اورغورځې ورېځ] عذاب راونیول،په رښتيا چې هغه د یوې لويې (درنې) ورځې عذاب و. (۱۸۹)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۹۰﴾ بېشكه په دې پېښه كې هرومرو يو عبرت دى؛خو ډېرى يې مؤمنان نه ول . (۱۹۰)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۹۱﴾ او په حقيقت كې یوازې پالونكى دې لورین بريمن دى . (۱۹۱)
وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۹۲﴾ او په رښتيا دا (قرآن) د نړۍ پال (له لوري) نازل شوى دى . (۱۹۲)
نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ ﴿۱۹۳﴾ هغه روح الامين (جبرئيل) ستا پر (پاك) زړه نازل كړى دى؛ (۱۹۳)
عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ ﴿۱۹۴﴾ چې له گواښگرندو ځنې شې؛ (۱۹۴)
بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِينٍ ﴿۱۹۵﴾ (هغه يې) په رڼه او څرگنده عربي ژبه (نازل كړى دى)؛ (۱۹۵)
وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۹۶﴾ او هرومرو (خبر) يې د مخکېنيو خلكو په كتابونو كې (هم) شته (۱۹۶)
أَوَلَمْ يَكُن لَّهُمْ آيَةً أَن يَعْلَمَهُ عُلَمَاء بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۹۷﴾ ايا همدا یوه نښه ورته بس نه ده،چې د بني اسراييل عالمان يې (له پخوا) پېژني ؟! (۱۹۷)
وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَى بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ ﴿۱۹۸﴾ او كه دا مو پر ځينو عجمو [= ناعربو] نازل كړى واى، (۱۹۸)
فَقَرَأَهُ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۹۹﴾ او دا يې ورلوستى واى؛ ايمان يې پرې نه راووړ. (۱۹۹)
كَذَلِكَ سَلَكْنَاهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۲۰۰﴾ (هو!) په دې توګه موږ د ګناهګارانو په زړونو كې (انكار) نناېستى دى، (۲۰۰)
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۲۰۱﴾ چې د دردناك عذاب تر ليدو ايمان پرې نه راوړي . (۲۰۱)
فَيَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۰۲﴾ نو (عذاب) به ناڅاپه او په ناخبرۍ كې ورباندې ورشي؛ (۲۰۲)
فَيَقُولُوا هَلْ نَحْنُ مُنظَرُونَ ﴿۲۰۳﴾ نو (بيا به) وايي: ((ايا مهلت به راكړ شي؟!)) (۲۰۳)
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿۲۰۴﴾ ايا په بيړه زموږ عذاب غواړي ؟! (۲۰۴)
أَفَرَأَيْتَ إِن مَّتَّعْنَاهُمْ سِنِينَ ﴿۲۰۵﴾ خو نه پوهېږې،كه بيا یې هم په كلوكلو (له دنيوي ژونده) برخمن كړو. (۲۰۵)
ثُمَّ جَاءهُم مَّا كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۲۰۶﴾ بيا به ورته وعده کړاى شوى عذاب راشي، (۲۰۶)
مَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يُمَتَّعُونَ ﴿۲۰۷﴾ (نو) دا ګټه او له دنيوي ژونده برخمنېدل به ورګټور نه وي (او عذاب نشي ترې لرې كولاى)؟ (۲۰۷)
وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ ﴿۲۰۸﴾  او موږ هېڅ ښار او كلى هسې هلاک کړی نه دی خو دا چې گواښگرندي یې درلودل ؛ (۲۰۸)
ذِكْرَى وَمَا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۲۰۹﴾ چې نصحيت ورته وكړي؛ځكه موږ ظالمان نه يو!(چې بې دليله چا ته سزا وركړو) (۲۰۹)
وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ ﴿۲۱۰﴾ او (هېڅكله) دا آيتونه، شيطانانو او پيريانو راوړي نه دي ؛ (۲۱۰)
وَمَا يَنبَغِي لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۲۱۱﴾ هغوى ددې وړ نه دي او نه يې وس لري (چې وحې وكړي). (۲۱۱)
إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ ﴿۲۱۲﴾ (ځکه چې) هغوى د(وحې) له اورېدو منع شوي دي . (۲۱۲)
فَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ ﴿۲۱۳﴾ نو (پېغمبره!) له الله سره كوم بل معبود مه رابله؛كه نه نو ته به هم له سزا ګالونکيو ځنې شې . (۲۱۳)
وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ ﴿۲۱۴﴾ او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه . (۲۱۴)
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۱۵﴾ او مؤمنانو ته خپل وزر ټيټ کړه،چې ستا لاروي کوي(او په نرمۍ ورسره چلېږه). (۲۱۵)
فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۱۶﴾ نو كه له تا یې سرغړونه وکړه،ورته ووايه : (( په حقيقت کې څه چې کوئ،په اړه يې ژمن نه يم )) (۲۱۶)
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ﴿۲۱۷﴾ او پر بريمن (او) لورين (خداى) بروسه وكړه؛ (۲۱۷)
الَّذِي يَرَاكَ حِينَ تَقُومُ ﴿۲۱۸﴾ هغه چې (عبادت ته) د پاڅېدو پر وخت دې ګوري؛ (۲۱۸)
وَتَقَلُّبَكَ فِي السَّاجِدِينَ ﴿۲۱۹﴾ او (هم) په سجده كوونكيو كې ستا (د حالاتو) بدلون (ويني)؛ (۲۱۹)
إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۲۲۰﴾ (ځکه) چې يوازې هغه پوه اورېدونكى دى . (۲۲۰)
هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَى مَن تَنَزَّلُ الشَّيَاطِينُ ﴿۲۲۱﴾ ايا خبر مو كړم،چې شيطانان پر چا وركوزېږي؟! (۲۲۱)
تَنَزَّلُ عَلَى كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ ﴿۲۲۲﴾ [هغوی] پر هر ډېر دروغجن ګناهګار ورکوزېږي؛ (۲۲۲)
يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ ﴿۲۲۳﴾ اورېدلې خبرې یو بل ته وايي او ډېرى يې دروغجن دي . (۲۲۳)
وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ﴿۲۲۴﴾ (د اسلام پېغمبر شاعر نه دى؛ځکه) شاعران هغه دي،چې لار ورکي ورپسي روان وي . (۲۲۴)
أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ﴿۲۲۵﴾ ايا نه وينې،چې دوى (شاعران) په هر ناو كې لالهانده وي . (۲۲۵)
وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿۲۲۶﴾ او دوى هغه څه وايي،چې پخپله يې نه كوي؛ (۲۲۶)
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ ﴿۲۲۷﴾ خو هغوى چې ايمان يې راوړى او ښې چارې يې كړي او “الله” ډېر يادوي او چې كله تېری پرې وشي؛نو د ځان (او مؤمنانو) دفاع ته راپاڅي (او په دې لار كې له شعره هم كار اخلي)؛او ظالمان به ژر پوه شي،چې كوم ځاى ته ورګرځي . (۲۲۷)

 

    برچسب ها:
×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!