تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ صحیفه سجادیه (دوه پنځوسمه دعا) د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه (دوه پنځوسمه دعا) وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ فِي الْإِلْحَاحِ عَلَى اللّهِ تَعَالَى يَا اللّهُ الّذِي لَا يَخْفَى عَلَيْهِ شَيْ‏ءٌ فِي الْأَرْضِ وَ لَا فِي السّمَاءِ، وَ كَيْفَ يَخْفَى عَلَيْكَ يَا إِلَهِي مَا أَنْتَ خَلَقْتَهُ، وَ كَيْفَ لَا تُحْصِي مَا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

صحیفه سجادیه

(دوه پنځوسمه دعا)

د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه

(دوه پنځوسمه دعا)

وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ فِي الْإِلْحَاحِ عَلَى اللّهِ تَعَالَى

يَا اللّهُ الّذِي لَا يَخْفَى عَلَيْهِ شَيْ‏ءٌ فِي الْأَرْضِ وَ لَا فِي السّمَاءِ، وَ كَيْفَ يَخْفَى عَلَيْكَ يَا إِلَهِي مَا أَنْتَ خَلَقْتَهُ، وَ كَيْفَ لَا تُحْصِي مَا أَنْتَ صَنَعْتَهُ، أَوْ كَيْفَ يَغِيبُ عَنْكَ مَا أَنْتَ تُدَبّرُهُ، أَوْ كَيْفَ يَسْتَطِيعُ أَنْ يَهْرُبَ مِنْكَ مَنْ لَا حَيَاةَ لَهُ إِلّا بِرِزْقِكَ، أَوْ كَيْفَ يَنْجُو مِنْكَ مَنْ لَا مَذْهَبَ لَهُ فِي غيْرِ مُلْكِكَ.
سُبْحَانَكَ أَخْشَى خَلْقِكَ لَكَ أَعْلَمُهُمْ بِكَ، وَ أَخْضَعُهُمْ لَكَ أَعْمَلُهُمْ بِطَاعَتِكَ، وَ أَهْوَنُهُمْ عَلَيْكَ مَنْ أَنْتَ تَرْزُقُهُ وَ هُوَ يَعْبُدُ غَيْرَكَ‏ سُبْحَانَكَ لَا يَنْقُصُ سُلْطَانَكَ مَنْ أَشْرَكَ بِكَ، وَ كَذّبَ رُسُلَكَ، وَ لَيْسَ يَسْتَطِيعُ مَنْ كَرِهَ قَضَاءَكَ أَنْ يَرُدّ أَمْرَكَ، وَ لَا يَمْتَنِعُ مِنْكَ مَنْ كَذّبَ بِقُدْرَتِكَ، وَ لَا يَفُوتُكَ مَنْ عَبَدَ غَيْرَكَ، وَ لَا يُعَمّرُ فِي الدّنْيَا مَنْ كَرِهَ لِقَاءَكَ.
سُبْحَانَكَ مَا أَعْظَمَ شَأْنَكَ، وَ أَقْهَرَ سُلْطَانَكَ، وَ أَشَدّ قُوّتَكَ، وَ أَنْفَذَ أَمْرَكَ‏ سُبْحَانَكَ قَضَيْتَ عَلَى جَمِيعِ خَلْقِكَ الْمَوْتَ مَنْ وَحّدَكَ وَ مَنْ كَفَرَ بِكَ، وَ كُلّ‏ٌ ذَائِقُ الْمَوْتِ، وَ كُلّ‏ٌ صَائِرٌ إِلَيْكَ، فَتَبَارَكْتَ وَ تَعَالَيْتَ لَا إِلَهَ إِلّا أَنْتَ وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ.
آمَنْتُ بِكَ، وَ صَدّقْتُ رُسُلَكَ، وَ قَبِلْتُ كِتَابَكَ، وَ كَفَرْتُ بِكُلّ مَعْبُودٍ غَيْرِكَ، وَ بَرِئْتُ مِمّنْ عَبَدَ سِوَاكَ.
اللّهُمّ إِنّي أُصْبِحُ وَ أُمْسِي مُسْتَقِلّا لِعَمَلِي، مُعْتَرِفاً بِذَنْبِي، مُقِرّاً بِخَطَايَايَ، أَنَا بِإِسْرَافِي عَلَى نَفْسِي ذَلِيلٌ، عَمَلِي أَهْلَكَنِي، وَ هَوَايَ أَرْدَانِي، وَ شَهَوَاتِي حَرَمَتْنِي.
فَأَسْأَلُكَ يَا مَوْلَايَ سُؤَالَ مَنْ نَفْسُهُ لَاهِيَةٌ لِطُولِ أَمَلِهِ، وَ بَدَنُهُ غَافِلٌ لِسُكُونِ عُرُوقِهِ، وَ قَلْبُهُ مَفْتُونٌ بِكَثْرَةِ النّعَمِ عَلَيْهِ، وَ فِكْرُهُ قَلِيلٌ لِمَا هُوَ صَائِرٌ إِلَيْهِ.
سُؤَالَ مَنْ قَدْ غَلَبَ عَلَيْهِ الْأَمَلُ، وَ فَتَنَهُ الْهَوَى، وَ اسْتَمْكَنَتْ مِنْهُ الدّنْيَا، وَ أَظَلّهُ الْأَجَلُ، سُؤَالَ مَنِ اسْتَكْثَرَ ذُنُوبَهُ، وَ اعْتَرَفَ بِخَطِيئَتِهِ، سُؤَالَ مَنْ لَا رَبّ لَهُ غَيْرُكَ، وَ لَا وَلِيّ لَهُ دُونَكَ، وَ لَا مُنْقِذَ لَهُ مِنْكَ، وَ لَا مَلْجَأَ لَهُ مِنْكَ، إِلّا إِلَيْكَ.
إِلَهِي أَسْأَلُكَ بِحَقّكَ الْوَاجِبِ عَلَى جَمِيعِ خَلْقِكَ، وَ بِاسْمِكَ الْعَظِيمِ الّذِي أَمَرْتَ رَسُولَكَ أَنْ يُسَبّحَكَ بِهِ، وَ بِجَلَالِ وَجْهِكَ الْكَرِيمِ، الّذِي لَا يَبْلَى وَ لَا يَتَغَيّرُ، وَ لَا يَحُولُ وَ لَا يَفْنَى، أَنْ تُصَلّيَ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِ مُحَمّدٍ، وَ أَنْ تُغْنِيَنِي عَنْ كُلّ شَيْ‏ءٍ بِعِبَادَتِكَ، وَ أَنْ تُسَلّيَ نَفْسِي عَنِ الدّنْيَا بِمَخَافَتِكَ، وَ أَنْ تُثْنِيَنِي بِالْكَثِيرِ مِنْ كَرَامَتِكَ بِرَحْمَتِكَ.
فَإِلَيْكَ أَفِرّ، و مِنْكَ أَخَافُ، وَ بِكَ أَسْتَغِيثُ، وَ إِيّاكَ أَرْجُو، وَ لَكَ أَدْعُو، وَ إِلَيْكَ أَلْجَأُ، وَ بِكَ أَثِقُ، وَ إِيّاكَ أَسْتَعِينُ، وَ بِكَ أُومِنُ، وَ عَلَيْكَ أَتَوَكّلُ، وَ عَلَى جُودِكَ وَ كَرَمِكَ أَتّكِلُ.

له پالونکي په غوښتنه کې ټینګار

ای هغه خدایه، چې په ځمکه او آسمانونو کې هېڅ څه هم درځنې پټ نه دي او څنګه به درځنې پټ وي. ای زما خدایه! حال داچې په خپله یې پنځګر یې او څنګه به یې په شمېر نه پوهېږې، حال داچې په خپله دې بڼه ورکړې او څنګه به درځنې پټ وي، حال داچې په خپله دې تدبیر کړي او یا څنګه به هغه درځنې وتښتي، چې ژوند یې ستا په روزۍ پورې تړاو لري او یا څوک به درځنې څنګه خلاص شي، حال داچې بې ستا له ملکه بله لاره چاره نه لري.

سپېڅلی یې ته! پوه بنده دې هغه دی، چې په زړه کې درځنې ډېره وېره ولري او له بندګانو دې تر ټولو ماتمخې هغه دی، چې ستا پر احکامو ښه عمل کوونکی وي او په نزد دې هغه خورا بدمرغه دی، چې روزي ته ورکوې؛ خو بندګي بې له تا د بل کوي.

سپېڅلی یې ته! هغه چې شریکباڼي درته توږي او استازي دې دروغجنوي؛ نو له سلطنته دې څه نشي کمولای او هغه چې ستا له پرېکنده حکمه کرکجن دی، حکم دې ردولای نشي او هغه چې ځواک دې دروغجنوي، ځان درنه ساتلای نشي او هغه چې بې تا له د بل عبادت کوي، ستا د واک له ولکې وتای نشي او هغه چې په قیامت کې دې لیدنه نه خوښوي، اوږد عمر به و نه کړي.

سپېڅلی یې ته! څومره ستر برمیال یې ته. واک دې پرېکنده، ځواک دې پیاوړی او حکم دې چلي.

سپېڅلی یې ته! د مرګ پرېکنده حکم دې ټولو مخلوقاتو ته اراده کړی دی، که دې ایکي یو ګڼي او که کافر وي؛ ټول به د مرګ خوند څکي او ګرد سره ټول به در درومي؛ نو ته تلپاتې او غوره یې او بې له تا بل خدای نشته. ته ایکي یو یې او شریک به درته نه وي.

ایمان مې درباندې راووړ، ستا استازي مې رښتین وګڼل، ستا کتاب مې ومانه او بې له تا پر بل هر خدای کافر شوم او له هر هغه کرکجن شوم، چې بې له تا یې ونمانځه.

پالونکیه! سهار، ماښاموم، حال داچې کړنې مې لږې دي، پر ګناهونو مې معترف یم او تېروتنې مې منم. خدایه! پر خپل ځان د کړي ظلمونو له لامله ذلیل یم، چارو مې پوپناه کړی یم، ځاني غوښتنو مې قابو کړی یم او شهوتونو مې بې برخې کړی یم.

نوی ای زما باداره، غواړم یې درځنې، د هغه چا د غوښتو په څېر، چې ځاني غوښتنو یې بې برخې کړی او بدن یې د اخرت نړۍ ته د بې توپیرۍ له لامله، غافل پاتې دی او زړه یې د هغو ډېرو نعمتونو له لامله، چې تا ورکړي، په فتنه ککړ شوی او اند یې په درستنېدو کې پاتې راغلی دی.

د هغه چا د غوښتو په څېر، چې هیلې ورلاسبرې شوي او ځاني غوښتنو راښکېل کړی او دنیا بندیوان کړی او د مرګ تر سیوري لاندې دی.

د هغه چا د غوښتو په څېر، چې ګناوې یې ډېرې او پر خپلو تېروتنو معترف دی. د هغه چا د غوښتنو په څېر، چې بې له تا بل پالونکی نه لري او بې له تا بل روزونکی ورته نشته او بې ستا پر لور له ورستنېدا یې څوک له تا خلاصولای نشي او نه یې پناه شته.

زما خدایه! د خپل حق په پار دې، چې پر ټولو موجوداتو واجب دی او د سترې نامې په پار دې، چې استازیو ته دې حکم ورکړی، چې په هغې نامې دې یاد او تسبیح دې وکړي او د خپل ستر ذات په پار دې، چې نه ورستېږي او نه بدلون مومي او بدلون او ورکاوی نه مني، درځنې غواړم، چې پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او د خپلې بندګۍ په پار مې دې له هر څه مړه خوا کړې او له تا څخه د وېرې په پار مې د دنیا له دوستۍ وساتې او په خپل پراخه کرامت او لورنه کې مې راونغاړې.

خدایه! پر لور دې درځغلم، درځنې وېرېږم، له تا مرسته غواړم، درهیلمن یم، تا رابولم، پناه دروړم، پر تا ډاډمن یم، یوازې له تا مرسته غواړم، پر تا ایمان لرم او پر سخاوت او کرم دې توکل کوم.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست