تبلیغات

له حسنينو سره د پېغمبراكرم(ص) مينه پېغمبراكرم د حضرت فاطمې كور ته ولاړ.حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه ويده ول. “امام حسن”ژړل او وږى و. پېغمبر اكرم،چې دا حالت وليد؛و يې نه غوښتل،راويښ يې كړي .په انګړ كې ولاړه مېږه يې ورو ولوشله او “امام حسن”ته يې شيدې وركړې . حضرت “اسامه بن زيد بن […]

له حسنينو سره د پېغمبراكرم(ص) مينه

پېغمبراكرم د حضرت فاطمې كور ته ولاړ.حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه ويده ول. “امام حسن”ژړل او وږى و. پېغمبر اكرم،چې دا حالت وليد؛و يې نه غوښتل،راويښ يې كړي .په انګړ كې ولاړه مېږه يې ورو ولوشله او “امام حسن”ته يې شيدې وركړې .

حضرت “اسامه بن زيد بن حارثه” وايي: (( يوه ورځ د رسول الله كور ته ولاړم ور مې وواهه، پېغمبر اكرم راووت،راسره يې خبرې كولې، ومې ليدل،چې د رسول الله د چپنې (عبا) شا ته “امام حسن”او “امام حسين “(رضي الله عنهما) پټ ول. رسول الله په خوشحالۍ را ته وويل”دا دواړه مې اولاد دى او د لور زامن مې دي . لويه خدايه! زه ورسره مينه كوم؛ ته هم ورسره مينه ولره او څوك چې ورسره مينه لري هم مينه ورسره ولره.[1]“))

پېغمبر اكرم په جومات كې جمع وركوله او سجده يې اوږده شوه؛ اصحابو كرامو داسې فكر وكړ،چې څه پېښ شوي او يا پر پېغمبر اكرم وحې نازله شوې؛خو پېغمبر اكرم تر لمانځه وروسته وويل : (( په كور كې “حسين” زما پر اوږو او شا سپرېږي؛نو چې سجدې ته ولاړم د عادت له مخې،زما پر اوږو سپور شو،و مې نه غوښتل وارخطا شي؛صبر مې وكړ،چې په خپله كوز شي؛ځكه مې سجده اوږده كړه.[2]))

پېغمبر اكرم به چې له كوره ووت، دواړه لمسي يې له ځان سره وړل . يوه ورځ پر ممبر ناست و او خلكو ته يې وينا كوله او “امام حسن”او “امام حسين “د جومات په انګړ كې لوبې كولې،چې راوغورځېدل او بېرته جګ شول او نګوښي (ګوډ ګوډ) روان ول. د رسول اکرم چې ورته پام شو،خبرې يې پرېښووې،په منډه يې ځان ورورساوه او په غېږ كې يې واخستل، ښکل يې كړل، ممبر ته يې راوستل او له ځان سره يې كېنول او خلكو ته يې وويل : (( زما لمسي نګوښي روان ول؛ نو زړه مې صبر و نه كړ،ورغلم او دلته مې له ځان سره كېنول .[3]))

 د فاطمة الزهرا عبادت

د “امام حسين “له لمسي امام “محمد باقر” څخه روايت دى: (( خداى فاطمه په علم او پوهې له بدۍ او فساده پاكه كړې ده.[4]))

“امام حسن”وايي : (( مور مې فاطمه د جمعې پر شپه تر سبا پر عبادت بوخته وه؛ وا مې ورېدل، چې ټولو مؤمنانو ته دعا كوي؛خو ځان ته يې دعا ونه کړه.ورته مې وويل:مور جانې ولې ځان ته دعا نه كوې؟ راته يې وويل :”لومړى ګاونډي او بيا ځان دى .[5]“))

حضرت “حسن بصري” وايي: (( فاطمې به دومره عبادت كاوه،چې پښې به يې تڼاكې شوې.[6]))

له حضرت “سلم بنت عميس” روايت دى: (( يوه ورځ پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته ولاړ؛ نو “امام حسن”او “امام حسين “په كور كې نه ول،حضرت فاطمې ورته وويل :” په كور كې د خوړو څه نه وو،علي بهر ته؛نو حسن او حسين يې هم له ځان سره بوتلل او راته يې وويل:ځكه يې وړم چې ونه ژاړي او خواړه ونه غواړي .”پېغمبر اكرم د حضرت علي په لټه كې له كوره راووت،علي يې د يوه يهودي د کجورو په باغو كې وليد،چې ونې خړوبوي،”امام حسن”او “امام حسين “لوبې كولې او لږې کجورې هم ورسره وى،حضرت علي ته يې وويل:” حسن او حسين له تيارې نه مخکې كور ته نه وړې؟” راته يې وويل :”رسول الله! له كوره،چې راوتم؛ نو په كور كې خواړه نه وو،څه ځنډ به وکړم،چې لږې کجورې فاطمې ته يوسم،له يهودي سره مې ژمنه كړې،چې د هرې ونې اوبه كولو راته يوه کجوره راكړي”؛نو چې څه كجورې برابرې شوې، د “امام حسن”او “امام حسين “په لمن كې يې واچولې ا و كور ته راستون شو.[7]))

پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته ورغى او پر غاړه يې غاړكۍ وليده،په ليدو يې خپه شو، فاطمې غاړكۍ پېغمبر اكرم ته وركړه، پېغمبر اكرم وويل: (( فاطمې جانې! ته زما يې.))

بيا يو بېوزلى راغى او پېغمبر اكرم ورته غاړه كۍ وركړه او ورته يې وويل: (( څوك چې زموږ وينه تويه كړي او څوك مې كورنۍ ازار كړي؛ نو خداى به پرې غضب نازل كړي.[8]))

پېغمبر اكرم “امام حسن” ښکلاوه. پردې مهال “اقرع بن حاصين” وويل: (( زه لس اولادونه لرم، تر اوسه مې يو هم لا نه دى ښکل كړى.))

پېغمبر اکرم پر غوسه وويل : (( كه خداى ستا له زړه مينه اخستې؛ نو زه څه وكړم. څوک چې پر كوچنيانو و نه لورېږي، له موږه نه دی .[9]))

بله ورځ رسول الله د حضرت فاطمې له كوره تېرېده؛نو “امام حسين “ژړل،ژړا يې چې واورېده؛نو فاطمې ته يې وويل: (( نه پوهېږې،چې د حسين ژړا مې ځوروي .[10]))

حضرت “ابوهريره” (رض) روايتوي: ((يوه ورځ رسول اکرم “امام حسين “او “امام حسن”پر اوږو سپاره كړي ول؛كله يې “امام حسن” ښکلاوه او كله يې امام حسين. يوه سړي ورته وويل:” رسول الله (ص)! ورسره مينه لرې؟” پېغمبر اكرم وويل :”څوك يې،چې دښمن وي ؛ نو زما به هم دښمن وي.”[11]))

   رسول اكرم”امام حسن”او “امام حسين” د ګل په څېر بويول . حضرت ابوبكر(رض) روايتوي : (( يوه ورځ له رسول اکرم سره ناست وم، كله يې “امام حسن”ته كتل او كله خلكو ته او ويل يې:” زوى مې حسن غوره دى،كېداى شي له بركته يې زما امت اصلاح شي.”))

له حضرت “جابر” (رض) روايت دى،چې : ((رسول اکرم له “امام حسن”او “امام حسين “سره لوبې كولې،پېغمبر اكرم به په پښو او لاسونو روان و او هغوى پر شايې سپاره ول.[12]))

حضرت “يعلي عامري” (رض) روايتوي : (( پېغمبر اكرم يوه ورځ “امام حسين “له نورو ماشومانو سره په كوڅه كې پر لوبو وليد، پېغمبر اكرم غوښتل “امام حسين “راونيسي؛خو منډې يې كړې؛نو ويې وويل:”زه د حسين او حسين زما دى.څوک چې ورسره مينه او دوستي ولري؛نو خداى به ورسره دوستي او مينه ولري.[13]“))

 د جنت ښاغلي

حضرت فاطمې”امام حسن”او امام حسين، رسول الله ته راوستل او ويې ويل:((پلارجانه!حسن او حسين ستا اولاد دى، ورته څه وبښه.))

پېغمبر اكرم وويل: (( خپل هيبت او سيادت مې حسن ته، زړورتيا او شجاعت مې حسين ته و بښله.[14]))

پېغمبر اكرم وايي: (( فاطمه د جنت د ښځو بي بي ده او حسن او حسين د جنت زلمي دي .[15]))

پېغمبر اكرم :(( حسن او حسين مې په دنيا کې د سترګو تور دي .[16]))

حضرت ابو هريره (رض) روايتوي: (( يوه ورځ پېغمبر اكرم ملاست و، “امام حسين “او “امام حسن”يې پر پښو ګرځېدل؛نو رسول الله ورته وويل:” د فاطمې د سترګو تور او د زړه ټوكړو! پاڅئ او دواړه يې ښکل كړل.”))

همداراز حضرت ابوهريره (رض) په يو بل روايت كې وايي: (( “امام حسن”او “امام حسين “د پېغمبر اكرم په مخ كې په غېږه ورغلي ول، پېغمبر اكرم “امام حسن”ډېر پرملا ټپاوه؛نو حضرت فاطمې وويل: “رسول الله! د حسن ځكه ننګه كوې،چې مشر دى .” پېغمبر اكرم وويل:” دا چې حسين تر حسنه كوچنى دى؛خو زړورتيا او زور پكې ډېر دى .”))

له حضرت امام رضا (رح) روايت دى : ((“امام حسن”او “امام حسين “د شپې تر ناوخته د پېغمبر اكرم په كور كې لوبې كولې پېغمبر اكرم ورته وويل :”خپل كور ته ولاړشىء”، چې له كوره ووتل؛ نو د برېښنا په څېر رڼا ښكاره شوه او تر هغې وه،چې ورسېدل؛ نو پېغمبر اكرم وويل: “د خداى ډېر شكر دى، چې موږ اهل بيت يې غوره كړي يو.”))

په بل روايت كې راغلي: ((پېغمبر اكرم فاطمې ته وويل :” ګرانې لورې! خداى تعالى د ځمكې پر لور پام وكړ او زه يې تر ټولو غوره وګرځولم . په دويم ځل يې پام وكړ او ستا مېړه يې پر نورو غوره وګرځاوه. په درېم ځل يې پام وكړ او حسن اوحسين يې د جنت له ځوانانو غوره كړل .[17]))

پېغمبر اكرم (ص):(( حسن او حسين د جنت دوه زلمي او ښاغلي دي.[18]))

 د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ

     د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د بحث لپاره پېغمبر اكرم ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر اكرم ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [19] = (د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم،موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو مباهله (او دعا) به وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو وبه وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي .))

پېغمبر اكرم د خداى له امر سره سم د “نجران” مسيحيانو ته د مباهلې بلنه وركړه؛خو دوى وويل : ((مباهله دې سبا تر سره شي.)) نصاراوو پردې خبره په خپل منځ كې سلا مشورې وكړې.

“ابو حارثه” وويل: (( ګورو كه سبا پېغمبر اكرم له خپلې كورنۍ سره راغى؛ نو په خپله خبره به پوخ باوري وي؛نو په داسې حال کې موږ ته نه ښايي،چې مباهله ورسره وكړو او كه بې كورنۍ ورسره بل څوك راغلل؛نو مباهله به ورسره وكړو.))

د مباهلې پر ورځ مسلمانان راټول شوي ول . پېغمبر اكرم له يو ځوان،يوې ښځې او دوه ماشومانو سره راغى. د نصاراوو مشرانو وپوښتل: (( داځوان څوك دى ؟))

مسلمانانو وويل : (( هغه حضرت علي، د پېغمبر اكرم زوم او د تره زوى دى . ښځه يې د پېغمبر اكرم لور؛فاطمه ده او دوه كوچنيان “امام حسن”او “امام حسين ” يې لمسي او د فاطمې او علي زامن دي.)) پېغمبر اكرم له دې څلورو كسانو سره يو ځاى د نصاراوو مخې ته كېناست.د نصاراوو مشرانو او”ابو حارثه”، چې دا حالت وليد؛نو دوستانو ته يې وويل : (( پر خداى قسم محمد؛ لكه د نورو پېغمبرانو په شان په ډاډ مباهلې ته راغلى ،زه په خپل مخ کې داسې څېرې وينم، كه له خدايه وغواړي؛نو دا ټول غرونه دړي وړي كېږي،وېرېږم نفرت راباندې ووايي؛د ځمكې پر مخ به ټول مسيحيان هلاك شي؛نو مصلحت دادى،چې له مباهلې ډډه وكړو.))

له پېغمبر اكرم سره يې جوړجاړی وغوښت او پېغمبر اكرم هم ورسره ومنله.

په پورتني آيت كې له “ابنائنا” څخه مطلب حسن او حسين، له “نسائنا” څخه مطلب فاطمه او له “انفسنا” څخه مطلب علي دى.[20]

“ابي نعيم” په “حلية الاولياء” كې راوړي :

د (فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ) آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم حضرت علي، فاطمه، “امام حسن” او “امام حسين “راوغوښتل او ويې ويل : ((پالونکيه! دوى زما اهلبيت دي . ))

همداسې په “حلية الاولياء” كې له “جابر” رانقل شوي دي.حضرت جابر وويل: ((دا آيت د هغوى (پېغمبر اکرم،حضرت علي،فاطمه ، “امام حسن” او امام حسين) په هکله نازل شوى دى. حضرت جابر وويل:”انفسنا”؛يعنې پېغمبر اکرم او حضرت علي،”ابناء نا”؛يعنې “امام حسن” او “امام حسين “او “نساء نا”؛يعنې حضرت فاطمه .))

خوشال بابا وايي :

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى

تر شماره ترحســـاب تېر دى

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه
غواړې ګوره آيـــــــــــتونه[21]

 نبوي کورنۍ او “هل اتى” سورت

     يوه ورځ “امام حسن” او “امام حسين “ناروغه شول،پېغمبر اكرم له يو شمېر يارانوسره پوښتنې ته ورغى،چې حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضى الله عنهما) هم ورسره ول . پېغمبر اكرم،علي (ك) ته وويل: ((ابوالحسنه! ښه به وي، چې د حسنينو شفا ته دې نذر منلى واى.)) حضرت علي (ك) او حضرت فاطمې په ګډه نذر ومانه، چې درې ورځې به روژه وي.حسنين لږ وخت وروسته ښه شول .دا مهال د حضرت علي (ك) په كور کې د خوړو څه نه ول . “شمعون بن حارث خبيري” ته ورغى او درې منه اوربشې يې ترې پور واخستې او فاطمې ترې پینځه ډوډۍ پخې كړې . علي (ك)،چې له جوماته راستون شو؛ دسترخوان يې وغواړوه،حضرت علي (ك) او نورو،چې لومړۍ مړۍ پورته كوله؛نو مسكين ورته ودرېد او ويې ويل : ((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) مسلمان غريب يم، څه چې خورئ،ما ته يې هم راكړئ،خداى به جنتي خواړه دركړي.

علي (ك) وويل : (( زما برخه ډوډۍ او نګولې وركړئ))

د كور ټولو غړيو د حضرت علي په پر پله مسكين له ځانه ړومبى كړ او هغه شپه يې اوبه وڅښلې او پر سبا روژه شول.په دويمه ورځ فاطمې يو من نورې اوربشې اوړه كړې، ډوډۍ يې ترې پخه كړه. علي (ك)،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛ نو په وره كې د يتيم غږ پورته شو او ويې ويل : ((السلام عليكم يا آل محمد)) پلار مې شهيد شوى او د مهاجرينو يتيم يم، څه خواړه راكړئ . د كور غړيو دا ځل خپل خواړه پلارمړي( يتيم) ته وركړل او بيا يې په اوبو يې روژه ماته او پر سبا روژه شول . په درېمه ورځ فاطمې بل من اوربشې هم اوړه كړې،ډوډۍ يې پخه كړه،حضرت علي،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛نو همدا مهال يو اسير (بنديوان) د وره خولې ته راغى او ويې ويل :((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) ما بندي کوئ؛خو خواړه نه راكوئ .

كورنۍ په دې ورځ هم خپل خواړه بندي ته وركړل او پوره درې ورځې وږي پاتې شول او يوازې اوبه يې څښلې .پېغمبر اكرم،چې وليدل له لوږې لړزېږي؛نو ويې ويل: ((حالات مو راباندې سخت تېرېږي)) بيا را روان شو او فاطمې بي بي ته ولاړ، چې پر عبادت بوخته وه او له لوږې يې خېټه ننووتې او سترګې يې لوېدلې شوې وې؛نو پېغمبر اكرم ډېر خپه شو؛پر دې وخت جبراييل راغى او ويې ويل : (( محمده! دا سورت واخله، خداى پاك درته د دغسې كورنۍ مباركي وايي بيا يې د “اهل اتى” سورت ووايه :” هل اتى على الانسان خير من الدهر”تر دې چې وايي : (( لانريد منكم جزاء ولا شكورا)) ځينو ويلي،چې له ((ان الابرار)) نه تر ((كان سعيكم مشكورا)) پورې ټول اتلس آيتونه پر همدې اړه نازل شوي دي[22] .

“خذيفه” رضي الله عنه وايي: ((پېغمبر اكرم ته راغلم،د ماسپښين، مازيګر،ماښام او ماسخوتن لمونځونه مې ورسره وكړل،بيا چې خپلې يوې خونې ته ته،زه هم ورسره ملګرى شوم او ورپسې روان وم؛لکه چې پېغمبر اكرم له چا سره خبرې كولې، راته يې وويل : پوهېږې چې څوک راسره دى ؟ ومې ويل : نه.و يې ويل: جبراييل راغى او راته يې زېرى راكړ،چې حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.خذيفه وويل :ځان مې ور ياد كړ،چې ما او مور ته مې هم بښنه وغواړه، و يې ويل : خذيفه ! خداى تعالى دې تا او ستا مور وبښي.))

ابن محمد روايت كړى: (( رسول الله وويل:حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې تر دواړو غوره دى .))

يو وږى په نبوي جومات کې ودرېد او و يې ويل: (( مسلمانانو! زه سختې لوږې راخستى يم، ما مېلمه کړئ.پېغمبر اکرم وويل: دا به څوک نن شپه مېلمه کړي؟ حضرت علي وويل: يا رسول الله! زه .کور ته راغى او فاطمې يې وپوښتله : په کور کې ډوډۍ شته چې مېلمه راسره دى. فاطمې وويل : په کور کې يوازې د يوې کوچنۍ نجلۍ د خوراک ډوډۍ شته دا به ورکړو، خير دى موږ به نن شپه پر ځان سخته تېره کړو.[23]))

بله ورځ يو تن په جومات کې له خلکو مرسته وغوښته، پېغمبر اکرم خپلو اصحابو ته وکتل. حضرت “سلمان فارسي” پاڅېد او ولاړ؛خو تش لاس راستون شو.سترګې يې د حضرت فاطمې پر کور ولګېدې،له ځان سره يې وويل: ” فاطمه د نېکيو چينه ده.)) ور يې وواهه او د نشتمن عرب ټوله کيسه يي ورته وکړه. فاطمې وويل: ((سلمانه! پر هغه خداى قسم،چې محمد يې پېغمبر کړى، درې ورځې کېږي،چې ډوډۍ مو نه ده خوړلې او زامن مې حسن او حسين له ډېرې لوږې ناارامه دي او ستړي ستومانه ويده شول؛خو نېکۍ زموږ ور وهلې،تش لاس دې نه لېږم)) وروسته يې خپل يو کميس حضرت سلمان ته ورکړ،چې د يهودي په دوکان کې يې ګاڼه کېږدي او څه کجورې او وړه دې ترې پور کړي.

حضرت “سلمان فارسي” زياتوي : چې بيا د فاطمې کور ته ولاړم او ورته مې وويل: (( د رسول الله لورې! له دې څه خپلو وږيو بچو ته واخله؛خو راته يې وويل : سلمانه! دا کار مې يوازې خداى ته وکړ او څه ترې نه اخلم.[24]))

يوه ورځ سهار پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي کور ته راننووت، تر سلام اچولو وروسته يې وپوښتل: (( لورې! شپه دې څنګه وه؟)) ويې ويل : ((پر خداى قسم ! ټوله شپه مې پر لوږه تېره کړه.[25]))

فاطمه پېغمبر اکرم ته راغله، تر سلام وروسته يې وويل: (( پینځه ورځې کېږي،چې خوراک څښاک مو نه دى کړى، نه پسه لرو او نه اوښ.[26]))

پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي کور ته راننووت او پرېشانه يې وليده، ويې پوښتله :((لورې! ولې پرېشانه يې؟))

ويې ويل :(( حال مو په خپله وينې،يوه چپنه لرو،چې هم يې اغوندو او هم پرې کېنو.))

حضرت “سلمان بن بريده” روايتوي،چې فاطمې په ځواب کې وويل: ((خوارځواکۍ او زياتې ناروغۍ پرېشانه کړې يم.[27]))

حضرت “عمار بن حصين” روايتوي : (( يوه ورځ له پېغمبر اكرم سره ناست وم،چې فاطمه راغله،له ډېرې لوږې يې مخ زېړ اوښتى و ، له ځان سره يې كېنوله او خپل لاس يې ورته پر سينه كېښود او و يې ويل:”خدايه! ته وږي،مړوې او د بېوزليو لاسنيوى كوې،فاطمه د محمد لور وږې مه كړې.)) د پېغمبر اكرم په دعا د فاطمې د مخ زېړوالى لرې شو.[28]

 حضرت علي کور ته راغى او فاطمه يې وپوښتله : (( خواړه لرې؟)) و يې ويل: ((نه! دوه ورځې کېږي،چې حسن او حسين ته پلمې کوم،چې نا ارامه نشي.[29]))

     پېغمبر اکرم د فاطمې له کوره تېرېده،”امام حسن” او “امام حسين “ور منډې کړې،پېغمبر اکرم پر خپلو اوږو سپاره کړل او پېغمبر اکرم ته يې وويل: ((رسول الله! وږي يو،مور ته مې ووايه،چې ډوډۍ راکړي.))

پېغمبر اکرم فاطمې ته وويل: ((لورې! زامنو ته مې ډوډۍ ورکړه.)) ځواب يې واورېد: ((په کور کې بې د رسول الله له شتونه بل څه نشته.[30]))

  حضرت “اسماء بنت عميس” وايي: (( پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي د کور ور وواهه او ويې ويل:” حسن او حسين مې چېرې دي؟” فاطمې وويل: “شپه مو سبا کړه؛خو څه نه لرو،چې و يې خورو ؛خو په هر حال د خداى شکر دى .”

لوږې د پېغمبر اکرم کورنۍ ځوروله، فاطمې بي بي اودس وکړ، دوه رکعته لمونځ يي وکړ او لاسونه يي اسمان ته پورته کړل او و يې ويل:”خدايه!؛د بني اسراييلو په څېر له اسمانه يوه مايده (دسترخوان) نازله کړه؛خو بني اسراييلو وخوړه او ناشکري يي وکړه.زما خدايه! هغه مايده راکوزه کړه،چې پرې مؤمنان يو.

“ناڅاپه له جنتي خوړو ډک لوښى راکوز شو، چې خوږ بوى يې درلود او په ټول کور کې خپور شو.

حضرت علي وپوښتل:”دا خوږبويه خواړه له کومه راغلي؟”

ويې ويل:”د خداى له لوري دي .”

پېغمبر اکرم وويل : “د خداى ستاېنه او شکر کوم، چې د مريم په شان لور يې راکړې، “زکريا” چې د عبادت محراب ته ورته؛نو خواړه يې ورسره ليدل او ويل يې: “دا له کوم ځايه دي؟”مريم به ويل: “د خداى له لوري.”[31]))

يوه ورځ پېغمبر اکرم وږى و او د فاطمې بي بي کور ته راغى او ويې ويل: ((خواړه شته؟))

فاطمې وويل: (( نه پلاره.))

پېغمبر اکرم ستون شو؛خو پر فاطمې دا حالت ګران پرېووت او لاسونه يې اسمان ته پورته کړل،سم له لاسه جنتي خواړه را نازل شول او ويې ويل : (( پر خداى قسم ! پېغمبر اکرم به تر ځانه غوره وګڼم.))پېغمبر اکرم ته يې د خوړو لوښى ولېږه. پېغمبر اکرم وپوښتله :(( دا له کومه راغلي؟)) فاطمې ځواب ورکړ: (( دا د خداى له رحمت او فضله دي،په رښتيا خداى،چې وغواړي هر چا ته بې حسابه روزي ورکوي.[32]))

وږي د حضرت علي د کور ور وواهه او مرسته يې وغوښته،چې حضرت علي د خوږ شعر په ترڅ کې فاطمې ته د وږي غوښتنه واورله. که څه مناسبه مرسته ورسره وشي او فاطمې هم ځواب په شعر ځواب ورکړ :

١_ د تره زويه! حکم به دې پر سر سترګو ومنم او پردې وړانديز به دې ملامت نه کړم .

٢_ همدا اوس به دې وږي ته خواړه ورکړم او د راتلونکې فکر به ونه کړم او په وږې خېټه به د خداى په لارکې سر وښندم.

يو ځل بيا چې حضرت علي د وږي په مړولو ټينګار وکړ؛ نو په ځواب کې يې حضرت فاطمې وويل :

١_ ژر به دې وږي ته خواړه ورکړم،په خپله لوږه مې پروا نشته، د خداى لپاره به يې له خپلو زامنو مخکې کړم .

٢_ زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړې؛هغه زامن، چې کوچنى يې حسين دى او د جنګ په ډګر کې به ووژل شي.

٣_ زوى به مې په کربلا کې په چل ووژني،دردوونکى او خواروونکى عذاب دې پرې وي .

٤_ هغوى چې په خپل جنايت به د دوزخ په تل کې وي او هره شېبه به يې خداى خواروي.

حضرت علي د حضرت فاطمې بي بي دا سرښندنه وستايله،مننه يې وکړه؛ خو له حضرت فاطمې يې ځواب واورېد:

څه چې مو په کور کې زېرمه کړي ول،ډېر لږ ترې‌پاتې دي او په مېچنې مې لاسونه تڼاکې شوي،پر خداى قسم ! زامن مې لا تر اوسه وږي دي. خدايه! ورباندې پام وکړې،چې له منځه ولاړ نشي. پلار يې علي په سخاوت او ښه والي کې سارې نه لري او څه چې لاس ته راوړي، نورو ته يې وربښي،د خپل کور ټول خواړه يوه وږي ته ورکوم،چې بې له يوه زاړه ځړوکي (څادر)،چې په خپلو لاسو مې ګنډلى، بل څه نه لرم و او په ډېرو پيوندونو خراب شوى دى.[33]

يوه ورځ پېغمبر اکرم فاطمې بي بي ته وويل: ((شهات ورکوم، چې ته زما د وجود ټوټه يې.[34]))

حضرت علي وايي: (( يوه ورځ له پېغمبر اکرم سره ناست وو،و يې پوښت : ښځو ته څه څيز غوره او روا دى؟ فاطمې ورته وويل: چې بې له اړتيا نامحرمو ته ونه ګوري او هغوى هم ور ونه ګوري .[35]))

پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره ناست و او ويې پوښتل: (( ښځه په کومه شېبه کې خداى ته نږدې وي؟ چا ورته مناسب ځواب ورنه کړ فاطمې بي بي د خپل پلار پوښتنه واورېده او ويي ويل: په هغه شېبه کې،چې په خپل کور کې پاتې شي او اولاد وروزي.))

حضرت ابوهريره (رض) له پېغمبر اكرم څخه روايتوي : (( خداى چې آدم پيدا كړ او خپل روح يې ورپوه كړ؛نو حضرت آدم خپل ښي خواته وليدل،چې پينځه رڼاګانې د ركوع او سجدې په حالت كې دي . حضرت آدم وپوښتل:”خدايه ! آيا له ما دې مخكې هم څوك پيدا كړي ؟” خداى وويل :” نه.” حضرت ادم وويل :” نو دا پينځه رڼاګانې د څه دي؟” خداى وويل :”هغه ستا ځوځات دى،كه هغوى نه واى؛نو ته به مې نه واى پيداكړى او خپل پينځه نومونه مې ورباندې كېښوول او كه دوى نه وى؛نو جنت، دوزخ، عرش، اسمان، ځمكه، پرښتې، انسانان او پيريان به مې نه ول پيدا كړي؛نو زه “محمود” يم او دا “محمد” دى . زه “عالي” يم او دا “علي” دى،زه “فاطر” يم او دا “فاطمه” ده،زه “احسان” يم او دا “حسن” دى او زه “محسن” يم او دا “حسين” دى. پر خپل عزت مې قسم ! د قيامت پر ورځ به داسې څوك راته رانشي، چې په زړه كې يې ورسره مينه نه وي او كه دچا ورسره کرکه او كينه وه؛ نو د دوزخ په لمبو كې به يې واچوم . آدمه! دا زما غوره كړاى شوي دي،په خپل مخلوق كې به د ژغورنې وړ خاوندان په دوى وژغورم او همداراز په دوى به د هلاكېدو وړ كسان هلاك كړم؛نو كه تا له ما څه غوښتل؛پر دوى وسيله سازي (توسل) كوه.”

پېغمبر اكرم زياتوي:”موږ ژغورنده بېړۍ يو؛كه څوک راکې سپاره شو؛نو و به ژغورل شي اوكه چا مخ واړاوه؛نو هلاك به شي،كه څوك له خدايه څه غواړي؛نو زموږ له لارې دې يې وغواړي.[36]“))

 حمزه بابا وايي :

موسوم شو په طه او په يسين اوپه لولاك
سرخم يې په قدم شول عرش كرسى لوح او افلاك
رڼا وه که تياره چې د ازل او د ابد وه
مقدار او اندازه که څه د حد که د لاحد وه
منشاء که له نقطې تر الفه که تر مد وه
په دې کې وه موجوده دا جلوه د محمد
خوره شوه لا خورېږي لا به لاپسې خورېږي
ورېږي زرغونېږي لا به لا پسې ورېږي
ادم يې له منشاء د سړيتوبه خبردار کړ
مرکب حيوانيت يې کړ انسان يې پرې سوار کړ

رحمان بابا وايي :

كه صورت د محمد نه واى پيدا

پيدا كړې به خداى نه واى دا دنيا

نور هاله د محمد و پيدا شوى

چې نه عرش و نه كرسي وه نه سما

بوى هاله د محمد و په جهان كې
چې بوى نه و دآدم او دحوا

 د تطهير آيت او نبوي کورنۍ

“صفيه د شيبه لور” له حضرت عايشي ام المؤمنين (رض) نه روايتوي، چې: (( يو سبايي پېغمبر اكرم توره او نقشي چپن “كساء” پر اوږو اچولې،له ځايه راپورته شو،لږه شېبه وروسته “حسن بن علي” راننووت او پېغمبر اكرم پرې چپن واچوله،بيا “حسين” راغى او چپنې ته ورننووت،وخت لا تېر نه و،چې “فاطمه” راغله او پېغمبر اكرم پرې چپنه واچوله،وروسته “علي” (ك) راغى او پېغمبر اكرم هغه هم په “كساء” كې ننه ايست، بيا يې وويل: (( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

لاندې اصحابو كرامو(رضى الله عنهم) ددې آيت شان نزول روايت كړی دى :

1_ حضرت “سعد بن ابي وقاص” 2_ حضرت “انس بن مالك”3_ حضرت “ابن عباس”

4_ حضرت “ابو سعيد خدري” 5_ حضرت “عمر بن ابي سلمه” 6_ حضرت “عبدالله بن جعفر” 7_ حضرت “ابو صمراء هلال”8_ حضرت ام المؤمنين “ام سلمه” 9_ ام المؤمنين “عايشه” 10_ حضرت “ابوهريره” 11_ حضرت “جابر بن عبدالله”12_ حضرت “مقدار بن اسود” 13_ حضرت “معتل بن سيار” 14_ حضرت “واثله بن اسقع” 15_ حضرت “ابو الطفيل” [37]

له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى: ((د تطهير آيت زما په كوركې نازل شو او د نزول پر مهال يې دا اووه تنه په كوركې ول: حضرت “جبراييل”، “ميكائيل” (او پېغمبر ) “علي”،”فاطمه”،”حسن” او “حسين” او زه د وره په څنګ كې ولاړ وو؛و مې ويل:”رسول الله! آيا زه له اهل بيتو نه يم؟” پېغمبر اکرم وويل:” ته غوره يې؛خو د پېغمبر د ښځو په ډله كې راځې.” ))

“ثعلبي” په خپل تفسير كې له حضرت “ام سلمى” رانقلوي :

((پېغمبر اکرم په كور كې و،چې فاطمې ورته پټو راووړ.پېغمبر اکرم ورته وويل:”مېړه او زامنو ته دې غږ كړه،چې راشي”؛ولاړه او ورته يې غږ كړ؛راغلل ا و تر ډوډۍ خوړو وروسته پېغمبر اکرم ورباندې پټو واچاوه او ويې ويل :”خدايه! دوى زما اهلبيت دي، له هر ډول چټلۍ يې پاك كړې .”همدا مهال و، چې د(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.”آيت نازل شو؛ومې ويل :”رسول الله! آيا زه هم درسره يم؟” پېغمبر اکرم وويل : “انك على خير”.))

نورو عالمانو؛لكه “ترمذي”،”حاكم” او “بيهقي” په دې باب لاندې روايت نقل كړى دى :

له حضرت ام سلمى روايت دى : ((د “تطهير آيت” زما په كور كې پر پېغمبر نازل شو او د نزول پر مهال يې “فاطمه”،”علي”،”حسن” او “حسين” په كور كې ول. بيا رسول الله پټو پرې هوار كړ او و يې ويل:” (خدايه) دوى زما اهلبيت دي؛هر ډول چټلي ترې لرې كړه.”))

ددى آيت تر نازلېدو وروسته پېغمبر اكرم وپوښتل شو:” دا آيت د چا په شان كې نازل شوى دى ؟” و يې ويل:”زما،علي، فاطمې او د حسنينو په هكله.[38]

ددې آيت تر نازلېدو وروسته،چې پېغمبر اكرم له كوره جومات ته تله؛نو ويل يې : [السلام عليكم يا اهل البيت؛ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)[39] ]

 حمزه بابا وايي :

سلام دې پر هغه وي چې رحمت دى د کونينو
درود پر هغه پاک چې دى آقا د ثقلينو
سلام دې پر هغه وي چې صاحب دى د دارينو
درود پر هغه پاک چې و، بابا د حسنينو
سلام دې تل تر تل وي پرې بابا چې د زهرا دى
درود پر هغه ښکلي چې اخي د مرتضى دى
غم خور دى دامت آل اطهار د محمد
تفسير دوالضحى شو سپين رخساردمحمد
سلام پر هغه ذات شه،چې محبوب دكبريا دى
درودپر هغه پاك دې وي بابا چې دزهرادى
صلوات پر هغه نورشه چې اخي دمرتضى دى
سلام دې پر هغه وي چې نيكه دمجتبى دى
چې هر څوک د پنج تن نه لري ياري
مرګ د روح يې دې له دغې بيماري
د كور خلك برابر دپردو نه دي
زه اول يم “پنج تني” بيا “چار ياري”
چى احمد،علي، زهرا حسنين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس له دې مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بوتراب د در تراب يم
چې يې فيض تر قيامته دى جاري

نبوي کورنۍ او “مرج البحرين” آيت

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ – بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ -يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ[40]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې،- چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او له يو بل سره نه ګډېږي)-له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راوځي.))

څوك چې ددې آيت ظاهر ته ګوري؛كومه مانا يې،چې ذهن ته راځې؛هماغه ظاهري مانا به وي، چې سمندرونه به وي،چې د ځمكې دوه پر دويمه برخه يې نيولې ده؛خو بايد پوه شو،چې له دې آيته بل مطلب هم دى او هغه د علم دوه سمندرونه؛يعنې “حضرت فاطمة الزهرا او حضرت “علي ” دي، چې دوه ګران بيه ګوهرونه؛يعنې “امام حسن” او “امام حسين” ترې زېږېدلې دي.

علامه “سبط ابن جوزي” او همداراز”ثعلبي” په خپلو تفسيرونو کې ددې آيت تر تفسير لاندې له “سفيان ثوري” او “سعيد بن جبيره” روايت کړى،چې وايي: ((له “دوو سيندونو” موخه حضرت علي اوحضرت فاطمه، له “برزخ” موخه پېغمبر اکرم او هغه “مرجان”،چې له دې دوو سيندونو راوځي، امام حسن او امام حسين دي.))

“خوارزمي” همدا روايت له “مردويه” او له حضرت “انس بن مالک” څخه داسې روايت کړى: (( له “بحرين” څخه مراد علي او فاطمه او ددې دوو سيندونو تر منځ “برزخ” پېغمبر اکرم دى او له دې دوو سيندونو دوه مرجانه امام حسن او امام حسين راوځي.))

ابن مردوديه له ابن عباس روايت کړى، چې :((“لؤلؤ” او “مرجان”، چې له دوه سيندونو راوځي[41]، حسن او حسين دي.[42]))

 حمزه بابا وايي :

علي او فاطمه څه دي قرآن وګوره
مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ وګوره
زامن يې امامان وو،چې روښانه يې کړو دين
يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ وګوره

پېغمبر اكرم،امام حسن او امام حسين له لاسه نيولي ول او و يې وويل: د چاچې له ما او دې دواړو سره او همداراز د دوى له مور و پلار سره مينه او دوستي وي؛نو په قيامت کې به راسره يو ځاى او زما په شان د درجې خاوند وي [43].

پېغمبر اكرم وايي: (( زما د اهلبيتو مثال د “نوح” د بېړۍ په شان دى،که څوک پکې سپاره شول (لاروي يې وشوه)؛ نو و به ژغورل شي او که چا ترې مخ واړاوه؛نو لاهو به شي.[44]))

پېغمبر اكرم وايي : (( زه درته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم،يو د خداى کتاب او بل خپله کورنۍ،تر هغه مو،چې پرې منګولې لګولې وي؛ نو تر ما وروسته به بې لارې نشئ، ترې مه مخکې کېږئ،چې خوار به شئ او شاته ترې هم مه پاتې کېږئ،چې بدمرغه به شئ،څه ورته مه ورښيه؛ځکه له تاسې ښه پوهېږي.[45]))

 پېغمبر اكرم وايي : (( زه تاسې ته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم، که تر ما وروسته مو پرې منګولې ولګولې؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ،لومړى “د خداى کتاب” او دويم زما “عترت”؛يعنې زما کورنۍ ده او دا دواړه هېڅکله له يو بله نه بېلېږي،څو د کوثر د حوض پر غاړه راسره يو ځاى شي.[46]))

“امام ثعلبي[47]” وايي : (( “رقاشي” له “انس بن مالک” روايتوي،چې ويلي يې دي: رسول اکرم راته د سهار لمونځ راکړ،تر لمانځه وروسته یې جمعې ته مخه کړه او و يې ويل:”د مسلمانانو ټوليه! څوک، چې “لمر” له لاسه ورکړي؛بايد “سپوږمۍ” مې هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د “زهرى” له رڼا ګټه واخلى او که دا يې هم له لاسه ورکړه؛نوپه “فرقدينو” ستوريو پسې دې ولاړ شي.” خلکو وپوښتل : “رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهرى او فرقدينو مطلب مو څه دى؟”

ويې ويل :” زه “لمر” يم ، علي “سپوږمۍ” ،فاطمه “زهره” حسن او حسين “فرقدين” دي او دوى له “کتاب الله” سره مل اوجوړه دي او يوله بله نه بېلېږي،څو ما د “حوض” تر غاړې وويني.))

پېغمبر اكرم وايي:((اهل بيت مې له الهي عذابه زما د امت ژغورونکي دي.[48]))

 حمزه بابا وايي :

افسانه ده خداى ويلې دا عالم چې د امکان دى
محمداو اهل بيت يې هم کردار دى هم عنوان
وسيله مې محمد او اهل بيت دي
شته اميد چې عاقبت مې شي محمود
پېغمبر اكرم (ص)،حضرت علي،حضرت فاطمې،امام حسن او امام حسين ته وويل: (( څوک چې درسره په جنګ وي؛نو زه به هم ورسره په جنګ يم او څوک،چې درسره په سوله کې وي؛ نو زه به هم ورسره په سوله کې يم.[49]))

له حضرت سلمان فارسي (رض) روايت دى،چې وايي : (( د پېغمبر اكرم حضور ته ورغلم او حسين يې پر مبارک زنګانه ناست و او پېغمبر اكرم يې سترګې او خوله ښکلول ،و يې ويل: “ته سيد (ښاغلى) د سيد زوى او د ساداتو پلار يې، ته امام او د امام زوى او د امامانو پلار يې، ته “الهي حجت” ، د الهي حجت زوى يې او نهه تنه به ستا له ځوځاته امامان وي.[50]))

فاطمې بي بي به له خپلو زامنو سره لوبې کولې او پر همدې مهال به يې ورته د روح او جسم د روزنې په هکله ډېر څه ويل:((حسنه! د خپل پلار په شان دې اوسه او د حق له اورمېږه زندۍ لرې کړه.احسان خداى ولمانځه او له دښمنانو او کينه کښو سره پر يوه چرګۍ مه کېنه . حسنه! ته دې د نيکه په څېر يې او په څېره کې پلار ته نه يې.))

يوه ورځ پېغمبر اکرم د راتلونکيو پېښو په هکله له فاطمې سره خبرې کولې او د امام حسين د شهادت په هکله يې ورته وويل. فاطمې وپوښت : (( پلاره! څوک زما د سترګو تور شهيدوي؟))

ويې ويل: (( د امت تر ټولو ناوړه.))

ویې پوښت : (( پلاره! زما حسين به چېرته شهيد کړي؟))

ويې ويل: (( پر يوې ځمکه، چې “کربلا” نومېږي.

په يو بل روايت کې راغلي،چې فاطمې وويل: (( پلاره! زه د خداى امر ته تسليم او پرې راضي يم او پر خداى توکل کوم.[51]))

 فاطمه “دوځانې” وه او پلار يې ورته وويل : (( جبراييل ستا د يو زوى په هکله خبر راکړ، چې په “کربلا” کې به شهيد شي.))

فاطمه غمجنه شوه او ويې ويل: (( پلاره! داسي ماشوم مې نه دى په کار.))

پېغمبر اکرم وويل : (( لورې!ستا ددې زوى نوم “حسين” دى او نهه امامان به ترې پيدا شي،چې د خداى د دين د بقا او پاېنې لامل به شي .))

فاطمې وويل: ((رسول الله! له خدایه راضي يم او شکر يې باسم.[52]))

فاطمه د امام حسين د شهادت په هکله وايي: (( زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړه او حسين به مې د جنګ په ميدان کې مړ شي.په “کربلا” کې به مې زوى په ټګۍ شهيد کړي، قاتلان دې يې خداى په عذاب کړي .[53]))

 له حضرت “جابر بن عبدالله انصاري” (رض) روايت دى،چې رسول اكرم په “عرفات” كې علي (ك) ته وويل: (( علي! رانژدې شه! زه او ته له يوې ونې پيدا يو؛زه يې بيخ او ته يي ډډ يې،حسن او حسين يى څانګې دي؛څوك چې يې پر يوه ښاخ منګولې ولګوي؛ خداى به يې جنتي كړي .))

 نبوي کورنۍ او قربى آيت

((ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ[54] =دا (هماغه) څه دي،چې خداى يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي،چې ايمان يې راوړى وي او ښې (چارې) يې كړي وي، ووايه : ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))) او څوک چې نېكې چارې وكړي،پر نېكيو به يې ورزيات كړو،په رښتيا چې خداى ډېر بښونكى (او) منندوى دى . ))

پېغمبراکرم، چې مدېنې ته راغى او حکومت يې جوړ کړ؛نو انصارو ورته وويل:((که مالي ستونزې مو درلودې؛نو زموږ هر څه ستاسې په چوپړ کې دي.))

پېغمبر اکرم په دې اړه د خداى امر ته په تمه و،پردې مهال د “شورى ٢٣ آيت” نازل شو او انصار په ډېره خوشحالۍ ستانه شول .

ډېرى مفسرين،متکلمين او محدثين وايي،چې دا آيت “د اهل بېتو د پینځو تنو” په هکله نازل شوى دى .

حضرت ابن عباس (رض) وايي:[د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ،چې نازل شو؛ خلكو پېغمبر اكرم وپوښته:ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه؟ ورته يې وويل:”علي،فاطمه او دواړه زامن يې.” دا خبره يې درې ځل وکړه.]

“امام احمدبن حنبل” په “فضائل الصحابه” كتاب كې روايت کړى دى،چې:[ د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت،چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبراکرم ته وويل :”د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:((علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وکړه.]

“سيوطي” په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له “ابن عباس”(رض) نه روايت كړى:[پېغمبر اکرم د “مودت” د آيت په هکله وويل:”كه زما حق ادا كوئ؛نو له اهلبيتو سره مې مينه ولرئ.”]

“زمخشري” د”كشاف” په تفسير كې، “فخر رازي” او “قرطبي” په خپلو تفسيرونو كې روايت کړى چې :

((پر آل محمد” عاشق مړ به شهيد له دنيا تللى وي.

خبر اوسئ! پر “آل محمد” عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللى وي. خبر اوسئ!پرآل محمدعاشق مړ به په پوره ايمان له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ! د “آل محمد عاشق پر مړ به د مرګ پرښته د جنت زېرى كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېرې كوي .

خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته وړل كېږي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي .

خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ پر “سنت” او “جماعت” له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ!څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:”د څښتن له رحمته نهيلى.”

خبر اوسئ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛ نو كافر به ومرى وي .

خبر اوسئ څوک چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوى به پرې و نه لګي. ))

“امام فخر رازي” د “آل محمد” په هکله وايي :

((“آل محمد” هغه دي،چې له پېغمبر اکرم سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته،چې فاطمه،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند او تړاو لري . د بېلابېلو احاديثو په استناد ويلاى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو په کار ده، چې ورته “آل محمد” ووايو.))

بيا “امام فخر رازي” د خپلې خبرې د لا پخلي لپاره لاندې روايت د “كشاف” له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل:

((ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.)) پېغمبراکرم وويل : ((علي،فاطمه،حسن او حسين )) .[55]

حضرت فاطمه د پېغمبر اكرم او حضرت علي په هكله وايي: (( محمد او علي د اسلام د امت دوه پلرونه دي،چې كوږوالى يې سموي،كه خلك يې لاروي وكړي؛نو له همېشني عذابه به يې وژغوري او د خداى د همېشنيو نعمتونو خاوندان به شي.[56]))

 خوشال بابا وايي :

كه په كار دې ده د خداى پېژندګلوي
پيروي د “محمد” كړه د “علي”

“محمد”،”علي” چې دوه ويني په سترګو

په دا كار كې احولي ده احولي

حمزه باباوايي :

دا همه علمونه ټول يوه نقطه ده
د هستۍ ونه فقط يوه دانه ده
محمد کې هم ددې نقطې تفصيل دى
او علي ددې علمونو دروازه ده
د اذا تلها څه نور تفسير شته
نمر د علم محمد قمر علي دى
چې يې سترګې د نبي پر مخ پرانستې
په تېرو د ضلالت سحر علي دى
حمزه چې نقطه نه لري د چا نامه ده
نامه د محمد او د “الله” نامه ده
سويمه له دې دوو چى په يو حرف ده کمه
هغه مې د “علي” مشکل کشا نامه ده

خوشال بابا وایي :

سرحلقه د اولياوو هغه شــــــــــماره
چې شيطان يې بند کړى په قفس دى[57]
شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى
دا په داچې د درست جهان آخص دي
د موسى دعيسى کله دا ضـــــــفت وو
د لولاک نعت پرده باندې مختص دى[58]

[1] . وګورئ : د ترمذي سنن 5/322 .

[2] . (ذخاير العقبى: 132/133 مخونه)

[3] . وګورئ : د ترمذي سنن 5/324 .

[4] . وګورئ: (كشف الغمه 2/89)

[5] . وګورئ :(١) كشف الغمه: 2/94(٢) دلايل امامه 56.

[6] . وګورئ : بحار الانوار 43/71.

[7] . وګورئ : ذخاير العقبى 49مخ .

[8] . وګورئ:كشف الغمه: 2/97.

[9] . وګورئ : بحار الانوار 43/392

[10] . وګورئ :(١) ذخاير العقبى/ 143 مخ .(٢) نورالانوار/ 109 مخ .

[11] . وګورئ : بحار الانوار43/281 .

[12] . وګورئ: ذخاير العقبى : 130/ نور الانوار 109 .

[13] . وګورئ: د ترمذي سنن: 5/324.

[14] . وګورئ :(١) طبراني؛ الاوسط .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد.

[15] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي ٢/٣٠٦.(٢)مستدرک حاکم٣/١٥١.(٣)مسند احمدحنبل: ٥/٣٩١. (٤) حلية الاولياء :٤/١٩٠. (٥) اسدالغابه: ٥/٥٧٤.(٦)کنزالعمال:٦/٢١٧.

[16] . وګورئ :(١)مسند امام احمدحنبل :٣\٨٥،٩٣،١١٤،١٥٣.(٢)صحيح ترمذي:٢\٣٠٦.(٣)مسند طيالسي : ٨\١٦٠ .(٤)حلية اولياء : ٥\٧٠. (٥)خصايص نسايي :٣٧مخ.(٦) فتح الباري:٨\١٠٠ .(٧)کنوزالحقايق : ١٦٥مخ.(٨)مجمع الزوايد : ٩\١٨١.

[17] . وګورئ :كشف الغمه 3/91 .

[18] . وګورئ : (١)مسند امام احمدحنبل٣\٦٢،٨٢.(٢)صحيح ترمذي١٣\١٩١.(٣)مشکل الاثار ٣\٩٣٩.(٤)مستدرک حاکم ٣\١٦٦.(٥)حلية الاولياء ٥\٧١.(٦)بغداد تاريخ ٤\٢٠٤.(٧)فصول المهمه/١٣٦مخ .(٨)تذکرة سبط بن جوزي :٢٤٣مخ .(٩)خصايص نسايي :٣٦مخ .

(١٠)المعجم الکبير:١٣١مخ .(١١)مصابيح السنة:٢٠٧مخ .(١٢)ابن عساکر؛ تاريخ : ٢\٥٦.(١٣)کنزالعمال ١٣\٦٠٠.(١٤)صواعق المحرقه١٣٥مخ.(١٥)اسدالغابة :٢\١١.

[19] . ( آل عمران\٦١)

[20] . وګورئ :(١)مجمع البيان 2/452 .(٢)الكامل في التاريخ 2/23 .(٣)روح البيان 2/44 . (٤)زمخشري؛الكشاف 1/434 .(٥) فخر رازي ؛ تفسير كبير 8/85 .(٦) د امام ثعلبي تفسير: 95 مخ.(٧) امام سيوطي .دارالمنثور 4/38 .(٨)ابن مغازي الشافي؛ المناقب 263 مخ.(٩) صحيح مسلم ٧\١٢٠.(١٠)مسند امام احمد حنبل ١\١٨٥.(١١)تفسير طبري ٣ ټوک. (١٢)مستدرک ٣\١٥٠.(١٣)معرفة علوم حديث : ٥٠مخ.(١٤)دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ. (١٥)اسباب النزول ٧٤ مخ.(١٦)معالم التنزيل :١\٣٠٢.(١٧)مصابيح السنة ٢\٢٠٤.(١٨)تذکرة الخواص :١٧ مخ.(١٩)قرطبي؛جامع الاحکام القرآن ٣\١٠٤.(٢٠)تفسير بيضاوي ٢\٢٢.(٢١)ذخاير العقبى : ٢٥ مخ .(٢٢)تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦.(٢٣)البحر المحيط ٢\٤٧٩. (٢٤) د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠.(٢٥)الاصابة ٢\٥٠٣.(٢٦)خلاصة الصواعق : ٨٩ باب.(٢٧)ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه.(٢٨)احقاق الحق ٣\٥٩.(٢٩) فتح القدير :٣١٦ مخ. (٣٠)تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧.(٣١)الجواهر في تفسير القرآن الکريم ١\١٢٧-١٢٦.(٣٢)د کشف الاسرار تفسير ٢\١٤٧-١٥١.

[22] . وګورئ:(١)کشاف : ٤\٦٧٠.(٢)تفسير الخازن :٧\١٥٩.(٣)سبط ابن جوزي؛تذکرة الخواص : ٢٨١-٢٨٣ مخونه.(٤)القرطبي؛جامع لاحکام :١٩-١٣١ تر١٣٤ مخونه.د بيروت چاپ. (٥)تفسير روح المعاني :٢٩\١٥٧.(٦)د علامه نيشابوري تفسير: ٢٩\١١٢.(٧)تفسير الدرالمنثور :٦\٢٢٩.(٨)تفسير فتح القدير : ٥\٣٣٨.(٩) بحرالمحيط : ٨\٣٩٥.(١٠) تفسير خازن : ٧\١٥٩.(١١)مناقب مرتضوي : ٦٤ مخ. (١٢)تفسير انوار التنزيل و اسرارالتاويل : ٢\٥٢٦.(١٣)فخر رازي؛تفسير کبير:١٥\٢٤٤_٣٠ جز.(١٤)الجواهر في تفسير القرآن الکريم : ١٢\٣٢٤-٣٠ جز.(١٥)خواجه عبدالله انصاري؛تفسير کشف الاسرار: ٢\له ٣١٩ څخه تر ٣٢١ مخونو پورې.(١٦)سنن ابن ماجه .(١٧) مستدرك نيشابوري

[23] . وګورئ : (١)تفسيربرهان :٤/٣١٧ .(٢) امالي طوسي : ١/١٩٠ .(٣) بحار الانوار ٣٦/٥٩.

[24] . وګورئ : (١) احقاق الحق : ١٠/٣٢١ .(٢) بحارالانوار : ٤٣/٧٣ .(٣) عوالم : ١١/١٦٨.

[25] . وګورئ : (١)احقاق الحق : ٤/٣٤٨ .(٢)حلية الاولياء : ٢/٤٢ .(٤) الاستيعاب : ٢/٧٥٠.

[26] . وګورئ: (١) احقاق الحق : ١٧/٢٣ .(٢) دلائل الامامة: ٣ او٤ مخونه.(٣) مناقب ٣٨٠ مخ .

[27] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٣٧/٤٤ .(٢)امالي شيخ طوسي/٢٥٩ .(٣) امالي طوسي : ٢/٢٠ (٤)مناقب خوارزمي : ١٠٦ مخ .(٥) بحار : ٣٨/١٩ .(٦) د دمشق تاريخ : ١/٢٤٢.

[28] . وګورئ : فرايدالسمطين : 191.

[29] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٤١/٢٥٧ .(٢) کشف اليقين :١٧٣/١٧٤ .(٣)ابن شهراشوب؛ مناقب : ٢/٧٤

[30] . وګورئ :(١)بحارالانوار: ٣٥/٢٥٢ .(٢) تفسير فرات: ٥٢٧ .

[31] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٣٥/٢٥١.(٢)فرات بن ابراهيم؛ تفسير: ١٩١ مخ .(٣)احقاق الحق : ١٠/٣٢٢ .

[32] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٤٣/٢٧ .(٢)المناقب : ٣/١٢٥ .(٣) رياحين الشريعه: ١/١٢٥.

[33] . وګورئ : (١)امالي : ٢١٣ مخ ، ١١ حديث.(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .(٣) بحار : ٣٥/٢٤٠ – ٢٣٨

[34] . (١) مناقب : ٣٨٠مخ ، ٤٢٨ حديث .(٢) بحار الانوار : ٤٣/٩١ او ١٠١/٣٨.

[35] . (١)کشف الغمة : ٢/٢٣ .(٢)مکارم الاخلاق : ١/٢٦٧ .(٣) بحار الانوار : ١٠١/٣٦ .

 [36] . (١)فرايد السمطين : 36،37مخونه.

(٢) غاية المرام : 15،16مخونه او رياض النضره:2/164.

 [37] . وګورئ:(١)حافظ حسكاني؛ شواهد التنزيل : 2ټوك، 56 مخ او همداسې: 2ټوك ، 31مخ .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد:باب مناقب اهل بيت، 9ټوك، 169مخ او بل چاپ؛ 9ټوك ، 119مخ.(٣)ابن مغازلي شافعي؛مناقب اميرالمؤمنين: 301مخ، 345 حديث، لومړى چاپ.

(٤)خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :د سعد بن محمد بن الامام حسن الغومى شرح؛ 4743ګڼه ، 9ټوك، 126مخ.(٥)ګنجي شافعي؛كفاية الطالب:62باب،243 مخ او همداسې: 100باب، 371مخ. (٦)حاكم؛المستدرك:3 ټوك، 133،146،172مخونه او همداسې: 2ټوك، 416مخ.(٧)ابن كثير په خپل تفسير كې: 3 ټوك، 483مخ.(٨)البدايه النهايه: 7ټوك، 339مخ،باب فضائل علي. (٩)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 33باب، 124مخ او همداسې: 127مخ .(١٠)فخر رازي په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې: 25ټوك، 209مخ.(١١) زمخشري؛تفسير كشاف:لومړى ټوك، 369مخ.(١٢)سيوطي؛تفسير الدرالمنثور: 5ټوك، 215مخ كې تر پورتني آيت لاندې .(١٣) ابي عمر يوسف بن عبدالله؛ استيعاب:3ټوك، 1100مخ.(١٤) ذهبي؛تاريخ اسلام: د 61 – 80 كال پورې د امام حسين د شرح باب، 96مخ .(١٥)حافظ ابن عساكر؛ تاريخ دمشق: 98 حديث او؛ د امام حسين د شرح باب، 13ټوك، 67مخ.(١٦) ابن جرير طبري؛ په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې، 22ټوك، 6 – 7 .

[38] . وګورئ:(١)تفسير طبري 22/5 .(٢) شواهد التنزيل : 2/769 .(٣) فرايد السمطين:2/10 .

(٤)مجمع الزوايد :9/67 .(٥)سيوطي؛درالمنثور: 5/198 .(٦)ينابيع المودة : 214 مخ .(٧) صواعق المحرقة : 221 مخ .(٨) تفسير ابن كثير : 3/485 .(٩) مختصر تاريخ دمشق : 7/13.

[39] . وګورئ :(١)معجم كبير:3/56 .(٢)مسند امام احمد بن حنبل :3/259.(٣) مشكل الاثار : 2/338.(٤)شواهد التنزيل : 2/637.

[40] . (رحمن ١٩\٢٠\٢۲)

[41] . وګورئ :(١)سيوطي؛الدرالمنثور تفسير:6ټوك، 158مخ او بل چاپ: 6ټوك، 142مخ .(٢)حافظ حسكاني؛شواهد التنزيل:2ټوك،209مخ،919حديث، لومړى چاپ او دويم چاپ 2ټوك: 212مخ.(٣) ابن مغازلي؛مناقب اميرالمؤمنين:339مخ، 390حديث.(٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة: 39باب، 138مخ.(٥)ثعلبي؛په خپل تفسير كې:4ټوك، 289مخ.(٦)حافظ ابونعيم اصبهاني؛ما نزل من القرآن فى علي” : تر پورتني آيت لاندې . (٧)شبلنجي؛نور الابصار: 101مخ.(٨)خوارزمي؛مقتل الامام حسين:112مخ.(٩)كراجكي؛ كنز الفوائد: 366مخ .

[42] . (تفسير روح المعاني٢٧\٩٣ )

[43] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي : ٢/٣٠١.(٢) بغداد تاريخ : ٢/٢٨٧.(٣) تهذيب التهذيب : ١٠/٤٣٠.

[44] . وګورئ: (١)مستدرک حاکم:٢/٣٤٣.(٢)کنز العمال : ٦/٢١٦.(٣)مجمع الزوايد :٩/١٦٨.

(٤)حلية الاولياء : ٤/ ٣٠٦.(٥)ينابيع المودة: ٤،٤٤،٥٦باب.(٦)صواعق المحرقة : ١٨٤ مخ .

(٧)مغازلي؛مناقب : ١٧٣-١٧٧ مخ.(٨) ذخاير العقبى: ٢٠ مخ .

[45] . وګورئ : (١)صحيح مسلم : ٧/١٢٣.(٢)صحيح ترمذي : ٥/٦٢١.(٣)امام احمد حنبل؛مسند: ٣/١٤.(٤) صواعق ا لمحرقه : ١٢٦ مخ.(٥)کنزالعمال:١/١٨٥.(٦)درالمنثور :٢/٢٨٥.(٧)المعجم الکبير: ٣/٦٣،٦٤،٦٥.(٨)ابن سعد؛طبقات : ٢/ ١٩٤.(٩)ابن اثير؛ النهاية : ١/٢١٦.

[46] . وګورئ :(١)احمدحنبل؛مسند:٣/١٤،١٧،٢٦،٥٩.(٢)صحيح ترمذي :٢/٣٠٨.(٣)اسدالغابة: ٢/١٢.(٤)حاکم؛مستدرک: ٣/١٠٩، ١٤٨. (٥)کنزالعمال :١/٤٨.(٦)نسايي؛ خصايص: ٢١ مخ .(٧)مجمع الزوايد :٩/١٦٣.(٨)صواعق ا لمحرقة : ١٣٦ مخ .(٩)ابن سعد؛ طبقات: ٢/٢.(١٠)فيض القدير: ٣/١٤.(١١) ينابيع المودة : ٢ باب.(١٢)فخر رازي؛ تفسير: تر واعتصمو ا بحبل ا لله (آل عمران /١٠٣) آيت لاندې .(١٣)مغازلي؛ مناقب: ٢٨١ مخ .

[47] . قصص الانبياء” په ١٤ مخ کې

[48] . وګورئ : (١)حاکم؛ مستدرک: ٣/٤٥٨ .(٢)کنزالعمال:٧٦/،٢١٧١١٦ .(٣)صواعق المحرقة:١١١مخ.(٤)مجمع الزوايد :١٧٤.(٥) فيض القدير: ٦/٢٩٧.(٦) ذخايرالعقبى: ١٧مخ.

[49] . وګورئ : (١)احمدحنبل؛مسند: ٢/٤٤٢.(٢) صحيح ابن ماجه: ١٤مخ.(٣)حاکم؛ مستدرک: ٣/١٤٩ .(٤) ذخايرالعقبى: ٢٥ مخ .(٥)صحيح ترمذي : ٢/٣١٩.(٦)تاريخ بغداد:٧/١٣٦،١٣٧_ ٤/٢٠٨.(٧)اسدالغابه:٥/٥٢٣.(٨)کنزالعمال :٦/٢١٦.(٩) سيوطي؛جمع الجوامع:٦/٢١٦.(١٠)کفاية الطالب: ١٨٩ مخ.(١١)خوارزمي؛مناقب:٩٠ مخ .(١٢)فصول المهمه: ١١ مخ .(١٣)صواعق ا لمحرقه : ١١٢ مخ.(١٤)ابن عساکر؛ تاريخ: ٤/٣١٦.(١٥)ابن کثير؛ تاريخ: ٢/ ١٨٩.

[50] . وګورئ : خوارزمي؛مفتل الحسين: 145 مخ .

[51] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٤٤/٢٦٤ .(٢)الکوفي؛تفسير فرات: ٥٥ مخ .

[52] . وګورئ :(١)علل الشرايع: ٧٩ .(٢)کمال الدين: ٢/٨٧.

[53] . وګورئ :(١)امالي: /٢٠٨ .(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .

[54] . ( شورى\٢٣)

[55] . وګورئ :(١)فخر رازي؛ كبير تفسير: 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې .

(٢)ګنجي شافعي؛كفاية الطالب :86 باب.(٣) د امام احمد حنبل مسند.(٤)محب طبري؛ ذخاير العقبى : 25 مخ .(٥) ابن معازلي شافعي؛ المناقب : 309 مخ .(٦) قرطبي؛استيغاب : 8/43 ، 58 مخونه .(٧)بخاري؛صحيح:٦\ ٢٩.(٨)طبري؛تفسير: ٢٥\١٤ .(٩) الصواعق المح رقه .(١٠)حاکم؛مستدرک: ٣\١٧٢.(١١)زمخشري؛کشاف : ٣\٤٠٢.(١٢) مقتل الحسين.(١٣)جامع الاصول : ٢\٤١٥.(١٤)ابن کثير دمشقي؛تفسير : ٤\١١٢.(١٥)تفسير الدر المنثور: ٦\٧ .(١٦) الفصول المهمه : ١١ مخ .(١٧) اسعاف الراغبين : ١١٥ مخ . (١٨)تفسير فتح ا لقدير : ٤\٢٢ .(١٩)فلک النجاة :٣٧ مخ .(٢٠)احقاق الحق :٣ \١٦.(٢١)رشفة الصادي :٢١ مخ.(٢٢)حافظ حسكاني؛شواهدالتنزيل:2ټوك،130مخ،822 حديث ، لومړى چاپ .(٢٣) بيضاوي؛ تفسير:2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې (٢٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة:32باب، 123 او 444 مخونه .(٢٥)عبدالله بن احمد بن حنبل؛ الفضايل:باب فضائل اميرالمؤمنين علي،187مخ،263 حديث،لومړى چاپ.(٢٦)هيثمي؛مجمع الزوايد: باب فضايل اهل بيت :9ټوك، 168مخ. (٢٧)حمويي؛ فرائدالسمطين: 2ټوك، 26باب، 120مخ. (٢٨)ابن اثير؛ اسدالغابه :5ټوك، 367 مخ .

[56] . وګورئ :(١)تفسير امام حسن عسكري /330 مخ . (٢)بحار الانوار : 23/529.

 [57] > ارمغان ٦٢٣مخ

[58] > ارمغان ٦٢٣مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست