تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ «مرګ يادول» د دين يوه بنسټيزه ښوونه ده حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته په یو لیک کې کاږي :  وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّكَ إِنَّمَا خُلِقْتَ لِلْآخِرَةِ لَا لِلدُّنْيَا وَ لِلْفَنَاءِ لَا لِلْبَقَاءِ وَ لِلْمَوْتِ لَا لِلْحَيَاةِ وَ أَنَّكَ فِي قُلْعَةٍ وَ دَارِ بُلْغَةٍ وَ طَرِيقٍ إِلَى الْآخِرَةِ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

«مرګ يادول» د دين يوه بنسټيزه ښوونه ده

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته په یو لیک کې کاږي :

 وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّكَ إِنَّمَا خُلِقْتَ لِلْآخِرَةِ لَا لِلدُّنْيَا وَ لِلْفَنَاءِ لَا لِلْبَقَاءِ وَ لِلْمَوْتِ لَا لِلْحَيَاةِ وَ أَنَّكَ فِي قُلْعَةٍ وَ دَارِ بُلْغَةٍ وَ طَرِيقٍ إِلَى الْآخِرَةِ

 زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې،نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده،چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې

 وَ أَنَّكَ طَرِيدُ الْمَوْتِ الَّذِي لَا يَنْجُو مِنْهُ هَارِبُهُ وَ لَا يَفُوتُهُ طَالِبُهُ وَ لَا بُدَّ أَنَّهُ مُدْرِكُهُ فَكُنْ مِنْهُ عَلَى حَذَرِ أَنْ يُدْرِكَكَ وَ أَنْتَ عَلَى حَالٍ سَيِّئَةٍ قَدْ كُنْتَ تُحَدِّثُ نَفْسَكَ مِنْهَا بِالتَّوْبَةِ فَيَحُولَ بَيْنَكَ وَ بَيْنَ ذَلِكَ فَإِذَا أَنْتَ قَدْ أَهْلَكْتَ نَفْسَكَ

د مرګ ښکار يې، چې څوک ترې تښتېداى نشي او چې څوک هم ولټوي؛نو په لاس ورځي او نيسي يې؛ نو له مرګه وډار شه! هسې نه داسې مهال درته راشي،چې د ګناه پر حال يې او يا توبې ته سترګې پر لار يې او مرګ مهلت در نه کړي او ستا او د توبې ترمنځ دې خنډ شي،چې په دې توګه ځان به دې پوپنا کړى وي.

 يَا بُنَيَّ أَكْثِرْ مِنْ ذِكْرِ الْمَوْتِ وَ ذِكْرِ مَا تَهْجُمُ عَلَيْهِ وَ تُفْضِي بَعْدَ الْمَوْتِ إِلَيْهِ حَتَّى يَأْتِيَكَ وَ قَدْ أَخَذْتَ مِنْهُ حِذْرَكَ وَ شَدَدْتَ لَهُ أَزْرَكَ وَ لَا يَأْتِيَكَ بَغْتَةً فَيَبْهَرَكَ

«زويه! مرګ او هغه خورا يادوه، چې پر لور يې وردرومې او تر مړينې وروسته پکې مېشتېږې  له مرګ سره د مخامخېدو تر  مهاله، له هره پلوه ورته چمتو وسه، ځواکمن شه او د همت ملا دې ټینګه وتړه، چې ناڅاپه رانشي او په ګونډو دې نه کړي.»

 د مرګ يادول د ديني ښوونو يوه بنسټیزه ښوونه ده. نهج البلاغه هم د مرګ په يادولو کې د علي (ک) له خبرو ډکه ده[1]  او په دې خطبو کې مرګ اندنه په ډاګه د حضرت علي (ک) د خبرو په ترڅ کې معلومېږي. شونې نه ده څوک نهج البلاغه ولولي او پردې چار د امام پر ټينګارونو پوه شي او ونه لړزيږي او د مرګ ډار، که څه لږ وي، ويې نه ډاروي. د علي (ک) په خبرو کې د مرګ او حالاتو په اړه يې سوچ او اند تصادفي نه دي او خبرې يې له «مرګ خبري» زړه راپورته کېږي چې په هوښيارۍ د ژوند د دې مهمې پېښې په اړه خبرې کوي او غواړي چې نور هم په خپلې هوښيارۍ کې ور شريک کړي.

 مرګ يادول د انسان فرعونيت ځپي

د مرګ يادول زړه نرموي، د مولانا په وينا په هر انسان کې بالقوه يو موسی او يو فرعون شته:

موسی و فرعون در هستی توست

باید این دو خصم را در خویش جست

 د انسان فرعونيت، له ځانه اوچت بل څه نه خوښوي، د ځان پر وړاندې څه  خنډ نه ويني او هر څه د ځان اېل او مغلوب غواړي. يوازې ځپنده او ناچاره پېښې فرعونيت ماتولای شي. د مرګ يادول په واقع کې د هغې پېښې يادول دي چې تل پر انسان لاسبری او غالب دی.

او له دې اړخ د مرګ يادول د خدای يادولو په څېر دی؛ ځکه د خدای يادول هم د هغه موجود يادول دي چې لاسبري پرې نشي کېدای په همدې پار په ديني ښوونو کې د مرګ يادول او د خدای يادول همګام دي او يو اغېز لري او دا اغېز انسان ته بېوسي تلقين کوي او په پايله کې يې فرعوني کبر رانړوي. بنده ګي د دغسې ياد له لامله ترلاسه کېږي؛ ځکه بنده ګي د حقيقت پر وړاندې تر سرغاړۍ پريښودو، تسلیمېدنې او خضوع اوچته ده او هيڅ څيز د مرګ هومره انسان ته غاړه ايښوونه، خضوع، عاجزي او د بنده ګۍ حس نه ورکوي.

 د مرګ ياد په انسان کې د ډېر غوښتنې روحيه له منځه وړي

علي (ک) په نهج البلاغه کې مرګ يادولو ته يوه بله ځانګړنه هم ياده کړې ده:

مَنْ أَكْثَرَ ذِكْرَ اَلْمَوْتِ رَضِيَ مِنَ اَلدُّنْيَا بِالْيَسِيرِ[2]

«څوک چې مرګ ډېر ياد کړي، له دنيا به په ډېرو لږو راضي شي.»

په ډېرو ځايونو کې ډېرې غوښتنې او سرغاړۍ له دې راولاړېږي چې انسان د تلپاتېنې توهم لري، له خپلو تلو غافلېږي او هسې له خپلو بې برخېتوبونو کړېږي. د يو واقعيت په توګه د مرګ يادول، انسان له دنيا سره همغږی کوي او ورزده کوي چې خپلې غوښتنې دې له یوه پای ته رسېدونکي ژوند سره په تړاو کې کړي نه له يو ناپايه ژوند سره.

ډېر خلک داسې ژوند کوي چې ته وا مرګ نشته او يا د علي (ک) په وينا د مرګ په څېر له يو يقيني چار سره داسې مخېږي چې ته وا يو شکمن ترين چار دی. ډېری حسنات او فضايل چې په شرع  او اخلاقو کې اوچت ګڼل شوي او د دوی برخمنېدو ته يې راهڅولي يو، يوازې هله میسر دي چې انسان ټول څيزونه ځان ته ونه غواړي او له دنيا د اړتيا هومره قانع شي يوازې په دې حالت کې انفاق او ايثار کړای شي. ترڅو چې يو تن قانع او خوشحال نشي، د فضيلت په پوړۍ پښه نه ږدي[3].

د مرګ يادولو يو له مهمو پايلو ځنې قناعت او د انفاق او ايثار روحيه ده.

 نوې ښوونه او روزنه د  ديني ښوونې او روزنې پر خلاف له مرګ او بلې نړۍ غافله ده

له ديني اندنو سره د نوې ښوونې او روزنې د ښوونځيو له مهمو توپيرونو ځنې يو دا دی چې له آره په دې ښوونځيو کې د يو جدي او انسان ساز چار په توګه مرګ ته پاملرنه نه کېږي. يعنې د اوسنۍ ښوونې او روزنې بنسټ پردې دی چې انسان په دنيا کې د ژوند لپاره وروزل شي او هم ځان بايد له عقلاني، اخلاقي او کړو وړو له پلوه له دنيوي ژوند سره همغږی وروزي. نو ځکه تر وسې وسې د مرګ يادولو مخه نيسي او په اړه يې چوپتيا خپلوي.

نو وګورئ چې د اوسنۍ ښوونې او روزنې فلسفه د ژوند د مهمترينې پېښې په اړه د جنسي غريزې هومره هم خبره نه کوي؛ خو حال دا چې دا د ژوند پرېکنده او جدي پېښه ده. له مرګه غفلت له دې راولاړېږي چې انګيري ژوند په مرګ پای مومي. حال دا چی، مرګ د ژوند برخه ده، يعنې؛ انسان په ژوند کې مري او مرګ اندنه د انسان يوه آريزه ځانګړنه او له څاروي سره يې د توپير وجه ده، هيڅ حيوان نه پوهېږي چې مري.[4]

يوازې انسان دی چې د دې مسلې په اړه فکر کوي. نو ځکه انسان چې څومره ډېر د مرګ په اړه غور او اندنه وکړي، هم يې انسانيت او هم يې له انسانيت څخه معرفت او پوهاوی ډېر تحقق مومي. راوړي يې دي چې د علي (ک) ګاونډيانوهره شپه دا جملې له حضرت علي څخه اورېدلې ـ چې په لوړ غږ یې ويلې:

تَجَهَّزُوا رَحِمَكُمُ اللَّهُ فَقَدْ نُودِيَ فِيكُمْ بِالرَّحِيلِ (نهج البلاغه، ۲۰۴ مه خطبه).[5]

«د خدای بندګانو! خدای دې درباندې ولورېږي، چمتو شئ چې د تګ غږ درکې لوېدلی دی.»

[1] – ۹۹ خطبه، ۱۸۸ خطبه ۱۴۵ خطبه، ۱۲۳ خطبه، ۲۰۴ خطبه، ۲۰۳ خطبه، ۲۳۰ خطبه.

[2] – نهج البلاغه: ۲ ټ، ۲۲۷ مخ او بحار الانوار: ۶۸ ټ، ۲۶۷ مخ.

[3]–   د قناعت په هکله پرېمانه روایاتونه راغلي، لکه علي (ک) وايي : اقنع تعز (بحار الانوار، الروضه، ۷۵ ټ، ۵۳ مخ) ، من رضی بقسم الله کان غنیا (بحارالانوار ، الروضه، ۷۴ ټ، ۱۷۱ مخ)، اشکر الناس اقنعهم ( بحارالانوار ، ۷۴ ټ، ۴۲۲ مخ)، المومن یرغب فیما یبقی و یزهد فیما یفنی (بحارالانوار ۷۵ټ، ۲۶ مخ)، القناعةُ مال لا ینفذُ (نهج البلاغه، ۵۷ ام حکمت).همدا روايت له پېغمبر (ص) څخه هم روايت شوي: (نهج الفصاحه، ۲۱۱۱ جمله، افلح من الی الاسلام و کان عیشهُ کفافاً و قنع به) ،

 [4] – دا مانا اګزيستانسياليست فيلسوفانو او له دې ځنې هايدګر ته پرېمانه اهميت لري. زموږ په احاديثو کې هم دې ټکي ته اشاره شوې ده لکه: پېغمبر (ص) ويلي: که چېرته حېوانات د نورو حېواناتو له مرګ څخه هغسې خبر وای، لکه څرنګه چې تاسې ترې خبر یې؛ نو کله به یې د نورو حیواناتو غوښه نه خوړه . ( کیمیای سعادت، امام محمد غزالی، حسین خدیوجم تصحیح، علمي او فرهنګي انتشارات، دویم ټوک،۶۱۳ ام مخ)

[5] – بحار الانوار:۷۴ ټ، ۳۹۱ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست