تبلیغات

خپلې خبرې په اسلامي معتبرو سرچينو کې له ابن عباس (رض) روايت دى چې رسول اکرم ويلي : (( د چا چې دا ښه ايسي چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او د پالونکي په هميشني جنت کې وي؛نو تر ما وروسته دې “علي” خپل “ولي” وګڼي، د علي دوستان […]

خپلې خبرې

په اسلامي معتبرو سرچينو کې له ابن عباس (رض) روايت دى چې رسول اکرم ويلي :

(( د چا چې دا ښه ايسي چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او د پالونکي په هميشني جنت کې وي؛نو تر ما وروسته دې “علي” خپل “ولي” وګڼي، د علي دوستان دې خپل دوستان وګڼي او تر ما وروسته دې زما په اهل بيتو پسې ولاړ شي؛ځکه هغوى زما “عترت” دى؛ زما د خټې له خاورې پيدا شوي، زما له علم او فهم ځنې برخمن شوي؛ نو زما د امت پر هغو کسانو دې افسوس وي د اهل بيتو فضيلت ناليدلى وګڼي، زما او د هغوى تر منځ پيوستون پرې کړي، خداى دې هغوى زما له شفاعته نه برخمنوي . ))

د پورته او نورو روايتونو له مخې د حضرت علي ( ک ) پر “دوستۍ” ټينګار شوى دى؛نو موږ لازمه وګڼله چې ددې ستر شخصيت د پېژندنې لپاره لوستونکيو ته يوه کوچنۍ ټولګه را وړاندې کړو چې پر لوستو يې د “عقيدتي دوستۍ” پر مفهوم پوه شي .

او له ځوانانو مو هليه ده، چې د اسلام پر دين د پوهېدو لپاره له “وره” ننوځي او د غزل بابا په وينا : نور “محمد” دى، “علي” مهتاب د علم

د ادب تر ټولو مينه والو تمه لرو، چې د پښتنو د سترو فرهنگي شخصيتونو په اثارو کې د (( علي=د علم مهتاب)) په باب د څېړنې له لارې خپل معلومات را ټول کړي او موږ دا ژباړه د همدې موخې لپاره را وړاندې کړې ده .

په درنښت :

اجرالدين اقبال

 

د علي (ک) زوکړه په کعبه کې وه او پخپله د کعبې په څېر دى

( مستدرک الصحيحين : 3 ټوک ، 483 مخ ) وايي : د ا خبره تواتر ته رسېدلې،چې فاطمې بنت اسد علي په کعبه شريفه کې وزيږاوه .

( نورالابصار :69 مخ ) وايي : علي په مکه کې په بيت الحرام کې وزيږېد _ او دا زوکړه د يو قول له مخې د جمعې پر ورځ ، د رجب د مياشتې په ديارلسم،تر عام الفيله دېرش کاله وروسته وه (؛يعنې د رسول اکرم تر زوکړې دېرش کاله وروسته او ديارلس کاله او د بېلابېلو روايتونو له مخې 12 کاله ، لس کاله تر بعثته مخکې و او ترې مخکې او نه وروسته د چا زوکړه په کعبه کې نه وه،چې دا خبره ابن صباغ هم کوي .

( کنزالحقايق:188مخ ) د خداى له استازي نقل کړي،چې و يې ويل : ((علي ! مقام دې د کعبې په څېر دى.)) دا روايت ديلمي هم نقل کړى دى .

( اسد الغابه:3ټوک، 31 مخ ) پر خپل سند له صنالجي له علي روايت کړى چې و يې ويل : رسول اکرم وويل : ته د کعبې په څېر يې او ټول بايد درشي؛خو ته به په چا پسې نه ځې . ( د حديث تر پايه) .

حضرت علي داسې ځانګړنې لري،چې بل يو مسلمان يې هم نه لري: علي لومړى تن و،چې اسلام يې ومانه،په كعبه كې زيږېدلاى؛نو ځكه ډېر مورخان او څېړونكي ورته د كعبې زوى وايي.[1]

 

[1] وګورئ : بيست و پنج سال سكوت علي ، فواد فاروقي؛ 38مخ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست