تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د رسول الله (ص) د اهلبيتو شهادت خوارزمي وايي : چې کله د حسين ياران ټول شهيدان شول او يوازې يې اهل بيت پاتې شول ، راغونډ شوو او يو له بل سره يې خداى پاماني وکړه او جګړې ته چمتو شو . [1]  علي اکبر؛د آل البيت لومړى شهيد  طبري […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د رسول الله (ص) د اهلبيتو شهادت

خوارزمي وايي : چې کله د حسين ياران ټول شهيدان شول او يوازې يې اهل بيت پاتې شول ، راغونډ شوو او يو له بل سره يې خداى پاماني وکړه او جګړې ته چمتو شو . [1]

 علي اکبر؛د آل البيت لومړى شهيد

 طبري وايي : پر هغه ورځ د آل ابى طالب ړومبى شهيد د حسين زوى ؛((علي اکبر)) و ،چې مور يې ((ليلي )) د ((ابوسفيان )) د لور (( ميمونې )) لمسى  و (؛يعنې علي اکبر د ابو سفيان د کړوسۍ زوى و [2]) ؛نو ځکه يې ((امان ليک )) ورته راوړى و او د ((مصعب زبيرى)) د وينا له مخې ورته يې وويل : (( ته د اميرالمؤمنين يزيد بن معاويه – خپلوان يې او غواړو ،چې د خپلوۍ درناوى دې رعايت شي او که وغواړې امان مو درکړى دى !))

علي اکبر وويل: (( د رسول الله (ص) د خپلوۍ د درناوي رعايت خورا وړ دى [3]))

 غزل بابا وايي :

شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه
پکې  پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي يې د نيكه او ګڼه عين
دى حديث حسين منى وانا من الحسين
سپور په اس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته
دى راغلي دجفا لښكرى زوى د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه هيڅ نظر نه كړي دنياته
چى تيرو هم دجنګريز حوصله كړي ده رڼا ته
څه خيمي دي د ساداتو د رضا پکې جپيا ده
څه خيمي ديزيد يانو د ستم پکې غوغا ده
دا حسين دى چىتسليم يې اس نيولي له جلبه
د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه
خو له وركه له هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه
چى جلوي در سالت پرى قربانيږي له يثربه
د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى
د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى
چى صورت دامن صلحي په امكان کې پاتى نه شو
چى هيڅ شك يې د جګړى په طوفان کې پاتى نه شو
چه يودوست يې ګير چاپيره په چشمان کې پاتى نه شو
كه يو حر و هغه هم په دى جهان کې پاتى نه شو
ده به پيش ورته قرآن كړو هغو توري بريښولي
چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي

   خوارزمي وايي : چې حسين وليد؛ نو ږيره يې اسمان ته ونيوه او ويې ويل : (( پالونکيه !پردې خلکو شاهد وسه .

دا دى يو ځوان ورغى ،چې په بڼه،خوى او خبرو کې ستا پېغمبر محمد (ص) ته ډېر ورته دى او چې زموږ به د پېغمبر مخ راياد شو؛نو دده مخ ته به موکتل. خدايه! د ځمکې برکتونه ترې واخلې ،خپاره واره يې کړې او ټوټې ټوټې او ډله ډله يې کړې او واکمن کله هم خوښ ترې نه کړې؛ځکه و يې بللو،چې ملاتړ مو شي ؛خو زموږ لار يې ونيوه او جګړې ته مو راپاڅېدل!))

بيا يې ((عمرسعد)) ته ورغږ کړ:  (( څه درباندې شوي؟! خداى دې ستا د خپلوۍ اړيکې وشلوي او له چاره دې برکت واخلي او داسې يو تن دې درباندې لاسبرى کړي ،چې سردې په بستره کې جلا کړي؛لکه چې زما پيوند او تړاو دې څيرې کړ او له رسول الله (ص) سره دې زما د خپلوى تړاو مراعات نه کړ! )) بيا يې په لوړ غږ دا آيتونه ولوستل: ((إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ. ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ [4]))

وايي : علي اکبر پر دښمن بريد وکړ او ويې ويل:

انا على بن الحسين بن على

نحن و بيت الله اولى بالنبى

والله لا يحکم فينا ابن الداعى

اطعنکم بالرمح حتى ينثنى

اضربکم بالسيف حتى يلتوى

ضرب غلام هاشمى علوى

زه علي د حسين بن علي زوى يم ،پر بيت الله قسم، چې پېغمبر ته ډېر ورنژدې (خپلوان )يو . پر خداى قسم،چې حرمونى واکمني راباندې نه کوي.؟ ددې نېزې تر کږېدو مو ځپم او ددې تورې تر پڅېدو مو وهم ،چې دا د هاشمي علوي ځوان ګوذار دى .

ترې دې يې جګړه وکړه،چې کوفيان يې ستړي کړل،بيا د سخت ټپ پر حال خپل پلار ته ورستون شو او يې ويل : ((پلارجانه! تندې وارخطا کړى يم او جګړې وزلې راباندې درنې دي، څه غړپ اوبه شته،چې دمه مې سازه شي او بيا پر دښمنانو ورودانګم؟))

 حسين وژړل او و يې ويل : (( زويه ! پر محمد ، پر علي او پر پلار دې خورا ستونزمنه ده،چې ته يې راوبولې؛ خو ځواب دې درنه کړي  او مرسته ترې وغواړې څو لاسنيوى دې ونه کړي!))

 بيا يې خپله ګوته ورکړه او و يې ويل : (( دا ګوته په خوله کې کېده او جګړې ته ورشه، هيلمن يم خپل نيکه رسول الله ( ص) به دې له خپل ډک جامه مړوخ کړى ؛داسې څښاک ،چې وروسته  به ترې کله هم تږى نشې )) او علي اکبر ډګر ته ورستون شواو ويې ويل :

الحرب قد بانت لها حقايق

و ظهرت من بعدها مصادق

والله رب العرش الانفارق

جموعکم او تغمد البوارق

دې جګړې خپل حقايق څرګند کړل او تر دې وروسته ، دلايل يې ښکاره شول. پر خداى، د عرش پر پالونکي، قسم، چې درنه جلا نشم ،چې (ووژل شم ) يا دا توري په تېکو کې شي . [5]

 طبري وايي: علي اکبر خپلې جګړې ته دوام ورکړ؛خو ((مرة بن منقذ عبدي)) ،چې وليد، ويې ويل : (( د ټولو عربو ګناه دې راپرغاړه وي ،که له څنګه مې تېر شو او دغسې يې دوام ورکړ؛نو پلار به يې پر وير ورته کېنوم ))او لږ وروسته يې کمين ورته ونيو او ګوذار يې پرې وکړ او چې پر ځمکه ولويد، د دښمن لښکر ترې راتاو شو او د تورو ګوذاونه يې پرې پيل کړل.

خوارزمي وايي: مرة بن منقذ عبدي پر ککرۍ وواهه ،چې پر ځمکه لوېده ؛نورو په تورو ورباندې لګيا شول، ځان يې داسې پر غاړه راځوړند کړ او اس يې د دښمن منځ ته پر ځغاسته کړ، دښمن په خپلو تورو ټوټه ټوټه کړ او د عمر په وروستيو شېبو کې يې په لوړغږ وويل : (( پلار جانه دا مې نيکه رسول الله (ص) دى ،چې په ډک جام يې مړوخ کړم، داسې څښاک ،چې کله  به هم تږى نشم . هماغه درته وايي: بيړه وکړه ،چې تاته هم جام زېرمه شوى دى …[6]))

 طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي : له تر اوسه د حسين د هغې ورځې غږ په خپلو غوږونو احساسوم ،چې يې ويل : (( زويه! خداى دې ستا وژوونکي ووژني ،چې دغسې ګستاخ او بې پروا له لوراند خداى سره جګړه کوي او د رسول الله حرمت ماتوي.! (زويه ) تر تا وروسته دې پر دنيا خاورې وي !)) او هم وايي : (( ته وا وينم ،چې يوه ښځه  د ځلانده لمر په څېر په بيړه راوتلې او چغې وهي : (( وروره ! وراره !)) ومې پوښتل : څوک ده ؟ ويې ويل : دا زينب د رسول الله د لور د فاطمې لور ده . راغله ،چې ځان پر خپل ځان پر خپل وراره واچوي ؛خو  حسين راغى، له لاسه يې ونيوه او خيمو ته يې ور دننه کړه او پخپله په خپل زوى پسې ورغى او هاشمي ځوانان ترې راتاو وو او ويې ويل : (( ورور مو خيمو ته بوځئ)) او جنازه يې له وژنتونه کېږديو ته بوتله .

غزل بابا:

د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين
نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين
ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه
چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين
د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين
د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين

عبدالله بن مسلم بن عقيل

تردې وروسته “عبدالله  بن مسلم بن عقيل” ( چې مور يې “رقيه” د امام علي لور وه [7]) ډګر ته ورغى او ويې ويل :

اليوم القى مسلما و هوابى

و فتية بادوا على دين النبى

نن مې له پلار مسلم سره وينم  او هغه ځوانمردان ،چې د پېغمبر پر دين له نړۍ تللي دي . [8]

طبري وايي : عمرو بن صبيح  يو غشې پرې ورخوشې کړ او عبدالله لاس پر تندې کېښود ، غشى يې پر لاس او له تندي سره يې ورونښلاوه .[9] او بل غشى په زړه وايشت .

 جعفر بن عقيل بن ابى طالب 

خوارزمي او ابن شهر آشوب وايي: جعفر بن عقيل بن ابى طالب په دې رجز ډګر ته ورغى :

انا الغلام الابطحى الطالبى

من معشر فى هاشم من غالب

و نحن حقا سادة الذوائب

هذا حسين اطيب الاطايب

د هاشم له کورنۍ د غالب له ځوځاته زه هماغه ابطحي طالبي ځوان يم، موږ په حق د مشرانو مشر يو،او دا حسين خورا سپېڅلى دى . [10]

 او تر شهادته يې جګړه وکړه او قاتل يې ((بشر بن سوط همداني )) و. طبري وايي: قاتل يې ((عبدالله بن غوره خثعمي )) و .

 عبدالرحمان بن عقيل بن ابى طالب

ورپسې عبدالرحمان بن عقيل ډګر ته ورغى ،چې دا رجز يې وايه :

ابن عقيل فاعرفوا مکانى

من هاشم و هاشم اخوانى

کهول صدق سادة الاقران

هذا حسين شامخ البنيان

و سيد الشباب فى الجنان

پلار مې عقيل دى ؛نو مقام مې وپېژنئ،چې هاشمي يم او وروڼه مې هم هاشميان دي.دا حسين د رښتونو بوډا (اوشيخ) او د ښاغليو ښاغلى دى ،چې خورا لوړمقامى دى او د جنتي ځوانانو ښاغلى .

 تر شهادته يې جګړه وکړه او وژوونکى يې ((عثمان بن خالد جهني )) و . طبري وايي : عثمان بن خالد او بشر بن سوط پرې بريد وکړ اوشهيد يې کر.

 محمد بن عبدالله بن جعفر

خوارزمي او ابن شهر آشوب وايي: بيا محمد بن عبدالله بن جعفر ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اشکوالى الله من العدوان

فعال قوم فى الردى عميان

قد بدلوا معالم القرآن

و محکم التنزيل والتبيان

واظهرو الکفر مع اطغيان

ددې ټولو دښمنيو له لاسه خداى ته شکايت کوم؛د هغه قوم له کړو وړو،چې ړوند او په هلاکت کې دى: د قرآن نښې او محکم تنزيل او څرګند آيتونه يې واړول او خپل کفر او سرغړونه يې رابربنډه کړه .

بيا يې په جګړې لاس پورې کړ او شهيد شو. وژونکى يې ((عامل بن نهشل تميمى ))و.

عون بن  عبدالله بن جعفر 

ورپسې يې ورور عون ډګر ته ورغى اوو يې ويل :

ان تنکرونى فانا ابن جعفر

شهيد صدق فى الجنان ازهر

يطير فيها بجناح اخضر

کفى بهذا شرفا فى محشر

که مې نه پېژنئ ، د جعفر زوى يم ، په غوره جنت کې رښتين شهيد ،چې په شنو وزرونو کې الوځي او په محشر کې همدا شرافت راته بسيا دى.

ترشهادته وجنګېد. وژونکى يې ((عبدالله بن قطبه طائي)) و .[11]

 د امام حسن د دوو زامنو شهادت

ورپسې عبدالله بن حسن بن علي ډګر ته ورغى او و يې ويل:

ان تنکرونى فانا فرع الحسين

سبط النبى المصطفى المؤتمن

هذا حسين کلاسير المرتهن

بين اناس لاسقوا صوب المزن

که مې نه پېژنئ د حسن زوى يم ، هماغه ،چې د غوره امين پېغمبر لمسى و. دا حسين  دى ،چې د بندي په څېر په تاسې کې راګېر دى (چې هيلمن يم) خوندورې اوبه ونه څښئ .

تر شهادته يې جګړه وکړه . وژونکى يې ((هاني بن ثبيب  حضرمي )) و.[12]

بيا يې ورور قاسم بن الحسن ،چې لا د ځوانۍ منګ ته رسېدلى نه و وتو ته چمتو شو. حسين (ع) ،چې وليد په غېږ کې يې ونيو او ويې ژړل، دې تنګي ځوان د جنګېدو اجازه غوښته ؛خو تره يې حسين اجازه نه ورکوله. پر له پسې يې د امام لاس وپښې ښکلولې او اجازه يې غوښته ،چې په پاى کې حسين راضي شو، ډګر ته ورغى اوښکى يې پر اننګو بهېدې [13] او يوازې جامې يې پر تن او پڼې يې پر پښو وې او د سپوږمۍ په څېرځلېده او ويل يې :

انى انا القاسم من نسل على

نحن و بيت الله اولى بالنبى

من شمر ذى الجوشن و ابن الدعى

(( په واقع کې قاسم يم ،د علي له ځوځاته. پر بيت الله قسم ،چې موږ پېغمبر ته ډېر ورنژدې يو، تر شمر ذى الجوشن يا حرموني ( = ابن زياد)[14]

غزل بابا :

مسكي مسكي دي جنتونه چې قاسم راځي
حورې غلمان كړي سنګارونه چې قاسم راځي
د زلمي تندې په كوثر کې كړې چپې پېدا
نبي بابا راوړي جامونه چې قاسم راځي
د كنډې پېغلې اسوېلو ته فرشتې راغلې
دي په خېمو کې فريادونه چې قاسم راځې
اى شهيدانو مظلومانو د بې كس ملګرو
راسره واخلئ څه ګامونه چې قاسم راځي
زين العباد بچيه څنګه په هېبت پاسېدې
درته چا دركړه خبرونه چې قاسم راځي
زما د سترګو نظر ولاړو چې ټپرېږمه زه
لږ مې څوك اونيسئ لاسونه چې قاسم راځي

طبري د حميدبن مسلم له خولې وايي:  تنکی ځوان ،چې څېره يې د نرۍ مياشتې په څېر وه، توره په لاس، جامې يې پر تن اوکړاوې ( او چپه پياړمه يې شلېد لې وه) يې پر پښو وې. عمرو بن سعد بن نفيل راته وويل: (( پر خداى قسم بريد پرې نه کوم !))

 ومې ويل : سبحان الله ! ولې ؟ همدا چې راايسار کړي يې دي ، وژنې ته يې درته بسيا دي .

 ويې ويل: پر خداى قسم بريد پرې کوم . بريد يې پرې وکړ او لږ وروسته يې په توره پر ککره وواهه او تنکى ځوان پړمخ راولوېد او ويې  ويل: ګرانه تره! او حسين  د ښکاري باز په څير ورورسېد او د غوسناک زمري په څېر يې په توره پر عمرو بن سعد ورودانګل  او بېسارې  دفاع يې وکړه او د حسين ګوذار يې لاس تر څنګې جلا کړ او داسې چغه يې کړ، چې ګردو پوځيانو واورېده .[15]

يو شمېر کوفيان يې ژغورنې ته راغلل ،چې د حسين له بريده يې بچ کړي او تر پښو لاندې يې کړ ،چې هلاک شو. ډوړې کېناستې او ما وليدل ،چې حسين پر تنکي ځوان ولاړ دى او لاس وپښې وهي او حسين وايي : ((لعنت پر  هغوى ،چې ته يې ووژلې، د قيامت پر ورځ به دې نيکه ( رسول الله ص) ستا په اړه ورسره دښمني کوي )) بيا يې وويل:(( پر خداى قسم پر تره دې ډېره سخته ده ،چې په چغه يې راوبلې او لاسنيوى دې ونکړي، يا دې مرستې ته دروځغلي ؛خو ګټور درته نشي! هغه فرياد،چې پر خداى قسم دښمنان يې ډېر او مرستندويان يې لږ دي! ))

بيا يې له ځمکې راپورته کړ. ته وا وينم  ،چې حسين  په سينې پورې نيولى و او پښې يې ورته راښکودې . له ځان سره مې وويل : څه ورسره کوي ؟ ومې ليدل ،چې خپلې خيمې ته يې بوت او د خپل زوى علي بن الحسين او د اهل بيتو له نورو شهيدانو سره يې يو ځاى کړ. چې بيا مې د دې تنکي ځوان نامه وپوښتله، وويل شول : هغه (( قاسم بن حسن بن علي بن ابى طالب ))و.

غزل بابا :

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين
ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين
د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين

د امام حسين (رض) د وروڼو شهادت[16]

 ١-دابوبکر بن علي (رض)  شهادت

بيا د حسين (ع)وروڼه شهادت ته چمتو شوو او ړومبى يې ((ابوبکربن علي))د ((عبدالله)) په نامه ډګر ته ورغى او ويې ويل :

شيخى على ذوالفخار الاطول

من هاشم الصدق الکريم المفضل

هذا الحسين ابن النبى المرسل

نذود عنه بالحسام الفيصل

تفديه نفسى من اخ مبجل

يارب فامنحنى الثواب المجزل

  علي مې سرلوړى وياړلى ښاغلى دى ، د رښتين دروند او لوړ مقامي  هاشم له ځوځاته . دا حسين د مرسل نبي  زوى  دى،چې په تېرو تورو ترې دفاع کوو. له دې ستر  وروره ځار يو. پالونکيه (په دې لار کې ) ډېره بدله  راکړه.

((زحر بن قيس نخعي )) د ((ابوبکر بن علي )) وژونکى و.

 ٢-د عمر بن علي (ع) شهادت

بيا يې ورور ((عمربن علي )) ډګر ته ورغى او ويې ويل :

اضربکم ولا ارى فيکم زحر

ذاک الشقى بالنبى قد کفر

يازحر يا زحر تدان من عمر

لعلک اليوم تبوء بسقر

شر مکان فى حريق وسعر

فانک الجاحد يا شر البشر

  ګوزارونه درباندې کوم او ((زحر)) درکې نه وينم ؛هغه بدمرغه ،چې پر پېغمبر کافر شو.

زحره ! زحره ! له عمره بدله اخلې،په دې هيله ،چې نن جهنم ته په بدترين ځاى کې ننوځې: اور او ژبغړاندۍ ته  يې ،چې يې سخت منکر يې اى د بشر شره! بيا د خپل ورور په وژونکي پسې ګرځېده او سخته توره يې وهله اوويل يې :

خلوا عداة الله خلوا من عمر

خلوا عن الليث العبوس الکفهر

يضربکم بسيفه و لا يفر

و ليس يغد و کالجيان المنجحر

د خداى دښمنانو يوې خوا ته شئ، د عمرله لارې لرې شئ، له غوسناک توندخويه زمري له لارې څنډې ته شئ،چې په توره مو وهي او نه تښتي او د ډارنو په څېر په سوړو کې نه پټېږي!

 او د شهادت تر وخته يې جګړه وکړه.

 ٣-عثمان بن علي (رض)

 وروسته ترې ((عثمان بن علي )) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انى انان عثمان ذوالفاخر

شيخى على ذوالفعال الطاهر

صنو النبى ذوالرشاد السائر

مابين کل غائب و حاضر

 زه پخپله عثمان د وياړنو درلودونکى يم (چې ) پلار مې علي پاک کرداره دى؛  دهغه پېغمبر زوم،چې رشد او هدايت يې هر حاضر او غايب ته رساوه .

بيا يې جګړه وکړه او شهيد شو.

 ٤-جعفربن علي ( رض)

بيا يې ورور ((جعفربن علي )) ډګر ته  ورغى او و يې ويل :

انى انا جعفر ذوالمعالى

نجل على الخير ذوالنوال

احمى حسينا بالقنا العسال

و بالحسام الواضع الصقال

زه پخپله شريف جعفر د شريف زوى يم، د نېکچاري خير علي زوى، له حسينه په دې نېزې او لغړه توره ملاتړ کوم .

بيا يې جګړه وکړه او شهيد شو.

 ٥—عبدالله بن علي (رض)

او ورپسې يې ورور ((عبدالله بن علي)) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انا ابن ذى النجدة و الافضال

ذاک على الخير فى الفعال

سيف رسول الله ذوالنکال

وکاشف الخطوب والاهوال

  زه د هغه زړور فاضل سړى زوى يم،هماغه ښه نېکچارى علي،د رسول الله توره، (د کفارو) سزا ورکوونکى او د سختيو او کړاوونو لرې کوونکى .

او تر شهادته يې جګړه وکړه . [17]

طبري  د(( حميد بن مسلم)) له خولې وايي : پر هغه ورځ مې واورېدل ،چې حسين ويل : (( خدايه اورښت پرې مه وره، د ځمکې برکتونه ترې واخله. خدايه! که تر يو وخته دې برخمن کړل؛نو (اوس) يې په سختۍ خپاره واره او ډلې ډلې او واکمن ترې خوشحال مه کړې ،چې يې را وبللو،چې مرسته مو وکړي؛خو راباندې راپاڅېدل او ويې وژلو))

وايي : چې کله له حسين سره يوازې درې يا څلور تنه ياران پاتې  شوو؛نو يو کلک کميس يې وغوښت او څو ځايه يې سورى او څيرې کړ،چې لغړ يې نه کړي . يو يار يې ورته وويل :که ورلاندې ترې يو  پرتوګى واغوندې . امام وويل : پرتوګى د ذلت جامه ده او راسره نه ښايي او چې شهيد شو ((بحر بن کعب)) ترې کميس راوايست او لغړ يې کړ.

ابومخنف وايي :

عمرو بن شعيب له محمد بن عبدالرحمان راته وويل:  په ژمي کې د ((بحر بن کعب )) لاسونو اوبه کولې او په اوړي کې د لرګيوپه څېر وچېدل .

 ٦-د عباس بن علي (رض) شهادت

په مقاتل الطالبيين کې وايي : عباس بن علي ښکلى او پېمخې و .

پر تېز اس سپرېده او پښې يې ترځمکې رسېدې، د ((بني هاشمو سپوږمۍ )) يې ورته ويله ،پر کومه ورځ، چې شهيد شو؛نو د حسين (ع) بيرغچي و. عباس  د (ام البنين ) مشر زوى او د خپلو سکه وروڼو وروستى شهيد و.[18]

د خوارزمي په مقتل کې وايي : عباس دې رجز په ويلو ډګر ته ورغى :

  اقسمت بالله الاعز الاعظم     و بالحجون صادقا و زمزم

و بالحطيم و الفنا المحرم      ليخطبن اليوم جسمى بدمى

دون الحسين ذى الفخار الاقدام     امام اهل الفضل و التکرم

 پر ځواکمن او ستر خداى او پر حجون[19] ،زمزم ، حطيم  او د حرم په فنا[20] په رښتيا قسم خورم ،چې نن مې تن په وينو لړل کېږي . د حسين پر وړاندې ،چې وياړن ،مخکى او د فاضلا نواو عزتمنو مخکښ دى .[21]

او هم وايي : اوبو راوړو ته يې مخه کړه ،چې دښمن پرې بريد وکړ،چې  ده هم پرې بريد وکړ او ويې ويل :

لا ارهب الموت اذا الموت رقى     حتى اوارى فى المطاليت لقا

نفسى لنفس المصطفى اطهروقا     انى انا العباس اغدوا بالسقا

        ولا اخاف الشر يوم الملتقى

له مرګ نه ډارېږم،چې دا مرګ (مې) پورته بوځي ، تردې ،چې له مخکېنيو سره مې يوځاى کوي او ځان مې د سپېڅلي متقي مصطفى (ص) له ځان سره يوځاى کېږي ،زه هماغه عباس يم ،چې اوبو راوړو ته ځم. او د قيامت پر ورځ له شر او بدۍ بچ يم .

بيا يې له ځانه دښمنان وشړل،چې (( زيد بن ورقاجهني )) او((حکيم بن طفيل)) د کجورو د ونو تر شا ورته پټ ناست وو او په ښي لاس يې وواهه ؛خو عباس توره په کين لاس ونيوه  او بريد يې وکړ او و يې ويل :

و الله ان قطعتم يمينى      انى احامى ابدا عن دينى

و عن امام صادق اليقين     نجل النبى الطاهر الامين

پر خداى قسم،که څه زما ښى لاس مو وواهه،( خو پوه شئ ،چې ) له دينه مې دفاع کوم  او له رښتوني امامه، چې بېشکه د امين  او پاک پېغمبر لمسى دى .

او تردې يې جګړه وکړه ،چې زور يې کېناست او ((حکيم بن طفيل)) ،چې د ونې تر شا ورته ناست و، کيڼ لاس يې هم ترې غوڅ کړ او عباس وويل :

يا نفس لا تخشى من الکفار     و ابشرى برحمة الجبار

مع النبى السيد المختار       قد قطعوا اببغيهم يسارى

                                     فاصلهم يارب حرالنار

عباسه! له دې کفارو مه ډارېږه  او د جبار خداى په لورنې خوشحال وسه ، له هغه ستر غوره شوي پېغمبر سره. په ظلم يې کيڼ لاس رانه پرې کړ، زما خدايه ! د خپل دوزخ په اور کې يې وغورځوه .

په پاى کې هماغه ملعون د خيمې په ستن شهيد کړ .[22]

د خوارزمي په مقتل کې وايي : حسين عليه السلام ( د عباس تر شهادت وروسته ) وويل :

 ((الان انکسر ظهرى وقلت  حيلتى: اوس مې ملا ماته او تدبير مخ پرځوړنه شو ! [23]))

اى فلكه! نه ماتيږي ولې ستا د انصاف تله
د پرې وونو جرګه ژاړي غريو نيولى كهكشان دى
په خولو د مظلومانو هم خړوبه نه شوه تنده
د كوثر په خاوندانو څنګه نوى امتحان دى
د اسلام د تكميل نخښه شوه ښكاره په كربلا کې
دا ايثار چې د حسين و د اسلام  د شان نښان دى
زه حېران يم ورته څنګه د امام قتل اسان و
چې هر يو ته وه معلومه چې دا ځوان په نبي ګران دى
يو تصوير د قربانۍ دى شهادت د حسنينو
كه هرڅو ښكاري خاموشه چې راوايې خلې ګويان دى
حمزه مينه د امام دې كور ښه كړه كه پوهېږې
هم په دغې مېلمنه دې ويران كور د زړه ودان دى

 د اهل البيتو د ماشومانو شهادت

 د تي خور شهادت

د خوارزمي په مقتل او نورو کې وايي : حسين  د خېمې خولې ته راغى او و يې ويل : کوچنى علي راولئ ، چې خداى پاماني ورسره وکړم . ماشوم يې ورکړ،په ښکلولو يې لګيا شو او و يې ويل : (( افسوس پردې قوم،چې ستا نيکه يې دښمن دى ))،چې ناڅاپه ((حرمله کامل اسدي)) تي خور په غشي وايشت او د حسين په غېږ کې يې شهيد کړ. حسين هم د تي خور د ستوني له وينو ورغوى ډک کړ او اسمان ته يې وشينده او ويې ويل : ((خدايه ! که (نن) دې بريا رانه اخستې؛نو هغه مو د غوره ورځې کړه او له دې ظالمانو کسات واخلې)) بيا له اسه راکوز شو او د تورې په غلاف يې قبر ورته وکنه جنازه يې وکړه، په وينو لړلى تي خور يې پکې ښخ کړ . [24]

غزل بابا:

يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اوښكې شته نه وينې چې په تا يې زه قربان كړمه
وې بانو بچيه مرور له كوره چرته ځې
جار دې شه موركه دا خفه له موره چرته ځې
اودرېږه په مخکې چې لوګى درته چشمان كړمه
يه اصغره زوىه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اودرېږه نبي نيكه بابا ته مې سلام يوسه
هم يې مرتضى او مجتبى ته نام په نام يوسه
وايه ستا بې پته امتيانو په دا شان كړمه
يه اصغر زوىه ………………….
چغې كړې كبرى چې دې چينې اوښكو ته نه ګورې
يه روره كه ته د سكينى اوښكو ته نه ګورې
مه ځه درته روى به د علي شاه مردان كړمه
يه اصغره زوىه …………………………..
اووې زينبې بي بي، د دو سترګو رڼا زما
غم د تا دعون او محمد نه دى سوا زما
ترور درنه قربان شه زړه به څنګه در عيان كړمه
يه اصغره زوىه …………………………
يه زوىه خاتونې د جنت ته سلام ووايه
بيا مې مرتضى او پاك حضرت ته سلام ووايه
اوس به بې د تانه په دنيا کې څه ګزران كړمه
يه اصغر زويه

 د بل ماشوم شهادت

طبري وايي: عبدالله بن عقبه غنوي ،ابابکر بن حسين په غشي وايشت او شهيد يې کړ؛نو ځکه ((ابن عقب)) شاعر وايي:

و عند غنى قطرة من دمائنا

وفى اسد اخرى تعد و تذکر

يوه برخه وينه مو د (( غني)) پر ټبر ده او بله يې د ((اسد)) پر ټبر شمېرل او يا دېږي .

غزل بابا وايي:

ساه د يزيديانو په فضا کې پس پسۍ شولې
شور او په چپيا کې پټې پټې ګنګوسۍ شولې
ولې به نه وي په هېبت عرش و كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشوما د حسين
سخته ګرمي محاصره لوږه او تنده اله
زين العبا، اكبر، اصغر او قاسم جان د حسين
وې چې زه مؤمن يمه باغونه د ارمان لرم
ډك دى د جنت د ګلو زه هغه دامان لرم
توره مې په تيكي کې ده لاس کې چې قرآن لرم
اوګورىْ چې شان د محمد اخر زمان لرم
زه يمه باران د رحمتونو چې امام يمه
اى بې لارې تګيو د بقا د اوبو جام يمه
زه يمه حسين مور مې زهرا نيكه سرور زما
پلار ابوتراب و دلاور علي حيدرزما
ورور ميېن په صلح مجتبى شاه شبر زما
سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښه وائې كه بد وايې خو ووايه چې څه وايې

د فرات پر لار نښته 

طبري د هغه له خولې وايي،چې حسين او ياران يې څارل : چې کله حسين خپل ياران په تنګسه کې وليدل ، پر اوښ سپور  شو،چې له فراته اوبه راوړي . وايي په دې حال کې (( بني ابان بن دارم ))  د ټبر  يو تن وويل : (( پر تاسې افسوس ، له اوبو يې منع کړئ ،چې لارويان يې يو ځاى ورسره نشي)) او خپل اس يې وځغلاوه او خلک ورپسې شواو د حسين او فرات ترمنځ يې ليکه جوړه کړه او حسين وويل: ((خدايه! تږي يې کړه!)) وايي: دې اباني سړي په غشي د حسين  اوږه په نښه کړه.

په يوه روايت کې وايي : حصين بن تميم امام (ع) په نښه کړ او په خوله يې وايشت … او په بل روايت کې وايي : حسين غشى راوکښه او ورغوى يې له وينې ډک کړ او اسمان ته يې  وشينده . بيا يې خداى  وستايه، لاسونه يې پورته  کړل او ويې ويل : (( خدايه ! څه چې ستا د پېغمبر د لور له زوى سره کېږي ، يوازې تا ته يې شکايت کوم، خدايه شمېر يې کم کړه، ساه ګانې يې واخلې ، او يو يې هم پر ځمکه پرېنږدې !))

طبري وايي : حسين غشى راوکښه او په وينو لړلي لاسونه يې پرانستل او ويې ويل: (( خدايه! څه چې ستا د پېغمبر د لور له زوى سره کېږي ، تا ته يې شکايت کوم ! ))

غزل بابا وايي :

دا څنګه وخت دپاك نبي په خاندان راغلى
چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلى
دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دى
چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دى
دكربلا هره ذره لكه بلا ښكاري
دى عافبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري
دعلمدار مټې پرې شوې، سر د تن نه جدا
په ډاګه پروت دى د امام شاه زمن نه جدا
مشك يې غلبيل سورى سورى په بيابان پاتې دى
د اوبو ګوت د سكينې د زړه ارمان پاتې دى
علي اكبر چې وه زلمى د زړه رڼا د حسين
په شهادت باندې يې ماته شوله ملا د حسين
چې په كړه وړه کې سراسر د پېغمبر غوندې وه
چې په يرغل او په ګوزار کې د حېدر غوندې وه
حورې غلمان يې چې ښائست وته اوبه اوبه وو
راغلو مېدان لره قاسم چې نن يې څه په زړه وو
د نيم پرانستي ګل پشان يې د ځوانۍ وخت وه
د دې غنچې نه د نكهت د روانۍ وخت وه
ښكلى پېكري د شقي په يو ګوزار اورژېد
جوړې يو ګل د نبوت دلاله زار اورژېد

راوي وايي: پر خداى قسم ،وخت تېر نه و،چې خداى هغه  ( خبيث) سړى تږى کړ، داسې ،چې بيخي نه مړېده . قاسم بن اضبغ وايي : کتو ته يې له يوې ډلې سره ورغلم ، ساړه شربتونه ، له شملو ډک خيګونه او د اوبو ډکې کوزې مې وليدې او وا مې ورېدل ،چې ويى ويل : (( پر تاسې افسوس! را و يې څښئ ، چې له تندې مړ شوم! او بيا يې د اوبو کوزه يا د کورنيو شوملو خيګ ورکاوه او ټول يې څښه اوچې  له شوملو به يې لرې کړ او ډېر لږ به ارام شو بيا به يې چغې وهلې: (( افسوس درباندې ! را و يې څښئ ،چې له تندې مړ شوم ! )) او پر خداى قسم ، ډېر لږ وروسته  يې ګېده  د اوښ د ګېډې په څېر وشلېده.

   د پرېشانه تنکي ځوان شهادت

 طبري د ((هاني حضرمي )) له خولې وايي : د حسين پر وژنې  له  لس تنيزو سپرو کې  له حاضر ينو ځنې وم ، چې پوځيان  وخوځېدل او مغلوبه جنګ شو، ناڅاپه له آل حسين  څخه يو تنکى ځوان ،پرېشانه له خيمې راووت ،چې جامې  يې پر تن او يو لرګى ورسره و او ښي او کيڼ لور يو ته يې وکتل … ،چې يو سپور ځان وروساوه ، له سپرلۍ کوز شو، هلک يې ونيو او په توره يې نيم کړ.

راوي وايي :د تنکي ځوان وژونکى  پخپله ((هاني حضرمي)) و؛خو دا چې  ټپسورى شو، وژنه يې په بل پورې وتړله .

 د امام حسن (رض) د تنکي ځوان شهادت

طبري وايي : بيا(( شمربن ذى الجوشن )) په پلي ځواک  پر حسين(ع) يرغل وکړ ، حسين دفاع وکړه  او يرغلګران پر څټ شوو؛ خو بيا يې سخت را ايسار کړ.

ناڅاپه ((عبدالله بن حسين)) چې تنکى ځوان و، حسين ته ورغى . حسين خپلې خور ته وويل: مه يې را پرېږده ، زينب هڅه وکړه ؛خو هلک نه منله او په منډه د حسين ترڅنګ ودرېد.

په دې حال کې ((بحر بن کعب)) په توره پر حسين ورټوپ کړ او تنکي هلک وويل :(( پليده! تره مې وژنې؟)) بحر بن کعب د تورې ګوذار وکړ او دې هلک ځان د خپل تره ډال کړ،چې په ګوزار يې لاس پرې شو او يوازې پوټکى يې پاتې و او چغه يې کړه : مورې! حسين په سينې پورې راونيو او و يې ويل : (( وراره! چې  څه در رسېدلي ، زغم پرې  وکړه او ثواب ته هيلمن  وسه ،چې خداى دې خپلو ښو پلرونو؛ رسول الله (ص) ، علي بن ابى طالب ، حمزه ، جعفر او حسن بن علي ته وررسوي[25] ))

 غزل بابا:

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين
ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين
د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
عرش ښكلولو ته د مزكې نن تكل كړي ولې
نن عليين ته د ختلو نېت اسفل كړي ولې
نن ستمونه د فلك ښكته مزل كړي ولې
نن عوارض بغېر دجسم نه غوبل كړي ولې
چشم حېرت كړي تماشا ارض و سما د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
نن په خپل مېنځ کې ملائك كړي په حيرت خبرې
حورې غلمان وايې د سوز او د حسرت بدلې
دې نظارې ته قدرت هم پردې له مخ كړې لرې
راځي په جوش کې د تسليم اورضا لښکرې
جنګ ته تيار چې شول اصحاب باصفا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
نن د ګرمۍ چې له وحشته ساه ډوبيږي ولې
يخې خولې د پشه كال په مخ  بهېږي ولې
د كربلا خشكه صحرا ګلستانيږي ولې
وړي په ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسين
شفق د وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
سبب يې څه دى بې قرار چې شهيدان شو دوبار
تللي روحونه يې قالب ته په رفتار شو دوبار
د كائنات  د نياز سرونه نكونسار شو دوبار
بعثنا سيدي للحرب په ګفتار شو دوبار
د روح په غوږ د من ناصرې شوه صدا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
څوك وه چې وس يې د مركب ورته ركاب اونيو
لاس د قدرت و، په پنجه کې يې مهتاب اونيو
د جلالت نه چې په لاس کې يې نقاب اونيو
نمر په اسمان کې د خسوف مخ ته حجاب اونيو
په رخصتۍ کې زېنب واختى بلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
منم چې داغ يې د اكبر د شهادت ؤ په زړه
بار دواده دشه قاسم يې هم حسرت ؤ په زړه
د علمدار غوڅ مړوندونه يې قيامت ؤ په زړه
خو يو جوش د شهادت چې يې راحت ؤ په زړه
قضا ته سر اېښى په مخکې ؤ رضا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
نعرې د چا په كائناتو مسلط كړو سكوت
جلوې په چا قربانېدو ته رالېږي مكلوت
د انبياؤ په نظرونو شو كربل جبروت
په ايېنه کې منعكس شولو ناسوت د لاهوت
پورته اتمام ته د حجت چې شوه ندا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
دښمن ويل مونږه منو چې يې فرزند د رسول (ص)
د زړه ټوټه د مرتضى يې جګر ګوش د بتول
كه د اجل چرې پېرزو دې په ځان نه وي نزول
راشه بېعت زمونږ په مخکې د يزيد كړه قبول
ورته جواب کې ذوالفقار وكړه برېښنا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
لرې پرده شوه اصلي رنګ کې نمايان شو اسرار
چې د امام په قتلولو باندې سرشو اشرار
بيا چې شبير نه شو علي ته امامت په رفتار
كه چا كتى شولى پخپله بې حجاب ؤ ستار
د پاك وجود نه چې جدا شوله ردا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
شاتورى راغلى ذوالجناح زخمي په حال زبون
د دين پټى دادى خړوبه كړو امام په خون
كښت و جنت د ذوالجناح هره ادا د جنون
وكرامت د امام بې اوبو ژوندى چې و نون
د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كونډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين
زبح عظيم شو مكمل پاتې نور حال نه شو
زير د منت وس دا كمال پاتې اجمال نه شو
يار د هندى د زوى د زوى سره اقبال نه شو
ځاى د عبرت دى آل يې پاتې په دنبال نه شو
حمزه شاهان دي ځاى په ځاى آل صفا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

د امام حسين شهادتځى

طبري وايي : حسين په خپل وژنځي کې اوږد وخت پاتې شو او چې د دښمن هر يو تن به ور نژدې کېده،له وژنې يې لاس پر سرکېده ،چې ستره ګناه يې ورتر غاړې نشي . تردې ،چې ((مالک بن نسير)) ورغى او په توره يې پر سر وواهه،تورې اوسپنيزه خولۍ ماته کړه او ګوذار سرته ورسيد، سر او خولۍ يې په ونيوشوه حسين ورته وويل : (( له دې چاره نه وخورې  او نه وڅښې ! او خداى  دې له ظالمانو سره راپاڅوه ))

راوي وايي: امام خولۍ راواخسته او بله خولۍ يې راوغوښته او پر سر يې کېښووله؛ حال داچې سخت کمزورى شوى و،خپله پګړۍ يې پرې ورکېښووله . هغه سړى رامخې ته شو او دا خولۍ يې راواخسته اوچې د کربلا تر پېښې وروسته خپلې مېرمنې؛((ام عبدالله )) ته ورغى او خولۍ يې له وينو وينځله،مېرمن يې ورته وويل : د پېغمبر د لور د زوى ،لوټ شوې خولۍ دې کور ته راوړې ؟! زما  له کوره يې وباسه)) او ملګرو يې ويلې،چې  نوموړى ترمرګه بدمرغه نشتمن و. [26]

غزل بابا وايي :

هغه توره چى په بريښ کې رفتار و داجل
هغه توره چى په شرنګ کې يې ګفتار و داجل
وړ نيټه وه داجل د امام لاس کې ښكاريده
په يو وخت کې هر يو كس ته اوږ ديده او لنډيده
اوچيده او څڅخداىخداىيده او كږيده او ستيده
بريښيده او ځلېده او قهريده او موسيده
نه په خود او نه په زغره نه په ډهال حصاريده
نه په زور د زور اور نه په سوال حصاريده

 د آل رسول پر خيام د پلي ځواک يرغل

 ابومخنف وايي : په دې حال کې ((شمربن ذى الجوشن)) د لسو تنو په شاوخوا کې د کوفې له پلي ځواک سره د حسين د خېمو پر لور روان شو او حسين وويل : (( افسوس درباندې : که دين نه لرئ او له قيامته نه وېرېږئ، لږ تر لږه  په خپل دنيوي چار کې ازاد او اصيل وسئ، قافله او عائله مې ستاسې له بې عقلو بچ کړئ ! ))

شمربن ذى الجوشن وويل : (( د فاطمې زويه ! خبره دې سمه ده ))  او له پلي ځواک  سره ،چې : عبدالرحمان جعفي ، قشعم بن عمرو جعفي،صالح بن وهب يزني، سنان بن انس نخعي او خولي بن يزيد ورسره  وو، حسين  ته ورغلل او خپل مشر د حسين وژنې ته هڅول او عبدالرحمان  جعفي ته يې ،چې پوره پر وسله سنبال وم وويل : (( کار يې ترسره کړه !))

 ورته يې وويل : (( ولې يې پخپله  نه کوې ؟!))

 شمروويل :(( ايا ما ته داسې وايې ؟))

  ويې ويل : ((او ته ما ته داسې وايې ؟))

او يو بل يې وکنځل او عبدالرحمان ،چې بې باکه  او زورور و،شمر ته يې وويل :(( پرخداى قسم ،چې دا نېزه دې په سترګو کې ومنډم ! ))

  راوي وايي : شمر ترې مخ واړاوه،ويې ويل : (( پر خداى قسم  که  مې کولاى شول ؛نو هرومرو مې زيان  دررساوه .[27]))

غزل بابا وايي :

ګرد و د هېبت غوندې چې جمع و د نمر په مخ
څه يخه خندا وه چې ښكاره وه د سحر په مخ
راغلو زيړ زبېخلى سحر رنګ د مازيګر په مخ
شنه د غم لوخړه پنډه شوې د منظر په مخ
غونډه په دې وخت کې د تيرې د بلا سڼنې شوه
نمر په راختو شو پورته ښكته ښكاره رڼې شوه
راغلې تماشو ته اخته وې تماشې په غم
يا د زمانې لړم لړلې وې لشې په غم
تتې له غباره وې صفا د زړه شيشې په غم
لړ زندې ښكاره شوې چې سورې وې پلوشې په غم
راغلې زيړې زيړې  رپېدونكې لړزيدونكې وې
تا به داسې وې چې جوړ د نمر نه غورزيدونكې وې
نمر د نيمايه اسمان نه ښكته ځې تكل كوي
ژرنده د وختونو ده روانه كار د دل كوي
مزكې ته په ښكته په هېبت كاته اجل كوي
ډېرې فرښتې د مرګ  په وړاندې ترېنه زغل كوي

  د امام (رض) وروستۍ جګړه 

طبري  د ابي مخنف له خولې وايي : حجاج بن عبدالله  بن عمار  وويل ،چې عبدالله  بن عمار  د حسين په وژنه کې د ګډون له امله ټپسورى شو.

نو يې وويل : (( پر بني هاشمو مې يو حق دى ! ))

 ورته مې وويل : (( څه حق پرې لرې ؟))

 ويې ويل : (( پر حسين مې په نېزه بريد کاوه ،چې ورورسېدم . پر خداى قسم ،چې ګوذار مې پرې کړاى شو، خو لږ ترې پر شا شوم او و مې ويل : ولې يې زه وژونکى وسم، پرېږده ،چې بل يې ووژني !))

 بيا پلي ځواک له ښي او کيڼ لوريو راايسار کړ ؛خو حسين له ځانه وشړل، ورېښمين کميس يې اغوستى و او پګړۍ يې  پر سر وه. پر خداى قسم کله مې هم  داسې يو راايسار شوى ليدلى نه و ،چې اولاد،اهل بيت او ياران يې وژل شوي وي؛خو په خورا زړورتوب ،زغم او مړانه دفاع وکړي ! پر خداى قسم مخکې  او وروسته  مې يې سارى ليدلى نه دى ،چې  راتاو پلي کسان ترې د لېوه داړلي وزو په  څېر خپاره واره کېدل!

 غزل بابا :

هغه سردار چې د جنت د شاه زلمو دى حسين
كله لائق د تورو غشو دنېزو دى حسين
سر يې خپل وركړ لاس يې ورنه كړو په لاس د يزيد
خدايګو بنا د لا اله الا هو دى حسين
اى د دنيا تاريخه اوس خو لافاني شوې ته هم
ستا اننګو کې چې تل تل په ځلېدو دى حسين
چې عقلمند د جهان ټول ګوته په خوله دي ورته
هغه سالار خو د اسلام د لېونو دى حسين
چى يې سپرلى كړلو په ټكندو غرمو د ضمير
پروت بې كفنه كربلا کې په غرمو دى حسين
انسانيت به ورته سر د نياز خم لري تل
روح په قالب کې د راتلونكو زمانو دخداى حسين

 د حضرت زينب (رض) فرياد 

راوي وايي : پر خداى قسم ، همدغسې وه ،چې بيا د فاطمې لور او د امام خور؛ زينب له خېمې راووته او و يې ويل : (( کاشکې اسمان راولوېږي !)) بيا يې عمر سعد ته ،چې حسين ته ورنژدې شوى و، وويل: ((عمرسعده ! ايا ابو عبدالله  وژل کېږي او ته ورته ګورې ؟!)) او اوس ته وا  وينم ، چې د عمر سعد اوښکې پر مخ او ږيره يې بهېږي او له زينب مخ اړوي ! [28]

غزل بابا وايي :

يو خوا بل خوا د بيبيانو اسويلي وو
څه سلګۍ د ماشومانو څه زبيرګي وو
څه له اوره پاتې نه شوې په خېمو کې
د چا كوښي پاتې نه شوې په پښو کې
څه پړوني يې ټومبلي په نېزو کې
څه اوچت د كربلا په بړبوكو کې
بې حجابه خاندان د محمد شو
د جفا او د ستم د ظلم حد شو

 د امام  حسين (رض) شهادت

 ابومخنف له صعقب بن زبير او دى له  حميد بن مسلم څخه وايي:  حسين (ع) ورېښمينې جامې اغوستې وې ، پګړۍ  يې پر سر وه او نکرېزې يې  کړې وې ،پلى د ميړني جنګيالي په څېر جنګېده او د دښمن مخه يې  نيوه او ويل يې :

 ((زما وژنې ته هڅونه کوي ؟ هن ! پر خداى قسم،چې تر ما وروسته  هر څوک ووژنئ ، خداى پرې زما د وژنې هومره نه خپه کېږي! پر خداى قسم ، هيلمن  يم ،چې خداى مې ستاسې په خوارۍ  درنښت وکړي او زما کسات درنه داسې واخلي،چې پوه هم نشئ ! هن ! پر خداى قسم که ما ووژنئ، خداى به مو په خپلمنځي اړپېچ اخته کړي او يو د بل  وينه به تويې کړئ اوپه دې چار به مو خداى خوشحال نشي، تردې ، چې درناک عذاب در زيات کړي !))

وايي: بيا نو يوڅه ورځ تېره شوه ،که خلکو يې د وژنې هوډ درلوداى ؛نو واژه يې ؛خو هر يو بل ته سترګې نيولې وې او ښه يې ايسېدل ،چې بل دا چار وکړي،چې شمر چغه کړه:(( افسوس درباندې! څه ته مو سترګې نيولي؟ ويې وژنئ ! ميندې مو بورې شه ))

 وايي :  خلکو پرې له هر لوري بريد وکړ او تميمي ګډونوالو يې کيڼ لاس په نښه کړ ، بل يې غاړه په نښه کړه. بيا ستانه شوو او امام پاڅېده او رالوېده ،چې (( سنان بن انس)) پرې بريد وکړ او په نېزه يې وواهه او ((خولى بن يزيد)) ته يې وويل : (( سر يې جلا کړه )) اوچې دا يې کول، غړي يې ولړزېدل .

 سنان ورته وويل : خداى دې مټې ماتې او لاسونه پرې کړه  او پخپله  پلى شو او د امام سر يې غوڅ کړ او ((خولي)) ته يې ورکړ. [29]

  ابو مخنف دجعفر بن محمد بن علي (امام صادق (ع) له خولې روايتوي : (( چې حسين  شهيد ېده ؛نو پربدن يې دنېزې دري دېرش اودتورې څلور دېرش ټپونه وو)) اووايي: سنان بن انس ، چاته اجازه نه ورکوله،چې  حسين ته ورنژدې شي ،هسې نه ،چې دحسين سرترلاسه کړي تردې ،چې پخپله  يې دامام سر جلا کړاو ((ځولي)) ته يې وسپاره.

 غزل بابا وايي:

د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين
نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين
ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه
چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين
د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين
د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين
******

لښکر د پېغمبر (ص) د اهل بيتو شتمني لوټي 

وايي : د امام  جامې  يې لوټ کړې . کميس يې ((بحربن کعب)) يووړ،ورېښمين چپن  يې ((قيس بن اشعث)) او پڼې يې ((اسود)) او توره يې ((بني مهشل ))يووړه ،چې بيا د(( حبيب بن بديل )) د کورنۍ  لاس ته ولوېده . بيا خلک د جامو،ګاڼو او اوښانو پر لوټ شوو او ټول يې ولوټل  او بيا  د اهل بيتو ښځو، وزلو او په شته سامان پسې  ورغلل ، تردې ،چې د ښځو پڼوني يې هم لوټ کړل!

غزل بابا:

ښكلي ګلونه ترمې ترمې د سپرلي پراته دي
د محمد د خاندان ښكلي زلمي پراته دي
چې زړه د كفر يې نعرونه د تكبير لړزيدو
د اصحاب دي د حسين لكه زمري پراته دي
ليك يې سند د تل ژوندون شو په كتاب د عالم
دا هسې مړه دي چې تر حشره هم ژوندي پراته دي
چې ابراهيم او اسماعيل به هم پرې فخر كوي
نن بې كفنه ښكلي ميړني پراته دي
چى هر څه څه يې قرباني كړه په نامه د اسلام
په بې كسۍ کې دلته هغه لېوني پراته دي
چې استقلال ته ملائك يې هم حيرت وړي دي
هغه غښتلي ننګيالي هغه سړي پراته دي

وروستى  شهيد

وايي : ((سويد بن عمر)) ،چې د امام له يارانو ځنې و، ټپي، په وژل شويو کې پورت و،چې وايې ورېدل : ((حسين ووژل شو))؛نو داچې لږ ښه شوى و،په چاړه يې پر دښمن بريد وکړ او څه وخت وجنګېد،چې شهيد شو. وژونکي يې (( عروة بن بطار)) او(( زيدبن رقاد ))وو او دا وروستى شهيد و .

او د حميد بن مسلم له خولې وايي : علي بن الحسين بن علي اصغر [30]  ته ورسېدم او مې ليده ،چې ناروغ او په بستره کې پروت دى او شمربن ذى الجوشن او پلى ځواک يې وايي: (( ايا دا و نه وژنو؟))

وايي ، و مې ويل :سبحان الله ! ايا کوچنيان وژنو؟!دا کوچنى دى .

او د خطر لرې کولو ته  مې دا خبره  ټينګه ونيوه ،چې عمرسعد راغى  او ويې ويل :(( پوه شئ ،چې هيڅوک دې د ښځو ځاى ته نه ننووځي اوهيڅوک دې  ناروغ ته زيان ونه رسوي او چې چا څه ترې اخستي ور دې يې کړي .))

  وايي : پر خداى قسم چا هم څه رانه کړل  او علي بن الحسين وويل : (( خداى دې خير درکړي،چې پر خداى قسم په خبره دې، خداى له يوه ستر شره بچ کړو .[31]))

 د حسين (رض) وژونکي انعام غواړي!

راوي وايي : خلکو سنان بن انس ته وويل :(( تا حسين بن علي د پېغمبر د لور د فاطمي زوى دې وواژه ! تاد عربو يو ستر او شريف نارينه وواژه! راغلى و،چې دوى له واکمنۍ راوپرځوي؛ نو خپلو بولندويانو ته دې ورشه ،چې د حسين د وژنې په پار څومره شتمني هم درکړي ،بيا هم لږه ده !))

 او سنان ،چې بې باکه او احمق  ښکارېده،سپور  د عمرسعد خېمې ته ورغى اوپه لوړ غږ يې وويل :

او فر رکابى فضة و ذهبا

انا قتلت الملک المحجبا

قتلت خير الناس اما و ابا

و خيرهم اذ ينسبون نسبا

 رکاب مې له سره و سپېنو ډک کړئ، چې لوړ مقامى سلطان مې وژلى دى .داسې يو تن مې وژلى ،چې مور و پلار يې غوره خلک او خورا اوچت حسب او نسب  يې درلود.

 عمر سعد وويل : (( ګواهي ورکوم ،چې ته لېونى يې او بيخي روغ نه يې ! ))  او و يې ويل : (( دلته يې راولئ . ))

 او چې  راغى  په خپله همسايې پرې ګوذار وکړ او و يې ويل : (( لېونيه! دا څه خبره کوې! پر خداى قسم که ابن زياد يې واوري، غاړه به دې درپرې کړي!))

 د امام تنه لتاړل کېږي

راوي وايي : بيا عمرسعد په خپل لښکر کې غږ وکړ : (( څوک حاضر دى ، چې د حسين تنه د خپل اس تر پښو لاندې  کړي ؟ ))

 لس تنه چمتو شوو ،چې يو يې (( اسحاق بن حياة  حضرمي )) د امام حسين  د کميس  تښتونکى و ، چې تردې وروسته  پر پيس ناروغۍ اخته شو او ((احبش بن مرشد)) ،چې راغلل او د حسين تنه يې په اسونو  ولتاړله او د امام ملا او سينه يې ورماته کړه ! او خبر شوم ،چې څه موده وروسته (( احبش بن مرشد))  په غيبي غشي پر زړه وايشتل شو او هلاک شو.[32]

 

خوشال بابا وايي :

پر يزيد باندى لعنت شه او په اعوان يې

چـې په تيـــغ يې د نبى لمسى مظلوم دى

 

ارواښاد ګل پاچا الفت وايي :

پر يزيد باندى وريږى تر قيامتـــــه نفرتونه

د حسين په غم كې ژاړي جهانونه عالمونه

[1] . .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٦ مخ

[2] .مقاتل الطالبينن،٨٠ مخ. د قريشو نسب،٥٧ مخ، الاصابه،څلورم ټوک،١٧٨ مخ

[3] . د قريش نسب،٥٧ مخ

[4] .آل عمران،٣٣ او ٣٤  آيتونه

[5] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٣٠-٣١ مخونه

[6] .هماغه سرچينه

[7] .طبري يې شهادت د علي اکبر تر شهادت وروسته راوړى دى . طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٥٧ مخ؛ نسب قريش،٤٥ مخ؛مقاتل الطالبيين،٩٤ مخ .

[8] .د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢٠ مخ؛د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٦ مخ .

[9] .په عباراتو کې دا ډېروالى د مفيد د ارشاد په ٢٢٣ مخ کې راغلى دى .

[10] .دا رجزونه مو د خوازمي له مقتل او ابن شهر آشوب له مناقبو راخستي دي او طبري د خپل غالب عادت له مخې يې رجزونه حذف کړي دي .

[11] .د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢٠ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٧ مخ .

[12] .هماغه سرچينه

[13] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٧ مخ .

[14] . د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢١ مخ .

[15] . طبري تاريخ،دويم ټوک،٣٥٨ مخ؛د مفيد ارشاد،٢٢٣ مخ

[16] .ددې فصل عبارتونه مو ترپايه له مقتل خوارزمي ( دويم ټوک،٢٨-٢٩ مخونه) راوړي دي .

[17] .طبري او لارويانو يې د حسين د وروڼو شهادت په لنډو راوړى دى؛خو ابن شهر آشوب په خپل مناقب کې د عباس د مورني ورونو رجزونه راوړي دي؛خو څه چې مونږ دلته راوړي دي،له مقتل خوارزمي دويم ټوک،٢٨-٢٩ مخونو څخه راوړي دي .

[18] .مقاتل الطالبيين،٨٤ مخ

[19] .په لسان العرب کې وايي : جحون د بيت الحرام او خطيم د کعبې د دېوال يوه برخه ده

[20] . له “فنا” مراد ظاهرا د مسجدالحرام انګړ يا د حرم ټول مساحت دى .ژباړن

[21] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٩-٣٠ مخونه .

[22] . د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢١-٢٢٢ مخونه.

[23] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٣٠ مخ

[24] . هماغه سرچينه،دويم ټوک،٣٢ مخ او طبري تاريخ د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٠ مخ،د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،١٨٨ مخ .

[25] .د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٣ مخ؛ د مفيد ارشاد،٢٢٥ مخ

[26] .د طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٥٩-٣٦٠ مخونه او د مصر د دارالمعارف چاپ، پينځم ټوک،٤٤٨ مخ .

[27] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٢-٣٦٣ مخونه.

[28] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٤-٣٦٥ مخونه.

[29] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٥-٣٦٨ مخونه.

[30] .آنحضرت علي اصغر نه و؛بلکې علي اوسط و او هغه مهال يې زوى (امام) محمد باقر زيږېدلى و .

[31] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٧ مخ .

[32] . [ د معالم المدرستین د برخې پای] د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٨ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!