تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد د اخترونو لمونځونه: د كوچني او لوى اختر د لمانځونو پۀ واجبوالي او مستحبوالي كې سره مخالف شويدي: اماميانو او احنافو ويلي دي:لكه د جمعې د لمانځه شرطونه عيني واجب دي. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

د اخترونو لمونځونه:

د كوچني او لوى اختر د لمانځونو پۀ واجبوالي او مستحبوالي كې سره مخالف شويدي:

اماميانو او احنافو ويلي دي:لكه د جمعې د لمانځه شرطونه عيني واجب دي. كۀ  يې يو شرط نۀ ؤ د دواړو خواو پۀ نزد واجب والى يې نشته،اماميانو ويلي دي: كۀ له واجبو شرطونو يې يو شرط نۀ ؤ، كۀ هغه پۀ جماعت سره وي يا پۀ ځانګړي شكل، په سفر وي يا پر خپل وطن د اسحباب له مخې دي يې اداء كړي.

حنبليانو ويلي دي: د اختر لمونځ يو كفايي واجب دى.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: هغه مؤكد سنت دى.

د اماميه وو او شافعيه وو پۀ نزد د اختر د لمانځه اداء كولو وخت له لمر ختو تر زوال پورې دى او د حنبليانو پۀ نزد بيا تر لمر راختو وروسته د يوې نيزې پۀ كچه تر غرمې پورې دى.

اماميانو ويلي دي: د دوو بشپړو خطبو ويل لكه د جمعې پۀ لمانځه كې واجب دي او پاتې نور مذهبونه پر استحباب يې قائل دي. ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې: د اختر د لمانځه د خطبې ويل دجمعې د لمانځه د خطبې پر خلاف د اختر د لمانځه تر اداء كولو وروسته دي.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي: د اختر لمونځ پۀ ځانګړي يا د جماعت پۀ ډول دواړه صحيح دي او نورو مذهبونو ويلي دي: پر جماعت سره واجب دى.

خو د هغه څرنګوالى د مذهبونو پۀ نزد پۀ لاندې ډول دوه ركعته دى:

احناف:

 لومړى نيت،بيا تكبيره الاحرام، ورپسې دې پر خداى پاك ثنا ووايي،همغه وخت دې درې ځلې تكبير ووايي، تر هر تكبير وروسته دې د درېو تكبيرونو د ويلو پۀ اندازه پټه خولۀ شي او وروسته كۀ ووايي، چې : سبحان الله والحمد لله و لا اله الا الله والله اكبر” كوم تاوان نلري، بيا دې د حمد سورت او ورپسې دې دقراّن كريم يو بل سورت ووايې او بيا دې درې تكبيره ووايي او ركوع او سجدو ته دې ولاړ شي او لمونځ دي پاى ته ورسوي.

شافعيان:

لومړى دې تكبيره الاحرام ووايي او د استفتاح (1) دعا دې ووايي او بيا دې تر اووه ځلې ورو تكبير د دوو تكبيرونو تر مينځ “سبحان الله والحمد الله و لا اله الا الله والله اكبر” ووايي، بيا دې اعوذ بالله او د حمد او دقاف سورتونه ووايي او ركوع او سجدو ته دې ولاړ شي، او دويم ركعت ته دې پورته شي او د قيام پۀ حال كې دې تكبير ووايي، او پنځه تكبيرونه دې ورزيات كړي او د هرو دوو تكبيرونو ترمنځ دې ووايي “سبحان الله والحمد الله و لا اله الا الله والله اكبر” بيا دى حمد او د اقتربت سورت ووايي او لمونځ دې پاى  ته ورسوي.

حنبليان:

د استفتاح دعا دې ووايي او تر شپږ ځلې تكبير وروسته چې د هرو دوو تكبيرونو ترمنځ ورو ووايي: الله اكبر كبيرا والحمد الله كثيرا و سبحان الله بكره و اصيلا و صلى الله على محمد و اله و سلم تسليما” تر اعوذ بالله او بسم الله ويلو وروسته حمد او سبح باسم ربك ووايي، هغه وخت دې لومړى ركعت پوره كړي، او پۀ دويم ركعت كې تر تكبيره الاحرام پرته دې نور تكبير ووايي او هغه چې په لومړي ركعت كې ياد شول همغه دې د هرو دوو تكبيرونو تر مينځ ووايي او بيا دې بسم الله ووايى او د غاشيې د سورت تر ويلو وروسته دې ركوع ته ولاړ شي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

مالكيان:

تكبيره الاحرام دې ووايي، بيا دې شپږ تكبيره ووايي، بيا دې  سورت حمد او د اعلى سورت ووايي او ركوع ته دې ولاړ شي او دويم ركعت ته دې ودرېږي او بيا دې پنځه تكبيره ووايي او وروسته دې د حمد سورت او د الشمس سورت يا كوم بل يې پۀ څير ووايي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

اماميان:

تكبيره الاحرام دې ووايي او د حمد اوسورى تر ويلو وروسته دې پنځه تكبيره وويي او بيا دي تر هر تكبير وروسته يوه د قنوت دعا ووايي او ركوع او سجدې دې اداء كړي او پۀ دويم ركعت كې د حمد او سورې تر ويلو وروسته دې څلور ځلې تكبير ووايي او تر هر تكبير وروسته دې يوه د قنوت دعا ووايي او بيا دې ركوع او سجدې اداْ كړي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

========================================

يادداښتونه:

(1)_ د افتتح يا استفتاح دعا د اهل سنتو پۀ نزد داسې ده “سبحنك اللهم و بحمدك و تبارك اسمك و تعالى جدك و لا اله غيرك”

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د كسوف او خسوف لمونځ:

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: د لمر او سپوږمۍ د نيولو لمونځ ندى واجب، بلكې ټينګ مستحب دي، او اماميانو ويلي دي: پر هر مكلف پخپله واجب دى او دا لمونځ د احنافو پۀ نزد كوم ځانګړى ډول نلري، بلكې لكه د نفلو لمونځ دا هم دوه ركعته دى او پۀ هر كعت كې يو قيام او يوه ركوع لري چې لمونځ كوونكى كولاى شي دوه يا څلور ركعته يا تردې هم ډير وكړي؛خو دهغو شكل د حنبليانو،شافعيانواومالكيانو پۀ وړاندې دوه ركعته دى او په  هر ركعت كې دوه قيامه او دوې ركوع ګانې لري،تكبيره الاحرام،حمد او يو سورت وايي، بيا همغه دم ګړۍ ركوع ته ځي، بيا درېږي او بيا حمد او يو سورت لولي او بيا ركوع او سجدو ته ځي،دويم ركعت ته پورته كېږي او همغه څه چې لكه پۀ لومړي ركعت كې يې ترسره كړي وو لمونځ پاى ته رسوي او روا ده هغه د نافله وو پۀ څير ادا كړي.

د ټولو مذهبونو پۀ نزد ددغو دوو لمونځونو ويل پۀ جماعت يا پۀ ځانګړي شكل څه پروا نلري،پرته له احنافو چې د مياشتې (سپوږمۍ) د نيولو لمونځ يې ځانله كړ ېدى او ويلي يې دي: پۀ جماعت سره پۀ هغه كې ندى روا؛بلكې پۀ ځانګړي ډول پۀ كورونو كې ادا كېږي.

خو ټول مذهبونه پرخپل وخت سره يې يوه خوله دي چې د سپوږمۍ د لومړيو نيولو تر پرېښوولو پورې دى؛خو مالكيان بيا بل څه وايي: د هغه لومړى وخت د لمر راختوله وخته دى، د يوې نيزې پۀ اندازه اّن د غرمې تر زوال پورې .

احنافو او مالكيانو ويلي دي:دوه ركعته لمونځ د زلزلې د ويرې او تيارې او هر ډاروونكي شي او تالندې بريښنا پر وخت مستحب دى.

حنبليانو ويلي دي: مستحب ندى؛خو كۀ زلزله وه بيا مستحب دى.

ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي: چې دا لمونځ اذان او اقامت نلري، بلكې اّواز كوونكى درې ځلې اّواز كوي “الصلوه” او ډير مذهبونه د”الصلوه الجامعه” اّواز كوي.

اماميانو ويلي دي: د مياشتې او لمر له نيولو او زلزلې اوټول اّسماني ډاروونكي لكه تروږمۍ، او ډير سوروالي او لوى بادونه او د اّسمان غورهارى او داسې نور د لمانځه د واجبېدو سبب ګرځي.

 كۀ ومو غوښتل چې پۀ جماعت سره لمونځ وكړۍ، قرائت لكه دا نور ورځني لمونځونه امام يې د مقتدي له خوا پر ذمه اخلي؛خو د كسوف او خسوف د لمانځه وخت همغسې چې يادونه يې وشوه دلمر نيولو له وخته او د سپوږمۍ تر بشپړ راښكاره كيدو تر وخته پورې دى، كه  څوك پدې وخت كې لمونځ ونكړي بايد قضا يې راوړي؛خو د زلزلې او ډاروونكو نښو او هغه ته ورته نورو ته ندى،چې قضا يې راوړله شي، بلكي چې كله پيښ شول همغه دم ګړۍ واجب دى چې هغه اداء كړي او كۀ ويې نكړ بايد پۀ ټول عمر كې يې يو ځل وكړي؛خو د كسوف د لمانځه كيفيت پۀ لاندې ډول دي:

تكبيره الاحرام دې ووايي، بيا دې حمد او يو سورت ولولي او بيا دې ركوع ته ولاړ شي او سر دې راپورته كړي اوحمد او يو سورت دې وواي، بيا دې ركوع ته ولاړ  شي، تر څو چې پنځه ځلې دا عمل تكرار كړي، بيا دې تر پنځمې ركوع وروسته دوې سجدې وكړي او دويم ركعت ته دې ودرېږي او حمد او سورت دې ووايي او ركوع دې وكړي او د لومړي ركعت پۀ څېر دې پنځه ركوع ګانې وكړي او بيا دې دوې سجدې وكړي او تشهد دې ووايي او سلام دې وګرځوي چې ټولې لس ركوع ګانې كېږي.

د استسقاء لمونځ:

 د باران غوښتلو لمونځ د قراّن په اّيت، سنتو او دمسلمانانو پۀ اجماع سره ثابت دى، چې خداى تعالى فرمايلي دي:  ” واذا استسقى موسى لقومه….” “فقلت استغفروا ربكم انه ان كان غفارا يرسل السماء علكيم مدرارا”.

پۀ حديث كې راغلي چې د مدينې پر خلكو قحط راغی،هغه وخت د خداى د رسول(ص)  د خطبې پۀ مينځ كې يو سړی پورته شو او ويې ويل: څاروي او ښځې مړې شوې؛نو خداى ياد كړه چې موږ ته اوبۀ راكړي، بيا د خداى پاك رسول (ص) خپل لاسونه پورته كړل او دعا يې وكړه؛ اّسمان لكه ښيښه داسې صاف ؤ باد ولګيد او وريځ يې راوستله وريځې سره ټينګې شوې او اّسمان خپل خيرات راوليږلو موږ دباندې راووتلو او پۀ اوبو كې روان شوو،څو خپلو كورونو ته ورسېدو پوره  يوه اوونۍ باران ووريده. بيا همغه سړى پورته شو او ويې ويل: يا رسول الله (ص) كورونه ړنګ شول او قافلې له سفره پاتې شوې بيا خداى پاك ته عرض وكړه،څو باران ودرېږي، د خداى پاك رسول (ص) موسكى شو او ويې ويل: خدايه زموږ پر خواو شايې ووروه او پر موږ يې مه اوروه، بيا چې موږ  اّسمان ته وكتل ښار پۀ رنګارنګ ګردونو كې پټ دى “تر ښار شنه زرغونه راتاو (1) ده”.

خو د دې ترمخ لمانځه ته نۀ راتلل؛ باران لږ شو، او ويالې له اوبو ډكې شوې مذهبونه سره يوه خوله دي چې كۀ تر لمانځه وروسته بيا هم باران ونۀ وريد؛ مستحبه ده چې دوه واري لمونځ وكړي،او دري ورځې روژه ونيسى. او خلك د خشوع پرحال كې او له ښځو ماشومانو زړو او څارويو سره يو ځاى ټول په چيغو چيغو پلي د باندې بېديا ته ووځي تر څو پدې توګه د خداى د رحمت وړ وګرځي.

مذهبونه سره يوه خوله دي چې په جماعت او يوازيتوب سره لمونځ صحيح دى،اذان او اقامت نلري او امام ته مستحبه ده چې تر لمانځه وروسته دې خطبه ووايي، خو د لمانځه پر څرنګوالي كې ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې دوه ركعته دي او هر يو د هغوى د خپلو مذهبو سره سم لكه دكوچني او لوى اختر لموځ داسې ادا كېږي. پرته له مالكيانو او احنافو چې ويلي يې دي: د اختر د لمانځه په څېر دي؛خو اضافي تكبيرونه نلري، اماميانو ويلي دي: مستحب دى وروسته له هر تكبيره دې لاسونه قنوت ته پورته كړي او داسې دعا دې وكړي چې  پكې د مهربانۍ او رحمت د باران د اوريدو غوښتنه شوې وي.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: خطيب دې تر لمانځه وروسته پۀ خطبه كې داسې يوه دعا ووايي، نۀ پۀ لمانځه كې.

========================================

يادداښتونه:

(1)_ يو ګرد دى د سرو او سپينو زرو سره او نور رنګونه لري چې هغو ته شنه زرغو ته وايي. (د پښتو ژباړن)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

قضا لمونځ:

مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې هر چا يو واجب لمونځ نۀ وي كړى پر هغه واجبه ده چې د هغه قضا پرځاى راوړي، كۀ هغه يې په لوی لاس پرې ايښى وي او يا په سهوه سره او كه هغه د ناپوهۍ له مخې وي يا د خوب له امله، خو پر حائضې او نفاسې قضا راوړل نشته، ځكه پۀ مطلقه توګه له هغې دواړو لمونځ ساقط دى او چې د هغه ادا نۀ وي واجبه، قضا واجبه نده؛خو د ليوني،بي هوښه او مست پۀ برخه كې سره مخالف دي.

احنافو ويلي دي: هغه سړى چې د ناروا نشه يي شيانو لكه شراب او هغه ته ورته نورو پۀ واسطه خپل عقل له لاسه وركړي د لمانځه قضا پرې واجب ده؛خو د ليوني او بېهوښه له غاړې پۀ دوو شرطونو سره اوښتي دي:

لومړى حالت د بېهوښۍ يا پر له پسې ليونتوب دى، داسې چې بايد له پنځه وخته لمونځه ډير وي؛خو كه تر پنځه وخته لمانځه، يا له هغه لږ وي بايد قضا وكړى. دويم كۀ ليونى او بې هوښه د لمانځه پر وخت پر هوښ رانشي،تر هوښ راتلو وروسته واجبه ده چې قضا وكړي.

مالكيانو ويلي دي:د ليوني او بې وښه د لمونځونو قضايي راوړل كه د حرامو له لارې نشه شوى وي واجب دى؛خو كه د حلالو له لارې مست شوى وى، لكه دا چې تروې شيدې يې څښلې او نشه شوى وى، د لمانځه قضا پرې نشته.

حنبليانو ويلي دي: هغه چې د حرامې لارې بې هوښه او نشه شوى وي، د لمانځه قضا ورباندې شته خو ليونى د لمانځه قضايي نلري.

شافعيانو ويلي دي: كۀ ليونتوب يا نشه او مستي ټول وخت واخلي، كه په لوی لاس د ليونتوب او مستۍ سبب نۀ وي شوى، د لمانځه قضا نلري،او كۀ داسې نۀ وي؛نو بيا د لمانځه قضا ورباندې شته.

اماميانو ويلي دي: د شرابو پر څښلو كۀ پر پام وي يا په ناپامۍ، كۀ پر واك وى يا پر بيړه او كراهت سره، د لمانځه قضا واجبه ده؛خو ليوني او بې هوښه ته قضاْ نده واجبه.

د قضا راوړلو څرنګوالى:

احنافو او اماميانو ويلي دي: كۀ چا يو واجب لمونځ پرېښود بايد بې له څه بدلون ادلون همغسې چې هغه لمونځ فوت شوى دى قضايي يې دې وكړي، يعنې كه يو سړى پۀ سفر كې وي او وغواړي چې د ټول لمانځه قضايې راوړي بايد هغه ټول وكړي او هم كۀ پر وطن وي او كسري قضايي لمونځ ولري، بايد كسري يې ادا كړي، او همدارنګه پۀ جهر او خفيه لمونځونو كې هم دا ډول دي؛نو كۀ وغواړي چې د ماښام او ماسخوتن د لمانځونو قضا په ورځ كې راوړي،بايد پۀ زوره يې ووايي،او كه د ماسپښين او مازديګر د لمونځونو قضايي د شپې وكړي بايد په خفيه يې وكړي.

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: كه څوك وغواړي چې يو كسري لمونځ بايد ادا كړي، او ترې قضا شي، كۀ پۀ سفر كې دى،دهغه قضايي دې همغسې راوړي لكه څرنګه چې ترې فوت شوېدى كسري (1) يې دې وكړي؛خو كه په خپل ټاټوبې كې وي؛نو بيا بايد كسري قضا شوى لمونځ ټول پوره ادا كړي؛خو د جهر او خفيه پۀ باب شافعيانو ويلي دي څوك چې د ماسپښن د لمانځه قضايي د شپې له خوا راوړي بايد پۀ لوړ اّواز يې ووايي او څوك چې د ماښام د لمانځه قضا د ورځې له خوا راوړي، واجبه ده چې خفيه يې وكړي او حنبليانو ويلي دي: د هغه څه په قضا چې فوت شويدي،حتمي دې د هغه قضا خفيه اداء كړي، كۀ هغه د جهر لمونځ وي يا د خفيه ، كۀ پۀ شپه كې يې قضا كړى وي يا په ورځ، خو هغه څوك چې امام وي او لمونځ هم پۀ جهر سره وي او د شپې له خوا ورڅخه قضا شوېدی د هغه قضا دې پۀ جهر سره وكړي.

ټول مذهبونه له شافعيانو پرته د لمانځه ترتيب واجب ګڼي چې بايد مخكيني لمونځ تر وروستني لمانځه چې په هغه پسې وي قضايې په ترتيب سره ادا كړي؛نو كۀ د ماښام او ماسخوتن لمونځونه له هغه فوت شويوي بايد د ماښام لمونځ لومړى،او ورپسې د ماسخوتن د لمونځه قضايي ادا كړي.  (2)

شافعيانو ويلي دي: د فوت شويو لمونځونو ترمنځ مستحب دى او چا چې د ماسخوتن لمونځ د ماښام تر لمانځه د مخه ادا كړ، لمونځ يې صحيح دى.

په قضا شوي لمانځه كې وكيل نيول:

ټول مذهبونه سره يوه خوله دي چې ژوندى انسان، كۀ هغه وس ولري يا يې ونلري، خپلې روژې او خپل لمانځه ته وكيل نيول ورته ناروا دي.

اماميانو ويلي دي: پۀ لمانځه او روژه كې نايب (وكيل) نيول د مړو په برخه كې صحيح دي او څلورګونو مذهبونو ويلي دي: په حج كې نايب (وكيل) نيول بېوسه ژونديو مسلمانانو ته روا دي او مړو ته وكيل كيدل په لومړۍ درجه روا دي. پرته له مالكيانو چې ويلي يې دي: نايب كيدل د مړو او ژونديو له خوا څه اغيز نلري.

اماميان پدې اړه ځانګړى نظر لري داسې چې پر زوى واجبه ده د پلار قضا شوى لمونځ اوروژه پر ځاى كړي،او هم پخپل مينځ كې سره مخالف دي،ځينو يې ويلي دي: هر څه چې له پلاره قضا شويدي واجب دي، كه څۀ هم پۀ قصدي ډول وي، او ځينو يې ويلي دي: هغه څه چې د ناروغۍ له كبله يا د كومې بلې شرعي لارې يې نۀ وي پرځاى كړي قضا يې يې دې وكړي، او يوې بلې ډلې يې ويلي دي: هغه چې د مړينې د ناروغۍ له كبله يې ندي ادا كړي هغه دي ادا كړي او ځينو ويلي :همغسې چې د پلار له خوا قضا راوړي مور ته دې هم قضا راوړي.

========================================

يادداښتونه:

 (1)_ د مسافر واجب لمونځ د سفر پر وخت كۀ څلور ركعتي وي دوه لومړي ركعته يې كيږي او پاتې دوه نور يې الله (ج) بښلي دي د مسافرت له مخې. (پښتو ژباړن)

(2)_ كه د مازديګر لمونځ قضا شوى وي او ماښام هم په قضا كېدو وي، لومړى دى د ماښام لمونځ وكړي، بيا دې د مازديګر لمونځ قضايې وكړي، دا حالت د احنافو پر اّند يو ځانګړى عمل دى، ځكه كه لكه د نورو لمونځونو په څېر د مازديګر قضايي لمونځ تر ماښام دمخه وكړي، د ماښام قضا كيږي ، دا حالت استثنايي دى. (پښتو ژباړن)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د جماعت لمونځ:

ټول مسلمانان سره يوه خوله دي چې د جماعت لمونځ د اسلام له نښو دى،د خداى رسول (ص) او راشده خلفا او تر ائمه وو وروسته له هغه پر هغو باندې د دوام ټينګار كاوه، خو پدې كې چې اّيا واجب دى يا مستحب سره مخالف شويدي.

حنبليانو ويلي دي: د جماعت لمونځ پر وسمن سړي واجب دى او كه ېې پرېښود او ځانګړي يې ادا كړ، لمونځ يې صحيح دى؛خو ګناه يې كړېده.

اماميانو، احنافو، مالكيانو او ډيرو شافعيانو ويلي دي:نۀ عيني واجب دى او نۀ كفايي، يواځې ټينګ مستحب دى.

اماميانو ويلي دي: په واجبو لمونځونو كې،جماعت روا دى او پۀ مستحبو لمونځونو كې رواندى؛خو د استسقا او اخترونو پۀ لمونځونو كې شرط ندى. څلورګونو مذهبونو  ويلي دي: پۀ جماعت سره لمونځ په واجبو او مستحبو دوړاو لمانځو كې روا دى.

د جماعت شرطونه:

د جماعت لمانځه ته لاندې شرطونه دي:

1_ د پورتينو ټولو ائمه وو پۀ اتفاق سره بايد امام مسلمان وي.

2_ پۀ اتفاق سره، د امام هوښياري شرط ده.

3_ د اماميانو، مالكيانو او حنبليانو پۀ نزد د امام عدالت شرط  دى چې له امام احمد بن حنبل پۀ يو له دوو روايتونو كې راغلي دي او اماميانو د حضرت رسول (ص) پۀ خبره استدلال كړېدى. “د ښځې امامت نر ته، او فاجر مومن ته ندى روا” او د اهل بيتو پۀ اجماع سره: د لمانځه امامت د مخكښ او لارښود پر غاړه دى، او په هيڅ وخت كې فاسق د دې واك نلري او هم يې ويلي دي: كه يو سړى پر يو چا باور وكړي او ورپسې اقتدا وكړي (لمونځ وكړي) او بيا ښكاره شي چې هغه امام فاسق دى،پرې د لمانځه بېرته اعاده (ګرځول) نده  واجب.

4_ د امام نروالى؛ نو د ښځې امامت نرانو ته سم ندى او ښځو ته د ټولو پۀ نزد د ښځې امامت روا دي،د مالكيانو،احنافواو حنبليانو پۀ نزد بلوغ هم شرط دى؛خو شافعيانو ويلي دي: پۀ هغه ماشوم پسې هم اقتدا سمه ده چې د ځوانۍ علامې پكې راښكاره شي، او اماميانو ته دوه قوله دي: لومړى بلوغ  (ځوانيدل) او دويم د امامت صحت پۀ ځانګړيو علامو سرۀ كۀ د بلوغ (ابلوڅ) حد ته ورنږدې شوى وي.

6_ د ټول توپير پۀ شميره سره يوه خوله دي چې تر ټولو لږ عدد چې پر هغه د جماعت لمونځ كيږي، د جمعې له لمانځه پرته دوه تنه دي چې له دوو، يو يې پخپله امام دى.

7_ د ټولو مذهبونو پۀ نزد مقتدي (ماموم) له امامه بايد مخكې نۀ وي، بې له مالكيانو چې ويلي يې دي: د مقتدي لمونځ كۀ څه هم له امام تر مخ ولاړ وي نۀ باطلېږي.

8_ پۀ يوۀ ځاى كې شتون او د پردې نشتوالى؛اماميانو ويلي دي:د ماموم لرې والى له امامه داسې چې د عادت پر خلاف وي ندى روا؛خو كه صفونه سره متصل وو، يا كومه پرده  موجوده وه چې امام ورڅخه نۀ ليدل كيده او يا دهغه كسانو د نۀ ليدو سبب جوړېده چې امام ويني، ندې روا، بې له ښځې،چې سره له پردې، پۀ نر پسې اقتدا كوي تر هغو چې د امام كړۀ وړۀ هغې ته څه شك ور وانۀ چوي،صحيح ده.

شافعيانو ويلي دي:د امام او مقتدي ترمنځ كه له درى سوه ذراعه ډيره فاصله وي،خو چې كومه پرده ترمنځ نۀ وي كوم بنديز پرې نشته.

احنافو ويلي دي: كه كوم سړي د جومات په امام پسې پۀ خپل كور كى اقتدا وكړه، داسې چې د هغه كور د جومات له څنګه او بې له يوه ديواله نوره فاصله هم ونلري او د امام وضعه پر مقتدى شكمنه نۀ وي، لمونځ يې صحيح دى؛خو كۀ كور يې د كومې ويالې يا كوم هوار ميدان پۀ واسطه بيل وى، اقتدا نده صحيح.

مالكيانو ويلي دي: د ځاى اختلاف د اقتدا د صحت خنډ  ندى، چې كله د امام او ماموم (مقتدي) ترمنځ كومه لاره وياله يا كوم ديوال مانع وي، څه وخت چې ماموم وكولاى شي د امام له حال څخه خبروي لمونځ يې صحيح دى.

9_ د مذهبونو په اتفاق مقتدي بايد د جماعت نيت او اقتدا وكړي.

10_ د امام او مقتدى د لمانځه پۀ جماعت سره ټول يوه خولۀ دي چې كۀ دوه لمونځونه پۀ  اركانو او افعالو كې سره ګوښي وي، اقتداْ نده صحيح، لكه پنځه وخته هره ورځ لمونځ او د مړي لمونځ او يا د اخترونو لمونځونه؛خو بې له هغو پۀ نورو كې سره مخالف دي.

احنافو او مالكيانو ويلي دي: څوك چې د ماسپښين لمونځ داسې چاته وركوي چې هغه د مازيګر لمونځ كوي، او د قضا يې لمونځ داسې سړي ته چې د فريضي لمونځ كوي، يا د دې پر خلاف اقتدا وكړي نده صحيح.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي: پدې ټولو كې صحيح ده،او حنبليانو ويلي دي: د ماسپښين لمونځ دې وروسته له هغه چې د مازيګر لمونځ كوي يا د مازديګر تر لمانځه دمخه صحيح ندى؛خو د ماسپښين قضا شوى لمونځ چې په ماسپښين كې پۀ امام پسې په اقتدا وكړي صحيح دي.

11_د قرائت سموالى،د چا چې قرائت يې ښه دى ،هغه دې امامت وكړي، روا نده د چا چې قرائت ښه ندي او هغه امامت ته وړاندې شي، كۀ وړاندې شي لمونځ يې باطل دى، بې له احنافو چې ويلي يې دي: د دواړو لمونځ باطل دى. او ښه دا ده چې امپړ ( بې سواده يا نالوستى ) د واك پر وخت پداسې سړي پسې اقتدا وكړي،چې قرائت يې سم وي. او يواځې لمونځ كول ورته ندې روا،كه وتوانېږي چې خپل لمونځ پۀ سم قرائت سره وكړي كۀ څه هم په جماعت سره وي ورته روا دي.

پيروي:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې اودس لرونكى پر تيمم وهونكي پسې اقتدا كولاى شي، او پر مقتدي ده چې د ذكرونو پۀ ويلو كې د امام متابعت وكړي لكه سبحان ربى العظيم او سبحان ربى الاعلى او سمع الله لمن حمده او د قرائت د پيروۍ پۀ واجب والي كې سره مخالف دي.

شافعيانو ويلي دي: پۀ هغو لمونځونو كې پيروي چې بايد ورو (خفيه) يې ووايي، نۀ په هغو لمونځونو كې چې بايد پۀ جهر (لوړ اّواز) يې ووايي او د حمد ويل پۀ ركعتونو كې پر ماموم (مقتدي) واجب دى.

احنافو ويلي دي: پۀ خفيه او جهر لمونځونو كې دې د امام د قرائت له متابعته هر وخت ډډه وكړي، بلكې له امام ابوحنيفه نقل شويدي، د مقتدي قرائت پر امام پسې ګناه ده. (1)

مالكيانو ويلي دي: د ماسپښين او مازيګر پۀ لمونځونو كې مقتدي بايد ورو ووايي؛خو پۀ نورو پاتې لمونځونو كې ضروري نده.

اماميانو ويلي دي: د لمونځونو پۀ دوو لومړيو ركعتونو كې د حمد ويل ندي واجب او د ماښام پۀ درېم او د ماسپښين، مازيګر او ماسخوتن په څلورم ركعت كې واجب دي. (2)

ټول سره يوه خوله دي چې د مقتدي پيروي د امام له افعالو واجبه ده؛خو د پيروۍ پۀ څرنګوالي كې سره مخالف دي:

اماميانو ويلي دي:د پيروۍ معنا داده چې مقتدي دې له امام، نۀ وړاندې كيږي، او نۀ خو دې دومره شاته ترې پاتې كيږي چې د دواړو ترمنځ فاصله ډيره شي او بايد له مجبوريته يا هغه ته  لږ ور نږدې او يا لږ څه ترې شاته وي.

احنافو ويلي دي: د مقتدي پيروي او ملګرتيا پۀ زغم سره او دامام د كارونو تر حقيقت وروسته كېږي كه مقتدي وروسته لدې چې امام له ركوع سر راپورته كړي او دې ركوع وكړي، يا دمخه لدې چې امام سجدو ته ولاړ شي ركوع وكړي،د امام له ركوع يې پيروي كړېده.

مالكيانو ويلي دي: د پيروۍ معنا داده چې د مقتدي كار د امام له كاره بايد وروسته وي، نۀ دا چې د امام پيروي ونكړي او هم له هغه سره مساوي (يو برابر) نۀ وي او ډير زيات وروسته هم نۀ وي چې د مخه تردې چې امام له ركوع سر راپورته كړي بيا مقتدي ركوع وكړي.

حنبليانو ويلي دي: پيروي دا ده چې مقتدي دې له امام وړاندې والى نكوي او نۀ دې دومره شاته پاتې كیږي چې امام ركوع خلاصه كړې وي او بيا وروسته مقتدي ركوع ته ځي او د امام دعمل تر پاى ته رسيدو وروسته دې مقتدي پۀ هغه پسې اقتدا كوي.

مسبوق:

چې كله امام لمانځه ته داخل شو او يو ياڅو ركعتونه يې ويلي وو، او يو سړى د لمانځه پيلولو ته راشي، ټول سره يوه خوله دي چې لمونځ كوونكى دې د جماعت نيت وتړي او له امام سره دې ملګرى شي؛خو سره مخالف دي، لدې چې مقتدي دې هغه لمونځ چې پر امام پسې اقتدا كوي،لومړى دې خپل لمونځ وكړي يا وروسته، د ساري پۀ ډول كۀ د ماښام د لمانځه درېم ركعت ته رسيدلى وي او ورپسې لمونځ وكړي لمونځ كوونكى ته دوه ركعته پاتې كېږي چې بايد پاى ته يې ورسوى خو اّيا درېم ركعت چې له امام سره يې كړى نسبت مقتدي ته لكه همغه د امام درېم ركعت غوندې دى او پاتې دوه ركعته دي، او يا داچې هغه ركعت چې له امام سره يې كړى د مقتدي لومړى ركعت ګڼل كېږي او دويم او درېم ركعت دې پۀ خپله ځانته وكړي؟

احنافو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: هغه څه چې مقتدي يې له امام سره ووايي د مقتدي وروستى ركعت دى،يعنې كۀ د ماښام درېم ركعت يې ونيوه،هغه دې د خپل لمانځه وروستى وګني او وروسته له هغه دې يو ركعت له حمد او سورې سره ووايي او تر تشهد پورې دې هغه ادا كړي بيا دې يو بل ركعت له حمد او سورې سره ووايي. لنډه دا چې پۀ داسي يو لمانځه كې درېم ركعت پر دوو لومړيو ركعتونو دمخه كوي او هغه چې له امام سره يې ويلى د لمانځه اّخر،او هغه چې وروسته يې راوړي د لمانځه لومړى ګڼل كېږي.

شافعيانو او اماميانو ويلي دي: هغه چې له امام سره يې نيولي دي د خپل لمانځه لومړى يې دې وګڼي نه وروستی؛نو كۀ د ماښام له لمانځه يو ركعت له امام سره ووايي خپل لومړى ركعت يې شميري او پورته دې شي دويم ركعت دې وكړي او بيا دې تشهد ووايي او بيا دې درېم ركعت ادا كړي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

امامت ته تر ټولو غوره:

احنافو ويلي دي: كه له نرانو يو شمير لمانځه ته سره راغونډ شول،څوك چې د لمانځه پر احكامو ترټولو پدوى كې پوه دى،هغه امامت ته وړاندې كېږي، بيا هغه چې قرائت يي غوره وي،هغه وخت څوك چې تر ټولو پرهيزګاره دى، تر هغه وروسته هغه چې اسلام يې تر نورو وړاندې وي، بيا هغه چې عمر يې ډير وي، ورپسې هغه چې اخلاق يې غوره وي، وروسته هغه چې ښكلې يې ځواني وي (د مخ نور ولري)، بيا هر څوك چې نسب يې دشرف او عزت څښتن وي، بيا هغه څوك چې تر ټولو پاك وي، كه پردې ټولو كې سره مساوي وو ترمنځ يې پچه اچول كېږي.

مالكيانو ويلي دي: پاچا يا نايب يې مخكې دى بيا د جومات ملا امام او د كور څښتن، بيا تر ټولو پوه عالم چې د لمانځه پر احكامو پوه وي، هغه دم چې ټول پر حديثو علم ولري، بيا تر ټولو عادل، وروسته تر ټولو قاري، بيا تر ټولو پرهيزګاره، بيا هغه چې اسلام يې تر نور وړاندې دى، بيا هغه چې ټبر يې تر ټولو لوړ دى، بيا هغه چې غوره اخلاق ولري، بيا چې جامې يې غوره وي، او كه سره مساوي وو، ترمنځ يې پچه اچول كېږي.

حنبليانو ويلي دي: تر ټولو غوره فقهي چې قرائت يې غوره دى امامت ته وړاندې كېږي،هغه وخت يواځې هغه چې قرائت يې غوره دى، بيا هغه چې د لمانځه پر احكامو ښۀ پوه وي، تر هغه وروسته داسې قاري چې د لمانځه پر احكامو نۀ وي خبر، تر هغه وروسته تر ټولو د ډير عمر څښتن، بيا هغه چې پۀ نسب كې تر ټولو شرافت ولري، بيا ترې وروسته هغه چې وړاندې مهاجر شوى، بيا تر ټولو پرهيزګاره، بيا تر ټولو پاك لمنى او كۀ ټول سره مساوي وو؛ نو پچه دې واچوي.

شافعيانو ويلي دي: والي وړاندې دى، بيا ترې وروسته د جومات ملا، بيا تر ټولو فقهي، بيا داسې څوك چې لمونځ پۀ ډيره سمه طريقه وايي،تر هغه وروسته تر ټولو تقوى لرونكى، تر هغو وروسته پۀ هجرت،چې تر ټولو وړاندې وي، زاهد وي، بيا چې تر ټولو مشر وي، بيا چې په نسب كې تر تولو باندې وي، بيا هر څوك چې تر ټولو ښكلې خوى ولري، بيا هغه چې جامې او ځان، خولۍ او پګړۍ يې تر ټولو پاك وي، تر هغه وروسته د هر چا چې غږ ښه وي، بياچې ښكلې څيره ولري، بيا هغه چې واده يې كړى وي او كۀ سره يو لاس وو؛ نو پچه دې واچوي.

اماميانو ويلي دي: كۀ څو امامان د امامت پۀ ثواب كې هڅونې ته سره مخالفت وكړي ؛خو چې د دنيا كوم هدف اوموخه پكې نۀ وي،هر څوك چې مقتديانو د شرعي غوراوي او ديني موخې ته وړاندې كړ، هغه ټاكل كېږي؛نو كۀ سره مخالف شي،غوره فقيه دى، هغه وخت څوك چې تر ټولو ښه لمونځ ادا كوي، بيا د ژبې فساحت او بلاغت ولري، بيا ترې وروسته هغه چې شرعي برتري ولري.

========================================

يادداښتونه:

(1)_ النووي، شرح المهذب، 3ج- 365 مخ

(2)_ دجماعت پۀ لمانځه كې  دفاتحي اوضم دسورې ويل د لمانځه پۀ دوو لومړيو ركعتو كې پر مقتدي واجب ندي (پښتو ژباړن)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!